له طالبانو سره د خبرو اترو تاريخ؛ د مولوي عطاالرحمن سليم روايت

Image

پاډکسټ: شفاهي تاریخ

خبرې اترې: له مولوي عطاالرحمن سلیم سره

برخه: لومړۍ

موضوع: له طالبانو سره د خبرو اترو تاريخ؛

د مولوي عطاالرحمن سليم روايت

مرکه کوونکی: فردوس کاوش

ايډيتر: صديق دقیق

ټولو کسانو ته سلامونه چې دا خبرې اترې لولي او اوري. د شفاهي تاریخ پاډکسټ په دې خپرونه کې له مولوي عطاالرحمن سلیم سره خبرې اترې کوو. د ښاغلی مولوي سلیم وروستۍ دنده د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي مصالحې عالي شورا مرستیالي وه. له ۲۰۰۲م څخه تر ۲۰۰۴م کال پورې د موقت او انتقالي حکومتونو په موده کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال و او څه موده یې د دغه وزارت سرپرستي پر غاړه وه. د موقت او انتقالي حکومتونو تر جوړېدو مخکې، د ملا محمد عمر په مشرۍ د طالبانو د لومړي امارت پر وړاندې د مقاومت په دوره کې، ښاغلی مولوی عطاالرحمن سلیم د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست او د مقاومت جبهې مرکچي و. هغه مهال یې له طالبانو سره د مقاومت د استازي په توګه خبرې اترې کولې. تر مقاومت مخکې، په هغه دوره کې چې د استاد برهان الدین رباني په مشرۍ « د افغانستان اسلامي دولت» را منځته شو، ښاغلی سلیم د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال و او هغه مهال یې هم د حکومت په استازیتوب له طالبانو سره مذاکرات کړي وو. د ښاغلي مولوي عطاالرحمن سليم لنډه پېژندنه او پر کومو موقفونو چې يې کار کړی دی، دا په ډاګه کوي چې هغه یو باتجربه مرکچي دی او له طالبانو سره یې په ډېرو خبرو اترو کې برخه اخیستې ده. هغه له طالبانو سره د خبرو اترو د تاریخ په یوه برخه کې رول درلود او دا ډله له نږدې پېژني. هغه په ۱۹۹۴ کال کې د طالبانو له را څرګندېدو، تر ۲۰۲۱ کال پورې له طالبانو سره په خبرو اترو او له دغې ډلې سره د سولې په هڅو کې ښکېل وو. د شفاهي تاریخ پاډکسټ په دې برخه کې، له ۱۹۹۴څخه تر ۲۰۰۱ پورې دوره باندې بحث کوو، چې د طالبانو د تحریک له را څرګندېدو پیل کېږي او د ملا محمد عمر د امارت په سقوط سره پای ته رسېږي. ښاغلی عطاالرحمن سلیم د ټولو هغو مذاکراتو کیسه کوي چې په دې موده کې يې له طالبانو سره کړي دي. د دې پاډکسټ موخه لکه له نومه چې يې ښکاري، د افغانستان د شفاهي تاریخ روایت ثبتول دي.

کاوش: ښاغلی مولوی عطاالرحمن سلیم، سلامونه! د شفاهي تاریخ د پاډکسټ له معمول سره سم، مهرباني وکړئ په پیل کې د خپل ځان په اړه معلومات ورکړئ، چې په راتلونکي کې هغه څوک چې دا خبرې اترې لولي یا اوري تاسو دقیق وپېژني. د امکان په صورت کي، مهرباني وکړئ خپل لنډ ژوندلیک را ته واضح کړئ؟

سلیم: زه هم تاسو ته سلامونه وړاندي کوم او د افغانستان د تاریخ په اړه له تاسو د شفاهي روایت ثبتولو په پار مننه کوم. دا نوښت ډېر د قدر وړ او ستر خدمت دی. خدای دې تاسو په دې لاره کې بریالي لري. زما نوم عطاالرحمن او تخلص مي سلیم دی. په ۱۳۴۴ کال کې د سربندي په نوم په یوه کوچني کلي کې نړۍ ته راغلی یم. دا کلی د پنجشېر ولایت د حصه‌ی دوم ولسوالي په کرامان دره کې موقعیت لري. لومړنی ښوونځی مې تر يو حده د کرامان په ښوونځي کې ولوست. بيا څه موده د کابل په قول آب چکان سيمه کې د لومړني ښوونځي زده کوونکی وم او تر هغه وروسته مې د پاکستان په بېلابېلو دیني مدرسو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ.

د دیني زده کړو په لومړي پړاو کې مې د پاکستان بلوچستان ايالت د مچه سيمې په تعليم القرآن مدرسه کې قرآن کریم بشپړ حفظ کړ او تر هغه وروسته مې د خيبر پښتونخوا په مختلفو دیني مدرسو کې زده کړو ته دوام ورکړ. له لومړنیو زده کړو مې پیل وکړ او پرله پسې مې ديني درسونه ولوستل چې بلاخره مې په ۱۹۸۸ کې د حدیثو دوره بشپړه کړه او د پېښور له امداد العلوم جامعې څخه فارغ شوم. په ۱۹۹۲ کال کې مې له پېښور پوهنتون څخه په اسلامياتو کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ؛ البته ما مخکې له وفاق‌المدارس عربي پاکستان څخه په دیني علومو کې بله ماسټري ترلاسه هم کړې وه؛ ځکه چې د دې موسسي شهادت نامه د ماسټرۍ له سند سره معادل ګڼل کېږي. پر هغې ماسټري سربېره مې د پاکستان د الجامعة ‌الاسلامیة للعلوم والتقنیة پوهنتون څخه، چې د رابطه عالم اسلامی اړونده وه، د « قضاء او شریعت » په برخه کې، چې د پېښور په حیات اباد کې ده، يوه بله ماسټري هم ترلاسه کړه.

