مرکه: عزیز رویش

بیا لیکنه: نعمت رحیمي

سمون: عزیز روِيش

پښتو ايډيټ: صديق دقيق

رویش: د شیشه میډیا ګرانو لیدونکو سلام! په دې خپرونه کې مسافر را سره دی. نجیب الله مسافر عکاس، انځورګر، هنرمند او زموږ ډېر ښه ملګری دی.

د استاد مسافر د ژوند تاریخ لکه يوه کیسه، خورا په زړه پوری دی او هر وخت چې د هغه کیسې اورم، په ذهن کې کې د خلکو د ژوند یوه شېبه ژوندۍ کېږي.

نن مو په شیشه میډیا کې استاد مسافر ته بلنه ورکړې ده چې ورو ورو د هغه کیسې واورو او پوه شو چې مسافر له کومې لارې راغلی دی چې د ژوند دا اوږد سفر ووهي. استاده اجازه ده؟

مسافر: تر هر څه لومړی تاسو او د شیشه میډیا ټولو ګرانو لیدونکو ته سلامونه او درناوی وړاندې کوم. زه ستاسو په خدمت کې یم او د امکان تر حده به هرې پوښتنې ته ځواب در کړم.

د سپینې ږیرې او سپین ویښتانو کیسه

رویش: استاد، داسې ښکاري چې سر او ږېره مو په يوه وخت کې سپین شول. دا سمه ده چې مسافري مو کړې او مسافر وې، خو دا راته ووایئ چې ولې دومره ژر سپین ږیری شوې؟

مسافر: طبیعي خبره ده چې انسان د وخت په تېریدو سره بدلون کوي، مګر دا بدلونونه کله تر وخت مخکې او کله هم طبیعي وي.

حقیقت دا دی، له هغه وخته چې نړی ته راغلم او خپل ښی او کېڼ لاس مې وپېژندل، له هغه وخته تر دا ننه پورې دردېدلی او ځورېدلی يم، هغه دردونه چې یوازې زما خپل نه، بلکې زما د هېواد او هېوادوالو دي. په دې منڅ کې، مې په ژوند کې کله کله خوښيو هم سر را ښکاره کړی دی، خو زما درد، کړاو او خپګان ډېر وو، چې زما د ږیرې او ویښتانو پر سپینوالي یې ډېره اغېز درلود. سره له دې چې ما هڅه کړې ده چې غمونه او مصیبتونه ډېره اغېز را باندې و نه کړي، خو داسې ښکاري چې بې اغېزه نه وو.

رویش: استاده، زموږ د وروستۍ لیدنې ډېر وخت نه تېرېږي. په هغو ورځو کې ستا وېښتان او ږیره توره وه، تاسو په وروستیو کلونو کې څنګه ناڅاپه دومره چټک بدلون وکړ؟ ته څو کلن یې؟ منګ او ږيره دي سر سره خوري؟

مسافر: زه په ۱۳۴۲ – ۱۹۶۳کې نړۍ ته راغلی یم. د راتلونکې کال په مارچ کې به شپیته کلن شم. خلک وايي «شصت» یعنې «شکست».. سړی چې شپېتو ته ورسېږي، نو سپنه ږيره او وېښتان يو څه طبعي هم دي.

زېږون – قول آب‌چکان

رویش: استاده، تاسو چېرې زېږدلي یاست؟ د خپل کور او د زېږون د ځای په اړه راته ووایه. ستاسو د پلار او مور په اړه، ‎ د دوی نومونه څه وو او په کوم ټولنیز موقعیت کې وو؟ د هغوی په اړه راته ووایاست. هغه کسان چې اوس موږ له لرې ویني، یا زموږ غږ اوري، یا دا متن لولي خوښ به شي چې په دې اړه هم په یو څه وپوهېږي.

مسافر: زه د کابل ښار مرکز د دويمې ناحیې د ده‌افغانان د قول آب‌چکان په نوم سیمه کې، چې له ولسمشرۍ ماڼۍ شاوخوا یو نیم کیلومتره لرې ده، په یوه تقريباُ نالوستې کورنۍ کې زېږیدلی یم. له بده مرغه، زموږ کورنۍ د لوست له نظره ښه نه وه. په هرصورت، پلار او دوو ترونو مې وکولای شول چې په هغه سیمه کې یو کور واخلي او ژوند وکړي.

