• خانه
  • انحراف د بُن له کنفرانس څخه پيل شو!

انحراف د بُن له کنفرانس څخه پيل شو!

Image

دویمه برخه

فردوس: زموږ د خبرو اترو په دوام کې به د ۲۰۱۴زیږدیز کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ستاسې پر ونډې هم خبرې وکړو. تاسې په دغو ټاکنو کې د محمد اشرف غني له ټاکنیز کمپاین سره یوځای شوئ او له هغه څخه مو ملاتړ وکړ. اول غواړم چې د ټولو هغو ټاکنو په اړه له تاسې وپوښتم چې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې ترسره شوې دي. یوه نیوکه دا ده چې د تېرو شلو کلونو په ټاکنو کې ټاکنې په خپلې رښتینې مانا، لکه څرنګه چې په ولسواکۍ او ډموکراسۍ کې مطرح دي، په هماغه ډول د افغانستان خلک پرې خبر نه وو. په ولسواکۍ کې خلک په ټاکنو کې د ټاکنیزو ټیمونو او سیاسي شخصیتونو ترمینځ د هغه چا ملاتړ کوي، چې د هېواد لپاره یې د هغه ټیم یا سیاسي شخصیت اقتصادي، ټولنیزې او سیاسي برنامې یې خوښې شوې وي. په واقعیت کې خلک په ټاکنو کې د هېواد د سیاست او اقتصاد د اداره کولو لپاره له بېلابېلو برنامو څخه یوه برنامه خوښوي. د حق او باطل بحث، د قومي جمعیت ثبیتول او داسې نور مسایل اصلاً مطرح نه دي، خو په افغانستان کې په تېرو شلو کلونو کې ټاکنې د حق او باطل تر مینځ او د قومي جمعیت او قومي قدرت د سیالۍ په ډګر بدلې شوې دي او د ټولنې فرهنګي نخبه‌ګانو هم د ټاکنو د تعریف په سرچپه‌کولو کې ونډه لرله. تاسې په دې اړه څه فکر کوئ؟

رویش: هو. ګورئ، ټاکنې په اصل کې د ولسواکۍ یو تمرین دی. تاسې چې کله د ولسواکۍ په لار حرکت کوئ، کله چې وغواړئ څو ولسواکۍ په ملموس ډول تمثیل کړئ او واک ولېږدئ او کله چې دا پرېکړه کوئ چې څوک دې اتوریته او مشروع واک په لاس کې واخلي، بیا نو ټاکنو ته مخ ور اړوئ. کله چې اکثریت ولس په ډېرو رایو سره په یو فرد باندې اجماع کوي او رایې ورکوي چې څوک دې د دولت چارې په لاس کې واخلي، دلته ولسواکۍ په خپله هماغه لومړنۍ او ملموسه مانا تمثیل شوې ده، خو په افغانستان کې بیا دا بهیر له هماغه پيله؛ یعنې په ۲۰۰۱زیږدیز کال کې د بُن له کنفرانسه په غلطه لار روان دی.

د بُن په کنفرانس کې د ټول‌شموله حکومت نظر مطرح شو. له هغه مخکې د پراخ‌بنسټه حکومت د جوړېدو خبرې کېدې. پراخ‌بنسټه حکومت داسې یوه اصطلاح ده چې د هغې د نوعیت او څرنګوالي په اړه باید ډېرې خبرې وکړو، خو ټول‌شموله حکومت هغه حکومت دی چې په ټولنه کې بېلابېلې ډلې او اقشار خپل ځانونه پکې تر یو چتر لاندې شریک احساس کړي. دا موضوع د بُن په کنفرانس کې مطرح شوه او اتفاقاً دا لومړی ځل و چې په افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت د جوړېدو پر سر ملي او نړیواله اجماع جوړه شوه.

نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت د جوړېدو لپاره ولسواک نظام را معرفي کړ. ولسواکي د ټول‌شموله حکومت د جوړېدو لپاره یو معقول میکانیزم دی. په ولسوالک نظام کې په طبیعي ډول ټول‌شموله حکومت جوړېږي. په همدې برخه کې د افغانستان لپاره اساسي قانون هم معرفي شو. اساسي قانون هغه سند دی چې د ولسواکۍ نظام د هغه پر بنسټ استوار پاتې کېږي. اساسي قانون د قدرت د مراجعو حد او حدود ټاکي؛ یعنې د درې‌ګونو قواوو اړیکې مشخصوي او د قدرت مناسبات ټاکي؛ د څارنې مېکانیزمونه جوړوي؛ داسې بنسټونه جوړوي چې د څارنې او مساوات نظام رامینځته کوي او داسې تدابیر وړاندیزوي چې قدرت پکې په سیمه‌ییز کچه ووېشل شي. دا ټول هغه مفاهیم دي چې به طبیعي ډول په ولسواک نظام کې مطرح کېږي.

