زموږ ټولنه کې نن سبا نصیحت او لارښوونه ولې اثر نه کا؟
ولې د یوه مشر، استاد یا لارښود خبرو ته څوک ارزښت نه ورکوي. غوږ ورته نه نیسي او په خبره یې عمل نه کوي؟ دا ټول هغه څه دي چې موږ او تاسو یې په ورځني ژوند کې په خپلو سترګو وینو.
موږ نن سبا وینو چې اکثره ځوانان د خپلو مشرانو (پلار او مور)، مشرانو وروڼو، خویندو او نورو نېکخوا دوستانو پر خبرو باندې عمل نه کوي او یا یې هم د اوامرو نافرماني کوي. دې مقاله کې پر دغو ستونزو بحث شوی دی. په اړه یې ټولنیز، تجربه شوي قراني او سنتي حل لارې لټول شوي دي چې څنګه کولای شو خپل ځوان کهول له دې بدمرغه او سرکشه تباه کوونکو خویونو وژغورو.
کله چې یو ماشوم د وړکتوب په مرحله کې وي هغه په خپلو ښو او بدو نه پوهېږي، هغه پر احترام، بې احترامۍ او نافرمانۍ نه پوهېږي. د هغه لومړی په خپلې کورنۍ په ځانګړې توګه (مور او پلار) باندې دا حق جوړېږي چې سمې لارښونې، دینې زده کړې، ټولنیز اداب او د ژوند په ټولو چارو یې سر خلاص کړي. له هر څه د مخې باید د ځان پیژندنې په اړه ورته درس ورکړل شي، ځکه لکه چې انسان خپل ځان وپیژني بیا په اسانۍ سره کولای شي چې خپل معبود وپیژني او کله چې ماشوم خپل معبود او خالق وپیژاند؛ نو بیا په ډېرې اسانۍ سره کولای شي چې د خپلو والدینو حقوقو وپیژنې له دې وروسته انسان د ټولنې انګړ ته قدم ږدي او په ټولنه کې د خپلو حقوقو او د ټولنې د وګړو د حقوقو پر رعایت پام کوي چې خدای ناخواسته داسې نه شي چې یا د ده حقوقو ضایعه شي او یا د ده له لوري د ټولنې د یوه وګړي حقوقو ضایعه شي. کله چې انسان دې مرحلې ته ځان ورساوه نو دا بیا په ټولنه کې بریالی انسان بلل کېږي.
خو که بلخواته بیا وګورو البته په ډېر تاسف سره باید ووایو چې زموږ په ټولنو کې اکثره ماشومانو ته ارزښت نه ورکول کېږي. خبرې نه اورېدل کېږي. د عدم عقل، بې جراآتۍ او ناپوهۍ له وجې یې وهو. حتی فزیکي برخورد ورسره کوو. قهر او غوصه پرې کوو. رټو یې. دا ډول رویه د ماشوم له پاره نه یوازې دا چې تحقیر بلل کېږي، بلکې ماشوم له محرومیت سره مخ کوي او دا زموږ د مبارک دین او اسلامي نصوصو خلاف عمل هم دی. دا ډول چلند د ماشوم ټول ژوند اغیزمن کوي. زموږ دین موږ ته دا سپارښتنه کوي چې تر اوه یا لسو کالو ماشوم سره به فزیکي برخورد نه کوې. په دغې مرحله کې به له خپل ماشوم سره په خورا مهربانۍ او نرمۍ مخته ځې. له هر ډول فزیکي برخورد څخه به ډډه کوې. دوی ته د خبرو کولو وخت ورکوې. له دوی سره به په ځینو مسایلو کې د مشورې خبرې هم کوې ترڅو یې جراآت پیدا شي او داسې انګېرنه وکړي چې ګواکې زه هم د دې کور او ټولنې یو مسؤول کس یم.
په پښتنه ټولنه کې ډېر د بدبختۍ ځای دا دی چې په کوچنیتوب کې ماشومان له شاقه او درنو کارونو سره مخ شي. د کورنۍ لخوا له فزیکي اخ و ډب سره مخ شي. خبره یې نه اورېدل کېږي. حتی په ځینو سیمو کې ورته د (حیوان) الفاظ هم کارول کېږي. چې دا ټول بیا د ماشوم په راتلونکې ژوند خورا منفي اغېزې کوي او د ماشوم ژوند د سرکشۍ او بغاوت خواته ډټېل وهي. له کوچنیتوب څخه چې له ماشوم سره په مینه، نرمۍ، مهربانۍ او هغه ډول چې موږ ته خپل مبارک دین او اسلامي نصوصو لارښوونه کړې، چلند وکړو؛ نو په راتلونکې به مو ماشوم له هر ډول محرومیت څخه ژغورل شوی وی او ذهن به یې په پوره اسلامي اخلاقو او ټولنیزو ادابو پوښل شوی وي.
