Image

فکري ننګونه چې د طالبانو له خوا رامنځته شوې

شیشه: ښاغلی ډاکټر احمدي، خوښ یو چې په دې خپرونه کې له تاسو سره یو. نن د اګست ۱۵مه نیټه ده؛ هغه ورځ چې طالبان کابل ته را ننوتل. له دې مهاله تراوسه یو کال تیر شو. غواړم مخاطبانو ته خپل احساس ووایئ. تاسو په ذهن کې له دې ورځې کوم تصویر لرئ؟

احمدي: بسم الله الرحمن الرحیم.

ستاسو ددې خپرونې لیدونکو، کتونکو او اوریدونکو ته سلام او درناوی. زما احساس هماغه احساس دی چې تیر کال د کابل د سقوط په شپو و ورځو کې په مجازي فضا او خواله رسنیو کې په یوه ترانه سره بیانیده ویل یې: «شب های بې‌ترانه، نمانه، نمانه» او ددې ترانې بله نعره داسې وه «بی مهری زمانه، نمانه، نمانه» دا سندره زما احساس ښه بیانولی شي.

زما دویم احساس ماته ده؛ دا پيښه په حقیقت کې یو درنه او تاریخي ماته وه، چې د افغانستان خلک او راتلونکی بشري ځواک چې په افغانستان کې د بنسټیز تحول غوښتونکي وو او دي، له دغې ماتې سره مخ شول.

شیشه: ښاغلی ډاکټر صیب، ستاسو له انده، د تیر یو کال په ترڅ کې، د طالبانو پر وړاندې چې کوم غبرګون موږ کتلی دی، څه ډول غبرګون دی؟ موخه مې هغه عکس العملونه دي چې په عمومي توګه مو په ټولنه کې درلودل، دغه شان هغه غبرګونونه چې د ټولنې له ځانګړي فرهنګي او مدني پاړکي څخه مو درلودل، هغه غبرګونونه چې په نړیواله کچه مو درلودل؟ دا عکس العملونه تاسو څنګه ارزوئ؟

احمدي: په داخلي کچه غبرګونونه هغه که د افغانستان د سیاسي ډلو او قومونو یا نخبه قشر له لوري او یا خپله د طالبانو له لوري وو، تر هغې کچې چې ویره یې موجوده وه، په هغه کچه سخت او شدید نه وو. یعنې د دواړو لوریو له خوا د مخاصمې او تخاصم شدت، په هغه بڼه چې ویره یې موجوده وه، نه وو. له دې اړخه موږ د مثبت بدلون شاهدان وو. دا لومړۍ خبره ده، چې غوښتل مې تاسو سره یې شریکه کړم.

دویم ټکی چې باید پام ورته وکړو دادی چې د افغانستان سیاسي قشر او د قومونو سیاسي جریانونه، په کلي توګه اوس هم په جمهوري یا ولسواکه فضا کې ژوند کوو. په دې مانا، لاتراوسه هم د ماتې له شاک څخه نه یو راوتلي او داسې انګیرو چې تراوسه په ولسواکه فضا او د ولسواکو سیالیو په پير کې ژوند کوو. له همدې کبله، ډیری هغه نقدونه چې دغه سیاسي قشر یې کوي، د تیر مهال په نقد کې دي. لکه یو سیال یو بل نقد کوو، تیر مهال نقد کوو. تیر مهال هم په دې موخه نه نقد کوو چې د ماتې اصلي لامل په ګوته کړو، بلکې په دې موخه چې له یو بل څخه مو بد راځي. تر ډیره پورې یو بل ته په پیغراندیو او پيغورونو باندې بوخت یو، پرته له دې چې د قضیې ژورو ته پام وکړو چې  د ماتې اصلي لامل څه و او په دې تیرو شلو کلونو کې څه پیښ شول چې بالاخره موږ ونشو کولی له یو تاریخي موقع څخه په سمه ګټه واخلو.

دریم ټکی دادی چې د همدې فضا تر اغیز لاندې، لا تراوسه د افغانستان سیاسي او مدني بشري ځواک، نه دی توانیدلی چې خپل ځان راپیدا کړي. یعنې دوی نه دي توانیدلي چې له وضعیت څخه یو روښانه درک ترلاسه کړي او تراوسه د یو سم مبارزاتي موقف د نیولو جوګه نه دي شوي. لا تراوسه موږ نه پوهیږو چې څه وکړو؟ زموږ څه له لاسه کیږي؟ تراوسه نه یو توانیدلي چې دغه پوښتنې ځواب کړو او تر ډيره ویلی شو چې حتی ددې مسایلو په اړه مو لا فکر نه دی کړی. لا تراوسه زموږ ډيری دا فکر کوو چې د بدلون بنسټیزه لاره په بهر کې ده، یعنې که بهرني یا د سیمې هیوادونه تصمیم ونیسي کولی شي چې د افغانستان برخلیک بدل  کړي. له بده مرغه دا فکر تراوسه شته دی.

تراوسه موږ دغه مشترک فکر ته نه یو رسیدلي چې د بدلون اساسي مټه د خلکو په تصمیم او نظرونو کې پرته ده. په تیرو شلو کلونو کې زموږ د ماتې اساسي ټکی هم همدغه و چې موږ خپله تصمیم نه نیولو. فکر مو کاوه چې نورو راته تصمیم نیولی دی او دوی د خپل تصمیم مسوول دي او تر پایه به له موږ څخه ملاتړ هم کوي. له همدې کبله موږ ماته وخوړله. لا تراوسه په هماغه ډول فکر کوو. تراوسه په دې برخه کې زموږ په فکر کې یو بنسټیز بدلون نه دی رامنځته شوی.

د نړیوالې ټولنې او نورو هیوادونو په اړه هم ویلی شو چې د طالبانو په اړه یې فکر، د تیرو یوویشتو کلونو په پرتله ډیر بدلون کړی دی. پر دې سربیره چې طالبان تراوسه په رسمیت نه دي پيژندل شوي، خو په حقیقت کې د طالبانو په اړه د دوی فکر ډير بدلون او تفاوت کړی دی. اوس طالبان د یوې نړیوالې ترهګرې ډلې په توګه نه پيژندل کیږي، بلکه تر یوه بریده یوه مسووله ډله پيژندل شوې ده او نړۍ هم په په مستقیم یا غیرمستقیمه توګه، یا د اړتیا او یا د مجبورۍ له کبله، که په هره بڼه ده له طالبانو سره تعامل کوي. د سیمې له هیوادونو څخه هم، حتی هغه هیوادونه چې په تیره دوره کې د طالبانو پر ضد موقف یې درلود او د مقاومت له جبهې څخه یې په ټینګه ملاتړ کاوه، اوس یې خپل دریځ په پراخه کچه بدل کړی دی. نو ویلی شو چې په پراخه کچه د طالبانو پر وړاندې د نړۍ دیدګاه بدله شوې ده.

شیشه: ښاغلی ډاکټر صاحب، که له طالبانو راوروسته مهال ته وګورو، په ځانګړې توګه د ټولنې کوم اقشار ډیر زیانمن دي؟ هغه اقشار چې ددغه بدلون له کبله یې ډير زیان ګاللی دی، ستاسو له نظره په څه وضعیت کې دي؟ ددغو اقشارو لپاره په اوږد مهال کې څه فکر کوې چې وضعیت به یې څنګه وي؟ د ساري په توګه، که دا وضعیت یو دوه یا درې کاله دوام ومومي، ددغو زیانمنو شویو اقشارو لپاره وضعیت څنګه ارزوئ؟

احمدي: زه داسې انګیرم چې د افغانستان ډيری ټولنیز طبقات له دې بدلون څخه سخت زیانمن شول. په حقیقت کې ټولو په لوړه کچه زیان لیدلی دی.

لومړی، د افغانستان عام ولس.

عام ولس کار ته اړتیا لري، د خپلو اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره اړ دي؛ اساسي اړتیاوې لکه خواړه، جامې، کور او امنیت. په دې برخه کې، د راپورونو پر بنسټ، د افغانستان د ټول نفوس څخه، د ۲۵ میلیونو په شاوخوا کې خلک غذليي مرستو ته اړ دي؛ یعنې د خپل ژوند د لومړنیو اړتیاوو تامین کې دوی محتاج دي. نو، د افغانستان ولس ډير زیانمن شو. ولې زیانمن شو؟ ځکه چې کار ته لاسرسی نه لري، کاري فرصتونه یې له لاسه وتلي دي. د افغانستان د اقتصاد په له منځه تلو سره، د افغانستان ډیری خلکو خپل کاري فرصتونه او کارونه له لاسه ورکړي دي. له دې کبله، ویلی شو چې عامه خلکو په لوړه کچه زیان لیدلی دی.

دویم، د افغانستان ښځې.

ښځې، د ټولنې له صحنې، کار ته له لاسرسي او حتی له زده‌کړو څخه بې برخې کړل شوې دي. هغه نجونې چې نن ښوونځي ته نه ځي، دوی په حقیقت کې یو نسل دی چې د زده‌کړو فرصت له لاسه ورکوي. تاسو فکر وکړی، یو نسل د زده‌کړو فرصت له لاسه ورکوي. د تیر یو کال په ترڅ کې، څومره شمیر نجونو برخلیک چې کولی یې شوای یوه متفاوته راتلونکې ولري، له دې اړخ څخه په بل اړخ شول. د ساري په توګه، د دغو نجونو ډیری شمیر یې له اجباري ودونو یا تر وخت مخکې واده سره مخ شولې. ناخواسته یې ودونه وکړل. نه یې غوښتل چې واده وکړي. په فکر کې یې دا وه چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، درس ووایي او ولاړې شي ترڅو ښه راتلونکې ولري، خو د حکومت د رسمي فشارونو او د یو شمیر نورو لاملونو له کبله، لکه اقتصادي او ټولنیز فشارونه، اړویستل شوې چې ودونه وکړي. په پایله کې، ژوند په پوره توګه کښته او پورته شو. که دې هر یوه ته په دقیقه توګه پام وکړو، ګورو چې په حقیقت کې د انسانانو برخلیک څومره په یوه ژوره کنده کې بند پاتې دی؛ او څومره دا برخلیک په تورتم او ستړي حالت کې پاتې دی.

دریم، فرهنګیان او سندرغاړي.

فرهنګیان او د سندرو مینه‌وال په کلي توګه د افغانستان له ټولنې محوه شول. زده کړې یې، پوهنتون یې، ښوونځی یې، ټول هغه څه چې تر موسیقۍ پورې اړه لري، په افغانستان کې حذف شول. هغو کسانو چې په دې برخه کې یې کار کړی و، تجربه یې درلوده او د ژوند شتمني یې په دې برخه کې لګولې وه، دا ټول د افغانستان د فرهنګ او ادبیاتو له صحنې څخه حذف شول.

څلورم، د افغانستان زده‌کړی پاړکی/نسل.

د افغانستان ډیری باسواده قشر کډوال شول، ولې؟ ځکه په یوه هیواد کې زده کړی، باسواده او بافرهنګه قشر په دې سربیره چې د ځان د امنیت او د معیشت تیرولو لپاره اړتیا لري، ازادې فضا ته هم اړتیا لري. د ازادې فضا درلودل دا مانا چې په ازاده توګه وکولی شي مطالعه وکړي، فکر وکړي او د خپل فکر محصول او پایله بیان کړلی شي، تدریس وکړي، خبرې وکړي، او لیکل وکړي، خپل افکار په ټولنه کې له ویرې، محرومیت او تعقیب پرته، بیان کړي. ددغه قشر لپاره دا موقعګانې له منځه ولاړې. داسې انګیرم هغه قشر چې په لوړه پیمانه له افغانستان څخه ووتل، او په نړۍ کې کډوال شول، هغه به همدغه قشر وي.

تاسو خپله پوهیږئ چې د نړۍ هیوادونه د افغانستان زده کړي، باسواده او فرهنګي قشر دومره اړتیا نه لري چې هغوی دې د کار په نړیوال بازار کې جذب کي. له همدې کبله، دغه قشر چې په نورو هیوادونو کې کډوال کیږي، د پرمختګ لپاره یې ډيره هیله نه وي.

پنځم، د افغانستان تکنوکراتان.

په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې یو تکنوکرات نسل روزل شوی و، تجربه یې ترلاسه کړې وه، د ادارې، مدیریت او حکومتولۍ چارې یې زده کړې وي، دا ټول د نړۍ کونج کونج ته وکوچیدل. د هغوی له تجربو څخه په نورو هیوادونو کې کار نه اخیستل کیږي. له یوه لوري دا کسان له شخصي اړخه زیان ویني، له بله اړخه، د افغانستان خلک هم د ادارې او حکومتولۍ په برخه کې خپله ټولیزه شتمنی له لاسه ورکوي. دا ټول زیان او تاوان دی.

شپږم، د افغانستان قومونو او مذهبي ډلو.

د افغانستان قومونو او مذهبي ډلو ته پام وکړئ، د مثال په توګه د افغانستان شیعه مذهبې ټولنه، په سیستماتیکه توګه، د دوی د مذهبي عقایدو له کبله، په کلي توګه د واک او سیاست له صحنې څخه ایسته کړل شوي دي او دغه شان د افغانستان نور قومونه د حاکمې ډلې د قوي ستراتیژۍ له رویه، له واکه ایسته شوي دي. دغه شان، د ټولنې نور اقشار چې مذهبي او ژبني لږه‌کي بلل کیږي، په ټولیزه توګه له صحنې ایسته شوي دي. اوسمهال یوه ځانګړې ډله ټول فرصتونه او د شتمنیو سرچینې په واک کې لري. تر ټولو لوړ ګواښ چې د افغانستان راتلونکی سخت ګواښي، په داخلي کچه یو دادی چې موږ په افغانستان کې د پانګې درې اساسي سرچینې لرو، چې ټولې د انحصار او چور له ګواښ سره مخ دي: ترانیزیټ، اوبه او ځمکه او معادن، فکر کوم چې د کار او پانګې دغه درې سرچینې تر انحصار لاندې راغلې دي او په راتلونکې کې به هم تر شدید انحصار لاندې وي، او له دې لارې به د افغانسان ډيری ولس د ژوند له اساسي سرچینو او شتمنۍ څخه محروم شي، ځکه چې په یو دیکتاتور او د تبعیض پر ډولونو ولاړ حکومت کې به، د شمتنیو د چور او انحصار لپاره اساسي خنډونه وجود ونه لري.

شیشه: ښاغلی ډاکټر صیب، د یو داسې متفکر په توګه چې له فکري اړخه د افغانستان مسائل څیړئ، ډاډه یم چې دې پایلې ته رسیدلي یاست چې بالاخره د ټولنې په فکري بنسټونو کې داسې نښې نښانې شته چې د طالب په نوم پدیدی د واکمنیدو لامل شوې. دې کار د افغاني ټولنې پر مسایلو د باخبره نسل پر وړاندې یو ستر فکري چلینج رامنځته کړی دی. د افغاني فکري ټولنې د یو غړي او یو شخص په توګه، ایا داسې انګیرئ چې د طالبانو د واکمنۍ پر وړاندې کوم چلینج ګورئ؟ داسې چلنج چې طالبانو په ځانګړي توګه د روڼ‌اندي او مدني پاړکي په توګه رامنځته کړی دی، څه دي؟ خپله طالبان له کومو هغو چلنجونو سره مخ دي چې ښايي هیڅ توقع یې نه درلوده؟ هغه کوم چلنج دی چې دې ډلې د افغانستان ولس ته د یوې انسانی مجموعې په توګه چې په یوه ځانګړې جغرافیایي واحد کې ګډ ژوند لري، رامنځته کړی دی، څه دی؟

احمدي: لومړی باید د طالبانو د پیدایښت او ریښې په اړه ووایم، چې هره ټولنه له بیلابیلو اقشارو څخه جوړه ده. دا یو ډیر طبیعي کار دی. په ټولنه کې داسې قشرونه شته چې ډير محافظه‌کار اقشار دي او داسې اقشار هم شته چې پرمختګ‌غوښتونکي او بدلون راوستونکي وي. زموږ ټولنه هم په بیلابیلو ټولنیزو ریښو کې له دغو قشرونو څخه جوړه شوې ده. له تیرو سلو کلونو راپدیخوا چې د بدلون راوستلو، بدلون غوښتلو او تجددغوښتلو نظریه په افغانستان کې مطرح شوه، دغه دوه قشرونه د یو او بل پر وړاندې ودریدل.

