تر دغه سرليک لاندې لومړی د دريو فکري مکتبونو اندونه ستاسو پر وړاندې ږدم.
لومړی: د جمهورو په اند رسول الله ص تر نبوت وړاندې او وروسته ليک لوست نشو کولای. د دوی په فکر چې پر دې خبره د قران کريم اياتونه او تاريخي روايتونه دواړه دلالت کوي.
دويم: تر نبوت وروسته رسول الله ص لوست کولای شو؛ ځکه قران کریم ګڼ ځايونه هغه ته د لوست امر کړی دی لکه (أُتل)؛ نو که هغه لوست نشو کولای، قران کریم بيا څنګه ورته دلوست امر کاوه؟ له دې ښکاري چې رسول الله ص لوست کولای شو. دا خبره اختلافي ده چې ليکل يې هم کولای شو که نه؟ د دويم فکري مکتب د ګوتو په شمېر کسان ورته ليکل هم مني، لکه ابو الوليد باجي او ځينې نور، خو ډېر يې ليکل نه مني.
درېيم: د دغه مکتب پلويان وايي چې رسول الله ص هم تر نبوت وړاندې ليک لوست کولای شو او هم تر نبوت وروسته.
د دوی په اند رسول الله ص يو ښه تاجر و، د يوې تجارتي کورنۍ کس و، په مکه کې هغه د يوه بانک حيثيت در لود؛ نو تجارت هم ليک لوست ته اړتيا لري. د هغه شتمنه، بډايه او تجارتي کورنۍ کله خپل بچيان همداسې بې ليک لوسته پرېږدي؟ د خلکو د مالونو او امانتونو ساتنه هم دې ته اړتيا لري چې ليک لوست يې بايد زده وای، که نه د دومره خلکو مالونه يې څنګه سره جلا کول؟
څلورم: دا چې د علي رض ليک لوست زده و، هغه د ابو طالب زوی و، رسول الله ص هم په ماشومتوب کې له ابو طالب سره و، او علي هم، بيا چې رسول الله ص پر خپل ځان متکي شو؛ نو علي رض يې له ځان سره کړ، ځکه د تره ابو طالب يې اولاد زيات و، نو علي رض ښايي رسول الله ص له دې امله خپل کور ته ور سره بېولی وي چې نارينه اولاد يې نه و. علي به هغه کارونه او خدمتونه ورته کول چې د کور يو ماشوم يې بايد وکړي. که علي د خپل پلار په کور کې ليک لوست زده کړی وي؛ نو ابو طالب ولې خپل ګران وراره له دې نعمت څخه بې برخې کړ او زوی يې ته يې ور زده کړ؟ که علي رض په د رسول الله ص په کور کې زده کړی وي؛ نو ښکاري چې خپله رسول الله ص ور زده کړی دی او که يې بل استاد ورته نيولی وي، بيا نو رسول الله ص خپله ولې ور څخه نه زده کاوه، په داسې حال کې چې د تجارت، کاروبار، د خلکو د امانتونو ساتنه کې يې ورته اشده اړتيا هم در لوده؟ دوی د قران کریم له يوه بل ايت څخه هم استدلال کړی دی چې زه به د ليکنې په اوږدو کې هغه له عربي متن او ترجمې سره را واخلم.
جمهور علماء دا خبره کوي چې رسول الله ص تر نبوت مخکې او وروسته ليکل نشول کولای. د دې له پاره د دوی دلايل تاريخي او حديثي دواړه شته. په حديثو کې داسې شواهد شته چې رسول الله ص خپل ليکونه په نورو کسانو ليکل. دا هم سيرت نقل کړي دي چې رسول الله ص د قران کریم د ليکنې له پاره کاتبان در لودل. دوی دليل راوړي که هغه خپله ليکل کولای شوای؛ نو ولې يې خپل ليکونه او د قران کریم کتابت په نورو کسانو کاوه؟ يوه بله خبره دا هم ده چې د عنکبوت سورت په ۴۸ ايت کې چې د رسول الله ص د نه لوست او نه کتابت خبره شوې ده، هلته د (من قبل) الفاظو له لوست سره راغلي دي او له کتابت سره نشته؛ نو له دې هم دوی استدلال کوي چې لوست يې وړاندې نه شوای کولای، لکه چې د (من قبل) الفاظو دا خبره جوتوي او وروسته يې کولای شو (لکه د أُتل) له امره چې ثابتېږي، خو له ليکلو سره يې د (من قبل) قيد نشته، نو ګواکې ده نه مخکې ليکل کولای شول او نه وروسته. پر دې خبره يو بل دليل يې د امي صفت دی چې قران کریم نبي عليه السلام ته ثابت کړی دی.
