د خپلې ټولنې انسان به له تکفيره ژغورو!

Image

وارد شوی استخباراتي ـ سياسي تکفير

د شيشه ميډيا د اونيزو اکس سپيسونو د لړۍ په شپږمه کړۍ کې، چې د لړم په ۱۴مه، د نومبر په ۵مه د شيشه ميډيا له اکس پاڼې په ژوندۍ بڼه خپور شو، ليکوال او څېړونکي دوکتور عبدالغفور لېوال پر تکفير او له تکفير څخه د ټولنې په ژغورلو بحث وکړ. ښاغلي لېوال په افغانستان کې د تکفير په شاليد رڼا واچوله او هغه يې د انګريزي استعمار او د هغه د پاتې شونو له خوا وارد شوی استخباراتي او سياسي تکفير وباله و ويې ويل چې له تېرو ۱۲۰- ۱۳۰ کلونو را پدېخوا زموږ نږدې ټول روښنفکره، اصلاح غوښتونکي او مترقي شخصيتونه او خوځښتونه د همدې وارد شوي استخباراتي او سياسي تکفير ښکار شوي او په دې وسيله ځپل شوي دي.

نوموړي وويل چې کله د امیر شېر علي خان د حکومت پر مهال د عصري ژوند لومړۍ نښې را ښکاره شوې او بیا وروسته د لومړيو مشروطه غوښتونکو له خوا د ټولنیز ډیسکورس په توگه مطرح شوې چې یو قانونمند حکومت رامنځته کېدل، د قوانینو تصویب او د معارف نهضت پکې شامل و، خو له بده‌مرغه په هغه وخت کې لومړي مشروطه غوښتونکي وځپل شول او هغه څه ته چې اوس موږ ورته دویم مشروطه غوښتونکي وایو او د اعلیحضرت شاه غازي امان الله په مشرۍ او د سراج الاخبار له نشر سره هم‌مهاله دغه غورځنگ بیا راڅرگند شو. دويم مشروطه غوښتونکو دوه لومړيتوبونه درلودل چې يو يې د افغانستان خپلواکي او بل يې د افغانستان لپاره د یو معاصر انساني ژوند ټول ارزښتونه او اړتیاوې راخپلول، چې په هغو کې معارف، مطبوعات، صنعت، برېښنا، قوانین، ښاري ژوند او دغه ټول امکانات او ارزښتونه، چې د یو ملت په توگه افغانستان ورته اړتیا لرله، راتلل.

د ښاغلي لېوال په خبره چې له انګرېزانو ته د افغانستان له خپلواکي سره هم‌مهاله د معاصر ژوند پر لور د افغانستان خوځښت د زغم وړ نه و او وېرېدل چې افغانستان هندوستان او نورو مستعمره شويو هېوادونو ته په يوه الګو بدلېدونکی دی؛ نو يې د ټولو مشروطه غوښتونکیو، اصلاح‌طلبو او ریفورمسټانو پر وړاندې  تکفیر د لومړۍ حربې په توگه وکاراوه او د امان الله خان د واکمني په نسکورولو سره يې د افغانستان هر اړخيز پرمختيايي بهير ودراوه.

دوه ناورينونه؛ کفر او تکفير

استاد عزيز رويش پخپلو خبرو کې وويل چې که څه هم تکفير يوه مذهبي اصطلاح ده، خو ټول ايډيولوژيک خوځښتونه په يو نه يو ډول د تکفير ښکار دي او د خپلې ايډيالوژي او لارې له پلويانو پرته ټول خلک مردود او دښمنان ګڼي او فکر کوي چې بايد له منځه يووړل شي. ښاغلي رويش زياته کړه چې وضعيت هغه وخت خطرناک کېږي او تکفيريانو ته د نورو د لا ځپلو زمينه برابرېږي چې د اصلاحاتو او روښنفکري مدعيان د ټولنې پر مذهبي باورونو بريد وکړي. په دې سره په ټولنه کې پر روښنفکرو ساحه را تنګېږي او ټولنه مو لا سره شيندله کېږي او بې ثباته کېږي. د نوموړي په خبره چې تکفير يوه ستونزه ده او کفر ویل او پر کفر وياړ بله تر هغې لويه ستونزه.

