Image

د کابل او هرات اختلافات زموږ د ماتې سبب شول

له جنرال محمد ظاهر عظیمي سره د شیشه میډیا خبرې اترې

د شفاهي تاریخ پاډکاست

مرکه کوونکی: فردوس کاوش

ټولو هغو کسانو ته سلامونه چې له شیشه میډیا څخه دا مرکه اوري او لولي. د پرله پسې مرکو په دې لړ کې، دا ځل د افغانستان «شفاهي تاریخ» د یوې مهمې او حساسې برخې په اړه، چې د تېرو ۴۲ کلونو د تاریخ اړوند کېږي، له ښاغلي جنرال محمد ظاهر عظیمي سره خبرې اترې لرو. د تاریخ دغه حساس او مهم پړاو له۱۹۹۴کال څخه پيل او په۱۹۹۵ کې پایته رسېږي. په دې مرکه کې له جنرال عظیمي سره هغو بدلونونوته تم کېږو، چې د ۱۹۹۴او۱۹۹۵کلونو ترمنځ د افغانستان په سویل لویدیز کې رامنځته شوې او په ورپسې کلونو او لسیزو کې يې لویو بدلونونو ته زمینه برابره کړه.

په۱۹۹۴کال کې په کندهار کې د طالبانو تحریک رامنځته شو او وفادارو ځواکونو یې په۱۹۹۵کې د هرات په ګډون د افغانستان ټول سویل لویدیز ولایتونه ونیول. د ۱۹۹۵کال په لومړیو میاشتو کې داسې تصور کېده، چې د هرات د هغه مهالي د والي او سرلښکږ امیر محمد اسماعیل خان مجهز ځمکني او هوایي ځواکونه به د طالبانو تازه رامخې ته شوی تحریک سره وپاشي او د هلمند او کندهار کنټرول به په لاس کې ونیسي، خو جګړه د طالبانو تازه رامنځته شوي، نامجهز، نا پېژندل شوي او له ماتې سره مخ تحریک وګټله. هغوی د هرات او نورو سویل لویدیزو ولایتونو ځواکونه په داسې حال کې مات کړل، چې د دغو ولایتونو ځواکونو پرمختللي نظامي امکانات، کافي مهمات، هوایي ځواکونه او مجرب قومندانان لرل. له همدې امله، د ۱۹۹۵ د اوړي په پای کې د طالبانو بریالیتوب او د هرات سقوط ټولو ته حیرانونکی و. د دغې نه باورېدونکې پېښې تر شا کوم راز و؟

د طالبانو رامنځته کېدل او په ۱۹۹۵ کې د دوی له لوري د سویل لویدیزو ولایتونو نیول، تر اوسه د ډېرو لپاره یوه معما ده او د دغې معما تر شا شته رازونه لا هم نه دي افشا شوي.ښاغلی جنرال ظاهر عظیمي د هغه مهال يو عیني شاهد دی.هغه له۱۹۹۲څخه تر۱۹۹۵پورې د هرات نظامي کمیسار و. ښاغلی عظیمي هغه مهال د سویل لویدیز په پوځي تشکیلاتو کې، یو کلیدي او تصمیم نیونکی کس و. جنرال عظیمي په دې مرکه کې هڅه کوي، چې د هرات د ۱۹۹۵ د سقوط رازونه وسپړي. هغهسربېره پر دې، چې د جګړې د میدان سړی دی، قلموال هم دی. په ۱۹۹۸کال کې يې د« طالبان چگونه آمدند؟» په نوم یوه رساله لیکلې، چې د هراتد۱۹۹۵سقوط یې پکې بیان کړی دی. دا د طالبانو د تحریک له جوړېدو وروسته، د دوی په اړه لومړی لیکل شوی کتاب و. د طالبانو په اړه د پاکستان د مشهور ورځپاڼه لیکونکي احمد رشید کتاب، چې نړیوال شهرت لري، د جنرال عظیمي د یادې رسالې تر چاپ دوه کاله وروسته فارسي ته ژباړل شوی او خپور شوی دی. دا مرکه، په واقعیت کې د افغانستان د تېرو ۴۲ کلونو د یوه مهم تاریخي پړاو د شفاهي تاریخ د ثبت یوه برخه ده.

د ښوونځي دوران، پوهنتون او عسکري

شیشه‌ میډیا: ښاغلی جنرال عظیمي، که لومړی مهرباني وکړئ او د ځان په اړه ووایئ، چې له ماشومتوبه بيا په ۱۹۹۲ کې د هرات د نظامي کمیسارۍ تر واټن مو څنګه وواهه ؟ چېرته وزېږېدئ؟ کورنۍ مو په کوم وضعیت کې وه؟ څنګه مو عسکرۍ ته مخه کړه او د سیاسي فعالیتونو کیسه مو څه وه؟

جنرال عظیمي: اجازه راکړئ، چې لومړی تاسې او ستاسې د دې مرکې لیدونکو او اورېدونکو ته سلام او درناوی وړاندې کړم. زه د ۱۳۳۳ د عقرب په ۱۵ مه د هرات په ښایسته ښار کې، چې ځان غوندې را ته ګران دی، نړۍ ته راغلم. لومړنۍ، منځنۍ او د لېسې زده کړې مې په هرات کې وکړې. د لېسې د زده کړو پر مهال په ۱۳۴۹ کې لنډه موده بندي شوم. هغه مهال د هرات د ښوونځیو یو شمېر زده کوونکي بندیان شول، چې زه هم پکې وم. وروسته له دې، چې له لېسې فارغ شوم، د ادبیاتو پوهنځی مې د لیسانس تر کچې په ایران کې ولوست. په ادبیاتو پوهنځي کې مې وروستی کال و، چې ایران کې د انقلاب اعتراضونه او لاریونونه پراخ شول. په همدې وخت کې، د ایران د انقلابي غورځنګ د نارامیو له امله پوهنتونونه وځنډول شول. له همدې امله مې له فراغت سره سره له پوهنتون څخه د فراغت اسناد ترلاسه نه کړای شول، دا اسناد مې بیا وروسته ترلاسه کړل.

له زده کړو وروسته، چې افغانستان ته راغلم، متوجه شوم، چې له پوځي مسایلو سره خاصه لېوالتیا لرم. د هرات د ۱۳۴۹- ۱۳۵۰ کلونو لاریونونو ، چې له امله یې د هرات د ښوونځیو ډېر زده کوونکي او محصلان نیول شوي وو، زما پر روحیې یې ډېر بد اغېز کړی و. هغه مهال یوازې زموږ د ښوونځي ۳۰۰ زده کوونکي بندیان شوي وو، چې ځینې یې په څو میاشتو کې ازاد شول، خو یوه لږه برخه یې تر ډېره وخته بندیان وو. له پوځي مسایلو سره د همدې لېوالتیا له مخې، له ایران څخه هېواد ته تر ستنیدو وروسته، د پاراشوټ له ۲۴۲ قطعې سره یو ځای شوم. په دغه قطعه کې مې د افسرۍ یو کورس ولوست، چې نوم یې د کومانډو او پاراشوټ مکتب و. په دغه کورس کې زموږ روزنکي روسان وو. د کورس له پای ته رسولو وروسته، رسماً د پاراشوټ په همدغه ۲۴۲ قطعه کې د اردو افسر شوم.

د افسرۍ پر مهال ما له معاون سید مجید آغا (مجید کلکاني) سره، چې په معاون نعیم مشهور و، راشه- درشه لرله. معاون له نعیم موږ سره کورنۍ اړیکې لرلې. مجید آغا او معاون نعیم دواړه په شپیتمو لمریزو کلونو کې اعدام شول. معاون نعیم په ۱۳۵۸ کال کې یوه ورځ راسره ولیدل او د وسلې غوښتنه یې وکړه. هغه وویل، چې د دوی سازمان یو شمېر وسلو او مهماتو ته اړتیا لري. دوی «بی‌دیپچک» کلاشینکوفونو ته، چې په عامه اصطلاح یې «قاتکي» ورته ویل، اړتیا لرله. هغه مهال یوازې د پاراشوټ ۲۴۲ مې قطعې، کومانډو قطعې او یوې قطعې، چې د ارګ د ساتنې لپاره جوړه شوې وه، دا ډول کلاشینکوفونه لرل. د اردو نورو قطعو او جزوتامونو دغه وسله نه لرله.

معاون نعیم مې د خاله زوی و. د هغه د فشار له امله مې یوه اندازه هماغه «قاتکي» کلاشینکوفونه په پټه و ايستل او دوی ته مې ورکړل. وروسته، چې کله له ډیپو څخه د وسلې ایستل روښانه شول، تور یې پر ما پورې شو او ټولو شک را باندې وکړ. سره له دې، چې زه خپله هم په قطعه کې په دې اړه د جوړ شوي تحقیقاتي پلاوي غړی وم، ځکه هغه مهال د پاراشوټ په ۲۴۲ قطعه کې د ځوانانو د سازمان منشي وم. پلاوی دې پایلې ته ورسېد، چې د وسلو په ایسلتو کې صلاحیت لرونکي کسان او د شپې په ګزمه وتلي، خامخا لاس لري. په دې لړ کې، زه هم د احتمالي تورنو کسانو په ډله کې وم. سره له دې، چې زما پر ضد چا باوري سند نه درلود، خو نور عوامل وو چې زما په اړه شکونه او بدګومانۍ زیاتې شوې. یو دلیل دا و، چې زه هراتی وم او د حوت د ۲۴ مې پاڅون، چې تازه ځپل شوی و، د ټولو هراتیانو په اړه یې د وخت په رژیم کې بدګوماني پيدا کړې وه. له بلې اخوا، زه فارسي ژبی وم. هغه مهال، د قومي او ژبنیو بحثونو له تودېدو سره، فارسي ژبي توب هم تاسې په شکمنو کسانو کې راوستلئ. په نورو صلاحیت لرونکو کسانو کې هیڅوک هراتی او فارسي ژبی نه و. زه له ځان سره دې پایلې ته ورسېدم، چې د موضوع تر لا ژورتیا مخکې، باید یوه حل‌لاره ومومم. په همدې دلیل مې په اردو کې دنده پرېښوده او په پټه هرات ته راغلم. هرات ته زما له راتلو سره هم‌مهاله، مې د ماما یو ملګری، گل محمد تیزان هم هرات ته راغی. د هغه په مرسته او هڅونه د جهاد له لیکو سره یو ځای شوم. تر هغې، چې روسان وو، په مستقیم ډول په عملياتو کې دخيل وم، له روسانو وروسته مې په هیڅ ډول عملیاتو کې عملاً ګډون و نه کړ، خو په نا مستقیم ډول پوځي فعالیتونو کې ښکېل وم. وروسته جهاد پای ته ورسېد او نورې پېښې رامنځته شوې.

شیشه‎ میډیا: ښه، ښاغلی جنرال عظیمي، وبښئ. د دې لپاره چې خبره ښه واضحه شي، غواړم یوه پوښتنه وکړم او بيا وروسته د روسانو تر وتلو وروسته پړاو ته لاړ شو. تاسې وویل چې په ۱۳۴۹ کې په هرات کې لاریون شوی و، که تېروتی نه یم، تاسې په ۱۲ ټولګي کې وئ. د دې لاریون کیسه څه وه؟

جنرال عظیمي: نه، په ۱۲ ټولګي کې نه وم. تر دې په ښکته ټولګي کې وم. هغه مهال په ټول افغانستان کې د محصلانو او د ښوونځیو د زده کوونکو له لوري د وخت د حکومت پر خلاف لاریونونه کېدل. په هرات کې هم، د هماغې لړۍ په لړ کې لاریونونه وشول او هغه مهال د خلق ډيموکراتيک ګوند یو مشهور کادر عبدالخالق پکې ووژل شو. د عبدالخالق وژل کېدل د ډېرو زده کوونکو د بندي کېدو یو دلیل و. ‎ويلای شم چې په هرات کې د ۱۳۴۹ لاریون تر ډېره مائویستانو یا شعله یانو رهبري کاوه.

شیشه‌ میډیا: تاسې ویل، چې تر دولسم په ښکته ټولګي کې وئ. حتماً به لسم یا یوولسم کې وئ. هغه مهال مو له کوم سیاسي لوري سره لېوالتیا درلوده؟

جنرال عظیمي: هغه مهال مې د نوې ځوانۍ دوره وه. ویلای شم، چې هغه مهال د افغانستان په لویدیز کې د ټولو سیاسي مبارزو مشري له شعله‌ی جاوید سره وه.

شیشه‌ میډیا: تاسې د شعله‌ی جاوید جریان له یوه سازمان سره تړاو درلود، لکه: د «رهایی‎ي» یا «ساما» غړیتوب مو درلود، که مو يې یوازې ملاتړ کاوه؟

جنرال عظیمي: غړی یې نه وم، خو هغه مهال ډېر نوي ځوانان د همدغه جریان او د دوی د لاریونونو پلویان وو. داسې لږ پېښېده چې د نهمو، لسمو، یا یوولسمو ټولګیو زده کوونکي د کوم ګوند یا سیاسي سازمان رسمي غړیتوب ترلاسه کړي. دوی اکثره د سیاسي جریانونو پلوي کوله، غړیتوب یې نه پکې اخیست.

شیشه‌ میډیا: تر فراغت وروسته بیا ادبیاتو پوهنځي ته لاړئ. په تهران پوهنتون کې وئ؟ 

جنرال عظیمي: نه، د شیراز پوهنتون کې وم. 

شیشه‌ میډیا: د پوهنتون په وروستي کال مو په ایران کې انقلاب وشو؟

جنرال عظیمي: انقلاب نه و شوی، خو انقلابي لاریونونه، اعتصابونه او اعتراضونه اوج کې وو. له همدې امله پوهنتونونه په بشپړ ډول وتړل شول. سره له دې، چې پوهنتونونه د کوم رسمی ارګان له لوري نه وو تړل شوي، خو د دغو لاریونونو سراسري کېدل او د فضا انقلابي کېدل، د تعلیمي او تحصیلي مرکزونو د تړل کېدو سبب شول.

شیشه‌ میډیا: پر دې اساس، تاسې د ایران تر انقلاب مخکې بېرته هرات ته ولاړئ؟

جنرال عظیمي: هو. انقلاب ته اته – نهه میاشتې پاتې وې.

شیشه‌ میډیا: ښه. د راستنېدو پر وخت مو، د ثور د اوومې پېښه شوې وه کنه؟

جنرال عظیمي: نه. د ثور د اوومې کودتا لا نه وه شوې. 

شیشه‌ میډیا: کله چې عسکرۍ ته تلئ هغه وخت به نو حتمي د ثور د اوومې کودتا شوې وه او د تره‌ کي حکومت به و؟

جنرال عظیمي: نه. کله چې زه عسکري ته تلم او سرتېری شوم، د ثور د اوومې کودتا وشوه. د کودتا ورځ مې په یاد ده. د کودتا پر ضد مې رول هم ولوباوه. زموږ قطعه یانې د پاراشوټ ۲۴۲ قطعه، د داوود خان په ملاتړ میدان ته ووته. هغه مهال جګړن سلطان محمد خان د پاراشوټ د ۲۴۲مې قطعۍ قوماندان و. زموږ قطعه میدان ته ووته، خو تر اقدام مخکې، د ۷ مې فرقې د اړوندو قطعاتو له لوري محاصره شوه.

شیشه‌ میډیا: د پاراشوټ قطعې قرارګاه دقیقاً چېرته وه؟ 

جنرال عظیمي: په ۱۳۵۷ کال کې، چې کله موږ وو، د پاراشوټ قطعه په مهتاب قلعه کې وه. د توپچي ۸۸ یمه قطعه هم، چې د وخت د اردو یوه پياوړې قطعه وه، په مهتاب قلعه کې وه. حربي ښوونځی هم هلته و، چې تراوسه هملته دی.

شیشه‌ میډیا: تاسې وویل، د مهتاب قلعه قلطعاتو چې کله غوښتل د داوود خان په ملاتړ میدان ته راشي، محاصره شول؟

جنرال عظیمي: هو. د پاراشوټ ۲۴۲مه قطعه د داوود خان په ملاتړ ووته. کله چې له قرارګاه بهر شوو، زه د قطعې له قومندان، جګړن سلطان محمد خان، سره د هغه په موټر کې یو ځای سپور وم. د جګړن سلطان محمد خان پلار په بالاحصار کې د کومانډو قطعې قومندان و. هغه د کودتا په پيل کې د کودتاچیانو له لوري ووژل شو. موږ تر دې مخکې چې حربي ښوونځي ته نږدې ورسېږو، د قطعې قومندان له موټر څخه پلی شو او وتښتېد. تر هغه وروسته قطعه بېرته قرارګاه ته را وګرځېده.

شیشه‌ میډیا: قرارگاه د کودتا په شپه هوایي بمبار نشوه؟ 

جنرال عظیمي: د پاراشوټ ۲۴۲مه قطعه بمبار نشوه، خو د توپچي ۸۸مه قطعه، له دې امله چې پر اوومې او اتمې فرقو او ځینو نورو سیمو یې ډزې کړې وې، بمبار شوه.

شیشه‌ میډیا: تر ۱۳۵۸وروسته، چې له قطعې څخه په وسلې ویستو تورن او ونیول شوئ، د قطعې د ځوانانو سازمان منشي هم وئ، یانې له خلق ډيموکراتيک ګوند سره ملګري شوي وئ؟

جنرال عظیمي: هو. خو و نه نیول شوم. کله چې وسله له قطعې څخه و ایستل شوه، له دغو وسلو څخه یوه ميل یې په خیرخانې کوتل کې امنیتي ځواکونو له یوه وسلوال څخه ظبط کړه. کله، چې وسله ترلاسه شوه، ژر معلومه شوه، چې د کومې قطعې اړوند ده. معلومه وه، چې «قاتکي» کلاشینکوفونه یا د پاراشوټ ۲۴۲ مې قطعې سره دي، یا د کومانډو له ۴۴۴مې قطعې سره. د دې دلیل دا و چې د کابل نورو قطعاتو د کلاشینکوف دا ډول وسلې نه لرلې. وروسته روښانه شوه، چې دا وسلې د پاراشوټ د ۲۴۲ قطعې اړوند دي. یو پلاوی وټاکل شو، چې پکې زموږ د قطعې سیاسي آمر، کندل خان یا قنددل خان و، چې ننګرهاری و، زه وم او دغه راز د وسلو د ساتلو آمر یا د قطعې د وسلو د حفظ و مراقبت آمر و. څېړنې روانې وې او نږدې وه چې پړ کس، یانې زه مشخص شم. ما ته له دې امله چې فارسي ژبی او هراتی وم، خپل موقعیت کمزوری ښکاره شو. له همدې امله له اردو ووتم او هرات ته لاړم.

شیشه‌ میډیا: که څه هم د ثور د اوومې د کودتا په لومړي کال هغو کسانو ته، چې تازه په حاکم ګوند کې جذب شوي وو، ډلبندۍ ډېرې روښانه نه وې، ستاسې ډله هم حتماً روښانه نه وه، چې په خلقیانو که په پرچمیانو کې یاست؟

جنرال عظیمي: نه. د خپلو معلوماتو او قلم له امله، زما د ګوند غړیتوب ومنل شو.ما د ګوند د غړیتوب مخينه نه لرله، له همدې امله په کومه ډله کې هم نه وم. البته، زه له دې امله چې د دوی په فکري مسایلو کې مې معلومات لرل، د قطعې د ځوانانو سازمان منشي وټاکل شوم. دا ټاکنه مې په ګوند کې د غړیتوب له مخينې سره تړلې نه وه.

شیشه‌ میډیا: تاسې ایران کې ادبیات لوستي وو او کله چې بېرته هېواد ته راغلئ، د هغه مهال د قوانینو مطابق اردو ته لاړئ او عسکر شوئ؟

جنرال عظیمي: هو. زه چې عسکر شوم، لا داوود خان په واک کې و. د عسکرۍ دورې د تېرولو لپاره مې شرایط برابر ګڼل.

شیشه‌ میډیا: د هغه مهال د عسکري مکلفیت د قانون له مخې؟ 

جنرال عظیمی: هو. د ثور د اوومې د کودتا وړاندوينه نه وه موجوده. حد اقل ما دغه وړاندوينه نه لرله. موږ نه پوهېدو چې داسې پېښه کېږي. زما کورنۍ او پلار، خدای دې وبښي، دې پایلې ته ورسېدل، چې زه باید له فرصته په استفادې د خپلې عسکري دوره ترسره کړم. د پلار مشوره مې همدا وه چې خپله عسکري همدا اوس وکړم او دغه دوره پای ته ورسوم. پلار مې ویل چې که سبا نور درس وایې یا کار کوې، له ستونزې سره به نه مخ کېږې. البته پلار مې په دې فکر کې و چې زه تر عسکري وروسته واده وکړم او عسکري مې په مجردۍ کې ختمه شي. کیسه داسې وه، چې موږ د ګل پاچا خان په نوم له یوه کس سره کورنۍ اړیکه لرله. د ګل پاچا خان زوم د خلق ډيموکراتيک ګوند یوه پياوړې څېره او د امین ملګری و. هغه د امین ډېر جدي پلوی و. نوم یې شرف الدین شرف و، چې وروسته یوه ولسوالي هم د هغه په نامه شوه. دا سړی یوه موده د دفاع وزارت سیاسي مرستیال هم شو. یو وخت د کومانډو د ۷۷مې لېوا قومندان و. زه چې کله تازه عسکر شوم، شرف الدین شرف د پاراشوټ په ۲۴۲مه قطعه کې دنده لرله. ګل پاچا خان په هرات کې د لوېديځ ټرانسپورت د حفظ و مراقبت آمر و. زموږ د کورنۍ دوه – درې تنه د ګل پاچا خان همکاران وو. همدا اړیکه د دې سبب شوې وه چې زه مې له ماما سره څو ځلې په کابل کې د ګل پاچا خان کور ته لاړشم. ما مې له ماما او د هغه له باجه سره د ګل پاچا خان کور ته تګ راتګ درلود. کله چې له هراته کابل ته راتلو، د هغه کور ته تلو. په کور کې یې له زوم سره بلد شوو. ماما مې هغه مهال د غربي ټرانسپورت د لاین د محاسبې مسوول و، باجه یې د کنټرول مدیر و او دواړه د ګل پاچا خان نږدې همکاران وو. د غربي لاین د حفظ و مراقبت آمریت پر دندې سربېره يې د کابل – هرات لویې لارې په جوړولوکې هم په یوه نه يوه بڼه ونډه لرله. البته، کله چې مې ماما سره د ګل پاچا خان کور ته تلو، د عمر په لحاظ کوچنی وم، خو دې اړیکې زما تر نوې ځوانۍ دوام وموند. هر کله، چې کابل ته تلم او یا مې د کورنۍ کوم غړی کابل ته تلو، د ګل پاچا خان کور ته به مو یوه ډالۍ ور وړه او هلته به مېلمانه کېدو. وروسته زه د شرف الدین خان شرف په ملاتړ د پاراشوټ ۲۴۲ مې قطعې ته لاړم، د کومانډو او پاراشوټ کورس مې ولوست او افسر شوم.

د اردو پرېښودل او په هرات کې له شوروي ضد جګړې سره ملګری کېدل

شیشه‌ میډیا: په دې ډول له عسکرۍ څخه په مستقیم ډول افسرۍ ته لاړئ؟

جنرال عظیمي: هو، همداسې وه. هغه مهال قواعد داسې وو چې که به چا تر ۱۲ کلونو ډېر درس ویلی و، یانې ۱۴م به یې لوستی و، یا به لیسانس و، کولای یې شول، چې افسر شي؛ البته د پاراشوټ او کومانډو قطعاتو دننه د یو کلن کورس له لوستو وروسته. زه له نورو قطعاتو نه وم خبر، چې قواعد همداسې وو کنه، خو په پاراشوټ او کومانډو قطعو کې، چې سرتېرو له عسکرۍ څخه افسرۍ ته ارتقا کوله، زده کړې یې باید تر ۱۲م ټولګي پورته وای. د ۱۲م ټولګي فارغان یې افسرۍ ته نه منل.

شیشه‌ میډیا: اصلي کیسې ته به راشوو. وروسته له دې چې په ۱۳۵۸ کې تورن وپېژندل شوئ، بیا څه وشول؟

جنرال عظیمي: همدا ټکی به اصلاح کړم چې رسماً نه وم تورن شوی، خو د هغو کسانو په منځ کې چې په پام کې وه تورن شي، په هغو دلایلو چې ومې ویل، زه ډېر له خطر سره مخ وم. له بلې خوا، وسلې ما خپله وړې وې او دا کار مې په لوی لاس کړی و. وروسته هرات ته راغلم او له جهاد سره ملګری شوم. څو کاله مې د رعد اسلامی افغانستان ګوند د ولایتي آمر په توګه دنده ترسره کړه. وروسته  حزب وحدت اسلامي افغانستان رامنځته او ټول شیعه ګوندونه ورسره ملګري شول. زه حزب وحدت اسلامي افغانستان ته ورنغلم. زه د ښاغلي محمد آصف محسني په رهبرۍ له حرکت اسلامي ګوند سره ملګری شوم. البته دا کار مې په خپلو شخصي دلایلو وکړ.

شیشه‌ میډیا: اجازه راکړئ، چې بیا پوښتنه وکړم. رعد اسلامي، فکر کوم چې ډېر پېژندل شوی نه دی. آیا دغه ګوند هغه مهال منظم تشکیلات لرل؟

جنرال عظیمي: ادعا کېده چې دغه ګوند د محمد اسماعیل بلخي په وخت کې رامنځته شوی و. په لومړيو وختونو کې د شیخ‌زاده‌ی قندهاري په نوم یو چا رهبري کاوه. وروسته دغه مشري علامه سعادت ملوک تابش، چې تاسې به يې حتماً نوم اوریدلی وي، دغه مشري پر غاړه واخیسته. له حزب وحدت اسلامي افغانستان سره د ټولو شیعه ګوندونو له یو ځای کېدو سره، دغه ګوند لغوه شو. د ګوند له لغوه کېدو سره، زه، چې د ګوند د نظامي برخې په سر کې وم، د ښاغلي محمد آصف محسني په رهبرۍ د افغانستان حرکت اسلامي ګوند ته لاړم. د ښاغلي تابش په ګډون د ګوند د رهبري ځینو نورو غړو له سیاسي کارونو لاس واخیست او یو شمېر نور یې له حزب وحدت اسلامي افغانستان سره یو ځای شول. رعد ګوند، د افغانستان په سویل لویدیزو سیمو، یانې هرات، بادغیس او فراه کې په ښه موقف کې و او داسې هم ویل کېدل، چې په جاغوري او د هزاره‌جاتو په نورو سیمو کې هم جبهې لري. زه خپله په مستقیم ډول دغو جبهو ته نه یم تللی او نه مې لیدلې دي.

شیشه‌ میډیا: ښه. که مې سم اوریدلي وي، تاسې ویل چې په افغانستان کې د روسانو د حضور پر مهال مو په جګړو کې مستقیم ګډون نه درلود؟

جنرال عظیمي: د روسانو پر وخت کې جګړو کې مستقیم ګډون درلود او د عملیاتو سوق و اداره مې کوله. د روسانو له وتو وروسته د ډاکټر نجیب حکومت تر سقوطه، په فکري دلایلو، ما خپله په جګړه مستقیم ګډون نه درلود، خو زموږ جبهې فعالې وې او ټول پرسونل مو موجود و، جګړه یې کوله، خو ما خپله شخصاً د عملیاتو هیڅ رهبري پر غاړه نه لرله.

شیشه‌ میډیا: ښه، در ۱۳۷۱ د حمل په ۱۹ مه د امیرمحمداسماعیل خان ځواکونو هرات ونیو او هلته نوې ادراه د ډاکټر نجیب الله د حکومت د چارواکو ځای ناستې شوه. تاسې له هماغه وخته د هرات نظامي کمیسار وټاکل شوئ؟

جنرال عظیمي: هو. یو بل ټکی هم باید ووایم، چې رعد ګوند د ایران له حکومت، یانې د ایران اسلامي جمهوریت سره، ډېرې تودې اړیکې نه لرلې. هغه مهال، د افغانستان اسلامي حرکت ګوند هم، په همداسې وضعیت کې و او له ایران سره یې اړیکې ښې نه وې. ارواښاد محسني له همدې امله له ایرانه ووت او پاکستان ته لاړ. دغو دوو ګوندونو، چې ما پکې د کار مخينه لرله، له ایران څخه یې پراخې مالي او تسلیحاتي مرستې ترلاسه نه کړای شوې. ما خپله شخصاً له امیر صاحب محمد اسماعیل خان سره ډېرې دوستانه او پياوړې اړیکې لرلې. موږ په شخصي او عاطفي لحاظ سره نږدې وو. موږ دواړو د صاحب منصبۍ او اردو کې د کار مخينه لرله او دغې مخينې زموږ ملګرتیا مظبوطه کړې وه. موږ د روسانو پر ضد ډېر ګډ عملیات ترسره کړل. د دغو عملیاتو موخه د کمربندونو ماتول و. ما، د امیرصاحب محمد اسماعیل خان په رهبرۍ، په ډېرو عملیاتو کې ګډون کاوه او زموږ متفاوتو حزبي اړیکو، زموږ د صمیمیت او ګډ کار مخه نه نیوله. د جهاد په دوره کې، امیر صاحب محمد اسماعیل خان پر ما ډېر مهربان و. 

شیشه‌ میډیا: او د همکارۍ دا مخينه د دې سبب شوه، چې د۱۳۷۱ کال له بدلون وروسته د هرات نظامي کمیسار شئ؟ 

جنرال عظیمي: هو. 

د د۱۳۷۱ کال بدلونه او د با امن او مقتدر هرات رامنځته کېدل؛

شیشه‌ میډیا: ښه. اوس که ممکن وي، چې د ۱۳۷۱ تر بدلون وروسته د هرات او سویل لویدیزې حوزې د پوځي تشکیلاتو په اړه معلومات راکړئ. تاسې د دغو تشکیلاتو غړیتوب درلود او په دې اړه دقیق معلومات لرئ. دا معلومات، زموږ پر بحث سربېره د دې لپاره هم مهم دي چې هغه مهال په کابل کې تنظیمي جګړې اوج کې وې، خو هرات کې امنیت و او سوداګرۍ وده کوله. دغه راز، هغه مهال هرات هم لکه مزار او جلال اباد د قدرت یوه ځواکمنه جزیره وه. په سویل لویدیزه حوزه کې د پوځي تشکیلاتو رامنځته کېدل څنګه وو او څنګه یې وکړای شول، چې د نسبي نظم او امنیت د تامینولو ترڅنګ دغه حوزه کې ورو- ورو پر یوه مهم ځواک بدله شي؟

جنرال عظیمي: ښه، زه باید دا موضوع له پيله تشریح کړم. په هغه شپه، چې مجاهدینو غوښتل پر هرات برید وکړي او هرات یې ونیو، یانې د ۱۳۷۱ کال د حمل په ۲۹مه شپه، امیر صاحب محمد اسماعیل خان د هرات او سویل لویدیزې حوزې ټولو مجاهدینو ته لارښوونه وکړه چې هرات ښار ته دې څوک نه داخلېږي. امیر صاحب هرات ښار ته د مجاهدینو خپلسری ورتګ منع کړ. د هغه له لارښوونې سره سم، یو شمېر خاص خلک، د نظم او امنیت د تامینولو په موخه، ښار ته ننوتل او نورو د ننوتو اجازه نه لرله.

د امیر صاحب محمد اسماعیل خان هدایت دا و چې کله همدغو خاصو خلکو په هرات کې د قدرت مرکزونه په خپل کنټرول کې راوستل او امنیت تامین شو، مجاهدین کولای شي له وسلو پرته هرات ښار ته راشي. یو دلیل، چې په هرات ښار کې آن یو میز او یوه چوکۍ ورکه نشوه، همدا و. په هرات ښار کې هیڅ ډول هرج و مرج او بې نظمي رامنځته نشوه او ټول دولتي بنسټونه او ادارې روغې پاتې شوې. د ۱۳۷۱ کال د حمل په ۲۹مه یوازې په سویل لویدیزه حوزه‌ کې د افغانستان د اسلامي جمعیت د امارت ځانګړي ځواکونه، چې په سر کې یې شخصاً خپله امیر صاحب محمد اسماعیل خان و او زما اړوند قطعات، هرات ښار ته ننوتل او امنیت یې ونیو، پاتې نورو مجاهدینو اجازه و نه مونده، چې ښار ته ننوځي. دا تدبیر د هر ډول خپلسرۍ او ګډ وډۍ د مخنیوي سبب شو. زما او د امیر صاحب محمد اسماعیل خان ځواکونه، د وار له مخه ټاکل شویو مسیرونو له لارې، ښار ته ننوتل.

یو بل مرستندوی عامل دا و، چې هرات ښار ته ورغلي نور مسیرونه ټول په ماینونو فرش شوي وو. دا مسیرونه، د روسانو او مخکیني حکومت پر وخت پر ماینونو فرش شوي وو. دغه کار، هم هرات ښار ته د مجاهدینو او وسله والو ډلو د خپلسري ورتګ مخه ونیوله. تر ځمکې لاندې او نقبې لارې وې، خو ډېر خلک پر هغو لارو ښار ته نشول راتلای. البته یو کم کسان ممکن پر دغو لارو ښار ته ننوتي وي. هماغو لږو افرادو هم، چې که پر دغو لارو راغلي وي، د خپل راتګ د علني کولو جرات و نه کړ؛ ځکه امی رصاحب محمد اسماعیل خان په دغو سیمو کې ځواکمن پوځي حضور درلود او ښار ته ننوتي ځواکونه هم ډېر ژر پر وضعیت حاکم شول.

وروسته له هغه چې د هرات دولتي ادارې او مرکزونه په سلامت ډول زموږ په کنټرول کې شول او پوځي او امنیتي حاکمیت رامنځته شو، نورو مجاهدینو ته له وسلو پرته ښار ته د راتلواجازه ورکړل شوه. ګومارنې هم یوې شورا وکړې. زما یادېږي چې یوازې یو مېز ورک شوی و، چې بېرته وموندل شو، هغه چا چې مېز وړی و، په محکمه کې پر یو کال بند محکوم شو. یانې ادارې، دفترونه، وسلې او پوځي تجهیزات ټول له لاس وهلو خوندي پاتې شول. دا د نظم او امنیت د تامین لومړی دلیل و. وروسته، امیر صاحب محمد اسماعیل خان هدایت وکړ، چې وسلې او تجهیزات دې ډېر ژر وسپارل شي او په پوځي ادارو کې دې سجل شي. دا لارښوونه په چټکۍ سره عملي شوه او دا دویم دلیل و چې په هرات ښار کې امنیت تامین و.

درېیم دلیل په هرات ولایت کې د قدرت د ټولو جزیرو محوه کول و. مخکیني حکومت په هرات کې شاوخوا اویا زره ملېشې لرلې، چې هرې ډلې خپل تشکیلات، مهمات، وسلې، توپ‎چي او T-62 و T-55  او 60-PP ټانګونه لرل. دغو ملېشو یوازې هوایي ځواک نه درلود، نور له هر پلوه مجهزې وې. امیر صاحب محمد اسماعیل خان دا ټول بې‌ وسلې کړل. د بې وسلې کولو لړۍ هم له کومې ستونزې پرته ترسره شوه. یوازې محدودې ملېشې له خپلو وسلو سره فاریاب ته د جنرال صاحب دوستم پر لور لاړې او نورې ټولې بې وسلې شوې. په هرات کې پاتې وسلې او تجهیزات د کميت او کيفیت له پلوه ډېر زیات وو. څومره چې مې یادېږي، ډېرې وسلې او مهمات په تورغونډۍ بندر کې پاتې وو. اکثره دغه وسلې هیڅ کارول شوې نه وې او لاس نه و ور وړل شوی. دا یې ټولې په تور غونډۍ کې انبار کړې وې، چې ټولې د سویل لویدیزې حوزې د امیر صاحب محمد اسماعیل خان لاس ته ولوېدې. 

