• خانه
  • د سیاسي بدلون پروژه که د ټولنیز بدلون پروژه؟

د سیاسي بدلون پروژه که د ټولنیز بدلون پروژه؟

Image

څلورمه برخه

فردوس: کله چې تاسې دوه سره یو ځای شوئ، ولې تا او اشرف غني د دوو روڼ‌اندو په توګه د روڼ‌اندي له اړخه د ټولنیز بدلون لپاره خبرې و نه کړې؟ دا به ښه نه وه چې واک ته د رسېدو د فکر پر ځای مو د ټولنیز بدلون پروژه تعقیب کړې وای؟

رویش: البته زما په ذهن کې یوازې د اشرف غني د روڼ‌اندۍ تصور نه و، بلکې ما هغه ته د یو داسې روڼ‌اندي په توګه کتل چې اوس راغلی او سیاست کوي. دا خبره به وروسته په تفصیل سره تشریح کړم. ما د «روایت یک انتخاب» په کتاب کې هم په دې اړه لیکلي او ویلي دي چې لومړی ځل ما له اشرف غني سره هغه وخت خبرې وکړې چې هغه له ما وغوښتل څو له نورو مدني فعالانو او روڼ‌اندو سره د جمعې ورځې په ناستو کې زه هم ګډون ورسره وکړم.

لومړی ځل چې په مې په دغه ناسته کې ګډون وکړ، د معرفت ښوونځي یوه ډله زده‌کوونکي هم راسره وو. له هغې ډلې زموږ پخوانی زده‌کوونکی، مهدي راسخ هم دغې ناستې ته راسره تللی و. مهدي راسخ بیا وروسته د ملي‌شورا غړی شو. په هغې ورځ له ناستې وروسته، اشرف غني له ما وغوښتل چې د راتلونکیو ورځو په ناستو کې هم ګډون ورسره وکړم. ما ورته وویل چې که په رښتیا هم سیاست کوئ او د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ګډون کوئ، زه چمتو یم چې ستاسې ملګرتیا وکړم، خو که داسې نه وي، بیا نو په دغو ناستو سره زموږ وخت ضایع کېږي او زه په ښوونځي کې تر دغو ناستو ډېر مهم کارونه لرم.

اشرف غني را ته وویل، اجازه راکړئ چې د ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندېدو موضوع له خپلې مېرمنې، بې بې ګل سره شریکه کړم او له هغې سره په دې اړه مشوره وکړم. اشرف غني وویل چې له خپلې مېرمنې سره له مشورې پرته هېڅ کار نه کوي. د هغې ورځ پر سهار یې په اوو بجو زنګ را ته وواهه او له ما یې وغوښتل چې لیدو ته یې ورشم. کور ته چې یې ورغلم، ویل چې له نېکه‌مرغه د بې بې ګل نظر مثبت دی او زه د ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان نوماندوم.

هماغه و چې له یو او بل سره مو ژمنه وکړه. زما یادېږي چې د هغه د کور تر پيک لاندې ناست وو او په پتنوس کې شین چای او شیرپېره هم ایښې وه. ژمنه مو وکړه چې په ټاکنو کې به ملګرتیا کوو. هماغه و چې د خپلو ناستو لپاره مو اوصول وټاکل، چې څه ډول په هر نکته جلا جلا کتنه وکړو او مخکې لاړ شو.

ولې مو له اشرف غني سره د روڼ‌اندي د پروژې پر ځای پر سیاسي پروژې هوکړه وکړه؟

فردوس: زما پوښتنه دا ده چې ولې مو له اشرف غني سره د ټولنیز بدلون لپاره د روڼ‌اندي پر پروژه هوکړه او په دې برخه کې همکاري و نه کړله؟ د ډېرو په بارو، اشرف غني د یو هېواد د سیاسي رهبرۍ یا سیاسي مشرۍ پر ځای په دې برخه کې ډېر استعداد درلود. اشرف غني په سیاست، حکومتولي او ولسمشري کې ډېر استعداد نه درلود.

