یولسمه برخه
فردوس: تاسې له اشرف غني سره د کار تجربه لرله او تقریباً نهه میاشتې مو له هغه سره کار وکړ. په «راهی به نظام عادل» رساله کې پر لیکل شویو مطالبو مو مخکې خبرې وکړې. د اشرف غني له ځانګړنو او په «راهی به نظام عادل» رساله کې د لیکل شویو مطالبو او د هغه له ویناوو څخه داسې استنباطېږي چې هغه له کلیوال پښتنون، کوچي او د افغانستان له لرې پرتو سیمو سره هېڅ ډول تړاو نه درلود او هېڅ داسې خبره او نښه نه وه چې هغه یې له دوی سره تړلی وای. دې سړي خپل ډېر عمر له هېواد څخه بهر تېر کړی و. هغه په ځلمیتوب کې له هېواد څخه وتلی و او له ۲۰۰۱زیږدیز کال وروسته بیاځلې افغانستان ته راغلی او زما یادېږي چې پخپله یوه وینا کې یې وویل، د دې هېواد ډېرو واکمنو خپل عمرونه له هېواده بهر تېر کړي دي؛ مثلاً، احمد شاه ابدالي په بهر کې و، فلانی په بهر کې و. ښايي عامو خلکو ته دا خبره د فهم او درک وړ نه وي، خو ښکاره ده چې احمد شاه ابدالي هېڅکله بهر نه و. هغه که په مازندان یا ملتان کې و، هغه بهر نه حسابېږي. هغه وخت د ملت ـ دولتونو خبره نه وه مطرح، چې ګنې هغه سیمې دې له هېواده بهر وګڼل شي، خو دا سړی راځي او خلکو ته وایي، لکه څرنګه چې احمد شاه ابدالي په بهر کې و، زه هم بهر وم او دا په دې مانا نه ده چې زه افغانستان نه پېژنم او د باور وړ نه یم. د هغه دا ډول خبرې دا څرګندوي چې اشرف غني له یوې سترې بدګوماني سره مخ و. ایا تاسې له اشرف غني سره د کار په وخت کې هغه خپل دې نقص او بدګوماني ته متوجه کړی و او ورته ویلي مو وو که نه، داسې زمینه او فرصت برابر نشو؟
رویش: ګورئ، اشرف غني یو یا دوې ستونزې نه لرلې. زه وروسته له هغه سره د ګډ کار په وخت کې د هغه ډېرو ستونزو ته متوجه شوم. زه هغه ته ځکه ډېر خوشبین وم چې هغه د اوسنۍ عصري نړۍ لوستی انسان و او عصري ارزښتونه یې درک کول او دا شونې وه چې د افغانستان کړکېچ په یو نوي فورمول او طریقې سره حل کړي. دا سمه ده چې د افغانستان ټولنه ډېره پېچلې ده، خو دا پېچلتیا یې د قبایلي مناسباتو او جوړوښتونو له امله او ما فکر کاوه چې دا کار شونی دی. که تاسې د دې ټولنې ستونزې درک کوئ، بیا نو په قبایلي مناسباتو او بستر کې د هغو لپاره حللاره نه لټوئ، بلکې تاسې را ولاړېږئ او د عصري ټولنې په بستر کې یې حللارې پيدا کوئ.
دا ډېر سخت کار نه دی؛ یعنې ټولنه داسې نه وه چې ذاتاً او طبیعتاً دې د ودې، تحول او پرمختګ مخالفه وي. مهمه دا ده چې له دې وضعیت څخه د وتلو لپاره تاسې له هغې سره څه ډول چلن کوئ. ما به اشرف غني ته تحول په اړه د هزارهګانو د ټولنې تجربه توضیح کوله او هغه هم دا درک کړې وه.
له همدې امله هغه زما خبرو ته ډېر پام کاوه. هغه ویل، د هزارهګانو د ټولنې تجربه او د معرفت ښوونځي لخوا ترسره شوي کارونه باید په ټول افغانستان کې عملي شي او له دې خبرې سره یې ډېر دلچسپي ښودله او له زړه یې منله. د هزارهګانو په ټولنه کې څه پېښ شوي وو؟
موږ له سنتپالنې او پخواني لید څخه د خپلې ټولنې مسیر د راتلونکیو هیلو په لور بدل کړ و، خو اشرف غني هغه ځانګړنه نه لرله چې ما په هغه کې تصور کړې وه. اوس زه په ډېر صراحت سره ویلای شم چې هغه اخځ یو ډېر خام تصور و او یو ډېر سطحي اخځ و او ناسم و.
