افغان شاعر ، ديا سينګ انجان:راځئ له يو بل سره مينه وکړو!

افغان شاعر ، ديا سينګ انجان:

راځئ له يو بل سره مينه وکړو!

کوربه: صديق دقيق

مېلمه: دياسينګ انجان

ټرانسکريپټ: زاهد صمدزی

ايډيټ: صديق دقيق

د شیشه میډیا درنو لیدونکو او اورېدونکو سلامونه مې ومنئ. په دې خپرونه کې افغان لیکوال او شاعر ښاغلی دیا سینګ انجان راسره دی.

شیشه میډیا هڅه کوي چې د افغانستان ټولو اقشارو ته د ګډون ونډه ورکړل شي او د مذهبي، کلتوري، ژبني او جنسیتي انډول په نظر کې نیولو سره د ټولو خبرې، خاطرې، دردونه او تجربې واورېدل شي او د ټولو له خبرو پیغامونو او تجربو دد هېواد د روښانه راتلونکي لپاره ګټه واخیستل شي. په دې ډول ښایي موږ ټول یو بل ډېر زیات درک کړای شو. نننی بحث به مو هم له ښاغلي انجان صاحب سره پر همدې برخو وي.

ګردېز؛ زما د خاپوړو وطن

انجان صاحب ښه راغلئ، زموږ د پیل پوښتنه معمولاً د مېلمه پر معرفت او پېژندګلوي پیلېږي. البته زه ستاسې په اړه څه ناڅه معلومات لرم، خو ښه به وي چې تاسې پخپله د ځان په اړه لیدنکو او اورېدونکو ته ووایاست.

انجان: لومړی تاسې او ستاسې همکارانو ته سلامونه او بیا ستاسې ټولو لیدونکو او اورېدونکو ته نېکې هیلې او سلامونه وړاندې کوم. لکه څنګه چې تاسې مخکې یادونه وکړه، زما تخلص انجان دی، زه د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز اوسېدونکی یم، خو شاوخوا یو دېرش کاله کېږي، په ډیلي کې د کډوالۍ ژوند تېروم.

دقیق: انجان صاحب، زه غواړم تاسې زموږ لیدونکو ته د خپل ماشومتوب په اړه، د خپلې کورنۍ په اړه، د زده‌ کړو او ان تر کډوالۍ پورې خپله کیسه را واوروئ.

انجان: زه د پکتیا ولایت د ګردېز په زاړه ښار کې زېږېدلی یم. زما پلار ملک و، تومسین نومېده. البته باید ووایم، چې پکتیا هغه وخت یو ولایت وه، اوس پر دریو ولایتونو خوست، پکتیا او پکتیکا وېشل شوې ده؛ نو هغه وخت زما پلار د لویې پکتیا د سیکانو او هندوانو مشر او ملک و. هغه څلوېښت کاله دا خدمت وکړ. موږ د ګردېز په زاړه ښار کې لوی دوکان درلود. زما پلار ډېر مشهور عطار و او  د عطرو پلورنځی یې درلود؛ په اصل کې د بنجارې دوکان و او په ملک تومسین عطر فروش مشهور و. ما په همدې زاړه بازار کې خاپوړې کړې دي.

خپلې لومړنۍ زده کړې مې د ګردېز ښار په تجربوي لېسه کې کړې دي، البته دا ښووونځی لومړی ابتدایه و، بیا متوسطه شو او بیا پر تجربوي عالي لېسه واوښت. له نهم تر دولسم ټولګي پورې زده کړې مې د عبدالحی ګردېزي په لېسه کې وکړې. دا هغه وخت په پکتیا کې یوازېنۍ لېسه وه. په ۱۳۶۱ل کال  کې له دولسم ټولګي فارغ شوم. وروسته متاسفانه شرایط را ته برابر نشول او سمدستي عسکري ته برابر شوم. ان زموږ دوې درې ازموینې هم پاتې وې چې د محافظت ادارې کسان راغلل او موږ ټول یې عسکري ته سوق کړو. هغه وخت قانون دا و چې که به چا دولسم لوستی و، هغه به یو کال عسکري کوله او که تر دې یې لوړې زده کړې لرلای؛ نو هغه به شپږ میاشتې خدمت کاوه، خو پر عادي او نالوستو خلکو بیا دوه کاله عسکري جبري وه.

زموږ د ټولګيوالو بیا بېخي قسمت خراب و.‎ هغه وخت د «بدون نظرداشت تحصیل» تر نامه لاندې یو مکتوب راغی او فرمان صادر شو چې موږ باید څلور کاله په غیر محاربوي قطعاتو کې، يا درې کاله په محاربوي قطعاتو کې د عسکرۍ خدمت وکړو؛ نو زه د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې عسکر شوم. دا غیر محاربه قطعه وه. ما څلور کاله د عسکري خدمت وکړ. وروسته په د ۱۳۶۵ل کال کې له خدمت څخه فارغ شوم او ترخیص مې واخیست. وروسته په پکتیا کې ګډوډۍ شوې او موږ اړ شوو چې کابل ته کډه شو. البته زما کورنۍ زما تر فراغت یو کال وړاندې کابل ته تللې وه؛ ما چې کله ترخیص تر لاسه کړ، پسې ولاړم او بیا مو په کابل کې ژوند کاوه.

زه په ګردېز کې ډېرې خاطرې لرم؛ ډېر دوستان او د ماشومتوب ملګري لرم. ما هلته خاپوړې کړې دي. زما ډېر درانه استادان و؛ اوس نه پوهېږم چې د دوی له ډلې به څوک ژوندي پاتې وي. یو یې قدرمن استاد عبدالودود خان نومېږي، اوس په اروپا کې د کډوالۍ شپې او ورځې تېروي. دوی ما ته په ډېره مینه او صداقت د تعلیم لاره را ښوولې ده. زه د دوی ټولو منندوی یم. زه که نن هر څه یم، دا د دوی له برکته دي. که ژوندي وي، خدای دې روغ لري او که وفات شوي وي، خدای دې وبښي.

دقیق: تاسې مخکې په پکتیا ولایت کې د خپل ماشومتوب په اړه مالومات راکړل. هغه وخت لکه تاسې چې وویل پکتیکا، پکتیا او خوست یو ولایت و؛ هغه مهال په دې ولایت کې ټولټال څومره اهل هنود او سیک هېوادوال مېشت و؟ ستاسې ټولې کورنۍ په یوه سیمه کې اوسېدئ، که مو په بېلابېلو ځایونو کې ژوند کاوه؟ د هغه مهال د وضعیت په اړه که را ته ووایاست.

انجان: یوه خبره باید وکړم؛ هغه دا چې هغه مهال دومره د نفرت خبرې او کیسې نه وې، لکه اوس چې دي. البته وې به، خو دومره نه وې. موږ د پکتیا ولایت د زاړه ښار تر بالاحصار را لاندې اوسېدو. هلته په یوه برخه کې نجاران اوسېدل، تر څنګ یې موږ اوسېدو او تر موږ ور مخکې سلمانان اوسېدل. لاندې بیا اهنګران اوسېدل. موږ ټولو یو ځای ژوند کاوه، هغه وخت دا خبرې نه وې چې ته ځوک یې او زه څوک یم.

دقیق: انجان صاحب، په لرې پرتو کلیو او ولسوالیو کې هم ستاسې هندو مذهبي خلک اوسېدل؟

انجان: په مرکز ګردېز کې ټول په همدې یوه سیمه کې اوسېدو، خو زما یو ماما و، هغه خدای بښلی بیا په خواجه حسن سیمه کې اوسېده. وروسته چې کورنۍ غټې شوې او ښار هم پراخ شو، خلک راغلل او په نوي ښار کې يې کورونه واخیستل. موږ هم نوي ښار ته ولاړو او په کابو هره کوڅه کې سیکانو او هندوانو کورونه لرل. مسلمان، سیک او هندو ټول ګډ اوسېدل؛ دا خبرې نه وې.

د ژوند خوږې او ترخې خاطرې

  دقیق: انجان صاحب تاسې د خپل ښوونخي دورې اړوند وویل چې هغه مهال نفرت او کرکه دومره نه وه. جګړه طبعاً نفرتونه زېږوي او زیاتوي؛ حساسیتونه، کرکې او عقدې زیاتوي. کله چې نفرت زیاتېږي، تاوتریخوالی ورسره زیاتېږي. البته تر دې مخکې شاوخوا څلوېښت کاله یوه با ثباته دوره تېره شوې وه؛ جګړې نه وې، ارامي وه. وروسته تاسې د خپل ښوونځي یادونه وکړه. په ښوونځي کې وضعیت څنګه و؟ له تاسې سره به نور وطنوال هم په ښوونځي کې و، ګډې زده‌ کړې مو کولې، ګډې ناستې مو کولې، ښایي لوبې به مو هم سره کولې، ملګري به مو لرل؛ د هغه وخت کیسې که راته وکړئ.

انجان: بې له شکه چې د ښوونخي دورې پر مهال هم ستونزې او ناخوالې وې، داسې نه و چې هیڅ نه وې. ځینو به له ځان سره نږدې نه پرېښودو، چې کېنو، خو استادانو به پر موږ لورونه کوله او موږ به یې ډېر نازولو. معمولاً به زه د ټولګي په وروستۍ څوکۍ کې ناست وم؛ ځکه چا به په مخکې څوکیو کې اجازه نه راکوله، جنګ او جنجالونه به و؛ نو کله چې به استادان راغلل، زه به یې را پاڅولم او پر لومړیو څوکیو به یې کېنولم. ډېر وخت به یې ټول ټولګی مخلوط کړ، څوک به یې یو ځای کېنول او څوک بل ځای. موږ ته به یې ویل چې ځان ته به یوه مشخصه څوکۍ نه ټاکئ، خو بیا به هم ستونزې وې، جنجالونه به و.

دقیق: له تاسې سره په ټولګي کې نور سیک او هندو مذهبي زده کوونکي هم و، که یوازې وئ؟

انجان: له ما سره په ټولګي کې زما د ماما زوی و او په یو بل هندو هلک په ب صنف کې و. بس.

دقیق: ستاسې په ټول ښوونځي کې ټولټال څو سیکان او هندو باوره هلکانو درس وایه؟

انجان: شاوخوا شلو تنه سیک او هندو هلکانو له موږ سره ګډ په دې ښوونځي کې درس وایه.

دقیق: ستاسې په ښوونځي کې د لوبو ټیمونه و؟ له نورو وطنوالو سره مو په ګډه لوبې کولې، که تاسې بېل وئ؟ مخکې مو یادونه وکړه‎، چې ستونزې او خبرې وې، وضعیت نورمان نه و؛ نو دوی له تاسې سره څه ډول  چلند کاوه؟

البته کله چې صنفونه لوړ شي، طبعاً څوک ملګري پیدا کوي، د یو او بل کور ته ورځي،  مېلمستیاوو ته ور ځي؛ له ټولګيوالو سره مو ستاسې اړیکې څه ډول وې؟

انجان: ما مخکې هم وویل چې ځینې داسې کسان و چې کرکجن خوی یې درلود، خو ټول داسې نه و. په ډېره مینه او محبت مو یو ځای لوبې کولې. زموږ د ښوونځي په مخکې یو وړوکی بازار و، دوې درې غرفې یې لرلې، هلته به ولاړو او مېوه به مو راوړه، ګډ به کېناستو او یو ځای به مو خوړله. کله کله به د یو او بل کورونو ته هم تلو. البته بیا هم وایم چې ټول داسې نه و چې نفرت امیزه رویه ولري؛ د ګوتو په شمار به داسې کسان پیدا کېدل.

