عبدالکریم میثاق امین پیژندنه

Image

مترجم: نصیر احمد تره‌کی

د تره کي او امین د مالیې د وزیر عبدالکریم میثاق د خاطرو په کتاب کې داسې پیښې راپور شوي چې د افغانستان له سیاسي تاریخ سره علاقه لرونکو ته د حیرانتیا خبره ده. میثاق په خپل کتاب کې د امین سیاسي افکارو، د امین او تره کي ترمنځ د شخړې د پیل کیسه او د تره کي د قتل کیسه د امین له خبرو څخه په داسې ډول بیان کړې ده چې د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند، د لوړ پوړو مشرانو په نورو کتابونو کې نه تر سترګو کیږي. په دې کتاب کې نورې حیرانوونکې پیښې لکه د ثور له کودتا مخکې د خلق دیموکراتیک ګوند څخه د امین له ایستلو سره د ببرک کارمل مخالفت هم بیان شوی دی.

د عبدلکریم میثاق د سیاسي خاطراتو کتاب د خاطرو او تیرو خبرو تر سرلیک لاندې په وزیري کچه او وړ صحافت د امیري خپرندویه ټولنې له لور ي په ۶۰۰ مخونو کې چاپ شوی دیدا کتاب په روان میلادې کال کې چاپ شو. د عبدالکریم میثاق د کورنۍ غړو د کتاب په پیل کې یوه سریزه لیکلې او ویلي یې دي چې دا کتاب یې د لیکوال په خپله غوښتنه، د هغه له مړینې وروسته خپور کړی او چاپ کړی دی. داسې برېښي چې د دې کتاب ځينې برخې، په تېره بيا هغه برخې چې د افغانستان د خلق دموکراتيک ګوند د جوړېدو په اړه د اووم د ثور تر کودتاه پورې روایت شوي، له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو تر وتلو مخکې ليکل شوي دي.

عبدالکریم میثاق د خپل خاطرو کتاب د خلق دیموکراتیک ګوند د لومړۍ کنګرې له جوړېدو څخه په ۱۳۴۳ لمریز کال د مرغومى میاشت کې پيلوې او د ۱۳۶۸ کال د کب په میاشت کې د جنرال شاهنواز تڼي په کودتا سره پای ته رسوي. د کتاب په پای کې لیکوال له ډاکټر نجیب الله سره د خپلو غونډو راپور ورکړی دی خو د ده د کتاب تر ټولو په زړه پورې او مهمه برخه د تره کي او امین د دورې کیسې دي. د ثور له کودتا وروسته عبدالکریم میثاق د مالیې وزیر وټاکل شو. په ​​ورته وخت کې د مالیې وزارت سره نوموړی د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند د سیاسي بیرو غړی هم و. د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند سیاسي بیرو ورځني سیاست مهمې پرېکړې وروستۍ کولي. عبدالکریم میثاق هڅه کړې چې د یوه عیني شاهد په توګه د تره کي او امین د پریکړو بهیر، کړنې او سیاسي افکار راپور کړي. د امین پیژندل، د هغه د کړنو او همدارنګه د هغه د اغیزمنتیا کچه په تره کي باندي، د ثور له کودتا وروسته د پیښو او بدلونونو په اړه پوهیدلو کې ډیره مرسته کوي.

حفیظ الله امین

څرګنده ده چې د مرغومى اووم د کودتا طرحه کوونکی او فرمان ورکوونکی حفیظ الله امین وو. په زړه پورې ده چې په ۱۳۵۷ کال کې امین د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند سیاسي بیرو غړیتوب نه و ترلاسه کړی. د ۱۳۵۷ کال د غوايي میاشتي په ۵ مه نېټه د میر اکبر خیبر د فاتحې له مراسمو وروسته د کابل په کارته پروان سیمه کې د سلیمان لایق په کور کې د خلق دیموکراتیک ګوند سیاسي بیرو غونډه وکړه. په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې دغه ګوند به د داوود خان د حکومت پر وړاندی هیڅ حرکت نه کوي او حتی د مې په لومړۍ نېټه به د کارګر د ورځې نمانځل هم ځنډوي، تر څو د تیر حکومت د غصې لامل نه شي. له همدې امله، د خلق دیموکراتیک ګوند ډیری مشران د مرغومى اووم کودتا د امین د خپلسریو پایله ګڼي. عیني شاهدان او د خلق دیموکراتیک ګوند ټول غړې چې د خاطرو کتابونه یې خپاره شوي دي، په دې موافق دي چي د مرغومى اووم کودتا د امین لخوا طرحه او اجرا شوه، پرته له دې چې لومړی منشي، دویم منشي او د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند سیاسي بیرو په جریان کې وي. یو بل ټکی چې په اړه یې عمومي تړون موجود دی دا دی چې د مرغومى اووم له کودتا وروسته امین ډیر ځواکمن شو. د خلق دیموکراتیک ګوند ځینې مشران په دې باور دي چې د مرغومى اووم له کودتا وروسته امین په حقیقت کې د دغه ګوند تر نامه لاندې واک ته ورسېد. دې قضیو ته د عبدالکریم میثاق په کتاب کې په تفصیل سره بیان شوي. پردې سربېره د میثاق امین پیژندنه، د هغه د کتاب خورا په زړه پورې او مهمه برخه ده. په بل عبارت د عبدالکریم میثق کتاب ، د لیکوال راپور د امین د شخصیت، پریکړو، چلند او سیاسي افکارو په اړه لیکل شوی دی.

