Image

د افغانستان د خلکو تاریخ تر اوسه نه دی لیکل شوی

له ډاکټر جوان شیر راسخ سره د شیشه میډیا مرکه

مرکه کوونکی: فردوس کاوش

سلام ټولو هغو کسانو ته چې دا مرکه تعقیبوي. د پاډکاسټ په دې برخه «په شیشه کې» مو له تاریخ څيړونکی او تاریخپوه ښاغلي ډاکټر جوان شیر راسخ سره خبرې کړې دي. هغه خپله دوکتورا د امریکا په پنسلوانیا پوهنتون کې بشپړه کړې ده. ډاکټر راسخ په دوهمه میلادي زریزه کې (چې له لومړۍ هجري سپوږميزې زرېزې سره سمون خوري) د اوسني افغانستان په خاوره کې د تاريخ او کلتور په اړه څېړنې کړې دي. ډاکټر راسخ دا مهال «په مسلمانه سویلي اسيا کې د غوريانو د سلطنت عروج او زوال» تر سرلیک لاندې یو کتاب لیکي.

هغه همدارنگه د افغانستان د ​​نولسمې او شلمې پېړۍ د تاریخ په اړه هم څېړنه کړې ده. ډاکټر جوان شیر راسخ د « د افغانستان لپاره د سولې په لټه کې» کتاب په تالیف او تدوین کې عمده ونډه درلوده. دا کتاب په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو درې میاشتې وړاندې په کابل کې د کاکړ تاریخ بنسټ د خپرونو له خوا چاپ او خپور شو. په دې کتاب کې ډاکټر راسخ د سولې د هغو ليکونو په اړه بحث کړی چې په ۱۹۹۰ کې ولسمشر نجیب الله او ډاکټر حسن کاکړ يو بل ته لېږلي وو. په دې لیکونو کې دوی د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان د سیاسي ټولنو ترمنځ د رښتینې ملي پخلاینې پراړتیا خبرې کړې وې. ډاکټر راسخ د «افغانستان لپاره د سولې په لټه کې» د کتاب په سريزه کې له افغانستان څخه د امريکا تر وتلو وروسته د تاريخ د تکرار يا د تاريخي پايلو په اړه هم خبرې کړې دي.

په وروستیو کلونو کې، د تاریخ د تکرار یا په افغانستان کې د تاریخي پېښو د تکرار بحث یا هغه درسونه چې د افغانستان خلک يې د خپل هېواد او نړۍ له وروستي او تېر تاریخه زده کولو ته اړ دي، ډېر مطرح دي. داسې ویل کېږي چې د افغانستان تاریخ پر يوه ټاکلې دایره ګرځي راګرځي او مخ پر وړاندې نه ځي. په دې بحث کې به له ښاغلي جوان شير راسخ سره پر همدې مساًله، د افغانستان د تاریخ او دا چې په دې هېواد کې څه پېښ شوي د هغو په اړه راپور ورکول څومره دقیق او علمي دي، بحث وکړو.

شیشه میډیا: ښاغلى جوان شير راسخ، سلامونه مو ومنئ.

راسخ: ستاسو له بلنې مننه. خوشحاله یم چې له تاسو سره خبرې کوم. دا د ویاړ ځای دی چې د افغانستان د تاریخ او هغو کارونو په اړه چې ما په مختلفو کچو او وختونو کې کړي دي، د خبرو کولو فرصت راکړل شو. له تاشو د دغه فرصت د چمتو کولو په له امله مننه کوم.

د حالت شرح کول او ژوندلیک

شیشه میډیا: مننه، ښاغلی راسخ. په پيل کې، د خپل ځان په اړه توضیحات ورکړئ او وواياست چې چېرې زېږېدلی یاست، ماشومتوب مو چېرې تېر کړی دی، ستاسو کورنۍ په څه وضعیت کې وه، زده کړې مو چېرې وکړې، تاريخ ته مو څنګه مخه کړه او څنګه مو له ماشومتوبه تر تاریخ لیکنې پورې لاره لاره ووهله؟

راسخ: ښه، انسان تل په یوه ځای او یوه سیمه کې زېږېدلی وي او ژوندلیک یې هم په حقیقت کې د هغه د کورنۍ، سیمې، خپل ځان او خپلوانو او په لويه کچه د خپل هېواد ژوند‌ليک وي. زما ژوندلیک هم تقریباً د افغانستان د تېرو څلوېښتو کلونو ژوندلیک دی.

زما بشپړ نوم جوان شیر راسخ دی. په ۱۹۸۵ میلادي کال په کابل کې زېږېدلی یم. په ماشومتوب کې په کابل کې وړکتون ته تللم او وړکتون ته د تللو امتیاز مې درلود. د ډاکټر نجيب الله د حکومت له نسکورېدو وروسته زموږ کورنۍ بېرته خپل پلرني کلي او وطن ته ستنه شوه.

مور او پلار مې په چاریکار ښار کې د پروان د اوسني پوهنتون شاته د توپ‌دره غره په لمن کې یو کوچنی کور درلود او موږ هلته میشت شوو. تاسو خبر یاست چې په کابل کې د ډاکټر نجیب الله د حکومت له سقوط سره د افغانستان د اسلامي ګوندونو ترمنځ کورنۍ جګړې پیل شوې او زما پلار فکر کاوه چې موږ به په چاریکار کې خوندي يو. باروه دا وه چې هغه وخت هغه ځای تر کابل ډېر خوندي و. موږ په ۱۹۹۲ کال کې له کابله چاریکار ښار ته کډه شوو او زه په هغه ښار او زما په پلرني کلي کې لوی شوی یم، چې د چاریکار سویل ته په ۲۰ کیلومتري کې پروت دی.

لومړنۍ، منځنۍ او د لېسې دورې زده کړې مې د چاريکار، کابل او مزارشريف ښارونو په څو ښوونځيو کې کړې دي. له لومړي تر نهم ټولګي پورې مې په چاريکار کې د میرعلي احمد شهید او نعمان بن ثابت په لېسو کې زده کړې وکړې. بيا مې یو کال د کابل په نادریه لیسه کې او یو نیم کال د درېیم مکروریان په عبدالهادي داوي لېسه کې زده کړې وکړې او په پای کې د مزارشریف له باختر عالي لیسې څخه فارغ شوم. د کانکور تر ازموینې وروسته د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي ته لاړم. په کابل پوهنتون کې مې درې کاله د مالي اقتصاد څانګه ولوسته. بیا یو فرصت برابر شو، چې د امریکا فولبرایټ تعلیمي پروګرام کې مې د ګډون غوښتنه وکړه. فکر کوم چې زه او زما څو ټولګیوال به لومړي افغان محصلان وو چې د لیسانس په کچه د زده کړو لپاره له افغانستان څخه امریکا ته راغلو.

په امریکا کې مې لومړی د ویرجینیا ايالت په جیمز میډیسن پوهنتون کې د لیسانس دوره او بيا مې په دوو برخو، نړیوالو اړیکو او تاریخ، کې خپله ماسټري بشپړه کړه. ماسټري مې د نړۍ په تاریخ کې وکړه. په ۲۰۱۲ کال کې، د دوکتورا پروګرام ته داخل شوم او په پنسلوانیا پوهنتون کې د سویلي اسيا د مطالعاتو په څانګه کې مې خپله دوکتورا بشپړ کړه.

د پنسلوانیا پوهنتون د سویلي اسيا د مطالعاتو څانګه په شمالي امریکا کې د مستشرقینو يوه پخوانۍ څانګه ده. د وخت د تاریخ شمېرني له نظره، په دې پوهنتون کې د افغانستان د تاریخ مطالعه د امریکا تر بل هر پوهنتون او علمي مرکز پخوانۍ ده. که څه هم زه په دې څانګه کې لومړی افغان محصل وم، خو د امريکا څو مشهورو څېړونکو چې د افغانستان د تاريخ په اړه يې څېړنې کړې دي، د جنوبي اسيا د مطالعاتو له څانګې يا د پنسلوانيا پوهنتون له نورو څانګو لکه لرغون‌پوهنې او انتروپولوژي سره يې مستقيم کار کړی او يا يې ورسره همکاري کړې ده، خو د امريکا څو مشهورو څېړونکو، چې د افغانستان د تاريخ په اړه يې څېړنې کړې دي، د سویلي اسيا د مطالعاتو له څانګې يا د پنسلوانيا پوهنتون له نورو څانګو، لکه لرغون‌پوهنې او بشر‌پوهنې سره کار او مستقیمه مسلکي همکاري کړې ده. په دوی کې، د رادنی یانگ، لویس دوپری او برايان اسپونر یادونه کولای شم. په واقعیت کې، د پنسلوانیا پوهنتون موزیم، چې په امریکا کې د علمي څېړنو يو پخوانی موزیم دی، په ​​افغانستان کې يې په ۱۹۵۳ کال کې په بلخ کې د امریکايانو لومړی لرغونی ماموریت ترسره کړ. زه فکر کوم چې پښتو ژبه او ادب په پوهنتوني، یعنې علمي او څېړنیزه کچه، په لومړي ځل په شمالي امریکا کې د پنسلوانیا پوهنتون د سویلي اسيا د مطالعاتو په څانګه کې تدریس شوه او اوس هم تدریسېږي.

البته، لویس دوپري د سویلي اسيا د مطالعاتو په څانګه کې زده کړې نه وې کړې، خو په پنسلوانیا پوهنتون کې د افغانستان‌ پېژندنې د مطالعاتو تاریخ هغه وخت دیې لویس دوپري په کابل کې د افغانستان پېژندنې پر سترو مطالعاتو بوخت و او د پنسلوانیا پوهنتون د لرغونو اثارو له موزیم سره یې راکړه ورکړه درلوده. د دویمې نړیوالې جګړې تر ختمېدو وروسته، افغانستان ته د روسانو تر راتګ پورې، لویس دوپري د افغانستان پېژندنې په سترو مطالعاتو بوخت و. د افغانستان په اړه د هغه تر ټولو نامتو کار د «افغانستان» په نوم کتاب دی چې په ۱۹۷۳ کال کې په امریکا کې د پرنسټن پوهنتون خپروندویه ټولنې چاپ کړ.

په ۲۰۱۹ کال کې، په پنسلوانیا پوهنتون کې د دوکتورا تر پای ته رسولو وروسته، د کاناډا په ټورنټو پوهنتون کې د ایران او افغانستان د اسماعیلیانو د تاریخ او تاریخي سرچینو په اړه یوه څېړنیز پروګرام ته راستون شوم. په ټورنټو پوهنتون کې زما د کار پایله د سید نادر شاه خاني کیاني د غریب اثر څېړنه، کتاب پېژندنه او انګليسي ژباړه وه،. اوس له خپلې کورنۍ سره په ټورنټو کې ژوند کوم.

شیشه میډیا: لکه څنګه چې تاسو وویل، ستاسو ژوندلیک په افغانستان کې د تېرو څلوېښتو کلونو پېښې منعکسوي؛ یوه کابل مېشته د منځنۍ طبقې کورنۍ چې په کابل کې د ناورین د پراخوالي له امله خپل پلرني کلي ته ستنېدو ته اړ کېږي…

 راسخ:هو. د هر چا ژوند له هغو خلکو سره په اړیکه کې جوړېږي چې دوی تل ورسره اړیکه لري؛ لکه د کورنۍ غړي، ټولګیوال، همکاران او ټولنه. موږ شپږ وروڼه او یوه خور یو. اوس مهال، دوی په مختلفو هېوادونو کې ژوند کوي. مور مې ښوونکې وه. زما مور د غوربند دري او چاریکار ښار له لومړنیو نجونو وه چې ښوونځي ته لاړه او زده کړې یې وکړي او په پروان کې په هغو فعالیتونو کې چې موخه یې روښانتیا وه ښکېله شوه. مور مې شاوخوا دېرش کاله د چاريکار او کابل په بېلابېلو ښوونځيو کې درس ورکړ. زما پلار لومړی د چاریکار ښار د عامه کتابتون کتابدار و. البته، زما پلار خپله د خپل ژوند کیسه لري، چې زه اوس نه غواړم د هغه ژوند‌لیک دلته بیان کړم، خو زما په څېر، چې د ده دوهم اولاد یم، د افغانستان په څو ښوونځیو او څو ولایتونو لکه پروان او غور کې لوی شو او زده کړې یې وکړې. وروسته په کابل کې په اطلاعاتو او کلتور وزارت کې د بیهقي خپرندویه ټولنې او کتابتون کارکوونکی شو. په هغه وخت کې د بیهقي کتابتون د اطلاعاتو کلتور وزارت ته څېرمه په «سر زیرزمینی» کې و. زما د وړکتون موده په هغو وړکتونونو کې تېره شوې ده چې پلار او مور مې هلته کار کاوه، لکه د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د غلام حیدر خان ښوونځی.

ستاسو دا خبره سمه ده چې زما ژوندلیک زموږ له ښار، کابل او بیا زموږ په هېواد افغانستان کې له بدلونونو سره تړاو لري. لکه څنګه چې ما وویل، زما مور او پلار زما او زما د وروڼو د ښوونځي او ښو زده کړو لپاره لږ تر لږه له شپږو ښوونځيو او درې ولایتونو ځانونه تبديل کړل.

په کابل، چاریکار او شاید په ټول افغانستان کې زما د اکثرو هم نسلانو په څېر، ما هم په ماشومتوب کې د مهاجرت دوره درلوده. زه د ۲۰۰۰ کال له پیل څخه تر ۲۰۰۲ کال پورې په ایران کې کډوال وم؛ البته، زه یوازې وم او زما د کورنۍ هیڅوک له ما سره نه وو. ایران ته زما د یوازېتوب مهاجرت او افغانستان ته زما بېرته راتګ په افغانستان کې د جګړې او سولې له دورې سره تړاو لري. ما او زما کورنۍ د طالبانو د واکمنۍ د لومړۍ دورې ډېره برخه په چاریکار او زموږ کې زموږ په پلرني کلي کې، چې د سنجددرې په نوم یادېږي، تېره کړه او څو څو ځله د کابل او چاریکار په ښارونو کې د جګړو له امله د مرګ ګواښ سره مخ شوي یو.

تاسې پوهېږئ په هغه وخت کې چې د هېواد حالات بل ډول وو او یا هم ویلای شو چې د طالبانو د واکمنۍ اوسنۍ دورې ته ورته وو. زموږ کورنۍ زموږ په کوڅه او کلي کې د یوې فرهنګي کورنۍ په توګه پېژندل کېده او موږ له سیاسي پلوه بې طرفه او د افغانستان په لویو سیاسي او فکري شخړو کې ښکېل نه وو. په ۲۰۰۰ کال کې چې زه نوی ځوانۍ ته رسېدلی وم او د افغانستان په شمالي ولایتونو؛ په ځانګړې توګه، په پروان او کاپیسا کې داسې حالت وو چې دا ممکنه وه چې یو سړی هم پکې ظالم شي او هم مظلوم شي. له همدې امله زما پلار هم د افغانستان د زرګونو نورو پلرونو په څېر د بې طرفۍ او شاید د اړتیا له مخې پرېکړه وکړه چې ایران ته لاړم او هلته کابو دوه کاله پاتې شوم او د سپټمبر د یوولسمې له پېښې او ژوند، سیاست او ټولنې د نوي دورې له رامنځته کېدو وروسته بېرته افغانستان ته راغلم او زده کړو ته مې دوام ورکړ.

زده کړه او څېړنه

شیشه میډیا: تاسو هم له هغه نسل سره تړاو لرئ چې پوهنتونونو ته داخل شوی، د سپټمبر له ۱۱ وروسته یې زده کړې کړې دي او د هغې دورې محصول یاست. تاسو د لویس دوپري یادونه وکړه. له بله پلوه ویلای شو چې د ۱۹۶۵ او ۱۹۷۵ کلونو تر منځ او تر هغه مخکې د افغانستان مطالعات د لویس دوپري او د هغه د ځینو هم عصرانو د څېړنو له امله ډېر پرمخ تللي وو. تاسو هم، کله چې د پنسلوانیا پوهنتون د سویلي اسيا د مطالعاتو څانګې ته لاره پیدا کړه، حتمي به مو د دوپري او د هغه د هم عصرو څېړنو ته دوام ورکړی وي. ستاسو د دوکتورا رساله (تیزس) دقيقاً په کومه موضوع وه؟

راسخ: زما د دوکتورا رساله د موضوع له مخې زما د ليسانس او ماسټري د دورې له زده کړو سره یو څه بې تړاوه ده. زما لیسانس او ​​ماسټري د سویلي اسيا او منځني ختیځ په تاریخ کې په افغانستان تمرکز وو. زما د ماسټري رساله په افغانستان کې د ملت‌پالنې پر پوهیدو ده. عنوان یې دی:«په افغانستان کې ملت‌پالنه: استعماري پوهه، معرفت، نښې او د امان الله خان رسمي تجملي سفر» په دې رساله کې، زه په دې ما پر دې تمرکز کړی دی چې څنګه استعماري پوهې په منځني ختیځ، سویلي اسیا او زموږ په هېواد افغانستان کې د ملت‌پالنې پورې اړوند لويې مفکورې رامنځته کړې.

په دې رساله کې مې له افغانستانه بهر د شاه امان الله د نهه میاشتني سفر په فکري او مفهومي اړخ هم تمرکز کړی دی. هماغه سفر چې د ۱۹۲۷-۱۹۲۸ کلونو ترمنځ وشو. زما د څېړنې يوه سرچينه هغه یاداښتونه دي چې یا امان الله خان پخپل قلم د خپل سفر پرمهال لیکلي او یا نورو ورته لیکلي دي. په خپلو څېړنو کې مې هڅه وکړه، چې پخپله امان الله خان او د هغه شاوخوا کسان، چې متفاوت خلک او متفاوتې مفکورې يې لرلې، د پاچا او د دولت ـ ملت د رهبرانو په توګه يې د ځان، افغانستان او ماډرنې نړۍ په اړه څه پوهه او برداشت درلود.

ما په خپل ماسټري رساله کې په افغانستان کې د ملتپالنې همدغه مساله د ماډرنې نړۍ د تاریخ په چوکاټ کې څېړلې ده. په دې رساله کې مې په افغانستان کې د ملتپالنې د مسالې په رامنځته کولو کې د انګرېزانو او افغانانو پر رول بحث کړی دی.

