Image

ظاهر شاه ډيموکراټ نه و، مګر يو شريف انسان و

مرکه کوونکی: عزیز رویش

ژباړن: فردوس کاوش

پښتو ايډيتر: صديق دقيق

پيل: د شیشه میډیا ګرانو اورېدونکو سلامونه!

 خوښ یم چې نن د سفیر رونالډ نیومن د ځانګړې مرکې کې کوربه یم. په دې خبرو اترو کې به په ځانګړې توګه د افغانستان په اړه د ښاغلي نیومن د برداشتونو او تجربو په اړه واورو.

رویش: ښاغلی سفیر، موږ معمولاً د خپرونې له میلمنو څخه غواړو چې خپل ځان لنډ معرفي کړي او د خپل ژوند په اړه خبرې وکړي. مهرباني وکړئ را ته ووایاست چې تاسو چېرته زېږیدلي او لوی شوي یاست او څه پېښ شول چې له افغانستان سره د ټول عمر لېوالتیا پیدا کړئ؟

سفیر نیومن: زه په واشنګټن ډي سي کې نړۍ ته راغلم. کله چې ما نړۍ ته سترګې پرانیستې پلار مې په پوځ کې دنده ترسره کوله او په دويمه نړیواله جګړه کې بوخت و. زه په کالیفورنیا کې لوی شوی یم. دا نشم ویلای چې ما له افغانستان سره دومره اوږده  لېوالتیا درلوده. په ۱۹۷۶ کال کې، چې زه د لیسانس دورې پر زده کړو بوخت وم، زما پلار رابرت نیومن، چې د سیاسي علومو استاد و، په افغانستان کې د متحده ایالاتو سفیر وټاکل شو.

د لیسانس تر بشپړولو وروسته مې درې نیمې میاشتې استراحت وکړ او بیا عسکري ته لاړم. د خپل پوځي خدمت پر مهال مې له خپلې مېرمنې سره افغانستان ته سفر وکړ. زه په افغانستان کې نه یم لوی شوی، خو په ځواني کې، مې تر واده وروسته، هلته له خپلې مېرمنې سره سفر وکړ. د هغه سفر په جریان کې زه او زما مېرمن په ټول افغانستان کې و ګرځېدو. موږ هرات، کندهار او لښکرګاه ته ولاړو او په هزاره جات کې مو د بامیان د بند امیر لیدنه وکړه. په بدخشان کې مو د امو سيند او پامیر پر غاړو هم وخت تېر کړ.

ما لا له وړاندې پرېکړه کړې وه چې د خپل پلار په څېر ډیپلومات شم او د ډیپلوماسي سیستم ته د ننوتلو په  ازموینه کې د منل کېدو نمرې مې هم ترلاسه کړې وې. په خپلو زده کړو کې مې اصلاً پر اسلامي نړۍ تمرکز نه و کړی، خو افغانستان او د هغه کلتور دې هېواد ته ‎لېوال کړم.

رویش: مخکې له دې چې له افغانستان سره ستاسو د لېوالتیا په اړه پوښتنه درنه وکړم، اجازه راکړئ چې ستاسو د شخصي ژوند په اړه وپوښتم. مهرباني وکړئ د خپلو والدینو، د دوی د زده کړې او پخوانیو دندو په اړه نور معلومات راکړئ. د یوې عادي امریکایي کورنۍ په توګه، د دوی پالنې څنګه پر تاسو اغېز وکړ؟

سفیر نیومن: زما مور او پلار عادي امریکایان نه وو، دوی زیارکښ او پېژندل شوي کسان وو. پلار مې په اتریش کې لوی شوی و. کله چې هغه د ليسانس په کچه زده کړې پای ته ورسولې، د یو «نیمه وړیا» تحصیلي بورس وړاندیز ورته وشو چې باید نیم لګښت يې پخپله ورکړی وای. دا بورس په جنیوا کې د دوبي موسم د یوه ښوونیز پروګرام لپاره و. هغه ته همدارنګه وړاندیز وشو چې که یو کال انتظار وکړي، کولای شي یو بشپړ وړیا تحصیلي بورس ترلاسه کړي، خو هغه او د هغه کورنۍ لومړی انتخاب ومانه او یو کال یې انتظار و نه کړ. هغه او د هغه کورنۍ پېسې پیدا کړې او زما پلار په جنیوا کې د اوړي روزنيز پروګرام ته لاړ. په جنيوا کې په همدې پروګرام کې يې زما له مور سره، چې يوه امريکايي محصله وه، وپېژندل. دوی د دوبي په پای کې کوژه سره وکړه. زما پلار چې اتریش ته راستون شو، نازیانو په اتریش برید وکړ او هغه یې زنداني کړ. هغه یو کال په زندان او نظامي کمپ کې جبري کار کاوه. تر خوشي کېدو وروسته امريکا ته ولاړ او زما له مور سره يې واده وکړ. زما مور په هند کې نړی ته راغلې ده. پلار یې بشپړ پنځلس کاله، په مختلفو دورو کې؛ تر لومړۍ نړیوالې جګړې مخکې، تر لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته او د هند تر خپلواکۍ وروسته، په هند کې د انجینري په برخه کې کاروبار درلود.

ما وویل چې زه په کالیفورنیا کې لوی شوی یم او زما پلار د کالیفورنیا په لاس انجلس پوهنتون کې تدریس کاوه. موږ د بهرنیو خدمتونو افسرانو او امریکایی ډیپلوماټانو لپاره یو روزنيز پروګرام جوړ کړ. د دې پروګرام له مخې، بايد دوی په پوهنتون کې یو کال تېر کړی وای. زموږ کور ډېر وخت داسې ځای و چې د بېلا بېلو هېوادونو ډیپلوماتان به تلل او راتلل. دې اړیکو په یقین سره زما پر ژوند اغېز وکړ. له همدې امله نشم وپلای چې زما روزنه د يوه عادي امریکایي روزنه وه.

رویش: ښه، په هرصورت، دوی عادي امریکایی والدین وو، خو پراخې اړیکې او لوړې زده کړې يې درلودې او کېدای شي د دوی د روزنې لارو چارو پرهغو طریقو هم اغېز کړی وي چې وروسته تاسو د خپلو ماشومانو په روزنه کې و کارولې. په دې اړه ستاسې نظر څه دی؟ کولای شئ په دې اړه خبرې وکړئ؟

سفیر نیومن: زما پلار دوه ځله په فرانسه کې د مېلمه استاد په توګه تدریس کړی. یو ځل چې زه ماشوم وم په پاریس کې موږ له هغه سره یو کال په بوردو او اسټراسبورګ کې ژوند کاوه. څو اوړي زما پلار کاري او تدریسي سفرونه درلودل او زه به ورسره وم. زه د دې سفرونو په جریان کې را لوی شوم. سفر زما د ودې د پروسې برخه و.

