Image

عامه پوهاوی باید بې‌اعتباره نشي!

اوومه برخه

فردوس: ایا فکر نه کوئ، دا به ښه نه وه، هغه جملې چې د «بګذار نفس بکشم» کتاب په ۴۲مه او ۴۳مه پاڼه کې د غیر هزاره شیعه‌ګانو اړوند لیکل شوې دي، که دا جملې په داسې ډول لیکل شوې وای، چې د ډله‌ییز تور پورې‌کولو مطلب ترې نه وای اخیستل شوی؟

رویش: که ستاسې هدف دا وي څو زه زما لخوا ترسره شوی پوهاوی بې‌اعتباره کړم، ډېر ښکاره یې وایم چې نه. هېڅ اړتیا نه وه چې په بل ډول لیکل شوې وای. زه باید دا ووایم چې زه د خپل ژوند په هغه پړاو کې یو چپی وم او په دې پړاو کې مې په دې او هغه دلیل له هغه تېر شوی یم…

فردوس: مثلاً، تاسې دا ویلای شوای چې ځينې غیر هزاره شیعه عالمان مثلاً توکم‌پالنه کوي، خو ستاسې هغه لیکنه دا څرګندوي چې ټولو غیر هزاره شیعه‌ګانو له هزاره‌ګانو سره دښمني کوله؟

رویش: «ټول» مې نه دې لیکلي. هېڅکله او هېڅ ځای مې داسې خبره نه ده کړې. دا ادعا هم سمه نه ده. مثلاً، داسې ووايي چې ټولو تاجکانو یا ټولو پښتنو دښمني کوله، له دې هر څوک هر ډول مطلب اخیستی شي او زه څوک نه ملامتوم.

فردوس: د همدې کتاب له ۴۲ او ۴۳ مخونو همداسې مطلب اخیستل کېږي.

رویش: تاسې حق لرئ چې همدا مطلب ترې واخلئ. په «بګذار نفس بکشم» کتاب کې زه تاسې ته داسې برخې هم درښیم، چې له هغه څخه د تاجکانو ضد مطلب اخیستلی شئ، چې ګواکې ما ویلي چې ټول تاجکان د هزاره‌ګانو دښمنان دي. د پښتنو ضد مطلب هم ترې اخیستلی شئ، چې ګواکې ما ویلي چې ټول پښتانه د هزاره‌ګانو دښمنان دي او یا دا چې ګنې د تاریخ په اوږدو کې ټول پښتانه د هزراه‌ګانو ضد وو. ولې داسې ده؟ دلیل یې دا دی چې دې کتاب زما د شخصي تجربو یو برخه منعکس کړې ده.

زه په دې باور یم چې قومي او قبیلوي سیاستونه او نور اړوند مسایل په افغانستان کې د موجود کړکېچ اساسي لاملونه دي؛ ځکه قومی مناسبات د دوی پر اوږو بار وي، خو په دې هم باوري یم چې دا مسئله په سم ډول څېړل شوې او ارزول شوې نه ده. ډېر داسې کسان شته چې اوس هم دې موضوع ته د یوې علمي مسئلې په توګه نه ګوري او سترګې پرې پټوي. زما دا ډېر خوښېږي چې یو هزاره راشي او له یو تاجک، پښتون، سید، قزل‌باش یا بلوچ سره دې د قوم پر ځای د فرد په توګه خبرې وکړي. راشي او د دې مسئلې په اړه هڅې وکړي او البته د یو فرد په توګه په دې مسایلو او نورو ستونزو خبرې وکړي، نه دا چې د قومونو په استازیتوب پرې بحث وکړي.

زه اوس دې پایلې ته رسېدلی یم چې قوم یوه دوکه‌کوونکی جامه یا پوښ دی. په ځانګړې توګه، کله چې د سیاست ډګر ته دننه شئ، قوم د سترې دوکې جامه وي. موږ باید دا دوکه او فریب مات کړو او هر څوک دا ووايي چې زه د یو فرد په توګه مطرح یم او خپل حقونه غواړم. باید خپل ځانونه هماغسې د واقعیت مطابق کریم، نیلوفر، زینب او نور… معرفي کړو او بیا خپل حقونه وغواړو. که د افرادو بحث او د افرادو حقونه مطرح کړو، زموږ دا اوسنۍ ځورونکې قومي شخړې به ختمې شي. ښايي سید به د توکمیز سیاست په جامه کې له هزاره‌ګانو سره جفا کړې وي، خو ممکن سید عسکر موسوي هېڅکله جفا نه وي کړې. موږ باید په دې ځای کې له سید عسکر موسوي سره خبرې وکړو. ښايي تاجکانو به د تاجکي سیاست پر بنسټ د کابل په جګړو کې له هزاره‌ګانو سره جفا کړې وي، خو دا هم ممکنه ده چې صلاح‌الدین رباني او احمد مسعود به هغه وخت د افرادو په توګه یا نه وو او یا به کوچیني وو او جفا به یې نه وي کړې.

زه د جمعیت د جګړو یا د تجکانو د جګړو او یا شورای نظار د جګړو ملامتیا پر احمد مسعود نشم ور اچولی. په قران کریم کې لولو چې «ولا تزر وازره وزر اخری» یعنې هېڅ باروړونکی د بل په ګناه نه نیول کېږي. د بشر حقونو په اوسنیو ادبیاتو کې هم په ډېر څرګند ډول راغلي چې جرم د انتقال وړ نه دی. یا تاسې دا نشئ کولای چې یو ډلې یو وخت کوم جرم ترسره کړی وي او تاسې د هغې ډلې جرمونه یو چا ته منسوب کړئ او له هغه یې غچ واخلئ. ښه، دا یو ډېر علمي، انساني او د بشر حقونو مطابق برداشت دی.

