Image

اشرف غني له نږدې زاویې

لسمه برخه

فردوس: د «روایت یک انتخاب» په کتاب کې د «استاد دانش د سلاکارانو ټیم» د یو غړي له خولې لیکل شوي چې هغه سړی تاسې ته په خطاب کې وايي، تاسې په اشرف‌غني پېژندنه کې ډېر تکړه یاست او له همدې امله د دې صلاحیت لرئ چې د هغه په اړه ځينې پوښتنې ځواب کړئ. ځينې خلک په دې باور دي چې د اشرف غني په کرکټر کې دا شی ډېر برجسته و چې هغه باید له هېڅ سیاسي پيمان سره وفا و نه کړي او همدا یې د خپل قدرت نښه ګڼله.

کله چې ټاکنې له کړکېچ سره مخ شوې، د ۱۳۹۳ کال د سنبلې پر ۲۶مه له ډاکتر عبدالله سره یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو. دا هوکړه‌لیک پلي نشو او ټول موارد یې تطبیق نشول. له ښاغلي خلیلي سره چې یې کومې ژمنې او وعدې کړې وې، ډېرې یې عملي نشوې. طالبان هم دا ادعا کوي چې له موږ سره ترسره شوی هوکړه‌لیک نه دی علمي شوی او غدر وشو. ځينې خلک له دې خبرو دې پایلې ته رسېدلي چې د اشرف غني په کرکټر کې دا خبره بېخې برجسته وه چې دا کار یې خپل سیاست ګاڼه. مثلاً، په هوکړه باندې وفا نه کول یې سیاست ګاڼه. ایا تاسې له دې موضوع سره موافق یاست؟

رویش: اوس چې تاسې دا مسئله مطرح کړله، اجازه راکړئ چې د اشرف غني د کرکټر او شخصیت په اړه ډېرې خبرې وکړم. ښايي دا به لومړی ځل وي چې زه په دې اړه خبرې کوم. تر دې مخکې ما په دې اړه خبرې نه دې کړي. ما له ډېر پخوا راهسې له اشرف غني سره شناخت درلود. که یې د عمر لحاظ په پام کې ونیسو، ډېر اوږد شناخت مو سره درلود او د ټاکنو په وخت کې دا پېژندګلوي تقریباً څوارلس یا پینځلس کلونو ته رسېدله. دا شناخت د ۲۰۰۲ کال له لومړیو څخه پيل شو او د ۲۰۰۹ کال تر ټاکنو سره را ورسېدو. په دغه موده کې له ډېرو لوړو ژورو سره مخ شوو. له دې وروسته د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې ډېر سره نږدې شوو. د ۲۰۱۴ کال د ټاکنو په لړ کې ما ته ډېر داسې فرصتونه برابر شول چې د اشرف غني احمدزي د شخصیت او تفکر پټ اړخونه هم تر ډېره وپېژنم. کله چې مې په پای کې له هغه څخه د خپلې لارې بېلولو پرېکړه وکړه، دا پرېکړه د هغه برداشت له امله وه چې د وخت په تېرېدو سره ذره ذره تکمیل شو. زما اخځ څه و او ما له اشرف غني څه ولیدل او څه مې ترلاسه کړل؟

دغه ځينې ځانګړې چې اوس دلته تاسې ته بیانوم، دې ځانګړنو زما په ذهن کې د اشرف غني تصویر بشپړ کړ. دلته د غالبو تصویرونو په اړه خبرې کړم.

اشرف غني متفکر دی؟

لومړی، دا خبره مطرح کېږي چې اشرف غني احمدزی یو متفکر و. یا لومړی، یا دویم او یا درېیم متفکر و. زه دا عنوان تر اشرف غني احمدزي ډېر لوړ ګڼم. زما اخځ دا دی، یوازینی شی چې اشرف غني احمدزي نه درلود، هغه تفکر و. تفکر یو منسجم فکري نظام دی. تاسې چې کله د تفکر خبره کوئ، تاسې د خپلو چلندونو، خپلې ژبې، خپل تفکر، اخلاقو او ځانګړنو ټولګې ته یو شکل ورکوئ او په منظم ډول یې مدیریت کوئ. په اشرف غني کې داسې انسجام نه لیدل کېږي. هغه یو ډېر پاشل شوی سړی دی. دا سړی په خپل فکر کې مشکل لري. د پوهې متفرق او پاشل شوی کوډونه یې له هر ځای څخه په خپل ذهن کې سره راټول کړي دي، خو هېڅکله یې دا کوډونه د یوه تفکر په چوکاټ او قالب کې نه دې منسجم کړي.

