• خانه
  • ټولنيزې
  • د واکمنۍ غولوونکی مخ؛ د جارج اورول له کتاب «حيوانانو فارم» څخه د ننني افغانستان لپاره يو سبق

د واکمنۍ غولوونکی مخ؛ د جارج اورول له کتاب «حيوانانو فارم» څخه د ننني افغانستان لپاره يو سبق

Image

د حيوانانو فارم کتاب کې لومړي شعارونه او د انقلاب هیلې د عدالت، مساوات او آزادۍ لپاره وې. کله چې زوړ مېجر دوی ټول د خپل لیدلي خوب اورېدو ته را وبلل؛ نو په رښتیا هم هلته د ټولو څارویو انګېزه د ازادۍ او خپلواکي لپاره وپارېده. حيوانات پر دې باور و چې دوی به له ظلم او استبداد څخه خلاص شي او يوه نوې، عادلانه او برابره ټولنه به جوړه کړي، خو د وخت په تېرېدو سره، خنځيران د واک په ترلاسه کولو سره دا ټول ارزښتونه له منځه وړي او د ظلم او استبداد يو نوی نظام رامنځته کوي چې د پخواني انسان په پرتله زيات ظالمانه او توندلاری دی. دې حالت ته په کتلو سره، موږ کولای شو د اوسني افغانستان لپاره د زړسوي د درس په توګه دا کيسه ولولو.

د استبدادي واکمنۍ ميکانيزمونه؛ د تل‌پاتې واک او غولولو هنر

په حيواناتو فارم کې د واکمنۍ يو مهم خصوصيت دا دی چې واکمنان، لکه ناپليون، د ژبې او شعارونو له لارې حيوانات دوکه کوي، تل د دروغو وعدې ورکوي، کله کله خو په خپله خوږه ژبه له توره سپین هم ورته جوړوي. خنځيران تل خپل شعارونه بدلوي، دروغ خپروي او حيواناتو ته داسې ښيي چې ګواکې هر څه ستاسې د ګټې لپاره دي؛ ځکه خو باید زموږ په شتون شکر وکړئ، خو حقيقت دا دی چې واکمنان خپل قدرت او ګټې ساتي او حيوانات تل په درواغجنو خبرو او شعارونو خطا کېږي. دوی فکر کوي چې موږ په رښتیا ازاد او خپلواک څاروي یو. په افغانستان کې استبدادي واکمني ورته چلند کوي، چېرته چې د واکمنانو سياستونه په داسې شکل وړاندې کېږي چې خلک فکر وکړي ګواکې هر څه د ملي ګټې لپاره دي، خو حقيقت کې يوازې د واکمنانو ګټې ساتل کېږي.

د وفادارۍ استثمار؛ له بوکسور نه تر افغان کارګر پورې

د حيوانانو فارم په کيسه کې بوکسلور يو وفادار، زيارکښ او هغه رښتیني اس دی چې بې له پوښتنې خپله ټوله انرژي او زيار د واکمنۍ د ساتلو لپاره لګوي.هغه فکر کوي چې زموږ واکمنان په واقعي ډول موږ ته
کار کوي، د هغه شعارونه “زه به ډېر کار وکړم” او “ناپليون تل حق دی” د هغه د وفادارۍ سمبولونه دي، خو په حقيقت کې واکمنان له هغه خپله استفاده کوي.

بوکسور ته د ناپیلون او د هغه کسانو له‌خوا داسې ذهنیت ورکړل شوی چې د خپلو مشرانو اړوند د هیڅ منفي خبرې منلو ته تیار نه وي، بلکې هرڅه په پټو سترګو قبلوي.