خو که بلعکس موږ ماشوم په کوچنیتوب کې له هر څه محروم کړو او د یوه حیوان په سترګه ورته وګورو. په ماشومتوب پرې قهر او غصه وکړو. یا فزیکي برخورد ورسره وکړو؛ نو چې همدغه ماشوم کله ځوان شي، بیا د مور او پلار خبره نه منې. جراآت په کې نه وي او د خپل ژوند ستونزې، لارې چارې او نور اړوند مشکلات په ښه زړه له خپل مور او پلار سره نه شي شریکولای. بلاخره ماشوم یو ډول بې پروایۍ، غفلت، د بل د اوږو بار او حتی له کور تېښتې او بغاوت ته رسوي. دا ټول د هغو ناوړو چلندونو او رویو پایله کېدای شي، کوم چې له دغه ماشوم سره د کوچینتوب په مهال شوي دي. کورنۍ باید له خپلو ماشومانو سره مینه وکړي، نرمې ورسره وکړي او د خپلو بچو سره د یو خه دوست په شکل ژوند وکړي، ترڅو خپل هر مشکل په ازاده توګه بیان کړای شي او د ژوند په ټولو چارو کې هغه که مشکلات او ستونزې وي او که پرمختګونه او لاسته راوړنې وي د خپلو کورنیو له مشرانو او مسؤولینو سره شریکې کړي او د حل په لارو چارو یې ترې مشورې وغواړي.
موږ لله الحمد مسلمانان یو او اسلام موږ ته په ټولو برخو کې د ژوند کولو لارې چارې ښودلي دي هغه که د کورنۍ جوړښتونه دي او که د ټولنې په منځ کې راکړه ورکړه ده. هغه د مشر حقوق دي او که د کشرانو حقوق. هغه د خپلوانو حقوق دي او که د ګاونډي حقوق. د اسلام مبارک دین موږ ته لارښوونه کوي چې د ژوند په هره چاره کې له نرمښت، مهربانۍ او لطف څخه کار واخلئ او خپلې ټولې چارې د اسلام په اډانه کې جوړې کړئ. زموږ پیغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم موږ ته د خپلو مشرانو او کشرانو د حقوقو په اړه څومره ښکلي فرمایلي دي:
“لَیْسَ مِنَّا مَنْ لَمْ یَرْحَمْ صَغِیرَنَا، وَیُوَقِّرْ كَبِیرَنَا”
ژباړه: “هغه څوک زموږ له امت څخه نه دی، چې زموږ پر کوچنیانو رحم نه کوي او زموږ د مشرانو احترام نه کوي.”
(اسنن ترمذي، حدیث ۱۹۲۱)
زموږ د ټولنو یوه بله لویه بدبختي هغه له مدرسې او ښوونځي را پیلېږي. زموږ د چم ګاونډ ماشومان که د کورنۍ د مشرانو له لوري له محرومیت څخه وژغورل شي؛ خو متاسفانه بیا په مدرسو او ښوونځیو کې د استادانو له داسې برخورد سره مخ کېږي چې د ژوند ټول خواږه یې ور پیکه کوي. موږ داسې ټولنې او ځایونه هم لیدلي دي چې په مقدسو ځایونو (ښوونځيو، مدرسو او جوماتونو) کې له ماشومانو سره فزیکي برخوردونه کېږي. په زجر، وهلو، ټکولو او تحقیر یې درس ویلو ته مجبوروي.کله چې پر ماشوم پر زور او جبر درس زده کولو ته اړ باسل شي، هغه ماشوم بیا له درس زړه موړ شي. ښوونځی، مدرسه او جومات ورته یو سور اور شي. له ښوونځي تښتي. له مدرسې پټېږي او له جومات یې کرکه پیدا شي. چې دا د یوه ماشوم په ذهنیت او روان خورا منفي تاثیر کوي. همدا لاملونه دي چې زموږ اکثره ماشومان له دین څخه ناخبره پاتېږي. د کورنۍ له حق او حقوقو بې پروا شي او په اخر کې هم د ټولنې د اوږو بار جوړ شي.