رویش: زه بیا برعکس دا وایم، هغه یوازېنی کار چې اشرف غني کولای شوای، خو و یې نه کړ، هغه دا و چې له خپلې روڼ‌اندي کار واخلي او د مدني ټولنې د سمون لپاره د سیاسي هوکړې یوه نمونه وړاندې کړي. په دې سربېره، اشرف غني نه د سیاست اهل او نه یې هم د ډله‌ییز کار اهلیت درلود؛ ځکه هغه په ذهني لحاظ سپين‌ږیری او زوړ شوی و. ما د اشرف غني احمدزي په ذهن کې د تفکر په نوم هم څه و نه لیدل. د ښوونځي له دورې بیا تر پوهنتونه او په نړیوال بانک او نورو ځایونو کې تر کار کولو پورې د هغه په ذهن کې د پوهې پرېمانه پاشل شوي کوډونه موجود وو؛ ځکه هغه نسبتاً ډېره پياوړې حافظه لرله او ډېر مهم اطلاعات او کوډونه یې خپلې حافظې ته سپارلي وو. په خپلې دغې حافظې سره یې د عسل د میاشې په څېر هر څه راټول کړي وو، خو په خپل ذهن کې یې هېڅکله دغه کوډونه نه وو منسجم کړي.

تفکر د یوې منظومې په څېر دی. که هر ځای او هر وخت وي، ستاسې تفکر ستاسې په کړو وړو، فعالیتونو، اړیکو او خبرو کې راښکاره کېږي، خو که تاسې تفکر و نه لرئ، علمي اطلاعات او کوډونه تاسې متفرق کوي او هر طرف ته مو کشوي. همدا دلیل دی چې اشرف غني له سهاره تر ماښامه په اقتصاد، کلتور، دین او سیاست کې د بدلېدو را بدلېدو په حال کې و. هر څه چې به د اشرف غني ذهن ته راتلل، هغه به هماغه لور ته تلی. که به ملا ته ورتلی، هغه به ملا کېدی. که به مکې ته تلی، کعبې ته به ولاړ و، خو دا به ترې هېره وه چې څه ډول دوعا وکړي. ورتلی به او شیطان به یې په تیږو ویشت. له هغه ځایه چې به را وګرځېد، بیا به ښاغلي مجددي ته ورتلی؛ څو هغه د ده لپاره استخاره وکړي او خوب ورته وویني.

کله چې به له محمد امین احمدي او جواد سلطاني سره کېناست، روڼ‌اندی به شو؛ چې له ما سره به کېناست، مدني فعال به شو؛ چې له حامد کرزي سره به کېناست، سنتي پښتون به شو؛ چې له سلام رحیمی سره به کېناست، مدني فعال او انجوباز به شو؛ چې له حنیف اتمر سره به کېناست، یو توطیه‌کوونکی فاشیست به شو…. د دې ادلون بدلون دلیل دا و چې د اشرف غني ذهن منسجم نه و او د هغه په ذهن کې موجودو کوډونو به هغه په هر لوري کشاوه.

په هر حال، زما تصور دا و چې اشرف غني په سمبولیک ډول ولسمشر کېږي او موږ هم د هغه د ولسمشر کېدو پر جوړښت خبرې او هوکړه کړې وه. د هغه په ټاکنیز منشور کې مو هم دا مسایل راوړي وو. د منشور لیکلو لپاره مو په لومړنیو کارونو کې دا ټکي ټول په نظم ډول سره راوړي وو. موږ د جدې میاشتې پر ۲۴مه د منشور د لیکلو لپاره د اشرف غني پر غږ ثبتولو کار پيل کړ او د ۱۳۹۲ کال د دلوې پر ۷مه، چې کله زموږ د کوچیانو مسئلې ته راورسېدو، په دې وخت کې زه شکمن شوم او دا احساس را ته پیدا شو چې زموږ لار ترکستان ته تللې ده.

