Image

له شيشه میډیا سره د پروفیسور « محمد نظيف شهراني» مرکه

د « شيشه میډیا» درنو لیدونکو او اوریدونکو سلام!

د شيشه میډیا د پاډکسټ په دې برخه کې استاد شهراني راسره لرو. استاد شهراني وګړ پېژندونکی دی، غواړو نن ېې له تخصص څخه برخمن او ځانونه د نړۍ د جغرافيې د استوګنو او خلکو په توګه ښه وپېژنو او پوه شوو، چې څنګه د دغې نړۍ فعاله غړي کيدای شوو. پر دې به هم وغږیږو، چې څنګه د خپلو اړیکو او چال چلند عیبونه او نیمګړتیاوې اصلاح کړو او له خپلو تېرو نسلونو څخه متفاوت میراث تر شا پریږدو.

د ژوند پیل

شيشه میډیا: سلامونه استاد، ډېر ښه راغلئ. په پروګرام کې غواړو تاسې نه ډېر واورو، که را ته ووايئ، چې چېرته، په کوم کال او څنګه کورنۍ کې وزيږیدئ؟

نظيف شهراني: سلام، د ځان او عقل د خدای په نامه. تاسې او د شيشه میډیا لیدونکو ته سلامونه. زه د بدخشان په یوه ډېر کوچني کلي کې دې نړۍ ته راغلی یم. زموږ کلی هغه مهال کوچنی و، خو اوس لوی کلی دی او دا ښيي، چې زموږ ټولنې ډېر بدلون کړی، په ځانګړي ډول د نفوسو له پلوه ډېر زياتوالی پکې راغلی.

زموږ د کلي نوم شهران«خاش» و. شهران د قریې او خاش د درې نوم دی، چې مخکې د جرم ولسوالۍ اړوند و، خو د مجاهدینو د حکومت پر مهال د ولسوالۍ درجې ته لوړ شو. شهران، چې زما کورنی نوم هم ترې اقتباس شوی، زموږ کلی دی.

که څه هم هغه مهال په کلیو کې په عام ډول خلک بې سواده وو او د زوکړې نېټې او تذکرې ته چا ارزښت نه ورکاوه، خو ما ته ېې په ۱۳۵۲ کې يوه شین مخې تذکره اخيستې وه. په دې تذکره کې زه نوی زيږیدلی ماشوم ښودل شوی یم او ليکل شوي، چې دا تذکره په غویي مياشت کې ثبت شوې ده.

شيشه میډیا: د پلار او مور ټولنيز موقعيت مو څنګه و، دوی په کومه ټولنیزه کټه ګورۍ کې وو؟

نظیف شهراني: هغوی عادي خلک وو، مالداري او دهقاني یې کوله. رمه یې لویه نه وه، خ څو وزې، پسونه او غواوې ېې لرلې. زموږ سیمه کې خلک نه ډېر خوار او نه شتمن وو، ګوزاره حاله ژوند یې وو. مشرانو مو کروندې کولې او په همدې ېې روزګار روان وو.

شيشه میډیا: ستاسې خواته د خان او رعيت وضعه څنګه وه؟ داسې خلک وو، چې پر نورو ېې اغېز و او خانان ياديدل؟

نظیف شهراني: په عام ډول نه ول، ځکه بدخشان يوه غره ییزه سیمه ده او ډېرو خلکو ېې کروندو او مالدارۍ سره ځان بوخت کړی و. زه چې ووړ وم، کروندګرو دومره ګټل، چې ځان او کور پرې وساتي. چا هم دومره ځمکې نه لرلې، چې په نورو ېې وکري او دهقان او کارګر ولري.

شيشه میډیا: د سیمې مخورو لانجې هم حلولې، یا دولت سره ېې اړیکې وې، دوی څوک وو؟

نظیف شهراني: ګورئ، زموږ ټولنه دوه ډوله با نفوذه خلک لري. یو، هغوی چې حکومت سره ېې اړیکې وي. دوی اکثره دلالان دي، خلکو کې عزت او ځای نه لري. دوی په دې دلیل، چې ‌دولتي اړیکې لري او د خلکو په ضد ځینې کارونه کوي، تر يوه ځايه نفوذ لري. دویم هغه کسان، چې حکومت سره ېې اړیکې نه خوښیږي، خپله قدرت او حکومت لري او د يوه موازي حکومت په شان دي.

دوی هغه کسان دي، چې ټولنه کې ځای لري او خلک په هره مسئله کې ور روان وي. دوی سپین ږیري وو، حکومت سره ېې اړیکې نه خوښیېدې، ځکه حکومتونه اکثره مستبد او له خلکو د کار په بدل کې څه اخيستو ته ناست وو.

هغه خلک، چې حکومتونو سره ېې همکاري کوله، په واقعيت کې همدوی اربابان وو. هغوی، چې خلکو کې ېې ځای او عزت و، نه ېې غوښتل اربابان شي. يو وخت خلکو غوښتل زما يو تره ارباب کړي، خو نه هغه ومنله او نه مو کورنۍ اجازه ورکړه، ویل یې: موږ ارباب مزاجه نه يوو.

زما د کورنۍ غړو غوښتل، چې عادي واوسي. کوم کار ېې که چا ته د لاسه کیده، کاوه ېې. خلک په همدې ورته راتلل او ستونزې ېې پرې حلولې. دا چې چا نه غوښتل ارباب شي يا حکومت سره اړیکې ولري، د هېواد د سياسي وضعیت وجه وه‌.‌ په افغانستان کې چې هر کله جنګ او جنجال و، اربابان اکثره حکومت سره دريدلي. دوی ته حکومتونو فرق نه کاوه، ځکه خو خلقيانو، پرچميانو او حتا مجاهدينو سره ملګري شول، هغه خلک، چې د خلکو په ګټه نه ول.

شيشه میډیا: د خلکو منځ کې د روحانیونو او مذهبي ملایانو ونډه څنګه وه؟ دوی پر ټولنې اغېز درلود کنه؟

نظیف شهراني: په بدخشان او ټولو شمالي ولايتونو کې ملايان، مولویان او هغه کسان، چې هغه وخت ېې « داملا» ورته ویل، هغه کسان چې سمرقند، بخارا او نورو ځایونو کې ېې زده کړې کړې وې او راغلي وو، محترم خلک ول.‌ خلکو هم درناوی ورته کاوه، ځکه دوی په عام ډول په اربابۍ او نورو داسې شيانو کې ګوتې نه وهلې. که به کوم ملا ارباب شو، خلکو کې ېې احترام کمیده. د احترام او خلکو کې د ځای له مخې، په هغو خلکو کې لوی فرق و، چې حکومت سره ول او حکومت کې نه ول.

شيشه میډیا: هغه وخت په عمومي ډول د خلکو معیشتي وضعیت څنګه و؟ تاسې د ټولنې د منځني قشر د یوه ماشوم په توګه لیدلي، چې شاوخوا ته مو فقر موجود دی؟

نظیف شهراني: ګورئ، ځینې وخت د ژمي پای او د پسرلي پیل کې پر خلکو قحطي راتله.‌ زما ښه ياديږي، چې پلار مې غنمو پسې واخان خواته تلو، هلته ېې عسکري کړې وه او پکې بلد و. د قحطۍ دليل دا و، چې خلکو خپلې زېرمې په مني او ژمي کې مصرفولې، کله به ېې ټول خوراکي توکي ختم شول. ښه مې یادیږي، چې د پسرلي له را سمسوريدو سره، خلکو سبزيجات کارول، ښه والی ېې په دې کې و، چې د پسرلي پیل کې شيدې پریمانه وې او خلکو سبزيجات ورسره خوړل. په عمومي ډول، د بدخشان په هغه سيمه کې چې زه را لوی شوم قحطي دومره ډېره نه وه. خلکو يو بل سره لاس ورکاوه، چې څه یې لرل، سره وېشل يې. زما نه ياديږي، چې څوک له لوږې مړه شوي وي.

شهران څه مانا لري؟

شيشه ميډيا: مخکې له دې، چې نورو بحثونو ته لاړ شوو، د شهران په اړه غواړم پوه شم. څنګه يې ستاسې پر کلي دا نوم ايښی؟

نظیف شهراني: په دې اړه ځينې کیسې شته دي. وايي « فرغانه» او خاصتاً « اندي جان» نه شپږ وروڼه بدخشان ته راغلي او دا کلی یې جوړ کړی. د اندي جان ښار په لويديځه شل کيلومترۍ کې يو ښارګوټی دی، چې « شهرخان» نوميږي، لا هم شته، زه ورغلی يم.‌ په ډېر ګومان دغه وروڼه، له اندي جان څخه نه؛ له شهر خان څخه راغلي او د وخت په تيريدو سره زموږ د سيمې نوم له «شهر خان» څخه په شهران بدل شوی. دا چې موږ د اندي جان يوو، دې کې څه شک نشته، ځکه په ازبکي ژبه زموږ د خبرو لهجه او بڼه د اندي جان د خلکو خبرو ته ډېره ورته ده.

په ډېر ګومان دا شپږ وروڼه له « ظهیر الدین محمد بابر» سره بدخشان ته راغلي دي؛ ځکه بابر د خپلو تره زامنو او کورنيو رقيبانو لخوا له خپلې سيمې ويستل شوی و.

دوی اول بدخشان ته راغلل. بابر درې کاله په بدخشان کې و. هغه وخت يې قوه برابره کړه، لښکر يې جوړ کړ او بیا لاړ کابل يې فتح کړ.

اټکل دا دی، چې دا شپږ وروڼه د شهران او وادي خاش د ساتنې لپاره پاتې شول.

فکر کوم، چې بابر په کابل کې له پاتیدو ۱۰ کاله وروسته په ۱۵۲۶ ميلادي کال، په ډهلۍ کې مغلي امپراتوري رامنځته او ټوله سیمه د ترک ژبو تر اغېزې لاندې راغله. منځني اسيا ته راشه- درشه زياته شوه، له همدې امله ازبکان تر سلو زیات قومونه او هر قوم ځانته نوم او نښان لري. مثلآ: موږ بدخشان کې ځان «ګلته تای» بولو. دا نوم له یو ډول آس څخه اقتباس شوی. کل ته تای د آسونو يو لنډ قدی نسل دی، چې ځانګړي حرکتونه لري. نومونه ډېر او متفاوت دي، مثلأ: برلاس، قرلق او…

شيشه میډیا: د ژبې يادونه مو وکړه. د بدخشان د خلکو ژبه مثلآ د تخار، جوزجان، فاریاب او نورو سيمو خلکو سره څومره فرق لري؟ آیا فرق لري، که هو، يوازې لهجه فرق لري یا ځینې کليمې هم فرق سره کوي؟

نظیف شهراني: په وادی خاش کې، موږ د «قشلاق تاجیک ها » په نوم یوه سیمه لرو. د « قشلاق مغل ها» په نوم يوه بله سيمه هم لرو. د مغل کلي د خلکو لهجه موږ سره لږ فرق لري.

«یوز نعمت» او «در خان» ټول ترکي نومونه دي. ترک ژبي خلک هلته شته، چې په لږ لهجوي بدلون له يو بل سره غږیږي.

موږ جرم ته نیږدې ځينې سيمې لرو، لکه «چونگ‌ها» یا چونگ، چې د لوی په مانا ده.د دې سیمې د خلکو لهجه موږ سره لږه فرق لري. ځینې توپیرونه لرو، مثلآ: دوی «جوق و جول» وايي موږ «یوق و یول» وايوو چې فارسي کې ( نه/ نی و راه ماناوې لري) . په بدخشان او قطغن کې دا لهجوي توپیرونه ډېر معمول او عادي دي.

موږ تاجیکانو سره مخلوط يوو. په بدخشان او ډیرو نورو سیمو کې همداسې ده. موږ په خپل ازبک توب نه وو خبر، په واقعيت کې شورويانو موږ ازبک کړو. موږ خپله ژبه ترکي ګڼله او په ماشومتوب کې لوستل کېدونکي کتابونه مو هم «ترکی‌کتاب» باله، هر څه ترکي وو، تر دې چې بالاخره استالین له ۱۹۵۲ څخه وروسته پريکړه وکړه، چې ترکستان سیمه خپله د دوی له لوري د کشف شوې ژبې له مخې وويشي. ويې ويل: دا برخه ازبکستان، دا برخه ترکمنستان، دا قزاقستان او دا دې تاجيکستان وي. موږ په واقعيت کې له دې څخه وروسته ازبک شوو. تر دې مخکې ېې زموږ سیمه ترکستان بلله او موږ ترک او تاجیک بلل کیدو.

شيشه ميډيا: ستاسې د ځای خلک په ورځینو مکالمو او مراوداتو کې ازبکي ژبه کاروي که فارسي هم غږيږئ؟

نظیف شهراني: زموږ خلک دوه ژبې کاروي او همدغو دوو ژبو سره لويېږي.‌ مثلاً: په کوم کلي کې چې موږ ژوند کاوه، زما یوې پلرنۍ نیا تل تاجیکي خبرې کولې او موږ هغې ته تاجیک مامه ویل. د هغې نوم هم تاجیک مامه و؛ هغه زما نیا او زما د پلار مور وه.‌ زما نیکه سره ېې واده هم يو داستان لري. تاجیک مامه زما له نیکه سره له واده مخکې، د کران و منجان سیمې په «میرِ غرمی» کلي کې د تاجیکانو له میر سره واده کړی و، دوی یې فکر کوم د عبدالرحمن او و حبیب الله خان پر مهال له خپلو سیمو کډوال کړي وو. زما نیا، له همدې امله يوه موده د کابل په کلوله پشته کې اوسیدلې وه. د نيا، لومړنی مېړه په کابل کې ومړ او دوی بیرته کلي ته ګرځيدلي وو.

موږ ماشومتوب کې، له نيا او يوې عمه سره تل په تاجیکي او نورو سره په ازبکي غږيدو. په ټول کلي کې تقريبا همداسې وضعيت و. زموږ ښوونځی له تاجیکانو سره ګډ او ژبه ېې فارسي وه.‌ هغه مهال شرايط داسې وو، چې که د بدخشان د پوهنې مدير فارسي ژبی وای، هر څه فارسي کیدل، که به پښتون و، هر څه پښتو کیدل، موږ ته ېې ويل دا چې تاسې ازبک ياست، ملي ژبه باید زده کړئ. هغه وخت، چې ما لومړنی ښوونځی لوست، دوه ځله ېې درسي کتابونه بدل کړل.

«بدخشانی دښمن» څوک و؟

شيشه میډیا : امیر عبدالرحمن په خپل کتاب «تاج التواریخ» کې په عمومي ډول د « بدخشاني‌ دښمن » خبره کوي، چې دومره « بدخشاني دښمنان مې توپ ته پورته کړل». پوښتنه دا ده، چې په بدخشان کې هغه مهال مقاومت کوونکی ځواک څوک و، کوم کسان وو؟ تاجیکان،‌ازبکان که مغولان؟

نظیف شهراني: عبدالرحمن خان له بدخشان سره اشنا و. هغه د سمرقند او بدخشان له لارې افغانستان ته را ننوت. هغه مهال «ميران» ډېر مطرح وو؛ مثلاً په درواز، شغنان او خپله فیض‌آباد کې «میران» پر سیمې واکمن وو . عبدالرحمن دوی پېژندل، خو باور ېې نه ورباندې درلود.

