• خانه
  • ایا اکبري هزاره نه دی؟

ایا اکبري هزاره نه دی؟

اکبری

نهمه برخه

فردوس: د همدې قومي مسایلو په اړه ستا له لیکنو دا یوه موضوع استنباطېږي چې هغه وخت په ځانګړې توګه، په ۹۰یمه لسیزه کې د وحدت ګونډ ډېر مخالفان غیر هزاره معرفي شوي دي، ان په پارلمان کې د بامیانو پخوانی استازی، ښاغلی محمد اکبري په «بګذار نفس بکشم» کتاب کې غیر هزاره معرفي شوی دی، په داسې حال کې چې هغه پخپله ځان هزاره بولي. یو څوک چې په خپله دا وايي چې زه هزاره یم، هغه ته څه ډول ویلای شو چې ته هزاره نه یې؟

رویش: اتفاقاً ښاغلی اکبري د هغو کسانو له ډلې دی چې له خپلې هویتي-اتنیکي لوبې څخه یې څو څو ځله په سیاست کې استفاده کړې ده، خو ‌ډېره تجربه او مهارت یې نه پکې درلود. په هزاره‌ګي اصطلاح کې موږ دې ته «بی‌جونګ» وایو او ایرانیان ورته «بې‌لاسه او پښو» اصطلاح کاروي. دا اصطلاح هغو خلکو ته کارول کېږي چې په خپلو کارونو کې مهارت و نه لري. ښاغلی اکبري د هزاره‌ګانو او شیعه‌ګانو په مینځ کې یو بې‌مهارته سیاستوال دی.

هغه په خپل ژوند کې هېڅکله او په هېڅ‌ډول په دې نه دی بریالی شوی چې ښه سیاست ولوبوي. د هغه همدا هویتي مسئله هم همداسې ده. هغه پخپله وروستۍ خپره شوې مرکه کې دا ادعا کړې چې مور یې هزاره او پلار یې قزل‌باش دی. په کومه سیمه کې چې دوی ژوند کاوه، کړه وړه یې هم د هزاره‌ګانو په څېر نه وو. د هزاره‌ګانو د همدې تحقیري تاریخ او د هغوی پر وړاندې د رواني جګړې له امله، چې موږ یې مخکې یادونه وکړله،  دوی هېڅکله خپل ځانونه هزاره‌ګان ڼه ګڼل.

د ډېرو سیدانو څېرو ته چې وګورې، داسې ښکاري چې هزاره‌ګان دي، خو هغوی ځانونه په هزاره‌ګانو پورې نه تړي. یو ستره ډله خپل ځانونه له هزاره‌ګانو بېل ګڼي. قزل‌باشان او بیات د همدې ډلې خلک دي. په داسې حال کې چې د قزل‌باش او بیات په توګه دوی تاجکان هم نه دي. ترکان دي، خو ځانونه په تاجکانو پورې تړي. د جمهوریت په دوره کې په ملي شورا کې د ډایکنډي استازی، صادقي‌زاده نیلي د ښاغلي صادقي نیلي زوی دی. دوی د خپل هستوګنځي په سیمه کې د «تاجکانو» په نوم مشهور وو. دا نه ده معلومه چې نیکونه یې څه دول او څه وخت ډایکنډي ته تللي یا هلته مېشت شوي دي او تاریخي مخینه یې څه ده؟ دوی د شکل، څېرې او خوی له مخې هزاره‌ګان دي، ټول شیان یې د هزاره‌ګانو دي، خو ځانونه تاجکان بولي او د تاجکانو په نوم سیمه کې ژوند کوي.

په هر حال، موږ تل دا ویلي، کله چې هویتي لوبه سیاست ته را دننه کړئ، دې ته متوجه کېږئ چې په افغانستان او بیا د هزاره‌ګانو په اړه سیاست څومره پېچلی کېږي او څومره غیر انساني ماهیت خپلوي. خلک په مذهبي هویت باندې خپل ځانونه د هزاره‌ګانو رهبران او مشران ګڼي، خو چې کله د سیاست او سیاسي دریځونو بحث مطرح کېږي، بیا هېڅکله په هغو زیانونو او درد کې ځانونه نه شریکوي، چې هزاره‌ګان یې زغمي. ښاغلی اکبري هم همداسې یو سړی دی. ښاغلی اکبري د خپلو قومي تعلقاتو پر بنسټ له ایران او نظار شورا سره خپل تمایل ښکاره کاوه. هغه دا تصور کاوه چې کله له نظار شورا یا تاجکانو څخه ملاتړ کوي، دوی یو قومي پرېکړه کوي. دا موضوع یې په خپل مینځ کې سره بیانوله او هزاره‌ګان یې په دې صف کې له ځان سره ملګري نه احساسول. په وحدت ګوند کې هم اکبري په هغه طرف کې واقع شو چې د هزاره‌ګانو اړوند د هر ډول خبرې مخالف و.

کله چې د هزاره‌ګانو د قومي هویت بحث مطرح کېږي، دوی ډېر جدي غبرګون ښيي، خو چې کله خبره د مذهب شي، بیا دوی د رهبري او جبهې په لومړۍ لیکه کې ولاړ وي. تل به د شیعه‌ګانو د رهبري ټول امتیازات د دوی په واک کې وو. د کابل د جګړو پر مهال، په جګړو کې د فشار له امله ورو ورو همدا جبهې او صفونه سره جلا کېدل. بالاخره، خبره تر دې ځایه را ورسېده چې خلک باید خپل لوری او صف وټاکي. مثلاً، که هزاره یې، په دې صف کې یې؛ بمونه او راکټونه در باندې ورېږي؛ پرشانه کېږې او عصاب دې خرابېږي، خو که مقابل صف ته ولاړې بیا نو له دې فشارونو خلاص یې؛ امتیازات ترلاسه کولای شې؛ په حکومت کې څوکۍ ترلاسه کولای شې؛ د ایران ملاتړ کولای شې؛ د رباني له حکومت سره یو ځای کېدلی شې او همداسې نورې خبرې….

د ښاغلي اکبري کیسه هم بېخې همداسې ده. که ما او ښاغلی اکبري څنګ په څنګ ودروئ او دواړه خپلې څېرې ښکاره کړو، نپوهېږم چې زه به څومره هزاره ښکاره شم او ښاغلی اکبري به څومره هزاره ښکاره شي. یا ما د صادقي‌زاده نیلي تر څنګ ودروئ، نپوهېږم چې زه څومره تاجک یم او هغه څومره تاجک دی، خو په هر حال، کله چې په افغانستان کې قومي بحثونه مطرح کېږي، زه باید د یو هزاره په توګه ټول هغه زیانونه وګالم چې ښاغلی اکبري یا ښاغلی صادقي‌زاده نیلي او یا سید فاضل یې له زغملو خلاص دي.