ان هغو کسانو هم میدان پرېښودی چې ما په دې برخه کې د هغوی د ملاتړ تصور کاوه. ټاکل شوې وه چې ښاغلی خلیلي او دانش او د هغوی سیاسي ګوند هم د کوچیانو مسئله تعقیب کړي، خو ما ولیدل چې هغوی بېخې په بله نړۍ کې وو. په هغه وخت کې زه داسې وم لکه یو چا چې په خوب کې خپل لاسونه په اسمان او پښې په ځمکه پورې نښلولې وي او ناڅاپه یې لاسونه له اسمانه او پښې یې له ځمکې را جلا شي. تقریباً په ټولو مواردو کې زه بېخې ګنګس او حیران وم او نه پوهېدم چې څه کار وکړم.

د سیما غني او ځینو نورو همکارانو به مې په یاد وي چې په دې وخت کې د ډېر درانه فشار له امله نږدې و چې زه مړ شم. یو ډول ډېر عجیب حالت مې درلود. زه یې د فرانسویانو شفاخانې ته بوتلم او فکر یې کاوه چې د بډوګو تکلیف لرم، خو معلومه شوه چې زه د بډوګو تکلیف نه لرم. له هغه وروسته ورو ورو په تدریجي ډول په ما کې دا بدلون راغلی.

په هر حال، زه د شوک په څېر حالت سره مخ شوی وم. هماغه و چې له هغه وروسته زما او د اشرف غني ترمینځ اړیکې مخ په خرابېدو شوې. دا سمه ده چې اشرف غني بالاخره مشنور قبول کړ او د کوچیانو د مسئلې د حل لپاره یې زما لخوا وړاندیز شوې حل‌لاره ومنله، خو سره له دې چې موږ په دغه منشور هوکړه کړې وه او ان په انټرنټ کې هم خپرو شوی و، خو هېڅکله دې ته حاضر نشو چې دغه منشور چاپ کړي.

د ټاکنیزو کمپاینونو له ختمېدو دوه ورځې مخکې مو هم له ډېر فشار وروسته د ۱۳۹۳کال د حمل پر لسمه مو د دې اجازه ترلاسه کړله چې دغه منشور دویم ځلې په انټرنټ کې خپور کړو. له هغه وروسته د حمل میاشتې پر ۲۶مه، چې کله ټاکنې پای ته ورسېدې، ما له اشرف غني سر خدای پامانی وکړ او لاره مې ترې بېله کړله، خو اشرف غني د جوزا پر ۱۶مه، هغه وخت چې زه ترې تللی وم، په پښتو او فارسي ژبه د دغه منشور نیم میلیون نسخې چاپ کړې. فکر کوم دا هماغه نسخه و چې وروستی ځل مو د ۱۳۹۲هجري لمریز کال د حوت پر ۱۶مه مو هغه وروستۍ کړې وه. هماغه نسخه یې چاپ کړله او ان یو کلیمه یې هم پکې بدله نه کړله. ان په پښتو او فارسي متنونو کې د کوچیانو اړوند ډېر حساس بحثونو کې یې هم هېڅ بدلون نه دی راوستلی.

نپوهېږم چې دغه واقعیتونه اوس د اشرف غني په اړه څه شی څرګندوي. په دې نپوهېږم چې دا سړی ډېر منحرف، دروغجن، هیپوکراټ او که برعکس ډېر بې‌چاره او مضطرف دی، چې د واقعیتونو په مینځ کې ځان ترې ورکېږي او خپل لار نشي موندلای. زه د هغه په اړه مشخص قضاوت نشم کولای، خو د ډېرو نورو پر خلاف، د اشرف غني په اړه زما تصور داسې نه دی چې یو ځل هغه یوه فرښته او بیا یې یو شیطان وبولم.