د امان الله خان په دوره کې د ملتپالنې، دولت ـ ملت او افغان هویت بحثونه راپورته شول او د امان الله د دورې په پای او د مصاحبانو د واکمنۍ په پیل کې د ټولنو په جوړولو سره پیاوړې شوه. ما هڅه وکړه چې د ماسټري په رساله کې مې دې پوښتنې ته هم ځواب ووایم چې څنګه په نولسمه پېړۍ کې د افغان دولت – ملت اختلاف چې د انګرېزانو او استعماري ګفتمان په انحصار کې دی، د امان الله خان په وخت کې د افغان نخبه ګانو د ملتپالني پر ګفتمان بدلېږي، خو په پنسلوانیا پوهنتون کې مې دې موضوع ته دوام ور نه کړ او دې پایلې ته ورسېدم چې اړینه ده د افغانستان د اوسنۍ خاورې د منځنیو پېړیو تاریخ مطالعه کړم.

افغانستان واقعاً یو تاریخي هېواد دی. د افغانستان د خلکو او دولت يوه لویه خبره د افغانستان د پنځه زره کلن تاریخ موضوع ده. له ټوکو پرته، افغانستان په رښتیا هم یوه تاریخي خاوره ده. حقیقت دا دی چې د دې خاورینې کرې ټول هېوادونه تاریخي دي. اوسنی افغانستان له علمي لیده طبیعی تاریخ لري او مستند تاریخ یې ډېر لرغونی دی. دې حقیقت ته په پام سره زه دې پایلې ته ورسېدم چې زما مطالعه باید د افغانستان پر اوسني جوړښت او د نولسمې او شلمې پېړۍ پر تعاملاتو او داسې مسایلو پورې محدوده نه وي، بلکې بايد د افغانستان د خلکو لرې ماضي ته لاړ شم.

د تاریخ پوهنې په لړ کې، پر وخت حساب کېږي. د مثال په توګه، که چېرې تر اسلام وروسته د افغانستان اوسنی تاریخ مطالعه کړئ، شاوخوا ۱۴۰۰ کلن دی. په اوسني افغانستان کې د منځنۍ دورې تاریخ په کافي اندازه نه دی مطالعه شوی. ما په یوه بل بحث کې دا هم وویل چې د افغانستان د عامو خلکو تاریخ تراوسه نه دی لیکل شوی، یعنې موږ د خلکو تاریخ نه دی لیکلی. د پاچاهانو ، د شاهي او ځواکمنو كورنيو، دربار او حكومت تاريخونه ليكل شوي دي. د افغانستان د عامو خلکو انساني تاریخ نه دی لیکل شوی.

د دوکتورا په موده کې مې د اوسني افغانستان د تاریخ د پېچلتیا او اوږدوالي له امله دا اړینه وګڼله چې د هغه لرې ماضي مطالعه او وڅېړم، چې تراوسه یې چندان مطالعه نه ده شوې، د خپلي دوکتورا په موده کې مې پرېکړه وکړه چې له پنځمې تر تر اوومې هجري پېړۍ(چې له لسمي تر ديارلسمې ميلادي پېړۍ سره سمون خوري) د افغانستان د اوسنۍ خاورې تاریخ مطالعه کړم او په اړه يې څېړنه وکړم. له سلطنتي نظره دا دوره د غزنويانو او غوريانو له واکمنۍ سره سمون خوري.

د دوکتورا په رساله کې مي جدي تمرکز په مسلمانه سویلي اسیا کې د غوريانو د سلطنت پر عروج او زوال دی. تاسو پوهېږئ چې سیویلي اسيا له دیني، کلتوري، ژبنېز، مذهبي او توکميز نظره خورا مخ پر ودې ده.هغه پوښتنه چې ما پخپله څېړنه کې مطرح کړې، دا ده چې د غور اوسېدونکي څنګه مسلمانان شول او دا پروسه څنګه پرمخ لاړه. غور د اسلامي ختیځ یا ختیځ ایران یا زاړه خراسان یوه مهمه سیمه ده. د لرغوني غور د اسلامي تاریخ د بیا لوستلو لپاره زما يوه لومړۍ تاریخي سرچینه طبقات ناصري تاریخي کتاب دی چې په ۱۲۶۰ میلادي کال کې د منهاج سراج الدین جوزجاني له خوا په ډهلي کې لیکل شوی دی.

شیشه میډیا: ښه، مخکې له دې چې د هغو مساٌلو په اړه بحث وکړو چې تاسو یې یادونه وکړه، یوه پوښتنه کوم: ویل کېږي چې له ۱۹۶۵ تر ۱۹۷۵ کلونو پورې په لویدیځو پوهنتونونو کې د افغانستان مطالعاتو وده وکړه، خو د دغو مطالعاتو لړۍ د هماغې اویایمې لسیزې په دویمه نیمایي کې ودرول شوه او بیا کله چې تاسو او ستاسو هم‌نسلانو لویدیځو پوهنتونونو ته لاره پیدا کړه او څېړنه مو پیل کړه، ممکن په دې مطالعاتو کې به د څو لسیزو تشه وه. ايا په رښتیا کیسه دا ډول وه؟

راسخ: البته، زه نشم ویلای چې بشپړ تشه راغله. د افغانستان د تاریخ مطالعه وه، خو د هغې بڼه او موخه بل ډول وه. افغانستان ته د شوروي ځواکونو له راتګ وروسته هم د افغانستان مطالعې دوام درلود او دا کار په ښه ډول مستند شوی دی. په اتیایمه میلادي لسیزه کې په دواړو لویدیځو او اروپايي علمي او اکاډمیکو بنسټونو او په سوسیالیستي قطب، په ځانګړې توګه په پخواني شوروي اتحاد کې، د افغانستان د تاریخ مطالعه روانه وه.

غواړم یادونه وکړم چې په هماغه وخت کې په افغانستان کې د تاریخ مطالعه روانه وه او دا دې هم هېره نه وي چې د افغانستان کمونستانو هم د افغانستان او تاریخ په اړه ډېرې پېچلې فکري څېړنې کړې دي چې البته اړینه ده موږ د هغې کورنۍ او بهرنۍ اړيکه لا ډېره وپېژنو. په دې مانا چې پوه شو چې د افغانستان د تاریخ د مطالعاتو او سوسیالیستي قطب او شوروي اتحاد او په اتیایمه میلادي لسیزه کې د افغانستان دننه د دغو مطالعاتو تر منځ څه ډول اړیکه وه.

البته په شپیتمو او اویایمو کلونو کې لویس دوپري یوازېنی کس نه و چې د افغانستان د تاریخ په مطالعو يې څېړنه کوله. پوهېږم چې په ځانګړي ډول د نخبه افغانانو او نورو هغو کسانو تر منځ چې د افغانستان په اړه يې مطالعه کړې ده؛ دا نظر عام دی چې په دې وخت کې يوازې لويس دوپري د افغانستان د تاريخ پر مطالعاتو بوخت و، خو د افغانستان پېژندنې د لویې حوزې د تاریخ له مخې، دا خبره سمه نه ده. موږ په شلمه پېړۍ کې د افغانستان د مطالعاتو بېلابېل ماموریتونه درلودل، نه یوازې په ټول افغانستان کې، بلکې په ځانګړي ډول د افغانستان په ولایتونو کې. په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان په ټولو ولايتونو کې د ناټو او امريکا له خوا د ولايتي بيارغونې ډلې میشتې شوې. دغه ټیمونه چې په هر ولایت کې میشت شول، هلته يې د هغه ولایت په اړه علمي او استخباراتي، یا استخباراتي-علمي، یا علمي-استخباراتي مطالعې ترسره کړې. دا هم سمه ده چې د افغانستان مطالعات په دودیز ډول تر یوې اندازې په لویو معلوماتي ماموریتونو پورې اړه لري چې د بېلابېلو هېوادونو له خوا تنظیم او تمویل کېږي.

له دې سره سره، دا هم منم چې لویس دوپري په خپل وخت کې په دې حوزه کې ډېر تسلط درلود. البته، د امریکا له لیدلوري او کوم کارونه چې کول، د سړې جګړې له هماغه پراخو سیاسي، فکري، ایډیالوژیکي او آن استخباراتي مسایلو سره يې تړاو درلود. ځینې ​​تازه څېړنې ښيي چې د لویس دوپري ماموریت یوازې علمي او اکاډمیک نه و، بلکې نورې موخې یې هم درلودې.

مثلاً، د لويس دوپري له نخبه ګانو، علمي طبقو او د افغانستان له ښاري وګړو سره د لويس دوپري تعامل د دې سبب شو چې اړيکې ټينګې شي او بيا نور امريکايي لرغونپوهان او علمي شخصيتونه افغانستان ته راشي. له دوپري وروسته یو شمېر نور امریکايي پوهان هم په مهمو افغانستان پوهانو بدل شول، یو له دغو څېرو چې د افغانستان په اړه ډېر مطرح دی، پروفیسور توماس بارفیلډ دی. پروفیسور بارفیلډ په تېرو څو لسیزو کې د امریکا او افغاني نخبه ګانو او پالیسي جوړونکو ټولنو تر منځ د افغانستان په معرفت پوهني کې مهم رول لوبولی دی. د افغانانو په منځ کې د افغانستان مخکنی ولسمشر اشرف غني هغه څوک و چې د دوپري له کارونو سره له نږدې بلد و. په امريکا کې مېشت يو شمېر نور افغانستان پوهان هم د دوپري له کارونو سره اشنا دي، خو د هغو افغانانو شمېر چې د سړې جګړې په موده کې په امريکا کې انسان پوهان او لرغونپوهان شوي، لږ دي، ښايي دوه يا درې وي.

البته هېره دې نه وي چې مرحوم پوهاند حسن کاکړ هم په همدې موده، یعنې په شپېتمو، اویایمو او اتیایمو میلادي کلونو کې، په ​​اروپایی او امریکایی پوهنتونونو کې د افغانستان د تاریخ پراخې علمي مطالعې کړې دي. وروسته څو افغان نارینه او ښځینه مورخینو په مختلفو امریکایي او اروپایي پوهنتونونو کې د افغانستان پېژندنې او تاریخ د مطالعې په برخه کې ژورې څېړنې وکړې.

دننه په افغانستان کې هم د شلمې پېړۍ له دویمې نیمایي بېلابېلې مطالعاتي ټولنې فعالې وې. په افغانستان کې دننه داسې شخصیتونه هم وو چې علمي څېړنې یې کولې، مثلاً، عبدالحی حبیبي، چې اثار یې وروسته تر ډېره د علمی ټولنو تر منځ جنجالي شول او په اړه يې اوس هم د افغانستان پېژندونکو ټولنو ترمنځ بحثونه روان دي. محمد قاسم رشتیا، احمد علي کوهزاد او غلام محمد غبار هم هغه کسان دي چې د افغانستان د تاریخ پر تاريخ د پوهېدو په برخه کې يې ډېر کار کړی دی. دغو ټولو شخصیتونو د افغانستان د تاریخ او کلتور د مطالعې په برخه کې له مختلفو کورنیو او بهرنیو ټولنو سره کار کړی او له یو بل سره یې په درناوي اړیکه درلوده، سره له دې چې له فکري او د کار د ډول له پلوه له یو بل سره مخالف وو.

د افغانستان دولت ملت په جوړښت کې غالب عنصر

شیشه میډیا: اوس به د افغانستان پر تاریخ د پوهېدو اړوندې پوښتنې مطرح کړو. لکه څنګه چې تاسو وویل، تاسو هم نړیوالې اړیکې لوستې دي او هم مو نړۍ تاریخ مطالعه کړی دی او د افغانستان د نولسمې پېړۍ تاریخ مو هم څېړلی دی. همدا رنګه اوس هم د منځنۍ دورې او غور تاریخ څېړئ او د دې لپاره تاسو د هغو پوښتنې د ځوابولو وړتیا لرئ چې زه یې مطرح کوم. دا هغه پوښتنه ده چې په دې ورځو کې پرې د افغانستان د ننه او بهر ډېر بحثونه کېږي.

پوښتنه دا ده چې ـ تاسو په پيل کې هم دې مسالې ته اشاره وکړه – موږ د افغانستان یو دولت – ملت لرو چې ویل کېږي مخينه يې نولسمې پیړۍ ته رسېږي. البته د اوسني افغانستان په خاوره کې ډېرې فرهنګي او تاریخي سیمې شته؛ د مثال په توګه، د هندوکش په شمال او سویل کې. دا سیمې خورا واضح او روښانه تاریخ لري؛ مثلاً، د هندوکش شمال کې د لرغوني ايران تمدن را ټوکېدلی او پياوړی شوی دی او اسناد یې هم له همدې سیمو څخه ترلاسه شوي دي. د هندوکش سویل او د کندهار سیمه د موهانجی دارو، هرپه او ټکسیلا تمدنونو تسلسل دی، د بیلګې په توګه، د کندهار په منډیګک کې د هغې دورې ډېر اثار له خاورو را ایستل شوي او کشف شوي دي او لکه څنګه چې ارواښاد عبدالحی حبیبي څرګنده کړې ده، دا اثار زرګونه کاله پخواني دي. پر دې موضوع ټول سره موافق دي؛ خو کله چې په نولسمه پېړۍ کې، په تېره بیا په ۱۸۸۰ کال د عبدالرحمن خان د واکمنۍ پر مهال، د افغانستان دولت – ملت جوړ شو، ویل کېږي چې د دې جغرافیې دننه خودجوشه تعاملاتو محصول نه وو، بلکې د هغه وخت استعماري قوتونو، تزاري روسیئ او برتانوي هند، امنيتي او جيوپوليټيکي اړتياوې درلودې او له همدې امله يې وضعيت داسې مسير ته برابر کړ چې دا دولت – ملت باید د هغه وخت د دوو استعماري قوتونو تر منځ د یوه حایل په توګه رامنځته شي؛ يعنې د افغانستان د دولت – ملت د جوړولو غالب عنصر د استعماري ځواکونو طراحې وه، نه په دې جغرافیه کې خودجوشه تعاملات؛ د دې موضوع په اړه ستاسې ځواب څه دی؟

راسخ: ښه، ډېره مهمه او اساسي پوښتنه ده. موږ باید پوه شو چې په نولسمه پېړۍ کې د افغانستان د ملت – دولت یا دولت – ملت د حالت په جوړښت کې، د افغانستان د خلکو او له اوسني افغانستان څخه د بهر خلکو رول او هماغه لویه اراده «اجنسی/ Agency» په واقعیت سره څه ډول ده؟ چا رول درلود؟ ايا دا بدلون له داخله وو؟ خود جوش او محلي و او که نه؟

په دې اړه په دواړو، د تاریخ په ډګر او د افغانستان پېژندې د مطالعاتو په ډګر کې، ډېرې مطالعې او مشخصې څېړنې هم شوې دي، خو موږ باید دې مسالې ته تر افغانستان په لويه کچه وګورو.

په دې کې شک مه کوئ چې انسانان خپله ځانګړې اراده «اجنسي» لري. انسانان په ټول توان سره هغه څه کولای شي چې لیوالتیا ورته لري، مګر دوی دا د نورو خلکو او ډلو سره په تعامل کې ترسره کوي. دا هم څرګنده ده چې د دوی اړیکې او تعامل مساوي نه دي او نه هرڅوک په یو ډول حالت او وضعیت کې دي. انسانان د تعامل په حالت کې، آن که ګډه موخه هم ولري، برابر نه دي، مساوي او برابر وضعیت نه لري. د افغانستان د دولت – ملت په موضوع کې هم باید دغه مساله په نظر کې ونیسو.

د افغانستان دولت – ملت په جوړښت کې هم په نولسمه او هم په شلمه پېړۍ کې او هم په هغو بدلونونو کې چې په دې ورستیو کې رامنځته شول، افغانانو رول درلود او رول لري؛ مګر پراخې مطالعې ښیي چې په استعمار شوې نړۍ کې یا په اسلامي مستعمره هېوادونو او په تېره بيا د اسيا په وچه او په ځانګړې توګه په سویلي او منځنۍ اسيا او آن منځني ختیځ کې، موږ یوازې د قومونو یا بشري ډلو یا په اوسنيو سیاسي شرایطو کې د دولت – ملتونو د جوړولو په پیل کې د توکمیزو ډلو د مقابلي یا ټکر شاهدان نه وو؛ د امپراتوریو او سترو استعماري قدرتونو تر منځ هم سیالي موجوده وه. له همدې امله دا سمه ده چې د افغانستان د دولت – ملت په جوړولو کې روسانو او انګرېزانو ډېر لوی لاس درلود. تزاري روسیه او برتانوي هند دواړه د مرکزي او سویلي اسيا په سیمه کې د نولسمې پیړۍ دوې سترې امپراتورۍ وې، خو د افغان دولت – ملت د جوړېدو ټوله مساله له روسیې او انګلستان سره تړل او د یوه حایل په توګه مطرح کول یو نیمګړې توضیح ده. د بېلګې په ډول ایران هم په دې برخه کې خپل رول درلود. موږ باید د افغانستان د دولت – ملت په جوړولو کې د ایران رول نه یوازې په شلمه پیړۍ کې، بلکې په نولسمه پیړۍ کې هم په پام کې ونیسو. دوی د افغانستان د سرحدونو په نقشه کې هم ډېر مهم او اساسي رول لوبولی دی.

شیشه میډیا: ستا مطلب د قاجار کورنۍ ده؟

راسخ: هو، دقیقاً. د قاجار کورنۍ خپل رول درلود. دا دقیقه تاریخي پایله ده چې استاد فیروزه کاشاني ثابت په خپل مشهور کتاب افسانه های مرزي کې په نولسمه پیړۍ کې د قاجار او افغانستان د تاریخي تعامل مطالعات وړاندې کوي.

مګر د دولت – ملت پدیدې د خود جوشه موضوع په اړه هم باید پام وشي چې ایا خود جوشه ده نه ده. تاسو مخکې هم وویل چې ما په نړیوالو اړیکو کې زده کړې کړې دي. په نړیوالو اړیکو کې پر هغو اصولو سربېره چې د ملتونو سیاسي اړیکې تنظیموي، د سیاسي روایتونو یوه لړۍ هم شته چې په دولت – ملت کې د پیوستون رول لوبوي. په دې روایتونو کې تل یو هېواد بل هېواد ملامت معرفي کوي. کله چې حکومتونه د خدماتو وړاندې کولو یا د جمعي هویت په شاوخوا د عامه افکارو د بسيج کولو کې ستونزه ولري، دوی د نورو هېوادونو په ملامتولو پیل کوي، کله چې تاسو د ایران د نولسمې پېړۍ تاریخ مطالعه کړئ، پوهېږئ چې زموږ د سیمې مطالعاتي حالت څنګه دی.