له همدې امله وایم چې دا مسایل باید په ډېر رښتوني ډول مطرح کړو. که زموږ په وړو کې شګه نه وي؛ اوس هم مکر نه کوو او له دې دوکې څخه د خپلې شخصي ګټې په لټه کې نه یو، بیا نو په دې مسایلو خبرې کول ډېرې اسانه دي. موږ په معرفت کې همدا کار وکړ او ښه پایله یې لرله. مثلاً، په کلکه وایم چې تاسې حداقل د معرفت ښوونځي پر هېڅ زده‌کوونکي دا تور نشئ لګولی چې هغه دې د معلم عزیز په فکر روزل شوی وي. تاسې د معرفت هېڅ داسې زده‌کوونکی نشئ موندلی چې له هغه څخه یو بل معلم عزیز جوړ شوی وي. مثلاً چې هغه د معلم عزیز په څېر د سید، پښتون، تاجک یا اخوند ضد وي او یا دې د ایران پر ضد وي او یا دې مسیحي وي. په همدې ترتیب، هر هغه تور چې په معلم عزیز لګول کېږي، تاسې د معرفت ښوونځي پر زده‌کوونکیو او یا فارغانو هغه تور نشئ لګولی. د دې کار مانا دا ده چې موږ بل معلم عزیز نه دی تولید کړی.

د معرفت ښوونځي زده‌کوونکو خپل ځان په ما پورې نه تړي او زموږ د مدني زده‌کړو اساس همدا و چې کله یو زده‌کوونکی زموږ له لاسه تېرېږي او فارغېږي، هغه باید خپل فردیت درک کړي. مثلاً، موږ په ښوونځي کې له خپلو زده‌کوونکیو سره تمرینونه ترسره کول چې هغوی پر مدني افرادو بدل کړو. د زده‌کوونکیو د پارلمان جوړول زموږ د دې کار یوه بېلګه وه. موږ د خپلو زده‌کوونکیو لپاره یو تمثیلي پارلمان جوړ کړی و؛ څو زده‌کوونکي هلته د ښوونځي د مدیرانو او زما په ګډون د ټولو ښوونکیو پر وړاندې ودرېږي، خبرې وکړي او پر موږ مخامخ نیوکې وکړي.

د معرفت ښوونځي یو زده‌کوونکي د پارلمان په رسمي ناستو کې ما ته د خاین خطاب وکړ، البته خپل برخلیک ته یې خاین وبللم. هغه وویل، ته له ما سره خیانت کوې؛ ته باید یا ښوونکی واوسې او په خپل ټولګي کې واوسې او یا ښار ته ووځې او له سیاستوالو سره وګرځې. که دا دواړه کاره کوې، مانا یې دا ده چې زما له برخلیک سره خیانت کوې. هغه وویل، زه باید خپله لار مشخصه کړم، چې بالاخره کوم کار باید وکړم. دا زموږ د زده‌کړو پایله وه. کله چې به ما د خپل زده‌کوونکي داسې چلن لید، داسې احساس مې کاوه چې خپل کار مې په ښکل تر سره کړی دی او دې کار مثبته پایله لرله.

موږ خپل زده‌کوونکي داسې روزلي وو چې که پر موږ نیوکه وکړای شي؛ نو سبا ته محقق، خلیلي، محسني یا سید فاضل او بل هرڅوک په ټولنه کې پر هغه بابايي نشي کولای. دا خبره مې د بېلګې لپاره وکړله. په همدې اساس، په حقیقت کې مدني ښوونکی ما ته په معرف کې ښکار شو، خو که تاسې یا بل هر څوک له ما وغواړي چې زه زما هغه  پخوانی پوهاوی بې‌اعتباره او ختم کړم؛ نو زه نه دا کار لازم ګڼم؛ نه یې کوم او نه یې کولای شم. اوس هم په دې باور یم چې د افغانستان په ټولنه کې قومي بحثونو ته په دقیقه توګه لار نه ده پرانیستل شوې. اوس هم زما باور دا دی چې لا هم خلک دوکه کوي او اوبه خړوي او خپل ماهیان پکې نیسي او دا ښه کار نه دی. له همدې امله وایم، راشئ چې دا مسایل سره مطرح کړو، بحثونه او خبرې پرې وکړو او یوې پایلې ته ورسېږو.

زه د خپل قاتل مدافع وکیل نه یم!

فردوس: یو د پوهاوي د بې‌اعتباره کولو بحث دی، چې ستاسې په خبره له هغه تېر شوي یاست، او بل د هغه پوهاوي په توضیح کولو کې په یوه انساني مجموعه د ظلم تعمیمول یا عمومي کول دي. په دا دویمه برخه یې نیوکې کېږي؟

رویش: ګورئ، زه په دې باور یم، تر هغو چې یو پښتون له عبدالرحمن څخه خپله لار نه وي بېله کړې، زه نشم کولای چې د هغه مدافع وکیل شم. عبدالرحمن خان د هزاره‌ګانو د عام‌وژنې لپاره د قوم په نوم یوه غولونکې لوبه وکړله او دې عام‌وژنې ته یې ځېنې پښتانه سره راټول او بسیج کړل.  اوس چې یو پښتون راشي او ووايي چې د هغه لار له عبدالرحمن خان څخه جلا ده، دا باید زه نه، بلکې هغه یې پخپله تفکیک کړي. زه حنیف اتمر، انورالحق احدي، حامد کرزی او یوسف پښتون د عبدالرحمن خان په جبهه کې حسابوم. دوی باید پخپله عبدالرحمن خان محکوم کړي او خپله لار له هغه بېله کړي. زه ځکه دوی د عبدالرحمن خان په جبهه کې حسابوم؛ ځکه کوم لار چې عبدالرحمن خان پرانیستې ده، هغې لارې له زلمي خلیلزاد څخه خلیلزاد او له ما څخه معلم عزیز جوړ کړی دی.