دويمه ډله علماء پر دې اند دي چې رسول الله ص تر نبوت وړاندې نه لوستل کولای شول او نه يې ليکل، خو تر نبوت وروسته يې دواړه کولای شول.
درېيمه ډله علماء دا خبره کوي چې رسول الله ص هم وړاندې تر نبوت ليک لوست کولای شول او هم وروسته تر نبوت.
تر دې وړاندې چې نور ابعاد يې را وسپړو، لومړی به دغه اياتونه را نقل کړم:
ﵟوَمَا كُنتَ تَتۡلُواْ مِن قَبۡلِهِۦ مِن كِتَٰبٖ وَلَا تَخُطُّهُۥ بِيَمِينِكَۖ إِذٗا لَّٱرۡتَابَ ٱلۡمُبۡطِلُونَﵞ [العنكبوت: 48]
او تر دې وړاندې تا نه يو الهي کتاب لوستی و او نه دې په راسته لاس کوم ديني کتاب ليکلی و، که داسې وای؛ نو به هغو کسانو شک کولای چې دغه کتاب باطل بولي.
په دې ايت کې موږ وليدل چې رسول اکرم صلی الله عليه وسلم تر نبوت وړاندې نه يو الهي کتاب لوستی و او نه يې کوم اسماني کتاب ليکلی و.
د ايت په مفهوم کې ځکه د ديني کتاب الفاظو ور سره زياتوم چې نيوکه له همدې ځایه را پيدا کېده، چې دغه کتاب د هغه بل اسماني کتاب کاپي ده، دا دې ور څخه ليکلی دی، پخوا دې هم دا کار کاوه، هر وخت به دې لوستی. د هر کتاب له لوست څخه څنګه پر ده نيوکه پيدا کېده؟ خبره له دې ځایه ورانېده چې کله يې ديني کتاب لوستی وای يا يې ليکلی وای؛ نو به د دې کتاب باطل ګڼونکو نيوکه کړې وه چې دا خو دې له هغه کتاب څخه نقل کړی دی. که له ديني کتاب پرته د مطلق کتاب لوست او مطلق ليکل شي؛ نو دغه مفهوم ايت څخه نه ثابتېږي، دلته چې کومه موضوع روان ده، پر کوم څه چې بحث کېږي، هغه د ديني کتاب اړوند خبره ده؛ نو د دوی پوښتنې او شکونه هم د ديني کتاب اړوند وو.
نو دغه ايت له رسول الله ص څخه مطلق ليکلو او لوستلو نفې نه کوي، بلکې د ديني کتاب لوست او کتابت يې نفې کړی دی. که يې علی الاطلاق د دواړو نفې کولای؛ نو به يې داسې ويل چې تا نه لوست کولای شو او نه دې ليکل.
دا چې رسول الله ص امي دی، د نبوت مهال هم ورته امي ويل کېدل؛ نو دا يوازې تر رسول الله ص پورې خاص نه دی، بلکې عرب هم اميان بلل کېدل؛ نو مطلب دا دی چې دوی تر رسول الله ص او قران کريم وړاندې بل اسماني کتاب نه در لود. هغه ته يوازې د ابراهيمي ملت تعليمات په ناليکلې بڼه د عملي تواتر له لارې ور پاته وو؛ نو دوی د اهل کتابو په وړاندې اميان بلل کېدل، بلکې که داسې ووايو چې دغه لقب هم اهل کتابو ور کړی دی. هغوی ځانونه يې د کتاب خاوندان بلل او دوی يې اميان، هدف يې دا نه وو چې په عربو کې د ليک لوست څوک نه وو؛ ځکه قران کریم ګڼ ځایونه مسلمانانو ته د ليکلو امر کوي، لکه د (الدَّين) اوږد ايت کې د «فاکتبوه» امر راغلی دی؛ نو که د ليکلو څوک نه وي، بيا امر څه له ور کوي؟
نو دغه ايت له رسول الله ص څخه مطلق ليکلو او لوستلو نفې نه کوي، بلکې د ديني کتاب لوست او کتابت يې نفې کړی دی. که يې علی الاطلاق د دواړو نفې کولای، نو به يې داسې ويل، چې تا نه لوست کولای شول او نه دې ليکل.