ایا د اشرف غني ټیم په ټاکنو کې قومي کیسه راپورته کړله؟

فردوس: د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ د ټاکنو پر مهال د ټاکنیزو ټیمونو د جوړېدو په وخت کې ټول په دې باور وو چې د اشرف غني ټیم یا د تحول او تداوم ټیم هڅه کوي؛ څو د پښتنو د رایو راټولولو لپاره قومي روایت تبلیغ کړي. له موجودو نښو داسې ښکارېدل چې په هماغه لور روان دي؛ یعنې غواړي په ټاکنیز ډګر کې قومي شخړه رامینځته کړي. تاسې د «روایت یک انتخاب» کتاب کې لیکلي چې ټاکل شوې وه څو د تاجکانو د جبهې په استازیتوب ښاغلی یونس قانوني د تحول او تداوم ټیم کې ونیول شي. هر دلیل چې و، خو دا کار ونشو او د اشرف غني له قوله مو لیکلي چې تاجکانو زه دوکه کړم او یا مې دوکه کوي. یو استنباط دا دی چې دوی حتماً هوکړې ته نه دې رسېدلي او د تاجکانو یا فارسي‌ژبو له جهبې ښاغلی یونس قانوني یا بل څوک د غني ټیم ته رانغلی. د ټاکنیزو ټیمونو د جوړېدو له پیله همدا باور موجود و چې په ټاکنیز ډګر کې قومي شخړه رامینځته کوي او ښايي د اشرف ټیم دا روایت وکاروي چې زه تاجکان څنډې ته کوم او د پښتنو لپاره واک غواړم. ایا تاسې هغه وخت دې مسئلې ته اندېښمن نه وئ چې ګنې ډېر تېز قومي شعارونه او په ټاکنیز ډګر کې قومي شخړه او قومي کیسې به ډېرې بدې پایلې ولري؟

رویش: ما مخکې هم په خپلو خبرو کې وویل چې د بُن له کنفرانس وروسته د افغانستان سیاست په قومي او اتنیکي سیاست بدل شوی دی. یوازې اشرف غني احمدزی یا حامد کرزی یا پښتانه د قومي سیاست له کارټ څخه په استفادې نشي تورنېدلی. په واقعیت کې د افغانستان ټولو سیاستوالو په همدې کارټ سیاست کاوه. ځينې خلکو به خپل دا قومي کارټ ډېر ژر را ښکاره کاوه او د مېز پر سر به یې ایښود او ځينو به نه را ښکاره کاوه. مثلاً، هزاره سیاستوال په دې باور وو چې که خپلې قومي غوښتنې په ښکاره توګه مطرح کړي، دوی کولای شي چې ټولنیز ملاتړ پيدا کړي؛ رایې پيدا کړي او خپل ځانونه د قومي مدافعانو په توګه مطرح کړي؛ ځکه دوی له همدې قومي سیاست پرته بل هېڅ نه لرل. 

ښاغلي خلیلي او یا ښاغلي محقق دا ظرفیت نه درلود چې خپل هزاره‌توب پټ کړای شي، خو د تاجکانو په خوا کې بیا دا فرصت پيدا کېدی چې خپل اتنیکي کارټ پټ کړي. ډېرو یې کولای شوای چې ځانونه ملي ښکاره کړي او دا ووايي چې موږ تاجکان نه یو او یا حد اقل زموږ سیاست، د تاجک‌توب سیاست نه دی. په داسې حال کې چې عملاً د تاجک‌توب سیاست څنډې ته کړای شوی و او د پنجشیری‌توب سیاست او یا ان په ځینو برخو کې به یې مثلاً د بازارک پنجشېر په څېر په کلي پورې منحصر سیاست کاوه.

زه دا وایم چې تاسې هېڅکله نشئ کولای چې پر جعلي هویت ولاړ اتنیکي سیاست ته ډموکراټیکه صبغه ورکړئ. مخکې مې وویل چې کله د قوم خبره کوئ، بیا نو کومې ځانګړې موخې ته نشئ رسېدلای. قوم یو کلي مفهوم دی چې کله انضمامي حالت پيدا کړي، فرد ته راټيټېږي. تاسې باید افراد په پام کې ونیسئ. فرد موجود دی، خو قوم نشته. مثلاً، کریم، موسی، نیلوفر یا شګوفه موجوده ده، خو د پښتون، هزاره، ازبک یا تاجک په نوم څه نشته. تاسې یو کلي نوم پرې ږدئ او د افرادو یو کتله ور دننه کوئ او بیا وایاست چې دا پښتون، دا تاجک، دا هزاره او دا ازبک دی. کله چې دا موضوع سیاست ته راځي، بیا نو همدا جعل او فریب د سیاسي امتیازاتو ترلاسه کولو یا سیاسي جګړې لپاره پر پانګه بدلېږي.

تاسې د افغانستان په تاریخ او سیاست کې همدا سنتي قومي او اتنیکي لوبه لیدلی شئ. د امیر عبدالرحمن خان له وخته رانیولې، چې سیاست یې پر یو مذهبي او قومي نوم مطرح کړ او نور قومونه یې وځپل، بیا د مجاهدینو د جګړو په دوره کې او له هغه وروسته د ولسواکي په دوره کې لیدل کېږي چې سیاستوال په ټاکنیز بستر کې همدې واقعیت ته مخه کوي.

ګورئ، تاسې څه ډول پوهېږئ چې په افغانستان کې سیاست قومي و او هر څه قومي کېدل؟ مثلاً، ویل مو چې ولسمشر باید پښتون یا تاجک او یا هزاره وي، خو د دوی هر یو یې باید له نورو قومونو ځانونو ته مرستیالان غوره کړي. د ولسمشر مرستیالان باید د نورو قومونو وي. هېڅوک په دې فکر کې نه و؛ څو داسې یو ټاکنیز ټکټ جوړ کړي چې په هغه کې یو بلوڅ، یا یو پشه‌يي او نورستانی راولي او له هغوی سره په ګډه یو بریالی سیاست وکړي. د دې کار لامل دا و چې په افغانستان کې د سیاسي ځواکونو جوړښت وار له مخه تعریف شوی و او د دودیزو باورونو او د قدرت د اتنیکي سلسله‌مراتبو پر بنسټ تاسې پښتون لرئ، تاجک لرئ، هزاره لرئ، ازبک لرئ او ترکمن لرئ او دوی هر یو، یو پل بل پسې په ترتیب سره ولاړ دي. طبیعي ده چې کله ټاکنیز ټکټ جوړوئ، تاسې باید یوې سترې کلتې مثلاً، تاجکانو ته ووایاست چې ته په رأس کې یې؛ ته دویم نفر یې او ته باید پښتون ته ووايې چې مثلاً ته د قدرت په اصلي محور کې واقع یې؛ څو هغوی باور درباندې وکړي او رایې درکړي. باید هزاره ته ووایې چې حد اقل د ولسمشرۍ د دویم مرستیال څوکۍ تا ته درکوو. اوس که یو تاجک د یو ټکټ په رأس کې واقع کېږي، حداقل په قطعي توګه باید پښتون د خپل لومړي مرستیال په توګه وټاکي؛ ځکه دا ناشونې ده چې تاجک دې د ولسمشرۍ نوماند وي او لومړی مرستیال دې یې پښتون نه وي. دویم مرستیال یې باید هزاره او یا ازبک وي. د ۲۰۱۴زیږدیز کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ډاکتر عبدالله په ټاکنیز ټکټ کې د جنرال دوستم او محمد محقق ترمنیځ بېخې همدې ته ورته یو کړکېچ رامینځته شو. دوی دواړه د ډاکتر عبدالله ملګري وو. واضح خبره وه چې لومړۍ مرستیالي د انجنیر محمد خان و، خو پوښتنه دا وه چې دویمې مرستیالۍ ته باید د ښاغلي محقق او جنرال دوستم تر مینځ څوک غوره شي؟ ځکه دوی دواړو د رایو بانکونه لرل او هېڅ یو یې دې ته چمتو نه و چې څلورم نفر دې شي او په ټکټ کې دې نه وي، خو مفتې رایې دې ورته راوړي. همدا لامل و چې د ښاغلي محقق او جنرال دوستم تر مینځ جنجال رامینځته شو او د اشرف غني احمدزي ټيم له همدې جنجاله ګټه واخیسته. کله چې ښاغلي قانوني د اشرف غني احمدزي ټیم ته له راتګ څخه انکار وکړ، سمدسي جنرال دوستم مطرح شو. ګورئ، یعنې په ټاکنو کې د سیاست او د سیاسي ځواکونو جوړښت دقیقاً قومي ريښه لرله.