رویش: ستا پلار په افغانستان کې د امریکا د سفیر په توګه دنده ترسره کړه. پر دې مقام د هغه د ټاکل کېدو کیسه څه وه او څه لامل شول چې د امریکا دولت هغه په افغانستان کې سفير وټاکي؟

سفیر نیومن: دا د پوښتنې وړ ده، زه پخپله په دې اړه ډېر زیات نه پوهېږم. هغه مسلکي ډیپلومات نه و. هغه کولای شوای چې یو مسلکی ډیپلومات شي، خو په هغو ورځو کې، د متحده ایالاتو له ډیپلوماتيک سیستم سره د یو ځای کېدو لپاره جدي محدودیتونو موجود و او هیچا ورته په اساني سره ورته لاره نشوه موندلای. زما پلار د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د امریکا تابعیت ترلاسه کړ. له همدې امله ډیپلوماتیک سیسټم ته ننوت. هغه جمهوري غوښتونکی و، خو د نړیوالې جګړې پلوی نه و. هغه سره له دې چې جمهوري غوښتونکی و، خو د ولسمشر جانسن لپاره يې کمپاین وکړ، چې ولسمشرۍ ته د ډیموکراټ ګوند نوماند و. ولسمشر جانسن هغه په افغانستان کې د متحده ایالاتو سفیر وټاکه. زه نه پوهېږم چې د هغه وخت ولسمشر ولې زما پلار د افغانستان سفير کړ.

زما پلار د منځني ختیځ هېوادونو لکه سعودي عربستان، اردن او اسراییلو ته ډېر سفرونه کړي وو، خو افغانستان ته نه و تللی. په هر صورت، هغه په ​​افغانستان کې د امریکا سفیر وګومارل شو. تر جانسن وروسته، ولسمشر ریچارډ نیکسون، چې جمهوري غوښتونکی و، واک ته ورسېد. هغه زما پلار په افغانستان کې په خپل مقام کې وساته. زه فکر کوم چې زما پلار خپل ماموريت ښه ترسره کړی و؛ ځکه چې بل جمهوري غوښتونکي ولسمشر جرالډ فورډ هغه په ​​مراکش کې د امریکا سفیر وګوماره. دا چې زما پلار جمهوري غوښتونکی و، د دیموکراټ جیمي کارټر د ولسمشری په کلونو کې له حکومتي سیستم څخه بهر پاتې شو، خو جمهوري غوښتونکي ولسمشر رونالډ ریګن هغه په ​​سعودي عربستان کې د امریکا سفیر وګوماره. له همدې امله زما پلار د هغه د سیاسي وفاداري له امله سفیر وګومارل  شو. هغه د څلورو ولسمشرانو، یوه ډیموکرات او دريو جمهوري غوښتونکو، په دورو کې په دریو ډیپلوماتیکو پوستونو کې دنده ترسره کړه.

رویش: ایا په یاد مو دې چې په هغه وخت کې په ځینو هیوادونو کې د سفيرانو په ګومالو کې اوسني پروسيجرونه عملي کېدل، که يې نورې ساده لارې وې؟

سفیر نیومن: کړنلاره دا وه چې تاسو باید د سنا له خوا تایید شوي وای. د تعقیبولو پروسه هم همداسې وه، خو هغه مهال د سفیر د ټاکلو پروسه ډېره ارامه او له سیاسي جنجالونو خلاصه پر مخ تله. په اوس وخت کې، د ډېرو سفیرانو د تایید پروسه له ځنډه ډکه وي او پر حکومت د فشار اچولو لپاره د منظوري پروسه ځنډول کېږي. دوی د دې په بدل کې له دولته داسې څه غواړي چې پخپله له نوماند سفیر یا هغه هېواد سره چې پکې ګومارل کېږي هیڅ تړاو نه لري. په هغه وخت کې سیاسي جنجالونه تر دې حده نه وو.

رویش: ستا پلار د افغانستان په مطالعاتو کې یوه معتبره سرچینه شو. هغه په ​​افغانستان کې د خپل خدمت په موده کې څه ډول د دې هېواد له مطالعې او څېړنې سره لېوالتيا پيدا کړه او په دې اړه يې کتابونه او مقالې وليکلې؟

سفیر نیومن: هغه یو سکالر او د سیاسي علومو استاد و. هغه شپږ نیم کاله په افغانستان کې پاتې شو او ډېره تجربه یې ترلاسه کړه. په همدې خاطر يې د افغانستان په مطالعاتو او څېړنه لاس پورې کړ. زما پلار له ډیپلوماتیکو خدمتونو څخه تر تقاعد وروسته بیا هم د افغانستان په مسالو کې ښکېل وو، ځکه روسانو پر افغانستان یرغل کړی و. په هغه وخت کې د امريکایانو او روسانو ترمنځ د خبرو اترو لپاره یو غیر رسمي چینل فعال و. په دغو خبرو اترو کې یوه هم د افغانستان موضوع وه، چې په اړه یې بحث کېده. زما پلار څو کاله په دغو خبرو اترو کې برخه درلوده. زما پلار د افغانستان اړوند غونډو ته هم وربلل کېده.

رویش: ایا په افغانستان کې د روسانو د يرغل پر مهال ستا پلار د افغانستان په اړه کومه ځانګړې څېړنه کړې وه؟

سفیر نیومن: نه، هغه په ​​​​هغه وخت کې يې ځانګړې څېړنه نه وه کړې، خو هغه ډېر خلک پېژندل او له وضعیته خبر و.

رویش: هغه هم ستاسو په څېر د افغانستان بېلابېلو سیمو ته سفر کړی و؟

سفیر نیومن: هو. زما پلار په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال دهغه هېواد ګوټ ګوټ ته سفر کړی و. په هغه وخت کې په افغانستان کې ارامي وه. جګړه او هیڅ امنیتي ستونزې نه وې. زه د هغه او زما د مور عکسونه لرم چې په هلمند کې یې اخیستې دي. یو ځل چې ما په کابل کې له فولبرایټ بورسیو د راستنو شويو محصلانو هرکلی کاوه، یوې افغانې ښځې ماته د خپلې مور او زما د مور انځور راوړ چې زما په اند په ۱۹۶۸ کال کې په کندز کې اخیستل شوی و. یو ځل مې د خپل ماموریت په ترڅ کې نورستان ته سفر وکړ او له یوه ځايي چارواکي سره مې د خبرو پر مهال ولیدل چې پلار مې د امریکا وروستی سفیر و چې تر ما مخکې دې ولایت ته تللی و. پلار مې د افغانستان ګوټ ګوټ ته سفرونه کړي وو.

رویش: تاسو د افغانستان بېلابېلو سیمو ته د خپلو سفرونو په اړه، هغه وخت چې یو ځوان او پلټونکی امریکایيي وئ، خبرې وکړې. د هغه وخت افغانستان، بيا د هغه افغانستان چې تاسو وروسته د سفیر په توګه ولید او د اوسني افغانستان  ترمنځ څه توپیرونه وینئ؟

سفیر نیومن: تر ټولو مهم  توپیر دا دی چې هغه وخت سوله وه او د جګړې یا ناامني نښه نه تر سترګو کېده. موږ د امنیت په اړه له اندېښنې پرته ټول افغانستان ته سفر کاوه او یوازې ځینې ملاحظات مو په پام کې نیول چې له ستونزو سره مخ نشو. مثلاً ، دا ښه نه وه چې په ځینو ځایونو کې د سړک پر غاړه کمپ جوړ شي؛ موږ هم دا کار نه کاو، خو هېواد بشپړ خوندي و او موږ هرې څنډې ته سفر کولای شوای. ما او زما مېرمنې بې له کومې اندېښنې یو موټر کرایه کاوه او له کندهاره تر کابله به مو موټر چلاوه. هیڅ امنیتي ګواښ نه و.