په افغانستان کې د ولسواکۍ دې صل یا د ټول‌شموله حکومت اصل د انحراف په لور ولاړ. انحراف دا و چې اتنیکي سیاست د ولسي سیاست ځای ونیو؛ یعنې اتنیکي سیاست په افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت اساس وګرځول شو. اصلاً داسې کار وشو چې ولسواک نظام یې په اتنیکي بستر کې تنظیم کړ. کله چې سیاست قومي شي، دلته بیا پخپله د قومي استازیو خبره مطرح کېږي. ویل یې چې په افغانستان کې په ترتیب سره د پښتون، تاجک، هزاره او ازبک څلور ستر قومونه موجود دي او دوی باید په ولسواک نظام کې خپله برخه ولري.

کله چې دا اصل اساس وګڼل شو، قومي استازولي هم مطرح شوه. دا پوښتنه هم مطرح شوه چې څوک څوک باید د دغو څلورو سترو قومونو استازولي وکړي؟ د بُن په کنفرانس کې یې اتنیکي استازولي د قومونو او ډلو د مشهورو سیاسي شخصیتونو په چوکاټ کې تمیثل کړله. کله چې ولسوالک نظام جوړ شو، د اتنیکي استازولۍ همدا فکر یې ورته د چوکاټ په توګه وټاکی؛ ځکه اساس اتنیکي و او اتنیکي استازولي ومنل شوه؛ قومي سلسله‌مراتب هم رامینځته شول او د دولت په راس کې باید داسې څوک وي چې د اکثریت اتنیکي عدد یا پښتون قوم څخه وي. په همدې اساس، پرېکړه وشوه چې د پارلماني حکومتي نظام او ریاستي سیسټم ترمینځ هماغه یوه غوره شي چې د قومی قدرت د تمرکز لپاره ډېر ظرفیت ولري او وکولای شي چې د قدرت مرکز په پښتوني لید عیار کړي. د حکومت له ریاستي کېدو وروسته یې ولسمشر ته د پاچا په څېر واک ورکړ. ټول‌شموله حکومت او ولسواکي په همدې ځای کې له خپل اصلي مسیر څخه منحرف شول.

ایا په قومي انګېزه په ټاکنو کې ګډون ستره تېروتنه وه؟

فردوس: ښه، د بُن په کنفرانس کې د ولسواکۍ او ټول‌شموله حکومت اساس قومي شو او ستاسې په خبره، انحراف یې وکړ، خو کله چې د لومړنیو ټاکنو په توګه په ۲۰۰۴زیږدیز کال کې د ولسمشرۍ ټاکنې وشوې، دلته باید د ټولنې فرهنګي نخبه‌ګانو او روڼ‌اندو د ټاکنو اصلي مانا د خلکو ذهن ته ور لېږدولې وای، خو داسې و نه شول.

تاسې په «بګذار نفس بکشم» کتاب کې لیکلي چې د ۲۰۰۴ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې مو د هزاره‌ګانو د قومي جمعیت د تثبیت په موخه د محمد محقق له ټاکنیز ټیم سره همکاري کوله. اسماعیل یون، د پښتنو د برترۍ غوښتونکې نظریې خاوند هم په خپل کتاب کې لیکلي چې د پښتنو د اکثریت ثابتولو او د ټاکنو د حساب بدلولو لپاره یې د کرزي له ټیم سره همکاري کوله او ځينې نورو خلکو هم په همدې انګېزو د محمد یونس قانوني او جنرال عبدالرشید دوستم له ټاکنیزو ټیمونو سره همکاري کوله. فکر نه کوئ چې د یو قوم د جمعیت تثبیتولو په انګېزه په ټاکنو کې ګډون یوه ستره تېروتنه وه؟

رویش: ګورئ، د تهداب ډبره کږه اېښودل شوې وه. اوله ډبره چې کږه کېښودل شي، دېوال سیده نه پورته کېږي او بالاخره یو ځای بېرته را نړېږي. اتفاقاً همدا کوږ تهداب د افغانستان په هماغه لومړیو ټاکنو کې لا ونړېد. زه هم د هغو کسانو له ډلې وم، چې په لومړي سر کې دې انحراف ته متوجه نه وم او نپوهېدم چې دا بهیر په کوم خوا روان دی او په ناغوښتلي ډول د اتنیکي تهداب د پیاوړي کولو لپاره کش کړای شوم. دا بهیر د بُن له کنفرانس وروسته را پيل شو.