اشرف غني فاشیست دی؟

زما دویم اخځ دا دی چې اشرف غني په عام تصور کې په یوه فاشیست، اټنوسنټریسټ او قومي تفکر لرونکي شخص باندې مشهور و، خو زه په دې اړه هم شکمن یم. زه وایم چې اشرف غني احمدزی د هغو فاشیستانو یا اټنوسنټریسټانو له ډلې نه و چې د یوه تفکر پر بنسټ را ولاړېږي او په ټولنه کې قومي فاشیزم عملي کوي. اشرف غني داسې سړی دی چې تر ډېر نوسټالژي لري. نوسټالژي قومي قدرت لري. هو، دا یې خوښېږي چې پښتون دې د واک په رأس کې وي، خو دا یې بیا ډېر خوښېږي چې هغه په واک کې پښتون دی پخپله واوسي، نه کوم بل څوک. هېڅکله یې دا نه حس کوله چې که دی له واک څخه لرې شي، واک د پښتون په نوم یو بل چا ته پاتېږي. فکر یې کاوه چې پښتون پخپله همدا ده ته وايي.

اشرف غنی؛ اشرف مرغ؟

دلته د اشرف غني په اړه په درېیمې نکتې غږېږو. زما په نظر، اشرف غني یو ډېر عقده‌يي سړی دی؛ موخه مې په اشرف غني کې ځان ته د کمترۍ عقده ده. ما له اشرف غني سره د خبرو په لړ کې دا رازونه وموندل چې دا عقده په اشرف غني کې څه ډول را پيدا شوې ده. ده به پخپله د دې کیسو ډېره برخه بیانوله او بیا به ما ته دا فرصت برابر شو چې د هغه له ځينو ټولګیوالو سره په اړیکه کې شم. دې خلکو د هغه د تېر په اړه خبرې کولې. اشرف غني په ماشومتوب کې وړوکی و او په حبیبه او اماني لېسه کې یې درس لوست. هغه ډېر ډنګر او د وجود په لحاظ ډېر وړوکی و، خو ډېر زیات استعداد یې درلود. هغه ډېر هوښیار هلک و او ښه استعداد یې درلود. وروسته، د هغه د همدې هوښیارۍ له امله د نوموړي ټولګیوالی دی ډېر ځوراوه. مثلاً، هلکانو به له دواړو خواوو راټینګاوه او د هغه پر پښتیو به یې فشار وارداوه او هغه به له ډېره درده چیغې وهلې. له همدې خاطره، هغه د خپلو ټولګیوالو په مینځ کې په «اشرف مرغ» باندې مشهور و. هغه ډېر هوښیار او بااستعداده و، خو زورورو هلکانو به هغه ځوراوه.

اشرف غني د شاه‌جهان احمدزی زوی دی؟

تر دې ورهاخوا، د اشرف غني کوچی‌توب په هغه کې دویمه عقده را پيدا کړې ده، خو تر کوچی‌توب وړاندې باید ووایم چې د اشرف غني پلار، شاه جهان احمدزی د ادبیاتو په لحاظ ډېرې پوچې او بدې خبرې کولې او د خپلو خپلوانو او ملګریو په مینځ يې ښه نوم نه درلود او خپلو اولادونو او شاوخوا خلو ته یې ډېر پوچې خبرې کولې. اشرف غني چې کله د یو لایق او بااستعداده شاګر په توګه خپل ځان له نورو سره پرتله کاوه، د خپل پلار د بدې ژبې له امله به یې ځان حقیر او شرمنده احساساوه او تل یې دا فکر کاوه چې پلار یې له هغه سره ډېر توپير لري.

اشرف غني کوچی دی؟

له دې ورهاخوا، کوچیتوب یوه بله عقده وه او هغه داسې احساس کاوه چې ټول له هغه سره د کوچي په څېر چلن کوي. په هغه وخت کې د افغانستان په خلکو کې د غالبو کلتوریزو دودونو او باورونو پر بنست، کوچیتوب د یو ډېر بد ټولنیز موقف ښکارندويي کوله. دا سمه ده چې پښتنو واکمنو یا د پښتنو واکمنۍ له کوچیانو څخه د نورو قومونو د ځپلو لپاره کار اخیست، خو چې کله به په پښتني ټولنه کې دننه خپلمنځي مناسابت مطرح کېدل، کوچیان به تل څنډې ته کېدل. په کلتوري لحاظ هغوی ته چا ډېر اعتبار نه ورکاوه. اشرف غني احمدزي په کوچیانو پورې خپل تړاو یو تحقیروونکی تړاو ګاڼه.

اشرف غني روڼ‌اندی دی؟

د دې سربېره، بله موضوع د هغه روڼ‌اندیتوب دی. دې سړي داسې احساسوله چې زه روڼ‌اندی یم او فکري او کلتوري کار کوم، خو کله چې په دغه ذهنیت د افغاني ټولنې قبیلوي جوړښت ته ګورئ، تاسې دې ته متوجه کېږئ چې قبیلوي او قومي کلتور له روڼ‌اندي پرته نورو شیانو ته ارزښت ورکوي او اشرف غني هلته نه ځایېږي.