د عبدالرحمن خان لخوا په افغانستان کې د قومي سیاست پر نبسټ پرانیستل شوې لار د دې لامل شوه چې د اشرف غني احمدزي په ټیم کې زما او د سلام رحیمي ځای او موقف ډېر زیات توپير ومومي. د اشرف غني په ټیم کې له سلام رحیمي سره زما ونډه پرتله کړي. که زه له سلام رحیمي سره خبرې وکړم، زه به له هغه وپوښتم چې تا د اشرف غني په کمپاین کې کوم داسې ګټور کار ترسره کړ چې له امله یې تا پيسې واخیستې، امتیاز دې ترلاسه کړ او په پای کې دې د ولسمشرۍ د دفتر ریاست ترلاسه کړ؟

د اشرف غني په کمپاین کې ما خپل ټول اعتبار وکاراوه؛ خپل حیثیت مې ورته وقف کړ او له اشرف غني څخه زما د ملاتړ له امله زما مور او پلار د خلکو ښکنځلې واورېدلې، خو د دې ټولو سربېره، کله چې د امتیازاتو د وېشلو وخت را ورسېد، اشرف غني را ولاړ شو او سلام رحیمي یې ارګ ته ورسره بوتلی او د خپل دفتر ریاست یې هغه ته ورکړ، خو ما ته یې ان زما یوه ډېره ساده پوښتنه هم را ځواب نه کړله. ما له اشرف غني څخه یوازې وغوښتل چې د کوچیانو او هزاره‌ګانو ترمینځ د شخړې حل‌لار اعلان او عملي کړه؛ څو دا ستونزه حل شي. زما دا منطقي غوښتنه، چې د ټول هېواد په ګټه وه، د دې لامل شوه چې هغه له ما سره کینه وکړي، خو سلام رحیمی او اتمر پخپله غني ته توهین وکړ او د هغه ابرو او عزت یې لوټ کړ، خو غني بیا هم له هغوی سره په یو لار تګ کاوه او امتیاز یې ورکاوه. د دې کار دلیل دا و چې اتمر او رحیمي پښتانه وو او زه هزاره وم.

محب او فضلي، ښاغلی غني په دین او دنیا رسوا، خوار او ذلیل کړ. د اشرف غني ټوله رسوايي د همدې دوو نفرو او د دوی د ټیم د ملګرو له امله وه، خو اشرف غني اوس هم هغوی د خپل زړه ټوټې ګڼي؛ ځکه هغوی پښتانه دي او ورسره پالي یې، خو ما ته یې له هماغه پیله د هزاره، پردي او دښمن په سترګه کتل. که دا خبره نه وه؛ نو ولې یې زما منطقي خبره نه اورېدله؟

له همدې امله وایم چې زه د اشرف غني یا تمر مدافع وکیل نشم کېدلی. اشرف غني باید راشي او دا ثابته کړي چې د ظالم عبدالرحمن وارث نه دی. له دې پرته، زه وایم چې غني د عبدالرحمن وارث دی. د سیدانو او قزل‌باشانو په اړه هم همدا مسئله مطرح ده. مخکې له دې چې ښاغلی سید عسکر موسوي یا سید محمد سجادي او یا ښاغلی هاشمي له ما څخه ګیله وکړي او یا زه له هغوی څخه دفاع وکړم، موسوي، سجادي او هاشمي باید راشي او دا ووايي چې سید فاضل دومره بد، ظالم او جافکار انسان و. یو غیر هزاره شیعه باید راشي او دا ووايي چې کله محسني، معلم عزیز ته د مغل‌زاده خطاب وکړ او هغه یې توهین کړ، دا کار یې بد و. محسني په خپله خپرنیزه خپرونه کې زه او زما همفکره ملګري د مغل‌زاده‌ګان نصر په نوم توهین کړو. محسني په خپله خپرونه کې موږ ته په اشارې کولو سره لیکلي و، هغه کسان چې دا ډول خبرې لیکي، په نطفه کې یې زیان دی؛ مانا حرام‌زاده‌ګان دي.

یو قزل‌باش باید راشي او دا ووايي چې دا سړی حرمونی نه دی، بلکې د هزاره‌ګانو حقونه غواړي او د ښکنځلو لایق نه دی. البته محسني د قزل‌باش په نوم پېژندل کېږي، خو دا نه ده معلومه چې هغه په کوم توکم پورې تړلی دی. په هر حال، زه د سید یا بیات یا قزل‌باش او یا تاجک مدافع وکیل نه جوړېږم. تاسې په مخکینۍ ناسته کې د «افشار» په اړه خبرې وکړې. یو تاجک باید راشي او له هغه چا څخه خپل صف بېل کړي، چې په افشارو کې یې عام‌وژنه وکړله. دا حداقل یو انساني بحث دی.