زما په یاد دي چې موږ د افغان پوځ له یوې ګزمې سره ولیدل. درې سرتېري وو او یوازې یو ټوپک یې درلود. سوله او امنیت تر ټولو مهم توپیر وو. هېره دې نه وي، کله چې زه هلته وم، افغانستان د پرمختګ په لومړۍ لسیزه کې و. تر دې وړاندې هلته د پام وړ اقتصادي وده او پرمختګ نه و شوی. ځینې ​​بیا په پنخوسمو او شپېتمو کلونو کې د افغانستان د اقتصادي ودې په اړه مبالغه کوي. په هغو کلونو کې ډېره وده نه وه شوې، خو په افغانستان کې د پرمختګ څرک لګیدلی و او دا کار د خوښۍ او هیجان لامل شوی و.

رویش: په هغه وخت کې مو د وخت له پاچا ظاهر شاه سره ليدلي و؟

سفیر نیومن: په هغه وخت کې مې له هغه سره و نه لیدل. وروسته، کله چې زه په افغانستان کې د امریکا سفیر شوم، له ظاهرشاه او سردار عبدالولي سره مې شخصي ولیدل او خبرې اترې مې ورسره وکړې. زما ورور او سردار عبدالولي سره ملګري وو. زما کشر ورور په افغانستان کې زما د پلار د ماموریت پر مهال په کابل کې د لېسې زده کوونکی و. ده او سردار عبدالولي به شعرونه سره ویل او یو بل ته به یې خپل شعرونه زمزمه کول.

رویش: ایا تا له خپل پلار څخه د ظاهر شاه په اړه ځانګړې څه اورېدلي و؟ ايا هغه کله ظاهر شاه په ايران او د منځني ختيځ او افريقا کې د هغه له ځينو سیالانو سره پرتله کاوه؟

سفیر نیومن: هغه له ما سره د پاچا په اړه خبرې کړې وې، مګر دا چې وخت ډېر تېر شوی دی، را ته يادې نه دي. همدارنګه ما د خپل پلار ځینې راپورونه، چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ته لیکل شوي وو، ولوستل چې په لومړي سر کې محرم وو، مګر اوس په عام ډول د لاسرسي وړ دي. په وروستیو دوو کلونو کې چې زما پلار په افغانستان کې وو (۱۹۷۵-۱۹۷۶) هلته لوږه او قحطي راغلې وه. هغه احساس وکړ چې حکومت له بحران سره د مبارزې په برخه کې بې کفایته دی او دا کار په عمومي ډول د ناخوښۍ لامل شوی دی چې د ستونزو په حل کې د حکومت د کمزورې سابقي له امله د لویو ستونزو د رامنځته کېدو امکان شته.

رویش: د ظاهر شاه د شخصیت یو اړخ، لکه څنګه چې په افغانستان کې د هغه په ​​اړه خبرې کېږي، د هغه مهرباني او نرم زړه دی. هغه ډېر کوچنی و چې پلار يې ترور شو. هغه تر څلورو لسیزو زیات پر هېواد واکمني وکړه. هغه داسې سړی و چې د انتقام احساس یې نه درلود. هغه ډېره هڅه کوله چې ارام وي. ویل کېږي چې کله یې د داوود خان په زندان کې د میوندوال د مړینې خبر واورېد، ويې ویل: «ما څلوېښت کاله هڅه وکړه چې له افغانستانه د وینې تویولو خاطره پاکه کړم، خو اوس بیا دا کار کېږي.» د هغه په اړه ستاسو برداشت څه دی؟ ستاسو په نظر ظاهر شاه یو يو سوله خوښی سړی و؟

سفیر نیومن: په یاد مو وي چې ما هغه ​​شخصي نه پېژانده او نه مې ورسره لیدلي و؛ نو د هغه په ​​اړه زما برداشت سطحي دی. زه ظاهرشاه ډیموکرات نه ګڼم، خو هغه یو شریف سړی و. هغه په یقین سره د تاوتریخوالي ملاتړی نه و. که څه هم په هغه وخت کې ځپل روان وو، خو داسې برېښېده چې هغه هڅه کوله چې ځان ارام وساتي.

د ۱۹۶۵ کال د اساسي قانون جوړول او د لومړي وزیر د مقام رامنځته کول د خلکو د نظر او ملاتړ د جلبولو لپاره د هغه یوه هڅه وه. په سیاسي لحاظ دا يو هوښيارانه اقدام و، ځکه په هغه وخت کې په پارلمان او لومړې وزیر باندې زیات فشار راوړل کېده. پادشاه به لومړی وزیر وټاکه، کله به یې چې ولیدل چې خلک ډېر ناخوښه دي، لومړی وزیر به یې بدل کړ. دا کار د دې لامل کېده چې په ​​خپل ځان باندې فشار کم کړي. هغه د عامه افکارو د فشارونو او د خلکو د ناخوښي پر وړاندې په همدې کچه غبرګون ښود او تر یوه حده یې ځان خلکو ته مسوول څرګنداوه. زه د هغې دورې څېړونکی نه یم او فکر نه کوم چې زما نظر د ظاهر شاه د دورې په اړه د کره قضاوت لپاره د اعتبار وړ وي.

رویش: تاسو د افغانستان د بېلابېلو واکمنان لکه ظاهر شاه، داوود خان، تره کي، امین، کارمل، ډاکټر نجیب، برهان الدین رباني، ملا عمر، کرزی، اشرف غني او اوس ملا هبت الله څېړلي دي. کله چې تاسو هغوی سره پرتله کوئ، څه ورته والي او توپیرونه سره لري؟ ایا تاسو د پام وړ توپیر پکې وينئ چې لږترلږه یو یا ځینې یې له نورو څخه توپیر ولري؟

سفیر نیومن: د دې پوښتنې ځواب ساده نه دی او کلونه مطالعې ته اړتیا لري. د دې ټولو مشرانو تر منځ یو ورته والی دا دی چې دوی په اسانۍ سره واک شریکولو ته حاضر نه وو. دوی یوازې د ځان لپاره واک غوښت او ان له خپلو متحدینو سره یې د شریکولو په هڅه کې نه وو. دې تمایل په دولت کې د سیاسي یووالي او داخلي همغږي مخه نیوله. که صادقانه ووایو، د طالبانو یو قوت دا دی چې دوی خپله داخلي همغږي ساتلې ده.

طالبان له امریکا سره د جګړې او تېرو جګړو پر مهال متحد پاتې شول. وګورئ چې د نجونو د زده کړو د منع کولو په اړه د طالبانو ځینې مشران د خپل مشر له پرېکړې سره موافق نه وو، خو دا اختلاف د دوی د وېشلو لامل نشو. د شوروي ضد مجاهدینو سیاسي سازمانونه، د طالبانو برعکس، ووېشل شول او بې اتفاقه شول. د ګلبدین حکمتیار اسلامي ګوند ووېشل شو. جمعيت اسلامي په څو ډلو ووېشل شو. له شوروي سره د جګړې پر مهال هزاره ګان په یوه ګوند کې نه، بلکې په اوو ګوندونو کې تنظیم شوي وو. کرزي زده کړل چې سیاسي لوبه وکړي، په جوړجاړې لاس پورې کړي چې ځان په واک کې وساتي، خو اشرف غني لوبه زده نه کړه او هڅه یې وکړه چې واک متمرکز کړي. له همدې امله یې ماتې وخوړه.