وګورئ، عبدالرحمن خان تقریباً لس کاله د

«تزاري» استعمار تر واک لاندې هغه مهال په سمرقند کې ژوند وکړ. هغه په فکري لحاظ د تزاري روسانو پر وخت له «پیتر کبیر» سره ډېر اشنا شو. پیتر کبیر، ډېره انسان خوړونکی څوک و. د هغه تګلاره هم دا وه، چې که هر چا يې په واک لاندې سیمه کې خنډ جوړوه، له منځه يې وړلو.

عبدالرحمن له پیتر کبیر څخه الهام اخيستی و ، کله چې افغانستان ته راغی، هڅه يې وکړه، چې د خپل همدغه الګو پیتر کبیر په شان چلند وکړي. هغه د هر چا پر وړاندې، چې فکر يې کاوه د ده پر وړاندې د جګړې وړتيا لري، يا ستونزه ورته جوړولی شي، پرته له هيڅ توپيره، اقدام کاوه او له منځه يې وړه. عبدالرحمن يوازې د ځان او خپل قدرت په اړه فکر کاوه.

شيشه ميډيا: د ځپلو په برخه کې د عبدالرحمن خان پاملرنه يوازې د بدخشان ټولو ميرانو ته وه، که ځانګړي ميران يې له منځه یوړل؟

نظیف شهراني: د هغه مهال اکثره میران تاجیکان وو، خو د قطغن د سیمو لکه کندوز او نورو اکثره میران ترک ژبي وو. ميرانو اکثره وخت له یو بل سره ستونزې لرلې. مثلاً له قطغن څخه خلکو د بدخشان پر میرانو برید کاوه او ورڅخه یې جزیه او باج اخيسته. جزیه کې به ېې مثلآ آس، غنم او حتا نجلۍ اخيسته.

عبدالرحمن له دې مسايلو سره اشنا و، دوی چې د هرې سیمې او ژبې اړوند وو، پر ځپلو ېې لاس پورې کاوه.

يو بل ټکی هم بايد ووايم، چې په تاج‌التواریخ کې يوازې د بدخشیانو موضوع نه ده، قطغنيان هم دي. عبدالرحمن دوی هم توپ ته تړلي او په سپیو خوړلي دي.

شيشه میډیا: زما موخه د بدخشان د هغه وخت ټولنيز جوړښت و. پوښتنه دا ده، چې عبدالرحمن له چا سره طرف و؟ په ځانګړي ډول دغه « بدخشاني دښمنان» تر ډېره ناجیک،ازبک او که سره ګډ وو؟

نظیف شهراني: په بدخشان کې اکثره تاجیک او په قطغن کې ترکان وو، چې اوس ازبک ګڼل کېږي.

شيشه میډیا: که حافظه مو ملتيا کوي او په ياد مو وي را ته ووايئ، چې په ماشومتوب کې مو خلکو د عبدالرحمن څخه د وېرې او وحشت کيسې کولې ؟

نظیف شهراني: زما ماشومتوب او نوې ځوانۍ د د عبدالرحمن زمانې سره فاصله لرله. په همدې خاطر به مې کله، چې مشرې مور (نيا) خپلې کيسې کولې، اکثره د حبيب الله خان د دورې وو؛ نه د عبدالرحمن. په ۱۹۴۰ او ۱۹۵۰ کې چې زه وم، د نادر خان کيسې او دا مسئله ډېره وه، چې د افغانستان له ختيځ او جنوب څخه قطغن او بدخشان ته د ايلجاريانو په راوستو ېې ډېر ظلمونه او جبرونه وکړل.

ايلجاريان ېې د «باسمه‌چیانو» په نوم د هغو خلکو پر ضد راوستل، چې اکثره د منځنۍ اسيا مجاهدين او په خاص ډول د بخارا د امير، امیر عالم خان اړوند ول د هغه وخت کيسې تر ډېره په دې اړه وې، چې زموږ کلي څنګه چور او تاراج شول. ځينو حتا، د «پَی‌زار» د پښو له نښو وېرولو او ويل يې، که غلي نه شئ اوغان درپسې غواړم. د وېرې دا کيسې تر ډېره د نادرخان د دورې اړوند وې.

شيشه ميډيا: دا باسمه چيان، چې مو ياد کړل، آيا هغه خلک وو، چې د غارت کولو لپاره سيمې ته راتلل ؟

نظیف شهراني: نه، هغوی په عام ډول د آمو له شمال څخه ول( لکه په ۱۹۸۰ کې چې د روس پر وړاندې د جهاد پر وخت د افغانستان پښتانه په پښتونستان کې وو). دوی د سيمې د قومونو اړوند وو، ژبه يې هم سيمه ييزه وه. خلکو باور درلود، چې دوی د روسانو پر وړاندې جهاد کوي. خلکو ورسره ستونزه نه لرله.

شيشه ميډيا: نو نادرخان ولې خپل ځواکونه د باسمه چيانو پر وړاندې د مبارزې او ځپلو لپاره سيمې ته راوستل ؟

نظیف شهراني: د دې مسلې کيسه په کال ۱۹۹۰ کې په ډېر تفصيل لیکل شوې ده. يو ځوان خبريال، چې نوم يې راڅخه هېر دی( ممکن ابراهيم عفیفي وي) ليکي چې ايلجاريان له « باسمه چيانو» سره د جګړې لپاره له مشرقي او جنوبي څخه شمال ته راوړل کيدل. هغوی ته ويل کيدل، چې که د « کوسه» سړي ( چې په طبيعي ډول ږيره يا نه لري، یا ېې کمه لري) موږ ته راوړئ، جايزه درکوو.‌ روښانه ده، چې ترکان او هزاره ګان په عام ډول ببرې ږيرې نه لري. ايلجاريانو ته ويل کيدل، چې دوی به د کوسه ګانو د سرونو د راوړلو د جايزې تر څنګ، د هغوی هر څومره مال او شتمنۍ که تر ګوتو کوي، د دوی به وي. دا کار څو ځله وروسته په شمالي کې تکرار هم شو. عين کار په بدخشان، قطغن او خاص ډول مرکزي سيمو کې يې وشو. په همدې خاطر خلک لا هم په وحشت کې دي او خپل ماشومان په دې کيسو وېروي.

يوه مسئله د باسمه چيانو د کليمې په اړه ووايم، چې دا کليمه په ترکي ژبه کې ښه مانا نه لري او هغه چا ته ويل کيږي، چې په زوره، تاوريخوالي او لارو شکولو ځان يو ځای کې د تاراج لپاره تحميلوي. دا نوم روسانو د منځني اسيا پر مجاهدينو ايښی و. د افغانستان د مجاهدينو پر وخت کمونيستانو يو بل نوم پر دوی ايښی و، چې خلکو کې یې ډېر ځای ونه نيوه، خو د « باسمه چيانو» نوم روسانو مشهور کړ.

د خلکو مناسبات او ټولنيزې اړيکې

شيشه ميډيا: هغه وخت د خلکو خپلمنځي مناسبات څنګه وو؟ يانې راکړې ورکړې يې په عادي ډول دوام درلود کنه؟ په خاص ډول هغه مهال، چې ايلجاريان له جنوب څخه راغلل او په شمال کې ځای پر ځای شول. دوی د خلکو ټولنيز جوړښت څومره بدل کړ، د چال چلند الګو ګانې، د خلکو اړيکې او مناسبات څومره اغېزمن شول؟.

نظیف شهراني: ګورئ، تاجیکانو او ترکانو له يو بل سره ستونزې نه لرلې. دوی له يو بل سره ودونه کول، لوڼې يې ورکولې، لوڼې يې کولې؛ خو له کله نه چې په ۱۸۷۴ کال او د عبدالرحمن خان په دوره کې ناقلين سيمې ته راغلل، ستونزې هم پيل شوې.

د «کرنیل ییت» په نوم د انګریزي استعمار يو استخباراتي مامور یو څوک دی، چې د افغانستان په اړه ېې جالب کتاب او ډېرې مقالې ليکلي دي. هغه له تزاريانو او دغه راز ايران سره د افغانستان د سرحدونو په ټاکلو کې مهم رول درلود. په ۱۸۸۴ کې د افغانستان د سرحدونو ټاکل د «يیت» له مسوولیتونو څخه و. هغه عبدالرحمن خان ته ویلي وو، چې په دې سیمو کې په شته خلکو افغانستان له روسانو نه شي ساتلی.

په واقعيت کې دا د انګريزي استعمار وړانديز و، چې عبدالرحمن باید خپل قومیان یانې پښتانه سرحدونو ته نیږدې راولي او د ځايي خلکو ځای ناستي یې کړي، څو ډاډه شي، چې د روسانو پر وړاندې د افغانستان سرحدونه ساتل کیږي.

په واقعيت کې انګليسانو عبدالرحمن ته هم ایډیا، هم پیسې او هم امکانات ورکړل، چې د کندهار له دوه تر درې سوه زرو پورې مال لرونکي او غلجيان شمال ته راولي. کندهاريانو ته ویل کیدل، چې راځئ، تاسې زموږ له قوم او توکم څخه یاست، شمال ته راشئ، هلته ځمکې، جايداد او هر څه درته برابر شوي. دا په واقعيت کې يوه منفعت غوښتنه هم وه.

غلجیانو د عبدالرحمن خان پر وړاندې بغاوت کړی و. عبدالرحمن غوښتل، چې دوی له خپلو سیمو بې ځایه او تبعید کړي. کله چې غلجیان شمال ته راغلل، عبدالرحمن يې محافظت وکړ، له ازبکانو، تاجیکانو او نورو ځايي خلکو څخه ېې ډېرې آبي او حاصل لرونکې ځمکې واخيستې او دوی ته ورکړې. له همدې امله نن په د غور، غورات، میمنه، فاریاب او سرحدونو ته نیږدې سیمو کې همدا خلک دي. دوی څو نسله په همدې سیمو کې مېشت دي.

شيشه میډیا: ناقلین، چې د کمیت له پلوه شاوخوا دوه سوه زره کسان وو، د افغانستان د هغه وخت نفوس ته په کتو سره يې بايد د افغانستان جميعتي جوړښت ډېر بدل کړی وي ؟

نظیف شهراني: بدخشان کې دا کار دومره ونه شو. دوی هغه کسان، چې د حکومت د حفاظت لپاره کار کاوه، فیض‌آباد و دغو ځايونو ته وړي دي. هغه کسان، چې مثلآ په سرحداتو کې ېې حکومت ته خدمت کاوه، د تقاعد پر وخت ورته هلته ځمکې ورکړې، چې دوی هم دلته ځای پر ځای شول، په بدخشان کې د دوی شمېر دومره ډېر نه و. د ناقلينو ډېر تعداد په شمال لویدیځ کې و. لکه فاریاب، غورات، غوریان او د هرات خواته ډېر وو.

شيشه میډیا: ښه، دا دوه سوه زره چې تاسې يادوئ، دا ټول بدخشان ته نه وو ځانګړي شوي؟

نظیف شهراني: نه، نه. دوی يوازې د بدخشان اړوند نه وو، د ترکستان لپاره ځانګړي وو. د ترکستان د ولايت لپاره وو. موږ تر ۱۹۶۴ پورې د ترکستان په نوم ولايت درلود، چې نننی فاریاب، میمنه، شبرغان او ځینې نورې برخې ېې اړوند کیږي. ډېری ناقلین په همدې سیمو کې ځای پر ځای شول.‌ نور مسایل لکه هژده نهر یا د مزار شریف او و شبرغان تر منځ سیمې ته د خلکو راتګ د نوي جوړښت کار و. يانې نوې ځمکې خړوبې شوې، دا ځمکې ټولې ناقلينو ته ورکړل شوې.

شيشه میډیا: پر دې مسئلې به راتلونکو فرصتونو کې بحث وکړو.

نظیف شهراني: سمه ده. په راتلونکو فرصتونو کې پرې غږيدای شوو؛ خو دا مسئله د دولتي غوښتنو او پلانونو له پلوه په افغانستان کې ډېره مهمه مسئله ده.

د ښوونځي او پوهنتون دوره

شيشه ميډيا: اوس ستاسې شخصي ژوند ته ور ګرځو. لومړنۍ زده کړې مو ټولې په خپله سيمه کې وکړې ؟

نظیف شهراني: هو، په شهران خاش کې د «معروف» په نوم يو ښوونځی و، هلته مې درس وویل.

شيشه ميډيا: له هغې وروسته، منځنۍ زده کړې او لیسه مو چېرته ولوستل ؟

نظیف شهراني: په ۱۹۵۰ کې قاعده دا وه، چې مرکزي حکومت نه غوښتل په اطرافو کې منځني ښوونځي او لېسې ډېرې وي. د دې پر ځای حکومت په کابل کې ليليه جوړه کړه او منځني ښوونځي او لېسې يې پکې زياتې کړې، د اطرافو ځوانان يې هملته ولېږدول.‌ موږ چې کله شپږم ټولګی پای ته ورسوه، په واقعيت کې بورسیه راکړل شوه. زموږ له ښوونځي اووه تنه ورته وټاکل شول، دوی په ټولګيو کې لوړې نومرې لرلې. موږ يې د کابل پوهنتون ته مخامخ په ابن سینا منځني ښوونځي کې شامل کړو. دا ښوونځی اوس هم په ده بوري کې کابل پوهنتون ته مخامخ دی، ښوونځي وروسته لیسې ته ارتقا وکړه. زموږ وخت کې يې درې ټولګي لرل. اووم، اتم او نهم ټولګی.

موږ په واقعيت کې د «کچالو خورو » په نوم په دې لیلیو کې ژوند کاوه، کله به چې فارغ شوو پینځه انتخابه ېې مخې ته را ايښودل، چې هغه مسلکي لیسې وې. موږ کولای شول کابل دارالمعلمین، د‌ پغمان شرعیاتو لېسې ، کرنې لېسې او د سنايي عالي تخنيکي لېسې ته، چې ټولې مسلکي لېسې وې لاړ شوو. موږ بايد دا ښوونځي لوستي وای، بيا به خپلو سیمو ته ګرځیدو، يا به معلمین شوي وو، یا به مو نور کارونه کول. ما دارالمعلمین لېسه انتخاب کړه.

شيشه میډیا: ستاسې له ټولګیوالو ۷ تنه ابن سينا ته راغلل، پاتې نور څه شول؟

نظیف شهراني: نور په کلي کې پاتې شول.

شيشه میډیا: يانې زده کړې ېې نیمګړې پاتې شوې؟

نظیف شهراني: هو، یا یې درسونه وځنډیدل، یا ېې ځينو وروسته د کمپوډرۍ په لنډ مهاله دوره کې، چې د ملاريا پر وړاندې د مبارزې لپاره وو، یا نورو لنډ مهاله کورسونو کې چې فرصت یې برابریده، ځانونه کانديدول. ځینې یې د دولت ماموران شول.

شيشه میډیا: هغه مهال زده کړې يوازې هلکانو ته ځانګړې وې، که نجونو هم درسونه ویل؟

نظیف شهراني: زموږ وخت کې د نجونو ښوونځي اصلا موجود نه وو. د ښوونځيو زده کوونکي ټول هلکان وو.‌ يو بل جالب شی دا و، چې موږ حربیه لېسې ته د تګ حق نه درلود، زموږ له سيمې یې هیڅوک په حربيه لېسه کې نه منل. وروسته، چې زه له شپږم ټولګي فارغ او په ابن سینا ښوونځي کې شامل شوم، داوود خان د ځوانانو په جلب او جذب پیل وکړ.