ایا د اشرف غني ټیم د کړکېچ ټیم و؟

فردوس: ښه. د ښاغلي غني ټاکنیز ټیم دا ځانګړنه لرله چې ځینو د هغه ټیم ته د کړکېچ د ټيم لقب ورکړی و. له بُن کنفرانس وروسته په سیاسي نظام کې یو دود رامینځته شو، چې په ۲۰۱۴زیږدیز کال کې هغه دود دیارلس کلن شوی و. د دې دود پر بنسټ، ټاکنیز ټکټونه د مثلث په شکل جوړېدل، چې د هغه په ترکیب کې به یو پښتون، یو تاجک او یو هزاره موجود و. حامد کرزي په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۹ کلونو کې خپل ټاکنیز ټکټ په همدې شکل جوړ کړی و. قانوني او ډاکتر عبدالله، چې له هغه سره يې سیالي کوله، هم په همدې شکل ټیم جوړ کړ، خو په ۲۰۱۴زیږدیز کال کې د اشرف غني په ټکټ کې تاجک نه و او ویل کېدل چې تاجکانو هلته خپل ځانونه مطلق بایلونکي ګڼل. همداراز داسې روایت موجود و چې په دې ټيم کې پښتانه پر تاجکانو غالب دي. همدا لامل و چې ډېرو خلکو هغه وخت فکر کاوه چې د ښاغلي غني ټیم د کړکېچ ټيم دی او په پایله کې به یې په افغانستان کې یوه خطرناکه قومي جګړه رامینځته کړي. ایا تاسې هغه وخت د دې موضوع په اړه اندېښنه نه لرله؟

رویش: ګورئ، لومړی خو د افغانستان ټاکنو د هماغې ډموکراټيکې صبغې لرلو او د رایو د موضوع د مطرح کېدو له امله په افغانستان کې ډېر پټ واقعیتونه را څرګند کړل. مثلاً، یو دا چې په افغانستان کې هېڅ مطلق قومي اکثریت موجود نه دی. ان دا هم ډېر سخت کار دی چې تاسې په نسبي اکثریت استناد وکړئ. مثلاً، د ولسمشرۍ په څلور پړاوه ټاکنو کې تاسې ګورئ چې پښتانه باید له دوو نورو سترو قومونو سره یو ځای شي چې بیا هم په ډېر تکلیف سره پنځوس جمع یو رایې ترلاسه کړي. دا یوه ډېره ظریفه نکته ده. یعنې په ترکیه کې داسې قومي اکثریت موجود دی چې حداقل ۸۰ یا ۸۵ سنله خلک یې ترک نژاده دي او کولای شي چې د قومي اکثریت خبره وکړي او نورې ډلې په رښتینې مانا قومي اقلیتونه دي. په دغسې حالت کې قومي ناسیونالیزم نتیجه ورکوي. احیاناً که په نورو هېوادونو کې هم قومي اکثریت ۷۰ یا ۸۰ سلنه وي، هغوی هم کولای شي چې اتنیکي سیاست د ولسواکۍ پر بنسټ رامینځته کړي او په همدې اساس حرکت وکړي، خو د افغانستان په ټولنه کې چې قومي ترکیب تر دې کچې سر پاشل شوی دی چې تاسې په ډېره سختي کولای شئ څو قومي اکثریت جوړ کړئ، باید په دې لار حرکت و نه کړئ.

د افغانستان په ټاکنو کې دا واقعیت را څرګند شو چې یو قوم ان که پښتانه هم وي، یوازې له یو بل ستر قوم سره په ګډه ۵۰+۱ سلنه رایې نشي پوره کولای. پښتانه باید دوه نور ستر قومونه له ځان سره ملګري کړي څو دې موخې ته ورسېږي. په څلور واړه ټاکنو کې پښتنو او تاجکانو دوه نور ستر قومونه له ځان سره ملګري کړل او په ډېر تکلیف سره یې پنځوس جمع یو سلنه رایو ترلاسه کړې. ښاغلي کرزي په لومړي پړاو ټاکنو کې د ټولو قومونو پياوړي او ځواکمن اشخاص له ځان سره ملګري کړل. کرزي پخپله هم په هغو ټاکنو کې له پراخ کورني او نړیوال ملاتړ څخه برخمن و. افغانستان هغه وخت تازه له یوه کړکېچه راوتلی و او ډېر خلک په دې نظر وو چې کرزي قومي فکر نه لري، خو د هغه سربېره یې احمد ضیا مسعود تر خپل څنګ ودراوه؛ ځکه هغه د مسعود له کورنۍ او ښاغلي رباني سره د تړاو له امله کولای شوای چې رایې راوړي، د هغه ترڅنګ یې د سپين‌ږیرو او قوماندانانو په نوم نورې ځواکمنې څېرې په خپل ځان راټولې کړلې. د هزاره‌ګانو له مینځه یې ښاغلی خلیلي تر خپل څنګ ودراوه. خلیلي هغه وخت د هزاره‌ګانو په مینځ کې بې‌رقیبه و او ښاغلي محقق تازه د هغه پر وړاندې راپورته شوی و. د اوزبکانو له مینځه یې هم ډېر خلک د ځان ملګري کړي وو، خو د دې ټولو سربېره بیا هم ښاغلی کرزی په ډېر تکلیف سره د ټاکنو ګټونکی شو. دا په داسې حال کې و چې حکومت هم عملاً د هغه په واک کې و او په ټول هېواد او ادارو یې تسلط درلود.

د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې کرزی له هماغه پخواني ملي او نړیوال ملاتړ څخه بې برخې و او قومي کارټونه کارېدل. ښاغلي فهیم د تاجکانو له مینځه د یو ځواکمن شخص په توګه د هغه ملګری شو او ښاغلی خلیلي، محقق، صادق مدبر او جنرال دوستم هم د هغه تر څنګ وو، خو بیا یې هم ونشو کولای چې ۵۰+۱ سنله رایې ترلاسه کړي. ستاسې به په یاد وي چې هغه ټاکنې د درغلۍ له کړکېچ سره مخ شوې او که په دویم پړاو ټاکنو کې ډاکتر عبدالله انصراف نه وای کړی، شونې وه چې د قدرت موازنه خرابه شي.

د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ورته مسئله بیاځلې تکرار شوه. پښتانه نوماندان اړ وو چې د نورو قومونو د ځواکمنو او نفوذلرونکیو څېرو په ملاتړ خپل ځان تر ولسمشرۍ ورسوي. که دوی د نورو قومونو د بانفوذه څېرو پر ځای عادي خلک تر څنګ درولي وای، رایې یې نشوای ترلاسه کولای او ټاکنې یې بایللې، خو تاسې ولیدل چې دې کار هم د ۲۰۱۴ په ټاکنو کې نتیجه ور نه کړله؛ ځکه دا لوبه دومره قومي شوې وه چې خلکو د قوميت له امله د اشرف غني مدنی‌توب ته بېخې اعتبار نه ورکاوه. دا سمه ده چې موږ په لومړي سر کې دا هیله لرله چې یو مدني سیاست رهبري کوو. د کار په پيل کې مو ان په دې هوکړه کړې وه چې تاجکان او هزاره‌ګان غوره کړو څو له قومي سیاست او ټاکنو څخه خلاص شو او د مدني سیاست پر لور حرکت وکړو، خو د اشرف غني په کمپاین کې د پردو تر شا د نورو خبر پر ځای زموږ مدني او ډموکراټیک بحثونه ډېر وو. مثلاً، موږ په دې اړه په جدي توګه فکر کاوه چې څه ډول واک له ولسمشر څخه د ولسمشرۍ ماڼۍ ته ولېږدوو. مثلاً، موږ په دې خبرې کړې وې چې له ۴۰۰ نفرو جوړه کمېټه به ولسمشرۍ جوړي. ټاکل شوې وه چې په دې کمېټو کې به د مدني ټولنې او تخصصي کاردرونو غوره څېرې موجودې وي او موږ ټول داسې سیاست ولوبو چې د ښې حکومتولۍ لامل وګرځي.