کله چې زه څلور کلن وم، زما پلار او تره هغه کور خرڅ کړ. زما ترونه په پل‌سوخته سیمه کې مېشت شول او موږ هم د قلعه‌شاده سیمې ته راغلو، زه په هماغه سیمه کې لوی شوم. د لومړني ښوونځی دوره مې د قلعه شاده په ښوونځی کې، منځنی ښوونځی مې د ميرويس نيکه په منځني ښوونځي کې او لېسه دوره مې زموږ د وخت په پخوانۍ غازي لېسه او شېرشاه سوري لېسه کې تېر کړل او په ١٣٦١ لمريز کال کې باید له ښوونځي څخه فارغ شوی وای، خو داسې و نشول. زما فراغت څو نور کلونه هم وځنډول شو.

رویش: استاده، د ښوونځي په اړه به وروسته خبرې وکړو، خو اوس د خپل مور او پلار په اړه راته ووایاست چې د دوی نومونه څه وو؟ څو وروڼه او خویندې لرئ او اوس چېرته دي؟

کورنۍ

مسافر: زما د پلار نوم محراب الدین و. د ده‌افغانان د «قول آب‌چکان» په سیمه کې، هغه وخت چې دولس یا ديارلس کلن به وو، د قول آب چکان د سیمې هلکانو د محراب هزاره په نوم پېژاند او په همدې نوم یې یاداوه. زما د مور نوم «تابان» دی او شپږ خویندې او درې وروڼه مې درلودل.

رویش: ستاسو وروڼه او خویندې اوس چېرته دي، دوی چېرته اوسېږي او برخلیک یې څه وو؟

مسافر: زما مشره خور، چې رونا نومیده، تېر کال له نړی څخه لاړه. خدای دې پرې رحم وکړي. زما څلورمه خور، چې نوم یې مرضیه و، له بده مرغه په ​​۱۳۶۸ کال کې، هغه مهال چې زما د پوهنتون دوهم کال و، ووژل شوه. تر پېښې یوه ورځ مخکې یې لور مړه شوې وه. د هغې ورځې په سبا، چې په ​​کور کې یې فاتحه وه او په کور کې يې ډېرې ښځې را ټولې شوې وې، نارینه هم د نارینه وو په حویلۍ کې وو، له پغمانه یو راکټ راغی او د هغه راکټ یوه ټوټه لومړی د کور پر دیوال ولګېده او بیا زما د خور پر سر ولګېده. زما مور هم، خدای دې رحم پرې وکړي، پر شا يې چړې خوړلې وې. تر دې پېښې وروسته يې زما خور ‎ روغتون ته یووړه، خو هغه له نړی څخه لاړه.

د هغې‎ لور یوه ورځ مخکې مړه شوي وه او د غم په تغر ناسته وه، له بده مرغه يوه ورځ وروسته موږ د دې د غم په ټغر کېناستو.

رویش: خدای دې پر دوی رحم وکړي. دا په رښتیا ‎یوه ډېره لویه غمیزه ده. آن یادول يې تاسو خورا ستخت دي. ستا نورې خویندې چېرته دي؟

مسافر: یوه خور مې له څلورو کلونو راهیسې په تاجکستان کې ده. هغه هلته د خپل مېړه او شپږو اولادونو، دوه زامنو او څلورو لورانو، سره ژوند کوي. له نېکه مرغه، د دوی د سپانسر کارونه روان دي او دوی به په دې روانه میلادي میاشت کې کاناډا ته راشي.

زما د شپږمې خور نوم حفیظه دی. هغه دولس کاله کېږي چې په استرالیا کې ژوند کوي. هغه دوه زامن او دوې لوڼې لري چې د مشر زوی نوم یې مجتبی دی. دوه کاله وړاندې مې ‎ خور دوه ویډیو کلیپونه ماته را واستول، چې زما لپاره خورا په زړه پوري وو. مجتبی شاوخوا یوویشت کلن دی. ده تعلیمي الوتکه الوزولې وه، او له ځانه يې ويډيو هم کړې وه او مور ته يې لېږلې وه. دا ما ته ډېره جالبه وه، ځکه په افغانستان کې هغه څوک چې واسطه و نه لري په پوهنتون او هوايي ځواک کې د شاملېدو چانس نه لري، مګر په اسټرالیا کې، یو مهاجر څومره جرئت کولای شي چې په هره برخه کې، چې خوښېږي يې، زده کړې او پرمختګ وکړي.

زما دریمه خور راضیه نومېږي او هغه په ​​هندوستان کې ده. هغه تر ما دوه کاله کشره ده. هغه څلور لوڼې او درې زامن لري. د هغې مشره لور د امریکا په شیکاګو کې ده او مشر زوی يې په جرمني کې دی. نور دوه زامن او دوه لوڼې يې په هندوستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې تر څارنې لاندې ژوند کوي.

