د «شنه غمي ولا جلکۍ» فني تحلیل

Image

د شعر او کیسه لیکلو په اړه مې اورېدلي وو؛ خو لېدلي مې نه وو، چې ګنې شعر د ځوانۍ د کلونو د احساساتو او عواطفو زېږده لهر یا (بهانده سمندر) دی او کیسه بیا د پاخه یا د ډېر عمر د تجربو او مشاهدو محصول وي. یعنې شعر په ځوانۍ کې ښه لیکلی شي او کیسه یا ناول په پاخه عمر کې؛ ځکه خو کاروان صاحب د همداسې یوه عمر او ځوانۍ پر ژۍ په ځوانه ځوانۍ کې معاصر شعر شهکار کړ او دا دی اوس یې په دا پاخه عمر په همدې ناول معاصره کیسه شهکاره ثابته کړه. مانا د یوه ادیب په توګه یې د دواړو عمرونو په زماني مقطعه کې ښه شعر او ښه کیسې ولیکلې او ښه په مناسب ذهني، رواني او کیفیتي زور یې ولیکلې؛ بلکې د رغښتوالو په اصطلاح شعر او کیسه بختور وو، چې دای یې انتخاب کړ او ځان یې ورباندې ولیکه.

اوس که څوک د کاروان صاحب په اړه بیا هم پوښتي؛ بلکې د دواړو برخو اهل ذوق او پنځګره طبقه یې له خپلو طرفونو (شعر او کیسې) سره په ادعا د خپل ــ خپل طرف په خوا بولې، چې ګنې کاروان زموږ د شعر یا زموږ د کیسې دی؛ نو د دواړو لوریو حق دی او په ټوله مانا یې د خپلو شهکارونو په وجه د همدې دواړو طرفونو دی او د سلو، زرو لوستونکیو خو ځکه هم دی، چې دای د یوه معاصر ادبي ډسکورس په توګه د بین المتنیت (Intertextuality) د ادبي او تخلیقي متونو پنځګر او متن ایجادونکی دی، بین المتنیت اصطلاح که څه هم په اول ځل فرانسوي ژولیا کریستېوا (Julia Kristeva) له خوا په 1960م یا شپیتمو کلونو کې رامنځته شوه؛ خو بنسټ یې د روسيې فکري منتقد مېخایېل باختین (Mikhail Bakhtin) په نظریاتو کې په صراحت سره لېدل کېږي. دا یوازې د متونو یا له نورو متونو سره د اړیکو په مانا نه؛ بلکې د ماناوو د تړاوونو او ګڼ مانیزتوب په مفهوم هم خبرې لري، چې له یوه متنه یې نوره متون او ماناوې څنګه زېږي؟ او د مانا تمرکز یې څه دی؟ یا دا چې یو متن له بل یا تېر متن سره کومه او څه ډول اړیکه لري؟ همدا وجه ده چې اکثریت کره کتونکي یې له روایت یا تېر سره هم نېږدې بولي؛ یعنې یو متن په خلا کې نه وي؛ بلکې ترشا یې نور یا هممهاله نور مانیز متون هم وي. د شلمې پیړی له نیمایي وروسته چې د رغښتوالې د کره کتنې تمایل زیات شو، په تېره د رولان بارت د نظر په اند چې بین المتنیت یې د ماتن د نه اهیمت په وجه د لوستونکیو د ګڼو ماناوو یا متونو برخه او ځای کې هم ولېد، چې ګنې «ماتن مړ دی» او لوستونکی د متن مانا جوړوي، نو ځکه بین المتنیت د ماناوو د تکثیر سبب هم شو، بیا په خاصه توګه یې په کیسه کې د تړاوونو له مخې هم په نښه کړ، که څه هم دا وروستۍ مانا یې هغه له اولینو ماناوو سره څنګزنې ده او اصل مفهوم یې همغه و؛ خو د یوه کلي او پراخ مفهوم په توګه اوس د بین المتنیت ادبي متن همغه دی، چې له تېر یا هممهاله متونو سره نور او پراخ فني او مانیز تړاوونه هم لري او د هرې مانا اساس یې له نورو ماناوو سره په رابطه او رغښت کې نورې او ډېرې ماناوې هم جوړولی او ایجادولی شي.