د لویدیزې حوزې هوایي ځواکونه هم ډېر مجهز وو. شوروي اتحاد د ډاکټر نجیب الله حکومت ته ډېرې الوتکې ورکړې وې، چې په هرات او شینډنډ کې پارک شوې وې او په پام کې وه چې ټول افغانستان ته واستول شي، خو د حکومت له سقوط سره دا ټولې په سویل لویدیزه حوزه کې پاتې شوې. د T-62 ټانګونو یوه جوپه په تورغونډۍ او هرات کې انبار شوې وه، چې د ټول افغانستان قطعاتو ته ووېشل شي، چې دا هم ټول هلته پاتې شول او د دې حوزې رهبرۍ ونیول. دغو ټولو امکاناتو د لویدیزې حوزې رهبرۍ ته د دې ځواک ورکړ، چې نظم او امنیت تامین کړي او پر یوه ځواک بدله شي. البته تاسې پوهېږئ چې هرات یو فرهنګي او تاریخي ښار دی او اوږده تمدني مخينه لري. دا هم ډېره واضحه ده، چې دغې مخينې او ځانګړنو هم د امنیت او نظم په تامینولو کې اغېز درلود.

هماغسې چې و مې ویل، امیر صاحب محمد اسماعیل خان هدایت وکړ چې مجاهدین باید فوراً خپلې وسلې وسپاري. هغو کسانو، چې وسلې و نه سپارلې او زور یې غږاوه، پر ضد يې له قهریه قوې استفاده وشوه. امیر صاحب نظامي پلاوي وټاکل او لارښوونه یې ورته وکړه چې د هرات، غور او بادغیس شاوخوا سیمو ته لاړ شي، وسلې ټولې کړي او نظم و امنیت تامین کړي. فراه ولايت لږ د نظم او امنیت له ځنډ سره مخ شو. پوځي او امنیتي ځواک د هرات په قول اردو، د هرات په ۱۷مه فرقه، د هرات په ۴مه زرهداره قوه، د شینډنډ په ۲۱مه فرقه او د هرات په ۷۰یمه فرقه کې متمرکز کړل شول. د هرات ۵ مه سرحدي لېوا، د فراه ۹مه سرحدي لېوا او د شینډنډ ۷مه سرحدي لېوا عاجل رامنځته شوې او امنیتي مسوولیتونه یې پر غاړه واخیستل. د تورغونډۍ او اسلام کلا بندرونو هم وده وکړه او د امنیت ټینګیدو د سوداګرۍ زمینه پراخه کړه.

تاسې پوهېږئ، چې هغه مهال د هېواد په نورو سیمو کې جګړه او نا امني وه او د کندهار په شان په ځینو سیمو کې خپلسري ځنځیرونه او پاټکونه رامنځته شوي وو، چې سوداګریز فعالیتونه ورسره محدود شوي وو. د هرات امنیت د دې سبب شوی و چې د هرات او هېواد له ډېرو څنډو څخه متشبثین دلته را ټول شي. په هرات کې حکومتي اداره داسې رامنځته شوې وه چې هم پوځي برخه او هم ټولنیزه او اقتصادي برخه پياوړې کړي. د نوي نظام له استقرار سره، ښوونځي او پوهنتونونه فعال شول. د مرحوم ډاکټر عزیزالله لودین په مشرۍ د هرات اقتصادي عالي شورا رامنځته شوه. عزیزالله لودین په اقتصاد کې دوکتورا لرله. دغې شورا له هېواده بهر افغان اقتصاد پوهانو سره خپلې اړیکې رامنځته کړې او له هغوی څخه يې مشورې واخیستې. ډاکټر صاحب نیاز، ډاکټر صاحب شبان، ډاکټر صاحب فرهنګ، ډاکټر صاحب جلیل شمش، دوی ټولو د هرات اقتصادي عالي شورا ته مشورې ورکولې. وروسته، دوی ټول سره یو ځای شول، هرات ته راغلل او د نوي جوړښت لپاره یې زمینه برابره کړه.

وروسته یې، د سویل لویدیزې حوزې اسلامي شورا رامنځته کړه، چې جالبه کیسه لري. ما په دې اړه یو کتاب لیکلی، چې تر چاپ لاندې دی. د دغه کتاب چاپ، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سقوط او وروستيو بدلونونو له امله وځنډېد. دا کتاب ښاغلی روح الامین امیني تصحيح کوي. کله، چې امیر صاحب محمد اسماعیل خان د هېواد په لویدیز کې له خپلو کارونو لږ فارغ شو، د ټول هېواد د مسایلو او د جګړې د حللارې موندلو په فکر کې شو. امیر صاحب محمد اسماعیل خان د ولایتونو په کچه منځګړتوب هم کاوه، چې د قومندانانو ترمنځ ستونزې حل شي او د جګړې او نا امنۍ مخنیوی وشي. مثلاً، په هلمند کې د غفار اخند‌زاده او رییس عبدالواحد باغراني ترمنځ يې، چې دواړه علیزي وو، خو د دوو مختلفو تنظیمونو اړوند او د هلمند ځواکمن قومندانان وو، منځګړتوب وکړ چې نور جګړه سره و نه کړي. دواړه یې هرات ته وغوښتل او سره پخلا یې کړل. د دوی پخلاینه د دې سبب شوه، چې امیر صاحب محمد اسماعیل خان د هېواد په کچه د لویو کارونو په فکر کې شي، چې جګړه ختمه او د سیاسي حل‌لارې او سازش زمینه برابره شي. د هرات اسلامي شورا د همدې موخې لپاره رامنځته شوه.

شیشه‌ میډیا: ښه، د اسلامي شورا بحث ته په بله پوښتنه کې را ځم. اجازه راکړئ چې اوس د مطرح شویو مسایلو په اړه پوښتنه وکړم. په دې اړه چې د ډاکټر نجیب د حکومت تر سقوط وروسته، څنګه په هرات کې نوې اداره رامنځته شږه او امنیت تامین شو، بشپړ معلومات مو را کړل. هغه مهال په ټول هېواد کې د کابل او نورو سیمو په کچه دوه متخاصم ګوندونه موجود وو؛ یو جمیعت اسلامي و، چې جمهوري ریاست یې پر غاړه و او بل هم د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ، حزب اسلامي، چې دواړه په جګړو سره اخته وو. په داسې ښکاري چې هرات کې د ګلبدین حکمتیار حزب اسلامي د پام وړ پوځي حضور نه درلود، که د امیر محمد اسماعیل خان له لوري څنډې ته شول. دا کیسه څنګه وه؟

جنرال عظیمي: د گلبدین حکمتیار حزب اسلامي په دوو برخو کې ځواکمن و: یو د هرات په انجیل او بل په شینډنډ ولسوالي کې. د انجیل حلقه د جمعه‌گل پهلوان په مشرۍ فعاله وه. له جمعه‌گل پهلوان سره د جګړې چمتووالی نیول شوی و، امیر صاحب محمد اسماعیل خان ما ته هدایت وکړ چې له یوې قطعې سره لاړ شم او دغه ښاغلی بې وسلې کړم.

شیشه‌ میډیا: دا ۱۳۷۱ کال و؟

جنرال عظیمي: هو. که غلط نشم، احتمالاً د ۱۳۷۱ منی و. له پوځي قطعې سره د جمعه‌گل پهلوان پر وړاندې جګړې ته لاړم. کله چې سیمې ته ورسیدم، غوره مې وګڼله چې ورسره وغږېږم او له جګړې پرته یې د ستونزې حلولو او تسلیمۍ ته قانع کړم. سره له دې چې د یوې مجهزې قطعې په ملتیا له هغه سره جګړې ته تللی وم، خو اوږدې خبرې مې ورسره وکړې. خپله پهلوان هم شرط ایښی و چې له عظیمي پرته، له بل چا سره نه غږېږم. زه له دوه تنو نورو سره، په انجیل کې د دوی قرارګاه ته ورغلم او خبرې مې ورسره وکړې. دغو خبرو ډېرې لوړې- ژورې لرلې، خو آخر مې قانع کړ، چې دا جګړه نه د هرات په ګټه ده، نه د هراتیانو او نه په نهایت کې د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي. جمعه‌گل پهلوان ته مې په ټوکه وویل چې که ما یرغمل هم کړې، بیا هم د پوځي او موقعیت او ظرفیتونو له مخې جګړه کې ماتې خورې. البته جمعه‌گل پهلوان ته مو د باډي ګاردانو په ګډون ځينې امتیازات ومنل. هغه مې د ده له قرارگاه څخه هرات ښار ته راوست. جمعه‌گل پهلوان له خپلو وسلو او تجهیزاتو سره تسلیم شو. په شینډنډ کې پوځي برخورد هم وشو. د شینډنډ د الوتکو میدان لومړی د گلبدین حکمتیار د حزب اسلامي لاس ته ولوېد. دا میدان په زور او جګړه د گلبدین حکمتیار له حزب اسلامي څخه بېرته ونیول شو. له دې سره، د ۱۳۷۴ کال په سنبله کې، د هرات تر سقوطه د هرات د شینډنډ په زیر کوه کې، ځینې سیمې د حزب اسلامي په واک کې وې، خو د سویل لویدیزې حوزې له پوځي ځواکونو سره یې د جګړې وړتیا نه لرله، که څه هم ځينې وخت یې نا امنۍ رامنځته کولې. د شینډنډ د الوتکو میدان، د شینډنډ ګارنیزون، د شینډنډ اوومه سرحدي لېوا او د شینډنډ ۲۱مه فرقه ټول د سویل لویدیزې حوزې د پوځي تشکیلاتو په ولکه کې وو، چې رهبري یې له امیر صاحب محمد اسماعیل خان سره وه. 

شیشه‌ میډیا: ښه، اوس په دې اړه وغږیږئ چې په هرات کې د نظامي کمیسار په توګه ستاسې دنده څه وه؟

جنرال عظیمي: په هرات کې د نظامي کمیسارۍ تشکیلاتو هماغه دندې مخته وړلې، چې د دفاع وزارت د تشکیلاتو ریاست مخته وړلې، خو له امیر صاحب محمد اسماعیل خان سره د اړیکې او د هغه د باور له مخې، چې پر ما یې درلود، هغه تر نورو پر ما ډېر باور درلود، کله چې به امیرصاحب نه و، زه به ډېر وخت د مهمو پوځي عملیاتو او هیئتونو په راس کې وم. هراتیانو هغه وخت ویل چې زه د امیرصاحب محمد اسماعیل خان ښي لاس یم.

شیشه‌ میډیا: په کابل کې د دفاع وزارت او د هرات قول اردو اړیکې ستاسې له لوري تنظیمېدې؟

جنرال عظیمي: نه. دا اړیکه د سوق و ادارې د مرکز له لوري تامینېدې، خو هغه مهال د دفاع وزارت او هرات قول اردو ترمنځ ډېرې اړیکې موجودې هم نه وې. هرات نه غوښتل چې له کابل سره د امر و نهی غوندې اړیکه ولري. له کابله هیڅ امر و نهې نه ورته کېدله. که به ځينې پریکړې کېدې هم، تر ډېره به په لوړه کچه د مشورو پایله وه، چې د امیر صاحب محمد اسماعیل خان او شهید استاد (د وخت د ولسمشر) او ملي اتل ترمنځ به کېدې او وروسته به د امیر صاحب محمد اسماعیل خان له لوري خپلو منسوبینو ته ابلاغېدې. داسې نه و، چې قول اردو هره ورځ دفاع وزارت ته مستقيم راپور ورکړي.

د غزني شورا او د هرات اسلامي شورا

شیشه‌ میډیا: اوس به د هرات د اسلامي شورا موضوع ته ور وګرځو. تاسې ویل چې په هلمند کې د غفار اخند‌زاده او عبدالواحد باغراني په نومونو دوه سره وران ځواکمن قومندانان وو. دا دوه، چې ګواکې سره وران وو، دواړه علیزي او د بېلابېلو تنظیمونو اړوند وو. غفار اخند‌زاده د مولوي محمد‎‌نبي محمدي او عبدالواحد باغراني د جمعیت اسلامي د تنظیم اړوند و. تاسې ویل چې امیر محمد اسماعیل خان دوی هرات ته وغوښتل او سره پخلا يې کړل. د دوی د پخلاینې او د هرات د اسلامي شورا کیسه څه وه؟

جنرال عظیمي: دوی چې هرات ته وبلل شول، تر دې وخته رسول اخند‌زاده، د غفار اخند‌زاده ورور، لا ژوندی و. رسول اخند‌زاده د غفار اخند‌زاده مشر ورور و. د دوی کشر ورور نسیم اخند‌زاده نومېده. نسیم اخند‌زاده په پاکستان کې ووژل شو. البته نور وروڼه د نسیم اخند‌زاده له امله په هلمند کې ځواکمن شوي وو. هغه ډېر ځیرک، ځواکمن او پياوړی قومندان و. هغه د هلمند په ډېرو پياوړو قومندانانو کې و. ما هغه یو ځل د روسانو خلاف د جهاد پر مهال په هلمند کې لیدلی و. هغه واقعاً په ټوله مانا یو ځواکمن قومندان و. تر هغه وروسته چې غفار اخند‌زاده او عبدالواحد باغراني د امیر صاحب محمد اسماعیل خان په منځګړتوب سره پخلا شول، ښاغلی امیر صاحب محمد اسماعیل خان د هېواد په کچه د لویو کارونو په فکر کې شو. لومړی یې غوښتل، چې د غزني شورا- د جنوبي او جنوب غربي ولایتونو د جهادي قومندانانو شورا- رامنځته کړي. هغه د غزني د هغه مهال والي، تاج محمد قاري‌ بابا، هرات ته را وباله. کله چې قاري‌ بابا هرات ته راغی، له هغه یې وغوښتل چې د غزني ولایت په مرکز کې د هرات، غور، بادغیس، فراه، غزني، کندهار، زابل، هلمند، روزگان، لوگر، پکتیا، پکتیکا او وردګ ولایتونو د جهادي قومندانانو شورا جوړه کړي. دا شورا په غزني کې جوړه شوه. زه تقریباً، د دغې شورا له جوړیدو ۱۵ ورځې مخکې غزني ته لاړم او د دغې شورا په جوړېدو کې مې مرسته وکړه.

شیشه‌ میډیا: دغه شورا په کوم کال رامنځته شوه؟

جنرال عظیمي: 1372 کال و. دقیقه نېټه یې له بده مرغه زما په ذهن کې نشته. په دې اړه مې یاداښتونه هم له بدلونونو سره نادرکه شوي دي. په غزني کې مو د پکتیا، پکتیکا، لوگر او وردګو له جهادي قومندانانو سره خبرې وکړې. هغه مهال د وردګ او لوگر ولایتونو ډېره برخه د گلبدین حکمتیار د حزب اسلامي په لاس کې وه، خو د حزب اسلامي له کنټرول څخه د یادو ولایتونو د بهر سیمو جهادي قومندانان غزني ته راغلل او خبرې مو ورسره وکړې. د روزگان، زابل، هلمند و کندهار له جهادي قومندانانو سره مو هم مخکې خبرې کړې وې. دا شورا په غزني کې جوړه شوه. له مرکزي حکومت څخه هم یو پلاوی راغی. په دغه پلاوي کې د شمال ختیځو ولایتونو، لکه تخار، بدخشان، سمنگان، سرپل او بلخ ولایتونو جهادي قومندانان وو. په غزني کې زموږ په جوړه شوې شورا کې تقریباً د څوارلسو ولایتونو قومندانانو برخه لرله. د مرکزي حکومت د پلاوي ترکیب ته په کتو، که یې د غړو ولایتي تړاو په پام کې ونیسو، ویلای شوو، چې د څه باندې شلو ولایتونو جهادي قومندانانو په دغه شورا کې له موږ سره برخه اخیستې وه.

په دې غونډه کې امیر صاحب محمد اسماعیل خان د رییس او د شورا د بنسټګر په رول کې ونډه لرله. له هغه سره ډاکتر جلیل شمس او د هرات یو شمېر نور با نفوذه څېرې ملګرې وې. د هغو ولایتونو، چې مخکې مې یادونه وکړه، والیان هم راغلي وو. د کندهار د هغه مهال والي ګل آغا شېرزی نه و راغلی، خو پيغام یې را استولی و. البته د کندهار د قول اردو قومندان ملا نقیب‌الله آخند هم پيغام استولی و او خپله نه و راغلی. په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د غزني شورا غړي به هڅه کوي چې د هېواد په کچه سوله تامین او جګړه ختمه شي. دا پرېکړه هم وشوه چې د سره جنګېونکو ګوندونو ترمنځ د یوې غونډې او خبرو زمینه دې هم برابره شي او دا کار دې هم د غزني شورا وکړي.

په غزني کې د جهادي قومندانانو شورا پرېکړه وکړه چې باید د خبرو له لارې د جګړې حل پيدا او دغه زمینه هم، خپله دغه شورا مساعده کړي. دغې شورا په پراخه کچه انعکاس پيدا کړ. د شورا یوه پرېکړه، چې ډېر انعکاس یې وموند، دا وه چې د همدغو ۱۴ ولایتونو شورا، چې قومندانانو پکې فعاله ونډه لرله، یوه دېرش زره کسیزه بې‌پرې قوه رامنځته کړي. هغه مهال د داسې قوې د جوړېدو لپاره کافي ظرفیت هم موجود و، ځکه په هرات کې کافي وسلې او تجهزات موجود وو، پیسې هم وې او د تمویل وس مو درلود. موږ د هرات د ګمرکونو پر عوایدو سربېره، د چاپېدونکو بانکنوټونو کافي برخه هم ترلاسه کوله. په بهر کې د چاپېدونکو دغو پیسو محمولې لومړی هرات ته راتلې او له هغه ځایه کابل او د هېواد نورو برخو ته استول کېدې. د غزني شورا او پرېکړو یې، له هغې ډلې د دېرش زره کسیزې قوې جوړېدو دوو – دریو لوریو ته جدي اندېښنې پيدا کړې. کوم خلک، چې د هغه مهال پېښې یې په یاد دي، پوهېږي چې د غزني شورا د جوړېدو پر وخت محمود مستري، د یوه بې پرې سوله‌ساتي ځواک د رامنځته کولو د اړتیا خبره کړې وه. د مرکزي حکومت په ګډون د شورا مخالفان له دې امله اندېښمن و.

شیشه‌ میډیا: محمود مستري، هغه مهال د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی و؟

جنرال عظیمي: هو. د شورا مخالفانو تبلیغات وکړل چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي طرحه د مجاهدینو په ګټه نه ده؛ دا طرحه د مجاهدینو پر ضد ده. مرکزي حکومت د غزني شورا له جوړېدو او د بې‌پرې ځواک له طرحې ډېر خطر احساس کړ. البته مرکزي حکومت، مستقیم نه، خو غیر مستقیم خپل ټول ظرفیتونه د غزني شورا د او دغه بهیر د مخالفانو په واک کې ورکړل. هرات هغه مهال د امنیت ښار و او بېلابېلو هیئتونو راشه- درشه ورته لرله. محمود مستري هم وخت نا وخته راته، له اروپایي ټولنې څخه هم پلاوي راتلل ، د پاکستان د دولت له لوري هم ځینې کسان له امیر صاحب محمد اسماعیل خان سره د خبرو اترو او مذاکراتو لپاره راغلل. د پاکستان د هغه مهال د کورنیو چارو وزیر جنرال نصیر الله بابرهم څو ځلې هرات ته راغی. دغو سفرونو او د غزني شورا د جوړېدو نوښت په ځینو ذهنونو کې د امیر صاحب محمد اسماعیل خان په اړه شکونه او بدګومانۍ رامنځته کړې او داسې وانګېرل شوه چې هغه په ټول هېواد کې د واک ترلاسه کولو لپاره لوی پروګرامونه لري.

مرکز ډېر اندېښمن شوی و. موږ محسوسوله چې له همدغه ځایه د سویل لویدیزې حوزې د امير پر ضد تبلیغات او حرکات پیل شول. البته زما برداشت دا دی چې د سویل لویدیزې حوزې سیاسي نوښتونو هغه مهال پاکستان ته هم اندیښنې پيدا کړې وې. دلیل یې دا و چې دغو نوښتونو د افغانستان په اړه د پاکستان ستراتېژۍ له خطر سره مخامخ کولې. د هغو ولایتونو نومونه، چې مې واخیستل، له هر یوه څخه یو- یو پلاوی هرات ته راغی چې پر دغو مسایلو غونډې وکړي. زما په یاد دي چې له پکتیا څخه مولوي عبداللطیف منصور، چې د طالبانو د اوسني رژیم د اوبو او بریښنا وزیر هم دی، هرات ته راغی. هغه د دغه ولایت په استازیتوب راغلی و او تقریباً دوې میاشتې په هرات کې پاتې شو. په هرات کې دا بحث ډېر جدي و چې باید د هېواد په کچه یو کار وکړو چې جګړه پای ته ورسېږي. له همدغو پلاویو سره په مشوره پر دې پرېکړه وشوه چې په هرات کې د جګړې د پای ته رسېدو د حل لارو په اړه یوه شورا رامنځته شي. د دغې شورا نوم یې وروسته «د هرات اسلامي شورا» وټاکه. 

د هرات د اسلامي اخوت د شورا طرحه داسې وه چې باید ۹ رهبران، یانې د ټولو جهادي تنظیمونو رهبران پکې ګډون وکړي. د دې ترڅنګ باید ۹ ځواکمن او اغېزناک قومندانان او ۹ تکنوکراتې څېرې، چې له هېواده بهر دي، هم ګډون پکې ولري. پرېکړه همدا وه چې د هرات د اسلامي اخوت شورا له همداسې ترکیب سره رامنځته او ټول ۲۷ غړي ولري. دا به ښایي د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل و چې د مجاهدینو یا ځینو جهادي قومندانانو له خولې د افغانستان د ستونزې په حل کې د تکنوکراتانو د ګډون خبره کېده او دوی ته پر سیاسي رول قایلېدل. دغې موضوع خپله د جهادي رهبرانو ترمنځ یو ډول اندېښنه پيدا کړه. هماغه مهال اوازه شوه چې ملګري ملتونه هڅه کوي چې یو دېرش زره کسیز سوله‌ساتی ځواک رامنځته او په افغانستان کې د سیاسي حل د تضمین لپاره دغه هېواد ته واستوي. دا یوه اوازه وه او یو ځل محمود مستري د یوې هیلې په توګه په دې اړه خبره کړې وه. د مستري له دې څرګندونې سره هم‌مهاله، د غزني د شورا جوړېدو او له هغو مجاهدینو څخه د بې‌پرې دېرش زره کسیز ځواک د جوړېدو خبرې، چې په تنظیمي جګړو کې یې رول نه و، په ذهنونو کې دا باور پياوړی کړ، چې ګواکې هرات له یوې نړیوالې پروژې ملګری شوی دی. په دې اړه ښکاره تبلیغات کېدل چې ګواکې داسې هڅې د مجاهدینو د څنډې ته کولو لپاره د غربیانو پروژې دي. دغه تبلیغات هغه مهال لا قوي شول چې د افغانستان د قضيې په حل کې د تکنوکراتانو د شاملولو موضوع مطرح شوه.

وروسته، ډاکتر صمد حامد او ډاکتر محمد یوسف، چې لومړی یې د ظاهر شاه په دور کې د صدراعظم مرستیال او دویم یې صدراعظم و هم، هرات ته راغلل.د هرات اسلامي شورا هم رامنځته شوه او دغو دوو تنو پکې ګډون وکړ، خو له بده مرغه چې له ۹ جهادي رهبرانو څخه هیڅ یوه پکې برخه وانخیسته. زه څو ځله په دغو غونډو کې د جهادي رهبرانو د ګډون د هڅونې په موخه پاکستان ته لاړم. هغه مهال درې تنه جهادي رهبران: ښاغلي حضرت صبغت‌الله مجددي، پیرسید احمد گیلاني او ښاغلي محمد آصف محسني د بې طرفو په نوم په پاکستان کې یوه درې کسیزه ډله رامنځته کړې وه او په پاکستان کې یې غونډې کولې. زه هلته لاړم او له دوی سره مې خبرې وکړې. امیر صاحب اسماعیل خان یو پلاوی ایران ته هم واستاوه او هڅه وشوه چې ټول رهبران د هرات په اسلامي شورا کې سره را ټول او یوې پرېکړې ته ورسېږي، خو پایله یې ور نه کړه. البته ډېرې جدي هڅې وشوې چې دغه بستر رامنځته شي. موږ له ټولو شته ستونزو سره سره، هیله لرله چې دغه نوښت به پایله ورکوي او ټول به سره یو ځای شي. د همدغو هڅو په ترڅ کې، که مو یاد شي، استاد برهان‌الدین رباني د جنرال دوستم پر مشرۍ د جنبش ملي اسلامي ګوند پر ضد د جهاد فتوا ورکړه.

شیشه‌ میډیا: د همغږۍ شورا له کودتا وروسته؟ 

جنرال عظیمي: هو. د همغږۍ شورا له کودتا وروسته، امیرصاحب محمد اسماعیل خان له دغې کودتا او فتوا سره په ډېرو سختو شرایطو کې ګېر شو. هغه دې پایلې ته ورسېد چې باید د مرکزي حکومت په ملاتړ په جګړه کې برخه واخلي، یا لږ ترلږه د همغږۍ د شورا پر وړاندې په لفظي او تبلیغاتي سطحه د مرکزي حکومت ملاتړ اعلان کړي. زما په نظر، د امیر صاحب محمد اسماعیل خان یوه تېروتنه همدا وه. هغه له بي بي سي سره مرکه وکړه او ویې ویل چې له ډېره وخته د همداسې یوې فتوا په تمه و، چې د مجاهدینو لیکې له نا مجاهدینو پاکې شي. هغه په همدغه مرکه کې، همدې جملې ته ورته یوه بله خبره هم وکړه، چې ایډیالوژیک اړخ یې درلود. دهغه دا دريځ د دې سبب شو چې نور رهبران د هرات پر اسلامي شورا خپل باور وبایلي او د امیر صاحب محمد اسماعیل خان او لویدیزې حوزې بې‌پرېتوب پای ته ورسېږي. امیر صاحب محمد اسماعیل خان هڅه کوله چې د هرات اسلامي شورا د خبرو اترو بستر شي. هغه د یوه بې‌پرې ځواک په توګه د دغه بستر د رامنځته کولو په هڅه کې و، خو مرکې یې قضیه بل لور ته یووړه او بېلابېل لوري دې پایلې ته ورسېدل چې هرات د مرکزي حکومت ترڅنګ ولاړ دی.

البته امیر صاحب محمد اسماعیل خان په دې دلیل مرکه وکړه، چې په جګړه کې برخه وانخلي. هغه په دې یوه مرکه ځان خلاص کړ. امیر صاحب محمد اسماعیل خان په سختو شرایطو کې و. شهید استاد ښاغلی عماد هرات ته لېږلی او ورته ویلي و چې اسماعیل خان ته ووایه که جګړې ته لېواله نه وي، د هېواد په لویدیز کې د دولت داسې پلوي ګروپونه شته، چې غواړي په سویل لویدیز کې له کنټرول لاندې سیمو څخه فاریاب ته لاړ شي او د جنبش پرضد وجنګېږي؛ هرات باید د هغوی خنډ نشي. ښاغلی اسماعیل خان دې پایلې ته رسیدلی و چې که دا ګروپونه فاریاب ته لاړ شي او وجنګېږي، ماتې به یې د ټولې لویدیزې حوزې وي، خو بریالیتوب به یې دغه حوزه پر دوو برخو ووېشي. که دا ګروپونه بریالي شوي وای، په لویدیزه حوزه کې د قدرت یوه بله ډله رامنځته کېده، چې مرکز به يې مستقیم ملاتړ کاوه. که يې جنبش مات کړی وای؛ نو موقعیت نيې ور هم پياوړی کېده او په سویل لویدیزه حوزه کې د پوځي قدرت انحصار ورسره پای ته رسېده.

یوه بله آوازه هم خپره شوې وه، چې که د مرکزي حکومت له ملاتړه برخمن ګروپونه پر فاریاب برید وکړي، جنبشیان به ورته تسلیم شي او وبه نه جنګېږي. ظاهراً د جنرال حبیب الله په نوم په فاریاب کې د جنبش یوه قومندان له مرکز سره اړیکه نیولې وه او د تسلیمۍ وعده یې ورکړې وه. امیر صاحب محمد اسماعیل خان غوښتل چې په جګړه کې د ګډون پر ځای، د بي بي سي په یوه مرکه کې په ګډون سره ځان خلاص کړي، خو برعکس، مرکه د دې سبب شوه چې شرایط د سولې پرځای جګړې ته ډېر مساعد شي. کله چې وضعیت پېچلی شو، امیر صاحب محمد اسماعیل خان، زه او جنرال صاحب علاوالدین خان په فاریاب کې د جنبش د جنګي لیکو د ارزونې لپاره وګمارلو. موږ په چورلکه کې غورماچ ته لاړو. ما هلته له جنرال حبیب الله او یو شمېر نورو کسانو سره، چې خپله مې ورسره پېژندل، خبرې وکړې. د راستنېدو پر وخت مې امیر صاحب محمد اسماعیل خان ته راپور ورکړ، چې حبیب الله به له سل- دوه سوو کسانو سره تسلیم شي، هغه داسې څوک نه دی چې فاریاب تسلیم کړي. مرکز امیر صاحب ته داسې راپور ورکړی و چې د جنرال حبیب الله له تسلیمۍ سره به ټول فاریاب تسلیم شي. ما او جنرال صاحب علاوالدین خان امیر صاحب محمد اسماعیل خان ته یو رسمي راپور ورکړ. زه یې د شپې په خصوصي ډول کور ته هم ورغلم او ورته مې وویل، چې فاریاب له جنگ پرته نه تسلیمېږي او دغه ارزونه، چې حبیب الله د فاریاب د تسلیمۍ ځواک لري، غلط راپور دی. 

هماغسې چې و مې ویل، ستونزه دا وه چې مرکز ویل په سویل لویدیزه حوزه کې گروپونه لري  او امیر صاحب محمد اسماعیل خان باید دوی ته اجازه ورکړي چې فاریاب ته د جنگ لپاره لاړشي. ښاغلی سید نورالله عماد چې له کابله استول شوی و، د دغو ګروپونو د مشرۍ منلو ته چمتو شوی و. هغه که دغه جګړه ګټلې وای، په سویل لویدیزه حوزه کې پوځي ځواک دوې ټوټې کېده او که یې ماتې خوړلې وای؛
نو ماته یې د ټولو ماته وه. زما په یاد دي چې امیر صاحب محمد اسماعیل خان ډېره هڅه وکړه او پلمه یې وکړه، چې جګړه و نه کړي او د ده تر واک له لاندې سیمو څخه څوک د فاریاب جګړې ته لاړ نشي. هغه مرکز ته پلمه کوله، چې ژمی دی، لارې خلاصې نه دي، اقلیم مساعد نه دی، سبزک کوتل تګ ته برابر نه دی، باید تر پسرلي پورې انتظار وکړو او داسې نور، خو مرکز نه منله او موږ اړ وو، چې له جنبش سره د جګړې لپاره فاریاب ته لاړ شو. دا د دې سبب شوه، چې زموږ بې طرفي له منځه لاړه شي او څوک د بې طرفه په سترګه راته و نه ګوري.

د هرات اسلامي شورا د فاریاب له جګړې سره، نور خپل نوښت او سیاسي جذابیت له لاسه ورکړ. لنډه دا چې نور جهادي رهبرانو پکې ګډون و نه کړ. هماغسې چې مې وویل، د تکنوکراتو وطندارانو یوه لویه ډله له اروپا څخه هرات ته راغله، د مشرقي د جهادي شورا په استثنا، د ټولو ولایتونو جهادي قومندانان راغلل. د مشرقي جهادي شورا استازی نه و را استولی. د مشرقي جهادي شورا، د غزني شورا ته خپل استازي را استولي وو، خو د هرات اسلامي شورا ته یې استازي نه وو را استولي. البته له جلال‌آباد څخه ځینې راغلي وو، خو د مشرقي په جهادي شورا کې یې قدرت او صلاحیت نه درلود. د هرات اسلامي شورا خپله غونډه ترسره کړه، چې کره نېټه یې زما په یاد نه ده،{ دغه شورا د 1373 کال د سرطان په اته ویشتمه په هرات ولایت کې رامنځته شوه. شیشه‌میډیا} خو خپل سیاسي وزن یې له لاسه ورکړ. استاد رباني هم د شورا په دویمه ورځ هرات ته تشریف راوړ. امیر صاحب محمد اسماعیل خان په شورا کې هم اعلان وکړ:«موږ د اوسني حکومت ملاتړ کوو.» البته زه، ښاغلی جلیل شمس او د سویل لویدیزې حوزې څو نور لوړپوړي د دې طرفدار وو چې زموږ حوزه باید خپله سیاسي بې طرفي وساتي او په هېواد کې د سولې د راوستو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. زموږ ټینګار دا و چې هیڅکله باید د خپلې بې طرفۍ اصل نقض نه کړو، خو امیر صاحب محمد اسماعیل خان داسې احساسوله چې باید د حکومت ملاتړ اعلان کړي.

البته د اهل حل و عقد شورا د پرېکړې له مخې د حکومت عمر مخ پر پای ته رسېدو و. حکومت د بېلابېلو لوریو سیاسي ملاتړ ته اړتیا لرله. { د اهل حل وعقد شورا، چې د 1371 کال د جدي په 9مه رامنځته شوه، د استاد برهان‌الدین رباني زعامت یې د دوو کلونو لپاره تمدید کړ. شیشه‌میډیا}، د امیر صاحب پروګرام دا و، چې پر حکومت د تایید مهر ووهي او هم کابل ته یو کمېسیون واستوي، چې ټول رهبران د یو بل تر څنګ را ټول شي او د جګړې د ختمولو زمینه برابره کړي، خو دا دواړه کاره نشول کیدای. ډاکتر یوسف خان، صمد حامد، د شاه امان‌الله خان لمسی او نورعلمي، سیاسي او اغېزناک شخصیتونه، چې د هرات اسلامي شورا ته راغلي وو، ټول خپه لاړل او شورا خپل هدف ته و نه رسېده. له دې کار او شرایطو سره، سویل لویدیزه حوزه ټوله د حکومت یوه برخه وګڼل شوه.

