• خانه
  • د ۲۰۱۴ کال ټاکنو کې د پردې تر شا نا ویلې کیسې

د ۲۰۱۴ کال ټاکنو کې د پردې تر شا نا ویلې کیسې

Image

پینځمه برخه

فردوس: په ټاکنو کې د درغلۍ موضوع یو مهم او په زړه‌پورې بحث دی چې د «روایت یک انتخاب» کتاب کې هم اشاره ورته شوې ده. په دې کتاب کې راغلي دي چې د «فکر په خونه» کې یو شمېر کسانو په دې اړه قاطع نظر درلود چې د ۱۳۹۳ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې درغلي کېږي. د ۲۰۰۹زیږدیز کال په ټاکنو کې هم درغلي شوې وه. په هغو ټاکنو کې د درغلۍ یو لامل دا و چې په ۲۰۰۹زیږدیز کال کې د هېواد په لویدیځ کې ډېر کلي د طالبانو په واک کې وو او په ځينو کلیو کې سره له دې چې طالبان واکمن نه وو، خو بیا هم تر ګواښ لاندې وو او د رایو ورکوونیکو امنیت خوندي نه و. د ۲۰۱۴زیږدیز کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ناټو د وتلو له امله د امنیت ستونزه نوره هم جدي شوه او په لویدیځ کې ډېر زیات نور کلي هم تر ګواښ لاندې راغلل او تقریباً دا واضح شوه کې چې په لویدیځ کې د اشرف غني په ګټه ناامني نوره هم زیاته شوه. سره له دې چې دا نور واضح وه چې د هغه په ګټه درغلي کېږي، ولې بیا هم د یوه مدني فعال په توګه د اشرف غنی د کمپاین غړی شوئ، ایا دا کار ستاسې د مدني داعیې خلاف نه و؟

رویش: ښه، په فارسي کې یو متل دی«اګر حکم شود که مست ګیرند، در شهر هر آن که هست ګیرند» مانا دا چې که حکم وشي چې مست شئ، په ښار کې ټول کسان مستېږي. که موږ د درغلۍ خبره کوو، یوازې اشرف غني درغلې نه ده کړې. له عطامحمد نور څخه نیولې بیا تر محقق، ډاکتر عبدالله او نور هغه کسان چې د اشرف غني پر وړاندې ولاړ وو، دوی ټولو تر اشرف غني لس چند زیاته درغلۍ وکړه او یا یې حداقل د هغه په اندازه په درغلۍ کې لاس درلود.

فردوس: پوښتنه دا ده چې خلیلي یا محقق یا عطامحمد نور سټراټيژیکې درغلۍ ته اړتیا نه لرله؛ ځکه په ۲۰۱۴زیږدیز کال کې د هغوی د رایو حوزه نسبتاً امن وه، خو لویدیځې حوزې هغه وخت جدي ستونزه لرله او که ستاسې په خبره، د بُن کنفرانس د معیار پر بنسټ د ټولو رایو ورکوونکیو له ډلې پښتانه څلوېښت سلنه وګڼو؛ نو حداقل د دوی پنځوس سلنه یې په ناامنو سیمو کې ژوند کاوه. په دې صورت کې په دغو سیمو کې موجوده خلا یوازې درغلۍ ډکولای شوای. د ۲۰۰۹زیږدیز کال د ټاکنیز کړکېچ ريښه هم له همدې ځایه وه او په ۲۰۱۴زیږدیز کال کې هم واضح وه چې خبره همدې ځای ته رسېږي. ډېرو خلکو ان له ټاکنو مخکې دا ګومان کاوه چې شاوخوا یو – یو نیم میلیون رایې به تقلبي وي.