په همدې بهیر کې د پېښور په اسلامي اکاډمي کې، چې د مجاهدینو د انتقالي حکومت اړوند وه، استاد وم او درس مې ور کاوه. په ورته وخت کې، په پېښور کې د الجامعة الاسلامیة په نوم د یوې دیني مدرسې مدير او استاد هم وم. په ۱۳۷۱ کال کې په افغانستان کې د مجاهدینو د حکومت له جوړېدو سره مې په پېښور کې ټولې درسي بوختیاوې پای ته ورسولې او کابل ته راستون شوم. کابل ته په راتګ سره مې سملاسي د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې، د ملي اتل شهید احمدشاه مسعود تر څنګ، د اسلامي ارشاد په برخه کې دولتي دنده پیل کړه. وروسته د حکومت د رهبري د لزوم ديد پر بنسټ ملي راډیوـ ټلوېزیون ته تبدیل شوم او په راډیوـ ټلوېزیون کې مې، د اسلامي معارف د ريیس په توګه، اسلامي خپرونې چمتو کولې او د هغو څارنه مې کوله. وروسته د اړتیا پر بنسټ د آمر صاحب شهید له لارښوونې سره سم او د استاد شهید د حکم پر بنسټ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته ولاړم او د هغه وزارت د پلان او بهرنیو اړیکو د ريیس په توګه مې دنده پيل کړه. څه موده وروسته د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مسلکي معیین په توګه وګومارل شوم او څه موده د هغه وزارت سرپرست هم وم.

د طالبانو له خوا د کابل تر نيولو او د هېواد شمال ته د افغانستان د اسلامي دولت تر شاتګ وروسته د نورو دندو تر څنګ مې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سرپرستی مسوولیت هم پر غاړه و. کله چې په ۱۳۸۰ کال کې د طالبانو له بیا نسکورېدو سره  کابل ته راستانه شوو، هماغه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرستي مې لا هم پر غاړه وه. د موقتې ادارې له رامنځته کېدو او د حج او اوقافو د وزير په توګه د مولوي صاحب محمد حنيف بلخي تر ګومارل کېدو وروسته، مې د وزارت د لومړي يا مسلکي مرستیال په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړ او د ولسمشرۍ تر لومړیو ټولټاکنو پورې پر همدې دنده وم.

بیا مې نږدې لس کاله د افغانستان د اسلامي او علمي څېړنو په مرکز کې دنده درلوده او په ۲۰۱۴ کال کې د ملي یووالي حکومت تر جوړېدو وروسته مې د سولې عالي شورا د مرستیال په توګه، چې مشري یې د ملي اسلامي محاذ ګوند محترم مشر پیر صاحب سيد احمد ګیلاني کوله، د سولې د پروسې په لړ کې دوامداره هڅې وکړې او د انجنیر صاحب حکمتیار په مشرۍ له اسلامي ګوند سره د مرکچي پلاوي د ريیس په توګه مې هم مهم رول ولوباوه. د ملي مصالحې د شورا تر جوړېدو وروسته د دې شورا مرستيال شوم. د ماموريت په ټوله دوره کې مې مې د سولې لپاره له هیڅ ډول هڅو ډډه و نه کړه.

البته د یادوني وړ ده چې د طالبانو تر را څرګندېدلو او د سپین بولدک تر نيولو مخکې موږ د هېواد د ملي اتل د لارښوونې پر بنسټ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له چوکاټه بهر د «علماو چارو ادارې» په نوم یوه اداره جوړه کړه. په دې اداره کې زموږ دنده په هېواد کې دننه له دیني عالمانو او له هېواده بهر مېشتو افغان علماوو سره اړیکې ټینګول وو. زموږ موخه دا وه چې د اړیکو په ټینګولو او همغږي رامنځته کولو سره، له کورنیو علماوو څخه د کار اخیستلو زمینه او د اړتيا په صورت کې له بهر څخه د عالمانو د راستنېدو اسانتیا برابر کړو او که نه، نو لږ تر لږه داسې شرایط چمتو کړو چې له هغه ځایه يې د رغنده پروګرامونو له لارې ملت او خلکو ته خیر ورسېږي.

په هغه وخت کې اکثره بهر مېشتي دیني عالمان په پاکستان کې وو او ځینې یې په عربي هېوادونو یا نورو اسلامي هېوادونو کې اوسېدل؛ نو د همدې دفتر له لارې له هغو دیني عالمانو سره، چې په پاکستان کې وو، په اړیکه کې وو او د هغوی له لارې مو له هغو پاکستاني دیني عالمانو سره چې د استاد برهان الدین رباني په مشرۍ د افغانستان له اسلامي دولت سره یې ستونزه نه درلوده همغږي او اړیکې درلودې. د دې ادارې رياست هم زما په غاړه و.

کله چې طالبان په کندهار کې راڅرګند شول او سپین بولدک ولسوالي يې ونیوله، د اسلامي دولت له لارې له هغوی سره په اړیکه کې شوو او د علماوو د چارو د ادارې له لارې مو په هېواد کې دننه او بهر له طالبانو سره ډېرې اعلان شوې او نا اعلان شوې ناستې وکړې. زه فکر کوم چې زما د ژوند، زده کړو او دندو په اړه به همدومره معلومات کافي وي.

د ديني مدرسو نصاب

کاوش: مخکې له دې چې له طالبانو سره د مذاکراتو موضوع ته لاړ شو، زه غواړم یوه بله پوښتنه وکړم چې له دې موضوع سره تړاو نه لري، خو د هغو کسانو لپاره چې زموږ د مرکې موضوع تعقیبوي، اړینه ده.

که ممکن وي را ته وواياست چې د افغانستان او پاکستان د دیني مدرسو نصاب څنکه دی؟ کله چې یو طالب مدرسي ته داخل شی تر څو چې فارغېږي، په کومو څانګو کې زده کړه کوي او په کومو برخو کې متخصص کېږي؟

سلیم: د وخت په تېرېدو سره د دیني مدرسو نصاب یو څه بدل شو. هغه درسونه چې په تېرو لسیزو کې د افغانستان په دیني مدرسو کې تدریسېدل، د مضمونونو د شمېر له پلوه ډېر محدود وو، خو هغو درسونو ته ورته وو چې د پاکستان په دیني مدرسو کې لوستل کېدل. کله چې زه نوی د پاکستان د یوې مدرسې زده کوونکی شوم، نصاب یې د افغانستان له دیني مدرسو سره ډېر توپیر نه درلود. البته، د پاکستان په دیني مدرسو کې یو یا دوه مضمونونه زيات وو او دیني نظام يې ډېر منظم و. کله چې یو څوک د دیني مدرسې یا د دیني علومو زده کوونکی شي، له صرف او نحوې، یا هماغه د عربي ژبې له ګرامر او د فقهې له درسونو څخه خپل درسونه پیل کوي او په پای کې د تفسیر او حدیث تر دورو وروسته له مدرسې فارغېږي.

