د کاذبې اشباع په ناروغي ډېر خلک اخته دي. کله مو پام شوی دی چې د اهدافو او راتلونکې لپاره د ارمانونو په اړه خبرې کول خوند کوي. دغه خوند ذهني اشباع رامنځته کوي. له دغه حالت سره ډېر احتیاط په کار دی ځکه چې په ناروغي بدلېږي.
دا حالت څنګه پېښېږي؟
کله چې موږ د خپلو اهدافو په اړه خبرې پیل کړو، که څه هم عملي کار نه کوو، خو زموږ ذهن انګېري چې ګوندې پرمختګ کوو. ذهن مو د خوند هورمونونه ترشح کېږي او موږ له دې پروسې خوند اخلو. د وخت په تېرېدا، د دې پر ځای چې عملي کار وکړو، فقط خبرې، غورې، او مشورې کوو.
ځیني کسان کلونه او آن لسیزې د دې پر ځای چې د خپلو اهدافو لپاره عملي کار وکړي، مازې خبرې کوي او ذهن دوکه کوي. ذهن انګېري چې ګوندې پرمختګ روان دی. خو کیسه هله خطرناکه شي چې ذهن یې له عادي خبرو نه اغېزمن کېږي او هغه هورمونونه چې پخوا یې ترشح کول، اوس یې نه کوي. اوس نو کس مجبور شي چې خبرې لیږ غټې کړي چې ذهن دوکه کړي. اخر دا چې لاپې شاپې پیل کړي.
ځیني کسان به مو لیدلي وي چې خلک یې «لاپو» بولي. دغه کسان هم د خپل تېر ژوند او هم راتلونکي په اړه لاپې وولي. هر کار یې کارنامه وي، فقط فرق دا وي چې حقیقي نه وي او د دوئ ذهني خیال پلوونه وي. دغه کسان په کاذبه ذهني اشباع اخته ناروغان دي.
حل لاره څه ده؟
له وړوکیو اهداف پیل وکړئ، عملی کار پیل کړئ، او له خلکو سره ډېرې مشورې مه کوئ. لومړي هدف ته چې ورسېدئ، ذهن مو اصلي اشباع ته رسېږي، اوس یې په اړه خبرې هم کولی شئ. هغه خبرې چې د ترلاسه شویو اهدافو په اړه وي، هغه تاسې هڅوي چې نور اهداف هم وټاکئ او هله یې له نورو سره شریک کړئ چې ور ورسېږئ.
لنډه دا چې، ذهن باید ډېر ژر د رښتیني او کاذب پرمختګ په توپیر پوه کړو.
بله مهمه خبره دا ده چې موږ ته تل ویل شوي چې مشورې وکړئ. ډېرې مشورې ښه کار نه دی. «نوال راویکانت» وایي: “که غواړئ ناسم تصمیم ونیسئ، له «هرچا» پوښتنه وکړئ.” مشورې کول دقیقا هماغه کاذبه اشباع رامنځته کوي. بل تاوان یې دا دی چې رنګارنګ او سره ټکر خبرې اورئ او هوډ مو کمزوری کېږي. راز دا دی چې که هر مثبت کار کول غواړو، له یو-نیم باوري کس پرته، له نورو سره به یې نه شریکوو. په دې توګه له کاذبې اشباع خوندي کېږو، رنګارنګ خبرې مو هوډ نه کمزوری کوی او عملي ګام اخیستل راته اسان کېږي.
لیکوال: عبدالحمید هڅاند