له تاریخي پلوه، د دغو دوه قشرونو ترمنځ یو ډول تقابل شته دی، خو په ټوله کې د افغانستان د تجددغوښتنې په بهیر کې، د افغانستان سیکولر دولتونه، ارام ارام پر وضعیت باندې واکمن شول، پر وضعیت نسبي لاسبري شول او د تجددغوښتنې او محافظه‌کارۍ ترمنځ یو ډول توازن یې رامنځته کړ. په ورته وخت کې، د مخته تګ مسیر د تجددغوښتنې په لوری وو، ځکه چې د دولت په نوم بنسټ ورځ په ورځ غښتلی کیده، لوړو زده‌کړو پراختیا موندله، ښاري دود و دستور او له نړۍ سره اړیکې ورځ تر بلې غښتلې کیدې او اساسي واک هم د تحول غوښتونکو یا دداسې کسانو په لاس کې و چې د افغانستان په ټولنه کې یې د بدلون غوښتنه کوله. هم یې نظامي واک په لاس کې و، هم یې اقتصادي او سیاسي. محافظه‌کار قشر او خورا محافظه‌کاره ځواک هم په حقیقت کې د ټولنې په څنډو کې ژوند کاوه. دوی په حقیقت کې د واک له اساسي سرچینو څخه بې برخې و او د واک اساسي منابعو ته یې لاسرسی نه درلود. له همدې کبله، د ټولنیز بسیج او ددې لپاره چې وکولی شي په ټولنه کې له لاندې څخه کښته تحول رامنځته کړي، او د تحول غوښتنې مخه ونیسي. په لاس کې نه درلود.

د شوروي له لوري د افغانستان نیول او تر هغه مخکې د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند کودتا، په افغانستان کې یو اساسي بدلون راووست. ددغې کودتا او سرو لښکرو د حضور په پایله کې، د افغانستان جهاد پیل شو. دغه جهاد نه یوازې په افغانستان بلکې په ټوله نړۍ کې، یو بڼه ځواکمن راډیکالیزم رامنځته کړ. دغه ځواکمن ریډیکالیزم سربیره پر دې چې داخلي لاملونه یې لرل، نړیوال لاملونه یې هم لرل. هغه څنګه؟ ځکه د امریکا د وخت له سیاستونو سره سم، باید اسلامي جریانونه د شوروي پر وړاندې پیاوړي او حمایت شوي وای څو د شوروي شاوخوا یو زرغون کمربند رامنځته شي. ددغې پالیسۍ په د ننه کې، د افغانستان جهاد د راډیکالو اسلامی ډلو یا افرادو د ملاتړ لپاره یوه ښه موکه شوه چې له دغه جهاد سره مل شي، دلته جګړه وکړي او وروسته د شوروي پر وړاندې د جهاد ادبیات او د شوروي پر وړاندې د اسلامي مقاومت فکر، د اسلامي نړۍ او سیمې په کچه پراخه کړل شي.

د امریکا دغه سیاست ددې لامل شو چې د افغانستان جګړه د ټولې سیمې د پام وړ شي. راډیکاله اسلامي ځواکونه د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه افغانستان ته راغلل او په بیرته ستنیدو سره د هیوادونو په هوایي ډګرونو کې د یو اتل په څیر ورته ښه راغلاست ویل کیده. ددغه سیاست عملي پایله دا شوه چې په پاکستان کې د دیني مدرسو د سیاست د پراختیا لامل شي چې له افغانستان او پاکستان څخه، ډیرو ځوانانو په دغو مدارسو کې زده کړې وکړلې. ددغه سیاست بله پایله دا شوه چې د ټولنې هغه قشر چې څنډې ته شوی و او د ټولنې په متن کې یې ژوند نه کاوه، او له هر ډول واک او ځواک څخه بې برخې وو، د جهاد په سیوري کې وروزل شول، صفونه یې ترتیب شول او ټوپک او واک یې ترلاسه کړ. دغه قشر هم سازمان کړل شول او هم واک او ټوپک ورته ورسیدل او له څنډې څخه د واک متن ته راغلل.

کله چې د ډاکټر نجیب الله رژیم راوپرځید، مجاهدین د یو ملي دولت په جوړولو بریالي نه شول، خو د ټولنې په محافظه‌کاره قشر کې د قوم او مذهب او یا ددې دواړو تلفیقي بڼه انرژی او هغه اړ و دوړ ته په کتو چې په هیواد کې رامنځته شوی و، یوه پوټانشیل رامنځته شو چې د بهرني ملاتړ په پایله کې منسجم شو او د افغانستان د سیاست په میدان کې یې د یو ځواکمن لوري په توګه، د جګړې او تاوتریخوالي د ترسره کولو په پایله کې د مذهبي کلتور څخه په استفاده یې ځان د افغانستان په خلکو ور وتپلو. په تیرو شلو کلونو کې دوی ونه توانیدل چې له نړیوالو ځواکونو او د افغانستان له ملي اردو سره جګړه وکړي، خو د ورځې په پای کې مو ولیدل چې دغه قشر پر سیاسي نظام باندې په هیواد کې لاسبری شو.

اوس چې دا بدلون رامنځته شوی دی، پایله یې هم ټول د سر په سترګو وینو. ګڼ شمیر ګواښونه رامنځته شوي دي. له دې ډلې یو شمیره هغه ګواښونه دي چې تاسو یې یادونه وکړه چې د طالبانو مخالف ځواکونه ورسره مخ شوي او په اړه به یې وروسته خبرې وکړو.

خو هغه ګواښ چې طالبان ورسره مخ دي، په لومړي ګام کې دادی چې له یوې ډیرې رنګارنګ ټولنې سره دوی مخ دي، هغه نسل چې له پخوا څخه ډیر متفاوت دی. دا نسل دوی نشي کنترول کولی؛ ځکه موږ په اوس مهال په ډیجیټل زمانه کې اوسیږو. په ډیجیټل زمانه کې معلوماتو او زده کړو ته لاسرسی د کنټرول وړ نه دی. که اراده له چا سره وي، هره کورنۍ، هر څوک کولی شي په خپله د ځان لپاره هرڅه زده کړي او د معلوماتو ترلاسه کولو ته دوام ورکړي او د ورځې له مسایلو، د ورځې له ژبو او د ورځې له پوهې څخه ګټه واخلي او ځان لوړ موقعیت ته ورسوي او خپل فردیت هم په حقیقي بڼه وساتي.

یو څه چې ډير ارزښت لري دادي چې طالبان د فردیت مخالف دي. طالبان له فردیت سره دښمني لري. که د افغانستان ځوانان، د افغانستان نجونې، د افغانستان هلکان او د خلکو هر وګړی وکولی شي چې په دې حالاتو کې خپل فردیت وساتي، هغه دکترین چې طالبان غواړي پر بنسټ یې د افغانستان خلک او د افغانستان ځوان نسل دکترینایز کړي او هغه څه چې طالبان یې غواړي په یو طبیعي چاره بدل کړي، له کاره لویږي. که ددغه دکټرین پر وړاندې د افغانانو فردیت وساتل شو، د طالبانو لپاره تر ټولو غټ ګواښ جوړیږي. زما له نظره، د طالبانو پر وړاندې تر ټولو غټ ګواښ همدا ټولنه ده، همدغه نوی نسل، ځوان نسل چې غواړي خپل فردیت وساتي او ویې لري. دا چاره د طالبانو لپاره تر ټولو لوی چلنج دی.

د طالبانو پر وړاندې بله ستونزه او چلنج دادی چې تراوسه افغانستان د مالي او عایداتي سرچینو له اړخه هغه برید ته نه دی رسیدلی چې ملي عواید یې د حکومت ټول لګښتونه تامین کړي. دا هیله له ۱۵۰کلونو تراوسه نه ده پوره شوې. په ځانګړې توګه هغه لګښتونه چې یو حکومت یې د خپل پوځ البته یو منظم پوځ او یو منظم پولیس لپاره هغو ته اړتیا لري، نه دی توانیدلی چې تامین یې کړي. د ا فغانستان عواید هیڅ کله د یوې سل زره کسیزه اردو د تجهیز لپاره بسنه نه کوي. طالبان ادعا کوي چې کولی شي سل زره کسیزه اردو او پوځ ولري. دا پوځ د داخلي سرچینو څخه مالي تامین نشي کیدی. ښايي له امریکايي ځواکونو څخه وسلې پاتې شوې وي. خو دا وسلې له فني او تخنیکی اړخه ډیر ژر د استفادې له مداره وزي.

په همدې ترتیب، په افغانستان کې د یوه حکومت د اداره کولو لپاره لازمې عایداتی سرچینې نشته، عبدالرحمان خان چې ونشو کولی چې یو خودمختاره مرکزي حکومت په افغانستان کې رامنځته کړي، د انګلیسانو ملاتړ ورسره و. د بریټانیایي هند د مالي او تسلیحاتي ملاتړ له کبله امیر عبدالرحمان خان په هیواد کې واک چلاوه. دا سلسلې او سنت دوام وموند. د ظاهرشاه د واکمنۍ پرمهال هم همدا کیسه وه. د ډاکټر نجیب د واک پرمهال هم خبره همدا وه او په تیرو شلو کلونو کې هم ورته کیسه وه. په ټوله کې، له اقتصادي اړخه د افغانستان تاریخي تجربه ډیره ساده فورموله لري هغه دا چې هغه عواید چې تاسو یې لرئ، ستاسو د ورځنیو چارو لپاره بسنه نه کوي او له بهرني ملاتړ پرته نشی کولی چې د حکومت واګې مخته یوسئ. دا د طالبانو پر وړاندې دوهمه ستره ستونزه او چلینج دی.

د طالبانو دریمه ستونزه او چلینج نړۍ ده؛ نړیوال مشروعیت. طالبان د نړیوال مشروعیت ستونزه لري. دا ځکه چې طالبان له ایډیالوژیک اړخه نړیوال ارزښتونه نه مني. د طالبانو د لوړې کچې رهبري، هغوی چې له نړۍ سره چندانې اړیکه او پيژندګلوي هم نه لري او ګوښې ژوند کوي، خپله ایډیالوژي یې ورته ډيره مهمه ده. د ساري په توګه، دوی تر اوسه نه دي توانیدلي چې د نجونو د زده‌کړو موضوع د خپل ځان لپاره حل کړي. ولې؟ ځکه دوی ته یې ایډیالوژي اجازه نه ورکوي. هغه ایډیالوژی چې د هغو لپاره دوی شل کاله جګړه کړې ده او ښوونځیو ته یې اور ورته کړی دی، اجازه نه ورکوي چې بیاځلې دې د نجونو ښوونځي پرانیستي وي. کله چې تاسو د ښځو او انسانانو د حداقل نړیوالو معیارونو سره ځان عیار کړئ، روښانه خبره ده چې له نړۍ سره ستونزه لرئ. بالاخره نړۍ یو شمیر معیارونه لري چې ددغو یو شمیر معیارونو له پامه غورځول ډیر لوړ تمامیږي. سمه ده چې د نړۍ سیاستوال به ډیر څه غواړي او ارزښتونو ته ځان پابند نه ګڼي. د مثال په توګه دا به غواړي چې له حکومتونو او هیوادونو سره دې ګوزاره وشي، له هغو هیوادونو سره چې د نړیوالو بشري حقونو د معیارونو له مخې ستونزه لري، د ګټو د لاسته راوړلو او د یو شمیر نورو مسلو د حل لپاره باید سازش وشي، خو بیا هم د نړۍ ولسونه، د نړۍ پارلمانونه، د نړۍ عامه افکار یو لړ سرې کرښې لري او هغه حکومتونه چې وغواړي له دغو کرښو پښه واړوي، ډیر ګران او قیمته ورته تمامیږي.

له همدې کبله، نړیوال او جهاني مشروعیت د طالبانو لپاره یوه ستونزه او یو لوی چلینج دی. ځکه طالبان له ګڼو اړخونو څخه د داخلي مشروعیت په تامین باندې برلاسي نه دي. البته له ګڼو اړخونو څخه د دوی نړیوال مشروعیت هم ستونزه مومي. دا هغه عمده ستونزې/چلینجونه دي چې طالبان یې لري او ورسره مخ دي.

هغه ستونزې چې موږ یې له طالبانو سره لرو ډیرې روښانه دي. د ساري په توګه، موږ له ګڼو لارو کولی شو چې ستونزې ولرو. د یو لیکوال په توګه، د یو استاد او ښوونکې په توګه، د یو ویناوال په توګه، د یو هزاره په توګه، د یو شیعه په توګه، له هره اړخه چې موضوع ته پام وکړئ، ستونزه لرو. د مثال په توګه د یو شیعه په توګه پر ما باندې د مذهبي عقایدو پر بنسټ قضاوت کیږي. زه له صحنې حذف کیږم. د هزاره بودن پر بنسټ، د نژاد پر بنسټ مې، پر ما قضاوت کیږي او حذف کیږم. د یو استاد په توګه، په هغه څه چې پوهیږم او علم لرم او هغه ګټور ګڼم، ماته اجازه نه راکوي چې تدریس یې کړم یا یې ولیکم او خپاره یې کړم. دا ټولې ستونزې او چلنجونه دي.

شیشه: طالبانو چې اوس تر ټولو ستره ستونزه رامنځته کړې ده، په هغه تعبیر چې ډاکټر سپنتا هم له افغانستان انټرنیشنل سره په خبرو کې یاده کړې ده، داده چې افغانستان یې د مدني حرکتونو له اړخه شاته بیولی او یوې صفري دورې ته یې ستون کړی دی. په واقعیت کې، ټوله هغه لاره او مزل چې موږ په اوږدو کلونو کې چې تاسو یې یادونه وکړه او د افغانستان سیکولر حکومتونو دا لاره وهلې وه، ټول بیرته شاته وګرځیدل د بدویت زمانې ته. حکومت یې ونیو، خو د حکومت جوړښت یې ویجاړ کړ. فکر کوئ چې ددغه حکومت د جوړښت پاشل کیدل به د افغانستان د مدني ټولنې د قشر او په ټوله کې څه ستونزه او چلینج رامنځته کړی دی؟ یعنې که سبا موږ وغواړو یو څه ترسره کړو او وغواړو له یوه ټکي یې راپيل کړو، ددغه جوړښت پاشل کیدل موږ او تاسو ته کومه مهمه ستونزه او چلینج مطرح کولی شي؟

احمدي: البته کیدای شي داسې ووایو چې طالبان د حکومت او دولت د بیووکراسۍ له بدنې څخه په یو شمیر چارو کې له بده مرغه د سرکوب او ترهې لپاره کار اخلي. یعنې د حکومت د بیوروکراسۍ اډانه یې په یو شمیر مواردو کې د نورو مواردو د استفادې لپاره ساتلې ده. د ساري په توګه، د ملي امنیت ریاست یې په استخباراتو اړولی دی او دا استخبارات د خلکو د ډبولو وسیله ده. د کورنیو چارو وزارت د سرکوب وسیله ده. دفاع وزارت د سرکوب وسیله ده. طالبانو د پخواني دولت د بیوروکراسي بدنه په دغو مواردو کې په بشپړه توګه ساتلې ده؛ خو د افغانستان د خلکو د سرکوبولو لپاره. په خپله اډانه یې ساتلې، ځکه هغو ته یې اړتیا ده. دولتي بیوروکراسۍ ته اړتیا لري، خو د سرکوبولو لپاره.

په ورته وخت کې، کومې برخې یې له منځه وړې دي؟ هغه حقوقي او اجرایي جوړښتونه یې حذف کړي دي چې د افغانستان مدني ټولنې ته یې موکه ورکوله چې راڅرګنده شي او خپله خبره روښانه ووایي. دا جوړښت یې په کلي توګه له منځه وړی دی. اطلاعاتو ته یې لاسرسی محدود کړی. لاریون او ناستې د ځان لپاره یو ډول ګواښ ګڼي. د خلکو تجمعاتو ته له امنیتي اړخه فکر کوي او له تاوتریخوالي ډک چلن ورسره کوي. په نارسمي توګه یې سیاسي حزبونه منحل کړي دي. په  عدلیه وزارت کې یې د ګوندونو حقوقي جوړښت له منځه وړی. پارلمان یې له منځه وړی دی. مقننه ځواک چې د ولس استازي پکې راټولیږي او د دوی په استازولۍ قانون جوړونه ترسره کوي، له صحنې یې حذف کړی دی. پارلمان د حکومت پر کړنو څارنه کوي او انتقاد کوي، طالبانو دا بنسټ له بیخه له منځه وړی دی. د پوهنتونونو اکاډمیکه خپلواکي یې کمزورې کړې ده. غواړي چې ددغو بنسټونو له لارې خپل نظریات دکترینایز کړي څو ټول خلک د ځان په څير کړي.