رویش: ګورئ درغلي، درغلي ده. که یوه رایه وي یا سل رایې وي، خو بیا هم درغلي، درغلي ده. که د غزني په ناهور کې درغلي وکړئ یا په پکتیا کې، بیا هم درغلي، درغلي ده. که تاسې په ناهور کې له یو چا وپوښتئ چې په دې کمو کلیو او دغلته په کم شمېر اوسېدونکیو کې دومره ډېرې رایې له کومه شوې، څوک تاسې دا حساب نشي درکولای. یوازې دا یې ویل چې څوک له ستوني نه نیول کېږي. که دلته د فلانکي نوماند په ګټه پنځوس زره رایې هم وکارول شي، د تشخیص او پوښتنې وړ نه دي. په ټوله کې د درغلۍ یو فاسده لوبه روانه وه. کله چې د فساد لوبه وي، بیا نو نور دا فرق نه کوي چې څوک په درغلۍ دوه سوه رایې کاروي که څلور سوه رایې کاروي. واضح خبره وه چې څوک قدرت لري، ولسوال لري، والي لري او یا تر شا د امریکا په څېر ملاتړی لري، هغه ډېره درغلي کوله او له ځانه یې هم سپين چرګ جوړاوه، خو د ډاکتر عبدالله په څېر یو بل څوک، چې که به یې لږ درغلي هم کوله، بیا به یې هم ویل چې تا درغلي وکړله. دلیل یې دا دی چې په هغه معیاري ډګر کې شفاف معیار نه و.

البته اوس زما بحث دا نه دی چې د ټاکنو خبرې وکړم؛ ځکه که ټاکنې ما ته د باور وړ او ښې وای، په هغه لوبه کې له اشرف غني سره ملګری کېدم. زه له هغه سره شریک نشوم. په لومړي پړاو ټاکنو کې هم یوازې ما د اشرف غني منشور غوښت، چې هغه هم خپور شو. د هغه منشور له خپرېدو ورهاخوا، نه اشرف غني ما ته کوم شی ډالی کړ او نه ما له هغه کومه تمه لرله. له اشرف غني سره زما په ملګرتیا کې یوه جالبه خبره دا ده چې ما د هغه په ټاکنیز کمپاین کې له اشرف غني څخه د کمپاین په نوم د یوې افغانۍ کریډټ کارټ هم نه دی اخیستی. دا په داسې حال کې وه چې زه یوازې یو ښوونکی وم. په معرفت ښوونځي کې زما تنخوا هم د یوه ښوونکي له تنخوا څخه ډېر نه وه او په معرفت کې د موجودو اداري ضوابطو پر بنسټ که ما کومه ورځ غیرحاضري هم کوله، د هغې ورځې پيسې زما له تنخوا کمېدلې، خو ما له اشرف غني څخه د کریډيټ د پيسو، یا د موټر د تیلو او یا د موټر چلوونکي یا ساتونکي د تنخوا په نوم یوه افغانۍ هم نه ده اخیستې.

دا یې یوازې یوه بېلګه وه چې ما تاسې ته وویله. په همدې اساس، له اشرف غني احمدزي سره زما اړیکه یوازې د روڼ‌اندي د یوې اړیکې په توګې پاتې شوه. مثلاً، ما له اشرف غني څخه و نه غوښتل چې ما دې د خپل ټاکنیز ټیم مرستیال کړي. که ما ترې غوښتي وای، ښايي هغه به په ډېره خوښۍ زما د دې غوښتنې هرکلی کړی وای. اشرف غني د ۲۰۰۹زیږدیز کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د نبي‌زاده په نوم یو بې‌نومه سړی د خپل ټاکنیز ټیم د مرستیال په توګه ټاکلی و. هغه پخپله هم دومره تمه نه لرله چې د هزاره‌ګانو له مینځه دې له هغه سره څوک کار کولو ته چمتو شي. که ما غوښتي وای چې د ۲۰۱۴زیږدیز کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له هغه سره د دویم مرستیال په توګه انتخاب شم، اشرف غني زما د نوم له امله هم خوښي څرګندوله، خو ما اشرف غني ته په ډېره واضح توګه وویل چې زه تا ته رایې نشم راوړلی، خو دا کولای شم چې ستاسې په ټاکنیز کمپاین د خلکو باور پيدا کړم. ما ورته وویل چې رایې هغه څوک راوړلی شي چې د هزاره‌ګانو په ټولنه کې یې سیاست کړی وي، ګوند ولري او له خلکو سره سروکار ولري. زه ګوند نه لرم او سیاست مې نه دی کړی. ښاغلی خلیلي، محقق او صادق مدبر د هغو کسانو له ډلې دي چې کولای شي تا ته رایې راټولې کړي. هر هغه څوک چې ته د خپل ځان لپاره مناسب او وړ ګڼې او له هغه سره کار کولای شې، هغه غوره کړه.