دقیق:  طبعاً د ښوونځي په لومړیو کې شوخي او ناسم پوهاوی هم ډېر وي. ناسم مالومات او نورې کیسې موجودې وي؛ په ټوله کې د لویانو چلند څنګه و؟

په ښوونخي او ښار کې له تاسې سره د لویانو چلند څنګه و؟

انجان: زموږ استادان دې خدای روغ لري‎ او هغه چې وفات دي، الله دې وبښي؛ دوی ډېره زیاته مینه راکوله. خدای حاضر او ناظر دی چې دوی له موږ سره ډېره مینه کوله او په ډېر صداقت او ایمانداري یې درس راکاوه. په دوی کې ما دا خبرې نه دي لیدلې. په ښار او بازار کې هم له ټولو سره د مینې او محبت راکړه ورکړه روانه وه. موږ اکثرو دوکانونه لرل. سیکان وو، هندوان وو او مسلمانان وروڼه هم وو. موږ ټولو ګډ ژوند او ټولنه لرله. دا خبرې نه وې؛ البته یو نیم به داسې کس هم پیدا کېده چې نفرت او کینه به یې کوله، خو دا ډول خلک د ګوتو په شمېر وو. هغه وخت ډېر ښکلی ژوند و.

دقیق: زه ستاسې شعرونه لولم، پوهېږم چې تاسې په هغه وخت پسې چې جګړې نه وې، مینه وه، خلوص و، ډېر خپه یاست. انجان صاحب ستاسې خلکو هغه وخت خپل مراسم څنګه نمانځل؟ مثلاً ستاسې مذهبې ورځې، اخترونه او نور څنګه نمانځل کېدل؟ د خپلو دغو مراسمو او ځانکړو ورځو په اړه هم لږ مالومات راکړئ. بله دا چې د دغو خاصو دیني او کلتوري مراسمو لپاره مو ځانګړي ځای درلود؟ عبادت ځایونه مو لرل؟

انجان: زموږ په دیني مراسمو کې تر ټولو لوی اختر، چې په ډېر شوق او ولولو یې نمانځو، وېساک اختر دی. موږ د ګروه بابا نانک صاحب مولود شریف ورځ هم نمانځله او د هغه د رحلت مراسم مو په ډېر ښه ډول نمانځل. موږ به د وېساک جشن په ډېر شان او شوکت سره نمانځه. د خپلو نورو ګروه صاحبانو یا په اصطلاح پیغمبرانو ورځې مو هم په ډېر درنښت او شان و شوکت نمانځلې. له موږ سره هیچا په دې برخه کې بد نه دي کړي. زموږ دې مراسمو ته به ډېر خلک راتلل او له موږ سره به یې په دې مراسمو کې ګډون کاوه. دا مراسم مو معمولاً په خپله ګوردواره کې نمانځل. ګوردواره د سیکانو عبادت ځای ته وایي او د هندوانو عبادت ځای ته بیا مندر ویل کېږي. موږ خپل ټول مراسم په ګوردواره کې نمانځل؛ ځکه زموږ شمېر کم و، یوازې شل یا ډېرش کورنۍ په ګردېز کې مېشتې وې. یوه ورځ به مو په عبادت ځای کې تېره کړه، نورې ورځې به د یو بل کورونو ته تلو او یو بل ته به مو مبارکۍ ورکولې. په درېیمه ورځ به ټول سیکان او هندوان د «چشمه‌ی مانده» په نامه چینې ته ولاړو، مېله به مو جوړه کړه او ټوله ورځ به مو هلته تېره کړه. موږ ټول به ګډ ناست و. البته زموږ په اخترونو غوښه نه خوړل کېږي، ممنوع ده. غوښه یوازې په ودونو او نورو مراسمو کې وي، خو په دیني مراسمو کې نشته. په دې مراسمو کې سبزي، دال او نور شیان وي. موږ به هلته ډوډۍ تیاره کړه، حلوا مو هم تیاروله. زموږ په مراسمو کې حلوا ضروري شی دی. که مړی شوی وي، که ژوندی حلوا پخوو.

وروسته مو بیا بله ورځ د ګردېز په «تېرې باغ» کې تېروله. دا یو دولتي باغ و. هلته به مو مېله جوړه کړه، پسه به مو حلال کړ، کبابونه او غوښې به مو پخې کړې. په دې ورځ به هم ټول سیکان او هندوان سره را ټول و. په دې کې ناسته کې به ځینو مسلمانو کورنيو هم له موږ سره ګډون کاوه. البته ډېر به زموږ ګاونډیان راتلل او په دې مراسمو کې به یې ګډون کاوه. دوی به ګډ را سره ناست وو او په ډېر خوند او شوق به مو دا ورځ نمانځله.

د هندوانو مذهبي مراسم به مو په مندر کې له هغوی سره په ډېر شان او شوکت نمانځل. هغه وخت ټول سره ګډ وو. په پکتیا کې یو مندر و او یوه ګوردواره وه.

زما پلار عطار و!

دقیق: مخکې مو یادونه وکړه چې ځینې مسلمانان به زموږ مراسمو ته راتلل، مبارکۍ به یې راکولې او ګډون به یې کاوه؛ تاسې هم د مسلمانانو په اخترونو کې ګډون کاوه؟ تګ او راتګ مو درلود؟ کورنۍ مو سره تلې راتلې، له ټولګیوالو او دوکاندارنو سره مو مبارکۍ کولې؟

انجان: بلکل؛ زموږ مړی، ښادي، اختر، درد او غم ټول سره شریک وو. موږ هر شی په شریکه نمانځل. بېلوالی مو نه درلود. زه غواړم تاسې ته یې یوه وړه بېلګه وړاندې کړم؛ اوس دې خدای وبښي، معصوم خان نومېده، د «ولي بس ټرانسپورټ» مالک و؛ زه او د هغه کورنۍ کابو په یوه کور کې لوی شوي یو. موږ تګ راتګ درلود؛ دوی زموږ کور ته راتلل او موږ د دوی کره. د هغه اولادونه زما همزولي و. کله چې به په اخترونو کې ورغلو، په خپله غېږ کې به یې کېنولو، ښکل به یې کړو او لس لس روپۍ به یې راکړې. مېوه او نینې به یې راکړې. چا نه ویل چې دا څوک دی او هغه څوک دی. موږ به یې د خپل اولاد په شان نازولو. زه د هغه د محبت اندازه نشم بیانولای. نه یوازې د معصوم خان کورنۍ داسې وه؛ بلکې ډېرې نورې کورنۍ هم وې.  موږ په اخترونو کې له ګاونډیانو او نورو ټولو خلکو سره مو ګډون کاوه، دوی زموږ اخترونو ته راتلل.

یو بل شی چې په ګردېز کې ښه نمانخل کېده، هغه نوروز و. زموږ له کورونو سره نږدې بالاحصار خوا ته یو جومات دی، «سخي جومات» یې بولي. د نوروز په ورځ به هلته جنډه پورته کېده. سیکانو او هندوانو به دې جنډې ته دستمالونه ګنډل او راوړل. په دې جومات کې به خیرات کېده او موږ هم خپله برخه پکې لرله. وريځې، غنم، غوړي او یا روپۍ به مو ورکولې؛ که به هر څه ته اړتیا وه، تر خپله وسه به مو ونډه پکې اخیسته. خیرات مو په شریکه کاوه. هغه وخت مینه ډېره وه؛ دومره ډېره چې زه یې نشم بیانولای.

 موږ چې د هر چا کور ته ورتلو، دا یې نه ویل چې سیک راغلی که هندو. غاړه به یې راکوله او ویل به یې، بچیه راځه کېنه!   

له دې زیاته مینه نوره څنګه وي؟!

دقیق: مخکې مو وویل چې زما پلار د عطاري دوکان درلود. موږ په عامه اصطلاح دې ډول دوکانونو ته یې یوناني دواخانې هم ویلې؛ که را ته ووایاست چې هغه مهال کاروبار څنګه و؟  ژوند څنګه روان و؟ ستاسې مالي او اقتصادي وضعيت څنګه و؟

انجان: زموږ کابو ټول خلک په سوداګري او دوکانداري بوخت وو؛ ډېر کم یې مامورین وو. په موږ کې ډاکټران او انجنیران هم وو. په بانک هم زموږ خلکو کار کاوه، خو زیاتره خلک مو پر سوداګري بوخت وو. ما  مخکې هم وویل چې زما پلار عطر فروشي درلوده او خلک به راتلل، خو دا یې نه ویل چې دا څوک دی؟

موږ ته خلک تر نورو ډېر راتلل. د سردار صاحب او لالا په نومونو به یې زموږ د خلکو درناوی کاوه. له ډېرو لرې سیمو او کلیو به خلک راغلل، په ټول عمر به یې سیک نه و لیدلی، خو له موږ به یې سودا اخیسته. دا د ډېرې مینې له کبله کېدل.

دقیق: مطلب دا چې کاروبار مو ښه روان و؟

انجان: بلکل؛ نه یوازې زموږ هندوانو او سیکانو کارونه ښه روان و؛ بلکې هغه وخت د ټولو افغانانو کاروبار ښه او منظم روان و.

د روشن لال دردوونکې کيسه

دقیق: تاسې په ګردېز کې ډېر ژوند کړی دی، ایا کله داسې لویه پېښه یا لانجه شوې ده  چې د مذهبي تړواونو پر اساس خلک پر دوو خواوو وېشل شوي وي؛ مثلا داسې جګړه یا پېښه چې مسلمانان دې یوې خواته شوي وي او سیکان یا هندوان دې بلې خوا ته؟

انجان: بلکل؛ داسې پېښې شوې  دي او کېدې. زه به تاسې ته خپل ماشومتوب د وخت یوه خاطره ووایم، زما هیڅ نه هېرېږي. په هغه وخت کې یوه خبره ډېره زیاته وه، که به دې له خولې «الله» ووتل؛ نو دوی به نارې کړې، چې هلئ سيک يا هندو مسلمان شو. دا خبره ډېره معمول وه. هغه مهال یو طبیب و، روشن لال نومېده؛ نوموړي یو کس ته، چې د پکتیا د محکمې د رییس زوم و، دوا ورکړې وه او ورته ویلي و چې «بسم‌الله کړه!»، مانا ويې خوره!

له دې خبرې سره یې نارې کړې چې هلئ هندو مسلمان شو؛ یو دم خلک را ټول شول او په زور یې جومات ته روان کړ. په دې وخت کې زما ارواښاد پلارراغی او څارنوالي ته ورغی، د هغه شعبه د ښار له ماموریت څلور لارې سره وه؛ هلته یې  سر مامور صاحب ته یې وویل چې داسې کیسه ده. هغه ورته وويل چې په دې جم او جوش به زه څه وکړم؛ کې نه ډز کولای شم، نه کوم بل کار. زه اوس څه وکړم؟ دا مساله باید حل شي. بسم‌الله خو داسې نه ده چې یوازې مسلمان یې ویلی شي، هر څوک د الله نوم اخیستلای شي. دې سړي خو د الله نوم اخیستی، څه ګنا یې خو یې نه ده کړې.