د امين او عبدالکريم ميثاق تر منځ اړيکې هم يوه په زړه پورې کيسه لري. لکه څنګه چې په کتاب کې راغلي، عبدالکریم میثاق او د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند د سیاسي بیرو نورو غړو امین د ثور له کودتا مخکې یو بې نظمه شخص ګڼلی و او د تنظیمي اصولو په نه مراعاتولو یې شک کاوه. په ۱۳۵۶ کال کې امین د خلق او پرچم د دوو ډلو په یووالي مخالف و او حتی په ۱۳۴۶ کال کې یې تره کي ته وړاندیز وکړ چې خلقیان دې بیل ګوند جوړ کړي. د داوود خان د بهرنۍ تګلارې له بدلون سره، د خلق او پرچم دوه جلا شوې ډلې د شوروي اتحاد د کمونست ګوند او په سیمه کې د نورو لیننیسټ ګوندونو په منځګړیتوب سره یو ځای شوې. د یووالي تړون داسې و، چې پرچمیانو تره کی د عمومي منشي په توګه ومنلو او خلقیانو هم ومنله چې د ګوند سیاسي بیرو، مرکزي کمیټه او دارالانشا به د دواړو ډلو تر منځ په ۵۰-۵۰ برخو وویشل شي. د خلق دیموکراتیک ګوند ټولو سیاسي بیرو د یووالي دغه فورمول منلی و، خو امین چې په هغه وخت کې د خلق ګوند د نظامي ارګانونو مسوول و او له پوځ سره یې کار کاوه، هغه د ګوند په مشرتابه کې د ۵۰ سلني پرچمیانو د شتون مخالف و. او هغه د پوځي سازمانونو د یووالي څخه انکار کولا. د دې په غبرګون کې عبدالکریم میثاق او د خلق دیموکراتیک ګوند د سیاسی بیرو پاتې غړو پریکړه وکړه چې امین له ګوند څخه وباسی، خو د تره کي او کارمل له مخالفت سره مخامخ شول. د امین له ګوښه کولو سره د کارمل مخالفت د هر چا لپاره عجیب و. میثاق په خپل کتاب کې لیکي چې کارمل ورته وویل چې یو شمیر پښتانه ځوانان د امین په شاوخوا کې راټول شوي دي او هغه په ​​اردو او پولیسو کې پر پښتنو افسرانو هم نفوذ لري او میر اکبر خیبر هم په ورته حالت کې دی، او که دا دواړه له واکه وویستل شي. د ګوند د پرمختګ غوښتونکې کیڼ اړخې ځواک لپاره تاوان د ګټې څخه ډیر دی. میثاق د تره کي له قوله هم لیکلي دي چې د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند د وخت عمومي منشي غوښتل چې د امین د بنسټپالنې سره، د هغه غوښتنه د سیاسي بیرو غړیتوب ته ارتقا ورکول وو. میثاق لیکي چې تره کي ټولو ته ویلي چې که امین سیاسي ډګر ته د ننوتو امتیاز ترلاسه کړي، د هغه د اصولو څخه تيښته او ویجاړتیا مخه به ونیول شې. داسې ښکاري چې کارمل هم هڅه کوله چې میر اکبر خیبر سیاسي بیرو ته راولي. د میثاق له کتاب څخه معلومیږي چې کارمل او تره کي هڅه کوله چې امین او خیبر سیاسي بیرو ته راولي. بله منطقي پایله دا کېدای شي چې شورویانو د خلق دیموکراتیک ګوند ته د امین اتقا کولو ملاتړي وو ، نه د هغه د ایستلو، له همدې امله کارمل اندېښمن و چې که امین له واکه و ایستل شي، د پرچمي لښکر يوه برخه د خيبر په شمول به هم ورسره ولاړه شي او یو خپلواک سازمان به جوړ کړي، لکه څرنګه چی طاهر بدخشي له خلق ډلي څخه جلا او د افغانستان د زیارکښانو انقلابي سازمان يې جوړ کړ.