رویش: د افغانستان دوه وروستي ولسمشران، حامد کرزی او اشرف غني هغه خلک وو چې تاسې يې دقیق پېژنئ، تاسو ورسره رسمي او غیر رسمي ناستې او خبرې اترې کړې دي. تاسو هم د هغه وخت شاهد یاست چې دوی په امریکا پورې تړلي وو. دوی دواړه څنګه سره پرتله کوئ؟ یو یې په بنسټیز ډول دودیز مشر ګڼل کېږي او بل یې په اصطلاح عصري سړی ګڼل کېږي چې د ناکام دولت د جوړولو فکر يې کاوه. تاسو دا دوه کسان د فکر او شخصیت له پلوه څنګه پرتله کوئ؟

سفیر نیومن: زه اوس هم له ښاغلي کرزي سره په اړیکه کې یم. له هغه سره مینه لرم. په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال ما له هغه سره ډېر بحثونه کول. هغه خپل نظر درلود او ما خپل دلیلونه درلودل؛ مګر موږ په ارامۍ سره یوځای کار کاوه او ښې کاري اړیکې مو سره درلودې. حامد کرزی یو ماهر سیاستوال دی. هغه له خلکو سره د چلند خورا ښه مهارت درلود او هغوی یې قانع کول. ما هغه د هغه په ​​لومړي انتخابي حکومت کې ولید او له هماغه وخته ورسره پېژنم. د هغه د انتخابي حکومت پر دويمه دوره هم انتقادونه شته. ځینې ​​​​هغه کارونه چې هغه په ​​​​دویمه دوره کې وکړل ممکن سم وي، مګر د هغه د دويمې دورې ټولې پرېکړې د دفاع وړ نه برېښي.

ښاغلی کرزی بنسټپال نه و. زما په یاد دي چې یو ځل مې له هغه سره په دې اړه خبرې وکړې. هغه وویل: «ښاغلی سفیر، یوه ورځ ممکن موږ اغېزمن بنسټونه ولرو، خو نن زه یوازې بانفوذه خلک لرم.» په ډېر احتمال سره هغه سم ویل. هغه څه چې په ولایتونو کې تېرېدل هغه په ​​احتیاط او دقت څارل. هغه د کمېسیونونو او دولتي ارګانونو تر راپورونو د هغو کسانو پر خبرو ډېر باور درلود چې له نږدې یې پېژندل. په همدې خاطر یې په حکومت کې د ګومارلو او ګوښه کولو پروسه جدي نه ګڼله.

ويلاى شو چې حامد کرزى په ذاتي یا غریزي لحاظ يو سنتي شخص و، خو يوه استثنا دا وه چې هغه د نظامي ځواکونوله جوړولو او پياوړتيا سره هېڅ لیوالتیا نه درلوده. فکر کوم هغه دا بنسټونه د بهرنیانو له خوا جوړ شوي ګڼل او فکر یې کاوه چې د افغانستان د نظامي بنسټونو واک له بهرنيانو سره دی. ما د هغه پر دې لیدلوري ډېر نقد و نه کړ؛ ځکه چې زما په فکر د ده دا نظر تر یو ځایه پورې عادلانه و. هغه د پوځ ملکیت په غاړه وانخیست. حامد کرزی د زده کړو له پراختيا او د ښځو د حقونو له تامین لېوالتيا درلوده، خو د بنسټونو د پیاوړتیا په اړه یې لږ فکر کاوه.

کله چې اشرف غني ولسمشری ته ورسېد، هغه یو لویدیځ لوستی تکنوکرات و. هغه دا نشوه منلای چې واک نورو ته وسپاري. هغه یو مفکر و چې تل یې د هر څه په اړه يې خپل نظر درلود. هغه له پراخ سیاسي ملاتړ سره ولسمشر شو، خو د ۱۳۹۳ کال ټاکنې یوه ترخه تجربه وه او عبدالله عبدالله احساس کاوه چې درغلۍ شوې دي. حقیقت دا دی چې دواړو خواوو درغلۍ کړې وي، خو پوښتنه دا وه چې چا په لویه کچه درغلي کړې وه. په هر حال، د واک شریکولو لپاره سیاسي معامله وشوه. زه په هغه وخت کې سفیر نه وم، خو په هغه وخت کې افغانستان ته زما په یوه سفر کې يو څه چې ما له خلکو سره په خبرو کې تجربه کړدا و چې د ټاکنو له امله د رامنځته شوي سیاسي کړکېچ پای ته رسېدو او سیاسي هوکړې خلکو ته د ارامي عمومي احساس ورکړی و.

خو هغه څه چې زه تر ټولو ډېر خواشینی کولم، دا و چې ښاغلي غني هیڅکله له عبدالله سره سیاسي هوکړه جدي و نه ګڼله او تل یې هڅه کوله  ټول واک په خپل لاس کې واخلي. له ښاغلي عبدالله سره یې د ګډ حکومت د جوړولو سیاسي هوکړه لاسلیک کړې وه. غني باید له عبدالله سره کار او وړتیاوې وېشلې وای او د ګډ کار پر میکانیزم ورسره هوکړې ته رسیدلی وای، خو هغه داسې و نه کړل او ټوله دوره یې له عبدالله سره په سیاسي شخړو کې تېره کړه. د کابینې د معرفي کولو او د حکومت جوړولو کار ډېر وخت ونیو او په بې پایه بحث بدل شو.

ښاغلی غني عجیب سړی و. کله چې د مالیې وزیر و، د مالیې وزارت د ادارې د پیاوړتیا لپاره یې ډېر کارونه وکړل، خو د ولسمشر په توګه یې د موازي جوړښتونو او کمېسیونونو په جوړولو سره خپل وزیران بې واکه کړل او په خپلو کړنو سره یې داسې حالت رامنځته کړ چې هیڅ اداره پیاوړې نشوه. د هغه دا چلند د خپګان او افسوس وړ و. تاسو په کابل کې ژوند کاوه او زه به په کال کې یو یا دوه ځله هلته درتلم. تاسو به خپل نظر لرئ او تاسو به یقیناً زما له ټولو نظرونو سره موافق نه یاست.

رویش: د بن په کنفرانس کې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره مرسته وکړه چې د خپل تاریخ نوی پړاو پیل کړي. هغه مهال دوی وویل چې نوی افغانستان، نوی تاریخ او يو نوی نسل به جوړېږي. افغانستان ته نوې لار پرانیستل شوه. افغانستان په خپل معاصر تاریخ کې په لومړي ځل د واک د مسالې د حل لپاره له ډیموکراټیکو لارو چارو سره اشنا شو، خو ویل کېږي چې د زلمي خلیلزاد په ګډون یو شمېر ډیپلوماتانو د افغانستان دغه نوې دوره د توکمیز سیاست پر بنسټ را پورته کړه.