که ځیر شو چې کله دا حقوقي او اجرايي بنسټونه له منځه ولاړل، مدني ټولنه کې نوره ساه نشته. ځکه مدني ټولنه د همدغو بنسټونو د ظرفیتونو په بستر کې خپله ساه اخلي. دې ټکي ته باید پوره پوره پاملرنه وکړو.

البته یو ټکی غواړم د خپلو خبرو د تکمیل لپاره یاد کړم، هغه دا چې ټولې هغه خبرې چې د ستونزې او چلینج په توګه یې یادوم، په دې مانا نه ده چئ په ټولنه کې هیڅ ظرفیت نه دی پاتې او په ټولنه کې هیڅ ظرفیت نشته دی. سمه ده چې طالبان د کنټرول، یو شانته کولو او سرکوبولو نیت او اراده لري، خو دا نیت به تل بریالی نه وي. ځکه لومړی خو دا چې طالبان یو داسې واک چې مطلق او بلامنازع چې هرڅه یې زړه وغواړي ترسره یې دې کړي، نه دی. ځکه دغه ډله، په هر حال باندې، یو شمیر نړیوالې ژمنې لري. لږترلږه هغه نړیوالې ژمنې او لږترلږه هغه انعطاف چې د افغانستان د قامونو پر وړاندې یې لري، دا انعطاف هم د افغانستان د مدني ټولنې لپاره یو ظرفیت دی او نور ظرفیت هم ایجادولی شي. د ساه اخیستلو ظرفیت او ددې وړتیا رامنځته کوي چې ځانونه غښتلي کړي. نو د افغانستان مدني ټولنه دې دا یوه موکه وګڼي او د ښه کیدو لپاره دې ترې کار واخلي.

بله مهمه خبره داده چې اوس د ډیجیټال عصر او زمانه ده. په ډیجیټال زمانه کې، د اطلاعلاتو ترلاسه کول او یا ورزده کول او یادول د کنټرول وړ نه دي. دا هغه ظرفیتونه دي چې کولی شو ورڅخه ګټه واخلو. بله خبره داده چې د افغانستان خلک نړیوال خلک دي. نړیوال ښاریان دي. زما په اند یو مشهوره امریکایي پوهاند ویلي دي چې د افغانستان خلک، نړیوال خلک دي. داسې خلک دي چې د نړۍ په کچه ژوند کوي. داسې خلک دي چې د نړۍ له وضعیت څخه خبر دي. د مشهوره افغانستان پيژندونکي امریکایي بارنټ روبین په خبره، د نړۍ له خلکو سره د امریکا د خلکو په پرتله، د افغانستان د خلکو اړیکه زیاته ده. له نړۍ سره د افغانستان د خلکو اړیکې او د تګ راتګ مقیاس، د امریکایانو تر امارو څو چنده لوړ دی. دا ټول هغه ظرفیتونه رامنځته کوي چې پر هغو باندې په اتکا کولی شو چې پر ستونزو برلاسي شو.

د طالبانو پر وړاندې د ټولنې کلتوري غبرګون

شیشه: د طالبانو پر وړاندې یوه جالبه پيښه چې موږ ټولو ولیده، ددغې ډلې د احکامو او فرمانونو پر وړاندې د ټولني فرهنګي او رواني غبرګون دی. د ساري په توګه، پرته له دې چې د افغانستان ملي اردو له لوري په ځینو برخو کې د دوی پر وړاندې مقاومت وشو هغه هم له دې کبله وو چې د تیرو شلو کلونو په ترڅ کې د دوی لپاره یوه پشتوانه رامنځته شوې وه او دوی د یو نظام په توګه د طالبانو پر وړاندې جګړه کړې وه او وتوانیدل چې په ځینو برخو کې خپله پوسته یا سنګر وساتي. خو کله چې په لویو ښارونو باندې طالبانو یرغل وکړ او له لویو ښارونو څخه هم کابل ته راورسیدل، موږ د طالبانو پر وړاندې د یو جالبه انفعالي وضعیت شاهدان و. مثلا په کابل کې چې شپږ میلیونه خلک په کې ژوند کوي، حتی د طالبانو پر وړاندې چا یو ډز هم ونه کړ. ددې مانا داده چې موږ له رواني اړخه د طالبانو منلو ته چمتو وو. د طالبانو پر وړاندې زموږ غبرګون ډیر جدي نه وو. له دې که تیر شو، د ټولنې غبرګون په ځانګړې توګه د ښځو د مسلې په اړه، د ښځو حقوق، د ښځو موقعیت، د ښځو پر وړاندې د طالبانو چارچلند ډیر مانادار وو. تاسو ولیدل کله چې ښځې له دولتي ادارو څخه حذف او د مدني ټولنې او ټولنیز ژوند څخه بې برخې شولې، نو د افغانستان نارینه ټولنې حتی یو اعتراض هم چا وانه ورید، مثلا هیڅوک مو ونه لیدل چې یو فیسبوکي پوسټ یې دې خپور کړی وي چې که یوه میرمن دفتر ته ولاړه نه شي نو زه هم نه ځم. یا کله چې ښځې لاریون ته راووتلې، چې دوی اعتراض کړی وای نو سړی چې له ښځو سره په یوه لیکه کې ودریږي که د خپل ښاري حق د دفاع لپاره وي هم خبرې یې ونه کړې، دا غبرګون ډیر هیښوونکی و؛ یعنې ښځې په حقیقت کې یوازې پاتې شوې، د طالبانو د عمومي هغه غبرګونونو په وړاندې چې طالبانو د حکومت له لوري رامنځته کړی و، دوی یوازې پاتې شوې. وروسته د نجونو د زده‌کړو مسله مطرح شوه، طالبانو تر یو نیم میلیون زیات شمیر نجونې له اووم تر دوولسم ټولګي پورې له زده‌کړو او ښوونځي ته له تللو څخه منع کړلې، خو په ټولنه کې یو کس هم ونه موندل شو چې واي زما لور چې د مکتب ته تګ اجازه نه لري، زوی مې هم ښوونځي ته نه استوم. یا د ټولنې په کچه یو هلک حتی د یو فیسبوکي پوسټ په توګه هم ونه لیدل چې ووایي که زما خور ښوونځي ته نه ځي زه هم د اعتراض په بڼه ښوونځي ته نه ځم. ټولو دا خبره ډیره عادي وبلله یا لږترلږه یې د طالبانو د واکمنۍ فرمانونه ومنل. غواړم له تاسو دا وپوښتم چې په دغه حالت کې د ټولنې په فرهنګی روان کې تاسو څه واقعیت وینئ؟ هغه غبرګونونه چې د ټولنې په پاتریمونیال فرهنګي روان کې د ننه دي چې طالبان یې استازولي کوي، څنګه یې ارزوئ؟ موږ ګورو چې ټولنه تیرو شل کلنو تحولاتو یا ستاسو په خبره تیرو سلو کلونو ته په کتو چې په افغاسنتان کې سیکولر حکومتونه رامنځته شوي دي، دا پاتریمونیال فرهنګي جوړښت یې ساتی او په ټولنه کې دا حالت مات شوی نه دی. د ټولنې لید هماغه دی چې طالبان یې استازولي کوي، په دې سربیره یو څه شدید او له تاوتریخوالي هم ډک. غواړم له دې زاویې ستاسو لیدلوری واورم. یعنې تاسو له دې اړخه دغې قضیې ته څنګه ګورئ؟

احمدي: ښه ستاسو د فرمایش له وروستۍ برخې یې پيلوو، چې بلې، په افغانستان کې سنتي کلتور په بنسټیزه توګه بدلون نه دی کړی او تحول پکې نه دی رامنځته شوی. که کوم تحول هم رامنځته شوی دی، دا تحول په لوړه کچه نه دی. د ساري په توګه، په افغانستان کې تراوسه فردیت د کلیمې په واقعي مانا باندې محقق شوی نه دی. دا خبره په پوره مسوولیت سره درته کوم. په تیرو سلو کلونو کې هیڅ داسې هڅه نه ده شوې چې فردیت په یوه غالبه چاره بدل کړي. په پایله کې، فردیت په ټولنه کې په یو غالبه چاره نه دی اوښتی. له همدې کبله، فردیت لا هم ډیر کمزوری دی. په ټولو هڅو او کوښښونو سربیره، د فردیت بنسټ په افغاني ټولنه کې خورا کمزوری دی. له همدې کبله ده چې ځواکمن مقاومت نه شي رامنځته کولی. دا یو ټکی دی، چې فکر کوم تر یوه بریده ډیره مهمه ده او ښايي ستاسو د ځواب لپاره ګټوره وي، او د ځواب له روح سره یې تناسب ولري.

دا چې د طالبانو پر وړاندې ولې مقاومت ونشو، ستاسو موخه به تر ډیره په ډله‌ییزه او په جمعي توګه مقاومت وي. فکر کوم چې ماته تل یو توند او سخت ((شیب)) لري. زه د نظامي مسایلو د درک سړی نه یم خو احساسوم کله چې تاسو په یوه لوړ موقف کې وئ، ټول هغه بندرونه چې د افغانستان د تمویل سرچینه ده، ستاسو په واک کې دي او لوی ښارونه، لویې لارې، هم ستاسو په واک کې دي، کوچني ښارونه هم ستاسو تر واک لاندې دي، په دې حالت کې، کله چې د سقوط بهیر پيل کیږي، ژورې روانی اغیزې لري. له قاعدوي اړخه یو شمیر ماتې ډیر ژورې رواني اغیزې لري. مثلا که تاسو په یوځلي ټول بندرونه له لاسه ورکوئ، ټولې عایداتي سرچینې مو هم له لاسه وزي او دا ټول ستاسو د سیالانو لاس ته ولویږي، ستاسو په ذهن کې د پایښت هیله کمزورې کیږی او ستاسو د مقاومت ځواک له منځه وړي.

عمومي باور دا وو چې د امریکا په وتلو سره افغان دولت لږترلږه تر دوه کلونو پورې د خپلو سرچینو لپاره واک ساتلی شي. هیچا هم داسې نه ګڼله چې جګړه به د کابل دروازو ته راورسیږي او ټول به د کابل دفاع ته مجبور شي. هیچا هم داسې تصور نه کاوه چې د افغانستان بندرونه به د طالبانو لاس ته ولویږي، کوچني ښارونه ډیری د طالبان لاس ته ولوییږي او لویې لارې دې هم د دوی تر واک لاندې راشي. کله چې د سقوط ډرامه پيل شوه، په  لوړه کچه هیلې له منځه ولاړې. په ځانګړې توګه د مقاومت هیله ووژل شوه. یعنې دا تصور رامنځته شو چې نور نو د مقاومت لپاره  هیڅ هم نه دي پاته، دا ویلی شو چې د ماتې یو رواني لامل و چې د طالبانو بریا یې ډاډمنه کړله.

بل بنسټیز لامل دا وو چې د افغانستان خلکو اسانتیاوې او امکانات پیدا کړي وو. لوی ښارونه جوړ شوي وو او په زیات شمیر خلک چې په کابل او لویو ښارونو کې هستوګن وو، ښه شتمني او ژوند یې ترلاسه کړی و، ښاري نظم یې درلود، دوی نه غوښتل چې د دوی ښاري نظم، شتمني او ښه ژوند دې په جګړه کې لولپه شي. دا هم یو لامل و چې د خلکو په ذهن کې یې د مقاومت فکر کمزوری کړ.

بله ستونزه دا وه چې د ډیری خلکو په ذهن کې د جمهوري دولت د ماللکیت حس وجود نه درلود. په بنسټیزه توګه دغه فکر په تیرو شلو کلونو کې نه و رامنځته شوی. حتی دا ذهنیت که د ځینو کسانو په ذهن کې موجود هم و، د ناسم مدیریت، ناسمو ادبیاتو او ناسمو تصوراتو له کبله چې په تیرو شلو کلونو کې رامنځته شو او هیڅکله د نظام او فرد ترمنځ مو تفکیک ونه کړ، کمزوری شو. تاسو ګورئ چې په وروستیو میاشتو کې د درې کسیزه جمهوریت تر عنوان لاندې ټول نظام تر پوښتنې لاندې راغی. موږ په شعوري توګه سیستم او نظام له افرادو څخه نه تفکیک کاوه. مسوولین، سیستم او نظام مو په یوه کاسه کې اچولي وو او د درې کسیزه جمهوریت تر عنوان لاندې مو ټول غندل. په  دې تصوراتو سره نو بیا د جمهوریت او حکومت پر وړاندې د مالکیت حس له منځه ځي. د مالکیت حس په سرتیري کې، په عسکر او پوځ کې موجود نه و چې له خپل هیواد څخه دفاع وکړي. د خلکو په منځ کې هم د مالکیت احساس نه و. اصلا په تیرو شلو کلونو کې د افغانستان واکمنانو نه غوښتل او په ځینو برخو کې ورته اجازه ورنه کړل شوه چې په خلکو کې د جمهوریت پر وړاندې د مالکیت حس رامنځته او پیاوړی شي. ځکه په کلیت کې یې دولت یوه بهرنۍ پروژه ګڼله. سمه ده چې تیره شل کلنه پروژه له بهره را ټوکیدلې وه؛ خو د افغانستان خلکو کولی شوای چې مالکان یې وای او په دغه بهیر یې مالکیت موندلی وای. نه مو غوښتل چې په ځان کې دغه حس رامنځته کړو. له همدې کبله وه چې له مقاومت پرته مو سخته درونده ماتې وخوړله.

شیشه: د عامه ولس د غبرګونونو په اړه څه نظر لرې؟ ایا فکر نه کوئ چې عامه ولس د طالبانو د بریا او جمهوریت د ماتې په اړه یو ډول بې‌تفاوتي ښيي او یا خوشبینه دي ورته؟

احمدي: دا د مبارزې په اړه زموږ ترمنځ تر مروجه فکر پورې اړه لری. داسې انګیرل کیږي چې یا جګړه وکړه چې بریالی شې یا تسلیم شه، موږ دریم حالت د مدني مبارزې په نوم نه پيژنو. له مدني مقاومت څخه زموږ پيژندنه چې البته ډیره قیمتي او سخت کار هم دی، ډير کم دی. یو خو دا چې یو ځواب‌ویونکی او مسوول حکومت وجود ولري، د سرکوبولو واک یې هم کمزوری دی او موږ لویو لارو او کوڅو ته راوزو او مدني مبارزه کوو. دا مدني مبارزه نه ده. دا یوه معمولي عدالت غوښتنه ده چې هرځای رامنځته کیدای شي او هیڅ بیه هم نه لري. خو مدني مقاومت بیا لوړه بیه لري. ښايي ستاسو ځان او امنیت له ګواښ سره مخ کړي، امکان لري چې له بیلابیلو اړخونو څخه تاسو ته په لوړه کچه لوړه بیه ولري. موږ له دغه ډول مبارزې سره بلدیت نه لرو. ددغه ډول مبارزې له تکتیکونو، ادبیاتو، فرهنګ او تیورۍ سره یې بلدیت او اشنایي نه لرو. زموږ مدني ټولنې په تیرو شلو کلونو کې په دې برخه کې تمرین او زده‌کړه نه ده کړې، او سازماني کار یې نه دی کړی. له همدې کبله دغه حالت رامنځته شو چې موږ او تاسو یې نن په سترګو وینو.