وروسته هغه سر مامور راغی او خلک یې تیت و پرک کړل، خو دا زموږ دوکاندار یې ونیو او بندي یې کړ. بیا زما پلار د وخت تر صدراعظم داوود خان پورې ولاړ او له هغه یې امر واخیست. هغه پر محکمې امر کړی و چې که دا سړی په خپله مسلمان شوی وي او په خپله خوله اقرار کوي، خو سمه ده او که نه وي؛ نو باید ظلم ورسره و نشي. بیا همداسې وشول او هغه ازاد شو.

داسې خبرې به ډېرې کېدې. که چېرې ستا له خولې بسم‌ الله یا الله کلیمه وتلې وای، نوره خبره خرابه وه. څوک چې په یوه سیمه کې له یوې ژبې سره نږدې پاتې شي، طبعاً پرې تاثیر کوي. باور وکړئ چې مړی به وشو او په ناپامۍ کې به دې وویل چې «وه خدایه دا څه وشول»؛ بس يو دم به یو څوک را پورته شو چې ولې دې د الله نوم واخیست، ته مسلمان شوی یې.

هغه وخت دا ډول ډېرې وې او جنجالونه پېښېدل.

دقیق: په ښوونځي کې دا ډول کیسې وې؟ البته د ښوونځي په لوړو صنفونو کې به ممکن سوء تفاهمونه لږ کم و؛ ځکه هغه وخت د ټولو ټولګيوالو سویه را پورته شوې وي، که څنګه؟

انجان: زموږ استادانو پر ښوونځي ډېر کنټرول درلود او دا ډول کیسې به یې کنټرولولې. زموږ معلیمانو سواد درلود، نړۍ یې لیدلې وه؛ د دې ډول خبرو به يې ډېر ټينګ مخنیوی کاوه. که به بیا هم چا دا ډول حرکات ک،ل، ډېره سخته او لازمه سزا به یې ورکوله. چا ته یې اجازه نه ورکوله چې له موږ سره مخالفت یا تعصب وکړي.

عسکري خدمت

دقیق: له دولسم ټولګي وروسته سمدستي عسکري ته ولاړئ؟ تاسې مخکې وویل چې  د دولسم ټولګي څو ازموینې نیمګړې پاتې شوې؛ نو دولسم ټولګی مو څنګه ختم کړ؟

انجان: زموږ د امتحانونو درې ورځې پاتې وې چې موږ یې عسکری ته سوق کړو. وروسته ما په ۱۳۸۲ل کال کې خپله شهادت نامه تر لاسه کړه. ډېرې لانجې وې، بهانې یې کولې، چې سجل مو نه دی راغلی، خو بیا مو تر لاسه کړې؛ په هغو دریو مضامینو کې یې کامیاب کړي وو.

دقیق: کله تاسې عسکري ته ولاړئ، ستاسې او نورو په مکلفیتونو، تمرین، درس یا نورو شیانو کې توپیر و؟ توپیري چلند درسره کېده؟ یا دا چې د عسکري دوره مو تر نورو کمه وي، یا نور توپیرونه ولري؟

انجان: موږ ته تر نورو یو اضافه امتیاز را کړل شوی و. مثلاً مسلمان عسکر چې کله قطعاتو ته تلل؛ تر ترخیص پورې به هلته پاتې وو، خو موږ سیکانو او هندوانو ته د مذهبي مراسمو اداکولو له کبله دا امتیاز راکړل شوی و چې سهار به پر اته بجې دندې ته تلو او مازیګر څلور بجې به د مامورینو په څېر بېرته رخصتېدو.

زموږ سیکانو او هندوانو عسکرو به تر ډېره په اداري برخو کې دنده اجرا کوله. په محبس کې د دندې پر مهال ما د دفتر کتابت پر غاړه درلود. زه د سوق او انظباط ټولیو کاتب وم.

دقیق: مطلب دا چې هندوانو او سیکانو ته یې د هغوی پخپل ځای کې دنده ورکول کېده؛ نورو ولایتونو ته یې نه استول، که څنګه؟

انجان: هو؛ زموږ سیک او هندو ځوانانو به په هغه ځای کې دنده لرله، چې هلته به یې کور هم درلود. دوی به سهار دندې ته تلل او ماښام به بېرته راتلل. حکومت موږ ته یو بل امتیاز هم راکړی و، چې د بدل اعاشې په بدل کې یې موږ ته کوپون را کاوه. دا به په ډېر منظم ډول به موږ ته را کول کېده.

زما ورور يې وواژه!

دقیق: انجان صاحب که تاسې د خپلې کورنۍ، وروڼو او خویندو په اړه لږ مالومات راکړئ، دوی چېرې اوسې؟ تاسې د کور مشر یاست؟  دوی په ښوونځي کې تر تاسې مخکې و، که تر تاسې په عمر کم و؟

انجان: زما شکر اوس درې وروڼه ژوندي دي. له ما سره څلور ژوندي يو، خو زما درې وروڼه په حق رسېدلي دي. زما دوه وروڼه پخوا مړه شوي او درېیم شاوخوا لس کاله مخکې وفات شوی دی. زما یو ورور د انقلاب پر مهال په ۱۳۵۹ل کال کې په ګردېز کې شهید شو. ډېر ځوان و، هغه مهال شاوخوا اوولس کلن و. له دوی څخه یو یې په ماشومتوب کې په حق رسېدلی و.

درې خویندې مې ژوندۍ دي، خو څلورمه ډېر پخوا په حق رسېدلې ده.

 زما دوه وروڼه له ښوونځي فارغ دي. په هغو کې‎ یو اوس ژوندی دی، درېیم یې تر اوم ټولګي درس لوستلی دی. وروسته په ګردېز کې حالات خراب شول او موږ کابل ته کډه شو، هلته یې هم څه موده ښوونځی ولوست، خو وروسته وضعیت خراب شو؛ موږ له وطنه کډوال شوو او هند ته راغلو. دلته یې بیا څه نا څه درس ووایه.

خویندو مې هم ابتدایي زده کړې کړې دي، خو هغه وخت په ګردېز کې شرایط برابر نه وو؛ البته د نسوان لېسه وه، خو زموږ لپاره ناممکنه وه چې نجونې مو درس پکې ووایي.

څه د خلکو خبرې وې، چې خویندې مو نه شوای پرېښودلای چې درس ووایي او څه نورې مجبورۍ هم وې، چې موږ خویندې په ښوونځي کې نشوې شاملولای؛ نو بيا مو په کور کې درس ورته وایه.

دقیق: تاسې مخکې یادونه وکړه چې د انقلاب په کلونو کې ستاسې ورور په ګردېز کې ووژل شو، که په دې اړه لږ راته ووایاست، چې څه پېښ شول؟ په جګړه کې ووژل شو، که څنګه؟

انجان: نه، هغه ورځ جګړه نه وه، خو تصادفاً په تجربوي ښوونخي کې یو راکېټ لګېدلی و. زما یو مشر ورور او د ماما زوی له نورو سیکانو او هندوانو هلکانو سره  په تجربوي لېسه کې زده‌ کړې کولې. زه په عبدالحی ګردېزي ښوونځي کې وم. د ځای د کمښت له امله يې دوی ته په دارلمعلمین کې ټولګی ورکړی و، خو په اصل کې د تجربوي لېسې اړوند وو.

په هغه ورځ زما وړوکی ورور هم په همدې ځای کې و. هغه له درس سره چندان علاقه نه لرله؛ که څه هم موږ ډېره زیاته هڅه وکړه چې درس ته یې تشویق کړو، خو ده به کله ساتیری کاوه، کله به دوکان ته ولاړ. په همدې ورځ چې پر تجربوي لېسې راکېټ ولګېد، دی ورغلی و، خو هلته پولیس ولاړ و او هغو داخل ته د ننوتو اجازه نه وه ورکړې. بېرته زما ښوونځي ته راغی. ما ته د ښوونځي ملازم راغی او را ته ویې ویل چې ورور دې راغلی او تا غواړي. ما ویل خیر دی؟ په ډېره وارخطایي ورغلم، هغه وخت شرایط اضطراري و. کله چې مې ولید، پوښتنه مې ځنې وکړه چې هلکه خیر دی؟ وای هو؛ ستا لیدو ته راغلی یم. ما ورته وویل چې دوکان ته ولاړ شه! د تجربوي لېسې او د عبدالحی ګردېزي ښوونځي تر منځ شاوخوا یو کیلومتر واټن و، خو دی بېرته زما وروڼو ته ورغلی و. هلته یې زما له وروڼو او ماما زامنو سره کتلي وو. بېرته تجربوي ښوونځي ته ورغلی و، خو هغوی د ننوتو اجازه نه وه ورکړې، بیا تللی و د «خوست پله» پر سر یې انګور اخیستي و. البته دا کیسه بیا موږ ته نورو وکړه؛ موږ خو په صحنه کې نه و. ويل يې چې څنګ ته يې د هغه مهال یو ملېشه عسکر ولاړ و و، ټوپک ورسره و، د دواړو په منځ کې مالومه نه ده، چې څه خبره راغلې وه، خو هغه څلور مرمۍ شا ته په پسته غوښه کې وېشتلی و او څلور ډزه په پښتورګو کې لګېدلی و. له بده مرغه په دې وخت کې زما ورور لت پت پروت و، غورځېد، خو څوک نه و چې ور پورته کړی يې وای و روغتون ته یې رسولی وای.

په دې وخت کې د اهنګرانو د کورنیو یوه کس اوږه ورکړې و او روغتون ته یې رسولی و. هغه کس اوس وفات دی، زما یې نوم هم هېر دی، خو نورو کسانو یې مخه نیولې وه. البته بیا هم وایم چې دا کیسه موږ ته نورو خلکو وکړه چې خلکو هغه کس ته ویل چې پرېږده یې دا خو کافر دی. هغه ورته ویلي و، چې زه دین ته نه؛ انسان ته ګورم، انسانیت ته ګورم. زما ورور یې روغتون ته رسولی و، خو دا چې ډېره وینه یې تللې وه، بچ نشو او په شهادت ورسېد.

ترمنځ يې شخړه هم نه وه، خو بس ناست وو؛ خبره یې سره راغلې وه او زما ورور یې وېشتلی و. البته هغه ملېشه عسکر دا کار قصدي کړی و.

دقیق: دا پېښه په کوم کال او چا په دوره کې شوې وه؟

انجان: هغه وخت د کارمل دوره وه. د روسانو د یرغل کلونه و.

کډه مو کابل ته بار کړه

دقیق: تاسې په کوم کال کابل ته کډه شوئ؟

انجان: زما کورنۍ په ۱۳۶۴ل کال کې تللې وه او زه بیا تر ترخیص وروسته په ۱۳۶۵ل کال کې ولاړم.

دقیق: په کابل کې هغه وخت شرایط څه ډول و؟

انجان: په کابل کې نسبتاً شرایط ښه و، خو دا چې زما پلار وکیل و؛ نو د کابل – پکتیا پر لاره یې تګ راتګ ستونزمن و. موږ به د دوکان سودا له کابله راوړله؛ ځکه په پکتیا کې لوی مارکېټونه نه و؛ خو زما پلار ته سفر ډېر خطر درلود.