شیشه‌ میډیا: بریتانیایي ورځپاڼه لیکونکي سندي‌ گال په هغه کتاب کې، چې د ارواښاد احمد شاه مسعود په اړه لیکلی، ویلي چې د هرات شورا د رامنځته کېدو په درشل کې، په پام کې وه چې د وخت ولسمشر واک صمد حامد ته وسپاري او هغه د یوه انتقالي حکومت رییس وي. دغه حکومت به د سراسري او رقابتي ټاکنو زمینه برابروي او په دې ډول به جګړه ختمېږي. د هرات په اسلامي شورا کې واقعاً پر دې طرحه بحث شوی و، یا هلته داسې کسان وو، چې همدا موضوع یې په نظر کې وه؟ 

جنرال عظیمي: دا موضوع مطرح وه، خو په شورا کې پرې بحث نه وشوی. وضعیت داسې شوی و، چې د افغانستان اسلامي جمیعت ګوند له امیر صاحب محمد اسماعیل خان څخه په سویل لویدیزه حوزه کې د دغه ګوند د امیر په توګه، چې په واقعیت کې د دغه ګوند درېیم کس ګڼل کېده، ځینې توقعات لرل. هغوی ویل، امیر صاحب محمد اسماعیل خان، چې څو ولایتونه یې په کنټرول کې دي، درنې وسلې یې په واک کې دي، هوایي ځواک او هوایي ټرانسپورت یې په خدمت کې دی، پیسې لري او تر واک لاندې سیمو کې یې امنیت تامين دی، په داسې حال کې چې په کابل کې خلک یو قوطی غوړي په ډېرې سختۍ له چهار آسیاب څخه خپلو کورونو ته وړي، را دې شي او د حکومت قاطعانه دي ملاتړ وکړي، چې جگړه یو طرفه شي. دا د کابل توقع وه. هرات فکر کاوه چې کابل د سیاست څرخ سم نشي تاوولای او نور باید هرات ځانته الگو کړي، د هرات له تجربو استفاده وکړي او سولې ته شرایط برابر کړي. کابل خپل وضعیت ته په کتو استدلال کاوه او هرات هم خپلو تجربو ته په کتو استدلال کاوه. دا دوه استدلاله له یو بل سرهپه تضاد کې وو، له همدې امله کابل او هرات له یو بل سره مخامخ شوي وو. 

پهکندهار کې د طالبانو رامنځته کېدل

شیشه‌ میډیا: تاسې ویل، چې د دغو سره ضد استدلالونو ترڅنګ، د غزني او هرات شوراګانو هم له کابل سره د سویل لویدیزې حوزې واټن ډېر کړی و. د هرات د اسلامي شورا تر رامنځته کېدو او د کابل او هرات تر مخامخ کېدو وروسته په واقعیت کې موږ، په کندهار کې د ملا محمد عمر پر محور، د یوه نظامي ډوله نسبتاً سازمان شوي حرکت شاهدان وو، چې طالبان، ملایان، مولویان او د دیني مدرسو ښوونکي پکې را ټول وو او د طالبانو په نوم مشهور دی. دغه ځواک د کندهار د میوند ولسوالي د «حاجي ابراهیم» په نوم کلي له «سنگی‌سار» څخه، چې ملا محمد عمر پکې د جومات ملا او د دیني مدرسې د یو شمېر زده کوونکو استاد و، سر را پورته کړ. د دغه تحریک لومړی کار دا و، چې د ځینو نسبتاً مستندو راپورونو له مخې، د کندهار- هرات لویې لارې له میوند ولسوالۍ سره تړلو سیمو نه یې ځینې پوستې، چې هغه مهال په« پاټکونو» مشهورې وې او له مساپرو څخه یې باج اخیسته، له منځه یووړې. دوی د دغې لویې لارې د یوې برخې امنیتي کنټرول په خپل لاس کې واخيست او د « پاټکونو» شاوخوا ته یې منګولې کلکې کړې. جالبه دا ده چې د کندهار قول اردو د هغه مهال قومندان ملا نقیب‌الله آخند، د دغه تحریک په لومړیو ملاتړو کې و. ملا نقیب‌الله آخند د کندهار قول اردو پر قومندانۍ سربېره، په کندهار کې د جمعیت اسلامي ګوند ولایتي امیر و. هغه د ګډو ګوندي اړیکو له مخې، احتمالاً له امیر محمد اسماعیل خان سره ښې اړیکې لرلې. آیا په هغو ورځو کې تاسې ته په هرات کې هم اطلاع ورسېده، چې د دیني مدرسو ملایانو او طالبانو یوې ډلې، د خپلسرو وسله والو ډلو پر ضد پاڅون کړی، د کندهار- هرات لویې لارې یوه برخه یې تر خپل کنټرول لاندې راوستې ده او د کندهار قول اردو د وخت قومندان هم د دوی ملاتړی دی، که له دې پېښې وروسته خبرشوئ؟

جنرال عظیمي: اجازه راکړئ، چې یو ځل بیا د غزني شورا ته ور وګرځم. زما برداشت اوس دا دی چې د غزني شورا پاکستان ته یوه جدي اندېښنه رامنځته کړه. زما په ګومان، دغه هېواد دې پایلې ته ورسېد، چې دغه شورا او هغه بهیر، چې د یادې شورا له رامنځته کېدو سره پيلېږي، په افغانستان کې د پاکستان موخې له جدي خطر سره مخامخ کوي. له بل لوري، د کابل او هرات هماغو نا ښکاره اختلافونو او تقابل او په ځینو برخو کې منفي رقابتونو خپلې منفي پایلې څرګندې کړې. د کندهارقومندانانو، له امیر صاحب محمد اسماعیل خان سره ښې او تودې اړیکې نه لرلې. سره له دې چې، گل‌آغا جان شیرزی په اسلامي شورا کې د ګډون لپاره هرات ته راغی، خو له امیر صاحب محمد اسماعیل خان سره یې ډېرې تودې اړیکې نه لرلې. د ملا نقیب‌الله آخند اړیکې د هرات په پرتله له کابل سره ډېرې تودې وې. شیرزي او ملا نقیب‌الله آخند داسې احساسوله چې د لویدیز رهبري تل له کندهار او درانیانو سره وه. په همدې دلیل د امیر صاحب محمد اسماعیل خان په ځواکمنېدو خوشاله نه وو. ملا نقیب‌الله آخند د هرات اسلامي شورا ته رانغی، یوازې خپل پيغام او یو استازی يې را واساتوه. کله چې په میوند ولسوالي کې د طالبانو حرکت پيل شو، موږاطلاع نه لرله، خو کله چې یې «پاټکونه» را ټول کړل، خبر شوو. موږ اطلاع ترلاسه کړه، چې ملا نقیب‌الله آخند هم، په ښکاره نه، بلکې نامستقیم او په پټه، د دوی ملاتړ کوي. هغه مهال د کندهار قدرت پر دریو برخو وېشل شوی و؛ د جکعيت اسلامي ملا نقیب‌الله آخند، د محاذ ملي گل‌آغا جان شیرزی ‎ او د گلبدین حکمتیار د حزب اسلامي حاجي سرکاتب. گل‌آغا شیرزي، منځلاري درانیان او د پخواني پاچا پلویان پرځان را ټول کړي وو. ملا نقیب‌الله آخند او گل‌آغا جان شیرزي، هیله لرله چې حاجی سرکاتب له صحنې وباسي، خو شیرزي نه غوښتل، چې له ملانقیب‌الله آخند سره اوږه په اوږه په جګړه کې برخه واخلي. ملانقیب‌الله آخند په یوازې ځان نشول کولای، چې حاجي سرکاتب له صحنې وباسي. د سرکاتب د بې وسلې کولو او له صحنې څخه ایسلتو هیله، یو له هغو عواملو څخه وه، چې ملا نقیب‌الله آخند یې د طالبانو د نوي رامنځته شوي تحریک همکاري ته هڅولی و. طالبان په کندهار کې له دریو داسې ډلو سره مخامخ وو، چې پخپلو منځو کې یې سیالي سره لرله. ملا نقیب‌الله آخند، لکه څنګه چې موږ خبر شوو، په لومړي سر کې د خپلې فردي او شخصي پریکړې له مخې طالبانو سره همکاري وکړه او وروسته یې کابل ته د دې موضوع خبر ورکړ. وروسته له دې چې کابل له دې موضوع خبر شو، داسې يې وګڼله چې د طالبانو د جریان پياوړتیا یې په ګټه ده. دا هم واقعیت دی، چې د کندهار خلک ډېر تر فشار لاندې وو. هلته خپلسرو ډلو حکومت کاوه. هغه وخت که تاسې له هلمنده تېریدئ او کندهار ته ننوتئ، لږ ترلږه سلو« پاټکونو» ته مو باید پیسې ورکړې وای، کنه ژوندي نه پاتې کیدئ. دا فشار نور خلکو ته د زغملو نه و. نظم او امنیت نه و. دا آوازه هم وه چې هلته پر وړو ماشومانو تېري شوي، هلکان امنیت نه لري او آن د کندهار یو شمېر قومندانانو ځانونو ته هلکان په نکاح کړي دي. البته ما پرخپلو سترګو د هلکانو نکاح کول نه دي لیدلي، په همدې دلیل دا خبره رد یا تاییدولای نشم، خو پاټکونه «کوچنی قومندان» او «لوی قومندان» او له خلکو او مساپرو څخه باج‌گیري ډېره زیاته وه. طالبان، چې د پاټکونو د ختملو، د خپلسرو او مفسدو ځواکونو د بې وسلې کولو، د عامو خلکو د بې وسلې کولو، د امنیت د تامین او شریعت د تطبیق په نوم را میدان ته شوي وو، د کندهار خلکو یې جدي ملاتړ وکړ. هماغسې، چې ما په خپل کتاب کې لیکلي، چې د کندهار عامو خلکو طالبان د نجات پرښتې ګڼلې او په دې فکر وو چې دوی پر خلکو د فشار، نا امنۍ، بې نظمۍ، وژنو، باج اخیستو او خپلسریو پای ته رسولو ته راغلي دي.

د کندهار خلک د دغه ولایت له مجاهدینو او په خاص ډول له خپلو حاکمانو سخت متنفر شوي وو. دا واقعیتونه د دې سبب شول چې کابل فکر وکړي چې که طالبان پر کندهار حاکم شي، د غزني او کابل پر لور راشي، کېدای شي د گلبدین حکمتیار د حزب اسلامي او حزب وحدت اسلامي پر وړاندې د جګړې اغېزناک ځواک شي. له بل لوري، د کابل جگړه هم نوره بن‌بست ته رسېدلی وه او هیڅ لوری یې قاطع ګټونکی نه ښکارېده. هیڅ لوري په پوځي لحاظ د دې ظرفیت نه درلود چې مقابل لوري تصفیه کړي. دغه وضعیت هم د دې سبب شو چې کابل د طالبانو پياوړتیا تر ډېره په خپله ګټه وګڼي. ملا نقیب‌الله‌آخند او گل‌آغا شیرزی هم د طالبانو د ملاتړ لپاره متحد شول. طالبان چې په پيل کې، کله چې له حاجي سرکاتب سره په جګړه اخته شول، بریالي نشول. د حاجي سرکاتب دفاعي ظرفیت ډېر لوړ و. په همدې دلیل ملا نقیب‌الله آخند له کابل سره په اړیکه کې شو او غوښتنه یې وکړه چې د طالبانو لا غوڅ او جدي ملاتړ وشي. هغه غوښتل چې حاجي سرکاتب له صحنې وباسي او طالبان یې د یوه نوي قوت په توګه ځای ونیسي. یاد مې شي چې له موږ سره د طالبانو د ملاتړ په اړه په لومړي ځل رییس عبدالواحد باغراني اړیکه ونیوله. باید هېر مو نشي چې دلته د غلجي او دراني بحث هم مطرح و. ملا نقیب‌الله آخند او ښاغلی شیرزی دراني وو، خو حاجی سرکاتب غلجی. هرات له ملا نقیب‌الله اخند سره د ګوندي اړیکې او د رییس عبدالواحد باغراني د هڅونې له امله د سرکاتب پر ضد د جګړې، چې طالبانو پکې اصلي رول درلود، ملاتړ وکړ. هرات آن د هلمند غفاراخند‌زاده‌ هم د طالبانو ملاتړ ته وهڅاوه. په همدې ډول طالبان د حاجي سرکاتب په ټوټې – ټوټې کولوبریالي شول. د حاجي سرکاتب له ماتې وروسته، رییس عبدالواحد باغراني طالبانو ته هلمند ته د ورتلو طرحه ورکړه، چې هغوی هم ومنله.

شیشه‌ میډیا: ښه، د هلمند موضوع ته وروسته ورځو. هماغسې چې و مو ویل کندهار درې مهم قومندانان لرل او طالبانو د رامنځته کېدو په پيل کې یې له همدغو خپلسرو وسله‌والو او پاټکونو سره په جګړو اخته شول. په دغو دریو قومندانانو کې یو مهم قومندان ملا نقیب‌الله اخند الکوزی و. بل گل‌اغا شیرزی و، چې بارکزی دی او خپله په داوطلبانه ډول د طالبانو له مخې لرې شو او درېیم کس حاجي سرکاتب غلجی و، چې د سپین‌ بولدک په مهمه سرحدي او عایداتي سیمه کې یې قرارګاه او کنټرول و. تاسې وویل چې طالبانو د هرات، ملا نقیب‌الله آخند، گل‌ اغا شیرزی، رییس عبدالواحد باغراني او د کابل په مرسته، حاجي سرکاتب ته ماتې ورکړه او د سپین بولدک مهمه سیمه یې ونیوله. په همدغه وخت کې طالبان په نړیوالو رسنیو کې مطرح شول او د ټولو پام ور واوښت، ځکه چې د سپین بولدک مهم سرحدي ښارګوټی یې نیولی و. که اشتباه نشم طالبانو ۱۹۹۴کال د اکتوبر په ۱۰مه دغه ښارګوټی ونیو او لس ورځې وروسته د پاکستاني سوداګرو د لاریو کاروان، چې درمل، کتان او سمنټ پکې لېږدول کېدل، له کویټې څخه چمن او بولدک ته راغی او بیا کندهار ته ورسېد. په پام کې وه، چې دغه کاروان د هرات له لارې ترکمنستان ته لاړشي. تاسې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د پاکستان د هغه مهال د کورنیو چارو وزیر جنرال نصیر الله بابر هم هرات ته سفر کړی و. داسې ښکاري، چې له همدغو سفرونو څخه په یوه کې د دغه کاروان د ترانزیټ پر موضوع هم له هرات سره همغږې شوې وه او په هرات کې د پاکستان جنرال کونسل کرنیل امام هم له دغه کاروان سره ملګری و. خو کله چې د پاکستاني سوداګرو دغه کاروان کندهار ته نږدې کېده، یوه بل مشهور قومندان آمر‌لالي (چې پوپلزی و او تاسې یې هیڅ نوم وانخیست) ودراوه. همدغه آمر لالي وروسته له بي بي سي یا امریکا غږ پښتو برخې سره مرکه وکړه او طالبان یې د پاکستان له لوري رامنځته شوې ډله وګڼله. هغه وویل چې د دغه کاروان ګټه هم دغې ډلې ته رسېږي اوتر هغو چې پاکستان د طالبانو له ملاتړه لاس وانخلي، دغه کاروان نه پرېږدي. وروسته طالبانو پر هغه برید وکړ، ماته یې ورکړه او تر هغه وروسته يې کندهار ونیو. تاسې د دغه کاروان له درولو او د آمر لالي په دریځ له رسنیو خبر شوئ، که مخکې هم په جریان کې وئ؟ آمر لالي له هرات سره په اړیکه کې و؟

جنرال عظیمي: د کاروان ترانزیت د همدغه کرنیل امام له لوري، چې هغه مهال په هرات کې د پاکستان سرقونسل و، له امیر صاحب محمد اسماعیل خان سره همغږی شوی و. موږ د کاروان له درولو د بي بي سي پښتو د څپو له لارې خبر شوو. تاسې پوهېږئ، چې هغه مهال اړیکې په ډېرې سختۍ تامینیدې او ډېر وخت یې نیوه، چې یو خبر له کندهار څخه موږ ته هرات را ورسېږي. آمر لالی له موږ سره په تماس کې نه و، خو کله چې طالبانو مات کړ، هرات ته راغی او د هرات تر سقوطه پورې له موږ سره و او د طالبانو پر وړاندې را سره اوږه په اوږه وجنګېد.

شیشه‌ میډیا: له ملا نقیب‌الله آخند سره د آمر لالي اړیکې څنګه وې؟ 

جنرال عظیمي: موږ چې هغه مهال څه معلومات لرل، ډېرې ښې اړیکې یې نه سره لرلې، خو دا اړیکې که ښې نه وې، هم په دې ډول مخته وړل کېدې، چې خبره پوځي تقابل ته نه رسېدله. آمر لالی وروسته له دې چې مات شو، لومړی هلمند ته راغی او له غفار اخند‌زاده سره و، وروسته د غور له لارې زموږ خوا ته راغی. د طالبانو پر وړاندې د آمر لالي جګړه په واقعیت کې، په کندهار کې د سرکاتب له ماتې وروسته د طالبانو خلاف لومړۍ سخته جګړه وه. هماغسې چې تاسې وویل، دا لومړی ځل و، چې له طالبانو سره د هغه جګړه رسنیزه شوه او د پاکستان موضوع پکې مطرح شوه.

شیشه‌ میډیا: هغه مهال د مخکیني ولسمشر حامد کرزي پلار عبدالاحد کرزي هم هرات ته راشه- درشه لرله؟

جنرال عظیمي: زما نه یادېږي چې مرحوم عبدالاحد خان کرزی دې هرات ته راغلی وي. 

شیشه‌ میډیا: دا مې ځکه وپوښتل چې ویل کېږي عبدالاحد کرزی د پوپلزیوخان و، هغه له آمر لالي سره سیالي لرله او خپلسری سړی یې باله. وایي همدا دلیل و چې د کرزي کورنۍ د هغه د څنډې ته کولو لپاره د طالبانو د تازه رامنځته شوي تحریک ملاتړ وکړ.

جنرال عظیمي: زه په دې اړه هیڅ نه پوهېږم. هغه مې په هرات کې نه و لیدلی او تر کومه ځایه چې خبر یم، د مخابرې او لیک له لارې هم له هرات سره په تماس کې نه و. 

شیشه‌ میډیا: ښه، د آمر لالي له ماتې وروسته طالبان د ۱۹۹۴ کال د نومبر په دویمه، درېیمه یا په نورو لومړيو ورځو کې، د کندهار پر مرکز واکمن شول. هغوی د کندهار قول اردو، د کندهار هوایي ډګر، د کندهار ولایت مقام ودانۍ ، د کندهار مستوفیت او د افغانستان د دغه ډېر مهم او تاریخي ولایت ټول امکانات ترلاسه کړل او هلته واکمن شول. یانې کندهار بشپړ لاس ته ورغی. هماغسې چې تاسې پوهېږئ کندهار ښار په نظامي لحاظ د ملا نقیب‌الله آخند په ولکه کې و. په واقعیت کې هغه له دغه ښاره ووت او طالبان پرې واکمن شول. دا چې ملا نقیب‌الله آخند له امیر محمد اسماعیل خان سره په تماس کې و، تاسې حتماً د طالبانو لاس ته د کندهار له لوېدو خبر یاست، دا کیسه څنګه وه؟

جنرال عظیمي: موږ اطلاع لرله چې ملا نقیب‌الله آخند له کابل سره همغږی و او د کابل په همغږۍ یې کندهار طالبانو ته وسپاره. له هرات سره یې اړیکې محدودې وې، هغه تر ډېره له کابل سره همغږي لرله، خو امیر صاحب محمد اسماعیل خان د ملا نقیب‌ الله آخند، کابل او طالبانو د همغږۍ ملاتړ کاوه او طالبانو ته د کندهار په سپارلو ناراضه نه و. له مرکز سره د امیر صاحب محمد اسماعیل خان اړیکې ډېرې ماتیدونکې او له ستونزو ډکې وې، هڅې کېدې چې دغه اړیکې ظاهراً عادي وښوول شي، چې رقیبان ترې د تبلیغاتي استفادې موقع ترلاسه نه کړي. امیر صاحب محمد اسماعیل خان داسې احساس درلود چې مرکز د هغه د کمزوري کولو لپاره له هر فرصته استفاده کوي. هغه له همدې امله ډېر ناراحت و ، خو د کندهار له بدلونونو ناراضه نه ښکارېده. 

غفار اخند‌زاده او عبدالواحد باغراني

شیشه‌ میډیا: ښه، اوس به د هلمند موضوع ته راشو. کله چې طالبان پر کندهار مسلط شول، تاسې وویل چې رییس عبدالواحد باغرانی، چې په هلمند کې د جمیعت اسلامي يو قومندان و، طالبان یې هلمند ته وبلل او ظاهراً غفار اخند‌زاده هم، چې هغه مهال د هلمند والي و او له رییس عبدالواحد باغراني سره یې رقابت درلود، دغه ولایت ته د طالبانو له راتلو سره ستونزه نه لرله. هلته څه کیسه وه؟

جنرال عظیمي: لومړی غواړم یوه بله موضوع ووایم. د جنرال نصیرالله بابر په سرپرستۍ یو پلاوی هرات ته راغی. دغه پلاوی، پر کندهار د طالبانو له تسلط وروسته، هرات ته ورسېد. نصیرالله بابر له امیر صاحب محمد اسماعیل خان سره مفصلې خبرې اترې وکړې. ما هم په دې مذاکراتو کې برخه لرله. د نصیرالله بابر ټول بحث دا و چې پر کندهار د طالبانو تسلط یو مثبت ګام دی او هغه کسان چې مخکې پر کندهار حاکمان وو، بې ‌بندوباره خلک وو، جهاد یې بدنام کړ، اوس چې هغوی نشته، هرات او کندهار یا امیر صاحب محمد اسماعیل خان او طالبان باید سره متحد او همغږي وي، چې هم امنیت خوندي پاتې شي، هم تجارت وي او هم په ټول افغانستان کې د سولې زمینه برابره شي. هغه وویل چې هم د افغانستان خلک، هم د سیمې هېوادونه، امیر صاحب محمد اسماعیل خان او طالبانو ته د داسې ځواکونو په توګه، چې په امنیت تامینولو کې بريالي شوي دي، په مثبته سترګه ګوري. وروسته د هرات د ملي امنیت ریاست داسې برداشت وکړ چې اصلاً جنرال بابر او نور پاکستاني صاحب منصبان، چې له هغه سره ملګري وو، د ځمکې له لارې له کندهار څخه هرات ته راغلي دي، چې د لارې ټول مسیرونه او پوځي استحکامات و ارزوي، چې په راتلونکي کې له طالبانو سره د شینډنډ هوایي ډګر په تسخیر کې مرسته وکړي. د هرات د ملي امنیت برداشت داسې و چې جنرال بابر په دغه سفر کې تر ډېره نظامی اهداف تعقیبول. 

اوس راځو ستاسې پوښتنې ته، د بابر د سفر موضوع هم له دې مسالې سره بې اړیکې نه و. رییس عبدالواحد باغراني ډېرځیرک انسان و او هڅه یې کوله چې خپل ټول ځواکمن رقیبان، که د عليزي قوم هم وي، له مخې لرې کړي. غفار اخند‌زاده او د هغه رقیب رییس عبدالواحد باغرانی دواړه علیزي وو، خو باغراني غوښتل چې یوازې دی مسلط وي او په میدان کې کوم رقیب و نه لري. هېر مې نشي چې رییس عبدالواحد په ژبني لحاظ، یو فوق‌العاعده متعصب انسان و. رییس عبدالواحد له کابل او هلمند سره د جمعيتي توب په دلیل په اړیکه کې و. موږ اطلاع تر لاسه کړه چې هغه طالبانو ته پيغام ورکړی چې یوازې پر کندهارتسلط کافي نه دی، باید راشي او د «لوی کندهار» ټوله حوزه ونیسي. د طالبانو د ملاتړانگېزه‌ يې پښتون پالنه وه. طالبانو ډېرتاکتیکی عمل وکړ. هغوی په هلمند کې مسلطو ځواکونو ته، چې غفاراخند‌زاده هم پکې و، پيغام ورکړ، چې له لوی کندهار حوزې سره د هلمند، روزگان او زابل د تړاو له مخې، د هلمند ولایت اداري برخه باید دوی ته تسلیم شي او پوځي برخې دې له غفار آخنده‌زاده سره پاتې وي. غفاراخند‌زاده هم ومنله، لومړی یې توافق دا و چې طالبان اداري برخه ونیسي، خو پوځي کنټرول به له غفار اخند‌زاده سره وي. 

موږ د دې موضوع اطلاع تر لاسه کړه او وروسته آن خبر شوو، چې د طالبانو او ملا نقیب‌الله آخند هوکړه هم همداسې وه چې دوی به د کندهار اداري کنټرول په لاس کې نیسي او ملا نقیب‌الله آخند به پر قول اردو حاکم وي، خو په عمل کې یې دغه کار و نه کړ، هغه یې بې وسلې کړ. له غفار اخند‌زاده سره هم همداسې توافق شوی و. غفاراخند‌زاده هم په داسې شرایطو کې ګېر شو چې یا باید د طالبانو او رییس عبدالواحد باغراني وړاندیز ومني، یا وجنګېږي. اخند‌زاده درک کړې وه چې د شینډنډ له هوایي ملاتړ پرته له طالبانو سره جګړه د ده په ګټه نه ده. په همدې دليل یې د دوی وړاندیز ومانه. پاتې دې نه وي چې حزب اسلامي هم په هلمند کې یو شمېر ځواکمن قومندانان لرل او غفاراخند‌زاده پر دې نه خوابدی کېده چې طالبان هغوی بې وسلې کړي. دوی توافق ته ورسېدل. غفاراخند‌زاده له خپلو ځواکونو سره موسی کلا ته شاتګ وکړ او طالبان پر لښکرګاه مسلط شول. 

طالبانو د رییس عبدالواحد باغراني او غفاراخند‌زاده په مرسته، په هلمند کې حزب اسلامي ته ماتې ورکړه. په هلمند کې د حزب اسلامي له ماتې وروسته، طالبان له غفار اخند‌زاده سره له هوکړې په شا شول او له هغه یې وغوښتل چې خپلې وسلې ور وسپاري. غفار اخند‌زاده له دې پرته بله لاره نه درلوده چې يا د طالبانو د فرمان اطاعت وکړي او یا یې پر وړاندې وجنګېږي. هغه جګړه انتخاب کړه. غفاراخند‌زاده د طالبانو پر وړاندې په جګړه کې له هرات څخه د پوځي مرستې غوښتنه وکړه. له طالبانو سره د جګړې په هماغه لومړۍ ورځ یې له هراته وغوښتل چې د طالبانو لیکې بمبارد کړي.

په هماغه ورځ چې غفاراخند‌زاده له طالبانو سره په جګړه ښکېل و او په پرله پسې ډول یې له موږ پوځي مرسته غوښته، محمود مستري هرات ته راغی او له امیر صاحب اسماعیل خان سره په خبرو اترو بوخت شو. امیر صاحب اسماعیل خان په دې پلمه چې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی راغلی او موږ نشو کولای د طالبانو لیکې بمبارد کړو، د غفار اخند‌زاده ملاتړ و نه کړ. وروسته اوازه شوه چې ملګرو ملتونو د غفار اخند‌زاده د ملاتړ مخنیوی کړی، چې دا خبره رښتيا نه وه.  امیر صاحب محمد اسماعیل خان په هرات کې د محمود مستري حضور، د یوه معذرت په توګه د غفاراخند‌زاده پر وړاندې مطرح کړ، چې هغه درک کړي چې هرات نه غواړي د ده ملاتړ وکړي. د امیرصاحب محمد اسماعیل خان غفاراخند‌زاده نه خوښېده او نه يې غوښتل، چې په هلمند کې جمعیت العلما یا د مولوي محمد نبي محمدي تنظیم ځواکمن وي. هغه دا هم نه غوښتل چې دوی په بشپړ ډول له منځه لاړشي؛ بلکې همداسې وضعیت یې ورته خوښ و.

غفاراخند‌زاده له هرات سره په غونډو کې داسې خبرې کولې، چې ګواکې د افغانستان ټول پوځي ځواک له ده او ډلې سره یې په هلمند کې دی. هغه به غونډو کې ډېر په تکبر او غرور غږېده. امیر صاحب محمد اسماعیل خان غوښتل چې هلمند هم له سویل لوېدیزې حوزې سره د تړاو له امله، د ده اطاعت وکړي او هغه د سویل لویدیزې حوزې د عمومي امیر په توګه ومني، خو غفار اخند‌زاده د امیر صاحب محمد اسماعیل خان په دغه حد کې اطاعت نه کاوه. امیر صاحب تصور کاوه چې د غفاراخند‌زاده ځواکونه بې ‌بندوباره دي او په هلمند کې یې امنیت نه دی تامین کړی. امیر صاحب غوښتل چې غفار اخند‌زاده پر خپل ځای کېنوي‎. البته امیر صاحب محمد اسماعیل خان دا تصور کاوه، چې غفار اخند‌زاده ژر نه ماتېږي، خو هغه په ۲۴ ساعتونو کې د طالبانو له لوري د محاربې له میدانه و ایستل شو.

موږ چې وروسته ترې خبر شوو، د غفار اخند‌زاده چټکه ماتې، د رییس عبدالواحد باغراني د قومي چلند او د طالبانو د دیني چلند او روایت پایله وه. په همدې دلیل غفاراخند‌زاده  و نه کړای شول، چې ۴۸ ساعته مقاومت وکړي. هغه مجبور شو چې غور ته وتښتي. وروسته امیر صاحب محمد اسماعیل خان هغه هرات ته ولېږداوه. هېر مې نشي، چې ووایم آمر لالی او قومندان خان محمد خان هم د غفاراخند‌زاده خوا ته راغلي وو،چې د هغه تر څنګ ته د نویو رامنځته شویو طالبانو پر خلاف وجنګېږي، خو ټولو ماتې وخوړه او هرات یې ملاتړ و نه کړ. 

د کندهار یو بل مشهور قومندان، چې په استاد حلیم مشهور و، هغه هم د غفار اخند‌زاده خوا ته ورغلی و. اخند‌زاده لویه جبهه لرله او تمه یې وه چې هرات يې هم ملاتړ وکړي، خو د هرات د ملاتړ د نه ترلاسه کولو له امله یې ماتې وخوړه. وروسته دغو ټولو قومندانانو، چې په کندهار کې خلکو نفرت ورڅخه درلود، په هرات کې یې پناه واخیسته او دا موضوع طالبانو سره زموږ د جګړو د پيل سبب هم شوه. طالبانو په لومړنیو خبرو کې له امیر صاحب محمد اسماعیل خان څخه غوښتنه وکړه چې ټول کندهاري قومندانان د هغوی له کسانو سره دوی ته وسپاري چې محاکمه شي، خو هرات دا غوښتنه رد کړه او طالبانو ته پر سویل لویدیزې حوزې د برید لازمه پلمه په لاس ورغله.

شیشه‌ میډیا: هماغسې چې تاسې توضیح کړه، د امیر محمد اسماعیل خان، طالبانو، ملا نقیب‌الله آخند، رییس عبدالواحد باغراني او کابل ترمنځ یو ډول پټه او غیر مستقیمه همغږي رامنځته شوې وه. همدا چې امیر محمد اسماعیل خان د غفاراخند‌زاده او کندهاري قومندانانو ملاتړ و نه کړ، مانا یې دا وه چې طالبانو ته یې ترجیح ورکړه. پوښتنه دا ده چې ولې  محمد اسماعیل خان، وروسته همدغو کندهاري او هلمندي قومندانانو ته، چې طالبانو مات کړي و، په هرات کې د پناه غوښتونکو په توګه ومنل؟ ستاسې په خبرو کې هم راغلل چې د همدغو قومندانانو د کسانو خپلسري، په کندهار کې د خلکو له خوا د طالبانو د ملاتړ سبب شو او امیر محمد اسماعیل خان هم په واقعیت کې د همدغو کسانو د کمزوري کېدو لپاره، په نامستقیمه توګه له طالبانو ملاتړ وکړ، اوس چې دوی ماتې خوړلې وه، ولې یې هرات ته د راتلو او پناه اخیستو اجازه ورکړه؟

جنرال عظیمي: لومړی باید عرض وکړم چې د کابل او هرات له خوا د طالبانو د ملاتړ درجې ډېر فرق سره کاوه او برابر نه ول. امیر صاحب محمد اسماعیل خان د خپلو کنټرول لاندې سیمو وضعیت ارزولی و او بیا یې د طالبانو ملاتړ کاوه چې دغو سیمو ته تاوان و نه رسېږي او کابل هم د خپلو محاسبو له مخې د طالبانو ملاتړ کاوه. په هماغه وخت کې د کابل له خوا د طالبانو ملاتړ ډېر جدي او حسابي و. کندهاري قومندانان، د غفار اخند‌زاده په ملاتړ او منځګړتوب هرات ته راغلل. امیر صاحب محمد اسماعیل خان پر دې باور و، چې له ځان سره د دغو ظرفیتونو تر څنګ ساتل ورسره بد نه دي؛ ښایي یوه ورځ یې په کار راشي. پر هلمند، د طالبانو تر واکمنېدو وروسته نور، امیر صاحب محمد اسماعیل خان هم احساسوله چې دغه ځواک د تمې خلاف، ورځ تربلې ډېر خطرناک شوی او خامخا به یوه ورځ پر هرات هم برید کوي.

وروسته تر هغه چې طالبانو له غفاراخند‌زاده سره خپل هوکړه لیک نقض کړ، امیر صاحب محمد اسماعیل خان احساس کړه چې له طالبانو سره پوځي تقابل په راتلونکي کې له احتماله لرې نه دی. په همدې دلیل یې د کندهار او هلمند قومندانان له ځان سره وساتل. له بل لوري، د هرات د ملي امنیت ریاست هم د غفار آخند زاده له ماتې وروسته، امیر صاحب ته راپور ورکړ چې طالبان د ځمکني ځواک، تجهیزاتو او انگئزې له پلوه په داسې وضعیت کې دي چې پر هرات برید کولای شي، خو یوازینۍ ستونزه یې هوایي ځواکونه دي، چې نه یې لري. په هرات کې زموږ ارزونه دا وه چې طالبان هڅه کوي د کابل د دفاعي کرښو تر ماتې مخکې، هوایي ځواک ترلاسه کړي. هغه مهال طالبانو ته تر ټولو نږدې هوایي ډګر، د شینډنډ هوایي ډګر مفرزه وه. د بگرام او مزارهوایي ډګرونه له طالبانو لرې وو او په کندهار هوایي ډګر کې هم په کافي اندازه د استفادې وړ جنګي الوتکې نه وې. په همدې دلیل موږ د ډېر خطر احساس وکړ، ځکه چې شینډنډ هم خپلې آسیب‌پذیرۍ لرلې.

د شینډنډ په مسیر کې تر هلمند پورې، تر ډېره مېشت قومونه پښتانه دي. روښانه وه چې دوی زموږ او د طالبانو په تقابل کې زموږ نه؛ بلکې د طالبانو ملاتړ کوي. خپله شینډنډ کې هم پښتانه قومونه مېشت دي، البته د «چهارمحل» سیمه ترې مستثنا ده، ځکه دا سیمه د امیرصاحب محمد اسماعیل خان د زېږیدو ځای دی. له دې امله، موږ په شینډنډ کې هم آسیب‌پذیر و. له بل لوري، موږ د قدرت پر مهال هیڅکله شینډنډ سل په سله کې تر خپل کنټرول لاندې را و نه وستلای شو. هماغسې چې مې وویل، هلته د حزب اسلامي یو قوت هم موجود و، چې د دوی موجودیت زموږ آسیب‎‌پذیري نوره هم زیاتوله. دغې جمع‌بندۍ موږ دې پایلې ته رسولي وو چې په کندهار او هلمند کې د طالبانو د مخالفو قومندانانو ملاتړ ډېر ضرور دی. دا زموږ خپلې محاسبې وې، هرات د کابل له لوري ډېر تر فشار لاندې و، چې د کندهار او هلمند قومندانان له ځان سره ولري. کابل هم په تلو- تلو کې احساس کړې وه چې طالبان له میدان څخه د حزب اسلامي او حزب وحدت اسلامي تر ایستلو وروسته، له حکومت سره اخته کېږي او اړينه ده چې د کندهار او هلمند نظامي ظرفیتونه او د طالبانو مخالفان په خپل اختیار کې ولري. زه هغو اطلاعاتو ته په کتو سره او هغو مسایلو ته، چې په جریان کې یې وم، ویلای شم، چې قضیه په دې ډول وه.