د ايران د نولسمې پېړۍ د تاريخ په څېړنه کې داسې کسان شته چې وايي، د ايران د ملت جوړېدل او د ايران هويت خود جوشه و او داسې کسان هم شته چې وايي دا د بهرنیانو د کار پایله ده. زما دلیل دا دی چې زموږ په ټوله سیمه کې بهرنیان او په دې مساله کې د هغوی رول خورا مهم دی. انسانان تل یو له بل سره په تعامل کې دي؛ خو د دولت – ملت خود جوشه والي باید داسې تعریف نه کړو چې پخپل سر، له دې پرته چې انسانان پکې رول ولري، رامنځته کېږي. دا تعریف، د هغو انسانانو د انساني شعور کم کڼل دي. دا یوازې د خود جوشي مساله نه ده؛ د دولتونه – ملتونه مسالې هم هم د پلان له مخې جوړېږي. انسانان هغه مخلوقات دي چې پلانونه لري؛ خو داچې دغه پلانونه او هیلې بریالۍ کېږي که نه بل بحث دی. د افغانستان خلک په نولسمه پېړۍ کې په بشپړ ډول پوهېدل چې انګرېزان د دوی جغرافیې ته راغلي دي. د هغه وخت د وضعیت په اړه يې ډېر یا لږ معلومات درلودل او آن د روسیې او انګلستان ترمنځ له مقابلې هم خبر وو، خو په دې اړه چې د افغانستان خلکو په ټولیز ډول د خود جوشه یووالي احساس وموند او ویې ویل چې موږ سره يو موټی او یو ملت یو، که دغه کار د يوه پلان پایله وه، مختلف نظرونه شته.

د مثال په ډول، استاد ټام بارفیلډ په – افغانستان: فرهنګي او سیاسي تاریخ – کتاب کې د افغانستان د دولت – ملت جوړېدل د نولسمې پېړۍ د وروستۍ ربعې د تعامل او د عبدالرحمن خان د پاچاهۍ د رامنځته کېدو پایله ګڼي او آن د هغه ریښې د افغان- انګریز لومړۍ جګړې ته رسوي. هغه دا تشریح کوي چې څنګه په هغه وخت کې افغانان سره یو‌موټی شول او یو ملي ته ورته، اسلامي او جهادي فکر يي رامنځته کړ. په همداسې حال کې متقابل عمل او ملي ته ورته هویت رامنځته کېږي، او بیا وروسته بیا هم بدلونونه پر هغه باندې اغېزه کوي. اوس زه نه پوهېږم چې په دې برخه کې مستند څه دي. دا چې په هغه وخت کې د افغانستان خلکو د خیال او تصور په کچه د یو کېدو او یو ملت کېدو احساس وکړ، که د يوه د ټولنیز قرارداد پر بنسټ د توافق دغه پړاو ته ورسېدل، د بحث وړ ده.

زما په اند د ټولنیز قرارداد او د ارباب – رعیتي له حالت څخه د ماډرن ملت غړو ته د خلکو د لوړول موضوع د حبیب الله خان، امان الله خان او وروسته د مصاحبانو د واکمنۍ پر مهال رامنځته شوه، چې په تدریجي ډول د یوه دولت – ملت قانون جوړونه، دولتي ادارې او نور اساسي عناصر منځ ته راغلل. استاد فیض احمد په دې اړه ژورې مطالعې کړې دي. پروفیسور فیض احمد چې د امریکا په براون پوهنتون کې تدریس کوي، د افغانستان په اړه د «Afghanistan Rising» (د افغانستان راپورته کېدل) په نوم یو خورا مهم ‎ څېړنیز کتاب ليکلی دی. دا کتاب په افغانستان کې کې د قانون جوړونې او دولت د رامنځته کېدلو پر څرنګوالي بحث شوی دی. طلوع افغانستان کولای شې هغه وژباړي. په هغه کتاب کې دا بحثونه په تفصیل سره راغلې دي. (دا کتاب په ۲۰۱۷ کال کې د هاروارډ پوهنتون خپروندویه ټولنې چاپ او خپور کړ.)

شیشه میډیا: زما په یاد دي چې اشرف غني د خپلې واکمنۍ پر مهال دغه کتاب ډېر یاداوه.

راسخ: هو، البته زه نه پوهېږم چې ډاکټر اشرف غني د دې کتاب په محتوا او موضوعاتو څومره مسلط وو. زه شخصاّ، زه د تاریخ د مطالعاتو او څېړنو له سیاسي کولو سره موافق نه یم، خو د استاد فیض په هغه کتاب کې د هغه يو بحث دا دی چې د افغانستان دولت – ملت جوړېدل یوازې په یوه شخص یا یوې مفکورې پورې اړه نه درلوده، بلکې د کورنيو او تر سیمه‌يیزو تعاملاتو په لړۍ پورې يې تړاو درلود. په دې کې د بېلګې په ډول هلته افغان کېدل يا د افغانستان کېدل مهم نه وو، بلکې، بلکې پان مسلم(Pan-Muslim) کېدل هم مهم وو. په دې کتاب کې استاد فیض د افغانستان د لومړي اساسي قانون په اړه په خپلې مطالعې تمرکز کړې او هغه اساسي قانون یې دقیق مطالعه کړی دی، چې د شاه امان الله د واکمنۍ پر مهال نافذ شوی او له همدې دقیقي مطالعې څخه یې خپلې موندنې په خپل کتاب کې لیکلي دي.

شیشه میډیا: ښه، یوه بله مهمه پوښتنه هغه بحثونه دي چې استاد نظیف شهراني او جوناتان لي په څېر کسان يې مطرح کوي. زه فکر کوم چې د افغانستان د تاریخ په اړه د جوناتان لي کتاب په ۲۰۱۸ کال کې، د استاد فیض احمد له کتاب سره تقریبا په عين وخت کې ـ خپور شو. د دوی باور دا دی چې د افغانستان اوسنۍ خاوره چې د یوه دولت – ملت جغرافیه ده، دا هغه سره تړلې ټوټې دي چې په غیر طبیعي ډول یي سره پیوند کړې دي. د اوسني افغانستان مهمې سیمې او زونونه لکه کابل، بلخ او هرات په شپاړسمه پېړۍ کې د شاوخوا امپراتوریو ډېر مهم سرحدي او امنیتي ګارنېزیونونه وو.

وايي په لرغونې زمانه کې هم کيسه همداسې وه، که څه هم په ځینو وختونو کې موږ امپراتورۍ درلودې چې مرکز یې د اوسني افغانستان په جغرافیه کې وو، خو بل حقيقت دا دی چې د افغانستان بېلابېلې سيمې د شاوخوا امپراتوريو امنيتي – پوځي ګارنېزيونونه وو او دا سيمې له جغرافیایي او کلتوري پلوه د هغو سیمو دوام دي چې د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې موقعیت لري. د دوی په اند د افغانستان د دولت – ملت په جوړولو کې تر ټولو غالب عنصر د تزاري روسیې او برتانوي هند د استعماري قدرتونو طراحي او نقشه جوړول وو او دغو دوو قدرتونو په حقیقت کې دغه دولت – ملت په داسې یوه جغرافیه کې جوړ کړ چې ډېر طبیعي نه دی او په تاریخ کې خورا ډېر اداري او سیاسي یووالي نه لري. په دې اړه ستاسو باور څه دی؟

راسخ: زه استاد نظیف شهراني او جوناتان لي ته ډېر درناوی لرم. زموږ مشران دي. د افغانستان په اړه په علمي او فکري مطالعو کې یې ډېر زیار ایستلی دی. موږ باید یوازې د دوی د کار ستاینه و نه کړو، بلکې افغانستان پېژندنې د مطالعاتو د نورو څېړونکو له کارونو چې افغانستان يې په بېلابېلو وختونو کې علمي او انساني نړۍ ته ور وپېژاند، هم منندوی اوسو، خو د دې بحث په اړه چې ايا افغانستان له تاریخي او طبیعي جغرافیې څخه جوړ شوی دی که نه، مختلف نظرونه شته او ښه ده چې دا مختلف نظرونه تشریح شي.

زه له هغې معرفت پوهنې سره موافق نه یم چې تاسو په خپله پوښتنه کې تشریح کړه. د بېلګې په ډول ټوله لويديځه اروپا د روم امپراتورۍ پوځي ګارنېزيون وه، نه يو کال، نه دوه کاله، نه سل کاله، بلکې زرکاله. حقیقت دا دی چې په نننۍ نړۍ کې ډېر مهم ځایونه یو وخت پوځي ګارنېزیونونه وو. د امپراتوري مرکز معمولاً یو ښار یا سیمه وه او د امپراتوریو مالکان په معمول ډول یوه کورنۍ وه او په کورنۍ کې یو شخص و. زه د افغانستان جغرافيه یوه سره تړلې طبیعي جغرافیه ګڼم چې يومشترک تاريخ هم لري. د بېلګې په ډول، تاسو د بدخشان تاریخ د کابل له تاریخ څخه نشئ جلا کولای. دا خورا سره تړلي وو.‎

په هغه مستند تاریخ کې چې موږ يې اوس لرو، د بدخشان تاریخ د کابل له تاريخه بېل نه دی. دا له سلګونو کلونو راهیسې همداسې و. البته دا چې ايا افغانستان وروسته د یوه دولتي نظام په جوړلو او په دې ډول نظام کې بریالی دی او که نه، دا یو جلا بحث دی. یو ډېر ساده مثال په نظر کې ونیسئ، ټولې لویې، بډایې، ځواکمنې،عالمې، حاکمې، سیاسي او نفوذ لرونکې کورنۍ، د بېلګې په ډول د کوشانيانو په دوره کې په لومړۍ، دويمې او درېيمې ميلادي پېړۍ کې تر پنځمې پېړۍ پورې، د هندوکش په شمال او سویل کې، په بلخ او پېښور کې، نه یوازې سره په اړيکه کې وې، بلکې د ډېرو مسالو په اړه يې ‎ ګډې پرېکړې کولې او پر ډېرو مسالو يې د نظر توافق سره نظر درلود، همدارنګه يې په ځینو مواردو کې، له یو بل سره شخړې کولې. له همدې امله موږ نشو ویلای چې دا جغرافیه – یعنې افغانستان – طبیعي نه ده. د ساسانیانو په دوره کې چې څومره لرغونی بلخ د دې امپراطوري د واک مرکز و، ښايي قزوین یا د اوسني ایران مرکزي سیمو هومره قدرت نه درلود. د بلخ حوزه په هغه وخت کې یوازې پوځي ګارنیزون نه وه. البته، د شاهنامې په افسانو کې ځینې مسالې راغلې دي، مګر دا یوه اسطوره او افسانه ده. افسانه له مستند تاریخ سره توپیر لري. د بېلګې په ډول په شاهنامه کې د ایران او توران بحث دی او شمال او سویل دی او داسې نور، چې ټول اساطیر او افسانې دي نه تاریخ. بل دلیل دا دی چې کله دولت – ملتونه جوړشي، ځینې ​​اړیکې، آن که په تېرو وختونو کې موجودې هم نه وي، یا غیر طبیعي وي، جوړېږي او طبیعي کېږي، خو دا موضوع نوره تاریخي نه ده او سیاسي کېږي. البته دا ټکی رښتیا دی چې مخکې له دې چې په یوه هېواد کې سیاسي – ملي پالیسي پلې شي، د یوه ملت – دولت د رامنځته کولو، یا اصلاح کولو یا له منځه وړلو لپاره، باید د ټول وضعيت په اړه دقیق پوهاوی موجود وي. دا هغه څه دي چې تر اوسه په افغانستان کې نشته او په ملي کچه د افغانستان د خلکو ترمنځ پرې د افغانستان په اړه بحث نه دی شوی.

د افغانستان نوم

شیشه میډیا: یو بل بحث د افغانستان نوم دی. په دې وروستیو کې دا بحث ورځني سیاست ته هم غځول شوی دی او سیاستوال د هغوی په اړه خبرې کوي. پر دې موضوع په ټولنیزو رسنیو کې هم بحثونه کېږي. ځينې وايي چې دا نوم قومي او تپل شوی دی. ځینې ​​نور بیا برعکس نظر لري. ستاسو د مطالعاتو پر بنسټ، تاسو ويلای شئ چې دا نوم کومه کیسه او تاریخي سیر لري؟ يو څه چې څرګند دي هغه دا دي چې په هغو اثارو کې چې په څوارلسمه ميلادي پېړۍ کې په هرات او د اوسني افغانستان په نورو برخو کې ليکلي دي، افغانستان یوې کوچنۍ جغرافیې ته ويل کېدل، چې داوسنۍ د کويټې او سلیمان غرونو ترمنځ واقع وه. څنګه وشول چې دا نوم د عبدالرحمن خان په وخت کې د اوسني دولت – ملت جغرافیې ته وکارول شو؟

راسخ: ما پر دې موضوع څېړنه کړې ده، چې ډېر ژر به خپره شي. د افغانستان د نوم په اړه زما څېړنه د خپرېدو په حال کې ده، خو زه غواړم چې دلته یې ځینې محتوا له تاسو سره شریکه کړم، البته، د کاپي رايټ قانون له امله دا اجازه نه لرم چې تر چاپولو وړاندې په دې اړه په تفصیل سره خبرې وکړم.

لومړی؛ له ژبني پلوه، افغانستان په فارسي او پښتو ژبو کې له دوو کليمو ‎ جوړ دی چې«افغان»او«ستان» دي. لومړی یې له تاریخي لحاظه د تاریخي اسنادو پر بنسټ، پښتون قوم ته کارول کېږي؛ خو دا اصطلاح په شلمه پېړۍ کې معنايي یا سیمانټیکه پراختیا پیدا کوي. له دې وروسته په افغانستان کې «افغان» یوازې د پښتون په مانا نه دی. له هغه وخت وروسته بیا افغان په افغانستان کې یوازې پر پښتون قوم ‎دلالت نه کوي؛ بلکې دا په اوسني افغانستان کې ټولو توکمونو ته کارول کېږي. د دې مانا دا نه ده چې که تاسو یوغیر پښتون کس، مثلاً، یو تاجک یا ازبيک یا د معاصر افغانستان نورو توکمونو ته افغان ووایئ، په افغان ویلو سره هغه پښتون کېږي، نه داسې نه ده. په نورو هېوادونو کې هم همداسې شوي دي. په تاریخي لحاظ، ډېر هغه توکمونه چې په اوسني المان کې مېشت دي، جرمنیان نه وو، بلکې دوی پر دې اصطلاح ملي، قانوني او سیاسي هوکړه وکړه. په ایران کې داسې نه وه چې هلته مېشت ټول توکمونه له تاریخي پلوه ایرانیان وو. د بېلګې په ډول په اهواز کې عربان مېشت دي. بلکې دا په اوسني افغانستان کې ټولو توکمونو ته کارول کېږي.

استاد شاه محمود حنفي، چې زما استاد دی، د افغانستان په معاصر تاریخ کې د افغان اصطلاح د ژبني او کلتوري تاریخ په اړه ګڼې څېړنې کړې دي. د ده په څېړنه کې راغلي چې دا اصطلاح له دوو نورو تاریخي اصطلاحګانو پټان او پښتون سره، متفاوتې او متناقضې زمينې لري، چې ریښې یې په سویلي اسيا کې د نولسمې پیړۍ استعماري پوهې ته رسېږي. د هندوستان پټان ځان افغان نه بولي. په پېښور کې یو پښتون هم ځان ته پختون وايي، خو«افغان» په هغه مانا چې موږ د افغانستان اتباع يې د افغانستان دننه او بهر وایو، نه وایې. نو؛ له تاریخي پلوه، موضوع روښانه ده، خو پر دې ډول اصطلاحګانو او د هېواد پر نومونو باندې حقوقي او سیاسي هوکړه کېږي.

«ستان» د ځای په مانا دی. هر هغه څوک چې له حقوقي نظره‎ د افغنستا تبعه کېږي، د افغان کلمه ور باندې اطلاق کېږي، د هر توکم چې وې. نو پر دې بنسټ اوس د «افغان» کلمه توکميز هويت ته له پام پرته د افغانستان هر تبع او اوسېدونکي ته وايي. دا د افغانستان د خلکو د ژوند حقیقت دی.

دا چې افغانستان څنګه د یو هېواد‎ نوم شو، ځانګړی تاریخ لري. حدودالعالم کتاب، چې لیکوال یې معلوم نه دی، تر ټولو پخوانی تاریخي سند دی چې د افغانستان نوم پکې لیکل شوی دی. دا کتاب د اسلامي جغرافیې په لومړيو کتابونو کې دی، چې په فارسی لیکل شوی او د ختیځ اسلامی هېوادونو د منځنیو پېړیو تاریخپوهان وایي چې د هغه لیکوال د اوسني جوزجان کې د یوې واکمنې کورنۍ غړی و چې په لسمه پیړۍ کې یې هلته واکمني کوله. دا کتاب په ۹۸۲ میلادي کال کې لیکل شوی دی. لکه څنګه چې تاسو وویل، په دې کتاب کې د افغانستان کلمه د سلیمان غرونو شاوخوا یوې محدودې او کوچنۍ جغرافیي ته کارول شوې ده، مګر وروسته دغه نوم په طبیعي – تاریخي ډول وده وکړه. یو دلیل یې دا دی چې تاسو نه پوهیږئ چې د سلیمان د غرونو پیل او پای چېرې دی. مثلاً، لوګر د سلیمان غرونو پیل دی، د غزني ختیځ هم دی او سویل لوري ته د اوسني پاکستان تر بلوچستانه رسېږي.

نو د افغانستان نوم او افغان یو تاریخ لري او يوه مانا هم لري، خو دا چې موږ ورسره موافق یو او که نه نن زموږ او ستاسو یوه سیاسي، شخصي، ټولنیزه او عمومي غوښتنه ده، مګر موږ نشو ویلای چې دا نوم تاریخي نه دی. د افغانستان نوم تاریخي او خورا مستند دی او موږ یې په تاریخي سرچینو کې لټولای شو.

کله چې د نولسمې پېړۍ په پای کې انګرېزانو په بېلابېلو سیمو کې له واکمنو شهزادګانو سره یو لړ رسمي تړونونه لاسلیک کړل، افغانستان د يوه هېواد او د یوه دولت – ملت په نوم ونومول شو او ورو ورو حقوقي اصليت خاوند شو.