وروسته موږ خپلو خپلوانو او نورو خلکو هم اړ کړو چې کابل ته ولاړ شو؛ نو بيا کابل ته راغلو او هلته مو ژوند پیل کړ. په کابل کې مو له احمدشاهي مارکېټ سره دوکانونه جوړ کړل. کار او ژوند روان شو. هلته مې دویمه دوره عسکري هم وکړه. معمولاً تر خیص درې کاله وروسته یو کس د «احتیاط دورې» ته جذبېده، خو د نجیب په وخت کې فرمان صادر شوی و؛ نو بېرته عسکري ته سوق شوم. دوه کاله او اووه میاشتې مې بله دوره عسکري وکړه. 

دقیق: که يې لږ روښانه کړئ چې ولې بیا عسکري ته ولاړئ؛ ځکه تاسې ترخیص اخیستی و او خپله دوره مو بشپړه کړې وه.

انجان: هغه وخت یو فرمان صادر شو چې که هر چا د عسکري دوره خلاصه کړه او ترخیص یې واخیست؛ درې کاله وروسته بېرته د «احتیاط دورې» په نوم سوق کېږي. د دې کار علت دا و چې د عسکرو شمېر خورا کم و؛ نو به يې ترخيص شوي عسکر بېرته ور غوښتل. دا فرمان پر ټولو د اجرا وړ و، یوازې زه نه وم چې بېرته یې ورغوښتم.

 دقیق: انجان صاحب تاسې خپله لومړۍ دوره عسکري بشپړه کړې وه، اوس چې بیا جذب شوئ، کوم ځانګړی امتیاز هم درکول کېده؟ د مکلفیت له دورې سره یې څه توپیر درلود؟

انجان: یو توپیر یې دا و چې دا ځل موږ درې زره افغانۍ معاش هم درلود؛ دا یو امتیاز و.

دقیق: هغه مهال د یو عادي مامور معاش څومره و، ستاسې او د هغوی معاش توپیر درلود؟

انجان: عادي مامور هم په همدې کچه معاش درلود، دومره خاص توپیر پکې نه و.

زموږ هر څه يې لوټ کړل!

دقیق: په کابل کې څومره وخت پاتې شوئ، البته هغه مهال د کابل شرایط هم ورځ تر بلې پر خرابېدو و، که څنګه؟

انجان:  کله چې په ۱۹۹۲ز کال کې په کابل کې تحولات راغلل، موږ له کابله وتلو ته اړ شوو. په پیل کې موږ ډېر کوښښ وکړ چې پاتې شو، خو په لومړۍ ورځ یې زموږ دوکانونه را چور کړل. د پل باغ عمومي تر څنګ لومړۍ حوزه ده؛ د سهار شاوخوا لس بجې وې. آمر یې راغی، په شخصي جامو کې و، درېشي یې هم نه وه پر تن کړې؛ موږ دوکانونه خلاصول. نوموړي وویل، دوکانونه مو بند کړئ!

موږ پوښتنه وکړه چې امر صاحب خیر دی؟ هغه وویل، خیر دی، بس دوکانونه بند کړئ او کورونو ته ولاړ شئ. په دې وخت کې لا ما د دوکان پله نه وه را کش کړې چې یو کس راغی او د کلاشنکوف خوله یې را ته ونیوله، ویې وویل: «باز کو دوکان ته…»

دقیق: دا کومه دوره وه؟

انجان: دا د مجاهدینو د راتګ دوره وه. مجاهدین راغلي وو او کابل نیول شوی و؛ لومړی ورځ وه. دې کس تر نامه ږېره لرله او پکول یې پر سر و؛ ویل یې” باز کو دوکان را” ما دوکان خلاص کړ، په دوکان کې یې کښته او پورته وکتل.

بیا یې وویل: “پیسه کجاست؟ “

دخل ته مې اشاره وکړه.

 هغه یې را کش کړ؛ پنځه یا لس لکه روپۍ یې جېب ته واچولې. بیا یې وویل: “ببی دوکانه بسته نه کنی!”

ومې ویل: درست اس، بسته نمی کنیم.

سړی وروسته ولاړ. د منډیي په احمدشاهي سرای کې زمو. شپږ دوکانونه وو> ټول مو وتړل او روان شوو. زموږ کور د قلعه فتح‌ الله خواته و؛ په موټر کې کېناستو، له صدارت څلور لارې سره یې ودرولو او ویې پوښتل: کجا میرین؟

موږ وویل کور ته ځو. بیا یې وویل: از کجا امدین؟ ومو ویل، بازار ته راغلي وو.

له موټر څخه یې را کښته کړو، تلاشي یې وکړه؛ یوه یې وویل: دا موټر مو راکړئ، موږ ناروغ پکې رسوو.

موټر یې را څخه ضبط کړ او تر ننه ورک دی؛ زموږ شخصي موټر و.

نو کله چې یې له موږ څخه په صدارت کې موټر په زور واخیست؛ موږ پیاده روان شوو. د زرغونې لېسې مخکې بیا ولاړ وو. غږ یې را باندې وکړ: دست‌ها بالا!

لاسونه مو پورته کړل، یوه راکېټ را ته نیولی و. راغلل او تلاشي یې کړو. په جېبونو کې مو لکونو روپۍ وې؛ ټولې یې یووړې. زما د غاړې طلايي ځنځیر، ګوتې، ساعت او ټول شیان یې را څخه ټول کړل؛ لوڅ لغړ کور ته ولاړو.

کور کې زموږ یو بل موټر او دوه موټر سایکلونه ولاړ وو؛ هغه یې له ګاراج څخه بيولي وو.

دقیق: دا ورځ وه، که شپه؟

انجان: نه؛ د ورځې شاوخوا لس یوولس بجې وې.

نو کور ته چې ورسېدو، هلته یو افسر و؛ که ژوندي وي، خدای دې لري او که وفات شوی وي، خدای دې وبښي. د «دفاع انقلاب» په نامه قطعه کې و، هلته د لوجسټیک امر و او له موږ سره یې کورنی تګ راتګ درلود؛ هغه را ته وویل چې پر لارې څه کیسې وې؟ ما وویل چې دوکانونه یې چور کړل، موږ یې هم لوټ کړو.

هغه وویل، بس چې تاسې ژوندي یاست، په هغو بلا پسې کړئ. ماته یې وویل، له کوره مه را وزئ.

شاوخوا یو یونیم ساعت وروسته زموږ د کور دروازې زنګ ووهل شو، دروازه مو خلاصه کړه؛ که ګورو په خپله دا افسر، ورور یې، ورېندار یې، مېرمن او ټوله کورنۍ یې راغله؛ ډوډۍ یې را اخیستې وه. دوی لس ډوډۍ، سبزي او نور شیان راوړل. باور وکړئ چې موږ هر یوه ته یې ګوله په خوله کې راکوله. هر چېرې چې وي؛ خدای دې ټول ژوندي لري. موږ ته یې ډېر تسلیت راکړ. ویل یې، شکر تاسې ژوندي یاست، پیسې به بیا پیدا شي. زما هغه ورځ هیڅ نه هېرېږي.

دقیق: هغه مهال په کابل کې د اسلامي ګوندونو بېلابېلې ډلې وې؛ له تاسې کومې ډلې دا شیان او پیسې یووړل؟

انجان: البته دقیق نشم ویلای چې د کومې ډلې خلک و؛ ځکه کوم خاص یونیفورم یې نه درلود. ما ته نه ده مالومه چې دا د چا کسان و، یا دا سیمه له چا سره وه، خو له موږ یې ټول شیان یووړل. څه موده وروسته موږ بیا دوکانونو ته ولاړو.

په دې موده کې موږ تش لاس شوو؛ شرایط هم بدل شول، خو بیا مو هم کوښښ کاوه چې دوکانونه پرانيستي وساتو. څو ورځې وروسته زموږ کور ته شاوخوا شل دېرش کسان را ولوېدل، ناره یې کړه: باز کو دروازه را…؛ راغلل او کور یې تلاشي کړ.

د وتو پر مهال یې وویل: باز کو دروازه عمومي را.  دروزاه مو خلاصه کړه؛ کله چې دوی ووتل، پلار مې راته وویل، زویه نور دلته ګوزاره نه کېږي. د جولای میاشت وه. د شپې کېناستو، تر سهار مو کډه وتړله او سهار د جلال اباد پر لورې رهي شوو؛ درې بجې تورخم ته ورسېدو.

دقیق: خپل دوکانونه مو تړلي پرېښودل؟

انجان: هو؛ دوکانونه مو تړلي پرېښودل، خو نیمه کورنۍ پاتې شوه او نیمه کورنۍ مو راغله. دوی بیا دوکانونه خلاص کړي و، خو له سقوط سره مخ شوي و؛ سرمایه ختمه شوې وه، هر څه صفر شوي وو. وروسته دوی پاتې مالونه په یوه ګدام کې را ټول کړي و، خو هغو ته هم چا اور ور اچولی و؛ البته یوازې زموږ ګدام نه و، شاوخوا شل ګدامونه وو، ټول یې سوځولي وو. احمدشاهي سرای ډېر ګدامونه لرل؛ لومړی یې چور کړي و، بیا یې اور ور اچولی و. دا ګدامونه د ټولو خلکو و؛ هندوانو، سیکانو او مسلمانانو، ټولو خپل خپل ګدامونه لرل.

دقیق: لومړی ځل یوازې ستاسې دوکان چور شو، که د هر چا دوکان چې په مخه ورتلی، چور کاوه یې؟

انجان: په هماغه شېبه کې، خو زموږ دوکانونه خلاص و، چور کړي يې وو؛ ښایي نور یې هم چور کړي وي.

له وطنه وتښتېدو!

دقیق: تاسې په ۱۳۶۵ل کال کابل ته کډه شوئ، په کابل کې مو څومره موده تېره کړه؟

انجان: موږ په کابل کې تر ۱۹۹۲زېږديز، یا ۱۳۷۸لمريز کال پورې په کابل کې پاتې شوو. د همدې کال په جون او جولای میاشت کې موږ را کډه شوو، خو پاتې کورنۍ مو د ۱۹۹۳ز کال په جنورۍ کې په موږ پسې هند ته راغله.

دقیق: په هغه وخت چې تاسې په کابل کې ژوند کاوه، هم ډېره با ثباته شرایط نه و؛ هغه وخت تاسې خپل کلتوري مراسم او دیني چارې څنګه ترسره کولې؟ ستونزې وې؟

انجان: په انقلابي دوره کې موږ سل سلنه ازاد و. هیچا پر موږ کار نه درلود؛ پخوا مو ټول مراسم د ګوردوارې په داخل کې نمانځل، خو په دې دوره کې موږ سړکونو ته را وواتو. کورونو ته مو تګ راتګ ډېر ازاد و. چا ستونزه نه جوړوله او ممانعت را ته نه دی شوی. زه ویلای شم چې هغه دوره زموږ لپاره زرینه دوره وه. ان زموږ په مراسمو کې به ډېرو لوړرتیه چارواکو، ګاونډیانو او زموږ مسلمانو ملګرو ونډه اخیسته. موږ هم د دوی په مراسمو کې ګډون کاوه. د کابل ښار په زاړه بازار کې د ټولو زړو ګورودوارو ودانۍ نوې شوې.