موږ ویل چې که څه هم په رسمي توګه په ځينو ځایونو کې قومي، اتنیکي او مذهبي مصلحتونه مراعت کوو، چې تر ډېره سمبولیک اړخ لري، خو باید خپل سیاست په داسې ډول رهبري کړو چې کله د حکومتولۍ خبره مطرح کېږي، باید تخصصي حکومتولي وي. په ۲۰۱۴ کال کې ځواکمن کادري ظرفیت را څرګند شوی و او شونې وه چې د هغوی له مینځه د ولسمشرۍ بنسټ لپاره څلور سره نفریزه کمېټې جوړې کړو. دا هغه بحثونه وو چې د هېواد په کچه د یو ستر سیاست په توګه زموږ په مخکې وو او د هغو په اړه مو په ډېر تفصیل سره خبرې کولې.

ایا د اشرف غني له ټکټ څخه د تاجکانو حذفولو د قومي شخړې مانا لرله؟

فردوس: ایا تاسې دې قومې شخړې ته اندېښمن نه وئ؟ ما مخکې ځينې فاکټونه یاد کړل. مثلاً، له ۱۹۷۱زیږدیز کال مخکې په پاکستان کې داسې ټاکنې ترسره شوې چې شعارونه یې هویتي وو او دا کار د بنګالیانو او پنجابیانو ترمینځ د جګړې لامل شو. ځينې تاریخ‌پوهان ادعا کوي چې په دې جګړه کې تر دېرش لکه ډېر بنګالیان ووژل شو.

په ۲۰۱۴ کال کې د غني ټیم بېخې ښکاره قومي کیسه کوله او ویل یې چې د پښتنو لپاره واک ترلاسه کوي او پر تاجکانو غلبه کوي. بلخوا، د غني په ټيم کې داسې څوک نه و چې د تاجکانو په مینځ کې یو ډول باور رامینځته کړي. په ۲۰۰۹ کال کې قسیم فهیم د ښاغلي کرزي په ټاکنیز ټکټ کې و او سره له دې چې هغه ته یې ډېرې رایې را نه وړلې، خو داسې باور یې رامینځته کړی و چې د کرزي په بریا سره تاجکان مطلق بایلونکي نه دي، خو په ۲۰۱۴ کال کې د اشرف غني په ټاکنیز ټکټ کې هېڅ داسې څوک نه و او د قومي شخړې خطر ډېر و. د لویدیځ رسینو په دې اړه ډېرې مقالې ولیکلې. سټيو کهول په واشنګټن پوست کې په ډېره ښکاره توګه ولیکل چې د قومي شخړې خطر ډېر جدي دی. زما پوښتنه دا ده، تاسې سره له دې چې د قومي شخړو په اړه مو ډېره تجربه لرله، دا اندېښنه مو ولې جدي و نه ګڼله؟

رویش: ګورئ، موږ پوهېدولو چې په ټاکنو کې قومي لوبه کوو. په دې هم پوهېدو چې د افغانستان سیاست په اصل کې قومي سیاست دی، خو زموږ تېروتنه دا وه، موږ دا تصور کاوه چې د قومي سیاست له مینځه ډموکراټیکه او مدني حل‌لاره موندلای شو؛ ځکه زه لا هم په دې باور وم چې ځينې نخبه‌ګان د افغانستان په مدني او سیاسي حرکت کې دې ظرفیت ته متوجه شوي وو چې قومي سیاست بالاخره بن‌بست ته رسېږي او هغو کسانو چې قومي سیاست یې رامینځته کړی دی، هغوی کولای شي چې له قومي سیاست څخه مدني سیاست ته د تېردو خوندي لار پرانېږي. په حقیقت کې موږ همداسې تصور کاوه. دا زموږ تېروتنه وه او وروسته دې ته متوجه شوو چې د افغاني ټولنې بستر، په افغاني ټولنه کې د قدرت مناسبات او د افغاني ټولنې کلتور دې ته جوړ نه دی. له همدې امله، زه د هغو لومړنیو کسانو له ډلې وم چې د دې مسئلې په درکولو سره له دې دایرې ووتم.

تاسې د تاجکانو د مسئلې یادونه وکړله، دقیقاً همداسې یو بحث مطرح و. په لومړي سر کې ټاکل شوې وه چې هزاره‌ګان او تاجکان باید په واک کې راګډ کړو؛ څو دا کړکېچ رامینځته نشي او تاجکان د محرومیت احساس و نه کړي. له همدې امله، موږ غوښتل چې د تاجکانو یو ځواکمن او بانفوذه شخصیت زموږ په ټیم کې وي. موږ له همدې امله یونس قانوني غوره کړ؛ ځکه موږ فکر کاوه چې هغه کولای شي د افغانستان په سیاست کې د یو تحول ممثل واوسي. وروسته چې کله جنرال دوستم راغلی، له اشرف غني سره موږ په دې هوکړه وکړله چې د بابه مزاري د تلین په مراسمو کې د سترې‌محکمې بست په رسمي توګه د تاجکانو لپاره اعلان کړي. یعنې دا احساس رامینځته کړي چې تاجکان هم په واک کې شریک دي. زه په دې نظر وم چې اشرف غني باید تاجکانو ته دا زیګنال ورکړي او ورته ووايي چې زموږ په حکومت کې نظام په داسې ډول دی چې باید یو ولسمشر او دوه مرستیالان وي، موږ دا ټکټ نشو بدلولای، خو د سترې‌محکمې څوکۍ د تاجکانو یوې ځواکمنې څېرې ته ځانګړې کوو؛ څو د قدرت موازنه رامینځته کړو او افغانستان له قومي شخړو وژغورل شي. البته زما په ذهن کې دا یو کار هم اصلي حل‌لاره نه وه. زما لپاره اصلي حل‌لاره هغه وه چې د تحول او تداوم په منشور کې مو لیکلې وه او غوښتل مو چې د یوې ډموکراټيکي حل‌لارې پر بنسټ په هېواد کې سیاسي ثبات رامینځته کړو او دا ډموکراټیکه حل‌لار هم د واک د وېشلو له لارې رامینځته کړو.

د اشرف غني پر ځای د ډاکتر عبدالله بریا د جګړې لامل کېدله!

فردوس: ایا دې ته اندېښمن نه وئ چې د ۲۰۱۴ کال د ټاکنو پایله به تاوتریخوالی او جګړه وي؟

رویش: موږ دې ته اندېښمن وو چې که احیاناً ټاکنې له بن‌بست سره مخ شي او ټاکنې ونشي. د ټاکنو له بن‌بنست پرته مو بله اندېښنه نه لرله؛ ځکه موږ دا حس کوله چې ټاکنې په هر حال د قدرت یوه لوبه ده او د قدرت په دې لوبه کې یا اشرف غني بریالی کېږي او یا هم ډاکتر عبدالله. البته ما ته دا بېخې واضح وه چې ډاکتر عبدالله په هېڅ صورت نشي بریالی کېدلی. دې ته اندېښمن وم چې که ډاکتر عبدالله بریالی شي، د پښتنو په ټولنه کې د موجود ذهنیت له امله رامینځته کېدونکی غبرګون به قومي وي. د پراګماټیسټ شخص په توګه مې چې کله له خلیلي سره خبرې پيل کړې، خپل استدلال مې په دې پوښتنه پيل کړ او له هغه مې وپوښتل چې ایا د افغاني ټولنې کلتوري ظرفیت دې کچې ته رسېدلی چې له پښتنو څخه غیر پښتنو ته د واک لېږد ومني یا نه؟ ښاغلی خلیلي زما د دې پوښتنې په ځواک کې یو څو شېبې سکوت وکړ. هغه وخت ښاغلي خلیلي له ډاکتر عبدالله او صلاح‌الدین رباني سره هم خبرې کړې وې او په ځينو برخو کې مهمو هوکړو ته هم رسېدلي وو. خلیلي سکوت اختیار کړ او ویې ویل:«نه».