د «روایت یک انتخاب» کتاب کې مې دا خبرې را نقل کړې دي چې اشرف غني وویل، صادق مدبر سره کار نه کوي؛ ځکه هغه د هزاره‌ګانو په منیځ کې کوم خاص مقام او ځای نه لري. د محقق او خلیلي په مینځ کې دا سمه ده چې محقق ډېرې رایې لري، خو و یې ویل چې هغه د باور وړ نه دی او له هغه سره ملګرتیا نه کوي. د خلیلي په اړه هم ډاډه نه و چې د هغه له ټاکنیز کمپاین سره دې ملګری شي. په ډېر صراحت سره یې ویل چې خلیلي له ما سره په یوه لار نه ځي. په همدې اساس، اشرف غني تقریبا د هزاره‌ګانو له ملګرتیا خپل لاس مینځلی و.

ما د اشرف غني د نظر په تایید سره وویل چې ښاغلی خلیلي کولای شي له تا سره په یوه لار ولاړ شي او د دې کار ټول دلیلونه مې دانه دانه ورته بیان کړل. له دې خبرو وروسته ما ته دا دنده راکړل شوه چې له خلیلي سره خبرې وکړم او هغه له اشرف غني سره ملګرتیا ته قانع کړم. له خلیلي سره مې دوې نیمې میاشتې خبرې وکړې. له ډېرو جلسو او ناستو وروسته هغه دې ته قانع شو چې خپل لوری مشخص کړي. له دوو نیمو میاشتو وروسته چې کله بالاخره اشرف غني خبر شو، چې خلیلي په خپل کور کې په اصطلاح هغه خپل حضور ته مني، له ډېرې خوښي په خپلو کالیو کې نه ځایېده. ما ته یې زنګ وکړ او و ویې ویل چې استاد خلیلي ماښام ته ور بللی یم او ښه ده چې ته هم په دې جلسه کې موجود واوسې. ما دا خبرې د «روایت یک انتخاب» کتاب کې په مفصل ډول توضیح کړې دي.

کله چې دوی دواړو د خلیلي په کور کې سره ولیدل، زه د درېیم شخص په توګه په دې ټولو خبرو کې موجود وم. دوی له یو نیم ساعت څخه زیاتې خبرې وکړې او تر ډېره د دواړو لوریو پر تعارف خبرې وشوې. د خبرو په پای کې ښاغلي خلیلي ما ته مخ را واړاوه او ویې ویل چې ته څه نه وایې. ما د هغه په ځواب کې وویل چې تاسې خپلې اصلي خبرې وکړې، خو د دواړو لوریو د ملګري په توګه، زه د ډاکتر لخوا له تاسې او د تاسې لخوا له ډاکتر څخه یوه یوه پوښتنه لرم.

که تاسې یو او بل ته د دې پوښتنې واضح او شفاف ځوابونه نه وایاست، زما توصیه دا ده چې له همدې ځایه سر بېل شئ او یو او بل ته سر درد او مزاحمت مه جوړوئ. البته د دې خبرې مقدمې مې وار له مخه له دواړو سره شریکې کړې وې، خو په رښتیا هم په دومره صراحت سره مې نه وې بیان کړې. اشرف غني ته مې وویل، استاد خلیلي له تا غواړي چې د کوچیانو مسئله په ډېر قاطع او روښانه ډول حل کړې. که د کوچیانو مسئله حل نه کړې، هغه د هزاره‌ګانو له مینځه تاسې ته رایې نشي راوړلی. ښاغلي خلیلي سمدستي زما خبرې تایید کړې. بیا مې ښاغلي خلیلي ته وویل، ډاکتر په خپل ټاکنیز ټکټ کې یو ډېر ښه مرستیال ته اړتیا لري. داسې څوک چې له هغه سره کار وکړای شي. ښه مرستیال ورته معرفي کولای شي که نه. که یې نشي کولای، سبا له کوم مصیبت او غم سره مخ کېږې. که داسې نه کېږي؛ نو ښه ده چې له همدې ځایه لا سره بېل شئ.

