د نجونو پر زده کړو بنديز؛ عواقب او حل‌لارې يې

Image

د شيشه ميډيډیا د اونيزو اکس سپيسونو د لړۍ په يوه بله کړۍ کې مو د ۲۰۲۳ د ډسمبر په ۱۲مه نېټه د افغانستان په وخت د ماخوستن په نهه بجې له ښاغلي عبدالحميد هڅاند سره د نجونو پر زده کړو د بنديز پر عواقبو او حللارو بحث وکړ. نوموړي په پيل کې پر دوه کلن بنديز تم شو او ويې ويل چې له طالبانو سره د جمهوريت او متحده ايالاتو د مذاکراتو پر مهال دا ذهنيت خپرول ناسم و چې که طالبان واک ته ورسېږي، يا د راتلونکي حکومت برخه شي؛ نو د نجونو پر زده کړو او کار به بنديزونه نه لګوي. ځکه دوی نه يه خپله تېره دوره کې او نه د جګړې پر مهال په هغو سيمو کې د نجونو ښوونځيو ته اجازه ورکړې وه، چې دوی پرې واکمن وو.

نوموړي د طالبانو تر بيا واکمني وروسته د نجونو د ښوونځي او پوهنتونونو په اړه د طالبانو د بنديزو د هغو بهانو په اړه چې ګواکې خلک د نجونو له زده کړو سره مخالف دي، يا فرهنګي او ټولنيزې شته، رد کړې او ويې ويل چې په دې اړه هيڅ ثبوت نشته او دا خبرې له هر ډول سروې او څېړنې پرته شوې دي.

ښاغلي هڅاند د نجونو د زده کړو د بنديز د عواقبو په اړه وويل چې په ښوونه او روزنه کې Learning Lost يا د زده کړې بايللو په نوم يو اصطلاح ده او دا اصطلاح په زده کړو کې د لنډمهاله وقفو لکه د اوړي او ژمي د رخصتيو په اړه ويل کېږي او څېړنې وايي چې د اوړي او ژمي تر رخصتيو وروسته زده کوونکي په هغه څه نه پوهېږي چې تر رخصتيو وړاندې ورباندې پوهېدل او دوې درې مياشتې وخت نيسي چې دوی بيرته هغه څه زده کړي چې تر رخصتيو وړاندې پرې پوهېدل. د نوموړي په وينا چې ځېړنو ثابته کړې ده چې که د زده کړو تر منځ وقفه شپږمياشتو يا يو کال ته رسېږي؛ نو Learning Lost هغې کچې ته رسېږي چې بیا د رغولو وړ نه وي. هڅاند زياته کړه چې په تعليمي څېړنو کې د زده کړو تر منځ د دومره اوږد مهاله وقفې او بنديزونو په اړه آن څېړنه لا نه ده شوې؛ د دې عواقب نه جبرانېدونکي دي. که د زده کړو بهير دوه يا درې کاله بندېږي يږ بشپړ نسل نالوستی پاتې کېږي. د هغه په خبره  ديونيسيف د څېړنې پر بنسټ وويل چې د نجونو د ښوونځيو د بندېدو له امله په يوه کال افغانستان ته ۵۰۰ ميلونه ډالر اقتصادي زيان اوړي او ناخالص ملي توليد يې راکمېږي. دا یوازې اقتصادي زيان دی؛ د رواني زیان او په راتلونکي کې چې هېواد د وړ او مسلکي کارکوونکو د کمښت له امله د پېښېدونکي زيان په اړه څېړنه نه ده شوې او آن عوافب يې لا نه دي څرګند. ښاغلی هڅاند زياتوي چې ښځو او نجونو ته بايد د وسيلې په سترګه و نه کتل شي. زده کړې د نجونو بشري او اسلامي حق دی‎ چې بايد ترې وانخيستل شي. 

 ښاغلي هڅاند د طالبانو د حکومت هغه غوښتنه هم تشه بهانه وبلله چې ګواکي مخکې په ښوونځيو کې نجونو ته د زده کړو مناسب چاپېريال برابر نه و او زياته يې کړه چې پخوا هم د نجونو او هلکانو ښوونځي بېل و او تر ډېره د نجونو د ښوونځيو ښوونکې هم ښځي وې.  د هغه په خبره چې تعليمي ادارې د نجونو او هلکانو لپاره تر ټولو خوندي ځايونه دي؛ خکه هلته د هغوی د خوديتوب لپاره تګلارې شته او پلې کېږي. بله دا چې زده کوونکو او محصلينو ته په دې اړه پوهاوی ورکول کېږي. هلته نارينه زده کوونکي په دې خبر دي چې د ښځينه زده کوونکو حقوق څه دي او له هغوی سره بايد څنګه چلند وکړي، خو په عامه ټولنه لکه کلي، کوڅه او بازار کې عام خلک په دې موضوعاتو خبر نه دي. د هغه په خبره په دې اړه څېړني ښيي چې په ټولنه کې هم د ښځو او هم نارينه وو لپاره تر ټولو خوندې چاپېريال تعليمي ادارې دي؛ نو د دغو ادارو تړل نجونې بيا هغو ځايونو ته مجبورېږي چې هلته د دوی د خونديتوب هيڅ تګلارې نشته او نه عام خلک د هغوی د حقونو په اړه پوهاوی لري؛ نو د ښوونځيو په بندولو سره هغوی لا ډېرې منفي متاثره کېږي.