دا چې رسول الله ص امي دی، د نبوت مهال هم ورته امي ويل کېدل؛ نو دا يوازې تر رسول الله ص پوري خاص نه دی، بلکې عرب هم اميان بلل کېدل. مطلب دا دی چې دوی تر رسول الله ص او قران کريم وړاندې بل اسماني کتاب نه در لود، يوازې د ابراهيمي ملت تعليمات په ناليکلې بڼه د عملي تواتر له لارې ور پاته وو، نو دوی د اهل کتابو په وړاندې اميان بلل کېدل، بلکې که داسې ووايو چې دغه لقب هم اهل کتابو ور کړی دی، ځانونه يې د کتاب خاوندان بلل او دوی يې اميان، هدف يې دا نه وو چې په عربو کې د ليک لوست څوک نه وو؛ ځکه قران کریم ګڼ ځایونه مسلمانانو ته د ليکلو امر کوي، لکه د (الدَّين) اوږ ايت کې د فاکتبوه» امر راغلی دی، نو که د ليکلو څوک نه وي، بيا امر څه له ور کوي؟
د امي له توري څخه د هغه پر نه ليک استناد سهي نه دی، هغه له دې سره چې لوست يې کولای شوای، ليکل يې هم کولای شوای. قران کريم يې يادونه له دې کبله کړې ده چې تر دې کتاب وړاندې تا کوم بل ديني کتاب نه دی لوستی او نه دې هيڅ ديني کتاب څخه ليکل کړي دي، که تا وړاندې دا کار کولای، نو اوس به دوی شک کړی وای.
دا خبره داسې ده لکه په نورو اياتونو کې چې د کتاب او ايمان په اړه راغلې ده:
راغلې ده:
ﵟوَكَذَٰلِكَ أَوۡحَيۡنَآ إِلَيۡكَ رُوحٗا مِّنۡ أَمۡرِنَاۚ مَا كُنتَ تَدۡرِي مَا ٱلۡكِتَٰبُ وَلَا ٱلۡإِيمَٰنُ وَلَٰكِن جَعَلۡنَٰهُ نُورٗا نَّهۡدِي بِهِۦ مَن نَّشَآءُ مِنۡ عِبَادِنَاۚ ﵞ [الشورى: 52]
او دغه ډول موږ تاته له عالم امر څخه قران وحې کړ، تر دې وړاندې ته نه پوهېدلې چې الهي کتاب څه ډول وي او ايمان څه ته ويل کېږي؛ خو موږ هغه يو داسې نور کړ چې زموږ له قانون سره سم خپل بندګانو په هدايت کوو.
دلته د کتاب يادونه په ډاګه کوي چې الهي کتاب هدف دی، همدا شان ايمان پر هغو شيانو چې دين خپل پيروان په امر کړي دي. که تر دې کتاب وړاندې رسول الله ص يو ديني کتاب لوستی وای يا يې ليکلی وای، نو په ايمان به هم پوهېدلای او کتاب به يې پېژندی. دا چې نه کتاب پېژني او نه ايمان، له دې ښکاري چې تر دغه وخته يې نور هيڅ اسماني کتابونه نه دي لوستي او نه يې ور څخه ليکل کړي دي زما په نظر د هغو علماؤ رايه سمه ده چې رسول الله ص تر نبوت وړاندې هم ليک لوست کولای شو، تر نبوت وروسته يې هم کولای شو، يوازې د اسماني کتاب لوست ور څخه نفې شوی دی او هم يې ليکل. دا پر مطلق لوست او نه ليکلو دلالت نه کوي.
ليکوال: زبير افغان