دقیق: تاسې د پاکستان له لارې هند ته ولاړئ، دا سفر څنګه و؟

انجان: کله چې پېښور ته ورسېدم، غوښتل مې چې په پېښور کې پاتې شم؛ فکر مې کاوه چې هلته به څه موده تېره کړم، چې د وطن شرایط سم شي، بېرته به ولاړ شم. پينځه ورځې مې په پېښور کې تېرې کړې، کور مې له ډبګریو سره نیولی و؛ البته په لومړیو ورځو کې موږ په ګوردواره کې اوسېدو. زموږ په ګرودوارو کې معمولاً دوه درې شیان تل وي، لکه لنګر، ډوډۍ، د اوسېدو ځای او دارو درمل؛ دا د ټولو په خدمت کې وي. له غریبانو سره څه اندازه مرسته هم کېږي. له وطنه چې د هر چا ګډه راتله لومړی، په پېښور کې د جوګا سینګ ګوردوارې ته راتلل؛ هلته يې اړول او تر یو وخته به پکې اوسېدل. ما هم وروسته په رام داس بازار کې کور ونیو. د هغه مالک دې خدای اباد لري، ډېر ښه سړی و. تر هغو چې زه له بازار څخه راتلم، هغه کوټې لا را ته جارو کړې وې. یوه ورځ زه کارخانو بازار ته ولاړم، کور ته مې یو څه سودا، لکه لوښي او فرانسوي ګیلاسونه اخیستل؛ بېرته چې راتلم، په ډبګریو کې د پولیسو یو چک پاینټ و؛ پولیس را پورته شو، ما ته یې وویل، سېټه را کښته شه! دا دې څه شی راوړي دي؟

ومې ویل، چیني (لوښي) دي. هغه وویل، دا خو «کراکري» دي او ته یې «چیني» بولې، هغه هم ايمپورټیټډ (خارجي) والا. ما ورته وویل چې ستا په ژبه کې کراکري ورته وایي، موږ یې چیني لوښي بولو؛ په دې کې زما څه ګناه ده.

چاینکه یې را پورته کړه چې دا کجایي ده؟ ما ورته وویل چې چینایي ده. بیا يې وویل؛ له کومه دې راوړې؟ ما ورته وویل چې له کارخانو بازار څخه مې راوړه. ويې ويل: ته نه یې خبر چې هلته ټول غیر قانوني او قاچاقي مالونه خرڅېږي؟ ما ورته وویل: زه څه خبر یم، دا شیان ټول په پاکستان کې موجود دي، کارخانې هم د پاکستان مربوط بازار دی؛ ټول خلک ورځي شیان اخلي؛ زه هم ولاړم او دا شیان مې راوړل. بیا يې ویل: ته قاچاق کوې، ځه چې ځو تهاڼې ته. ما وویل د څه شي قاچاق مې کړی دی، خو یو درزن ګیلاسونه، چاینکه او شپږ قابونه مې را خیستي دي؛ پر دې خو زه څه بلډینګونه نشم جوړولای. په دې وخت کې یې کش کړم؛ دلته څو نور کسان هم راغلل او زارۍ یې ورته وکړې. اخېر یې یو لسګون را څخه واخیست، ولاړ او شا ته یې مخ را وګرځاوه، چې نور دې دلته و نه ګورم!

ما هم له ځان سره وویل چې نور به بد وکړم چې دلته پاتې شم؛ زما دې توبه وي. کور ته راغلم، د کور مالک ته مې وویل چې ډېر وبښه زه دا کور پرېږدم. هغه وویل: خیر دی، زه به تهاڼې ته درسره ولاړ شم، ستونزه نشته. ما وویل: خیر یوسې، زه در څخه ځم؛ ما مالک ته پنځه زره کالدارې ایډوانس او د یوې میاشتې کور کرایه ورکړې وه؛ بېچاره بېرته ټوله کرایه او هغه پنځه زره روپۍ راکړې. سامان یې هم بېرته موټر ته را سره پورته کړ؛ له ما یې هیڅ شی و نه ګرځول، که څه هم د یو کال قرارداد مې ورسره کړی و. دومره ښه سړی و چې د ماشومانو لپاره یې کیک، بیسکوټ او مېوې ډکه خلطه راکړه، چې دا به پر لاره ماشومانو ته ورکوئ؛ بیا لاهور ته ولاړو. په لاهور کې مو پنځه ورځې تېرې کړې؛ که څه هم موږ له پاکستان څخه هند ته وېزې لرلې، خو بیا یې هم اجازه نه راکوله؛ پیسې مو ورکړې بیا يې پرېښودو او هندوستان ته راغلو. له هغې تر نن ورځې دا دی په هندوستان کې پراته یو.

افغان ادبي بهير

دقیق: انجان صاحب خپلې شخصي تجربې مو را سره شریکې کړې، خو تاسې په عین حال کې یو شاعر هم یاست؛ هند ته د تګ په کیسه کې مو ما ته یو شعر را په یاد شو:

 ماشومتوب، مستي د کلي خنداګانې

زما له ژونده تللي خواږه به بېرته راکړې

د ډهلي ګرمي مې سوځي، توان مې نشته

سپینې واورې د سپین غره به بېرته راکړې

 انجان صاحب طبعاً تاسې چې کله هند ته کډوال شوئ، هلته محیط ډېر بدل و، هوا بدله او ګرمي ډېره زیاته وه؛ فکر کوم چې دا شعرونه به مو هم هغه وخت لیکلي وي؟

انجان: وطن د انسان مور ده. مور ډېره ګرانه وي او بېلتون ترې ډېر سخت دی. زه چې څه لیکم ښایي د ادب له چوکاټ سره ډېر برابر نه وي؛ ځکه زه ډېر لرې پاتې یم. زه له هغې ژبې او ساحې ډېر لرې یم. ما لوړې زده کړې نه دي کړې، محروم او لرې پاتې شوم. په هغو ناستو او غونډو کې هم نه یم پاتې شوی چې په ادبي برخه کې څه ترې زده کړم، خو بیا مې هم لیکلي دي؛ څه چې زما ذهن ته راغلي، هغه مې لیکلي دي. نه پوهېږم چې څه مې لیکلي دي؛ دا قضاوت به دوستان کوي.

دقیق: تاسې شاعري څه مهال پیل کړه. هغه وخت ګردېز کې وئ، که کابل کې وئ؟

انجان: زه هغه وخت په ګردېز کې په اتم ټولګي کې وم چې شاعري مې پیل کړه. ما په وطن کې هم شعرونه لیکلي او دلته په هند کې مې هم لیکلي دي.

په ۲۰۰۱ز کې کال کې، چې کله د کرزي صاحب دوره راغله، زه بېرته کابل ته ولاړم او تر هغه وروسته مې هلته تګ را تګ پیل شو. ما غوښتل چې بېرته وطن ته کډه شم. هلته مې یو دوکان واخیست او په ملي ټلوېزون کې مې نطاقي هم کوله؛ په پښتو څانګه کې ویاند وم. زه افغان ادبي بهیر ته، چې له پېښور څخه کابل ته تازه را انتقال شوی و او ما ته یې د یو پوهنتون په څېر و، هره جمعه ورتلم. د بهیر غونډې په کابل کې جوړېدې او خدای حاضر دی چې له ټول افغانستان څخه ادیبان او د ادب مینوال راتلل او زه یې دومره نازولی یم چې هیڅ حد او اندازه نه لري. زما دا ماته او ګوډه شاعري یې دومره نازولې ده، چې زه یې نشم بیانولای. د پښتو ژبې لویو لویو استادانو او فرهنګیانو ما ته ناز را کاوه؛ زه به په شا ته څوکۍ کې ناست وم، خو دوی به را جګ کړم او مخکې څوکۍ کې به یې کېنولم. ډېر درناوی او ناز یې راکړی دی.

د افغان ادبي بهیر د ملګرو هغه صداقت، مینه او خلوص مې اوس هم ډېر یادېږي؛ دا مینه به مې تر مرګه په زړه کې پاتې وي او کمه به نشي. زه چې څه لیکم، دا د همدې افغان ادبي بهیر له برکته دي. ما ته دا ځای تر پوهنتون کم نه و.

دقیق: د افغان ادبي بهیر له برکته په کره کتنه، شاعرۍ او ادب برخه کې ډېر زیات کسان وروزل شول. دې بهیر ډېر کسان صیقل کړي دي او شاعرۍ یې ښې شوې دي. په عین وخت کې د فرهنګیانو او مینوالو لپاره د اړیکو پر مرکز بدل شوی و او د اړیکو ډېره ښه شبکه یې را منځته کړې وه؛ افغان ادبي بهیر ډېره اوږده موده دوام وکړ، اوس یې هم زه تعقيبوم چې په کابل کې ځينې غونډې لري.

انجان صاحب که دا را ته ووایاست، چې کابل ته په لومړی ځل یوازې ولاړئ، که کورنۍ هم درسره وه؟

انجان: په لومړی ځل زه یوازې افغانستان ته ولاړم. ما ویل چې زه باید لومړی هلته شرایط برابر کړم؛ کور او یو دوکان پیدا کړم، چې هلته ژوند پرې وکړای شم، خو متاسفانه ما ته شرایط مساعد نشول. کارته پروان ته نور خلک راغلي و. د کور اخیستو وس هم نه و؛ وس مې ونشو چې خپله کورنۍ بېرته وطن ته ستنه کړم. په ۲۰۱۵ز کال کې بېرته ډهلي ته راغلم، خو کله کله به مې بیا هم تګ را تګ کاوه. کابل کې به مې کله کله څلور پينځه میاشتې تېرې کړې، بیا به مې په ډهلي کې یوه میاشت تېره کړه او بېرته به کابل ته ولاړم. بیا مې د کابل په خیرخانه کې دوکان جوړ کړ او په ملي ټلوېزیون کې مې دنده هم لرله؛ دواړه کارونه مې مخته وړل. همدارنګه مې په ټاکنو کمېسیون کې هم دوې درې دورې کار کړی دی. له راډیوګانو او ټلوېزونونو سره به مې مرکې  کولې او خپرونو ته به یې ور بللم؛ ډېره مینه یې راکوله.

د افغانستان خلکو، ادیبانو او ټول ولس ډېره مینه راکړې ده؛ هر ځای چې یې لیدلی یم، غېږ یې راکړې ده.

دقیق: تر کډوالۍ مخکې وخت په اړه یوه پوښتنه لرم؛ د مجاهدینو د راتګ پر مهال ویل کېږي چې په کابل کې د هندوانو او سیکانو ډېر جایدادونه او شتمنۍ لوټ شوې؛ تاسې د دې پېښو په اړه څه وایاست، په خپلو سترګو مو څه ولیدل؟ کومې کیسې مو اورېدلې دي؟ ستاسې تر شخصي کیسې ور هاخوا څه پېښ شول؟ ملګرو او خپلوانو ته مو څه ور پېښ شول؟

انجان: زه دا خبره په ډېر جرائت کوم چې د مجاهدينو په راتلو د هندوانو او سیکانو شتمنۍ لوټ شوې؛ کورنه یې غصب شول او دوکانونه یې چور شول. موټر او هر څه ترې ولاړل. لنډه دا چې هر چا ته څه په لاس ورغلل، ترې وړل یې. ټولو هندوانو او سیکانو دا ضربه لیدلې ده، البته دا ډول ستونزې مسلمانانو هم ګاللې دي؛ داسې هم نه و چې یوازې زموږ شیان لوټ کېدل.