دا توکمیز سیاست، له توکمیز وېش او د توکمیز استازیتوب له ادعا او له هغو له را ټوکېدول ستونزو سره مل و. دا ډول توکمیز سیاست په افغانستان کې د ډیموکراسۍ او مدني ودې د ناکامۍ یو اصلي لامل و. ستاسو تاثر او برداشت څه دی؟ ایا توکمیز سیاست اوس هم یوه لویه مساله ده؟ ايا دا یوه داسې موضوع ده چې نوی نسل باید ورته د یوې ننګونې په سترګه وګوري، که ستاسو په نظر دا موضوع د افغانستان له ماضي سره تړاو لري؟

سفیر نیومن: تاسو سختې پوښتنې وکړې. اړینه ده چې د بن د غونډې په اړه یوه ټکې ته پام وکړو. امریکا د القاعده د له منځه وړلو او د طالبانو د راپرځولو په خاطر پر افغانستان برید وکړ؛ ځکه طالبان د القاعدې ډال وو. امریکایان افغانستان ته د دولت د جوړولو او ډیموکراسۍ د جوړولو لپاره نه وو تللي. کله چې طالبان رانسکور شول، د امریکا او نړیوالې ټولنې اصلي مساله له افغانستانه باعزته وتل وو.

د بن غونډه د یوې سیاسي لار نقشې د جوړولو لپاره جوړه شوې وه، خو د دې غونډې پایله له دې واقعیت سره چې په افغانستان کې کوم کسان د واک څښتنان وو، تړاو درلود. له همدې امله، زما په اند دا سمه ده چې ووایو چې په بن کې ډېر بحثونه د توکمونو د استازو ترمنځ د واک په وېش پای ته ورسېدل. تاسو پر دې باندې نیوکه کولای شئ او دا نيوکه په بشپړ ډول عادلانه ده، خو د نیوکې ترڅنګ باید ووایو چې بدیل یې څه وو؟ تاسو ستاسو په اند امریکایانو او نورو بهرنيانو په افغانستان کې د قدرت له موجود جوړښت څخه پرته په بشپړ ډول د يو بل متفاوت سیستم د جوړولو لپاره څه کار کولای شو؟

رویش: بښنه غواړم چې خبره مو پرې کوم. دا پوښتنه بايد له هغو کسانو مطرح شي چې د افغانستان له ادرس څخه يې د بن په غونډه کې ګډون کړی و. کله چې نړیوالې ټولنې په هر‎دلیل پر افغانستان برید وکړ، د دغه هېواد په تاریخ کې یو نوی فصل پرانيستل شو. موږ دوه انتخابونه درلودل؛ یا مو باید واک د قومي سیاست پر بنسټ ویشلی وای او یا مو باید د تابعیت سیاست غوره کړی وای. قومي ټولنې او توکمیز استازیتوب د یو حقیقت په توګه موجود دي او تاسو یې له پامه نشئ غورځولای. په هرصورت، د واک لپاره باید یو اساس وي؛ تر توکم، توکمیزو ټولنو یا توکمیزو نمایندګیو غوره دا ده چې خلک د تابعیت پر اصولو ډېر تمرکز وکړي.

د بن په کنفرانس کې د زلمی خلیلزاد په څېر معماران وو چې په افغانستان کې یې د قدرت پر دودیز جوړښت ډېر تمرکز وکړ او د قومونو د وېش پر بنسټ یې واک ووېشه. نوی فصل له هماغه پيله منحرف شو؛ نو ځکه امریکایان او نړیواله ټولنه نشو ملامتولای، ځکه دوی په افغانستان کې د تسهیل کوونکو، ملاتړو او ساتونکو په توګه حضور درلود. افغان واکمنانو هغه څه کولای شول چې جرمنيانو او جاپانیانو له دویمې نړیوالې جګړې وروسته وکړل. د بن په کنفرانس کې د دغو هېوادونو او افغانستان تر منځ ډېر ورته والی موجود و.

سفیر نیومن: دا هغه پوښتنه ده چې یوازې افغانان یې ځوابولای شي. زه غواړم یوه خبره وکړم او هغه دا چې ما په افغانستان کې د سفیر په توګه، په تېره بیا په  ۲۰۰۵-۲۰۰۶ کلونو کې ولیدل چې ځینې توکمیز دېوالونه او پولې د له منځه تللو په حال کې وو. په هغو کلونو کې هغو خلکو چې مخکې يې له یو بل سره جګړه کوله، یو له بل سره سیاسي جوړجاړی کاوه. د پارلمان هغه غړي چې د مجاهدينو په دوره کې يې له يو بل سره سخت مخالفت او جګړې کولې، په دې کلونو کې سره همکاران وو او په پارلمان کې د یو بل تر څنګ کېناستل. د ۲۰۰۵ کال کې له لومړیو پارلماني ټاکنو زما خاطره دا ده چې څو تنو پیاوړيو قوماندانانو چندان ښه کارونه نه کول. مګر زه فکر کوم د هغه وخت د پېښو لامل دوه شیان وو؛ لومړی، د امنیت خرابېدل. کله چې امنیت خراب شو؛ نو د توکم پالنې شدت یې زیات کړ ځکه ځينو خلکو احساس کاوه چې د دوی توکم په خوندي ځای کې دی.

بل لامل یې دا و چې فساد ورځ تر بلې پراخ شو. فساد د دې لامل شو چې سیاسي مشران قومي شخړې لاپسې زیاتې کړي. زه فکر کوم چې ټاکنیز نظام سم نه و غوره شوی چې د توکمپالنې مخه ونیسي، خو دا حکم کول چې ایا یوه اغېزمن ټاکنیز سیستم بدلون رامنځته کولای شو که نه، ډېر ستونزمن دی. په افغانستان کې د يو ډېر کمزوري ولسمشر په رهبري يو ډېر متمرکز حکومت جوړ شو. ښاغلي کرزي د اساسي قانون له مخې ډېر واک درلود، خو د کنټرول وسیله یې په اختیار کې نه وه. د بیلګې په توګه، هغه ډېرې پیسې او یو خپلواک سیاسي جوړښت نه درلود چې یوازې هغه یې څښتن وي؛ نو د دې لپاره چې هغه د نورو پیاوړو خلکو په منځ کې چلېدلی وای، لاره يې دا وه چې هغوی ته يې امتیازات او مقامونه ورکړي وای او پرېيښي يې وای چې فساد ته يې دوام ورکړی وای. هغه بل هیڅ غوره انتخاب نه درلود؛ ځکه چې موږ په هغه دوره کې له هغه سره هیڅ مرسته و نه کړه.

رویش: په «یوه بله جګړه: په افغانستان کې ګټل او بایلل» کتاب کې تاسو زما د پوهې او تاثر پر بنسټ، پنځه مهم ټکي ياد کړي دي چې په هغو کې د پوځي پرسونل کمښت، په متحده ایالاتو کې د یوې همغږې ستراتېژي نشتوالی، د افغانستان پر حکومت باندې د فساد د اغېزو او د پاکستان د رول تر څنګ د افغانستان پر تاریخ د پوهېدو پر اهمیت مو رڼا اچولې ده، خو په عموم کې زما په اند ستاسو کتاب هم د افغانستان په اړه یو ډول خوشبیني څرګندوي. که تاسو ځينې د ا مسالې روښانه کړئ، دا پېچلې موضوع نه ده او له دې وضعيت څخه د خلاصون لپاره د حل لارې پکې موندلای شو. ایا د طالبانو په لاس د افغانستان تر سقوط وروسته هم هماغه خوشبیني لرئ؟

سفیر نیومن: په خواشینۍ سره باید ووایم چې په لنډه مهال کې خوشبین نه یم. په اوږد مهال کې هیڅ نه پوهېږم. افغانستان د خپلو عجایبو له کبله مشهور دی او پېښه هله کېږي چې تاسو یې اټکل نه کوئ. په لنډ مهال کې داسې برېښيدل چې طالبانو د ښځو په اړه خپله سنتي کړنلاره، چې دوی یې اسلامي ګڼي، پرېښي ده، خو داسې ونشول. په اسلامي نړۍ کې بل هیڅ هېواد د ښځو په اړه د طالبانو له کړنو سره موافق نه دی. دوی د بهرنیو خبرو ته غوږ نه نیسي. زه فکر نه کوم چې نړیواله ټولنه یا امریکایان دې په افغانستان کې د بدلون راوستلو سیاسي وزن ولري.