ښاغلي خلیلي وویل، زه پینځه غوره کسان پېژنم او هغه درته معرفي کوم. امکان لري چې د دغو پینځو کسانو له ډلې یې یو یا دوه نفره زما د ګوند غړي هم وي، خو ته چې د دوی له مینځه هر نفر منې، هغه انتخاب کړه. که د دوی له مینځه له هر چا سره کار کولای شي، زه له هغه څخه ملاتړ کوم. ویې ویل، زه نشم کولای چې د خپل ګوند غړي بېخې نادیده وګڼم، خو په دې هم ټينګار نه کوم چې حتماً باید هماغه یو وټاکې. اشرف غني هم په دې ناسته کې خلیلي ته وویل چې د هزاره‌ګانو په سیاست کې ته زما مجتهد یې. ته ما ته فتوا راکړه چې عمل پرې وکړم. د کوچیانو د مسئلې په اړه یې هم وویل، ژمنه کوم چې ولسمشرۍ ته له نوملیکنې وړاندې به د کوچیانو مسئله په داسې شکل حل کړم چې نور د څړځایونو له امله د کوچیانو او هزاره‌ګانو وینې پر ځمکه و نه بهېږي، خو په عمل کې کې ښاغلي خلیلي پر خپله ژمنه عمل و نه کړ. هغه اشرف غني ته پینځه نفره ور معرفي نه کړل. یوازې دانش یې ور معرفي کړ، هغه یې هم د کرزي په حضور کې ور معرفي کړ. اشرف غني د خلیلي پر غاړه دا ملامتیا ور اچوله او ویل یې چې هغه یوازې یو نفر ور معرفي کړ او کرزي هم دعا وکړله او خبره ختمه شوه. ویل یې، هغه بل څوک ور معرفي نه کړ او زه یې وغولولم. په داسې حال کې چې خلیلي بیا ویل چې کله یې هلته د دانش نوم مطرح کړم، کرزي سمدستي دعا وکړله او تر دې ورهاخوا یې د خبرو وخت نه دی ورکړی، خو هغه باید تر دې وخته ورغلی وای او له اشرف غني سره یې د خپلو کسانو د لیست ستونزه حل کړې وای. هغه دا کار و نه کړ. دا زما کار نه و، دا د خلیلي کار و.

بلخوا، اشرف غني هم په رښتیا د کوچیانو د مسئلې د حل په برخه کې په خپله خبره و نه‌درېد. له دې خوا، خلیلي هم همدا مسئله تر وروستۍ ورځې پورې هېڅ تعقیب نه کړله. دقت باید وکړو چې دا مسئله د خلیلي اړوند وه. په ما پورې یې تړاو نه درلود. خلیلي باید ورغلی وای او له هغه یې غوښتي وای چې د ژمنې مطابق باید د کوچیانو مسئله حل کړي؛ ځکه خلک یې له معلم عزیز څخه نه پوښتي، بلکې له ما څخه د دې مسئلې د حل پوښتنه کوي. هغه باید ورته ویلي وای چې زه له تا سره طرف یم، خو هغه تر پایه هم په دې اړه یوه خبره هم و نه کړله، تر دې چې کله د دلوې میاشت پر اوومه نېټه د منشور په لیکلو کې د کوچیانو مسئلې ته راورسېدو، یو ځل مې دې ته پام شو چې زموږ تر مینځ څومره ډېر واټن دی.

