ورستۍ ملي فاجعه او د ملت سور مخ

Image

دا ممکن په موږ د زلزله راغلي افت بل هغه زړه چاودی ستم و ظرف و، چې د قیامت خیزه بربادیو او د مرګونې غمیزې په عین موقع د کرکټ د بریا او خوښۍ خبر میسر شو، دا هیڅ عقلاني او شعوري نه وه، چې د یوه اجتماعي او ملي غم و ټغر په وخت دې څوک حتی یوازې مسکا هم وکړای شي، خندا، جشن، پټاقې او ډزې خو لا لرې خبره وه؛ خو لکه څنګه چې دا ملت او په ټوله کې انسان خپل مشترک طبعي او ملي دردونه لري، همداسې یې د خوښۍ او خوشالۍ حق او طبیعت هم خوندي دی او ترې اخیستنه یې بیا په همدومره کچه ناځواني ده، ځکه موږ ولېدل، چې همدا ملت، اولسونه او بېلا بېل خلک او اقشار یې وو، چې پر هیڅ مالي، ځاني او حتی پر شپه و ورځ اړ نه وو؛ بلکې په ټوله او بې توله همت و مېړانۍ یې له هیڅ ډول قربانۍ، ایسار او لورونې دریغه ونکړه، افرین و صد افرین!!

دا ښایي د کونړونو د خلکو د هغه غریب، مطمین او صمیم طبعیت کرامات او سپیڅلتیا وه، چې د دومره سترې انساني فاجعې مخ یې هم یوازې د همغه یو خدای په طرف و او بیا د همغه خدای مخه د همدوی په لورې ځکه ده، چې کنه وای نو د دومره لویې انسانې خواږۍ، زړه سوي او زړه وروکونګي غرونه غرونه همتونه او عواطف به یې نه وای خپل کړي، که رښتیا شي د دومره لویو بشري غمیزو او افتونو پر وړاندې یوازې همداسې ګډې خواخوږۍ او همدردۍ بنده ته سکون او ارام ورکولای شي، بیا په ملي کچه د داسې اشرونو او هڅو تمثیل او عمل خو حتی د ملي یوالي او وحدت عملي او ثابت سبب کېدای شي؛ ځکه خو د ملي غمیزو پر وړاندې همدا د ملي یوالي لار او مسیر رغوونکی او ژغورنکی ده.

زموږ ټول خلک، قومونه په ټوله کې چې د داسې فاجعو پر مهال د خپلو خاصو مهربانیو کومه مینه، میړانه او لورونه کوي، دا نهایتاً په لوړه کچه د تحسین او تسجیل وړ ده، هیڅوک یې باید پر وړاندې د زره بې غورۍ و ناغیړۍ ناځواني ونکړي، دا سمه ده، چې د ځینو دولتي نړېوالو او ملي موسسو او خیریه بنسټونو چارې ممکن د یوه منظم، بادسپلینه او حقوقي چوکاټونو له پلوه کمزورې وي؛ خو د رضاکارو او همکارانو پر وړاندې یې یوازې د وهم و ګمان په اتهام کله هم باید چاته داسې ګوته ونه نېول شي، چې د داد او ډاډ پر ځای یې مخ ته خنډ او مانع وګرځي، دا ځکه چې د نه کار یا د لاس تر زنې کېناستو هغه یې همدا په سل و زر واره بهتر او بهترین دي.

د کونړونو زلزله که څه زړه بوږنونکې وه؛ خدای دې یې بیا نه راولي، ولې د طبعي افتونو لامله طبعاً دا نه اولینه زلزله وه او نه هم دا وروستی کېدای شي؛ ځکه خو باید هر حکومت د خپلو خلکو لپاره د بېړنیو اقداماتو، مرستو او لاسنیوي یوه بامنظمه تګلاره، اداره او عمل یې لا پخوا د خپلو لومړیتونو برخه وي، هغه چې وايي «په جنګ کې اسونه نه چاغېږي» هدف یې د همداسې پېښو پر وړاندې له اوله داسې بې غوریو ته اشاره ده. په وروستۍ پېښه کې که څه هم د هیڅ اړخ دولت، خلکو، موسسو، خیریه بنسټونو او نهادونو میړانه کمه نه وه او تقریباً ټول د یوه ملت په توګه پکې سور مخ ولاړ وو؛ خو د لا بهترۍ لپاره یې همغه له اوله د نظم او تیارۍ تشه لا پخوا محسوسه وه. چې باید دې برخې ته پام وکړای شي.

اختلاف، تاویلي، ماویلي او د پېغور د سپکو سپورو ژبه او چلن د داسې ملي او خونړیو فاجعو پر مهال زموږ د کلچر برخه نه وه او نه ده، بلکې هر هغه څوک چې په دغسې ماتمي ورځ هم له هغه خپل خره نشي راکوزېدای، دای د ملت برخه نه ده، نه په دا ملي درد و غم راشریک څوک ده، ځکه زموږ په ملي خوښیو، جشنونو، ماتمونو او محلي دودیزو اشرونو او غږونو کې د دې ځای معلوم و او هر چاته معلوم دی، چې په داسې مواقعو یا وخت کې د سر د دوښمن او دوست په تفکیک او توپیر هم پوهېږي او که یې وخت وي د لاس پر ځای غاړه او غېږ هم ورکوي او پر ساتنه او درناوي یې ځان مکلف بولي، بیا د ورور، عزیز او د وطنوال اختلاف خو بېخي ښه پېژني او هر هغه اختلاف چې دا نشي درک کولای دا ممکن زموږ د خلکو اختلاف نه وي، دا زموږ د خپلمنځي اختلاف او دوښمنۍ یو عظیم او مقدس باب دی، «چې منکر پرې اعتراض کولای نشي» او د دوست او دوښمن کرښه په کې معلومه ده.

د زلزلو، سیلابونو او نورې دا ډول قدرتي پېښې موږ ته دا رازد کوي، چې ملي ستونزې، پیښې، افتونه، د یوه او مشترک کور د خلکو او اولسونو ګډې پېښي دي، هیڅ دا ډول ملي او طبعي یا غیر طبعي پېښې زما، ستا او د بل ترمنځ د ژبې، د فکر او ډلې تفکیک نه کوي او د ټولو اړخونو درد، غم و ژړا تقریباً پکې یو ډول وي، چې یو ډول وي بیا نو د دومره اختلاف، ویش، کرکې وړتیا او ظرفیت له کومه شي؟ زه فکر نه کوم او نه دا ډول پېښو ته د خدای د عذاب نوم ورکوم؛ بلکې په همدې اساس د خپلو خلکو لپاره یې د خدای پر وړاندې د صبر، متانت او عظمت ازموینه او د ملي یووالي، انسجام او وحدت پیغام بولم.
خدای زموږ افتونه پر ملي یوالي انسجام راټکور کړي.

ليکوال: نعمت الله صديقي

Share via
Copy link