په ټوله کې په یوه دیني مدرسه کې زده کړه له پیل څخه تر پایه پورې، د حدیثو د دورې په ګډون، شاوخوا لس کاله وخت نیسي. له څلوېښتو کلونو را په دېخوا د اسلام د پیغمبر صلی‌الله‌علیه وسلم سیرت، د ترجمې تخصصي دوروې، د قرآن کریم تفسیر او د اسلام تاریخ د دیني مدرسو په نصاب کې شامل شوي دي. صرف، نحو، عقاید، منطق، فقه، د فقهې اصول، حدیث، د حدیثو اصول، دقرآن کریم ترجمه او داسې نور هغه مضمونونه دي، چې یو زده کوونکی یې زده کوي او کله چې یې دا مضمونونه زده کړل، د تفسیر او حدیث دورو ته ننوځي. د مدرسي فارغ باید دا ټول مضمونونه زده کړي.

د حدیثو په دوره کې د حدیثو شپږ کتابونه یا صحاح سته لوستل کېږي چې د حدیث لویه دوره یا غټه دوره بلل  کېږي. البته، د تفسیر او حدیثو کوچنۍ دوره د حدیثو تر لويې دورې مخکې لوستل کېږي. د حدیثو د دورې تر پای ته رسولو وروسته د فضیلت یا فراغت پګړۍ پر سر کوي او له مدرسي څخه فارغېږي. په وروستیو کلونو کې د هند د دیوبند په دارالعلوم، د پاکستان د کراچي په دارالعلوم او څو نورو دارالعلومونو کې هم ځینې نور علمي او عصري مضامين تدریسېږي.

له مدرسې څخه تر فراغت وروسته که څوک غواړي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، بيا د حدیثو، تفسیر او افتاء په برخو کې تخصصي زده کړي کوي او ورو ورو د شیخ یا مفتي کېدو مرحلې ته ور نږدې کېږي. دغه تخصصي زده کړي دوه کاله او یا تر هغه ډېر وخت نیسي. البته د مفتي کېدو مرحلې ته رسېدل او د حقیقي فتوا صادرول ډېر سخت کار دی، ډېر لږ کسان دې مرحلې ته رسېدای شي.

په دې وروستیو کې له بده مرغه د رامنځته شویو ناخوالو له امله معیارونه له پامه غورځول شوي او هغه کسان چې په همدا دوه کلنه تخصصي دوره کې لوستې وي، ځانونه مفتيان او د فتوا ور کولو اهل ګڼي. همدا اوس داسې کسان شته چې همدغه دوه کلنه دوره لوستې ده او ځانونه مفتيان بولي. په داسې حال کې چې په دې دوه کلنه دوره کې دوی یوازې د افتاء اساسات او طریقې زده کوي او د مفتي کېدو په مرحله کې وي، په تېرو وختونو کې دا تخصصي دورې یوازې په دیوبند دارالعلوم ، کراچۍ، لاهور او نورو کې وې، خو اوس د خيبر پښتونخوا د مدرسو په ګډون په ګڼو مدرسو کې هم شته.

کاوش: که اجازه راکړئ، مخکې له دې چې اصلي موضوع ته ورشو، د څو اصطلاحاتو د تعریف په اړه یوه بله پوښتنه هم وکړم. د دې اصطلاحاتو تعریف له موږ سره مرسته کوي چې د خبرو اترو موضوع خورا روښانه کړو. په دې ورځو کې ګورو چې طالبان د خپلو چارواکو لپاره د ملا، مولوي، مولانا، مفتي او شیخ اصطلاحګانې کاروي، چې ډېري واضح نه دي. د بېلګې په توګه خپل ریس الوزرا ملا محمد حسن آخند بولي، خپل د بهرنیو چارو وزیر ته مولوي امیرخان متقي وایي، خو د امربالمعروف وزير ته دا دوې اصطلاحګانې نه کاروي. هغه ته د شیخ اصطلاح کاروي. شیخ محمد خالد حنفي، خو خپل اميرالمؤمنين ته کله کله د مولوي او کله هم د شيخ اصطلاح کاروي، د بېلګې په توګه کله کله مولوي هبت الله آخندزاده وايي او کله هم شيخ هبت الله آخندزاده وايي. که امکان لري، دغه اصطلاحګانې تعریف کړئ؛ ځکه چې تاسو یې صلاحیت لرئ؟  

سلیم: دا اصطلاحګانې خپل تعریفونه لري. هغه څوک چې نوی د دیني مدرسې زده کوونکی  کېږي هغه ته طالب یا طالب‌العلم ویل کېږي. که یو طالب څو کاله په یوه مدرسه کې زده کړې وکړي او زده کړې یې پای ته و نه رسېږي، هغه ته ملا ویل  کېږي. په افغانستان کې خلک ورته په احترام سره ملا صاحب وايي. ډېر وختونه دا ډول خلک په جوماتونو کې په لمانځه کې مخکې کېږي او د جومات امامت په غاړه اخلي. په ځینو سیمو کې دوی ته اخند ویل  کېږي، خو کله چې یو طالب خپلې زده کړې پای ته ورسوي او لکه څنګه چې مخکې مې وویل ټول درسونه زده کړي او د حدیثو دوره بشپړه کړي او استادان یې وړتیا تایید کړي، سند ورکړي او د فراغت پګړۍ ور وتړي، مولوي ورته ویل  کېږي. دا سړی اجازه لري چې ځان ته د مولوي اصطلاح وکاروي. په افغانستان کې خلک ورته په ډېر احترام مولوي صاحب وايي. اوس که همدغه مولوي صاحب د افتاء تخصصي دوره ولولي او د افتاء په برخه کې اړین مهارتونه ترلاسه کړي، د افتاء تر پوښښ لاندې بحثونو باندې د فتوا ورکولو واک ترلاسه کړي، بيا دغه ښاغلي ته مفتي ویل کېږي.

که ښاغلی د حدیث شریف او تفسیر د تخصصي دورو په تعقیب او د اړینو مهارتونو په ترلاسه کولو سره، خپل تدریس او تخصصي زده کړو ته دوام ورکړي او پر دې بحثونو بشپړ مسلط شي او مهارت ترلاسه کړي، د شیخ اصطلاح ورته کارېږي او شیخ الحدیث یا شیخ القرآن ورته ویل کېږي. شیخ په یوه برخه کې د ماهر پر مانا دی او د مدرسي د نظام په اصطلاح کې، که څوک د احادیثو په تدریس او تخصصي څېړنو کې ډېري زده کړي وکړي او پر هغو واقف شي، هغه شیخ الحدیث  کېږي او که د تفسیر په برخه کې مهارت ترلاسه کړي، هغه ته شیخ القرآن ویل  کېږي.