ایلفنسټون د شاه شجاع په دربار کې د ختیځ هند کمپنۍ لومړی رسمي استازی دی. شاه شجاع هم د اوسني افغانستان د خاورې پاچا دی، که څه هم د هغه په ​​وخت کې دا نوم د هغه تر واکمني لاندې ټولې سیمې ته نه کارول کېده او له شاه شجاع سره د ایلفنسټون لیده کاته هم په پېښور کې کېدل چې اویس د اوسني افغانستان له خاورې بهر دی. الفنسټون تر پېښوره راغلی وو. هغه په ​​خپل کتاب کې شاه شجاع د کابل پاچا بللی دی. دا کتاب ارواښاد محمد حسن کاکړ پښتو ته ژباړلی دی. البته، موږ ويلای شو چې په دې کتاب کې په لومړي ځل، د افغانستان کلمه په یوه لویه مفهومي بڼه او یوه جغرافیه، په اوسنۍ نړۍ په ډسکورس کې معرفتي او فکري تزریق کېږي او وروسته، د نولسمې پیړۍ په اوږدو کې، بیا دا نوم په مختلفو تړونونو کې پراختیا مومي چې زما په اند تر ټولو مشهور یې د ګندمک تړون او بیا ډیورنډ دی. دې تړونونو د افغانستان اوسنی نوم او پولي مشخصي کړې دي.

شاه شجاع

سیاسي بحثونه او د اشخاصو او افرادو سليقې بېله موضوع ده چې د تاریخ له دايرې بهر ده. موږ باید دا ومنو چې خلک د هر څه په اړه مختلف نظرونه لري. اجازه راکړئ چې د خراسان او آریانا موضوع هم تشریح کړم. دا دوه نومونه خورا تاریخي دي. دا سمه ده چې د اریانا، خراسان او بیا افغانستان د نومونو ترتيب د افغانستان د شلمې پیړۍ د ملتپالو تاریخ پوهانو د ذهن محصول دی. په واقيعيت کې، په دې ډول داسې یو شی موجود نه و.

د شلمې پیړۍ په پیل کې د تاريخ په دولتي انجمن د ځینو څېړونکو دنده دا وه چې اریانا ته پام وکړي. ځینو دنده بيا دا وه چې خراسان ته پام وکړي او ځينو نورو بايد پر افغانستان تمرکز کړی وای، خو دا تاریخ سم نه دی چې له خراسان والي او د افغانستان له خراساني والي انکار وکړو. دا سمه ده چې یو وخت د اوسني افغانستان ځینو سیمو ته د خراسان نوم کارول کېده، موږ باید د شلمې پیړۍ د ملتپالو تاریخ پوهانو په څیر کلي خبري او ليکل و نه کړو. له تاریخي پلوه ټول افغانستان نه، بلکې د افغانستان یوه برخه خراسان بلل کېده. خراسان د اسلامي خلافت يو ولايت و.

د خراسان په څېر، آریانا هم یوه تمدني سیمه ده او یوه تاریخي دوره لري. اريانا تر تر یوې ځانګړې جغرافیي ډېر د يوې تمدني دورې نوم دی. ‎البته، اریانا نوم په دیرشمو او څلویښتمو کلونو کې په نازي آلمان کې د نژاد پرستانه بحثونو له امله په سیاست کې ډېر تبلیغ شو او ځینې څیړونکي چې پر هغه فکر يې باور درلود، هڅه یې وکړه چې په افغانستان کې د آریایي خلکو اصلي ریښې ومومي. جرمنيانو افغانستان ته څو رسمي ماموريتونه واستول، چې پلټنه وکړي او دا معلومه کړي چې لومړى اريايي انسان چېرې اوسېده. په شلمه پیړۍ کې ځینې افغان ملت‌پال تاریخ پوهان په دې سیاسي بحث کې، چې هیڅ علمي ریښې یې نه درلودې، په پټو سترګو ښکېل شول.

شیشه میډیا: غواړم په دې اړه دوې پوښتنې مطرح کړم: ډاکټر محمد حسن کاکړ په همدې کتاب کې چې د عبدالرحمن خان د واکمنۍ په اړه يې ليکلی، يادونه کړې ده چې د «ایرنا» او «ايران» نومونه له اوستا څخه اخيستل شوي دي او بومي دي، او په بل ځای کې مې ولوستل چې اريانا په اصل کې د ايران کلمې يوناني تلفظ دی. دغه ادعا څومره رښتیا ده؟

دویمه پوښتنه دا ده چې د شاه شجاع او دوست محمد خان په وختونو کې – هم د هغه د پاچاهۍ په لومړۍ دوره کې او هم په دویمه دوره کې – او آن د هغو پاچاهانو په وخت کې چې تر دوی وروسته راغلل او له برتانوي هند سره یې تړونونه لاسلیک کړل، په دغو تړونونو کې موږ وینو چې په ځينو کې د کابل امارت يا سلطنت ياد شوی او په ځينو کې افغانستان. تر دې له راوروستو تړونونو دا جوتېږي چې د کابل پاچاهي یوه لویه خاوره وه او افغانستان هم د دې پاچاهی د خاورې یوه برخه وه. افغانستان په ښکاره د کابل د پاچاهی یوه برخه او د دې پاچاهی یو جز و، مګر په تدریج سره، دا جز پر کل اطلاق شوی دی. ايا دا استنباط سم دی؟ داسې يو بهير و چې د دې سبب شي چې دا جز پر کل اطلاق شي؟ اصلاً کيسه څه وه؟

امیر دوست محمد خان

راسخ: تاسو خورا مهمې پوښتنې مطرح کړې. تر دې وړاندې چې د کابل پر پاچاهۍ او لویو او وړو مسایلو باندې خبرې وکړم، ستاسو د پوښتنې د لومړۍ برخې په اړه به معلومات درکړم. د اریانا یوناني والی او د ایران بومي توب، دا یو ژبنی دلیل دی او سم دی. تاسو د اریانا پر ځای د ایران لفظ هم کارولای شئ او دا بېخې سمه ده، خو په یاد ولرئ چې د ځایونو نومونه تل ثابت نه وي او بدلیږي. تاریخ را ښیي چې نومونه بدلېږي. ښایي زر کاله وروسته هغه جغرافیایي نوم چې نن افغانستان دی بل څه شی شي. که څه هم له علمي نظره وړاندوینه ډېره سمه نه ده، خو موږ دا وړاندوینه کولای شو چې زر یا دوه زره کاله وروسته به د دې خاورې نوم چې نن افغانستان دی بل څه وي.

په دې وروستیو کې د امام اعظم پر نوم د چاریکار د نوم د بدلولو په اړه یو لړ بحثونه وو. په دې برخه کې یو لړ بحثونه هم منځ ته راغلي ديو مګر زما برداشت دا دی چې د نوم بدلولو بحثونه پدې ورځو کې خورا سیاسي دي. زموږ یو ملګري به یو وخت ویل چې تاسو که یوې سیمې ته که هر نوم ورکړئ، خو خلک ډوډۍ، اوبه، امنیت او ارامتیا غواړي، داسې نه ده چې که تاسو يې نوم بدل کړئ، ټولې ستونزې به هواري شي. نه داسي نه ده، داسې څه نه پېښېږي.

البته د افغانستان د تاریخ په علمي مطالعاتو کې د نوم بحث یوه ډېره پیچلي نسب پوهنه لري او زه هیله لرم چې پدې اړه ډېرې څېړنې وشي.لکه څنګه چې تاسې وړاندې د کابل د سلطنت په اړه او بیا پر کل د جز د اطلاق په اړه وويل، سمه ده.مګر زه غواړم په دې اړه یو بل مهم بحث ته اشاره وکړم. ډاکټر شاه محمود حنفي په دې اړه ډېرجالب بحث لري. د هغه بحث د هغه په« Connecting Histories In Afghanistan »  نوم کتاب کې راغلی دی. هغه دا دی چې کابل د پاچاهي او د واک او حکومت د تمرکز د ځای په توګه، د افغانستان پر خلکو تپل شوی دی. هغه پر ​​دې باور دی چې د کابل تسلط او د واک او سیاست په مرکز بدلېدل تر ډېره انګرېزانو د کار پايله وه.

د استاد شاه محمود حنفي په وینا انګرېزانو د کابل په پیاوړي کولو سره، نورې تاریخي حوزې، لکه کندهار او پېښور غیر تاریخي کړې. هغه دا بحثونه په خپل کتاب کې د «د کابل فرضیه» تر نامه لاندې مطرح کړي دي. د استاد حنفي په وینا، انګرېزي استعمار د کابل په پیاوړي کولو سره د افغانستان د نورو سیمو تاریخي، فکري، سوداګریز او سیاسي ارزښت په داسې یوه ځای پورې تړلی چې ډېر زیانمنېدونکی دی. کابل داسي جغرافیه ده چې هماغو ارتباطي شاه رګونو ته اړتیا لري. که هغه له څلورو خواوو پرې کړې، دننه هیڅ شی نه پاتې کېږي. له همدې امله کابل هم له څلورو خواوو او نورو سیمو سره مستقیمې اړیکې ته اړتیا لري، لکه د افغانستان نورې سيمې چې د افغانستان د تاریخ په اوږدو يې کې له کابل سره فرهنګي، تاریخي او انساني تړاو ته اړتیا درلوده.

البته له تاريخي نظره د کابل پلازمینه کېدل، په تاریخي لحاظ په افغانستان کې دننه یوه بومي پرېکړه وه او هیڅ بهرنی ځواک پکې رول نه درلود. کابل د هند د ګورګانیانو/مغولانو د واکمنۍ پر مهال یو شهزاده میشتې سیمه وه. هلته به تل یو مغول شهزاده والي وو، او لکه څنګه چې تاسو په یوه پوښتنه کې یادونه وکړه، دا ښار د مغولانو خورا مهم پوځي ګارنېزیون وو. مغولانو د کابل ګارنېزيون پياوړی کړ، ځکه دوی غوښتل چې يوه ورځ اوسنۍ منځنۍ اسيا، يا هماغه ماوراءالنهر ونیسي. اوسنی ازبکستان او تاجکستان ونیسي، څو څو ځله یي جګړه وکړه او تر بدخشانه ولاړل، خو بریالي نه شول.

زما شخصي باور دا دی – البته د استاد شاه محمود حنفي نظر نه دی – چې غیر پلان شوی کابل پر پلازمینه او د واک پر مرکز بدل شوی دی. زما په اند کابل په سیاسي پلازمینه بدلېدل، تر دې ډېر چې يو پلان دې وي، یوه پېښه وه. د افغانستان په دولت – ملت کې، کابل په ناڅاپي او غیر پلان شوي ډول پلازمېنه وټاکل شو او دې کار هغه ځواک چې نورو حوزو، لکه بلخ، هرات، قندهار، پېښور او داسي نورو درلود، ‎را کم کړ. دغه سیمې زرګونه کلونه خورا مهمې سیاسي، اقتصادي او آن کلتوري او علمي سیمې وې، لکه نن چې د افغانستان لوی تجارتي، کلتوري او تاریخي ښارونه دي.

په تاریخي لحاظ د کابل ښار د افغانستان د نورو ښارونو په پرتله ډېر لوی ښار نه وو او په اسنادو کې ښکاري چې د کابل تاریخي اثار د کوشانیانو تر دورې ورهاخوا لرغوني نه دي. تر دې وړاندې موږ د کابل کوم لوی تاریخي سند نه لرو، خو موږ د کندهار، بلخ، هرات او داسې نورو حوزو داسې اسناد لرو. موږ آن د جلال اباد او بګرام لرغوني اسناد څخه لرو. اوسنی کابل او هغه دره چې موږ او تاسو يې نن شمالي بولو په تاریخي لحاظ تل یو وو. نن هم د شمالي ډنډ د خلکو لویې اقتصادي ګټې او عادي ژوند په کابل کې له سولې او ثبات سره تړلی دی. همدارنګه د کابل په لویدیځ کې تاریخي لغمان، اوسنی لوګر او د کابل لويديځ ته پروت میدان ښار چې له کابل ښار سره تاریخي، فرهنګي او انساني اړیکې لري.

غزنی په کابلستان کې تر اسلام مخکې او وروسته یو ډېر تاریخي ځای دی او د تاریخ په یوه دوره کې یې د دې سیمې د ټولې جغرافيې پر کلتوري- تاریخي هویت ډېر اغېز کړی دی. د غزني په اړه، په تېره بيا د غزني د عروج، په دوه سوه کلن تاریخ کې د هغه د اهمیت او پر ټوله جغرافیه د هغه د اغېز په اړه ډېره مطالعه نه ده شوې. موږ د افغانستان خلک اوس هم پر دې اړه ډېر لږ پوهېږو.

شیشه میډیا: ډېر ښه، فکر کوم اړينه دا ده چې تاسو د نوم په اړه ډېرې خبرې وکړئ. کله چې له شاه زمان وروسته د سدوزیو امپراتوري له منځه لاړه او دا امپراتوري په مختلفو امارتونو لکه د کندهار امارت، د غزني امارت، د کابل امارت يا سلطنت او داسې نورو ووېشل شوه، افغانستان ښايي د هغه ځای له توابعو يو و چې د ختیځ هند کمپنۍ قاصدانو او رسمي استازو هغه ته د کابل پاچاهي یا امارت ویل. افغانستان د کابل د امارت یا سلطنت له توابعو څخه دی. یعنې د دې سلطنت د قلمرو د یوې برخې نوم دی. بیا يوه داسې پروسه را پيل کېږي چې همدغه افغانستان چې د کابل د سلطنت د یوې تابع نوم دی، په نولسمه پیړۍ کې د دولت – ملت پر يوې جغرافیی اطلاقېږي. دا پروسه څنګه ترسره شوه او دقیقه لاره یې څه وه؟

راسخ: لکه څنګه چې ما مخکې څرګنده کړه، انګریزانو په دې مساله کې رول درلود. هغه څه چې زه یې اوس وایم د افغانستان او امریکا ترمنځ د تعاملاتو د تاریخ د پوهي لپاره هم یوه ښه انالوجي ده. د استاد شاه محمود په اند په نولسمه پېړۍ کې له کابل سره د انګرېزانو د اړیکو تاریخ درې پړاوونه درلودل.البته دا اړیکې يې د کابل د سلطنت له ټولو هغو توابعو سره درلودې چې اوس د اوسني افغانستان په خاوره کې دي، دا پړاوونه په لاندې ډول دي:

په لومړي پړاو کې د کابل له سلطنت او افغانانو سره د دوی اړیکي تجربه يي او آزمایښتي وې. البته، کله چې زه افغانان وایم، نو زما مطلب له هر ډول توکمیز، مذهبي او هویتي توپير پرته د افغانستان ټول خلک دي. د تجربې پړاو د دې له مخې و چې دوی یو لړ فکري پروژې پلان کړې، چې لومړی دا جغرافیه تر ممکن حده وپېژني. ډېرو ته یې سوداګریز قراردادونه ورکړل، بېلابېلې پروژې یې پيل کړې او نقشې یې جوړې کړې. په هغه وخت کې د انګرېزانو موخه دا نه وه چې دا جغرافیه کنټرول کړي او یا پرې تسلط ولري. آن د نوي هېواد د رامنځته کولو موخه يې هم نه درلوده؛ یعنې داسې نه وه چې دوی دلته د نوي هېواد رامنځته کولو په فکر کې وو.د دوی موخه د اقتصادي او سوداګریزو تعاملاتو رامنځته کول او له هغو څخه ګټه اخیستل وو، چې هغه استعماري پانګوال اقتصاد ته، چې دوی په سویلي اسيا کې رامنځته کړی وو، زیان و نه رسېږي او نور هم پیاوړی شي.

د نولسمې پیړۍ اقتصاد له اوسني اقتصاد سره ډېر توپیر لري. د نولسمې پیړۍ په پیل کې، لاهم د انګرېزانو لویه ګټه په دې کې وه چې د بیلګې په توګه د کابل شاوخوا د وچو مېوو په سوداګرۍ کې هم ښکېل وي. فکر وکړئ چې انګریزانو هڅه کوله چې د استالف په څېر د یوې کوچنۍ سیمې د وچې میوې په سوداګرۍ کې ښکیل وي. له شکه پرته چې د دې تجربه یي پړاو پای د افغانستان خلکو ته خواشینوونکی وو. دا پړاو د افغان-انګلیس په لومړۍ جګړه پای ته ورسېد. د دغو تعاملاتو مجموعه د افغان-انګلیس پر لومړۍ جګړې پای ته ورسېده. همدارنګه له اوسني افغانستان سره د امریکا د تعاملاتو مجموعه له اتیایمو کلونو وروسته، بلاخره د یوویشتمې پیړۍ په پیل کې په جګړه ختمه شوه.

په ۱۸۰۹ کال کې چې ایلفنسټون پېښور ته راغی او له شاه شجاع سره يې وليدل په ۱۸۴۳ کال کې د افغان-انګلیس د لومړۍ جګړې تر پایه پورې تجربه يي او ازمایښتي پړاو دی چې بلاخره ناکام شو. په ۱۸۴۳ کال کې له جګړې وروسته انګرېزانو پرېکړه وکړه چې د کابل له پاچاهی او هغو خلکو سره چې د هغې تر واکمنۍ لاندې وو، مستقیمې اړیکې پرې او غیرمستقیمي اړیکې ولري. که پام وکړئ، اوس امریکا متحده ايالاتو هم ورته کار کړی دی. له ۱۸۴۳ څخه تر ۱۸۷۸ کال پورې چې د افغان-انګلیس د دوهمې جګړې سره سمون خوري، د واټن او غیر مستقیمو اړیکو پړاو دی. له ۱۸۴۳ څخه تر ۱۸۷۸ پورې د برتانوي هند په ارشیف کې د کابل له سلطنت سره د اړیکو په اړه ډېر کم اسناد شته، چې ترې څرګندېږي چې هغه مهال مستقیمې اړیکې ډېرې کمې وې. مګر په لومړۍ دوره کې چې ما تشریح کړه، ارشیف له اسنادو ډک دی او ټولې معاملې مستندې شوې دي.

تر ۱۸۷۹ کال وروسته انګرېزانو یو ځل بیا له افغانستان سره مستقیمې او ټینګې اړیکې رامنځته کړې. دا درې پړاوونه داسې وو چې لومړی مستقیم تعامل، بیا د تعامل پریکول او بیا مستقیم تعامل. جالبه ده چې همدا اوس امریکايانو ته د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له افغانستان سره د اړیکو جوړولو وړاندیز کېږي. په دې اړیکو او د هغو په ترڅ کې د سدوزیو پاچاهي ړنګه شوه او محمدزیان واک ته ورسېدل. او په هغو تړونونو کې چې د ۱۸۷۹ او ۱۸۹۳ کلونو ترمنځ وشول، د افغانستان نوم د دولت – ملت په نوم قانوني حیثیت ترلاسه کړ.