دا د متن څو مانیزتوب او بین المتنیت که څه هم د ښاغلي کاروان د تخلیقي متونو د عمومي اړخ ځانګړنه ده؛ خو په دې ناول «شنه غمي ولا جلکۍ» کې ېې هم ځکه څرکونه شته، چې دای یې په تخلیقي ابعادو، ځانګړنو او په ایجاد پوهېږي یا فني او هنري معجزې ېې پېژني؛ بلکې په همدې کیسه کې چې کله غرڅنۍ ته مور د غرڅې او غرڅنیو کیسه کوي او یا یې غرڅه دوی چې له پښ سره د سوما د بوټو د راوړلو معاهده او قرارداد کوي، لوستونکي ته محسوسېږي چې کوم نور درانه ادرسونه او سیمبولونه یا نښې دي، چې متن یې یو څه نورې ماناوې زېږوي؛ مثلا ما چې همدا صحنه لوسته ګمان مې دا و چې د وطن ترڅنګ د کوم مسیحايي او ملي رهبر او سیاستوال ارمان یا سیمبول لولم او سوما د وطن ملي ارزښتونه دي، په سوما د دیوتاګانو یا وحشي حیواناتو چې څوک سوما ته نه پرېږدي، د معاصرو طاقتونو او نړیوال استعماري او استحصالي زبرځواکونو حاکمیت دی او پښ راته خپل خلک او ملت وښکارېدل، یعنې «خلک» یا د کیسې په ژبه پښ یا غرڅه غواړي چې سوما «معاصر طاقت» ترلاسه کړي؛ خو وحشي حیوانات «استعمار» یې نه پرېږدي. همدغه و، چې له کیسې مې سېمبولیک تمایل واخیست؛ خو کله چې کیسې نورې غوټې پرانیستې، بیا نو واقعیتونه په داسې لفظونو ترسیم شوي وو، چې څو یا ګڼې ماناوې خو ترې زېږې؛ خو سېمبولونه نه وو؛ بلکې له لفظ و کیسې سره د کیسه لیکوال متني او فني هنرتوب و، چې لفظونه او ماناوې یې سره په تخیلي او تخلیقي نسبت تړلې او ایجاد کړې وې او دا ایجادونه یې د یوه سوچه ادبي متن یا تخلیق اولین ارزښت، ځای او ځانګړنه هم ده.

پورته مو د تړاوونو خبره وکړه، منظور دا و، چې په کیسه یا ناول کې د پېښو، صحنو یا یې په اصطلاح رغښت یو مهم داخلي توکی دی؛ نه هغه خارجي ځانګړنه؛ ځکه همدا رغښت او تړاو دی چې پېښو یا صحنو ته د کیسې منطق یا ژبه ورکوي، بغیر له همدې رغښت یا تړاو د کیسې تکمیل ممکن نه دی، دا په کیسه کې د پلاټ غوندې یو تصور او عمل دی، چې اکثریت نوې ادبي تیورۍ یې په کیسه کې حتمي و ضروري بولي، په دې ناول کې هره ضمني خبره یا کیسه یې له بلې هغې سره په څه نا څه ډول تړلې او غوټه ده، مثلاً په اوله کې چې غرڅنۍ ته مور د غرڅې او غرڅه کیسه کوي تر اخره یې د کیسې په شالید د عواطفو او مانیزو همدرديو نري نري سیوري خپاره دي، تقریباً په هره صحنه کې یې د تېرو خبرو، صحنو او مکالمو یادښت فعال دی او د راروانو صحنو او د کیسې د تکمیل لپاره تسلسل هم په کې شته؛ یعنې د یوه شهکار ناول او کیسې همدا انفرادیت وي، چې د تېر او راروانو پېښو تړاو یې شعوري او کیسیز وي، ما په هیڅ یوه کیسه او ناول کې دومره مربوطه تلوسه تراوسه نه وه لوستې چې غوټې یې داسې خلاصیږي، چې تېرې صحنې په شدت درته یادوي او داسې هم چې بس کیسه خلاصه شوه؛ بلکې بلې خبرې ته دې پام اوړي او تلوسه درسره وي، چې مثلاً نور څه پېښیږي؛ کله کله داسې هم کېږي، چې کیسیز تړاوونه خو یې وي؛ مګر فني یا هنري هغه یې کمزوري وي؛ خو کاروان صاحب لکه د یوه ډېر لوی او باتجربه لرونکي ناول لیکوال غوندې دا دواړه برخې په همدې لومړني ناول کې په خورا دقیق او موازي ډول ساتلي دي، د تړاو یو بل شی چې دا ناول یې لري هغه د کیسې یو مسلسل کیفیت دی، په دې مانا چې همدا پېښې که یو طرف مربوطې او تړلي دي؛ نو بل پلوه یې انځورګري او ژبه هم هغسې ده، چې بنده هیڅ بل خوا ته نه پرېږدي، که څه هم له مانیز پلوه یې ضمني پیغامونه هم کم نه دي؛ خو کیسه یې خپل دننه یا کیسیز خوند او کیفیت نه پرېږدي. د تړاوونو او رغښت یې همدا ځانګړنې هم کافي دي ، چې دې ناول ته یې د یوه ځانګړي ادبي هویت یا هیئت مخه او بڼه ورکړې ده.