عبدالکریم میثاق چې د مرغومى اووم له کودتا مخکې له ګوند څخه د امین د ایستلو پلوی و او یو وخت یې له طاهر بدخشي سره د بې ګټې دلیلونو له امله د خلق ګوند له مرکزي کمیټې څخه هغه د ایستلو لپاره رایه ورکړې وه، له کودتا وروسته، هم د هغه مخ پر ودې ځواک څخه ویره درلوده. هغه په ​​خپل کتاب کې څو ځله یادونه کړې چې امین او د هغه د نظامي ملاتړو حلقه ورځ تربلي پیاوړې کیدله، تنظیمي اصول یې له پامه غورځولي وو او دوی د تره کي په شاوخوا کې هم حلقه جوړه کړې وه چې د امین له فلټر پرته د خلق دیموکراتیک ګوند عمومي منشي ته څوک نه شواي رسیدلی. خو واک ته د امین له راتګ او د تره کي له وژلو وروسته د امین په اړه د میثاق نظر بدلیږي. لکه څنګه چې هغه په ​​خپل کتاب کې ویلي، چې هغه د امین د واکمنۍ پرمهال هغه ته وفادار پاتې شوی. یو ځل په کابل کې د شوروي سفارت د تره کي له وژلو وروسته میثاق ته ورغی او له هغه یې وغوښتل چې له نورو هغو کسانو سره یو ځای شي چې د امین پر وړاندې یې د تره کي ملاتړ کاوه او شوروي اتحاد ته ولاړ شي، خو میثاق انکار کولو وروسته امین ته راپور ورکړ. یو ځل بیا د ختیځې اروپا یو هیواد ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ببرک کارمل یو بې طرفه ملګری میثاق ته راغی او ورته ویې ویل چې امین پاتې کیدونکي نه دی او باید په هغو هڅو کې برخه واخلي چې موخه یې د یو ځای ناستي حکومت جوړول دي. بیا د وخت د مالیې وزیر دا وړاندیز په کلکه رد کوي. داسې ښکاري چې امین هم په میثاق باور درلود او په دي عقیده و چې هغه به له خپلو مخالفو ځواکونو سره یوځای نشي. له همدې امله د امين د افکارو، پرېکړو او څرګندونو په اړه د ميثاق راپور د قناعت وړ دى.

د امین فدرال غوښتنه

د لیکوال له نظره خاطرو او تیرو خبرو د کتاب یوه په زړه پورې برخه د امین د واکمنې، د سیاسي افکارو په اړه د عبدالکریم میثاق لیکنه ده . د میثاق له کتاب څخه داسې ښکاري چې امین غوښتل په افغانستان کې د شوروي اتحاد د حکومت نمونه کاپي کړي. شوروي اتحاد د دې هیواد د ۱۹۷۷ په اساسي قانون کې د څو ملیتونه دولت په توګه تعریف شوی چې هر « ملت» یو خپلواک جمهوریت لري، او د دې جمهوریتونو په دننه کې، خپلواکه سیمې هم په پام کې نیول شوي. همدغه جمهوریتونه د شوروي اتحاد له ړنګیدو وروسته خپلواک دولت ـ ملتونه شول. د میثاق د راپور له مخي امین د تره کي له وژل کېدو او واک ته له رسېدلو وروسته د اساسي قانون د تعدیل لپاره یو کمېسیون جوړ کړ، چې مشري یې هغه په ​​خپله غاړه وه، خو د خپل مصروف مهال ویش له امله د هغه وخت د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعی جوزجاني خپل سرپرست او د دغه کمېسيون د مشر په توګه يې وټاکه. عبدالکریم میثاق په خپل کتاب کې یادونه کړې چې امین دغه کمیسیون ته ویلي و چې افغانستان باید په نوي اساسي قانون کې د یو څو ملیتي فدرالي حکومت په توګه په رسمیت وپیژندل شي تر څو هر یو «ملت» یوجمهوریت ولري او په دې جمهوریتونو کې «لکه څنګه چې اړتیا وي» خپلواکه سیمې په پام کی ونیول شې.

د واکمن امین په اړه چې کوم فکر وجود لري، هغه یې یو پښتون پال فاشیست ګڼلي دی، خو د میثاق راپور د هغه د افکارو په اړه ښیي چې دغه واکمن، افغانستان د څو ملیتونو څخه جوړ هېواد ګڼلو، لکه څنګه چې هر«ملیت» ته یې د یوه نظام لرو حق ورکړې وو. دا باور د « پښتون فاشیست » له دودیز تعریف څخه لرې دی. یو فاشیست پښتون ټول افغانستان او د هغې اوسیدونکي د «افغان/پښتون ملت» په توګه ګڼي او په دې خاوره کې د بل قوم په شتون باور نه لري. یو نسل لرونکی پښتون د «افغان» او «افغانستان» له کلمو قومي تفسیر لري. همدارنګه یو فاشیست پښتون چې ښکاره بېلګه یې د څلورم جمهوریت په وخت کې اسماعیل یون و، یوازې پښتانه د افغانستان د خاورې او دولت خاوندان ګڼي او موخه یې د ټول هېواد پښتونول دي. که څوک د افغانستان په جغرافیه کې د څو ملیتونو په شتون باور لري او له هغې هاخوا د هر «ملت» لپاره جلا دولت/جمهوریت غواړي، د هغه فاشیست دریځ لږ تر لږه تر پوښتنې لاندې راځې. خو د غير پښتنو په اړه د امين تبعيضي نظر د ميثاق په کتاب کې څرګند شوى دى. ميثاق ليکلي دي چې امين د تره کي په وخت کې خپل ورور عبدالله امين د تره کي په منظوري د شمال زون د د مقرراتو د مشر په توګه وټاکه. د میثاق د لیکنو له مخې عبدالله امين، د کندوز په سپین زر شرکت کې يې د خروټي قوم اړونده ه کسان چې د کندوز ولایت د ارچي دښتي کې اوسېږي د ځان شاوخوا راټول کړل او د شمال له نورو خلکو سره يې تبعيضي او له کرکې ډک چلند پيل کړ.د میثاق له لیکنو څخه داسې ښکاري چې عبدالله امین په شمال کې له ځانه بل ګل محمد خان مهمند جوړ کړی وو.