هغه وخت چې د فلم د ننداري لپاره امریکا ته راغلم، کله چې د فلم ننداره پای ته ورسېده، په شیکاګو کې مې له خورزې او د هغې له مېړه سره ولیدل. زما د خورزي مېړه، زما د کاکا زوی هم دی؛ نوم يي رحمت دی. هغه ډېر ښه هلک دی؛ زما د سهراب کاکا زوی دی. کله چې زه امریکا ته راغلم، د لور کوژدن مې د کاناډا په ټورنټو کې و، امریکا ته له رسېدو یوه اونۍ وروسته زما لور هم کاناډا ته راغله او راته یې زنګ وواهه او ویې ویل چې کله مو په امریکا کې کارونه پای ته ورسېدل، یو ځل کاناډا ته راشه او که مو بيا وښتل بېرته افغانستان ته ولاړ شئ.

ما د خپل تره زوی رحمت ته وویل چې که امکان ولري، زه به یو ځل کاناډا ته لاړ شم چې خپله لور ووینم او بیا به بېرته افغانستان ته ستون شم. رحمت له یوه افغان سره خبرې کړې وې او هغه رحمت ته یوه ډېره ښه او قانوني لاره ښوولې وه چې که د چا په کاناډا کې د خپلې کورنۍ لومړۍ درجه غړي وي، هغه کولای شي پولیسو ته رسمي عریضه وکړي او د خپلوانو د ليدو وخت واخلي. زما لپاره يې د ليدو وخت واخيست او له شیکاګو څخه نیویارک ته راغلم. زما خوښېدل چې نیاګارا ابشار ووینم. چې و مې لید لکه څنګه چې مې تصور کړی و او د ښوونځي په درسونو کې مې د هغه په اړه لوستي وو، دا ابشار په رښتیا هم هماغسې ښکلی و.

دا چې موږ هلته ناوخته رسېدلي وو او زموږ د ليدو وخت سبا ‎ وو، ‎شپه مو د نیاګارا د ابشار سره نږدې په يوه هوټل کې وکړه. ما چې څومره ممکن و، ډېر انځورونه او ویډیوګانې مو واخیستې. سبا چې اداري چارې پیل شوې، له امریکا څخه کاناډا ته لاړم.

زما د کامرې او لپ ټاپ بکس هم راسره وو. څو داني هارډ‌ ډرايونه چې عکسونه مې پکې وو چې په هغوی کې مې انځورونه و. دا انځورونه تل له ما سره وو، ځکه چې د یو هنرمند او عکاس ته د هغه انځورونه تر خپلولو لادونو کم نه وي. لکه څنګه چې یو لیکوال له خپل کتاب سره مینه لري او یو انځورګر د خپل اولاد په څېر له خپلو اثارو سره مینه لري، ما ته ‎هغه انځورونه چې ما په مختلفو او کله ناکله خورا سختو شرایطو کې اخیستي وو، زما د خپلو اولادونو په څېر وو. ما ته دا مهمه نه وه چې د ځینو انځورونو ‎روښنايي خرابه وه یا يې کمپوزېشن ښه نه وو،‎ ما ته د هغو کیسه او داستان خورا ارزښتناک و. ما دا ټول په خپل هارډ ډرایو کې درلودل. زه هيڅکله خپل انځورونه له ځانه نه لرې کوم، زما بکس تل يا زما پر اوږه وي، او زما د هارډ ډډرايو، چې په هغوی کې د ننه په سلګونو زره قطعي انځورونه وو، هیڅکله يې واټن زما له زړه څخه تر پنځوس يا شپېته سانتي متره زيات نه وو.

رویش: استاد تاسو ډېر ښکلی توصيف لرئ، تاسو په خپل هنرمندانه ليد سره، له خپلو عکسونو سره هم هنرمندانه اړيکه نيسئ. د کاناډا پر لور ستاسو سفر به هم ډېر په زړه پوری و، ځکه چې تاسو له یو ډېر ښکلي طبیعت، ‎دښتو، غرونو، درو او خورا خوندور منظرو څخه تېرېږئ، تاسو به حتماً له دې لارې هم ډېر ښکلي انځورونه اخيستي وي.