همدا ځای و چې زموږ دعوې سره راپورته شوې او په واقعیت کې د اشرف غني په مقابل کې ټول درناوی ختم او باور مات شو. له هغه وروسته مو یو – یونیمه میاشت نور هم په ډېر جنجال مخکې ولاړو، په حقیقت کې په یوه لار ننه یو سره تللي، بلکې ځان مو ورسره کش کړ. له هغه وروسته زه په رښتیا هم له اشرف غني وېرېدم. ما د اشرف غني په کور کې د خوندیتوب احساس نه کاوه. فکر کوم چې له هماغې ورځې وروسته اشرف غني هم زه د یوه صمیمي ملګري په توګه نه ګڼلم. هغه دا حس کوله چې په یو ځای کې زموږ ترمینځ یو څه پېښ شوي او زموږ د اړیکې درناوی نور ختم شوی دی، خو په هر حال، بیا مو هم د ۱۳۹۳هجري لمریز کال د حمل تر ۲۶مې پورې په رسمي ډول خدای پامانی سره و نه کړ، یو څو لار مو ووهله، خو په واقعیت کې نور هر څه ختم شوي وو. له هغه وروسته، ما له اشرف غني سره خاص څه نه لرل. په پایله کې، اوس چې موږ دا ټوله پروسه په همدې شکل مخکې وړې وه، اشرف چې له کومو کسانو سره دا لار وهلې وه، دا ډېره ساده او هواره لار نه وه.

دې ته دې اشرف غني پخپله ځواب ووايي چې څه پېښ شول او څه ډول پېښ شول. زما لپاره هم دا انتخاب، یو اسانه انتخاب نه و. یو ډېر پېچلی انتخاب و، خو زه نور د اشرف غني په کارونو کې شریک نه وم. د هغه په هېڅ کار کې مې ونډه نه لرله. ما د مجددي، انورالحق احدي، قطب الدین هلال، حاجي ظاهر قدیر او دې ته ورته نورو اشخاصو په را جلبولو کې ونډه نه لرله او په هېڅ کار کې مې یې هم کار نه درلود. هغوی چې کله په دې وپوهېدل چې اشرف غني د بریا چانس لري او واک ته رسېږي؛ نو ټول پرې راټول شول.

ما په دې هېڅ یو کار کې ونډه نه لرله، چې ګنې ما دې هغه ته مشوره ورکړې وي چې حاجي ظاهر قدیر دې را وبولي او یا دې انورالحق احدي او حضرت مجددي د ځان ملګري کړي. هو، له هغه څه د بېلېدو د پرېکړې انتخاب مې درلود؛ ځکه دا مې درک کړې وه چې هغه نور زموږ لخوا په ټاکل شوې لار نه ځي. زموږ تمه دا وه چې که اشرف غني په انتخاباتو کې ماتې وخوري، خو د یو ډموکراټ شخص ډېره ابرومندانه ماتې موږ ته بریا ده؛ ځکه خپلو خلکو ته ویلای شو چې موږ راغلو او خپله طرح مو درته بیان کړله او د خلاصون لار مو هم در وښودله، خو کله چې خلکو رایه ور نه کړله، موږ څوک نه ملامتوو. خپل ځان هم ملامت نه ګڼو، خو که موږ خپله طرح خلکو ته بیان نه کړو او د خلاص لار ور و نه ښیو، په طبیعي توګه له خلکو دا تمه نشو لرلی چې په خوب کې موږ ومني او په خوب کې موږ ته رایې راکړي. په همدې اساس، موږ خپل انتخاب وکړ او خپله لار مو ووهله، خو زموږ لار غلطه شوه او کله چې مې ولیدل چې دا لار ترکستان ته تللې، نور مو دوام ور نه کړ.

له هغه وروسته مې نه په دانش باور درلود، نه په خلیلي او نه هم پخپلو هغو ملګریو چې د اشرف غني کمپاینران وو. یوازې له دوو دریو نفرو سره مو د زمانې له شرمه خپله انډیوالي ساتلې وه او ځينې وخت مو سلام او کلام سره کاوه. له هغه وروسته نور زه عملاً د اشرف غني کمپاینر نه وم.

