د زړه خواله؛ د یویشتمې پېړۍ دین او ساینس

Image

د ځینې ملګري کله کله مسیج وکړي او یو نیم بیا په تبصرو کې اشاره کوي چې ولې دین او ساینس تقابل ته نه سره اچوم؟ ځینې بیا وايی چې ولې په ساینسي مسایلو کې دیني خبرې ډېرې نه کوم؟ بعضې بیا دا خبره کوي چې ولې دې له ساینسي مسلک سره-سره په عقیده کې بدلون نه دی راغلی؟ ځینې بیا تشویش لري چې روغ به پاته نه شم. دا چې زما شخصي نظر او باورونه څه ډول دي، په دې اړه به هم وغږېږم.

یو وخت یوه کس اوږده مسیجونه را لېږلي و او د پیغامونو په یوه برخه کې یې لیکلي و چې «یاره ته خو بېخي په ساینس نه پوهېږې». په دې خبره يو څه خپه شوم، ځکه فکر مې کاوه چې دا کس به حتمن زما په مسلک کې لوړې زده‌کړې لري او پوهېږي به. د خپګان علت مې دا نه و چې زه ولې په ساینس نه پوهېږم، خپه په دې شوم چې شاید غلط پوهېږم. خو چې پوښتنه مې ترې وکړه، ویل یې حقوق او سیاسي علوم مې لوستي، په ادبیاتو کې زیاته مطالعه لرم او په څنګ کې له ځینو ساینسي مسایلو سره هم علاقه ساتم.
ما ویل ښاااا!
بیا مې یو څه خبرې ور سره غبرګې را غبرګې کړې، خو لنډ یې را ته وویل چې «ولې له ساینس سره مسلمان پاته شوی یې؟ داسې مه کوه».

څو شېبې وروسته پوه شوم چې سړی ملحد دی.

اول به راشم دې ته چې د ساینس بنسټ او فلسفه په ایجاداتو او موندنو بناء ده، حکم نه کوي او بل کار یې دا دی چې د «ولې» په ځای د «څرنګه» پوښتنه مطرح کوي. مثلا: نیوټن ویلي: «د جاذبې قانون را ته وایي چې سیارې څنګه د لمر پر  شاخوا را تاوېږي، خو په دې اړه نه غږېږي چې دا سیارې چا په حرکت راوستلې دي»

ساینس چې هر څومره ډېر پرمختګ وکړي او لویې لویې موندنې ولري، بیا هم یوازې هغه شیان مومي چې په کائناتو کې شته او د پېښو په بڼه د مشخصو قوانینو له مخې واقع کېږي او موږ یې تجربه کوو. ساینس همدا قوانین پلټي او یوازې د «څرنګه» پوښتنه ځوابوي، مثلا ساینس را ته ویلای شي چې کائنات څرنګه پیدا شول؟ خو دا نه وايي چې ولې پیدا شول؟ اوس که څوک د «څرنګه» د پوښتنې ځواب د «ولې» په پوښتنه هم تطبیقوي، نو لویه اشتباه کوي. همداراز، هغوی هم تېروتلي چې د «څرنګه» اړوند جوابونه د «ولې» لپاره استعمالوي.

له بلې خوا، د الحاد بنسټ په نفي ولاړ دی، خپله خبره او ایجاد نه لري، په همدې دلیل الحاد له ساینس سره ټکر تیوري ده. الحاد وار له مخه لا د داسې پدیدو د رد خبرې کوي چې خپله یې هم د شتون لپاره دلایل نه لري او نشتون یې هم نه شي ثابتولای. الحاد په ساینس کې تر تاریخ تېر شوی دی، زیاترو ساینسپوهانو ډېر پخوا لا له الحاد سره خدای پاماني کړې ده، اګنوسټیک ساینسپوهان یې یو داسې مثال دی چې که څوک سم ور ته ځیر شي، د ساینسي الحاد د زوال بنسټ یې ایښی دی. په ټولینیزو علومو او نورو مسلکونو کې لا خلک د الحاد خوا ته دلایل تراشي، خو د ساینس له طرفه یې جرړې ختلې دي.

بله خبره د باور ده، مشهوره ساینسپوهه زبینا هوسنفلډر وايي «زه اوس هم په داسې شیانو باور لرم چې د شتون لپاره یې هېڅ ډول ساینسي دلایل نه لرم.». (د زبینا بشپړه مرکه ما ۶ میاشتې مخکې ژباړلې وه چې له مرګه وروسته د را ژوندي کېدو اړوند وه او پاسنۍ خبره یې هم پکې کړې ده. زما د فیسبوک پر وال اوس هم شته) زبینا هوسنفلډر هغه مخکښه ساینسپوهه ده چې همېشه کوشش کوي الحاد ساینسي کړي، مګر نه توانېږي.