د امین فدرال غوښتنه که سمه وي، دا په ډاګه کوي چې هغه د امیر عبدالرحمن خان څخه وروسته ، یوازینی واکمن دی چې نور مرکزيت یې نه غوښتلو. د عبدالرحمن خان څخه وروسته د افغانستان ټولو واکمنانو هڅه وکړه چې په مرکز کې د واک د لا زیات مرکزي کولو لپاره د هغه مثال تعقیب کړي. که د امین د افکارو په اړه د میثاق راپور سم وي، هغه به یوازینی واکمن وپیژندل شي چې د عبدالرحمن خان نمونه یې د خپل مثال په توګه نه ګڼله. دعبدالکریم میثاق په وینا، امین غوښتنه وکړه چې په پام کې نیولي فدرالي حکومت کې باید د څو ملیتونو پارلمان هم شتون ولري. خو هغه په ​​دې اړه نور جزئيات نه دي وکړې چې آيا د امين له خوا په پام کې نیول شوی پارلمان، د ظاهر شاه د واکمنۍ د وروستيو لسيزو پارلمان و، چې هغه پکې غړى و او که د شوروي اتحاد د عالي شورا په څېر بل څه.

د ډيورنډ په اړه د تره کي او امين نرم دريځ

د عبدالکریم میثاق د کتاب له لوستلو مخکې، ما فکر کاوه چې امین شاید د افغانستان په سیاسي تاریخ کې یوازینی واکمن وي چې د پاکستان پر خاوره یې ښکاره ادعا درلوده او په رسمي ډول یې د اوسني پاکستان د پښتنو او بلوڅو سیمې یي د افغانستان د خاورې په توګه اعلان کړې وې. خو میثاق په خپل کتاب کې یادونه کړې په ټلویزیون کې د خپلو نعرو او په ګوندي حلقو کې د خپلو ویناوو برعکس، امین د ډیورنډ کرښې او د پښتونستان د مسلې په اړه خورا نرمه او انعطاف منونکې تګلاره درلوده.هغه لیکي چې امین فکر کاوه چې د هغه واکمنۍ ته اصلي ګواښونه په ګوند کې دننه د کارمل او تره کي عادې ملاتړي او په پاکستان کې میشت جهادي اسلامپال ځواکونه دي. د لومړي ګواښ د له منځه وړلو لپاره، د هغه وخت د بل هر لیننیسټ او سټالینیسټ حکومت په څیر، هغه د حقیقي او احتمالي مخالفینو د بندي کولو، شکنجه کولو او اعدامولو تګلاره غوره کړې وه. د میثاق په وینا، د امین جاسوسانو د تره کي او کارمل د احتمالي ملاتړو په اړه د امین د وراره اسدالله امین په مشرۍ د “کام” استخباراتي سازمان ته راپورونه ورکول او بیا یې هغه کسان نیول، شکنجه کول او په ځینو مواردو کې اعدامیدل. میثاق لیکلي چې امین په پاکستان کې د میشتو جهادي ځواکونو د ګواښ د له منځه وړلو لپارله امریکا او اسلام اباد سره د اړیکو د عادي کولو فکر کاوه چې له دغو دوو هیوادونو سره د اړیکو عادي کول به دا ستونزه هواره کړي. د میثاق د راپور له مخي امین غوښتل چې د پښتونستان او ډیورنډ کرښې مسلې ته د حل لاره وموندل شې. د میثاق د لیکنو له مخي داسې ښکاري چې امين غوښتل له پاکستان څخه د امنيتي او غير امنيتي تضمينونو او امتيازونو د ترلاسه کولو په بدل کې د ډیورنډ د رسمیت د ردولو او د پښتونستان د خپلواکۍ غوښتنه دې پرېښودل شي. د میثاق له کتاب څخه څرګندیږي چې د تره کي تګلاره د واکمنۍ په پای کې هم همداسی وه. د ډاکټر نجيب الله د بهرنيو چارو وزير عبدالوکيل چې د تره کي د واکمنۍ په لومړيو څو مياشتو کې د بهرنيو چارو د وزارت لوړ پوړی چارواکی هم و، د خپل يادښتونو په کتاب کې ليکلي چې د مرغومی اووم له کودتا وروسته يې په کابل کې د پاکستان د سفارت د هغه وخت له سرپرست سره دوستانه ليدنه کړې وه.هغه لیکلي دي چې په هغه غونډه کې پاکستاني دیپلومات وویل چې اسلام اباد د مرغومی اووم مسله د افغانستان داخلي مسله ګڼي، خو نوی حکومت باید دا تضمین ورکړي چې پاکستان ته د انقلاب د راوستلو او د پښتونستان او ډیورنډ کرښې د مسلې د ګرمولو ادعا نه کوي. عبدالوکيل ليکي چې کله يې تره کي ته د غونډې راپور ورکړ، هغه په ​​غوسه شو او ویې ویل چې د افغانستان د بهرني سیاست څخه د انقلاب د نه اعلانولو او د پښتونستان د خپلواکۍ د غوښتنې د ختمولو ضمانت نشي ورکولی. خو د خپلې واکمنۍ په وروستیو ورځو کې همدې تره کي د کیوبا په پلازمېنه هاوانا کې د پاکستان د هغه وخت د پوځ له مشر جنرال ضیاءالحق سره ناسته درلوده. له هاوانا څخه د راستنېدو پر مهال تره کي په رسمي ډول د کابينې غونډې ته خبر ورکړ، چې ضياءالحق ته يې وويل، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ هیڅ شی نه ویشل کیدونکې پاتې ندي او غوره ده، چې د دواړو هېوادونو ستونزه ژر تر ژره هواره شي.