هغه وخت تصور دا و چې موږ اساسي قانون لرو او د خلکو ولسي او بشري حقونه هلته تضمین شوي دي. ولسواک نظام هم لرو، خو دا چې د هېواد سیاست اتنیکي دی؛ نو ښه ده چې په حکومت کې د قومونو کتله‌يي ګډون د لومړني ګام په توګه تمثیل شي او د قومونو جمعیت په اټکلي توګه تثبیت شي.

هغه وخت زما او زما په څېرو نورو کسانو تر دې لوړ تصور نه درلود. زه دا منم چې په ولسواکو نظامونو کې ډېر ظرفیتونه موجود وو، خو موږ هغه نشوای درک کولای. کله چې دا لړۍ همداسې وغځول شوه، په افغانستان کې اتنیکي سیاست د سیاسي نظام او ولسواکۍ د بستر په توګه تثبیت شو. دا امر د حکومت په چوکاټ کې په یو اصل بدل شو، چې د هغه له مخې باید قدرت په قومي معیار ووېشل او مدیریت شي. په دولتي بنسټونو کې په حضور او ګډون کې باید قوم په نظر کې ونیول شي.

مثلاً، په اردو کې یوه سهمیه‌بندي موجوده وه او هر قوم د خپلې ټاکلې فیصدۍ پر نبسټ اردو ته لار موندله. وروسته بیا دا مسئله په عمل کې هم په یو جدي اختلافي مورد بدله شوه او تر پایه د همداسې یوې جنجالي موضوع په توګه پاتې شوه، چې مثلاً په بېلابېلو بنسټونو کې د پښتنو، تاجکانو، هزاره‌ګانو او ازبکانو فیصدي باید څومره واوسي. ان دا بحث ښوونیزو بنسټونو ته هم ورسېد. په ښوونیز نظام کې خلک رقابت او سیالي کوي او په هره دوره کې د غوښتنکیو د شمېر په زیاتېدو سره دا رقابت نور هم پراخېږي، خو دلته بیا ویل کېدل چې قومي سمیه‌بندي باید په پام کې ونیول شي.

هغو ځایونو ته چې باید خلک د خپل تخصص پر بنسټ ورتلای او قوم ته هلته هېڅ ځای نه وای، خو بیا هم اتنیکي سیاست د دې لامل شو چې قومیت معیار وګڼل شي او تخصص او پوهه د قومیت تر شعاع لاندې راشي. موږ په اول سر کې دا فکر کاوه چې یو ولسوالک نظام مو جوړ کړی دی او دې نظام له موجودو واقعیتونو کار پيل کړی دی، خو ورو ورو د قومونو او د قومي او مذهبي هویت په څېر جمعي هویتونو د ولسي هویت او ولسي سیسټم ځای ونیو.

ما له خپلو مدني زده‌کړو دا نکته زده‌کړې وه چې بالاخره قومي سیاست باید خپل ځای ولس‌محوره سیاست ته پرېږدي او جدي باور مې درلود چې زموږ په هېواد کې سیاست ورو ورو ولس‌محوره کېږي، خو یو وخت دې ته متوجه شوم چې تېروتی یم او دا لار بېخې د ترکستان خوا ته تللې ده. دا لار هغې خوا ته تللې وه چې موږ یې اصلاً تصور نه کاوه.

له همدې امله ما او زما ملګرو د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له اشرف غني سره خبرې وکړې او غوښتل مو چې له هغه ملاتړ وکړو. هغه وخت موږ دا فکر کاوه چې اشرف غني د یوې متفکرې او انټلکټول څېرې په توګه د ولسواکۍ، ولسي سیاست او دې ته ورته نور مدني مفاهیم درکوي او هغو ته د رسېدو لار هم پېژني. زموږ تصور دا و چې اشرف غني په امریکايي پوهنتونونو کې روزل شوی او د یوې علمي څېرې په توګه تر کرزي په ښه توګه کولای شي چې د افغانستان سیاست مدني کړي؛ ځکه کرزي په سنتي سیاست باور درلود.

خلیلزاد او د هغه ملګري د بُن کنفرانس جوړوونکي وو.