د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې د جنرال طاقت او اسماعیل یون ماجرا «واقعه»

فردوس: د «روایت یک انتخاب» کتاب کې مو لیکلي، کله چې جنرال طاقت د تحول او تدوام ټاکنیز ټیم په ناستو کې را څرګند شو، اشرف غني سمدستي له اسماعیل یون څخه لار بېله کړله، خو د یون تلویزیون په لومړي پړاو کې د اشرف غني په ګټه کمپاین کاوه او وروسته اسماعیل یون ادعا وکړله چې د پخپله له ازبکانو، پښتنو او هزاره‌ګانو څخه جوړ ګډ ټاکنیز ټیم نظریه اشرف غني ته ورکړې وه؛ څو د پنجشیر جبهې څېرې له دغه ټکټ څخه لرې واوسي؛ ځکه تاجکان ډېر امتیاز غواړي. ایا تاسې د غني کور ته د اسماعیل یون تګ را تګ او د هغه خبرې حس کړې وې؟

رویش: زه د اشرف غني احمدزي په کمپاین کې د اسماعیل یون له موجودیته هېڅ خبر نه وم. د اشرف غني په کور کې مې اسماعیل یون نه دی لیدلی. د اشرف غني په خبرو کې مې د اسماعیل یون د نظریو څرک هم نه دی لیدلی؛ ځکه که اسماعیل یون د همدې خبرو ادعا کړې وي، حداقل د مشنور لیکلو په وخت کې اشرف غني باید هماغه د اسماعیل یون له نظریو اغېزمنې خبرې مطرح کړې وای. که تاسې د اشرف غني ټاکنیز منشور مطالعه کړئ، هلته د اسماعیل یون نظریات نشئ موندلی. په ځانګړې توګه، هغه وخت چې ما کار کاوه، د منشور خام مواد به مې اشرف غني ته ورکول څو هغه بیاځلې وګوري او خپل نظریات راسره شریک کړي چې موږ یې په منشور کې اضافه کړو.

فردوس: تاسې وویل چې په ناستو کې به یې د اسماعیل یون خبرې کولې؟

رویش: نه، نه یې  ویلې. هېڅکله یې د یون خبرې نه دې کړې. ما وویل، هغه وخت چې ما په منشور کار کاوه او له نهايي کېدو مخکې مې د بیاکتنې لپاره خام مواد اشرف غني ته ور وړل، هغه یو ځل هم داسې څه نه دې ویلي چې هلته دې د اسماعیل یون او یا هغه ته ورته کسانو خبرې پکې مطرح وي. هغه څه چې اشرف غني د کوچیانو په اړه ویل، هغه د هغه خپلې انټلکټوئل موندنې وې. هغه په رښتیا هم همدې پایلو ته رسېدلی و. که هغه دا خبرې ما ته د درناوي له امله کولې، بیا نو اشرف غني ما ته د اسماعیل یون پر پرتله ترجیح راکوله. که برعکس، که په منشور کې خپرېدونکي مطالب د هغه خپل ذهنیت وګڼو، ما په هغو کې د اسماعیل یون مداخله یا نظریات نه حس کول.

له هغه وروسته چې په لومړۍ پړاو ټاکنو کې ما له اشرف غني سره خدای پامانی وکړ، په دویم پړاو کې د اشرف غني په شاوخوا کې ډېر کسان راټول شول، چې زه بیا له هغو نه یم خبر. زه اصلاً نپوهېدم چې په دویم پړاو کې چا، په کومو طریقو او د کومو موخو لپاره د اشرف غني په کمپاین کې ګډون کړی و. مجید قرار، محب او دوی ته ورته نور کسان وروسته د هغه کمپاین ته راغلل، چې زه دا یو هم نه پېژنم.