کاروان صاحب څو کالونه وړاندې «له نرګسه تر نرګسه» لنډې کیسي لیکلي؛ یعنې له کیسې سره یې اشنایي پخوانی ده؛ خو کمال دا دی، چې په دې ناول کې یې کومه کیسیزه ژبه او ریتم ایجاد کړی، دا بېخي د یوې ځانګړې او کیسیزې ژبې هویت دی، جدي او درانې خبرې هم په داسې اسانه او سلیسه ژبه شوي دي، چې هیڅ بنده په کې نه ټکنۍ کېږي یا په اصطلاح کرکټرونه یې له خپل قد و قامت سره سم غږولي؛ مثلاً د نوراني استاد او یا د ونو او بوټو غږېدا که څه هم د طبعیت او نصیحتونو مکالمه ده؛ خو په دې ناول کې یې غېر جدي او رسمي انداز ژبې ته د کیسې خورا عالي ژبه ورکړې ده.

د کیسې د ځانګړې یا خپلې ژبې مانا دا ده، چې هره ژبه د خپلو تخصصي علومو او برخو یوه برجسته او معیاري ژبه لري، بیا ادبي هیئت چې د هر فورم یا ژانر ژبې ته خپل خاص اهمیت او تمایل هم لري، کیسه یې په یوه بېله ژبه لیکلی شي. دا ژبه له کومو نړیوالو یا سیمیزو کیسو، ناولونو او لیکوالو نشي پور کېدای؛ بلکې له خپلې خاورې، فرهنګ او د خلکو د روزمره (ورځنیو) خبرو اترو، کړو وړو او په عموم کې له خپل کلچر سره تړلي وي، ټول هغه رواني او ذهني چاپیریال یې د خپلو خلکو کلي، کورنه، ښارونه او بانډې وي، په همغه کچه یې د خبرو پارول (Parole) وي په کومه اندازه چې خلک په خپلمنځي یا ټولنیز (Langue) پوهه، تفاهم او قرارداد لري. موږ کله کله د کیسې ژبه یوه یا عمومي یادوو حال دا چې یوه یې همدا عامه ژبه ده، چې د کرکټرونو ژبه یې هم بللی شو او بله هغه یې خاصه ده، په اوله ژبه زموږ تمرکز ځکه زیات وي، چې د کرکټر ساحه او شخصیت یې راته معلومېږي او په همدې اساس یې ژبه هم معلوموو، دا په یوه کیسه کې یوازې ځانګړنه نه وي؛ بلکې دا طبعي وي، چې یو کرکټر باید د خپل قد، شخصیت او تخصص په اندازه وغږېږي. اصل ژبه یې همغه دویمه یا خاصه ژبه ده، چې د یوې کیسې یا د ټولې کیسې په ټولو عناصرو او توکیو کې یې شتون او نقش لازم دی، مثلاً تاسې د همدې ناول له اوله سره کیسه، کرکټرونه، مختلفې مکالمې، فکري تنوع او تخیل وګورئ چې په هر ځای کې یې بېخي یوه او خپله کیسیزه ژبه ساتلې ده، داسې لکه دا ناول چې د کیسیزې ژبې د معیار اعلان کوي او همدا د یوې کیسې د ژبې نهایي خط و سیر وي او هیڅ بله کرښه نه لري.

د ژبې او مربوط پلاټ یا کیسیز رغښت دا درې واړه ځانګړنې چې د دې ناول سترې فنې ځانګړنې دي، دا په هیڅ یوه کیسه او ناول کې عادي اصول او ځانګړنې نه دي؛ بلکې دا د لویو کیسه لیکوالو او شهکارونو د خاوندانو د فن او هنر اوج وي. کاروان صاحب د همداسې یوې کیسیزې ژبې په ایجاد کیسیز رغښتونه او پلاټ سره منسجم کړي دي او د یوه شهکار ناول صورت او کیسه یې پنځولې ده، دا ځانګړنې د ډاکترې غرڅنۍ له ماشومو عواطفو نېولې د هغې تر ستر ملي احساس او بیا له طبعیته تر ملي ارمانه پورې په ټوله کیسه او کرکټرونو یې د خوبونو او خواهشونو زورور اثر او هنریت شته، همدا ډول یې په ښځمنواله بریا د انجنیر نورجمال سره پر یوه ملي ارمان د ژوند تړل یې هغه خارق العاده کیسیزه پېښه ده، چې د یو عام او عادي کیسه لیکوال د هنر خواږه نشي کېدای، بلکې د یوه ډېر لوی هنر او هنرمن د متخیله قوت زېږنده تخلیق به وي، سره له دې چې کاروان صاحب په دې برخه کې لا پخوا ثابته کړې وه، خو دا دی نن یې په کیسه او ناول هم ثابته کړه، چې دای زموږ د ژبې او ادب د لیک او تخلیق د یوه ډېر لوی او عظیم هنر څښتن او پنځګر دی.

لیکوال: نعمت الله صدیقي

Share via
Copy link