تجربو دا ثابته کړې ده چې یو استاد باید د درس نه وراخوا د یو شاګرد یا محصل د تشویقولو هنر هم پر یاد ولري. چې څرنګه یو محصل یا شاګرد درس ته تنها پر ښو خبرو، نصیحت او وینا باندې تشویق کوي نه پر زور او زبردستۍ. زموږ ټولنه کې په مکتبونو او مدرسو کې د محصل یا طالب وهل ډېر عام دي چې دا د محصل او یا طالب تحقیر تنها نه دی؛ بلکې د قرآن او احادیثو خلاف عمل دی. نه غواړم چې نیوکه وکړم؛ خو د قرآن د آیاتونو په دلیل چې څنګه موږ له هغو کړنو څخه ځانونه وژغورو چې هغه انسان د تباهۍ کندې ته ټېل وهي.
موږ باید له هغو کارونو هم ډډه وکړو چې کوم موږ د خپل ځان له پاره نه خوښوو؛ خو بلخوا یې بیا د خپل چم د یو معصوم قشر له پاره خوښوو چې هغه له ماشوم سره ناوړه چلند او ماشوم د ژوند په چارو کې د محرومیت تر کچې خوابدي کول دي. موږ د خپل ځان له پاره دا ډول محرومیت هېڅکله نه خوښوو نو لازمه ده چې د ټولنې د یوه معصوم قشر له پاره یې هم خوښ نه کړو او که د ځان له پاره د ژوند هر ډول هوساینه غواړو او په ټولو چارو کې خپل ځانونه دخیل ګڼو او دا لازمه بولو چې له موږ سره دې په هره چاره کې مشوره وشي او زموږ په خبرو او نصیحتونو دې عمل وکړای شي؛ نو بیا لازمه ده چې د ټولنې هغه معصوم قشر چې هغه ماشومان او کوچنیان دي د هغو خبرو ته هم ارزښت ورکړو. هغوی هم باید وغږوو. د هغو هم باید واورو. له هغوی سره باید په پوره مهربانۍ او نرمۍ مخته ولاړ شي که داسې ونه کړو نو دا بیا دوه مخيتوب دی او دا ډول دوه مخیتوب نه یوازې د ځان او کورنۍ د تباهۍ لامل کېږي؛ بلکې ټولنې او هېوادونه هم له فلج او تباهۍ سره مخ کولای شي.
«يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ، كَبُرَ مَقْتًۭا عِندَ ٱللَّهِ أَن تَقُولُوا۟ مَا لَا تَفْعَلُونَ» (سورة الصف، آیتونه ۲-۳)
ژباړه:“اې مؤمنانو! ولې هغه څه وایئ چې نه یې کوئ؟ دا کار د الله سره ډېر ناخوښ دی چې تاسو هغه څه وایئ چې نه یې کوئ.”
همدارنګه قرآنکریم موږ ته دا خبرداری راکوي:
«أَتَأْمُرُونَ ٱلنَّاسَ بِٱلْبِرِّ وَتَنسَوْنَ أَنفُسَكُمْ وَأَنتُمْ تَتْلُونَ ٱلْكِتَـٰبَ ۚ أَفَلَا تَعْقِلُونَ»(سورة البقره، آیت ۴۴)
ژباړه: “ایا تاسو خلکو ته د نېکۍ امر کوئ، خو خپل ځانونه مو هېر کړي؟ حال دا چې تاسو کتاب هم لولئ؟ ایا عقل نه کاروئ؟”
دا د هغې پوښتنې ځواب هم دی چې ولې نن سبا زمونږ ټولنه کې نصیحت او وینا پر چا باندې تاثیر نه کوي؛ ځکه چې موږ نورو ته نصیحت کوو؛ خو خپله پرې عمل نه کوو، نورو ته لارښوونه کوو خو خپله پر هغه لار نه ځو. که ته یو قاري، استاد، یا مشر یې نو ستا خبرې هغه وخت اغېز لري، کله چې ته پخپله هم پر هغو عمل کوې.
الله جل جلاله په بل ځای کې فرمایي:
“كَبُرَ مَقْتًا عِندَ اللَّهِ أَن تَقُولُوا مَا لَا تَفْعَلُونَ” (الصف: ۳)
“دا د الله په نزد ډېره لویه کرکه ده چې تاسې هغه ووایئ، چې نه یې کوئ.”