فردوس: زه غواړم د اشرف غني بحث ته تر ور ګرځېدو مخکې د بُن کنفرانس په اړه یوه بله پوښتنه مطرح کړم. د بُن کنفرانس په اړه ډېر کتابونه لیکل شوي دي. ارشد امریکايي ډیپلومات، جېمز ډابنز هغه وخت د بُن په کنفرانس کې د متحده ایالاتونو د دولت استازولي کوله. ډاکتر زلمی خلیلزاد هغه وخت د ډابنز سکرتر و. خلیلزاده په خپله یوه مرکه کې ډېرې په‌ زړه‌پورې نکتې ته اشاره کړې ده. هغه ویلي، له ۱۳۴۳ څخه تر ۱۳۵۲ کال پورې د ظاهرشاه د واکمنۍ وروستي لس کلونه، چې د ولسواکۍ لسیزې په نوم یادېدل، د لویدیځ د ډیپلوماټو په ذهن کې وو. هغه ویل دا د افغانستان د تاریخ طلايي دوره ګڼل کېده او هڅه کېده چې افغانستان بیاځلې هماغه د ډموکراسۍ دورې یا د ظاهرشاه د سلطنت وروستۍ لسیزې ته ور وګرځول شي.

د بُن هوکړه په داسې ډول ترتیب شوه چې د لنډمهاله ادارې رییس به د ظاهرشاه لخوا ټاکل کېږي او بیا به د متحدې جبهې ټولې خواوې دا صلاحیت لري چې دا ټاکنه ویټو یا رد کړي. ظاهرشاه د کابینې د ټاکلو صلاحیت درلود او متحدې جبهې بیا د یوه فرضي پارلمان په توګه د هغو د ویټو صلاحیت درلود. د خلیلزاد په خبره، افغانانو د دې فرصت درلود چې د اساسي قانون په جرګه کې دا مډل نور هم پیاوړی کړي او مثلاً ولس‌محوره پارلماني سیاسي نظام جوړ کړي، خو افغانانو په هغه جرګه کې بله پرېکړه وکړله. تاسې په کوم باور یاست؟

رویش: زه هم غواړم همدا نکته تشریح کړم. ښاغلی خلیلزاد او د هغه په څېر نور خلک چې کومه خبره مطرح کوي، د هغوی تصور دا دی چې ګویا جېمز ډابنز او د لویدیځ نورو ډیپلوماټانو په هوايي توګه یا خوب کې په دې باور کړی او یا یې خوب لیدلی چې ګویا افغانستان یو وخت شاهي نظام درلود، د ولسواکۍ لسیزه یې یوه طلايي دوره وه او موږ باید بیا هماغې دورې ته ور وګرځېږو. دا هغه ذهنیت دی چې ښاغلي خلیلزاده او د هغه په څېر کسانو امریکايي ډیپلوماتانو ته ورکړ، چې افغانستان په لومړي ګام کې یوه سنتي ټولنه ده او په دغه سنتي او قبیلوي ټولنه کې د پښتنو، تاجکانو، هزاره‌ګانو او ازبکانو په څېر قومونو شتون یو اصل دی؛ ځکه دا یوه قبیلوي ټولنه ده او د سیاسي نظام جوړښت هم باید قبیلوي وي.

په دې قبیلوي جوړښت کې ټولو منلې ده چې پښتون دې په رأس کې وي او که پښتون په رأس کې هم وي باید یا پاچاه وي او یا هم د پاچاه په څېر ولسمشر وي. دا هغه ذهنیتونه وو چې هلته د لویدیځو هېوادونو د سیاستوالو او ډیپلوماټانو ته ور القا شول. د خلیلزاد په څېر کسانو لویه جرګه د یو افغاني دود په توګه په لویدیځ کې مطرح کړله او ان ځينې وخت به یې ادعا کوله چې دا تر ټولو ولسواک جوړښت دی او کلونه مخکې له دې چې ولسواکي رامینځته شي، په افغانستان کې خلکو ولسواکي لرله. ښه، دا ټولې هغه په زړه‌پورې نکتې دې چې وروسته یې په اړه ډېرې خبرې کېدای شي، خو په امریکایانو یا جېمز ډابنز او نورو کسانو کې دا ډول ذهنیتونه هوايي نه دې جوړ شوي او بالاخره داسې کسان وو چې هغوی ته یې دا خبرې کړې وې. دا کسان څوک وو؟