له دې ورهاخوا، اشرف غني احمدزي ډېرې ستونزې لرلې. هغه جسمي ستونزې لرلې او دې جسمي ستونزو هغه ډېر ځوراوه. کله چې یو څوک سالم وجود و نه لري، هغه سالم روح هم نه لري. پخوانیو به ویل چې سالم عقل په سالم بدن کې وي. کله چې سالم بدن و نه لرئ، هغه تل تاسې ځوروي او له ځان سره مو ښکېلوي او د اشرف غني لپاره هم د هغه جسمي ستونزه ډېره جدي ستونزه وه.
فردوس: جسمي ستونزه؛ یعنې مریض و؟
رویش: هو، مریض و. یعنې په دوامداره توګه مریض و. اشرف غني احمدزی د یو سالم سړي په څېر نه و، چې په ارامو عصابو او اساني سره خپل کارونه ترسره کړي. تل به یې یو فشار او اضطراب درلود.
دویم، اشرف غني د عمر په لحاظ هم سپينږیری شوی و؛ یعنې ځوان او پر انرژي نه و. په طبیعي توګه یې د ذهن فعالیت درېدلی و. بله خبره دا چې په هغه عمر کې یې حافظې سم کار نه کاوه. تفکر یې کار نه کاوه؛ څو په خپل ذهن کې موجود انځورونه سره منسجم کړي. موږ نشو کولای چې له هغه څخه په اویا کلنۍ کې د داسې کار تمه ولرو.
له دې ټولو ورهاخوا، اشرف غني له ډېرو زیاتو روحي او رواني عقدو سره لاس او ګرېوان و. د هغه په ذهن کې موجودو پاشل شویو او ګډوډو علمي کوډونو هغه ډېر سرګردان کړی و. د دې خبرې په اړه مو په مخکینۍ جلسه کې خبرې وکړې. هغه ته خپل ذهن ډېر جدي او برجسته ښکارېدي، خو کله چې به یې پخپله حافظه اتکا کوله، څو خپله فکر منسجم کړي او د هغه پر بنسټ پرېکړه وکړي، پښې به یې ښویدلې او وروسته په رښتیا هم دا څرګنده شوه چې اشرف غني د دې ستر مسوولیت وړتیا نه لرله، خو زموږ بدبختي دا وه چې تاسې هغه وخت په افغانستان کې تر اشرف غني بل وړ او ښه څوک نشوای موندلی.
زما پراګماټیسټي لید را ته ویل چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بالاخره باید تاسې واک یو چا ته ور پرېږدئ. قانون همدا وايي، هغه څوک دې مرجع او اتوریتې ته رسېدلی شي، چې په ټاکنو کې ګډون وکړي او هغه څوک ټاکنو ته نوماندېدلی شي چې په ټاکنو کې د ګډون لپاره وروستی لایسنس ولري.
ښه، دا نوماندان هم یا اته نفره وي، یا لس نفره وي او یا هم دوولس نفره وي او که تاسې خوښ یاست یا نه، باید د همدې دوولس نفرو تر منیځ یو کس انتخاب کړئ. کله چې ټاکنې ترسره شي، همدا اتوریته په ټاکنو کې بریالي نوماند ته ورلېږدول کېږي. مثلاً، تاسې یا باید ډاکتر عبدالله انتخاب کړئ او دا اتوریته ورته ورکړئ، یا سیاف، یا مثلاً هدایت امین ارسلا، یا اشرف غني، یا زلمی رسول او یا هم یو بل څوک انتخاب کړئ.
دا هغه کسان دي چې دوی خپل ځانونه د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماندان کړي دي او له دوی پرته مثلاً تاسې ښاغلی محمد محق نشئ راوستلی چې راشي او ولسمشر شي. مثلاً، تاسې نشئ کولای چې سپنتا خپل ولسمشر کړئ او ما پخپل همدې پراګماټیستي لید چلن کاوه او خپلو زدهکوونکیو ته به مې ویل، پام مو وي چې په ولسواکۍ کې خپله رایه خنثا او باطله نه کړئ او د موجودو واقعیتونو ترمینځ یو وټاکئ.