شيشه میډیا: دغه محدوديت چې تاسې ېې یادونه وکړه، په قانوني ډول ېې اعلان شوی و يا په سیمه ییزه کچه په عرفي ډول عملي کېده؟

نظیف شهراني: په لیکل شویو قوانینو کې موږ داسې څه ونه لیدل؛ خو له بدخشان، قطغن، ترکستان او هزاره‌جاتو څخه څوک نه لیدل کیدل، چې نظامي صاحب منصب شي، ځکه ېې ېې حربيه ښوونځي ته لاره نه ورکوله. زما د فراغت کال څخه وروسته، دا مسئله ختمه شوه او له بدخشان څخه ېې جلب و جذب پیل کړ. اصلاً زما يوه هيله دا وه، چې حربیه ښوونځي ته لاړ شم؛ خو ما دغه چانس نه درلود. نور ځوانان وو، چې زموږ له ښوونځي ورغلل او ځینې یې اوس جنرالان دي.

ما تر دولسم ټولګي دارالمعلمین ولوست. جالبه کیسه دا ده، چې زه هغه وخت ډېر تنبل وم ، ډېر درس مې نه وايه او ډېر ېې لېواله هم نه وم. ويل مې دارالمعلمین ته ځم، وروسته معلم کیږم، یو سایکل اخلم، ښځه کوم او د ژوند تر پايه په کلي کې پاتې کيږم.

هغه وخت زما هیلې په همدې حد کې وې. په لسم ټولګي کې وم، چې مشر خاله زوی مې ډاکتر عنايت الله شهراني يو کار وکړ، چې په وطني اصطلاح زه ېې په ننګ راوستم.

یوه ورځ مو ابن سینا ته په نیږدې کوڅو کې قدم واهه. هغه د ښوونې او روزنې فاکولته کې درس ویل. هغه ډېر پورته- پورته وغورځولم او را ته ېې وويل: ولې واېې، چې تنبل او بې کاره ېې او درس نه واېې؟

هغه ورځ مې قول ورکړ، چې له همدې شیبې به درس وايم او په دې کال به د دارالمعلمین عمومي اول نومره ګي نیسم. ما درس ویل پیل کړل، ټولګیوالو ته مې هم جالب وو، ټولو ویل چې ګورئ نظيف د درس ویلو شوق کړی او غواړي اول نومره شي. په هماغه کال، څلور نېم مياشتينۍ ازموینه کې مې تر ټولو لوړې نومرې واخيستې، خو په انګلیسي کې مشروط شوم، ځکه هیڅ توجه مې نه ورته لرله.

شيشه میډیا: ډېر جالب پاروډاکسونه لرو. په هر حال، د هغو محروميتونو يوه نېکمرغي ښايي دا وه، چې زموږ يو پوځي په يوه دانشمند بدل شي.

نظیف شهراني: ښايي دغسې وي. زه په هماغه کال د لسمو ټولګيو عمومي اول نومره شوم. له هغې وروسته زما ژوند بدل شو. نور نو زما هدف معلم کیدل نه و. هدف مې دا و، چې د زده کړو لپاره له هېواده بهر لاړ شم.

د کابل تصوير

شيشه ميډيا : تاسې چې کله بدخشان نه کابل ته راغلئ، دا هغه د هغه پړاو اوج دی، چې يو کوچنی ښار د موډرنیزم پر لور حرکت پیل کړی او د دیموکراسۍ لسیزې مسایل په ځان کې ویني. تاسې له کلي د يوه راغلي ځوان په توګه، هغه مهال د دغو پېښو پر وړاندې څه غبرګون درلود ؟

نظیف شهراني: دا ډېره مهمه پوښتنه ده. ګورئ، کله چې موږ په دارالمعلین ښوونځي کې وو، ښاغلی «حفیظ الله امین» زموږ د ښوونځي مدیر و. دغه مهال د ملیي گرایۍ په شان دغه شيان ډېر ژوندي وو. هغه، هم دغه مهال ډېر ملیت‌گرا و. زموږ ښوونځي ته ېې په شوروي کې جوړ شوي فلمونه راوړل. په دې فلمونو کې د روسیې بریالیتوب او د جرمنيانو ناکامي لیدونکو ته القا کیده. هیتلر او جرمنيانو تل ماتې خوړله ؛ خو کله به چې جرمنيانو ګټله، موږ خوشاله کیدو، په ناخود آگاه ډول د دوی پلويان شوي وو او هورا مو ورته کوله.

هغه مهال د ملي گرایۍ مسئله ډېره ګرمه شوې وه . مثلاً د پنج شنبې په ورځ به یې زده کوونکي را ټولول او ځينو کسانو د داوود خان او حفیظ الله امین په ستاینه شعرونه ويل. موږ مجبوره وو، چې چکې ورته ووهو. دې مسايلو په ځوانانو کې ځینې احساسات، چې پخوا نه وو، رامنځته کړل.

شيشه ميډيا: دلته يو جالب ټکی شته، هغه دا چې تاسې د‌ فلم لیدلو پر وخت د جرمنیانو د بریالیتوب او روسانو د ماتې لپاره هورا ويله.

نظیف شهراني: هو، اريايان، اريايان. د ارينيزم مسئله وه.

شيشه ميډيا: يانې دې مسئلې د دې فضا برابروله، چې تاسې د اريايانو په توګه د جرمنیانو ملاتړ وکړئ؟ که دا مو غیر طبیعي غبرګون و؟

نظیف شهراني: سل په سله. افغانانو ځانونه اريايان او د نازیانو کمرنګه او هم کتاره ګڼل. همدغه وخت و، چې د تاجیکانو او پښتنو پر وړاندې د ترک ژبو او هزاره ګانو توپیرونه یې رامنځته کړل.‌یانې دا چې پښتانه او تاجیکان اريايان او د لوړې طبقې خلک دي، خو هزاره او ترک ژبي د ټولنې ټيټ پوړ سره تړاو لري.

شيشه میډیا: د داسې فضا سازیو پر وړاندې ستاسې غبرګون څه و؟

نظیف شهراني: ښه، طبیعي ده، چې دا مسئله موږ ته خواشینونکې وه. موږ خواشيني وو، چې په ښوونځي کې نژادي تبعيض راسره کيده. دغو توپیرونو د نومرو، استادانو سره د تعامل او د شاګردانو د خپلمنځیو اړیکو په شان پر مسايلو هم اغېز درلود. په همدې خاطر زما ډیره هیله وه، چې که بهر ته د زده کړو لپاره د تګ لاره برابره شي، لاړ شم. غوښتل مې چې په يوه امريکايي پوهنتون کې زده کړې وکړم.

هغه مهال امریکایانو د ښوونې او روزنې پوهنځی تازه جوړ کړی و. کله چې د ښوونې او روزنې زده کوونکو لومړی ټولګی پای ته ورساوه، امریکایانو له اول نومره څخه تر درېيم نومره پورې زده کوونکي د زده کړو لپاره بهر ته واستول.‌ په دویم کال ېې اول نومره ګان او دويم نومره ګان واستول. په درېیم کال ېې يوازې اول نومره ګانو ته بوړسېې ورکړې او په څلورم کال، چې زه تازه د ښوونې او روزنې پوهنځي ته ورغلی وم، لسانس شوي کسان يې د ماسټرۍ لپاره واستول. په واقعيت کې بهر ته د زده کړو لپاره د لومړي ټولګي د اول نومره د استولو بهیر نور پای ته رسیدلی و او زه په خپل هدف کې نه بريالی کيدم.

طاهر بدخشي

شيشه میډیا : تاسې چې کله ښوونځي کې وئ، د باندې مو څه اړیکې لرلې؟ مثلاً هغه مهال طاهر بدخشي ډېر مطرح و، هغه څوک چې د توکمونو د توپیر، تبعيض او نور مسایل ېې مطرح کړل.‌ هغه مهال د بدخشي د خبرو په اړه ستاسې غبرګون څه و، آیا اړیکې مو ورسره لرلې؟

نظیف شهراني: زه هغه مهال ډېر ځوان وم ؛ خو ارواښاد طاهر بدخشي سره مې اړیکې وې. هغه، دغه مهال لوی سړی او موږ د ښوونځي زده کوونکي وو. موږ له استاد رباني سره هم، چې د شرعياتو فاکولتې استاد و، اړيکې لرلې. دغه راز مو له استاد نعمت الله شهراني سره، چې زما د مشرې خاله له زامنو څخه و، هم اړيکې لرلې.‌ بايد ووايم، چې زموږ اړیکې تر ډېره استاد رباني سره وې؛ ځکه خو امريکا ته له راتلو مخکې تر چپي ډېر اسلام پاله وم. ځینې وخت به ځينو مجلسونو کې طاهر بدخشي سره هم وو، خو لکه چې ټکې ويل، هغه وخت له چپي توب څخه اسلام پالنې ته زما لېوالتيا زياته وه.

شيشه میډیا: له طاهر بدخشي څخه مو د هغه وخت تصوير او برداشت څه و؟ که هغه وخت ته ستانه شوو، طاهر بدخشي د يوه ژوندي او د خلکو تر منځ د فعال او اغېزناک کس په توګه څنګه ارزوئ؟

نظیف شهراني: تر هغې وروسته، چې زه امريکا ته لاړم او پينځه کاله وروسته بیرته افغانستان ته ستون شوم، طاهر بدخشي د پامير د خان، حاجي رحمان قل‌ ملګری و. زه د پامیر خان او هم سفرو سره يې د ۱۹۷۳ په ژمي کې، کابل ته یو ځای راغلم او غوښتل مې پوه شم، چې خان په کابل کې څه تعاملات او اړیکې لري. چا سره ېې کار دی، مال او نور شيان ېې چې خرڅلاو ته راوړي، څنګه پلوري. دا مې هماغه د وګړ پېژندنې د کارونو اړوند وو.

د هغې څېړنې پر وخت ما، له هغه سره د کابل پل خشتي ته نیږدې د سرحدونو مستقل رياست په یوه اړوند سرای کې لیدل.

دغه سرای د قبايلي خلکو لپاره و، خو پامیر نه راغلو خلکو ته هم پکې ځای ورکول کیده. زه هغه وخت طاهر بدخشي سره نور هم اشنا شوم، هغه ته مو طاهر جان ويل.‌ طاهر جان هماغه سرای ته د رحمان قل د لیدو لپاره راتلو. طاهر بدخشي يوه ورځ را ته وویل، خوښيږي یې، چې په امريکا کې زما د تر سره کړو کارونو په اړه راسره وغږيږي.

ما يوه ورځ په ده بوري کې د مشر شهراني استاد کور ته را وباله. هغه مهال ما، له پامير څخه ډېر سلايډونه اخيستي وو، چې بدخشي ته مې وښودل او ورته مې وويل، چې د ماسټرۍ په لومړي کال کې مې د کارل مارکس د «کاپیټال» درې ټوکه د درسي مضمون په توګه، په یوه سیمینار کې لوستي دي.

هغه ورځ مو ډېر مفصل بحث درلود. ورته مې وويل، چې مارکس سره اشنا يم، خو د يوه ټولنيز عالم او تيوریسن په توګه يې پېژنم؛ نه د يوه انقلابي يا بل کس په توګه. بدخشي ته مې وويل، چې ‌د مارکس، لینین او هیگل افکارو سره اشنا يم. ورته مې کړل، چې په امريکا کې د دوی اثار څیړل کیږي او مطالعه کيږي؛ خو د تيوریسنانو، شنونکو او پوهو خلکو په توګه، له دې څخه د باندې نه. طاهر زما خبرو ته حيران شوی و. ورته مې وويل، چې زما استاد د ټايلنډ او بوديزم په اړه تخصص لري.

ما د منځني ختيځ په اړه هيڅ زده کړې نه لرلې؛ هغوی را ته ويل چې ته وګړ پېژندنه ولوله او زده يې کړه، بیا خپله، خپله مسئله پیدا کوې. په واقعيت کې هم، همداسې وه، زما استادان افریقا پېژندونکي او د سويل ختيزې اسیا متخصصين وو.

شيشه میډیا: طاهر بدخشي چې کله ستاسې خبرې واوريدې، په څه شي حيران شوی و ؟

نظیف شهراني: په دې حيران شوی و، چې امريکايان د مارکس او نورو اثار هم لولي او له مسایلو سره اشنا دي. بدخشي فکر کاوه، چې چې په امريکا کې ممکن خلک مارکس، لینین او هیگل بد وګڼي؛ خو امريکا کې داسې نه وو.

شيشه ميډيا: يانې ايډيالوژيکه قطب بندي يې په ذهن کې وه او داسې يې احساسوله، چې که يو لوری بل دښمن ګڼي؛ نو بيا ېې ټولو شيانو سره دښمني کوي.

نظیف شهراني: ما بدخشي ته وويل، چې امریکا او په ځانګړي ډول پوهنتوني ټولنه يې ، په بشپړه توګه یو بېل او ازاد چاپېريال دی، چې هر څه پکې بحث او څېړل کېږي.

شيشه ميډيا: له دې ټکي وراخوا، چې يادونه مو وکړه، له هغه څخه د ښوونځي په دوران کې څه تصوير په خپل ذهن کې لرئ؟

نظیف شهراني: وګورئ، زه دوه طاهره پېژنم.‌ کله چې موږ تازه کابل ته راغلي وو، هغه په حبيبيه لېسه کې و. هغه وخت دی هغه طاهر و، چې چای ېې نه څښه، چای ېې د بدخشان زيره او لباس ېې بدخشانی تان و. په دې وخت کې ېې هر څه بدخشاني وو. هغه په دې وخت کې يو بشپړ بدخشانی و، اصلآ نه ېې غوښتل چې په باندنیو مسايلو کې کار ولري.

طاهر جان لمونځ ګذاره او صوفي مزاجه ځوان و.

له هغې وروسته طاهر يو بل څوک شو او دا شيان ېې ټول يوې غاړې ته پريښودل. هغه نورې مفکورې پیدا کړې. البته هغه قومي مفکوره لرله او دا یې مطرح کړه، چې موږ په قومي لحاظ له حکومت سره کومې ستونزې لرو.

زه طاهر بدخشي ته واقعاً احترام لرم؛ ځکه هغه ډېر عاقل سړی و، ډېر هوښيار سړی و، ډېر مهم مسايل ېې مطرح کړي وو، ډېر ښه مطالب ېې لیکلي وو، ما یې اثار لوستي؛ خو دا چې له هېواده د باندې وم، ډېرو شيانو ته مې لاسرسی نه درلود. زه ورته درناوی کوم؛ خو فکر مې نه کاوه چې تګلاره ېې د مارکسیزم او چپيانو له لارې افغانستان ته ډېر په ګټه وي.

زه ځینې وخت فکر کوم، چې کاشکې ځایونه بدلېدای، استاد رباني په کیڼ او طاهر په ښي اړخ کې وای. طاهر صوفي مزاجه او لمونځ ګذاره سړی و.‌ که طاهر په اسلامي مسير خپل کارونه مخته وړي وای، ښه به وای. وایم کاشکې طاهر د چپيانو تر سطحي اغېز لاندې هم نه وای راغلی او په لومړنۍ تګلارې ېې خپل مزل‌ کړی وای.