شیشه: که ټولنه په دوه برخو وویشو چې له یوه قشر یا برخې څخه یې نن طالبان په ډیره روښانه توګه استازولي کوي، همدغه مثلا د ټولنې مذکر قشر، د ټولنې په نرواکه فرهنګ کې روزل شوی قشر، یو ښځه ضد قشر دی چې د ښځه ضد قشر یې تر شدیدو او سختو بریدونو لاندې راوستی دی. د ټولنې په عامه کچه مو د ښځو لپاره کوم غبرګون په ټولنه کې ونه لید چې په یو متفاوت فرهنګ او یا یو انساني فرهنګ سره د هغه فرهنګ پر وړاندې چې یوازې نرواکه دی، دغې مسلې ته دقت وکړي. مثلا یو څوک راشي ووایي چې ښځه په دولتي اداره کې نه وي، زما نارنیه لپاره هم بیا دولتي ادارې ته تلل معنی نه لري؛ یا داسې فرض کړو چې که نجلۍ ښوونځي ته نه ځي، زما زوی هم نور ښوونځي ته نه درومي؛ یا چې زما خور ښوونځي ته نه پریښودل کیږي، زه هم ښوونځي ته نه ځم. هیڅکله مو دغه ته ورته غبرګون د ټولنې له د ننه څخه ونه لید. ایا فکر کوئ چې دا وضعیت یو ډول سازګاري له هغه وضعیت سره ده چې طالبان یې په خپله ټولنه کې له فرهنګي غوښتنو څخه راپورته شوی ګڼي او له هغو سره دې تطابق ولري؟

احمدي: تر یوه بریده ستاسو خبره سمه ده، اما سل په سله نه. زه دا وایم چې دلته څو لاملونه شته چې باید دا ټول لاملونه په یو مهال کې په پام  کې ولرو:

لومړی لامل همدا دی چې تاسو یې یادونه وکړه. طالبان هم داسې فکر کوي او ډیری خلک هم په دې فکر دي. مثلا وايي چې نجلۍ نو څه اړتیا لري چې زده‌کړې وکړي؟ د نجلۍ لپاره زده‌کړې او پوهه یوه اساسي اړتیا نه ګڼی؟ څه اړتیا ده چې ښځه دې کار وکړي؟ دا د ښځو لپاره یوه اساسي اړتیا نه ګڼي. د ښځې کار کول ورته یوه اساسي بشري اړتیا نه ښکاري. او طالبانو او عامه خلکو ته هم دغه اړتیا نه ده ور پيژندل شوې. البته په کلي صورت، په خلکو باندې دا قضاوت نه شو کولی؛ اما ویلی شو چې د خلکو په ګڼو برخو کې دا کار د یو اساسي اړتیا په توګه تر اوسه نه دی پيژندل شوی. سره له دې، په ټولنه کې د یوه پوهاوي په توګه مطرح شوی دی؛ د یو نسبي پوهاوي په توګه. له همدې کبله ده چې زه د خلکو په اړه په دې برخه کې په احتیاط خبرې کوم. دا هغه ټکی دی چې باید پام ورته وکړو.

بله خبره داده چې د مدني مبارزې په اړه زموږ پوهه ډیره ټیټه او کمزورې ده. د ساري په توګه، یو وضعیت او حالت نه غواړو او راته مطلوب نه دی؛ خو پوښتنه داده چې باید د حل لپاره څه باید وکړو؟ ښه، یو ځل ګورو چې په ځانګړو حالاتو کې واقع یو چې جګړه د حل لاره نه ده او جګړه امکان هم نه لري. ښه، نور باید څه وکړو؟ نو د ځواب په اړه چې څه وکړو بند پاتې کیږو. ځکه چې د مدني مقاومت په اړه لازمه پوهه نه لرو. دا هغه دوهم ټکی و چې غوښتل مې په اړه یې ټینګار وکړم.

دریم ټکی چې زما په نظر ډیر ارزښت لري، دادی چې د افغانستان ښځو په تیرو شلو کلونو کې زیات شمیر فرصتونه لرل، چې ځانونه منظم او په سازماني توګه چمتو کړي. ډير شمیر میرمنې د ښځو د سیاسي فعالینو په نوم وې، فرهنګي فعالینې هم وې، د مدنې ټولنې فعالینې هم وې، له نړۍ سره یې هم ښه اړیکې درلودې، یعنې په نړۍ کې یې ځواکمنه لابي درلوده؛ خو د افغانستان په د ننه کې هیڅ‌کله د سازمان شوي کار په لټه کې نه وې او په دې برخه کې یې کوم ځانګړی کار هم نه دی کړی. د سیاست، مدني ټولنې، پوهنتون او اداري کارونو په برخه کې زیات شمیر میرمنې وې. څو زره شمیر ښځو د دولت په اډانه کې کار کاوه؛ خو دوی د سازماني او منسجم کار له ډیرو کوچنیو ځانګړتیاوو څخه هم برخمنې نه وې. په حقیقت کې، لکه څنګه یې چې قومي رهبرانو او مشرانو ته قومي ټیکه‌اران ویل، په همدغه بڼه د افغانستان د غوره میرمنو په ډله کې یو شمیر یې د ښځو ټیکه‌دارانې وې، پرته له دې چې دیته پاملرنه وکړي چې د افغانستان میرمنې سازماني او منسجم کار ته اړتیا لري او باید  دغې اړتیا ته پاملرنه وشي. دې ټکي ته پام ونشو چې تر هغه ښځې په سازماني توګه کار ونه کړي، استازولي یې نشي کیدی. هرڅوک به له هره کونجه راپورته شو چې زه د ښځو استازی یم. خو هیچا دا نه ویل چې تاسو په کوم بنسټ د ښځو استازي یاست؟ تاسو چا ټاکلي یاست؟ د کوم سازمان له لوري؟ ځکه چې داسې هیڅ شي شتون نه درلود. د ښځو لپاره هم سازماني سیاسي مبارزات رامنځته نه شول. د ښځو د حقوقو لپاره مبارزه که په دې وروستیو کې وه هم، همیشه د ژمنو او بااحساسه میرمنو د کړیو له لوري چې کار یې کاوه او میړانه یې ترسره کوله، ترسره شو چې دا حرکت به یې په تاریخ کې ولیکل شي. هغه محدود حرکتونه چې د نجونو له لوري ترسره شول، د طالبانو پر وړاندې د دوی اعتراض به په تاریخ کې ثبت شي. دوی به د افغانستان د راتلونکې اتلانې وي؛ خو موږ داسې یو غورځنګ چې په سازمان شوې بڼه رامنځته شوی وي او مرام او موخه دې ولري، یعنې پوه شي چې څه وايي او څه غواړي او د دوی پر وړاندې د طالبانو ګواښ او چلینج څه دی او ددغو چلینجونو پر وړاندې روښانه ژبه، ادبیات او روښانه پیغام ولري، تر اوسه نه وو. د ساري په توګه یوه میرمنه د یو طالب پر وړاندې دریږي او وایي چې زه د شریعت په چوکاټ کې خپل حق غواړم. په همدغه چوکاټ کې چې ته یې وایي طالب هم چیغې وهي چې ډير ښه، نو مهرباني وکړئ کور ته ولاړې شئ، اصلا دوی دیته پام نه کوي چې دوی څه وايي.

شیشه: ښاغلی ډاکټر صاحب، په همدغه برخه کې غواړم یو څه ځانګړې پاملرنه وکړو، ښځې خپلې کمزورۍ لري، ځکه دوی سازمان شوې بڼه نه لري، د مدني حرکتونو له لارو چارو سره  بلدې نه دي، خو هغه فرهنګي غبرګونونه چې موږ د ټولنې په نارینه قشر کې ولیدل، د ښځو د ملاتړ په اړه یا نجونې چې د ټولنې د جمعي ژوند یوه نه بیلیدونکي برخه ده، دا غبرګون موږ ته څه راښيي؟ مثلا زه په خپله کورنۍ کې یم، لور او زوی مې مخامخ راته ناست دي خو یو وخت راته څوک راځي وایي چې زوی دغه امتیاز لري او لور یې دې نه لري. لورکۍ مې زما ترڅنګه ناسته ده او په مخ یې اوښکې راځي. زه یې دا اوښکې وینم، خو له هغې سره هیڅ رنګ خواخوږي نه ښيم او په درد کې یې ځان شریک نه ګڼم؛ خو په دا سبا یې په ارام وجدان زوی لیږم چې ښوونځي ته ولاړ شي او داسې ګڼم هم چې هیڅ خبره نه ده، ځه خیر دی زوی خو مې ښوونځي ته ولاړ؛ خیر دی که مې لور نه لاړه. څه فکر کوی د ټولنې دغه فرهنګي غبرګون له طالبانو سره زموږ د ټولنې څه همخواني او تړاو راپه ګوته کوي؟

احمدي: مخکې مې وویل چې هماغه اساسي لامل چې ستاسو په ذهن کې دی، دا چې فردیت مو په رسمیت نه دی منلی. په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره مو فردیت په رسمیت نه دی منلی. دا ټکی چې نجونې هم اساسي اړتیاوې لري او دغه اساسي اړتیاوې یې د کار او زده‌کړو له لارې تامین کیږي، دا مو په رسمیت نه دي منلې. د طالبانو په ذهن او فکر کې دې خبرې رسوخ نه دی کړی، یو ټکی رسوخ یې هم نه دی کړی. د ټولنې د ډیری اقشارو په ذهن کې یې هم رسوخ نه دی کړی چې د ښځې فردیت په رسمیت ومني. کله چې تاسو د ښځې فردیت په رسمیت  وپيژنئ، د هغې اړتیاوې هم په رسمیت پيژنئ. یعنې پوهیږئ چې ښځه زد‌ه‌کړو ته اړتیا لري، کار ته اړتیا لري، مالي خپلواکۍ ته اړتیا لري، خپله هغه د ځان لپاره یو کس دی. تر اوسه مو د خپلو نجونو او ښځو لپاره دغه حق د یوې اړتیا په توګه په رسمیت نه دی پيژندلی، خو تر یوه بریده مو دغه حق د خپل زوی لپاره په رسمیت پيژندلی دی او باور مو دادی چې هغه راتلونکې لري، باید کار وکړي، واده وکړي، کورنۍ جوړه کړي، د خپلې کورنۍ لګښتونه باید تامین کړي، په ټولنه کې یو ټولنیز موقف ولري. دا ټول مو د هلکانو لپاره په رسمیت منلي دي، خو د نجونو او ښځو لپاره مو نه دي منلی. دا ذهنیت زموږ پر کړنو او غبرګونونو باندې اغیز لري او له اغیزه بهر نه دی. خو ددې ترڅنګ، دوهم، له دې کبله چې موږ د مدني مبارزې پوهه نه لرو. له همدې امله د ښځو او نجونو د دفاع لپاره هیڅ کار ونشو. نارینه‌وو هم د خپلو حقوقو د دفاع لپاره کوم کار ونه کړ، ښه، نو لامل یې همدغه دی.

شیشه: ښه، ښاغلی ډاکټر، اوس په هر حالت، خو واقعیت دادی چې موږ د طالب په نوم له یو واقعیت سره مخامخ یو، چې په دوفکټو بڼه په افغانستان واک چلوي. مخکې له مخکې، تر نهه نوي زیاته برخه د افغانستان جغرافیه او له دې سره جوخت د افغانستان ولس عملا د طالبانو تر واک لاندې دی. کله چې تاسو په یو هیواد کې یو سازمان شوی جدي اعتراض ونه لرئ، ددې معنی داده چې واکمني اعمال شوې ده. پوښتنه مې داده چې تاسو ددې واکمنۍ لرلید څنګه ګڼئ؟ د ساري په توګه که دغه وضعیت په همدې پولیسي او استخباراتي چې دا په خپله د ویرې، وحشت او سرکوب د ټولنې په د ننه کې رامنځته کوي او له بله پلوه، د شتمنۍ اصلي سرچینې چې د خلکو ژوند د ژوندیو موجوداتو په توګه ورپورې تړلی دی، انحصار شوی دی او څوک ورته لاسرسی نه لري، ددغه شان یو وضعیت لرلید په یو، دوه یا دریو راتلونکو کلونو کې څنګه ګڼئ؟ وړاندوینه مو څه ده چې د طالبانو حکومت دوه کاله دوام وکړي، نو موږ به له څه ډول وضعې سره مخ کیږو او که درې کاله دوام وکړي نو وضعیت به هغه مهال څنګه وي؟

احمدي: وړاندوینه به سخته وي؛ خو یو څه روښانه دي چې وضعیت نور هم پیچلی کیږي. که د طالبانو حکومت په دې توګه دوام پیدا کړي، ډیرې ستونزې راولاړیږي. له زده‌کړو څخه د محروم والي، ستونزه، له کار څخه د محرومیت ستونزه، د کار نشتوالی، دغه شان د روحي او رواني امنیت نه شتون، له دې ویره چې هره شیبه شونې ده چې تاسو په موجه او ناموجه لاملونو باندې د طالبانو د استخباراتو له لوري توقیف یا هم ونیول شی او هیڅوک هم نه وي چې د طالبانو په استخباراتي دستګاه کې له تاسو دفاع وکړي، او د طالبانو په استخباراتي دستګاه باندې هیڅ‌رنګه څارنه هم نه وي چې له دوی پوښتنه وکړي. دا ټولې خبرې ددې لامل کیږي چې په ټولنه کې یو ډول رواني ناامني موجوده وي او خلک د امنیت احساس نه کوي. په ځانګړې توګه هغه کسان چې په یوه بڼه په ټولنیز، فرهنګي او یا سیاسي موقف کې وي، رواني امنیت یې له منځه ځي. دا ټولې ستونزې دي، د شتمنۍ انحصار، د ټولو هغو اساسي سرچنیو انحصار چې مخکې مو یاده کړه، د ترانزیټ، اوبو، ځمکې او معادنو انحصار هم یوه جدي ستونزه ده. یو لوی ګواښ دی چې په ټوله کې د افغانستان ټول ولس ګواښي.

دا ټول د افغان ولس لپاره فاجعه ده. هغه حکومت چې قومونه او ښځې پکې د سیاسي واک له اډانې بې برخې کړي، په ټوله کې ولس کمزوری کوي. کله چې واک د یوې ځانګړې ډلې او قشر له لوري انحصار شي، ددې لامل کیږي چې نور په هماغه کچه کمزوري شي. له اقتصادي اړخه، له سیاسي اړخه، چې هر څومره واک ډير انحصار کیږي، خلک او ولس کمزوري کیږي. دا ډول کړاوونه او رنځونه دي، پراخه بیکاري چې تر هر ډول شرایطو لاندې رامنځته شي، بحران زیږوي. تاسو ولیدل چې په سریلانکا کې خلک راووتل او ولسمشر یې پسې واخیست. ولې؟ له دې کبله چې لوږه لوړه شوه. له دې کبله چې د تامیل پړانګانو له ماتې وروسته په سریلانکا کې د یوه قوم حکومت رامنځته شوی و، یوه مذهبي او قومې ډله یې له واکه بیخي ایسته کړه، تامیل پړانګان او مسلمانان یې له واکه حذف کړي وو، له همدې کبله د لویدیځ له لوري بندیزونه پرې ولګیدل. لویدیځ د سریلانکا له حکومت سره سمې اړیکې نه درلودې، او دولت یې د چین له ملاتړه برخمن و او چین هم له دوی څخه سم ملاتړ نه کاوه. ډیره جالبه ده چې ووایو چین په نړۍ کې په خپله په یوه مصیبت اوښتی دی. پایله دا شوه چې د لوږې له کبله خلک لارو کوڅو ته راووتل او خپل ولسمشر یې پسې واخیست. له همدې کبله، هغه لارې چارې چې طالبان ورڅخه کار اخلي، د حل لاره نه ده. دوی په مطلق بڼه بیکاري راوستې ده. ډیره سخته ده چې په افغانستان کې د طالبانو د بریا په اړه سړی وړاندوینه وکړي. حتی له امنیتي اړخه هم دا حکومت ډیرې ستونزې لري چې دوام یې تر ګواښ لاندې دی. ځکه تیرو تجربو ښوولې ده چې دا ډول حکومتولي د تاوتریخوالي لامل کیږي. د طالبانو د حکومت دا طریقه چې دوی یې مخته وړي، یو شنډه لاره ده. په دغه ډول لارو چارو کې پرته له دې چې په افغانستان کې تلپاتې اجتماعي منازعه حل کړي یا حل‌لاره ورته ومومي، یوازې د زور په مټ، غواړي د افغانستان پر خلکو واک وچلوي. په هغه کچه چې طالب په زور او استخباراتو باندې ټینګار کوي، د افغانستان د خلکو په ذهنونو او روان کې خپل مشروعیت له لاسه ورکوي. حکومت یوازې د زور په مټو تکیه کوي: یوازې واک اعمال کول،  یوازې د تاوتریخوالي اعمالول. په معمولي توګه دغه شان حکومتونه، که په افغانستان کې وي یا بل ځای، د خپل ځان پر وړاندې تاوتریخوالی تولیدوي. که افغانستان بیاځلې د تاوتریخوالي په حلقه کې راګیر شي، طالبان په جنګي حالاتو کې د افغانستان د وضعیت د کنټرول لپاره له لازمو مالي سرچنیو څخه برخمن نه دي. د جګړې په میدان کې د افغانستان  د کنټرول لازم ځواک او وس نه لري. هغه دینې او مذهبي انګیزې چې د طالبانو  په ملاتړو کې د جګړې لپاره شته وې، ارام ارام له منځه ځي سړې او غلې کیږي. هغه ګوریلایي جګړې چې طالبانو ترسره کړې، د دینې عقایدو پر بنسټ نورې غلې او سړیږي او له منځه ځي. ځواکمنه او منظمه اردو، په افغانستان کې مالي سرچینو ته اړتیا لري. طالبان مالي سرچینې په واک کې نه لري. له همدې کبله، که بیا ځلې د تاوتریخوالي پل واوښت، طالبان د افغانستان د وضعیت د کنټرول توان بیا نه لري.

