د کايناتو په اړه مجلس!

Image

«تا خو پر لمر ناز خرڅاوه وا دې خیست خبر زما
دا خو پر وړو ذرو هم خیال کوې کمال کوې»

موږ وایوو زموږ په کهکشان کې تر دوه سوه میلیارد پورې ستوري موجود دي، لمر هم د دې ستورو له جملې یو ستوری دی چې پر شاوخوا یې اته سیارې را تاوېږي او تقریبا تر څلورسوه پورې وړې او لویې سپوږمۍ پکې دي. دا چې د یوه ستوري پر شاوخوا دومره رش دی نو اوس تخمیني حساب وکړه چې یوازې زموږ په کهکشان کې به د همدې دوه سوه میلیارد ستورو پر شاوخوا څومره سیارې را څرخېږي او بیا به هماغه سیارې خپلې څومره سپوږمۍ هم پسې لري؟ نو حساب کوه چې یوازې زموږ په کهکشان کې د اسماني اجرامو اندازه څومره زیاته ده!!!

تر دې جالبه بیا دا ده چې موږ تر اوسه پورې په کائناتو کې تر دوه سوه میلیارد پورې کهکشانونه موندلي دي، اوس نو د کائناتو غټوالی او د مادې لویه اندازه محاسبه کوه چې څومره زیاته ده!!!

مګر بله نادره دا ده چې د هر اسماني جسم تر منځ فاصله ډېره زیاته ده او په دې سره د کایناتو پراخوالی بېخي ډېر پسې زیات شوی دی. موږ ته تر ټولو نزدې ستوری لمر دی چې «رڼا» په کابو اته دقیقو کې ترې را رسېږي، خو له لمره وروسته موږ ته تر ټولو دویم را نږدې ستوری پروګزیما سینتاري نومېږي چې  رڼا یې موږ ته په څلور کاله او درې میاشتې کې را رسېږي. اوس نو دا پته در ته لګېږي چې په کایناتو کې واټنونه څومره زیات دي!! یعنې لمر چې له موږ څخه ۱۵۰ میلیون کیلومتره لیرې دی او رڼا یې په کابو اته دقیقو کې را رسېږي، نو هغه دویم نږدې ستوری به څومره زیات لیرې وي چې رڼا یې په څلورو کلونو او درې میاشتو کې را رسېږي!!! داسې ستوري او کهکشانونه هم شته چې له موږ څخه لسګونه میلیارد نوري کاله لیرې پراته دي، یعنې رڼا یې په لسګونو میلیارد کلونو کې موږ ته را رسېږي، په داسې حال کې چې د رڼا «نور» سرعت په یوه ثانیه کې درې لاکه کیلومتره دی. نو اوس فکر وکړه چې په دومره لوړ سرعت یو شی حرکت کوي او بیا هم په څو میلیارد کلونو کې موږ ته را رسېږي، دا به څومره لوی واټن وهي!!!

د خدای د خلقت عظمت ته مو فکر دی چې څومره لویه کیسه یې سره پیل کړې ده!؟ خو زموږ بیا په همدې وړوکې ځمکه کې یو پر بل نیتونه سره بد دي، تنګ‌نظري کوو، له یوه او بله کرکه کوو، غلا، فساد او وژنې کوو!! موږ اصلا لکه د یو تنګ زندان اوسېدونکي یو پر بل خولې لګوو، خو که د خدای دا پراخه دنیا مطالعه کړو او فکر پکې وکړو، د ځمکې له زندانه ځان ازادولای شو، ټول په مینه او نېکۍ بدلېدای شوو. ځکه خو موږ ته امر شوی چې د متعال رب په مخلوقاتو او قدرتونو کې فکر وکړو.