د شیخ اصطلاح باید د هغه چا له نوم سره راوړل شي چې د تفسیراو حدیث پر تخصصي بحثونو باندې مسلط وي. څوک چې شیخ  کېږي او په مدرسو کي درس ورکوي، د درس حلقې يې هم تخصصي  کېږي. دوی یا د حدیث یا تفسیر یا بل ځانګړي مضمون درس ورکوي.

په افغانستان کې دود یو څه توپیر لري. دلته لکه څنګه چې د طب محصل ته ډاکټر صاحب وایې، همداسې که چا لومړني درسونه او کتابونه لوستي وي او اوږده ږيره پرېږدي، خلک ورته ملا صاحب وايي. د افغانستان په ځینو سیمو کې دا دود دی چې که د یوه ملا صاحب سن لوړ شي؛ نو خلک ورته له دې پرته چې نور علم ترلاسه کړي او د مولوي کېدو شرایط یې پوره کړي وي، مولوي صاحب وایي.

په افغانستان کې په ډېرو مواردو کې القاب خپل اصلي مصداق نه مومي.

د مولانا اصطلاح په افغانستان او پاکستان کې بل ډول کارول کېږي. په افغانستان کې مولانا هغه چا ته ویل  کېږي چې له دولتي او رسمي دیني مدرسو، لکه د ابو حنیفه دارالعلوم یا د کابل عربي دارالعلوم څخه فارغ شوی وي. د افغانستان په دولتي دیني مدرسو کې له شاهي وخت څخه تر اوسه پورې ځینې عصري مضمونونه هم شامل وو او د مثال په ډول مولانا هغه کس وو چې پر شرعي علومو سربېره به یې د عصري علومو ځینې مضمونونه هم لوستلي وو، خو په پاکستان، هند او بنګله دېش کې دود داسې دی چې دغه اصطلاحګانې خپل اصلي او واقعي مصاديق لري. په دې هېوادونو کې چې څوک چې ملا وي، هغه ته مولوي نه وایې. دوی دا اصطلاحګانې هغه چا ته نه کاروي چې د تعلیم په برخه کې د شیخ او مفتي درجې ته نه وي رسېدلی. په پاکستان او هند کې هغه چا ته مولوي صاحب وایې چې واقعاً مولوي وي. په افغانستان کې ستونزه دا ده چې ځینې هغه کسان چې دا لقبونه ورکړل شوي دي، واقعاً د هغو مستحق نه دي او خلک د دود او درناوي له مخې، هغه چا ته چې لا تر د طالبي یا ملالۍ په مرحله کې وي، د مولوي صاحب اصطلاح کاروي.

بله ستونزه دا ده چې د افغانستان او پاکستان د مدرسو دیني نصاب د وخت له اړتیا سره سم نه دی نوی شوی. په دغو مدرسو کې ډېر هغه کتابونه تدريسېږي او طالبان يې زده کوي چې له سلو تر دوو سوو کالو مخکې د هغه وخت د شرایطو او غوښتنو له مخې لیکل شوي دي. دا کتابونه د هماغه وخت پر ژبه او د هماغه وخت د خلکو لپاره لیکل شوي دي. د بېلګې په توګه، موږ د افغانستان او پاکستان په دیني مدرسو کې د عقیدې علم یا د کلام علم په کتابونو کې لولو چې اهل سنت او جماعت د پلانۍ موضوع په اړه داسې عقیده لري، معتزله داسې عقیده لري، مرجئه داسې عقیده لري او کراميه داسې عقیده لري. په دې کتابونو کې د مختلفو فرقو یادونه شوې چې اوس نشته. اوس نه کرامیه لرو، نه مرجئه او جهميه. دا ډلې په هغه وخت کې موجودې وې چې په اړه يې کتابونه لیکل کېدل او هغه بحثونه پکې وو چې هغو ډلو له سنیانو سره کول، خو اوس چې هغه ډلې نشته، اړینه نه ده چې د دوی په اړه بحث د نضاب د عقایدو د مضمون برخه وي، باید ورته محتویات د عقایدو تاریخ مضمون ته و لېږدول شي.

له همدې امله د اوسنيو علومو طالبان هماغه مضامين، هماغه اصطلاحګانې او هماغه ژبه لولي او خپل منطق او استدلال په هماغه زړو اصولو او قواعدو پیاوړی کوي چې د تطبيق وړ نه دي. له همدې امله ټولنه له دوی څخه لرې کېږي؛ نو هغه خبرې چې دوی يې کوي داسې دي لکه یو څوک چې دوه سوه کاله مخکې مړ شوی وي او اوس بېرته را ژوندی شوی وي او د هماغه وخت بحثونه له اوسنيو خلکو سره مطرح کوي. له بده مرغه تر اوسه د دغو کتابونو محتويات په اوسنۍ روانه، څرګنده او روښانه ژبه سره نه دي نوي شوي.

زموږ د دیني مدرسو صرف، نحو، منطق، عقاید، بدیع، بیان او داسې نور کتابونه هم همدا ستونزه لري. دا کتابونه د هغه وخت خلکو ته د پوهېدو وړ وو. هغوی په دې کتابونو کې پر کارول شويو اصطلاح‌ګانو پوهېدل، خو د هغوی محتويات زموږ له اوسنيو شرايطو سره برابر نه دي. د مثال په توګه، هغه طالب چې اوس په مدرسه کې د عربي ژبې صرف او نحو زده کوي، په اوسنۍ عربي نه پوهېږي او خبرې او ليکل ور باندې نشي کولای. اوسنۍ عربي د هغو کتابونو د لیکوالانو له دورې سره خورا توپیر لري.

په ۱۳۷۳ کال کې چې د حج او اوقافو وزارت سرپرست وزیر وم له ارواښاد مولوي صاحب ارسلا رحماني سره مو یوځای مصر ته سفر درلود. مولوي صاحب رحماني په هغه وخت کې د صدارت وزیر او سرپرست و. د هېواد يو مشر له هغه څخه «نحوالواضح» کتاب غوښتی و، چې له مصره یې ورته راوړو. کله چې کنفرانس او ​​زموږ رسمي غونډې پای ته ورسېدې، د قاهرې کتاب پلورنځي چې مو هر څومره وپلټل، نحوالواضح کتاب مو و نه موند. په پای کې په قاهره کې یوه کتاب پلورونکي را ‎ته وویل: هغه کتاب چې تاسو یې په لټه کې یاست اوس په کتاب پلورنځیو کې نشته؛ ممکن په دارالمطالعو کې وموندل شي. موږ وپوښت چې دا ولې په کتاب پلورنځیو کې نشته؟ هغه وویل: دغه کتابونه د مصر له نصاب څخه ایستل شوي او پر ځای یې د نحوالوافي په نوم یو لړ کتابونه ځای پر ځای شوي دي.

