کاکیستوکراکسي له یوناني کلیمې(κάκιστος) څخه اخیستل شوي چې د بدترین په مانا ده. په اولسمه پېړۍ او را ورسته کلونو کې کاکیستوکراسي صفت د داسې حکومتونو لپاره کاریده، چې د ټولنې تر ټولو نا اهله قشر په واک کې وي.
د طالبانو رژیم په افغانستان کې د کاکیستوکراسي یو واضح مثال دی، چېرې چې واک د تر ټولو بې کفایته، بې سواده او متحجرو کسانو په لاس کې دی. له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي، شایسته سالاري( Merit Based governance) یا هغه حکومتولي چې واک او مقام پکې وړ او لایقو کسانو ته سپارل کېږي، شاته غورځول شوې او پر ځای یې خپل خلک د اړیکو، خپلویو، شخصي وفاداري او نورو سلیقو او علایقو پر بنسټ ټاکلي. همدې کړنو هېواد له اقتصادي رکود، ټولنیز ځور او سیاسي ګډوډي سره مخ کړی دی.
د طالبانو د رژیم هغه ځانګړتیاوې چې کاکیستوکراسي څرګندوي:
۱. فساد او خپلوي پالنه
د کاکیستوکراسي یوه ځانګړنه فساد او خپلوي پالنه ده: د طالبانو حکومت د پراخ فساد ښکار دی. دوی کلیدي پوستونه هغو کسانو ته سپاري چې نه د وړتیا، نه د تجربې او نه د تعلیم له مخې مناسب وي، بلکې یوازې د خپلو اړیکو او وفاداري له مخې ګمارل کېږي. دوی ته لا اوس هم هغه بې سواده کس چې نظام ته وفادار وي تر هغه دوکتور چې پر نظام نقد کوي؛ بهتره دی. یوازې دا نه بلکې په دوی کې هغه کسان چې ژمن وي، خو که هرڅومره بې سواده وي د لوړ بست د مقررۍ فرصت لري.
دا کړنه د وړ او لایقو خلګو لپاره د فرصتونو دروازې بندوي او د یو بې کفایته ادارې د رامنځته کېدو سبب کېږي.
برسېره پر دې، دوی خپلو پلویانو ته جعلي تحصیلي سندونه ورکوي، چې د سطحي ازموینو له لارې ورته لیسانس، ماسټرۍ او حتی دوکتورا سندونه ورکوي. لکه چې په دا ورستیو کې 26000 ملایانو ته د ماسټرۍ او دوکتورا سندونه ورکول شول. تر دې سندونو مخکې له ډېرو پوهنتونونو څخه د استادانو منفکي هم دا جوتوي چې دوی غواړي خپل هغه کسان چې اوس یې د دوکتورا او ماسټرۍ سندونه ورکړي پر تشېدونکو بستونو وګماري.
دا بې تجربه خلک بیا د وزیرانو، رییسانو او نورو لوړو چارواکو په توګه ټاکل کېږي، چې د مدیریت او پرېکړو ظرفیت له سره لري نه. دا چاره که څه هم علني تر سره کېږي، خو د یو پراخ سیستماتیک او عمده فساد ښه بېلګه ده. مخکې وختونو کې فساد هغې کړنې ته ویل کېدل چې د پیسو واسطې او یا نورو عواملو په مرسته یو نا اهل کس ته بست، مقام او یا قانوني امتیاز ورکول کېده خو اوس چې همدا فساد په عمده، سیستماتیک او ډلهييز شکل ترسره کېږي خلکو ته ښيي چې دا د شریعت تقاضا ده.