عدم تشدد مدني مبارزه

شیشه: ښاغلی ډاکټر، تاسو یو له هغو کسانو څخه یاست چې مدني مبارزه او د عدم تشدد تیوري مو په روښانه توګه طرح کړه. په حقیقت کې ستاسو نظر که له فکري اړخه وي یا د افغانستان له قضایاوو سره د برخورد له نقطه نظره، له همدې تیورۍ څخه الهام اخلي. فکر کوئ چې دغه تیوري د افغاني ټولنې په دې ځانګړي بستر کې په واقعي بڼه څومره ریښتونې ده او خپل ځای لري؟ که تاسو غوښتي وي چې دغه دیدګاه مو یو له هغو دیدګاوو وګڼئ چې د افغانستان د خلکو بیړني دردونه او رنځونه به پرې پټۍ شي لکه خلک له بیوزلۍ وژغوري، له خلکو څخه زور او ویره ایسته کړي، دا نظام چې د ولس ډيرې وړې خوښۍ یې هم له دوی اخیستې، او د خلکو ګردو یې ایسته کړئ، ترهرڅه وړاندې دیته اړتیا لرئ چې دا د زور او استبداد واکمني چې د ټولنې په د ننه کې شته ده، له منځه یوسئ. فکر کوي چې د افغاني ټولنې په چوکاټ کې ستاسو د نه تاوتریخوالي دا تیوري په کومو ځایونو او برخو کې خپل انضمامي مصداقونه پیدا کولی شئ؟ مثلا موږ باید څه وکړو؟ له کومه ځایه یې راپيل کړو چې هم په خلکو کې هیله راوټوکوي چې تاسو به بالاخره خوځوښت پيلوئ او موږ د تاوتریخوالي په دې همیشني ځنځیر کې له لویدو بچ کړي او هم موږ د طالب د حکومت له شره چې په ټولنه کې یې مطلقه شر رامنځته کړی دی، مصوون وساتي؟ ستاسو لیدلوری به په ځانګړې توګه څه وي؟ فکر کوئ چې د نه تاوتریخوالي تیوري په افغاني ټولنه کې له کومه ځایه خپله لاره وباسي؟ له کومه ځایه یې باید پيل کړو؟

احمدي: ښه دلته زه باید یوه بله بسم الله هم ووایم، بسم الله الرحمن الرحیم. ستاسو لپاره باید عرض کړم چې د نه تاوتریخوالي مبارزه، له معنویت څخه ریښه اخلي. ترهغه چې د ټولنې په روان کې معنویت غځونې ونه کړي، د عدم تشدد مبارزه هم پایله نه لري. موږ خپل معنویت له بسم الله الرحمن الرحیم څخه اخلو. په دې باور لرم او په دې عقیده هم. دا لومړی ټکی دی چې غوښتل مې تاسو ته یې ووایم. د عدم خشونت مبارزه د سولې، د انسان د طبیعت او د نړۍ د واقعیت په یوه فلسفي نظریه باندې ولاړه ده او له هغو څخه الهام اخلي او په حقیقت کې په یوه نظره باندې بدله شوې ده. ددغې مبارزې بنسټ، تر ډیره پورې په یوه فلسفي نظریه ولاړ دی. تر هغه چې انسان په خپله دغه نظریه پیاوړې نه کړي، د نه تاوتریخوالي په نظریه باندې باور پیدا کول ډير ګران کار دی. له همدې کبله ده چې د نه تاوتریخوالي او سولې د برخې نظریه‌ ورکوونکې پوهان وايي چې د نړۍ د هیوادونو سیاستوال له دې ډلې په لیبرال- ولسواکۍ باندې ولاړ هیوادونه، د هغوی په نظریاتو باندې ډير باور نه لري ځکه دوی د مسلط فکري ریښو تابع دي.

اوسنۍ نړۍ د جګړې په تیورۍ اداره کیږي. تاسو د اوکراین جګړه وګورئ، د جګړې په تیورۍ ده چې یو بل سره نسبتونه ټاکي او وايي فلانی جګړه کوي نو زه باید وار ترې مخته کړم. فلانی هیواد داسې نیت لري؛ موږ باید داسې وکړو. یعنې نړۍ د تاوتریخوالي او جګړې په تیورۍ راڅرخي، نه د سولې په تیورۍ. سوله په څنډه کې ده. د سولې تیوري په څنډه کې ده. په متن کې نه ده. دا یوه خبره.

هغه کسان چې د نه تاوتریخوالي او سولې له نظريې څخه ملاتړ کوي، په دې اند دي چې که موږ دغه نظریې ته پاملرنه وکړ او هغه د خپلو ملي، سیمه‌ییزو، نړیوالو او بین المللي سیاستونو لپاره بنسټ کیږدو، نو جګړې ته نوره اړتیا نشته. ولسونه کولی شي له جګړې پرته له ځانه دفاع وکړي. ښايي په نړۍ کې یو سرزوری هیواد پیدا شي. د پوتین په څیر یو څوک پیدا شي چې هغه ته تر واک او واکمنۍ بل هیڅ ارزښت مهم نه وي. یا ښايي د هیټلر په څیر یو څوک پیدا شي، خو د پوټین او هیټلر حل‌لاره د جګړې حل‌لاره نه ده، په له تاوتریخوالي پرته ټولنیز مقاومت سره کولی شې په ښه توګه له ځانه دفاع وکړئ. د ساري په توګه، په دوهمه نړیواله جګړه کې، دا چې هند د انګلستان تر واکمنۍ لاندې وو، ویل کیدل چې جاپان برید کوي او هند نیسي. ګاندي هم ویلی وو چې که هند خپلواک وای، زه اصلا له جاپان سره نه جنګیدم. جاپان راتللو او ټول هند یې نیوه. وروسته مې د مدني نافرمانۍ او نه همکارۍ له لارې جاپان په دوه ورځو کې په هند کې محوه کاوه. په نافرمانۍ او نه همکارۍ باندې. په حقیقت کې د مدني او له تاوتریخوالي څخه د پاکې مبارزې نچوړ په همدې دوه کلمو مدني نافرمانۍ کې بیانیږي. دا نظریه پر دې بنسټ ولاړه ده چې سیاسي واک د خلکو د اطاعت او مرستې په پایله کې رامنځته کیږي، که څه هم دغه همکاري د زور له لارې وي. له زور څخه راولاړه شوې همکاري او اطاعت، سیاسي قدرت رامنځته کوي. سره له دې چې ولس په ذهن او روان کې دا واک نه مني، خو هغه اطاعت او همکاري چې خلک یې په زور منلو ته اړویستل کیږي، په فزیکي بڼه د سیاسي واک واقعیت رامنځته کوي. له همدې کبله، په ټولو هغو لارو چارو او تکتیکونو کې چې له تاوتریخوالي پرته مدني مبارزه د هغو په لټه کې ده، هڅه داده چې عمومي اطاعت او همکاري له منځه ولاړه شي. کله چې عمومي اطاعت او مرسته له منځه ولاړه او شتون ونه لري، نو بیا حکومت هم نشته دی. اصلا نور سیاسي واک نشته او له منځه ځي. بنسټیز ټکی همدغه دی.

په دې برخه کې ډیرې څیړنې شوې دي او د نه تاوتریخوالي د مبارزې تکتیکونه پکې څیړل شوي دي. یو شمیر څیړونکي وايي چې دغه تکتیکونه دوه سوو ته رسیږي. دا په خپله یوه پوهه او جدي څیړنې ته اړتیا لري. دا تکتیکونه باید وڅیړل شي او مطالعه شي. ښايي له یوې ټولنې تر بلې پورې د نه تاوتریخوالي د مبارزې تکتیکونه توپير ولري. په یوه ټولنه کې یو شمیر تکتیکونه ځواب ورکوي او په بله ټولنه کې نور تکتیکونه. موږ له دې ټولو تکتیکونو څخه په دوه څیزونو پوهیږو: یو لاریونونه او بل اعتصاب. او بس. طالبانو هم په تیرو شلو کلونو کې مبارزه وکړه، د دوی مبارزه مطلق نظامي نه وه. د دوی ډيره برخه مبارزه په نافرمانۍ او نه همکارۍ باندې بنا وه، کوم لوی سړک به چې  په کومه سیمه کې جوړیده، دا سړک جوړول د طالبانو له نظره یو سیکولره چاره وه او د دوی له انده، د سیکولرزیم پراختیا بلل کیده او له همدې کبله یې هڅه کوله چې د سړک جوړولو مخه ونیسي. ددغه سړک د جوړولو چارې یې درولې. هڅه یې کوله چې له دغه سړک څخه کار وانخیستل شي. د ساري په توګه کیسه کوي چې په لاره کې د طالبانو یو پلوی له تراکتور سره روان وو، چې سړک ته ورسید. ويې کتل چې سړک پوخ دی. له دې کبله چې په سړک باندې تلل له دولت سره یو ډول مرسته بلل کیده او د دولت یو ډول تایید بلل کیده، د سړک په سر یې خاورې واچولې وروسته یې خپل تراکتور ورباندې تیر کړ، یعنې د خاورې په سر تیر شو نه په پاخه سړک. موږ وویل چې طالبان د پراختیا مخالف دي. امکان لري چې طالبان دې د پراختیا مخالف هم وي، خو هغه مهال چې د طالبانو په فکر کې څه وو، دا وو چې نه یې غوښتل دولت ته مشروعیت ورکړي. نه یې غوښتل مرسته ورسره وشي. پام وکړی چې دا تکتیکونه په ټولنه کې اغیزمن او موثره دي.

د نه تاوتریخوالي په مبارزه کې یوه بل مهم ټکی دادی چې په دغه لاره چاره کې هیڅ کله هم باید کرکه راپيدا نه کړو او د هیچا د حذفولو نیت به هم نه لرو، د طالبانو په شمول. په دغه لاره چاره کې څوک سپکوو نه، توهین هم نه ورته کوو، بدانسان یې هم نه معرفي کوو. دا لاره د یو نوي اجتماعي قرارداد لاره پرانیزي. کله چې ستاسو مخالف ونه توانید چې په زور پر تاسو باندې خپله خبره ومني، په ډیر درناوي راځي او ستاسو ترڅنګ دریږي. او یو له بل سره اجتماعي قرارداد لاسلیکوئ. له تاوتریخوالي څخه په پاکه مدني مبارزه کې باید تل دغه چاره ترسره کړئ. د تکتیکونو له پلوه دا خبره ډیره مهمه ده چې کرکه باید تولید نه کړو او د چا د حذف نیت هم ونه لرو. په دغه ډول مبارزه کې، تاسو باید ټولو ته درناوی ولرئ، د هرچا درنښت باید وساتئ او هیچا ته بې‌حرمتي ونه کړئ. دا ددې ډول مبارزې یو له ارزښتمنو ادابو څخه دی، ځکه د سازش او ددې لاره تړل کیږي چې بیا دې اجتماعي قرارداد وتړل شي. او ستاسو مقابل لوری ځان حذف شوی نه ګڼي. هیڅکله داسې نه احساسوی چې زه حذف شوی یم او سرکوبه کیږم یا څنډې ته کیږم. دا حس په هغه کې نه رامنځته کیږي. که په هغه کې دا رنګه حس رامنځته شو، ویره رامنځته کیږي او د ویرې د حس په رامنځته کیدو سره، هغه تر وروستي بریده له تاسو سره دریږي او مقاومت کوي. په دې برخه کې له مشهور انګلیسي تاریخ‌لیکونکي ټوین‌بي څخه نقل شوی ویلي یې دي، ګاندي دوه کاره ترسره کړل چې بریالی شو: لومړی، په هند باندې یې د انګلسانو حکومت منع کړ، یعنې کله چې تاسو له نافرمانۍ او نه همکارۍ سره مخ شوئ، څه ډول حکومت به وکړئ؟ په دغسې وضعیت کې بیا حکومت کول شوني نه دي. دوهم، له هند څخه یې د انګلستان د محترمانه وتلو لاره برابره کړه، یعنې پرته له دې چې انګلستان د شرم او ماتې احساس وکړي، ویې کولی شوای چې له هنده ووزي. د ګاندي دغه دوه چارې د هند او هغه غورځنګ د بریا لامل شو چې ده یې مشري کوله. وروسته ګورو کله چې انګلستان له هند څخه ووت، دوی د یو بل متحد او همکارو ملتونو په توګه له یو بل سره چلند پیل کړ او دا کار هنر غواړي.

شیشه: ستاسو دا ټکی سم دی. تاسو د یوې مبارزاتي چارې لپاره د یو غورځنګ سلبي اړخ ته پاملرنه کوئ: د تاوتریخوالي نشتون، او دا به نه وي او دا یا دا چې موږ باید دا چارې ترسره نه کړو، کرکه تولید نه کړو، دا ډیر ښه دي. خو د مبارزې په ایجابي برخه کې څه ترسره کړو؟ مثلا څه کار باید ترسره کړو؟

احمدي: ایجابي اړخ یې هم روښانه دی. یعنې کوم تکتیکونه چې تاسو یې کاروئ، دوه پایلې لري: لومړی، همکاري له منځه وړي او دوهم، اطاعت له منځه وړي. کله چې اطاعت او همکاري له منځه ولاړل، رامنځته شوی سیاسي واک له منځه ځي او د پراخه او پرانیستي اجتماعي قرارداد لپاره لار پرانیستل کیږي.

شیشه: تاسو د نه تاوتریخوالي د مبارزې د بریا په برخه کې د هندوستان د تجربې یو محور ګاندي لرئ. ګاندي د کانګریس ګوند او هند د خلکو لپاره یو معنوي محوریت ګرځي، او په همدغه معنوي محوریت باندې اجتماعي انسجام رامنځته کوي. ټولنه هم په منسجمه بڼه دغه لوري ته تمایل مومي او هغه پلی کوي. که تاسو وغواړي چې د نه تاوتریخوالي مبارزې الګو په افغانستان کې رامنځته کړئ، ښه به دا وي چې ووایئ له کومه ځایه یې باید پيل کړو څو د افغانستان کوڅو، سړکونو، کلیو او کورونو ته دغه مبارزه لاره وکړي؟ له دې پوښتنې مې تر ډیره د ایجابي مبارزې اړخ هدف دی؟

احمدي: باید یادونه وکړم چې له تاوتریخوالي څخه د پاکې مدني مبارزې تکتیکونه او لارې چارې باید زده‌کړل شي. یعنې ترهرڅه وړاندې، باید ځانګړي کسان په محدودو ساحو کې او په ډیر تمرکز سره وروزل شي. دا لومړی ټکی دی. دوهم ټکی دادی چې له تاوتریخوالي څخه د پاک مدني مقاومت ابزار او لارې چارې ډیرې دي او باید ټاکلي او ځانګړي مصداقونه ورته ونه ټاکو. همدا اوس د افغانستان د خلکو لپاره د نجونو د زده‌کړو ساتنه په هرو شرایطو کې چې وي، ډیره مهمه ده. د نجونو د زده‌کړو دوام له تاوتریخوالي څخه د پاکې مدني مبارزې یوه بیلګه ده.