د موجودو واقعیتونو ترمنیځ هم غوره ټاکنه وکړئ. که هغه هر ډول وي. ولې؟ ځکه که تاسې په ټاکنو کې ګډون و نه کړئ، واک حتماً یو چا ته لېږدول کېږي. که مثلاً په امریکا یا اسټرالیا کې یو څوک په ټاکنو کې ګډون و نه کړي، ډېر تفاوت نه کوي، خو په افغانستان کې د یو نفر رایه هم ډېره مهمه وه؛ ځکه په دې هېواد کې د بنسټونو پر ځای خلک لوبېږي.
که تاسې په افغانستان کې د ټاکنو له لارې یو وړ نوماند تر ولسمشرۍ ورسوئ، ښايي هغه له خپلې هغې اتوریتې او قدرت څخه سمه استفاده وکړي، چې ولسمشرۍ ماڼۍ یې ورکوي. موږ اړ یو چې باید ډېر واقعبینانه چلن وکړو.
د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې مو ځکه ونډه واخیستله چې زموږ پر خپلو رایو سربېره، د واک د مرجع په ټاکلو کې ونډه واخلو او موږ تصور کاوه چې اشرف غني احمدزی داسې څوک دی چې د نوموړي د عصري باورونو پر مټ حکومت جوړولی شو. د دوو ملګریو په توګه له اشرف غني سره زما ژمنه هم همدا وه چې موږ به حکومت جوړوو. موږ له یو او بل سره پر داسې جوړښت هوکړه کړې وه، چې هغه جوړښت به خپلې موخې ته د رسېدو لپاره کاروو.
اوس سیالي ده او زموږ حریفان هم فشار پر موږ راوړي، کېدای شي بریالي یا ناکام شو، خو د یو ښه نظام د جوړېدو لپاره به خپلې هڅې کوو. ما هغه وخت په اشرف غني کې همدا ظرفیت لیدلی و. یوازې ما نه، بلکې تقریباً د هزارهګانو ډېرو روڼاندو او لوستو کسانو د اشرف غني ملاتړ کړی و. شاوخوا د پوهنتون ۶۰ یا ۷۰ استادانو او نخبهګانو د هغه ملاتړ وکړ.
داسې نه وه چې زه دې یوازې راغلی یم. هو، په لومړي سر کې په لومړیو څلور پینځو میاشتو کې چې طرح جوړه شوه، یوازې زه له غني سره وم. زه دا نه وایم چې دلته له ما پرته بل څوک هم مسوول دی، خو کله چې مو دا موضوع د یو انتخاب په توګه د ميز پر سر کېښوده، ډېر مهم او برجسته شخصیتونه د اشرف غني خوا ته راغلل او له هغه سره یو ځای شول. حداقل د هزارهګانو له مینځه د هغوی ډېر برجسته شخصتونه او څېرې له غني سره یوځای شوې.
دا کار په دې مانا دی، هر چا چې په اشرف غني کې یو لړ ځانګړنې لیدلې، د هغه تر څنګ ودرېدل، خو وروسته چې زه د اشرف غني په اړه کوم برداشت ته ورسېدم، ډېرو نورو روڼاندو دا برداشت نه درلود.
د فکر په کوټه کې هم ډېر داسې کسان وو چې له هغه څخه یې هېڅ شناخت نه درلود. دوی ډېرو فکر کاوه، کوم نظرونه چې موږ له غني سره د ګډ کار په پایله کې تدوین کړي او بالاخره د منشور په چوکاټ کې خپاره شول، دا هر څه د اشرف غني د تفکر پایله ده، په داسې حال چې داسې نه وه.