شاه شجاع

البته په افغانستان کې د نولسمې پېړۍ په اړه نورې څېړنې روانې دي. د دې مطالعاتو پر بنسټ، موږ باید موضوع ته له سیاسي او سوداګریز ليدلوري و نه ګورو؛ يعنې د انګرېزانو ټوله موخه له منځنۍ اسيا سره د سوداګرۍ کنټرول او يا د افغانستان سياسي کنټرول نه و، بلکې معرفتي موخې هم وې. ډېر مستشرقان پر هغو ژبو پوهېدو ته لېوال و، چې په افغانستان کې ور باندې خبرې کېدې. دوی د افغانستان د ژبو، جغرافيې او لوی تمدني کلتور په اړه پوهې ته لېوال وو. دا علمی موخې له سیاسي او اقتصادي بحثونو بېلې تعقیبېدلې.

شيشه ميډيا:

ښه، تر دې وړاندې چې بلې پوښتنې ته لاړ شم، يو ځل بيا تکراروم چې خپله د ختيځ هند کمپنۍ او وروسته برتانوي هند د افغانستان په نومولو او په دغه يې په مشهورولو او پېژندلو کې رول درلود؟

راسخ:

د تاريخي اسنادو له نظره، هو. هغوی بل انتخاب نه درلود. شاه شجاع په خپله ژبه د خپلو خاطرو په کتاب کې ځان د خراسان پاچا ګاڼه. تاسو دا نشئ ويلای چې په نولسمه پېړۍ کې له ختيځ هند کمپنۍ سره د افغانستان نوم يوه ثابته حقوقي کلمه شوې وه. دا کار وروسته د امير عبدالرحمن ځان او بيا وروسته د امير حبيب الله او شاه امان الله په وخت کې وشو.

دولتي ملتپالنه (دولتي نيشنلیزم)

شیشه میډیا: ښه، کله چې د افغانستان دولت – ملت جوړ او سم شو، اساسي قانون او حقوقي نظام د عبدالرحمن خان د زوی حبیب الله خان او د شاه امان الله خان په وخت کې جوړ شو، حبیب الله خان د دمشق او هند مشهوره جلاوطنه کورنۍ کابل ته راوبلله. د محمود طرزي کورنۍ له دمشق څخه کابل ته او د نادر خان کورنۍ له هند څخه راوغوښتل شوه او دواړې کورنۍ بېرته راستنې شوې. وروسته، د همدې حبیب الله خان په دربار کې بېلابېل فکري جریانونه رامنځته شول. د هغه په دربار کې محافظه کاره او موډرنيسټ دواړه موجود و چې وروسته د امان الله خان په وخت کې موډرنيسټان ځواکمن شول؛ اساسي قانون یې ولیکه او د یوې دولتي ملتپالنې بنسټ یې کېښود. تاسو دا هم وویل چې د یوې دولتي ملتپالنې بنسټ کېښودل شو، دا ملت پالنه دولت يا سلطنت توليدوله. يعنې په ټولنه کې او د فکري او علمي طبقې په منځ کې تولید نشوه. یو بل بحث دا دی چې دا نيشنليزم چې توليد شو پښتون محوره و، چې بيا د هغه بحران يو لامل شو چې وروسته پېښ شو. مشخصاً په دې اړه ستاسو نظر څه دی؟ دې حقیقت ته په پام چې تاسو د ماسټرۍ په دوره کې په افغانستان کې د ملتپالنې په اړه څېړنه هم کړې وه.

راسخ: لومړی، د هغه وخت ملتپالنه په ډېرو هېوادونو کې د حکومتونو له خوا او له علمي چاپېریاله بهر رامنځته شوې وه. د امير حبيب الله او شاه امان الله په دوره کې موږ نه پوهنتون درلود او نه مو په ټولنه کې همغږی فکري جوړښت درلود. په هغه وخت کې د نخبه ګانو، پوهانو او فکر خاوندانو ټوله طبقه د شاهي دربار برخه وه. محمود طرزي چې د دې دورې تر ټولو مشهور فکري شخص ګڼل کېږي، د حکومت او سلطنت په لوري کېو. البته په افغانستان کې هغه مهال نورې اغېزمنې کورنۍ هم وې، چې هم تر څېړنې لاندې دي، خو زموږ تمه دا ده چې د افغانستان د تاریخ مطالعه باید د اشخاصو او کورنیو له مطالعې څخه بهر شي او د عامو خلکو رول هم وڅېړي. د ملتپالنې په اړه باید دا ومنو چې په ډېرو هېوادونو کې حکومتونو توليد کړې ده او افغانستان ترې مستثنی نه دی. البته باید یادونه وکړم چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته په پوهنتونونو کې هم د افغانستان د ملتپالنې موضوع مطرح کېږي. په دې پړاو کې داسې افغانان هم شته چې دغه موضوع یې په علمي بنسټونو او د همدغو بنسټونو له لارې مطالعه کړې ده.

ما په بل ځای کې هم لیکلي و چې د افغانستان پېژندنې مطالعات هم له دولت او سیاستوالو سره په ښکاره او پټو اړیکو پورې تړلي دي. زموږ تاریخ‌پوهانو له پخوا راهیسې له حکومت او سیاستوالو سره مستقیمې اړیکې درلودي. د تاريخ ليکوال او د قدرت د دستګاه يا دولت ترمنځ دا ډول اړيکې د تاريخ په علم کې د معرفت پېژندنې يو لوی بحث دی، خو دا چې ووایو چې د افغانستان دولتی ملتپالنه یوازې پښتون محوره ده، زه له دې نظر سره همغږی نه یم. زما په اند دا بحث زموږ افغانانو له لويو سیاسي بحثونو سره تړاو لري. په بل عبارت، دا بحث چې د افغانستان ملتپالنه پښتون محوره ده، یو تاریخي بحث نه بلکې تر ډېره سیاسي بحث دی او د تاريخي مطالعاتو له نظره سیاسي شخړې د واک د مبارزې برخه ده.

د شلمې پیړۍ په لومړیو دریو لسیزو کې د افغانستان د نظريې او د افغانستان د دولت – ملت په اړه نوي سلنه لیکنې په فارسي شوې دي. ځينې کسان په سراج الاخبار کې د محمود طرزي لیکنې هم د پښتونولۍ د ترویج يو ډول ګڼي، خو زه پیا هم فکر کوم چې دا تاريخي کلي ګويي، یا له تاریخ سره سیاست کول دي او زه د تاریخ د معرفت پپېژندنې له نظره ورسره همغږی نه یم. لکه څنګه چې استاد فیض احمد او د نوي نسل نور تاریخ‌پوهان په خپلو نویو آثارو کې څرګندوي، محمود طرزي تر ملت او هېواد د پراخ فکرلرونکی و، د افغانستان په اوسنۍ جغرافیه کې د محمود طرزي لېوالتيا، تمایلات، هیلې اوارزوګانې په اوسني افغانستان کې نه وې خلق شوې او جوړې شوې. محمود طرزي له فارسي ژبې سره ډېره مینه درلوده او په سراج الاخبار کې یې اکثره همکاران پښتانه نه وو. محمود طرزي خپلو اولادونو او کورنۍ ته فارسي ور زده کړه، نه پښتو. امان الله خان، حبیب الله خان او بیا د مصاحبانو کورنۍ هم همداسې وې. په دې دوره کې د پښتون او غیر پښتون ملتپالنې مساله مطرح نه وه که څه هم دا په تاریخي لحاظ رښتیا ده چې په افغانستان کې د ملي ژبې په حیث د پښتو بنسټي زده کړه د شلمې پېړۍ په لومړيو لسيزو کې پيل شوه.

د شلمې پېړۍ په پیل کې د افغانستان د نخبه ګانو د ټولنو ترمنځ د افغانستان د هویت او ملتپالنې په اړه پوښتنې راپورته شوې او د همدغو پوښتنو پر بنسټ کارونه هم وشول. دا چې هغه کار سم و که ناسم او يا ګټور و، که بې ګټې بېل بحث دی. که له ما وپوښتئ؛ نو په ټوکه به درته ووايم چې دا غوره ده چې قاضي ته لاړ شئ، ځکه چې دا قاضي دی چې سم او ناسم سره جلا کوي. تاریخ لیکوال یوازې هغه څه وایی چې په اړه یې سند لري. زه دا نشم ویلای چې مثلاً په شلمه پېړۍ کې د افغانستان د ټولو خلکو د پښتون کولوپلان جوړ شوی و. البته، موږ په شلمه پیړۍ کې مختلف خلک درلودل. یو شمېر پښتانه وو چې خپلې ګټې، هیلې او غوښتنې یې درلودې او اغېزمنې هم وې. ښایي په دغو کې تر ټولو مشهور ګل محمد مهمند و، چې ویل کېږي د توکمیز حاکمیت فکر يې درلود، خو دا ادعا چې د افغانستان په نوي جوړ شوي دولت – ملت کې د ټول افغانستان د پښتون کولو لپاره رسمي دولتي پلان موجود و، په اړه يې هیڅ سند نشته او دا تاریخي بحث نه دی. دا یو سیاسي بحث دی. البته، د سیاست او قدرت په بحث کې باید دا هم په پام کې ونیسو چې خرافات یا بې عدالتي او داسې نور یوازې د یو ځانګړي توکم او خلکو ځانګړتياوې نه دي.

شیشه میډیا: يعنې ستاسو په اند د افغانستان دولتي ملتپالنه چې د شلمې پېړۍ په پيل کې پيل او بيا پياوړې شوه، له ترکيې او نورو ځايونو پکې الهام نه و اخيستل شوی، چې تر ملت پالنه يې تر ډېره توکمیزه او نژادي ده؟

راسخ: زه موافق نه یم. ستاسو په پوښتنه کې، تاسو یوه ډېره سمه او مناسبه اصطلاح کارولې ده: دولتي ملتپالنه. هغه ملتپالنه چې د شلمې پیړۍ په لومړیو کې تولید شوې وه، دولتي ملتپالنه ده. دا پښتنه، تاجکه، ازبيکه او هزاره ګي توکمپالنه نه ده. دا دولتي ملتپالنه ده؛ نو دولتي نشنلیزم له کوم توکم سره مستًيم تړاو نه لري. کله چې تاسو په دولت کې مسووليت لرئ؛ نو دولت ته کار کوئ. موږ باید له ترکیې څخه الهام اخیستو ته هم پام وکړو. د ځوانو ترکانو هماغه ټولنه چې محمود طرزي ترې الهام اخیست، پر دې باور نه وه چې ټول د ترکيې ټول وګړي بايد ترکان شي. دا هم سمه ده چې کله بېلابېلې طبقې او ټولنې واک تر لاسه کوي؛ نو طبعي ده چې دوی خپل واک او د واکمني دوام خوښوي او له ځينو وسایلو کار اخلي. تاسې څنګه يو دایې شی په یوه شخص، یوه بنسټ یا یوه توکم پورې منسوبوئ، چې هغه شخص، هغه بنسټ یا هغه توکم يې جوړولو کې ناکام شوی وي.

شیشه میډیا: ناکامي یو بحث دی، خو د دولت ملتپالنه چې ما وویل هماغه ملتپالنه وه چې دولتي نظام تولید کړې وه، د ډېرو په اند هغه پښتون محوره وه او بیا هغه تګلارې چې د هغې د پلي کولو او ترویج لپاره عملي کېدې خورا توکمیزې او ظالمانه وې. د ۱۳۴۳ کال د اساسي قانون له تصویب څخه یوه دوره وړاندې او آن د هغه په جریان کې، پښتو ژبې په انحصاري ډول رسمي او ملي بڼه خپله کړه او فارسي ژبه حذف شوه او لکه څنګه چې د محمد صديق فرهنګ د خاطرو په کتاب کې راغلي، د ١٣٤٣ کال د اساسي قانون په لويه جرګه کې بحث دا و چې فارسي ژبه بايد په بشپړه توګه حذف شي. بیا یو شمېر کسانو دري کلمه وړاندیز کړه، چې دا يو تاکتیکي کار و. ځينو کسانو د فارسي ژبې د بشپړ حذف د مخنيوي په موخه د فارسي د نوم د بدلولو مساله مطرح کړه؛ يعنې بحث داسې يوې مرحلې ته رسېدلی وو چې هڅې کېدي چې افغانستان يوه ژبه ولري او یو ژبنی وي. داسې ښکاري چې د دولتي ملتپالني موخه دا وه چې یو مطلق پښتون هېواد جوړ شي. دا چې وروسته دا هڅې ناکامې شوې یوه جلا مساله ده؛ یعنې ستاسو په اند په رښتیا کیسه همداسې نه وه؟

راسخ: هغه څه چې تاسو وویل یوه تاریخي پیښه ده چې موږ ترې انکار نشو کولای. موږ د اشخاصو او ځانګړو ډلو له پلانونو او تمايلاتو انکار نشو کولای. یو شمېر داسې کسان وو چې ورته پلانونه يې درلودل. ځينې نور هم وو چې په مختلفو محفلونو کې یې دا ډول بحثونه مطرح کول او د فکري یا سیاسي کړکیچ لامل کېدل. خو یو د ځینو خلکو یا یوه بنسټ وړاندیز دی او بل د ټول دولتي نظام رسمي پاليسي ده. مثلاً، ځينو کسانو چې رسمي دريځ يې درلود، وړانديز وکړ چې فارسي ژبه دې څنډې ته کړل شي او په ځينو مواردو کې يې د افغانستان د یو ژبني کولوهڅه وکړه، خو دا له دې سره توپیر لري چې ووایو، فارسي په حقیقت کې له افغانستانه یا د افغانستان له دولتي سيستم څخه ایستل شوې وه.

له همدي کبله د تاریخ پوهه باید په ډېر دقت سره ترسره شي. اسناد باید په دقت سره مطالعه شي. هغه بحث چې تاسو وویل سم دی، مګر زه لاهم دا هم نشم تاییدولای چې د ټول افغان ملت د پښتون کولو کوم پلان دي جوړ شوی و. موږ باید دا حقیقت هم په پام کې ونیسو چې پښتو ژبه د فغانستان د یوه لوی قوم ژبه ده. له دې څخه هیڅوک انکار نشي کولای او موږ هم باید انکار و نه کړو او د انکار کولو اړتیا نشته. پښتو او فارسي دواړه د ایراني ژبو په جمله کې دي. په ژبپوهنه کې پښتو ژبه د ایراني ژبو په کورنۍ کې راځي او مطالعه کېږي. که پښتو ژبه په دقت سره مطالعه کړئ، نو له فارسي ژبې سره خورا ژورې کلتوري، مفهومي، ادبي او نورې اړیکې لري. دلته زما موخه تقلید نه دی؛ زما موخه د فارسي ژبې سره لوی تعامل دی. موږ باید په اوسني افغانستان کې د فارسي ژبې له حیثیت او عظمت څخه انکار و نه کړو. دا یوه خورا مهمه موضوع ده او په افغانستان کې یو بنسټي تاریخي اساس لري.

اوسنی افغانستان، راتلونکي افغانستان او د تېرې زمانې افغانستان، د فارسي ژبې د ادب، کلتور، فلسفې او تصوف له لارې پېژندل کېږي او و به پېژندل شي. دا یو رښتینی او ثابت شی دی. همدا ډول په افغانستان کې نورې ژبې هم لرو. دا ټولې ژبې تل په هماغه سیمه کې چې افغانستان پکې موقعیت لري یوه له بلې سره تعامل لري، خو کله نا کله د سياست له امله پښتو ژبه له فارسي ژبې سره په ټکر کې وي. د «افغان نامه » په نامه یو مشهور کتاب دی، د دې کتاب لیکوال محمود افشار یزدي دی. دا سړی د ایران د لوی لیکوال استاد ایرج افشار پلار دی. محمود افشار یزدي په فرانسه کې زده کړې کړې دي او د ایران د هویت د رامنځته کولو او د ایران د حکومت په اړه یې خپله رساله لیکلې ده او په دې اړه يې، چې روسانو او انګرېزانو د ایران د دولت – ملت په جوړولو کې څه رول درلود، څېړنه کړې ده.

د تېرو پوښتنو په ځواب کې د محمود افشار یزدي بحثونه زما په ذهن کې وي. محمود افشار یزدي له فرانسې څخه ایران ته له راستنېدو وروسته په تهران کې د مشهورې مجلې «آینده» مسوولیت په غاړه واخيست چې له کابل مجلې سره، د نادرخان په وخت کې هم مهاله خپرېده. آینده مجلې د کابل له نخبه ګانو سره ډېر ژور تعامل ته وده ورکړه، چې شاعران او ليکوالان له کابل څخه ليکنې ور واستوي او په آینده کې چاپ شي. په همدې ډول ايراني شاعرانو، ليکوالو او څېړونکو هم کابل ته مقالې ليکلې او دلته چاپېدې. تاسو وګورئ چې ټول تعاملات په فارسي ژبه دي. ډېر هغه کسان چې له افغانستانه يې له آینده مجلې سره دا اړیکې جوړې کړې وې، د نسل په لحاظ پښتانه وو، خو د فارسي شعر، فارسي ادب او فارسي تصوف خبرې يې کولې او خبرې داسې یوې مرحلې ته ورسېدې چې په یوه پړاو کې دوی وړاندیز وکړ چې ایران او افغانستان ګډ سفارتونه ولري.

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته ایران او افغانستان دوې مختلفې لارې نیسي او حقیقت دا دی چې ایران ډېر بډای کېږي او افغانستان یو غریب هېواد پاتې کېږي او دواړه هېوادونه د ټولنیزې او اقتصادي ودې په برخه یو له بله ډېر واټن اخلي، په افغانستان کې د پښتونستان مساله تودېږي او د افغانستان او د ایران د مفکورې تر منځ په فرهنګي محفلونو کې یو لړ نوي جنجالونه راپورته کېږي. په ۱۹۶۰ کال کې محمود افشاریزدي د افغان پوهانو لکه سرور ګویا اعتمادي په بلنه په یوه فرهنګي – علمي سفر کابل ته راغلی وو. د ایران او افغان ملتپالو تر منځ د دغه تعامل اصلي موخه د فارسي تمدن په اړه د همکارۍ او علمي – فرهنګي کارونو پراخول وو او په همدې خاطر يې محمود افشار یزدي بامیان، پنجشېر او استالف ته د فرهنګي سفر لپاره بیولي وو. البته په دې دوره کې اقبال لاهوري او د سر سید احمد خان لمسی – چې د هند مسلمان روښانفکر وو – هم کابل ته راغلي و او دا ډول تعاملات په پراخه کچه روان وو. د ډې ټولو، اقبال لاهوري، محمود افشار یزدي او عبدالحی حبیبي، ټولو پر فارسي تمدن بحثونه کول.

د دوهمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو او د پښتونستان تر تودې مسالې وروسته په کابل کې د حکومت یو لړ سیاستونه عملي کوي. پر همدې اساس محمود افشار یزدي ته تهران ته په پښتو ژبه بلنه استوي، چې هغه يې نشي لوستلای او بیا افسوس کوي چې پر دواړو د ورته ژبو او ورته کلتور پر هېوادونو، ایران او افغانستان، څه حالت کې راغلی دی چې په دې لوی تمدن کې له هغو کلتوري تعاملاتو او همغږي څخه د جلاوالي او ژبې شخړې ته ورسېدل. البته باید یو ځل بیا ووایم چې دا زما دنده نه ده چې ووایم د ایران او افغانستان تاریخي بېلوالی ښه شی دی که بد. دا وینا د تاریخ پوه د کار په حوزه کې نه ده، خو له دې سیاستونو سره سره مې تر اوسه داسې یو تاریخي سند هم نه دی لیدلی چې وښيي د ټول افغانستان ملت د پښتونولو لپاره کوم پلان موجود و.

شاه شجاع

د تاریخ تکرار

شیشه میډیا: دې بحث ته په کتو د افغانستان د تاریخ په اړه یو بل په زړه پورې بحث د تاریخ تکرار دی. تاسو په دې اړه د کابل له پاچاهانو سره د ختیځ هند کمپنۍ او برتانوي هند د اړیکو په تشریح کې هم اشاره وکړه. هغه بحث چې نن ورځ په مختلفو محفلونو کې مطرح کېږي د تاریخ تکرار یا د تاریخي شېبو او پېښو تکرار دی. په افغانستان کې د تېرو دوو دریو کلونو پیښې او بدلونونه نه یوازې هغه څه ته ورته دي چې په افغانستان کې د روسانو او د خلق ډیموکراتیک ګوند پر سر راغلل، بلکې دا له نولسمې پېړۍ سره خورا عجیب ورته والی لري.

کله چې په ۱۸۴۲ کال کې د کابل په جګړه کې د ختیځ هند کمپنۍ ماتې وخوړه او ځواکونه یې وتلو ته اړ شول. امیر دوست محمد خان یو ځل بیا د کابل د پاچاهی په تخت کیناست. امیر دوست محمد خان مخکې له دې چې د ختیځ هند کمپنۍ د ځواکونو له خوا له واکه وغورځول شي. «امیرالمومنین» وو او د «جهاد» اعلان یې کاوه، لکه ملا محمد عمر. د ختیځ هند کمپنۍ راځي، هغه ګوښه کوي او د اوسني هند په خاوره کې یې زنداني کوي او شاه شجاع راوولي، لکه امریکايانو چې د طالبانو او یا د هغوی د امیرالمومنین ملا محمد عمر په راپرځولو سره واک ته د حامد کرزي پوپلزي د راتګ زمینه برابره کړه. د شاه شجاع او د ختیځ هند کمپنۍ په وخت کې د حامد کرزي د واکمنۍ د لومړیو دوو کلونو په څېر هیڅ خبره نه وه. په کابل کې امنیت ټینګ شو، اقتصاد ښه شو او د کورونو بیه او د ملکیت کرایه زیاته شوه. د حامد کرزي په څېر شاه شجاع هم تر فشار لاندې و چې قضايي سیستم او بیوروکراسي موډرنه کړي او فساد له منځه يوسي، خو د دوهم کال په پای کې د ختیځ هند کمپنۍ یا انګرېزانو د پوځونو پر ضد «جهاد» اعلان شو، چې پایله یې د انګرېزانو د پوځ ماتې او د امیر دوست محمد خان د له لاسه وتلي حکومت بیا ترلاسه کول وو.

د دې کیسې تکرارېدل مو په خپل ژوند کې د سر په سترګو ولیدل، چې د طالبانو مشران چې په ګوانتانامو کې بندیان وو، قطر ته راوړل شول او رسمیت ورته ورکړل شو. له دوی سره مذاکرات وشول او بیا د امریکايانو او د هغوی د متحدینو له وتلو سره حکومت د دوی او د دوی د امیرالمؤمنین لاس ته ولوېد. موږ د نن او پرون ترمنځ دا نه باورېدونکی ورته والی په خپلو سترګو ولید. برتانوي تاریخ پوه ویلیام دای‌رام‌پل په خپل کتاب «د پاچا بېرته راستنېدل» کې چې تر ۲۰۱۴ کال وړاندې چاپ شوی و، په ​​تلویحي توګه د دې وضعیت وړاندوینه کړې وه. هغه لیکي چې په افغانستان کې د ۱۸۴۲ او ۱۸۴۳ کلونو کیسه تکرارېږي: لويديځ ناکامېږي او هماغه رژيم به بېرته راوګرځول شي چې لويديځ راپرځولی دی او د مشرف په وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خورشید احمد خان قصوري د خپلو خاطرو په کتاب کې له دای‌رام‌پل څخه په تقليد د دې سناریو ډېره واضحه وړاندوینه کړې وه او لیکلي یې و چې د نولسمې پیړۍ وضعیت بیا راګرځېدونکی دی او د لوېدیځ لاسوهنه به له ختیځ هند شرکت څخه متفاوت برخلیک و نه لري. واقعيت دا دی چې همداسې وشول. پوښتنه دا ده چې له علمي پلوه د تاریخ پوهني په پوهه کې د وړاندوینې بحث څومره مطرح دی؟ یو تاریخ‌پوه څنګه د راتلونکي په اړه وړاندوینه کولای شي او هغه څه چې وړاندوینه یې کړې وه پیښ شي؟

راسخ: ښه، د مثال په توګه، که تاسو د نننۍ نړۍ په یوه با اعتباره پوهنتون کې د تاریخ په څانګه کې زده کړه وګړئ او د تاریخ‌پوه یا د تاریخ له یوه مسلم استاد سره خبرې وکړئ او ووایئ چې تاریخ تکرارېږي، هغه به تاسو ته ووایي چې تاسو تاریخ لیکوال نه یاست او تاسو نه تاریخ‌پوه کېږئ. په پوهنتون کې تاسو ته وايي چې تاریخ نه تکرارېږي. تاریخ تېر شوی دی؛ هغه څه چې مخکې پیښ شوي دي بیا نه تکرارېږي. دا د تاریخ د علم دودیز تعریف دی.

مګر د دوو تاریخي دورو پېښې یو شان کېدای شي، ممکن اکټران یعنې څېرې او لوبغاړي یوشان وي، د تعاملاتو بڼه او محتوا ډېره سره ورته وي، لکه په ګوانتانامو کې د طالبانو زنداني کېدل او له هغوی سره مذاکره کول او د امیردوست محمد خان له کیسې سره يي ورته والی چې تاسو په خپله پوښتنه کې مطرح کړه. دلته یو ورته‌والی شته او دا دقیقه ده. تاریخ پخپله نه دی تکرار شوی؛ خو څه چې پېښ شوي دي ‎تقریباً د هغه څه په څېر دي چې پخوا هم پېښ شوي وو. دا د دې مسالې علمي او اکاډمیک بیان دی.

تاسو د ویلیام دای‌رام‌پل نوم واخیست. هغه په خپل کتاب کې، په ​​ښکاره ډول وړاندوینه نه کوي، لکه څنګه چې تاسو وویل، هغه دا وړاندوینه د دوو سپین ږیرو خبرو را نقلوي. هغه دوه سپین ږیري د افغانستان دي. دا هم په پام کې ونیسئ چې وروستۍ کلمه چې ویلیام دای‌رام‌پل په خپل کتاب کې کارولې د “چین” «China» اصطلاح ده. دغه کلمه له دویم سپین ږیرې څخه چې له دای‌رام‌پل سره خبرې نه کوي او له بل سپین ږیرې سره د هغه په ​​خبرو کې مداخله کوي، نقل کوي. له دغو سپين ږيرو سره يې د جلال اباد – ګندمک او جګدلک تر منځ په يوه محلي رستورانت يا سماوار کې خبرې اترې کړې دي. لکه څنګه چې په کتاب کې راغلي دي، یو سپین ږیری ویلیام دای‌رام‌پل ته وایي چې په افغانستان کې د امریکايانو وخت پای ته رسیدلی دی. بیا دوهم کس مداخله کوي او وايي چې له دې وروسته د چین وار دی چې افغانستان ته راشي. دا د تاریخ د تکرار یوه بله مساله ده چې عام خلک یې مطرح کوي. انګرېزانو چې په نولسمه پېړۍ کې په اوسني افغانستان کې مداخله وکړه، د هغوی د مداخلې اغېزې ډېرې بنسټي وې. لکه څنګه چې استاد شاه محمود حنفي وايي، د افغان-انګلیس له لومړۍ جګړې وروسته، د امیر عبدالرحمن خان تر واکمني پورې، په اوسني افغانستان کې ارامي او امنیت نه و، جګړه او ګډوډي وه.

عبدالرحمن خان

شیشه میډیا: بې ثباتي وه، هو.

راسخ: هو، بې ثباتي وه، کور په کور او سیمه په سیمه جګړه وه. د یو هېواد پر بشري نظم او نظام د یو زبر ځواک یا لوی پوځي ځواک د پوځي مداخلې اغېز خورا ژور او اوږد مهاله وي.

دا په یوه کال، دوه کاله یا درې کاله نشي ختمېدای. نن افغانستان په خپل ټولنیز، اقتصادي او کلتوري ژوند کې د امریکا د پوځي مداخلې اغېزويني. آن دې مداخلې د خلکو او اشخاصو پر ژوند خورا ژوره اغېزه کړې ده. دا چې لوبغاړي څوک دي او سیاسي پېښې څنګه رامنځته کېږي، بېله خبره ده، مګر تاسو باید په ياد مو وي چې لومړی برتانويانو نظامي مداخله وکړه، بیا روسانو، بیا امریکا.

شیشه میډیا: په نولسمه پېړۍ کې انګرېزانو، په شلمه پېړۍ کې روسانو او په یوویشمه پېړۍ کې امريکايانو…

راسخ: دقیقه ده. خو وايي چې مثلاُ لومړی انګریز راغی، بیا روسیه، بیا امریکا او په راتلونکي کې د چین وار دی، د تاریخ دا ډول لوستل له علمي نظره غلط کار دی. آن که دا ډول معرفت پوهنه غلطه هم نه وي، علمي نه ده. زه آن دا ادعا کولای شم چې دا ډول ګټورې معرفت پوهنې هم پای ته نه رسېږي. نن ورځ په افغانستان کې د امریکا پوځي مداخله او له دغه هېواد سره یې تعامل د امریکايانو لپاره د تاریخ يوه برخه شوې ده. په امریکا کې نن ورځ د دې پوښتنې د څېړلو او ځوابولو لپاره څو کمېسیونونه، بورډونه او ماموریتونه جوړ شوي دي چې «موږ په افغانستان کې له خپلې مداخلې څه درسونه زده کړل؟» خو دا مساله چې د امریکا لپاره تاریخ شوي، د افغانستان لپاره تراوسه پر تاریخ نه ده بدله شوې.

ته چې ورځنی سیاست تر ما ډېر تعقیبوې، افغانستان د ملي سیاست په هماغه لویه کچه، په افغانستان کې د مشرانو او نخبه ګانو ترمنځ اوس هم د جګړې او په جګړه کې د امريکا په ملاتړ بحثونه کېږي. آن د جمهوري نظام له ړنګیدو څو اوونۍ وروسته مې داسې خبرې واورېدې چې د جمهوريت د وخت ځینې سیاستوال او چارواکي چې ځانونه د افغانستان روښانفکره سیاسي او امنیتي مشران ګڼي، یو ځل بیا يې د امریکا سیاسي او استخباراتو مرکزونو ته مخه کړې ده او واک ته د راستنیدو لپاره یې د مرستې غوښتنه کړې ده. له دې څخه څرګندېږي چې د امریکا د پوځي مداخلې اغیزې لا هم پاتې دي او دا د ډېرو افغانانو لپاره په تاریخ نه ده بدله شوې.

زما شخصي نظر دا دی چې له طالبانو سره د تعامل یا جګړې لپاره بيا پر امریکا د افغانستان نوې سیاسي او امنیتي اتکا رامنځته کول اوس د افغانستان د خلکو لپاره ګټور کار نه دی. دا د افغان انسان یو ډول شرمناکه لجاجت دی. دا سمه ده چې په افغانستان کې د سیاسي، کلتوري او انساني تعاملاتو په لړ کې دا بهیر یوه ځای ته ورسېد، خو دا په دې مانا نه ده چې تر امریکا وروسته نور افغانستان نشته. افغانستان له امریکا وروسته هم شته او ژوندی دی.

موږ په څو فکري او انساني کچو کې دې پوهې ته اړتیا لرو. ما په یوه بله خبره کې هم وویل چې موږ د افغانستان د ساتلو لپاره، د هغه تاریخ ته يوه “تاریخي راستنېدلو” ته اړتیا لرو. موږ باید نور له تاریخي ناپوهۍ، تاریخي تاوتریخوالي او تاریخي غلط فهمي څخه لاس واخلو او راځئ چې تاریخ ته مراجعه وکړو او تاریخ د پوهنتون په څېر د افغانستان د خلکو لپاره د پوهې په لوی مرکز بدل کړو.

ما یو ځل یو مطلب ولیکه؛ په هغه کې مې وليکل چې د افغانستان د تاریخ قاموس باید بدل کړو. دا قاموس باید نوی او د پوهیدو وړ شي. موږ باید دا مفکوره عامه کړو چې په نننۍ نړۍ کې د یوه انسان معرفتي او غیر معرفتي لوړتیا په تاوتريخوالي کې د هغه په وړتیا کې نه ده.

دا چې ووايو چې يوه امپراتوري مو ماته كړه، بيا مو بله په ګونډو كړه، بیا یو بل را ته و بایلله او په راتلونکي کې به موږ یوه بله امپراتوري ماتوو، دا کومه وړتيا او لوړتيا نه ده. په یوه استعماري تعبیر کې وايي چې افغانستان د امپراتوریو هدیره ده، خو حقیقت دا دی چې د امپراتوریو تر هدیرې مخکې افغانستان د افغانانو په هدیره بدل شوی دی.

شیشه میډیا: خو یوې خبرې ته باید پام وکړو چې کله یو څوک اوسنۍ پېښې له سل کاله مخکې، یو نیم سل کاله مخکې او آن دوه سوه کاله مخکې سره پرتله کړي، تاريخ ليکوال ته نه، بلکې زما غوندې د تاریخ یو عادي لوستونکي ته داسې ښکاري چې پیښې هوبهو بیا تولید شوې دي. داسې ښکاري لکه پخوانۍ پېښې چې بیا تکرار شوې وي. مثلاُ، کله چې د ختیځ هند کمپنۍ اوسني افغانستان ته ځواکونه ولېږل، د پنجاب د هغه وخت واکمن مهاراجا رنجیت سنګ له دوی سره همکاري وکړه، خو کله چې تاسو د دې همکارۍ بڼه وګورئ، دا هغې همکارۍ ته ورته ده چې د پاکستان پوځي واکمن جنرال مشرف د ۱۹۹۹ او ۲۰۰۸ کلونو ترمنځ له امریکا سره کړې وه.

کله چې امریکا افغانستان ته ځواکونه ولېږل، لکه څنګه چې پوهېږو، جنرال مشرف او د پاکستان په پوځ کې د هغه ځایناستیو هم د افغانستان په شل کلنه جګړه کې له امریکا سره همکاري کوله او هم يې په همدې جګړه کې د امریکا له دښمنانو سره. دوی په حقیقت کې د جګړې له دواړو غاړو سره همکاري درلوده. پخپله امریکايان دا چلند د دوه مخی سیاست په توګه تعبیروي. وروسته پخپله جنرال مشرف او يو شمېر نورو هم دغه تګلاره تشريح کړه او ويې ويل چې په دې خاطر يې دوه ګونې لوبه وکړه چې له دواړو غاړو د هند له محاصرې څخه، چې د دوى دښمن دى، ځان وژغوري. موږ په تاریخ کې د رنجیت سنګ د ځایناستو په خبرو کې هم همدا مساله لولو، چې ګواکې د ختيځ هند کمپنۍ موږ له دواړو خواوو څخه محاصره کړي یو او باید د حل په اړه فکر وکړو؛ نوله همدې امله يې هم له په اوسني افغانستان کې د ختیځ هند له کمپنۍ سره همکاري کوله او هم د هغې له دښمنانو سره. که دي ته تکرار و نه وایو، نو ویلای شو چې تاریخ نه یوازې په افغانستان بلکې په ټوله سیمه کې یو ځل بیا تولید شوی دی. په دې اړه ستاسو لیدلوری څه دی؟

راسخ: لکه تاسې چې وويل په ورته ډول د جګړې او تاوتریخوالی بیا تولید د تاریخ تکرار تر اصطلاح ډېره دقیقه اصطلاح ده. د رنجيت سنګ او جنرال پروېز مشرف د سیاستونو ترمنځ ورته والی چې تاسو بیان کړ هم سم دی. ښه، د افغانستان د مسالې په اړه یوه غیرتاریخي خبره چې کېږي او یو سیاسي بحث دی، دا دی چې افغانستان د ترهګرو په پټنځی بدل نشي او پر نورو هېوادونو بریدونه ونشي، خو برعکس، د څه کم دوه سوه کلن تاریخ په اوږدو کې د اوسني افغانستان پر خاوره د نورو هېوادونو له خوا پوځي بریدونه شوي دي.