شيشه ميډيا: طاهر هغه مهال دوو بېلابېلو جبهو سره مخ شو: په یوه لوري کې هغه کسان وو، چې خلق ديموکراتيک ګوند یې رامنځته کړی و او کیڼ اړخې مارکسيستي ايډيالوژي يې تعقیبوله. دوی غوښتل، چې د اينټرناسیونالیزیم له لارې د افغانستان ستونزه حل کړي ؛خو طاهر بدخشي ډېر ژر د دوی له ډلې بېلېږي او د ملي ستم مسئله مطرح کوي، چې موخه ېې په افغانستان کې قومي ستم او تبعيض وي. دې مسئلې د خلقیانو له اينټرناسیونالیزیم سره فرق درلود.

بل لوري ته، له هغو اسلام پالو سره مخ و، چې دوی هم په طبيعي ډول نړيوال فکر کاو، اسلام ېې پولې نه لرلې او قومي مسايلو ته ېې ډېره پاملرنه نه کوله. د طاهر بدخشي اغېز ته د یوه وګړ پېژندونکي په توګه، دې پلوه په کومه سترګه ګورئ؟ فکر کوئ، چې د شمال د ازبکانو او تاجیکانو په ټولنو کې ېې د یوه فکر نطفه کیښوده او که داسې احساسوئ، چې نه نور ېې هم پراګنده ګۍ ته لمن ووهله؟

نظیف شهراني: په دې کې هیڅ شک نشته، چې طاهر د شمال د ځوانانو پر لیدلوري او فکر اغېز درلود. هغه د ځوانۍ په لومړيو کې يو ايډيالیسټ سړی و. فکر ېې کاوه، چې په کتابونو کې لوستې چپي مفکوره په ټولنه کې هم د تطبيق وړ ده او هغه خلک چې په يوه متنوع قومي ټولنه کې دي، که له دې مفکورې پیروي وکړي، ستونزې ېې حلېږي.‌ د دې لپاره، ټول باید پر یوې مفکورې تمرکز وکړي، نه پر قومي او ژبنيو مسایلو؛ خو هغه وروسته پوه شو، چې په افغانستان کې له قومي تنوع څخه ناوړه ګټه اخیستل کیږي.‌ په دې ډول، د‌ دې پر ځای چې قومي ستونزه حل شي، لا ډېره شوه. له همدې امله، دوی حتا په کمونيست ګوند کې قومي تعصب درلود.

طاهر ژر پر دې مسايلو پوه شو، هغه دې پایلې ته ورسېد، چې له دې لارې هم د‌ ستونزې د حل لپاره څه نه شي کولای.‌ ده په لومړيو کې فکر کاوه، چې يوه متحجره قومي ډله لکه امین او نور به ملاتړ ورڅخه وکړي؛ خو داسې نه وه.

شيشه ميډيا: په هر حال، که تاسې طاهر بدخشي په ټولنه کې د يوه اغېزناک کس په توګه وينئ، څومره کولای شئ د يوه اغېزناک متفکر مقام ورکړئ؟ هغه څومره د يوه روښانه فکر څښتن ګڼئ؟ آيا په را پاتې اثارو کې ېې تاسې د يوه متفاوت کس نښې وينئ، چې خپل فکرونه ېې په يوه ځانګړي قالب کې خلکو ته وړاندې کړي وي ؟ هغه په نورو ټولنو کې شته متفکرينو او روښانفکرانو سره څنګه پرتله کوئ او د وګړ پېژندونکي په توګه څومره نومرې ورکوئ؟

نظیف شهراني: په خواشينۍ سره، چې د طاهر عمر ډېر لنډ و؛ يانې ژر یې له صحنې څخه حذف کړ.‌ هغه داسې سړی و، چې له تجربو سره ېې کار وکړ، په اولو وختونو کې يې ډېره ارماني را پیل کړه؛ خو وروسته يې له خپلې ايډيالوژۍ څخه لاره بدله کړه.‌ فکر ېې کاوه، چې ممکن يوه فاشيستي ډله له مارکسيستي نطرياتو څخه ابزاري ګټه اخلي؛ په همدې خاطر يې لوری بدل کړ. په بل لوري کې یې فکر کاوه، چې ډېر غير پښتانه به یې غږ واوري ؛ خو روښانه شوه چې په دې ډلو کې هم ډېر فرق موجود نه دی. وروسته چې انقلاب وشو، د کمونيسټي انقلاب په اولو وختونو کې ېې طاهر له منځه یوړه. طاهر په وروستيو کې، خاصتاً چې زندان کې و، فکر کوم لږ- لږ پوه شوی و، چې چپي ايډيالوژي د افغانستان د ستونزې حل لاره نه ده.

شيشه میډیا: تاسې په طاهر بدخشي کې لږ تر لږه د داسې فکري بدلون څه اغېز لیدلی، چې له چپي ايډيالوژۍ څخه تر نهيلي کيدو وروسته بل لوري ته يې پام شوی وي ؟

نظیف شهراني: په خواشينۍ سره، طاهر بدخشي خپلې لیکنې په منظم ډول ونه ويستې. د هغه په اثارو کې دا نظم نشته، چې مثلآ ليکلي ېې وي له کومه ېې پيل کړه، چېرته ورسېد او که یې لاره بدله کړې وي، چېرته، دليل ېې څه و؟ د هغه په اثارو کې دا مسايل نشته.

د‌‌ هغه ځینې افکار د لنډو ليکنو له لارې موږ تر لاسه کړل. ځینې دغه ليکنې ساتل شوي او ځينې نور حتا تر اوسه هم په لفظي او غږيږه توګه په ځینو سایټونو کې شته؛ خو ډېر آثار خپله د هغه د کارونو او تجربو په اړه دي. د هغو کسانو تجربې، چې هغه يې له نیږدې پېژنده او ورسره پاتې شوي دي. زه له بده مرغه ډیر وخت له هېواده بهر وم. له فکري پلوه زما او د طاهر اړیکه ښايي نیږدې وه؛ خو دا غواړم ووايم چې طاهر ته د دین له لارې د روښانتیا لپاره د هڅو ښې بڼې موجودې وې.

شيشه میډیا: د‌ طاهر بدخشي د میراث یوه بله برخه ښایي دا وي، چې هغه لومړنی څوک و، چې د شمال د ازبکانو او تاجیکانو تر منځ یې، په خاص ډول بدخشان کې سازماني کار دود کړ؛ که څه هم پیل ېې له خلق دیموکراتیک ګوند څخه وکړ؛ خو ټول ېې وپوهول، چې له سازمان او تشکیلاتو پرته کار نه شو کولای.

تاسې يې په سازمان ورکولو کې د يوه عمل ګرا په توګه ونډه څنګه وينئ؟ ايا هغه يو ښه ستراتيژيست، پروګرام جوړونکی او سازمان ورکوونکی و؟

نظیف شهراني: ښه، همدا چې هغه پر سازماني کار باور درلود او شاوخوا دوستانو یې دغه کار ته دوام ورکړ؛ دا خپله یو ډېر مثبت کار و؛ خو دا چې شرایطو د نورو مثبتو کارونو اجازه ور نه کړه، دا بله مسئله ده. وګورئ، موږ په هر ډول شرایطو کې، ښايي بريالي شوو يا نه شوو.‌ فکر کوم طاهر له ډېرو لویو ستونزو سره مخ و. هغه ته اجازه ورنه کړل شوه، چې خپل سازمان يوه مناسب ځای ته ورسوي او ښه استفاده ورڅخه وکړي؛ خو لکه څنګه چې تاسې وويل، همدا د سازمان لرلو فکر، خپله رغونکی و.

شيشه ميډيا: تاسې که له يوه منظره وګورئ، د طاهر بدخشي په کچه سياسي او ايډيالوژيک عمل ګرايان، چې د افغانستان د بدلون لپاره ېې کار کاوه، ډېر وو.‌ مثلاً د‌ خلق دیموکراتیک ګوند په دواړو ډلو، شعله يي جاوید او اسلام پالو کې ډېر مطرح خلک وو. پر ټولنې د اغېز له پلوه، طاهر بدخشي له نورو هم نسلانو سره ېې لکه: د اکرم ياري، ببرک کارمل، میر اکبر خیبر، برهان‌الدین رباني و یا د حزب اسلامي د مشرانو په پرتله څنګه وينئ؟

نظیف شهراني: طاهر بدخشي که مثلاً داستاد رباني هومره عمر کړی وای، فکر کوم چې ځای به ېې د افغانستان په تاریخ کې نن په بشپړه توګه بل ډول و. په دې دليل، چې که نن موږ د تبعیض او په اړه خبرې کوو، د دې خبرو بنسټ هغه ايښی دی.

شيشه ميډيا: کله چې د افغانستان د مدني بدلونونو د ودې بهير ته هم ګورو، طاهر بدخشي ډېر عمر نه لري؛ له دې امله چې د افغانستان د سیاسي او فکري حرکتونو لومړنۍ نطفې له ۱۳۴۰ لمريزې لسيزې را پيليږي، يانې ورو- ورو وده کوي تر دې چې د خلق ديموکراتيک ګوند تر کودتا رسيږو او وضعيت بدليږي. يانې دا ټول تر ۱۴ يا ۲۵ کلونو ډېر نه کيږي او نه کيږي چې د دغه پړاو د اغېزناکو شخصيتونو ارزښت پکې وټاکو؛ په هر حال دوی هغه کسان دي چې پر وروسته بدلونونو يې هم اغېز درلود.‌ ډېر د دوی په اړه د الګو ګانو په توګه نوستالوژیکې هيلې لري او وايي کاشکې دوی پاتې وای. لکه تاسې چې د طاهر بدخشي د ډېر عمر هيله لرئ او وايئ که ډېر عمر يې کړی وای ممکن ببرک کارمل يا ښاغلي رباني نه يې ښې الګو ګانې وړاندې کړې وای. تاسې که د يوه وګړ پېژندونکي په توګه تېر ته وګرځئ، احساسوئ چې ۱۳۵۷ او ۱۳۵۸ څخه تر ننه افغانستان په هره برخه کې د يوه ټولنيز – ولسي واقعيت په توګه څومره بدلون کړی، تاسې ته د يوه وګړ پېژندونکي په توګه کوم دغه توپيرونه په زړه پورې دي ؟

نظیف شهراني: وګورئ، د طاهر بدخشي او هم عصرو په وخت کې يې، چې افغانستان کې موږ کومه ستونزه لرله، لږ تر لږه د با تفکره يا داسې ځوانانو د يوی کتلې نه موجوديت و، چې له افکارو سره بلدتيا ولري. داسې کسان چې کولای يې شول منتقد واوسي. د نن ورځې او هغه وخت توپير دا دی، چې نن له متفاوتو افکارو سره د بلدو ځوانانو يوه لويه کتله لرو. دا کسان هر فکر نقدولی شي. د طاهر بدخشي وخت کې نويو افکارو ته لاسرسی ډېر محدود و. مثلاً ټول دغه خلک په انګليسي نه پوهيدل، اکثرو د ايران د حزب توده لخوا ژباړل شوي کتابونه لوستل، دوی حتا په روسیي ژبه نه پوهيدل، وروسته شرايط بدل شول. ډېر یې روسیې ته لاړل او هر څه يې له نیږدې وليدل.

طاهر‌ روسيه نه لیدلې وه، اصلاً له افغانستانه د باندې نه و تللی. که طاهر يو ځل ازبکستان، تاجیکستان، قزاقستان یا مسکو ته تللی وای، ممکن بله دنيا يې ليدلې وای.

په لويو کارونو کې يوه لويه کتله بايد موجوده وي. په يو يا لسو کسانو لوی بدلون نه رامنځته کيږي. هغه يو تحريک د هغه وخت له محدودیتونو سره مخته یوړه. هغه مهال يوه بله مسئله هم وه، هغه کار چې شورويانو وکړ، يو ډېر لوی او تلپاتې کار دی. هیچا هغه مهال فکر نه کاوه چې شوروي به له ۱۹۸۹ څخه وروسته موجوديت نه لري؛ خو د وخت له تېرېدو سره موضوع بدله شوه، کوم شیان چې دوی له کاپيتاليزم څخه زده کړي وو، په بشپړه توګه بدل شول او د بدليدو په حال کې وو.

دوی د کار موندنې، ټولنيزو خدمتونو او نورو مسايلو په اړه په ټولنه کې ډېر شيان خلکو ته بدل کړل. هغه شيان، چې شوروي خپلو خلکو ته ترسره کړل، د نورو هېوادونو د کارونو په پرتله ډېر کم او نا څيزه وو.

ټولنه څومره بدله شوې ده؟

شيشه ميډيا :يوه برخه محدويتونه وو، چې تاسې يې يادونه وکړه. لکه اطلاعاتو ته لاسرسی يا د نړۍ د ښه درک لپاره د افرادو امکانات. اوس له څو څلويښت کلونو وروسته د امکاناتو او اطلاعاتو ته د لاسرسي له پلوه افغانستان څومره بدل شوی او دغو اسانتياوو او امکاناتو د خلکو پر فکر او الګو ګانو اغېز کړی ؟

نظیف شهراني: وګورئ، ټولنې په تېرو څو څلويښت کلونو کې ډیرې نوې تجربې لري، دا زموږ او طاهر جان د ځوانۍ په کلونو کې نه وو، حتا باور يې نه کيده. يوه تحميلي جګړه سبب شوه، چې ډېر افغانان کډوال شي، مخکې دا موضوع ( کډوالي) نه وه. مثلاً په کلو او بانډو کې ډېرخلک له پُشکي پرته د باندې هیچرته نه وو تللي.، پشکی یوه لویه تجربه وه، هغو ته چې ورغلي وو. ما له خپلو ترونو او ماما ګانو څخه په ځلونو د‌ پشکی کيسې اوریدلې وې، چې پلاني صاحب منصب څه وکړل، موږ څه وکړل او داسې نور.

شيشه میډیا: پُشکی کوم ځای و؟ که کومه ولسوالي وه؟

نظیف شهراني: نه نه، عسکرۍ ته تللو ته ېې پشکی ویل. خلک له ۲۰ کلنۍ وروسته په عسکري مکلفيت تلل او دوه کاله عسکري ېې کوله.

شيشه میډیا: پشکی جالب تعبير دی، چې تازه ورسره اشنا کیږو. هدف ېې هماغه دوه کلنه سربازي وه؟

نظیف شهراني: هو، هو! موږ سربازۍ ته پشکی ویل. په بدخشان کې خلک معمولاً د دوو کلونو لپاره په پشکی تلل. له ۱۹۷۸ کال څخه وروسته، چې کمونيستانو کودتا وکړه، شاوخوا اته میلیونه خلک له افغانستان څخه د باندې لاړل، اکثره یې پاکستان او ایران ته ووتل.‌ سربېره پر دې، دوه میلیونه خلک له کلو څخه ښارونو ته راغلل. زما په نظر دا يو ډېر لوی ټولنیز بدلون دی، چې تر هغې وروسته ېې هم دوام وکړ او د ټولنې بېلابېلو کتلو بهرنۍ تجربې ترلاسه کړې. موږ وايوو، چې د افغانستان تر نیمايي زیات نفوس بې ځايه شو، چې دا خپله خلکو ته یوه ډېره لویه تجربه وه. البته بې ځايه کیدل تل مثبتې تجربې نه لري؛ خو ځینې مثبت اړخونه لري.‌ په همدې خاطر،‌ د مهاجرت د دورې تجربه، په ځانګړي ډول د تېرو شلو کلونو تجربه، د افغانستان په تاريخ کې تر بلې هرې دورې ډېره لویه تجربه وه.‌ په دې موده کې تر بل هر وخت ډېر ښوونځي اباد شول. زه منم، چې ستونزې موجودې وې، مثلاً کتاب، ښه ښوونکي او کافي وخت نه و؛ خو بيا هم زموږ یوه ځوان قشر زده کړې وکړې. مدرسې او پوهنتونونه اباد شول؛ هو د استادانو او درسونو کيفيت چې بايد په کومه کچه وای، نه و؛ خو بيا هم د تېر په پرتله، ډېر توپیرونه را منځته شول.