۲. نا اهله او بې سواده رهبري
د کاکیستوکراسي بله ځانګړنه د نا اهلو رهبري ده. د طالبانو مشري په معاصر تاریخ کې د تر ټولو بې سواده ډلو څخه ګڼل کېږي. ډېرو وزیرانو یې حتی ښوونځی هم نه دی بشپړ کړی، او د حکومت کولو لپاره هېڅ اړین مهارتونه، پوهه او تجربه نه لري. په اوسنۍ نړۍ کې په بل هیڅ هېواد کې په دې کچه بیسواده کابینه نشئ موندلای. د ټولو وزیرانو ، ریسانو او والیانو له جملې یې ممکن د ګوتو په شمېر کسانو ښوونځی او پوهنتون خلاص کړی وي نور ټول یا جعلي سندونه لري( کوم چې د مدرسو له طالب العلمانو د ازموینې وروسته ورکړل شوي) او یا هیڅ سند نلري. ان د پوهنتونو نوي ټاکل شوي ریسان او د صحت عامې په ریاستونو کې مقرر شوي کسان یې هم غیر مسلکي او بې سواده دي. که چېرته تاسو د ځینو پخوانیو پوهنتونو او عامي روغتیا د ریاستونو تاریخچه ولولئ پوه به شئ چې تېرو سلو کلونو کې تر ټولو غیر مسلکي او بیسواده رهبري دا مهال لرو او د طالبانو د امارت په تېره دوره کې وه.
د دوی لیدلوری د دین له یو تنګ او زاړه تفسیر څخه اغېزمن دی، چې د عصري تعلیم، ساینس او ټکنالوژي پر وړاندې یې کرکه راپارولې ده. د عصري تعلیم پر وړاندي کرکه ددې طبقې په نفسیاتو او لاشعور کې ځای پر ځای شوې ده. هغه داسې چې کله یو کس له عصري تعلیم او د ماډرنې نړۍ له حالاتو خبر شي، بیا ددوی پر وړاندي د مقابل او منتقد په حیث ځان را ښکاروي؛ چې داسې انسان بیا د دوی په نظر بلکل نظام ته خطر پېښوي او په یو ډول یې انزوا ته کوي.
که څه هم ځینې زده کړې لرونکي کسان د دوی تر څارنې لاندې کار کوي، خو د دوی د بې کفایته مشرانو لخوا اکثره یې هره ورځ تحقیرېږي او د هغو د خلاقیت او نوښت مخه نیسي. لا زیات وړ او لایق باسواده وګړي چې اوس له دوی سره په اداراتو کې کار کوي د اختناق تر حالته رسېدلي، خو د مجبوریتونو له کبله نشي کولای چې وظیفې پریږدي.
د معاصرو سیسټمونو او تخصص پر وړاندې د طالبانو کرکې د افغانستان پرمختګ له جدي ستونزو سره مخ کړی دی او خلک یې د هېواد له راتلونکې ناهیلي کړي دي.
۳. احمقانه معیارونه
کاکیستوکراسي د شایسته سالاري برعکس چې نوښتونه او مثبتې کړنې وستایي او په سمه توګه د مکافاتو او مکافاتو اصل تطبیق کړي دوی برعکس د احمقانه او ورانکاره فعالیتونو ستاینه کوي.
طالبان په ښکاره ډول اعتراف کوي چې لوړ پوړي مقامونه هغو کسانو ته ورکوي چې په جګړه کې یې بمونه ځای پر ځای کړي، وژنې یې ترسره کړې، یا د دوی د ډلې لپاره یې ځانګړې وفاداري ښودلې وي. د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد په یوه غونډه کې چې له طالبانو د ازموینې اخیستلو اړوند جوړه شوې وه وویل چې “له طالبانو باید سخت او مسلکي ازموینې وا نه اخیستل شي بلکې وکتل شي کوم کس زیات بمونه پټاوه کړي”
په همدې تړاو تیر کال اسماعیل یون چې د ژوندون تلویزیون رئیس دی په یو ویدیویې مرکه کې طالبانو ته وویل: کوم کس چې د برق پایې الوزولي د بریښنا وزیر شوی، چا چې پُل الوزولی د فواید عامې وزیرشوی، چا چې د تیلیفون پایې الوزولي د مخابراتو وزیر شوی خو چا چې دې ملت ته خدمت کړئ؛ په خیانت تورن شوی دی.
دا کړنه حکومتولۍ ته د یو ناسم مکافاتي سیسټم بڼه ورکوي، چې پکې تجربه او وړتیا هېڅ ارزښت نه لري بلکې ورانی او وحشت د مقام او احترام معیار ګرځي.