که دې ځای ته سره راورسېدو، زه هم راځم او وایم چې له محقق څخه خپله لار دا ډول بېلوم. ایا د تاجکو، پښتنو او یا ازبکانو په ټولنه کې چا زما په اندازه د خپل ځان او محقق یا خپل ځان او خلیلي ترمینځ د اړیکو او واټن پر تفکیک عمل کړی دی؟ ما په ډېر واضح توګه څرګنده کړې او ویلي مې دي چې په دې ځای کې له محقق سره مشترک ټکي لرم او په دې ګډه حوزه کې مې له هغه سره کار او مرسته کړې ده. له خلیلي سره مې په دې ځای کې مشترکه نکته لرله او دا کارونه مې له هغه سره یو ځای ترسره کړي دي او ترې منکر هم نه یم، خو زموږ د بېلتون لاملونه مې هم واضح کړي او ویلي مې دي چې دې شیانو موږ سره بېل کړي یو.

کله چې دې ځای ته را ورسېدو، د خلیلي یا محقق کارونه او سیاستونه په ما پورې مه تړئ. که داسې وي، زه باید ولې تورن شم؟ هو، زه په رښتیا هم دومره بې‌کاره نه یم چې له یو سید یا قزل‌باش څخه دفاع وکړم او دا ووایم چې دا یو یې مثلاً له سید فاضل یا محسني سره توپير لري. هغه باید پخپله ولاړ شي او دا ووايي چې زه د سید فاضل یا سید هادي یا محسني په کتار کې نه یم. که هغه و نه وايي، زه باید کوم کار وکړم چې ډېر منطقي او عادلانه وي؟ زه ملا نصرالدین نه یم چې هم دعوه وکړم او هم د خپل ځان پر وړاندې استدلال وکړم او ځان ملامت کړم. زه داسې نشم کولای چې پر خپل ځان عریضه وکړم او د هغې دعوې ځواب ووایم چې نورو پر ما بار کړې او د هغې دعوې له خاطره زموږ عام‌وژنه کوي، موږ یې منفور کړي یو او په موږک خورو او پیت پوزیو خرو هزاره‌ګانو یې بدل کړي یو او زه یې د اشرف غني په سترګو کې تر دې یو واړه انسان ته را ټیټ کړی یم، چې هغه ان ما ته ځواب لا نه راکوي او دا نه وايي چې زما د کار له امله ولسمشرۍ ته رسېدلی دی، ما ته څه ځواب لري؟

«روایت یک انتخاب» کتاب ما ولسمشرۍ ماڼۍ ته د اشرف غني له ورتګ څخه یو کال وروسته لیکلی دی. «روایت یک انتخاب» که بل هېڅ نه وي، حداقل د اشرف غني احمدزي او د هغه د ملګریو پر وړاندې یو سوال دی. هغوی ولې د دې پوښتنې ځوابولو ته چمتو نه دي؟

قانوني ولې مزاري ته د غول خطاب وکړ؟

فردوس: په تاسې دا نیوکه هم کېږي چې د قومونو په مینځ کې د کابل د جګړو له امله د رامینځته شوې کرکې او کدورت د ختمولو لپاره تاسې د ښاغلي خلیلي او محمد محقق له هڅو سره مخالفت وکړ. مثلاً، تاسې په خپل کتاب «بګذار نفس بکشم» کې د احمد شاه مسعود په تلین کې د ښاغلي خلیلي پر لومړنۍ وینا نیوکه کړې او لیکلي مو دي چې دې وینا، هزاره‌ګان او د وحدت ګوند فاغلګیر کړ. د انتقالي عدالت بحث پر خپل ځای، خو د مسعود په تلین کې د خلیلي وینا او د مزاري په تلین کې د قسیم فهیم وینا د ستاینې وړ کارونه وو او د کدورت په ختمولو او د ولسواکۍ، د سیاسي ګوندونو د ایتلاف او ګډ حکومت ته د ټولنې د چمتووالي لپاره ګټور وو. ولې باید له هغو سره مخالفت شوی وای؟

رویش: ګورئ، اصلي ستونزه دا ده چې خلیلي او په نورو قومونو کې د هغه په څېر سیاستوالو بهترین فصرتونه په ډېر بدل ډول وکارول او ضایع یې کړل. زه دا منم چې په هغه ناسته کې د خلیلي موخه نېکه او د ټولنې یووالی و ، خو دې خلکو له ډېرو ښو فرصتونو ډېره بده استفاده کړې ده. له هغې ډلې، یو یې همدا فرصت و. د احمد شاه مسعود د ترور تلین لکه د مزاري د مړینې د تلین په څېر د زړونو د یوځای کولو لپاره یو ښه فرصت دی، خو د احمدشاه مسعود د ترور په لومړني تلین کې څه پېښ شول؟

ښاغلی خلیلی ولاړ او د تضرع، بې‌چارګي او ملامتۍ له موضع یې خبرې وکړې او له همدې دریځه یې د مسعود ستاینه وکړله، خو له هغه وروسته په هماغه ناسته کې ښاغلی یونس قانوني، چې هغه وخت د پوهنې وزیر و او له هغه مخکې د کورنیو چارو وزیر و، د تریبون شا ته ودرېد او ویې ویل، د امر صاحب شهید یوه ځانګړنه دا وه، چې په درې پړاوونو کې یې په درې مورچلونو کې مقابله وکړله. هغه وویل چې لومړۍ جګړه، د شوروي اتحاد د تېري او اشغال جګړه و؛ دویمه جګړه، د زیات‌غوښتنې جګړه وه او درېیمه جګړه، د ترهګرۍ جګړه وه.