د کابل په سفر کې د طالب مشرانو ملتیا

شیشه‌ میډیا: ښه. پرهلمند د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، هغوی ډېر ژر پر روزګان، زابل او غزني هم واکمن شول او لا ډېر وخت نه و وتلی چې میدان ښار او لوګر یې هم ونیول، په همدې وخت کې د طالبانو او امیر محمد اسماعیل خان ترمنځ مذاکرات پيل شول. لومړۍ مذاکره چېرته وشوه؟ له طالبانو څخه څوک راغلل؟ او د بحث موضوع یې څه وه؟

جنرال عظیمي: زما په یاد دي چې لومړی له طالبانو څخه دوه تنه راغلل چې د طالبانو د لوی او با صلاحیته پلاوي د سفر زمینه برابره کړي. وروسته یې یو لوی پلاوی هرات ته راغی، چې په ترکیب کې یې له ملا محمد عمر آخند پرته د دوی د هغه مهال ډېرو مشرانو قومندانانو او څېرو برخه لرله. زما یادېږي چې دوی زما په ګډون جوړه شوې غونډه کې امیر صاحب محمد اسماعیل خان ته وویل چې تاسې د یوه اغېزناک شخصیت، جهادي مشر او پياوړي کس په توګه، تر خپل کنټرول پر لاندې سیمو کې نظم، امنیت او ارامي تامین کړې ده، تاسې له موږ سره همکاري وکړئ چې ګډوډي جوړونکي، مفسدان او د دوستم، حکمتیار او نورو په شان غیر مسوول وسله‌وال له صحنې وباسو، د افغانستان ټول پاټکونه ایسته کړو،چې د شریعت د تطبیق زمینه برابره شي. د هېواد له زعامت څخه د استاد رباني د ایسته کولو بحث هیڅ مطرح نشو. داسې یې وښوده چې د استاد رباني زعامت مني. امیر صاحب محمد اسماعیل خان یې په ځواب کې وویل چې تاسې کابل ته لاړشئ، له ښاغلي استاد رباني سره خبرې وکړئ، چې له هغه سره هرې پایلې ته ورسیدئ، سویل لویدیزه حوزه هماغه پایله درسره مني. البته طالبان هغه مهال ډېر بې نظمه وو، آداب او رسوم یې نه مراعتول. د امیر صاحب په دفتر کې دننه یې نسوار خولې ته اچول، وروسته یې بیرته غورځول. د دوی دغه چلند امیر صاحب محمد اسماعیل خان ته ډېر ځورونکی و. امیر صاحب محمد اسماعیل خان خو پوهیږئ، چې خپله یو صاحب‌منصب و، ډېر با انضباطه سړی دی. نظم او عسکري انضباط يې ډېر خوښېږي. له بل لوري، هرات هم یو فرهنگي ښار دی. په همدې دلیل امیر صاحب ډېر ناراحته شوی و. ښاغلي امیر صاحب ما ته وظیفه  وسپارله چې د طالبانو رهبران کابل ته د شهید استاد د لیدو لپاره یوسم. د طالبانو مشران لومړی له هرات څخه کندهار ته لاړل، چې خپل رهبر ته راپور ورکړي او د کابل د سفر اجازه‌ ترلاسه کړي. وروسته د طالبانو دویم پلاوی هرات ته راغی. په پام کې وه، چې همدغه پلاوی له ما سره کابل ته لاړشي. تر هغه ځایه، چې حافظه مې یاري کوي، په دغه پلاوي کې له ۱۴ څخه تر ۱۶ تنو برخه لرله. دوی ما له ځان سره کابل ته بوتلل.

شیشه‌ میډیا: هغه کسان، چې مو په یاد دي نومونه یې واخلئ. په دغو ۱۴ تنو کې څوک، څوک وو؟

جنرال عظیمي: مولوي خیرالله خیرخواه و، د دوی د اطلاعاتو او فرهنگ اوسنی وزیر. ملا محمد رباني و، چې وروسته رییس‌الوزرا شو او ومړ. د پلاوي رئیس هم، همدا ملا محمد رباني و، د نورو نومونه مې اوس په ذهن کې نشته. البته هغه مهال، دا ډېره جدي موضوع نه ګڼل کېده او آن د چا په تصور کې نه راتله چې وضعیت به داسې شي، لکه نن چې دی. هرات ته داسې هیئتونه هره ورځ راتلل او تلل، دلیل یې دا و، چې موږ په هرات کې هوایي ټرانسپورت په خپل واک کې درلود او بېلابېل پلاوي مو کابل ته استول. له کابل څخه هم ډېر پلاوي راتلل، چې ایران او نورو سیمو ته تلل او موږ ورته هوایي ټرانسپورت برابراوه. هغه مهال ما فکر نه کاوه، چې تر کابله د طالبانو ملتیا به، وروسته پر یوې مهمې تاریخي پېښې بدل شي. د هرات د هوایي ټرانسپورټ ارزښت له دې امله زیات شوی و، چې مزار د حکومت په واک کې نه و او د پاکستان لاره هم د کابل پر مخ تړلې وه.

په هر حال، زه د طالبانو له پلاوي سره کابل ته لاړم او له هغوی سره په انټرکانټیننټال کې دېره شوم. زه ۱۴ ورځې له دوی سره په کابل کې پاتې شوم او له استاد رباني سره د دوی د مشرانو په څو غونډو کې حاضر وم، وروسته بېرته هرات ته ولاړم. په یاد مې دي، چې په کابل کې زموږ د اقامت په ورځو کې، د رمضان میاشت راغله او د طالبانو مشرانو زما په حضور کې څو شپې د استاد رباني په امامت د تراویح لمونځ وکړ. له استاد رباني سره د طالبانو خبرې د کابل په شاوخوا کې د حکومت او طالبانو د همغږۍ پر محور، له طالبان سره د کابل پر مالي مرستو او د دواړو لوریو ترمنځ د افغانستان د راتلونکي سیاسي زعامت په اړه د همغږۍ او هم نظرۍ پر رامنځته کېدو څرخېدې. له دې خبرو ښکارېده چې د استاد زعامت قبلوي. استاد رباني طالبانو ته ۳۰۰ میلیونه افغانۍ ورکړې. وروسته یې دوه تنه له ما سره هرات ته ولاړل او دا ۳۰۰ میلیونه افغانۍ یې هم له ځان سره راوړې. وروسته ښاغلي امیر صاحب دا دوه تنه له ۳۰۰ میلیونه افغانیو سره، په چورلکه کې کندهار ته واستول.

شیشه‌ میډیا: په دې مذاکراتو کې د طالبانو له لوري د استاد رباني د زعامت مشروعیت له پوښتنې سره مخ نشو؟

جنرال عظیمي: قطعاً تر پوښتنې لاندې رانه وستل شو او مطرح نشو. یوازې د پیسو، سولې، آرامۍ، د شریعت د تطبیق، له لارو څخه د موانعو او پاټکونو د ایسته کولو بحثونه وشول. د یاغي کسانو له صحنې څخه ایستل، د نا مسوولو، باغي او مفسدو کسانو او عامو خلکو خلع سلاح کول وو.

شیشه‌ میډیا: تر هغه وخته چې تاسې ورسره په کابل کې وئ، د طالبانو پلاوي له ارواښاد احمد شاه مسعود سره هم ملاقات او خبرې اترې وکړئ؟

جنرال عظیمي: تر هغه وخته چې زه په کابل کې وم، له هغوی سره یې ملاقات نه درلود. که زما تر ستنېدو وروسته یې ملاقات کړی وي، خبر نه یم. زه اصلاً د دې لپاره ورسره تللی وم چې د دوی د سفر ټرانسپورټ او لوجستیک برابر کړم، د دې لپاره چې خپه نشي، امیر صاحب راته هدایت کړی و چې په کابل کې هم تر یوې مودې ورسره پاتې شم. وروسته مې له امیر صاحب سره اړیکه ونیوله، چې ۱۵ ورځې تېرې شوې او نور اړتیا نشته؛ اجازه راکړئ، چې هرات ته درشم، هغوی هم ومنله. هغه مهال، هماغسې چې مې وویل، موضوع دومره جدي نه ګڼل کېده، چې هرڅه مې په جزییاتو تعقیب کړي او یاداشت کړي وای. په واقعیت کې متوجه نه وم، چې دا ورځې یوه ورځ د تاریخ برخه کېږي.

شیشه‌ میډیا: د تراویح لمونځونه یې حتماً په ارگ کې د وخت د ولسمشر په امامت ادا کړل؟

جنرال عظیمي: نه. تراویح یې په انټر کانټیننټال هوټل کې وکړې. استاد همالته راته، د طالبانو رهبرانو ورپسې اقتدا کوله او لمونځونه یې کول. 

د محمد اسماعیل خان له ځواکونو سره د طالبانو لومړنۍ نښته

شیشه‌ میډیا: ښه، کله چې د کابل، هرات او طالبانو اړیکې دومره نږدې شوې وې، تاسې کله احساس کړه چې طالبان جدي نظامي ګواښ دي او باید پر وړاندې يې دفاع ته چمتووالی ونیسئ؟

جنرال عظیمي: ترهغه وروسته چې طالبان له دغه سفر څخه ولاړل، هرات ته راغلل او له هغه ځایه کندهار ته لاړل. د دوی له را ګرځېدو سره، ملا نقیب‌الله آخند هم له طالبانو وډار شو او غور ته وتښتېده. په همدې وخت کې طالبانو یو پلاوی را واستاوه او له هرات څخه یې وغوښتل چې ټول هلمنديان او کندهاریان ور وسپاري. له دې سره هم مهاله، موږ خبر شوو چې د طالبانو ځواکونه په هلمند کې د جګړې لپاره را ټول شوي دي. په هلمند کې د حرکت اسلامي مجاهدینو او هم هغو مجاهدینو دغه اطلاع راکړه چې د جمیعتي توب مخينه یې لرله، په ځانګړي ډول د معلم شاه ولي په نوم یوه شخص، چې په مستقیمه توګه له امیر صاحب محمد اسماعیل خان سره په اړیکه کې و. موږ د همدغو او نورو سرچینو له لارې اطلاع ترلاسه کړه چې طالبانو خپل ځواکونه د سنگلان په تپو کې را ټول کړي دي. دا سیمه گرشک ته نږدې ده. هغه وخت موږ د سویل لویدیزې حوزې په پوځي تشکیلاتو کې پرېکړه وکړه چې د دفاع لپاره چمتو شو، چې دا ستونزه حل شي. وروسته مو له ۲۵ څخه ۳۰ زرو پورې یو نظامي قوت د سنگلان د تپو پر لور هرات ته سوق کړ. دا د ډاکټر نجیب د حکومت تر سقوط وروسته لومړی ځل و چې موږ دومره لوی قوت سوق کاوه، دا ډېر بېساری و. زموږ په ځواکونو کې د هرات قول اردو جزوتامونه، د هرات څلورمه زرهي داره قواوې، د هرات ۱۷ مه فرقه، د هرات د جهادي نظم غونډ، دغه راز د شینډنډ او هرات د ۲۱، ۵ او ۷ سرحدي لېوا ځواکونه، په نیمروز او فراه کې د مېشتو قطعاتو ځواکونه، په فراه او نیمروز کې د جهادي نظم ځواکونه، دغه راز د کندهاري او هلمندي قومندانانو ځواکونه، چې د طالبانو له لوري د ولایتونو له تسخیر وروسته هرات ته راغلي وو، شامل وو. موږ د جنرال دوستم یو شمېر مخالف ازبکان هم په هرات کې مسلح کړي وو، چې د دوی یو شمېر ځواکونه مو هم په سنګلان کې مېشت کړل. هماغسې چې مې وویل، سنګلان ته زموږ د سوق کړو ټولو ځواکونو شمېر ۳۰ زره تنه کېده. البته دغو ځواکونو په پراخه کچه باکیفیته وسلې هم لرلې او جنرال صاحب علاوالدین خان د دوی عمومي قومندان وټاکل شو. د طالبانو لومړی تقابل هم، له همدغو ځواکونو سره وو، چې ظاهراً وېرونکي وو، ډېر مجهز وو او پياوړی قومندان یې درلود.

شیشه‌ میډیا: جنرال علاوالدین خان د هرات قول اردو مرستیال و؟

جنرال عظیمي: هغه د جهاد په کلونو کې او هم له بریالیتوب څخه وروسته د امیر صاحب محمد اسماعیل خان پوځي مرستیال و، ورسره په هم مهاله توګه یې د هرات د ۱۷ مې فرقې قومنداني هم پر غاړه لرله. د قول اردو قومندان خپله امیر صاحب محمد اسماعیل خان و. د قول اردو د قومندان مرستیال ، جنرال عزیزالله خان و.

د سنگلان د دفاعي لیکې ماته

شیشه‌ میډیا: تاسې په خپل کتاب کې ویلي چې د پرسونل او تجهیزاتو له پلوه د ښه وضعیت لرونکی دغه ځواک، د طالبانو د ۱۳۷۳ د حوت میاشتې د برید پر وړاندې لار ورکی شو. واقعي داستان یې څه و؟

جنرال عظیمي: ښه، قواوې، ظاهراً ډېرې منظمې او پياوړې وې، د هر لیدونکي سترګې یې خپلولې او ځانته جذبولې. تاسې لیدل، چې د کاروان یو سر دلته او بل سر یې څو کیلومټره هاخوا ته دی. دغه ظاهري نظم یو ډول صلابت رامنځته کړی و. له بل لوري، زموږ د قواوو ترکیب د عسکري سوق و ادارې له پلوه، ډېر ماتیدونکي وو. موږ په هرات کې ډېر منظم قطعات لرل، لکه د ډسانټ ۸۵ یمه قطعه، چې ډېره منظمه وه، پرسونل یې نظامي یونیفورم درلود او په ټوله مانا یوه عسکري قطعه وه، خو له بل لوري موږ د فراه ۷۱ یمه فرقه لرله، چې هیڅ عسکري دسیپلین یې نه درلود او ټول افراد یې په قرار ګاه کې له ږیرې، کمیسونو او پرتوګونو سره په دنده کې وو. دا یوه ستونزه وه.

زموږ بله ستونزه دا وه، چې همدغو نا همغږو قطعاتو په سویل لویدیزه حوزه کې هیڅ ګډ تطبیقات او ازمیښتي مانور نه درلود، چې د جګړې میدان ته له چمتووالي سره ننوځي. که موږ تر دې مخکې ګډ تطبیقات کړي وای، کولای مو شول، چې په ګډه او همغږې توګه خپلې تجربې په یوه واقعي جګړه کې وکاروو، خو ستونزه دا وه چې هیڅکله مو د ځواکونو ترمنځ داسې ګډې مانورۍ او تطبیقات نه لرل. له بل لوري، د طالبانو په اړه دا تصور نه کېده، چې یو پېچلی او فوق العاده نظامي ځواک دی. دوی په کابل، کندهار او هلمند کې له سختو جګړو وروسته نه وو بریالي شوي. په کندهار کې سازش او پاشلې جګړه وشوه. په هلمند کې طالبان په چل او دوکه بریالي شول او د کابل په شاوخوا کې د حزب اسلامي ځواکونو شاتګ وکړ. طالبانو په واقعي او تصمیم نیونکو جګړو کې د پوځي بریالیتوب کومه مخينه نه لرله.

په همدې دلیل موږ د سویل لویدیزې حوزې په پوځي تشکیلاتو کې د طالبانو عسکري ظرفیتونه ډېر کمزوري ارزولي وو. تصور دا و چې طالبان په کافي اندازه ظرفیت نه لري او د سویل لویدیزې حوزې ځواکونه له ټولو نا همغږیو او ستونزو سره سرهد دفاع قوت لري. ظاهراً زموږ په قواوو کې دغه کاذب غرور هم رامنځته شوی و، چې دوی ۳۰ زره ځواکونه دي او کولای شي، چې له هلمند څخه د کابل تر اطرافو پورې ټولې سیمې تصفیه کړي. ما وویل، چې مخکې جنرال نصیرالله بابر هرات ته راغی، د هلمند او شینډنډ ترمنځ ټوله اراضي یې له پوځي پلوه څېړلې وه. دغې ارزونې طالبان په جدي موقعیت کې ښودلي وو. وروسته له دې چې زموږ ځواکونه په سنگلان کې ځای پر ځای شول، طالبانو د شپې له مخې برید وکړ.

طالبانو په خپل برید کې له هغه میتود څخه کار واخیست چې په عسکرۍ کې ورته نظامي انتحار وایي. په سویل لویدیزه حوزه کې چا دا نه تصور کوله چې طالبان د داسې تکتیکونو د استفادې وړتیا ولري. طالبانو زموږ په ځواکونو کې درز رامنځته کړ. هماغسې چې مې وویل، کله چې زموږ قومندانانو د خپل پرسونل او تجهیزاتو شمېر لیده او هغه یې د مقابل لوري د ظرفیتونو په اړه له خپل تصور سره پرته کاوه، داسې غافلګیره شول، چې نه د سنګرونو د رامنځته کولو په فکر کې شول، نه یې تحکیمات وکړل، نه یې ارتباطي خندوقونه رامنځته کړل او نه یې د طالبانو د راتلو په پټو لارو کې ماینونه خښ یا اغزن سیمونه ولګول. لنډه دا چې هیڅ ډول تدابیر و نه نیول شول. په داسې حال کې چې امکانات موجود وو، خو د دښمن د کمزورۍ تصور، د کمزورۍ سبب شو. هر څوک چې راغلی و، د هوا د ګرموالي له امله په یوه سیوري کې ناست و، هیڅ ډول تدابیر نه وو نیول شوي.

طالبانو د شپې له مخې، په داسې حال کې چې هیچا یې تمه نه لرله، برید وکړ. طالبانو، چې کله درز رامنځته کړ، ځانونه یې د عمومي قومندانۍ د صالون شاته ورسول. په داسې عملیاتوکې عمومي قومندان یو صالون لري، چې هلته خپلې غونډې کوي. له دغه ځایه، هم د جګړې له میدان سره په اړیکه وي او هم سوق و اداره مخې ته وړي. طالبانو د خپل نظامي انتحار تکتیک په داسې ډول ترسره کړ چې زموږ د قواوو پر یوې برخې یې برید کړی و، ځانونه یې زموږ د قواوو شاته رسولي وو او وروسته په چټکۍ سره د جنرال صاحب علاوالدین خان د صالون شاته راغلل. طالبانو په داسې ځای کې درز رامنځته کړ چې هلته د هرات د ډیسټانټ د ۸۵ مې منظمې قطعې ځواکونو موقعیت درلود. زموږ د دغې تر ټولو منظمې قطعې ډېر پرسونل اسیر شو. ما ته وروسته وویل شول چې په دې شپه څه باندې ۱۵۰۰ تنه اسیران شول.

زموږ خوا ته له یوه لوري ځواکونه همغږي نه وو او د ګډې جګړې تجربه یې نه لرله، په پراګنده ډول هر لوري ته تلل او له بل لوري طالبانو د درز اچولو لپاره خپل غوڅ دریځه جنګیالي استولي وو. د طالبانو کسانو د خپلو کمیسونو څنډې څیرلې وې، دا په واقعیت کې د دوی ترمنځ شفر و، بل دوی په نېمه شپه عملیات وکړل. کله، چې دوی زموږ د ځواکونو منځ ته را ننوتل، له هماغو څېرلو کمیسونو څخه یې خپل کسان پېژندل، کله چې به زموږ له افرادو سره مخ شول، دوی ته یې په پښتو ویل: « د اخند‌زاده صاحب مجاهدین یوو»، د طالبانو له دغه تکتیک سره د سویل لویدیزې حوزې ټول ځواکونه اغفال او را ګېر شول. ریښتیا، زموږ افرادو ته هم د دې تشخیصول سخت وو چې دغه کسان واقعاً طالبان که د غفار آخند زاده، آمر لالي، قومندان خان محمد خان یا استاد حلیم مجاهدین دي. دلیل دا و، چې د دغو قومندانانو د افرادو او د طالبانو د افرادو ظاهري بڼو فرق نه سره درلود. زموږ ځواکونه د کمیس څېرلو کسانو په اړه نه وو متوجه شوي. په همدې دلیل، زموږ په ټولو قطعاتو او جزوتامونو کې ګډوډي رامنځته او دغه وضعیت د دې سبب شو، چې ډېر کسان مو اسیران او تلف شي. د دې ترڅنګ د سویل لویدیزې حوزې د ځواکونو یوه اندازه ډېر مهم پوځي تجهیزات هم د طالبانو لاس ته ورغلل.

د سویل لویدیزې حوزې د نظامي ځواکونو دغې ماتې او د طالبانو د بریالیتوب تکتیک، له یوه لوري طالبانو ته پر ځان باور ورکړ او له بل لوري د دې سبب شو چې طالبان په خپله ګټه عجیب تبلیغات وکړي. دوی ویل، چې د طالبانو په غاړو کې د قرآنکریم یو جلد ځوړند دی، کله چې پرې مرمۍ راځي، له قرآن څخه نه تېریږي، پر مقابل لوري لګېږي. دغه تبلیغات زموږ ځواکونو ته تر ډېره رښتیا ښکارېدل او په عمومي ډول یې د دوی روحیه ماته کړې وه.

بله ستونزه دا وه چې جنرال صاحب علاوالدین خان په هماغه شپه ټپي شو. د جګړې په دویمه شپه زه لومړۍ کرښې ته لاړم. له دې امله، چې جنرال صاحب علاوالدین خان ټپي شوی و او نور په صحنه کې نشو پاتې کیدای، امیرصاحب محمد اسماعیل خان د دفاعي کرښې د قومندانۍ مسوولیت ما ته را وسپاره. ما په هماغو لومړیو ساعتونو کې احساس کړه چې د پرسونل روحیه په ټوله کې ماته شوې او آن پوهو او لوستو کسانو هم تقریباً دا باوردرلود چې د طالبانو د جنګیالیو په غاړو کې قرآن کریمونه ځوړند دي او ګولۍ تاثیر نه ورباندې کوي. زموږ پرسونل نور نه روحیه لرله، نه د جګړې انګېزه او نه یې هم نظم و انظباط درلود.

علاوالدین خان ، چې درې ستوریز جنرال و او د سویل لویدیزې حوزې په پوځي قطعاتو کې یې پراخ اغېز درلود، ډېره هڅه وکړه چې دغه ستونزې جبران کړي. هغه ډېر زړور سړی و. د هغه ټپي کېدو هم د عمومي روحیې په کمزوري کېدو کې اغېز درلود. د هغه چپې سینې ګولۍ خوړلې وه. د ژوندي پاتې کېدو تصور یې ډېر کم و. له برید او د جنرال علاوالدین خان له ټپي کېدو او بستري کېدو څخه یوه شپه وروسته، امیر صاحب محمد اسماعیل خان په هرات کې د ټولو جهادي تنظیمونو قومندانان د تصمیم نیونې غونډې ته وبلل. ډېرو دغو قومندانانو د طالبانو د احتمالي برید د مقابلې لپاره سنګلان ته د قواوو د تلو خبر د هرات له ملي ټلویزون څخه لیدلی و، له دوی سره هیڅ ډول مشوره نه وه شوې، خو هغه شپه امیرصاحب محمد اسماعیل خان ټول بېړۍ غونډې ته وبلل، چې د هرات د دفاع لپاره په ګډه پرېکړه وکړي او یوه چاره وسنجوي، ځکه د سویل لویدیزې حوزې تر کنټرول لاندې سیمې د بشپړ سقوط له خطر سره مخامخ وې.

په غونډه کې پرېکړه وشوه چې سبا ټول د قول اردو میدانچې ته راشي او له امیر صاحب سره لومړۍ کرښې ته پرواز وکړي. زه د سهار شپږ بجې میدانچې ته راغلم. جنرال قتالی هم راغلی و. نور قومندانان لکه: جنرال صاحب افضلي، جنرال صاحب مجیدي، حاجي بصیرخان غوریاني، د هرات د ملي امنیت رئیس او نور لږ په ځنډ را ورسېدل. زه او امیر صاحب په یوه چورلکه کې په ګډه لومړۍ کرښې ته والوتو او نور قومندانان وروسته را ورسېدل. جنرال صاحب علاوالدین مو کابل ته واستاوه، چې مرکزي حکومت یې د درملنې لپاره هند ته ولېږي. هغه څه موده په هند کې تر درملنې لاندې و او د هرات تر سقوط یوه میاشت مخکې بېرته راغی. کله چې علاوالدین خان ټپي شوی و، په هماغه شپه جنرال صاحب یلاني چې د هرات د څوارلسمې زرهي دارې قوې قومندان و، د جبهې قومنداني په لاس کې اخیستې وه. هغه تر دل آرام پورې ځواکونه ۲۵ کیلومتره شاته راوستل او هملته یې دفاعي حالت غوره کړ. البته تحکیمات یې نه وو کړي. سهار وختي زه او امیرصاحب اسماعیل خان په دل‌آرام کې د هغه خوا ته ورسېدو. دلته امیر صاحب د قومندانۍ واګې خپله په لاس کې ونیوې، له توپ‌چي او هوایي ځواک څخه ډېره استفاده وشوه، چې وضعیت لږ کنټرول شي.

یوه شپه وروسته، چې ما د دفاعي جبهو د قومندانۍ مسوولیت پرغاړه واخیست، امیر صاحب محمد اسماعیل ته مې وړاندیز وکړ، چې باید د خپلو ځواکونو کمزوري جبران کړو. وروسته ما له امیر صاحب محمد اسماعیل خان سره مشوره وکړه او پرېکړه مو وکړه چې زموږ یوه قطعه، د طالبانو هماغه تکتیک خپله پردوی اجرا او له لیرې د طالبانو لیکې ووهي او د شا له خوا برید ورباندې وکړي. هدف مې دا و چې طالبان په یوه جدي محاصره‌ کې گیر پاتې شي، چې بریدګر ځواکونه یې په بشپړ ډول نابود شي یا داسې زیانمن شي چې نور پر موږ د برید وړتیا و نه لري. البته زموږ ځواکونو هماغه کمزورۍ لرلې، چې مخکې مې یادونه وکړه. زموږ له ماتې سره، هغه کمزورۍ زیاتې شوې وې، کمې شوې نه وې.

وروسته ما، د څلورمې زرهي دارې قوې جنرال صاحب یلاني او یو شمېر نورو قومندانانو برید وکړ، د طالبانو پر لیکو را وګرځېدو، چې د شا له لوري برید ورباندې وکړو. هغې نقطې ته مو، چې زموږ په نظر کې وه، ځانونه ورسول، له زرهي وسایطو سره مو، چې تر ډېره محاربوي ماشین و، عملیات مو پيل کړل، خو په حیرانۍ سره، چې هر څومره مخکې راتلو، له طالبانو سره نه مواجه کېدو. زموږ پلان دا و چې موږ د طالبانو د جبهې شاته لاړ شو او له شانه برید ورباندې وکړو. موږ هغې برخې ته ورسېدو چې په پام کې مو وه، خو هرڅومره چې مخې ته تلو، طالبانو ته نه رسېدو. موږ تر عملیاتو مخکې د طالبانو موقعیتونه په هوایي او ځمکني ډول تثبیت کړي وو، خو اوس، چې هر څومره تلو، طالبانو ته نه رسېدو. موږ مخته تلو، یو وخت مو پام شو، چې خپلې قرارگاه ته رسیدلي یوو. کله،چې راغلو زموږ په قرارگاه کې هیڅوک نه دي پاتې. له مخابرې سره هم زموږ اړیکه پرې شوه. یو ځل د بیا ځلي مخابراتي اړیکې د هڅې پر وخت متوجه شوو، چې زموږ ټولو ځواکونو، چې د مدافعې دنده یې لرله، عقب نشیني کړې ده، طالبان په دوی پسې دي او موږ په طالبانو پسې.

رانه هېر شو، چې ووایم په دغوعملیاتو کې د فراه ضابط جلیل، چې هغه مهال یې د جنرالۍ رتبه لرله، هم له ما او جنرال صاحب یلاني سره و. د فراه ضابط جلیل په همدې شپه طالبانو ته تسلیم شو. جنرال صاحب له موږ بېل شو او ویې ویل چې د فراه پر لور ځي، کار لري، موږ ته یې ویل، چې تاسې لاړشئ. جنرال صاحب جلیل‌ خان په همدې شپه کولای شول، چې موږ هم اسیران کړي او طالبانو ته مو وسپاري، خو له ښه مرغه، چې دغه کار یې و نه کړ. هغه په دې دلیل دغه کار کولای شو، چې تر امر لاندې ځواکونه یې تر ۶۰ تنو زیات وو، ما او جنرال یلاني تر اوو- اتو زیات کسان نه لرل. دغو اتو تنو هم ډېرې وړې وسلې لرلې. د ۲۱ مې فرقې قومندان جنرال صاحب عسکر هم له ما او جنرال صاحب یلاني سره و. 

لنډه دا چې، جنرال صاحب جلیل تسلیم شو او موږ د آب خرما سیمې ته ورسېدو. طالبانو د جنرال صاحب جلیل له تسلیمېدو سره فراه هم ونیوله او نیمروز هم زموږ له لاسه ووت. موږ په هغه شپه ډېره مهمه او ستراتیژیکه اراضي له لاسه ورکړه. د هرات او هلمند تر منځ له پوځي پلوه تر ټولو مهمه برخه د چکاب په نوم یوه سیمه ده. طالبانو په هغه شپه چکاب سیمه په بشپړه توګه تسخیر کړه. د سیمې خلک، دغه سیمه په خپله سیمه ییزه لهجه «چک‌او» بولي. د مدافعې بله سیمه همدا آب‌خرما کېدای شوه، خو هغه مو هم له لاسه ورکړه او یوې بلې مهمې سیمې «شوز» ته ورسېدو. زه په شوز کې ډېر بلد نه وم. خریطه مې واخیسته او متوجه شوم، چې که شوز مو هم له لاسه ووت، نور نو طالبانو له هر ډول خنډ پرته شینډنډ تر خپل تصرف لاندې راولي. زموږ ځواکونو په وارخطایي، بې نظمې او ماتې روحیې عقب نشیني کوله. زه هم له لږو ځواکونو سره د ځواکونو شاته وم، ټولو ځواکونو تر موږ مخکې عقب نشیني کوله. طالبان په چټکۍ، د شوز خوا ته نه راتلل. وروسته، موږ په همدې شوز کې د مدافعې لیکه جوړه کړه، یو شمېر ځواکونه مو را ستانه او همدلته مو دفاعي خط تثبیت کړ. دا خط مو داسې تحکیم کړ، چې ومو کړای شول، تر څو پرله پسې میاشتو پورې د طالبانو سخت تهاجمي بریدونه پر شا وتمبوو.

د شوز دفاعي خط

شیشډ‌ میدیا: دا کیسه ټوله د ۱۳۷۳ په حوت میاشت کې پېښه شوې ده؟

جنرال عظیمي: هو. یو ټکی باید ووایم چې طالبانو په شوز کې لومړی موږ ته د تحکیماتو فرصت رانه کړ او برید یې وکړ. د څو شپې مخکې تجربې طالب ته ښوولې وه، چې باید هیڅ فرصت له لاسه ور نه کړي. لومړۍ شپه مو په شوز کې په ډېرې سختۍ داسې مقاومت وکړ، چې باور مو نه کېده. اوس، چې له هغې ورځې ۲۷ کاله تېریږي او کله مې چې هغه شپه یادېږي، باور مې نه کېږي چې موږ دې دومره مقاومت کړی وي. موږ په هغه شپه نه خپل ځواکونه را ټول کړای شول، نه مو کافي پرسونل و او نه مو دفاعي خط رامنځته کړای شو. زموږ ټول ځواکونه د عقب نشینۍ په حال کې وو، خو زه او یو شمېر ځواکونه مو هلته کلک ودرېدو. هلته راسره شریف جان سنگلاني او و قومندان قاضي محمد عسکر، چې د فراه و، مرسته وکړه. د قاضي عسکر رسمي دنده، په فراه کې د ۲۱ مې فرقې قومنداني وه، چې اوس یې د قومندان جلیل له تسلیمۍ او د فراه له سقوط سره، دنده او فراه له لاسه ورکړې وه. موږ درې تنو له جنرال صاحب افضلي څخه وغوښتل چې موږ ته له افرادو پرته تش ټرانسپورټي او جنګي وسایط شوز ته را واستوي.

ځواکونه داسې پاشل شوي وو، چې نور یې د انسجام فرصت له لاسه وتی و. دا موټرپه مړو څراغونو لومړۍ لیکې ته زموږ تر خوا راتلل، بېرته شاته قرارګاه ته تلل او بیا زموږ خوا ته راتلل. جنرال صاحب افضلي په شاته عقبي قرارگاه کې دنده لرله. درې – څلور ځلې تش موټرونه راغلل او لاړل. موږ په دې ډول غوښتل طالبانو ته وښيو، چې کافي تقویتي ځواکونه را ورسېدل. په هغه شپه، چې هرڅنګه کېده، موږ تر سهاره مقاومت وکړ. البته ډېره صدمه مو هم ولیده، زموږ ډېر کسان ووژل شول؛ د ټولو ارواوې دې ښادې وي.

سهار موږ هته وایي قواوې را ورسېدې. تراوسه زموږ توپ‌چي په شاته قرارګاه کې جبهه نه وه رامنځته کړې، تر دې چې موږ ته مرسته ورسېږي. سهار د هوایي ځواکونو له فعالیت سره هم مهاله امیر صاحب محمد اسماعیل خان هم موږ ته را ورسېد. هغه له مخکې نه هدایت کړی و، چې د توپچي قرارګاه دې زموږ د ملاتړ لپاره رامنځته شي. د سویل لویدیزې حوزې هوایي ځواکونو، د امیرصاحب له اجازه پرته د جنګي الوتکو د الوزولو صلاحیت نه درلود. په هغه شپه، امیر صاحب اسماعیل خان د هوایي ځواکونو قومندان ته وویل، چې سر له ننه بايد ټول جنګي هوایي ماموریتونه د «ظاهرجان» په هدایت ترسره شي. امیر صاحب اسماعیل خان ما ته جنرال عظیمي نه ویل، په ډېر صمیمانه انداز یې «ظاهرجان» راته ویل. همدا هدایت یې توپ‌چي ته هم وکړ، د شوز د مدافعې ټول مسوولیتونه یې ما ته وسپارل. همدا د دې سبب شو، چې ما او هم سنګرانو مې وکړای شول، چې د توپچي، هوایي ځواکونو او پلو ځواکونو په همغږۍ دفاعي خط ورو- ورو تثبیت او پياوړی کړو.