ولې خلکو د ټولنې د فکري نخبهګانو خلاف رایې وکارولې؟
فردوس: لکه څرنګه چې تاسې وویل، ډېر نومیالیي هزاره روڼاندي او لوستي کسان د اشرف غني کمپ ته راغلل، خو په دواړو دورو ټاکنو کې عامو هزارهګانو اشرف غني ته رایې ور نه کړلې او د هغه د رقیب په ګټه یې خپلې رایې وکارولې. فکر نه کوئ چې دا کار په خپله د دې ښکارندويي کوي چې عامو خلکو د خپلو ځانونو او اشرف غني ترمنیځ مشترکه وجه نه لیدله او یوازې د اشرف غني او روڼاندو ترمنیځ یو ډول اړیکه ټينګه شوې وه؟
ما یو ځل مخکې هم دا پوښتنه وکړله چې تاسې د «روایت یک انتخاب» کتاب کې دا خبره یاده کړې چې د «استاد دانش د سلاکارانو په جلسه» کې یا هغه څه چې تاسې یې د فکر د کوټې په نوم یادوئ، دا مسئله یو ځل مطرح شوې وه چې اشرف غني کومې کمزورتیاوې لري او په هغه ناسته کې دا مسئله هم مطرح شوې وه چې اشرف غني د عامو خلکو په مینځ کې اعتبار او باور نه لري، خو د حیرانتیا ځای دی چې کله د اشرف غني په څنګ کې راټول شوي روڼاندي په دې پوهېږي چې اشرف غني د عامو خلکو په مینځ کې د باور وړ نه دی، بیا یې هم له هغه سره ګډ کار ته دوام ورکړ او دا پوښتنه ورته پیدا نشوه چې ولې باید دې ناشوني کار ته داوم ورکړي؟
رویش: دا کار ناشونی نه و. تاسې دې ته لږ دقت وکړئ چې موږ یو علمي او ډموکراټیک کار کاوه. موږ داسې احساس کاوه چې یو فکر لرو او د افغانستان لپاره مو سولهییزه او ډموکراټیکه حللار موندلې ده. عام خلک تل فکري خوراک ته اړتیا لري. هغوی ته باید مسایل تشریح او حل شي. هغه وخت خلک سیاسي شوي وو او سیاسي برخلیک یې ورته مهم و، خو لا هم په ټولنه کې د ډموکراټيک انسجام ځواک نه و پيدا شوی څو د ټولنې د ودې همدا ظرفیت د ولسواکۍ په ګټه رهبري کړي. د دې کار پایله دا وه چې تاسې تل د هزارهګانو د ټولنې سیاسي ممثلان د ښاغلي خلیلي او محقق په څېر په سنتي او دودیزو څېرو کې لیدل.
د هزارهګانو په ټولنه کې موجود تحول هم ډېر ځوان و او په ډېر ځنډ یې وده کړې وه. تاسې له داسې یو ټولنې څخه د منسجم عمل تمه نشئ لرلی. دا ضعف تراوسه موجود دی. مثلاً، د هزارهګانو ټولنه په دې نه ده بریالی شوې او فکري نخبهګان یې هم دې پایلې ته نه دې رسېدلي چې په کوم جوړښت کې د ټولنې ظرفیت مدیریت کولای شو. دا یو ضعف دی او تاسې دې کارونو ته ډېر وخت ته اړتیا لرئ. هغه وخت زموږ تصور څه و؟ موږ داسې تصور کاوه چې د سیاسي قدرت په مدیریت کولو سره ټولنه په هغه مسیر روانوو چې ظرفیت یې په سم ډول رهبري او مدیریت شي. دا مسئله یوازې د هزارهګانو په ټولنې پورې ځانګړې نه ده، بلکې د تاجکانو، ازبکانو او پښتنو ټولنه هم د سیاست په سمېدو سره د خپلې ودې او تکامل لوری موندلی شي.
موږ دا خپل مسوولیت ګاڼه او فکر مو کاوه چې په ټولنه کې باید عامه پوهاوی ترسره کړو. له بدهمرغه موږ په همدې ځای کې ماتې وخوړله. ولې مو ماتې وخوړله؟ ځکه موږ د واسطې په حد کې وو. تاسې چې د فکر خونې یادونه وکړله، لکه زه چې د واسطې په حد کې وم، دا هم د واسطې په حد کې وه. ما د هزارهګانو په ټولنه کې د خلیلي او اشرف غني، چې په راتلونکې کې یې د قدرت مرجع تمثیلوله، ترمینځ د واسطې ونډه لوبوله. ما باید دا دوه قوتونه، چې ټاکل شوې وه قدرت مدیریت کاوه، سره نږدې کړي وای. همدې دوو ځواکونو د قدرت د مدیریت لپاره تعامل کاوه.