په اویایمه لسیزه کې د زیات‌غوښتنې یا ډېر څه غوښتلو پړاو څخه، چې پر خپل حق قانع نه وو،  د ښاغلي قانوني هدف د وحدت ګوند فعالان او د مزاري او وحدت ګوند هزاره‌ګان وو. د قانوني دې دریځ د هزاره‌ګانو په زړونو کې اورونه بل کړل او د زړونو د بېلتون لامل شو. هزاره‌ګان او د وحدت ګوند فعالان له همدې امله غافلګیر شول. کله چې هغوی د قانوني دریځ ولید، حیران شول چې خلیلي څه کوي او ولې د خپلې ملامتۍ له دریځه د مسعود ستاینه کوي؟ د مسعود ستاینه له یوې بلې زاویې هم شونې وه. که موږ له یو بل سره همدردي کوو او زړونه سره نږدې کوو، باید موږ هم د طعنې پر ځای د همدردۍ خبرې واورو. له ډېرغوښتونکيو او ترهګرو سره په یوه تله کې و نه تلل شو. که د کابل د لویدیځ مقاومت جګړه، چې د مسعود پر وړاندې جنګېدل، د ډېر غوښتنې او ځای غوښتنې لپاره وګڼل شي او موږ له طالب، ترهګرۍ، تېري او اشغال سره یو شی بلل کېږږ، هغه هم د همدردۍ په ورځ، بیا نو موږ کوم خوا روان یو؟

دا خبرې یوه عادي سړي نه دې کړې. دا خبرې د قانوني له خولې راوتلې دي. هغه په لنډمهالې اداره کې د کورنیو چارو وزیر او بیا وروسته د پوهنې وزیر شو او وروسته د ولسمشرۍ نوماند او د پارلمان رییس شو. د قانوني وینا په هغه وخت کې په ژوندۍ بڼه له ملي راډیو تلویزیون څخه خپرېدله او هماغه د خپرېدو په وخت کې خلکو د نوموړي د خبرو پر وړاندې غبرګونونه وښودل. د هغې ورځې پر سهار چې کله زه په کابل کې د وحدت ګوند د ولایتي شورا دفتم ته ورغلم، خلک راغلل او زه یې تر ګرېوان ونیولم او له ما یې وپوښتل چې موږ په کوم خوا روان یو؟ ما هغه وخت هلته د وحدت ګوند د ولایتي شورا په دفتر کې مسوولیت درلود. خلکو ویل چې قانوني ولې بې‌حیايي او بې‌شرمي وکړله او خلیلي بیا ولې د ملامتۍ له دریځه خبرې وکړې؟ د هماغه ورځې پر ماښام چې کله خلکو زه تر ګرېوان ونیولم، زه خلیلي ته ورغلم او له هغه مې وپوښتل چې تا څه وکړل او ولې دې د ملامتۍ او تضرع له دریځه خبرې وکړې؟ یونس قانوني ولې باید ستا په حضور کې هغسې خبرې وکړي او ته بیا په دې لهجه خبرې کوې؟ ټاکل شوې وه چې ښاغلی خلیلي یوه اونۍ وروسته ناسته رابولي او خپلې خبرې توجیه کړي او یا حد اقل د خلکو پر وړاندې خپلې خبرې بېرته ترمیم او جوړې کړي، خو کله چې دا جلسه جوړه شوه، ښاغلي خلیلي نه یوازې دا چې دا ماتې یې ترمیم نشوای کړه، بلکې نور یې هم بدتره کړله.

زما په اند، دا له ډېرو ښو فرصتونو څخه ډېره بده او ناوړه استفاده وه. دا هم باید ووایم چې په برچي کې د امام خمیني په مسجد کې د فهیم خبرې هم ډېرې رښتونې او ځوانمردانه خبرې وې. له هغو خبرو وروسته، زما په ذهن کې د فهیم انځور بېخې بدل شو. فهیم هلته په ډېر صادقانه ډول وویل چې هر کله یې د موټرو کاروان د کابل د لویدیځ په لور راځي؛ نو خپلو موټر چلوونکیو ته وايي چې د سیلو او افشار له لارې رانشي؛ ځکه چې د هغه او د هغه د ملګرو په امر په دې سیمو مرمۍ ورول شوې دي او دا سیمې ورانې شوې دي او دی نور دا ورانی نشي لیدلی. د کابل په لویدیځ او بیا د زیانمنو خلکو په مینځ کې دا ډول خبرو ډېر صمیمانه انعکاس پيدا کړ. له همدې امله و چې له هغې وینا وروسته، د کابل په لویدیځ کې هر چا فهیم ته د یو نږدې ملګري په سترګه ګتل او درناوی یې ورته درلود.

تاسې چې کوم انتقالي عدالت ته اشاره وکړله، په ډېرو برخو کې دا یو رښتیني اعتراف دی. په دې باندې اعتراف چې پخوا یوه ډېره بده او مرګونې پېښه شوې ده. دا پېښه باید نه وای شوې او اوس چمتو یم چې په جوړولو کې یې مرسته وکړم. همدا کار د دې لامل ګرځي چې مثلاً، تاسې بیا په دې بریالي کېږئ چې سویلي افریقا یا روانډا جوړه کړئ، خو کله چې داسې یو اعتراف ونشي او پر ځای يې د تعنې او ښکنځلو ژبه وکارېږي، قربانیان نور هم ځورېږي او زیانمېږي.