مسافر: زه چې کله د کمان رستم له پل څخه د کاناډا پر لور راتلم، کمره مې په غاړه کې ځوړنده وه، همداسې مې عکسونه اخيستل او پسې راتلم. یو ځای د پله په منځ کې د امریکا او کاناډا تر منځ پوله ده، چې هلته د دواړو هېوادونو بیرغونه هم دي، زه په هغه سیمه کې ودرېدم او له هغه ځایه مې د ابشار ځینې انځورونه واخیستل.

د کاناډا د سرحد لور ته لاړم او پرزه مې پولیس ته وښودله. پولیس خوشحاله شو. د پولې بلې غاړې ته زما لور او زوم منتظر وو. زما د زوم نوم هم رحمت الله دی. باید ووایم چې د دې سفر په ترڅ کې، زما خورزې ډېر احسان او مهرباني وکړه. همدارنګه د سهراب کاکا زوی هم ډېر زحمت وایست او تر وروستۍ شېبې پورې له ما سره و، تر هغه وخته يې راپسې کتل چې زه د کاناډا تر پولې تېر شوم او دوی بېرته د شیکاګو پر لوري لاړل.

رویش: د نورو خويندو په اړه مو را ته وواياست، یوه خور مو باید په کابل کې هم وي.

مسافر: هو، یوه خور مې چې نوم یې فوزیه دی او تر ما دوه کاله مشره ده. هغه له خپل خاوند، دوو زامنو او څلورو لوڼو سره په کابل کې ژوند کوي. زما د خور زامنو ودونه کړي دي او لوڼې یې هم واده شوي دي. زما دا خور څو لمسيان لري. دوی هم زموږ د نورو هېوادوالو او عزیزانو په څېر ‎په کابل کې په سختو او ستونزمنو شرایطو کې دي.

رویش:د خپلو وروڼو په اړه را ته ووایاست. تاسو وویل چې دوه وروڼه لرئ. دوی چېرته دي، پر څه بوخت دي؟

مسافر: زما دواړه وروڼه د خدای شکر دی ژوندي دي، یو یې په کابل کې او بل یې د پاکستان په اسلام اباد کې دی. د کابل ورور مې ‎حربي ښوونځی او حربي پوهنتون يي لوستی دی او د ببرک کارمل په وخت کې له پوهنتونه فارغ شو. د هغه رشته لوژستیک وه او کله چې مجاهدین راغلل، نظامي دنده يې کاملاً پرېښوده. ‎ د هغه خوښېږي چې کتاب مطالعه کړي.

رویش: ستا د دې ورور نوم څه دی؟

مسافر: نوم یې همایون او تخلص يې ارشاد دی.

رویش: د ستا دغه ورور څو کلن دی؟ واده یې کړی که نه؟ څومره زامن او لوڼې لري؟

مسافر: همایون تر ما څلور کاله کوچنی دی. هغه واده کړی او درې لوڼې او دوه زامن لري. د هغه یوې لور واده کړی دی. د هغه یوه بله لور د انجینرۍ محصله وه. یوه بله یي ښوونځی وايي. زما د ورور زامن، یو په کابل او بل د امریکا په ویرجینیا کې ژوند کوي. هغه له خپلې خاله سره دی او له پنځلسو کلونو راهیسې په امریکا کې دی.

کله چې امریکا ته راغلم او د فلم نندارې پای ته ورسېدې؛ نو لومړی مې دې وراره ته ورغلم. ځکه چې کله موږ په کابل کې هماغه ځ د پلار په کور کې اوسېدلو، زما دا وراره زما د اولاد په څیر و. د هغه خاله هم زما د تره لور ده او انجینره ده. هغوی په ما پسي راغلل او زه ډېره موده له دوی سره وم. پر ما يې ډېر پام کاوو، دوی په رښتیا پر ما ډېر مهربان وو او زما ښه پالنه یې کوله. دوی پوهېدل چې زه د طبیعت او د طبيعت له ښکلا سره ډېره مينه لرم. زه یې هر ځای ته چکر ته بوولم. دوی زما خوړو ته ډېر پام کاوو، هر څه يې را ته تيارول، خو زه د نس ډېر شوقي نه يم.

زما سترګې چې په تصوير، په ښکلا او په فرهنګ مړې وي، دا ما ته تر نس ډېر خوند راکوي. ما ته کباب او قبلي او ښوروا ډېر خوند نه راکوي. ما ته دا خوند راکوي چې په سترګو مې فرهنګ ووينم او ځان ترې تغذيه کړم، ښکلاوې ووينم او اوبه او ابشار ووينم او ځان ترې تغذيه کړم او ډېر زيات مې خوښېږي چې چې ښکلي غږونه او موسیقي واورم او په ذهني او روحي توګه ځان تغذیه کړم. دا اړینه ده چې خلک یوازې د خپلي خیټې او بدن تغذیه کولو ته کار و نه وايي، بلکې د خپل روح او روان د تغذیه کولو په فکر کې هم شي.

