چا چې داغستان لوستی وي نو د کتاب په اخره کې به حتما له دې جالبې کیسې سره هم مخ شوي وي؛ چې وایې د یو نواب زوی نه کیده یو واده یې وکړ ونشو بل یې وکړ ونشو دریم چې یې وکړ؛ نو یې زوی پیدا شو د نواب په کور کې خوښئ او ګډهګانې وي، میلې وي؛ خو دا هر څه سخت لنډ مهاله وه؛ یو وخت د نواب زوی په داسې ناروغئ مبتلا شو چې د خدای زور ډاکټران حکیمان او نور خلګ پرې ستړي شول ؛ مګر ماشوم ټکی تغیر نه کاوه! اخر یو سړی چې ساده جامې یې اغوستې وي او خورا غریب څوک مالومیده راغی؛ ویل یې زه د نواب د زوی علاج کوم خو یوار به د نواب له میرمنې سره حتمن وینم.
د نواب چې د لیدو خبره په نفس نه اواریده بیا یې هم اجازه ورکړه؛ سړی چې د نواب ښځې ته ورغی وار له واره یې همدا ورته وویل؛ چې رښتیا ووایه! دا زوی دې له چا دی؟
د نواب ښځه وترهیده خو سړې ډاډ ورکړ؛ چې بیغمه اوسه دا راز به ګورته وړم له دې خبرې وروسته ورته د نواب ښځې ټوله کیسه وکړه ویل یې چې د نواب او له دې کور نه د اخستلو لپاره یوه ورځ غره ته لاړم ما ویل که اولاد را نه وړم نو لکه د هغه نورو میرمنو به نواب ما هم پسې واخلې؛ هلته مې یو شپون ولیده! دا زوی مې له هغه دی.
سړي چې دا واوریدل نو یې ویل دي ماشوم ته یو داسې ماحول تیار کړئ چې وزي میږي اوښان او کیږدئ وي؛ ددغه سړي په خوله وشول هغه په هغه ماشوم ورغیده!
له دي داستان مطلب دادی چې هر انسان د هغه ځای کلک تابع دی چې دی پکې پیدا شوی دی؛ او هر څوک دي په دي باوري هم واوسې چې که هر څوک له خپله اصلي محوره لري ولاړ شې او خپل اصلې ځای یا هیر یا تر نظر تېر کړي نو برخلیک به یې سخت وي؛ او ممکن ده د هغه ماشوم غوندي به یا ساه په سختئ اخلې یا به مري او مړاوي کیږې به.
د انسان اصلي ارزښت اصلي هدف او مقصد خو مینه کول دي؛ زه ګمان کوم نن سبا سرګردانه انسان په دي مغالطه کې ښکیل دی؛ چې د مینې لوری تري ورک دی؛ اصلا خو انسان راغلی د همدې لپاره دی چې مینه وکې او خپره یې کړي مګر نن سبا دغه کار نشته.
هر انسان بل انسان ته داسې له کرکې ډک دی؛ چې په زړه یې وینې را اوړي؛ دا وینې که په رښتنې ژوند کې نه را اوړي مګر دده په ذات کې یې د کرکې داسې ودانئ جوړه کړي وي چې دی یې په ورځ کې شپږ اووه واره دیدار کوي.
خو مینه ارزښت دی؛ له انسانیت سره مینه له یو بل سره مینه دا سري کرښې دي؛ دا د نړیدلو لپاره نه دي، دا به وي او تل به وي مګر هغوی چې یې وساتې دا سري کرښې؛ په دې باید باوري شې چې خپل ژوند یې دایمې کړ .
جبران د نړئ په هغه سر کې مینه یادوي؛ په موږ اغیز کوي جون ایلیا له پوره بدرنګئ سره مینه یادوي؛ فیض یې له خپلې زوروري ایډیا سره یادوي په موږ اغیز کوي داغسې موپاسان؛ ټاګور چیغوف نور او نور مینه یادوي په موږ ژور اغیز کوي ځان د هغه په حواسو شریک ورګڼو ولي؟ دا ځکه مینه د نړئ په یو سر او بل سر کې مشترکه ده.
د شمس او مولانا کیسه د مینې له یو هغو کیسو ده؛ چې د مینې اصلې روح یې انتقال کړی دی د دوی له مرګه څو پیړئ وروسته بیا هم دوی د مینې یو داسې داستان د خلګو په زړونو کې انځور کړی دی؛ چې په لوستلو یې د خلګو زړه نرمیږې؛ د مینه یادښتونه یې قوي کیږې، او دا افسوس کوي چې کاش دا نا مراده مینه زما هم نصیب شې.
شمس په خپلو جالبو خبرو مینه داسې انځور کړه؛ چې هر چاته یې د قبول وړ وګرځوله؛ ورته ویې ویل چې په مینه پسې دوري دوري مه ځغله مینه ستا په وجود کې پټ جوهذ دی.
مینه یو کامل سفر دی؛ دا ځکه شمس ددغو خبرو د ثبوت لپاره کله د عیاش خانې ګل دښته کله سلیمان شرابې تر لاس نیول چې راشئ د مینې په غیږ کې پناه یوسئ دا داسې یوه دنیا ده چې هر چاته پناه ورکوي؛ خوار غریب اوباد او بل هر چاته!
شمس د خلګو منځ کې مینه داسې انځور کړه؛ چې د ګلدښتې ژوند ته زړه وشو؛ د هغې د باور پوخ شو چې مینه ده له هر رقم ګناه مې پاکولی شې!
داغسې سلیمان شرابې هم کردار تر سره کړ؛ دا غه خو مینه وه چې کرکه یې له منځه یوړه.
یوې خواته که شمس مینه خپروله؛ بلې خواته مولانا ددغې مینې لپاره څومره ستره قربانې ورکړه؛ ان خپل ټول جاه او جلال یې د مولانا د پښو خاوري کړ؛ زامن یې ترې ولاړل هغه خلګ چې دده مریدان وه او دده په مخ کې تیزه خبره ورته کفر ښکاریده یو وخت یې دده کور په ډبرو ویشته؛ مګر مینه او د مینې دا یمې مقام خپلیدل خو بیشکه ارزیدل چې داسې ورسره وشې.
لنډه داچې ( د مینې څلویښت اوصول) داسې یو کتاب چې مینه درباندې پیژنې؛ مینه درباندې وینې؛ د مینې کړاونه درته ښکاروي؛ خو اخر دي بیا د مینې په دایم توب هم باوري کوي.
دا د مینې ډک داستان خورا له خونده ډک دی؛ زه باوري چې لاس ته درشې یو نابلده او د مینې ډکه دنیا به درباندې ووینې.
نن سبا د هر نا تکمیل انسان لپاره د داغه کتاب اړتیا ده؛ تاسې په انتخاب کې اذاد یاست چې په هره ژبه او د هر چا ژباړه لولئ؛ مګر لوستل یې مهم او ضروري دي.
زما انتخاب دی؛ که لاس ته درغی حتمن یې ولولئ.
د ژباړن (یاد) صیب یې کور ودان چې دا کتاب یې ژباړلی د لا ښه خدمت په تمه یې.
لیکوال: امور مزل