وړمه ورځ جلالاباد کې وم، تصادفاً په هماغه ورځ لا جلالاباد ته نهوم رسېدلي، چې د استاد ثاقب پېغام راغی، او له یوې خورا ارزښتمنې ډالۍ څخه يې خبر کړم. په جلالاباد کې يې کارځای ته ولاړم، بېخي شاک شوم، چې څنگه په دومره کمعمرۍ کې دې یو هلک دومره ستر استعداد ولري، موږ وخندل چې ننگرهار ته خو بې څه د «علم زانگو» نهویل کېږي.
راځم د دې ستر هنر اقتصادي ارزښت ته، ایا تاسو پوهېږئ، چې د استاد ثاقب پهڅېر نور خوشنویسانو او اهلِهنر په تش جیب دا هنر پالي، دا زموږ ټولنه ده، او موږ پوهېږو، چې اقتصادي خوارځواکي یو انسان تر کومه حده ځپي! استاد سره مې پههمدې تړاو په ساعتونو-ساعتونو خبرې وکړې، چې څنگه وکولای شي، له خپل دې هنر څخه لا ډېر عاید تر لاسه کړي، انشاءالله.
زما په نظر څو ستونزې دي، چې د کالېگرافۍ/خوشنویسۍ په څېر نور اهلِهنر نهشي کولای یا په سختۍ کولای شي، چې د خپل هنر پهوسیله نسبتاً ډېر عاید ولري:
- د ولس اقتصادي ستونزې: کله چې یو ټولنه له اقتصادي کړکېچ سره مخ وي، خلک تر ټولو لومړی د خپل ژوند د اساسي اړتیاوو (لکه خواړه، کور، روغتیا، زدهکړو…) په پوره کولو فکر کوي. په داسې شرایطو کې هنر یو «اضافي» فعالیت گڼل کېږي، او خلک بیا د هنر ارزښت په مادي توگه نهشي درک کولای.
- ناسم درک، هنر یو شوق دی: زموږ او زموږ په څېر غریبو او ناپوهه ټولنو کې هنر د یو مسلک په توگه نه، بلکې د تفریح یا ساعتتېرۍ په توگه منل شوی. که چېرې اهلِهنرو ته د ښو روزل شوو مسلکونو (ډاکټر، انجینییر، سوداگر…) په څیر ونهکتل شي، نو له دې هنر گټه حرامه بویه!
- عامه پوهاوی صفر دی: ډیری وخت خلک داسې گڼي چې گواکې هنر یو «اسان» کار دی او د هغې د تخلیق لپاره د اهلِهنر زحمت، مهارت، او وخت په پام کې نهنیسي مثلاً استاد ثاقت به پر دې تابلو (ته چې لاړې کلی ړنگ شو) څو ساعتونه یا حتی ورځې تېرې کړېوي، خو عام خلک یوازې پایله ویني او پایله ورته دا د بیت نیمبیتي ښکاري، په دې برخه کې د اړونده ادارو له لوري عامه پوهاوي ته جدي اړتیا ده.
- د مارکېټ ستونزه/د خلکو بېوزلي: په غریبو هېوادونو کې د هنري توکو بازار ډېر کوچنی وي. ډېری خلک هڅه کوي چې ارزانه توکي واخلي، او د هنر یا د دې تابلو په څیر څیزونه چې ډېرو پيسو ته اړتیا لري، ممکن وپېرل شي خو په خورا ټیټه بیه، او دا بیا هغه څه دي، چې اهلِهنر زښت ځپي، او د دوی د کار پر وړاندې ستر خنډ گرځي.
- د اړونده ادارو کمه پاملرنه: د افغانستان پهڅېر هېوادونو کې د هنر او کلتور په اړه رسمي روزنه او ترویج خورا کمزوری وي. داسې هېوادونو کې ځوانان هڅول کېږي چې داسې مسلکونه وټاکي چې ژر او ډېر پیسې پکې وي، نه هغه چې د هنر په څېر اوږد مهاله پانگهاچوونې اړتیا ولري.
لیکوال: عبدالوافي نايبزی