• خانه
  • د روښنايي غورځنګ ولې کومې پایلې ته و نه رسېد؟

د روښنايي غورځنګ ولې کومې پایلې ته و نه رسېد؟

Image

فردوس: هغه وخت هم دا بحث مطرح شو چې د روښنايي غورځنګ ځينې جوړونکي د څوکیو په څېر د امتیازاتو پر وړاندې تطمیع کېږي او یا تطمیع کېدل او ځينې یې بیا وروسته په لوړو څوکیو وګومارل شول. دې مسئلې څومره ونډه لرله؟

رویش: هو، بالکل یې ونډه لرله. مخکې مې وویل چې دوی هم له سنتي سیاستوالو څخه د رهبري الګو اخیستې وه او داسې یې ښودله چې ګنې موږ د دې رهبرانو ځایناستي کېږو او وروسته موږ هم د هغوی په څېر کارونه ترسره کوو، د هغو په څېر چپنې اغوندو، د هغوی په څېر انځورونه اخلو، د هغوی په څېر د رهبري اکټ کوو او خپل لاسونه خوځوو او دې ته ورته نور کارونه ترسره کوو.

له بده‌مرغه د روښنايي غورځنګ د رهبري د ډېرو غړیو له کړنو داسې ښکارېدله چې دوی خپل ځانونه د سنتي رهبرانو په څېر جوړول، په داسې حال کې چې دوی تل پر هغوی نیوکې کولې. د روښنايي غورځنګ له همدې امله ماتې وخوړله. دا خبرې ما د روښنايي غورځنګ په ولسي شورا کې له مسوولینو سره شریکې کړې، خو هغوی ته مې قناعت ور نشو کړلی. د دې خبرو یو برخه د خادم حسین کریمي په «کوچه‌بازاری‌ها» کتاب کې هم راوړل شوې ده. هغه پخپله د روښنايي غورځنګ د ولسي شورا غړی و او مالومات یې لومړی لاس او مستقیم دي. روښنايي غورځنګ له همدې ستونزې سره مخ شو. له دې ورهاخوا، په روښنايي غورځنګ کې موجود ځوان نسل هم ډېره راډیکال ژبه لرله. د هغوی په ژبه کې د مدني مصالحې او اوږدمهاله تفکر هېڅ نښې نه ښکارېدې، خو د سنتي مشرانو کړنې یې خپلو ځانونو ته الګو ګرځولې وې او دې په واقعیت کې یو ډول پاراډاکس رامینځته کړی و.

دوی په ښکاره توګه غوښتل دا ووايي چې د محقق ځای له ما سره بدل کړه، څو د هغه پر ځای زه خبرې وکړم؛ هغه معامله و نه کړي او د هغه پر ځای زه معامله وکړم؛ هغه پیسې چې اشرف غني یې محقق ته ورکوي، هغه دې ما ته راکړي او هغه څوکۍ چې محقق ته ورکوي، هغه دې موږ ته راکړي. اوس که دوی وايي چې زموږ په ذهن کې داسې څه نه و، باید خلکو ته ورغلي وای او د غورځنګ لپاره یې یو جوړښت جوړ کړی وای او خلک یې دې جوړښت ته را دننه کړي واي، خو دوی دا کار و نه کړ.

دا کار ونشو او په پایله کې یې ډېر ژر دوی د روښنايي غورځنګ د رهبري په شورا کې په ډېرو وړو مسایلو له یو او بل سره کښېوتل. مثلاً، له غورځنګ سره مرسته شوې پیسې باید د شهیدانو پر کورنیو او د غورځنګ پر کارونو لګول شوې وای او د هغو لپاره یې باید د حساب‌ورکولو یو سیسټم جوړ کړی وای، خو د همدې پيسو له امله په غورځنګ کې اختلاف رامینځته شو او د ټولو ذهنونه پر دې مصروف شول چې مثلاً څوک د دې پيسو حساب ورکړي، څه ډول یې مصرف کړي او څوک د هغو د مصرفولو صلاحیت او واک ولري. دې مسئلو د روښنايي غورځنګ یوې داسې کندې ته ور وغورځاوه چې له افسوس او حسرت پرته نور هېڅ هم ترې نه دې پاتې شوي.