دا کیسه دېرش کاله پخوانۍ ده، خو په افغانستان کې لا هم نحوالواضح کتاب نشته، نحوالوافي خو پرېږده. په افغانستان کې د دیني مدرسو نصاب په هغه ډول نه دی نوی شوی چې په پوهنتونونو کې د علومو په نورو برخو کې نوی شوی دی. دا نصاب له اوسنۍ نړۍ او شرایطو سره يې هیڅ سمون نه لري. کله چې د يوې ديني مدرسې يو طالب خپل د صرف درس پيلوي، د ضرب له کلیمې څخه يې چې مانا يې وهل ده، پيل کوي: ضرب، ضربا، ضربوا.

اوس چې طالبان خلک وهي، یو لامل یې دا دی چې دوی په مدرسه کې هماغه وهل زده کړي دي. دوی په مدرسه کې لومړی همدا وهل او ټکول زده کړي دي. ملا يا طالب چې وهل او ټکول و نه کړې دا مانا لري چې خپل درسونه يې ښه نه دي لوستي {په خندا سره}. پکار ده چې د عربي ژبې اړوند ټول کتابونه نوي شي، چې تر اوسه نه دي شوي. دا زموږ د درسي نصاب او ټولنې یوه لویه ستونزه ده.

کاوش: په پاکستان او هند کې د مولانا اصطلاح هغو دیني عالمانو ته کارول کېږي چې په سیاست کې ښکیل دي، لکه مولانا فضل الرحمان، مولانا سمیع الحق، مولانا حامد الحق، مولانا حیدري. ایا د مولانا اصطلاح په هماغه ډول چې تاسو تاسو وويل کارول کېږي که په پاکستان او هند کې د مولانا او مولوي اصطلاحګانې مترادفې دي؟  

سلیم: هو؛ په هغو هېوادونو کې مولانا په معمول ډول د مولوي لپاره د مترادف په توګه او د هغه پر ځای کارول کېږي، خو په ځینو مواردو کې هغه وخت د مولوي لپاره د مولانا کلمه کارول  کېږي، چې مانا یې دا ده چې په مولویانو کې هغه ډېر عالم دی او ډېر سياسي نفوذ لري. هر وخت چې چا ته په هغو هېوادونو کې مولانا وایې؛ نو مانا یې دا ده چې هغه کس مولوی دی چې ډېر علم لري او هم ډېر خلک او سیاسي نفوذ لري.

مولانا ګوهر رحمان او مولانا حسن جان

کاوش: ښه؛ په دیني مدرسو کې د زده کړې پرمهال، د پاکستان په دغو مشهورو دیني عالمانو کې چې په سیاست کې ښکېل دي، څوک ستاسو ټولګیوال یا استاد و؟

سلیم: هو؛ زما یو استاد مولانا ګوهرالرحمن نومېده، چې د پاکستان جماعت اسلامي ګوند غړی و. نوموړی يو څه وخت په خیبر پښتونخوا کې د جماعت اسلامي ایالتي امیر و. هغه وخت خیبر پښتونخوا ته صوبه سرحد ویل کېدل. هغه له خیبر پښتونخوا څخه د پاکستان ملي پارلمان ته لاره پیدا کړه. هغه د پاکستان د دیني عالمانو او د هغه هېواد د سیاست په برخه کې یو پېژندل شوی شخصیت و. هغه ډېر کتابونه هم ليکلي دي. د هغه د اسلام او سیاست په نوم خپور شوی کتاب ډېر مشهور دی. هغه وخت قاضي حسین احمد د پاکستان د جماعت اسلامي امیر وو.

زما بل استاد چې ډېر مشهور دی او د پاکستان په سیاست کې یې رول لوبولی دی، مولانا حسن جان و. نوموړی د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د پاکستان جمعیت العلما اسلام ګوند يو مشر و. مولانا حسن جان له علمي نظره او د علم په سطحه د ټولو هغو مدرسو په منځ کې چې د جماعت العلماء اسلام سره يې تړاو درلود پیاوړی او اغېزناک شخصیت و. د پاکستان په دیني مدرسو کې د زده کړو له پای ته رسولو وروسته مدینې منورې ته ولاړ او له هغه ځایه یې د حدیثو په تخصص کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ او شیخ الحدیث شو. مولانا حسن جان د هماغې ماسټري له امله د پاکستان له نورو ديني عالمانو څخه، چې خپلې ټولې زده کړې يې د پاکستان په ديني مدرسو کې بشپړې کړې وې، متفاوت و.

مولانا حسن جان ډېر پېژندل شوی و. د استاد رباني د واکمنۍ پر مهال يې کابل ته يو يا دوه رسمي سفرونه وکړل. هغه له استاد رباني سره په اړيکه کې و او د ملي اتل شهيد احمدشاه مسعود سره يې محدودې اړيکې درلودې. البته د دغو اړیکو د ټینګولو لپاره مو هم پوره هڅه کړې وه، خو په ١٣٧٥ کال کې د طالبانو له خوا د کابل تر نيولو وروسته دغه اړيکې خرابې شوې او له منځه ولاړې. هیڅ مې له یاده نه وزي چې په هماغه وخت کې يې ما ته یول ځل وویل چې د « پاکستان قومي ګټې» دا ايجابوي چې موږ د طالبانو ملاتړ وکړو. په پاکستان کې، د «قومي» اصطلاح د «ملي» په مانا کارول  کېږي. د مولانا حسن جان د خبرو مانا دا وه چې زموږ د هېواد ملي ګټې دا ايجابوي چې اوس د طالبانو ملاتړ وکړو. تر دې وړاندې چې طالبانو په ۱۳۷۵ کال کې د کابل واک تر لاسه کړ، موږ احساس کاوه چې هغه د یو خیرغوښتونکې او مهربانه شخص په توګه د سولې هڅې کوي.

