قیامت د ورځې ساعت (The Doomsday Clock)

Image

ليکنه: فدا الله همت 

د قیامت د ورځې ساعت یو سمبولیک ساعت دی. دغه ساعت موږ ته د نړۍ د احتمالي نړیوالو  پېښو او فاجعو نږدېوالی ښیي. د اتومي ساینسپوهانو ټولنې دغه ساعت په ١٩٤٧م کال کې- تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته- معرفي کړ، چې تر ننه مدیریت کېږي. د نړۍ مشهور ساینسپوهان، سیاستپوهان او نوبل جایزې ګټونکي یې مشري کوي. دا ساعت په دې هدف او موخه جوړ شوی چې نړۍ د راتلونکو تغیيراتو، ګواښونو، فاجعو، اتومي جګرو، اقلیمي بدلونونو او همدارنګه له ټکنالوژي څخه له رامنځته کېدونکو ګواښونو لکه د مصنوعي ځیرکتیا او بیولوژیکي انجنیري د غلط استعمال له زیانونو څخه چې نړۍ اندیښمنه کوي، خبروي.  دا ساعت انسانان دې ته متوجه کوي چې دا هر یو یې په ځان کې د بشریت د نابودي سبب کېدلای شي.

د ډومزډې کلاک تر ټولو سمبولیک اهمیت دادی چې د ثانیه‌ګر ستنه يې پخپل هر حرکت او تړک سره د نړۍ د ټول امنیتي او جغرافیوي وضیعت ښکارندویي کوي او خلکو ته مخکې له مخکې خبر ورکوي. د دې ساعت نیمه شپه (Midnight) د نړۍ  پای دی او د دې ستنې نږدېوالی یا بېرته په شاتګ د انسانانو له‌خوا د نړیوالو ګواښونو د سم مدیریت په مانا دی.

د اتومي ساینس‌پوهانو ټولنه هرکال د نړۍ حالاتو ته په کتو له دغه ساعت څخه لیدنه کوي چې وضیعت وګوري، چې نړۍ ته کوم ګواښونه ور پېښېدونکي دي چې مدیریت یې کړي.

د ساعت د وخت ټاکنه تر ډېره په لاندې برخو پورې اړه لري:

اتومي ګواښونه:

دا ګواښونه د اتومي وسلود کارونې احتمال دی، یعني کوم څوک اټومي برید ونکړي؛ ځکه دا ټولې نړۍ ته خطر پېښوي، د دغو وسلو نوی تولید یا پروډکشن، د مختلفو هېوادونو تر‌منځ د سیاسي اوضاع خرابتيا او د اټومي وسلو د کنټرول لپاره د شويو تړونونو( Proliferation of Nuclear weapons ) ناکامي نیمې شپې ته د ساعت د ستنې د  نږدېوالي یو مهم لامل دی. ښه مثال یې د ۱۹۶۲ کال د کیوبا د میزایلو بحران Cuba Missile Crisis بللای شو.

 
اقلیمي تغیرات:

د کاربن ګازونو د توليد زیاتوالی او د ځمکي پر مخ د هوا خرابوالی هم دنیا ته اقلیمي ګواښ دی. د نړیوالې تودوخېGlobal Warming د سطحې لوړېدل بله فاجعه کېدای شي او د دغو ناورینونو په مقابل کې د ممکنه اقداماتو او د هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ نشتوالی د اقلیمي فاجعو عمده لاملونه دي. دلته د نړۍ ټول هېوادونه په ګډه د دغو بحرانونو مخنیوی کولای شي. دا ټول هغه ګواښونه دي چې د دغه ساعت پر حرکاتو او وخت باندې په مستقیم ډول اغیز کوي.

پرمختللې ټکنالوژۍ:

د ټکنالوژي په برخه کې پېښیدونکي ګواښونه تر اقلیمي بحرانونو هم ناوړه پایلي لرلای شي او دا هغه اندېښنه ده چې اوس د نړۍ هر هېواد ورڅخه ډار احساسوي. د مصنوعي ځیرکتیاArtificial Intelligence، سایبري ګواښونو او بیولوژیکي وسلو په کارونه کې بې احتیاطي او غیرمسوولانه چلند د نړیوال امنیت لپاره نوي زېږیدلي ګواښونه ګڼل کېږي.  البته ددې لپاره چې پوه شو ارټیفیشل انټیلیجنس یا اې ای څه  شی دی او کوم کوم کارونه کولای شی باید دريو عمده ټکو ته متوجه شو: لومړی دا چې په خپلواک ډول موجوده ډيټا معلوماتو ته اړول او ترې زده کړه کول، یعنې د معالوماتو تغییر او تبدیل پکې زده شي. دويم دا چې د همدې زده کړې په نتیجه کې په خپلواکه توګه د نويو نظریاتو پنځول، یعنې د مصنوعي ځرکتیا په واسطه د نوښتونو رامنځته کول
او دریم هم دا چې په خپلواکه توګه تصميم نیول. دا هغه درې عمده ځانګړنې دي چې موږ پرې یوې پديدې ته د مصنوعي ځیرکتیا یا اې ای نوم ورکولای شو. اوس نو د دغه تعریف له مخي موږ دا ویلای شو چې  د خود مختاره وسلو ایجاد او په غیر مسوولانه ډول د هغو استعمال ګواښ دی. لکه موږ او تاسې چې د ډرون په نوم الوتکه وینو چې د ارټیفیشل اینټیلجنس په واسطه کنټرولېږي او خپل اهداف سرته رسوي او یا هم په ټوله کې په جګړو کې د مصنوعي ځیرکتیا څخه ګټه اخیستنه( اسرایل دا کار زیات کوي) چې دا نړۍ ته او د هېوادونو ترمنځ امنیت ته لا زیات ګواښ دی. همدا شان یو بل لوی ګواښ چې نن سبا د مصنوعي ځیرکتیا په واسطه خلکو ته پېښ دی، هغه د  مصنوعي ځیرکتیا په واسطه جوړې شوې جعلي ویډیوګانې (Deepfakes) دي چې دا تر ټولو زیات د سیاسي بې ثباتۍ لامل کېدای شي. سایبري بریدونه د بنسټیزو سیسټمونو، لکه د بریښنایي شبکو، مالي ادارو او حکومتي سیسټمونو د فلجېدو سبب کېږي. بیولوژیکي وسلې، هغه که قصدي وي او یا هم د لابراتواري  تېروتنو له لارې، د وبا په بڼه نړۍ ته د پراخو زیانونو لامل کېدای شي. د دې خطرونو د مخنیوي لپاره نړیوالو قوانینو، ګډې همکاري، قوي څارندویو ادارو او میکانیزمونو ته اړتیا ده او یو قوي سازمان غواړي چې دا هرڅه په منظم ډول کنټرول کړي چې خلک ناوړه استفاده ونکړي، خو  په اوس وخت  کې متاسفانه دا هرڅه په نشت حساب دي.

سیاسي بې ثباتي:

د هېوادونو ترمنځ کړکېچونه، ستونزي، د نړیوالو تړونونو ماتېدل، د دیموکراتیکو ارزښتونو کمزوري کېدل او د حکومتونو له‌خوا یې عوامو ته دروغ، پروپاګنډا او ناسم معلومات ورکول، ټول هغه څه دي چې د ډومزډې کلاک (ساعت) ستنې ته نور هم مخ پر وړاندې سرعت ورکوي. پاس مې د کیوبا میسایل کرایزیس یادونه وکړه، اوس به هغې مسلې ته یوه لنډه اشاره وکړو :

د م۱۹۶۲ کال د کیوبا د توغندیو بحران د ډومزډې کلاک په تاریخ کې يوه هغه پېښه ده چې د ساعت ستنه یې شاتګ ته اړ کړه  او د  نړۍ د اتومي جګړې په څنډه یې ودروله،  دغه بحران د شوروي اتحاد له خوا په کیوبا کې د بالستیک توغندیو ځای پر ځای کولو او د امریکا لخوا یې پر وړاندې د سخت غبرګون ښودلو په وجه رامنځته شو. دغه بحران چې ټول یې  ۱۳ ورځې دوام درلود، د  تاریخ  یو له خورا خطرناکو وختونو ګڼل کېږي، چې نړۍ ته یې ټکان ورکړ، خو جالبه پکې دا ده چې هغه وخت دغه بحران ددې ساعت پر ستنه هیڅ ډول منفي  اغېز نه درلود، هماغه د ١٩٤٧ په حساب نیمې شپې ته پر ٧ دقیقو ولاړ و، او هغه وخت د مشخصو جګړو په ځای د سړو جګړو ډینامیک زیات په پام کي نیول کیدل، وروسته لدې چې په ١٩٦٣ کې د مسکو او واشنګټن تر منځ په محدود ډول د اټومي وسلو په کارونه د بندیز او یو لړ نورو خبرو اترو او ډيپلوماسۍ  تړونونه( Partial Nuclear Test Ban Treaty) همدا رنګه د Hotline Agreement لاسیلک شول، د ساعت ستنه له ٧ دقو څخه ١٢ دقیقو ته راټیټه شوه او ورپسې په ١٩٩١ کې د شوروي اتحاد په له منځه تللو ١٧ دقیقو ته لاړه.  