کله چې د څارویو د حقونو یو مبارز او مدافع خنځیر (اسنوبال) د ناپلیون له‌خوا وشړل شو؛ نو د دې لپاره چې هغه دروغجن او جاسوس وپېژندل شي، ناپلیون له ډول ډول تکتیکونو کار واخیست، چې بلاخره بریالی هم شو. باکسر ته اسنوبال ډېر ګران و او د هغه صداقت یې لیدلی و؛ مګر دا چې د ناپلیون له‌خوا څو څو ځله په اسنوبال د غلا تورونه ولګول شول. 
بلاخره باکسر هم دې ته مجبور شو چې هغه د یو رشوت‌خور مشر په توګه وپېژني. یو ځای د ناپیلون ملګری نورو څارویو ته وایي: ” ملګرو!  زموږ لارښود ناپلیون په ښکاره ويلي چې اسنوبال ډېر له پخوا د جونز جاسوس او لاسپوڅی و “.

باکسرر وویل “بس چې ناپلیون ملګری داسې وایي، دا به رښتیا وي”. د افغانستان په واکمنۍ کې هم ځینې خلک بې له دې چې د واکمنۍ پر ارزښتونو او عملونو فکر وکړي، ځان کار کولو ته وقف کوي او فکر کوي چې دوی د هېواد خدمت کوي، خو دوی په حقيقت کې يو استبدادي نظام پياوړی کوي چې تاريخي ارزښتونه او د افغانانو حقونه تر پښو لاندې کوي. لکه ځینې افغانانو او د طالبانو مدافعینو چې د ښوونځیو د بندېدو په اړه ویل چې په دې کې د افغانانو خیر دی او حکومت ځکه مکتبونه بند کړل چې د نجونو عزت وساتل شي، د هغو ناموس ته څوک زیان نه ورسوي، یا په لاره کې له کوم مشکل سره مخ نشي.

د تاريخ او ارزښتونو غداري؛ هغه واکمني چې ارزښتونه له منځه وړي

په حيوانانو فارم کې، خنزيرانو د انقلاب اصلي شعارونه له منځه وړي او داسې يو نظام جوړوي چې په هېڅ ډول له خلکو سره تړاو نه لري. دوی د مساوات او عدالت پر ځای، يو مطلق ظلم او دروغ پر حيواناتو
حاکم دی.

په دغه کتاب کي هغه مادې او قوانین چې د واکمنانو خوښ نه وي، بدلوي یې، او په خپله خوښه یې جوړوي، هلته په اووه ګونې ماده کي یوځای لیکل شوي وي، چې هیڅوک به د انسانانو په بستره کي نه ویدیږي، کله چې د خنزیرانو د بسترې خوب ته زړه وشو، سهار ته یې هغه ماده داسې جوړه کړه ” هیڅوک به د انسانانو په شان بړستن کي نه ویدیږي “.

 په افغانستان کې هم د تاريخ ارزښتونه او موخې، لکه تعليم، بشري حقوق او د يوې ازادې ټولنې هيله له منځه وړل کېږي. د استبدادي واکمنۍ د ساتلو لپاره خلک د داسې ارزښتونو ملاتړ ته هڅول کېږي چې نه د افغانانو له تاريخ او نه له روښانه راتلونکي سره هیڅ تړاو لري.

د آزادۍ او فکر ساتلو اهميت؛ له بوکسوره زده کړه

 
د بوکسور کيسه موږ ته دا زده کوي چې بې له پوښتنې وفاداري او قرباني هم د ځان او هم د خلکو د ارزښتونو په غداري بدلېږي. د بوکسور وفاداري دلته د ټولو څارویو په زیان ده او د حیواناتو په شعوري غلام ساتلو کي لوی رول لري.

 که موږ په افغانستان کې د يوې استبدادي واکمنۍ لپاره کار کوو او له دې پرته چې د هغې کړنې او موخې وڅېړو، دهغی ملاتړ کوو، موږ يو داسې نظام پياوړی کوو چې د افغانانو حقوق او ازادۍ تر پښو لاندې کوي.

موږ هم د بوکسور مثال لرو، يعنې له دې چې فکر او غور وکړو، کار کوو او دغه استبداد لا پیاوړی کوو. رښتيني وفاداري دا ده چې د خپلو خلکو د آزادۍ، عدالت او هيلو ملاتړ وکړو، نه د يوې داسې واکمنۍ چې دا ارزښتونه سپکوي او خپل ظالمانه اهداف ساتي.