اشرف غني غلجی دی؟

د دې ټولو بحثونو سربېره، کله چې د دراني او غلجي بحث مطرح کېږي، هغه تل داسې احساسوله چې درانیان هغه تحقیروي. هغه دې ته متوجه شو چې په پښتني ټولنه کې د غلجیانو له دایرې بهر نشي وتلی. امریکا او بیروت ته د زده‌کړو لپاره د تګ په وخت کې هم دغو عقدو هغه ځورولی دی. هغه په بیروت او امریکا کې هم داسې احساس درلود چې د هغه شخصیتي نیمګړتیاوي هغه دردوي. هغه چې ځانته په کوم شخصیت او استعداد قایل و او په خپل ځان کې یې په فردي او شخصي لحاظ کوم ارزښتونه لیدل، نوموړي په ټولنه کې په خپلو مخاطبانو کې اعتبار نه درلود او دا یې نشو کولای چې نور خلک د هغه دې برجسته ځانګړنو ته په اعتبار قایل شي.

اشرف غني؛ هغه ټکنوکراټ چې په ټولو شیانو پوهېږي!

له ۲۰۰۱زیږدیز کال وروسته، چې کله په افغانستان کې تحول راغلی، اشرف غني احمدزی د یو ټکنوکراټ او روڼ‌اندي شخص په توګه مطرح شو. هغه تر دې مخکې د امریکا په معتبرو پوهنتونونو کې د انټروپولوژی درسونه لوستي وو او د نړیوال بانک سلاکار و، خو د بُن په کنفرانس کې ناڅاپه په برجسته توګه مطرح شو. په بُن کنفرانس کې د اشرف غني موقف د دې لامل شو چې د هغه ټولې عقدې په فرصت بدلې او وده وکړي.

کله چې د بُن له کنفرانس وروسته افغانستان ته راغلی، هغه داسې احساس کاوه چې هر څه لري او یو داسې سړی دی چې د کلیمې په واقعي مانا د افغانستان د اقتصادي او سیاسي ستونزه حل د نوموړي په لاس کې دی؛ ځکه هغه په ولسواکۍ پوهېږي؛ په حکومتولۍ پوهېږي او د ناکامو حکومتونو په رغاونه هم پوهېږي. هغه وخت یوه ډله نړیوال سلاکاران د هغه تر څنګ ودرېدل؛ څو له هغه سره کار وکړي. مثلاً، کلیر لاکهارټ له هغې ډلې یو دی. زه د تحول او تداوم د منشور لیکلو تجربه لرم او د همدې تجربې پر بنسټ وایم چې د «ناکامو دولتونو رغاونې» کتاب هم حداقل ۸۰ یا ۹۰ سنله کلیر لاکهارټ لیکلی دی، خو د اشرف غني احمدزي په نوم خپور شوی دی. یو لړ داسې سیاسي پروژې باید وي چې هغه ته نوم ورکړي او وروسته دا سړی له هغو څخه پر استفادې واک ته ورسېږي؛ څو وکولای شي یو ناکام دولت ورغوي او یا پاشل شوې او له ستونزو سره مخ ټولنه له کړکېڅ څخه راوباسي. دا ټول ممکن د اشرف غني په شخصیت جوړولو کې ونډه ولري، خو په هر حال، زه حتماً په دې باور یم چې د «ناکامو دولتونو رغاونه» کتاب کې تر بل هر چا د کلی لاکهارټ ونډه ډېره وه او بر عکس، د دې کتاب په لیکلو کې د اشرف غني ونډه ډېره کمزورې ده.

البته دا خبره په دې مانا نه ده چې اشرف غني په هغه کتاب کې پر لیکل شویو مطالبو نه پوهېدی او یا یې د هغو درک نه درلود. نه، داسې نه ده. زه په دې باور نه یم چې اشرف غني دې خپله پوهه د یوې تیوري په چوکاټ کې ولیکي او بیا د هغې تیوري پلي کولو ته ژمن واوسي؛ ځکه د دې کار لپاره خپل دلایل لرم. مثلاً، اشرف غني د «روزنه‌ای به نظام عادل» کتاب پر خپل لاس لیکلی و او هغه یې په ۲۰۰۹زیږدیز کال کې د خپل ټاکنیز منشور په توګه چاپ کړ. دا هم ډېر غټ کتاب دی. اشرف غني په هغه کتاب کې د یوې سیاسي طرحې په چوکاټ کې د یو نظام د جوړولو لپاره حل‌لارې وړاندې کړې وې. په هغه کتاب کې د کوچیانو په اړه د اشرف غني طرح هم لیکل شوې وه او هغه بیا په یوه ټوکه بدله شوه. په هغه طرح کې راغلي وو چې لارۍ ډوله ستر موټرونه اخلو او په هغو کې د کوچیانو څاروي انتقالوو. د اشرف غني تصور دا و چې کوچیان کله له دغو سیمو تیرېږي؛ نو د لارې په اوږدو کې د سیمې له خلکو سره جګړه کوي او شخړې پيښېږي. دا چې هم کوچیان ګټه وکړي او هم شخړه ختمه شي؛ نو دې سړي داسې طرح وړاندې کړې وه چې د لاریو موټرو په واسطه به د کوچیانو اوښان او پسونه څړځایونو مثلاً، هزاره‌جاتو ته انتقال کړو.