په همدې اساس، اشرف غني هغه څوک و چې ما د ډېرو نورو کسانو پر پرتله هغه ټاکلی و او له هغه سره کار کولو ته مې ترجیح ورکړې وه. له دې ورهاخوا نور څه نه و. اوس که تاسې دا وایاست چې اشرف غني ولې دا تېروتنې وکړې، زه وایم چې که یې دا تېروتنې نه وای کړې، هغه به اشرف غني نه و. حتماً به اوس یو بل څوک و. اشرف غني باید دا تېروتنې کړې وای. که له ما وپوښتئ چې ما د هغه په دې تېروتنو کې څومره ونډه لرله، زه وایم چې په هماغه لومړي سر کې د مشنور لیکلو په وخت کې زه ورسره وم او له هغه وروسته زه نور له اشرف غني سره نه وم. دا چې له هغه وروسته څوک د هغه په کمپاین کې شامل شول، چا هغه ته رایه ورکړله او څوک له هغه سره په یوه لار ولاړل، زه هلته او له هغوی سره نه وم. زه د اشرف غني تر څنګ نه وم ولاړ او د هغه پر سیاستونو او کړنو مې هېڅ اغېز نه درلود.

که به احیاناً په ځينو ځایونو کې راڅرګندېدم او یا مې په ځينو کارونو کې ونډه اخیستله، د هغو دلیل دا و چې دا مشنور باید رسمیت پيدا کړي؛ ځکه دا زموږ د ګډ کار پایله وه. اشرف غني باید دې منشور ته رسمیت ورکړی وای. هغه یې باید خپور کړی وای، چې همدا کار یې هم وکړ. اوس زه د اشرف غني ټاکنیز منشور ته یوازې د هغه سند په سترګه ګورم چې د هغه په اساس د یو روڼ‌اندي په توګه له اشرف غني سره حساب کتاب وکړم، چې اشرف غني د یو پښتون زعیم په توګه د افغانستان تاریخ او سیاسي مناسباتو ته په کومه سترګه ګوري. دا په داسې حال کې ده چې د پښتنو ټولې نورې برجسته او نومیالۍ څېرې هم د هغه په څنګ کې وې. که له ما وپوښتئ چې له اشرف غني احمدزي څخه په ملاتړ کې موږ کومه لاسته‌راوړنه لرله، وایم چې یوازې همدا منشور زموږ لاسته‌راوړنه وه. بل هېڅ داسې څه نشته چې حساب پرې وشي.

د اشرف غني کمپاین ته چا لوری ورکاوه؟

فردوس: د ولسمشرۍ ټاکنو ته د کمپاین په برخه کې له تاسې سره مشوره کېدله یا نه؟ مثلاً، دا چې اشرف غني په خپلو ټاکنیزو غونډو کې څه ووايي او څه و نه وايي او یا کوم شی برجسته کړي یا کوم شی همداسې پرېږدي؟

رویش: هو، په لومړي سره کې مشوره راسره کېدله. تر کومه وخت چې سره ملګري وو، هر څه په مشوره مدیریت کېدل. ما هم په غونډو کې ګډون کاوه او خپل نظریات مې څرګندول؛ ځکه زما د نظریاتو د څرګندولو لپاره چاپېریال او زمینه برابره وه او ما داسې حس کوله چې دا نظریات باید وویل شي، خو داسې هم نه وه چې یوازې ما د اشرف غني ټاکنیز کمپاین رهبري کاوه او یا د هغه ټاکنیز تبلیغات یوازې زما تر نظر لاندې وو. هغه وخت د اتمر یا نورو کسانو په ګډون لسګونه کسان له اشرف غني سره ولاړ وو او واضح خبره ده چې هغوی د هغه پر ژبه او دریځ اغېز درلود.