حقیقت دا دی چې تل د افغانستان ګاونډيو د نړۍ سترو ځواکونو ته پر افغانستان باندژ د برید لپاره د دوی د خاورې د کارېدو اجازه ورکړې ده. افغانستان پخپله هیڅ داسې سابقه نه لري چې یو هېواد ته يي لاره ورکړي وي چې بل هېواد ونيسي. تاسو په خپله پوښتنه کې د مختلفو تاریخي دورو د دوو واکمنانو دوه مثالونه یاد کړل چې یو له بل سره ورته والی لري. په نړیوالو اړیکو کې دا هم ویل کېږي چې حکومتونه د خپلو ملي او امنیتي ګټو پر بنسټ تګلارې جوړوي، مخ پروړاندي ځي او عمل کوي. جنرال مشرف هم په هغه وخت کې د پاکستان د واکمن په توګه پخپله د خپل هېواد ګټې تشخیص کړې وې او په همدې بنسټ يې عمل وکړ او ښه پوهېده چې څه کوي او څه نه کوي. هغه د خپلو ګټو پر بنسټ پرېکړه وکړه. اوس بله موضوع دا ده چې د افغانستان د مشرانو او ځواکمنو پرېکړه څه وه او څه ده، د افغانستان خلک باید پر دې جدي بحث وکړي. زما په اند د دې بیا تولیدلو لامل دا دی چې په افغانستان کې مشران او ځواکمن ناسمو پرېکړو ته دوام ورکوي چې په اصطلاح د تاریخ د تکرار لامل ګرځي. داسې یو څه باید وشي چې افغانستان ستاسو د تعبیر له مخې، له تولیدي حالت څخه د یوه نوي حالت تولید ته لاړ شي او نوي تاریخ ته ورسېږي.

له بله پلوه، زه د افغانستان د نوي تاریخ په نوم د یو څه په اړه څېړنه کوم. زما په تحلیلي فکر او په دې څېړنه کې زما د بحث موضوع د افغانستان د خلکو تاریخ دی. داسې حالت باید رامنځته شي چې افغانستان د تاوتریخوالي یا هماغې کورنۍ جګړې پر لور لاړ نشي.

په علمي مطالعاتو کې وړاندوينه وړاندوینه تاسو د یو جادوګر کچې ته راټیټوي. په علم کې جادوګري نشته، خو زما د تاریخي او شخصي مشاهدې حقیقت دا دی چې افغانستان په خورا خطرناک حالت کې دی او د افغانستان خلک ټول دا مسوولیت لري چې د دې وضعیت پر وړاندې یوه لویه جمعي پرېکړه وکړي. زه په دې کې هیڅ شک نه لرم چې هر څه پېښ شي، افغانستان به پاتې کېږي او د افغانستان جغرافیه به پاتې کېږي؛ خو د افغانستان خلک باید فکر وکړي او پرېکړه وکړي چې څنګه کولای شي همدغه انساني تعاملات او ارتباطي پلونه وساتي او پیاوړي يې کړي. البته نه یوازې په خپل منځ کې، بلکې له بهرنیانو، ګاونډیانو او پردیو هېوادونو سره هم باید داسې لاره هواره شي، چې دا هېواد له هیچا او کوم هېواد سره په ټکر کې نه وي. د تل په څېر، باید د مختلفو هېوادونو ترمنځ په هیڅ ډول شخړه کې ښکېل نشي.

شیشه میډيا: زه غواړم د تاریخ د تکرار د موضوع په اړه وروستۍ پوښتنه بیا په ډاګه کړم او د هغې ترڅنګ به بلې موضوع ته لاړ شو، یعنې هغه قدرتونه چې همدا اوس د افغانستان په شاوخوا کې شته. موږ مخکې د دې قدرتونو پر ماضي بحث وکړ. په تېرو تاريخي وختونو کې هم دا قوي قدرتونه وو: چین، ایران، اوسنی پاکستان، چې په سیمه کې د برتانوي هند ځای ناستی شوی دی، ټول قوي قدرتونه وو. هغه قدرتونه چې په منځنۍ اسيا کې وو، هغو قدرتونو د تاریخ په اوږدو کې له یو بل سره ستونزې لرلې، متضادې ګټې یې درلودې او د افغانستان د اوسنۍ جغرافیې بېلابېلې سیمې د دغو قدرتونو ترمنځ د جګړو او سیالی ځایونه وو. دا وضعیت تر اوسه پورې ډېر یا لږ هماغسې پاتې دی. دا هغه موضوع ده چې باید ورته پام وکړو.

بله موضوع دا ده؛ کله چې د افغانستان تاریخ ته وګورو، کرکټرونه او اشخاص په یو ډول بیا تولید شوي دي. دا یوازې پیښې او پروسې نه دي چې بیا تولید شوې دي، خلک هم بیا تولید شوي دي؛ مثلاً اشرف غني ته وګوره چې د قوم له لحاظه احمدزی دی په افغانستان کې د امریکا د حضور په وروستیو کلونو کې په قدرت کې دی. په وخت کې يې د جوړجاړي او سیاسي حل مساله مطرح کېږي. اشرف غني په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور د دورې وروستی واکمن دی. دا چاره له ډاکټر نجیب سره ډېر ورته والی لري. هغه هم په افغانستان کې د روسانو د حضور د دورې وروستی واکمن دی، د ده په وخت کې د ملي پخلاینې او سیاسي حل پر تګلاره تمرکز کېږي او هغه هم د قوم له لحاظه احمدزی دی. سیاسي حل هم په دواړو دورو کې ناکامېږي.

ډاکټر نجیب تر واکمنېدو مخکې د خاد ریس وو، اشرف غني تر واکمنېدو وړاندې د استخباراتي ادارې ریس نه وو؛ خو د غني په وخت کې د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح د دغه مقام تر اخیسلتو وړاندې د استخباراتو ریس و؛ مانا دا چې د ډاکټر نجیب بسته (پکیج) دلته بشپړه شوې وه. په بل عبارت، موږ ګورو چې دواړه اشخاص او پروسې بیا تولید شوې دي، د افغانستان ګاونډیان اوس هم د پخوا په شان ځواکمن دي او په یو نه یو ډول له یو بل سره ستونزې لري او دا کار د پخوا په شان پر افغانستان هم اغېز لري. تاسو د دې حالت لامل څه ګڼئ؟ ايا همدا انساني حالت، اړيکې او ټولنيز مناسبات دي چې دوې درې پېړۍ وړاندې په دې سيمه کې واکمن و؟ اوس هم روان دی او بنسټي بدلون یي نه دی کړی چې د تاریخ دوره بدله شي، که نور علتونه هم شته؟

راسخ: لومړی، په دې کې شک نشته چې افغانستان د سترو قدرتونو د ښکاره او پټو تعاملاتو او استخباراتو د لړۍ په پایله کې هم جوړ شوی او ګډوډ شوی دی او دا چې هغه کرکټرونه بیا تولیدېږي، زه فکر نه کوم چې په قصدي يا پلان شوي ډول دي داسې څه شوي وي. مثلاً، دا چې په هېواد کې لومړی کس بايد هرومره احمدزی وي. که څه هم دا په تصادفي ډول داسې شوي وو. ولسمشر ډاکټر نجیب او ولسمشر اشرف غني یو تصادف وو چې دواړه احمدزي وو. په ورته حالت کې، هم ډاکټر نجيب او هم اشرف غني دواړو د احمدزي تخلص، چې قومي تخلص دی، لرې کړل او پرېښودل. قانوني، ملي او سیاسي مشرتابه او اړتیاوو دا ایجابولو چې دغه تخلص دې لرې شي. پوهېدل چې دوی د ټول هېواد واکمنان دي.

مګر په لوی بحث کې، زه فکر کوم چې موږ باید په کرکټرونو ډېر تمرکز و نه کړو. په تاریخ کې کرکټرونه ځي او راځي. د تاریخ پوهنې په مطالعاتو کې پر پروسو، مفاهيمو او موضوعاتو تمرکز کوو او بايد په اړه يې ډېر پوه شو. دا له موږ سره د دې پوښتنې په حل کې چې څنګه نوي وضعیت او نوي تاریخ ته ننوځو، ډېره مرسته کوي. البته، په دې کې شک نشته چې پخپله فرد یا د کرکټرونو پېژندل یو ډول جذابیت لري او علاقمندي رامنځته کوي، مګر دا کار تاسو محدودوي. که تاسو په یو شخص ډېر تمرکز وکړئ او ذهن مو په هغه کې بند کړئ؛ نو يوازې له هماغه فرد يا کرکټر سره به بوخت ياست.

تر ټولو مهمه او اړینه دا ده چې موږ د تاریخ په اړه يو خلاص ليدلوری ولرو او په ابتدايي او لوړه کچه داسې مهارتونه ومومو چې تاريخ او تاريخي سرچينې سره بېلې کړو او همدارنګه تاريخ او تاريخې سرچينې له تاريخي افسانو بېلې کړو. دا ټول په لویه کچه له موږ سره مرسته کوي چې د تاریخ په اړه ‎مستنده پوهه رامنځته کړو. حقیقت دا دی چې افغانستان په سیمه‌يیزو او نړیوالو تعاملاتو کې له داسې حالاتو سره مخامخ شو چې د افغانستان د خلکو ونډه پکې ډېره کمه وه. مثلاً، افغانستان ته د امریکا او شوروي اتحاد د راتګ او وتلو پرېکړو په هېڅ صورت په افغانانو پورې اړه نه درلوده. که موږ له تاریخ څخه زده کړه و نه کړو، موږ به بېرته تاریخ ته لاړ شو او دا به هغه ستاسو په وینا هماغه د تاریخ تکرار وي.

شیشه میډیا: ښه، مخکې له دې چې وروستۍ پوښتنې ته لاړ شو او دا بحث پای ته ورسوو، زه غواړم یوه بله پوښتنه هم وکړم: په خپل وضاحت کې مو د افغانستان له اوسنۍ جغرافیې سره د ختیځ هند کمپنۍ او برتانوي هند د تعامل د بحث په اړه د ډاکټر شاه محمود حنفي نقل قول وړاندې کړ. په دې نقل قول کې، تاسو د ازمایښتې دورې یادونه وکړه چې وروسته تعامل درول شوی و او د یوې مودې یادونه مو هم وکړه چې دا تعامل پر یوه پروسه بدل شو او ځان ته يي عادي حالت غوره کړی دی. تاسو وویل چې یو لړ اقتصادي پروژې وي او آن د ختیځ هند کمپنۍ هڅه کوله چې د استالف د وچې میوې په سوداګرۍ کې هم ونډه ولري. تاسو وویل چې هدف دا و چې هماغه استعماري پانګوال اقتصادي نظام چې په برتانوي هند کې جوړ شوی و او د هندي خلکو په زیان وو،د دې تعاملاتو له لارې، په افغانستان کې هم پیاوړی شي.

اوس که د افغانستان د اقتصاد اوسني حالت ته پام وکړو، چې د افغانستان د عامو خلکو په وینا له بهرنیو مرستو پرته «نه چلېږي». عام خلک د «چلېدلو» کلمه کاروي؛ د جمهوریت پر مهال هم نه په خصوصي سکتور کې دومره پیسې وې چې د پانګونې، د کار د ايجاد او اقتصادي ودې لامل شي او نه هم په دولتي بنسټونو کې. پیسې باید تل له بهره راتلای او آن که وغواړئ چې په افغانستان يوه عادي پروژه هم عملي کړئ، بايد پيسې او وسايل يې له بهره وارد کړئ. البته د متخصصې بشري قوې ستونزه په تېرو شلو کلونو کې تر یوه حده حل شوه. پوښتنه دا ده چې همدغه پروسه چې د افغانستان د دولت – ملت د جوړېدو لامل شوه او هماغه تعاملات چې له ۱۸۰۹ تر ۱۹۱۹ پورې له افغانستان سره د ختیځ هند کمپنۍ او بیا د برتانوي هند تر منځ وو، ايا د دې پراخې بېوزلۍ په رامنځته کولو کې يې مستقیم رول درلود؟

راسخ: هو، مستقیم رول يې درلود. په دې اړه د افغانستان د تاریخ په مطالعو کې ډېر مشخص بحثونه شوي دي. ارواښاد غبار د خپل کتاب په سریزه کې «افغانستان د تاریخ په اوږدو کې» ویلي چې د کریستف کولمب له خوا د امریکا براعظم کشفولو افغانستان بېوزله کړ؛ دلیل ليې دا دی چې د امریکا د براعظم له کشف وروسته هغو اقتصادي او سوداګریزو تعاملاتو خپل اهمیت له لاسه ورکړ، چې د افغانستان له خاورې کېدل. نوره سوداګري سمندري شوه، چې د کښتۍ په وسيله کېده او د افغانستان ځمکني-سوداګریز اهمیت، یا د تمدنونو تاریخي جغرافیایي پوله یا د اسيا زړه له منځه لاړ.

شیشه میډیا: دا په پنځلسمه پیړۍ کې هم پېښ شول…

راسخ: هو، په هماغه وخت کې او ما هڅه وکړه چې ستاسو پوښتنې ته ځواب له هماغه ځایه ووایم؛ يعنې د افغانستان د بېوزله کېدلو ريښه په همدې پېښه کې ده. ډاکټر شاه محمود حنفي د افغانستان د تاریخ په مطالعو کې په دې اړه ډېر مشخص او څرګند دریځ او موندنې لري. زه وړاندیز کوم چې تاسو پخپله د دې موضوع په اړه له ډاکټر شاه محمود حنفي سره هم خبرې وکړئ.

د ډاکټر شاه محمود حنفي پایله دا ده چې دا درک چې افغانستان د استعمار له اغېزو خوندي پاتې شو او د ختیځ هند کمپنۍ، له ماتې سره سم افغانستان د استعمار هیڅ نښه و نه منله، په بشپړ ډول غیرتاریخي دی. د ده په خبره، افغانستان په نولسمه پېړۍ کې په مستقيم ډول مستعمره شو. په اصل کې يې ديوه دولت – ملت په توګه جوړېدل هم د استعمار محصول وو او دې کار يې په ​​اقتصاد هم ډېره اغېزه کړې ده.

مثلاً، استاد حنفي څرګنده کړه چې څنګه د هر کال په تېرېدو سره هغه سبسايډي يا مرسته چې عبدالرحمن خان له انګریزانو ترلاسه کوله، زیاتېدله او د دې سبسایډي زیاتوالی پر انګرېزانو د عبدالرحمن خان په مالي اتکا کې څه رول درلود. څرګنده ده چې د عبدالرحمن خان اتکا د افغانستان اتکا ده. د وخت په تېرېدو سره د عبدالرحمن خان د شخصي او درباري ژوند بڼه نوره هم هوسا، اشرافي او اسرافي کېږي. د دولتي دستګاه مصارف هم زیاتېږي او هغه د استعمار د دوام په بدل کې د انګریزانو د هر ډول غوښتنو منلو ته چمتو کېږي او بلارخه په یوه قضیه کې، د بیلګې په توګه، هغه د ډېورنډ تړون لاسلیک کولو ته چمتو کېږي او د ډېورنډ کرښې هاخوا سیمو له حاکمیت څخه تېرېږي. د ډیېرنډ د لاسلیک په مقابل کې به د عبدالرحمن خان سبسایډي څو برابره کېږي. استاد حنفي دې مسالو ته په پام سره وايي، چې د افغانستان مالي او اقتصادي نظام او آن د دې مسالو بحث د برتانوي هند د استعماري ځواک له خوا جوړ شو او دې بهیر مالي او اقتصادي اتکا رامنځته کړه.

له بلې خوا، افغانستان له ۱۸۴۲ کال څخه د عبدالرحمن خان تر راتګ پورې په بې ثباتۍ کې ژوند کاوه. دا بې ثباتي د برتانيې د پوځي مداخلې پایله وه او د داسې وضعیت پایله وه چې د مثال په توګه انګرېزانو به دا تعينوله چې څوک پیسې واخلي او څوک يې وا نخلي، څوک اسانتیاوو ته لاسرسی ولري، څوک يې و نه لري. په مالي او اقتصادي نظام کې د انګرېزانو مداخلې هم داسې حالت رامنځ ته کړ چې د ټولنې د اقتصاد ارګانيک حالت چې پر نورو اتکا يې کمه کړې وه، کمزوری شو. په یقین سره، کله چې امپراتورۍ او لوی قدرتونه نظامي مداخله وکړي او په اقتصاد او سیاست کې ښکېل شي، اغېزې یې څو نسله پاتې کېږي. ډاکټر حنیفي د افغانستان د بېوزلي بهیر په اړه یوه مقاله لیکلې ده، چې دا مساله او په افغانستان کې د برتانیا د اقتصادي او پوځي مداخلې اوږدمهاله اغېزې يې په تفصیل سره څېړلې دي.

د يادولو وړ ده چې چې د تېرو شلو کلونو بهرنیو مرستو هم د اتکت حالت رامنځته کړ. تاسو مخکې د پروژو یادونه وکړه. افغانستان دا مهال په داسې یوه سیمه کې دی چې له څلورو خواوو تړل شوی دی. افغانانو لرې ماضي کې له دې امله چې د سوداګرۍ او ټرانزیټ په لاره کې وو، همدا سوداګري يې بوختيا وه. که زه وغواړم کلي خبره وکړم هغه دا ده چې د افغانستان خلک سوداګري مسلکه دي، سوداګر خلک دي، همدا لامل دی چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان سیاستوالو پر افغانستان باندې، ترسیاست ډېر خپل تجارت وکړ. که دوی سیاست کړی وای، نو د دې احتمال ډېر وو چې افغانستان پختګۍ ته ورسېږي او د افغانستان ټول ځواکونه او خلک به د افغانستان د مسالې په اړه سیاسي تفاهم ته رسېدلي وو.

بې له شکه چې افغانستان لا هم یو مهم سوداګریز او تمدني موقعیت لري او زه باور لرم چې افغانستان به په ډېر لرې راتلونکي کې هم دغه موقعیت وساتي، خو د دې لپاره چې افغانستان له خپلې تاریخي اقتصادي اتکا څخه ووځي، باید دوه کارونه وکړي – زما مطلب دا دی چې مشران او ځواکمن باید دا دوه کارونه ترسره کړي: یو دا چې لایف سټایل یا د خپل ژوند طرز بدل کړي، د افغانستان هر وګړی باید دا کار وکړي. هر څه چې دي – یعني هر ډول غیر افغاني اتکا – باید بدلون ورکړي؛ بل دا چې، د ځان بسیاینې او ازادۍ لپاره باید هغه یا دغه هېواد ته د مراجعه کولو پر ځای د افغانستان خلکو ته مراجعه وکړي. هر هغه څوک چې د مشرۍ دعوه کوي او یا غواړي چې په راتلونکي کې د مشرتابه ادعا وکړي باید د افغانستان خلکو ته مراجعه وکړي. د افغانستان خلک باید د افغانستان د ټولنې او سیاست رښتیني مالکان شي. دا کار باید ترسره شې.