همدا ونډه د فکر خونې یا لوستو کسانو هم لوبوله. ما په لومړۍ ورځ هم اشرف غني ته ویلي وو چې زه تا ته رایې نشم راوړلی، خو رایو ته دې مشروعیت ورکولی شم. پر همدې بنسټ، د لوستو کسانو ونډه دا وه څو هغه قدرت ټولنې ته د درک وړ کړي، چې ټاکل شوې وه اشرف غني د هغه ممثل واوسي.
موږ دا کار شروع کړی و او په هماغه طرف مخکې روان وو. هغه نکتې چې د «روایت یک انتخاب» په کتاب کې د فکر خونې په اړه تر بحث لاندې راغلې دي، د روڼاندي پر بنسټ د همدې مسوولیت بیاکتنه وه؛ څو موږ څه ډول وکولای شو د خپل ځان لپاره د لارې نقشه تمثیل کړو او زموږ حرکت له نورو متمایز وي او مانالرونکی وي.
څه پېښ شول چې موږ په خپل تصور او طرح کې ماتې وخوړله؟ لومړی، د دې زنځير یوه کړۍ، چې پخپله اشرف غني و، هغه سسته شوه. اشرف غني احمدزی یوازې له موږ سره په اړیکه کې نه و، هغه د پښتنو په ټولنه کې له نورو کسانو سره تړلی و. اشرف غني پر موږ تکیه کوله، خو دا چې یو دم د پښتنو پياوړې او ځواکمنې څېرې د هغه تر څنګ ودرېدې، دوی هم اشرف غني احمدزي ته یوه جذبه پيدا کړله.
اشرف غني باید هغوی ته پام کړی وای، خو هغه باید خپل هماغه مدني ظرفیت ښوودلی وای. مثلاً، اشرف غني باید حاجي ظاهر قدیر، ګیلاني، مجددي او دوی ته ورته کسانو ته پر ګونډو شوی نه وای، خو چې کله یې دا کار و نه کړ، هغوی ولاړل او د اشرف غني منفي ځانګړنې را څرګندې شوې او ولیدل شول چې هغه د خپل مدني ظرفیت پر اوږو د دودپالنې دروند بار نشي لېږدولی.
دې خوا ته بیا ښاغلی خلیلي او ښاغلی دانش هم له ډېر جدي ضعف سره مخ شول؛ ځکه خلیلي او دانش هم د اشرف غني په څېر بېظرفیته وو. دوی ته هم هر څه په میراث پاتې وو او د نورو له زور او ځواک څخه په استفادې یې سیاست کاوه او امتیازات یې ترلاسه کول. زه په دې اعتراف کوم چې د «اشرف غني او خلیلي ـ دانش» په مینځ کې له بېچارګي او کمزوري سره مخ شوم.
ما نور نشوای کولای چې د یو محور په توګه د اشرف غني پر قدرت تکیه وکړم او د ښاغلي خلیلي او ښاغلي دانش په ملاتړ په ټولنه کې وګرځم؛ څو دوی راشي او له اشرف غني سره د هزارهګانو د ټولنې غوښتنې مطرح کړي او موږ وزن پیدا کړو او د خلکو د ګټو استازولي وکړو. کله چې دا کار ونشو، زموږ مخالفو ځواکونو ته لار پرانیستل شوه.
اشرف غني داسې ژبه لرله چې هزارهګانو ته خبرې پرې وکړي. مثلاً، اشرف غني ونشو کولای چې د کوچیانو له مسئلې څخه د خپل ټاکنیز کمپاین او حکومت لپاره ګټه واخلي او په ډېره صریح ژبه هزارهګانو ته ووایي چې زه ستاسې دا ستونزه په داسې ډول حلوم. په داسې حال کې چې دا موضوع یې په خپل منشور کې راوړې وه او له هغو کسانو سره هم هوکړې ته پرې رسېدلی و چې د هغه د کمپاین ملګري دي، خو دا جرات یې نشو کولای چې ورشي او د خلکو په مینځ کې یې مطرح کړي؛ ځکه دا د هغه شخصي غوښتنه نه وه.
بلخوا خلیلي او دانش هم ونشو کولای چې له اشرف غني سره خپله ملګرتیا هزارهګانو ته توجیه کړي. د هزارهګانو په مینځ اشرف غني لا هم د یو فاشیست او خطرناک سړي او داسې چا په توګه پېژندل کېدی چې د هزارهګانو او غیر پښتنو ضد افکار لري.