دا پاس چې مو د کومو لویو کائناتو په اړه څومره خبرې وکړې، تر دې ډېرې جالبې کیسې بیا د کائناتو په دا بل کوچني اړخ کې دي؛ یعنې کله چې د ذراتو او کوانټم فزیک له مخې کائناتو ته ګورو نو دومره حیرانووکې کیسې اورو چې همدا لویه دنیا مو پسې هېرېږي. شخصا ما ته یو په سترګو نه‌لیدل‌کېدونکی اتوم تر همدا پراخو کائناتو او دوه سوه میلیارد کهکشانونو ډېر جالب دی. کومې نادرې چې په وړوکو ذراتو کې دي، په همدې پراخو کائناتو کې هغومره نه لیدل کېږي. همدا پراخ کائنات له همدې نه‌لیدل‌کېدونکو ذرو څخه جوړ شوي. په دې هره ذره کې بېرته دومره برخې، واټنونه او شیان شته، لکه په دا پراخو کائناتو کې چې څومره ستوري او اجرام موجود دي، خو توپیر یوازې دا دی چې د هغوی جوړښت ډېر وړوکی او اساسي دی. زموږ د کائناتو د پیل تاریخچه چې بېرته د شا په خوا ور مطالعه شي، په پای کې داسې نقطې ته رسېږو چې د کائناتو پیل د اوسنیو ساینسي قوانینو له مخې نېستي ته رسېږي. د دغسې نه تعریفېدونکې هستي او نېستي سرچینې همدا اوس زموږ په وجود کې هم شته، مثلا د خپل نوک یوې برخې ته ځیر شه، شا ته پسې لاړ شه او وېشنه یې اتوم ته ورسوه، له اتوم څخه هستې ته لاړ شه، له هستې څخه پروتون او نیوترون ته ځان ورسوه، له پروتون او نیوترون څخه کوارک ته رسېږې او له هغې وروسته د مادې اصلیت او جوړښت دومره وړوکی کېږي چې نور یې له اندازه کولو عاجز کېږې. څومره چې شا ته پسې ځې، د مادې اصلیت ته نږدې کېږې، خو ستونزه دا ده چې د اصلیت دا پېژندنه ډېره سختېږي او ژورې تکنالوجي ته اړتیا لري، موږ اوس هم د کائناتو د جوړښت په دې بنسټي برخو سم نه پوهېږو چې دا ذرات به په نهایت کې له چیشي جوړ وي!؟ په کوانټم کې چې موږ د بسنټي ذرو لپاره کوم تعریف را مخکې کړی چې ګواکې دا ذرات کوم داخلي جوړښت نه لري، دا تعریف په خپل ذات کې یوه مسخره ده.

د کائناتو په جوړښت کې د دې کوچنکو ذراتو او د وخت د وړوکو لحظو اهمیت ډېر زیات دی. کله چې کائنات ۱۳.۸ میلیارد کاله مخکې پیدا شول، د کائناتو برخلیک ټاکونکې پېښې په همدې لومړۍ یوه ثانیه کې وشوې. کومې مهمې پېښې چې په هماغه اوله ثانیه کې وشوې، بیا په دا کابو ۱۴ میلیارد کلونو کې هغومره برخلیک ټاکونکې پېښې نه دي شوې. همدا اوس هم یوې ثانیې وخت ته په کمه سترګه مه ګورئ! په همدې یوه ثانیه کې دومره مهمې لحظې موجودې دي لکه په ۱۴ میلیارد کلونو کې چې څومره ثانیې موجودې دي. په دغې جملې دې ممکن سر نه وي خلاص شوی یو وار یې بیا ولوله.

همداراز د ذراتو د اندازو او چاروجونو اندازه‌ګیري دومره په دقت شوې ده چې له ډېر منظموالي انسان بېخي د عادیتوب او بې پروايي په مرض اخته کوي. که همدا اوس یوازې د یوه پروتون، نیوترون یا الکترون په چارج یا اندازه کې یو وړوکی توپیر هم را منځ ته شي، دا ستر کائنات ټول ور سره ړنګېږي. د دې مثال داسې دی لکه له یو ډېر ښایسته رخت څخه چې یو تار را کش کړل شي او ټوله تیکه یې له سببه اسانه پسې وسپخېږي. دا لوی کائنات هم لکه د رخت د اوږدې ټوټې په څېر په اصل کې له وړوکو تارونو (ذراتو) څخه منظم جوړ شوي. کومې نجونې چې په تیکه باندې د خامکو کار کوي، هغوی پوهېږي چې که د تارونو په موقعیت او شمېر کې د یوه ټک په اندازه اشتباه وکړي، ټول کار یې خرابېږي. کائنات هم دغسې په ظرافت او نظم جوړ شوي دي.

په دا هره ذره کې بېرته جلا یو کائنات رازونه پراته دي، او بیا همدا کائنات له دغو ذراتو جوړ شوي دي؛ مګر  اصلي مساله دا ده چې په هره ذره کې جلا کائنات موجود دي، خو له همدې ذراتو څخه بیا د دې لویو کائناتو جوړښت فرعي مساله ده. د کائناتو په وړوکو ذراتو برلاسي مو په غټه کچه په نړۍ واکمنوي.

«تا خو پر لمر ناز خرڅاوه وا دې خیست خبر زما
دا خو پر وړو ذرو هم خیال کوې کمال کوې»

نو پر وړو ذرو خیال کول اړین دي!

ليک: وکيل احمد عزيزي

Share via
Copy link