یادونه: دا مقاله په ايران او پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت تحلیلوي او د کوم ځانګړي حکومت پر پالیسیو نیوکه نه ده.
د افغانانو د کډوالي بحران له شک پرته له افغانستان څخه سر چينه اخلي. که څه هم واکمنان بدل شوي، خو ټولو ونشو کړاى چې داسې یو نظام رامنځته کړي چې خلک پکې د امنیت، حقونو د خوندیتوب او درناوي ډاډ ترلاسه کړي او پکې د خپل شتون احساس وکړي. افغانستان لا هم داسي هېواد نه دی چې په بهر کې ميشت افغان کډوال ځان ته راکش کړي بلکې د مختلفو لاملونو پربنسټ ځوانان له هېواد څخه بهر وتلو ته لالهانده دي. دغه نپمکړتيا نه يوازي سياسي ناکامي ده بلکې زموږ د پنځو لسيزو د ناوړه تګلارو پايله ده.
ايران او پاکستان، چې له څلورو لسیزو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه هېوادونه دي، او د دغه کوربهتوب څخه يې ستراتیژیکې او مالي ګټې تر لاسه کړي دي، بیا يې هم افغان کډوالو ته نه قانوني خوندیتوب برابر کړی او نه يې هم ورته په ټولنه کې د ګډېدو لاره هواره کړي ده. ايران او پاکستان د کډوالو په زړونو کې د محرومیت، ډار او تبعیض فضا رامنځته کړې ده. نن سبا افغان کډوال هلته له قانوني نامعلوموالي، د پولیسو له ځورونو، له بېبنسټه نیولو، جبري شړلو، د خپلو کورنيو امنيتي نيمګړتياو پټولو لپاره د قرباني ګرزولو په حالت کې ژوند کوي. آن هغه ځوانان چې هلته زیږیدلي او لوی شوي دي، د پردیو په سترګه ورته کتل کېږي، له حقونو څخه بېبرخې دي او د راتلونکې په هکله نا هيلي شوي دي.
نړیواله ټولنه هم په دغه تړاو د خپلو مسؤلیتونو په سرته رسولو کې پاتې راغلي . که څه هم تمویلوونکو هېوادونو د کډوالو لپاره پروګرامونه تمویل کړي دي، خو د اوږدمهاله کډوالي، بې هويته ژوند ته د حللارو په نه موندلو یې سترګې پټې کړې دي. په ايران او پاکستان کې د افغان کډوالو بحراني حالت یوازې سیمهییزه نيمګړتيا نه، بلکې یوه نړیواله اخلاقي ناکامي ده.
په پرديو هېوادونو کې ژوند د ډېرو افغانانو پر زړونو باندي داسې زخمونه جوړ کړي چې له جګړې هم ژور دي. درد یوازې دا نه دی چې هغوى له هېواد څخه ووتل. تراژیدي دا ده چې نه خپلو او نه هم پرديو هغوى ته په کډوالي او نه هم په خپل هېواد کې د عزتمند ژوند تېرولو زمینه برابره کړه.
هیڅوک باید په بې وطني کې د سپکاوي او خپل هېواد ته له ستنېدو څخه د وېرې ترمنځ د يو اړخ انتخاب ته مجبور نشي، خو بدبختانه دا هغه تريخ حقیقت دی چې میلیونونه افغانان ورسره مخ دي. په پاکستان او ايران کې د قانون له سترګو پټ ژوند کوي، له کرکې، تحقیر او محرومیت سره مخ دي، خو افغانستان ته بېرته ستنیدل هم ورته له کور، فرصتونو او د ادغام له اسانتياو پرته یوازې د مجبوريت پرېکړه ده.
البته ډېرو ته په خپل ټاټوبي کې په سر باندې له سيوري پرته هم ژوند په پردي هېواد کې له وخت تيرولو څخه ډېر ابرومندانه ښکاريږي . هېواد ته د هغوى ستنېدل د افغانيت لپاره وياړ دى خو فاتحانه بېرته راتګ نه، بلکې د ټولو اړونده اړخونو په تندي باندې لګيدلى چوپ او ملامتوونکی تور داغ دى چې له ورايه ښکاري او اغيزې به يې تر ډېره وخته پورې پاتې شي.
افغان کدوالو په پاکستان او ايران کې د څو لسیزو له محرومیتونو سره سره، کارونه کړي، اولادونه یې روزلي، او آن هغو ټولنو ته یې هم چوپړتياوې وړاندي کړي چې دغو کډوالو ته یې د ارام ژوند احساس نه دی ورکړی. د هغوى مبارزه یوازې د ژوندي پاتې کېدو لپاره نه، بلکې د پېژندنې، هویت، او عدالت لپاره ده.
د افغان کډوالو ستونځه یوازې یو بشري بحران نه دی، بلکې یوه ګډه اخلاقي او سیاسي ناکامي ده. افغان حکومتونه، ايرانى او پاکستان چارواکي ، نړیواله ټولنه د خپلو قانوني او اخلاقي دندو په ترسره کولو کې پاتې راغلي چې کډوالو ته خوندي، عزتمند، او د شونتیا ترکچې د ژوند اسانتیاوې برابرې کړي. البته کډوالو هم تر هغو چې په زور نه دي ايستل شوي، بې هويته او له توهين ډک ژوند تيرول خپل مجبوريت ګڼلى دى او د بيرته نه ستنېدو لپاره يې بانې جوړې کړې دي.
په پای کې باید ووایو، چې له ټولو ستونځو سره سره، آن د فشار او تنګڅيا تر سیوري لاندې هم په خپل هېواد کې ژوند عزتمن دى. د ايران او پاکستان په ښارونو کې د افغان کډوالو ژوند نور د هیلو او فرصتونو ژوند نه دی، بلکې د سپکاوي او وېري ژوند دی. د قانوني خوندیتوب نشتوالی، ټولنیز محرومیت، او د کرکې فضا هر ډول انساني عزت له منځه وړى دی. دا نه د امن ژوند دی، نه د سکون، نه هم ورته د اولادونو زړه کړې بانه جوړيداى شي، بلکې د یو نه ختمېدونکي برزخ ژوند دی. اوس هغه وخت دى چې له ځمکنيو واقعيتونو څخه ددې لپاره تيښته ونکړو چې ناهيلي رامنځته کوي بلکې ورسره مخ کيدل زده کړو. اصلي خبره د اسانتیاو یا وېري د شتون نه ده، بلکې د عدالت ده. څوک باید ومنل شي؟ څوک باید د انسان په توګه وپېژندل شي؟ دا هغه پوښتنې دي چې باید بالاخره ورسره په ريښتوني ډول مخ شو.
عبدالوحید وحيد