يو رښتينی سوال؛ ايا موږ هېواد ته وفادار يو که يوه نظام ته؟

د حيوانانو فارم کيسه موږ ته دا را ښيي چې رښتينی خدمت هغه دی چې هلته د خلکو ارزښتونه او فردي ازادۍ خوندي وي، هیڅوک د چا پر شخصي حریم یرغل ونکړي، د يوې استبدادي واکمنۍ لپاره کار کول خدمت ندی.

د حیواناتو فارم په کیسه کې باکسر تر خپل وس زیاته هڅه او کار کوي. هغه يو ځای وایي “مخکې له دې چې ویده شم، باید یوڅو تېږي ژرندي ته پورته کړم “.

بوکسور د خپلې ازادۍ خوبونه ویني، خو له دې خبر ندی چې دا ټولې ستړیاوې یې د واکمنانو په ګټه دي.
د افغانستان وفادار خلک بايد د داسې يو روښانه راتلونکي لپاره ودرېږي چې پکې هر فرد د خپل حق او ارزښت لپاره مبارزه وکړي او د خپلې وفاداري تر اثبات وړاندې یوڅه غور وکړي چې د استبدادي حکومت د ټینګښت لامل نشي.  د بوکسور کيسه موږ ته وايي چې بې له پوښتنې وفاداري د يوه نظام لپاره د ځان غولونه او یو کاذب ډاډ دی. له پوښتنې او تفکر سره يو ځای وفاداري، د افغانستان د تاريخ او راتلونکي لپاره يو خدمت دی.

د اوسنی استبدادي نظام لپاره ډیر خلک په خپله ټوله انرژي چکچکي کوي، له هېواده د تعلیمي او پراختيايي موسسو د شړلو او بندولو په موخه اکثریت خلک کمپاین کوي او تر خپله وسه یې په بندلو کي برخه اخلي. دا هغه څه دي چې په لویه کچه د ټول هېواد زیان او د استبداد پیاوړي کولو یوه وسیله ده. 

بې له پوښتنې وفاداري که رښتينی وطن پالنه؟
د جارج اورول د حيوانانو فارم کيسه او د ننني افغانستان لپاره زده کړه

په جارج اورول د حيوانانو فارم کې، باکسر يو داسې شخصيت دی چې د زياتې زيار، وفادارۍ او د واکمنۍ په وړاندې د اعتماد سمبول دی. باکسر د واکمنانو هر امر بغیر له دې چې فکر وکړي، په عملي کولو یې لاس پوري کوي، په دې تمه چې د حیواناتو خیر به پکې نغښتی وي، د هغه شعارونه “زه به ډېر کار وکړم” او “ناپليون تل حق دی” د دې څرګندوی دي چې هغه په دې باور دی چې زيار يې د فارم حیواناتو او د ټولنې ګټه کوي. د باکسر ژمنتيا هغه ړوند کړی دی، چې د خنزيرانو فساد او د واکمنۍ چلونه درک کړي. د هغه تراژيدۍ، او هغه حالت چې خنزيران یې په نهایت سخت وخت کي خرڅوي، پیسې ورباندي اخلي او د کسات ځای ته استوي، دا يو ډیر ځواکمن درس دی چې بې له پوښتنې وفاداري او ریښتینولي څنګه د ظلم په وړاندې بې اغېزه ګرځي. او څنګه تر ګټې تاوان ډېر تاوان کوي، دا کيسه د نن افغانستان لپاره يوه مهمه زده کړه لري.