زموږ يو زيات شمېر ځوانان له بورسيو څخه په استفادې سره، د زده کړو لپاره له هېواده د باندې لاړل.‌ مثلآ: هندوستان، پاکستان، ایران او نورو ځايونو ته. زما په نظر، ايران ته زموږ د مهاجرينو تجربه په ځانګړي ډول ډېره رغونکې وه، ځينو يې فرصت درلود چې په ايراني ښوونځيو او پوهنتونونو کې زده کړې وکړي. زموږ ځوانانو له دې فرصت څخه لويه ګټه واخيسته او دا ساده مسايل نه دي. په همدې وجه، موږ د پخوا په پرتله يوه متفاوته ټولنه لرو.

شيشه ميډيا: يو ټکی، چې تاسې يې يادونه وکړه، د زده کړې بحث دی.‌موډرنې زده کړې می هدف دي، چې تر يوې اندازې په ټولنه کې دود شوې دي. د موډرنو زده کړو يو اغېز د دغو زده کړو فرد جوړول دي. د فرد جوړولو تر ټولو لوی تمرين، چې انسانان يې په خپل ورځیني ژوند کې لري، ښايي همدغه زده کړې وي. يو زده کوونکی چې يې له لومړي ټولګي څخه پيلوي، خپله نومرې اخلي، خپله په پوهنتون کې خپلې اړيکې تامينوي، بالاخره په لومړي کس بدليږي او کله چې ټولنه فرد پاله کيږي يا فرديت پکې مطرح کيږي، په طبيعي ډول ټولې هغه اړيکې، چې په تړلې ټولنه کې فرد هيڅ ونډه نه پکې لري، بدلون مومي.

تاسې احساسوئ، چې د زده کړو له لارې ټولنه په فرديت بدليږي، يا يې د خلکو پر ورځینيو الګو ګانو، لکه د تاوتريخوالي په برخه کې څومره اغېز کړی دی؟ کله چې ټولنه فرد پاله کيږي، د افرادو د زيان منلو کچه پکې کميږي او تاوتریخوالی يا يا تريخ چلند، چې تر ډېره ډله ييزه صبغه لري، پر ټولنې حاکميږي. فکر کوئ، چې په افغانستان کې له ۱۳۵۷ لمريز کال څخه تر ۱۴۰۱ لمريز کاله پورې، په دې بريالی شوی چې د تاوتريخوالي کچه را ټيټه کړي يا نه د تاوتريخوالي کچه پورته ختلې ده ؟

نظیف شهراني: له بده مرغه د افغانستان تجربه‌ د نورو ټولنو په پرتله، يوه ځانګړې تجربه ده. زموږ ټولنې په تیرو څو څلويښت کلونو کې له تاوتریخوالي سره ژوند کړی دی. په دې ټولنه کې تاوتریخوالی تل موجود و او موږ هيڅکله له تاوتريخوالي څخه ليرې نه وو. څه په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ او ۲۰۰۰ څخه ۲۰۲۱ کلونو پورې،‌ زموږ ځوانه ټولنه له تاوتريخوالي سره را لويه شوې ده.

هغه کسان، چې زموږ په منګ دي، یوه دور کولای شي د طلايي دورې په نوم ونوموي، خو د ودې او پرمختګ دوره نه؛ هغه دوره يوه زندان ته ورته وه، خو تاوتریخوالی ېې کم و، ځکه زندان کې معمولاً تاوتریخوالی کم وي.‌

اوس موږ هغه دوره د‌ يوې نوستالوژۍ په توګه یادوو او وايوو شاهي دوره ښه وه؛ په داسې حال کې چې هماغه دوره د‌ هېواد د ورپسې پېښو سبب وګرځېد.

سمه ده، چې په سیاسي لحاظ موږ فرد پالونکي يوو، يانې ټول سیاسي مسایل مو د افرادو پر محور څرخي، چې دا په سياست کې يوه لويه بدمرغي ده.‌ موږ تل له افرادو غواړو، چې ستونزې مو حل کړي.

شيشه ميډيا: وبښئ استاد، يو ټکی چې همدلته غواړم مطرح کړم، دا دی چې د نخبه ګانو په کچه موږ کله د فرد پالنې په اړه غږیږو، په واقعيت کې هدف مو موخه فردي امتياز غوښتنه او د قدرت انحصار وي؛ خو کله چې په عامه سطحه د فرديت خبره کوو، په دې مانا ده چې افراد د ښاروندانو په توګه او هر کس د یوه انسان په توګه، باید له خپلو لومړنيو انساني حقونو څخه برخمن وي.

زما په نظر دا دوه فردیته له يو بل سره متفاوت دي. آيا افغاني ټولنه له څلوېښتو کلونو وروسته،‌ داسې پړاو ته رسېدلی چې ښکته خلک د پورته پوړ خلکو پر وړاندې، چې تل ېې د ټولو خلکو په نوم فردي ګټې څارلي، د مقابلې په یوه پړاو کې ودریږي، څو له دې ننګونې واوړي؟

کوم ناورين، چې موږ په ټولنه کې لرو يو جدي پاراډوکس ېې رامنځته کړی: له يوې خوا داسې ټولنه لرو، چې افراد پکې لږ تر لږه خپلو حقونو سره بلد شوي دي، زده کړې ېې کړي، کار ېې کړی؛ خو له بلې خوا داسې افراد لرو، چې په پراخه کچه د نورو لوی حقونه ضایع کوي. آیا د افغانستان ټولنه د توازن دغې اندازې ته رسیدلی، چې وکړای شي له دغه پړاو څخه تیر شي او هغه کسان، چې په ښکته پوړ کې دي وکړای شي د خپلو حقونو له مخې نوی سیاسي نظام رامنځته کړي ؟ داسې نظام، چې د افرادو د حقوقو ملاتړی وي، ښاروندي او بشري حقونو ته پکې درناوی وشي او که داسې احساسوئ، چې په افغاني ټولنه کې دغه ظرفیت د روزنیز بهیر له لارې، چې دوام ېې درلود، تر اوسه نه دی رامنځته شوی؟

نظیف شهراني: شرایط ښه شوي دي؛ خو تر اوسه پورې ايډيال نه دي. وګورئ توپير په نظام کې دی. تر هغې چې نظامونه په سمه توګه عیار نه شي، تاسې ښاروندان نه شئ لرلای. په افغانستان کې ښاروند نشته. موږ تر اوسه هم رعیت يوو او په داسې ډول ژوند کوو، چې د غلامۍ حالت ته ورته دی .‌ بايد ووایم چې په تېرو شلو کلونو کې رامنځته شويو ځینو ازاديو دا احساس رامنځته کړی، چې موږ حقوق لرو؛ ښاروندان شوي یوو؛ په داسې حال کې چې په سياسي لحاظ ښاروندان شوي نه يوو. وګورئ، زموږ ټول سیاسي فرهنګ له فردي واک غوښتې يا داسې افرادو سره تړلی، چې باید پر هر څه واکمن وي. له همدې امله، هیڅکله د خلکو په خدمت کې نه دي. په افغانستان کې قدرت د تل لپاره خلکو سره کوم تړاو نه درلود او له باندې څخه واکمنانو ته سپارل شوی دی. د عبدالرحمن خان له دورې څخه تر ننه پورې، تاسې د دې تجربه‌ نه لرئ، چې د واک خاوندانو، واک له خلکو څخه تر لاسه کړی وي. همیش بهرنيانو پيسې او وسلې ورکړي او دوی د خپلو خلکو پر ضد کارولي او ځانونه یې پر خلکو تپلي دي. دا زموږ د ټولنې اساسي ستونزه ده.

شيشه میډیا: تاسې وينئ، چې موږ له یوې خوا په هېواد کې دننه ځواکمن خلک لرو، چې د فردي قدرت د تمرکز ډېره لېوالتيا لري. له بلې خوا سیمه ییز یا نړیوال قدرتونه هم دا په خپله ګټه بولي، چې همدغه قدرت لرونکي کسان پر خلکو واکمن کړي. په تېرو شلو کلونو کې د رامنځته شوي بدلون له مخې، چې روزنې هم خپله ونډه پکې لرله او اطلاعات هم پراخه شوي دي، دا احساس هم په افرادو کې رامنځته شوی، چې موږ حقونه لرو او ښاروندان يوو. سمه ده، چې موږ د افرادو د حقونو ساتونکی نظام نه لرو؛ خو داسې افراد لرو، چې په خپلو حقونو خبر شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې تېر څلوېښت کاله مخکې موږ دغه افراد نه لرل. څلوېښت کاله مخکې افراد چمتو شوي وو، چې د ايډيالوژۍ لپاره ځانونه قربان کړي، د قوم، دين او مذهب لپاره ځانونه قربان کړي؛ خو چا فردیت ته نه کتل. موږ اوس داسې افراد لرو، چې د حقونو د لرلو احساس لري؛ خو داسې نظام چې دغه حقونه بنسټيز کړای شي، نه لرو. زه غواړم چې د يوه وګړ پېژندونکي په توګه ستاسې نظر په دې اړه ولرم. دا هم که را ته ووايئ، چې پړ خپلو حقونو د خبر شويو عامو خلکو او هغو قدرت لرونکو تر منځ چې لا هم پخوانۍ مفکوره لري او له پخوانيو ابزارو او امکاناتو څخه د خلکو د حقونو د سلبولو لپاره استفاده کوي. د دغو دوو لوريو ترمنځ څومره واټن او توپير موجود دی، دا واټن او توپير په کومه کچه دی او څنګه ترې تیريدلی شوو؟

نظیف شهراني: په خواشينۍ سره چې واټن اوس هم هغومره دی، لکه پخوا چې و. تر اوسه هم چې څوک واک ته رسيږي، د بهرنیانو په پيسو او وسلو دوام کوي. طالبان په دې برخه کې د افغانستان د حکومتولۍ وروستۍ بېلګه کيدای شي، دوی خلکو ته په هیڅ ډول حقونو نه قانع کيږي. زه څو ورځې مخکې په انقره کې، د يوه ډېر متبحر ترکي عالم په دفتر کې وم. ويل يې څو ورځې مخکې د طالبانو د لوړو زده کړو وزير پر همدغې څوکۍ چې تاسې ناست ياست، راسره ناست و.‌د دغه کس برداشت له طالبانو څخه دا و، چې طالبان وايي موږ افغانستان فتح کړی او له دښمن څخه بیرته نیولی دی، افغانستان زموږ غنیمت دی او د غنیمت مال سره، چې سړی هر څه وغواړي کولای شي. هغه وويل: له طالبانو څخه زما دويم برداشت دا دی، چې طالبان افرادو او حقونو ته يې هيڅ اعتنا نه لري، دوی ته د خلکو منل هيڅ ارزښت نه لري. درېيم دا چې طالبان د بدليدو وړ نه دي.

دا شخص چې پروفیسور دوکتور محمد گورمز نوميږي، په ۱۹۹۰ ميلادي کال کې د ترکيې د دیانت رییس و او اوس د ترکیې د اسلامي مطالعاتو د انستیتوت رييس دی. هغه ويل: زه چې کله د ترکیې د دیانت رييس وم، دوی سره مې يو لړ تعاملات لرل. هغوی له هغه وخته تر اوسه هيڅ بدل شوي نه دي. محمد گورمز ویل، موږ لږ هيله من وو، چې طالبان به د تېرو شلو کلونو په اوږدو کې لږ بدل شوي وي، خو هغوی بدتره شوي دي.

شيشه ميډيا: ښه، طالبان هم بالاخره يو ښه مثال کيدای شي، چې ځينې شيان ښيي. کله چې يو واکمن د خلکو د ملاتړ له لارې واک ته نه وي رسيدلی، د خلکو پر وړاندې ځواب ويونکی هم نه دی.

نظیف شهراني: ځواب ويل اصلاً په دې نظام کې مطرح بحث نه دی، په تېرو نظامونو کې هم نه و؛ ځکه په افغانستان کې د واک د رامنځته کیدو عامل تل له ټولنې د باندې و، نه په افغانستان کې دننه.

ملي باور حرکت

شيشه ميډيا:دا ډېر په زړه پورې ټکی دی. موږ د افغانستان د اسلامي جمهوريت او د تېرې شل کلنې واکمنۍ پر مهال داسې واکمنان لرل، چې د بهرنيو قدرتونو له لوري د واکمنۍ لپاره راغلي وو؛ خو دا چې دغو بهرنيو قدرتونو په خپلو هېوادونو کې ارزښتونه لرل، په افغانستان کې ښکېلتیا يې په ټيټه کچه د خلکو د پياوړتيا سبب هم ګرځيده. دوی د اساسي قانون او د افرادو پر ښاروندي ارزښتونو د ټينګار ارزښتونه هم ورسره راوړل. زده کړې په عامه سطحه مطرح شوې، خپلواکه رسنۍ رامنځته شوې، سياسي ګوندونه جوړ شول او قانون معيار وګرځول شو. دا ټول هغه ارزښتونه وو، چې په بهرني تحميل شوي ځواک افغانستان ته راغلل او په پايله کې يې موږ يو شل کلن نسل لرو. د نړيوالو شمېرو پر بنسټ، دغه نسل د افغانستان د نفوسو څه باندې اته شپېته سلنه نفوس جوړوي. دوی تر څلور ویشتو کلونو لږ عمرونه لري، چې ډېر لوی شمېر دی. دوی معمولاً هغه کسان دي، چې د تېرو شلو کلونو په موده کې ېې وده کړې اوس د ټولنې لویه برخه جوړوي. موږ داسې ټولنه لرو، چې د همدغه بهرني تحميلي ځواک له کبله، له خپلو حقونو او ازاديو سره اشنا شوی دی.

اوس بيا د رامنځته شوي بدلون په پایله کې، داسې حکومت رامنځته شوی چې په بشپړه توګه ځان له خلکو او هغو ارزښتونو لېرې بولي، چې د خلکو حقونه سرچينه ورڅخه اخلي. دوی ځان له خلکو او د حقونو له تامینونکو ارزښتونو څخه ېې پردي ګڼي او هیڅ ډول تړاو نه ورسره لري.

داسې ښکاري، چې دغه واټن د پراخیدو په حال کې دی، دا نوې مسئله ده. غواړم تاسې نه وپوښتم، چې د وګړ پېژندنې له نظره آيا دغه پړاو د ودې یو پړاو ګڼلی شوو يا مثبت که منفي بدلون ؟ يو ځل تاسې له بهر سره تړلی نظام لرئ؛ خو يو ځل له يوشمېر ارزښتونو سره، هغه هم چې په ټیټه سطحه اړيکې لرئ. د بدلون او ودې سطحه تدريجي ده او په ارامه ډول مخې ته ځي. د طالبانو له راتلو سره دغه اړيکه پرې شوې ده. تاسې داسې خلک لرئ، چې وده یې کړې او خپل حقونه پېژني؛ خو داسې نظام لرئ، چې خلکو سره هیڅ ډول تړاو نه لري. فکر کوئ، چې دغه رامنځته شوی درز مثبت دی او د ښه بدلون زېری کوي، يا منفي دی او ټولنه يو ځل بيا ټوټې کیدو او انشقاق ته بيايي؟

نظیف شهراني: اول به درته دا ووايم، چې زموږ سياسي فرهنګ پروګرام محوره نه؛ فرد محوره دی. موږ ارزښت محوره نه يوو، موږ تشکیلات محوره نه يوو، هر څه مو افرادو سره تړلي دي، نن که هيبت الله یا بل هر څوک دی، هماغه د ټولنې، خلکو او هر څه په اړه پریکړه کوي.‌ زما د درک له مخې، زموږ اساسي ضرورت دا دی چې باید پروګرام محوره شوو، يو لړ هغه ارزښتونه بايد وپېژنو، چې په حکومتولۍ کې تمکین ورته کیږي.