د میثاق په وينا، تره کي په دې غونډه کي وويل ، چې د پښتونستان ستونزې ته بايد د حل لاره وموندل شي او په نږدې راتلونکي کې به د پاکستان د بهرنيو چارو وزير له ده او نورو دولتي چارواکو سره د ستونزې د حل او بحث په موخه کابل ته راشي. د میثاق په وینا، د ډیورنډ او پښتونستان مسله د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند په لومړي کنګره کې هم تر ټولو جنجالي بحثونه وو. په هغه کنګره کې ځینو کسانو وړاندیز کړی و، چې د ډیورنډ غیر رسمي کول او له افغانستان سره د پاکستان د پښتون میشتو سیمو د یوځای کیدو غوښتنه باید شامله شي خو له ډېرو بحثونو وروسته پایله دا شوه، چې ګوند د ډیورنډ کرښه په رسمیت نه پېژني او دا ادعا د پښتنو او بلوڅو د خپلواکۍ د حق ملاتړ کوي چې د پاکستان تر واکمنۍ لاندې دي. دا په حقیقت کې د هغه وخت د شاهي کورنۍ تګلاره هم وه.

د تره کي پر وړاندي د کودتا په اړه د امین راپور

د ۱۹۷۹ کال د سپټمبر میاشتیې په ۱۱ مه نیټه د تره کي د هاوانا له سفر څخه راستنېدل د میثاق په کتاب کې بله په زړه پورې کیسه ده. هغه ليکلي چې د تره کي په دفتر کې ډیرې کارکوونکي د امین کسان وو. د ميثاق په وينا، د کابينې په غونډه کې پرېکړه شوي وه، چې تره کي به د شوروي له لارې کيوبا ته لاړ شي. میثاق په خپل کتاب کې ویلي چې امین ډیر لیواله و چې د تره کي پر ځای په دې سفرلاړ شي، خو په ښکاره ډول روسانو دا سفر داسې ترتیب کړی و چې امین به په پلاوي کې نه وي او تره کی به له هاوانا څخه له راستنیدو وروسته به د هغه وخت د شوروي حاکم برژنیف سره لیدو ته کرملین ته لاړ شي. داسې انګیرل کیږي چې تره کي له هاوانا څخه د بیرته راستنیدو پر مهال په مسکو کې له برژنیف سره ولیدل. او د دې لیدنې په ترڅ کې برژنیف له هغه څخه غوښتي وو چې امین له حکومتي واکه لرې کړي او په یوه هیواد کې یې سفیر وټاکي او یا هم د حکومت او ګوند سره د هغه اړیکې پرې کړي. د عبدالکریم میثاق د لیکنو په وینا، د امین کسانو هغه ته د تره کی د برژنیف سره د لیدنې او د هغه د سفر په جریان کې د دوی د احتمالي پریکړې په اړه خبر ورکړ او امین کابل ته د تره کی له رارسیدو دمخه د ځان ساتنې لپاره بشپړ چمتووالی نیولی و.

میثاق لیکلي چې د تره کي الوتکه له هاوانا څخه د راستنیدو په لاره کې د خواجه رواش په هوايي ډګر کې په عادي توګه ښکته نه شوه. د هوايي ډګر ځغاستې ته له نېږدې کېدو وروسته الوتکه یو ځل بیا لوړوالی وکړ او د کابل په فضا کې د څلویښت دقیقو دورې په جریان کې بیرته پر ځمکه کېناسته. د ميثاق په وينا، د تره کي په هوايي ډګر کې تود هرکلى وشو او ارګ ماڼۍ ته له رسېدو وروسته يې له ټولو وزيرانو وغوښتل چې د کابينې غونډې ته لاړ شي. د کابینې په غونډه کې تره کی او امین یو بل ته په دښمنۍ سره کتل. د ميثاق د لیکنو په وينا، تره کي له ضياالحق، فيډل کاسټرو او برژنيف سره تر ليدنې د راپور ورکولو وروسته يې د کابينې غړو ته وويل، چې په حکومت کې د ننه او ګوند کې د سي آی اې ګوډاګې شتون لري، چې بايد ژر تر ژره لرې شي. ميثاق ليکلي دي چې د تره کي دې خبرې د امين په مخ کې غوسه راوپاروله. د ده د لیکنې له مخې د کابینې ټول غړي په دې پوهېدل چې تره کي موخه د سي آی اې ګوډاګي، امین دی. د کابینې تر غونډې وروسته، لکه څنګه چې د میثاق په خپله لیکنه کی بیان کړې، تره کی د نظامي وزارتونو وزیران رخصت کوي، مګر ټول ګوندي او دولتي ملکي چارواکي د چای څښلو لپاره سلام خانې ماڼۍ ته بیایي. هلته تره کي ټولو ته وايي چي «ملګري برژنیف» غواړي چي موږ د سي آی اې ګوډاګې له خپل منځ څخه لیري کړو. له هغې دوه ورځې وروسته تره کی میثاق ته زنګ ووهی چې هڅه وکړی که په کور کې وی له کوره د نه راوځی. تره کي په یو ډول میثاق ته خبر ورکوي چې د سي آی اې د ګوډاګې د له منځه وړلو لپاره عملیات روان دي. له دې خبرو وروسته د امين وراره اسدالله امين د ميثاق کور ته راځي او خبر ورکوي چې نن ماښام د افغانستان راديو د کورنيو چارو وزير اسلم وطنجار، د مخابراتو وزير سيد محمد ګلابزوى، د استخباراتو رييس اسدالله سروري او د سرحدونو او قبایلو چارو وزير شېرجان مزدوریار له دندې ګوښه کیدو خبرونه خپروي. همدغه کس میثاق ته وایي چې تره کی مخکې د دې کسانو د ګوښه کولو مخالف و، خو اوس له کاره ایستل شوی دی. میثاق د امین وراره ته وایي چې د تره کي پر وړاندي کودتاه شوې ده، اسدالله امین ځواب ورکوي چې تره کی د “انقلابي اقدام” په واسطه له واکه لیرې شوی دی. دوی د خبرو په منځ کې دي کله چې د اګسا مرستیال عزیز اکبري، امین ته یو وفادار شخص میثاق ته زنګ وهي او ورته وايي چې ژر تر ژره د امین وراره رخصت کړي. سبا سهار وخت امين، ميثاق او د سياسي ګوند نور غړي د ارګ ماڼۍ ته راوغواړي او هلته به ورته د تره کي پروړاندې د کودتا راپور ورکړي. د تره کي پروړاندې د کودتا په اړه د امين راپور، د ميثاق په کتاب کې له جزئياتو سره د خلقي ډلې د نورو مشرانو په يادونو کې څه نه تر سترګو کېږي.