ما امیر صاحب ته وړاندیز وکړ چې زموږ پرسونل ډېر ستړی او بې روحیې دی، باید بدل شي. ورته ومې ویل چې موږ په شوز کې د مدافعې لپاره ۲۰ یا ۳۰ زرو ځواکونو ته اړتیا نه لرو. امیر صاحب ومنله او پرسونل مو ورو- ورو بدل کړ. وروسته د شوز په مدافعوي خط کې زموږ د ټولو ځواکونو شمېر له اتو څخه تر لس زرو پورې و. البته له کابله هم یو شمېر تازه دمه ځواکونه زموږ مرستې ته را ورسېدل. په هماغه لومړۍ شپه، چې جنرال صاحب علاوالدین خان ټپي شو، امیر صاحب محمد اسماعیل خان له کابل څخه د تقویتي ځواکونو د مرستې غوښتنه وکړه. هغه مرکز ته وویل، چې که ځواکونه و نه رسېږي، د هرات دفاع ستونزمنه ده. زما یادېږي،چې هغه شپه د غونډې په يای کې امیر صاحب له استاد رباني سره په اړیکه شو، له آمر صاحب شهید سره یې هم خبرې وکړې او غوښتنه یې وکړه چې تر سبا پورې بايد هرات ته تر پينځه زرو پورې ځواکونه ورسېږي. له مرکز څخه د ځواکونو راتګ سر له سبا پيل شو، خو څو ورځې یې ونیوې، چې درې زره ځواکونه را ورسېدل. د کابل د ځواکونو مرسته، زموږ لپاره ډېر ښه وه. د دوی له راتلو سره، زموږ د ځواکونو روحیه پياوړې شوه. له کابله راغلو ځواکونو د کابل په اطرافو او له هغې جملې د پنجشېر په غرنیزو اراضیو کې د جګړې تجربه لرله. د شوز سیمه، چې تپې او واړه غرونه لري، دغو ځواکونو پکې د مانور قدرت درلود. زما یاد شي چې له کابله د راغلو ځواکونو رهبري جنرال صاحب قدم شاه کوله. هغه وروسته د افغانستان لوی‌ درستیز شو. 

جنرال صاحب قدم شاه شهیم، په همدې دلیل، کله چې د سپټمبر د یوولسمې له پېښې وروسته په کابل کې، په دفاع وزارت کې وو، تل ما ته «قومندان صاحب» ویل. جنرال صاحب قدم شاه له کابله د راغلو ځواکونو د لومړي گروپ قومندان و، د دغو ځواکونو عمومي قومندان جنرال صاحب نجیم خان و، چې د پنجشېر جبهې ډېرو با تجربه قومندان و. له کابله د راغلو ځواکونو په مرسته ورو- ورو زموږ مواضع پياوړې شوې. یادیږي مې چې ما د مواضعو پر تحکیم او د استحکاماتو په رامنځته کېدو او تحکیم ډېر ټينګار کاوه. د جګړې په میدان کې یوه مشهوره خبره لرو، چې وایي: یکی سنگر جنگ می‌کند، یکی نان. زموږ د لوژستیک او ډوډۍ رسولو او سنګرونو د ښه استحکام زمینه مو برابره کړه. ښه ډېر ماینونه مو هم ښخ کړل. په همدې دلیل، طالبانو په هر تهاجمي برید کې ډېر تلفات ورکول. د شوز په څو میاشتیني دفاعي خط کې طالبانو ډېر زیات تلفات ورکړل.

شیشه‌ میډیا: ښه. بېرته به په سنګلان کې د طالبانو او سویل لویدیزې حوزې جګړې ته ور وګرځو. تاسې په «طالبان چگونه آمدند؟» رساله کې لیکلي، چې طالبان د سویل لویدیزې حوزې د ځواکونو ترمنځ په هماغه رامنځته کړي درز کې بریالي شول، لومړی یې تر ټولو کمزورې نقطه تثبيت کړه، ظاهراً تر ټولو کمزورې نقطه هغه پوستې وې، چې هلته د کندهاري او هلمندي قومندانانو او له هغې ډلې د غفار آخند زاده کسان مېشت وو. تاسې ویلي چې طالبانو لومړی پر همدغو کسانو برید وکړ، بیا ستاسې په قول درز جوړ کړ او د هرات د پاراشوټ ۸۸ مې قطعې ته، چې تر ټولو منظم ځواک و، ډېره ضربه ورکړه. دا کیسه څرنګه وه؟

جنرال عظیمي: بلې، همداسې وه. البته طالبانو غوښتل په دې ډول هرات ته ووایي، چې موږ له تاسې سره ستونزه نه لرو او غواړو د هغو ځواکونو پاتې شوني له مخې ایسته کړو چې په کندهار کې یې خپسلري کوله. طالبانو دغه موضوع تبلیغ کړې وه او دغو تبلیغاتو یې زموږ پر لیکو هم اغېز کړی و. هغه داسې، چې ځینو ته یې ویل، تاسې ریښتیني مجاهدین یاست، په نظم راوستلو بریالي شوي یاست، د هرات خلک له تاسې خوښ دي ، خو ولې مو هغو افرادو او اشخاصو ته پناه ورکړې او موږ ته یې نه سپارئ، چې پر هلکانو یې تېری کړی او د دوی په قول د هلکانو پېرو پلور یې کړی. د دغو تبلیغاتو موخه دا وه چې له هراتیانو څخه د جګړې انګېزه واخلي او دوی ته داسې پيغام ورکړي، چې هراتیان ولې په جګړه کې ووژل شي، ځکه د طالبانو په قول دوی د یو شمېر کندهاري او هلمندي مفسدینو او قاتلانو په مجازات پسې را وتلي دي. د طالبانو دغو تبلیغاتو زموږ په لیکو کې درز رامنځته کړ، دغو تبلیغاتو زموږ د ځواکونو د لومړۍ شپې په ماتې کې هم اغېز درلود. د دې ترڅنګ، د دوی درز هم په بریالیتوب سره ترسره شو. وروسته یې ما ته وویل، چې د طالبانو څو رینجرې د ځواکونو د قومندانۍ شاته تللي وو او دغې سیمې ته یې اور اچولی و. د درز دغوعملیاتو د طالبانو روحیه هم پياوړې کړه. البته، هغه کسان چې په رینجرو کې سپاره وو، ټول ووژل شول.

شیشه‌ میډیا: وروسته ستاسې د ځواکونو د عقب نشینۍ په جریان کې ستاسې د ځواکونو اړوند یو بل قومندان محمد شاه هم، چې د مولوي محمد نبي محمدي د حرکت تنظیم اړوند و، تسلیم شو، چې د هغه تسلیمي په واقعیت کې پر فراه او نیمروز د طالبانو واکمنېدل ډېر اسانه کړل.

جنرال عظیمي: هو. البته د جنرال صاحب جلیل خان تسلیمي، چې مخکې مې اشاره ورته وکړه، د فراه اصلي تسلیمي وه. هغه طالبان همداسې په مستقیم ډول د فراه مرکز ته یووړل. فراه او نیمروز، په هغه شپه چې زموږ د ګرځېدو تکتیک ناکام شوی و، سقوط شوي وو.

شیشه‌ میډیا: د جنرال دوستم هوایي ځواکونو په همدغه پړاو کې د طالبانو په ملاتړ اقدام وکړ، که وروسته په بل پړاو کې؟

جنرال عظیمي: نه. په دې پړاو کې یې د هغوی ملاتړ و نه کړ، نه له هوایي پلوه او نه له ځمکني پلوه. د فاریاب له جبهې څخه یې کومه ستونزه رامنځته نه کړه. له دې څخه مخکې د جنرال دوستم ځواکونو د هرات د اسلامي شورا د غونډې پر وخت، پر هرات هوټل، چې دغه غونډه پکې جوړه شوې وه، بم وغورځاوه. دغه هوټل، د پارک هوټل په نوم هم مشهور دی. وروسته، چې په هرات کې، د هرات په نوم یو بل هوټل جوړ شو، هغه مخکینی هوټل په پارک هوټل مشهور شو. دغه پارک هوټل، د ولایت ودانۍ ته نږدې د ښار په مرکز کې موقعیت لري. تر هغه وخته چې هرات د سقوط پړاو ته نږدې شو، د جنرال دوستم ځواکونو بیا هوایي برید و نه کړ. وروسته، کله چې هرات د سقوط په درشل کې و، د جنرال دوستم الوتکو د طالبانو په ګټه بمباري وکړه.

د له لاسه وتلو سیمو بیرته نیول

شیشه‌ میډیا: جالبه ده، چې په شوز کې ستاسې رامنځته کړی مدافع خط، څه موده وروسته د تعرض فاز ته په ننوتو او د فراه او نیمروز په بېرته نیولو بریالی شو. همدا شان یې د هلمند پر لور پرمختګ وکړ. هغه مهال دا تصور رامنځته شو، چې ستاسې ځواکونه لښکرګاه او کندهار هم نیسي او د طالبانو لمنه په نظامي لحاظ ټولېږي. پر فراه او نیمروز ستاسې د بیا واکمنۍ کیسه څنګه وه؟

جنرال عظیمي: زما په تر لاس لاندې کتاب کې، چې ژر به چاپ شي، د «هرات د هېواد د رهبرۍ په درشل کې» په نوم ځینې مطالب لیکل شوي دي. هلته ویل شوي دي چې په ۱۳۷۴ کې د طالبانو په لاس د هرات سقوط درې لاملونه لرل، چې یو لامل یې همدغه ستاسې د پوښتنې موضوع وه. زموږ ځواکونه د هلمند او کندهار د نیولو په درشل کې وو. موږ د شوز د دفاعي خط قومندانان له امیرصاحب سره په مشوره دې پایلې ته ورسېدو، چې تر هغې مدافعې ته دوام ورکوو، تر څو چې وضعیت په روحي لحاظ سل په سله زموږ په ګټه شي. تر وروسته د تعرض فاز ته ننواتو.

البته طالبانو ډېر سخت تهاجمي بریدونه وکړل. یو ځل موږ ته خبر را ورسېد چې خپله ملاعمر له ۱۶۰۰ فدایانو سره د شوز خط تر نږدې سیمو ته راغلی دی. موږ ته اطلاع راغله چې خپله په فراه رود کې پاتې شو او فدایان یې خط ته راغلل او په هماغه شپه یې برید وکړ. هغه شپه ظاهراً ملا محمد عمر ویلي و چې یا شینډنډ نیسو او یا ځانونه تباه کوو. موږ هم له امکاناتو څخه په دقیقې او همغږې استفادې سرسخته دفاع وکړه، چې طالبانو ته یې درانه تلفات واړول. هغه ځل تقریباً د دوی ټول تعرضي ځواکونه له محاربې څخه ووتل او همدې مدافعې د جګړې برخلیک زموږ په ګټه بدل کړ. زما په یاد دي، چې د مدافعې خط ته نږدې استحکاماتو کې د طالبانو تر ۱۵۰ زیات جسدونه پاتې وو. موږ دغه جسدونه له تکفین او تابوت وروسته طالبانو ته واستول. هغه شپه موږ ډېر اسیران هم ونیول. همدغو اسیرانو موږ ته وویل، چې ملا محمد عمر ویلي وو:« یا به شینډنډ ونیسو، به ځان تباه کړو». له ماینونو څخه زموږ استفادې هم د طالبانو د تلفاتو سطحه لوړه کړې وه. ماین، د جګړې د برخلیک د بدلولو یو مهم دلیل و. ماین، د هوایي ځواک هومره موثر و. هوایي ځواکونو د ورځې او ماینونو د شپې زموږ ملاتړ کاوه.

زموږ مدافعه د دې سبب شوه، چې په لومړي قدم کې د طالبانو بریدونه دفع شي او په دویم قدم کې زموږ ځواکونه بېرته روحیه واخلي او منظم شي. په دې برخه کې د کابل ملاتړ، د ښاغلي امیرصاحب محمد اسماعیل خان خلاص لاس، چې ما ته یې راکړی و او له دفاعي خطونو څخه د چارواکو منظمې لیدنې، ټولو زموږ پر روحیې خپلې اغېزې درلودې. کله چې وضعیت زموږ په ګټه شو، متوجه شوو چې مقابل ځواکونه په روحي لحاظ ښه نه دي، له همدې کبله مو لومړی آب‌خرما ورڅخه بېرته ونیوله. د آب‌خرما بېرته نیولو موږ په داسې موقعیت کې راوستلو، چې دلارام هم بېرته ونیسو او خپل قوتونه په «چک‌آب» یا «چک‌او» کې ځای پرځای کړو. زموږ ځواکونه تر یوې مودې په چک آب کې وو. زما نظر دا و چې ډېر ژر باید دا دره ونیسو او ځواکونه د فراه بېرته نیولو ته چمتو شي. دلیل دا و، چې د مقابل لوري ځواکونه په ښه وضعیت کې نه وو. موږ باید له دغه فرصته لویه پوځي استفاده کړې وای، خو امیر صاحب محمد اسماعیل خان، په هر دلیل چې و، ځواکونه له چک آب څخه پورې نه ایستل او ویې نه غوښتل، چې پراخ تهاجمي عملیات وشي.

ما ډېره شله ګي وکړه، وروسته امیر صاحب زه هرات ته واستولم او ویې ویل، ته ارام وکړه، دا څو میاشتې د شوز دفاعي خط کې ستړی شوی یې. زه هرات ته لاړم او شاوخوا یوه میاشت هلته پاتې شوم، تر دې چې بیا امیر صاحب وغوښتم او ویل یې فراه باید بېرته ونیسو.

شیشه‌ میډیا: تاسې غوښتل، چې مخته تګ دوام وکړي او ونه درېږي؟

جنرال عظیمی: هو. د جګړې په میدان کې باید هیڅ فرصت له لاسه ور نه کړل شي. ما د جګړې د مدیریت له پلوه استدلال کاوه چې باید وخت له لاسه ور نه کړو، ځکه په دغه وضعیت کې دښمن ځپل شوی و، موږ باید مخته تللي وای او له فرصته مو ګټه اخیستې وای. البته یو دلیل، چې طالبان په جګړه کې بریالي وو، همدا و چې له همدغه تکتیک څخه یې په ډېره ماهرانه توګه استفاده کوله او مقابل لوري ته یې د بیا انسجام فرصت نه ورکاوه. دوی، چې به یو ځل مقابل لوری پراګنده کړ، تر آخرې نقطې یې تعقیباوه. زموږ ځواکونه هغه مهال له تیوریکه پلوه نه منظم او بشپړ متعارف ځواک و، چې کلاسیکه جګړه وکړي او نه پراګنده ځواک و، چې بشپړه چریکي جګړه وکړي. په کلاسیکه جګړه کې، چې کله د یوه پوځ سرتېری پر یوه ځای ودروئ او وایئ، چې په هیڅ قیمت خپل سنګر مه پرېږده، هغه، تر هغه وخته په دغه سنګر کې مقاومت کوي، چې قومندان یې د عقب نشینۍ امر ورته وکړي. هغه، آن که ټول هم سنګران له لاسه ورکړي، بیا هم سنګر نه پرېږدي. په نامنظمو جګړو کې ستاسې یو اصلي هدف دا دی، چې دښمن وپاشئ، سراسیمه یې کړئ او هیڅکله د فکر کولو فرصت ور نه کړئ. په چریکي جګړو کې دښمن ته د ضربه ورکولو، د لوجستیک د کرښې د اوږدولو، د دښمن د وسایظو د الوزولو او ټولو تکتیکونو هدف دا وي، چې هغه سرګردانه کړئ او داسې احساس ورکړئ، چې نور په خپله قرارګاه کې هم خوندي نه دی. کله چې پر دښمن د داسې وضعیت په راوستلو بریالي شوئ، نور باید د فکر کولو اجازه ور نه کړئ. تر آخرې نقطې یې تعقیب کړئ، چې په بشپړه توګه د محاربې له کرښې ووځي.

له مسلکي پلوه زما استدلال همدا و، چې نور باید مقابل لوري ته، چې اوس سراسیمه دی، د فکر کولو فرصت ورنه کړو. خو امیرصاحب سیاسي ملاحظات په پام کې نیول. په همدې دلیل لږ له یو بله خپه هم شوو، هغه زه هرات ته واستولم، خو یوه میاشت وروسته یې بېرته وغوښتم، چې پر فراه برید کوو. البته دا یادونه باید وکړم چې د یوې میاشتې په موده کې چې زه هرات کې وم، بله جګړه ونشوه. طالبان په داسې وضعیت کې نه وو، چې برید وکړي او موږ هم د دوی په تعقیب پسې ورنغلو، دلیل یې دا و، چې امیرصاحب محمد اسماعیل خان په هر دلیل چې و د هغوی د تعقیب اجازه نه ورکوله. زه چې په کومه ورځ له خپلو قوتونو سره آب‌خرما ته راغلم، جګړه ودرېده. 

د چک‌آب په اړه، چې زموږ قوتونه پکې ځای پرځای شول، یو واقعیت باید ووایم چې د شوروي پوځ آن یو ځل هم دا سیمه تصفیه نه کړای شوه. وروسته مجاهدینو هم دا سیمه له لاسه ورکړه او د خپلسرو ځواکونو لاس ته ولوېده. دغو ځواکونو د لارې مساپر له موټرو ښکته کول او په زور يې مجبورول، چې د مرګ پر روس، مرګ پر دولت، مرګ پر مجاهدینو شعارونه ورکړي. دا خپسلري ځواکونه اکثره غله وو او د خلکو منځ کې د غلو په نوم پېژندل کېدل. د روسانو ټولو قوتونو، د وخت حکومت او مجاهدینو هغوی له دغې سیمې و نه ايستلای شول، خو موږ بېرته قوتونه منسجم کړل، چک آب مو ونیو او بیا راغلو فراه مو ونیوله. وروسته زموږ نورو ځواکونو نیمروز هم ازاد کړ.

مخکې له دې چې فراه ونیسو، د امیرصاحب محمد اسماعیل خان نظر دا و، چې د جنرال ډاکټر نصیر احمد خان ځواکونه فراه ونیسي او موږ ورته زمینه برابره کړو. دا کس د شینډنډ د هوایي ګارنیزیون قومندان و. د امیر صاحب استدلال دا و چې زموږ ځواکونه سره پاشلي دي. مثلاً موږ پر کندهاري او هلمندي ځواکونو سربېره، چې د غفاراخند‌زاده، آمر لالي او خان محمد خان کسان وو، د جنرال دوستم د مخالفو ازبکانو دوې لېواګانې هم لرلې. له دغو لېواګانو څخه یوه یې د ارباب هاشم د ورور په قومانده کې وه، بله لېوا یوه جنرال رهبري کوله. دا دوه قومندانان هم راته راغلل او ویل یې چې د فراه د بېرته نیولو په عملیاتو کې برخه اخلي. ما امیرصاحب ته وویل چې باید منتظر پاتې نشو، ځکه انتظار زموږ ځواکونه زیانمنوي، د فراه اراضي هواره ده، موږ استحکامات نه لرو او هماغه د سنګلاني تجربه تکراروو. ما ویل، په کوم ځای کې چې یو، باید استحاکامات رامنځته، سنګرونه جوړ او ماینونه خښ کړو، تر هغه وخته چې د جنرال نصیر احمد ځواکونه راځي د برید اجازه راکړئ، چې لاړ شو، فراه ونیسو. 

امیر صاحب ومنله او د تعرض امر صادر شو. موږ هم لږ په سختۍ له چک‌آب څخه تېر شوو، سره له دې چې دا تېریدل مو امیر صاحب ته اسانه وښوده. تر تېریدو څخه وروسته، په څو دقیقو کې فراه ته ورسېدو، جنرال صاحب جلیل خان بېرته موږ ته تسلیم شو. زه، جنرال صاحب شریف خان یلاني او جنرال جلیل خان د فراه ولایت مرکز ته ورسېدو. موږ وار له مخه پرېکړه کړې وه چې کوم ځواکونه د فراه د ملي امنیت ریاست ته لاړ شي، کوم ځواکونه جهادي غونډ ته لاړشي، کوم ځواکونه فرقې ته لاړشي او څوک چېرته ځای پرځای شي. وروسته همداسې وشول، ټول په هغو ځایونو کې چې ورته په پام کې نیول شوي وو، ځای پرځای شول. مثلاً هغو کسانو، چې د ولایت د پولیسو په قومندانۍ کې د ځای پرځای کېدو مسوولیت یې درلود، هملته لاړل او کومو کسانو چې په ۷۱ یمه فرقه کې د ځای پر ځای کېدو مسوولیت درلود، هلته لاړل. زموږ ځينې ځواکونه لاړل د فراه په جهادي غونډو کې ځای پرځای شول.

رښتیا، طالبانو فراه کې زموږ پر وړاندې مقاومت و نه کړ. زه، جنرال صاحب یلاني، جنرال صاحب شمس او یو شمېر نور د فراه ولایت ودانۍ ته راغلو او د دروازې مخې ته یې ودرېدو. همدلته مو ملا عبیدالله آخند چې د ملا محمد عمر له لوري د فراه والي ټاکل شوی و، اسیر ونیو. زه هغه ته تل له خدای څخه د بښنې هیله کوم، داسې انسان و چې لوړ کرکټر او شخصیت یې درلود او په همدغو ځانګړنو زه ترې په رواني لحاظ ډېر اغېزمن شوی وم. جالبه دا وه، چې موږ کله د ولایت دروازې ته ورسېدو، هغه راووته، داسې ښکاري چې پر فراه زموږ د واکمنیدو فکر ورسره نه و. هغه چې کله ما سره مخ شو، پوښتنه یې وکړه: څوک یې؟ ما هم خپل نوم ورته وویل، هغه خپلو ساتونکو ته امر وکړ، چې ډزې ونه کړي. البته یوه ساتونکي یې چې غوښتل ډزې وکړي، په ګولۍ ولګید، اوس مې نه یادیږي چې ټپي که ووژل شو. نور ساتونکي یې بې وسلې شول. خپله یې د تسلیمۍ په ډول لاس پورته نه کړ. یوازې همدومره یې وویل، چې خبرې کوو. متوجه شو، چې موږ مسلط یو.

شیشه‌ میډیا: دا هماغه ملا عبیدالله آخند و، چې وروسته د طالبانو د دفاع وزیر شو؟

جنرال عظیمي: هو. د کندهار د پنجوایي او نورزی و. ډېر دروند سړی و. کرکټر یې مسلکي نظامیانو ته ورته و او د طالبانو په منځ کې د دفاع وزارت لپاره ډېر وړ سړی و. دا خبره زه تصدیقوم. لاسونه یې د تسلیمۍ په بڼه پورته نه کړل. وروسته یې راته وویل، آن که وژلی مو هم وای لاسونه مې د تسلیمۍ په بڼه نه پورته کول. هماغه د اسارت پر وخت له ما سره ډېر ملګری شوی و. ښه هېر مې نشي، چې همدلته زموږ د ځواکونو په منځ کې د هراتیانو او کندهاریانو ترمنځ جنګ شوی و. کندهاریانو ویل، چې ملا عبیدالله موږ ته راکړئ، چې ویې وژنو. معلومه وه، چې دا کار مې نه کاوه. وروسته ډزې وشوې، کندهاریانو ډزې وکړې، غوښتل یې ملا عبیدالله په زوره را نه ونیسي. جنرال صاحب شریف جان له بده مرغه ټپي شو. زما څو ساتونکي هم ټپيان شول او د آمر لالي او استاد حلیم څو تنه ووژل شول، خو ملا عبیدالله په خوندي ډول د آمر لالي او استاد حلیم له کسانو لرې یووړل شو.

یوه بله ستونزه هم رامنځته شوه، چې امیر صاحب اسماعیل خان پرې له ما ناراحته شو. کیسه داسې وه، چې کله پر فراه زموږ تسلط تثبیت شو او ملا عبیدالله مو هم یوه امن ځای ته یووړ، کندهاریان پوه شول، چې ملا عبیدالله په زوره نشي نیولای، ستونزه حل شوه او بله موضوع نه وه پاتې. په همدې وخت کې متوجه شوم چې زموږ یو قاصد له لښګرګاه څخه فراه ته راغی. دا سړی زما يو ارتباطي و، چې د حرکت تنظیم اړونده مخينه یې لرله. هغه له هغو کسانو څخه و، چې د جهاد په دوره کې یې د هلمند په ځینو سیمو کې د حرکت له جبهو سره فعالیت درلود. دا سړی راغی او ویل یې چې طالبان له هلمند څخه د تخلیې په حال کې دي، مهمات یې ایستلي دي، بندیان یې هم ايستلي دي، یوازې یوه جنګي ‌ډله یې پاتې ده، نور لښکرګاه او هلمند ټول تخلیه شوي دي.ما د دې خبر له اورېدو سره لږه عجله وکړه او د امیرصاحب محمد اسماعیل خان له مشورې او لارښوونې پرته مې امر وکړ، چې د پولیسو په قومندانۍ کې له مېشتو ځواکونو پرته نور ټول ځواکونه دې د روغنیاتو او مهماتو له پلوه اکمال او مخته تګ ته دوام ورکړي. ما غوښتل، چې هلمند ونیسي.

زما امر په مسلکي او نظامي لحاظ سم و، ځکه د جګړې میدان کې باید تاسې دښمن تر آخرې نقطې تعقیب او د فکر کولو فرصت ور نه کړئ او پرې نه ږدئ چې پاشل شوی قوت یې بیا منسجم شي. له دې سره، د سویل لویدیزې حوزې د ځواکونو عمومي قومندان امیر صاحب و او په کار وه، چې له هغوی څخه مې هدایت اخیستی وای. امیر صاحب هغه ورځ د هلمند پر لور مخته تلل لازم نه ګڼل او له دې امله، چې ما داسې امر صادر کړی و، ډېر ناراحته شوی و. ما یو بل ټکی هم په پام کې درلود. هغه دا چې کله تاسې یو پراګنده او بې نظمه ځواک لرئ، چې د کنټرول وړ نه دی . هغه که فرصت پیدا کړي، خپل مهمات پلوري. دوی باید همداسې پرې نه ږدئ، په عملیاتو یې بوخت کړئ، چې مخته لاړشي، هم به هدف ترلاسه کوي او هم به یې په خپلو لیکو کې د هرج و مرج مخنیوی شوی وي. تاسې چې هرکار لازم ګڼئ، ويې کړئ چې دوی د خپلسرۍ فرصت و نه لري. مثلاً: د وسایلو ټانکۍ یې باید له تېلو ډکې کړئ، شاجورونو ته یې مرمۍ ور واچوئ، چې په دې ډول دوی کنټرول کړئ. ورته ووایئ، چې هم مو د وسایطو ټانکۍ او هم شاجورونه ډک دي، ځئ خپلئ دندې ته، که مو ټانکۍ او شاجورونه تش شول، خپله مسوولیت لرئ. خو که تاسې دا کار و نه کړئ، روغنیات او مهمات په انبارونو کې وساتئ او دوی پرې څوکیداران کړئ او داسې پراګنده ځواک کرار وساتئ چې استراحت وکړي، ډېرې ستونزې پيدا کېږي، چې یوه يې د منابعو ضایع کېدل دي. بله دا چې په فراه کې د دغه لوی نامنظم ځواک موجودیت د غلاوو او بې نظمیو د زیاتېدو خطر پياوړی کاوه. زه د آمر لالي له افرادو او د ازبکانو له غونډ څخه ډېر اندېښمن وم، دوی تقریباً د کنټرول وړ نه وو. بل دلیل مې دا و، لکه چې مخکې مې مسلکي بحث ورباندې وکړ، دښمن ته مو باید د فکر کولو فرصت نه وای ورکړی. له یوه جنرال سره مې ټوکه وکړه او ورته مې ویل چې که هلمند او کندهار ونیسو، د آمر لالي د کسانو له شره به خلاص شو، دوی به د خپلو سیمو مسوولیت واخلي او موږ به یې د کنټرول له مسوولیته نور خلاص شو. البته په دې ډله کې د عبدالمناف د ازبکانو ډله دین داره وه او د غفاراخند‌زاده خلک هم صادق مسلمانان وو، خو د آمر لالي د کسانو کنټرول تقریباً نا ممکن و. البته شیر محمد اخند‌زاده او یو شمېر نور ځوانان هم هلته له غفار اخند‌زاده سره وو، چې ډېره یې وینه ګرمه وه.

شیشه‌ میډیا: شیر محمد اخند‌زاده د غفاراخند‌زاده ورور دی؟ 

جنرال عظیمي: نه، وراره یې دی. څومره چې زما یادېږي، ډېر مودب سړی و. امیر صاحب ډېر ناراحته شوی و چې د هغه له اجازې پرته مې ټول قطعات اکمال کړي او د مخته تلو امر مې ورکړی و. امیر صاحب په نا مستقیم ډول راته وویل چې رهبري او سلسله مراتب دې هیڅ په نظر کې نه دي نیولي، له لارښوونې پرته دې اقدام کړی او د فراه په نیولو دومره مغروره شوی یې چې هېر کړي دې دي، چې له چا باید هدایت واخلې. البته امیر صاحب پرته له دې چې ما ووینې، زما په ادرس یې ډېرې زشتې خبرې کړې وې. امیر صاحب په چورلکه کې فراه ته راغی او پام یې شول چې د لوژستیک آمر قطعاتو ته روغنیات وېشي او ټول د حرکت په حال کې دي. د لوژستیک آمر ته یې وویل:« دا روغنیات د چا په امر وېشې؟» د لوژستیک آمر وویل، چې جنرال ظاهر عظیمي امر کړی. امیر صاحب په ځواب کې وویل: « جنرال عظیمي بد کړي دي» او څو نورې داسې زشتې خبرې. 

البته د امیر صاحب سترګې پر ما نه وې لګیدلې او فکر یې کاوه، چې زه لرې یم، په داسې حال کې چې زه هملته نږدې وم، کله یې چې سترګې را باندې ولګیدې، غلی شو، خو زه له زړه خپه شوم او داسې مې احساس کړه چې له هغوی څخه د هلمند پر لور د قطعاتو د استولو په اړه په نه هدایت اخیستو رانه ناراحته شوی دی. امیر صاحب محمد اسماعیل خان بیا هم راته وویل چې هرات ته لاړشه او استراحت وکړه. په واقعیت کې یې زه بیا د ځواکونو له قومندانۍ څخه څنډې ته کړم. ما یې په ځواب کې وویل، چې ملا عبیدالله له موږ سره اسیر دی، هغه هم له ځان سره هرات ته یوسو که څنګه؟ ویل، هغه هم درسره هرات ته یوسه. امیر صاحب له ملا عبیدالله سره ډېرې محترمانه خبرې وکړې او ورته یې وویل چې موږ او تاسې په جنګ کې یو. نن ته ماسره اسیر یې، سبا ښایي زه له تا سره اسیر اوسم. وروسته زه له ملا عبیداالله آخند سره هرات ته راغلم. له ملا عبیدالله زما شخصي اړيکه تر ډېره وخته پاتې شوه، هغه ما ته لیک لیکه. کله چې امیر صاحب له طالبانو سره اسیر شو، ملا عبیدالله یې د لیدو لپاره محبس ته تللی او هماغه جمله یې امیر صاحب محمد اسماعیل خان ته، چې هغه ورته ویلې وه، تکرار کړې وه.، ورته یې یادونه کړې وه، چې تاسې رښتیا ویلي و: پرون زه ستاسې اسیر وم، نن تاسې زما اسیر یاست. ملا عبیدالله را ته دغه کیسه په یوه لیک کې لیکلې وه. یو بل کار چې ما وکړ او دا پوره تېروتنه وه، دا ، چې امیر صاحب راته وویل، هرات ته له تلو مخکې له بي بي سي سره مرکه وکړه. زه هغه مهال د سویل لویدیزې حوزې د نظامي ځواکونو ویاند هم وم. په بي بي سي کې د علي رضا په نوم د خبرونو یو چلونکی و، له هغه سره مې مرکه وکړه. ما فکر کاوه، چې حتماً لومړی رانه د وضعیت جریان پوښتي او نه یې ریکارډوي. ما ویل وروسته به د ریکارډ سویچ وهي او رسمي پوښتنې او ځوابونه به پيلېږي. ما هغه ته دا جریان ډېرعادي لکه اوس چې تاسې ته توضیح درکوم، داسې بیان کړ. ورته مې ویل، چې هسې مو وکړل او داسې مو وکړل. پلانی مو اسیر ونیوه او داسې نور. وروسته علي رضا وویل، چې سلامت اوسئ. د خدای په امان. ما ویل مرکه نه کوې؟ ویل، خو همدا مرکه وه. ماویل، ما تصور کاوه چې ته لومړی ځان له جریان سره بلدوې، بیا رسمي مرکه کوې. ما په خبرو کې د امیر صاحب محمد اسماعیل خان هیڅ نوم وانخیست. هغه ویل، والله وخت پوره شوی او د مرکې امکان نشته، ورته مې ویل چې که دا خبرې دې خپرې کړې، امیر صاحب ما له هرات ښاره باسې. هغه ویل، چې خپله امیر صاحب محمد اسماعیل خان سره مرکه کوي. د شپې بي بي سي زما خبرې خپرې کړې، هغه هم پرته له دې، چې امیر صاحب سره مرکه وکړي. دې موضوع امیر صاحب محمد اسماعیل خان ډېر ناراحته اوعصباني کړ. هغه وخت بي بي سي فارسي یوازېنۍ رسنۍ وه چې خلکو باور پرې درلود او آن خلکو له شوخۍ نه شپږم لمونځ باله، یانې پینځه وخته لمونځ، چې خلک یې کوي او شپږم د بي بي سي اورېدل، چې هیڅوک یې نه قضا کوي. البته په دې برخه کې امیرصاحب حق درلود، چې عصباني شي. زه په هرات کې کور ته ورغلم او ورته مې وویل، چې تاسې په حقه یاست. ما خپلو خبرو کې د هغوی هیڅ نوم نه و اخیستی. په داسې حال کې چې هغوی د سویل لویدیز زون عمومي پوځي قومنداني پر غاړه لرله او ټول صلاحیتونه ورسره وو. دغې مرکې یې خپګان نور هم زیات کړ. وروسته امیرصاحب په فراه کې پاتې شو او زه هرات ته لاړم.

شیشه‌ میډیا: تاسې ملا عبیدالله ځان سره هرات ته بوته؟ 

جنرال عظیمي: هو. هغه مې ځان سره هرات ته بوته. په هلیکوپټر کې مې ملا عبیدالله او څوارلس پاکستانیان، چې اسیران کړي مووو، هرات ته بوتلل.

شیشه‌ میډیا: پاکستانیان هم ملایان او مولویان وو؟ 

جنرال عظیمي: هو. د جمعیت‌العلمای اسلام پاکستان او جماعت‌التبلیغ غړي وو. البته اسیران مې په دوو هلیکوپټرو کې ولېږدول، امر مې وکړ چې د ملا عبیدالله لاسونه و نه تړي. په هلیکوپټر کې مو هم، هرات ته تر رسېدو پورې کیسې سره وکړې. د شپې مې ملا عبیدالله په هرات کې په خپل کور کې مېلمه کړ. د شپې ډوډۍ مو چې وخوړه، هغه مې هرات کمیسارۍ کې خپل دفتر ته راوست، هلته مو د مېلمنو یوه کوټه لرله، ملا عبیدالله مې هملته دېره کړ. په کور کې مې ملا عبیدالله ته وویل، چې ناراحته کېږي دې نه، جګړه وژل، ټپي کېدل او اسیرېدل لري. دوې- درې شپې نور هم راسره په هرات کمیسارۍ کې مېلمه و، وروسته مې د هغه مهال د اصولو مطابق، د هرات ملي امنیت ته وسپاره. یوه ورځ خبر شوم، چې د هرات په ملي امنیت کې پر هغه فشار راوړل شوی. د ډاکټر عبدالظاهر جان خوا ته ورغلم او ورته مې وویل، چې د جریانونو رهبرانو سره د اسارت پر وخت داسې چلند نه کېږي. ورته مې وویل چې سبا موږ و تاسې هم اسیران کېږو، یا وژل کېږو. پر هغه فشار مه راولئ.