فردوس: په ټولنیزو رسنیو کې هم همدا بحثونه وو چې مثلاً، له اسټرالیا پيسې راغلې او فلاني په هغو پيسو موټر واخیست، فلاني کور واخیست او ….

رویش: ښه، البته د دې ادعاوو په رښتینولي او ناسم‌والي باید شک وشي، خو ستونزه دا وه چې دوی ډېر بې‌تجربې چلن کاوه. د مرستو پیسو دومره زیاتې نه وې. فرض کړئ چې نیم میلیون یا یو میلیون ډالر و. په همدومره پيسو یې ډېره رسوايي جوړه کړه او خپله کم‌ظرفیتیي یې وښودله. داسې تصور کړئ چې که یو چا مثلاً دوی ته پنځوس میلیونه ډالر ورکړي وای، دوی به په دې تړاو د خپرېدونکیو وسوسو پر وړاندې څه ډول مقاومت کاوه؟

هغه یو یا یو نیم میلیونه ډالر د بې‌وزلو مزدورانو له سل ډالري یا پینځه‌سوه ډالري مرستو څخه راټولې شوي وو. مزدورانو هم په دې فکر دوی ته پيسې ورکولې چې دوی یوه غوښتنه لري، یوه داعیه لري او د یو ارزښت ملاتړ کوي. ښه، دوی د همدومره کمو پیسو د مدیریت ظرفیت نه درلود او او و یې نشو کولای چې هغه په ښه توګه مدیریت کړي. اوس که دوی یو دم لس میلیونه یا پنځوس میلیونه ډالر پيدا کړي وای، څه به کېدل؟

له بده‌مرغه دا د افسوس او ناهیلۍ ځای دی، خو زه د ټولنې د مدني ودې په مسیر کې دا ټول شیان طبیعي احساسوم. زه وایم چې د روښنايي غورځنګ د ټولنې د مدني ظرفیت یو ډول انعکاس و، خو زموږ مدیریتي اړخ ډېر کمزوری و. په ټولنه کې د مدیریتي ظرفیت درلودنکې کسان موجود نه وو چې د دې غورځنګ استازولی وکړای شي. موږ ښه شعارورکوونکي درلودل، ښه ویناوال مو درلودل او البته په ټولنه کې ښه او پياوړي مدیریان هم وو، خو زما موخه بل ډول مدیریت دی او هغه د څو میلیونه انسانانو د غوځښت مدیریت کول او هغه ته لوری ورکول دي.

له اشرف غني څخه په ملاتړ پښېماني!

فردوس: تاسې د روښنايي غورځنګ په وخت کې لومړی ځل له اشرف غني څخه په خپل ملاتړ پېښماني څرګنده کړله. د پښېماني د څرګندولو لپاره مو ولې هغه وخت وټاکی؟

رویش: هو، د اسد میاشتې پر دویمه نېټه ما دا خبره په طلوع تلویزیون کې وکړله. په دغه ورځ یوه تروریستي پېښه وشوه او دا زموږ لپاره ډېره ترخه ورځ وه. د اسد دویمه ورځ، ډېره سخته ورځ وه. موږ د داسې کار تمه نه لرله، خو بیا هم چې کله په ټولنه کې داسې یو څه پېښېږي، یوازې حکومت د هغو مسوولیت لري. که دا مرجع مشروع وي یا نه او یا ظرفیت ولري یا نه، خو یوازې همدا یوه مرجع مسووله ده او اتوریته تمثیلوي.