زموږ ځوانان، چې د ټولنې اته شپیته سلنه نفوس جوړوي؛ د يوه پروګرام پر محور بايد را ټول شي، نه د افرادو پر محور. دغه پروګرام تر اوسه نشته، خو تاسې ته مې د يوه پروګرام نسخه استولې ده. دا لومړنی پروګرام دی، چې موږ د ټولنې د سياسي فرهنګ ستونزو ته په کتو سره وړاندې کړی او د هغه پر بنسټ مو ځينې پړاوونه هم وړانديز کړي او روښانه کړې مو ده، چې څنګه له دغو پړاوونو تېر شوو.

د دغه پروګرام په اړه يوه کيسه درته کوم. ما په تاجيکستان کې د هرات امنیتي کنفرانس کې ونډه لرله، هلته پر ډېرو نورو افرادو سربېره د پاکستان د استخباراتو ( آی ایس آی) رييس اسد درانی چې د طالبانو له نيږدې پلويانو څخه دی، هم موجود و. يوه ورځ فکر کوم، چې له کنفرانس څخه وروسته راته نيږدې راغی او خبرې يې پيل کړې‌. ويل يې تاسې چې افغانستان ته کوم پروګرام درلود، را ته په زړه پورې و. کیدای شي يوه کاپي يې راکړئ؟

ما ویل، ډېر ښه، ور وامې ستوله. هغه يو- دوه ورځې وروسته له پاکستان څخه ايميل را واستوه او ویې لیکل: کاشکې موږ دا پروګرام په پاکستان کې عملي کړای شوو؛ خو ویې ویل جنرالان موږ ته دغه اجازه نه راکوي.

شيشه ميډيا: تاسې په دې پروګرام کې يو مهم ټکی چې لرئ« ملي اعتماد» دی. خپله دا اصطلاح د ډېرو ستونزو حل دی. که وغواړو چي ټولنه انسجام او اعتماد ته ورسوو، يو محوري ټکی بايد پکې موجود وي، چې هغه ته سياسي نظام وايوو. داسې نظام چې په ټولنه کې اعتماد ټينګ او له هغه څخه ملاتړ وکړي. اوس داسې احساسوئ، چې پيغام مو د د بې اعتمادۍ او مطلقه قدرت په ځپلي قشر کې څومره ځای پيدا کوي، چې ورسره دا ملي اعتماد وده وکړي او موږ په واقعي ډول پر دغه اعتماد د ولاړ سياسي نظام د رامنځته کولو پر لور بوځي. مثلاً يو نوی ټولنيز تړون ولرو، چې افراد پکې د افرادو په توګه درناوی ولري او د قوم، مذهب، ژبې او نور مسایل پکې معيار نه وي.‌ په دې اړه څه احساس کوئ، چې د افغانستان په نننۍ ټولنه کې مو پيغام څومره چمتو او مستعد مخاطبان لري ؟

ښاروند له تبع سره فرق لري

نظیف شهراني: د افغانستان په تاريخ کې تر بل هر وخت ډېر مخاطب لري. وګورئ، څه ته چې تاسې اشاره وکړه، کيدای شي د افغانستان په شان څو قومي ټولنه کې د يووالي لامل شي، دا د ښاروندۍ اصلي مفهوم دی، چې نه قومي سياست. په خواشينۍ سره، چې موږ د وخت له تېرېدو سره قومي او هویتي سياستونو ته ډېره پاملرنه وکړه او بهرنیانو هم په دې برخه کې وهڅولو او له ښاروندي حقونو ېې محروم کړو. څه چې زه وړاندیزوم او زموږ دوستان د ملي اعتماد خوځښت کې کار پرې کوي، ښاروندي کول دي. موږ باید له معمولو کلیمو يانې تبع او رعيت والی، چې طالبان هم استفاده ورڅخه کوي، ځانونه لیرې کړو.

زموږ په ټولنه کې تبع يا رعيت والی يوه لويه ستونزه ده. زموږ په ډېر ښه اساسي قانون کې چې لرو يې، د اتباعو د حقونو په نوم يو څپرکی( فصل) دی. ما دا ټکی څو ځلې تکرار کړی دی. په ۲۰۰۴ کې يو ځل استاد نعمت الله شهراني چې د اساسي قانون د تسوید رييس و، زه ېې ځان سره د جمهوري ریاست ماڼۍ ته يوړم او هلته مې په لومړي او وروستي ځل ښاغلي کرزي سره ملاقات وکړ. هغوی ته مې وويل: جناب رییس صاحب، دلته په اساسي قانون کې د اتباعو د اساسي حقونو په نوم يو څپرکی دی، چې په انګليسي کې ډېر جالب نه دی، ځکه څوک چې تبع وي، حق نه لري.

لکه انگلیسي کې چې ووايي «Rights of the Subjects» دا کومه مانا نه لري، د دې پر ځای بايد «Rights of the Citizens» ‌ووايي. دا د ۲۰۰۴ په اساسي قانون کې له انګلیسۍ څخه فارسي ته غلط ژباړل شوی.

شيشه میډیا: تاسې ښه ټکي ته اشاره وکړه. کيدای شي لږ وروسته په همدې اړه تاسې نه بله پوښتنه ولرم؛ خو اوس يوه بله پوښتنه کوم. موږ يو بل کس هم درلود، چې جناب اشرف غني احمدزی نوميده او هغه هم وګړ پېژندونکی و. دی له هغو کسانو څخه و، چې د اتباعو او ښاروند پر مسئلې ېې ډېرې خبرې کولې.‌ د ټاکنو لپاره، چې مو منشور ورته ليکه، ټينګار يې کاوه چې ښاروند کلیمه د ښاريانو لپاره ده او کليوال خلک چې د افغانستان اويا سلنه خلک دي، پکې نه نغاړل کېږي. ورته وويل شول، چې د ښاروند بحث هغسې نه دی، چې تاسې وايئ.‌ ښاروند يانې هغه څوک چې د خپل ښار، کلي او ژوند څښتن دی او داسې فرد دی، چې له ټولو حقونو څخه يې برخمن دی. فرق نه کوي، چې چې څوک په ښار او څوک کلي کې ژوند کوي. اشرف غني په سختۍ ومنله، چې« ښاروند د» کلیمه يې په ټاکنيز منشور کې وي. دليل ېې دا و، چې ویل یې دا کليمه ټولنه تر ډېره ښاري کوي.

څه موده نور، چې د ښاروند کليمې په اړه حساسيتونه وو، تر ډېره یې علت ژبنی و. مخالفانو ېې داسې حس کوله، چې دا کليمه د ايران له ژبې راغلې او موږ نه غواړو، چې د ايران له ژبې څخه څه ولرو.‌د اتباعو کلیمه، په واقعيت کې زموږ د سياسي نظام د مخالفت مفکوره، چې له ښاروندي حقونو سره یې لري، منعکسوه.

په همدې دلیل و، چې موږ د اتباعو حقوق لرل.‌ دا په دې مانا چې تا د خبرو حق درلود، خو ولې خبرې کوې؟ ته د‌ اعتراض حق لرې؛ خو ولې اعتراض وکړې؟ که چا ويل، چې زه ښاروند يم، ورته ويل کیدل چې نه، ته د افغانستان تبع ېې.

غواړم تاسې نه، چې يو وګړ پېژندونکی ياست، دا ټکی په روښانه ډول وپوښتم.‌ دغه ملي اعتماد چې د ښاروندي حقونو پر محور د افغانستان په اوسنۍ ټولنه کې رامنځته کیږي، څومره واقعي مخاطبان ېې پیدا کړي؟ لږ تر لږه که د اعدادو له مخې ېې په پام کې ونيسو، فکر کوئ چې د ۲۰۰۱ او له هغه څخه د مخکې د ۱۹۹۰ او ۱۹۸۰ یا تر هغې د مخکې کلونو په پرتله ګام پر ګام داسې لوري ته نیږدې کيږو، چې لا تړلې ټولنه لرو؛ دا ټولنه اوس څومره د دې استعداد لري، چې د ښاروندي حقونو پر بنسټ ملي اعتماد په کیفي لحاظ ومني؟

نظیف شهراني: ښه شو، چې تاسې د ښاروند کلیمه مطرح کړه، له ولسمشر کرزي سره په بحث کې ما همدا خبره وکړه، چې ولې خپله د « شهروند» کليمې یو معادل نه جوړوئ. ويل: لکه څنګه؟ ما ویل: لکه ایرانیانو چې همدا د « شهروند» کلیمه جوړه کړه. ويل ېې: دا بهرنۍ کلیمه ده، موږ ېې نه غواړو. ما ويل: خو خپله یوه پښتو کليمه ورته جوړه کړئ، خپله یوه نوې کلیمه وګورئ.

د« شهروند» کلیمه ممکن ښار سره يوه اړيکه ولري؛ خو واقعي اړیکه نه ورسره لري. زه واقعاً خواشينی یم، چې اشرف‌غني له ښار او نورو شیانو سره د دې کليمې په تړاو ټینګار کړی. ښاروند داسې کليمه ده، چې د ټولنې په سیاسي مسايلو کې د افرادو د پريکړې حق څرګندوي.

وګورئ دا بدلون کله رامنځته شو. دا بدلون په اروپا کې له وسټ فالیا کنفرانس څخه وروسته، چې يو لوی ټولنیز بدلون و، رامنځته شو. هغه مهال د کليسا روحانیونو ادعا لرله، چې خدای د اروپا د سیاسي نظام د اداره کولو حق ورکړی. هغوی له خدای څخه يوازې د ځان او کليسا لپاره حق غوښت. د امریکا ټولنه په لومړي ځل په ۱۷۷۶ او فرانسې په لومړي ځل په ۱۷۹۸ ميلادي کال کې، چې لوی انقلاب ېې رامنځته شو، وکړای شول له خدای او کلیسا څخه د خپلو پریکړو حق واخلي.

خدای تل خلکو حق ورکړی، دوی دي چې د سياسي او ټولنيزو مسایلو پریکړې وکړي. دا واقعآ د خواشينۍ وړ ده د، چې د ملا هیبت الله غوندې کسان ووايي د پریکړې حق دوی سره دی او خلک پکې حق نه لري.

د حکومت قدرت باید په سيمه یيزه کچه ووېشل شي

شيشه ميډيا: دا يو لوی بنسټيز او پارادایمیک بدلون دی‌، يانې موږ د خلکو او حکومت یوې نوې اړيکې ته ننوځو.

نظیف شهراني: هو، همدا مې غوښتل ووایم، چې اروپا دغه توپير څه باندې دوه سوه کاله مخکې تجربه کړی. هغوی د خلکو د پریکړې کولو حق د يوه سياسي اصل په توګه رامنځته او له سیاست څخه د کلیسا او کشيشانو لاسونه لنډ کړل. دا په تاریخ کې يو لوی لېږد دی، چې موږ ېې په اسلامي ټولنو کې تر ننه نه لرو.

په مسلمانو ټولنو کې په عام ډول لا هم داسې خلک په واک کې دي، د ټولواکۍ ادعا لري او د ټولو خلکو لپاره پریکړې کوي. زه د یوه وګړ پېژندونکي په توګه، چې خپلې ټولنې سره اشنايي لرم، وړانديز مې دا دی چې زموږ ټولنه په سيمه ييزه او ټیټه سطحه، د خلکو حقونو او پريکړو ته درناوی کوي.

هماغسې چې مخکې مې وويل، خلک معمولاً د خپلو ستونزو د حل لپاره هغو خلکو ته مراجعه کوي، چې درناوی ورته کوي. دا خلک سپین ږیري او با تجربه کسان دي.

حکومت په واقعيت کې له بهره پر خلکو تپل شوی، خلک د ليرې والي هڅه ورڅخه کوي. هر کله چې موږ وکړای شوو د سيمه ييزو تصميم نيونو له ‌لويې قاعدې ګټه واخلو او په افغانستان کې د عمودي قدرت يوه قاعده، هغه ته له درناوي سره رامنځته کړو، هغه وخت کولای شوو ښاروندان شوو، له هغې پرته امکان نه لري.

بله دا چې حکومت بايد غیر متمرکز شي او دا کار ډېره لويه ستونزه نه ده، موږ د دې کار عملي بڼه په خپله ټولنه کې لرو. زموږ په کلو، جوماتونو، سيمو او هر ځای کې خلک د خپلې ټولنې لپاره پريکړې کوي. مثلاً پریکړه کوي، چې شپون يې څوک وي، ملا امام يې څوک وي؛ خو حکومت تل د دوی پر وړاندې دريدلی او د ولسي پريکړو اجازه يې نه ده ورکړې. معمولاً دا ويل کيږي، چې هر څه بايد د حکومت له لارې مخته يوړل شي.

د ارواښاد عبدالله نورستاني يوه کيسه به درته وکړم. هغه په پوهنتون کې زما ټولګيوال و. څو کاله مخکې که مو ياد شي نورستان ولايت شو، د هغوی په ولسوالۍ کې يې د ولسوالۍ لپاره يوه ودانۍ جوړه او د ولسوالۍ دفتر يې پکې پرانيست. ولسوال هم هلته لاړ، څو اونۍ تېرې شوې؛ خو هيچا مراجعه ورته نه کوله. خلکو نه خپله دعوه ولسوالۍ ته راوړله او نه بل کار يې ورسره و؛ آخر ولسوال وپوښتل: دلته چې کومه ستونزه او کار نشته، زه ولې دلته پاتې شم؟

ولسوال ته وويل شول، چې نورستان کې ستونزې او دعوې زياتې دي؛ خو ټول د سيمه ييزې شورا له لوري حل و فصل کيږي. ولسوال ويلي وو، چې د سيمه ييزې شورا غړي ورته راولئ. هغوی د ولسوالۍ مرکز ته راغلي وو، ولسوال يوه ښه اوږده وينا ورته کړې او ویلي وو، چې هېواد اوس اباد او ازاد شوی، حکومت درته ولسوالي جوړه کړې، زه مو ولسوال يم، نور مو ستونزې د دولت او ولسوالۍ له لارې حل کړئ. د سيمه ييزې شورا يوه سپين ږيري ورته ويلي وو: ولسوال صاحب! تاسې سم وايئ؛ خو موږ پر تاسې اعتماد نه لرو؛ له همدې امله خلکو درسره خپلې ستونزې نه دي شريکې کړي او په شورا کې يې حل و فصل کوي.