بل ټکی دادی چې له تاوتریخوالي څخه پاکه مدني مبارزه باید تل بدیل ولري. یوازې تخریب کافي نه دی. کله چې تاسو خلکو ته وایئ چې دا وکړه او دا مه کوه څو مشروعیت درنکړل شي، او یا مثلا دا کار ترسره نه شي، په مقابل کې یې باید مثبته برنامه ولرئ. داسې برنامه باید ولرئ چې د ولس توانمندي یې پایله وي، د خلکو اقتصادي وضعیت ښه کړي، د خلکو د زد‌ه‌کړو پروسه غښتلې کړې، د خلکو ورځنۍ ژوند ورسره غوره او ښه شي. په دې برخو کې باید روښانه برنامې ولرې. نړیوالې سرچینې شته دي چې کولی شي په دې برخه کې د مثبتو برنامو په توګه کار ورڅخه واخیستل شي. یعنې د افغانستان مدني ټولنه باید له دې سرچینو څخه د استفادې بستر وي.

په لنډیز سره باید ووایم چې مثبتې برنامې خورا مهمې دي. په ګڼو برخو کې باید مثبتې برنامې موجودې وي: د روغتیا برخه کې، د ښوونې او روزنې پرخه کې، د اقتصاد برخه کې، باید داسې برنامې تر لاس لاندې ونیول شي چې ولس توامند شي پکې. کله چې تاسو غواړئ رسمي دستګاه فلج کړئ، تاسو خپله باید برنامه ولرئ. البته دا هغه تکتیکونه دي چې د جدي او محدودو بحثونو غوښتنه کوي. په یوه عام بحث کې نه کیږي چې په دې اړه ډیرې خبرې وکړو. ډیر شمیر تکتیکونه شته دي. ولس عملا له یو شمیر دې تکتیکونو څخه کار اخلي. د افغانستان  د ډیری شمیر ښارونو خلکو، طالبانو ته فرهنګي مشروعیت نه دی ورکړی. ډیری شمیر خلکو د خپل خصوصي ژوند حوزه پراخه کړې  او ساتنه ترې کوي او خپل شخصي او خصوصي ژوند ته یې د طالبانو افکار او غوښتنې نه دي پریښودلي. دا په خپله یو ډول مقاومت دی. که په دغو بیلګو باندې ډير کار وشي، پراخه کیږي او ټول خلک ترې کار اخلي. موږ د مقاومت نښې نښانې ګورو. همدا اوس هم د افغانستان په ټولنه کې د عمدي یا غیرعمدي مقاومت نښې وینو. په یو شمیر مواردو کې دا لارې چارې بریالۍ هم وې. داسې نه ده چې بریالۍ نه وې. د ساري په توګه له خواله رسنیو څخه ګټه اوچتولو په ډیری مواردو کې طالبان غبرګون ته اړویستي دي. مثلا دوی له خپلو ځینو مواضعو څخه انکار کړی دی او ویلی یې دي چې دا خبره دوی نه ده کړې. ډیره ځله دا کار شوی دی چې د طالبانو یو مقام دې یوه خبره کړې وي او په اجتماعي رسنیو کې د خلکو له غبرګون وروسته یې ویاند راغلی دی ویلی يې دی چې دا خبره موږ نه ده کړې. یا یې ویلي دي چې فلانی خبره یوازې د توصیې په حد کې ده. دا ټول خپله اغیزه لري. داسې نه ده چې افغانستان داسې ځای دی چې هلته دې دا شیان هیڅ اغیز ونه لري. که یوه څیړنه ترسره شي، له تیر کال تر اوسه، ټولې هغه مدني مبارزې چې په افغانستان کې ترسره شوې دي، لړلیک یې چمتو او اغیزمنتوب یې وارزول شي، ښایي له ډیرو جګړو یې اغیزه په مراتبو زیات وي.

شیشه: ښاغلی ډاکټر، غواړم په افغانستان کې په غالب لید باندې یو ډیر مشخصه تیښته ولرم: نظامي لاره چاره. داسې ښکاري چې له دغې لارې چارې څخه د طالبانو د زیات شمیر تاوتریخوالي ترسره کولو له کبله، یو شمیر افرادو او ډلو ته دغه انتخاب بیا خپل باور غښتلی کړی دی. ستاسو له انده، اوسمهال د افغانستان د خلکو لپاره نظامي حل لاره په مشهوده او ملموسه توګه څومره بیه لري چې د جبران وړ نه وي او زموږ د موخو او غوښتنو لرلید ته به څه زیان واړوي او دغه لرلید به څنګه شنډ کړي؟ د مثال په توګه که نظامي حل لاره انتخاب کړل شي او موږ داسې انګیرو چې له پنځه کلنې جګړې وروسته دغه موخې ته رسیدی شو، خو بیا یې هم پایله شنډه ده او موږ به په یوه بله حلقه کې د تاوتریخوالي ننداره تجربه کړو. هغه مدني مبارزه او د تاوتریخوالي نه ترسره کولو حل لاره چې تاسو ورباندې ټینګار کوئ، هغه هم تر هغو غوټو پورې تړلې دي چې یو نوی اجتماعي قرارداد شونی کوي. تاسو د اوسمهال لپاره د نظامي حل لارې قیمت او بیه څنګه څیړئ او تحلیلوئ؟

احمدي: وګورئ، فکر کوم په کومو حالاتو کې چې انسان تر فشار لاندې راځي، بې‌واکه کیږي او تر ټولو اسانه بدیل، نظامي بدیل یا د زور او فزیکي لاروچارو استفاده کول دي. موږ فکر کوو چې نظامي بدیل ډير سخت دی او میړانه غواړي. داسې نه ده. په حقیقت کې نظامي بدیل، له تاوتریخوالي پرته د مدني مبارزې په پرتله، ډیره کمه میړانه غواړي. له تاوتریخوالي پاک د مدني مبارزې د بدیل په انتخابولو سره، تاسو باید ډیر زړور وئ. په لوړه کچه باید د فداکارۍ نیت او اراده ولرئ، خو نظامي مبارزه بیا اسانه ده او په دې کچه زړورتیا درڅخه نه غواړي. تاسو یو ټوپک رااخلئ او د یوه سنګر په څنډه کې کمین نیسئ، پایله یې هم پنځوس پنځوس ده: یا به وژل کیږئ یا به مو وژني. وروسته واک او شتمني ترلاسه کوئ، مثلا د یوې میرمنې په ځای درې ودونه کوئ. دا مې د هغه اجتماعي بستر له مخې چې په افغانستانن کې دود دی، وویل. دا لومړی ټکی دی.

دوهم ټکی، لکه څنګه مې چې وړاندې وویل چې که د افغانستان خلک تاوتریخوالي ته مخ کړي، د تاوتریخوالي د پراخوالي امکان ډیر زیات دی، چې طالبان به یې هم بیا د کنټرول توان نه لري. دا هم باید په یاد ولرو چې طالبان د هغه تاوتریخوالي په کنټرول باندې چې بیاځلي عام شي، توانمند نه دي. البته چې طالبان به خپل مخالفان سخت وځپي او سرکوبه به یې کړي، او د سرکوبولو لپآره توجیه هم لري، خو د طالبانو سرکوبول او ځپل به پایله ورنه کړي. دا سرکوب به محدود وي، ځکه د سرکوبولو او ځپلو هغه وسیلې چې د طالبانو په واک کې دي خورا کمزورې دي؛ یعنې له مالي اړخه د یوه مجهز پوځ د تامین توان او ځواک نه لري. نو افغانستان، بیا هم د پاشلو لوري ته ځي. که هیواد د پاشلو په لور ولاړ، تر یوه چتر لاندې د افغانستان بیا منسجم کول، داسې چې د ټولو سیاسي حقوق دې پکې تامین شوي وي، ډیر سخت کار دی، زما اخیستنه خو همدا ده.

هغه څیړنې چې ترسره شوې دي، په جګړه کې د بریا شونتیا د نه تاوتریخوالي په مدني مبارزه کې ډیره کمه ده. ددغو څیړنو پایلې ښيي چې له ۱۹۹۹ تر ۲۰۰۶ کال پورې له تاوتریخوالي څخه پاک مقاومت اویا سلنه د بري پایله لرلرې ده او جګړې او تاوتریخوالي یوازې ۱۳ په سلو کې، او له ۱۹۹۰ کاله تر ۱۹۹۹ پورې له تاوتریخوالي څخه پاک مقاومت پنځوس په سلو کې بریالی، او له تاوتریخوالي ډک مقاومت ۲۵ سلنه، له ۱۹۸۰ تر ۱۹۸۹ کال پورې له تاوتریخوالي څخه پاکه مدني مبارزه ۵۳ سلنه او جګړه او تاوتریخوالی ۳۸ سلنه، له ۱۹۷۰ تر ۱۹۷۹ پورې له تاوتریخوالي څخه پاک مقاومت ۶۸ سلنه او جګړه او تاوتریخوالي ۳۸ سلنه، له ۱۹۶۰ تر ۱۹۶۹ کال پورې له تاوتریخوالي پاک مقاومت ۴۲ سلنه او تاوتریخوالي ۲۲ سلنه، له ۱۹۵۰ کاله تر ۱۹۵۹ کال پورې له تاوتریخوالي پاک مقاومت ۳۳ سلنه او جګړې او تاوتریخوالي ۲۲ سلنه او له ۱۹۵۰ تر ۱۹۵۹ کال پورې له تاوتریخوالي او جګړې پاک مقاومت ۳۳ سلنه او جګړې او تاوتریخوالي ۳۵ سلنه او له ۱۹۴۰ تر ۱۹۴۹ کاله له تاوتریخوالي پاک مقاومت ۴۰ سلنه او جګړه او تاوتریخوالی ۳۲ سلنه موفقیت او بریالیتوب درلوده.

دا څیړنه د میرمن اریکا چینوا د ماریا استفان په مرسته ترسره شوې ده، او د کولمبیا پوهنتون له لوري خپره شوې ده. د افغانستان د ځانګړې ټولنې په چوکاټ کې مې مخکې وویل چې طالبان د تاوتریخوالي په کنټرول باندې قادر نه دي. ښايي افغانستان د پاشلتیا لوري ته بوزي. دا پاشل کیدل بریالیتوب نه دی. پایله یې هم یو ولسواک، دیموکراتیک او د بشري حقوقو نظام نه دی. له دې کبله چې د جګړې په پایله کې په جوړ شوي نظام کې هغه کسان ښه واک ترلاسه کوي چې ښه جګړه یې کړې وي، نه عام او د افغانستان ټول ولس. یوه بله څیړنه ښیي چې د هغو جګړو له لارې چې موفقه شوې دي او ولسواکۍ / دیموکراسۍ ته رسیدلی، شل سلنه د بریا چانس لري، خو له تاوتریخوالي پاک مقاومت پایله کې تر اویا سلنه زیات چانس شته چې نسبي ثبات ته ورسیږي. دا یو معتبر پوهنتوني تحقیق دی. یعنې ساده کار نه دی، دا مواد کفایت کوي چې سړی باید د جګړې د انتخاب په اړه اندیښمن وي.

په دې اړه چې له تاوتریخوالي څخه د پاک مدني مقاومت او ولسواکۍ ته د رسیدو ترمنځ ځواکمنه اړیکه شته، یعنې له تاوتریخوالي پرته مدني مبارزه دیموکراسۍ ته د رسیدو لپاره یو ځواکمن لامل دی، د Jonathan Pinckney څیړنه زما د خبرو مرجع ده. په دغه څیړنه کې ښيي چې په تیرو اویا کلونو کې د ۷۸ موارده له تاوتریخوالي څخه د پاکه مبارزه چې د واک په بدلون سره منتج شوي دي، لږترلږه په ۶۰ مواردو یې په ازادو ټاکنو او د ولسواک نظام په رامنځته کیدو باندې منتج شوي دي. دغه شان په دغه تحقیق کې ښيي چې له ۱۹۴۵ کال وروسته، له تاوتریخوالي پرته مدني مبارزه اتیا سلنه د ولسواک قدرت د لیږد لامل شوې ده، و جګړه یوازې شل سلنه. د جاناتان هغه څیړنه چې په دې برخه کې یې خپره کړې  ده، عنوان یې دی:

When civil resistance succeeds building democracy after nonviolent popular uprising

شیشه: د افغانستان په سیاست کې یو لوی لیدلوری، سیاست ته قومي لیدلوری دی. معمولا قومي لیدلوری دی چې سیاسي جبهې، سیاسي ډلې جوړونې او د سیاسي موقف نیونو بنسټ جوړوي. په هیواد کې، له دې کبله چې طالبان تر ټولو روښانه د قومي واک د انحصار بیلګه تمثیلیوي، په مقابل لوري کې یې هم په یوه بڼه قومي سیاست راپنځولی او موجه یې ګرځولی دی. تاسو فکر کوئ چې قومي سیاست د یو ډیر سنتي او زاړه بدیل په توګه چې د ټولنې په د ننه کې یې ټولنه تر ډیره په ګیتو باندې بدله کړې ده او تر مدنیت مخکې پير ته یې قطب‌بندۍ ستنې کړې دي، په هغه ځانګړي موقعیت کې چې تاسو له تاوتریخوالي څخه د پاکې مدني مبارزه د یوې نوې تیورۍ په توګه د مبارزې لپاره مطرح کوئ، څنګه یې د تلفیق وړ ګڼئ؟ څنګه وړاندیز کولی شئ چې موږ له قومي سیاست نه هم عبور وکړو یا کیدلی شي چې د ټولنې په د ننه کې قومي واقعیتونو ته په کتو، په قومي او د سیاست په قطب‌بندیو د مدني لیدلوري ریښې د ننه کړو او د قومي سیاست په ډګر کې ددغې تیورۍ د تحقق زمینه هم مساعده او چمتو کړو؟

احمدي: په دې برخه کې زه د یوې تاریخي تجربې یادونه کوم او بیا موضوع ته راګرځم. هغه تاریخي تجربه چې پښتانه یې له تاوتریخوالي پرته د مدني مبارزې په برخه کې لري، یوه بریالۍ تجربه ده. هغه تجربه چې خان عبدالغفار خان د هند شبه الجزیرې په تاریخ کې د ګاندي له تجربې وروسته تر ټولو بریالۍ تجربه ده. دا هغه تجربه ده، چې د سولې او تاوتریخوالي نه لرونکو څېړنو په برخه کې د پام وړ دي. په دې برخه او دغه راز د خان عبدالغفار خان په هکله زیات کتابونه لیکل شوي دي، چې په داسې یوه ټولنه کې چې قبیله یي تاوتریخوالی او د پښتونولۍ اړوند غیرت لومړۍ خبره کوي، له دې خلکو یې، ډېر صبرناک، حوصله مند او زغم لرونکي خلک جوړوي. داسې کسان ترې جوړوي، چې په خپله خوښه فعالیت کوي، د ژوند سمون اړوند پروګرامونه مخته وړي، د خدايي خدمتګار همغه سرتیري چې اتیا زره غړي یې درلودل، دوی به ټول کارونه په رضاکارانه توګه کول او ګټور رغوونکي کارونه به یې ترسره کول. د دوی ټولو غضب او تاوتریخوالی خان عبدالغفار خان کنترول کړی و. ویل کېږي، چې یوه ورځ یو پولیس پښتون ځوان داسې قمچینه وهلی و، چې له څټ څخه نیولې تر ملا پورې ټول ځان یې په بشپړه توګه زخمي شوی و او د قمچینې ځای یې په بدن باندې پاتې و، خو دې پښتون دا درد زغملی و او هیڅ یې هم نه و ویلي. بیا دا پښتون د خدایي خدمتګار یا خان عبدالغفار خان دفتر ته راځي او د خپلې ملا دا زخم ورښيي، چې د تاریخ په لړ کې تاسې لیدلي و، چې پښتون دې داسې قمچینې وخوري، بیا دې وزغمي او هېڅ دې هم و نه وایي؟ وګورئ، چې دا حکایت په اصل کې د پښتنو په ټولنه کې د یو لوی ظرفیت شتون ښيي.

ما تل ویلي، چې تاسې که څومره هم د تاوتریخوالي پلویان اوسئ، یا ستاسې په کړنو او افکارو کې منفي ځواک موجود وي که دا هرڅه سرچپه شي په همدې اندازه ځواکمنه مثبته انرژي او ځواک بیا ترې تولید کېږي. یعنې ټوله مېړانه، بېغوري، بې باکي او تاوتریخوالی چې په هغه اړخ کې موجود دي، تاسې هغه ټول برعکس کړئ، بیا ګورئ، چې څومره مثبته انرژي تولید کېږي، څومره د زغم وړ ځواک رامنځته، څومره د سرښیندنې او فداکارۍ ځواک رامنځته کوي. له همدې امله له تاوتریخوالي پرته مدني مبارزې په برخه کې دا ظرفیت موجود دی او دا تاریخي تجربه باید د جدي پاملرنې وړ وګرځي.