حکومت قانون پلي کوي؛ پولیس یې په واک کې دي؛ امنیتي ځواکونه یې په واک کې دي او د خلکو د امنیت ساتلو مسوولیت لري، کله چې هغه خپل ظرفیت او وړتیا نشي ښودلی، تاسې هم پوهېږئ چې د یو داسې مسوولیت لپاره مو پر هغوی باندې په باور کولو سره تېروتنه کړې ده. زه هم د هغو کسانو له ډلې وم او داسې مې احساسوله چې ډېره ستره تېروتنه مې کړې ده. هغه شپه، ډېره ترخه شپه وه. زموږ زړه او روان ټپي و. دې ټپ له اشرف غني څخه زموږ د ملاتړ تېروتنه نوره هم برجسته کوله. ما داسې حس کوله چې ډېره ستره تېروتنه مې ترسره کړې ده. داسې تېروتنه چې یو ډېر نااهل انسان مو اهل تصور کړی و او د ډېر کم‌ظرفیته او مبتذل سړي پر اوږو مو ډېر دروند بار اچولی و.

البته دا باید ووایم چې ما هېڅکله نه غوښتل او نه غواړم چې له اشرف غني یا بل هر چا سره خپل سیاسي کار د «پښېماني» په تعبیر یاد کړم. دا ښه او سم تعبیر نه دی. دا یوه تجربه او موږ د ټولنې په بستر کې د ژوند یو پړاو و او موږ دغه وخت هم د ښو او ډاډمنو شرایطو د رامینځته کېدو لپاره هڅې کولې. دا تجربه ځينې وخت بریالۍ کېږي او ځينې وخت هم ناکامېږي. تاسې باید د دغې تجربې په اړه خلکو ته عامه‌‌پوهاوی ورکړئ او هغه د «پېښماني» او «افتخار» په څېر کلیمو کې را و نه نغاړئ چې د تعریف وړ نه وي.

دا سمه ده چې ما ډېر ژر د اشرف غني کمپاین پرېښود، خو له اشرف غني سره زما هماغه لسو یا نهو میاشتو ملګرتیا، هغه ته لار پرانیستله. د اسد پر دویمه مې لومړی ځل دا تریخ احساس وکړ چې که اشرف غني نه وای راغلی او د هغه پر ځای مثلاً، ډاکتر عبدالله راغلی وای یا مثلاً هدایت امین ارسلا راغلی وای، ښايي په ټولنه کې به دومره ستر کړکېچ نه رامینځه کېدی. ښايي اوس به مو وضعیت ښه و!

په هماغه شېپه مې دا حس درلود چې ښايي د عبدالله، ارسلا، رسول او دوی ته ورته نورو کسانو په راتګ سره به په ټولنه کې مدني حرکت وده نه کوله او په افغانستان کې د سالمې مدني ټولنې د جوړېدو هیله به مو نه پوره کېدله، خو حداقل له دې خطرناک کړکېچ سره خو به نه مخ کېدو. ما له دې پېښې او په ځانګړې توګه د غني په حکومت کې د فساد، تباهي او ناکامي له ډېرېدو وروسته داسې حس کوله چې افغاني ټولنې باید په طبیعي ډول د کرزي په څېر خلک لرلی چې د خپل خاني، ملکي او اربابي ذهنیت پر اساس مخکې تللي وای، خو د ټولنې د حرکت تدریجي او ارام سیر به نه خرابېدی!

ما حس کوله چې که کرزي بل هېڅ کار هم نه وای کړی، ښايي د ټولنې همدا سنتي او دودیز جوړښت به یې په داسې ډول مدیریت کړی وای چې یو څه مثبت حرکت یې هم لرلای، خو اشرف غني احمدزی ټولنیز توپيرونه او درزونه دومره برجسته کړل چې نور نو موږ د څلور انتخاباتو پر ځای یوازې دوه انتخابه لرل؛ یا باید د طالب په لومه کې بند شوي وای او یا د یوې ناتمامه خطرناکې جګړې په لومه کې راګېر شوي وای.

ما دا حس کوله چې ښايي له کرزي سره وکولای شو چې په منځنۍ کچه کې واوسو. په همدې لید سره اشرف غني احمدزی ورو ورو ما ته په یو خطرناک افسوس او ناهیلۍ بدل شو، چې نه یوازې هغه وخت، بلکې تل به د پښېمانۍ احساس کوم. وروسته داسې حالت ته رسېدلی وم چې له اشرف غني سره پر ملګرتیا هم پښېمانه وم.