موږ د هغه کتاب په لیکلو کې ونډه نه لرله. کله چې په ۲۰۰۹زیږدیز کال کې د اشرف غني له کمپاین سره یو ځای شوو، دا هغه وخت و چې هغه خپل دا کتاب چاپ کړی و. په یوه ناسته کې مې هم هغه ته وویل چې ته په رښتیا هم د دې طرحې په وړاندې کولو سره ټوکې کوې که جدي یې؟ مثلاً، ته په رښتیا هم فکر کوې چې د کوچیانو زرګونه اوښان او څاروي مثلاً له میران‌شاه څخه د لاریو په واسطه د هزاره‌جاتو یا پنجشېر څړځایونو ته ولېږدوې او بیا یې بېرته خپلو سیمو ته ولېږدوې؟ دا چې ته وایي، چې څاروي د لارې په اوږدو کې ډنګرېږي، دا سمه خبره نه ده. په واقعیت کې هغوی د لارې په اوږدو کې څرېږي او چاغېږي، خو دا چې ته څاروي په لارۍ کې باروې او د افغانستان په دې خرابو او ویجاړو لارې کې یې لېږدوې، هغوی نور هم ډنګرېږي.

د دې سربېره، مثلاً ته څه ډول له سلو زره څخه تر دوه سوه زره اوښان او پسونه په لارۍ ډوله موټرو کې لېږدوې؟ ایا دا کار د پلي کېدو وړ دی؟ دا طرح پخپله دا څرګندوي چې اشرف غني ډېر غیر متمرکز انسان دی. کله چې دا سړی له دومره غیرمتمرکزتوب سره بیا هم راځي او د «روزنه‌‎ای به نظام عادل» کتاب لیکي، هغه څه ډول کولای شي چې د «ناکامو دولتونو رغاونې» په څېر یو تیوریک کتاب ولیکي؟ د «ناکامو دولتونو رغاونې» کتاب په ډېر منظم او ښه ډول لیکل شوی دی. په دغسې حالت کې تاسې یو خلا ته متوجه کېږئ. یا هغه لومړی کتاب اشرف غني نه دی لیکلی او بل چا لیکلی دی او یا هم دا دویم کتاب بل چا لیکلی دی او اشرف غني په خپل نوم خپور کړی دی، خو زه چې د اشرف غني په اړه څومره پوهېږم او څومره هغه پېژنم، د «روزنه‌ای به نظام عادل» کتاب اشرف غني لیکلی او دا دویم هغه بل چا لیکلی دی.

اشرف غني؛ د کرزي ته چتر لاندې!

کله چې اشرف غني په افغانستان کې د قدرت په مناسباتو کې دخیل شو، کرزی د هغو کسانو له ډلې و چې نوموړی یې ډېر زیات تحقیر کړ. اشرف غني په ۲۰۰۱زیږدیز کال کې د بن له کنفرانس څخه د یو داسې چا په توګه راغلی و چې د نړیوالو مرستو د انسجام مرکز یې مدیریت کاوه او د نړۍ ټولې پیسې د اشرف غني تر لاس لاندې تېرېدلې. هغه داسې احساسوله چې همدا زه نوی افغانستان مدیریت کوم او مخکې ځم، خو حامد کرزی اصلي زعیم او مشر و او ښاغلي کرزي بیا د خپل هماغه دودیز تفکر له امله اشرف غني ته د خپل دربار د کاتب په سترګه کتل. کرزي ویل، هو، تا درس لوستی؛ تخصص لرې او په ډېرو شیانو پوهېږې، خو ته زما تر لاس لاندې یې او اصلي واکمن او مشر زه یم او ته باید زما لپاره کار وکړې. همدا لامل و کله چې کرزي غوښتل مثلاً له فهیم سره پخلا شي، شاوخوا د اشرف غني لس طرحې یې تر پښو لاندې کړلې. مثلاً که هغه غوښتي وای چې محقق ته امتیاز ورکړي، اشرف غني ته یې شا کوله او په دې ډول کړنو سره یې اشرف غني تحقیراوه.

اشرف غني؛ د معامله‌ګرو ملګرو په مینځ کې را ګېر و!

له همدې وروسته اشرف غني له خپلو ملګرو سره ښکېل شو او له خپلو ملګرو ناخوښی هم و. مثلاً، اشرف غني د اتمر او معصوم ستانکزي پر وړاندې ډېر عقده‌من و؛ ځکه هغه فکر کاوه چې دوی د نوموړي پر ملاتړ تر دې ځایه را رسېدلي، خو اوس یې له کرزي سره معامله وکړله او هغه یې له سترګو وغورځاوه. له زلمي خلیلزاده هم ډېر کړېدی. مثلاً، د زلمي خلیلزاد په اړه یې یو تعبیر دا و او ویل یې چې دې سړي په خپل ژوند کې هېڅکله رښتیا نه دې ویلي او تل په غلطه روان وي. دا د اشرف غني اخځ و؛ ځکه هغه داسې احساسوله چې خلیلزاد ما ته په ټیټه سترګه ګوري او ما تحقیروي. انوارالحق احدي هم هېڅکله اشرف غني ته په جدي سترګه نه کتل. هغه داسې احساس کاوه چې په اکاډمیک او علمي لحاظ اشرف غني د پام‌وړ شخصیت نه دی. هغه په تیوریک او علمي لحاظ خپل ځان تر اشرف غني لوړ ګاڼه. احدي داسې احساس کاوه چې دی منظم تفکر لري او خبرې یې هم منظمې دي، خو اشرف غني یو غیرمنظم انسان دی. دې ټولو کارونو په اشرف غني کې د حقارت عقده پیاوړې کړې وه او هغه فکر کاوه چې څوک د هغه ارزښت او اهمیت نه درکوي.