اسلام موږ ته د اخلاص، صداقت او عمل درس راکوي، یوازې خبرې کول نه؛ بلکې عمل پرې کول اصل دی.موږ لله الحمد خدای جل جلاله په یو داسې مقدس دین کې داخل کړی یو چې بلکل بشپړ دین دی. د هر مشکل له پاره په کې حل لارې شته دي. هر یو شی یې واضح بیان کړی او هرې ستونزې ته یې د حل لارې ذکر کړي دي؛ نو چې کله موږ خپل ځانونه د داسې یوه مقدس دین پیروان بولو بیا نو لازمه ده چې د همدغه دین هرې سپارښتنې او اوصولو ته غاړه کېږدو او هغه څه وکړو چې هغه هم زموږ، هم زموږ د کورنۍ او اولادونو او هم د ټولنې د پرمختګ او هوساینې سبب کېږي. لازمه ده چې د همدغه مقدس دین په رڼا کې پر خپلو کوچنیانو رحم وکړو. په پوره مینه او محبت ورته سمې لارښوونې، سپارښتنې او نصیحتونه وکړو او هغه څه چې ورته بیانوو او د هغې په اړه نصیحت ورته کوو؛ نو باید چې اول پرې خپله عمل وکړو. کله چې د خپلو بچو سره په مهربانۍ او مینه ژوند وکړو؛ نو د هغو پر موږ اعتبار لاډېرېږي او د ټولنې د نورو منفرو او منحرفو وګړو تر تاثیر لاندې نه راځي. کله چې ژوند کې کوم مشکل ولري نو اول یې موږ سره شریکوي بغیر له کومې ویرې څخه. بیا چې ځوان شي د مور او پلار خبرو ته غوږ هم نیسي. د هغوی نافرمانی نه کوي او همیشه یې احترام کوي.
نو لازمه ده چې د خپل مبارک دین په رڼا کې لومړی د خپل ژوند ټولې چارې برابرې کړو او بیا د خپلو ماشومانو او کوچنیانو په اړه داسې کوټلي ګامونه واخلو چې خپلو ټولنو ته صالح، باادبه، باتعلیمه، هوښیار، ځیرک او په اسلامي اخلاقو سمبال ځوانان وروزو. دا کار به نه یوازې دا چې زموږ د کورنۍ د هوساینې او پرمختګ سبب شي، بلکې دا ډول باتدبیره فکرونه د ټولنو د ابادۍ، د هېوادونو د ترقۍ او وګړو د هوساینې سبب کېږي او په اخر هم د الله جل جلاله د رضا سبب کېږي.
نو راځئ چې سر له نن څخه د خپلو ماشومانو په مقابل کې هر ډول تاوتریخوالي، قهر، غصې او فزیکې برخورد ته د (نه) ټکی کېږدو. دغه معصوم قشر باید له هر ډول محرومیت څخه وژغورو. دوی ته باید وخت ورکړو او دوی ته باید جراآت ورکړو ترڅو د خپل ژوند په اړه ازادانه خبرې وکړي. د ټولنې د پرمختګ په اړه خپل اظهار نظر وړاندې کړي. مینه ورکړو. مهرباني ورسره وکړو. لطیف برخورد او نرمه رویه ورسره وکړو. خپلو سینو ته یې رانږدې کړو او د هغو پر زړونو کې پرتې ناویلې خبرې د دوی له خپلو معصومو ژبو څخه واورو.
درېغه! که مو دا کار وکړ نو لویه بریا به مو لاسته راوړي وي او د ټولنې په حق کې به مو لوی احسانونه کړي وي او که چېرې بیا هم متوجه نه شو او دا هر څه بابیزه وګڼو؛ نو لرې نه ده چې هم به مو کورنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ شي. هم به مو د خپلو اولادونو برخلیک تباه کړی وي. هم به مو ټولنې له هر ډول پرمختګ محرومه شوي او هم به راڅخه د خپل خالق رضا ورکه شوي وي. لازمه ده چې په هره برخه کې مینه وپاشو. محبت وکړو. د مهربانۍ چلند خپل کړو او همیشه مو په خپلو خولو د مسکا او خندا الفاظ نغاړلي وي. شاعر وایي چې:
دا ژونــد زمــوږه کم د محبــت لــپـاره هـم دی
حیران یم چې نفرت ته اوزګاریږي خلک څنګه؟
ليکوال: نقیب الله مشواڼی