خلک مو لوټ شول، ځمکې یې غصب شوې او ان وطن پرېښودو ته هم اړ شول؛ مجبوریت موږ بل هېواد ته اړ کړو.که چېرې مجبوریت نه وای، هیڅ وخت مو وطن نه پرېښود، هیڅکله نه. وطن مور ده، غېږ یې ډېره خوږه وي. زه همدا اوس د ډیلي په یوه کور کې ښې سړې AC ته ناست یم، ښکلی کور دی، له بهترین ټرانسپورټ او له نور اسانتياوو یې برخمن یم، خو زه دا ټول د ګردېز له خاورینو کورونو سره نه برابروم. زما هغه خاورین کورونه نه هېرېږي. د کابل هغه سړه هوا مې نه هېرېږي. د وطن ساړه بادونه، مینه او خلک مې نه هېرېږي. که زه تر دې هم عصري ژوند ولرم، بیا به مې هم وطن هېر نشي.

افغانستان نه هېروم

دقیق: د هغه وخت یوه خاطره را ته ووایاست چې پر تاسې یې ډېر ژور تاثیر کړی وي. هغه وخت ټولو خلکو ډېرې لوړې ژورې تجربه کړې، حالات سخت ګډوډ و؛ تاسې به حتماً ځینې داسې خاطرې لرئ؟

انجان: د ګډوډیو پر مهال زموږ ځینې دوستانو او ملګرو را ته وویل چې نور دلته ستاسې لپاره شرایط مساعد نه دي، تاسې باید ولاړ شئ؛ په دې منډو کې ځینې اروپا ته ولاړل، ځینې امریکا ته تللي دي، ځینې یې دلته په هند کې دي. هغه وخت پر موږ داسې شرایط راغلل چې دوه کسان یو ځای نشو درېدلای؛ هر چا کوښښ کاوه، چې ځان وساتي.

دقیق: تاسې په کابل کې خپل کور درلود، که په کرایي کور کې اوسېدئ؟

انجان: موږ خپل کور درلود، خو کله چې موږ دې خوا ته نیت وکړ، پلار مې له مجبورۍ پر چا خرڅ کړی و؛ البته په ډېرو کمو پیسو یې خرڅ کړی و.

دقیق: کله چې تاسې هند ته ورسېدئ، طبعاً د هغه ځای اتباع نه بلل کېدئ، فرهنګ او چاپېریال هم ډېر بدل، ګڼ توپیرونه وو، اداري سیسټمونه، حقوقي کیسې، بې وطني او د هېواد د بربادۍ له کیسو هم هره ورځ خبرېدئ، چې لا پسې ډېرېدې؛ دا هر څه څومره سخت وو؟

انجان: ډېر سخت و، هیڅ د بیان وړ نه دي. دا داسې ده لکه یو پاچا چې له تخت څخه را کوز کړل شي او د خیرات کچول په لاس کې واخلي او یوې دروازې ته کېني؛ زموږ ژوند دغسې شو. له موږ هر څه ولوټل شول، دوکانونه چور شول، هر څه ختم شول او بیا دلته راغلو. په هند کې په جون او جولای کې تر ۴۸ درجو ګرمي وي او موږ ټول وخت په کابل کې له شل تر پنځه وېشت درجو لوړه ګرمي نه وه لیدلې؛ موږ په همداسې ګرمي کې دلته راغلو، بله دا چې یوه پیسه مو هم په جېب کې نه وه. څه موده ملګرو ملتونو راسره معمولي اندازه مرسته وکړه؛ دوی د کورنۍ هر کس ته په مياشت کې څلور سوه او د کورنۍ مشر ته اته سوه روپۍ ورکولې. زما درې ماشومان و؛ نو موږ ته د میاشتې ۲۴۰۰ هندي کالدارې را کول کېدې. البته په دې کور نه چلېده؛ نو موږ ته اخطار هم راکړل شوی و، که چېرې تاسې په کار ونیول شئ، دا پیسې درباندې بندېږي؛ له ډاره مو کار هم نشو کولای. په موږ پسې به نفر څار کاوه، ډارېدو چې که په کار مو ونیسي، دا مرستې به هم بندې شي. موږ د ژبې ستونزه هم لرله. زموږ اصلي ژبه اینکو ده، خو په هندوستان کې هندي ویله کېږي؛ اینکو د پنجابي ژبې یوه برخه ده. دا دواړې دومره توپیر لري لکه د خوست پښتو چې يې د کابل له پښتو سره لري. موږ به ان عادي خبرې هم نشوې کولای. یوه خاطره به درته ووایم، یوه ورځ زه دوکاندار ته ورغلم او ومې ویل چې بوره راکړه؛ دوی  د هر شي میده‌ګي ته بوره وایي، خو خپله بورې ته «چیني» وایي؛ نو دوکاندار وویل، نه یې لرو. دوو دریو دوکانونو ته ورغلم، ويل يې چې نشته. 

یوه دوکان کې یوې ښځې همدا بوره اخیسته. ما ورته وویل: دا ماته هم راکړه. ويل يې: څومره؟ ما ویل: ته څومره لرې؟ وایي: ته څومره غواړې، له ما سره درې کیلو شته؟ ومې ویل: ټوله را راکړه. بیا مې ترې وپوښتل چې دې ته تاسې څه وایاست؟ وایي: دې ته «چیني» وایو.

ما هلته زده کړل چې بورې ته چیني وایي؛ نو ژبه زموږ لپاره لویه ستونزه وه. کلتور او نور ډېر څه مو له دوی سره توپیر درلود. ډېرې ستونزې وي، سختۍ مو تېرې کړې.

ما په همدې ۴۸ درجې ګرمۍ کې پر سړک له ماشومانو سره په رېړۍ کې د لېمو اوبه پلورلې؛ ماشومانو به ګیلاسونه راته مينځل. مشر زوی به مې په پتنوس کې د لېمو اوبو ګیلاسونه د اډې بازار دوکانونو ته ور وړل؛ هغه ژوند او ستونزې چې موږ تېرې کړې دي، خدای دې پر چا نه راولي.

رېړۍ مو وچلولې؛ د جرابو، چپلکو او ډېر کارونه مو وکړل او ستونزې مو وګاللې. وروسته په ۱۹۹۶ز کال کې ملګرو ملتونو هم پر موږ مرستې بندې کړې؛ په دې سره زموږ ستونزې نورې هم زیاتې شوې. هغه لا ښې وې، د کور کرایه پکې وتله. سختیو ته مو ملا وتړله، تر نن ورځې لا هم ورسره لاس او ګرېوان یو؛ اوس شکر دی، تر یوې اندازې ښه یو، روزي را رسېږي. خدای مهربان دی.

ډېرې سختۍ مو تېرې کړې. ماشومان مې له زده کړو پاتې شول، یو زوی مې تر اتم ټولګي درس ووایه، بیا مو له مجبورې ورځې مسکو ته ولېږه، هلته یې لس کاله تېر کړل؛ د مور مرګ ته هم را و نه رسېد. هغه وخت چې مسکو ته روانېده، تازه یې برېتونه راغلي و؛ د هغه په مالي مرسته مو دلته کور چلاوه. په دې ډول د ژوند څرخ اوړي روان دی.

 دقیق: زه چې څومره خبر یم، تاسې په هند کې له کومې راډیو سره دنده هم واخیسته، که څنګه؟

انجان: په اصل کې ما په کابل کې له ملي ټلوېزون سره کار کړی و او له ګڼو رسنیو سره مې مرکې کړې وې؛ نو په ۲۰۱۰ز کال کې یو شپږ کسیز ګروپ د هند ال اینډیا راډیو ته ور معرفي شو، زه هم پکې وم. بیا مې دلته په ملي راډیو کې شپږ میاشتې په پښتو برخه کې کار وکړ؛ څه موده وروسته بېرته کابل ته لاړم، بله دوره بیا ورغلم او شپږ میاشتې مې تېرې کړې؛ تر اوسه هم همکاري ورسره لرم، خو اوس څه موده کېږي، نه یم ورغلی؛ مصروف وم.

دقیق: مخکې مو وویل چې دوو مشرانو زامنو مې زده کړې و نه کړې، پاتې نورو لورانو او زامنو مو د زده کړو موقع پیدا کړه؟

انجان: متاسفانه یوازې کشر زوی مې پوهنتون ولوست؛ دوو مشرانو زامنو مې یوازې تر اتم ټولګې زده کړې وکړې.

دقیق: اوس مو زامن او تاسې په خپله څه بوختیا لرئ، په څه کارونو بوخت یاست؟

انجان: موږ د مبایلونو دوکان لرو. پوښونه او د مبایلونو نور سامانونه یې پکې پلورو.

دقیق: انجان صاحب هغه سیکان او هندوان چې له دې ځایه هند ته درغلي دي، اړیکې ورسره لرئ؟ که اوس مو نوي دوستان او ملګري موندلي دي؛ ځکه هلته مو ډېر موده مو تېر شوه.

 انجان: بالکل؛ له پخوانو دوستانو او وطنوالو سره هم اړیکې لرو، نوي دوستان او ملګري هم شته، له دوی سره هم اړیکې ساتو. 

دقیق: کله لومړی ځل بېرته افغانستان ته ولاړئ، هلته مو پخواني ملګري، دوستان او خپلوان څوک ولیدل؛ زړې مېنې څنګه وې؟ هغه کسان مو پیدا کړل چې پخوا مو یو ځای ژوند سره کړی وو ، یا د ماشومتوب ملګري؟

انجان: هو؛ زموږ د اوسېدو خو دوې درې سیمې وې؛ قلعه فتح الله، تایمني، شور بازار، تر هغه ور مخکې خو په وزیر اکبر خان، کارته چهار، کارته سخي سیمو کې هم اوسېدو. په وروستو کې زموږ خلک کارته پروان ته را ټول شوي وو؛ لږ په تایمني کې هم و. زه چې ولاړم له ټولو سره په اړیکه کې شوم. له سیکانو، هندوانو او مسلمانانو، ټولو سره مې ولیدل. لومړۍ دوې درې شپې مې په کابل کې وکړې، بیا سیده ګردېز ته ولاړم؛ اول خپل هغه کور ته ورغلم چې زه پکې پیدا شوی وم او خاپوړې مې کړې وې، خو اوس ړنګ شوی و، دېوالونه یې چپه شوي وو. زاړه بازار ته ولاړم، هلته دوه کوره سیکان و، له هغوی سره مې خواله وکړه. له هغو مسلمانانو سره مې وليدل چې ما پېژندل، یا مې ملګري او یا ګاونډیان وو. چا چې پېژندلم، له هغوی سره مې وکتل. په بازار کې وګرځېدم، خپل ښوونځي ته ولاړم. نوي کور ته راغلم، هغه مې وکوت. تجربوي ښوونځي ته ولاړم، د ننوتو اجازه مې واخیسته؛ ډېر انسانیت یې را سره وکړ. چای یې راکړ، درنښت یې راکړ او په ټول ښوونځي یې وګرځولم. بیا د عبدالحي ګردېزي لېسې ته ولاړم، هلته مې خپل یو استاد شربت خان منګل هم ولید، پر ټول ښوونځي وګرځېدم. بیا محبس ته ولاړم، هلته مې عسکري کړې وه، بیا قوماندانۍ ته ولاړم، هلته مې وظیفه کړې وه. ښه ډېر وګرځېدم؛ خلکو ډېره مینه راکړه. خپلې پخوانۍ مېنې مې ولیدې او بیا بېرته کابل ته راغلم. دوې درې شپې مې په ډېرې خوشالۍ او مینه تېرې کړې. دوی ډېر درنښت راکړ.