 کیسه مې په څه پورې کوله؟

خبره داده چې د ۲۰۲۳زېږديز کال د وروستي اپډيټ له مخې د ډومزډې ساعت عقربه نیمې شپې ته ډېره نږدې، فقط په ٩٠ ثانیو، ولاړه ده. لاملونه یې زیات کېدای شي، مخکي هم وویل شوو، خو یو مهم لامل یې په نړیواله کچه زیاتېدونکي تودې جګړې او هاټ سپاټس دي. اوس وخت کې  د روسیې او اوکراین جګړه، چې د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې یې نظامي بڼه پیدا کړه( که څه هم پیل یې اصلا په ٢٠٠٨ کې د ناټو غړو هېوادونو په تېره بيا د امریکا او بریتانیا له لوري، ناټو ته د اکراین په راوستلو سره شوی و)، یوه خورا خطرناکه جګړه ده، چې د ډومزډي کلاک اړخ بدلولای شي او نه یوازې د دواړو هېوادونو لپاره ویجاړونکې پایلې لري، بلکې نړیوال- په ځانګړې توګه د اروپا- اقتصاد ته بیخې مضره تمامه شوې ده، چې هلته یې د انرژي په ګډون د هرڅه بیې لوړي کړې دي او تر ټولو خطرناک یې دا چې د اټومي وسلو د کارولو احتمالي او د استعمال زمینه یا محل یې رامنځته کړی دی.

هاخواته په غزه، ویسټ بانک او بیروت کې د اسرائیلو خپل‌سرۍ او په مقابل کې یې د حماس او حزب الله مقاومت او ورسره له ایران سره د راکټونو تبادله او د ایران د اټومي پروګرام په اړه اندیښنې، یو بل هاټ سپاټ دی چې لا نوره خطرناکه بڼه خپلولای شي.

په آسیا کې د چین او تایوان ترمنځ کړکېچ  یو بل ګواښ دی چې د نړیوالو اندېښنو وړ دی. چین تایوان د خپلې خاورې برخه ګڼي او په ځان پسې یې تړي، خو تایوان د امریکایانو په ملاتړ د خپلواکۍ لپاره هڅې کوي او خپل هېواد له چین څخه مستقل یا ازاد ګڼي،  د امریکا لخوا د تایوان ملاتړ او په سیمه کې د سمندري ځواکونو ځای پر ځای کول د چین او امریکا ترمنځ کړکېچ لا پسې زیات کړیدی.

که افریقا ته لاړ شو، هلته هم د جګړو ګواښونه دي،  په سویلي سوډان کې د کورنۍ جګړې دوام  یو بل جدي بحران دی چې د میلیونونو خلکو ژوند یې اغېزمن کړی دی. دغه جګړه د قومونو ترمنځ د اختلافونو او د طبیعي شتمنیو او واک په سر راپورته شوې ده چې د نړیوالو قدرتونو رول او لاسوهنه پکې د پام وړ دي.

دا او دې ته ورته ټول هغه فکټورونه دي چې د ډومزډې کلاک ستنه د نیمې شپې خواته ټېل وهي او که همداسې دوام وکړي، له احتیاط او ډيپلوماسۍ کار وانخیستل شي، لرې نده چې دا هر څه د بشریت په نابودۍ سره پای ته ورسېږي.

په پایله کې ویلای شو چې د قیامت ورځې ساعت یا ډومزډې کلاک یو تش په نوم سمبول نه، بلکې د بشریت لپاره د راوېښیدو او ځان ژغورنې خبرداری او د خطرونو زنګ دی. دا ساعت موږ ته دا را ښيي چې  زموږ پای یوازې زموږ د بې پروایۍ له امله ممکن دی او د دې لپاره چې حکومتونه په نړیواله کچه د اقلیم، اتومي وسلو او نویو ټکنالوژيو په اړه مسوولانه پالیسۍ خپلې کړي او د میلیونونو انسانانو او نورو ژوندیو موجوداتو ژوند ونه ګواښل شي،  په کار ده چې لومړی له دغو خطرونو ځانونه خبر کړو او بیا یې د مخنيوي لپاره مبارزه وکړو.

Share via
Copy link