زه فکر کوم چې اشرف غني د پښتون روڼ‌اندي یو ټیپیک واقعیت دی چې د کلي او ښار، مذهب او سیاست، سنت او ماډرنیزم او دې ته ورته مسایلو کې سرګردان دی او تر اوسه یې د دغو واقعیتونو په مینځ کې مشخص ځای نه دی موندلی.

ډاکتر عبدالله د اشرف غني ځایناستی نه و!

فردوس: زموږ دغه بحث ته په کتو، فکر نه کوئ چې په هغه ډېر کړکېچن وضعیت کې د افغانستان د زعامت او رهبري لپاره مناسب او وړ شخص نه و؟

رویش: په هغه وخت کې مناسب و او اوس هم که هماغه خلک راولي او ووایي چې له دغو پرته بل انتخاب نه لرئ، زه بیا هم وایم چې اشرف غنې دې وي؛ ځکه هغه یو ځای درولای شې او ورته ویلای شې چې په دغو مواردو کې دې تېروتنه کړې او له دې تېروتنو تېر شه، خو ډاکتر عبدالله داسې سړی دی چې هغه ته يې خپله تېروتنه هم نشې ویلای. د سیاست، مذهب، تاریخ او بلې هرې برخې په اړه د هغه تفکر نقدولای شې؛ ځکه هغه په هر شې کې استدلال کوي او سندونه وړاندې کوي او کولای شې چې د همدې متغیرونو په اساس هغه نقد او ارزیابي کړې، خو ډاکتر عبدالله بیا داسې نه دی؟ هغه داسې وضعیت کوي چې نقد نشي پرې کېدای او اصلاً هغه نقد ته هېڅ پام نه کوي.

اشرف غني د نقد وړ و او نقد مو پرې کولای شوای. مثلاً د سیاست، اقتصاد او دې ته ورته نورو مسایلو اړوند د اشرف غني نظرونه د نقد وړ دي او اشرف غني هم کولای شوای چې تاسو ته د خپلو خبرو څو سرچینې بیان کړي. ډاکتر عبدالله بیا برعکس هوايي خبرې کولې او په هغو هوايي خبرو کې ان د نقد کولو لپاره هېڅ خبره نه پيدا کېده.

واقعیت دا دی چې ډاکتر عبدالله په یو ځانګړي ټيپ کې نه راځي. هغه نه ډموکراټ دی، نه جهادي دی، نه ملا دی، نه لیبرال دی، نه مسلمان دی؛ د هغه هېڅ شی هم مشخص نه دي. همدا نن چې ډاکتر عبدالله تللی او د طالبانو په مینځ کې ژوند کوي، بیا هم نپوهېږي چې له طالبانو څه غواړي. په داسې حال چې مثلاً حامد کرزی بیا پوهېږي. که سبا اشرف غني ولاړ شي او د طالبانو ترڅنګ ودرېږي، زه نه حیرانېږم او نه هم غوسه‌کېږم؛ خو دا کار د دې لامل ګرځي چې بیا هم وکولای شم څو له هغه سره د خبرو اترو لپاره لار پرانېزم او له هغه وپوښتم، چې مثلاً ولې د طالبانو په څنګ کې درېدلی دی؛ دا راتګ یې له هغه ډول تګ سره څه تړاو لري او یا هم د دې طالب او هغه طالب، چې له ماسره دې یې په اړه خبرې کړې وې، ترمنیځ توپير په څه کې دی.

ګورئ، له اشرف غني سره خبرې کېدای شي، خو له اتمر سره خبرې نشي کېدای؛ ځکه اتمر هم د ډاکتر عبدالله په څېر یو ټیپيک سړی دی، چې د هېڅ اصل او ارزښت په کیسه کې نه دی او هره شېبه کولای شي چې خپله څېره بدله کړي.