د پاکستان د مذهبي ګوندونو اختلافونه

کاوش: تاسو وویل چې په ۱۳۷۳ کال کې مو د دیني عالمانو د کار کولو لپاره یوه اداره جوړه کړي وه، چې مسووليت يې ستاسو پر غاړه وو. خلک وايي چې هغه مهال د جمعيت العلماء اسلام پاکستان او ټولو دیني عالمانو او اړوندو مدرسو د استاد رباني د حکومت په اړه مثبت نظر نه درلود او بدګومانه وو. ښکاره علت یې دا و چې د پاکستان په سیاسي فضا کې د جماعت اسلامي او جمعيت العلماء اسلام  پاکستان ترمنځ سیالې روانه وه. استاد رباني، ګلبدین حکمتیار، عبدالرب الرسول سیاف په فکري لحاظ د پاکستان جماعت اسلامي او د مصر اخوان المسلمین ته توجه کوله. تاسو چې د مولانا حسن جان سره په اړیکه کې وئ او د جماعت اسلامي له یوه مشر سره مو زده کړې کړې وې، ستاسو په اند دا نظر څومره صحیح دی او ایا د دیني علماوو هغه څانګه چې په هغه وخت کې ستاسو تر مدیریت لاندې جوړه شوې وه، هم ورته پایلې ته رسیدلې وه؟

سلیم: په پاکستان کې ټولټال څلور اسلامي سیاسي ګوندونه دي. د دغو څلورو ګوندونو له ډلې هر یوه د مجاهدینو د جریانونو په منځ کې همفکره کسان او د نفوذ ساحه درلوده او له یو بل سره یې سیالي کوله. دوی هر یوه په خپلو دیني مدرسو کې خپل درسي نصاب تدريساوه. په فکري ډول هر یو د خپل فکر ځانګړې کرښې درلودې. په دغو ګوندونو کې يو د پاکستان جمیعت العلماء اسلام دی په پاکستان کې يې بنسټګر د مولانا فضل الرحمان پلار مفتي محمود و. دا ګوند اوږد تاریخ لري. د پاکستان تر جوړیدو مخکې د هند جمعیت العلماء اسلام جوړ شوی و، چې له تجزیې او بیلتون وروسته مولانا مفتي محمود په پاکستان کې د دغه ګوند بنسټ کېښود.

د پاکستان جمعیت العلماء اسلام د دیوبندي فکر اړوند دیني مدرسې اداره کوي او په منځ کې یې نفوذ لري. لکه په اکوړه خټک کې حقانيه دارالعلوم، په کراچۍ کې دارالعلوم او جامعه بنوري ټاون، په ملتان کې فاروقیه دارالعلوم، په لاهور کې جامعه اشرفیه او په پېښور کې جامعه امداد العلوم. دا مدرسې په فکري لحاظ دیوبندي دي او په سیاسي لحاظ د پاکستان جمعیت العلماء اسلام پکې نفوذ لري.

د پاکستان جمعیت العلماء یو بل ګوند دی چې بنسټګر یې مولانا شاه احمد نوراني و. دا ګوند په فکري لحاظ بریلوي دی. بریلوي فکر په پاکستان کې هم ډېر پلویان لري. بریلویان د دیوبندي فکر پروړاندې ولاړ دي.

بل ګوند د پاکستان اهل حدیث جمعیت دی چې سلفیان دي، سلفیان نور واړه ګوندونه هم لري.

څلورم ګوند د پاکستان لوی ګوند جماعت اسلامي دی چې بنسټ ایښودونکی یې مولانا سید ابوالاعلی مودودي و، چې په پاکستان کې تر ټولو منظم اسلامي ګوند ګڼل کېږي. د مولانا مودودي تر مړینې وروسته د دې ګوند مشري میا طفیل احمد په غاړه واخیسته او د هغه تر مړینې وروسته یې مشري قاضي حسین احمد ته وسپارل شوه. پر دې ګوندونو سربېره د جعفريه فقهې پر بنسټ نور سياسي ګوندونه هم فعالیت لري؛ ځکه چې په پاکستان کې ګڼ مسلکونه او فرقې شته. د پاکستان د دیني مدرسو تر منځ ناندرۍ او شخړې ډېرې دي.

د افغانستان جمعیت اسلامي، حزب اسلامي، اتحاد اسلامي او تر یوه حده د مولوي محمد یونس خالص په مشرۍ حزب اسلامي، لکه څنګه چې تاسو اشاره وکړه د پاکستان له جماعت اسلامي سره فکري اړیکې درلودې. په ټوله کې، دوی د مصر له اخوان المسلمین سره هم فکري اړیکه درلوده. د فکر او سیاست له نظره هغه ګوندونه چې له جماعت اسلامي او اخوان المسلمین سره تړلي وو، له دیني او دنیوي مسالو سره ډېر بلد‎ وو؛ ځکه چې د دوی غړي هم د دیني مدرسو او د عصري پوهنتونونو فارغان وو او منظم کار يې کاوه.

جمعیت علماء اسلام د مولوي صاحب محمد نبي محمدي له ګوند سره همفکري او همکاري درلوده. ملا محمد عمر آخند هم په اتیایمه میلادي لسیزه کې د دغه ګوند غړی و. د طالبانو اکثره غړي او مشران د مولوي صاحب محمد نبي محمدي په تنظیم کې د غړیتوب تاریخ لري. دوی له هماغه وخته د پاکستان جمعيت العلماء اسلام  سره اړيکې درلودې. حقانيه دارالعلوم، د کراچۍ دارالعلوم او نور هغه دارالعلومونه چې د پاکستان له جمعيت العلماء اسلام سره تړلي وو، له هماغه پيله يې له دوی سره اړيکې او همکارۍ درلودې. البته بايد یادونه وکړم چې له استاد رباني او استاد سیاف سره د مولانا سمیع الحق او مولانا فضل الرحمن اړيکې ډېرې بدې نه وې، خو د مرحوم مولوي صاحب محمد نبي محمدي له تنظيم سره چې يې څومره فکري او سياسي اړيکې درلودې، له نورو ګوندونو سره یې هغومره نه درلودې.

د مرحوم پیر سید احمد ګیلاني په مشرۍ ملي جبهه او د حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ د ملي نجات جبهه د پاکستان له جمعیت العلماء ګوند سره، چې بریلوي وو، ډېرې همفکره وې. دا ګوندونه صوفيان وو. دا دواړه ګوندونه د پاکستان د جمعيت العلماء اسلام  سره د مولوی صاحب محمد نبی محمدی د تنظیم په شان ښې اړیکې درلودې او کله کله به د پاکستان د جمعيت العلماء اسلام د مشرانو، پیر سید احمد ګیلاني، مجددي صاحب او مولوي صاحب محمدي په همغږي او منځګړتوب سره ګډ دریځ نیوه او درې اړخیز یووالی به یې جوړاوه.