اوس له خپلو خبرو تېر یم. دا سمه ده چې ما اوس یو څخه شخصي برداشتونه پيدا کړي، یو تجربه مې کړې او په هغه وخت کې حداقل خنثا او بې‌تفاوته نه یم پاتې شوی او د خپل شناخت او تصور پر بنسټ مې یو انتخاب وکړ او په خپل انتخاب ودرېدم. د دې سربېره، زه داسې احساس کوم چې له اشرف غني سره ګډ کار زما د ژوند تر ټولو ترخه خاطره ده.

همدا لامل دی چې له اشرف غني وروسته مې په ټولنه کې ټول سیاسي فعالتونه ودرول. ما داسې حس کړله چې د سیاست له لارې موږ د سمون او اصلاح په لور نشو تللی. تر هغه وخته ما داسې تصور او فکر کاوه چې موږ اساسي قانون لرو، د حرکت لپاره یو ډموکراټيک بستر لرو او چې کله همدې ډموکراټیک بستر ته حرکت ورکړو، هغه د ودې او پرمختګ لپاره مدني ظرفیت لري، خو له اشرف غني سره ګډ کار زه پر دې ظرفیت بې‌باروه کړم.

له غني سره تر کار وروسته مې دا حس کړله چې د بن په کنفرانس کې د ولسي سیاست پر ځای د قومي سیاست پر بنسټ د ډموکارټیک نظام جوړول د انحراف پيل و او اوس موږ دا څرخ بېرته په شا نشو اړولی. زما تصور دا و چې موږ نور په دې نظام کې مدني تحول نشو رامینځته کولای.

البته په پارلماني ټاکنو کې زما ګډون یوه بله کیسه لري. هلته یو بېل نظر، وېره او اړتیاوې وې، چې مخکې مې یې د ځينو یادونه کړې او ځينې نور به یې په مناسب فرصت کې بیان کړم. ما که څه هم هغه وخت بریا ته جدي او اړینه اړتیا لرله او دا مې د مجبوریت یو ممکن انتخاب ګاڼه، خو پایله یې ور نه کړله او زه یې د سیاست په ډګر کې بیا هغه ځای ته ور وګرځولم چې باید بیا د معرفت ښوونځي یاد کړم.

دا اوس هم چې کله د افغانستان د راتلونکې په اړه فکر کوم، په دې نظر یم چې باید په ټول‌شموله حکومت ټینګار ونشي؛ ځکه هماغه حکومت د همدې فساد، تباهي او ماتې لامل شو. زه برعکس، د ټول‌شموله جوړښت په اړه فکر کوم. ټول‌شموله جوړښت د اساسي قانون په اصلاح کولو سره ممکن دی. د قومي سیاست پر ځای باید ولسي سیاست اساس وګرځول شي او حکومت له همدې تمرکز حالت څخه بېلابېلو سیمو ته خپور او ان د افرادو تر کچې ورسېږي. واک چې هر څومره ډېر ووېشل شي، ټولنه په هماغه اندازه د ولسواکۍ او ولسواکو خلکو په لور ډېره وده کوي.

د زمري د دویمې پېښې څخه وړاندې امنیتي خطر!

فردوس: په دې اړه به وروسته مفصل بحث وکړو. دا په تاریخ کې ډېره مهمه ده چې د اسد د دویمې پېښې په اړه وار له مخه ګواښ ور کړل شوی و. هماغه وخت دا اعلان وشو چې ملي امنیت او نورو مسوولو دولتي ارګانونو د روښنايي غورځنګ جوړونکیو ته دا خبر ور رسولی و چې دښمن برید کوي او تاسې واټونو ته مه راوځئ، خو هغه ګواښ جدي و نه ګڼل شو. رښتیا هم همداسې وه؟