زما وراره زما په ذوق او لېوالتیا پوهېده او کله به چې شرایط مناسب وو او هوا به ښه وه، هغه به زه د طبیعتي او ښکليو منظرو لیدلو ته بوولم. ما له ویرجینیا ډېر انځورونه واخیستل او له نیکه مرغه چې هغه ته نږدې زما د تره یوې بلې لور هم ژوند کاوه. زه دوه ترونه لرم چې تاسو ته مې مخکې وویل. د دوی نومونه رستم او سهراب دي. زما مشر تره رستم و او تر هغه کشر، چې زما تر پلار مشر دی، سهراب نومېده.

زه چې له خپل وراره خلیل سره وم، د هغه خاله زما د رستم کاکا لور ده او له دوی څخه په درې کیلو مترۍ کې زما د بل تره یعنې د سهراب کاکا لور ژوند کاوه، دا زما د تره د لور هم د تره لور کېږي او هم يې د خاله لور کېږي. ځکه دوو وروڼو له دوو خويندو سره ودونه کړي دي. چې هلته هم تلم او دوی هم ډېره هڅه کوله چې ډېر خدمت مې وکړي او هر څه را ته ښه برابر کړي. هغه وخت رښتیا ښه تېر شو او ډېرې ښې شپې مې وکړې. زه شاوخوا شل ورځې هلته وم او بیا زما خوريي ټینګار وکړ چې شیکاګو ته لاړشم، بيا هلته لاړم.

کاکا رستم او شهنامه

رویش: استاده رستم کاکا به دې له رستم او شهنامې سره هم علاقه درلوده، ځکه خپله يې هم نوم رستم دی او پر زوی يې هم سهراب نوم ايښی دی. د کاکا رستم د قد، قيافې او هيکل په اړه لږ معلومات راکړئ. د هغه او د هغه د زوی نومونه ماته یو څه په جالب شول. زه خوښېږي چې د دوی په اړه ستاسو لید او هنرمندانه تعبیر هم واورم. ځکه چې هغه ستا د پلار ورور دی، دوه وروڼه چې د یوې کورنۍ د خورا ترخو او ستونزمنو خاطرو استازیتوب کوي. په یقین سره، ځینې تاسو چې مو د تره ځينې ځانګړتیاوې يادوئ، له موږ سره ستاسو د پلار پېژندلو او آن خپله ستاسو په پېژندلو کې مرسته کوي. د خپل تره رستم په اړه ډېر څه راته ووایئ.

مسافر: زه باید یوه خبره اصلاح کړم او هغه دا چې تاسو وویل چې سهراب د رستم زوی دی. ښايي د شاهنامې په کېسه کې دا ډول وي، خو دلته رستم مشر ورور، سهراب دوهم ورور او محراب زما پلار درېیم ورور دی.

رویش:سمه ده، ما تصور کاوه چې سهراب د رستم زوی دی. په هر صورت، د خپل تره رستم او تره سهراب په هکله خبرې وکړئ. را ته ووایاست چې دوی ستاسو په ذهن کې څه انځور لري.

مسافر: په لومړي ګام کې باید له ما او نورو ورېرو سره د هغوی د چلند په اړه درته ووایم. زه دا پر ځان فرض او واجب ګڼم چې باید ووایم. زما له ماشومتوبه تر هغه وخته پورې چې زما ترونه ژوندي وو، دوی شپږ یا اوه کاله مخکې د څلور اتیا او پنځه اتیا کلنۍ په عمر کې له نړۍ څخه تللي دي.

زما په یاد دي چې د ماشومتوب له دوران څخه تر نوې ځوانۍ او ځوانۍ پورې، زما د ترونو چلند له ما سره تل د خپلو اولادونو په څېر وو. ما هیڅکله د دوی تندی تريو نه دی لیدلی. په ماشومتوب کې به ځیني وختونه زه پل سوخته ته د دوی کور ته ورتللم، ځکه چې ما مشر ورور نه درلود او نور وروڼه مې واړه وو. زه هلته د لوبو لپاره تلم، ځکه هلته زما د تره زامن او زما د عمه زامن او هم ترکمن هلکان وو او موږ به د پل سوخته او پل وحدت تر منځ لوبې کولې.