همدې باورنو او کمزوریو د ښاغلي محقق په څېر خلکو ته لار پرانیستله. د یادولو ده چې د هزراهګانو یوې ډلې فرهنګیانو هم له اشرف غني سره په مخالفت او د خلکو د باورونو په پياوړي کولو کې خپله ونډه ترسره کړله. دوی ټولو اشرف غني د یو ځانخوښي فاشیست په توګه درک کاوه، چې که واک ته ورسېږي ګنې د هزارهګانو پر وړاندې به د خپلو افرادو په واسطه لشکرکشي پيل کړي.
دې کار په اصطلاح د هزارهګانو په مینځ کې د اشرف غني پر وړاندې یوه ویره رامینځته کړله او ډېر زیات انعکاس ورکړل شو. البته دا هغه وخت و چې نور موږ له اشرف غني سره له ملګرتیا په شا شوي وو. تر هغه وخت پورې چې دا کمپاین په سالم لوري روان و، موږ په تبلیغاتي برخه کې ډېر زیات قوي او فعال حضور درلود. د دې په کیسه کې نه وم چې د فېسبوک په پاڼو کې ما ته څومره سپکاوی کېږي. ما داسې حس کوله چې ورو ورو په ټولنه کې خپل پيغام عاموو او هغه خلک چې له اشرف غني څخه ډارېږي، هغوی هم د نیوکې حق لري، خو زه هم باید خلکو ته دا توضیح کړم چې په کوم منطق له اشرف غني احمدزي سره کار کوم.
کله چې موږ له بنبنست سره مخ شوو، د اشرف غني د ټیم له ملاتړ څخه مې لاس واخیست، خو په تلویزیونونو کې بیا هم را څرګندېدم. سره له دې چې د پردې تر شاه د کوچیانو د مسئلې په اړه زما او د اشرف غني تر مینځ ډېر جدي بحثونه روان وو، خو په تلویزیونونو کې مې له هغه څخه قوي ملاتړ کاوه. د دې کار سربېره مې په ټولنه کې یو هزاره هم اغفال نه کړ.
هر چا چې به له ما سره اړیکه نیوله، په ډېر صراحت به مې هغه ته ویل چې زه په دې برخه کې له اشرف غني سره مخالفت لرم. دا موضوع مې له استثنا پرته د هزارهګانو په ټولو قشرونو کې مطرح کړله او له هغوی سره مشورې پرې کولې. څومره ځوانان، لوستي کسان او ټولنیز متنفذان چې به ما ته راتلل، له هغوی سره به مې په ډېره واضح توګه مشوره کوله، چې د کوچیانو په مسئله کې له اشرف غني سره بنبست ته رسېدلی یم او ښاغلی خلیلي زموږ ملاتړ نه کوي او دانش هم پر خپله خبره ولاړ نه دی، موږ باید څه وکړو؟ د هغو پر مشورو مخکې تلم او ما نور ټولنه نه ده اغفال کړې. په ټولو پړاوونو کې په مخ کې ولاړ وو، تر دې چې د ټاکنو لومړی پړاو ترسره او له اشرف غني سره زما تشریفاتي او فرمایشي حالت نور ختم شو.
غواړم دا هم ووایم چې له اشرف غني سره د هزارهګانو د بېلتون ريښې هم د ټولنې په تاریخي باورونو کې وې او هم په موجودو واقعیتونو کې وې او موږ دا فاصله ختمه نشوای کړله.
اشرف غني بد او فاشیست سړی نه و، خو بېهوده و!
فردوس: هغه څه چې ته په رسنیزو کارونو کې انځورجوړونه یا «امیج بیلډنګ» وايي، ګواکې دې ته اړتیا وه چې د اشرف غني لپاره دا کار ترسره شي او تاسې د «روایت یک انتخاب» په کتاب کې لیکلي دي چې د فکر خونې په ناستو کې دا بحث مطرح کېدی چې څه ډول باید د عامو خلکو په مینځ کې د اشرف غني انځور ښه کړای شي او په غالب ګومان دا چې په ټولنه کې د اشرف غني انځورجوړونه ونشوه، دلیل یې دا و چې عامو خلکو له هغه سره هېڅ ډول مشترکه وجهه او تړاو نه درلود.