اشرف غني؛ د امان‌الله‌خاني ګومان!

اشرف غنی؛ توهم امان‌الله‌خانی! «دې ته مې کره لغت پيدا نشو کړلی»

فردوس: تاسې په خپلو فاکټونو کې دا خبره توضیح کړله چې غني د کمتري عقده لرله، خو ځينې هغه کسان چې له غني سره یې ناسته‌ولاړه لرله، هغوی بیا په دې باور دي چې غني له یو ډول بدګوماني سره لاس او ګریوان دی. هغه خپل ځان امان الله خان ګڼي او تصور کوي چې د امان الله خان پر ځای ناست دی او ځينې وخت بیا ځان د عبدالرحمن خان په څېر ګڼي. په دې اړه څه فکر کوئ؟

رویش: ګورئ، کله چې تاسې عقده ولرئ، پخپله همدا عقده ستاسې په ذهن کې بدګوماني رامینځته کوي. زه د اشرف غني احمدزي بدګوماني نه ردوم او فکر کوم چې ډېر باورونه یې پر همدې بدګومانۍ ولاړ وو. د امان الله خان بدګوماني هم له همدې ځایه پيل شوې وه. دې سړي په رښتیا هم فکر کاوه چې زه د افغانستان پر تاریخ پوهېږم. هغه رښتیا هم په دې باور و چې زه په افغانستان کې د ناکامې حکومتولۍ رازونه درک کوم. له هغه سره د خبرو په لړ کې موږ دې ته متوجه شوو چې په درواغو کې یې بدګوماني لیدل کېږي. مثلاً، ښايي ستاسې به په یاد وي چې په خپلو خبرو کې به یې اعشاریه‌لرونکې شمېرې څرګندولې. مثلاً، ویل به یې چې یو اعشاریه دوه یا درې اعشاریه پینځه او دې ته ورته نور مثالونه… په داسې ډول کره او دقیقې شمېرې به یې بیانولې چې په خپل مخاطب کې به یې دا حس رامینځته کاوه چې ګواکې دی په ټولو شیانو ډېر ښه پوهېږي. په داسې حال کې، چې دا هر څه دروغ وو.

ما د تحول او تداوم د منشور چمتو کولو په وخت کې له اشرف غني سره د خبرو اترو پر مهال کابو ۳۳ ساعته د اشرف غني احمدزي غږ ثبت کړی دی. هرې ناستې به یو یا دوه ساعته وخت اخیستی او ځينې وخت به درې ساعته کېناست او خبرې به یې کولې او ما به یې خبرې ثبتولې. د اشرف غنی دا ۳۳ ساعته ثبت شوې خبرې که تاسې واورئ، ټول‌ټال درې ساعته ګټورې او د لیکلو وړ خبرې نشئ پکې موندلای. دومره ګډې‌وډې خبرې به یې کولې، چې هېڅ د راټولو نه وې، خو دا چې زه اووه یا اته میاشتې له اشرف غني سره په یوه لار تللی وم؛ خبرې مې ورسره کړې وې او هره ورځ مې ټول مسایل په جزیاتو سره یادداښت کړي او منظم کړي وو؛ نو زه د نوموړي پر موخو پوهېدم. مثلاً، په دې پوهېدم چې که هدف له اداري فساد سره مبارزه وي، اشرف غني دا لار درک کوي او دا لار مني. یا مثلاً، که وغواړو چې قومي کړکېچونه او شخړې حل کړو او یا وغواړو چې د بېلابېلو ځواکونو ترمنیځ د قدرت توازن رامینځته کړو، اشرف غني دا حل‌لارې مني. ما په اتو میاشتو خبرو اترو کې دا هر څه درک کړي وو، خو که تاسې د اشرف غني په معمولي خبرو کې دا مسایل ولټوئ، د هغه له یوه ساعته خبرو څخه لس دقیقې ګټورې خبرې نشئ را بېلولی. هغه ډېرې ګډې وډې او بې‌مانا خبرې کولې. د ځينو مسایلو په اړه د هغه ادعاوې هم رښتینې نه وې. د تحول او تداوم ټیم لپاره د منشور چمتو کولو په وخت کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په اړه په یو بحث کې هغه پخپلو خبرو کې دا ادعا وکړله چې د فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره زموږ حل‌لاره په تر سلو ډېرو هېوادونو کې زموږ د څېړنو پایله ده. تاسې اوس دې ته فکر وکړئ چې اشرف غني چېرې او کله په فساد کې ښکېلو سلو هېوادونو کې څېړنې کړې او بیا یې د دغو څېړنو پایله را ایستلې او اوس یې په دوو یا دریو مخونو کې د طرحې په توګه موږ ته وړاندې کوي.