دویم مورد دا دی، چې موږ د قومیت په نامه یو څه لرو. افغانستان کې قومي تنوع موجوده ده او د قومیت په اساس د محرومیت احساس هم د خلکو په منځ کې موجود دی. په حقیقت کې داسې هم ویلای شو، چې د افغانستان شخړه د قومیت په اساس رامنځته شوې ده. دا هرڅه د هغه ملي ګرایانه سیاست له امله ده، چې هغه له استعمار وروسته ملي ګرایانه سیاست په نامه یادېږي. یعنې له استعمار وروسته یا زیاتره استعمار ځپلو هېوادونو کې د دولت او حکومت نظریه د یو قوم په محوریت او مشرۍ سره جوړه شوې ده. دا یوازې په افغانستان کې نه ده، بلکې په زیاتره فرهنګونو کې د قومیت په اساس خلک د تاریخ پاڼې ګرځيدلي او نور قومونه د کوچنیو قومونو په توګه په پام کې نیول شوي دي، چې ګواکي د دې قوم پیرویان او لارویان دي او د دې قوم په شاوخوا راټول وي او لازمه ده چې د دې ټاکل شوي قوم د واک په لمن او یوه برخه کې ژوند وکړي، پرېکړې ونیسي او بلاخره د یو شمېر چارو په برخه کې کوچنی رول او کمه ونډه ولري. له استعمار وروسته زیاتره هېوادونو کې د ناسیونالیزم اساس او بنسټ همدا شی موجوجود دی.

د آمریکايي – لبناني متفکر ښاغلي ادوارد آذر په وینا؛ دې ډول ملي ګرایۍ په لبنان او د افغانستان په شمول د منځنۍ آسیا په زیاتره هېوادونو کې د واک په سر شخړې کولو ټولنیز بنسټ رامنځته کړی دی. له همدې امله دا واقعیت باید ومنو. یعنې د سرلارو تر منځ د خبرو اترو په برخه کې دا واقعیت باید ومنو، چې ټول وګړي او قومونه د یو ډول برابرو حقونو غوښتونکي دي. په دې برخه کې د یوهان ګالتونګ نظریې ته اشاره کولای شو. هغه په دې باور دی، چې افغانستان له شپږو ملتونو څخه جوړ شوی او په مشترکه توګه یوه دولت کې راټول شوي، چې دا هرڅه غیر طبیعي دي او د شخړو سرچینه بلل کېږي، چې موږ ټول باید دا هرڅه ومنو. هغه په دې ټیګار کوي چې دا هرڅه باید ومنو. هغه په ځانګړې توګه د افغانستان په هکله وایي، چې په افغانستان کې دا شخړه اصلي یا ریښتینې ده او هیڅکله تخیلي یا ساختګي نه ده، چې موږ له خپله ځانه جوړه کړې وي. هغه زیاتوي چې افغانستان د سویس په څېر دی، له همدې امله په سویس کې کارول شوې حل لاره د افغانستان د اوږدې شخړې حل لاره ده، چې د افغانستان سرلاري او مخکښان باید دا تریخ واقعیت ومني او په سمه توګه پرې پوه شي.

خو پام مو وي، چې تاسې له قوم، توکم او مذهب څخه د ایدیولوژۍ په جوړولو سره ستونزه حلولای نه شئ. موږ له تاوتریخوالي پرته یوې مدني مبارزې لپاره یوې متحد کوونکې او یوځای کوونکې ایدئولوژۍ ته اړتیا لرو. دا ایدئولوژي د برابرۍ، آزادۍ او عدالت ایدئولوژي ده. په دې ایدئولوژۍ سره موږ هر ډول هویتي، قومي، ژبنۍ، فرهنګي ستونزې د دولت جوړونې د څرنګوالي اړوند ستونزې او داسې ټول موارد باید حل کړو. لکه دا نظریه چې افغانستان کولای شي فدرالي واوسي، د دې مورد په هکله باید بحث او ارزونه ترسره شي. د ګالتون په اند د افغانستان لپاره تر ټولو ښه حل لاره فدریشن ده. هغه وایي چې افغانستان د سویس په څېر ده، له سویس څخه هیڅ ډول توپیر نه لري او د سویس حل لاره د افغانستان حل لاره هم ده، چې ایدئولوژۍ دي او ایدئولوژۍ عدالت محوره دي.

موږ باید واقعیتونه ومنو، خپل سیاسي فرهنګ بدل کړو، خپل لیدلوري بدل کړو او هغه رسمي لیدلوری مو په احترامانه توګه پرېږدو، چې تر اوسه راسره دی، ترڅو د افغانستان ټول نخبه ګان په داسې یو نوي لیدلوري او نوې ایدئولوژۍ باندې هوکړه او توافق وکړي، چې یوځای کوونکې او متحدوونکې ده. دا لیدلوری حل لاره رامنځته کوي او شخړې له منځه وړي. موږ باید یوه مسالمت آمیزه، انسان پاله او هېواد پاله مدني حل لاره خپله کړو.

د اساسي قانون تعدیل

ډاکټر محمد امین احمدي د افغانستان له مشهورو علمي او اکاډمیکو شخصیتونو څخه دی. د ۲۰۲۰ کال په سپټمبر کې هغه د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتي ټیم غړی و. ډاکټر احمدي په ۲۰۱۰ کال کې د افغانستان د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې د کمیسیون غړی هم و. هغه د ابن سینا پوهنتون د رییس په توګه هم تیر شوي. د دين د فلسفې، بشري حقونو، د حقوقو فلسفې او د سولې د ټينګښت په اړه يې ډېر کتابونه او مقالې خپرې شوې دي. هغه د غیر دموکراتیکو رژیمونو د نسکورولو لپاره د عدم تشدد د مبارزې ملاتړی دی. د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د جبري رژیم له بدلون وروسته نوموړی اړ شو چې هېواد پریږدي او په بهر کې ژوند وکړي.
شیشه: یو خطر چې په افغاني ټولنه کې په څرګنده توګه مطرح شوی، هغه دا ده، چې د هېواد سیاسي جغرافیه په افغانستان کې د رووستۍ پیوندي ټولګې په توګه تر پوښتنې لاندې راځي. یعنې موږ تر دې دمه داسې حرکت کړی دی، چې په هر حال سره نور کوم مشترک فرهنګ نه لرو، مشترکه ژبه نه لرو، مشترک ملي هویت نه لرو، مشترکې ملي ګټې نه لرو، حتی زموږ برخلیک هم مشترک نه دی. یوازې یوه مشترکه جغرافیا پاتې ده او هغه وضعیت چې اوسمهال په طالباني تاوتریخوالي سره رامنځته شوی ښايي دا مشترکه جغرافیه هم له ګواښ سره مخ کړي. ښایي یوه ورځ داسې حالت ته ورسېږو، چې دا جغرافیه هم پارچه پارچه شي او په بشپړه توګه له تجزیې سره مخ شو. د افغانستان شرایطو ته په کتو سره تاسې د دې خطر احتمال څومره وینئ؟ که دا خطر ډېر جدي شي، نو موږ څنګه کولای شو، بې تاوتریخوالي مدني تګلارې سره په مدني مصالحې او یا هم په لویه کچه د انساني علایقو اړوند اړیکو په رامنځته کولو سره د دې ستر ګواښ مخنیوی وکړو؟

احمدي: ښه نو لومړی باید دا ووایم، که چېرې جګړه دوام ومومی، دا خطر چې تاسې وویل دا زیاتېږي. په اصل کې دوه مورده دي، چې د دې وضعیت لامل شوي دي؛ لومړی د طالبانو سیاست، زه خپله مخکې له دې چې طالبان واک ترلاسه کړي او حکومت ونیسي، هغه مهال له دې حس سره ډېر مخ نه وم، چې تاسې بیان کړ. ما تر ډېره د افغانستان خلک متحد او یو پارچه لیدل او داسې مې ویل، چې دا خلک د تجزیې وړ نه دي. دا خلک یو بل سره تړل شوي خلک دي او په خپل ژ،ند کې ډېرې مشترکې برخې لري؛ خو د طالبانو سیاستونو په ریښتینې توګه د افغانستان خلک په عاطفي توګه، په قومي توګه، په فرهنګي توګه او په ژبنۍ توګه ډېر متفرقه او متشتت کړي دی.

موږ باید دا وګورو، چې په حکومتولۍ کې غلط سیاست، خلک له یو بله جلا او پاشلتیا رامنځته کوي. دا غلط سیاست دی، چې بحران او ناورین زیاتوي. دا شخړه چې ما یې یادونه وکړه، د طالبانو د حکومت په پایله کې یې لا شدت او سرعت پیدا کړی دی. له همدې امله زه وایم چې د طالبانو سیاستونه دا شخړه لا زیاتوي او که جګړه رامنځته شي، نو دا شخړه لا زیاتېږي. یو ځل ده چې موږ په آرماني او خیالي توګه په افغانستان کې باید کومه جګړه رامنځته نه شي؛ خو زموږ دا ارمان او غوښتنه موږ تر ډېره په عملي ډګر کې نه پلي کېږي. موږ باید مدني مبارزه له تاوتریخوالي پرته ترسره کړو، ترڅو جګړه رامنځته نه شي. اوس په هرحال جګړه تر یو حده رامنځته شوې ده. ومې ویل هغه مسئله چې تاسې ورته اشاره وکړه، دواړه یې دوه تیز او سرعت بښوونکي لاملونه لري؛ لومړی د طالبانو سیاستونه او دویم د جګړې زیاتوالی او مسلحانه شخړې. دا دوه لاملونه افغانستان د هغه خطر په لور مخته وړي، چې تاسې ورته اشاره وکړه؛ خو زه دا وایم، راځئ تر هرڅه دمخه د خپل لیدلوري او خپلو کړنو په هکله بیا غور وکړو. په تېره بیا پښتانه نخبه ګان په ژوره توګه او ریښتینې توګه بیا غور کولو ته اړتیا لري. هدف مې هغه نخبه ګان دي، چې پښتانه دي؛ خو د طالبانو په پښتوني سیاستونو سره موافق نه دي او هغه د افغانستان په زیان بولي. دا چې طالبان اوسمهال تېرتنه کوي یا غلط کار کوي، دا مسئله یوې خوا ته؛ خو که چېرې پښتانه نخبه ګان چې د طالبانو د واکمنۍ له دایرې څخه بهر دي، دوی په خپل لیدلورو بیا غور وکړي او د افغانستان له خلکو، د افغانستان له سیاسی نخبه ګانو او د افغانستان له سیاسي بهیرونو سره په یوه ملي مشوره، یو ملي محور رامنځته کولو سره توافق او هوکړې ته ورسېږي، ټول مخکیني دودیز سیاستونه شاته پرېږدي او د عدالت او انصاف په دایره کې یوې با انصافه علمي مطالعې او نظریو شریکولو لپاره همغږي شي او په یو مشترک ملي محور باندې راټول او توافق ته ورسېږي. زه ډاډه یم، چې افغانستان خپله د ژغورنې لار پیدا کوي او په دې صورت کې بیا د همبستګۍ او یووالي احساس لا زیاتېږي، یو بل سره د تعلق او ارتباط احساس زیاتېږي او په ټولنه کې د دې بهیر د پیاوړي کولو ادبیات تولید کېږي، چې په دې توګه د همبستګۍ او یووالي حس راژوندی کېږي. دا تګلاره او دا سیاست د هغه څه په وړاندې یو ځواکمن بدیل کېږي، چې طالبان یې وایي او پرې عمل کوي. زه هیله مند یم چې طالبان هم یوه ورځ په دې بهیر کې راجذب او راټول شي.

شیشه: ښاغلی ډاکټر صیب، اوسمهال په هر حال په نمایشي توګه خپل اوسني افغانستان کې یو سند لرو، چې د افغانستان د اساسي قانون په نامه یادېږي. کېدای شي دا سند هم داسې یو پیل و اوسي د دې لپآره چې وکولای شو په ټولنه کې یو نوی ټولنیز قرارداد بیا رامنځته او تولید کړو، یا دا ټوټه او پارچه شوې برخې په یوه ځای کې سره وصل او یوځای کړو. د دې کار لپاره یو عمومي یا مورني سند ته اړتیا لرو، چې همغه د افغانستان اساسي قانون دی، چې په دننه کې یې یو شمېر مدني او دموکراتیک ارزښتونه په پام کې نیول شوي دي. مثلاً داسې حکومت چې وکولای شي دموکراتیک تمرینونه ولري، داسې حکومت چې وکولای شي په واک باندې د څارنې او دغه راز د واک اړوندو مناسبتونو په برخه کې د توازن رامنځته کولو لپاره ځینې تګلارې رامنځته کړي یا لږ تر لږه د واک د وېشلو زمینه او لارې چارې برابرې کړي. تاسې یو وخت د اساسي قانون پر تطبیق باندې د څارنې کمیسیون غړي هم وئ او په تېرو شلو کلونو کې هم دا چې د افغانستان د سیاسي نظام په حرکت باندې څارونکي وئ او دغه راز کار مو هم د اساسي قانون په تطبیق باندې څارنه وه، نو په دې حقوقي سند کې به یو شمېر نېمګړتیاوو ته متوجه شوي اوسئ، چې بلاخره تر شل کاله حکومت وروسته یې موږ په تر ټولو بېکاره او فاسد حکومت بدل کړو او ټولنه یې هم په یو ډول بیساري تاوتریخوالي کې اچولې ده، چې د دې قانون څخه د مخکې دورې له تاوتریخوالو څخه هم شدید او ځواکمن بلل کېږي. که تاسې غوښتي وي، چې د اساسي قانون یو شمېر تر ټولو اړینې نیمګړتیاوې په نښه کړئ، چې د دې لامل شوې ترڅو دا قانون او سیاسي نظام بېکاره قانون او نظام شي، دا نیمګړتیاوې کوې وې او تاسې یې څنګه ډلبندي کوئ؟

احمدي: زه مخکې له دې چې د اساسي قانون نیمګړتیاوې بیان کړم، غواړم یو بل څه ووایم چې له بده مرغه په افغانستان کې اقتصادي، فرهنګي او ټولنیزې زیربناوې په دې هېواد کې د یو بریالي نظام رامنځته کولو لپاره بیخي کمزورې دي. موږ حتی که داسې هیله وکړو، چې په ۲۰۰۴ ز کال کې مو د نړۍ تر ټولو غوره اساسي قانون تصویب کړی و، بیا هم دا معلومه نه وه، چې ایا په دې ټولنیزو او فرهنګي زیربناوو به بریالی و. ولې دا خبره کوم؟ ځکه چې هر هغه مشکل یا ستونزه چې موږ ورسره مخ یو، له دې امله ده چې هغه بنسټ یا نهاد موږ نه لرو، چې دا بهیرونه مدیریت او رهبري کوي. له همدې امله خپلواک قضایي سیستم دا بهیرونه په عملي توګه څاري او ارزونه یې کوي. موږ د دې بنسټونو په رامنځته کولو کې ستونزې لرو. لکه موږ د سیاسي احزابو په رامنځته کولو کې ستونزه لرو، چې خلک د نظریو، ایدیولوژیو او بېلابېلو پروګرامونو په محور کې راټولوي. کله چې په دې برخو کې موږ ستونزې ولرو، زموږ اساسي قانون که څومره ښه هم لیکل شوی وای، بیا هم معلومه نه وه، چې په دې شلو کلونو کې به بریالی شوی وای.

تر هرڅه مهم د همدې مالکیت د حس نه شتون دی، چې تر دې مخکې مې یادونه وکړه. کله چې خلک د سیستم او نظام په هکله د مالکیت احساس و نه لري یا دا حس په هغوی کې بیخي کمزوری او ضعیف وي، بیا نو ستونزه زیاتېږي. د افغانستان خلک د یو دموکراتیک نظام او غیر دموکراتیک نظام تر منځ په توپیر هم نه پوهېږي. دا هم یوه بله ستونزه ده. کله چې دا ستونزې په پام کې ونیسو او داسې ادعا وکړو، چې که زموږ اساسي قانون داسې وای، نو بریالي کېدلو، دا مورد زموږ ادعا یو څه اندازه کمزورې کوي. دې ټولو مواردو ته د پاملرنې سربېره بیا هم وایم، چې د افغانستان د اساسي قانون نیمګړتیاوې په کومو برخو کې وې.