رویش: هغه وخت د دولت او دولتي سرچینو په ګواښونو باور نشوای کېدلی؛ ځکه دولت دا یوه غوښتنه لرله چې تاسې لاریونونه مه کوئ. دولت غوښتل چې تاسې نور دولت له ستونزو سره مه مخ کوئ. زموږ د قانع کولو لپاره هغوی له بېلابېلو طریقو استفاده کوله، خلک یې تطمیع کول او هغوی یې ګواښل. مثلاً، د داعش او هغه ته ورته نور بحثونه یې مطرح کول، خو دا ټول د دې لپاره وو چې په هر دلیل د دې حرکت مخه ونیسي، خو د روښنايي غورځنګ غړي پخپله خبره ولاړ وو او دا مسایل یې هېڅ نه درک کول او دغو ګواښونو ته یې هېڅ ارزښت نه ورکاوه. البته موږ هم داسې وړاندوینه نه کوله او داسې مه نه ګڼله چې انتحاري برید دې وشي. د روښنايي غورځنګ د ولسي شورا په کړۍ کې زه د هغو کسانو له ډلې وم چې له دې حالته ډارېدم او په جدي توګه مې هغه د غورځنګ د رهبري له ټولو غړیو او په عمومي ناستو کې دا اندېښنه مطرح کوله.

زه تر ټولو ډېر د دولت غوصه‌ناک غبرګونونو ته اندېښمن وم او دا وېره مې لرله چې دولت به د خپل او ولسمشرۍ ماڼۍ د امنیت خونديتوب لپاره پر لاریون کوونکیو ډزې وکړي. ما دا وېره لرله. بلخوا، د روښنايي غورځنګ د حرکت لوری هم په چټکۍ سره راډیکال کېدی او فکر مې کاوه چې نه دې خوا ته زرګونه نفر کنټرولېږي او ښايي دا خلک له امنیتي ځواکونو سره ښکېل شي او هاخوا امنیتي ځواکونه خپل ځانونه د حکومت ساتونکي او د نظام د اتوریتې ساتونکي ګڼي او په حکومت کې هم داسې سخت‌دریځې کړۍ او خلک موجود دي چې ښايي دا ځل د دې اجازه ور نه کړي چې د روښنايي غورځنګ د ولسمشرۍ ماڼۍ دننه یا نږدې سیمو ته ورشي او یا ولسمشرۍ ماڼۍ ته دننه شي.

په هر حال، موږ له همدې وېره لرله او دا د درک وړ وه. له همدې امله په دې ډېر ټينګار کاوه چې دا مسایل جدي وګڼئ. ما په دې برخه کې ډېر کار وکړ او څو ناستې مې وکړې. د زمري په دویمه تر پېښې لس ورځې مخکې مې د روښنايي غورځنګ مشرانو ته یو لیک ولیکی، چې وروسته بیا اسدالله سعادي هغه لیک افشا کړ. ما هغه لیک یوازې د روښنايي غورځنګ مشرانو ته لیکلی و، نه دا چې په د ټولو په مینځ کې خپور شي.

زما ډېر نږدې او صمیمي ملګري، اسدالله سعادتي، داوود ناجي او احمد بهزاد د هغه لیک مخاطبان وو. په هغه لیک کې مې د ټولنې پخوانی وضعیت او تجربې تشریح کړې وې او لیکلي مې وو چې ولې د خطرناکې امنیتي پېښې له پېښېدو وېره لرو او که تاسې واټونو ته ووځئ، ټولنه به له سترې ستونزې سره مخ شي.

د هغه لیک تر لیکلو یو څو شپې مخکې د احمد بهزاد په کور کې کېناستو، ناسته مو وکړله او د سهار تر څلورو بجو هلته وو. د روښنايي غورځنګ ټول مشران هلته موجود وو. ما هلته هغوی ته د «بې‌لګښته سیاست» خبره مطرح کړله. د هغې ناستې یو ګډون کوونکي ما ته پېغور راکړ او ویې ویل چې د بې‌لګښته سیاست خبره ما یوازې ستاسې له خولې واورېده. سیاست لګښت لري او باید هغه پرې کړو. ما ورته وویل چې که په واټونو کې یو څوک ووژل شي، څوک یې ځواب وايي؟ هغه په خپله سینه لاس کېښود او ویې ویل چې زه یې ځواب وایم. ما ورته وویل، تاسې یې څه ډول ځواب وایاست؟ یو څوک چې ووژل شي، خلک بیا تا پخپله اعدام کړي، ستا مېرمن اعدام کړي، لور دې اعدام کړي، زوی دې اعدام کړي، کوم کار وکړي؟