موږ کافران نه يو!

دقیق: کله چې تاسې ګردېز او کابل ته ولاړئ، ډېره موده تېره شوې وه؛ ستاسې خپلو سیکانو او هندوانو چې هلته پاتې وو او تاسې ورسره ولیدل، څه کیسې کولې؟ په دې دومره موده کې خو ډېرې پښې شوې وې، بدلونونه راغلي وو.

انجان: طبعاً پر هغوی هم ډېرې پېښې تېرې شوې وې، ډېرې ستونزې یې لیدلې وې؛ ملایانو تبلیغ کړی و چې کافرانو ته لاس مه ورکوئ، څه تر مه اخلئ، داسې ډېرې نورې کیسې شوې وې. زه په دې نه پوهېږم چې دا کافر څه مانا؟

کافر خو منکر ته وایي، خو سیکان هم خدای لري او هندوان هم خدای مني. سیکان د ګروه گرنتھ صاحب (GranthSahib) کتاب لري، ۱۴۳۰ برخې دی او ټول د دوی د خدای کلام دی. په دې کتاب کې خلک د خدای عبادت ته بلل شوي دي، د بل چا نه. سیکان خدای پرست خلک دي، بت پرست نه دي؛ هندوان خپلې مذهبې چارې ترسره کوي، موږ خپلې.

 نو ځینې ملایانو منفي تبلیغات کړي وو او د همدې له کبله خلکو له هندوانو او سیکانو ان سودا نه اخیسته، ښه چلند یې هم نه ورسره کاوه؛ نو له ډېرو ستونزو سره مخ شوي وو.

هغه وخت چې زه ولاړم، تازه ټلوېزون او راډیوګانې ډېرې شوې وې؛ ورو ورو بېرته خلک سم شول او رویه یې بدله شوه. وروسته لږ نه؛ بلکې ډېر زیات بدلون راغی.

دقیق: د کرزي له دورې سره سم، له هند یا نورو هېوادونو ستاسې څومره کورنۍ بېرته را ستنې شوې؟

انجان: هو؛ ډېرې زیاتې کورنۍ بېرته وطن ته راغلې. له هندوستان او پاکستان څخه ډېر خلک او کورنۍ بېرته وطن ته ستنې شوې. ټولې هغه کورنۍ چې په بهر کې وې، غوښتل یې بېرته وطن ته ولاړې شي. ما مخکې هم درته وویل چې تر دې قصرونو او کورونو ما ته اوس هم هغه خاورین کورنه ډېر ارزښت لري. البته هلته ټولو ته هغه ډول شرایط، چې تمه وه، برابر نه شول. موږ دولت ته ډېر خواست وکړ چې تاسې موږ ته په دې نږدې سیمه کې یو ځای راکړئ چې موږ کورونه پرې جوړ کړو. یو ښارګوټي غوندې ځای، چې موږ ټول پکې را ټول یو. په وروستیو کې چې د محمد اشرف غني دوره وه، یو ځای یې را ته مشخص کړ. تر ارزان قېمت ور هاخوا یې په حسېن‌ خېلو کې د غره لمنه را ته انتخاب کړه. هغه داسې ځای و چې د چا ټوپک پر اوږه وای، هم هغه ځای ته نشو ورتلای؛ نو موږ به هلته څنګه تلو؟ موږ دولت ته څو ځله وړاندیز وکړ چې دلته په ښار کې په ځانګړي ډول د کارته پروان خوا ته ځایونه شته، دلته دې موږ ته ځمکه راکړئ، خو متاسفانه دولت زمینه برابره نه کړه، نه کرزي دا کار وکړ، نه د اشرف غني حکومت جدي وګڼله.

دقیق: هغه کورونه چې مخکې غصب شوي و، هغه هم را و نه ګرځول شول؟

انجان: نه؛ هغه هم هماغسې پاتې دي. ډېرو اسناد تر لاسه کړي وو او چې پوښتنه دې کړې وای؛ ویل یې چې دا موږ اخیستي دي؛ موږ اسناد لرو. موږ پر دې نه پوهېږو چې چا خرڅ کړي، څنګه یې خرڅ کړي، څومره خرڅ شوي دي. خدای خبر څه نشم ویلای؛ بس څنګه چې نیول شوي، هماغسې پاتې دي.

دقیق: د ولسمشر کرزي او ولسمشر غني په دورو کې تاسې په پارلمان، سنا او ولایتي شورا کې خپل کسان او استازي لرل؛ نو طبعاً باید ستاسې وضعیت ورسره ښه شوی وای او دا ډول مسالې یې حل کړې وای، که څنګه؟

انجان: هو؛ څه اندازه مو وضعیت ښه شوی و، موږ په پارلمان او سنا کې استازل درلول؛ زموږ لپاره تقریباً شرایط ښه و، خو البته وروسته په خرابېدو شول او بېخي خراب شول.

دقیق: زه چې کله په غزني کې ښوونځي ته تلم، زما یاد دي چې هلته هم سیکان او هندو وطنوال اوسېدل؛ کاسټر موټر به راتلل او د دوی ماشومان به یې ښوونځي ته وړل؛ ښه فعال و، ډېرې کورنۍ وې، ښوونځی یې درلود.

اوس تاسې احوال لرئ؛ په ټول افغانستان کې څومره سیکان او هندوان پاتې دي او څومره وتلي دي؟

هندو او سيک د دې هېواد وګړي دي؛ د نورو په شان مساوي حقوقونه لري. بله دا چې دوی د افغانستان فرهنګي شتمني ده؛ دا ډېر زیات کم شول او کمېږي. تاسې څه فکر کوئ، څومره پاتې دي؟

انجان: متاسفانه که ووایم، د ګوتو په شمار لس دولس کسه ښایي پاتې وي؛ نور نشته او وتلي دي. په کندهار کې یو کس دی، ډاکټر ردنان نومېږي، ښایي اووه اته کسان په کابل کې وي؛ درې څلور په جلال اباد کې وي، څلور پنځه به په غزني کې وي، یو کس په ګردېز کې دی؛ نور نشته؛ بدبختانه ټول وتلي دي.

البته یوه د افسوس خبره چې دا ده چې په وطن کې که موږ له هر چا سره مخ شوي یو؛ هغه که قومي مشر و، که دولتي مامور و، که رییس و، که به بل هر څوک و؛ نو له موږ به یې اوله پوښتنه دا وه چې په وطن کې مو څه غورې دي؟

موږ به حیران پاتې وو چې کوم وطن؟ بیا به یې ویل: هندوستان ښیم.

فکر یې کاوه چې موږ د هندوستان یو؛ ځکه موږ ته اهل هنود، یا هندوان ویل کېدل او دوی ترې دا مطلب اخيست چې ګواکې موږ د هندوستانیو.

موږ ته د هندو او سیک په نظر نه کتل کېدل؛ دا د افغانستان ډېره لویه بدبختي وه. البته اوس خو تاریخونه ټول له منځه تللي دي، خو افغانستان پخوا هندو و، وروسته بودیست شو. د بامیانو د بت ۲۶۵۰کاله کېږي.

بت بېل دی، بودا بېل دی؛ بت مجسمې ته ویل کېږي. په پښتو، پنجابي او هندي کې یې بت بولي، خو د «بُد/بودیست» لغوي مانا عقل ده؛ دا یو دین دی او په هندوستان، ټایلنډ، چین، جاپان، کوریا او ټوله نړۍ کې پیروان لري. وروسته چې کله حضرت بابا نانک صاحب نړۍ ته راغی، هغه سیک‌یزم وچلاوه او بیا سیکان پیدا شول؛ موږ له هغې ډلې څخه یو. داسې نه ده چې موږ له هندوستان څخه افغانستان ته تللي یو؛ البته دلته هند ته ډېر افغانان راغلي او پاتې دي؛ په اسام، احمد اباد او ډېرو نورو ځایونو کې مېشت دي. زما یو ملګری دی، ښه شاعر دی، ابدالي تخلص کوي؛ هغه د پنجابي ژبې غوره شاعر دی. په مذهبي لحاظ موږ له هند سره تګ راتګ کاوه؛ هغه وخت پاکستان نه و، تګ راتګ اسان و. تجارت ډېر زیات و او زموږ د خلکو کار سوداګري وه.

په افغانستان کې موږ هیچا د افغان په صفت نه یو قبول کړي. د ګوتو په شمېر خلکو به منله چې موږ افغانان یو. که څه هم په غزني کې یو کس و اوتار سینګ نومېده، هغه په سنایي لېسه کې معلم و. په غزني کې د فارسي ژبې یو ډېر تکړه شاعر تېر شوی، نندلال ګویا نومېده؛ خپل دېوان لري، ډېر ښه شاعر و.

دل اګر دانا بود، اندر کنارش یار

چشم ګر بینا بود، هر طرف دیدار

د هغه ټوله شاعري تصوفي ده. لوی شاعر دی، خو متاسفانه په افغانستان کې یې څوک نه پېژني. دا سړی درې نیم سوه کاله پخوا تېر شوی دی.  په کوټه کې د پښتو ژبې یو سیک شاعر ولي رام اوسېده. هغه هم څو سوه کاله مخکې تېر شوی دی. پخواني تاریخونه خو ټول محوه شوي دي، موږ ته یې اثار نه دي را پاتې.

همدارنګه له امان الله خان سره د ازادۍ په اخیستو کې دېوا نریجنداس، چې په سردار لالا مشهور و، ونډه درلوده. هغه د امان الله خان په وخت کې د مالیې وزیر و. نوموړی په هغه پلاوي کې ډهلي ته راغلی و چې پر موافقه لیک یې لاسلیک کاوه؛ په ملي ارشیف کې دا اسناد اوس هم موجود دي. ډېر نور داسې کسان و، لکه پوهاند ډاکټر بل مکانداس، ډاکټر سونیا رام، په هنر کې پرانات او نور یادولای شو، د مشرانو جرګې په دریو دورو کې ګنګا رام، بیا اوتارسینګ او وروسته اغلې انار کلي هنریار.

په کندهار کې بل مکانداس د یورولوژي غوره متخصص و. هغه په خپل وخت کې په افغانستان کې داسې عملیاتونه کول چې په هند کې ناشوني وو؛ دا هغه وخت و چې ډېر کم امکانات موجود و. دوی ټول ډېر سرسري یاد شوي دي.

اسلام شاوخوا دولس سوه کاله مخکې افغانستان ته راغلی دی؛ تر هغه مخکې خو ټول هندوان او سیکان و. بدبختي دا ده چې موږ ته په تاریخي لحاظ څوک نه ګوري او له هند سره مو تړي. هندوستانيان مو بولي او دا کیسه لا هم روانه ده.

بايد له هر شي کرکه و نه کړو!