د وفادارۍ او پوښتنې تصور؛ باکسر او افغان کارمند

باکسر فکر کاوه چې د هغه کار د فارم او ټولنې د ښه والي لپاره دی او د ښه راتلونکي په دروغجنو وعدو یې باور کړی و، سخت زحمت او زیار یې ایسته. د حیواناتو فارم کتاب کې یوه شپه باکسر د سپوږمۍ رڼا ته کار کوي، د ژرندي دیوالونه جوړوي، په دې تمه چې د څارویو ژوند ورسره سم شي.  زموږ ځينې افغانان هم نن کټ مټ همداسې انګېري چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې کار کول د افغانستان او خلکو خدمت دی. زیاتره خلک ځکه د اوسني حکومت بقا ته کار کوي چې له بیا اشغال او ظلم څخه خلاص شي.
دوی دا فکر کوي چې بیا د بهرنیو الوتکو له غږه ستړي او نارامه نشي، د حیواناتو فارم کتاب کې هم کله چې څاروي له سخت کار څخه ناهیلي کېږي، واکمنان ورته د جونز راتګ او ظلم یادوي، په دې توګه بېرته څاروي په ښه ځواک سره کار ته لېواله کېږي. زموږ ځینې افغانان هم فکر کوي چې دوی د ځان ژمنتيا او د واکمنۍ پيروي کوي، پرته له دې چې پوښتنه وکړي، چې آيا دا کار  هېواد ته ړښتينې وفاداري ده. لکه څنګه چې په حيوانانو فارم کې خنځيران د باکسر وفاداري د خپل ځواک لپاره کاروي، د طالبانو واکمني هم د افغانانو وفاداري او کار د خپلو شخصي ګټو لپاره کاروي.

دا وفاداري د دې پر ځای چې د خلکو او هېواد لپاره وي، يوازې د واکمنې ډلې ځواک زياتوي او هغه سيستم ژوندی ساتي چې د افغانستان رښتيني ارزښتونه يې ځپلي دي او شخصي ازاديو ته یې زیان رسولی دی. 

افغانستان ته د رښتينې وفاداري مانا!

افغانستان له يو داسې شتمن تاريخ څخه برخمن دی چې پکې زده کړې، بشري حقوق او د يو داسې ټولنې ارزښتونه شامل دي چې خلک پکې د ښه ژوند جوړولو ازادي لري او هیڅوک د چا شخصي حریم کي د لاس وهني حق او اجازه نه لري. تر اوسنۍ واکمنۍ لاندې،
دا اساسي حقوق – په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره – له منځه وړل شوي دي. ښځې له بهر وتلو، زده کړو او د ژوند په نورو برخو کې له ډېرو حقونو او آزايو څخه بې برخي دي.
په حیواناتو فارم کي هم هلته د واکمنانو لخوا دغه توپیري چلند او قانون پلي کېږي، چې ناپلیون وایي: “خښتي او لرګي دي واخیستل شي، چې د فارم په بڼ کې د خوګانو د بچیانو لپاره ښوونځی جوړ کړل شي”. نور څاروي  یوازې پخپل کار او بزګري تمرکز کوي.

 تر داسې يو سيستم لاندې کار کول کېدای شي د وفادارۍ احساس رامنځته کړي، خو په حقيقت کې دا يوازې هغه واکمني ساتي چې د افغانستان ژور ارزښتونه له منځه وړي. افغانستان ته ريښتينې وفاداري دا ده چې خلک د عدالت، وقار او پرمختګ ملاتړ وکړي. دا هغه څه دي چې افغانانو ورته اوږدمهاله مبارزه کړې ده.
 
لکه باکسر، چې هيڅکله يې د ناپليون د واکمنۍ پوښتنه ونه‌کړه، هغه څوک چې بې له پوښتنې د واکمنۍ ملاتړ کوي، کېدای شي په لاشعوري ډول د هغو پالیسیو ملاتړ وکړي چې د خلکو ګټه پکې نشته. رښتينی وفاداري دا ده چې د واکمنۍ بڼې ته پام وکړو او د دې ارزونه وکړو چې آيا د واکمنو ارزښتونه د افغانستان د تاريخي مقاومت، استقلال او يو روښانه راتلونکي خوب پر واقعيت بدلوي که نه. دا ړنده وفاداري يوازې هغه سيستم پياوړی کوي چې د افغانانو حقوق او آزادۍ ورسره ځپل شوې دي.

 
د ظلم په وخت کې د پوښتنې او انتقاد اهميت!