زه فکر کوم چې په راتلونکي کې به په افغانستان کې دننه پر طالبانو فشارونه ډېر شي، ځکه چې خلک له خپله ژونده، په دې طریقه چې اوس روان دی، خوښ نه دي. زه نه پوهېږم چې دا بدلون به کله او څنګه پېښ شي. اوس زه فکر کوم چې امریکا هر کار چې کولای شي ترسره کوي یې چې په افغانستان کې اړمنو خلکو ته بشري مرستې ورسېږي او پر طالبانو په دې هیله اوسنی فشار وساتي چې دوی به د ښځو حقونو ته درناوی وکړي او د یو ټول شموله حکومت پر جوړولو به موافقه وکړي. زه فکر نه کوم چې امریکا به دا ځواک لري د ښځو د حقونو او ټول شموله حکومت رامنځته کړي. ځينې خلک وايي چې بايد يو نوی «تړون» او نوې هوکړه وشي او که هر څنګه کېږي متحده ایالات باید دا کار وکړي. دا جادویی تفکر دی. موږ د زرګونو عسکرو او ملیونونو ډالرو په مرسته دا کار و نشو کړای.

رویش: د یوه مدني روزونکي په توګه زما په اند وضعیت بدل شوی دی. زه له خپلو زده کونکو سره په اړیکه کې يم. زه له دوی سره خبرې کوم. ځینې ​​ټکي زما روحیه لوړوي او د افغانستان په اړه مې خوشبین کوي. يو دا چې د هېواد له پېچلي جوړښت سره سره له قومي او محلي ستونزو او له ډېرو تعصبونو، فساد او استبداد سره سره په افغانستان کې د بېلتون غږ نه دی اورېدل شوی. ان د کورنۍ جګړې یا طالبانو په وخت کې هیڅ قومي یا سیاسي ډلې د بیلتون غږ پورته نه کړ. په پاکستان، ایران، ترکیه، سوریه او عراق کې بېلتون غوښتنه شته. د بېلتون غوښتونکو خوځښتونه شته. دویم دا چې د «افغانانو د پټو ځانګړتیاوو» په نوم یو څه شته؛ په دې مانا چې افغانان په اسانۍ سره خپل ځینې مسایل یا اختلافونه هېروي یا يې له پامه غورځوي او حل کوي يې. تاسو د قومونو او ټولنو ترمنځ په اړیکو کې ډېر وخت دا لیدلای شئ. دوی په چټکۍ سره یوځای کېږي او ملګري کېږي. د سیاسي مشرانو تر منځ په اسانۍ سره د هزاره- پښتون، هزاره – تاجک او تاجک – پښتون په بڼه ايتلافونه جوړېږي. دا د افغانانو یوه ځانګړنه ده. بل ټکی دا دی چې ټول له جګړې ستړي دي.

په تېرو څلوېښتو کلونو کې ډېرو افغانانو د جګړې تجربه کړې او ځينې په عدم تشدد باوري شوي دي. دا هم ګټور دی. څلورم ټکی چې د افغانستان په اړه خورا مهم دی دا دی چې د ډیموکراسي، بشر حقونو او د مدني ژوند د معیارونو پر وړاندې کوم سیستماتيک او پېچلي خنډونه نشته. موږ په ایران، د منځني ختیځ په هېوادونو، پاکستان او عراق کې دا ډول سيستمونه لرو. موږ په افغانستان کې داسې ډلې لرو چې ډیموکراسي او د ژوند د مدني نورمونو پر وړاندی د مقاومت تمایل یا فکر يې په ذهن کې شته، خو دا یو سیستم نشي ګڼل کېدای، يعني نظام مند او سيستماتيک خنډونه نشته. بله برخه د افغانستان ځوان نسل دی، په تېره بیا هغه نسل چې په تېرو شلو کلونو کې یې وده کړې ده. دغه نسل د افغانستان تر ۷۵ سلنه ډېر نفوس جوړوي او له تېر سره يې هیڅ زړه نه دی تړلی. دوی له تېر څخه کړېدل، خو د افغانستان د نوي عصر محصول دي.

دا يو داسې ‎نسل دی چې د راتلونکي لپاره کار کوي او له نړیوالې ټولنې، په ځانګړې توګه د نړۍ په کچه له خپلو سیالانو سره اړیکې جوړوي. دا عوامل د مدني ښوونکي په توګه له ما سره مرسته کوي چې خپله خوشبیني له زده کونکو سره شریکه کړم. زه دوی ته وایم کله چې تاسو ستراتیژیک لید ولرئ او د یو سیاستوال په څېر په لنډمهال کې د یوه کار ترسره کولو ته مه بې صبره کېږئ، ممکنه ده هغسې چې غواړئ په هېواد کې د مثبت بدلون د راوستلو امکان ولرئ. دا د یوه مدني ښوونکي په توګه زما نظر دی چې په کابل کې مې یو ښوونځی اداره کاوه. د یو سیاستوال په توګه، به تاسو شخصاً له دې مسالو سره لاس او ګریوان یاست. زه ممکن په کافي اندازه خوشبينانه لیدلوری ولرم چې ممکن ځینې وختونه یو خیال وګڼل شي. تاسو د یوه رښتیني ډيپلومات په توګه چې په افغانستان کې مو ژوند کړی دی، ایا زما په خوشبیني کې شریک یاست، که تاسو د افغانستان د راتلونکي په اړه بدبینانه نظر لرئ؟

سفیر نیومن: ښه، موږ باید د وخت عنصر ته پام وکړو. زه منم چې تخلیقي او نوښتګر افغانان ډېر زیات دي. په تېرو شلو کلونو کې ډېرو خلکو زده کړل چې متفاوت فکر وکړي. دوی زده کړل چې عصري فکرونه ولري. په تېرو شلو کلونو کې ډېرو نارینه وو او ښځو عصري دولت و پېژاند او د هغه په اړه یې معلومات ترلاسه کړل. زه نشم ویلای چې زه خوشبین یم که بدبین. زه هیله لرم چې د مثبت بدلون تخم وکرل شي او وده وکړي او اغېز ولري. دا ستونزمنه ده چې هغو خلکو ته درس ورکړئ چې فکر کول یې ندي زده کړي. زه باور لرم چې تعلیم خورا مهم دی. د کمپیوټر او انټرنیټ پر مټ له لرې واټنه زده کړې په افغانستان کې له ډېرو ښځو او نارینه وو سره مرسته کولای شي چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. دا فوق االعاده مهمه ده. تاسو د ښه راتلونکي د جوړولو لپاره مسلکي او ماهرو کسانو ته اړتیا لرئ. طالبان به هم بدلونونه تجربه کړي، ځکه دوی اوس ناچاره دي چې د حکومت سیستم وچلوي.