ما ورته وویل، هو. ټاکنې او ولسواکي کولای شي چې د رایې په واسطه واک ولېږدوي، خو ایا په رښتیا هم  په کلتوري لحاظ د پښتني ټولنې ظرفیت په دې حد کې دی چې له پښتنو څخه غیر پښتنو ته د واک لېږد ومني؟ ویې ویل: نه. ښاغلي خلیلي دا ومنله چې تاجکان په دې اړه حساسیت نه لري چې د واک په رأس کې دې پښتون وي او واک دې متعادل وي، خو پښتنو ته واک مهم دی. ښاغلي خلیلي دا استدلال ومانه. په همدې اساس، زما په نظر هغه وخت په افغانستان کې قومي جګړه را مینځته کېدله، چې یو تاجک واک ته رسېدلی وای. که څه هم ډاکتر عبدالله دوه‌رګه و؛ ځکه مور یې تاجکه او پلار یې پښتون و، خو د تاجکانو په جبهه کې و. ما ویل چې که هغه په رأس کې واقع شي، پښتانه هغه نه مني او کله چې پښتون هغه و نه مني، په قطعي توګه د ټولنې له غیر ډموکراټيک غبرګون سره مخ کېږي ځکه هغوی په سنتي ډول واک د خپل ځان بولي او تر اوسه دې باور ته نه دې رسېدلي چې واک په ډموکراټیک ډول لېږدول کېدلی شي.

اشرف غني د واک پر وړاندې پر ګونډو شو!

فردوس: ایا تاسې دې ته اندېښمن نه وئ چې که اشرف غني له هغه جوړښت سره راشي، مقابل لورې به غبرګون ته اړ نه کړي؟

رویش: نه. زه د مقابل طرف غبرګون ته اندېښمن نه وم. زه غواړم دا ووایم چې ما په لومړی سر کې اشرف غني داسې سړی نه ګاڼه چې هغه دې وروسته راشي او دیکتاتور دې شي. اشرف غني له ما او زموږ په ټیم کې له ټولو روڼ‌اندو سره په خبرو کې ویل چې باید د ولسمشرۍ جوړښت پیاوړی کړو او موږ باید یو جوړښت رامینځته کړو، له دې کار پرته هر سړی دیکتاتور کېدلی شي. پخپله یې ویل چې که زه دیکتاتور شم، څوک زما مخه نشي نیولی؛ ځکه چې همدا د قدرت ځانګړنه ده. له همدې امله، دا زموږ یوه ستره هیله وه چې واک له ولسمشر څخه د ولسمشرۍ جوړښټ ته ولېږدوو. موږ فکر کاوه چې دې موضوع په دې ډموکراټ او ولسواک سړي، چې په لویدیځ کې یې ژوند کړی او د «ناکامو دولتونو رغاونه» کتاب یې لیکلی دی، کې په رښتیا هم ريښې غځولې دي او دا هر څه درک کوي. زموږ تصور دا و چې موږ له غني سره کولای شو ډېر ساده ډول دې موخې ته ورسېږو او د قومي سیاست له پولو تېر شوو، خو زه هغه وخت له بن‌بنست سره مخ شوم چې کله دې متوجه شوم چې یو د روڼ‌اندو په دایره کې نظري بحثونه دي او بل هغه پړاو دی چې دا فکرونه د عملي سیاسي پریکړې لپاره پر بنسټونو بدلېږي. کله چې د سیاسي نظرونو او پرېکړو د عملي کولو وخت را ورسېږي، انسانان د واک پر وړاندې پر ګونډو کېږي. غني هم دومره ژر د واک لپاره پر ګونډو شوو چې ان د خبرو اورېدل یې هېر کړل. زه هېڅکله د تاجکانو له ناحیې اندېښمن نه وم. زه د یوې ډموکراټيکې حل‌لارې پر وړاندې د تاجکانو غبرګون ته اندېښمن نه وم او نه یم، خو د پښتنو په اړه اندېښمن وم او یم؛ ځکه په دې ټولنه کې دې تاریخي فکر او ذهنیت داسې ريښې غځولې دي چې واک باید تل د پښتنو په انحصار کې وي.

چا ډېره درغلي کوله؟

فردوس: دا سمه ده چې د ډموکراټيکي حل‌لارې پر وړاندې د تاجکانو غبرګون ته اندېښمن نه وئ، خو لکه څرنګه چې مو مخکې خبرې وکړې، د اشرف غني په ټاکنیز ټیم کې د تاجکانو د پرنفوذه څېرې د نشتون ستونزه موجوده وه. بل مشکل دا و چې د پښتنو د رایو حوزه هغه وخت ناامنه وه. مخکې مو هم په دې اړه خبرې وکړې چې مثلاً که څلوېښت سنله رایې رښتینې وي، یو میلیون یا یو نیم میلیون تقبلي رایو ته اړتیا وه. دا خبره ډېره واضح وه. یو خوا دې ټیم مشکل درلود او بلخوا د درغلۍ پروژه روانه وه. دې کار پخپله جګړې ته زمینه نه برابروله؟

رویش: تاسې داسې وړاندویه بیانوئ چې هغه وخت ډېره ښکاره نه وه. دا چې تاسې وایاست چې د اشرف غني ټیم د خلکو له ملاتړ څخه برخمن نه و او درغلي یې کوله، دا یو تبلیغاتي بحث دی. زه وایم څوک دا ثبتولای شي چې ډاکتر عبدالله د خلکو په زړونو کې و او درغلي یې نه کوله؟ زلمي رسول د خلکو له ملاتړه برخمن دی او درغلي نه کوي؟

فردوس: اصلي مسئله د درغلۍ کچه وه. ټولو درغلي کوله، خو رښتیا دا دي چې د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې داسې راپورونه خپاره شول چې ۱۰۰ ولسوالۍ ناامنه دي. په ۲۰۱۴ کال کې ناامنه سیمې دو یا څو برابره زیاتې شوې وې. ډېرې پښتون مېشته سیمې او کلي د حکومت په واک کې نه وو. د غني ټیم له درغلي پرته بله لار نه لرله….

رویش: راشئ، دې قضیې ته له بلې زاویې وګورو. کوم حکومت چې په هغه وخت کې یې په واقعي توګه افغانستان کنټرولاوه، هغه د اشرف غني په لاس کې نه و، بلکې حامد کرزی واکمن و. تر هغه وخت پورې واک نه و لېږدول شوی. ستاسې د نظر پر بنسټ، باید داسې ووایو چې ټولو ځواکمنو پښتنو دا پرېکړه کړې وه چې د اشرف غني احمدزي په ګټه درغلي وکړي. په داسې حال کې چې تاسې پوهېږئ چې اشرف غني د کرزي د خوښې سړی نه و، هغه د زلمی رسول ملاتړ کاوه.

د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې د درانیانو او غلجیانو خپلمنځي ټکر

فردوس: د ټاکنو په دې پړاو کې تقریباً دا خبره بېخې ثابته شوې وه چې د کرزي لپاره یو اصلي نوماند دی او بل سمبولیک نوماند دی. زلمی رسول داسې نوماند ته ورته و چې لوبه پرې کېدله. دا واضح خبره وه چې د کرزي اصلي نوماند اشرف غني و او تاسې هم په خپل کتاب کې لیکلي دي چې د غني ټکټ د حامد کرزي په موجودیت کې او د هغه په دعا جوړ شو. ان دا مو هم ویلي دي  چې کرزي، دانش پر غني باندې تحمیل کړ….