شيشه ميډيا: په هر حال، جناب استاد، په تېرو شلو کلونو کې يو څه چې وشول دا و، چې زموږ هېواد له نوي اساسي قانون او يو لړ نویو ارزښتونو سره چې معرفي مو کړل، له قدرت سره د ټولنې سنتي اړيکه پرې شوه. په تيوريک لحاظ په اساسي قانون کې دا مفکوره پای ته ورسېده، چې ګواکې موږ پاچا لرو، پاچا د خدای سیوری او خلک يې رعيت دي. يا دا چې تاسې روحانيون او داسې مراجع لرئ، چې د خدای له لوري حکم کوي. تر يوې اندازې دا هم خلکو ته وپوهول شوه، چې تاسې نظام او خلک پکې د پريکړو حق لري، ولسمشر ټاکي او خپل استازي انتخابوي.

کله چې دا مسايل مطرح شول، د قدرت د سنتي او نوي مفهوم تر منځ يوه انقطاع رامنځته شوه. په تېرو شلو کلونو کې دغه تمرین دوام وکړ او څو دورې ټاکنې ترسره شوې، چې ډېر اغېز يې درلود. سمه ده، چې ټولنه له فاسد سياسي نظام څخه ناراضه وه؛ خو لږ تر لږه يې د قدرت د درک يو ښه تمرين ورسره وکړ. خلک پوه شول، چې د قدرت د بدلون لپاره يې انتخاب او دا چې قدرت په يوه ځای کې او له يوه کس سره نه وي، کولای شي ونډه ولري. خلکو په لومړي ځل وليدل، چې ولسمشر کرزی يې په خپلو رايو له ارګه د باندې وويست.

یانې اوس خلک له هغه ميکانيزم سره بلد شوي، چې قدرت د ډلو او ځانګړو افرادو له انحصار څخه وباسي. اوس طالبانو په افغانستان کې يوه نوې تجربه رامنځته کړې ده. فکر کوئ، چې دا تجربه په اوسني افغانستان کې، د دغه هېواد واقعیتونو ته په کتو سره افغانستان داسې خطرناک حالت ته يوسي، چې د خلاصون هيڅ لاره يې نه وي، يا داسې احساسوئ چې نه دا به په افغانستان کې د توتالیترو حکومتونو وروستۍ تجربه او موډل وي او دغه هېواد به نور يوې متفاوتې نړۍ ته ننوځي او د افرادو او ښاروندانو حقونه به پکې حاکم بحثونه وي.

نظیف شهراني: دلته غواړم دوه مهم ټکي تاسې سره شریک کړم. يو دا چې سمه ده موږ تر پخوا یو ښه اساسي قانون لرو او د ښه والي دلیل ېې انساني حقونو، ښاروندي حقونو، فردي حقونو او د افرادو جنسيتي حقونو سره تړاو لري. د دغه قانون ستونزه تر اندازې زيات متمرکز والی او قدرت ېې دی؛ په دې برخه کې له شاهي دورې څخه هم وړاندې دی. په دې مانا، چې د افغانستان ولسمشرانو ته ېې د ظاهر خان د ۱۹۶۴ میلادي کال له هغو حقوقو ډېر حقوق ورکړي، چې دغه قانون پاچا ته ورکړي وو.

ستونزه دا ده، چې قانون نه زموږ غوښتنې په عمل کې نه پلي کيږي. له همدې امله په تېرو شلو کلونو کې زموږ غوښتنې تر لاسه نه شوې. لامل دا و، چې ټولې پريکړې يوه کس له خپلو څو نیږدې کسانو سره کولې او دا کس د هېواد ولسمشر و.

د قومي سياست پر ځای ښاروندي سیاست

شيشه ميډيا: دا ټکی مو مخکې ياد کړ، چې د جمهوریت په دوره کې هم موږ په ټولنه کې قومي سياست ته پر ښاروندي سیاست لومړیتوب ورکړ، د بن کنفرانس لویه تشه هم همدغه وه، چې د ټول شموله دیموکراتیک مفکورې قاعده ېې د قومي سياست پر بنسټ تعقيب کړه او ښاروندي سیاست ته پاملرنه ونه شوه.

دا څرګنده ده، چې قومي سياست په طبيعي ډول، د قومي استازیتوب او امتیاز غوښتنو له لارې په یوه ډول د اوسني ناورين سبب شوی دی.

آیا داسې احساسوئ، چې که وکړای شوو اساسي قانون د يوه سند په توګه مبنا وټاکو او اصلاح کړو، د دې اټکل کیدای شي چې خلک د کرزي د توتالیتر او د غني د تمرکز پالونکي حکومت له تجربو وروسته، لږ تر لږه د افغانستان د پارلمان غړي دا درک او د ياد شوي قانون پر محور را ټول او د ټولنيز تړون د یوه سند په توګه کار ورڅخه واخلي؟ دا خبره هم کوم، چې حتا د افغانستان د پارلمان غړي د ولسمشر د قدرت پر وړاندې هیڅ کاره وو او خبره ېې نه اوریدل کیده. تاسې په ټولنه کې دا عامه مفکوره وینئ، چې د قدرت تمرکز که هغه د قوم،‌ مذهب، ايډيالوژۍ يا په بل هر نوم وي، ښه قدرت نه بولي.‌ ټول اوس څه ډېر یا لږ دا درک کوي، چې قدرت باید له خلکو سره وي او يو فرد په اسانۍ سره له هغه چا پوښتنه هم وکړي، چې ده د واک پر ګدۍ کینولی دی. تاسې د يوه وګړ پېژندونکي په توګه فکر کوئ، چې د افغانستان په اساسي قانون کې د دغې ستونزې اصلاح څومره ممکن دی. د افغانستان د نخبه ګانو په سطحه فکر کوئ، چې د يوه کس د نه ټولواکۍ لېوالتيا څومره را منځته شوې ده ؟

نظیف شهراني: د دې پوښتنې ځواب مثبت دی او امکان يې هم موجود دی؛ خو دلته دوه ټکي غواړم ووايم يو، نور هیوادونه او نړيواله ټولنه که له اوسنۍ بڼې سره د افغانستان د حاکم حکومت ملاتړ وکړي، د افغانستان بېچاره خلک د بدلون چانس او طالع نه لري. دويم ټکی چې غواړم ووايم د اسد دراني د خبرو په اړه دی، چې کوم شيان ېې را ته وويل. هغه وويل، چې پاکستان او طالبان د ملي اعتماد د حکومت جوړيدو اجازه نه ورکوي. د هغه په باور دغه حکومت په دوو حالتونو کې رامنځته کیدای شي: يو دا چې مقاومت پياوړی شي او طالبان د طرحې د عملي کیدو لپاره په زوره له واک څخه ليرې کړي. دويم دا چې د ټولنې له منځه يو عمومي پاڅون رامنځته او طالبان نسکور شي. تر هغې وروسته د ملي اعتماد طرحې د عملي کیدو امکان رامنځته کيږي. درېيمه لاره دا ده، چې پاتې ټولنه نړيوال د يوه مطلوب نظام د رامنځته کولو لپاره کلک را ونيسي.

شيشه میډیا: نړیواله حل لاره چې تاسې واياست، ښاغلی درانی یې هم مطرح کوي؛ خو هغه په داخلي بدیل هم ټینګار لري. داخلي بدیل هغه مهال رامنځته کیږي، چې تاسې د خپلې مفکورې په اړه د نخبه ګانو په سطحه هوکړې ته رسیدلي اوسئ، یانې پر دې هوکړه شوې وي چې موږ داسې سياسي نظام رامنځته کوو، چې فرد محوره نه وي او قدرت د خلکو په ګټه ووېشي. اوس غواړم بيا هم وپوښتم فکر کوئ چې د يوه اساسي ضرورت په توګه، حتا نړيوالو ته د قناعت ورکولو لپاره د افغانستان د غیر طالبو سیاسي نخبه ګانو تر منځ دا لېوالتيا پيدا شوې، چې قدرت متمرکز نه وي او د ښاروندانو په ګټه بدلون پکې راشي ؟

نظیف شهراني: موږ تر اوسه دوه ډوله سیاسي مخور لرو: يو، سیاسي ټیکه داران دي، چې یا بهرنیانو رامنځته کړي، یا په هېواد کې دننه رامنځته شوي او د د کرايي حکومتونو په ملتیا ېې کار کړی او ټول خلک ېې پېژني. دوی چې په تېرو شلو کلونو کې د هېواد په ګټه هیڅ نه دي کړي. له همدې کبله، موږ نه باید د دغو خلکو په قانع کولو قانع شوو؛ د دوی قانع کول محال دي.

له ناورین څخه د وتو عملي لاره څه ده؟

شيشه میډیا: شمېر يې ډېر نه دی استاد.‌ تاسې تصور وکړئ دوی هغه کسان دي چې په تېرو شلو کلونو کې يې هم لوړ مدارج او امتیازات لرل، اوس خپله هم پر خپلو اوږو له ايښو بارونو ستړي شوي، نور خطرونه نه مني، په ټولنه کې هم د فاسدو څېرو په توګه مطرح دي. دوی هم په سياسي فساد، هم مالي فساد او هم اخلاقي فساد ککړ وو او نور چېرته ځای نه لري.

له دغه قشر څخه چې تېر شوو، په تېرو شلو کلونو کې زموږ په ټولنه کې د تېرو شلو کلونو پر مهال يو بل نخبه قشر هم و، چې په پراخه کچه ېې د افغانستان بیوروکراتیک او اداري نظام اداره کاوه، په دوی کې ډېر نوي تحصيل کړي خلک شته، چې د هېواد د نظام د اداره کولو مسلکي ليدلوری او صلاحیتونه لري. د دغه قشر تر منځ د تفاهم امکان په کومه سطحه کې وينئ؟

نظیف شهراني: غوښتل مې چې په دې اړه وغږیږم.‌ وګورئ، زموږ دویم قشر ځوانان دي. دا په کار پوه قشر هم له نویو مفاهیمو سره بلد دی او هم د کار تجربه لري؛ خو دوی ته پروګرام ضرور دی. موږ وایوو دا پروګرام په هغه صورت کې عملي کیدای شي، چې موږ د د سولې يو نړيوال کميسيون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا، د اسلامي همکاریو سازمان، اروپايي ټولنې او شانګهای سازمان د استازو په ګډون، چې د نننۍ دوه قطبي نړۍ دوه اړخونه دي، رامنځته کړو. د دوی تر څنګ نړیوال او اسیایي پراختيايي بانکونه هم بايد د دغه کمیسیون غړیتوب ولري.‌

دا چې دغه کمیسیون څومره غړي ولري، د کمیسیون د تصميم نيونکو اړوند دی؛ خو زموږ خوښيږي چې تر څنګ ېې څلور – پینځه افغان متخصصين هم د سلاکارانو په توګه برخه ولرو. دوی به دوې دندې ولري:

يو، دا چې طالبانو او طالباني نظام وپوهوي، چې ټولنه يوه بنسټیز او پراخ بدلون ته پریږدي. زما په نظر دوی کولای شي دغه کار وکړي؛ ځکه چې موږ موږ په دې اړه سابقه لرو.‌ په ۱۹۲۹ میلادي کال کې چې حبیب الله کلکاني حکومت ونیوه، هیچا په رسميت ونه پېژانده او پيسې ېې ورنه کړې، هغه په نهو میاشتو کې ټوله خزانه مصرف کړه او وروسته انګريزانو بل کس د نادر خان په نوم له پيسو او وسلو سره واستوه او هغه قدرت ونیوه.

په اوسنيو شرايطو کې هم ورته مسئله ده؛ خو په يوه توپیر: د يو نيم کال په موده کې هېچا د طالبانو مشروعيت نه دی منلی. دا عینآ د ۱۹۲۹ ميلادي کال په شان وضعیت دی.

دويمه مسئله دا ده، چې امریکایان طالبانو ته د مياشتې د مياشتې څو څلویښت میلیونه ډالره پيسې ورکوي. په دغو پيسو طالبان توانیدلي، چې تر ننه په واک کې پاتې شي.‌

زه وایم که نړیواله ټولنه دې پایلې ته ورسیږي، چې طالبانو ته قناعت ورکړي، څو د دوی غوښتنې ومني، کنه دوه مياشتې چې پيسې ورنه کړي د طالبانو نظام پاشل کیږي.

شيشه میډیا: استاد، تاسې ډېر حساس ټکي ته اشاره وکړه‌. هیله من یم، چې خبرې مو پرې نه شي. موږ غواړو یوه ورکه شوې حلقه، چې په ټولو سناریو ګانو کې شته، په نښه کړو. که نړیواله ټولنه وغواړي په افغانستان کې مداخله وکړي، ښه بېلګه ېې د تېرو شلو کلونو مخکې ده، چې هم ېې سياسي، هم ېې پوځي او هم ېې اقتصادي مداخله لرله. سره له دې ، چې د دغه ماموريت لوی پیټی د امريکا متحده ايالاتو پر اوږې و، خو په مشخص ډول یو هېواد هم ډېر تورن نه و. اوس که موږ بیا له نړیوالې ټولنې غواړو چې په افغانستان کې مداخله وکړي، طبعاً به وايي چې تر کله ؟ د څه لپاره؟ تاسې باید اجماع لږ تر لږه له همدې ساده ټکي چې اشاره ورته کوئ، پيدا او قدرت باید یوازې د ښاروندانو په ګټه وي؛ نه د قومي ټیکه دارانو په ګټه. فکر کوئ، چې د دغې مسئلې لپاره څومره فضا برابره ده او څومره کار کیدای شي ؟

نظیف شهراني: دا کار اسانه نه دی؛ خو ناشونی هم نه دی.‌ وګورئ دويمه دنده چې زه يې د افغانستان لپاره د سولې نړيوال کميسيون لپاره وړانديزوم دا دی، چې د افغانستان د سولې يوه ملي کمېټه هم جوړه کړي.‌ زما په نظر که دا کمېټه ممکنه وي، چې جوړه کړو، ډېره به ښه شي.

پر دې ټکي غواړم ټينګار وکړم، چې د افغانستان د سولې کمېټه دې بهرنیان نه ټاکي؛ بلکې د افغانستان خلکو ته دې مراجعه وشي. په دې کمېټه کې د غړيتوب لپاره دې د هر ولايت د نفوسو په نظر کې نيولو سره څو تنه نوماندان کړي، دغه راز له افغانستان څخه د باندې خلک چې په پاکستان، ايران، ترکيه، اروپا او امريکا کې دي، خپل استازي دې وټاکي. دا په دې مانا ده، چې موږ په لومړي ځل پريکړه خلکو ته پریږدو.

شيشه ميډيا: په دې کمېټه کې د خلکو د استازو د معرفي کولو ميکانيزم څنګه دی ؟

نظیف شهراني: دا نړيوال کمیسیون مشخصولی شي، چې کومه لاره غوره ده؛ خو ولايتونه باید د پريکړې حق ولري. هغوی کولای شي دا کار په ولايتونو او ولسواليو کې وکړي.

شيشه ميډيا: اوس ټول ولايتونه د طالبانو په کنټرول کې دي او طبيعي ده، چې د داسې کار اجازه نه ورکوي.

نظیف شهراني: وګورئ، ما مخکې وويل چې طالب ته بايد د دې مسئلې لپاره قناعت ورکړي، چې د نړيوال کميسيون ملاتړ وکړي او ياد شوی کميسيون په هېواد کې خپلې چارې ترسره کړای شي؛ له دې پرته هيڅ کار نه شي کيدای. ما وويل، چې لومړنی شرط له طالبانو سره د کميسيون همغږي او دويم شرط دا دی، چې د سولې ملي کمېټه رامنځته شي. د دې بهير تخنيکي چارې د سولې نړيوال کميسيون د افغانستان پېژندونکو متخصصينو په مشوره سمبالولی شي.