فردوس: اشرف غني ځینې وخت په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې داسې خبرې کولې چې قومي ټکرونه او تضادونه یې ډېرول. مثلاً، یو ځل یې په ګردیز کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل، لکه څرنګه چې مو نادرخان ارګ ته ورساوه، ما هم هغه ځای ته ورسوئ. دې خبرو هغه تاریخي زخم بیا را تازه کاوه چې په ۱۹۲۹زیږدیز کال کې د لویدیځ د قبایلي خلکو د جګړو له امله په کوه‌دامن کې رامینځته شو. یو بل بحث دا و چې د افشارو له جنایتونو کمپایني استفاده کېدله. کوم جنایت چې په ۱۳۷۱هجري لمریز کال کې ترسره شو، باید د انتقالي عدالت د معیارونو پر بنسټ هغه ته رسېدګي شوې وای او رسېدګي وشي، خو له هغو جنایتونو څخه کمپایني استفادې ستونزې زیږولې، ایا دا مو په یاد دي چې دا مسایل دې په غونډو کې مطرح شوي وي او تاسې هم هغه محکوم کړي او یا تایید کړي وي؟

رویش: د ولسمشرۍ ټاکنو په لوړ پړاو کمپاینونو کې زه د هغو کسانو له ډلې وم چې د اشرف غني د ټیم په استازيتوب مې له نورو سیالو ټیمونو سره په تلویزیونونو کې بحث کاوه. زما نه په یادېږي چې مثلاً د عبدالله یا زلمي رسول د ټاکنیز ټیم استازو دې په دغو بحثونو کې هغه موارد یاد کړي وي، چې تاسې یې یادونه وکړله. زما نه په یادېږي چې د سیالیو ټيمونو په استازیتوب دې چا ما ته په تلویزیوني مناظرو کې ویلي چې مثلاً، تېره شپه اشرف غني په فلانکي ولایت کې دا خبره وکړله، خو هغه وخت چې له اشرف غني سره زما اړیکې خرابې شوې، بیا مې نور دا مسایل نه دې څارلي.

تر هغه وخته چې له اشرف غني سره زما اړیکې عادي وې، زه د غني د ټول کمپاین او په دې اړه ډېر حساس وم چې څوک څه وايي او څه نه وايي، خو چې کله د منشور لیکلو په وخت کې د کوچیانو په مسئله کې له بن‌بست سره مخ شوم، زموږ جبهه بېخې په بل مخ شوه. له هغه وروسته ما ته لومړیتوبونه بدل شوي وو. دا ما ته نور هېڅ مهم نه وو چې اشرف غني په خپلو کمپاینونو کې څه وايي او په خپلو خبرو کې کومې نکتې مطرح کوي. که به یې کوم وخت له ما څخه څه وپوښتل، مشوره به مې ورکوله. مثلاً، د بابه مزاري د شهادت په تلین کې یې باید خبرې کړې وای، ما او دانش له هغه سره ناسته لرله. دا خبره مې په «روایت یک انتخاب» کې هم راوړې ده.

په دې ناسته کې مې مشوره ورکړه چې دا خبرې وکړي او دا دې نه کوي. ټاکل شوې وه چې هماغه خبرې وکړي، خو چې کله یې هغه خبرې و نه کړلې، موږ جلسه پرېښوده او دا پوښتنه راسره پیدا شوه چې ولې یې هغه خبرې و نه کړلې. باید پخپله اشرف غني احمدزی ما ته د دې ځواب ووايي، خو دا چې هغه وخت یې و نه ویلې، موږ هغه وخت د فشار د اعمالولو لپاره کومه وسیله او امکانات نه لرل، چې له هغه څخه د دې کار پوښتنه وکړو. هغه وخت ما یوازې د سیما غني او سلام رحیمی له لارې فشار راوړلی شو؛ ځکه دا دوه نفره زما شخصي ملګري وو او داسې مې حس کوله چې موږ په کمپاین کې ګډ او مشترک نظریات لرو. تر هغه وخت پورې ما سلام رحیمی ته د یوه داسې ملګري په سترګه کتل چې په دې لار کې ګډې موخې لرو. ما تر دې مخکې له هغه سره شناخت نه درلود. هغه مې په همدې وخت کې وپېژاند. له سیما غني سره مې بیا یو څه ډېر شناخت درلود او هغه د هغو کسانو له ډلې وه چې د اشرف غني له بریا وروسته د هغه له کمپاینه ووتله او د اشرف غني په حکومت کې یې ګډون و نه کړ.

Share via
Copy link