د افغانستان نخبه ګانو، د افغانستان سیاسي مشرانو په شعوري او په ځینو مواردو کې په لاشعوري ډول د بهرنیو قدرتونو اجنډا عملي کړه؛ هغه اجنډا چې د مثال په توګه د غور او دایکنډي د بېوزلو خلکو په ژوند کې يې هیڅ مثبت بدلون نه دی راوستلی او نه به يي راوستلای شي. یوازې ستونزه یي زیاته کړه. د تاریخ په اوږدو کې بله ستونزه پر کابل باندې تر حد ډېر تمرکز دی. د افغانستان نخبه ګان او سیاسي مشران باید پر کابل له ډېر تمرکز څخه راووځي او نورو کلیو او سیمو ته پام وکړي. البته، په خپله کچه، ما هڅه وکړه چې دا مساله په معرفتي او موضوعي ډول عملي کړم. ما تاسو ته وویل چې زه لاړم غور مې مطالعه کړ او اوس يې هم مطالعه کوم. ما هڅه وکړه چې پوه شم چې په کلي کې زموږ تاریخ څه دی، په ورته ډول، هرڅوک باید له کابل څخه ووځي او په اطراف تمرکز وکړي.

اوسنی وضعیت

شیشه میډیا: د افغانستان د بهرنیو چارو د پخواني وزیر ډاکټر دادفر سپنتا په وینا، د افغانستان اوسنی وضعیت داسي دی، لکه يو ارتجاعي انقلاب چې پکې رامنځته شوی وي او دغه ارتجاعي انقلاب افغانستان څو سوه کاله شاته بوولی وي. د هغو مطالعو له مخې چې تاسو کړې دي، تاسو فکر کوئ چې دا وضعیت څومره ثابت او بنسټی دی؟

راسخ: ښه، لومړی باید ووایم چې زه دا نه منم چې د افغانستان اوسنی وضعیت ډېر ارتجاعي او شاته تلوونکی دی. د اوسني حکومت له حالت او بڼې سره سره، زه په خپل فکر او مطالعاتو کې له دې نتيجه ګيري سره موافق نه يم. موږ د افغان انسان د فکر، ټولنې او تفکر د پرمختګ په یوه لوی او نوي امتحان کې یو.

زه به د ټوکې په ډول یوه کیسه درته وکړم. زه د چا نوم نه اخلم ځکه چې دا کیسه ما ته یو چا شخصي کړې ده. دغه کس د افغانستان د خلق ډیموکراتیک ګوند په حکومت کې اوږده سابقه درلوده. هغه وويل، چې د دوی د واکمني پر مهال دوی له دين سره د لېوالتيا د کمولو هڅه وکړه، خو و نشوه، مګر په افغانستان کې د اسلامپالو ځواکونو واکمني د دې لامل شوه، چې يو شمېر خلک دين پرېږدي. حقیقت دا دی چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی. دا یو حقیقت دی. موږ باید په هغه ټولنه کې د دین، روحانیت او دیني هویت له ستر ارزښت سره اشنا و اوسو. اوسني واکمنان هم باید پر دې پوه شي چې دوی د ټولنې له دغه ستر ارزښت سره څه کوي، خو په هر صورت زه پر دې باور یم چې د افغانستان خلک د پرمختګ په حال کې دي او ډاکټر سپنتا ته له درناوي سره سره، که څه هم زه د هغه له کارونو سره بلد نه یم، خو د امریکا له وتلو وروسته په افغانستان کې د نوي ټولنیز- سیاسي پرمختګ په اړه د هغه له توضیحاتو او پایلو سره موافق نه یم.

همدا اوس په منځني ختیځ کې ځینې هېوادونه په داسې حالت کې دي چې ارتجاعي ورته ویل کېدای شي. که موږ د روحانیونو حاکمیت او ځواک ته د یوې ستونزې په توګه وګورو، دا یوه د بحث وړ او جنجالي مساله ده، چې په اړه يې هیڅ همغږي نشته. که تاسو ستونزه د بېلګې په توګه، په مذهب، معنویت او روحانیت کې ګڼئ، دا يو طرز فکردی او نور شته چې بل ډول فکر کوي. نن د ایران په شان په یوه لوی هېواد کې د ملايانو او روحانیونو حکومت لرئ، د افغانستان په څیر په یوه لوی هېواد کې يې هم لرئ، زما په اند افغانستان ډېر لوی دی، څلوېښت میلیونه نفوس او بې ساري موقعیت لري.

زما خپل نظر دا دی چې موږ بايد د اسلام دین او نوې سیاسي- ټولنیزې پیښې ته چې په افغانستان کې رامنځته شوې ارتجاع و نه وايو. دا د یوه نوي رژیم واک ته رسېدل دي. په انساني ټولنه کې د نوي رژیم جوړېدل او واک ته رسېدل څنګه يو ارتجاعي حالت دی؟ زه فکر کوم چې د ډاکټر سپنتا دریځ د روشنګري یوه کلاسیکه وینا ده. د رومي امپراتوري په تاریخ کې، د هغو خلکو په فکر ‎چې په رومي امپراتوري کې يې ژوند کاوه، ښار او ښاري ژوند د تمدن په مانا دی. د دوی د فکر له مخې، کله چې تاسو په ښار کې ژوند کوئ؛ نو یو کامل انسان یاست. په افغانستان کې د کلي او ښار تر منځ ژور تضاد شته. دا مساله ډېره جدي ده، خو د بشرپوهنې نوې څېړنې ښيي، چې دا معرفت پوهنه چې په افغانستان کې يو ډول سیاسي – ټولنیز بدلون ارتجاعي دی او یو بل ډول انقلابي او موډرن، که ناسم هم نه وي، ډېر دقیق او سم نه دی.

شیشه میډیا: وبښئ، له ارتجاعي څخه د دوی منظور دا دی چې اوس په افغانستان کې د ښځو تعلیم منع دی. ښځې له عامه ځایونو څخه لرې کړل شوې دي، د دوی عامه حضور منع دی، د افغانستان د عامو خلکو اساسي حقونه تر پښو لاندې شوي دي، مدني ټولنې ځپل شوې دي، هغه لاسته‌راوړنې چې په تېرو شلو کلونو کې وې له منځه تللې دي. یو ډېر افراطي ایډیالوژیکي حکومت واکمن شوی دی او د دې هېواد د د موډرن کولو سل کلنه هڅه تقریباً له ماتې سره مخ ده. ښاغلي سپنتا له دې نظره، دغه وضعيت ته ارتجاعي وايي. نظر مو څه دی؟

راسخ: ما د دوی وضعیت بشپړ درک کړ. لکه څنګه چې ما وویل، دا د روښنګرۍ موډرن او کلاسيک نظر دی. دا یو نظر دی چې باید وا يې ورئ، پرې پوه شئ او درناوی يې وکړئ؛ خو ښه بشپړه او بې نقصه خبره نه ده. د هرچا نظر نه دی. حقیقت دا دی چې افغان میرمنې او نجونې چې نن له دې حالت سره مخ دي‎، دا د هغوی لپاره نوې نه دی. زما موخه دا نه ده چې ووایم په افغانستان کې د ښځو اوسنی حالت د منلو وړ دی یا دا هغه څه دي چې دوی یي باید بیا تجربه کړي، ځکه چې دوی د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ژوند تجربه لري، خو له دې پخوانۍ او اوسنۍ تجربې سره سره افغان ښځو پرمختګ کړی دی؛ البته تر هغه وروسته چې فرصت ورته مساعد شوی دی. اوس مهال د ښځو پر زده کړو او کار بندیز د یوه داسې رژیم پالیسي ده چې واک یې په لاس کې اخیستی دی، نه د افغان انسان ټولنیزه او وجودي مساله.

زه باور لرم چې د افغانستان خلک د پرمختګ په حالت کې دي، سره له دې چې طالبان پر افغانستان واکمن دي او خپلې تګلارې لري. زما په اند هره پېښه د انسان د فکر او انساني ټولنې د پرمختګ لامل کېږي. په تاریخي لحاظ ټول انقلابونه او جګړي د انسان د پرمختګ لامل شوې دي. البته، جګړه د اخلاقو او انساني احساساتو له نظره یوه جدي ستونزه ده او د افغانستان د مسالې په اړه زما سیاسي او فکري دریځ دا دی چې په سیاسي او انساني تعامل کې باید تاوتریخوالی پرېښودل شي.

د افغانستان د عامو خلکو تاریخ

شیشه میډیا: د دې خبرو د وروستۍ پوښتنې په توګه غواړم دا پوښتنه مطرح کړم چې تاسو د مرحوم غبار په اړه یادونه وکړه او بیا مو وویل چې د افغانستان د عامو خلکو تاریخ یا هغه څه چې پر يو عادي افغان انسان تېر شوي دي، تر اوسه نه دي لیکل شوي. ویل کېږي چې غبار لومړی کس و چې د افغانستان د تاریخ یو ولسي راپور يې وړاندې کړ او هڅه یې وکړه چې په دغه راپور کې د افغانستان د عامو خلکو رول روښانه کړي، د هغوی کیسې ولیکي او د تاریخ په اوږدو کې د هغوی رول څرګند کړي. د هغه وخت نورو تاریخپوهانو لکه عبدالحی حبیبي یا احمد علي کوهزاد به رسمي پروژې تطبیق او تعقیبولې. د افغانستان د عام ولس تاریخ ولې تر اوسه نه دی لیکل شوی؟ اصلاً په دې برخه کې د غبار رول څه وو او په دې برخه کې باید څه وشي؟

راسخ: زه یوه لنډه لیکنه لرم چې په هغې کې مې تشریح کړې ده چې د افغانستان د عامو خلکو تاریخ لا هم نه دی لیکل شوی. البته اوس وضعیت بل ډول دی. اوس د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو په پوهنتونونو کې د افغان تاریخ څېړونکي، نارینه او ښځینه، افغانان او غیر افغانان هڅه کوي چې دغه تشه ډکه کړي. زما موخه دا ده چې تاریخ د جګړې او تاوتریخوالي او د واک د لاس په لاس کولو تر موضوع ور واړوو او د عامو خلکو رول ، ګډ انساني تعامل ، ښکلې انساني اړیکې او داسې نورې مسالې برجسته کړو. موږ باید تاریخ له دربار څخه راوباسو. مرحوم غلام محمد غبار په خپل کتاب «افغانستان د تاریخ په لاره کې» دا هڅه کړې ده. زما په اند غبار هڅه وکړه چې د افغانستان تاریخ له دربار څخه افغاني ټولنې ته انتقال کړي. له همدې امله يې پر اقتصادي تعاملاتو، بېوزلۍ، بدبختيو او انساني اړيکو زيات تمرکز وکړ.

البته، زما مطلب دا نه دی چې د دربار تاریخ له پامه وغورځوم. دربار هم تاریخ لري او سړی باید پرې پوه شي او درک يي کړي. زما په اند لومړی باید د افغانستان د خلکو له یو نسل سره د تاریخي پوهې د مسلکي زده کړو په برخه کې مرسته وکړو. زموږ او تاسو د دې مرکې مخاطب اکثره لوستي خلک دي. موږ باید دوی ته د افغانستان د تاریخ مهمې او بډایه سرچینې معرفي کړو، چې دوی نور مغشوش نشي. موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې دوی په دې مغشوش نشي چې تاریخ تکرار شو او تاریخ هم همدا دی.

پاتې دې نه وي چې افغانستان د نړۍ له هغو بشري جغرافیو څخه دی چې ډېر تاریخي اسناد یې موندل شوي او لا هم موندل کېږي. موږ د افغانستان د جغرافیې په اړه ډېر تاریخي اسناد لرو. د بېلګي په توګه هغه اسناد چې د «جلال آباد له هډې» په لاس راغلي دي، د افغانستان اکثره خلک يې په اړه معلومات نه لري. دغه اسناد یوازې د «جلال آباد له هډې» څخه ترلاسه شوي. تاسو په افغانستان کې د بودا تر ټولو سترې مجسمې درلودې. دا ډول مجسمې په چين کې هم نشته. د مثال په توګه، تاسو په کابل کې باغ بابر لرئ؛ دا پخپله یو تاریخي مستند دی.

خپلې خبرې په څو وروستیو ټکو پای ته رسوم؛ هغه تاریخي پوهې ته د افغانستان د خلکو اړتیا ده.

لومړی، موږ باید خپل تاریخي متنونه او سرچینې ځوان نسل ته ور وپېژنو. باید پر دې موضوع باندې کار وشي. دوهم، د افغانستان هغه خلک چې په بهر کې دي کتابتونونو او څېړنیزو مرکزونو ته لاسرسی لري. دوی انګلیسي، فرانسوي، روسي، اردو، ترکي او عربي ژبو ته لاس رسی لري. دوی باید لاس پکار شي، ولولي او پوه شي چې بهرنیانو د دوی په اړه څه لیکلي دي. دوی خپل هېواد څنګه مطالعه کړی؟ زما په تېر ۱۵ کلن تعلیمي او څېړنیز ژوند کي یو لومړیتوب همدا موضوع وه.

په همدې حال کې په امریکا کې یوه بوډا افغان کډوال له ما څخه د افغانستان د تاریخ په اړه یوه ډېره مهمه مسلکي پوښتنه وکړه. کله چې د پنسلوانیا پوهنتون ته لاړم، یو چا هغه ته ور وپېژندلم او ورته ویې ویل چې نوم یې جوان شیردی، له افغانستان څخه راغلی دی او تاریخ مطالعه کوي. ما هم ورته وویل چې زه په امریکا کې د افغانستان تاریخ مطالعه کوم. بوډا وویل ډېره عجیبه ده؛ ايا تاسو په امریکا کې د افغانستان تاریخ مطالعه کوئ؟ ويې ويل: ډېره عجيبه ده. هغه څه چې هغه سړي وویل، په شخصي توګه يې وویل، خو دا یو حقیقت هم دی. کله چې زه وایم چې موږ باید د افغانستان تاریخ ته ور ستانه شو، په بهر کې له خپل شتونه ګټه واخلو او د افغانستان په تاریخ پوه شو. موږ باید پوه شو چې د نړۍ او سیمې د تاريخ په لویو ادبیاتو کې د افغانستان خلک څنګه مطالعه شوي دي. لکه نن چې موږ د هند پېژندنې مطالعات لرو، د پاکستان مطالعات او د ایران پېژندنې مطالعات لرو، موږ باید د افغانستان د مطالعاتو په پیاوړتیا او د افغانستان په دننه او بهر کې له موضوعي پلوه د هغو په بډایه کولو کې مرسته وکړو.

شمالي امریکا او اسټرالیا اوس د دوی د خاورو د اصلي اوسېدونکو تاریخ مطالعه کوي. د دې سیمو د مظلومو بومي اوسېدونکو پر وړاندې شوې نسل وژنه مطالعه کېږي. نور د امریکا په معتبرو پوهنتونونو کې د جورج واشنګټن بریا – چې د امریکا لومړی ولسمشر و – ډېره نه مطالعه کېږي. اوس د امریکا د متحده ايالاتو د پوهنتونونو د تاریخ په څانګو کې د متحده ايالاتو ایجاد يوازې د د سپین پوستو اروپايانو له نظره نه مطالعه کوي، چې فلانی د امریکا پلار دی، فلانی د امریکا نیکه دی؛ که تاسو د دې شیانو د مطالعه کولو اراده لرئ، دوی آن تاسو په درسي پروګرامونو کې نه شاملوي.

تاسو ځئ د هغه ظلم، بېوزلۍ او نسل وژنې په اړه مطالعه کوئ چې پر مظلومو بوميانو تېر شوي دي. اوس په شمالي امریکا او استرالیا کې د بوميانو د تاریخ د مطالعې یوغورځنګ کار کوي. هغه نژادپرستي چې د تور پوستو پروړاندې شوې ده، مطالعه کوي.

همدارنګه، باید د افغانستان د تاریخ له شخصي کولو او وسیلې جوړلو څخه ډډه وکړو. په رسنیو او سیاسي خبرو کې زه ګورم چې دوی نه یوازې د تاریخ د شخصي کولو هڅه کوي، بلکې یوه وسیله هم ترې جوړوي. دوی د سیال د ماتولو لپاره له تاریخ څخه یو ډول وسله جوړوي څکه چې دا زما د قوم تاریخ دی، دا ستا د قوم تاریخ دی. دا سمه ده چې تاریخ په انسانانو پورې اړه لري، خو خپله قاعده، حساب او کتاب لري. تاریخ خپل تعاملات لري، ډېر نور معرفتي مسایل لري. په تاریخ کې سمه ده چې ظالم دی او مظلوم دی، خو تاسو څنګه د انسان کړاو اندازه کولای شئ؟ په خوست کې د وژل شوي کس د ماشومانو درد او په غور کې د وژل شوي کس د ماشومانو کړاو ښايي یو شان وي، خو تاسو نشئ کولای هغه لږ او ډېر کړئ. هغه مور چې نن یې په اندراب کې خپل بچي له لاسه ورکړي دي او هغه مور چې پرون یې په هلمند کې خپله ناوې او زوی په بمبارۍ کې له لاسه ورکړل، بې اندازې کړېږي او دردیږي. تاریخ به د دوی دردونه او کړاونه څنګه لیکي؟

زه به خپلې خبرې په دې ټکي پای ته ورسوم چې په تاریخي لحاظ که وګورو د افغانستان د ډېرو سیمو خلک یو وخت د کابل د بومي خلکو په وژلو کې ښکیل وو. موږ د افغانستان خلک باید پوښتنه وکړو چې د کابل اصلي خلک چېرته دي؟ هغوی اوس د یو اقلیت، د اقلیت اقلیت دي. په اوسني کابل کې يې نه هویت پاتې دی، نه يي کلتور پاتې دی، نه يې کوڅې پاتې دي او نه يي نور څه پاتې دي او هلته هغه خلک ژوند کوي چې د افغانستان له نورو سیمو راغلي دي. که څه هم دا د کابل په لوی بشري تاریخ کې کومه نوې خبره نه ده، خو زه بیا هم وایم چې د افغانانو پېچلي تاریخ ته باید په بده سترګه ونه ګورو، او اصلاً له تاریخ سره د وسیلې په توګه چلند و نه کړو او هغه شخصي او قومي نه کړو. هغه شیان چې په تاریخ کې پېښ شوي او ثبت شوي دي، هرڅه لیکل کېږي، خو دا چې په پای کې موږ د افغانستان د واکمنانو تاریخ وايو، که د افغانستان د عامو خلکو تاریخ، دا د تاریخ پوهانو او په پای کې د افغانستان د خلکو پرېکړه ده. زما هڅه دا ده چې څومره کولای شم، د عامو خلکو په اړه خبرې وکړم.

شیشه میډیا: مننه استاده چې وخت مو راکړ او په دې مرکه کې مو ګډون وکړ.

Share via
Copy link