رویش: حامد کرزی یو ډېر ماهر سیاسي لوبغاړی دی. هغه وخت یې داسې حس کوله چې ټول نوماندان پر ده باندې را څرخېږي، خو حامد کرزی په زړه کې په هېڅ صورت په دې راضي نه و چې اشرف غني دې واک ته ورسېږي. د درانیانو او غلجیانو تر منیځ د واک جګړه هم ډېره ګرمه وه. ما په هغه کتاب کې د یوې داسې ناستې یادونه کړې ده چې یوه شورا له کندهار څخه کابل ته راغلې وه او غوښتل یې چې په ټاکنو کې خپله ونډه ولوبوي.

فردوس: هو، زما یادېږي چې یوه ډله سپين‌ږیري له کندهار څخه کابل ته راغلي وو او ویې ویل چې باید ټاکنې ترسره نشي او د کرزي حکومت وغځول شي….

رویش: هو، د هغوی یوه خبره دا وه چې د کرزي حکومت باید تمدید شي، خو د پردې تر شا یې دا خبره هم کوله چې له زلمي رسول او یا هم د کرزي د کورنۍ له یوه غړي دې ملاتړ وشي. حنیف اتمر د سیاسي شورا په ناسته کې دا کیسه وکړله چې حاجي دین محمد، کرزي ته وویل چې تر اوسه موږ ستا هر خبره ومنله، خو دا خبره اوس موږ ته د منلو نه ده چې تاسې زموږ د متفکر او پوه اشرف غني پر ځای د زلمي رسول په څېر یو سړي ته ترجیح ورکوئ.

د حنیف اتمر دا خبره څرګندوي چې د دراني او غلجي بحث ګرم و او ښاغلي کرزي نه غوښتل چې د یو غلجي نوماند ملاتړ وکړي او بیا وروسته حاجي دین محمد هغه ته اخطار ورکوي. اتمر د سیاسي شروا په ناسته کې دا خبرې په ډېر واضح او ښکار ډول بیان کړې او ما دا خبرې هغه وخت د «روایت یک انتخاب» په کتاب کې ولیکلې او چاپ کړلې چې دا ټول خلک په واک کې وو. اتمر وویل چې حاجي دین محمد، کرزي ته وویل، موږ تر اوسه ستاسې لخوا هر معرفي شوی سړی منلی دی، خو اوس چې تاسې داسې یو سړي ته زموږ پر متفکر او پوه سړي ترجیح ورکوئ، دا کار موږ ته د منلو نه دی. د اشرف غني په ټیم کې د غلجيانو او درانیانو ترمنیځ جګړه ډېره ګرمه او حساسه وه. تاسې زما خبرو ته ځير شئ، ښاغلی کرزی له یو غیر دراني څخه ملاتړ نه کوي او حاجي دین محمد هغه ته اخطار ورکوي! اتمر دا خبره د هماغې ورځې پر سهار د سیاسي شورا په جلسه کې بیانه کړله.

کله چې غني واک ته ورسېد، د هغه په حکومت کې د درانیانو ځپل تر دې حد زیات و چې د حکومت په لومړیو دریو څلورو کلونو کې یې د درانیانو یوه مهمه څېره هم له هغه سره نه وه پاتې. دا یوه ډېره ښکاره او واضح بېلګه وه. تقریباً د هغه ټول سیاست پر همدې مسیر روان و. دا سمه ده چې هغه هزاره‌ګان نه منل؛ له تاجکانو سره یې مشکل درلود؛ له ازبکانو سره یې ستونزه لرله، خو دا چې اټنوسنټریسټیک او قبایلي تفکر تل انحصاري وي او تاسې په اتنیکي تفکر کې ډموکراټيک تمایلات نشئ موندلای. اتنیکی انحصاري تفکر ان د دې اجازه نه ورکوي چې تاسې د یو داسې قوم په مینځ کې، چې په پراخه جغرافیه کې مېشت دی، ولسواکي په داسې ډول تمثیل کړئ چې هلته هر څوک د خپلو فردي وړتیاوو او ښاروندۍ د حق پر بنسټ د یو فرد په توګه د امتیاز څښتن شي. تاسې ګورئ چې کله قومي انحصاري تفکر موجود وي، یو وخت ټول شیان د دریو نفر حق جوړېږي.

ایا اشرف غني د کرزي اصلي نوماند و؟

فردوس: د حاجي دین محمد او تمر له نقل قوله ورهاخوا، هغه وخت دا خبره بېخې واضح وه چې زلمی رسول د کرزي اصلي نوماند نه دی. هغه وخت اسماعیل یون په یو کنفرانس کې ان د هغه پښتونولي تر پوښتنې لاندې راوستله. د افغانستان په مذهبي ټولنه کې دا بحث مطرح و چې زلمی رسول مجرد دی او له همدې امله یې هم هېڅ د بریا چانس نه درلود. کرزي له زلمي رسول څخه استفاده کوله او په داسې حال کې، سره له دې چې زړه یې نه غوښتل، خو د پراخ او ځواکمن بهرني ملاتړ او نورو بېلابېلو دلایلو له امله یې د اشرف غني ملاتړ کاوه؟

رویش: نه. غواړم دا ووایم چې حامد کرزي له اشرف غني احمدزي سره د مخالفت لپاره د منطقي دلایلو پر ځای رواني دلایل درلودل. رواني دلیل دا و چې کرزي هېڅ داسې تصور نه کاوه چې د اشرف غني احمدزي په څېر سړی دې راشي او واک ته دې ورسېږي. که څه هم عقل یې ورته ویل چې هغه واک ته رسېږي؛ ځکه دا یې حس کوله چې که اشرف غني لوبه وګټه، له هغه سره یو ځای شي که د هغه پر وړاندې تمکین وکړي. که حامد کرزي داسې بل څوک موندلای شوای چې ښه لوبه وکړي او وکولای شي چې اشرف غني احمدزی چلنج او شاته کړي، ډاډه یم چې په ډېر صراحت سره یې د هغه ملاتړ کاوه، خو بل څوک یې نه درلود او د هغه د دې بې‌کسۍ لامل دا و چې حامد کرزي هېڅکله په سیسټامټیک او ګوندي سیاست باور نه درلود. مثلاً، هر وقت چې به د ګوند خبره مطرح کېدله، په واضح توګه به یې د ګوند پر وړاندې مخالفت ښکاره کاوه. یوه ډموکراټيکه ټولنه، سره له دې چې ډموکراټيکې هڅې یې ډېرې تازه وي، بلاخره د ډموکراسۍ تمرین کوي او هغه ټولنه چې ډموکراټیکي هڅې او تمرینونه کوي، هغه نور د خان‌خاني او ملکي پر تمایلاتو نشي اداره کېدلی. ډموکراټیکه ټولنه یا د ډموکراسۍ پر لور ټولنه یوې سازمان‌دهي ته اړتیا لري او سیاسي ګوندونه او سیاسي سازمانونه دا سازماندهی کولای شي، خو ښاغلي کرزي هېڅکله ډموکراټیک اصل او ډموکراټیکو سیالیو ته ارزښت نه ورکاوه او اصلاً یې دې مسایلو ته هېڅ پام نه کاوه. همدا لامل و چې حامد کرزي د خپلې خوښې وړ څېره نه لرله. هغه هېڅ داسې څوک پیدا نشو کړلای چې په دې حساسه شېبه کې په سیسټماټیک ډول په هغه حساب وکړي. دا هغه ناچاري وه چې ښاغلی کرزی په یو ډېر حساس وخت کې ورسره مخ شو.

کرزی اوس هم د افغانستان له ډېر پېچلي او سخت کړکېچ سره فردي چلن کوي. همدا لامل دی چې هغه ډېر بې‌چاره دی. هغه وخت هم همداسې و. زه په دې باور نه یم چې ټول پښتانه دې په همدې دودیزو باورنو باورمند وي او دا دې ووايي چې د واک په رأس کې دې باید یو پښتون واقع وي، خو کله چې د ۲۰۱۴ کال ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې، عملاً د پښتنو ټول مشران د اشرف غني تر شا ودرېدل؛ ځکه د دوو جبهو تر مینځ سیالي رامینځته شوه او د کرزي د کورنۍ په ګډون د پښتنو ټولو برجسته څېرو او لوریو خپل خپلمنځي اختلافات څنډې ته کړل او د اشرف غني له ټیم سره یو ځای شول او د هغه ملاتړ یې وکړ.