له هغه وروسته مې یوه شپه استاد شفق پخپل کور کې مېلمه کړ او له هغه سره مې جواد سلطاني، احمد بهزاد، داوود ناجي او اسدالله سعادتي هم راوبلل؛ ترڅو د راتلونکیو پرېکړو او کړنو په اړه په ډېر تفصیل او ارامي سره خبرې وکړو. په هغه شپه مو د شپې له اوو یا اتو بجو څخه تر دولسو بجو پورې خبرې وکړې. د دې دریو نفرو له ډلې یې هېچا هم زما، استاد شفق او جواد سلطاني خبرو او ګواښونو ته هېڅ ارزښت ور نه کړ او په ډېر جدیت سره پخپل دریځ باندې ولاړ وو. له هغې ناستې وروسته ما پرېکړه وکړه چې د دې دریو نفرو لپاره یو لیک ولیکم. دا ډېر اوږد او مفصل لیک و او فکر کوم دا هغوی ته زما د جدي نظر او خبرو د لېږدولو وروستۍ هڅه وه.

په هر حال، د روښنايي غورځنګ مشران هغه وخت داسې ځای ته رسېدلي وو او داسې حالت یې درلود چې نه یې زما، شفق او سلطاني په څېر خلکو او نه یې د دولت له خولې امنیتي ګواښونو ته غوږ اېښود. د پوهنتون ځینې استادانو او د ټولنې بانفوذه څېرو هم د روښنايي غورځنګ له مشرانو سره خبرې وکړې او هغوی ته یې امنیتي ګواښونه څرګند کړل. هغوی زما کور ته راغلل او ما له هغوی سره رسمي ناسته وکړه او د دې حرکت د مخنیوي په تړاو مو خبرې وکړې. موږ باید یو څه احتیاط کړی وای، خو داسې څه ونشول. وروسته یې ویل چې پخپله ملي امنیت په دې پېښه کې ښکېل دی. زه د دې ادعا د ردولو لپاره کوم دلیل نه لرم؛ ځکه چې د افغانستان ملي امنیت هغه وخت په ټولنه کې له دغسې خلاوو څخه ډېره استفاده کوله او د داعش او طالب په نوم به داسې حرکتونه ترسره کېدل چې سترې فاجعې یې زېږولې. زه په رښتیا هم په دې نپوهېږم چې ملي امنیت پخپله د یو جوړښت په توګه د زمري په دویمه د روښنايي پر غورځنګ برید مدیریت کړی و او یا که په ملي امنیت کې داسې کړیو نفوذ درلود او له خپل نفوذ څخه یې استفاده وکړله، خو تاسې یا بل هېڅوک هم داسې نشي ویلی چې ملي امنیت د یو بنسټ په توګه په دې پېښه کې هېڅ ملامت نه و.

هزاره‌ګان ولې په تاریخ کې له پرلپسې غمیزو سره مخ دي؟

فردوس: ستاسې په لیکنو کې د هزاره‌ګانو د ټولنې اړوند دا یوه نکته موجوده ده. ښکاري چې په هر تاریخي پیر کې د ورته پېښو یوه سلسله تکرارېږي. مثلاً، په ۱۹۸۹ کال کې د جهادي ګوندونو مشرانو د روسانو له وتلو مخکې د پاکستان په راولپنډۍ کې شیعه‌ګان له پامه وغورځول شول. لکه څرنګه چې تاسې لیکلي، په پېښور او روالپنډۍ کې جهادي ګوندونو وویل چې د شیعه‌ګانو په اړه وروسته خبرې کوو. په هغه حکومت کې هلته د شیعه‌ګانو یو غړی هم نه و. ما په دې تړاو د څو امریکايي ډیپلوماتانو مقالې لوستې دي، چې په هماغه وخت کې یې د شیعه‌ګانو د نه موجودیت مسئله غندلې وه؟