تاسې وویل چې د اشرف غني مدني ظرفیت په دې کچه کې نه و چې له پښتني دود څخه دې تېر شي. بل بحث چې د «روایت یک انتخاب» په کتاب کې راوړل شوی دی، هغه د عامو پښتنو او په واک کې د موجودو پښتنو ترمینځ ستر واټن و او د دې درز د ډکولو لپاره اشرف غني کوم نوی روایت نشوای جوړولی. اشرف غني دې پایلې ته رسېدلی و او د هغه او د هغه د یو شمېر ملګرو په نظر اسانه لار دا وه چې اشرف غني پر خپل پښتوني هویت ډېر ټینګار وکړي؛ پر خپلې پښتونولۍ ټينګار وکړي او عامو خلکو ته دا انځور ورکړي چې زه پښتون یم او د همدې پښتونولۍ له امله نه د هزاره پر وړاندې پر ګونډو کېږم او نه هم د تاجکانو پر وړاندې سر ټیټوم او په خپل څنګ کې د جنرال دوستم درول مې هم یوازې یو ټاکنیز ضرورت دی. غوښتل یې چې په همدې لید له عامو پښتنو سره خپله اړیکه ټینګه کړي. تاسې څه ډول دې ته متوجه نشوئ چې دا سړی دا مشکل لري او د حل لپاره یې هم یوازې همدا یوه لار لري او بس؟
رویش: ښه، تاسې د دې بحث په مطرح کولو سره د درک مسئله مطرح کوئ او درک ناڅاپي نه پېښېږي، تاسې باید یوه وړاندوینه ولرئ او له هماغه پيله حکم وکړئ. هو، ډېر کسان له هماغه اوله زموږ وروستۍ پایلې ته رسېدلي وو. ویل یې چې اشرف غني فاشیست دی او… کله چې دا خبره کوئ، نور نو له هغه سره په یوه لار نه ځئ او وایاست چې له هماغه پیله زه پر همدې پوهېدم.
فردوس: د فاشیستوالی بحث نه یادوم، یوازې د موجودې اړتیا خبره کوم؟
رویش: تاسې چې د اشرف غني د شناخت او پېژندګلوئ په اړه هر څه مطرح کوئ، یو ځل یې له تجربې مخکې او یو ځل یې له تجربې وروسته مطرح کوئ. یوې ډلې خلکو ته خدای پاک همدا نعمت ورکړی دی چې په لومړي سر کې او له تجربې مخکې په هر څه پوهېږي او د هماغه فهم پر بنسټ حکم کوي. خدای پاک دا نعمت خپلو خاصو بندګانو ته ورکړی دی او موږ د هغه د خاصو بندګانو په ډله کې نه وو.
ما داس حس کوله چې په انساني اړیکو کې هر څه یوې مطالعې ته اړتیا لري او غیر علمي چلن باید و نه کړو. حداقل زه په دې باور وم چې اشرف غني یو انسان دی او د هغه په شاوخوا کې موجود عوامل هغه نښې دي چې سړی پر هغو باور کولای شي چې دا سړی درک لري او دا سړی د مدني خوځښت لپاره ظرفیت لرلای شي. دا هم یو واقعیت دی چې که په ټولنه کې هغه نه وي، مثلاً څوک باید وي؟
اوس اشرف غني دا کار نشي کولای، تاسې له اتمر څخه دا تمه لرلای شئ؟ تاسې له زلمي خلیلزاد څخه همدا تمه لرلای شئ؟ له حامد کرزي همدا تمه لرلای شئ؟ له هدایت امین ارسلا؟ … له چا دا تمه لرلای شئ؟
تاسې دا نشئ کولای چې په خپل ذهن کې په یو چا عاشق شئ او بیا یې وروسته انتخاب کړئ. اوس که د ټولنې عمومي چاپېریال ته راشو، ایا ډاکتر عبدالله تر اشرف غني ښه کېدای شي او دا تمه پوره کولای شي؟ نه! کله چې خبره داسې وي، تاسې حس کوئ چې د همدې مثبتو نښو لرونکی شخص یو ځل وازمايئ؛ څو حرکت وکړي.