فردوس: دا سمه ده چې اشرف غني یو عملي او روڼ‌اندی شخصیت دی او ستاسې په خبره، په ذهن کې یې ډېر کوډونه دي او له تاسې سره خبرې کولای شي، خو د اشرف غني دا ځانګړنې د ټولنیز بدلون د رامینځته کېدو او یا د دولت د واکمنانو د پایښت لامل و نه ګرځېدې او خلک پرې راټول نشول. د حامد کرزي او ډاکتر عبدالله په شاوخوا کې یو شمېر خلک راټول شول او هغوی هم و نه تښتېدل او د خلکو په څېر برخلیک سره مخ شول. د یو هېواد د چارو واک باید ولې د داسې سړي په اختیار کې وي، چې هغه پخپل ځان خلک نشي راټولولی؟

رویش: ښه، اوس وخت بدل شوی دی، خو زه بیا هم دا وایم چې کې وخت شاته ولاړ شي او د ۲۰۱۴زیږدیز کال ټاکنې وي او بیا هم همدا اته یا لس نفره د ولسمشرۍ نوماندان وي، زه به بیا هم په اشرف غني لاس کېږدم، خو اوس ۲۰۱۴کال نه دی. اوس نه زه هغه ته په کوم درناوي قایل یم او نه هم طالبان. ډاډه یم چې طالبان اوس د هغه طرف ته ګوري لا نه. اشرف غني باید اوس د خپل ورور په فکر کې وي؛ ځکه د هغه استازی اوس حشمت غني دی. همدا حشمت غني به د هغه په استازیتوب له طالبانو یا پاکستان سره خبرې کوي. زه وایم چې د اشرف غني بېچارګي باید له همدې ځایه درک کړو. کله چې حشمت غني د هغه استازی وي، په دې سړی باید ترحم وشي او تاریخ ته پرېښودل شي.

له اشرف غني سره زموږ ترکستان ته تللې وه!

فردوس: له یوې بلې زاویې دا پوښتنه مطرح کوم. په ۲۰۱۴زیږدیز کال کې د ناټو جنګي ماموریت په افغانستان کې پای ته ورسېد. د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاینونو په وخت کې هم د ناټو ځواکونه له افغانستان څخه د وتلو په حال کې وو. هغه وخت دا خبره بېخې یقیني وه چې له افغانستان څخه د ناټو د جنګي ځواکونو د وتلو د بهیر په بشپړېدو سره به طالبان حداقل ځينې ولسوالۍ ونیسي او د دولت تر واک لاندې سیمه به کمېږي؛ ځکه په ۲۰۱۴کال کې د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه د ودې او پرمختګ په لحاظ په ابتدايي پړاو کې وو. په هغه وخت کې دا اړتیا بېخې ډېره حس کېدله چې هغه څوک باید ولسمشر او د وسله‌وال پوځ اعلی سرقومندان وي، چې په مورچل کې له عسکرو سره ذهني اړیکه ټینګه کړي، د هغه ذهن او زړه ته لار پيدا کړي او هغه عسکر هم د وسله‌وال پوځ اعلی سرقومندان د خپل ځان په څېر شخص تصور کړي. هغه وخت ډېر خلک په دېر نظر وو چې اشرف غني دا ظرفیت نه لري، تاسې په هغه کې څه لیدلي وو او ولې مو دا تصور کاوه چې هغه دا کار کولای شي؟

غني ټول عمر په بهر کې تېر کړی و. هغه د عبدالعلی مزاري په څېر کاریزما نه لرله؛ د کریم خلیلي په څېر یو سیاسي ګوند په میراث کې نه و ورته پاتې شوی؛ د حامد کرزي په څېر یې سیاسي کورنۍ نه لرله او د ډېرې هڅوونکې او اغېزناکې وینا ځواک یې هم نه درلود، په رښتیا هم تاسې په هغه کې څه لیدلي وو چې په هماغه سختو شرایطو کې جګړه رهبري کړي او سرتېري ته انګېزه ورکړي؟