لکه څرنګه چې تاسې لیکلي دي، وروسته دا موضوع د ښاغلي مزاري په ذهن کې د یو غوځښت لامل شوه. هغه وویل چې د هزاره‌ګانو او شیعه‌ګانو د ټولنې شتون له پوښتنې سره مخ دی او له همدې امله یې د وحدت طرح جوړه کړله؛ د وحدت ګوند یې جوړ کړ او پېښې په همدې ډول راغلې چې د افشارو د پېښې د پېښېدو لامل شوې. تاسې د روښنايي غورځنګ په وخت کې پخپله یوه لیکنه کې لیکلي دي چې د ترکمنستان د برېښنا د مسیر د بدلولو په تړاو د کابینې پرېکړې د ډېرو خلکو په ذهن کې دا پوښتنه را پيدا کړې ده چې د هزاره‌ګانو خلاف یو منظم تبعیض موجود دی، چې باید د هغه پر وړاندې غبرګون وښودل شي او موږ بیاځلې د افشارو د پېښې په څېر د اسد د دویمې پېښه لرله. اوس په ټیټه کچه د بلخاب او هماغه د طالبانو د قومندان، مولوي مهدي، بحث موجود دی. هغه د طالبانو په حکومت کې د جعفري مذهب د په رسمیت پېژندلو او په حکومت کې د ډېرې ونډې غوښتونکی و. یعنې په ټیټه کچه بیا هم ورته پېښې تکرارېږي. موږ په تکراري توګه د پرلپسې پېښې وینو. ستاسې په اند، د افغانستان په سیاست کې کوم عناصر د دې لامل کېږي چې موږ په پرلپسې توګه د هزاره‌ګانو پر وړاندې د ورته پېښو شاهدان یو؟

رویش: ښه، زه یې په لنډو کې وایم چې روښنايي غورځنګ د وحدت ګوند له جوړېدو سره ډېر ورته‌والی لري. د هزاره‌ګانو د ټولنې په وده او مدني تحول کې دا دوې تجربې ډېر ژر د ټولنیزو غوښتنو لامل شوې او بیا یې وروسته د هماغې ټولنیزې غوښتنې پر بنسټ سیاسي حرکت پیل کړی دی، خو زه فکر کوم هغه څه چې تاسې په بلخاب کې له مولوي مهدي سره ولیدل، دا له دې دوو تجربو سره توپير لري. مولوي مهدي پټ و؛ د طالبانو په لیکو کې وجنګېد او د یو قومندان په توګه یې په خپلو سیمو کې فعالیت کړی و او له هغه وروسته، د خپلې همدې کاري سابقې او له طالبانو سره د اړیکو له امله راغلی او د طالبانو پر یوې برجسته څېرې بدل شو. مولوي مهدي د یو څه وخت لپاره په بامیانو کې د استخباراتو رییس و، چې وروسته له دندې ګوښه او بیا کابل ته راغلی. دا سړی په شخصیتي لحاظ یو قومندان دی، ښايي یو څه غرور ولري او په ذهن کې یې یو لړ خبرې وي او پلان ولري، خو مولوي مهدي د هزاره‌ګانو په ټولنه د یو ستر سیاسي خوځښت د ممثل په توګه نشئ تلقي کولای او هغه څه چې اوس یې طالبان د نوموړي پر وړاندې ترسره کوي، هغه د هغو نورو حرکتونو په څېر وګڼئ چې په ډېره ژوره او بنسټي توګه یې د هزاره‌ګانو سیاسي برخلیک ټاکلی دی.