ما له ډېرو نومیالیو تاجکانو سره په دې اړه خبرې کړې دي. د چا نوم دلته نه اخلم، خو څو ځله مې هغوی ته ویلي دي چې راشئ، دا مسایل له سیاست څخه بېل کړو. که دا مسایل له سیاست څخه بېل نه کړو، سیاسیون به بیا له دې نومونو او جامو ګټه واخلي او هڅه به وکړي چې بیاځلې زموږ وینې وبهوي. زما نه خوښېږي چې مزاري او مسعود په افغانستان کې د قومي سیاست له بې‌ګناه قربانیانو څخه بېل وګڼم. دا سمه ده چې دوی د قومي جګړو پر را مینځته کولو او ګرمولو تورن دي، خو په دې جګړو کې د نورو پر پرتله دوی دوه پخپله هم ډېر زیانمن شول. مسعود د جهاد له ادرسه راغلی و او ټاکل شوې وه چې د روسیې ضد دیني مقاومت پر ملاتړ سره په اصطلاح د دې جهاد پر اتل بدل شي. مزاري هم چې د هزاره‌ګانو رهبري یې په لاس کې وه او هغوی د بابه لقب ورکړی و، د دې حق یې درلود چې په ټول هېواد کې د ملي او رښتوني شخصیت په یوې ښې بېلګې بدل شي، خو دوی دواړه د رامینځته شوي کړکېچ په جریان کې قرباني شول او د دوو قومي جګړه‌مارانو لقبونه یې ترلاسه کړل.

مسعود د تاجکانو له قضاوت څخه را وباسئ او پر ځای یې د هزاره‌ګانو، ازبکانو او پښتنو قضاوت ته پرېږدئ، ایا هغه همدومره پاک او سپېڅلی دی؟ واضح خبره ده چې دومره سپېڅلی هم نه دی. مزاري د هزاره‌ګانو له قضاوت څخه را وباسئ او د پښتنو او تاجکانو قضاوت ته یې پرېږدئ، ایا هغه هم همدومره پاک او سپېڅلی دی؟ ایا هغوی هم وايي چې دا بابا و او د ظلم پر وړاندې یې مبارزه وکړله او د مدنیت، ازادي غوښتنې او عدالت غوښتنې د تاریخ لار یې پرانیستله؟ واضح خبره ده چې هغوی داسې نه وايي. په دغه وخت کې تاسې دې ته متوجه کېږئ چې دا قضاوت یوازې په یوه قوم پورې محدود نه پاتې کېږي او زما له نظره دا یوه پېښماني ده. زه خلیلي، محقق، یونس قانوني، بسم الله خان او د ډاکتر عبدالله په څېر کسان داسې بولم چې د مزاري او مسعود پر دسترخوان را لوی شوي دي. دوی باید راغلي وای او دغه زخم یې رغولی وای؛ ځکه چې د هغوی امتیاز په رښتیا هم دوی ته رسېدلی و. چا له خلیلي یا محقق څخه دا امتیاز نه اخیست، خو دوی بیا هم مزاري او مسعود د خپلو ګټو پر دسترخوان بدل کړل. زه د هغو کسانو له ډلې وم چې په دغه دسترخوان نه ور سره کېناستم.

 سیاسي رهبرانو د امتیازاتو پر وېش هوکړې کولې!

فردوس: ښه، دا سمه ده چې ښاغلي قانوني په هغه ناسته کې ناسم دریځ درلود، خو په هغه مسجد کې د قسیم فهیم خبرې او بیا د مسعود په تلین کې د خلیلي او محقق ویناوې او په همدې شکل د مزاري د تلین په مراسمو کې د فهیم، قانوني او ډاکتر عبدالله خبرې په ټوله کې یو مثبت کار و او دا خبرې د ټولو په ګټه تمامېدې. ایا تاسې داسې فکر نه کوئ؟

رویش: اتفاقاً زه د هغو کسانو له ډلې یم چې دوی او د دوی دریځونو ته دا کریډیټ نه ورکوم. زما په نظر، دا مناسبتونه د دغو خلکو لپاره د امتیازاتو د وېشلو یو فرصت و؛ ځکه اوس یې لاش موندلی او باید داسې کار وکړي چې هغه په خپل مینځ کې سره ووېشي. واقعیت دا دی چې مزاري او مسعود دواړو هيلې لرلې. که څه هم دوی دواړو هغه وخت خپلې هيلې په ښه شکل سره توضیح نه کړای شوې؛ څو خپل افراد مدیریت کړي، خو دواړو هیلې لرلې او د هغو د ترلاسه کولو لپاره جګړو ته چمتو وو، خو له هغه وروسته د دوی دواړو وارثانو د امتیازیاتو پر وېش سیاسي شخړې لرلې او هڅې یې کولې چې هر یو خپل امتیاز مشخص کړي. نور نو د هیلې او ارمان په نوم څه نه و پاتې. د دوی راکړه ورکړه هم د دې لپاره وه چې دا امتیاز په اصطلاح په خپل مینځ کې په ښه شکل سره ووېشي. دوی به سره ویل چې د قرباني لاش دلته دی؛ دومره یې زما او دومره یې ستا، خو هېڅکله په دې فکر کې نه وو چې د دغو امتیازاتو یو برخه په خپلو ټولنو ووېشي.

کاش موږ د نظار شورا د مشرانو، قانوني، عبدالله، بسم الله خان یا عطا محمد نور او دوی ته ورته کسانو داسې خوځښت لیدلی وای چې په تاجکانو کې یې خلک پياوړي کړي وای. د تاجکانو په ټولنه کې له افرادو څخه زما موخه دا ده چې مثلاً د دې ټولنې روڼ‌اندي له شلو کلونو وروسته داسې ځای ته رسېدلي وای، چې په ټولنه کې د یو ارزښت یا ژبې خاوندان شوي وای، هغه وخت مو دا ویلای شوای چې قانوني، فهیم، عبدالله او یا بسم الله د تاجکانو په ګټه کار کړی دی، خو په پای کې موږ ولیدل چې د دوی هر یو یې د پیسو، ماڼیو او سترو پانګو خاوندان شول، خو تاجکان په پنجشېر او نورو ځایونو کې د طالبانو تر پښو لاندې شول. همدا لامل دی چې زه وایم، دې خلکو جفا وکړله.