لومړۍ نیمګړتیا په ریاستي نظام کې ده، په تېره بیا د ولسمشر د ډېر پراخ واک او په جمهوري ریاست کې د واک انحصارېدل. همدا مورد د دې لامل شو، چې خلکو به د حکومت په وروستیو میاشتو کې ویل، چې درې کسیزه جمهوریت دا یوه اساسي او بنسټیزه ستونزه ده.

بله نیمګړتیا دا ده، چې زموږ په اساسي قانون کې داسې یو خپلواک قضایي بهیر نه شته، چې د اساسي قانون د رعایت کولو او تطبیق تضمین کړي. داسې یو بهیر او خپلواکه قضایي تشکیلات موجود نه و، چې د اساسي قانون د تطبیقېدو تضمین وکړي. دا سمه ده چې د قوانینو باندې څارنې په برخه کې کوچني او کمزوري صلاحیتونه سترې محکمې ته ورکول شوي دي؛ خو دا صلاحیتونه د اساسي قانون تطبیق لپاره قضايي تضمین رامنځته کولای نشي. موږ د اساسي قانون اړوند یوې سترې محکمې جوړولو ته اړتیا درلوده. د اساسي قانون اړوند سترې محکمې په هکله د اسلامي هېوادونو له ډلې د اندونیزیا او ترکیې هېوادونو او د غربي هېوادونو له ډلې د آلمان هېواد یادونه کولای شو، چې دا محکمه په دې هېوادونو کې (په تېره بیا له کودتاه څخه مخکینۍ ترکیه کې) د اساسي قانون د تطبیق لپاره یو ځواکمن قضایي بهیر تضمینوي.

درېیمه نیمګړتیا دا ده، چې موږ په خپل اساسي قانون کې داسې سیمه ییز حکومتونه نه لرو، چې بېلابېلو سیمو د خلکو په وړاندې مسئول او هغوی ته ځوابګویه وي. په افغانستان کې سیمه ییز حکومتونه د دې پر ځای چې د خلکو استازي وي او خلکو ته ځوابویونکي وي، په مرکز پلازمېنه کې د ولسمشر استازي و. له همدې امله موږ په بېلابېلو سیمو کې شفافې، مسئولې او ځوابویونکې حکومتولۍ ته اړتیا لرو. دا ډول کوم څه زموږ په اساسي قانون کې نه و.

څلورمه نیمګړتیا زما په اند ملي نښانونه دي. د افغانستان اساسي قانون ملي هویت د هغه څه په اساس تعریف کړی، چې تر دې مخکې موږ له استعمار وروسته د ملي ګرایانه ایدئولوژۍ په نامه د هغه یادونه وکړه. اساسي قانون په دې برخه کې د توازن له حالته وتلی او په یو ملي ټولمنلي هویت یې تکیه نه ده کړې. په ځانګړې توګه موږ په دې برخه کې ستونزې لرو او لازمه نه وه، چې داسې راغلي وای. د بېلګې په توګه په اساسي قانون کې راغلي چې د افغانستان هر وګړی افغان دی. دا تعبیر داسې هم راتلای شوای؛ هر هغه څوک چې د افغانستان تابعیت ولري یا ترلاسه یې کړي، هغه ته د افغانستان ښاروند ویل کېږي. لازمه نه وه، چې هغه عنوان ډېر پراخ او برجسته کړو، چې قومي او توکمیزه ریښه لري او په عمل کې زموږ لپاره د ستونزو د رامنځته کېدو سرچینه شوه او زموږ یوالی او انسجام یې کمزوری کړ. موږ کولای شول د افغانستان اوسېدونکی یا د افغانستان اسلامي جمهوریت اوسېدونکی ولیکو.

د ژبو په برخه کې هم موږ په اساسي قانون کې هم موږ د پښتو ژبې لوړوالی او برتري که څه هم د مناقشې وړ بحث په قالب کې ساتلی دی. دا نیمګړتیا د همغه سیاست په وسیله رامنځته شوه، چې د ظاهرشاه په وخت کې د قومي نشنلیزم په پایله کې رامنځته شوې وه. موږ باید په نوي اساسي قانون کې دا نیمګړتیاوې پاکې کړې واي؛ خو موږ وساتلې. دې مورد هم ستونزه رامنځته کړه او په راتلونکي کې اساسي بدلون ته اړتیا لري. پارسي ژبه چې یوه بین القومي ژبه ده، باید خپل همغه ځای او موقف ته وروګرځي، چې د اعلیحضرت امان الله خان، نادرخان، هاشم خان، شاه محمود خان او د داوود خان د صدارت په دوره کې یې درلود. پارسي ژبه چې د ادبیاتو یو پراخ او ډېرثمر لرونکی تاریخ لري او د افغانستان د فرهنګي افتخارونو څخه ده، باید په اساسي قانون کې خپل ځای ولري. نورې ژبې هم باید تقویه کړو او د ودې لپاره یې ګڼ شمېر منسجمې او عملي پروګرامونه ترسره کړو. دا موارد چې ما وویل فکر کوم که دا ټول عملي او رعایت شي، نو موږ به لا ډېر انسجام پیدا کړو.

شیشه: تاسې په خپلو خبرو کې په فردیت باندې ټینګار وکړ او دموکراتیک مدني نظام هم د وګړو د حق په اساس رامنځته کېږي. د وګړي حق هم همغه بشري حقونه دي، چې اوسمهال د هغو په هکله خبرې کوو. بشري حقونه د وګړي هغه حقونه دي، چې توپیر کېدای نه شي. ستاسې په اند ایا د افغانستان په اساسي قانون کې د وګړو د بشري حقونو د تأمین په برخه کې کومې نیمګړتیاوې او کومې خلاوې موجود وې؟ یا داسې فکر کوئ، چې په دې برخه کې اساسي قانون کومه نیمګړتیا نه لري.

احمدي: په دې برخه کې اساسي قانون ښه تدوین شوی دی. هغه فرهنګي وضعیت چې موږ اوسمهال په افغانستان کې ورسره مخ یو، په اساسي قانون کې د فردي حقوقو د تأمین په برخه کې کومه ستونزه نه وه؛ خو د فردي حقونو د ساتنې په برخه کې لکه څنګه چې تر دې دمخه مې وویل، موږ یو قضایي سیستم ته اړتیا لرو، چې د دې حقوقو د مراعت کولو، تأمینولو او خوندیتوب لپاره یو ډول قضایي تضمین رامنځته کوي. دا ټکی ډېر اړین دی او موږ له بده مرغه په افغانستان کې د دې مورد له کمښت سره مخ وو او یو.

د بنسټونو په اډانه کې د فردي حقونو تضمین په حقیقت کې له دوه لارو څخه ترلاسه کېږي: یو د اساسي قانون اړوند محکمې له لارې. که تاسې غوښتي وي، د اساسي قانون په کچه د ښاریانو له اساسي حقونو څخه دفاع وکړئ، نو د اساسي قانون اړوند محکمه دا رول لوبولای شي. د اساسي قانون مواد په مستقیمه توګه په محاکمو کې نه کارول کېږي. په محاکمو کې تر ډېره له عادي قوانینو څخه کار اخیستل کېږي. محکمې تر ډېره د عادي قوانینو تطبیق لپاره قضایي تضمین رامنځته کوي؛ خو د ښاریانو اساسي حقوق چې په اساسي قانون کې په رسمیت پیژندل شوي دي، په دوه برخو کې د دفاع وړ دي؛ یو په دې برخه کې چې د عادي قوانينو په اډانه کې په عادي قوانینو تبدیلېږي؛ یعنې د دې لپاره چې هغه حقوق اجرایي شي، له یو ډول تضمین څخه برخمن شي او بیا رعایت او تطبیق شي، اړوند قوانین د هغو اساسي حقوقو د تطبیق په برخه کې وضع او بیا تطبیقوو او د هغو لپاره یو ډول قضایي تضمین رامنځته کوو. دا قضایي او اجرایي تضمین د وګړو د حقوقو تأمینولو لپاره یوه لاره ده.

دویمه لار دا ده، چې د ښاریانو د اساسي حقونو د عملیاتي کېدو لپاره یو شمېر بنسټیز ضمانتونه رامنځته کړو. ښایي دا حقوق د عادي قوانینو په ټولګه کې عملیاتي نه شي یا داسې قوانین وضع شي، چې له اساسي حقوقو سره توپیر ولري. یا هم ښه قوانین د تطبیق په پړاو کې له پامه وغورځول شي، موږ د اساسي قانون اړوند محکمې ته اړتیا لرو، ترڅو په دې درې کچو کې د ښآریانو له اساسي حقوقو څخه دفاع وکړي او د ښار هر اوسېدونکی د هغې محکمې په وړاندې د خپلو حقونو د دفاع کولو حق ولري. دا هغه څه دي، چې د اساسي قانون اړوند پراخه صلاحیت لرونکې محکمې په ټولګه کې میسر او شوني دي. هغه څه چې په اندونیزیا، ترکیه او آلمان کې هم شته دي. موږ همدې ډول قضایي سیسټم ته اړتیا لرو. په اصل کې په قضایي توګه موږ باید قوي اوسو. قضایي خپلواکي هم بایده موجوده وي او زموږ قضا باید په دې پوه شي، چې اساسي حقوق څه دي. مقننه قوه هم باید قوانین د ښاریانو د اساسي حقونو د تأمینولو په برخه کې قوانین وضع کړي. په تېرو شلو کلونو کې موږ په دې ټولو برخو کې نیمګړتیاوې درلودې. زموږ قاضیان په اساسي حقوقو کې له ډېرې پوهې برخمن نه و او قوانین یې په دې برخو کې تفسیر او تطبیق کولای نه شول. د اساسي قانون محکمه مو هم نه درلوده. له همدې امله موږ له داسې قضایي سیستم څخه محروم وو، چې د ښاریانو له اساسي حقونو څخه دفاع وکړي؛ خو د دې فکر موجود و. دا فکر و، چې باید بشپړ شوی وای او د اصلاح وړ و. په هر حال دا هغه ضعف او کمزوري وه، چې موږ په تېرو شلو کلونو کې درلوده.

شیشه: ښاغلی ډاکتر د دې خبرو پای ته رسېدلي یو. که فرض کړو چې یو غورځنګ په ټولنه کې سر راپورته او هغه تیوري چې تاسو مطرح کړه چې مدني او تاوتریخوالي خالی مبارزه چې تاسو مطرح کړه، په عملي توګه د یوه بدیل په توګه په ټولنه کې د رایجو سنتي لارو چارو پر وړاندې د یو بدیل په توګه تر لاس لاندې ونیسي او ددغه غورځنګ سمبالوونکي هم محدود وي چې ووایي موږ ژمن یو چې په همدغه لاره چاره مبارزه او په ټولنه کې یې د تحقق لپاره کار وکړو، په دغه بهیر کې د ډاکټر امین احمدي موقعیت څنګه ګڼئ؟ او ددغه غورځنګ د پیاوړتیا، پرمختګ او مدیریت لپاره څه ژمنه کوئ او کوم مسوولیت په غاړه اخلئ؟

احمدي: زه ددې ټولنې یو کوچنی غړی یم. هڅه هکوم په دې برخه کې یو ښوونکی او لیکوال واوسم. په حقیقت کې، داسې یو ښوونکی و اوسم چې مرسته وکړم ترڅو دغه نظریه خلکو ته ښه ورسول او وپوهول شي، له ټولو ګڼو اړخونو سره یې، په علمي او عملي بڼه، ښه درک شي، په دې مانا چې وکولی شو خپل ښه نیت او ریښتونولي د ټولو پر وړاندې په اثبات ورسوو. ریښتونولي او نیک نیت د ټولو پر وړاندې، د طالبانو او غیرطالبانو پر وړاندې، د خپلو کړنو په سر کې ځای ورکړو.

یو لوی شخصیت چې ما یې کتاب راژباړلی دی، مایکل ناګلر نومیږي، هغه له پيغمبر څخه یو حدیث رانقل کړی دی. دغه کس په حقیقت کې مسیحي دی؛ خو بودايي/هندويي لوري ته یې میلان موندلی دی. په ځینو ځایونو کې یې ویلی دی چې زه یو هندو یم، خو د پوره هندو کیدو لپاره اړتیا ده چې تاسو په یوه هندو فامیل کې زیږیدلي یاست او دا چې په هندو کورنۍ کې نه یم پیدا شوی، نشم کولی چې یو سوچه هندو اوسم. دا سړی شرقي ادیانو ته زښته زیات میلان ښودلی دی او ددغو ادیانو روزنه یې هم ترلاسه کړې ده. اسلام ته په ډیر لوړ ارزښت قایل دی. هغه حدیث چې ده رانقل کړی دی، ما په اسلامي سرچینو کې نه دی موندلی. ډیر ورپسې وګرځیدم، خو ومې نه موند. حدیث یې چې رانقل کړی دادی چې اصحابو له نبي کریم ص څخه وپوښتل چې ایا موږ له ټولو سره باید مرسته وکړو؟ پيغمبر په ځواب کې وویل: بلې، له ټولو سره مرسته وکړئ اګر که ظالم هم وي. اصحابو بیا ترې وپوښتل چې له ظالم سره څنګه مرسته کولی شو؟ ظالم خو ظالم دی او که له هغه سره مرسته وکړو نو له ظلم سره مو مرسته کړې ده؟ پیغمبر ورته وویل، چې نه ظالم له دې اړخه کمک کړی چې د ظلم مخنیوی یې وکړئ، کله چې تاسو د هغه د ظلم مخنیوی وکړ، له بشري اړخه مو له هغه سره مرسته کړې ده.

موږ باید هڅه وکړو چې دا نظریه په یوه واکمنه نظریه بدله کړو چې ټول انسانان یو او ټول بدلون کولی شي. هیڅوک هم دیو او اهریمن نه دی. که دغه نظریه په یوه عامه نظریه بدله شي، ښايي چې د طالبانو په نظریه کې هم بدلون راشي. ښايي هغوی هم درک کړي چې هیڅوک بلا او اهریمن نه دی، او ټول کولی شو چې په ګډه د ګډو ارمانونو لپاره له یو بل سره ژوند وکړو. هیله  من یم چې هغوی هم دې پایلې ته ورسیږي.

شیشه: څومره هیله لرئ چې طالبانو به ستاسو دغه غږ ته مثبت ځواب درکړي او یوه ورځ به دې پایلې ته ورسیږي چې کله یو څوک چمتو دي چې موږ د افغاني ټولنې د یو برجسته واقعیت په توګه ومني، موږ هم باید هغه د یو واقعیت په توګه ومنو او په یوه برابر ډیالوګ کې له هغو سره خبرو ته کینو؟ غواړم پوه شم چې د طالبانو لبیک ویلو ته څومره خوشبین او هیله‌من یاست؟

احمدي: له دې اړخه چې انسان بدلون کوي، په خپل ذات کې او ددې شونتیا ته په کتو چې په نړۍ کې یو پراخه معنویت شته دی چې کیدای شي د طالبانو په وجود کې ریښه وکړي، نو ډیر بدبین نه یم. ځکه طالبان هم مذهبي خلک دي او هغه مذهبي انګیزه چې د دوی په وجود کې د، په مثبته بڼه بدلون وکړي، د دوی لید او چلن بدلیږي. اوس خو ددوی په وجود کې دا انګیزه په تخریبي بڼه دوام لري. که دغه انګیزه په مثبته بڼه واوړي، زه هیله‌من یم ورته. خو دا بدلون ټولنیز فشار ته اړتیا لري، واقعي لیدلوری هم دادی چې هیڅ بنسټیز بدلون د ولس له واک او د موازنې له واک څخه پرته چې خلک یې ایجادوي، نه شي رامنځته کیدای. د واک هغه موازنه چې ولس او خلک یې رامنځته کوي، کولی شي ددې لامل شي چې د انسانانو دننه ریښې هم بدلون وکړي.

شیشه: ښاغلی احمدی، ډېره مننه چې وخت مو راکړ.

احمدي: ډېره مننه او د ټولو هغو کسانو په سپېڅلي روح دې درود وي، چې په افغانستان کې یې د آزادۍ او برابرۍ په لپاره خپل ځانونه قرباني کړي، په تېره بیا د افغانستان د تېرو شلو کلونو مظلومو سرتېرو په روح.
Share via
Copy link