شیشه‌ میډیا: وبښئ، ډاکټر عبدالظاهر هغه مهال د هرات د ملي رئیس و؟ 

جنرال عظیمي: هو. د هرات د ملي امنیت رئیس و. یوه ورځ امیر صاحب اسماعیل خان را نه وغوښتل چې له ملا عبیدالله سره زما کور ته راشه او ډېره به ښه شي چې ملا عبیدالله له بي بي سي سره مرکه وکړي. موږ هغه مهال یو سټلایټ درلود چې اکثره به د امیر صاحب په کور کې و او له بي بي سي سره اړیکه د همدغه سټلایټ له لارې تامینېده. ملا عبیدالله مې له ملي امنیت څخه د امیر صاحب کورته بوت، هلته یې وویل چې که ما وهم وژنئ،له بي بي سي سره یوه خبره هم نه کوم. هغه ښایي دا فکر کړی و، چې موږ غواړو دی د طالبانو خلاف وغږېږي، خو زموږ غوښتنه دا وه چې یوازې د هغه غږ له بي بي سي څخه واورېدل شي، نه دا چې د طالبانو خلاف خبرو ته یې مجبور کړو. هغه ویل چې په هیڅ ډول د طالبانو خلاف نه غږېږي. له دې چلند څخه یې لږ ناراحته شوو، خو ورته مو وویل چې خپله خوښه دې، چې غږېږې که نه غږېږې. وروسته یو ځل ملا عبیدالله راته وویل، دومره مهرباني مو زما په حق کې وکړه، غواړم یو راز درته افشا کړم، غواړم دا راز خپله امیر صاحب اسماعیل خان ته ووایم، خو که هغه موافق وي، تا ته یې وایم. امیر صاحب مو مخابره کې رخ کړ، هغه په فراه کې تشریف درلود، ورته یې وویل، چې خبره دې ظاهر جان ته وکړه. وروسته ملا عبیدالله راته وویل، هغه پلاوی چې تاسې د مولوي صاحب خداداد په رهبرۍ کندهار ته د مذاکراتو لپاره استولی و، ټولو د پردې شاته له «لوی ملاصاحب» – هدف یې ملا محمد عمر و – سره بیعت وکړ. موږ د دیني عالمانو یو لس کسیز پلاوی د مولوي صاحب خداداد په مشرۍ کندهار ته د ملا محمد عمر لیدو ته استولی و. 

د کابل او هرات اختلافونه

شیشه‌ میډیا: مولوي خداداد که تېروتلی نه يم، د هرات د محاکمو رئیس و؟ 

جنرال عظیمي: هو. د هرات د محاکمو رئیس و، د دیني عالمانو د هغه پلاي ريیس هم و، چې موږ کندهار ته د ملا محمد عمر د لیدو لپاره استولی و. په دې پلاوي کې داسې خلک وو چې اصلاً مو د دوی پر دغسې کار باور نه کېده. ما دغه موضوع د مخابرې له لارې له امیرصاحب محمد اسماعیل خان سره شریکه کړه. هغوی هدایت وکړ چې د هرات ملي امنیت ته د دې موضوع خبر ورکړم، چې د دغو لسو کسانو ټول تګ راتګ، مخابرې، مراسلات او ملاقاتونه تر نظر لاندې وساتي. وروسته دوی ټول د ملي امنیت تر نظر لاندې وو. څه موده تېره شوه، چې امیر صاحب محمد اسماعیل خان زه په دویم ځل بېرته فراه ته واستولم. دا ځل بیا یوه ستونزه، خپله زموږ ترمنځ رامنځته شوه.زه په فراه کې وم، د وخت ولسمشر استاد رباني فراه ته راغی. جالبه دا وه چې امیر صاحب محمد اسماعیل خان له استاد رباني سره له هرات څخه فراه ته رانغی. د دې کار په دلیل زه نه پوهېږم، خو رانغی. استاد رباني په فراه کې له ما، غفاراخند‌زاده او عارف نورزي سره غونډه وکړه. عارف نورزی چې له موږ سره د شوز په مدافع خط کې و، په فراه کې هم و.

د فراه او نیمروز له ازادېدو او زموږ د ځواکونو له پرمختګ سره، امیر صاحب محمد اسماعیل خان یو ځل بیا د سویل لویدیزې حوزې په کچه د لومړۍ درجه اتوریتې څښتن شو. د هغه ډېر نه خوښېدل، چې مرکز ورته امر و نهی وکړي. د دې ترڅنګ په فراه کې زما او نورو قومندانانو څنګ ته یې داسې کسان لرل، چې د هرګام په اړه یې دوی ته راپور ورکاوه. استاد ربانی په دغه غونډه کې هیچا ته اجازه ور نه کړه، چې برخه واخلي. یوازې زه، عارف نورزی او غفار آخند زاده ورسره ناست وو. دغې خصوصي غونډې هم امیرصاحب محمد اسماعیل خان ډېر ناراحته کړ. ما د غونډې ټول جریان ورته ووایه، خو باور یې و نه کړ. استاد رباني په دې غونډه کې ما ته وویل، چې له کندهاریانو، ازبیکانو او هلمندیانو سره یو ځای پر لښکرګاه برید وکړه او دغه ځای ونیسه. امیر صاحب محمد اسماعیل خان، په هر دلیلچې و، نه یې غوښتل چې موږ پر هلمند برید وکړو او دغه ځای له طالبانو څخه ونیسو، خو استاد رباني غوښتل چې همداسې وکړو او هلمند ونیسو.

وبښئ، له استاد رباني سره زموږ په دغه غونډه کې عبدالمناف ازبيک هم حضور درلود. یانې د دې غونډې ګډونوال زما په ګډون دغه کسان وو: عبدالمناف د ازبيکانو قومندان، غفاراخند‌زاده له هلمند څخه او عارف نورزی له کندهار څخه. کندهاریانو او هلمندیانو استاد رباني ته وویل چې خپله د هلمند د تسخیر لپاره د عملیاتو په قوماندې هوکړې ته نه رسېږي، خو که عظیمي د دغوعملیاتو عمومي قومنداني پر غاړه واخلي، دوی کولای شي هلمند بېرته له طالبانو څخه ونیسي، خو ما استاد ربانی ته ډېر روښانه وویل چې کندهاریان او هلمندیان ډېر د جګړې او پوځي چارو په مسایلو بلد نه دي او د دوی خبرې او پر ځان باور تر ډېره زموږ له وروستیو بریالیتوبونو څخه سرچینه اخلي. استاد ته مې وویل چې که پر لښکرګاه د برید په موضوع کې که د امیر صاحب محمد اسماعیل خان ملاتړ و نه لرو، هیڅ ډول بریالیتوب مو شونی نه دی. موږ پر هلمند د برید لپاره هوایي ملاتړ، له وقفې پرته لوژستیک، درنو وسلو او توپچي بریدونو ته اړتیا لرله، چې د امیرصاحب محمد اسماعیل خان له ملاتړ پرته مو دغو اړتیاوو ته لاسرسی نشو درلودلای. په یاد مې دي چې په دغه غونډه کې مې د وخت ولسمشر ته په ډېرو روښانه الفاظو وویل چې د امیر صاحب محمد اسماعیل خان له ملاتړ پرته پرهلمند برید ممکن نه دی.

شیشه ‎میډیا: دا خبرې څرګندوي چې د وخت د ولسمشر او امیر محمد اسماعیل خان ترمنځ واټن ډېر زیات و؟ 

جنرال عظیمي: هو. د دغه واټن ژورتیا او شدت موږ ته د هرات د سقوط په درشل کې روښانه شو. ما له استاد رباني سره د غونډې راپور په تفصیل سره امیر صاحب ته وړاندې کړ، خو له بده مرغه  باور یې پرې و نه کړ. له بل لوري د کندهاريانو، هلمندیانو او ازبيکانو په اړه هم شکونه او بدګومانۍ ډېر شوي وو. هغه تصور کاوه چې دغه ځواکونه پر ده د فشار او د ده د تخریب لپاره د مرکز ابزاري خلک دي. دوی ته له مرکزه ډېرې پیسې هم راتلې. ځينې وخت، چې زه د ځینو رسمي کارونو د ترسره کولو لپاره کابل ته تلم، مرکزي حکومت د کندهاریانو، هلمندیانو او ازبيکانو ته زما په لاس هم پیسې ولېږلې. شهید استاد خپله پیسې راته سپارلې او ویل يې چې دا کندهاریانو ته ورکړه، دا هلمندیانو ته ورکړه او دا هم ازبيکانو وطندارانو ته ورکړه. ما دا پیسې په الوتکه کې له ځان سره هرات ته راوړې. که څه هم امیر صاحب مې خبراوه، خو هغه شک کاوه. هغه ته دا انتباه پیدا شوې وه چې کابل ته په همېشني ډول له پیسو راوړلو سره، حتماً زه د کندهاریانو او هلمندیانو په وسیله د ده د تخریب لپاره د وسیلې په توګه استفاده کوم، خو ما د خپل لومړي مستقیم آمر په توګه همېش د امیر صاحب  محمد اسماعیل خان اطاعت کاوه؛ سره له دې هم هغه ورځ تر بلې پر ما لا ډېر شکي کېده. له استاد رباني سره تر هماغې غونډې وروسته، امیر صاحب محمد اسماعیل خان زه یو ځل بیا له فراه څخه هرات واستولم او بیا یې د جګړې له میدان څخه لرې بوتلم.

شیشه‌ میډیا: که ممکنه وي په دې اړه نور توضیحات هم راکړئ، چې ولې امیراسماعیل خان نه غوښتل ځواکونه حرکت وکړي او لښکرګاه ونیسي؟

جنرال عظیمي: په دقیقه، واضحه او روښانه توګه زه هم پوه نشوم، چې ولې یې داسې نه غوښتل، خو یوه خبره راته روښانه شوه، چې امیر صاحب نه غوښتل چې زه د هلمند د تسخیر د عملیاتو مشري وکړم. د جګړې له میدان څخه زما ستنول او هرات ته استول او هغه الفاظ، چې امیر صاحب هغه ورځ ما ته کارول، په هیڅ وجه نورمال او د ویلو وړ نه وو. د فکر په اړه یې دقیق نه پوهېږم، چې د امیر صاحب په ذهن کې څه ګرځېدل، خو دا یې یوه ستراتېژیکه تېروتنه وه. ځکه، کله چې دښمن د پاشلتیا په حال کې و، موږ کولای شول، چې تر کنټرول لاندې سیمې یې د خپلو ځواکونو له مخته تګ سره ونیسو او ټولې سیمې ترې تر خپل کنټرول لاندې راولو. زه فکر کوم چې د ملا عبیدالله د اسیرولو په ورځ که موږ د لښکرګاه پر لور خپل پرمختګ ته دوام ورکړی وای، په ډېر ګومان چې د افغانستان وضعیت بل طرف ته تلو او نن به هم وضعیت دغسې نه وای. زه یې هرات ته واستولم او وروسته مې پام شو چې امیر صاحب ورو- ورو ټول هراتي قومندانان د جګړې له میدانه باسي. زه یو ټکی روښانه کول غواړم چې د هراتیانو او شینډیانو ترمنځ تل ځینې نزاکتونه وو. امیرصاحب محمد اسماعیل خان د شینډنډ د چهار محل سیمې اوسیدونکی دی.

شیشه‌ میډیا: حتماً د ښار او کلي د تضاد په شان یو څه موجود دی؟ 

جنرال عظیمي: هو. امیر صاحب ټول هراتي قومندانان د جګړې له میدان څخه وایستل. د هرات د ملي امنیت ريیس جنرال عبدالظاهر، جنرال صاحب افضلي، معلم مجید او نور قومندانان، چې مخکې مې یادونه وکړه. دوی ټول د امیر صاحب محمد اسماعیل خان له لوري د جګړې له میدان څخه و ایستل شول. په میدان کې یوازې خپله امیر صاحب اسماعیل خان، ډاکتر صاحب نصیر احمد شینډنډي او د هغه پلار پاتې شول. د ډاکتر نصیر احمد پلار هم امیر صاحب د شینډنډ حاکم مقرر کړ. البته د مرکز قوتونه د جنرال صاحب نجیم خان پنجشیري په قومندانۍ د جګړې په میدان کې وو. ځواکونه شاوخوا دوې میاشتې په فراه او چک‌آب کې متوقف پاتې شول. د هراتیانو او کندهاریانو ترمنځ ځینې ناندرۍ هم رامنځته شوې. د استاد حلیم کندهاري یو شمېر کسانو د فراه پر بانک برید وکړ او یوه اندازه پیسې یې ورسره یووړې، هراتیانو غوښتل، چې مخه یې ونیسي، له دې امله د دواړو لوریو ترمنځ ډزې وشوې. وروسته د استا حلیم درې کسان ونیول شول، محاکمه او اعدام شول. دا پېښه، پر هغه بحث سربېره، چې ما یې توضیحات ورکړل، د کندهاریانو او امیر صاحب محمد اسماعیل خان ترمنځ د اړیکو خرابیدو سبب شوې وه.

په دوو میاشتو کې، چې زه په جبهه کې نه وم، امیر صاحب مې په حضوري ډول ډېر کم لیده.هماغسې چې مخکې مې توضیح درکړه، زه یې په دویم ځل بیا فراه ته واستولم. وروسته، فراه ته د وخت ولسمشر راغی او غونډه یې وکړه، چې د هغې په اړه مې هم توضیحات ورکړل. دغه غونډه د دې سبب شوه، چې امیرصاحب بیا را باندې شک وکړي. هغه زه بیا هرات ته واستولم. وروسته، زما په غیاب کې، امیرصاحب پرېکړه وکړه چې لښکرګاه ته لاړشي او دغه ځای ونیسي. ځواکونه یې پر درېیو برخو ووېشل: یوه برخه د کندهار ځواکونه وو، چې پکې د استاد حلیم، آمر لالي، عارف نورزي او نورو جنګیالي او کسان شامل وو. بله برخه د هلمندیانو وه، چې په دې کې غفار اخند‌زاده او ځواکونو یې برخه لرله. باید یادونه وکړم، چې د کندهاري ځواکونو په پرتله، د غفار آخند زاده د ځواکونو شمېر زیات و. کله، چې غفار آخند زاده غور ته راغی، کسان یې هم ورو- ورو له هلمند څخه ورسره یو ځای شول او د ځواکونو شمېر یې د کندهاریانو په پرتله زیات شو. درېیمه برخه ځواکونه د جنرال صاحب نصیراحمد خان او دازبکانو ځواکونه وو، چې د ازبکانو د ځواکونو مشري عبدالمناف خان ازبک او یوه بل ازبک قومندان کوله. وروسته د څلورمې زرهي لېوا قومندان جنرال صاحب یلاني هم په جګړه کې و، چې د دغه جریان کیسه یې راته وکړه. د جګړې په میدان کې دغه جنرال صاحب یوازېنی پاتې قومندان و، نور هراتیان یې ټول له جګړې څخه ایستلي وو. ظاهراً امیر صاحب غوښتل چې هلمند او کندهار ته د تلو کریډیټ د شینډنډ چهارمحلیانو ته ورسېږي، نه هراتي ښاریانو ته. په همدې دلیل یې د شریف جان په استثنا، ټول هراتي قومندانان د جګړې له میدان څخه و ایستل.

جنرال شریف راته وویل، چې ځواکونو له کومې ستونزې پرته حرکت وکړ او لښکرګاه ته تر نږدې سیمو ورسژدل. هغه ويل، لښکرګاه ته نږدې شوي وو، چې امیرصاحب ته مې وړانديط وکړ چې همدا اوس له آمر صاحب او استاد رباني سره خبرې وکړي. شریف جان وایي، چې امیر صاحب ته مې وویل؛ موږ له خپلې سیمې او چاپېریال څخه د باندې وتلي یو، داسې ځای ته راغلي یو، چې زموږ فرهنګي اړیکه ورسره ډېره کمزورې ده او له دغه چاپېریال سره زموږ اشنایي هم په دې کچه نه ده، چې د قناعت وړ وي. وایي زیاته مې کړه، چې د هلمند له مېشتو قومونو سره زموږ شناخت دقیق نه دی، غوره به وي چې له ولسمشر او آمر صاحب سره وغږیږئ، چې یو لړ همغږۍ ترسره کړي، ټاکنې وکړي او په جریان کې وي. د شریف جان په خبره، امیر صاحب دغه مشوره و نه منله. امیر صاحب، شریف جان ته ویلي وو چې کله نږدې شوو، دوی سره غږېږو. امیر صاحب حتماً پر دې باور و، چې له همدغو روان کړو ځواکونو سره هلمند، کندهار، زابل، غزني او میدان وردګ له طالبانو څخه نیسي، بیا کابل ته ورګرځي او هلته له استاد رباني او آمر صاحب سره خبرې کوي.

البته لښکر ګاه ته له نږدې کېدو مخکې، د هلمند ولایت ټاکنې تر ډېره د امیر صاحب په خوښه، یا د هغه تر نظر لاندې ترسره کېدې. لکه څنګه چې وروسته خبر شوم، د هلمند د مسوولینو په ټاکل کېدو کې د قوت ټکي په نظر کې نه وو نیول شوي. د هلمندي د ځواکونو تمه دا وه، چې هلمند ته له فراه څخه د ځواکونو له رسېدو سره به ټاکنې په سیمه کې د شته نفوذ او پوځي قوت په نظر کې نیولو سره ترسره کېږي او د ګومارنو اساس به مسلکي او فرهنګي نه وي. لکه څنګه، چې مې وروسته واورېدل د هلمند په ټاکنو کې غفاراخند‌زاده ته ډېره لږه ونډه ورکړل شوې وه. له بل لوري، د امیر صاحب له لوري د هلمند ولایت په ټاکنو کې له مرکز سره هیڅ ډول مشوره‌ نه وه شوې، ټولې ګومارنې ده خپله کړې وې. د شریف جان مشوره یې هم و نه منله. د معلم شاه ولي خان په نوم یو هلمندی، چې جمیعتی هم و، همېشه د امیر صاحب پوښتنې ته له هغه ځایه راته او ځان یې امیرصاحب ته ډېر نږدې احساساوه. هغه د هلمند ولایت لپاره د امیر صاحب د پام وړ سړی و.

امیر صاحب ته بیا هم مشوره ورکړل شوه، چې د هلمند ګومارنې مرکزته پرېږدي. د دغې مشورې دلیل دا و چې په دې کار سره به د سویل لویدیزې حوزې رفع مسوولیت هم شوی وي او مرکز به د هلمند ولایت د قومي نزاکتونو، ټولنیز جوړښت او فرهنګي مسایلو ټولو په نظر کې نیولو سره ګومارنې وکړي. خو امیر صاحب ظاهراً دغه مشوره و نه منله. دا ټکی د اختلافاتو پيل و. وروسته مې واورېدل چې کابل ته هم د دغو ګومارنو منل اسانه نه وو او دا هم، چې امیر صاحب محمد اسماعیل خان او لښکر یې د هلمند، کندهار، غزني او میدان وردګو ولایتونه ونیسي او ټولې ګومارنې په خپله خوښه وکړي، ځکه له دې سره به نور د هېواد د یوې لویې برخې قلمرو د واکمن په توګه کابل ته ننوځي. یو امنیتي او استخباراتي نظر دا و، چې دلته مرکز تخریبي نقش لوباووه، چې په هلمند کې د امیرصاحب محمد اسماعیل خان ځواکونه ماتې وخوري.

هلمند ته نږدې د سویل لویدیزې حوزې پر ځواکونو یو هوایي برید هم ترسره شوی و، چې معلومه نشوه، دغې الوتکې له کندهار څخه پرواز کړی و که د جنرال دوستم الوتکه وه. په کندهار کې هغه مهال یوه- دوې جنګي الوتکې وې، چې د طالبانو تر واک لاندې وې. البته دغه هوایي برید د سویل لویدیزې حوزې، کندهار او هلمند ځواکونو ته جدي زیان وا نه ړاوه. ځواکونه خپله امیر صاحب تنظیم کړي وو. ښی لوری د هلمندیانو و، چې غفار آخند زاده یې مشري کوله. منځنی لوری له کندهاریانو سره و، چې عارف نورزی، آمر لالی او استاد حلیم یې په سر کې وو او کیڼ لوری د جنرال دوستم د مخالفانو ازبکانو له مشر عبدالمناف خان سره و. جنرال صاحب نصیر احمد خان هم، په همدغه کیڼ لوري کې حضور درلود. دوی عملیات پيل کړل او لښکرګاه ته نږدې ورسېدل.

شیشه‌ میډیا: ښه، مخکې له دې چې د عملیاتو کیسه وکړئ، لومړی یوه پوښتنه کوم، چې مطرح شوي موضوعات روښانه شي. تاسې په خپل کتاب کې هم یادونه کړې ده، چې امیر صاحب محمد اسماعیل خان په دې نظر و چې د ده د ځواکونو له لوري د هلمند له نیول کېدو وروسته، غفار اخند‌زاده باید د هلمند ولایت اجرایي واکدار نشي. تاسې لیکلي چې امیر محمد اسماعیل خان پر دې باور و چې اصلاً د غفاراخند‌زاده او د هغه د پلویانو اقتدار د خلکو د نارضایتۍ او د طالبانو لاس ته د هلمند د لوېدو سبب شو. تاسې وویل، چې امیر محمد اسماعیل خان تر ډېره غوښتل، چې معلم ولي په هلمند کې ځواکمن شي. ستاسې له خبرو داسې پوه شوم، چې مرکز غفاراخند‌زاده د هلمند لپاره غوښت، خو اسماعیل خان نه؛ آیا دا کیسه همداسې وه؟

جنرال عظیمي: په کتاب کې زما موخه دا ده چې امیر صاحب محمد اسماعیل خان نه غوښتل غفاراخند‌زاده د هلمند ولایت په رأس کې وي. غفاراخند‌زاده او وروڼه یې د امیر صاحب په وینا سرکشه خلک وو. امیر صاحب په دې دلیل، چې نظامي سړی و، له ګومارلو کسانو دا تمه لرله چې د هماغه عسکري دسپلین له مخې د ده اطاعت وکړي. امیر صاحب پوهېده، چې غفاراخند‌زاده د هغه داسې اطاعت نه کوي. بله خبره دا وه چې د امیر صاحب په نظر غفاراخند‌زاده مرکز ته نږدې سړی و. غفاراخند‌زاده له آمر صاحب مسعود سره ډېرې نږدې اړیکې لرلې. د امیر صاحب نظر دا و چې د هلمند ولایت په رأس کې دې اخند‌زاده‌ ګان نه وي. له همدې امله، لکه څنګه چې مخکې مې عرض وکړ، ستونزې رامنځته شوې. اخند‌زاده‌ ګان، هغه مهال د مرکز په نظر هم په هلمند کې د قدرت لومړی لاس خلک حسابېدل. هغوی عليزي وو. هغه قوم، چې په هلمند کې ډېر ځواک لري او مهمې سیمې ورسره دي، همدا علیزي دي. په دې اړه د امیرصاحب او مرکز ترمنځ د نظر ژور توپير موجود و.

شیشه‎ میډیا: نورزی قوم په هلمند کې هم ډېرجمعیت لري. نورزي د شینډنډ او هلمند ترمنځ سیمو کې هم ډېر مېشت دي. له نورزیو سره د امیرمحمد اسماعیل خان اړیکې د ډاکټر نجیب د حکومت د سقوط او وروسته موده کې عادي که جنجالي وې؟ د شینډنډ په چهارمحل سیمه کې، چې د امیرمحمد اسماعیل خان د زېږېدو ځای دی، هلته د اسماعیل خان او نورزیو اړیکې عادي وې؟

جنرال عظیمي: د طالبانو تر رامنځته کېدو مخکې یې ترمنځ جدي ستونزه نه وه موجوده. که به ستونزې پيدا کېدې، په اسانۍ بېرته حلېدې. البته د مجاهدینو د واکمنېدو په لومړیو وختونو کې د نورزیو او امیر صاحب محمد اسماعیل خان تر منځ ځینې ستونزې پيدا شوې، چې ژر بېرته حل و فصل شوې. اختلاف د تورغونډۍ بندر د کنټرول پر سر و. له شینډنډ څخه د تورغونډۍ پر لور چې لاړشئ، هلته هم نورزي مېشت دي. دوی د تورغونډۍ کنټرولول غوښتل. دلته د ډاکټر نجیب د حکومت د وسلو او مهماتو ډیپو و. هغوی د سویل لویدیزې حوزې امنیتي ځواکونو ته د دې ډیپو له سپارلو ډډه کوله، خو ستونزه حل شوه. وروسته موږ د نورزیو او امیر صاحب په اړیکو کې د ستونزو شاهد نه وو، که څه هم په ځینو مسایلو کې سلیقو فرق کاوه، چې دا طبیعي خبره وه. د نورزیو اکثرت، د سویل لویدیزې حوزې په شینډنډ او فراه کې مېشت دي. البته ځينو نورزیو، چې د ګلبدین حکمتیار حزب اسلامي ته تمایل درلود، د شینډنډ په زیر کوه کې د هرات تر سقوطه پورې حضور درلود، خو هغوی د امنیتي ستونزې د رامنځته کولو وړتیا نه لرله. د فراه او هرات د شاوخوا نورزیو له امیر صاحب محمد اسماعیل خان سره د طالبانو تر رامنځته کېدو پورې کومه جدي ستونزه نه لرله، له رهبرۍ یې خوشاله وو. د چهار محل نورزیو هم ورسره کومه خاصه ستونزه نه لرله.

د هرات سقوط

شیشه‌ میډیا: ښه، اوس د عملیاتو کیسې ته دوام ورکړئ. تاسې ویل چې ځواکونه مو پر دریو لوریو وېشل شوي وو، د کیڼ لوري په اړه مو وویل، چې ازبکان وو او جنرال نصیر احمد خان، په ښي لوري کې هلمندیان او په منځني کې یې کندهاریان؟

جنرال عظیمي: هو. ځواکونه په ارامۍ سره هلمند ته ورسېدل. د ازبکانو او هلمندیانو ځواکونه گرشک ته ننوتل. زه دا خبرې د جنرال صاحب شریف یلاني او نورو دوستانو له قوله کوم، چې هلته ول. هلمندیان د غفار اخند‌زاده او ازبکان د عبدالمناف خان په رهبرۍ گرشک ته ننوتل، خو د کندهار ځواکونو نورو لوریو ته له اطلاع ورکولو پرته عقب‌نشیني وکړه. په داسې حال کې چې ازبکان او هلمندیان لښکرګاه ته نږدې شوي وو، طالبانو د کندهاریانو ترمنځ درز رامنځته کړی و او ځانونه یې د عملیاتو عمومي قومندانۍ ته نږدې کړي وو. کندهاریانو د استاد حلیم، عارف نورزي، آمر لالي او خان محمد مشرۍ له یو بل څخه اطاعت نه کاوه. کله چې دوی زموږ تر کنترول لاندې سیمو څخه شاتګ وکړ، د هرات تر سقوط پورې تر یوې قوماندې لاندې رانغلل، دوی یو بل ته تن نه ورکاوه. د هلمند په عملیاتو کې ټول کندهاریان په منځنۍ برخه کې فعال وو.

د کندهاریانو له شاتګ سره طالبانو ته د دغو ځواکونو د ضعف نقطې څرګندې شوې، دوی همدغو نقطو ته ضربه ورکړه او په کندهاریانو پسې شول. دا هماغه د شق د تکتیک عملي کېدل و، چې مخکې مې په اړه توضیحات ورکړل. د طالبانو کسانو ځانونه د عملیاتو د عمومي قومندانۍ سیمې ته، چې خپله امیر صاحب پکې حضور درلود، ورسول. کله چې کیسه داسې شوه، سوق او اداره خرابه شوه. سوق او اداره چې خرابه شوه، امیر صاحب د شاتګ فرمان ورکړ. د سوق و ادارې د خرابېدو له امله، شاتګ هم له ګډوډۍ سره مخ شوه، وارخطایي جوړه شوه او روحیه ماته شوه. کیڼ لوري د شاتګ په عملیاتو کې تلفات ورکړل او ډاکټر نصیر احمد هم په همدغو عملیاتو کې ژوند له لاسه ورکړ. تر ننه پورې، چې مې هر څومره پلټنه وکړه، دا مې و نه موندل، چې ډاکټر نصیر احمد چا وواژه؟ یو شی روښانه دی او هغه دا چې هغه طالبانو و نه واژه. د شاتګ د عملیاتو پر مهال د ډاکټر نصیر احمد او امیر صاحب اړیکه موجوده وه، هغه دا خبر ورکړی و چې د طالبانو له تر ولکې لاندې سیمو څخه وتلی دی. ډاکټر نصیر احمد په داسې چاپېریال کې هدف وګرځول شو او ژوند یې بایلود، چې هلته طالبانو حضور نه درلود. د ډاکټر نصیر احمد په وژلو د جنرال دوستم مخالف ازبک ځواکونه تورنېږي، هغوی له ډاکټر نصیر احمد سره په کیڼ لوري کې حضور درلود، خو دا روښانه نه ده چې دوی له ډلې چا پر ډاکټر نصیر احمد ډزې وکړې؛ په دې اړه هیڅ فرصت رامنځته نشو چې څوک د دغې وژنې په اړه څېړنې او پلټنې وکړې. جالبه ده چې د ځواکونو د شاتګ پر وخت، دوی په دلارام کې هم توقف و نه کړ، په مستقیمه توګه شینډنډ ته راغي او فراه هم له لاسه ووتله. په شینډنډ کې د ځواکونو له استقرار سره، له کابله یو پلاوی هرات ته راغی. وروسته مې واورېدل چې کابل ته د دغه پلاوي له ور ستنېدو مخکې استاد رباني خپل هراتي وزیران یانې ښاغلی دل‌جو حسیني، ښاغلی مصباح هراتي او ښاغلی قاضي ‌زاده احضار کړي وو. دوی ته یې ویلي وو چې هرات ته لاړ شئ او د سقوط مخه ونیسئ. دا یې هم ویلي وو چې که هرات له لاسه ووت، تاسې هم نور وزیران نه یاست. دغه وزیران ظاهراً د هلمند د خط له سقوط څخه وروسته احضار او بیا د هرات د سقوط د مخنیوي ماموریت د سرته رسولو لپاره هرات ته راغلل. البته دغه پلاوی د ډاکټر صاحب عبدالله په ملتیا هرات ته راغی. 

شیشه‌ میډیا: له ډاکټر عبدالله سره نظامي قوتونه هم له کابله هرات ته راغلل؟

جنرال عظیمي: نه، نه. نوي نظامي قوتونه هرات ته رانغلل، هماغه مخکینې ځواکونه، چې د جنرال نجیم خان په قومندانۍ راغلي وو، په هرات کې وو. د دوی شمېر هغه مهال له ۱۵۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ تنو پورې رسېده ، دقیق ارقام یې په ذهن کې راسره نشته، ځکه ډېر وخت یې وشو. ډاکټر صاحب عبدالله په هرات کې زما په ګډون له ډېرو قومندانانو سره، چې په جبهه کې نه وو، خبرې وکړې. هغه له جنرال صاحب افضلي، قومندان خواجه ذبیح‌الله، قومندان غلام یحیی خان (د هرات مشهور قومندان، چې هغه مهال د هرات ښاروال و) معلم مجید خان، ډاکټر عبدالظاهر او قاضي محمد سره خبرې وکړې. هغه، یو- یو دغه قومندانان را وغوښتل او خبرې یې ورسره وکړې. له ما سره یې هم خبرې وکړې. ډاکټر صاحب عبدالله دغو ټولو قومندانانو ته پیسې ورکړې او ویې ویل، دا پیسې واخلئ او د هرات د دفاع لپاره خپل ځواکونه منسجم کړئ. پیسې یې د هرات له بانک څخه ایستې او ورکولې، له کابل څخه یې نه وې راوړې. له کابله یې یوازې یو رسمي مکتوب، په هرات کې د مرکزي بانک د نمایندګۍ په نوم له ځان سره راوړې وې. د دغه مکتوب له مخې، د مرکزي بانک د هرات څانګه مکلفه شوې وه چې له کابله راغلي پلاوي ته پېسې په واک کې ورکړي. جنرال علاوالدین خان هم له درملنې وروسته تازه هرات ته را ګرځېدلی و. هغه هم له ډاکټر صاحب عبدالله سره خبرې وکړې. وروسته ښاغلی ډاکټرعبدالله شینډنډ ته لاړ. په شینډنډ کې یې د دفاعي خط په عمومي قومندانۍ کې له امیر صاحب محمد اسماعیل خان سره خبرې وکړې. ډاکټر صاحب عبدالله هغسې، چې زه خبر شوم، امیر صاحب ته وویل؛ اجازه ورکړئ چې نور هراتي قومندانان هم له خپلو ځواکونو سره راشي او د هرات د دفاع لپاره ستاسې ترڅنګ ودرېږي. د دوی د خبرو پر مهال، شینډنډ په بشپړه توګه سقوط او د طالبانو لاس ته ولوېد. د پلاوي او ډاکټر صاحب عبدالله له چلنده داسې برداشت کېده چې مرکز د سویل لویدیزې حوزې د امارت د امیر صاحب پر ضد کودتا کړې ده. د امیر صاحب برداشت دا و چې مرکز جنرال صاحب علاوالدین خان ته ځانګړې پاملرنه لري او حتماً یې د ده د ځای ناستي په توګه ټاکي.

د امیر صاحب محمد اسماعیل خان تصور دا و چې مرکز هغه ګوښه کوي او جنرال صاحب علاوالدین خان یې پر ځای ټاکي. امیر صاحب ډېر عصبي، ناراحته او غوسه و. ځواکونه هم د شینډنډ له سقوط وروسته راغلل او په شاه‌بید کې ځای پرځای شول. امیر صاحب زه وغوښتم او ویل یې، جبهې ته لاړ شه، چې وضعیت خراب دی. ما ورته ویل: امیر صاحب خپله پوهیږئ، کله چې ځواکونو شاتګ کړی دی او غواړي شاه‌بید ته ورسېږي، نور نو زما ورتګ څه ګټه لري؟ سقوط حتمي دی. ورته مې وویل، چې زموږ ځواکونو ۴۰۰ کیلومټره شاتګ کړی دی او د شینډنډ هوایي ډګر یې له ټولو تجهیزاتو سره له لاسه وتلی دی، نور له دغو قوتونو څخه، څه نه جوړېږي. امیر صاحب په عصبانیت سره راته وویل: کله چې درته وایم، ځه، خو ځه، نور دلیل مه وایه. ډاکټر صاحب عبدالله هم جنرال صاحب علاوالدین خان اړ کړ، چې لومړۍ کرښې ته راشي. امیر صاحب له جنرال صاحب علاوالدین خان سره هم خبرې وکړې. له غرمې وروسته زه او جنرال علاوالدین خان شاه‌بید ته راغلو. 

امیر صاحب اسماعیل خان قطعاً او یقیناً دې پایلې ته رسیدلی و، چې له کابله د ډاکټر صاحب عبدالله په ریاست راغلی پلاوی د ده د ګوښه کولو په نیت راغلی او غواړي جنرال صاحب علاوالدین خان یې پر ځای وګماري. له امیر صاحب اسماعیل خان سره په دې اړه هیڅ تردید نه و پاتې. تر غرمې وروسته دوې- درې بجې وې، چې شاه‌بید ته ورسېدو. علاو‌الدین خان هم څو دقیقې وروسته راوسېد او څو دقیقې مو خبرې سره وکړې. وروسته راغلم، چې خط کنټرول کړم. کله چې مې خط کنټرولاوه، متوجه شوم چې د دفاع لپاره هیڅ سنګر، خندق، موضع‌ یا بل څه نشته. په ټولو قواوو کې پراګندګي وه. هر څوک یو ځای کې ناست دی او ټوپک یې مخې ته ایښی. هڅه مې وکړه، چې یوه متمرکزه مدافعه جوړه او ځواکونه مجبوره کړو، چې استحکامات رامنځته کړي، خو متوجه شوم چې هیڅ یې امکان یې نه دی پاتې. ځواکونو دومره زیان لیدلی و، روحیه یې ماته وه او بې نظمه شوي وو، چې د بیا انسجام امکان یې نه و. یوازېنۍ حل لاره دا وه، چې ټول ځواکونه مو رخصت کړي وای او پر ځای یې د نویو ځواکونو له راوستو سره بل نوی دفاعي خط رامنځته شوی وای. دا هغه کار و، چې په دغه وخت کې شونی نه و. هم مو وخت نه درلود او هم طالبان پر هرات د لوی برید لپاره پر چمتووالي اخته وو.