ځینې کسان او مشهور ساینسپوهان لکه سټیفن هاکینګ بیا د خدای په اړه ناسم تصور لري او خدای هم د انسان غوندې د دغې نړۍ قوانینو ته محتاج ګڼي، نو ځکه خو الحاد ته پنا وړي، مګر وروسته له الحاده هم تېرېږي او اګنوسټیک پاتېږي، چې دا بدلون خپله د الحاد پر شا یوه زوروره لغته ده. 

او تر ټولو ورهاخوا، ساینس اوس په داسې یوه مرحله کې دی چې د مادې، هستۍ او نېستۍ تعریفونه یې بدلون کوي؛ کوانټم تیوري د روحانیت او عرفان خبرې کوي؛ ګڼې نورې داسې کیسې را سپړي چې انسان له مادې نه د معنا خوا ته هڅوي؛ ملحد او ماده پرست ساینسپوه مجبور شوی چې له مرګه وروسته را ژوندي کېدو ته ساینسي دلایل راوړي؛ دا ټول هغه موارد دي چې هماغه ساینسپوهان یې له حیرانتیا سره مخ کړي، کومو چې د خدای او سم دین تر پېژندنې او مطالعې وړاندې له ساینسي غروره هر څه رد کړي وو. په دې کې یو علت دا هم و چې په تېرو څو پېړیو کې کلیسا او ځینو دیني ټېکه دارانو د دین په نوم په خپله ګټه ساینسپوهان تکفیرول او وژل، نو د ساینسپوهانو په زړه کې هم له ادیانو سره حسد پیدا شو، خو اوس د دې کار تاوان دواړې خواوې پرې کوي.

د روانې یویشتمې پېړۍ دویمه نیمايي به د ساینس په تاریخ کې یوه داسې دوره وي چې ساینسپوهان به په خپلو منځونو کې په داسې ساینسي بحثونو اخته وي چې دین او الهیات به یې مهمې برخې وي. ځکه: شلمه پېړۍ له پیله تر پایه د ساینسي غرور دوره وه چې اوس بېرته مخ پر ځوړ روانه ده. دوی دا هر څه له ساینسي دایرې وایستل، مګر اوس ساینس بې اختیاره هماغې خوا ته ورننوت چې د هر چا له کنتروله وتلی کار دی. ساینسپوهان په دې لګیا دي چې څرنګه ساینس، هستي، نیستي، الهیاتو، عرفان، روحانیت او اړوند مسایلو ته یو ټول منلی تعریف او بیان پیدا کړي، ځکه د تېرې پېړۍ ساینسي کیسې له چلینج سره مخ دي.

“نوی الزام را باندې ولګوه
زړې خبرې خو زړې شوې کنه”

اوس به راشم دې ته چې زه څرنګ باور او عقیده لرم:

زه مسلمان یم. ساینس ته د دنیاوي علم د یوې برخې په سترګه ګورم؛ لکه یو ډریور چې موټرواني زده کوي، خو کله چې سورلۍ له کابل څخه غزني ته ورسوي، دا لاس ته راوړنه د الحاد لپاره دلیل نه ګرزوي؛ یا لکه یو خیاط چې د خیاطي له زده کولو وروسته د جامو ګنډلو په ماشین او بخیو کې الحاد نه لټوي؛ زه هم ساینس ته د یوې نابشپړې لارې او کسب په سترګه ګورم چې یو خو همېش د بدلون په حال کې دی او بل دا چې سروکار یې زموږ له محدود ذهن او حواسو سره دی. په دې شعور او حواسو باندې موږ د فزیکي نړۍ په پدېدو لا پوره نه شو پوهېدای، نو د انتزاعي مفاهیمو په پوره ثبوت یا رد خو بېخي نه توانېږو. باورونه او ساینس ما سره جلا کړي دي، که ساینس زما د عقیدې اړوند هر څه رد یا ثبوت کړي، ما ته به هېڅ مهمه نه وي، ځکه زه ساینس د دین او دین د ساینس په تله نه اندازه کوم. البته په ځینو ضمني مواردو کې یوه اندازه اړیکې سره لري چې هغه بېخي بېل بحث دی، که خدای کول بل وخت به پرې وغږېږو.

په اخېره کې دا یادونه اړینه بولم چې ساینس ته باید ډېر کار وشي، ترې و نه ډار شو، د خدای په کارونو کې د مداخلې نوم ور نه کړو، بلکې یو مهم علم یې وبولو چې جلا تګلاره لري، کله چې یې سم زده کړو او خپل دین هم په پوره مانا ور سره تعقیب کړو، بیا نو د دنیا او اخرت ګټې پکې دي.
راځئ ساینس ته کار وکړو!

لیک: وکیل احمد عزيزي

Share via
Copy link