په همدې ډول، کله چې به هغه د اقتصاد په اړه خبرې کولې؛ کله چې هغه د کانونو په اړه خبرې کولې؛ کله چې هغه د ټکنالوژۍ په اړه خبرې کولې او کله چې هغه د ښوونې او روزنې په اړه یې خبرې کولې، د هغه ځانګړنه دا وه چې اطلاعات وړاندې کړي. هغه کسان چې په بدګومانۍ اخته کېږي، د هغوی د ترلاسه کولو او اخیستلو ځواک ډېرېږي. یعنې د تخیل په نړۍ کې ډېرو نازکو نکتو ته متوجه کېږي، خو هېڅکله د هغوی د منسجم کولو وړتیا نه لري.

همدا لامل و چې اشرف غني احمدزي به ښکنځلې کولې. همدا لامل و چې اشرف غني احمدزی به غوصه کېدی. ځينې وخت به یې هیجان او تلوسه ډېرېدله او سره را و به خوټېدی. دلیل یې دا و چې اشرف غني داسې احساس کاوه چې د نوموړي له شان سره له نامناسبو خنډونو سره مخ دی. فکر یې کاوه چې نور خلک دی نه درک کوي. نه پښتانه دی درک کوي؛ نه یې روڼ‌اندي درک کوي؛ نه یې ټولنه درک کوي؛ نه یې واکمنان درک کوي او نه یې هم نړیواله ټولنه درک کوي. هغه داسې احساس کاوه چې دی داسې ځانګړنې او وړتیاوې لري چې نور خلک پرې نپوهېږي. له همدې امله به غوصه کېدی. دا یوه بدګوماني ده.

په همدې دلیل، له هغه نظر څخه الهام اخیستنې ډېر هغه شیان اشرف غني ته نسبت ورکول کېدل چې ګنې دې سړي سټراټېژي لرله او د یو منظم تفکر پر بنسټ یې کار کاوه. ما دا شیان په اشرف غني کې نه دې لیدلي او پر هغو باور نه لرم. زما د تعبیر پر بنسټ، چې زه نوموړي ته د یو غیرمنظم سړي په سترګه ګوم، خدای وهلی سړی دی او دې کار د ټولو خلکو لاسونه تړلي دي. درواغجن و. زه په رښتیا هم تر دې کچې د هغه له دروغو ستومانه شوی وم، چې په رڼو سترګو به یې دروغ ویل. ډېرې غلطې ادعاوې به یې کولې. خلکو ته د ځينې شیانو په نسبت ورکولو کې به یې بېخې غلو کوله.

مثلاً د «بګذار نفس بکشم» کتاب د دویم چاپ د سریزې په ۲۳مه پاڼه کې هغه زما په اړه داسې شیان لیکلي وو چې سړی دا نشي ویلی چې هغه یې د زړه خبرې دي او یا دا چې رښتیا او یا دروغ دي. زما کتاب پر دې تورن دی چې په هغه کې د افغانستان د تاریخ او سیاست هزاره‌ګی روایت راوړل شوی دی. که اشرف غني زما له کتاب څخه هماغسې اخځ اخیستی وي، مانا یې دا ده چې هغه یو ډېر شریف او د قدر وړ سړی دی. زما د کتاب په اړه د اشرف غني لخوا پر لیکل شوې سریزې کې دا موضوع لیدلی شئ. ما د «بګذار نفسم بکشم» کتاب کې پر اشرف غني ډېرې جدي نیوکې کړې دي، چې په ځينې برخو کې ان د هغه شخصیت ته پکې سپکاوی شوی دی. مثلاً، د ۲۰۰۹زیږدیز کال د ولسمشرۍ د ټاکنو په اړه چې ما کومه کیسه کړې، د کوچیانو د مسئلې اړوند د نوموړي پر طرح مې ډېرې نیوکې کړې دي او هغه مې ناسمه بللې ده. دې سړي باید د هماغه جملو په لوستلو سره داسې احساس کړی وای چې زه هغه ته بې‌احترامي کوم، خو دې سړي په ډېرې مهرباني هغه جملې لوستې دي او د یو روڼ‌اندي په څېر یې له هغو سره چلن کړی او پرې تېر شوی دی. د نوموړي لخوا له لیکل شوې سریزې داسې اخځ اخیستل کېږي چې د «بګذار نفس بکشم» کتاب لیکوال د هغه په اړه ډېرې منصفانه خبرې بیان کړې دي. پر همدې بنسټ، که زه وغواړم چې له اشرف غني احمدزي سره خپل حساب تصفیه کړم، واقعاً ملامتېږم. زه دا نه وایم چې اشرف غني یو خاین سړی و. دا هم نه وایم چې هغه یو مطلب‌اشنا سړی و او دا هم نه وایم چې مطلب‌اشنا نه و. داسې هېڅ ادعا نشم کولای. دا هم نشم ویلای چې هغه یو بدنیته او توطیه‌کوونکی سړی و؛ ځکه زه یې و نه وژلم.