زموږ ځواکونه دومره ګنګس شوي وو چې د خط د کنټرول پر وخت مې پام شو، چې د پينځو ټانګونو مخه د دښمن پرځای د هرات د ښار لوري ته وه. یانې هرات ښار ته په کمین کې و او دښمن ته يې شا اړولې وه. ټانکیستانو ته مې وویل چې ولې یې د ټانکونو مخه ښار ته نیولې ده؟ ویل یې لښکرګاه نه تر دې ځایه یې دغسې وضعیت دی او دلته هم فکر نه کوي چې مقاومت وکړای شي. امر مې وکړ، چې د ټانکونو مخونه د دښمن جبهې ته واړوئ. هېر مې نشي، چې زه له غرمې وروسته، د شاوخوا اتیا تازه دمه سرتېرو په ملتیا د جګړې لومړۍ کرښې ته تللی وم. وروسته مې پام شو چې موږ ته د ډېرې آسیب پذیرۍ یو دلیل د سړک پوخوالی هم دی. له همدې امله مې له هراته د راوستو اتیا تنو پنځوس تنه هملته پر سړک ځای پرځای کړل. هرات ته د طالبانو د وتو اصلي مسیر همدا د شینډنډ -هرات سړک و. د سړک کیڼ لور ته، چې زموږ ختیځ لور کېده، یو لوړ غر و، چې طالبانو تېره شپه تسخیر کړی و. د دې دلیل دا و، چې تېره شپه د شینډنډ له سقوط سره سوق و اداره له منځه تللې وه. د مازیګر پينځه بجې وې، چې امیر صاحب اسماعیل خان راغی. له امیر صاحب سره مې د هماغه سړک په منځ کې، چې تازه مې پنځوس نوي کسان پکې ځای پرځای کړي وو، خبرې وکړې. په بله وینا، د سړک پر سر مو غونډه جوړه کړه. ټولو په ولاړه خبرې وکړې. امیر صاحب ته مې له غونډې وروسته یوازې وویل، چې دا ځواکونه نور په جګړه کې د استفادې وړ نه دي. ورته مې وویل، چې ۲۰۰ تازه دمه کسان راته پيدا کړي. ۱۵۰ تنه علاوالدین خان ورسره راوړي وو، اتیا تنه مې خپله لرل. امیر صاحب ته مې وویل، چې له څو سوه تازه دمو کسانو سره نن شپه مقاومت کوو او دغه ځواکونه، چې 400 کیلومتره عقب‌نشیني یې کړې، ټول باید هرات ته لاړ او په قرارګاوو کې ځای پرځای شي، خط به وروسته ورو- ورو اکمالوو.

امیر صاحب ته مې وویل، چې په دغو ځواکونو نور جنگ امکان نه لري. له بده مرغه، امیر صاحب و نه منله. کله چې له سړکه را وګرځېدم، چې بیا خط کنټرول کړم، متوجه شوم چې مخکینیو ټانکونو بیا د دښمن د جبهې پرځای خپل مخونه د ښار لور ته اړولي دي. د ټانک د کنډک قومندان ته مې وویل، چې ولې یې داسې کړي دي؟ ویل یې، ټانکیستان همداسې کوي، دی نشي کولای چې د هر ټانک لاندې کیني او دوی د دښمن د جبهې لور ته د ټانکونو مخ اړولو ته اړ کړي. وروسته متوجه شوم چې د ډېرو وسایطو مخونه د ښار لور ته دي. امیر صاحب راته وویل، چې دلته ۵۰۰۰ کسان له وسایطو سره مستقر دي. ته څنګه وایې، چې دومره ځواکونه جګړه نشي کولای او یوازې څو سوه تازه دمه ځواکونه جنګېږي. وروسته مې د ټانکونو جریان امیر صاحب ته وویل او وضعیت مې ورته بیان کړ. بیا مې ورته وویل، چې په دغو ځواکونو کوم کار نه کېږي. هغه ته مې وویل چې که زموږ هدف دفاع وي، همداسې باید وکړو، دغه ځواکونه ښار ته ستانه او په څو سوه تازه دمه ځواکونو دفاع وکړو.

امیر صاحب و نه منله، ښار ته لاړل، زه او جنرال صاحب علاوالدین خان پاتې شوو، فضا هم تیاره شوه. له تیاره کېدو سره له یوې مخابرې څخه غږ شو «۱۴». دا عدد د عقب نشینۍ لپاره زموږ د ځواکونو شفر و. که تېروتی نه اوسم او ذهن مې سمه ملتیا وکړي، غږ مې د شینډنډ د ۲۱ مې فرقې د قومندان قاضي محمد خان له مخابرې واورېد. همدا چې «۱۴» وویل شول، ټول وسایط په یوه ځل روښانه او مخ په ښار په چټکۍ سره روان شول. دا د ۱۳۷۴ کال د سنبلې ۱۳ مه نېټه وه. سره له دې، چې ما او علاوالدین خان د شاتګ د مخنیوي هڅه وکړه، خو ګټه یې و نه کړه. ټول په بېړه د ښار په لور تلل. وضعیت نور زموږ له کنټروله ووت. متوجه شوم چې که د وسایطو مخې ته هم ودرېږم، تر ټانک او موټر مې لاندې کوي. له ناچارۍ مې پر سړک ځای پرځای کړو تازه دمه ځواکونو ته هم د شاتګ امر وکړ او ورسره یو ځای د هرات د هوایي ډګر پر لور راغلو.

جنرال صاحب علاوالدین خان هم له ما سره د هرات هوایي ډګر پر لور راغی. ځواکونه مو په هوایي ډګر کې ودرول. د هوايي ډګر په قراول کې څو ټانکونه وو. ټانکونو ته مې وویل، چې ځواکونو ته د ښار ته د تګ اجازه ور نه کړي. ټانکونو، سړکونه وتړل او شاتګ ودرول شو. ما او علاوالدین خان پرېکړه وکړه، چې ښار ته دننه شوو او امیر صاحب اسماعیل خان ووینو. د هوایي ډګر له دروازې څخه، د ښار تر منځه په موټر کې لس دقیقې لاره ده. موږ له دې امله، چې شپه وه او ترافیک نه و، ژر ورسېدو، قول اردو ته لاړو، چې امیر صاحب ووینو. هغه، هلته نه و. کور ته یې لاړو. هلته یې هم تشریف نه درلود. بیا قول اردو ته راغلو او متوجه شوو، چې له کابله راغلی پلاوی ټول دلته دی او موټرې یې د اسلام قلعه پر لور حرکت ته چمتو دي. ټول د اسلام قلعه پر لور د حرکت په حال کې وو.

زه او علاوالدین خان د هغه د کور او نظامي کمیسارۍ پر لور، چې زما دفتر و، راغلو. ومې لیدل، چې ټول د اسلام‌قلعه پر لور د حرکت په حال کې دي. موټر ټول پر همدغه لور ځغلي. هیڅوک نه درېږي.

داسې منډې وې چې د علاوالدین خان موټروان هم را څخه وتښتېده. زه د علاوالدین خان په موټر کې سپور وم او هغه مې څنګ ته ناست و. یوه شېبه د نظامي کمیسارۍ څنګ ته ودرېدو، چې لیدل مو د علاوالدین خان موټروان وتښتېد. زه موټر ته کیناستم او ټولو د اسلام‌قلعه پر لور حرکت وکړ. هیڅ د دې فرصت نشو برابر، چې کور ته لاړ شم او خبر ورکړم. کله، چې اسلام‌قلعه ته ورسېدو، لیدل مې چې ټول قومندانان او د کابل د پلاوي غړي راغلي. زموږ د نظامي قرارګاوو ټول پرسونل همالته دی.

په اسلام‌قلعه کې زه او علاوالدین خان لومړی د حاجي خان بلوچ کور ته لاړ، هلته مو ډوډۍ وخوړه او چای مو وڅښه، ځکه د ورځې مو هیڅ خوراک و څښاک نه و کړی. له کوره چې ووتلو، خبر شوو چې خواجه ذبیح‌الله د لارې په اوږدو کې، طالبانو ته تسلیم شوی او د دوی په ګټه یې موانع رامنځته کړي دي. امیر صاحب محمد اسماعیل خان، د کابل پلاوی او ټول قومندانان، چې په دې مرکه کې مې یې نومونه واخیستل، په اسلام‌قلعه کې پر پوله ولاړ ول. پر پوله مې ولیدل چې دوه موټره له پیسو هم ډک دي. دا پیسې یې له ښاره راوړې وې. یو موټر د کابل پلاوي له ځان سره راوستلی و او بل موټر نه پوهېږم چا اسلام‌ کلا ته راوستلی و او د چا و؟ قومندان حاجي بصیر خان غوریاني همالته وویل، چې دغه پیسې دلته پر شته مجاهدینو ووېشئ. هغه وویل، چې موږ کې ډېر کسان سل افغانۍ هم نه لرو. امیر صاحب وویل، پریږدئ، چې مشهد ته ورسېدو، سره وېشو یې. حاجي بصیر خان غوریاني و نه منله، ویل یې چور یې کړئ، وروسته پیسې چور شوې. په دې موټرو کې د لس زریزو افغانیو بنډلونه بار وو، چې هر بنډل یې یو لک افغانۍ کېدې. چا یوه، چا دوې او چا درې بستې واخیستې او یويې وړې. موږ له اسلام کلا څخه تایباد ته لاړو. یوه شپه هلته پاتې شوو. بیا مشهد ته لاړو. البته باید یادونه وکړم، چې حاجي صاحب بصیر خان غوریاني په ټولو مواردو کې، چې یادونه مې وکړه، ونډه لرله. د شوز په دفاعي خط کې راسره و، په غونډو کې راسره و، په ټولو ځایونو کې یې ونډه لرله.

شیشه‌ میډیا: حاجي ذبیح‌الله مو یاد کړ، چې لاره یې بنده کړې وه. هغه په دغه وخت کې څه دنده او مسوولیت درلود؟

جنرال عظیمي: په وروستیو کلونو کې یې خاص مسوولیت نه درلود. په لومړیو وختونو کې زموږ د پنځمې سرحدي لېوا قومندان و. وروسته يې له امیر صاحب محمد اسماعیل خان سره یې اختلافات پيدا شول، په کور شو او ډېر وخت په خپل کور کې و. له شاتګ وروسته تر شینډنډه پورې، کله چې ډاکټر صاحب عبدالله هرات ته راغی، له حاجي ذبیح‌الله سره یې هم ملاقات وکړ او پیسې یې ورکړې. هغه ډېر ښه او په ولس کې بانفو‌ه کس و. ډېر زړرو قومندان و. د قدرت د اوج پر مهال یې دوه – درې زره کسان لرل. سره له دې، چې سواد یې نه و، خو په خپل اطرافي حساب کې ډېر مدیر او مدبر و. په کلیواله او قبلیوي سازماندهۍ کې ډېر قوي او ماهر و. له روسانو او وروسته د ډاکټر نجیب له حکومت سره د هرات د مجاهدینو په یوه مشهوره جګړه کې له امیر صاحب سره و. همالته د هغه او امیر صاحب ترمنځ یو اختلاف رامنځته شو، چې زه یې په جریان کې یم. امیر صاحب له هغې وجې، له حاجي ذبیح‌الله څخه ډېر ناراحته و. 

وروسته، چې موږ مشهد ته لاړو، چریکې جبهې رامنځته او د مرکز په نیابت یې ډاکټر صاحب عبدالله مسوولیت پر غاړه واخیست. البته مالي او اکمالاتي مسوولیت مې هدف دی. امیر صاحب محمد اسماعیل خان نور ځان څنډې ته کړ. واقعیت دا دی چې امیر صاحب په مشهد کې نور له کوره د وتو اجازه نه لرله. هر څوک، چې د هغه لیدو ته ورته، لومړی پېژندل کېده او لږو کسانو د هغه د لیدو اجازه ترلاسه کولای شوه. زه هم نور لیدو ته ورنغلم. ما له سقوط څخه وروسته، په هماغو لومړیو ورځو کې یوه مرکه وکړه او په ښکاره مې وویل، چې د سقوط مسوولیت خپله د محمد اسماعیل خان پرغاړه دی. په ډېر صراحت سره مې وویل، چې هغه سم مدیریت او سمه رهبري و نه کړه، په فراه کې یې د مخته تلو اجازه ورنه کړه، کله یې چې د عملیاتو پرېکړه وکړه، د هرات با تجربه قومندانان یې ځان سره ملګري نه کړل، له مرکز سره یې همغږي و نه کړه او داسې نور مسایل. په مرکه کې مې دا ټکی هم ووايه، چې امیر محمد اسماعیل خان د گرشک په څنډو کې خپلو ځواکونو ته ویلي وو چې د هرات ښار له قومندانانو پرته هم یو ولایت نیولی شو. هغه دا غوښتل چې د هلمند او کندهار د تسخیر او طالبانو د ماتې کریډیټ یوازې د شینډنډ د چهار محل قومندانانو ته ورسېږي، ځکه دوی یې کلیوال وو. ما وویل چې دغه حرکات «بچه‌گانه» وو او د ماتې سبب شول. دا اصطلاح ښایي مناسبه نه وه، چې ما وکاروله ، خو زه هم عصباني وم. موږ د یوې نوې رامنځته شوې ډلې پر وړاندې یوه ډېره پياوړې حوزه بایللې وه او ما خپل ډېر هم سنګران له لاسه ورکړي وو.

واقعیت دا دی چې کله مرکز پلاوی واستاوه او د هرات په کار کې یې مداخله وکړه، امیر صاحب محمد اسماعیل خان هم هرڅه تقدیر ته پرېښودل او له ځان سره یې پرېکړه وکړه چې اوس مرکز مداخله کړې او غواړي دی حاشیې ته بوځي، بحران هم باید مرکز کنټرول کړي. هغه خپله شینډنډ ته د ځواکونو له عقب نشینۍ او د ډاکټر صاحب عبدالله له راتلو وروسته د بحران د کنټرول لپاره هیڅ جدي اقدام و نه کړ، هر څه یې مرکز ته پرېښودل او د مرکز له لاسه هم څه ونشول. په بل تعبیر: امیر صاحب داسې پرېکړه وکړه چې اوس مرکز مداخله کړې، هرڅه دې خپله وکړي، نور په ما پسې اړه نه لري. تر سقوط څه موده وروسته، جنرال صاحب علاوالدین خان د ایران د سپاه پاسداران د یوه جنرال په مرسته په بادغیس کې یوه نوې جبهه‌ جوړه کړه. 

شیشه‌ میډیا: د هرات تر سقوط څو ورځې وروسته؟

جنرال عظیمي: تقریباً د سقوط یوه میاشت تېره شوې وه. خو ما له جنرال صاحب علاوالدین خان سره همکاري و نه کړه. ما ویل موږ له یو عالم امکاناتو سره، هغه هم د قاطع بریالیتوب په درشل کې ماتې وخوړه، اوس په څو سوه ځواکونو کوم کار نشو کولای. ډېر مې اعصاب خراب و. د ایران او افغانستان ترمنځ په ډېرو سرحدي سیمو کې، د نورزي قوم بېلابېل ښاخونه مېشت دي. له هرات سره په نږدې سیمو کې، تر ګلرانه پورې نورزي مېشت دي. په گلران کې د نورزیو د اوسېدو سیمه شربند دی، له شربند څخه تر تور غونډۍ او بادغیس پورې سیمې هم د دغه قوم د اوسېدونکو دي. دا سیمې ټولې د هرات ولایت په شمال کې دي. روښانه وه، چې نورزي په جګړه کې له موږ سره نه؛ بلکې له طالبانو سره همکاري وکړه. جنرال صاحب علاوالدین خان ته مې هم وویل، چې له داسې وضعیت سره په دې سرحدي سیمو کې نشو جنګېدلای. له همدې امله زموږ یو شمېر دوستان، چې اسلام‌ کلا ته د عملیاتو لپاره لاړل، ماتې یې وخوړه او د ایران په قلمرو کې یې عقب نشیني وکړه. دوی د اسلام کلا تر عمقه پورې لس کیلومتره تللي و، چې د ګمرک سیمه ده، خو هلته یې درک کړه چې دوام نشي کولای، ځکه بېرته را وګرځېدل.

شیشه‌ میډیا: جنرال علاوالدین خان چې تاسې ویل د هرات له سقوط وروسته یې، په لویدیزو ولایتونو کې د طالبانو خلاف چریکي جګړې پيل کړې، مرګ یې څه کیسه لري؟

جنرال عظیمي: البته له سقوط وروسته، لومړی چریکي جنګونه قومندان غلام سرور او قاضي محمد شروع کړل. هغوی د دهانه‌ی ذوالفقار له لارې غور ته لاړل او هلته یې یو مرکز جوړ کړ. د هرات تر سقوط وروسته، په سویل لویدیزه حوزه کې د طالبانو پر ضد لومړۍ جبهه دغه وه، چې په رأس کې یې جنرال قاضي محمد عسکر و. 

شیشه‌ میډیا: کابل تر دغه وخته سقوط شوی نه و؟

جنرال عظیمي: نه، نه، کابل لا نه و سقوط شوی. علاوالدین خان دویمه جبهه جوړه کړه. وروسته، چې کابل سقوط شو، امیر صاحب اسماعیل خان راغی او بله جبهه یې جوړه کړه، چې د هغه په غیاب کې د نوموړي زوی میرویس صادق دغه جبهه رهبري کوله. وروسته ما، سفیر صاحب خیرالله خیرخواه او قومندان غلام سرور د مقاومت یوه بله جلا جبهه جوړه کړه. د علاوالدین خان وژل کېدل هم، لکه د جنرال نصیر احمد خان موضوع روښانه او مشخصه نه ده. ځينو امیر صاحب اسماعیل خان تورناوه، چې ګواکې علاوالدین خان د هغه په امر وژل شوی، خو په دې اړه هیڅ مدرک، دلیل او ثبوت نشته. هغه کس چې پر جنرال صاحب علاوالدین خان یې ډزې کړې وې، خپله په یوه بل ځای کې ووژل شو. امیر صاحب اسماعیل خان تر هغه وروسته، چې د طالبانو له زندان څخه په تېښته بریالی شو، بادغیس ته راغی او د جنرال ظاهر نایب‌زاده په مرسته یې یوه بله جبهه جوړه کړه. هماغسې چې مې وویل، دا جبهه د هغه په غیاب کې، د نوموړي د زوی میرویس صادق له لوري رهبري کېده. 

ظاهر نایب‌زاده د سپټمبر د یوولسمې له تشکیلاتو وروسته، د هرات د ۱۷ مې فرقې قومندان شو. بیا له امیر صاحب اسماعیل خان سره د میرویس صادق د شهادت په موضوع پوځي نښته رامنځته شوه. د سپټمبر د یوولسمې تر پېښې او د طالبانو د لومړي حکومت تر سقوط وروسته، زموږ او جنرال قاضي محمد د جبهې ځواکونه، د امیر صاحب اسماعیل خان د جبهې له ځواکونو مخکې هرات ته ورسېدل او امنیت یې تامین کړ. البته زه له میرویس جان صادق سره، خدای دې وبښي، یو ځای هرات ته راغلم، موږ دواړه له امیر صاحب څخه مخکې هرات ته ورسېدو. دا موضوع، لکه چې مې وویل، یوه بله کیسه لري.

شیشه‌ میډیا: ښه، هماغسې چې مو وویل، د وخت ولسمشر خپلو هراتي وزیرانو ته په کابل کې وویل، چې که د هرات د سقوط مخنیوی و نه کړئ، نور مې وزیران نه یاست. وروسته، همدغه وزیران مرکز، له ډاکټرعبدالله سره هرات ته واستول. هماغسې چې تاسې په خپل کتاب کې هم لیکلي دي، دغه هراتي وزیران هیڅ یو د امیر محمد اسماعیل خان په غوښتنه کابینې ته لاره نه وه پيدا کړې او له پخوا ورسره مخالف وو. تاسې وویل چې دغه هراتي وزیران د ډاکټر عبدالله په ملتیا هرات ته راغلل او امیر محمد اسماعیل خان حس کړه چې قصداً حاشیې ته کېږي. تاسې ویل هغه داسې محسوسوله چې د مرکز پلاوی وضعیت په خپل کنټرول کې راولي او ښایي خپله د ده ځای هم علاوالدین خان ته ورکړي، ځکه یې قصداً سوق و اداره پرېښوده او ویل یې چې مرکز کنټرول په خپل لاس کې نیولی، خپله پوهېږي او د بحران مدیریت او خپله یې د سقوط د مخنیوي او د بحران د کنټرول لپاره جدي هڅې و نه کړې. رښتیا، اصلي خبره څه وه؟

جنرال عظیمي: زما او اکثرو هغو کسانو، چې هغه مهال یې په هرات کې مسوولیت درلود، برداشت تقریباً همدغه و. امیر صاحب په هیڅ غونډه او جلسه کې په صراحت و نه ویل چې نور په څه کار نه لري؛ مرکز پوه شه او کار یې، خو زموږ ټولو برداشت همدغه و. کله چې پلاوی شينډنډ ته راغی او ډاکټر صاحب عبدالله له امیر صاحب سره ملاقات وکړ، امیر صاحب ډېر عصباني، غوسه او مایوسه شو. دغه کار ډېر دلایل لرل. یو دا و چې خپله ښاغلي سید نورالله عماد، چې په پلاوي کې شامل و او له هراتي وزیرانو سره راغلی و، تل یې له امیر صاحب اسماعیل خان سره ستونزه لرله. هراتي وزیران هم له دې امله، چې د ښاغلي عماد پر محور را ټول و، امیر صاحب هیڅ باور نه پرې درلود. ښاغلی دل‌جو حسیني مې یادېږي، چې هڅه یې کوله ځان له ښاغلي عماد څخه مستقل وښيي، خو امیر صاحب پر هغه هم اعتماد نه درلود. هراتي وزیران تل له امیر صاحب محمد اسماعیل خان سره په مخالفت کې وو. دوی د تاریخ په مختلفو برخو کې، هم د جهاد پر مهال او هم تر هغه وروسته له امیر صاحب سره مخالف وو. یوه بله خبره هم باید وکړم، هغه دا چې امیر صاحب محمد اسماعیل خان هیڅکله د مرکز په کارونو کې مداخله و نه کړه. هیڅکله مې نه یادېږي چې امیر صاحب له هرات څخه مرکز ته د چا سفارش کړی وي، چې دغه وزیر کړئ، یا پر هغه منصب وګمارئ؛ البته د دوو مواردو په استثنا: یو په ترکمنستان کې د سفیر او بل د کونسل ګومارل، چې مرکز ته یې د دوو تنو سفارش وکړ او مرکز هم دوی ومنل. له دغو دوو مواردو پرته امیر صاحب هیڅکله له مرکز څخه و نه غوښتل چې د ده د مخالفو هراتیانو ځایونه، د ده ملاتړو هراتیانو ته ور کړي. د امیر صاحب توقع دا وه چې مرکز هم باید د ده په کارونو کې مداخله و نه کړي. 

شیشه‌ میډیا: داسې ښکاري چې د لښکرګاه په عملیاتو کې د کندهاري جنګیالیو عقب نشیني لا هم تاسې ته یو راز دی او تراوسه دقیق شوی او مشخص شوی نه دی. تاسې ویل، چې خپله د جګړې په میدان کې نه وئ. وروسته مو وپلټل، په دې اړه کوم مشخص مورد په لاس درغی؟

جنرال عظیمي: هو. زه په هغو عملیاتو کې نه وم، خو لکه چې توضیح مې ورکړه، په دغو عملیاتو کې له شریف جان یلاني څخه پرته د هرات ښار هیڅ قومندان ګډون نه درلود، چې ما بیا د عملیاتو جریان له هغه څخه واورېد. عمومي برداشت دا و چې هم امیر صاحب محمد اسماعیل خان له کړو ګمارنو سره اختلافونه رامنځته کړل او هم مرکز مداخله وکړه. هغه مهال زموږ برداشت دا و چې هم ولسمشر استاد رباني او هم آمر صاحب شهید ته، چې خدای دې دوی وبښي، دا د منلو وړ نه وه چې امیر صاحب محمد اسماعیل خان له خپلو لښکرو سره هلمند، کندهار، زابل، غزنی او لوګر ونیسي او هم په دغو ټولو ولایتونو کې د مرکز له همغږۍ پرته، خپلې ګمارنې وکړي او د خپلې واکمنۍ لمنه پراخه کړي. بیا، کابل ته د هېواد د یوې برخې د بشپړ فاتح او مطلق حاکم په توګه ننوځي. دوی نه غوښتل چې امیر صاحب په داسې موقف کې وویني، دا هغه برداشت دی، چې ما او د سویل لویدیزې حوزې د هغه وخت مقاماتو درلود. د هغو شخصتیونو روحیې او کرکټر ته په کتو، چې مخکې مې یې نومونه واخیستل، هیچا ته دا د منلو وړ نه وه، چې امیر محمد اسماعیل خان، د هېواد د قلمرو د یوې لویې برخې بلامنازعه حاکم شي. البته امیر صاحب هم داسې رفتار کاوه، چې د مرکز اندېښنې یې زیاتولې. هماغسې چې مې وویل، کله چې شریف جان یفتلي د لښکرګاه پر لور د حرکت په مسیر کې ورته وړاندیز کړی و چې له استاد رباني او آمر صاحب سره خبرې وکړي، امیر صاحب ورته ویلي و چې له هغوی سره له نږدې غږېږو. دا خبره په دې مانا ده چې په همدغه فاتحانه مسیر کابل ته ځم او وروسته له هغوی سره د هېواد د یوې لویې برخې د یوه لوی فاتح او واکمن په توګه وینم. دا موضوع، په همدې صراحت جنرال صاحب شریف یلاني، چې د هرات د څلورمې زرهي دارې قوې قومندان و، را ته وویله. یو بل واقعیت چې هغه مهال موږ ورباندې پوهېدو، دا و چې له کابل سره د کندهاريانو او هلمندیانو اړیکې ډېرې تودې وې. مخکې مې وویل، چې غفاراخند‌زاده له کابل سره ښې اړیکې لرلې او آمر صاحب سره یې اړیکې ډېرې تودې وې. اوس هم وایم چې د کندهاریانو او هلمندیانو اړیکې له کابل سره ډېرې تودې وې. په سویل لویدیزه حوزه کې د ډېرو برداشت دا و چې مرکز د امیر صاحب پلان ناکام کړ. په بله وینا، مرکز کندهاریانو ته د عقب نشینۍ امر وکړ. 

شیشه‌ میډیا: اوریدلي مې دي چې د هرات له سقوط وروسته، چې ټول مشهد ته لاړل، ډاکټر عبدالله کابل ته وګرځېد او په خپل راپور کې یې وویل چې د سویل لویدیزې حوزې د سقوط مسوولیت د امیر محمد اسماعیل خان پر غاړه دی. د ډاکټر عبدالله د راپور محتوا ظاهراً له هغه څه سره چې تاسې په خپله مرکه کې ویلي وو، یو ډول وه. تاسې له دې موضوع څخه څه اطلاع لرئ؟ آوازه  وه چې په تېرو شلو کلونو کې د ډاکټر عبدالله له ټاکنیزو کمپونو سره د محمد اسماعیل خان د هیڅکله نه یو ځای کېدو یو دلیل همدغه موضوع وه؟

جنرال عظیمي: هو، د ډاکټر عبدالله راپور، له هغه څه سره، چې ما په خپله مرکه کې وویل، یو شی و. ما دغه راپور، خپله مرکه، د جنرال صاحب علاوالدین خان مرکه او څو نورې مرکې، په یوه کتاب کې د «لحظه های حساس» په نوم چاپ کړي دي. د دغو ټولو مرکو او هغه راپور محتوا یو ډول وه. له بده مرغه، چې هغه کتاب اوس د لاسرسي وړ نه دی. دغه کتاب، چې کله چاپ شو، ډېر ژر ورک شو. د «طالبان چگونه آمدند؟» کتاب هم ډېر ژر نادرکه شو. دغه کتاب په ۱۳۷۷ کال کې، په ایران کې چاپ شو. په هغه کال که ستاسې یاد شي، طالبانو مزار شریف ته له ننوتو سره سم، ۹ ایراني دیپلوماتان او یو خبریال ووژل. دغې پېښې په ایران کې ډېر انعکاس وکړ. د ایران خلکو ته، طالبان یوه نوې او ډېره نا پېژندل شوې ډله وه. د دوی په اړه په څه نه پوهېدل. له همدې امله، کله چې په ۱۳۷۷ کې زما کتاب چاپ شو، ډېر ژر نادرکه شو. دلیل یې دا و، چې د ایران خلک د طالبانو په اړه ډېر پلټونکي وو، دا کتاب يې اخیست، چې د طالبانو په اړه وپوهېږي. د ایران خلک، د طالب اصطلاح سره هم ډېر بلد نه وو. هلته د عربي طلبه اصطلاح ډېر استعمال لري، نه د طالب اصطلاح. هلته د دیني مدرسې زده کوونکي ته طلبه وایي، طالب نه وایي.

ما د ۱۳۷۷ په حمل کې کتاب چاپ ته چمتو او خپرندوی ته ورکړ، خو د چاپ جواز یې په اسد میاشت کې ترلاسه شو او په داسې مهال چاپ ته لاړ چې تازه په مزار شریف کې د ایراني دیپلوماتانو او خبریال د وژلو پېښه رامنځته شوې وه. په ایران کې د کتاب چاپول ډېر اوږد طی مراحل لري، د دغه هېواد د فرهنګ وزارت د کتاب محتوا تفتیشوي او ترهغو چې ټول مراحل يې نه وي بشپړ شوي، د چاپ اجازه نه ورکوي. دغه کتاب له چاپ سره سم، په لومړۍ اونۍ کې په بشپړه توګه نادرکه شو. کله چې د ایران خلکو په کتابپلورنځیو کې د کتاب عنوان لوسته، سمدستي یې اخیسته، چې وپوهېږي، چې دایران د ډیپلوماتانو او خبریال وژونکي څوک دي . د «لحظه‌های حساس» کتاب هم، همداسې کیسه لرله. هغه هم ډېر ژر له بازاره نادرکه شو. هو، د ډاکټر صاحب عبدالله راپور، په بشپړ ډول د امیر صاحب محمد اسماعیل خان خلاف و. وروسته، چې کله د طالبانو پر وړاندې مقاومت پياوړی شو، امیر صاحب محمد اسماعیل خان تل د ډاکټر عبدالله پر وړاندې درېده. دغو مخالفتونو د طالبانو د لومړي حکومت تر سقوط پورې دوام وکړ، خو دا چې امیرصاحب ولې د ډاکټر عبدالله له ټاکنیز کمپاین سره نه یو ځای کېده، د لامل په اړه یې چې همدا ستاسې خبره وه که بل څه، زه په واضح ډول څه نشم ویلای. زه دا اوازه ردولای او تاییدولای نشم. البته د مقاومت په دوره کې، د دوی ترمنځ سخت اختلافات موجود وو.

شیشه‌ میډیا: ویل کېږي چې د هرات د سقوط پر ورځ د جنرال نجیم خان ځواکونه، چې له کابل څخه راغلي وو، تر نورو یې ډېر تلفات ورکړل. دا خبره څومره واقعیت لري؟ 

جنرال عظیمي: ټولو ځواکونو درانه تلفات ورکړل، خو د دوی تلفات تر نورو ډېر وو. دلیل یې دا و، چې دوی له اراضۍ سره نابلده وو او د شپې د ولایت ودانۍ ته نږدې د ښار دننه ګیر راغلل او د طالبانو له کمین سره مخامخ شول. کله چې دوی کمین وخوړ، ډېر شهیدان شول. د شهیدانو جسدونه همالته پاتې شول، سبا چې خلک له خپلو کورونو ووتل، دغه جسدونه یې ولیدل. د دوی تلفات له همدې امله ډېر منعکس شول، خو واقعیت دا و چې له لښکرګاه څخه تر شینډنډ او هراته پورې د ځواکونو د عقب نشینۍ پر مهال پر ټوله لاره، چې ۴۰۰ کیلومتره وه، دوی ټولو ډېر تلفات ورکړل. ازبکانو، هلمندیانو اوهراتیانو ټولو درانه تلفات ورکړل، خو دا تاییدوم چې د کابل شهیدان تر نورو ځواکونو ډېر وو.

شیشه‌ میډیا: تاسې ویل چې یو ځل یوه الوتکه احتمالاً له کندهاره راغله او په هلمند کې یې د سویل لویدیزې حوزې ځواکونه بمبار کړل. آیا تاسې په کندهار کې د هوایي ځواک کوم افسر پېژانده چې د طالبانو په لاس د هغه ولایت له سقوط سره، طالبانو ته ورغلی وي؟ د طالبانو له واکمنېدو مخکې، حتماً د شینډنډ او کندهار هوایي ډګرونو ښې اړیکې سره لرلې؟

جنرال عظیمي: البته یو ټکی مې هېر شو چې ووایم. کله چې د سویل لویدیزې حوزې ځواکونو له هلمند څخه عقب نشیني وکړه او شینډنډ ته راغلل، د جنرال دوستم الوتکو، هرات تر هوایي بریدونو لاندې راوست. په دې پړاو کې د جنرال دوستم هوایي ځواکونو د طالبانو ملاتړ وکړ. موږ اطلاع لرله چې دوه میګ – ۱۷ جنګي الوتکې په کندهار کې دي، خو هغو ځواکونو چې هغه ورځ په هلمند کې وو، و نه کړای شول دا معلومه کړي چې دغه الوتکه له کندهار او که مزار څخه راغلې وه. که له مزار څخه راغلې وای، زه ډاډه يم چې یوه الوتکه به نه راتله. هغه مهال دا معمول نه وه چې یوه الوتکه دې د بمبار لپاره واستوي. زه لنډه موده د هرات د نظامي کمیسارۍ د دندې ترڅنګ، د شینډنډ هوایي ډګر سرپرست هم وم. هماغه مهال د هوایي ځواکونو له اصولو او ضوابطو سره څه نا څه بلد شوم. هغه وخت دا معمول نه وه چې د بمبار لپاره دې یوه الوتکه واستوي. بله دا چې جنبش ډېرې الوتکې لرلې او څو ځلې چې یې هرات بمبار کړ، یا به یوه جوړه الوتکې ورته راتلې، یا تر دې هم ډېرې. زه فکر کوم، چې دغه الوتکه به له کندهار څخه راغلې وه، سره له دې چې زه د جګړې په میدان کې نه وم.

شیشه‌ میډیا: جنبش د نهایي ماتې په کوم پړاو کې هرات بمبار کړ؟

جنرال عظیمي: د عقب نشینۍ په پړاو کې. کله چې ځواکونه له عقب نشینۍ وروسته په شینډنډ کې مېشت شول، څو ځلې یې بمبار پرې وکړ.

شیشه‌ میډیا: دغو بمباریو، د سویل لویدیزې حوزې د ځواکونو پر روحیې او ماتې ډېر اغېز وکړ؟

جنرال عظیمي: له شک پرته. دغو بمباریو غیر نظامي تلفات هم لرل. 