کله چې دغه نوماندان راځي، که هر څومره کسان دي، نړيوال کمیسیون باید دوی وارزوي، چې په منځ کې ېې غله او فاسد کسان نه وي. ‌موږ په طرحه کې په بشپړ ډول روښانه کړې، چې د طالبانو په ګډون له ګوندونو، ډلو او پخوانيو بنسټونو څخه څه ډول خلک باید په دې کمېټه کې غړیتوب ونه لري. دا د نړیوال کمیسیون دنده ده، چې په دې اړه لازمې څېړنې وکړي. دا کمېټه له جوړیدو وروسته دنده لري، چې د پینځو کلونو لپاره ملي پراخ بنسټه حکومت رامنځته کړي.

دوی دنده نه لري، چې افراد د ولسمشر، وزیرانو او نورو دولتي چارواکو په توګه وټاکي. دوی باید په هېواد کې دننه او بهر خلکو ته مراجعه او داسې کسان نوماندان کړي ، چې د مهمو دندو د سرته رسولو وړتيا ولري. دا کسان باید د سولې د ملي کمېټې لخوا وارزول شي، چې کوم ناکاره کس ېې منځ ته لاره نه وي کړې. د دوی له لوري جوړیدونکی حکومت هم بايد پراخ بنسټه او مسلکي وي. د حکومت د مسوولانو په توګه ټاکل کېدونکي کسان څو دندې لري:

د دوی لومړنۍ دنده دا ده، چې د حکومت په اداره کې ېې باید د طالبانو له ممکنه غړیتوب سره، دغه حکومت غیر طالباني وي. د موقت حکومت د مسوولانو دويمه دنده د ۲۰۰۴ د اساسي قانون تعدیل دی، چې بايد غیر متمرکز بڼې ته واړول شي. موږ په دې اړه تفصيلي وړاندیزونه هم لرو، چې څنګه باید د اساسي قانون له لارې د هېواد سیاسي او اداري نظام غیر متمرکز شي. دغه راز د مرکزي حکومت دندې د سیمه ییزو حکومتونو له دندو جلا، خو دواړه بیرته سره همکاران وي.

زموږ حکومتونو معمولا هم قانون جوړ کړی، هم یې تطبيق کړی او هم ېې قانون تفتیش کړی دی. موږ وایو نوی حکومت دې ملي قانون جوړ کړي ؛ خو دغه قانون دې د منتخبو سیمه ییزو حکومتونو له لوري تطبيق شي. له دې سره دې، د قانون تفتیش د مرکزي حکومت صلاحیت وي.

کله، چې په یوه سیمه کې ځینې کسان له قانون څخه سرغړونه کوي، مرکزي حکومت به یې له سیمه ییزو خلکو سره یو ځای څارنه کنټرول کوي. درېیمه مسئله د نوي اساسي قانون پر بنسټ، د ټاکنو د نوي قانون جوړول دي. نوی حکومت به غیر متمرکز وي او په پینځه کلن موقت حکومت کې د ټاکنو د جوړ شوي قانون له مخې به، نوی منتخب حکومت رامنځته کیږي.‌ کله، چې نوی حکومت رامنځته کیږي، دا شرط پرې حتمي دی چې ټول لوړ پوړي غړي به ېې په راتلونکي حکومت کې نه د ټاکنو او نه د ګمارنو له لارې برخه اخلي.

دا د دې لپاره چې نه غواړو په موقت حکومت کې کارکوونکي کسان، د ځان لپاره کار وکړي.

دا زموږ درې پړاويزه وړانديزونه دي.

شیشه‌ میډیا: د دې لپاره، چې دا خبرې په لا عملي ډول ووينو، بيا هم په شيشه ميډيا کې د خپلو نورمونو له مخې پر دې تمرکز کوو، چې د افغانستان خلک له ذهني پلوه څومره داسې څه ته چمتو دي.‌ پوښتنه دا ده، چې موږ څنګه کولای شوو په دې اړه د سیاسي نخبه ګانو تر منځ يوه اجماع رامنځته او پر دې اساسي ټکي ټينګار ولرو، چې د یوې ډلې، فرد يا بل هر لوري په ګټه د قدرت د تمرکز دور نور پای ته رسیدلی دی.

موږ د قدرت پر تمرکز نه باید د قوم، نه د مذهب او نه کومې ايډيالوژۍ په نوم کلک شوو.

داسې جوړښت رامنځته کړو، چې ښاروندان پکې د افرادو په نوم له لومړنيو او انساني حقونو څخه برخمن وي. د ژوند او کرامت حق ېې خوندي وي، د ازادۍ حق یې خوندي وي، څو يو انسان د خپل شخصي چلند له امله د ښار منځ کې ونه پوښتل شي او سپک نه کړل شي. دا د یوه انسان لږ تر لږه غوښتنې دي، چې لرلای یې شي.‌

که موږ دغه اجماع د خپلې ټولنې د سیاسي او فکري نخبه ګانو تر منځ رامنځته کړو، په طبيعي ډول به پر نړیوالې ټولنې او سیمه ییزو قدرتونو سياسي اغېزې ولري.‌

اوس له عملي پلوه، طالبان پر داسې لوري روان دي، چې خلکو سره ېې په طبيعي ډول واټن زياتيږي.‌ هغه ځانګړنې چې اسد دراني تاسې ته ويلي په طالبانو کې لیدل کیږي، په دې مانا دي، چې دغه نظام نه اصلاح کیږي، نه د طالب ايډيالوژي اصلاح کیږي؛ نه ېې سياسي لیدلوری او جوړښت. کله، چې هیڅ نه اصلاح کیږي، له خلکو سره ېې واټن په طبيعي ډول زیاتیږي.‌ کله، چې د طالبانو او خلکو تر منځ واټن تر پخوا زیاتیږي، په ټولنه کې د طالبانو پر وړاندې د خلکو د عمومي پاڅون استعداد هم زياتيږي. سيمه یيزه بېلګه ېې پاکستان هم دی. پاکستان اوس په داسې وضعیت کې را ګېر دی، چې له یوې خوا یې په افغانستان کې طالبانو ته حکومت ګټلی؛ خو له بلی خوا طالبانو خپله د پاکستان لپاره امارت راوستی، چې دا بیا خپله لویه ستونزه ده.

اسد درانی هم کله چې احساسوي پاکستان په داسې ناورین کې ګېر دی، دلیل ېې دا دی، چې دوی طالبان د ځان لپاره د ملاتړي او پشتيوانې او د افغانستان د کنټرولولو لپاره وکارول.‌ دغه سياست اوس برعکس خپله د دوی پر لور ور ګرځي.

اوس د پاکستان غوندې قدرتونو يوه برخه نړیوال لابي ګران بايد پر دې وغږیږي، چې يو ديموکراتيک، با ثباته او ارام افغانستان نه يوازې خپله افغانانو؛ بلکې ټولې سیمې ته په ګټه دی. يو بې ثباته افغانستان د سیمې وضعیت له هره پلوه خرابوي.

د دې کار لپاره تاسې بيا هم افغاني ټولنې ته اړتيا لرئ. دا پيغام، د یوه فرد پیغام نه دی. تاسې ناچاره ياست، چې د افغانستان د نخبه ګانو تر منځ يوې اجماع ته ورسیږئ، څو دغه پیغام نړۍ، سیمه ییزو قدرتونو او په خاص ډول پاکستان ته ورسول شي.

د دې لپاره، چې دغه ډيالوګ او خبرې عامې شي او له عامو روایتونو وراخوا له قومي، مذهبي، ژبنيو او ايډيالوژيکو پوښونو بهر او په يوه سياسي- انساني اړين بحث بدل شي، په اوس وخت کې ستاسې ستراتيژي څه ده؟

نظیف شهراني: موږ هيله من یوو، چې په نیږدې راتلونکي کې د ملي اعتماد حرکت پروګرام اعلان او مخکتنه يې وشي.‌ زموږ اساسي وړاندیز به ځوانانو ته وي، چې د ټولنې اته شپیته سلنه قشر جوړوي او ډېر ځوریدلي دي.‌ د‌ ځوانانو فکرونه، زموږ له فکر سره توپیر لري.‌ هغوی تاریخي عقدې نه لري يا یې په کمه اندازه لري.‌ دا پروګرام دوی ته وړاندې کوو، چې د پخوا په شان نور په افرادو پسې لاړ نه شي. هغوی دې ځانونه د دغه موږ به د دوی د انسجام په لټه نه يوو، هغوی خپله بايد منسجم شي، څو موږ د يوې ځوانانو د انسجام يوه پراخه قاعده ځان سره ولرو. زموږ دنده دا ده، چې له دغه جوړښت څخه يو عمودي تشکیلات رامنځته کړو، چې د طالبانو بدیل سياسي ادرس وي.

شيشه ميډيا: دا پوښتنه چې اوس کوم د ځوابولو او نه ځوابولو پوره واک ېې لرئ. که غواړئ په ملي اعتماد حرکت کې د خپلو ځینو ملګرو نومونه واخلئ، چې ستاسې فکر کوئ په ټولنه کې یې د نوم اخيستو پیغام هيله بښونکی دی. دوی ویلی شئ، چې څوک دي؟

نظیف شهراني: ځینې یې دوستانو لیدلي او نومونه ېې روښانه دي؛ خو يو شمېر نور خلک هم باید را وبولو. کومو کسانو چې پروګرام لوستی، ملاتړ یې ترې کړی؛ خو ځینې خبرې ېې لرلې. غواړو يوه اونۍ يا لس ورځې نور هم په تمه پاتې شوو، چې د پروګرام په مخکتنه کې را څرګند ووايي چې د‌ پروګرام پلوي او ملاتړ کوي. دوی به له نورو ځوانانو هم وغواړي، چې د پروګرام ملاتړ اعلان کړي. دا ملاتړ به د پروګرام ملاتړ وي؛ نه زما؛ ځکه زما نه خوښیږي چې د پروګرام محور واوسم. زه غواړم د هر څه محور خپله پروګرام وي او موږ ېې شاوخوا ته خپل هېواد وال د پروګرام ملاتړ ته را وبولو. که موږ وکړای شوو خلک د دغه پروګرام پلوۍ او ملاتړ ته منسجم کړو، فکر کوم چې دا به مو په هېواد کې د ښاروند محورۍ پر لور لومړنی ګام وي.

شيشه ميډيا: غواړم زموږ خبرې همدلته پای ته ورسوو. وروستی پیغام مو موږ ته هيله بښونکی، خو خپله تاسې ته يوه لويه ننګونه ده. تاسې يوه نوې طرحه وړاندې کوئ، هيله من يم چې دغه نوې طرحه پر ټولنه اغېزې ولري. موږ به تاسې سره نورې ډیرې خبرې هم ولرو؛ خو د يوه وګړ پېژندونکي په توګه له تاسې غواړم، چې د افغانستان په دغه تياره وضعيت کې، چې له بده مرغه هیله تقريبا له منځه تللې ده او خلک فکر کوي، چې د ژغورنې یوازینۍ لاره له افغانستان څخه د فزيکي جغرافيې بدلون دی. تاسې د يوه وګړ پېژندونکي په توګه، که وغواړئ دغه وضعیت له خپلې طرحې سره چې اوس ېې د ملي اعتماد د حرکت په چوکاټ کې لرئ، بدل کړئ او ټولنې ته يوه هیله وړاندې کړئ، ستاسې هیله او هيله بښونکی پیغام به ټولنې ته څه وي؟ تاسې ټولنې ته څه ويل لرئ؟

نظیف شهراني: تر ټولو مهمه خبره، چې موږ کولای شوو خلکو سره شریک کړو، دا ده چې زموږ ټولنه د عبدالرحمن خان له دورې تر اوسه،‌ د قومیت له مخې درجه بندي شوې ده؛ دا کار حتا تر قومیت نه په کوچنيو معيارونو هم شوی. عبدالرحمن خان ویلي وو چې اول یې د خپل که خاندان حق دی، بيا د سردارانو، وروسته د درانيو او هغوی نه وروسته د غلجیو. دا هم ویل شوي وو، چې دوی نه وروسته تاجیکان، ترکان او ورپسې هزاره ګان حق لري. هغه شرايط نور بدل شوي، ازبکان د دغې ډلبندۍ په وروستي پوړ کې دي او هزاره ګان يوه درجه پورته تللي دي. موږ وايوو، چې ټولنې ته له تېرو نظامونو څخه له پاتې بلا بايد نوړ خلاص شوو. د دغه خلاصون یوازینۍ لاره ښاروند کیدل دي. په دې مانا، چې هر څوک، په خپله سيمه کې خپل ولسوال او حتا د جومات ملا باید خپله وټاکي. ورپسې د خپلې ولسوالۍ شورا، په نهایت کې والي، ولایتي شورا، د پارلمان استازي او ولسمشر باید وټاکي او د ګومارنو له مسلکي کمېټو او کميسيونونو پرته هیڅوک د دولتي ادارو اړوندو ګومارنو کې، هم په مرکزي او هم سیمه يیزه کچه مداخله ونه کړي.

زموږ په ټولنه کې، دا دومره موده يوه لویه ستونزه دا وه، چې د ګومارنو حق له قدرت لرونکو خلکو سره و. دوی په ګومارنو کې خپلوانو، ملګرو او دوستانو ته ېې لومړیتوب ورکاه او دوی نه وروسته ېې نور خلک په پيسو پر څوکيو ګمارل. د‌ رشوت تر څنګ واسطه بازۍ هم دوی ته مهمې وې.

په افغانستان کې همدا مسایل د فساد او تبعیض سبب شول، د قوميت د سياسي کیدو او د سیاست د قومي کیدو سبب هم شول. نور باید د غیر متمرکز منتخب سیاسي نظام په چوکاټ کې، د ګومارنې د مسلکي کمېټو له لوري اړوند متخصصين په ازاد رقابت وګمارل شي.

د عدليې اداره هم باید ورته خپلمنځي کميسيون ولري. موږ که دغسې مسلکي ګومارنې وکړو، ښاروندان کيږو؛ هغه که پښتانه، هزاره، ازبک، تاجیک یا هر څوک یوو، په ټولنه کې عین حقوق لرو او دغه حقونه په یوه ډول د خپلې سیمې حکومت د ادارې په اړه لرو.

په دې ډول طبقاتي مسایل نور له منځه ځي او قشر پالنه له منځه ځي. اوس د طالبانو په اداره کې وينئ، چې ټول د ملا او مولوي قشر حاکم دی او يوازې همدوی حکومت کوي. دا يوې ټولنې ته د منلو نه دی، دا کار پخوا هم د نه منلو و.

له دې امله، زموږ هیله مندي دا ده چې دوی په پریکړو کې د خلکو حق ومني. که موږ وکړای شوو، په ټولنه کې ټولو ته د پریکړو حق رامنځته کړو، فکر کوم چې د ټولو ستونزو اصلي حل به مو موندلی وي. موږ د دې امکان لرو، چې که نړیوال هم ورته وهڅوو، چې يو ځل بيا له افغانانو سره مرسته وکړي، څو خپل پروګرام عملي کړي. دوی ته ووایو، چې پر موږ د حاکمانو په اړه پریکړه مه کوئ، دا ځل خلک پریکړه کوي. تاسې موږ سره مرسته وکړئ، دا مرسته به زموږ د هېواد، سیمې او نړۍ په ګټه وي.

شيشه میډیا: استاد، مننه له تاسې، ستړي مه شئ.

نظیف شهراني: سلامت اوسئ.

Share via
Copy link