طالبان په دې کړنو سره د حکومتولۍ او قدرت کلتور بدلوي او خپلو مخالفینو ته ښایي چې تاسو هم باید ورانی وژني وکړئ او د زور له لاري حکومت تر لاسه کړئ او بیا ورته ټول انساني او اخلاقي معیارونه تر پښتو لاندي کړئ او هرڅه چې مو زړه وي هغه وکړئ. دوی په دې شکل قانون ادارې او نهادونه له منځه وړي او پر ځای یې د شخصي سلیقو او علایقو پر اساس نظام را منځ ته کوي.
۴. په مقرراتو او کړنو کې د ځان په ګټه بدلون
طالبان د خپلو ګټو لپاره قوانین او کړنې په خپل سر بدلوي. دوی د خپلو پلویانو لپاره ځانګړې اسانتیاوې برابروي او د پروسو اعتبار له منځه وړي. د دوی لا اوس هم زیاتره پر قوانینو باور نلري، بلکې د شریعت خبره کوي خو دا چې شریعت ډېر جدي او ان د هیڅ انسان په وړاندي د تبعیض چلند نلري؛ نو کله چې دوی تر یو شرعي امر لاندي راځي په یو ډول نه په یو ډول ځان ترې باسي او شریعت یوازې پر بېچاره او مظلوم ولس پلی کېږي. شاید په سلګونو داسې پېښي وي چې ډېر مخور رييسان او ان وزیران پکې رسوا شوي وي، خو د دوی د فکر له مخې دوی شریعت یا په خپله نفعه تعبیر کړی او یا یې مجرم ته د وتلو اجازه ورکړې چې له هېواده ووځي.
څنګه چې دوی جعلي تحصیلي اسناد او د خپلوی پر بنسټ ګمارنې عامي کړې، دا کړونو د افغانستان په ټولنه کې د مشروعیت کچه راټیټه کړې او د وړتیا پر بنسټ سیسټم یې له منځه وړی دی. د دوی دا او نورې کړنې د دې باعث شوې دي چې دولتي بنسټونه د ملت او نورې دنیا پر وړاندې خپل اعتبار له لاسه ورکړي، مسلکي او پر کار بلد خلک له هېواده ووځي، او د دوی سیاستونه ملت د بدبختي په لومه کې راګیر کړي.
د طالباني کاکیستوکراسي پایلې
د طالبانو د نا اهله حکومتولي پایلې خورا ګواښوونکې دي. د مهمو پایلو په ډله کې:
۱. اقتصادي سقوط
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان اقتصاد په بشپړ ډول له منځه تللی دی. د ناسم مدیریت، د تخصص نشتون او نړیوالو له خوا عدم مشروعیت، د فقر او غربت باعث شوی چې د میلیونونو افغانانو ژوند اوس په بهرنيو مرستو پورې وتړل شي. د بهرنیو مرستو وېش هم دلته په تبعیضي رنګ رنګ کړل شوی، ځکه زرګونه د WFP موټران او مرستي یوازې هغو ساحو ته رسېږي چې د دوی خلک او د دوی ملاتړي اوسېږي. په ښارونو کې لا تر اوسه د هیڅ ډول مرستې څرک لیدل شوی نه دی. د دوی لپاره اوس هم افغانان دوې کټګوری دي. یو هغه چې مخالف دي او بل هغه چې ملاتړي دي. د دوی صمیمت يوازې د ملاتړو پر وړاندي دی. د دوی د بې کفایته مدیریت له وجې د ملي پولي واحد (افغانیو) نوسان په دې کچه دی چې خلک یې ټول په ویره کې اچولي د هېواد شاوخوا ٣٠% اقتصاد GDP له منځه تللې او نږدې ٩٠% خلک د فقر تر خط لاندي ژوند کوي، خو طالبان دا مسایل الهي عذاب او طبعي پېښې بولي او لا هم د نجونو د ښونځیو او کار په بندیز تاکید کوي.
۲. د مغزو تېښته
په میلیونو باسواده او ماهر افغانان د هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي؛ ځکه طالبان د وړتیا پر بنسټ اداره نه مني. دې کړنې د افغانستان د بیا رغونې هڅې نورې هم ستونزمنې کړې دي. داسې کسان چې په روغتونو کې داکتران، پوهنتونو کې استادان او مسلکي انجنیران وو، خو د خپلو بې کفایته مشرانو له لاسه اوس هېواد پرېښېدو ته اړ شوي دي. د راپورونو له مخې یواځې ١٢٠٠ د پوهنتون استادان له هېواده وتلي د ډاکټرانو او انجنیرانو شمېر ممکن ددې څو چنده وي.