فردوس: البته د پښتنو سیاسي کورنۍ په دواړو ټيمونو کې سره ووېشل شوې. مثلاً، د حاجي قدیر کورنۍ نیمه د غني په ټیم کې وه او نیمه یې د عبدالله په ټیم کې وه. د ګیلاني کورنۍ هم په همدې شکل وه. ان د کرزي کورنۍ هم همداسې وه او محمود کرزی له عبدالله سره ودرېد.

رویش: ښه، دا ټولې د ولسواکۍ په ډګر کې د ډېرو بې‌تجربو قبیلوي لوبو په توګه تلقي کړئ؛ څو خلک دا حس کړي چې موږ په اصطلاح داسې لوبې کولای شو، خو دا ښکاره وه چې ټول پښتانه په مطلق ډول د رایو په لحاظ د اشرف غني د ټیم تر شا ودرېدل؛ ځکه هغوی داسې حس کوله چې که د اشرف غني مقابل ټیم واک ته ورسېږي، جوړښت او سیسټم زموږ له لاسه وځي. عبدالله سره له دې چې نیمه پښتني او نیمه تاجکي ريښه لري، هېڅکله په دې بریالی نشو څو پښتنو ته دا قناعت ورکړي چې زه د پښتنو، د خروټو او کندهارۍ ريښه لرم او هېچا د عبدالله په پښتني ريښې باور نه کاوه؛ ځکه هغه د تاجکانو په جبهه کې ولاړ و. له همدې امله پښتنو هېڅکله عبدالله د خپل استازي په توګه نه دی ګڼلی. پښتنو که به ډاکتر عبدالله پښتنون هم ګاڼه، په دې باور وو چې هغه له خپلې قومي جبهې بېل شوی او د تاجکي سیاست پر وسیلې بدل شوی دی. په قبیلوي سیاستونو کې دا یوه ډېره واضح خبره ده. په هر حال، غواړم دا ووایم چې اتنیکي سیاستونو د افغانستان د ټولو کړکېچونو بنسټ ايښی دی او دا کړېکچ زموږ ټاکنو ته هم داخل شوی دی. وروسته تاسې ولیدل چې د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کال په ټاکنو کې داسې رسوايي پېښه شوه چې بیا د ټولو له کنټروله وتلې وه.

ایا د ۲۰۱۴ کال ټاکنیز کړکېچ هېښ او حیران کړئ؟

فردوس: د «روایت یک انتخاب» په کتاب کې مو یوه ډېره په زړه‌پورې جمله لیکلې، چې کله ټاکنیز کړکېچ را ښکاره شو، تاسې متعجب او هېښ شوئ. زما پوښتنه دا ده چې ستاسې اوسنیو خبرو او زما فاکټونو ته په کتو، دا کړکېچ پېښېدونکی و او ښکاره خبره وه چې همداسې یو کړکېچ به رامینځته کېږي؟

رویش: ښه، ګورئ مثلاً کله چې ځنګل اور واخلي، هر هغه څوک چې سترګې ولري، هغه ګوري چې اور د خورېدو په حال کې دی او وچ او لانده دواړه سوځوي، خو بحث دا دی چې تاسې دا اور څه ډول کنټرولئ؟ کله چې په ځنګل کې اور ولګېږي، تاسې چې هره حل‌لاره وړاندې کوئ، هغه اضطراري حل حل‌لاره ده. که دا اضطراري حل‌لاره په ځينو برخو کې ښه مدیریت شي، ښايي ښې پایلې ولري، خو په ځينو برخو کې تاسې یوازې ستومانه کېږئ او د سترګو پر وړاندې مو ځنګل سوځېږي. کله چې تاسې په خپلو سترګو اور ګورئ او هغه نشئ مړ کولای، په دغسې شرایطو کې ستاسې هڅې بې‌نتیجې دي. افغانستان هم په همداسې وضعیت کې و. موږ له دې خطر څخه د مخنیوي لپاره ډېر لارې لرلې. په ځانګړې توګه، په افغانستان کې د واک‌ ټېکه‌دارانو او سیاستوالو کولای شوای چې دې خطر ته پام وکړي او دا حس کړي چې دا خطر د دوی په ګټه نه دی او هغه باید مهار کړي. مثلاً، که د امریکا تاریخ ته وګورئ، کله چې له خپلواکۍ وروسته په فیلاډلفیا کې د بین‌القاره‌یی کنګره جوړه شوه، همداسې یو کړکېچ موجود و. په دې قاره کې یوه داسې ستره قاره وه چې پراخې او ځواکمنې کالونۍ یې لرلې او هر یو یې خپلواک او مستقل ایالت و.

دې کالونیو ولیدل چې په دې بېلتون او نفاق سره دوی د برېټانیا پر وړاندې هر څه له لاسه ورکوي. دوی دې ته متوجه شول چې په دغسې وضعیت سره د بریټانوي ځواکونو پر وړاندې مقابله نشي کولای. دوی سره راټول شول او هغه وخت د فډرال سیسټم په نوم پر یو سیسټم سره سلا شول. د فډرال سیسټم اصل داسې و چې یووالی باید په داسې ډول رامینځته شي چې ټول ایالتونه ګټه وکړي، خو هېڅوک تاوان و نه کړي. د هغوی په نظر، فډرال سیسټم داسې یو سیسټم و چې ټول په هغه سیسټم کې خپلې ګټې ولټوي او هېڅوک تاوان و نه کړي.

دا خبره چې هېڅ یو تاوان و نه کړي، مانا دا چې هر ایالت خپله خپلواکي وساتي او پخپل قلمرو کې ټول واکونه ولري، خو ځینې عمومي کارونه مثلاً، بهرنۍ اړیکې یا په نړیواله سوداګرۍ کې د ټولو د حقونو خوندیتوب او دې ته ورته مسایل باید د فډرال حکومت لخوا مدیریت شي. البته هغه وخت نړیواله سوداګري په اوسنۍ کچه پراخه نه وه. همداراز وویل شول چې که نړیوال ځواکونه پر هغوی برید وکړي، فډرال حکومت باید د دفاعي او جګړه‌ییزو چارو د همغږي کولو په اړه پرېکړه وکړي. په واقعیت کې په لومړي سر کې فډرال حکومت ته ډېر کم او واړه اختیارونه ورکړل شوي وو او ټول واکونه او قدرت په ایالتونو کې وېشل شوی و. همدا کار و چې د پياوړي توازن او څارنې پر میکانېزم ولاړ ډموکراټ امریکايي نظام جوړ شو. د وخت په تېرېدو سره چې هر څومره د امریکا سیسټم پېچلی او پرمختللی شو، د واک د وېشلو، څارنې او توزان اصل نور هم په ښه شکل سره مراعت شو. دا پوښتنه یې ځان ته د اصل په توګه وټاکله چې څه ډول کولای شو واک ووېشو او څه ډول یې کنټرول کړو. په امریکا کې اوس هم د څارنې او د واک د توازن سیسټم دومره پياوړی او پېچلی دی چې څوک هغه نشي ماتولی.

