• خانه
  • سياسي
  • د ملګرو ملتونو اتیایمه غونډه، بې افغانستانه ستیج او نړیوال کړکېچونه

د ملګرو ملتونو اتیایمه غونډه، بې افغانستانه ستیج او نړیوال کړکېچونه

Image

غربي ولسمشرانو لویې لویې خبرې وکړې: د زورورو ځواکونو د درلودو، د قوي اقتصادونو، د ولس‌محوره دولتونو او د نړیوالو قواعدو د رعایت… اروپايي مشران تش‌لاسي ول، په اوکراین کې یې منابع او کومکي سرچینې ختمې شوې، ځکه یې د فلسطین رسمیت اعلان کړ (E او F). دوی له فلسطین سره د بشر دوستۍ له مخې نه، بلکې امریکا ته د خپل شنګ د ښودلو په پار… چې ګواکې که یوازې مو پرېږدي او تعرفې زیاتوي، نو د څه کولو ابزار لرو.

روسیه په غټه کچه پکې نشته، نوبت هم نه لري، خو په فرعي مجالسو کې د اسلامي هېوادونو په شان د غزې تر څنګ، زړه‌سوی او تسلیت وایي.

اسلامي مشرانو په ټیټو سترګو د خپل مظلومیت او محکومیت راپورونه وړاندې کول، خو ناست مجلس بې‌پروا په موبایلونو کې بوخت و، ځکه چې مظلومیت د دولتونو د فخر مایه نه ده.

هند او پاکستان د ترمپ مننه وکړه، ویل یې د انتقام لپاره کافي زور لرو، خپل غلیم په امریکايي وسلو ماتولی شو. په فرعي مجالسو کې پاکستان، اسرائیل، آرمینیا او آذربایجان ترمپ ته د سولې د نوبل جایزه ډېره یادوله، خو ټرمپ موسکی موسکی ترې شاته کېده!!

سوریه او احمد الشرع د دې غونډې «ځلیدونکی ستوری» بلل شوی، الجولاني د افغانستان نوم په خوله وانخیست، پاکستاني مشرانو د پردې شاته تشویق کړی و چې په دې ستیج د افغانستان پرتلیزه سپکه بیان وکړي، خو سړی عاقل دی.

د سورې ولسمشر غونډې ته تر تګ مخکې په «حمص» ښار کې خپل مجاهد ملت ته وویل: دنیا مختلفه او متنوع ده، موږ له همداسې نړۍ سره ژوند کوو، باید واقعیتونه یې ومنو، خپل ضعف او اقتصادي رکود ومنو. سوریه ۶۰ کاله منزوي ده، د ویجاړې سوریې لاسونه جګړو پرې کړي، موږ د نړۍ لاسنیوي ته ضرورت لرو، له انزوا وتلو ته محتاج یو… د پرون مبارزه مو د سورې د عمران په درد نه خوري… ده ملت ته وویل چې تر موږ دوه زره وارې قوي سعودي او کویټ غرب ته محتاج دي، دوی پوهېږي چې په یوه هفته کې یې ملتونه د غرب په لمسون پر عربي سپرلي «ربیع العرب» ورته سرنګون کوي… د بنګلادېش، سوډان او نیپال بغاوتونه یې په مثال کې راوړل، وویل چې غرب ابلیس دی، خو موږ د رحماني عقیدې خاوندان ورته خام یو.

افغانستان په دې لوی ستیج کې داسې تش دی لکه نور منزوي ملتونه… منم چې د نړۍ هېڅ دولت به زموږ انډیوالانو ته مثال او ایډیال نه وي، خو دوی نه نړۍ بدلولی شي، نه یې واقعیتونه، نه یې هم د افغانستان پر «امارتي» واقعیتونو قانع کولی شي. که دوی د نړۍ غوندې نشي جوړېدلی، نو نړۍ هم د دوی په څېر بدلون نشي موندلی.

فلسطین او کشمیر اتیا کاله مظلوم دي، وایي وخت به یې راشي… افریقايي قاره ۲۰۰ کاله فقیره پاتې ده، الماس او ګنج یې نور وړي. د فقر او مظلومیت له انزوا راوتل په دعاګانو نه کېږي، په تعامل او بدلون کېږي، په تصادم نه، په تساند کېږي.

د دولت د بقا او دوام لپاره!
له دې لویې نړۍ سره تر پرېکون تړون غوره دی، تر انفصال اتصال بهتره دی. دلته ۴۰ میلیوني ولس شدیداً ضعیف، فقیر، جګړو ځپلی او زهیر دی، خلک مو نورې دنیا ته محتاج، آواره او نیازبین دي…

هکذا د نړۍ لخوا زموږ هېواد قطعاً د تحریم مستحق نه دی، او د ملک زعامت د انزوا او پیگرد وړ نه دی!

که د نړۍ استغنا په دې هدف وي چې وطن مو تسلیم او محکوم کړي، امکان نه لري. او که زموږ استغنا له نړۍ په دې امید وي چې ارزښتونه مو سره توپیر لري، دا تفاوت په دې توګه تقارن نه مومي. دا یوه کاذبه خوشباوري ده، په دې توګه به وخت د دواړو په تاوان تېر شي… تفاوت او تنوع د دنیا دایمي مایه ده.

تېر شوي فرصتونه به بیا ثابته کړي چې نړۍ صرف د خپلو منافعو لپاره بل ته اړتیا لري، هغه هم جنګي او نیابتي اړتیاوې… مگر د حکمت دروازه خدای نه ده بنده کړې!
منم چې بشري مظلومیت لرو، خو اقتصادي مزیت نه لرو. منم چې د «ضرر شراکتونه» پیدا کېږي، خو نړۍ لاهم افغانستان د سالم، دایم او «ګټور شراکت» جوګه نه بولي.

ظاهراً چې محاسبه کوو، نړیوال ماحول زموږ د منافعو پر محور نه راڅرخي، د دوی په سیالیو راڅرخي.

د تابع ګرځولو په پار پر بېوسه خلکو دا کورني مشقونه او پر نادار ولس اصلاحي جذمونه زموږ نړیواله عزتمندي نه زیاتوي، نه د کور د باندې «زموږ تصویر» او نه د «نرۍ تصور» زموږ په اړه بدلولی شي!! نړۍ نه بدلېږي… که خپله بهبود او بدلون ونکړو، بدلون او بهبود نه راځي!!

ليکوال: آصف ننګ

Share via
Copy link