نه پوهېږم چې تاسو لوستي دي که نه، د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په ویب‌پاڼه کې له ځینو ځوانو طالبانو سره جالبې مرکې خپرې شوې دي. دوی شکایت کاوه دا چې څرنگه دوی هره ورځ اته ساعته په دفتر کې وي. دوی ویلي دي چې دوی ناچاره دي چې انګلیسي او کمپیوټر زده کړي. نه پوهېږم د هغه چا په ذهن کې به څه تېرېږي چې له جهاد څخه راغلی دی او د انګلیسي او کمپیوټر زده کړې کوي. له دې ليدلوري چې وګورم؛ نو زه بدبینه نه یم، مګر زه فکر نه کوم چې بدلون به اسانه یا چټک وي.

رویش: زه فکر کوم چې موږ په افغانستان کې د یو مهم بدلون په حال کې یو. یوه پخوانۍ دودیزه ټولنه چې خورا محدود جوړښت لري، د ژوند له عصري نورمونو سره مخ شوې ده. دا د پام وړ بدلون دی.

سفیر نیومن: دا یوه لرغونې تاریخي ستونزه ده. زه فکر کوم چې ابن خلدون په دې اړه لیکلي چې په ښارونو کې خلک څنګه نرمېږي. د هغه د لیکنې له مخې، سرشختي او وچ ذهنه خلک له صحرا څخه راووتل او واک یې واخیست او په ښارونو کې نرم شول. هغه په ​​څوارلسمه پېړۍ کې ژوند کاوه. اوس په طالبانو کې ډېر سخت دریځه کسان شته، مګر د دوی په فکر کې خلا شته. ډېر طالب مشران خپلې لوڼې ښوونځيو ته استوي. له همدې امله هغه څه چې دوی وايي او هغه څه چې دوی کوي، سره یو شان نه دي. توپیرونه او تشې شته. زه فکر نه کوم چې دوی به په چټکۍ سره کوم ځای ته ورسېږي. زه باور لرم چې دلته په تاریخي اساس یو دلیل شته چې ووایو هرڅه به لکه څنګه چې دي همداسې پاتې نشي.

رویش: زه فکر کوم چې افغانستان له نورو اړخونو هم ډېر متفاوت دی. افغانان نور د یوه هېواد په پولو کې محدود نه دي. اوس په میلیونونو افغانان د نړۍ د نورو هېوادونو په ګوټ ګوټ کې ژوند کوي. په بهر کې افغانان ډېر ډیموکرات، پرمختللي او سر خلاصي دي. دوی په افغانستان کې له خپلې کورنۍ، ملګرو او خپلوانو سره اړیکې لري. دوی افغانستان ته پیسې، فکرونه او هیلې لېږي. له همدې امله افغانستان اوس د نړۍ له نورو برخو سره په پراخه پیمانه په اړیکه کې دی. دا چاره پر طالبانو هم اغېز کوي. د غره طالب  له هغه طالب څخه توپیر لري چې په دفتر کې کښېني او له خلکو سره سروکار لري. دا هغه عامل دی چې د بدلون راوستلو ظرفيت لري. زه فکر کوم چې د نړیوالې ټولنې رول د پام وړ دی، ځکه افغانستان اوس هم یوه داسې پروژه ده چې له بشردوستانه اړخونو مطرح  کېدای شي. په همدې حال کې د افغانستان په اړه ډېر ناسم پوهاوی موجوده دی. ستاسو په نظر د افغانستان په اړه د امریکایانو اصلي ناسم پوهاوی څه دی؟

کوم ناسم پوهاوی د افغانستان، رسنیو او پوهنتونونو په اړه د متحده ایالاتو پر پالیسي جوړونکو اغېزه کولای شي؟

سفیر نیومن: اوسنۍ ناسم پوهاوی تر ډېره هماغه پخوانی ناسم پوهاوی دی چې په تېرو شلو کلونو کې هڅه شوې چې څو ساده جملو ته راټیټ شي. زما نه خوښېږي چې دا ووایم ځکه چې دا ما خپه کوي، خو د امریکا دولت د افغانستان په اړه فکر نه کوي. افغانستان د امریکا لپاره خپل اهمیت له لاسه ورکړی دی. زه څو میاشتې مخکې په تګزاس کې وم او هلته وینا مې کوله. د پوښتنو او ځوابونو په لړۍ کې له دوو سوو کسانو څخه یوه هم د افغانستان په اړه پوښتنه و نه کړه. ټولې پوښتنې د روسیې، اوکراین او چین په اړه وې. ښايي د افغانانو لپاره په دې موضوع پوهېدل ډېر ستونزمن وي چې هغوی ولې د دوی د ژوند مرکز افغانستان ته لېوال نه دي، خو د امریکا لپاره داسې نه ده. احتمال لري چې موږ به د هغې ګډوډي له امله چې په افغانستان کې مو پرېيښې ده، له ستونزو سره مخ شو.

رویش: د افغانستان ځوان نسل او د واک له حلقې څخه بهر سیاستوالو ته ستاسو مشوره څه ده؟ هغه سیاستوال چې لږ تر لږه د افغانستان پر وضعیت څه نا څه اغېز لري. د طالبانو په ګډون افغان ځوانانو او ځواکمنو ته به ستاسو توصیه څه وي؟

سفیر نیومن: دا امکان نه لري چې سیاستوال به هغه څه ترلاسه کړي چې هیڅکله یې نه درلودل. تر هغه چې دوی سره بېل وي، دوی به پر بهرنیو حکومتونو د پام وړ اغېز و نه لري. ما اورېدلي چې ظاهراً د سیاسي یووالي اعلامیې خپروي، مګر دا اعلامیې يو تظاهر دی. په پرېکړو کې یووالی نشته. دوی ممکن کمېسیون ولري، خو د سیاسي یووالي معنا دا ده چې که څوک کومه پرېکړه کوي، ټول متحدين يې باید له هغې پرېکړې سره موافقه وکړي. زه پر دې باور يم چې د تېر وخت ډېرو مشهورو سیاستوالو خپل نفوذ له لاسه ورکړی دی. زه د افغان ځوانانو له خوا هغوی ته هيڅ ډول درناوى نه وینم. تاسو وویل چې افغان ځوانانو ته څه مشوره لرم، زه په هغه موقف کې نه یم چې چا ته نصیحت وکړم.

زه وايم چې په افغانستان کې د لوستو کسانو په ګډون ډېر خلک نشي کولی په اسانۍ سره له دغه هېواده بهر شي. درېغه چې ډېر افغانان مو په متحده ایالاتو کې منلې وای، مګر موږ دا کار و نشو کړای؛ نو موږ باید هلته د دوی د ژوند ښه کولو يوه لاره پیدا کړو. زه نه پوهېږم چې دا خبره څنګه ممکنه ده. زه هیڅ توصیه نه لرم. زه پوهېږم چې شرایط همدا دي. زه د هغو خلکو په اړه یو څه ویلای شم چې دلته متحده ایالاتو ته را کډوال شوي دي او ډېر یې سختې او ستونزمني ورځې تېروي. اجازه راکړئ یو څو خبرې ورته وکړم. زه دوی ته وایم چې تاسو هیڅکله له افغانیته مه تېرېږئ، خو اوس بايد دلته په متحده ایالاتو کې خپل ژوند جوړ کړئ. دا هغه ستونزه ده چې ډېرې کډوالې ټولنې ورسره لاس او ګرېوان دي. هغه خلک چې امریکا ته راځي زده کړې یې کړې او ماهر دي. دوی غواړي د خپلو مهارتونو او زده کړو له مخې دنده ولري، مګر موندلای يې نشي.