که دا سړی دومره توطیه‌کوونکی، فاشیست او بد وای، حداقل زه چې له نوموړي سره وم، باید یې وژلی وای، خو ما هېڅکله داسې تصور و نه کړ چې ګنې دا سړی ما ته د شک په سترګه ګوري. دې سړي پر ما دا باور وکړ چې د خپل غږ خاکه راکړي. همدا اوس هم د منشور د لیکلو په اړه د نومړي ۳۳ساعته خبرې راسره ثبت دي او په مجموع کې په بېلابېلو ناستو او مراسمو کې د نوموړي ۴۷ساعته خبرې له ما سره ثبت دي.

دې سړي ان له ما څخه یو ځل هم و نه غوښتل چې زما ثبت شوی غږ راوړه؛ چې هغه غږ له دې لیکنو سره تطبیق کړم، څو څه شی له لیکلو نه وي پاتې شوي. که مثلاً دا د اشرف غني د بې‌عقلي او ساده‌توب نښه وګڼو، بیا باید دا و نه وایو چې هغه یو سټراټيژيست سړی دی، خو که دا د هغه ملګرتیا او انډيوالي وګڼو، باید هغه ته د توطیه‌کوونکي، بدنیتي او کینه‌کښ انسان په سترګه و نه ګورو. همدا لامل دی چې زه اشرف غني احمدزي ته د یو داسې ناچار او اړ انسان په سترګه ګورم، چې په ډېرو حساسو او سختو شرایطو کې ډېر ستر مسوولیتونه او امتیازات ورکړل شول او چا هغه مدیریت نشوای کړلی.

اشرف غني؛ یو پراشوټي سیاستوال!

فردوس: د اشرف غني اړوند ستاسې له خبرو او د نورو خلکو له اخځونو دا خبره استنباطېږي چې که سړی د دې کلیمو سیاسي او ټولنیزو ماناګانو ته دقیق پام وکړي، اشرف غني کوچیانو او پښتنو ته نشي منسوبېدلی. مثلاً، تاسې وویل چې هغه غوښتل د کوچیانو اوښان او څاروي د موټر په وسیله ولېږدوي، دا کار د دې ښکارندويي کوي چې هغه د کوچیانو له ژوند سر بلد نه دی. که هغه مثلاً دوې ورځې د کوچیانو په خیمه کې ژوند کړی وای او له یو کوچي سره یې پر یو دسترخوان ډوډۍ خوړلې وای، بیا په دې پوهېدی چې دا کار ناشونی دی. هغه پخپله او پلار یې غټ ملکان وو. تاسې چې په خپل کتاب کې د کابل په سناتوریم کې د کوم کور یادونه کړې ده، زه له اشرف غني سره د مرکې لپاره هغه کور ته تللی یم او لیدلی مې دی. اشرف غني او د هغه ورور حشمت غني هلته څو جریبه کور درلود او پخپله اشرف غني به ویل چې نېکه یې د خوست او لوګر ترمنیځ زرګونه جریبه ځمکه لري. یعنې پلار یې ملک و، کوچی نه و. همدا لامل دی چې له کلیوالو پښتنو، کوچیانو او ان د افغانستان له لرې پرتو سیمو سره د هغه تړاو ناسم دی او له همدې امله هم چې کله دا سړی واک ته ورسېد، د ټولنې له دې طبقې سره یې هېڅ ډول عاطفي اړیکه رامینځته نشوه. تاسې له دې خبرې سره موافق یاست؟

رویش: هو. زه په دې باور یم چې د افغانستان کړکېچ لاملونه همدا پراشوټي او هوايي سیاستوال دي. دوی ټول پراشوټي سیاستوال وو، چې زړونه یې پر بل ځای پورې تړلي وو او یوازې افغانستان ته د امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره راغلي وو. کوم کسان چې بیا وروسته د ټکنوکراټ او بیوروکراټ او دې ته ورته نومونو له بهر څخه راغلل، هغوی ټول همداسې وو. تاسې ولیدل چې دوی یوازې د وزارت کولو لپاره راغلل او چې د وزارتونو وختونه به یې ختم شول، بېرته به امریکا، اروپا یا بل ځای ته تلل. دا ډېر جالب کار دی.

تاسې د افغانستان په څېر وروسته‌پاتې او کړکېڅ‌ځپلی هېواد تصور کړئ چې لوټه لوټه یې بیا جوړېدو ته اړتیا لري او باید د هغه د جوړولو لپاره کار وکړې. دلته لازمه نه ده چې ته باید وزیر واوسې، ان که یو د سړک د سر یو عادې کارکوونکی هم واوسې، ټولنې ته کار کولای شې، خو په دې شرط چې خپل هېواد ته ژمن واوسې، خو تاسې پخپله ولیدل چې ډېر نوموتي کسان یوازې د دې لپاره راغلل چې وزیر، معین او یا ولسمشر واوسي او ستر ستر امتیازات ولري، خو چې لږ بدلونونه به هم راغلل، دوی به بېرته سویډن، ناروې او المان ته ګرځېدل او افغانستان به یې هېراوه. په افغانستان کې داسې کړکېچن وضعیت موجود و او اوس هم موجود دی.