په هغه وخت کې، له پل سوخته سره نږدې په یوه برخه کې، کرنیزي ځمکې او یوه لویه هواره ځمکه وه چې هلته به مو د فوټبال لوبه کوله. هلته دوه نامتو کسان وو. یو شهید ناصر رضايي، چې په دهمزنګ کې و او بل یې غلام پوندي چې د قومندان شفیع مرستیال وو.

دا زموږ د لوبو ملګري وو.

زه به چې هر وخت پل سوخته ته تللم، ما له خپلو دواړو ترونو له ښه او خوښ چلند پرته بل څه ونه لیدل. ځینې ​​وختونه به یې خپلو زامنو ته پیسې ورکولې؛ ماته به يې هم پیسې راکولې. موږ ته به يې پنځه افغانۍ راکولې، پنځه افغانۍ په هغه وخت کې ډېرې پيسې وې. دوی تل ډېر ښه او نیک سلوک را سره کاوو. په حقیقت کې، ما هیڅکله نه دي لیدلي چې دوی دې تندی را ته تريو کړی وي يا دې يې په لوړ غږ او غوسه غږ را باندې کړی وي. دوی تل ماته نجیب جان ویل. زه غواړم یوه بله خبره هم وکړم، چې زما تره سهراب ډېر ژوندی، کیسه‌‌يي، ټوکې او خنده رویه سړی و، خو زما مشر تره رستم ډېر دروند او سیاستمدار سړی و. که څه هم زما تره سهراب هم دروند سړی و، مګر هغه ډېر خوش طبعه و او غوښتل یې چې کورنۍ تل خوشحاله وي. کله به چې میلمستیا یا مراسم وو، یا به يې د ماما زامن او لمسیان راتلل، هغه به له ټولو سره ډېرې صميمانه خبري کولې، چې ټول خوشحال وي.

زما تره رستم موږته د حافظ شعرونه ويل. د داود د واکمنۍ پر مهال چې زما د ځوانی وخت و، چې کله به ژمی شو موږ ټول به د صندلۍ شا او خوا کیناستلو، زموږ تره رستم به ویل چې لاړشئ توت، چهارمغز، ممیز او نخود له چای سره راوړئ چې زه د رستم او سهراب کیسه درته وکړم.

رویش: کاکا رستم د رستم او سهراب کیسه له ياده ویله، که يې له شهنامې لوستله؟

مسافر: د شاهنامې له مخې يې لوستله. په هغه دوران کې تلویزیون او ټیپ نه وو. د خلکو اقتصاد هم کمزوری و، یو ریکارډر و چې د سپي چاپ ګرامافون په نوم یادېده. ګرامافون ډیسک خوړ او يوه ستن يې درلوده چې کله به د هغه پر مخ درېده؛ نو ډیسک به څرخېده او یوه سندره یا موسیقي به خپرېده. سینما وه، خو ماشومانو ته اجازه نه وه چې سینما ته لاړ شي. مشران به کله ناکله سینما ته تلل او په خپل منځ کې به يې د فلمونو کیسې کولې. په سینماګانو کې زیاتره هندي او بالیووډ فلمونه وو. زما تره د فردوسي شهنامې کېسه ډېره ښه لوستله او په ورته وخت کې به يې د هغه اکټونه هم کولې. دا کیسه موږ ته خورا زړه راښکونکې او په زړه پورې وې.

رویش: ستا تره یوازې شاهنامه لوستله که یې حمله‌ی حیدري هم لوستله؟ ځکه په هغه وخت کې د شیعه ګانو او هزاره ګانو په کورونو کې چې به شاهنامه وه، هرومره به د حمله‌ی حیدري کتاب هم و.

مسافر: هو، حمله‌ی حیدري هم و، خو دا چې موږ ماشومان وو، که رښتيا ووايم، مو ډېر نه خوښېده. که څه هم د حمله‌ی حیدري کتاب هم یو معتبر او خورا ارزښتناک کتاب و، خو د رستم او سهراب کیسه موږ ته ډېره په زړه پورې وه. تره به مې چې کیسه کوله، د هغه اکټونه به يې هم کول او ناره به یې کړه چې مثلاً رستم په توره وواهه.

په پوره مانا جوالي

رویش: تاسو د خپلو وروڼو په اړه وویل. همایون مو یاد کړ، خو تاسو د فرهاد په اړه څه و نه ویل. فرهاد اوس چېرته دی؟

مسافر: فرهاد جان دا مهال له خپلو دوو زامنو او یوې لور سره د پاکستان په اسلام اباد کې دی. له بده مرغه په ​​۲۰۱۵ کال کې مخکې له دې چې د کاناډا خوا ته راشو، مېرمن يي ناروغه وه او له نړۍ لاړه. دې پېښې زه ډېر اغېزمن او غمجن کړم.