د باکسر کيسه موږ ته دا را زده کوي چې بې له پوښتنې وفاداري، په ځانګړې توګه هغه مهال چې واکمنان د خلکو ګټې په پام کې نيول نه غواړي او حکومت ديکتاتور وي، ډېره غولوونکې وي.

لکه هلته باکسر ټول عمر د واکمنانو لپاره قرباني ورکړي، خو په اخر کي هغه په ژوندوني و پلورل شي؛ مګر بیا یې هم ملګري دا جرات نشي کولای چې هغه وژغوري، یا هغه بګۍ چې باکسر انتقالوي، مخه یې ونیسي. دلته هم موږ د دې نظام بقا غواړو، مګر زموږ ډیر قیمتي او ارزښتمن څیزونه چې واک یې د حکومت په لاس کي دی، خرڅیږي،  لکه د زرکشان غره ته د چینایانو راتلل او کیندنې کول. 

د افغانانو لپاره، چې بشري حقوق او آزادۍ يې له لوی ګواښ سره مخ دي، انتقادي فکر کول نه يوازې مهم دي – بلکې اړين دي. هغه کسان چې چوپ پاتې کېږي، څه نه وایي او له پوښتنې پرته د اطاعت لار يې خپله کړې ده، د يوه داسې سيستم په ملتيا او ملاتړ د ټولنې د سوکالۍ پر ځای د واکمنو د ګټې لپاره کار کوي او خپله پښه په خپل تبر وهي؛ ځکه چې د استبداد پر وړاندي چوپه خوله درېدل د دیکتاتورانو لا ځواکمنول دي.
 

خلکو وهڅوئ چې له ځانه پوښتنه وکړي: ايا دوی د يو داسې راتلونکي ملاتړ کوي چې پکې زده کړه، برابري او آزادي وي، مساوات وي او که غیر شعوري د داسې سيستم ملاتړ کوي چې دا ارزښتونه ځپي او يوازې د خپلو ګټو لپاره کار کوي؟  وفاداري بايد د پوښتنې او د افغانانو، عدالت، او د هغه پرمختګ د ملاتړ معنا ولري چې هېواد يې له اوږدې مودې غوښتنه لري.

د ‌واکمنو تر خوښ ساتلو د خلکو د خدمت لومړيتوب

د حيوانانو فارم کيسه موږ ته دا ښيي چې د ظلم پر وړاندې بې له پوښتنې وفاداري ګټه نه کوي، بلکې د ټولنې لپاره لوی زیان دادی چې نور کسان هم د پوښتنې جراءت له لاسه ورکوي. افغان ته رښتينې وفاداري دا ده چې د واکمنۍ پر ځای د خلکو ملاتړ وسي، د ولس غږ واورېدل شي او هره واکمنه ډله چې د هېواد ارزښتونو ته درناوی و نه کړي، پوښتنه ترې وشي، چې خلک خپل حق وغواړي، هغه څوک چې د داسې يو سيستم ملاتړ کوي چې آزادي، زده کړې او برابري پکې ځپلې وي، نه وي ، دا وفاداري نه ده، بلکې له ولس سره جفا ده  او  يوازې د ظلم ځواک پياوړی کوي.

افغانستان داسې خلکو ته ضرورت لري چې د يوې ډلې د واکمني د بقا او پایښت  پر ځای د ملت د رښتينو ارزښتونو ملاتړ وکړي او د استبداد پر وړاندې عدالت ته ترجیح ورکړي. رښتيني وفاداري هغه وخت ثابتېږي چې موږ د خلکو هيلې په پام کې ونیسو او د يوې داسې ټولنې لپاره کار وکړو چې هر فرد پکې غږ لري، د زده کړو حق لري او د يو روښانه راتلونکي هيله لري. بې له پوښتنې د يوې ډلې د واکمني ملاتړ يوازې يو ظالمانه سيستم پياوړی کوي، حال دا چې د افغانانو د وقار او د هغه راتلونکي لپاره کار کول يو آزاد او پياوړی افغانستان جوړوي.

ليکوال: جانداد جهاني 

Share via
Copy link