دوی باید دا ومني. دوی باید دا ومني چې د امریکایی خوبونو یوه برخه تر لوړوالې د پورته تللو وړتیا ده.

همدارنګه، د امریکایی خوب یوه برخه دا ده چې ډېر خلک يې له لږ او وړوکي کار يا دندې څخه پیل کوي. ما د خپل پلار په اړه خبرې وکړې. هغه امریکا ته را کډوال شوی و. هغه په ​​یوه رستورانت کې لوښي ومینځل. دا کار له هغه سره مناسب نه و. تاسو د افغانانو له ټولنې سره زما په پرتله ډېر نږدې یاست. ما اورېدلي چې د متحده ايالاتو په ځینو برخو کې داسې دندې شته چې خلک نه غواړي هغو دندو ته لاړ شي. دا طبیعې ده. دوی غواړي چې له خپلې کورنۍ او ملګرو سره نږدې وي. دا پدې مانا ده چې دوی د واشنګټن ډي سي، سان فرانسسکو یا لاس انجلس په څېر ځایونو کې راټول شوي دي، خو په دغو سيمو کې دوی ښې دندې نشي پیدا کولای. دندو ته د تګ لپاره ډېر نور ځایونه شته. سخته ده، بخښنه غواړم، مګر دا هغه څه دي چې ډېرې کډوالې ټولنې ترې تېرېږي. کاش چې اسانه لارې موجودې وای، دا چې نورې اسانه لارې نشته، همدغو ته دوام ورکړئ.

رویش: د وروستۍ پوښتنې په توګه، تاسو د ۲۰۲۱ کال په جولای کې، د دولت تر سقوط یوازې یوه میاشت مخکې، ته افغانستان ته تللی وئ. له ښاغلي غني سره مو هم ولیدل. هغه د افغانستان وروستی ولسمشر و چې وتښتېد او اوس د یوه تښتیدلي ولسمشر په توګه په ډېرو کارونو تورن دی. ستاسو په اند په افغانستان کې داسې څه وو چې ښاغلي غني  پرې تکیه کړې وای، مقاومت يې کړی وای، په ارګ کې پاتې شوی وای، که د هغه وروستۍ لاره همدا تېښته وه؟

سفیر نیومن: دا یوه داسې پوښتنه ده چې تل پکې د بحث ځای شته. د دوحې تړون او له هغه وروسته د امریکا وتلو د افغان پوځ باور له منځه یووړ. ولسمشر غني په پوځ کې ډېر بدلونونه راوستل، چې د هغه د کمزورۍ لامل شول. ډېر خلک وايي، د واک د لېږد لپاره یو تړون شوی و چې طالبانو ورته درناوی کاوه، خو دا هوکړه ناکامه شوه، ځکه ښاغلی غني وتښتېد. ځينې نور بيا وايي چې که طالبانو دغه تړون ته غاړه ایښې وای؛ نو بيا يې هم نشوای کولای چې خپل جنګيالي کنترول کړي. هغوی د خپلو مشرانو د امر له په پام کې نیولو پرته پلازمینې ته ننوتل. زه هغه پوښتنې نشم ځوابولای. زه پوهېږم چې یو څو کارونه وو چې زما په ګډون ډېرو خلکو فکر کاوه چې کېدای شي ښاغلی غني يې وکړي، خو هغه و نه کړل.

کله چې ما هغه وروستی ځل ولید، ما ورته وویل چې ته هر څه نشې ساتلای، باید یو پلان ولرې چې څه شی پرېږدې او څه شی وساتې. ما ورته وویل چې تاسو باید یو واقعي پلان ولرئ. مسوولیت ومنئ او هغه پلان اعلان کړئ او دا پلان باید ستا خپل وي. ما ورته وویل چې که ته د دې پرېکړو مسوولیت پر غاړه نه اخلې، ستا جنرالان به یې مسوولیت پر غاړه وانخلي؛ ځکه چې وېره لري چې کله چې یو شی له لاسه لاړ شي، تاسو به دوی جزايي کړئ. تاسو کولای شئ ځینې شیان وساتئ. د دې کار د ترسره کولو لپاره باید پلان اعلان کړئ. هغه زما په ځواب کې وویل چې زه پلان لرم. زه نه پوهېږم چې هغه پلان درلود که نه، خو هیڅکله یې اعلان نه کړه. هغه د ناسمو څرګندونو پر ځای وضاحت ورکولای شوای. ځینې ​​توضیحات ممکن ستونزمن وي، خو هغه دا کار ترسره کولای شو.

د هغه بله خبره دا وه چې هغه بهر ته نه ځي او په ارګ کې به تر مرګه پاتې کېږي. ما هغه له ښاغلي کرزي سره پرتله کړ، چې تل یې ویلي وو چې افغانستان به نه پریږدي. زما په یاد دي چې ښاغلي کرزي ویلي وو چې نه غواړي زوی یې میرویس په پاکستان یا هند کې لوی شي. هغه غوښتل چې زوی یې په افغانستان کې لوی شي. هغه او ډاکټر عبدالله دواړه پاتې شول. زه د هېواد لپاره د دوی ژمنتيا ته درناوی کوم. ښاغلی غني وتښتېد. نه پوهېږم چې دا به ښه وو چې هغه پاتې شوی وی که نه. زه په دې اړه هیڅ نظر نه لرم.

شیشه میډیا: افغانانو او له افغانستان سره ښکېلو کسانو ته ستا وروستی پيغام!

سفیر نیومن: زه یو متقاعد ډیپلومات یم. په واک کې نه یم. زه نه غواړم چې خلک خپله هیله له لاسه ورکړي، مګر زه د کاذبو هیلو ورکولو ته زړه نازړه یم. زه پوهېږم چې د خلکو ژوند سخت شوی دی. نه پوهېږم چې له هغه پخوانې متل پرته چې وايي تر څو چې ژوند وي هیلې هم وي، کوم پیغام لرم کنه. مه تسلیمېږئ او له هر فرصت څخه ګټه پورته کړئ. زه د ډیاسپورا خلکو ته وایم ، خپل ژوند ته دوام ورکړئ. زه تاسو ته نه وایم چې له افغانستانه لاس واخلئ. تاسو د افغانستان په اړه فکر کوئ، سمه ده، خو خپل نوي ژوند ته دوام ورکړئ. نور د ژغورنې چتر ته هیله مه کوئ.

رویش: ښاغلی سفير له تاسو مننه. له شیشه میډیا سره په دې ځانګړې مرکه کې ستاسو له حضور نه خوښ یم.

سفیر نیومن: له تاسو هم مننه. ډېره په زړه پورې وه. که زما خبرو د چا احساسات زیانمن کړي وي، بښنه غواړم.

Share via
Copy link