دقیق: د طالبانو له بیا واکمني سره، په ۲۰۲۲ز کال کې پر سیکانو او هندوانو خونړۍ حملې وشوې او فکر کوم له همدې پېښو وروسته ډېر کسان له وطنه ووتل، که څنګه؟

انجان: نه؛ د طالبانو تر راتګ مخکې هم پېښې وشوې. لومړۍ حمله په جلال اباد کې وشوه، بیا د کابل په شور بازار کې ګورداوره وسوځېده او وروستۍ پېښه د طالبانو په وخت کې په کارته پروان کې وشوه؛ تر هغه وروسته کابو ټول ووتل. اکثریت یې اوس په کاناډا کې دي، ځینې یې نورو هېوادونو ته ولاړل.

دقیق: انجان صاحب هر څوک چې کډوال وي او په بل وطن کې وي؛ نو د خپل وطن لپاره یو ارماني تصویر او تصور هم لري، چې غواړم خپل هېواد داسې ووینم، یا کاش هېواد مو داسې شوی وای؛ تاسې د څنګه کابل، څنګه ګردېز او په ټوله کې د څنګه افغانستان ارمانجن یاست؟

انجان: ما مخکې عرض وکړ چې وطن مور ده، د مور غېږه ډېره خوږه وي؛ که ته هر څومره ستړی او ستومانه یې، خو چې د مور غېږې ته راشې، ارام شې؛ نو د افغانستان سیکان او هندوان هم د همدې خاورې بچیان دي، دوی ټول په همدې ارمان دي. که څه هم اوس دوی ټول په ډېرو ښو ښو ځایونو کې اوسېږي. په امریکا، اروپا او نورو هېوادونو، ان هندوستان کې، خو بیا هم د افغانستان غوندې نه دي. تاسې به ډېرې ویډیوګانې لیدلې وې چې ان که د افغان سیکانو او هندوانو ودونه هم وي، یا کوژدې وي، یا د ماشوم زېږېدنې مراسم؛ په ټولو کې زموږ خلک پښتو او دري سندرې غږوي. دوی اوس هم افغانان دي. افغانیت یې نه دی هېر، تر مرګه یې هم نشي هېرولای.

ستاسې تر خبرې ماته یوه کیسه را یاده شوه، یو کس په جرمني پیدا شوی و؛ مور او پلار یې هلته تللي وو.

ښایي ۱۹۹۲ز کال و؛ دا زوم په جرمني کې زېږدلی و، خو په اصل کې دوی د کندهار و؛ زما یو ملګری و، د هغو په کور کې یې واده و او زه یې هم ور غوښتی وم. ما مې مېرمنې ته وویل چې دې واده ته خو باید یوه ډالۍ هم واخلو او دا سړی خو له اروپا راغلی دی، چې د ډالیو رواج به یې څنګه وي؟  مېرمنې مې را ته وویل چې زه څه خبره یم، زه خو اروپا ته نه یم تللې، ورشه له ملګري دې پوښتنه وکړه. ورغلم، د زوم کوټه د کور په درېیم منزل کې وه؛ دروازه نیمه خلاصه وه. ما چې وکتل، دغه زوم کندهارۍ غاړه کړې وه او پېښورۍ څپلۍ یې په پښو وې؛ ښځې یې پر لاسونو نکریزې ور ايښې وې. بېرته راغلم مېرمنې ته مې وویل چې موږ خو اوس هند ته راغلي یو، دوی شل کاله تېر کړي، خو افغانیت یې نه دی هېر کړی.

له ځان سره مې وویل چې افغانان په سل کاله کې هم خپل افغانیت نه پرېږدي. وروسته نور عمر هم ختم دی. لنډه دا چې له دې دا ثابتېږي چې که موږ هر څومره او هر چېرې ژوند وکړو او هر څومره عصري ژوند وکړو، د افغانستان خاوره مو نه هېرېږي؛ البته داسې کسان به هم وي چې نمک حرام وي او له وطن سره به مینه نه لري.

زموږ په کتاب او مذهب کې وایي چې وطن مور ده؛ په دیني لحاظ هم موږ وطن ته درناوی لرو. بله دا چې موږ هلته لوی شوي یو، خاپوړې مو کړېدي، له اوبو، هوا او هر څه مو ګټه اخیستې ده؛ بېشکه وطن ډېر شیرین ځای دی. مینه به یې تر مرګه پالو.

دقیق:  البته دا پوښتنه خو باید و نشي یا په اصطلاح هیڅ مطرح کېږي نه، چې که د افغانستان شرایط بېرته سم شي، وطن ته ځئ، که نه!

انجان: هاها، څنګه به نه ځو؛ کله چې ما ته شرایط برابر وي، هر څه تیار وي، زه به ولې نه ځم؟ تاسې دا کتابونه او کتابچې وګورئ، چې زما تر مخ او شاته المارۍ کې پراته دي؛ دا ټول دلته زه څه کوم؟ هلته مې خپله ژبه ده. دوی زما په ژبه پوهېږي او زه د دوی په ژبه پوهېږم؛ هلته به یې څوک ولولي، که ګټه ورته و نه کړي، تاوان خو بېخي نه کوي. زه به وطن ته څنګه نه ځم! خامخا به ځو، وطن مور ده. البته په دې شرط چې موږ ته شرایط برابر شي. د ژوند، اوسېدو او کار زمینه مساعده شي.

دقیق: زه غواړم په خپرونه کې له تاسې دوې خوشاله او د خوښۍ خاطرې هم واورو؛ ستاسې هغه خاطرې چې تاسې خپله هم ورسره خوشاله کېږئ. مخکې مو د ستونزو او پېښو کېسې وکړې، اوس ښې خاطرې را ته ووايه.

انجان: ښاا، زما یوه ډېره جالبه خاطره را په زړه شوه، هیڅ مې نه هېرېږي؛ زه چې کله په ملي ټلوېزیون کې وم، یوه ورځ د وزیر اکبرخان ۱۴م عمومي سړک ته را ووتم او ټکسي ته ولاړ وم، چې ښار خواته ولاړ شم. هلته یو سړی ولاړ و، زما غوندې نری سړی و، خولۍ یې پر سر وه، ږیره او برېت يې هم و. د سړک له هغې بلې غاړې یې په ما پسې را منډه کړه، ټینګ یې په غېږ کې ونیولم؛ شاوخوا ولاړ خلک ډېر واخطا شول، هغه وخت دا بمي چاودنې ډېرې وې. یو ځای او غونډې ته به څوک ننوت او ځان به یې والوزاوه؛ هغه چې زه په غېږ کې ونیولم، شاوخوا خلکو منډې کړې. دې سړي زه ښکل کړم او پوښتنه یې راسره وکړه، ويل يې ته مې چېرې لیدلی یې؟

زه هم ډارېدلی وم، یو دم یې غېږ را نه چاپېره کړې وه. ما ورته وویل چې زه په همدې کابل کې یم. وایي نه، دلته نه. ما ویل په منډیي کې به دې لیدلی یم؟ وایي نه، هلته هم نه. بیا مې وویل چې زه ډهلي ته ډېر ځم، وایي نه، هلته مې هم نه یې لیدلی، دوبۍ ته تللی یې؟ ما وویل، نه؛ په پکتیا، خوست یا بل ولایت کې به دې لیدلی یم، وایي، نه.

چورت یووړ، بیا یې وویل، ته خو به په ټلوېزیون کې نطاق نه یې؟ ما وویل: هو یم.

وایي؛ نو دلته څه کوې، ولې خبرونه نه وایې؟ ما وویل، زه په اوونۍ کې خپل نوبت لرم، هره ورځ یې نه وایم. وایي، نه ته باید هره ورځ خبرونه ووایې. ما وویل، ولې؟

وایي؛ ته چې خبرونه لولې، موږ په دوبۍ کې پاکستانیانو، بنګله دېشیانو او هندیانو ته وایو چې دا وګورئ، دا زموږ افغان دی. موږ تل ستا خبرونه اورو؛ نو دا ما ته ډېره جالبه وه. له ما سره خلکو دومره مینه لرله. البته اوس یې هم را سره لري.

دقیق: بالکل؛ زه تاسې پر فېسبوک څارم. څو ورځې مخکې مو هم یوه کیسه لیکلې وه؛ ډېره زیاته لاس په لاس شوه. ټولو خلکو ستاسې احساس ستایلی و او ډېره قدرداني یې کړې وه؛ طبعاً وطن دی ا وطن نه هېرېږي.

انجان صاحب په وروستۍ برخه کې ستاسې پیغام اورو. وطنوالو او اوسني حاکم حکومت ته څه پیغام لرئ، هغه څه چې فکر کوئ، د مرکې په جریان کې مو راسره شریک نه کړل، هغه هم راته ویلای شئ.

انجان: ټولو هېوادوالو ته که په وطن دي او که بهر اوسي، زما یو پیغام دی؛ هغه دا چې د وطن مینه په زړه کې وساتئ او د وطن د ابادۍ په فکر کې شئ. ګورئ نن چې دبۍ اباده ده او زموږ افغانان ورځي او هلته کار کوي، یوازې وچه ډوډۍ يې موږ ته را رسېږي؛ نور یې هیڅ نه را رسېږي. که زموږ خپل وطن اباد شي، بیا به يې موږ ته ډېر څه را ورسېږي.

بل دا چې له نفرت څخه ځانونه لرې وساتئ. په نفرت کې ګټه نشته. که موږ هر څومره مینه وکړو، هغومره به مو ژوند هوسا، عصري، بسیا او ښکلی وي.

له حکومت څخه هم دا غوښتنه لرم چې خلکو ته د کار زمینه برابره، کړي چې کار وکړي، ژوند وکړي، تعلیم وکړي. پوهنتونونه او ښوونځي خلاص کړي. لا زمینه برابره کړي چې ټولنه را پورته شي. دوی باید مېرمنو ته ډېره پاملرنه وکړي. ښوونځي یې پرانيستل شي. موږ ډاکټرانو، انجنيرانو او د هرې برخې متخصصانو ته سخته اړتیا لرو.

که یوه ښځه‎ناروغه کېږي، خامخا درملنې ته اړتیا لري. که ډاکټر ته ځي او ډاکټره نه وي، نارینه ته به ښځینه ناروغۍ څنګه تشریح کوي او هغه به یې څنګه درملنه کوي. هیله لرم چې دوی د ښوونځيو او پوهنتونونو تړلې دروازې خلاصې کړي او مېرمنو ته د درس او تګ راتک اجازه ورکړي. زموږ هغه خویندې چې له زده کړو لرې پاتې دي، بېرته خپله د رڼا لار پسې واخلي.

زما ټولو ته همدا پیغام دی چې له مینې پرته هیڅ کار پر مخ نه ځي. له نفرت څخه نفرت وکړئ. خیر پکې نشته؛ د وطن ټولې ویرانۍ له همدې ټکي پیل دي.

دقیق: ډېره زیاته مننه انجان صاحب. بیا به هم له تاسې سره په اړیکه کې یو او خبرې به کوو.

انجان: له تاسې ډېره مننه چې ما ته مو موقع راکړه، په ورین تندي مو هغه پوښتنې وکړې، چې ممکن ډېر یې و نه کړي. ستاسې د ټول ټيم ډېر منندوی یم او بریا مو غواړم.

دقیق: له تاسې هم مننه.

پای

Share via
Copy link