د هزاره‌ګانو په ټولنه کې د خلیلي او محقق په اړه هم بېخې همدا خبره صدق کوي. کاش محقق او خلیلي له ترلاسه کړیو میلونونو ډالرو څخه په یو ځای کې په خپل نوم یو ښوونځی جوړ کړی وای؛ څو خلکو ویلي وای چې د دوی اولادونه د خلیلي یا محقق له برکته لوستي شول. که دوی داسې کار کړی وای، ما هغوی ته شاباسی ورکاوه. کاش دوی حد اقل په ټولنه کې یو انساني ارزښت دود کړی وای، چې اوس له هغه څخه یو کتاب یا یو فلیم پاتې وای. زما هدف هغه تبلیغاتي فیلمونه نه دي چې دوی د خلکو پر اوږو سپاره شول او هغوی یې وزبېښل، بلکې داسې یو فیلم چې که دوی یو انساني ارزښت دود کړی وای او په ټولنه کې یې پوهاوی او بصیرت خپور کړی وای، موږ به بیا هغه وخت ویلي وو چې دا په ټولنه کې د خلیلي یا محقق د ښو کارونو پاتې شونې دي. دوی دا کار و نه کړ. په همدې اساس د دوی خپلمنځي پخلاینه د قومونو ترمینځ د کدورت د ختمولو او پخلاینې لپاره نه وه، بلکې دوی د امتیازاتو په ترلاسه کولو سره پخلا شول. دوی د دې پر ځای چې خپلو ټولنو ته خدمت وکړي، هر یوه د امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره د خلکو له رایو استفاده وکړله. محقق د هزاره‌ګانو د رایو په نوم یو بوجۍ په شا کړې وه او ښاغلی خلیلي، قانوني، عبدالله او نور کسانو هم هر یوه، یوه یوه بوجۍ په شا کړې وه او خپل امتیازات یې پرې ترلاسه کول.

دوی بیا د رایو دغو بوجیو ته د رایو د بانک نوم ورکاوه او بیا یې د دغو بانکونو د خاوندوانو په توګه هغه په خپله خوښه په هر چا او په هر قیمت خرڅول. مثلاً، ویل به یې چې د عطا محمد نور د رایو بانک څومره قیمت لري؛ د جنرال دوستم د رایو بانک څومره قیمت لري؛ د محقق د رایو بانک څومره قیمت لري؛ د خلیلي د رایو بانک څومره ارزښت لري او د ډاکتر عبدالله د رایو بانک څومره قیمت لري. د رایو دغه بانکونه خرڅېدل. ما دغسې فکر نه درلود. همدا لامل و چې ما د خپل کار په بدل کې له خلیلي څخه پیسې وا نه خیستلې. له محقق او اشرف غني احمدزي سره د کار له امله مې هم پيسې وا نه خیستلې؛ ځکه ما داسې احساس درلود، کوم کار چې دوی د خلکو لپاره ترسره کوي، د هغه ارزښت له هغو پيسو څو چنده زیات دی چې ما ته یې راکوي. اتفاقاً ما د دوی پیسو ته اړتیا هم نه لرله. له ځان سره مې فکر کاوه چې د ډوډۍ، د موټر د تېلو او د موبایل د کریډيټ پيسې پخپله ترلاسه کولای شم، څه ضرورت دی چې زه له هغوی څخه د پیسو ترلاسه کولو تمه ولرم؟ ما له دوی څخه دا تمه لرله چې راشئ او ټولنه جوړه او پیاوړې کړئ. دوی ولې دا کار و نه کړ؟ کله چې دوی ټولنه پياوړې نه کړله، زه دا وایم چې د دوی هېڅ حرکت هم ولسوالک، انسان‌محوره او انسان‌دوسته حرکت نه و. دا د دوی د خپلو امتیازاتو د تضمین لپاره یو فرصت‌طلبه حرکت و.

ایا سیاسي رهبرانو هېڅ مثبت کار و نه کړ؟

فردوس: فکر نه کوئ چې ستاسې دا لید بېخې ډېر مطلق‌ګرایانه نه دی چې ګنې دوی هېڅ مثبت کار نه دی کړی او دوی هېڅ کار د خلکو او ولسواکۍ په ګټه نه و؟ دې کار په هر حال مثبتې پایلې هم لرلې.