 د بحث د بل ګډونوال ښاغلي عارف يعقوبي په اند د تکفير د تفکر اساس د ټولنې يو رنګ کول دي. تکفيريان غواړي ټولنه يو ډول او د دوی په ډول وي او رنګارنګ فکرونه او ليدلوري نه مني؛ ځپي يې او له منځه يې وړي. د هغه په وينا تر اوسه په افغانستان کې هيڅ داسې بنسټ، سازمان او فکري خوځښت نه دی رامنځته شوی چې د انسانانو ژوند او حق په رسميت وپېژني. بايد د انسانانو ژوند او حقوق له هر ډول توپير پرته ومنل شي، ورکړل شي او درناوی يې وشي. ښاغلي یعقوبي زياته کړه چې زموږ يوه لويه ستونزه دا ده چې د خپلو تېروتنو او نيمګړتياوو پړه پر نورو هېوادونو ور اچوو او خپله مسووليت ته اوږه نه ورکوو. د نوموړي په باور دا له ځانونو د انسانيت سلبول او له مسووليته تېښته ده. که موږ له رواني او معرفتي پلوه ځان د خپلو پړو مسووليت د نورو پر اوږو اچوو د وضعيت د ښه کولو هيڅ انګېزه نه پاتې کېږي؛ دا وضعيت بايد بدل شي.

ښاغلي لېوال د عارف يعقوبي د تبصرې په تړاو وويل چې زه تل پر دې اند يم چې د افغانستان بحران بهرني عوامل، خو افغاني حللارې لري. د ده په اند بل څوک زموږ ستونزې نه راحلوي او موږ خپله بايد هېواد له بحرانه وژغورو. دا زموږ مکلفيت دی چې خلکو ته دا ور تلقين کړو چې موږ خپلې ستونزې پخپله حلالولای شو. زموږ روښنفکران بايد خلک يووالي ته راوبولي.

دوکتور لېوال پخپلو خبرو کې څو وړانديزونه مطرح کړل. نوموړي وويل: لومړی دا چې د یو اجتماعي قرارداد په ترڅ کې باید ټول هغه افغانان چې فکر کولای او فرهنگي تغییر راوستلای شي، تفاهم ته ورسېږو. هغه اجتماعي قرارداد باید دا وي چې وروسته له دې، ټول سیاسي، اجتماعي او فرهنگي تفکر باید انسان محوره وي او موږ بايد د دې هېواد د انسان په اړه باید فکر وکړو. انسان د پاملرنې په محراق کې راولو او هر څه د دې هېواد د انسان لپاره وکړو، که هغه ټکنالوژي ده، که اقتصاد دی او که فرهنگ دی. د دې هېواد د انسان د گېډې د مړولو لپاره؛ د هېواد د فرهنگي اعتلا لپاره او د دې هېواد او د دې ځمکې د انسان د تعالی لپاره باید کار وکړو.

حکومتونه نور دا مکلفیت نه لري چې خپل اتباع یا خپل ښاریان جنت ته بوځي. دا د حکومتونو کار نه دی او یا په هغه خپل تعبیر او تفسیر باندې چې د دوی د ایمان ضمانت وکړي. د حکومتونو مکلفیت دا دی چې د ټولنې د انسانانو انساني ژوند تضمین کړي، نه دا چې د هغوی اخرت تضمین کړي.

بل اصل دا دی چې موږ د همدغه فرهنگي بدلون لپاره، چې هم د تکفیر په مقابل کې ټولنه وقایه کړای شي او هم د دغه اجتماعي قرارداد رامنځته کولو ته زمینه برابره کړي، په یو شمېر مېکانیزمونو او لویو فورمولونو باندې اتکا ته ضرورت لرو او د هغه لپاره زما وړاندیز دا دی چې موږ دغسې ډيسکورسونو او خبرو اترو ته دوام ورکړو. دا خبرې اترې هم باید داسې نه وي، چې نن موږ خبرې وکړې او بیا په تر بل مجلسه پورې چوپ پاتې شو او بیا په بل مجلس کې بیا خپل زړه تش کړو او بیا له هغه وروسته په بل مجلس کې زړه تش کړو. زه داسې فکر کوم چې له یو مجلس یا بحث څخه تر بل بحث پورې موږ باید یو څه پرمختگ کړی وي. په فرهنگي او ټولنیزه کچه موږ څومره د روښانتیا او بدلون امکانات رامنځته کړي دي؟ دا جدي پوښتنه ده. موږ لومړی باید د یو فرهنگي روښانتیايي بهیر له مخې ټول هغه مېکانیزمونه تعریف کړو چې د دې ټولنې اصلاح‌طلبه او ریفورمیسټ عناصر او قوتونه وکړای شي، چې هم د تکفیر په مقابل کې عام معافیت رامنځته کړي او هم د یو انسان‌محوره تفکر پر بنسټ د حاکمیت او حکومت د جوړېدلو امکاناتو ته لاره هواره کړي.

Share via
Copy link