رویش: دا ډېره جدي پوښتنه ده. زه لس میاشتې له اشرف غني سره په یوه لار ولاړم او همدې درک ته ورسېدم چې همدا اوس یې له تاسو سره شریکوم. په لومړنیو پینځو میاشتو کې موږ ډېر خوشبین وو او مخ په پورته روان وو او موږ به هره ورځ یو او بل ته درناوی کاوه او د یو او بل تعریفونه به مو کول. زه دې ته ډېر خوښ وم چې موږ په افغانستان کې د مدني تحول لپاره بهترین شخص پيدا کړی دی او هغه هم دا احساس کاوه چې حداقل داسې سړی یې پیدا کړی، چې د ده په خبرو پوهېږي. په همدې خوشبینۍ او متقابل درک او درناوي د ټاکنو په طرف ولاړو. په ټاکنو کې له ډېرو کړکېچونو سره مخ شوو. ما لس میاشتې وروسته، کله چې د اشرف غني ولسمشري بېخې یقیني شوې وه، له هغه سره خدای پامانی وکړ.

د ټاکنو په لومړي پړاو کې د اشرف غني د بریا چانس ډېر کم و، خو په دویم پړاو ټاکنو کې تقریباً ټولو دا منلې وه چې اشرف غني ولسمشر کېږي. دویم پړاو ته یوازې ډاکتر عبدالله او اشرف غني پاتې وو. دا وخت ډېر هغه کسان د اشرف تر څنګ ودرېدل، چې د هغه ملاتړ ته شکمن وو، خو ما بیا په دې وخت کې له هغه سره خدای پامانی وکړ او د خپل ښوونځي او درسي ټولګیو پر طرف ولاړم. دلیل یې دا و، ما دا درک کړه چې دا لار په غلطه تللې ده او له اشرف غني سره مطلوبې پایلې ته نشو رسېدلی، خو هغه وخت مې اشرف غني ته پخپل لیکلي وروستي لیک کې درې ژمنې ورکړې: اول، هغه ته مې وویل، ترڅو چې ارګ ته نه وي تللی، د هغه پر وړاندې نیوکې او خبرې نه کوم. دویم، د هغه له هېڅ ټاکنیز سیال سره نه یو ځای کېږم. درېیم، هر کله چې زما مشورې ته اړتیا پېښه شوه، مشوره ورکوم، خو دا مې ورته واضح کړله چې له دې وروسته ستا ملګرتیا نه کوم.

زه خپل ښوونځي ته ولاړم. په ټاکنو کې مې هم په فردي توګه خپله رایه د اشرف غني په ګټه وکاروله. ان خپله مور او مېرمن مې هم دې ته و نه هڅولې چې اشرف غني ته رایې ورکړي. کله چې د رایې‌ورکولو له مرکز څخه راووتم، په ډېر صراحت سره مې وویل چې یوه رایه مې لرله او هغه مې هم د تولو نوماندانو په منیځ کې د اشرف غني په ګټه وکاروله؛ ځکه چې زه خپله رایه بې‌ځایه نه کاروم. دا سړی تر نورو ښه دی، خو دا خپله فردي رایه مې ان د خپلې مور یا مېرمنې په رایو سره هم نه پياوړې کوم او بل څوک نه هڅوم چې اشرف غني ته رایه ورکړي.  

ما له اشرف غني بله تمه نه لرله، خو تصور مې دا و چې که دا سړی واک ته ورسېږي، د خپل واک د پایښت لپاره هم دومره هوښ لري، چې له خپلې پوهې کار واخلي او لازم کارونه ترسره کړي او له غیرمهمو کارونو لاس واخلي. د دې ټولو سربېره، وروسته دې پایلې ته روسېدم چې ما ډېر ښه کړي وو چې له هغه سره مې نور تر دې زیاته ملګرتیا و نه کړله؛ ځکه دې ته متوجه شوم چې له هغه سره په یوه لار تګ ناشونی و.

Share via
Copy link