له طالبانو سره لومړۍ رسمي خبرې اترې او نارسمي مذاکرات

کاوش: ډېر ښه؛ په همدې ۱۳۷۳ لمریز کال کې، چې تاسو وویل د حکومت له چوکاټه بهر مو له دیني علماوو سره د اړیکو اداره جوړه کړه، د کندهار په میوند ولسوالي کې د ملا محمد عمر پر محور د طالبانو تحریک، چې د دینې مدرسو له طالبانو، د جوماتونو له ملا امامانو او د دیني مدرسو له استادانو جوړ و، راڅرګند شو. دا خوځښت په دې دلیل د طالبانو په نوم شهرت ترلاسه کړ چې د دیني مدرسو طالبانو پکې ګډون درلود. دغه غورځنګ د ۱۳۷۳ کال په مني کې سپین بولدک ونیو او په همدې دلیل د دوی راڅرګندېدل رسنیز شول او د نړۍ پام يې ځانته راواړاوه. په هماغه وخت کې، که تېروتلی نه يم، له کابله د مولوي سخيداد فایز په مشرۍ، چې په هغه وخت کې د حج او اوقافو وزير و، يو پلاوى کندهار ته ولاړ چې تاسې هم په جریان کې ياست. اصلي کیسه څه وه؟

سلیم: طالبانو د سپین بولدک له نیولو سره سم داسې شعارونه مطرح کړل چې په هغه وخت کې يې د کندهار او شاوخوا سیمو خلکو تود هرکلی وکړ. د بېلګې په توګه د دوی شعارونه د هغو سیمو خلکو ته ډېر په زړه پورې و، لکه؛ د پاټکیانو او باج اخیستونکو پر وړاندې مبارزه او د خپلسریو او نا‌مسوولو وسله‌والو ډلو مخنیوی. ولسونه د پاټکيانو او نا مسوولو وسله‌والو له خوا ځورول کېدل. د بې وسلې کولو او له اخلاقي فساد سره د مبارزې شعار هم د خلکو ډېر پام  ور واړاوه. په همدې دلیل د افغانستان د اسلامي دولت د هغه وخت چارواکو پرېکړه وکړه چې د دغه حرکت په لاره کې خنډ نشي.

هغه مهال په کندهار او ګڼو ګاونډیو سیمو کې بې نظمي، ناامني او ګډوډي ډېره وه. هر تنظیم او وسله‌والې ډلې تر خپل واک لاندې سیمه درلوده. هر يو يې په خپل وار سره له خلکو باج اخيست، وژنې‎ یې کولې او په خپلسريو يې لاس پورې کاوه. دا مساله د دې لامل شوه چې د کندهار په خلکو کې د طالبانو د تحریک محبوبیت زیات شي. د هغه وخت د دولت پرېکړه دا وه چې د طالبانو تحریک د انارشي ضد دی او شعار یې هم دیني دی، د افغانستان اسلامي دولت يې باید پر وړاندې یې و نه درېږي. همدا لامل و چې د کندهار د قول اردو قوماندان ملا نقیب الله آخند، جنرال صاحب خان محمد خان او نور ولایتي چارواکي مکلف شول چې د طالبانو له تحریک سره همکاري وکړي. دې همکاري طالبانو ته دا فرصت او شرایط برابر کړل چې په لنډه موده کې ډېرې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي او د کندهار مرکز ته نږدې شي.

په کندهار کې د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي اړوند ځواکونه، د طالبانو پروړاندې ودرېدل. البته طالبان په دې دلیل چې د ملا نقیب الله آخند لخوا ورته فرصت او شرایط برابر شوي وو، د حزب ځواکونه له پر شا وتمبول. حاجي سرکاتب، چې د کندهار ولايت ډېرې سيمې يې په واک کې وې او د ښاغلي حکمتيار په اسلامي ګوند پورې اړوند و، د طالبانو پر وړاندې تاب را نه ووړ.

کله چې طالبان کندهار ته ورسېدل، موږ د علماوو د چارو د ادارې له لارې پاکستان ته د دیني عالمانو یو پلاوی واستاوه. موږ پوهېدلو چې د طالبانو د تحریک مشران د پاکستان په دیني مدرسو کې له خپلو استادانو سره اړیکې لري، له هغوی څخه مشورې اخلي او د هغوی له لارې مادي او معنوي مرستې ترلاسه کوي. په همدې دلیل مو وغوښتل حقانیه دارالعلوم، کراچۍ دارالعلوم او د پاکستان نورو اغېزناکو مدرسو  ته یو پلاوی ولاړ شي او د هغوی له استادانو سره خبرې اترې وکړي. په دې پلاوي کې درې ديني عالمان شامل وو، چې نومونه يې اوس د امنيتي ستونزو له امله نشم يادولاى. دغه پلاوی د لاهور، کراچۍ او پېښور، راولپنډۍ او نورو دیني مدرسو ته ولاړ او د طالبانو له ملاتړو سرچینو او د هغوی له استادانو سره یې وکتل. موږ هڅه وکړه چې د طالبانو له دغه نوي څرګند شوي خوځښت سره ګډه ژبه او ډېره همغږي رامنځته کړو. هيله مو دا وه چې دغه خوځښت د اسلامی نظام د ملاتړ او د ټول شموله دولتي نظام د پیاوړتیا په لور راشي او په هېواد کې سوله او عدالت تامین شي.

کاوش: بښنه غواړم. ايا پاکستان ته د دغه پلاوي سفر د طالبانو له خوا د کندهار د مرکز له نیولو سره هم مهاله و که د سپين بولدک تر نيولو وروسته و؟

سلیم: طالبانو تر هغه وخته د کندهار ولایت مرکز نه و نیولی. پلاوی هغه مهال په پاکستان کې و چې طالبانو د کندهار ولایت مرکز ونیو، خو پلاوی هغه وخت تللی و چې طالبانو تازه سپین بولدک نیولی و. د طالبانو استادانو ته د پلاوي پیغام دا و چې د دواړو لورو موخه یوه ده؛ هغه دا چې ګډوډي لمنځه لاړه شي، نا مسوول وسله‌وال بې وسلې شي، وژنې او لوټمارۍ ختمې شي او شریعت پلی شي. دا چې موخه مشترکه ده؛ نو باید د دواړو خواوو ترمنځ د همکاري او همغږي شرایط رامنځته شي.