که د خلیلزاد په څېر یو سړی تر دې حده د امریکا پر سیاست مسلط وي چې کولای شي امریکايي سټراټیژسټ تلقي شي او یا ډېر ژر د افغانستان لپاره د امریکا د وایسرا په توګه را څرګند شي او یا د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی او سفیر شي؛ نو مانا یې دا ده چې دا شخص کولای شي چې د امریکایانو د ذهنیت په جوړولو او اصلاح‌کولو کې غوښنه ونډه ولري، خو بېخې همدا کار یې و نه کړ؛ ځکه د خلیلزاد په څېر کسانو فکر تر ډېر اټنوسنټریسټي دی. د هغوی په بارو، سیاست باید قومي وي او په دې قومي سیاست کې باید د قومي قدرت سلسله‌مراتب وساتل شي.

هغوی پوهېدل چې شاهي نظام بېرته نه راګرځي. هغه وخت محمدظاهرشاه سپين‌ږیری و او فزیکي ځواک یې نه درلود او بل داسې څوک هم نه و چې شاهي نظام تمثیل کړای شي. طبیعي خبره وه چې په افغانستان کې باید یو غیرشاهي نظام جوړ شي او دا هم ښکاره وه چې باید انتخابي ولسواک نظام واوسي. بیا دا پوښتنه مطرح شوه چې دا سیسټم دې ریاستي وي که پارلماني. هغه وخت زما تصور دا و چې د ولسمشرۍ نظام ښه دی؛ ځکه په دغه جوړښت کې خلک کولای شي د خپلو رایو په واسط په واکمانو اغېز ولري. مثلاً، خلک یو ځل په مستقیم ډول ولسمشر انتخابوي، یو ځل د ملي‌شورا غړيو ته رایه ورکوي او بیا وروسته د ولایتي او سیمه‌ییزو شوراګانو استازي ټاکي او په دې همدې ترتیب، ګام په ګام او مرحله په مرحله د خلکو اغېز او ونډه ډېرېږي.

د دې کار په پایله کې به موږ یو متوازن حکومت ولرو. زه نپوهېدم، هغه کسان چې د ولسواکۍ دروازي چرخوي، دا دروازه یې له اتنیکي سیاست سره تړلې او اتنیکي سیاست په خودکار ډول اتنیکي استازولي جوړه کړې او ښکاره خبره ده چې اتنیکي استازولي خلکو ته د هغوی د قومي هویت پر اساس صلاحیت ورکوي.

همدا وه چې زه ورو ورو د انحراف په لور ولاړم. د زلمي خلیلزاد یا اشرف غني احمدزي خبرې هم په مطلق ډول دروغ نه دي، خو هغوی په غوښتلي یا ناغوښتلي شکل خپلې ټولې خبرې او پوهه په یوه ډېره ظریفه نکته کې د اتنیکي سیاست پر بستر ودرولې. د هغوی ذهنیت ثابت شوی و او له همدې امله هم وایم چې هغوی په غوښتلي یا ناغوښتلي شکل خپلې طرحې په اتنیکي بستر کې برابرې کړلې.

دې تعبیر ته باید دقت وکړو چې اتنیکي سیاست له ولسي سیاست څخه بېل دی. په ولسي سیاست کې د ولس پر حق او هویت ټينګار کېږي. ولس یو فرد دی، نه قوم. فرد مسئله ده او اصالت هم له فرد سره دی. مثلاً، تاسې د موسی، کریم، نیلوفر، شکریه بارکزۍ، سیما سمر او حامد کرزي په نوم یو فرد لرئ. دوی افراد دي. قومي هویت یو جعلي او جوړ شوی هویت دی. په ټوله کې، کله چې د افرادو یو ډله په نژادي لحاظ ګډې ځانګړنې، تجربې او خاطرې سره پیدا کړي، په هغو باندې د قوم نه ږدي، خو په واقعیت کې د قوم په نوم هېڅ شی نشته. مثلاً، تاسې په طبیعت کې د تاجک، پښتون، ازبک او یا هزاره په نوم شی نه لرئ. تاسې یو فرد لرئ چې مثلاً هغه پښتون، تاجک، هزاره او یا ازبک دی. په ولسواکۍ کې همدا فرد ژوندی کېږي او په سیاست او ټاکنو کې خپله ونډه ترسره کوي.

