زموږ په اړه

 شیشه میډیا یوه غیر انتفاعي رسنۍ ده چې خپل مینځپانګه د شیشه میډیا په ویب سایټ، فیسبوک، ټویټر، انسټاګرام او یوټیوب کې خپروي. د مدیره پلاوي د دې غیر انتفاعي رسنیزې موسسې د امتیاز خاوند دی.

شیشه میډیا د مختلفو کلتوري، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو مسلو په اړه د ډیالوګونو، راپورونو او مقالو په بڼه غږیز، انځوریز او لیکلي تولید لري.

د شیشه میډیا هدف روڼتیا، د ډیموکراسي خپرول، د بشري حقونو ساتنه او د قانون حاکمیت ته وده ورکول دي. دا رسنۍ د رسنیو ټول مسلکي او اخلاقي اصول څاري او مراعات کوي.

 

 

د شیشه ميډيا ماموریت

د شيشه ميډيا موخه د مدني ګډون، ډیموکراتیک پرمختګ او مدني پخلاینې له لارې د بشر حقونو او ټولنو پیاوړتیا ده. موږ باور لرو چې شفاهي تاریخ او شخصي کیسې د ټولنې د نوي کولو او بدلون پیاوړتیا ته زمينه برابروي. زموږ موخه دا ده چې داسې چاپېریال رامنځته کړو چې هر وګړی پکې ارزښتمن وي او د خپلې ټولنې په بریا کې واقعي مرسته وکړاى شي.

موږ د محرومو ډلو پر ملاتړ د تمرکز له لارې، ټولنو ته داسې فرصتونه رامنځته کوو چې يو موټی شي او د روښانه راتلونکي لپاره هڅه وکړي. د مدني پخلاینې په برخه کې زموږ د هڅو موخه د تېرو زخمونو د پټۍ کولو او د یو عادلانه راتلونکي لپاره د يو داسې  ګډ لیدلوري پياوړتيا ده چې ټول پکې له مساوي بشري حقونو برخمن وي. د مثبتو بدلونونو، د ټولنې د بدلولو او د یوې غوره نړۍ د جوړولو لپاره مو تاسو ته غېږه خلاصه ده.