له اشرف غني سره د ملګرتیا په پيل کې ما فکر نه کاوه چې دا سړی دې د هغه عصري خوځښت او مدني تفکر پر وړاندې ودرېږي چې هغه ته لوری ورکولای شي. ما په هغه کې داسې څه و نه لیدل؛ نه مې له هغه سره په خصوصي خبرو کې داسې څه ولیدل او نه مې هم هغه وخت ولیدل چې ورو ورو مو ګډ حرکت کاوه. په سترو پرېکړو پر مهال چې به کله موږ کومه معقوله طرح حس کوله، هغه ته به مو وړاندې کوله او هغه به یې هم په منلو کې لجاجت نه کاوه او هغه به یې منله.
د «روایت یک انتخاب» په کتاب کې مو لوستي چې د جنرال دوستم ټاکل د هغو تر ټولو سخته پرېکړه وه. وايي، جنرال دوستم زموږ لپاره سره کرښه ده. کله چې مې هغه ته دا مسئله روښانه او توضیح کړله چې په دې دې دلیل باید له دوستم سره جوړ شوې، هغه دا خبره ومنله او هغه یې د ځان ملګری کړ. دا اشرف غني ته ډېره سخته پرېکړه وه؛ ځکه چې پښتني ټولنه او د پښتنو روڼاندي د جنرال دوستم مسئله تر تفکیر کمه نه ګڼله. دا هغه نښې وې چې ما دا حس کړله چې اشرف غني د مثبتو خوځښتونو ظرفیت لري.
موږ ولیدل چې همدا مدني ظرفیتونه یوازې په یو مدني بستر کې د ودې وړ دي. کله چې سیاسي څېرې د هغه تر څنګ ودرېدې، دې ته متوجه شوم چې ثبات سره وپاشل شو. مثلاً، یو وخت اتمر نه و او اشرف غني له ما سره خبرې کولې، خو کله چې اتمر له خپل زور سره راغلی، هغه د اشرف غني په منحرفولو کې ډېر زیاته ونډه لرله. اتمر داسې شخصیت دی چې ډېر فاسد فکر لري؛ یعنې هغه یو ډېر سوداګر او د انجياو فکر لري او د هېڅ ارزښت په کیسه کې نه دی. هغه د کلیمې په رښتینې مانا یو مکایاولیسټ دی، البته په سیاسي شکل یې نه، بلکې په مبتذل شکل یې یو ماکیاولیسټ دی؛ ځکه هغه ډېر اپورچونیسټ او فرصتطلبه و او د یو انجياو باز په څېر یې له هر فرصت څخه استفاده کوله. د اتمر سربېره، د مجددي په څېر خلک د غني خوا ته راغلل. ظاهر قدیر، منګل، مجید قرار او هغه ته ورته خلک یې په څنګ کې سره راټول شول او هر یوه یې په اشرف غني خپل اغېز وکړ. له دې وروسته زه هغسې نه وم چې له هغه سره به یوازې د هغه د کور تر پيک لاندې کیناستم او خبرې به مو سره کولې او پر یو او بل مو اغېز درلود.
دا وخت د هزارهګانو له ادرسه هم یوازې زه نه وم چې د روڼاندو او لوستو کسانو په استازیتوب مې له هغه سره مدني بحث کړی وای، نور کسان راغلل او له هغه سره یې د دودیزو ارزښتنونو او شخصي ګټو له ادرسه خبرې وکړې. په دې وضعیت کې اشرف غني خپل غیر مدني ظرفیت نور هم را ښکاره کړ.
اوس په دې خبرو او کیسو ډېر وخت تېر شوی دی، خو ښه ده څو دا ووایم چې اشرف غني اوس هم د نورو پر پرلته ما ته ډېر متفاوت دی. زه اشرف غني ته د یو فاشیست او ډېر بد سړي په سترګه نه ګورم، خو په دې هم پوهېږم چې هغه یو هوايي او بېهوده انسان و. موږ داسې تصور کاوه چې هغه کولای شي د ټولنې په سیاست او د قدرت په مناسباتو کې درانه وزن ته اوږه ورکړي، خو هغه دا کار ونشو کړلی. د دې کار دلیل دا نه و چې هغه کمزوری او ضعیف بدن درلود، بلکې فکري وړتیا یې زیاته نه وه. له اشرف غني سره له لس میاشتو ګډ کار وروسته زه دې پایلو ته ورسېدم.