په زړه پورې ده چې امين د ګوند سیاسی بیرو ته په خپل راپور کې وايي چې تره کي د کابينې د هماغه څلورو وزيران سره چې له دندو ګوښه اعلان شوي وو، د خپلسري اعدامونو، توقيف او شکنجې تګلاره په داسې حال کې پلي کړې چې دى يې مخالف و. امين اوس هم د تره کي د شخصيت څخه شکايت کوي او په پای کي وايي چي تره کي د هيواد لپاره د نوي اساسي قانون د جوړيدو مخالف وو، په داسي حال کي چي هغه تل د اساسي قانون غوښتونکی و، او همدا اختلافونه د تره کي او د کابينې هغه څلور وزيران د سي آی اې د ګوډاګې په نوم یې د هغه د وژلو هڅه وکړه خو پخپله یې پر وخت عمل وکړ او د واک چارې یې په لاس کې ونیولې. په همدې غونډه کې امين د ګوند سياسي بیرو په ​​اشارې سره پوهوي چې تره کي نور زنداني دی. د ګوند سیاسي بیرو پریکړه وکړه چې راتلونکې ورځ به د مرکزي کمیټې پولينوم غونډه کوي. دا غونډه د تره کي ګوښه کوي او پر ځای یې امین راولي، د ګوند سیاسي بیرو او مرکزي کمیټې ټول غړي د امین راپور مني، او هیڅوک د تره کي د برخلیک په اړه چې هغه چیرته دی پوښتنه نه کوي او کله چې میثاق دا مسله راپورته کوي هغه د امین له قهرجن غبرګون سره مخامخ کیږي. امین د ګوند سیاسي بیرو او مرکزي کمیټې ته په راپور کې اعلانوي ​​چې روسان د ده ملاتړي دي نه د تره کي، په داسې حال کې چې ټولو ته معلومه وه چې تره کي ته وفادارو څلورو وزیرانو د شوروي په سفارت کې پناه اخیستې ده. میثاق په خپل کتاب کې ښيي چې له واکمن امین سره یې کومه ستونزه نه درلوده.

د امین ژور باور په شوروي په باندي

د میثاق د یادونو له کتاب څخه څرګندیږي چې امین په روسانو ژور باور درلود او فکر یې کاوه چې برژنیف هغه خپل متحد ګڼلی و او کارمل، تره کي او بل څوک له هغه غوره نه ګڼي. یو وخت د شوروي د سفارت یو دیپلومات میثاق ته راځي او ورته وايي چې امین د هغه د وژلو پلان لري او دا سفارت غواړي چې هغه شوروي ته انتقال کړي تر څو هلته د تره کي له نورو پلویانو سره د امین پروړاندي کار وکړي، خو ميثاق امين ته د دي مسلي نه راپور ورکوي د ميثاق په ځواب کې امين وايي چې په کابل کې د شوروي سفير ولاديمير پوزانوف پرچمې شوي او د هغه پر ضد کار کوي، په داسې حال کې چې برژنيف هغه غواړي. امین بیا میثاق ته وایي چې تره کي یې هم د پوزانوف په هڅونه وژلی و، که نه نو اراده یې درلوده چې د ټول عمر لپاره یې په ارګ کې بند وساتي. وروسته امین له مسکو څخه غوښتي چې پوزانوف له دندي ګوښه او پر ځای یې بل څوک وټاکي، مسکو پوزانوف ته بلنه ورکوي او پر ځای یې بل څوک وټاکل. پوزانوف د داوود خان په وخت کې په کابل کې خپل ماموریت پیل کړی و. د میثاق په وینا کله چې امین او تره کی له ګوند او حکومت څخه د پرچم ډلې د ویستلو پریکړه وکړه، هغه یې مخالفت وکړ، مګر امین په ځواب کې وویل چې پوزانوف کارمل او پرچمیان د سفیرانو په توګه ټاکلي دي.