۳. ټولنیز او جنسیتي ځور
طالبانو خپلې شاته پاتې پالیسۍ د ښځو او لږکیو په وړاندې پلې کړې دي، چې د بشري حقونو پرمختګ یې له خنډ سره مخ کړی دی. ښځې له زده کړو، کار او عامه ژوند څخه بې برخې شوي دي، چې هېواد یې له نیمایي کاري ځواک او فکري ظرفیت څخه محروم کړی دی. د دوي دا نا سنجیده سیاست د هېواد اقتصاد ته هرکال ملیاردونه ډالر زیان اړوي او د بالقوه اقتصادي ودې مخه نیسي.
۴. نړیواله انزوا
د طالبانو د حکومت چلند افغانستان له نړیوالې ټولنې څخه لرې کړی دی. د نړیوالو اصولو پر وړاندې د دوی عدم التزام، د بشري حقونو نقض او له ترهګرۍ سره اړیکې د دې سبب شوې چې هېڅ مشروعیت ترلاسه نه کړي. دې چاري تر ټولو ستر زیان افغان وګړو ته اړولی په داخل او بهر کې د حکومت عدم مشروعیت د هر افغان په ژوند منفي اغېز لرلی دی.
۵. د بنسټونو زوال
د طالبانو تر واک لاندې هغه کمزوري بنسټونه، ادارې او قانون چې پاتې وو، نور هم ویجاړ شوي دي. جعلي اسناد، خپلوي پالنه او فساد عام شوي دي، چې د خلکو او نړیوالو باور یې له منځه وړی دی.
د دې وضعیت د حل لارې
۱. نړیوال تعامل
نړیواله ټولنه باید د افغانستان په اړه د تعامل لپاره نوې لارې چارې غوره کړي، چې حساب ورکونه او اصلاحات پکې پر ځای شي، پرته له دې چې د طالبانو بې کفایتي ته مشروعیت ورکړي. افغانان او نړیوال باید طالبان حساب ورکولو ته مجبور کړي، ټاکنو ته زمینه برابره کړي او یو داسې حکومت جوړ شي د وړتیا په اساس هر افغان پکې ځان وویني.
۲. د مدني ټولنې آزادي او ملاتړ
افغان مدني ټولنه، چې ښځې، ښوونکي او مسلکي خلک پکې شامل دي، باید ملاتړ ترلاسه کړي ترڅو بدلون لپاره کار وکړي او د یو روښانه راتلونکي لپاره بدیل وړاندې کړي. په اوسنیو شرایطو کې حتی دوکانداران هم د خپلي ظاهرې قیافې او شکل له مخي په زور تهدید کېږي چې باید ږیرې پریږدي؛ نو د مدني فعالانو چې د وضعیت به څه حال وي شاید تر دې هم بدتر. د نړیوالو بشردوستانه سازمانونو ټینګ ملاتړ باید د اوسنیو مدني فعالانو سره وي چې تر څو د بې عدالتۍ په وړاندي غږ پورته کړي.
۳. د وړتیا پر بنسټ د حکومتولۍ غوښتنه
په کور دننه او بهر هڅې باید د وړتیا پر بنسټ د حکومتولۍ د ارزښتونو پر ملاتړ متمرکزې وي، ترڅو د کاکیستوکراسۍ مخه ونیسي.
پایله
د طالبانو رژیم د کاکیستوکراسۍ یو څرګند مثال دی، چېرې چې بې کفایتي او فساد د ملت پر برخلیک مسلط دی. د افغانستان د بیا رغونې لپاره اړینه ده چې حکومتولي د وړتیا، زده کړې او حساب ورکونې پر بنسټ وي. یوازې په دې توګه افغانستان کولی شي د اوسني بحران څخه ځان وژغوري او د یو روښانه راتلونکي پر لور ګام واخلي.
لیکوال: جانداد جهاني