موږ به دې بې‌چاره، فقیر او مصیبت‌ځپلي هېواد ته بیا هم د یو امتیاز په سترګه کتل او هر څوک به راتلل او د خپل سهم مطابق امتیاز به یې ترلاسه کاوه، خو هېچا د هغه د جوړېدو لپاره کار و نه کړ. د دې ټولې ظاهري پېچلتیا سربېره، بیا هم افغانستان داسې هېواد دی چې په ډېرې اساني سره یې قومونه او خلک سره نږدې کېدلی شي. ما عملاً لیدلي چې کله خلک خپلې شخصي ګټې څنډې ته کړي او د ټولنې اصولو او ارزښتونو ته یو څه پام وکړي، په ډېرې اساني سره راټولېږي. موږ دا مخکې لیدلي دي.

هغه انځور چې د وخت په تېرېدو سره بشپړ شو!

فردوس: کوم فاکټونه چې موږ مخکې بیان کړل او تاسې هم له هغو سره موافق وئ او د اشرف غني د کرکټر په تړاو چې تاسې کوم فکر څرګند کړ، ایا له اشرف غني سره تر همکاري او ګډ کار وروسته دې پایلې ته ورسېدئ؟ تر دې مخکې مو داسې تصور نه درلود؟

رویش: اجازه راکړئ څو دا ووایم چې له اشرف غني احمدزي سره زما کار ان د افغانستان د ټولنې په اړه زما د خوشبینیو او باورونو په ماتولو کې مهمه ونډه لرله. دې تجربې زه تر ډېره د معرفت ښوونځي او په معرفت ښوونځي کې ترسره کړي کار ته ور کش کړم. که ما اړتیا نه وای حس کړې، ان د ۲۰۱۸زیږدیز کال په پارلماني ټاکنو کې مې هم ګډون نه کاوه. د دې کار لامل دا و چې ما هغه وخت د یو کړکېچ د را مینځته کېدو ويره احساسوله او هغه کړکېچ یو کتلوري او مدني کړکېچ نه، بلکې سیاسي کړکېچ و. ما داسې احساس درلود چې د مشروع اتوریتې لرلو پرته، چې په قانوني چوکاټ کې سیاست وکړې، د دې کړکېچ په ختمولو کې ونډه اخیستل ناشونې ده. ما داسې تصور کاوه چې که زه پارلمان ته ولاړ شم، ښايي وکولای شم چې سیاسي ژبه پیدا کړم او د مشروع سیاسي مرجع څخه خپل اغېز وښیندلی شم. هغه ډېرې جالبې ټاکنې وې، خو بیا هم دې متوجه شوم چې ما ډېر هوايي او بې‌ځایه فکر کړی و. ما د ۲۰۱۸زیږدیز کال په پارلماني ټاکنو کې له خپل جېبه یوه افغانۍ هم نه ده مصرف کړې. ما چا ته ډوډۍ نه ورکوله او خپل انځورونه مې نه دې چاپ کړي. ما ویل چې د انځورونو چاپولو ته اړتیا نشته. که څوک رایه راکوي، هغوی ما پېژني او رایې راکوي، خو که پیسې مصرف کړم، باید دا پيسې له یو ځایه ترلاسه کړم او یا یې له یو چا واخلم. د دې کار مانا دا ده چې هغه سړی ما اخلي. که یې واخیستلم، بیا نو سبا په پارلمان کې زه نشم کولای چې د خلکو په ګټه خبرې وکړم. ښه، دا زما فکر و. موږ چا ته ډوډۍ ور نه کړله، ټاکنیز کمپاین مو و نه کړ، جلسې مو نه دې کړې او په پایله کې مو رایې هم نه دې ګټلې. ۱۳۰۰ یا ۱۴۰۰ رایې مې واخیستلې او په دغومره رایو پارلمان ته نشوای بریالی کېدلی او دې ماتې په افغاني ټولنه کې د موجود ناسالم او نامساعد بستر پر وړاندې زموږ کمزوري څرګندوله، خو ما یې حل‌لاره په بل ځای کې لیدله. ما داسې احساس کاوه چې د ښوونې په برخه کې زموږ کړی کار په نورو برخو کې هم د بېلګې په توګه عملي شي. مثلاً، که د پښتنو، ازبکانو او تاجکانو په ټولنو کې د مدني زده‌کړو په برخه کې کار شوی وای، موږ به یوه ډموکراټیکه او ولسواکه ټولنه لرله، خو دا کار ونشو او د زده‌کړو په برخه کې زموږ کار یوازې د هزاره‌ګانو په ټولنې پورې محدود پاتې شو.

Share via
Copy link