د اګست ۱۵مه؛ د افغانستان د تاریخ توره ورځ

Image

که څه هم د جمهوریت د سقوط نه مې شپږ میاشتې د مخه حکومتي دنده پریښودلې وه او په افغانستان کې نه وم خو د افغانستان حالات مې په مسلسله توګه تعقیبول او د خپلو پخوانیو همکارانو، خپلوانو، دوستانو او اشنایانو سره په اړیکه کې وم.

هره ورځ مې چې د ولایتونو د سقوط خبرونه اوریدل، د امنیتي‌ او اداري جوړښتونه او وسایطو له منځه تللو خبرونه او عکسونه په رسنیو کې لیدل، نو ډیر سخت زوریدم ځکه جمهوریت د چا شخصي ملکیت نه و. د جمهوریت نظام، سیستم او شتمني د ولس مال او ملکیت و.
د نظام جوړونه همیشه ډیره قیمتي پروسه وي. یو هیواد ته د نظام جوړولو فرصتونه همیشه نه وي. کله چې مونږ د نظام نه بحث کوو، نظام حاکمې ټوپکمارې ډلې ته نه وايي چې قدرت یې په لاس کې وي. په نظام کې امنیتي، عدلي، قضایي، اداري، تعلیمي، اقتصادي، او ټولنیز سیستمونه، بڼستونه او ارزښتونه شامل دي.

هر نظام کې نیمګړتیاوې وي خو د نیمګړتیاو په خاطر څوک ټول نظام نه ړنګوي او هر څوک چې د ډیر بیکاره نظامونو ړنګیدو ته هم خوشالیږي، هغوي په خپل وطن او خلکو لورینه نه لري. په تیره بیا هغه وخت زیات زوریدم چې د افغانستان نه بشري سرمایه هره ورځ وتله او افغانستان یوې متحجرې ډلې په واک کې پریوت.

کله چې کابل ته په ۲۰۰۲زکال کې لاړوم، د طالبانو د لومړي ځل د واکمنې د سقوط نه روسته د افغانستان په دفترونو کې زړې خرینې شطرنجې پاتې وې او حتی په ارګ کې په نلونو کې روانې اوبه نه وې او تشنابونه د استعمال وړ نه و. په کانتیننتل هوتل کې چې یو لوکس هوتل و، هلته هم روانې اوبه نه وې او میلمنو به په سطلونو کې اوبه خپلو خونو ته خیژولې. کابل ښار کې یو ښه رستوانت نه و. د افغانستان او د کابل ښار سرکونه ویجاړ و، کورونه او بلډنګونه ړنګ و. د کابل تورخم تر منځ لاره کنډ او کپر وه او تقریبا په لسو ساعتونو کې به د تورخم نه کابل ته رسیدلې. د کابل د خلکو په مخونو کې د ولوږې او فقر اثرات د ورایه معلومیدل.
که څه هم په خصوصي مجالسو کې طالبان اقرار کوي چې د جمهوریت په وخت کې ډیر څه شویدي او دوی یې هیڅ تصور نشو کولې، خو علني بیا وایي چې د جمهوریت نه دوی ته ډیرې ستونځې پاتې دي. په خپل میراث فکر نه کوي چې د دوی نه جمهوریت ته غیر د زړو شطرنجیو نه نور څه پاتې و.

هو! طالبانو ته لوی مشکل ځکه پاتې دی چې په جمهوریت کې خلکو ساه ویستلې شوله، خبرې یې کولې شولې، تعلیم او ژوند یې کولې شو او هر چا د یو ښه راتلونکې لپاره امید درلود. په جمهوریت کې خلک په خپل حقوقو او ژوند پوهیدل. په جمهوریت کې خلکو د دولت او حکومت په مشرانو  نیوکې کولې شولې او خپل حقوق یې غوښتلې شول.

په جمهوریت کې اکثریت ولس بیداره او تعلیم یافته شوې و او  ولس پوهیږي چې طالبانو د دوی او د دوی د کورنیو ژوند د سختو ستونځو سره مخامخ کړې دی. د ولس حقه حقوق چې اسلام خلکو ته ورکړیدي، طالبانو غصب کړیدي. د طالبانو لپاره مشکله ده چې خپل شخصي نظریات د دین په نوم په خلکو ومني ځکه خلک د طالبې حاکمیت او د اسلام تر منځ فرق کولې شي.

په هر حال، د جمهوریت د سقوط سره، په تیرو څلورو کلونو کې افغانستان څلویښت کاله شاته لاړو او ډیر کلونه به ونیسي چې افغانستان د سیمې د هیوادونو سیال شي. د ما لپاره د جمهوریت سقوط د افغانستان د تاریخ یوه توره ورځ ده. البته دا لومړنې توره ورځ په افغانستان کې نه ده ځکه هر کله چې کوم نظام په افغانستان کې ړنګ شوې، هغه د افغانستان لپاره توره ورځ وه.
بیا هم ژوند په امید مخې ته ځي او که افغانان د تیر تاریخ نه عبرت واخلي، نو وبه کړې شي چې د راتلونکې لپاره په شریکه سره کار وکړي،‌ یو بل نفې نه کړي او انحصاري سیاست د قدرت ختم کړي. د افغانستان راتلونکې په لاپو شاپو، دروغو، او د یو بل په نفی کولو او بې عزته کولو سره نه جوړیږي.

ليکوال: شاه محمود مياخېل

Share via
Copy link