شیشه‌ میدیا: د بټی دام په نوه یوې هالینډۍ خبریالې د ملا محمد عمر ژوند‌لیک لیکلی دی. هغې په خپل کتاب کې، د هلمند پر لور د امیر محمد اسماعیل خان د ځواکونو د مخته تلو همدې پېښې ته په اشاره، د هغو کسانو له قوله چې هغه مهال له ملامحمد عمر سره وو او کار یې ورسره کاوه، لیکلي چې ملاعمر د امیر محمد اسماعیل خان د ځواکونو دغه مخته تګ ډېر وارخطا کړی و. د بټی ‌دام د لیکنې له مخې، ملا محمد عمر د محمد اسماعیل خان د ځواکونو د مخته تلو له اطلاع ترلاسه کولو وروسته د کندهار هوایي ډګر ته تللی او د هماغو دوو جنګي الوتکو، د یوه پيلوټ يې اړ کړی و چې والوزوي او مخته تلونکي ځواکونه بمبار کړي. پيلوټ په ځواب کې ویلي و چې الوتکه ستونزه لري او که پرواز هم وکړي، بم نه لري او ګټه نه کوي. د هالینډي خبریالې د لیکنې له مخې، له دې سره ملا محمد عمر په مناجاتو او دعاګانو شروع کوي او پيلوټ ته وایي، چې ته پرواز وکړه، زه دعا کوم چې له کومې ستونزې پرته والوزوې او بمونه وغورځوې، وروسته الوتکه پرواز هم کوي. اوس ستاسې له خبرو ښکاري، چې د بټي دام راپور ممکن سم وي، چې د طالبانو وارخطایي څرګندوي. تاسې هم د طالبانو د مشرانو له وارخطایي خبر وئ؟

جنرال عظیمي: په ډېر ګومان دا راپور سم دی. د طالبانو د مشرانو د وارخطایي خو دقیق معلوم راسره وو. دا خبره په بشپړه توګه واقعیت لري. که داخلي اختلافات نه وای، هدف مې له مرکز سره او دغه راز په سویل لویدیزه حوزه کې دننه د امیر صاحب محمد اسماعیل خان او نورو اختلافات دي. له دې اختلافاتو پرته، هلمند او کندهار په اسانۍ سره د سویل لویدیزې حوزې د ځواکونو او د کندهار او هلمند د جنګیالیو لاس ته لوېدل. زموږ داخلي اختلافات، زموږ د سختو ماتو سبب شول. امیر صاحب هم له مرکز سره اختلاف درلود او هم يې لکه توضیح چې مې کړه، په ټوله کې یې د هرات له قومندانانو سره اختلافات وو. زموږ اختلافاتو، د طالبانو د بریالیتوب او زموږ د ماتې زمینه برابره کړه.

شیشه‌ میډیا: تاسې ویل چې امیر محمد اسماعیل خان د هرات د سقوط په درشل کې دې پایلې ته رسیدلی و چې مرکز د ده پرځای جنرال علاوالدین خان ګوماري. تاسې وویل چې جنرال علاوالدین خان په سنګلاني کې، د سویل لویدیزې حوزې پر ځواکونو د طالبانو د لومړي برید پر مهال ټپي شوی و او د هرات تر سقوط ‎یوه میاشت مخکې له هند څخه هرات ته راغی. آیا د هغه او امیر محمد اسماعیل خان ترمنځ له پخوا هم اختلاف وو، که دا اختلاف وروسته رامنځته شو؟

جنرال عظیمي: جنرال صاحب علاوالدین خان ځان غوښتونکی انسان نه و. اصلاً دغسې شخصیت یې نه درلود. هغه یو ډېر زړور، با جرئته او مسلکي صاحب‌منصب و. هغه ډېر آرام او اوریدونکی سړی و.ډېرې خبرې یې هم نه کولې. ډېر لږ غږیده. دا ډېره اسانه وه چې هغه قانع کړې، چې معاون اوسه او دا هم ممکن و، چې ویې هڅوې او ورته ووایې، چې د قول اردو عمومي قومنداني ستا حق دی، هغه دا خبره هم منله او ویل یې چې هو دا زما حق دی. هغه یو داسې شخصیت و. لکه چې مخکې مې وویل، هغه څو میاشتې په هند کې تر درملنې لاندې و. دغې درملنې ته هم د مرکزي حکومت له لارې واستول شو. زه فکر کوم، چې هغه په کابل کې هڅول شوی و چې باید پورته مقام ترلاسه کړي. دا فکر ځکه کوم چې هغه له هند څخه لومړی کابل ته راغی او څه موده هلته پاتې شو، له آمر صاحب او استاد رباني سره یې خبرې وکړې. کله چې هرات ته را وګرځېد، له خبرو یې ښکارېدل، چې له امیرصاحب محمد اسماعیل خان څخه ډېر راضي نه دی. کله چې هرات ته راغی، ځواکونه لا هلمند ته نه وو تللي، دی لا سم نه و روغ شوی او ډېر تحرک یې نه درلود. کله چې قوتونه هلمند ته روان شول او بېرته مات راستانه شول، جنرال صاحب علاوالدین ښه شوی و. د هغه صحت مندي د سقوط له وروستیو سره هم مهاله وه. کله چې له کابله پلاوی راغی، جنرال صاحب علاوالدین خان کاملاً ښه شوی نه و، تحرک یې درلود، خو سم پلی تګ یې نشو کولای. په وروستۍ ورځ هم، چې له ما سره شاه‌بید ته راغی، حضور یې تر ډېره سمبولیکه بڼه لرله. غوښتل یې هلته ځان وښيي، چې ټول یې په حضور ډاډه شي.

شیشه‌ میيیا: ښه، تاسې ویل چې ډاکټرعبدالله هغه مهال له وزیرانو سره هرات ته ورسېد، چې ځواکونو شینډنډ ته عقب نشیني کړې وه او هلته یې، ستاسې په ګډون، له هغو قومندانانو سره ولیدل چې د اسماعیل خان د رهبرۍ له څرنګوالي سره يې ستونزه لرله. هغه له تاسې سره په ملاقات کې کوم مسایل مطرح کړل؟

جنرال عظیمی: ښه. په دې دلیل، چې ما د شوز جبهې قومنداني پر غاړه لرله او دا ماموریت مې بریالی و، زما نظامي کرکټر اغېزناک شوی و. ما ته یې ووی، چې لاړ شه د شینډنډ جبهې مسوولیت پر غاړه واخله. ویل یې نور هراتي قومندانان هم حاضر دي، لاړ دې شي د شوز او آب خرما په شان دفاعي کرښې جوړې او قومنداني یې پر غاړه واخله. ماویل زه حاضر یم چې لاړ شم او مسوولیت پر غاړه واخلم. هماغسې چې مې وویل، هغوی ملاقات کوونکو قومندانانو ته پیسې ورکولې. یوه اندازه پیسې یې ما ته هم راکړې. وروسته، لکه څنګه چې مې وویل ځواکونو په شینډنډ کې ژر ماتې وخوړه او شاه بید ته راغلل. کله، چې د امیرصاحب په غوښتنه بید ته لاړم، نور نو ناوخته شوی و، هلته مې هم امیرصاحب ته وړاندیز وکړ، چې و یې نه مانه.

شیشه‌ میډیا: ښه، تاسې خپلو خبرو کې وویل، چې د وخت ولسمشر فراه ته راغی او له تاسې یې وغوښتل چې هلمند ته لاړشئ او هلته له مېشتو ځواکونو سره فراه تسخیر کړئ او تاسې ورته وویل، چې داسې کار د امیرمحمد اسماعیل خان له ملاتړ پرته ناشونی دی؛ ځکه چې د هغه له ملاتړ پرته هوایي او توپچي ځواکونو عمل نه کاوه. آیا، هغه مهال د مرکز له لوري هم، کوم استدلال موجود و، که ستاسې په همدغه استدلال قانع شول؟

جنرال عظیمي: ټینګارموجود و. هماغسې چې مې وویل د فراه له نیولو وروسته مې امر وکړ چې لوژستیک برخه دې مهمات او روغنیات ژر پر ځواکونو ووېشي او له یوې برخې پرته دې نور ټول ځواکونه د فراه ولایت ختیځو برخو ته لاړشي، هلته دې ټول شي، چې بیا د هلمند پر لور روانېږو. هماغسی چې ومې ویل، دا امر د نظامي اصولو پر اساس و. زما له سیاست سره کار نه و. غوښتل مې چې د دښمن ځپل شویو ځواکونو ته د فکر کولو فرصت ور نه کړم، ټوله اراضي ترې ونیسم او د محاربې له صفه یې وباسم، خو امیر صاحب محمد اسماعیل خان ناراحته شو، زه یې هرات ته واستولم او بیا یې د ځواکونو له قومندانۍ ایسته کړم. د کندهاري، هلمندي او ازبک ځواکونو قومندانانو کابل ته راشه – درشه لرله. هلته یې خپل راپورونه ورکول او د خپلو لګښتونو مالي امکانات یې ترلاسه کول. دوی مرکز ته راپور ورکړی و چې جنرال عظیمي ځواکونه د هلمند پر لور روان کړي وو، خو اسماعیل خان مخالفت وکړ. زه څه باندې یوه میاشت د جګړې له میدانه لیرې وم چې امیر صاحب محمد اسماعیل خان بیا وغوښتم او فراه ته د ځواکونو د رهبرۍ لپاره واستولم. ګومان کوم چې تاسې ته مې پوره کیسه و نه کړه. استاد رباني چې کله فراه ته راغی، لومړی یې یوه غونډه له ماسره په یوازې وکړه، وروسته یې عارف خان نورزی، غفاراخندزاذه او عبدالمناف خان ازبک هم غونډې ته وغوښتل او د هغوی په موجودیت کې یې راته وویل چې لاړ شه او هلمند ونیسه. ما د هغه وخت ولسمشر ته ډېر واضح وویل چې د امیرصاحب له ملاتړ پرته هلمند نشو نیولای، په دې دلیل چې که د هغه هدایت نه وي، د سویل لویدیزې حوزې هوایي او توپچي ځواکونه مو ملاتړ نه کوي. وروسته چې مې له استاد سره د غونډې د موضوع په اړه امیرصاحب ته راپور ورکړ، هغوی باور و نه کړ او زه یې بیا د جګړې له میدانه لرې کړم او هرات ته يې واستولم.

شیشه‌ میډیا: داسې ښکاري، چې مرکز هغه مهال د ځواکونو له مخته تلو څخه هیڅ اندېښنه نه لرله او آن ټینګار یې پرې کاوه. داسې ښکاري چې د اسماعیل خان له پياوړتیا او د هېواد پر یوې برخې یې له مطلق حاکمیت څخه هم اندېښمن نه و. ښایي داسې تصور یې کاوه چې پر وضعیت مسلط دي او په هغو ولایتونو کې چې د طالبانو له کنټروله وځي، له کومې ستونزې پرته ستاسې په قول« تعینات» کوي، خو دوې میاشتې وروسته، چې تاسې د جګړې په میدان کې نه یاست او امیر اسماعیل خان ظاهراً بشپړ کنټرول په لاس کې لري او غواړي د کابل له همغږۍ پرته« تعینات» وکړي، مرکز اندېښمن کېږي او آن نه غواړي چې پوځي بری ترلاسه کړي. ستاسې برداشت همداسې دی؟

جنرال عظیمي: همداسې ده. مرکز په لومړي وخت کې آن فکر نه کاوو چې موږ به فراه بېرته نیسو. هغوی فکر کاوه چې موږ په شوز او آب خرما دفاعي خط کې د برید فاز ته نه ور ننوځو، کله چې موږ تعرض وکړ، مخکې لاړو او فراه مو ونیوله، مرکز په هغه ورځ يې له دغې موضوع څخه اطلاع هم ترلاسه نه کړه. هغه مهال د اړیکو ټیکنالوژي دومره پرمختللې نه وه، چې هره شېبه پېښې راپور شي.

موږ یوازې د «زاس» مخابرې په وسیله له مرکز سره اړیکې نیولای شوې. موږ چې کله فراه ښه تصفیه کړه، مرکزي حکومت ته مو اطلاع ورکړه. البته ما ته مخکې له دې چې د «زاس» له لارې مرکز ته اطلاع ورکړې وای، له بي بي سي فارسي سره د مرکې فرصت برابر شو، دغه مرکه مې وکړه. کابل هم لومړی د بي بي سي د مرکې له لارې د فراه د وضعیت پر بدلېدو خبر شو. موږ چې فراه ونیوله، سید توکل آقا، چې د ښاغلي محسني له حرکت اسلامي سره یې د کار مخينه لرله او له ما سره په اړیکه و، فراه ته راغی او خبر یې راکړ چې په هلمند کې طالبان وارخطا دي او ځينې سیمې یې تخلیه کړې دي. په هلمند کې مو یو قومندان و چې هغه هم سرکاتب نومېده. دا قومندان هم د افغانستان د اسلامي حرکت اړوند و. هغه هم پر موټر سایکل راته راغی او ویل یې چې طالبان خپل اضافي مهمات او وسایط له هلمنده باسي. دغه حرکتي ملګري مې، هغه مهال چې زه د شوز دفاعي جبهې مسوول وم، راسره په اړیکه کې وو. دغو اطلاعاتو زه دې پایلې ته ورسولم، چې تر آخرې نقطې د دښمن د تعقیبولو وخت دی. ډاډه وم چې د هلمند له نیول کېدو وروسته، په کندهار کې جدي مقاومت نه کېږي. په نظامي لحاظ دا طبیعي ده چې که تاسې فراه، بادغیس او شینډنډ ونیسئ، په هرات کې جدي مقاومت نه کېږي. همداسې چې کله تاسې هلمند ونیسئ، په کندهار کې مقاومت نه کېږي. کله، چې تاسې شاوخوا ولایتونه ونیسئ، کابل له کومې ستونزې پرته لاس ته درځي. د کابل د جګړو په تاریخ کې تاسې وګورئ، کله چې یوه قوت له باندې غوښتي کابل ونیسي، کله یې چې شاوخوا ولایتونه نیولي، په کابل کې مقاومت نه دی شوی. البته د کابل فاتح ځواکونه، له ښاره د باندې سره جنګیدلي دي، خو بهرني قوت د شاوخوا ولایتونو له نیولو وروسته، کابل له کوم مقاومت پرته تسخیر کړی دی.

شیشه‌ میډیا: ویل کېږي، کله چې له فراه څخه د هلمند پر لور پرمختګ د امیر محمد اسماعیل خان په امر درول کېږي او تاسې هم د جګړې له میدانه هرات ته ځئ، طالبانو د هرات چارواکو ته د مذاکرې او اوربند وړاندیز وکړ. آیا کابل و نه غوښتل چې اوربند وشي، که خپله امیر محمد اسماعیل خان موافق نه و؟ دا څنګه کیسه وه؟

جنرال عظیمي: په دې اړه دقیقه اطلاع نه لرم. کله چې زه له فراه څخه هرات ته لاړم، نور د مسایلو په جریان کې نه وم. هغه مهال زما او امیر صاحب خپګان تر دې حده و چې آن میاشتینی معاش مې نه حواله کېده. له ما سره مرکز د یوې اندازې پیسو مرسته وکړه، چې د ځان او کورنۍ اړتیاوې پرې تامین کړم.

شیشه‌ میډیا: اوس غواړم د ځینو افرادو او اشخاصو په اړه وغږیږئ. د شینډنډ د ګارنیزیون د هغه مهال له قومندان څخه یې پيل کړئ. له هغه څخه تاسې په ځینو ځایونو کې د جنرال نصیر احمد او په ځینو نورو کې د ډاکټر نصیر احمد په توګه نوم واخیست. هغه په دغو جګړو او پوځي تشکیلاتو کې څه ونډه لرله؟

جنرال عظیمي: جنرال نصیر احمد یا ډاکټر نصیر احمد، یو فوق‌العاده قومندان، پرکاره او ډېر با استعداده ځوان و. هغه په پيل کې د طب محصل و. نه پوهیږم طب یې تر کومه لوستی و، چې هغه ته یې ډاکټر ویل، خو له عمره یې ښکارېدل چې طب نه فارغ شوی نه و. هغه د جنرال عزیزالله خان زوی و. پلار یې هم پياوړی جنرال او قومندان و. جنرال صاحب عزیزالله خان د ثور له کودتا مخکې د اردو افسر و. په شینډنډ کې د شوروي ځواکونو پر ضد یو لوی او ډېر مهم عملیات هم، همدغه جنرال نصیراحمد ترسره کړل. په دغه عملیات کې، چې د شینډنډ پر هوایي ډګر وشول، په یوه شپه کې یې د روسانو ۲۱ میګ جنګي الوتکې او چورلکې نابودې کړې. هغه د شینډنډ په چهار محل کې زېږیدلی و او د امیر صاحب اسماعیل خان له خپلوانو څخه و. امیر صاحب پر هغه ډېر اعتماد درلود.

شیشه‌ میډیا: تاسې ویل روښانه نه ده، چې د هلمند پر لور د پرمختګ په ورځ يې، چې په نهایت کې په ماتې تمامه شوهو د چا په ډزو یې ژوند له لاسه ورکړ؟

جنرال عظیمی: هو. یوازېنی شی چې روښانه دی، همدا دی چې د خپلو ځواکونو له لوري ووژل شو، نه د دښمن په ډزو. په هغه سیمه کې چې ووژل شو، د دښمن ځواکونو حضور نه درلود.

شیشه‌ میډیا: جنرال شریف یلاني څه رول درلود او عمده مسوولیت یې څه و؟

جنرال عظیمي: زموږ د څلورمې زرهي دارې قوې قومندان و. د امیر صاحب محمد اسماعیل خان له پخوانیو مجاهدینو څخه و. ما سره یې کلکه ملګرتیا وه. د هرات په ګذره کې زېږېدلی و. د روسانو پر ضد د جهاد یو ډېر مشهور قومندان و.

شیشه‌ میډیا: ستاسې له خبرو ښکاري، چې هغه د کابل او سویل لوېدیزې حوزې ترمنځ اختلاف درک کړی و او امیرمحمد اسماعیل خان ته یې له مشورې همداسې ښکاري، چې غوښتل یې دغه اختلاف له منځه لاړ شي؟

جنرال عظیمي: دقیقاً. کاملاً همداسې وه. لکه څنګه چې ما ته یې کیسه وکړه، ویل یې: لومړی مې امیر صاحب ته وویل چې له آمر صاحب سره وغږیږه. وایي په ځواب کې یې راته وویل، وګورو چې څه کېږي. په دوام یې راته وویل، چې کله متوجه شوم امیرصاحب نه غواړي آمر صاحب سره وغږیږي، ورته مې وویل، چې امیرصاحب خو خپله «بابه» سره وغږیږه. هدف یې استاد رباني و. امیرصاحب په ځواب کې راته وویل، چې له دوی سره له نږدې غږېږم.

شیشه‌ میډیا: د ښاغلي افضلي پوره نوم او دنده څه وه؟

جنرال عظیمي: ښاغلی عزیزالله افضلي، ډګر جنرال او د شهید صفی‌الله افضلي ورور و. یو ورور یې حفیظ الله افضلي، د داود خان پر ضد د ۱۳۵۲ کال د حرکت پر مهال له آمر صاحب سره پنجشېر کې و او شهید شو. له همدې امله د جهاد پر مهال په جبهو کې د شهید افضلي نوم مشهور و. هغه له حربي پوهنتون څخه په استحکام برخه کې فارغ شوی و. په ۱۳۷۴ کې د طالبانو په لاس د هرات تر سقوط څخه مخکې، د دغه ولایت امنیه قومندان و.

شیشه‌ میډیا: د هرات په نظامي تشکیلاتو کې نور مهم کسان څوک وو؟

جنرال عظیمي: جنرال علاوالدین خان د هرات د ۱۷ مې فرقې قومندان و. امیر صاحب د قول اردو رهبري پخپله کوله. جنرال صاحب عزیزالله خان، د ډاکټر نصیر احمد پلار ، د قول اردو مرستیال و. زموږ څلورمه زرهداري قوه، لکه چې ومې ویل، شریف جان یلاني رهبري کوله. برید جنرال عبدالظاهر د هرات ولایت د ملي امنیت ريیس و. جنرال مجید خان د هرات د هوایي ډګر قومندان و. زه خپله نظامي کمیسار وم. د شینډنډ ګارنیزیون قومنداني د ډاکټر نصیر احمد پر غاړه وه. د کریم جان په نوم یو ځوان، زموږ د اوومې سرحدي لېوا قومندان و. هغه وروسته د طالبانو له لوري ووژل شو. جنرال قاضي محمد عسکر د ۲۱ مې فرقې سرپرست و. البته هغه رسماً د فرقې مرستیال و او دغه فرقه یې رهبري کوله. دغې فرقې منظور شوی قومندان نه درلود. محمد شاه اڅکزی، زموږ د ۷۱ مې فرقې قومندان و. هغه د هرات په لاس د طالبانو له سقوط وروسته، په ایران کې ترور شو او معلومه نشوه چې چا ترور کړ. د غفاراخند‌زاده ځواکونه مو هم، د ۹۱ مې فرقې په نوم په یوه چوکاټ کې تنظیم کړي وو، چې قومندان یې دی خپله و. جنرال جلیل خان مشهور په ضابط جلیل د فراه امنیه قومندان و، چې طالبانو ته له تسلیمېدو وروسته بېرته له موږ سره ملګری شو. زموږ یو بلوچ وطندار، چې نوم یې رانه هېر شوی، د ۹ مې سرحدي لېوا قومندان و.

شیشه‌ میډیا: سلطان احمد تارر، چې په کرنیل امام مشهور او هغه مهال په هرات کې د پاکستان جنرل قونسل و، د پاکستان د وسله والو ځواکونو په مرکزي استخباراتو یا آی ایس آی کې یې د اوږده ماموریت مخينه لرله. ویل کېږي چې هغه د طالبانو، امیر محمد اسماعیل خان، پاکستان او ترکمنستان ترمنځ د مذاکراتو زمینه برابره کړه. هغه، هماغه مهال د ۱۹۹۴ کال په اکتوبر کې، چې د پاکستان هماغه سوداګریز کاروان د آمر لالي له لوري په کندهار کې ودرول شو، همالته و. تاسې له امیر محمد اسماعیل خان سره د هغه له مذاکراتو او خبرو اترو څخه په جریان کې وئ؟ آیا له هغه سره مو ناسته پاسته وه؟

جنرال عظیمي: هو. هغه مې ډېر لیدلی و. هغه ډېرو رسمي محفلونو ته بلل کېده او راته. ما هغه وخت پر پوځي برخې سربېره، په فرهنګي برخو کې هم کار کاوه. مثلاً، په ټولو جشنونو کې چې په هرات کې ترسره کېدل، ما د همغږي کوونکي رول لوباوه. د هرات اسلامي شورا، چې رامنځته شوه او ما یې په اړه توضیحات ورکړل، زه یې د سیاسي کمېټې مسوول وم. امیر صاحب محمد اسماعیل خان ډېر ځله زه د سیاسي او فرهنګي کارونو سرته رسولو ته موظف کولم. له همدې امله مې کرنیل امام ډېر لیده؛ په خاص ډول زموږ په محفلونو کې مې ډېر لیده. خصوصي غونډه مې هیڅ نه ده ورسره لرلې. هغه په هرات کې، هماغسې چې تاسې وویل، د پاکستان جنرل قونسل و. زما برداشت دا و چې هغه د دغه ماموریت پر مهال، زموږ د قوت او کمزورۍ ټکي پېژندلي وو. دا هم باید ووایم، چې کرنیل امام له امیر صاحب سره شخصي ملګرتیا رامنځته کړې وه. هغه هره جمعې شپه خواجه عبدالله انصار زیارت ته تلو او تر ناوخته یې ذکر او صوفیانه عبادت کاوه. کرنیل امام هم، هره جمعې شپه خواجه عبدالله انصار ته راته او ذکر یې کاوه. کرنیل امام، چې تازه هرات ته راغی، یاد مې شي چې لنډه ږیره یې وه، خو ورو- ورو یې امیر صاحب غوندې لویه ږیره پرېښوده، اوږدې تسبیح یې پیدا کړې او د جمعې په شپو به خواجه عبدالله انصار ته تلو. په اولو وختونو کې یې پګړۍ نه تړله، خو له څه مودې وروسته یې سپینه پګړۍ هم تړله. یانې ظاهري بڼه یې ټوله امیر صاحب محمد اسماعیل خان غوندې شوه. وروسته سره ملګري شول. البته د امیر صاحب اسماعیل خان په ګډون د هر چا په زړه یو خدای پوهېږي، خو روښانه وه چې ډېرې ښې اړیکې سره لري.

وروسته مې یاد شي چې یو ځل جنرال نصیر الله بابر راغی، سرتاج عزیز هم ورسره و. هماغه شخص، چې وروسته د نواز شریف د ملي امنیت سلاکار شو. په هغو خبرو اترو کې ما هم برخه لرله. بابر او ملګرو یې امیر صاحب ته وویل چې که طالبانو سره همغږي یاست، دغه امنیت چې په کندهار او هرات کې دی، زیاتېږي او په ټول افغانستان کې د امنیت د تامین لپاره الګو کېدای شي. له دې پرته، یې مشخص وړاندیز نه درلود. البته هغه مهال شرایط هم داسې نه و چې له دې پرته مشخص وړاندیز وکړي. طالبان هم تازه د منسجم کېدو په حال کې وو، له دې پرته بل پيغام منطقي هم نه و، چې مشخصه کومه خبره وکړي.

شیشه‌ میډیا: ویل کېږي چې یو ځل نصیرالله بابر یو شمېر لویدیز ډیپلوماتان د کندهار د ځمکني مسیر له لارې هرات ته راوستل او له امیر محمد اسماعیل خان سره کښېنول. ستاسې په یاد دي؟

جنرال عظیمي: نه. زما نه یادېږي چې جنرال بابر لویدیز ډیپلوماتان هرات ته راوستي وي. د مخکیني سفر یادونه چې مې مخکې وکړه، جنرال بابر، سر تاج عزیز او یو بل کس وو، درې تنه، چې هرات ته راغلل.

شیشه‌ میډیا: ویل کېږي چې جنرال بابر له هغو ډیپلوماتانو سره هرات ته راغی او هلته یې امیر محمد اسماعیل خان ته وویل چې دغه ډیپلوماتان یې په دې خاطر راوستي دي چې د کندهار- هرات د لارې مسیر ورته وښيي. هغه ویلي و چې پاکستان غواړي له مرستندویه هېوادونو او نړیوالو بنسټونو څخه شاوخوا ۳ سوه میلیونه ډالره پور واخلي او د کندهار- هرات – تورغونډۍ لارې پر جوړولو یې ولګوي، چې ورسره پاکستاني سوداګریز کاروانونه په اسانۍ سره پر دغه مسیر تګ- راتګ وکړي او خپل توکي د ترکمنستان او منځنۍ اسیا د نورو هېوادونو بازارونو ته یوسي. د ۱۹۹۴ د اکتوبر په وروستیو، یا د نومبر په لومړيو ورځو کې، چې طالبان په کندهار کې پر لومړي قدرت د بدلېدو په حال کې وو، جنرال دوستم او محمد اسماعیل خان د پاکستان د هغه مهال له لومړۍ وزیرې بینظیر بوټو سره د پاکستان – ترکمنستان د انرژۍ او سوداګریزو توکیو د ترانزیت په اړه مفصله ناسته لرله. د دې ناستې دقیق راپورونه موجود دي. تاسې په جریان کې وئ؟

جنرال عظیمي: د ټرانزیټ په اړه ډېرې مهمې خبرې کېدې. په دغه سفر کې چې ما وویل، هم ډېر بحث پر ټرانزیټ او پر دې وشو چې څنګه له کندهاره تر ترکمنستانه مسیر ورته برابر شي. د لارې په امنیت او بیا رغونې هم بحث وشو، آن پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو او نفتو د لېږد په اړه لږ و ډېر بحث وشو. په دې سفرونو کې تل ویل کېدل، چې د انرژۍ د ټرانزیت پروژې د سیمې د هېوادونو د پراختیا لپاره ډېرې اغېزناکې دي، خو په یاد مې نه دي چې له جنرال نصیر الله بابر سره د لویدیځو هېوادونو ډیپلوماتان هرات ته راغلي وي. په یوه سفر کې، چې زما یادیږي، د پلاوي واړه غړي پاکستانیان وو. که په کوم بل سفر کې یې د لویدیځو هېوادونو ډیپلوماتان ورسره راوستي وي، زه نه یم خبر. زه ځینې وخت په سفرونو کې وم، په هرات کې به نه وم. که زما په غیاب کې راغلي وي، نه پوهېږم.

شیشه‌ میډیا: تاسې د ملا عبیدالله له قوله وویل، چې د هرات د هغه مهال د محاکمو ريیس مولوي خداداد له ملا محمد عمر سره د مذاکراتو پر مهال له هغه سره بیعت کړی و. ویل کېږي چې مولوي جلیل‌الله مولوي‌زاده، چې هغه هم د هرات پېژندل شوی مولوي او هغه مهال د کابینې وزیر و او یو ځل د وخت د ولسمشر له لوري طالبانو سره مذاکراتو ته وګمارل شو، هغه هم د طالبانو له رهبر سره د مذاکراتو پر مهال له نوموړي سره بیعت کړی و. تاسې په دې موضوع خبر وئ؟ آیا دغو بیعتونو هغه مهال د هرات پر کمزوري کېدو اغېز کړی و؟

جنرال عظیمي: ملا عبیدالله آخند ډېر متفاوت او ځوانمرده سړی و. هغه زموږ اسیر و، خو شخصیت یې زما پر روان اغېز وکړ او پرته له دې چې اراده یې ولرم، زموږ ترمنځ ښې اړیکې رامنځته شوې. زه د هغه مراقب وم او هڅه مې کوله چې د هرات د ملي امنیت په ریاست کې شکنجه نشي. شخصاً ډاکټر عبدالظاهر مې قانع کړ چې چا ته د ملا عبیدالله آخند د شکنجه کولو اجازه ور نه کړي. هماغسې چې مې کیسه وکړه، یو ځل مې هغه د امیر صاحب کور ته بوت، چې له بي بي سي سره مرکه وکړي. په لاره کې مې ورته و ویل، زه له بي بي سي سره مرکه لرم، تاسې هم څو خبرې وکړئ. زما مرکه له بي بي سي سره له مخکې همغږې شوې وه. هغه وپوښتل، چې څه ووایم؟ ما ویل: خوښه دې، چې هرڅه وایې. یوه شېبه غلی شو، بیا یې ویل، چې له بي بي سي سره به مرکه و نه کړم. ویل یې که ما وهم وژنئ، له بي بي سي سره نه غږېږم. موږ یوازې دا غوښتل چې د هغه غږ له بي بي سي څخه واورېدل شي، چې ټول یې موږ سره په موجودیت او نه شکنجه کېدو ډاډه شي. د هغه په دغه چلند لږ ناراحته هم شوو. دلیل مو دا و چې موږ له هغه سره د مېلمه په توګه چلند کاوه او تمه مو وه چې حد اقل د دغه چلند په ځواب کې یو ځل له بي بي سي سره وغږېږي، چې غږ یې خپور شي.

کله چې د امیر صاحب له کوره ووت، هغه مې خپل کور ته راوست، چې چای سره وڅښو. له چای څښلو وروسته زه موظف وم، چې هغه بېرته د هرات د ملي امنیت ریاست ته ستون کړم. کله مو چې کور کې چای وڅښه، راته یې وویل، چې تاسې ما سره د اسیر په توګه نه؛ بلکې د مېلمه په توګه چلند کوئ. ویل یې ستاسې د همدغې مهربانۍ په ځواب کې غواړم امیر صاحب ته یوه موضوع افشا کړم. له امیر صاحب سره مو د قول اردو د مخابرې له لارې اړیکه ونیوله. البته له کور څخه قول اردو ته لاړو او هلته مو د «زاس» مخابرې له لارې امیرصاحب سره اړیکه ونیوله. زموږ محرمې اړیکې تر ډېره د همدغې «زاس» مخابرې په وسیله ترسره کېدې. امیر صاحب، ملاعبیدالله آخند ته وویل، چې هغه خبره «ظاهرجان» ته وکړه، سمه ده. ده ورته وویل، چې د مولوي صاحب خدا داد په مشرۍ له هرات څخه کندهار ته ستاسې استولی پلاوی، چې مولوي صاحب خدا داد، مولوي صاحب سمیع او مولوي صاحب شیرزاد یې هم غړي وو، د هرات د نورو لویو مولویانو په ملتیا یې له «لوی ملاصاحب» سره بیعت وکړ. امیر صاحب اسماعیل خان، د هرات دغه مشهور دیني عالمان د شوز د مدافعې پر مهال طالبانو ته واستول، چې قانع یې کړي چې له سویل لویدیزې حوزې سره جنګ شرعاً ناروا دی، خو هغوی د دې بحث پرځای له ملا محمد عمر سره بیعت کړی و. موږ د ملا عبیدالله تراسارت پورې له دغې موضوع نه وو خبر. مولوي صاحب جلیل‌الله هم د طالبانو لپاره ډېر تبلیغ کاوه. له طالبانو سره د دیني عالمانو دغه بیعت او ورته تبلیغاتو یې په مستقیم ډول طالبانو ته ګټه کوله او موږ یې له جدي ستونزو سره مخ کړي وو. کله چې زموږ ځواکونو په لومړي وخت کې له شوز او آب‌خرما څخه عقب‌نشیني وکړه او زه د دفاعي خط قومندان وټاکل شوم، متوجه شوم چې زموږ د ځواکونو روحیه ماتې شوې دي. اوازه وه چې د هر طالب جنګیالي په غاړه کې د قرآن کریم یوه نسخه ځوړنده ده او ګولۍ هیڅ نه ورباندې لګېږي، له څنګه یې تېرېږي. زموږ ځواکونو تر ډېره حده پر دغو تبلیغاتو باور کړی و. د شوز په دفاعي خط کې موږ په لومړيو وختونو کې تر ډېره له ماین خښولو او هوایي ځواک سره وکړای شول، چې د طالبانو د پرمختګ مخه ونیسو او خپلو ځواکونو ته وښيو، چې طالبان پر ماینونو الوزي او له الوتکې بمباریږي، وژل کېږي او د دوی په اړه خبرې هسې تبلیغات دي. دغه باور مو په ډېرې سختۍ د خلکو له ذهنه و ایست.

شیشه‌ میډیا: د دغې مرکې په پای کې که کومه خبره فکر کوئ، چې ستاسې په ذهن کې وي او نه وي مطرح شوې، مهرباني وکړئ، ووایئ.

جنرال عظیمي: هیله من یم، دغه مسایل چې مو مطرح کړل او د افغانستان د تاریخ یوه برخه ده، د راتلونکو نسلونو لپاره یو څراغ شي. هیله من یم، چې هغوی زموږ له کمزوریو زده کړه وکړي. په آخره کې غواړم ووایم، چې ما په دې خبرو کې د سویل لویدیزې حوزې د ماتې په اړه د ځان د بې ګناه ښودلو هیڅ نیت نه دی لرلی. زه په دغه لویه ماتې کې، د خپلو هغو صلاحیتونو په اندازه، چې هغه مهال مې لرل، ځان پړ بولم او له امله یې بښنه غواړم.

شیشه‌ میډیا: ډېره مننه، چې وخت مو راکړ او د افغانستان د وروستي تاریخ د یوه حساس پړاو په اړه مو خبرې وکړې.

Share via
Copy link