ښاغلي هڅاند د جنسيت پر بنسټ د زده کړو په اړه هم خبرې وکړې او زياته يې کړه چې ښځې هم د انسان په حیث په ټولو تحصيلي ځانګو کې د زده کړو حق لري.

د بحث بل ګډونوال استاد عزيز رويش و. نوموړي له تعليمي سيستم سره د ايډيولوژيک چلند په اړه بحث وکړ او ويې ويل چې په تېرو څلورنيمو لسيزو کې ډېرو حکومتونو او په واک کې راغليو ډلو له ښوونيز سيستم، نصاب او آن زده کوونکو څخه د خپلو سياسي او ايډيولوژيکو موخو لپاره استفاده کړې ده چې دې چارې د زده کړو پر سيستم ډېره ناوړه اغېزه کړې ده. بله دا چې زده کړې يوه دوامداره پروسه ده او د دې پروسې د کړيو پيوستون زده کړې موثرې کوي، خو که دا پروسه قطع شي په ډېرو مواردو کې ان د زده کړو تر نشتوالي هم ډېرې ناوړه اغېزې لري. د هغه پّ خبره زده کړې يوازې ليک او لوست نه دی. ان تر دې چې يوازې ليک او لوست چې انسان هوسا او نېکمرغه نه کړي په ډېرو مواردو کې خطرناک ثابتېدای شي.

د هغه په خبره چې که نجونو ته تر شپږم ټولګي، دوولسم ټولګي او آن پوهنتون ته هم د تلو اجازه ورکړل شي، خو له پوهنتونه تر فراغت وروسته همدا زده کړې د دوی ازادي، عزت او مصوونيت تامين نه کړي، ستونزې يې د کمېدو پر ځای زياتېږي. د استاد رويش په خبره چې د ښځو په اړه مالکانه حس هغوی ډېرې ځپلې دي. د دې مانا دا ده موږ يوه ډله مالکه ګڼو چې هغوی ټولو ته اړتياوې تعريفوي او هغه داسې چې دوی يې په محور کې وي او د دې اړتياوو ځواب هم د خپلو ګټو او اړتياوو پر بنسټ سنجوي. دوی ښځو ته د انسان په سترګه نه ګوري. دوی ښځې خپلې ميندې، خويندې او مېرمنې ګني او که د هغوی درناوی هم کوي د هغوی د ذات له امله يې نه کوي، بلکې له دې امله يې کوي چې له دوی سره د خپلوي اړيکې لري. بله دا چې دوی ښځو ته له اقتصادي نظره او د يوې وسيلې په سترګه ګوري. او که هغوی ته حق هم ورکوي هغوی ته د وسيلې په سترګه ګوري. موږ بايد دا ليدلوری بدل کړو؛ ځکه که زده کړې له درایت او اګاهي سره يو ځای نشي او همدا اګاهي د ښځو فردي اړتياوې پوره نه کړي، زموږ ټولنه به تل په همدې کړاو کې وي. د ده په خبره اوس د ښځو تر څنګ همدا اوس اوسني حکومت يوازې ښځې نه دي تحقير کړې، بلکې د هغوی کورنۍ او ټوله افغانه ټولنه يې تحقير کړې ده.

د حلارو په برخه کې ښاغلي هڅاند وويل  په اوس وخت کې د زده کړې هره هڅه مثبته او د قدر وړ ده، ځکه همدا هڅې هم نجونې له زده کرو سره تړلې ساتي او هم د نجونو د ښوونځيو او پوهنتونو د تړلو موضوع  او پر زده کړو د بنديز پر وړاندې يو ډول غبرګون دی. د هغه په خبره زده کوونکي، کورنۍ، کورنۍ او نړيوالې ادارې، پخواني سياستوال او ټول فعالان بايد د نجونو د زده کړو د بنديز پر وړاندې ودرېږي او پر وړاندې يې غږ پورته شي. د هغه په اند په کور دننه فشار ډېر مهم دی او بلاخره به مثبته پايله ورکوي. د ښاغلي هڅاند په اند بايد موږ يوازې د ښوونځيوو او پوهنتونو د پرانستلو غوښتنه و نه کړو، بلکې باید د ښوونځيو او پوهنتونونو نصاب هم د سياسي او ايډيولوژيکو تمايلاتو پر بنسټ له بدلون څخه وژغورو.

Share via
Copy link