میثاق په ۱۳۵۸ کال د مرغومي د میاشتي په شپږمه نیټه د تاج بیګ ماڼۍ په میلمستیا کې چې د امین د واکمنۍ وروستۍ ورځ وه هم حضور درلود. هغه په ​​خپل کتاب کې یادونه کړې چې په هغه میلمستیا کې امین د هغه وخت د ګوند سیاسي بیرو ته وویل چې روسان به د دې ماڼۍ امنیت په غاړه واخلي، کوم چې له ارګ ماڼۍ څخه یې نوی خپل د کار دفتر راوړی دی او نیولی یې دی،او هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د ده ژوند له خطر سره مخامخ کړي. هغه نه پوهیده چې روسان به پخپله د هغه ورځي په ماښام د ده ژوند پای ته ورسوي. د میثاق په کتاب کې د شوروی اتحاد یا لینینیزم سره د امین د بې وفایی هیڅ نښه نشته. د میثاق په وينا، امين د امريکا او پاکستان د اړيکو د ښه کولو د تګلارې پر بنسټ يې پلان درلود، چې له واشنګټن سره د يو ډول باور د رامنځته کولو په موخه هغه امريکايي کورنۍ چې په امريکا کې يې د زده کړو پر مهال د دوى په کور کې ژوند کاوه، غوښتل کابل ته را وغواړي. د امريکې د حکومت په پټو اسنادو کې چې اوس عامه دي، د سي آی اې او يا کومې بلې امريکايي ادارې سره د امين د پټو اړيکو په اړه څه نه دي ويل شوي. د میثاق په خپل کتاب کې ارزونه دا ده چې مسکو امین نه غوښتلا خو هیڅکله یې امین ته دا خبره نه ده څرګنده کړې. له امین سره په خبرو کې مسکو تل هغه ته د نه بدلیدونکي مشر په توګه اشاره کوله، خو مسکو د هغه له خپلو خلقي او پرچمي مخالفینو سره مرسته کوله چې د ده پر وړاندي راپاڅي او کودتا وکړي تر دې چې په ۱۳۵۸ کال کې کودتا وشوه.

د ۱۹۷۹ کال د سپتمبر په میاشت کې، له هغه ځایه چې امین له تره کي سره په مقابله کې سر نه دی ټیټ کړی، مسکو د ترسره کولو په وړاندې ودرېد او پرته له دې چې بل فرصت برابر شي، د ښکیلتیا پرته بله چاره نه درلوده. امین په شوروی پالنه کی له کارمل او تره کي کم نه و، هغه تر روسانو ډیر شوروی پال و، خو داسې ښکاري چې مسکو فکر کاوه چې د امین په شتون کې داسي ټول شموله حکومت نشته چې د خلق دیموکراتیک ګوند ټولې ډلې د یوه کاریزماتیک مشر تر چتر لاندې سره یو موټی وي.

د شوروي او امین مخالفتونه

د میثاق د یادونو په کتاب کې د تره کي او امین د حکومتونو د بهرني سیاست او د مسکو د سیاست تر منځ مخالفتونو ته هم اشاره شوې ده، چې ښيي شوروي اتحاد د دوی له بهرني سیاست څخه ډېر راضي نه و. تره کي او امین له شمالي کوریا سره، چې د چین یو متحد و او له مسکو سره یې ډېرې دوستانه اړیکې نه درلودې، نږدې تګلارې تعقیب کړې. د میثاق په وینا، په ایران کې د خمیني د نوي رامنځته شوي حکومت پر وړاندې د تره کي او امین دښمني پاله سیاست د مسکو له بهرني سیاست سره سمون نه خوري. د میثاق د لیکنو له مخې مسکو له خپلو متحدو دولتونو تمه لرله چې په ایران کې د امریکا ضد خمیني له رژیم سره دښمني پاله تګلاره و نه لري. تره کي او امین د خلق دیموکراتیک ګوند د واکمنۍ پروړاندي د هرات د ۲۴ هستوګنو له پراخ پاڅون وروسته اعلان وکړ چې ایران په هرات کې د دغه وضعیت په رامنځته کولو کې رول درلود. دې دریځ له تهران سره د تره کي او وروسته د امین د حکومت اړیکې د دښمنۍ تر پولې پورې ورسولې. د میثاق له کتاب څخه داسې څرګندیږي چې دا مسله د څو مليتي فدرالي نظام ترڅنګ د شورویانو او امین تر منځ د اختلاف اصلي ټکی وو.