فرهاد جان د عبدالرحیم شهید په لېسه کې د انګلیسي ښوونکی و. کله چې کاناډا ته راغلم، هغه د غالۍ اوبدلو په یوه کوچني شرکت کې دنده ترلاسه کړه. کیسه داسې وه چې زما یوه خورزه چې د کاناډا په ونکوور کې ده، افغانستان ته لاړه او یو شرکت یې پرانیست او د دې ترڅنګ يې د خپلې خور مېړه د شرکت د رییس په توګه وټاکه او د شرکت د مرستيالۍ دنده يې زما ورور ته، چې په انګريزي ژبه پوهېده، سپارلې وه. زما د خوریي د خور مېړه چې نوم يې حسین دی او زما د خور زوم دی، کافي سواد نه لري. یعنې فرهاد جان ټول اداري کارونه او په سلهاوو متره په لاس اوبدل شوې غالۍ چمتو کولې او کاناډا ته به يې استولې.

په هغو سفرونو کې چې د شرکت استازي به د غالۍ په نندارتونونو کې د بیلګې په توګه، په چین، اروپا او امریکا کې برخه اخیسته، تل به د شرکت رییس حسین سفر کاوو. زما دغه خوریي په یو سفر کې اړینه نه وه ګڼلې چې خپل ماما ولېږي.

د کاناډا په ونکوور کې د شرکت اداره او بنسټیي پرېکړې زما خوریي «نسیم» کولې او لارښوونې یې کولې او دا یې اړینه نه وه ګڼله چې يو ځل خپل ماما هم په سفر ولېږي.

کله چې زه په امریکا کې وم، زما خوريي نسیم له ونکوور څخه سیاټل ته راغی او په نندارتونونو کې یې ګډون وکړ. هغه په ​​دې سفر کې ډیر جدي وو؛ ما د هغه یوه نوې څیره ولیدله، په داسې حال کې چې دا هلک زموږ په کور کې او زموږ تر لاس لاندې لوی شوی و. هغه يو وخت په جهاد دانش کې زده کړې کولي. یو ځل مې ولیدل چې دا هلک په ټولګي کې حاضر نه دی. پل سوخته ته ورغلم او ترې مې وپوښتل چې ولې جهاد دانش ته د درس لپاره نه راځي؟ هغه وویل چې د کورس د فیس لپاره پیسې نه لرم. علي علوي هلته مالي مسوول و، ورته ومې ویل چې نور له نسیم څخه د فیس پیسې مه اخلئ او هر څومره چې وي زه یې ورکوم. هغه څو ځله په ونکوور کې هغه مساله یاده کړه.

په هرصورت، په امریکا کې، ما ولیدل چې هغه ډېر جدي او تکړه دی، که څه هم ما ته هماغه کوچنی خوریی و. کله چې زه کاناډا ته راغلم، هغه څو ځله ما ته زنګ وواهه چې ورشم. هغه وويل زه د غاليو دوکان لرم، څو کسان هلته کار کوي، هلته راشه، د هټۍ کيلي واخله ، يوازې سهار او ماښام هټۍ خلاصوه اوبندوه، نور يې ما ته پرېږده.

بل ټکی دا و، چې ونکوور ډېر ښکلی دی او د انځور اخيستلو لپاره ډېر ښه او مناسب ځایونه لري.

ما وویل ښه دی. دا ډېر ښه دی. زما لور او زوم رحمت ډېر زیات ټینګار وکړ چې لاړ نشم، مګر زه هلته لاړم ځکه چې ما پیسو ته اړتیا درلوده.

هټۍ ته ورغلم او ومې ليدل چې هلته يوه ډېره لویه هټۍ ده چې تر پنځو زرو زياتې لاسي اوبدلې او ماشیني غالۍ پکې دي. په لاس اوبدل شوې غالۍ له افغانستان، ایران او هندوستان څخه او له ترکیې څخه په ماشین جوړ شوې غالۍ پکې دي. زما د نسیم خوریي میرمن، زما د مور له خوا د پلار د تره لمسۍ او د پلار له خوا تاجکه ده.