راډیکالیزم هغه پدیده ده چې د جبر په وخت کې تل وده کوي، خو که تاسې فکر وکړئ، هغه څه چې په بلخاب کې روان دي، هغه به د یو پراخ ټولنیز ملاتړ لامل شي، دا کار نه کېږي؛ ځکه چې هزاره‌ګان اوس خپل برخلیک په یو شخص یا یوې څېرې پورې نه تړي. په ډېر ډاډ سره ویلای شم چې که مولوي مهدي په بلخاب کې ووژل شي، د هزاره‌ګانو په نورو سیمو کې دومره انعکاس نه کوي. یو شمېر خلک له دې ډارېږي، هغه پېښې چې په بلخاب کې پېښېږي، هغه د امیر عبدالرحمن خان له وخت سره ورته‌والی لري او طالبان د هزاره‌ګانو د عام‌وژنې لپاره د یوې پلمې په لټه کې دي او د مولوي مهدي حرکت به پلمه کړي او د هزاره‌ګانو عام‌وژنه به پیل کړي، خو په اصل کې داسې څه نشته.

د عبدالرحمن خان په وخت کې ټولنه سره تړلې وه؛ یا به ټوله ټولنه ورسره جنګېدله او یا به ټوله ټولنه هغه ته تسلېمدله. اوس ټولنه نه ده تړل شوې او پرانیستې ده، حداقل د هزاره‌ګانو ټولنه یو خلاصه ټولنه ده. د هزاره‌ګانو ټولنه په بېلابېلو برخو کې له طبانو سره په اړیکه کې ده او دوی پخپله هم دا پرېکړه کوي چې څه وکړي. د مولوي مهدي خوځښت او حرکت ډېر سیمه‌ییز و.

دویمه خبره دا ده چې مولوي مهدي داسې څوک نه دی چې په شخصي او شخصیتي لحاظ د عبدالرحمن خان د جګړو په وخت کې د عظیم بېګ په څېر خلکو ځای ونیسي. په همدې ترتیب، هغه د مزاري په څېر نشي محور کېدلی، چې د هغه په وژل کېدو سره ټولنه دا حس کړي چې ستره ستن یې نړېدلې ده. د دې ټولو سربېره، تاسې دې ته ښه اشاره وکړله چې په افغانستان کې د سیاست جوړښت په داسې ډول نه دی چې د خلکو پر وړاندې ځواب ویونکی واوسي؛ ولسواک واوسي او یا خلک د راتلونکې لپاره یوه ستره هیله ولري. داسې څه نشته!

همدا لامل دی چې تاسې له ډېرو محدودو افکار سره مخ یاست چې له سیاسي واک څخه د غچ‌اخیستلو لپاره کار اخلي؛ د کرکې لپاره ترې استفاده کوي او مثلاً د ډېرو وړو قبایلي اختلافاتو د حل لپاره ترې استفاده کوي. طالبان هم همداسې یو ډله ده. طالب دې ته چمتو دی چې خپل ټول ځواک په پنجشېر یا اندراب باندې وکاروي، ځکه چې هلته داسې یو مقاومت دی چې ګنې د دوی غرور یې مات کړی؛ یا بلخاب ته ولاړ شي یا بله ورځ شمالي لیکو یا سپين بولدک یا کوم بل ځای ته ولاړ شي. که یې دا کار وکړ، هېڅ شک مه پرې کوئ؛ ځکه هغوی ته حکومت دا مانا نه لري چې ګواکې ستر او درانده مسوولیتونه لري، چې مثلاً خپلې نړیوالې اړیکې تنظیم کړي یا مثلاً خپل نړیوال باور ومومي؛ په ټول هېواد کې امنیت خوندي کړي؛ خدمتونه وړاندې کړي او دې ته ورته نور کارونه ترسره کړي. طالبان هېڅکله داسې فکر نه کوي. هغوی په دې فکر کوي چې زموږ سیال او رقیب په کوم ځای کې را پورته شوی او زه باید د هغه د ځپلو لپاره له خپلو ټولو ځواکونو څخه کار واخلم.

د بلخاب پېښه هم دقیقاً همداسې کیسه ده او زه له همدې امله په دې باندې بحث نه کوم؛ ځکه دا یو داسې پېښه ده چې د پېښېدو په حال کېده او هغه باید د یوې جګړه‌ييزې پېښې پر پرتله ډېره ستره تلقي نشي.

Share via
Copy link