هغه مسلي چې په کتاب کې ندي منعکس شوي

دستګیر پنجشیري او صالح محمد زیري د امین د واکمني په دوره کې د خلق دیموکراتیک ګوند لوړ پوړي غړي وو او د ګوند سیاسي بیرو غړیتوب یې هم درلود، خو دوی د خپلو خاطرو په کتاب کې د امین د فدرال غوښتني په اړه څه نه دي لیکلي. ښايي علت يې دا وي چې د دستګیر پنجشيري د امين په سل ورځنی واکمنۍ کې د درملنې لپاره ډېر وخت په شوروي اتحاد کې تېر کړ وي او د هغه د واکمنۍ په وروستيو ورځو کې بېرته راستون شو او له ډېرو پېښو خبر نه و. صالح محمد زیري ښايي د مصلحت له امله څه ونه لیکي. د امین د سیاسي ګوند یو بل غړي عبدالحکیم شرعي جوزجاني چې لا ژوندی دی، په یوه فیسبوکي لیکنه کې د شوروي د سلاکارانو د امین د فدرال غوښتني سره مخالفت تایید کړ. د امين د بهرنيو چارو وزير ډاکټر شاه ولي چې تر اوسه ژوندى دى، د امين په اړه خپل يادونه او هاوانا ته د تره کي د سفر او له برژنيف سره د هغه د شخصي خبرو جزئيات نه دي ليکلي. له همدې نظره د عبدالکریم میثاق د یادښتونو کتاب د امین او تره کی د واکمنۍ د دورې د سیاسی تاریخ له مهمو ماخذونو څخه دی. د ببرک کارمل په وخت کې میثاق په کور کینول شو او د ډاکټر نجیب د واکمني پرمهال د ملي روغې جوړې د تګلاري پر بنسټ د کابل ښاروال وټاکل شو. میثاق له ډاکټر نجیب سره د خپلو لیدنو په راپور کې د «ملي پخلاینې له تګلارۍ» سره د ببرک کارمل د دښمنۍ او د پخواني شوروي د وروستي واکمن میخاییل گرباچف له سیاستونو سره د ببرک کارمل د مخالفت په اړه د هغه څرګندونې راټولي کړي دي. د میثاق په دې راټول شوو لیکنو کې د ډاکټر نجیب داسې کومه نوې خبره نشته چې د خلق دیموکراتیک ګوند د نورو لوړ پوړو کسانو په یادښتونو کې نه وي یاد شوی. دا خبره ټولو ته څرګنده ده چې ډاکټر نجيب د امين زياتره ملګري او همکاران چې په هغو کې ډاکتر شاه ولي، عبدالقدوس غوربندي، عبدالحکيم شرعي جوزجاني او يو شمېر نور کسان له بنده خوشې کړل او وروسته يې په مهمو ګوندي او دولتي دندو وګمارل. تر څو کارمل ته د وفادارو ډلو پر وړاندې خپل دریځ پیاوړی کړي. عبدالکریم میثاق د ډاکټر نجیب پر وړاندي د شاهنواز تڼي په کودتا کې برخه نه وه اخیستې او کله چې ببرک کارمل واک ته ورسید لکه د دستګیر پنجشیري او صالح محمد زیري په څیر یې د «ملګري تره کي له قاتل» سره په لاس لرلو پښيماني ونه ښوده. په هرصورت، د تره کي او امین د دورې ځینې مهم پرمختګونه د میثاق په کتاب کې ندي راپور شوي. د بېلګې په توګه په دې کتاب کې په هرات کې د ۱۳۵۷ کال د کب د میاشتی د ۲۴مې پاڅون او دې پېښې ته د تره کی او امین غبرګون په تفصیل سره نه دی مطرح شوی. د شوروي د حکومت اسناد ښيي چې له دې پېښې وروسته تره کي او امین په افغانستان کې د شوروي د پوځي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو غوښتنه وکړه چې د نورو احتمالي پاڅونونو پر وړاندې له خپل حکومت سره پوځي مرسته وکړي. د دې دورې بله مهمه پېښه د بګرام او خواجه رواش په هوايي اډو کې د سرو لښکرو د یو شمېر ځانګړو ځواکونو او چورلکو ځای پرځای کول دي. د شوروي د استخباراتو هغو ځانګړو ځواکونو چې په ۱۳۵۸ کال کې یې د امین د وژلو لپاره عملیات کړي وو، په بګرام او خواجه رواش کې ځای پرځای شول او د هغه ځای له ټولو شته امکاناتو یې کار واخیست. په بګرام او خواجه رواش کې د شوروي د یو شمېر پوځیانو له خپلسرې ځای پرځای کېدو د مسلي په اړه د مرغومي له شپږمې پېښې مخکې، د میثاق په کتاب کې هېڅ یادونه نده شوي.

عبدالکریم میثاق په ټول کتاب کې ځان د خلق دیموکراتیک ګوند د تنظیمي اصولو او نظرونو پابند ګڼي او له کارمل سره د هغه د مخالفت لامل په یو ډول د امین له محاکمې پرته د وژلو او د کارمل د عمومي منشي پوست ته “غیر اصولي” ټاکنه پوري تړاو ورکوي. خو دا دې پوښتنې ته په روښانه ډول ځواب نه ورکوي، چې ولې د تره کي له محاکمې پرته د وژنې او د هغه پروړاندي له کودتا سره، له امين سره همکارۍ ته دوام ورکړ او ګوند يې پرېنښود؟ خو له دې ټولو سره سره د تره کي او امین د دورې په اړه د خاطرو او تیرو خبرو تر سرلیک لاندې کتاب د پوهې یوه مهمه سرچینه ده.

Share via
Copy link