که ولسي سیاست وای، په اساسي قانون کې ټول جوړ شوي اصول او جوړ شوي بنسټونه به مو د فرد د ځواکمن‌کېدو لپاره تنظیمول. په داسې حال کې چې په اتنیکي سیاست کې ټولې پالیسۍ د اتنیکي سنتي ارایو د تقویب لپاره تنظیمېږي او په پایله کې اتنیکي مناسبات پیاوړي کېږي. همدا لامل دی چې په اتنیکي سیاست کې ولسواکي څنډې ته کېږي، ولسي فرد څنډې ته کېږي او د ولسواکۍ مسیر منحرفېږي. په اتنیکي سیاست کې چې کله پښتون ولسمشر ټاکئ، د هغه مرستیالان باید تاجک او هزاره وي. وروسته په ټاکنو کې دې ته متوجه کېږئ چې په ولسواکۍ کې داسې مېکانیزمونه دي چې په سنتي ارایو سره د لاسوهنې وړ نه دي. له همدې امله موږ ولیدل چې اتنیکي ولسواک نظام له ستونزو سره مخ شو. مثلاً، په ولسواکۍ کې د بیان ازادي، ولسي حقونه، د حکومت لخوا ځواب‌وینه او د قانون حاکمیت مطرح کېږي.

کله چې دا مطرح شي، ولسمشر باید تر ټولو لومړی ځواب ووايي؛ ځکه د یو فرد په توګه هغه ته تر ټولو ډېر واک ورکړل شوی دی، خو موږ په افغانستان کې ولیدل چې ولسمشر ځواب‌ویونکی نه و او دلته بیا دې ته متوجه شوو چې له ستونزې سره مخ شوي یو. کله چې اتنیکي حکومت جوړ شو، د پښتنو حکومت پر همدا پخپلو پښتنو هم ډېر فشار وارد کړ. تاسې ګورئ چې طالب اوس د پښتوني فکر پر بنسټ حکومت کوي، خو دا ډله هېڅ داسې وړ او تکړه پښتون نه مني چې د خپلې وړتیا پر بنسټ د هېواد په کلتوري، سیاسي او اقتصادي برخه کې ونډه ولوبوي. تاسې په طالبي نظام کې د شکریې بارکزۍ په څېر ښځې ته ځای نشئ موندلای. دا مې یوازې یوه بېلګه وویله.

متحدې جبهې ولسواک تفکر نه درلود!

فردوس: که متحدې جبهې هغه وخت له ټولو خواوو سره د یو سیاسي بلاک په څېر عمل کړی وای او د پارلماني نظام لپاره یې هڅې کړې وای، که دې نظام ته نه رسېدلي هم نه وای، خو حد اقل فکر نه کوئ چې ناحدوده قدرت او د ولسمشر بې‌حده صلاحیتونه یې یو څخه مهارول؟

رویش: فکر کوم دا کار نشو کېدای. دلیل یې دا و چې ټول اساس او فکر په همدې اتنیکي سیاست ولاړ و. کله چې د همدې متحدې جبهې مشرانو ته وویل شول چې تاسې قومي استازي یاست او قدرت مو تضمین دی، مثلاً، ستاسې له مینځه فلانی د ولسمشر مرستیال کېږي او فلانی وزیر دی، زما تصور دا دی چې د متحدې جبهې مشرانو ته تر دې ښه خوندوره ګټه نه وه.

قومي استازولۍ هغوی دومره وسوسه‌يي او هیجان کړي وو چې بل هېڅ شي ته یې پام نه کاوه. که دوی پارلماني نظام هم جوړ کړی وای، په دې فکر یې نه جوړاوه چې ګواکې په پارلماني سیسټم سره به خلکو ته ډېر واک ورکړل شي او یا به واک ولس ته ور ګرځول شي، بلکې هغوی پارلماني نظام هم په قومي شکل جوړاوه او مثلاً د فلاني قوم فلانکی سړی یې په رأس کې کاوه او بیا یې پارلمان هم د قومي شخړو په ډګر بدلاوه.

د متحدې جبهې د ټولو مشرانو تصور دا و چې په پارلمان کې به هم د قومونو په استازولي قومی شخړې کوي او قومي اتل به غواړي. اصلاً د هغوی ټول فکر غیرډموکراټيک او غیرولسواک و. که همدې رهبرانو هغه وخت ریاستي، پارلماني، فډرالي، مختلط او یا بل هر ډول نظام جوړ کړی وای، له دې موجودې پایلې پرته یې بله پایله نه لرله؛ ځکه د هغوی په ذهنونو کې هېڅ د ولسي سیاست فکر نه و او په اتنیکي فکر چې هر ډول نظام جوړ کړئ، پایله یې به یې هماغه وه چې موږ په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې په خپلو سترګو ولیدله.

Share via
Copy link