زما د خوریي مېرمن زموږ د کورنی ده او ما به تل ورته ویل چې ته زما د لور، فرشتې په څیر یې. څومره وخت چې په هټۍ کې وم، ماته پوښتنه را پیدا شوه چې دي سړې خو په افغانستان کې د غالیو کار نه کاوو، هغه ولې خلکو ته ویل چې زموږ کورنۍ له وخته د غاليو سوداګري لري؟ دا خو دا مانا لري چې هغه له پلاره او نيکه د غاليو کاروباري او سوداګر دی.

د نسيم مور چې زما مشره خور وه او يو کال وړاندې په حق ورسېده، يوه ورځ يې راته زنګ وکړ او پوښتنه يې وکړه چې نسيم هلته هټۍ لري؟ ما وویل: هو. هغې وویل دا چې تاسو وویل چې هغه هټی لري؛ نو زه یې هم منم چې دا خبره رښتیا ده.

لنډه دا چې زما خوریي خپل بل ماما په کابل کې د معلمي له دندې څخه لرې کړ او شرکت ته یې راووست، ځکه انګلیسي يې زده وه. زه يې هم یوازې د هټۍ خلاصولو او تړلو لپاره نه وم را غوښتی. کله چې زه هلته لاړم، په لومړيو کې يې له ما سره خورا ښه چلند کاوه. وروسته مې د هغو ټولو غالیو، یعنې پنځه زره غالیو، انځورونه واخیستل او په فوټوشاپ کې مې پرې کار وکړ. بیا مې د تبلیغاتو لپاره بروشور یا فلایر جوړ کړل او دا ټول مې په ګرمۍ ، باران او واورو کې ووېشل.

هلته د حمید په نوم زما د خوریي له یوه ملګری را سره و. حمید د فرهاد ویولون ورور و. فرهاد په افغانستان کې یو تکړه ویولون غږونکی دی او هرڅوک يې پېژني. حمید یو ډېر ښه او نازدانه سړی و، هغه په کابل پوهنتون کې د کرنې په برخه کې زده کړې کړې وې. ما او حمید هره ورځ په موټر ون کې شاوخوا دولس سوه تبلیغاتي بروشرونه کور په کور وېشل، چې تبلیغات وشي او خلک راشي او غالۍ واخلي. یوه ورځ چې موږ په تلیفون کې واټن را سره ثبت کړی و، په هغه ورځ موږ شاوخوا پنځه دېرش کیلومتره په پښو مزل کړی و.

رویش: نو کیسه یوازې دا نه وه چې کیلي واخله او د پلورنځي دروازه خلاصه کړه او وتړه ؟

مسافر: هو، هغه له ځان سره یوه طرحه درلوده. فکر يې کړی و چې ماما مې راغی، څو ښېګڼې لري: هغه یو باوري سړی دی، نږدې دی، په کور کې مې هم سر لوړېږي چې ماما مې را سره په کار کړی دی. په ورته وخت کې هغه انځورونه اخلي، د بروشرونو په جوړولو او وېشلو کې همکاري کوي، کله چې زه نندارتون ته ځم، هغه هټۍ خلاصوي او بندوي.

ځینې ​​​​وختونه موږ نندارتون ته تلو او باید له غاليو ډکه بار وړونکې لارۍ مو ډکه او خلي کړې وای. موږ به ټول موټر خالي کاوه، کله به چې ننداره پای ته ورسېد، ټولي غالۍ به مو بسته‌بندي کولې او په موټر کې به مو بارولې. هغه له ما نه یو بشپړ جوالي جوړ کړی و. ما به هم څه نه ویل، ځکه چې له یوې خوا هغه خوریی و او له بل پلوه يې تنخوا راکوله، که څه هم مناسبه تنخوا نه وه، خو هغه هم زما لپاره مهمه وه.

رویش: څو تنخوا يې درکوله، استاده؟ دا راته ووایه. زه غواړم پوه شم چې دا ټول زیار چې زموږ ګران استاد مسافر ایست، دې معاش هومره ارزښت درلود که نه؟

مسافر: دوی په میاشت کې شاوخوا پنځلس سوه ډالر راکول.

رویش: په میاشت کې پنځلس سوه ډالره مانا د ورځې پنځوس ډالر؟

مسافر: بالکل.

رویش: مانا بشپړه مياشت، دېرش ورخې مو کار کاوه او رخصتي مو هم نه درلوده؟

مسافر: په پيل کې همداسې و، وروسته به مو کله ناکله رخصتي کوله. په لومړیو کې، زه د دوی په کور کې وم. په لومړیو پنځو یا شپږو میاشتو کې. په هماغو لومړیو ورځو کې مې ورته وويل چې یو کور به په یوازې ځان ونیسم، چې هم زه راحت شم او هم تاسو.