رویش: ستاسې خبره سمه ده. دې حرکتونو په همدې حد کې هم ښې پایلې لرلې، خو کاش چې هغوی سالم نیت لرلای. «انماالاعمال بالنیات». زه د دغو خلکو د نیتونو خبره کوم او د دوی پر نیتونو اوس هم شکمن یم، خو کارونه یې په نسبي توګه ښه او مثبت ګڼم. مثلاً، ښاغلي خلیلي او محقق دا ښه کار وکړ چې له ولسواکۍ، بشر حقونو، زده‌کړو، سوله‌ییز ژوند، بیان ازادۍ، د ښځو له حقونو او دې ته ورته نورو ارزښتونو څخه یې ملاتړ وکړ او خلک یې بیاځلې د جګړو، توپک او تاوتریخوالي په لور تشویق نه کړل. خو زما برداشت دا دی، دوی نور په دې پوهېدل چې د توپک له شپېلۍ ډوډۍ نشي پيدا کولای، خو له ولسواکۍ څخه په ملاتړ ښه غوړه ډوډۍ ترلاسه کولای شي؛ نو ځکه یې همدا کار وکړ. د دې ټولو سربېره، د دوی دا کار ښه و. دوی کولای شوای چې غرونو ته وخېژي او جګړه پیل کړي. دوی دا کار و نه کړ او راغلل د مدني ژوند له معیارونو سره همغږي شول. قانوني، بسم الله او عبدالله هم ښه کار وکړ چې راغلل او له ولسواکۍ یې ملاتړ وکړ. دوی مثلاً کولای شول چې له اخوانیزم او بنسټ‌پالنې دفاع وکړي او په یو بل ګلبدین بدل شي. دوی ډېر ښه کار وکړ چې له هغو منفي خوځښتونو سره یې تمایل ښکار نه کړ، خو دوی چې په کومو شرایطو او موقیعت کې وو، دا ډېر وړوکی کار دی. ته چې د ولسمشر مرستیال واوسې، د پوهنې وزیر واوسې، د کورنیو چارو وزیر واوسې، د بهرنیو چارو وزیر واوسې، د پارلمان وکیل واوسې او د یوې ټولنې دایمي سیاسي مشر واوسې او بیا راشې او ووایې چې تاسې له دې امله خوښ واوسئ چې تاسې مو له یو او بل سره په جګړه کې ښکېل نه کړئ او موږ هم ووایو چې شاباس! تاسې په رښتیا هم مېړانه وکړله.

ټوکې ته ورته یو په زړه‌پورې کېسه درته کوم. په یاد مو وي چې دا یو تاریخی کیسه ده. لومړی ځل په ۲۰۰۲زیږدیز کال کې ما ښاغلی اشرف غني احمدزی او محمد محقق، چې هغه د پلان وزیر و، سره پخلا کړل او اشرف غني د محقق کور ته ورغلی. په دې وخت کې زه تازه د کلیر لاکهرټ په واسطه له اشرف غني سره بلد شوی وم. په دې وخت کې لا د انتقالي دورې حکومت و. اتفاقاً په هغه شپه ښاغلی دای‌فولادي هم موجود و. ښاغلي محقق ماښامنۍ چمتو کړې وه. دا لومړی ځل و چې دوی د بې‌نظمۍ له دورې وروسته سره لیدل. ښاغلي محقق د ټوکو او کیسو کولو عادت لري. د خپلو کیسو په لړ کې یې وویل، کله چې زه کوچینی وم، مږیتانه مې په جنګ اچول او کله چې ستر شوم، …. مخکې له دې چې هغه خپلو خبرو ته ادامه ورکړئ، ما په اصطلاح وار ړومبی کړ او ومې ویل، کله چې ستر شوې، انسان دې په جنګ سره واچول.

له دې وروسته د یو څه وخت لپاره چوپتیا خپره شوه، تر دې چې بیا ښاغلي دای‌فولادي مداخله وکړله او دا خبره یې توجیه کړله چې دا جګړې د اړتیاوو او شرایطو له امله وې او … په هر حال، ما په هغې شوخي سره غوښتل څو دا واقعیت بیان کړم چې محقق په ماشومتوب کې مږیتانه سره جنګول او په لویني کې یې انسانان جنګول. زما نظر دا و، اوس چې محقق یو سیاسي رهبر او وزیر دی، هغه د دې وړتیا لري چې هېواد د بهبود پر لور بوځي. اشرف غني ته مې هم هغه وخت وویل چې که ته په رښتیا هم غواړې چې په ټولنه کې ستونزه حل شي، په کوڅو او بازار کې د پښتنو او هزاره‌ګانو ستونزه نه حلېږي. لار یې دا ده چې مثلاً له محقق سره دې اړیکې ښې کړې او په ښکاره د هغه تر څنګ ودرېږي؛ څو د هزاره‌ګانو په ټولنه کې عمومي باور خپل کړې او په دې ترتیب سره د بنسټیزې ستونزې د حل لپاره لار پرانیزې. محقق ته مې هم وویل چې که له اشرف غني احمدزي سره خپله ستونزه حل کړې، ورو ورو تا ته هم د پښتنو په ټولنه کې د باور پیدا کولو زمینه برابرېږي. محقق ته مې هغه وخت وویل چې کله د حکومت دننه له تاجک او پښتون سره پخلا شې او مسایل حل کړای شې، په کوڅه او بازار کې دعوه نه کېږي او که د خلکو ترمینځ کومه دعوه هم وي، هغه په محکمه کې حلېږي، خو ایا دې سیاسیونو هماغه زما په نیت دا کارونه کول؟ زه په دې اړه شکمن یم. رښتیا دا دي چې خلیلي او محقق له شلو کلونو وروسته ان خپل اولادونه هم په سالم ډول و نه روزل، دا خو بېخې لرې خبره ده چې دوی د هزاره‌ګانو ټولنه په یوه پياوړې او سالمه ټولنه بدله کړي. د بسم الله او عبدالله او قانوني په څېر اشخاصو په اړه ډېر نپوهېوم چې اولادونه به یې څه ډول روزلي وي او څومره به له عصري نړۍ سره همغږي وي څو وکولای شي چې په ټولنه کې یو مثبت تحول تمثیل کړي، خو په دې پوهېږم چې د هغومره  پيسو، فرصتونو او امکاناتو په لرلو سره دوی د تاجکانو په ټولنه کې د پام‌وړ کار ترسره نه کړ او که احیاناً د یو یا دوو نفرو زامنو او لوڼو طب، انجینري او یا حقوق هم لوستي وي، دا ډېره ستره کارنامه نه ګڼل کېږي.

Share via
Copy link