ښه، واضح خبره ده چې د دا ډول نظم رامینځته کولو لپاره تاسې باید داسې څوک ولرئ چې د توماس جفرسون یا بنجامین فراکلین په څېر مغز ولرئ، چې خبري وکړي او ټول قانع کړي، خو زموږ په هېواد کې بیا سیاست او قدرت د هغو کسانو لخوا مدیریت کېدی چې د سیاسي مغز له اړخه ډېر کمزوري او د ژمنتیا او اخلاقي وجدان له اړخه ډېر فاسد وو. دوی ډېرو وړو شیانو ته خوشحالېدل چې مثلاً، پیسې ولري او څوک ترې پيسې وانخلي. دا هېڅ فرق نه لري چې وړتیا لرم که نه، خو باید په فلانکي وزارت کې وزیر واوسم او یا باید رهبر واوسم. دا فکر یې نه کاوه چې وزارت یا رهبري یو مسوولیت دی او که هغه په ښه شکل ترسره نه کړم، زیان یې لومړی پخپله ما ته را رسېږي.

همدا لامل دی چې زه د افغانستان د تېرو شلو کلونو واکمنان او قومي مشران، چې ډېر یې اوس هم ژوندي دي، ډېر کمزوري او بې‌تدبیره خلک ګڼم. که د تاجکانو یا هزاره‌ګانو په اړه خبرې وکړم، له احمد شاه مسعود او مزاري وروسته ما په دوی کې هېڅ داسې سیاستوال نه دی لیدلی چې خپلو سیاستونو ته ژمن واوسي. کله چې د مسعود په اړه خبرې کوو، هغه داسې څوک چې د خپل سیاست بار یې پخپله اوچتاوه. هغه پخپله دې ته چمتو و چې هر ډول مسوولیت او تاوان ته اوږه ورکړي؛ ځکه خپلو لاسته‌راوړونو یې هغه ځای ته رسولی و او اوس یې هم د هغو ساتنه کوله او د هغو د ساتلو لپاره یې تاوان پرې کاوه.

له مسعود وروسته ټولو هغو سیاستوالو، چې د هغه د وراثت دعوا یې لرله، د مسعود په نوم یې سیاست کاوه او امتیاز یې ترلاسه کاوه. له مسعود وروسته ان د هغه قومندانان هم په دې فکر کې شوو چې له هغه سره د یوځای والي امتیاز باید ترلاسه کړي. تر هغه وخت پورې چې احمد شاه مسعود و، دوی باید په ټولنه کې دا ارزښت ساتلی وای. په همدې ترتیب، د هزاره‌ګانو په ټولنه کې هم له مزاري وروسته داسې سیاستوال نه تر سترګو کېږي چې د سیاست لپاره تاوان پرې کړي. هزاره سیاستوال له سیاست څخه ډوډۍ پيدا کوي.

د ولسواکۍ په راتګ سره هم د هزاره سیاستوال لپاره هزاره‌ګان په رایو، څوکۍ، امتیاز، قدرت، شهرت او پیسو بدل شول، خو دغو سیاستوالو ته هېڅکله هزاره په داسې توګه مطرح نه و چې د هغو لپاره رنځ وګالي او تاون پرې کړي. همدا دلیل دی چې دوی د تېرو شلو کلونو په سیاست کې هېڅ اغېزمن نه وو؛ څو تاسې اوس دا ووایاست چې دا کار د فلانکي سیاستوال د زیار او یوې شپې بې‌خوبۍ ثمره ده. په همدې خاطر زه داسې حس کوم چې د تېرې شل کلنۍ ولسواکۍ په لړ کې د موجودو فرصتونو له ډلې دا یو فرصت و چې له بهر څخه هېواد ته ډېرې زیاتې پیسې راغلې او او پرېمانه امکانات موجود وو، خو داسې څوک نه و چې دا امکانات او پرېمانه سرچینې مدیریت کړي او موږ ولیدل چې د دغسې کسانو د نه موجودیت له امله هېواد ډېره ستره ضربه وخوړله او خلک بې‌چاره شول او ډېرې سختۍ یې وګاللې.

ایا د ۲۰۱۴ ټاکنې کې د اشرف غني او طالبانو تر مینځ معامله وشوه؟

فردوس: د ۲۰۱۴ کال یو جالبه پېښه دا وه چې د طالبانو او اشرف غني تر مینځ معامله وشوه. دا معامله بیا وروسته افشا شوه. نپوهېږم چې اشرف غني به تاسې ته دا موضوع ویلې وي او تاسې به خبر شوي یاست که نه؟ طالبانو هغه وخت فکر کاوه چې اشرف غني امریکا ته ډېر نږدې دی او که له هغه سره معامله وکړي، مانا دا چې له امریکا سره یې معامله کړې ده. معامله داسې وه چې په دویم پړاو ټاکنو کې طالبانو د دې ممانعت نه کاوه چې د هغوی تر واک لاندې سیمو کې د رایو صندوقونه ډک شي او په بدل کې یې له اشرف غني تمه لرله چې له امریکا سره امنیتي هوکړه‌لیک لاسلیک نه کړي او د خبرو اترو لپاره زمینه‌سازي وکړي یا د انګلیسي‌ژبو په خبرو «ګرندبارګین». طالبانو دا موضوع افشا کړله او د ملي‌يووالي حکومت له جوړېدو وروسته له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره جدي هڅې وشوې. تاسې له دې موضوع خبره وئ؟

رویش: زه نه یم پرې خبر او ټاکل شوې نه وه چې زه په دغو پېچلیو لوبو، چې تاسې یې یادونه وکړله، خبر واوسم. لکه څرنګه چې مې وویل، موږ له یوې ډېرې متفاوتې لارې له اشرف غني سره یوځای شوو. یو څو لار مو په ګډه ووهله او تر یو ځایه پورې چې سره را ورسېدو، د اړیکې تار مو وشلېد. له دې وروسته چې د سیاست د پردې تر شاه په سترو حکومتي پرېکړو کې شریک نه وو. اصلاً نپوهېدم چې څه پېښېږي. دا تاسې چې د کوم شي یادونه وکړله، په دې اړه هېڅ اطلاع او فاکټ نه لرم، خو په افغانستان کې هر څه ممکن دي؛ زه نه هغه ردوم او نه یې تاییدوم. البته دا هغه تبلیغات دي چې د سیاسي سیالیو په وخت کې د یو او بل پر وړاندې ترسره کېږي.

فردوس: طالبانو د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې د تمې خلاف ډېر تاوتریخوالی و نه کړ او دا د دې مسئلې د تاييدي نښه ده.

رویش: تاسې دې ته «نښه» وایاست او کله چې «نښه» مطرح کېږي، خپل اخځ ترې کوئ او هغه تحلیلوئ. نښې تل ستاسې پر فهم پورې تړلې دي. زه دلته دا ادعا نشم کولای چې له دې نښو زما فهم متفاوت دی او یا متفاوت نه دی. نور خلک هم د ځينو نښو په اساس وايي چې د ډاکتر عبدالله په ټاکنیز کمپاین کې ایرانیانو مداخله وکړله؛ روسانو مداخله وکړله او یا امریکایانو مداخله وکړله. ښايي حامد کرزی به د ځينو نښو له امله دا دلیل راوړي، دا چې امریکایانو هغه ته د یوې خپلواکې، افغان‌دوسته او وطن‌دوسته څېرې په سترګه کتل، هغه یې د خپل سیاست پر وړاندې مزاحم او خنډ ګاڼه او د هغه پر وړاندې یې ډاکتر عبدالله تحریک او د هغه ملاتړ یې وکړ. دا ټولې نښې دي او که تاسې دا ټولې نښې پر مېز کېږدئ او ووایاست چې له دغو نښو ستاسې اخځ حق دی، کوم پایلې ته نه رسېږئ. زه فکر کوم چې دا مسایل د تحلیل په توګه مطرح کېدای شي، خو د بحث وړ نه دي. زه د اشرف غني احمدزي د ټاکنیز ټیم په اړه دا ویلای شم، هغه څه چې ما د «روایت یک زندګی» په کتاب کې لیکلي دي، هغه عیني مسایل او یا په اصطلاح هغه څه دي چې پېښ شوي او زه د هغو شاهد یم.

Share via
Copy link