د دې تر څنګ د حج او اوقافو د وزیر مولوي صاحب سخي داد فایز په مشري یو بل دولتي پلاوی د طالبانو له مشرتابه سره د لیدو لپاره په اریانا الوتکه کې کندهار ته ولاړ. دغه پلاوی هغه مهال کندهار ته تللی و چې د دغه ولایت مرکز د طالبانو په ولکه کې و. دوی د افغانستان د اسلامي دولت په استازیتوب د طالبانو مشرانو ته هم ورته پیغام وسپاره. هغه پلاوی چې د مولوي صاحب فایز په مشري تللی و، خالي لاس نه و تللي؛ ډېرې پیسې يې هم له ور سره وړې وي او طالبانو ته یې ورکړې. دغه پلاوي د طالبانو د تحریک او هغو شعارونو ملاتړ وکړ چې دوی په هغه وخت کې مطرح کول.

مولوي صاحب فایز د طالبانو مشرانو ته ویلي وو: تر څو چې پر همدې شعارونو ولاړ ياست، حکومت مو ملاتړ کوي. دا له طالبانو سره لومړۍ رسمي خبرې اترې وې. تاسو پوهېږی چې د استاد رباني زعامت د جوړ جاړي شورا تایید کړې وه. په دې شورا کې شاوخوا ۱۵۰۰ دیني عالمانو، مخورو، جهادي قومندانانو او مخورو سیاسي او ولسي شخصیتونو ګډون کړی و. څو هغه کسان چې د طالبانو د نوي راڅرګند شوي تحریک مشري یې په غاړه وه، د جوړ جاړي د شورا ګډونوال وو او د استاد رباني د مشري په ګټه یې مثبته رایه ورکړې وه. دې موضوع د اسلامي دولت مشران وهڅول چې د طالبانو د نوي راڅرګند شوي خوځښت ملاتړ وکړي؛ ځکه تصور دا و چې د جوړ جاړي په شورا کې یې د استاد زعامت تایید کړی دی. د دوی شعارونه د اسلامي دولت له موخو سره سمون خوري او په ښکاره ډول د هېواد د خیر او صلاح لپاره دي. یو له هغو کسانو څخه چې د طالبانو د مشرتابه غړی و او د جوړ جاړي په شورا کې یې ګډون کړی و، ملا محمد رباني و.

کاوش: هماغه ملا محمد رباني چې د طالبانو په لومړي حکومت کې رییس‌الوزرا و؟

سلیم: هو؛ ملا محمد رباني او ځينې نور، چې وروسته یې د طالبانو مشري په غاړه واخیسته، په ۱۳۷۱ کال کې له کندهار څخه کابل ته راغلل، د جوړ جاړي په شورا کې یې ګډون وکړ او استاد رباني ته یې د تایید رایه ورکړه. دوی د هېواد د مشر په توګه له استاد رباني سره بیعت کړی وو. دا د هیلو سرچینه وه او تصور کېده چې هغه کسان چې له استاد سره یې بیعت کړی دی، د خپل نظام پر وړاندې به نه درېږي او برعکس، د دولتي نظم د پیاوړتیا لپاره به د خپلسریو پروړاندي مبارزه کوي. همدا دلیل و چې د دواړو خواوو ترمنځ د همغږي او همکاري د رامنځته کولو په موخه په پاکستان کې له دوی او د دوی له استادانو سره خبرې اترې وشوې او هيله وه چې په پايله کې يې په هېواد کې سوله، امنیت او ثبات رامنځته شي.

کاوش: ځينې خلک وايي چې د طالبانو د اوسني حکومت ريیس الوزرا ملا محمد حسن آخند د استاد رباني د جوړ جاړي په شورا کې له ملا محمد رباني او نورو اوسنيو طالب مشرانو سره ګډون درلود. ایا دا خبره دقیقه ده؟

سلیم: زما دقیق په یاد نه دي چې ملا محمد حسن اخند د اهل حل اوعقد په شورا کې و که نه، خو ملا محمد رباني مې دقیق په یاد دی چې شورا ته راغلی و. په دې شورا کې د دوی شتون او له استاد رباني سره د دوی بیعت د دې لامل و چې د هغه وخت حکومت له طالبانو سره همکاري او خبرې اترې کولې. مولوي صاحب سخي داد فایز چې طالبانو ته د دولت پیغام او د دولت پيسې وسپارلې، له دوی څخه يې مثبت ځواب ترلاسه کړ. طالبانو له مولوي صاحب فایز سره د همکاري، تعاون او همغږي ژمنه وکړه. طالبانو ورته وویل چې زموږ او تاسو لید، موخه او ارمان ګډ دي.

کاوش: هغه پلاوی چې پاکستان ته لاړ او تاسو وویل چې درې کسان وو، په پاکستان کې یې د طالبانو له مشرانو سره هم مذاکره وکړه، که يې یوازې د دوی له استادانو سره ولیدل؟

سلیم: نه؛ یوازې د دوی له استادانو سره يې لیدنه درلوده. هغه زموږ د پلاوي د غړو او طالبانو دواړو استادان وو. طالبان او هغه درې نفره پلاوي ګډ استادان درلودل. موږ دغه استادان د طالبانو د تحريک سرچينه ګڼله؛ ځکه طالبان د هغوی د لارښوونې، مشورې او فتوا پر بنسټ جګړې ته ننوتل او موږ پر دې باور وو چې طالبان تل له دوی سره سلا مشورې کوي. زموږ موخه دا وه چې استادان يې طالبان له کابل سره ونښلوي او د مولوي صاحب فایز په مشري پلاوی چې له کابل څخه کندهار ته ولاړ، هم هڅه يې وکړه چې طالبان له کابل سره ونښلوي، چې د دواړو لورو ترمنځ همغږي او همکاري رامنځته شي او په پای کې په هېواد کې دسولې او ثبات لامل شي.

کاوش: ځینې ادعا کوي چې د استاد رباني حکومت په بلوچستان کې د پاکستان د جمعيت العلماء اسلام د هغه وخت دولتي امیر مولوي شیراني ته هم یو څه پیسې استولې وې چې طالبانو ته یې ورکړي. دا خبره څومره رښتیا ده؟

سلیم: مولوي شیراني لکه تاسو چې وویل، هغه وخت په بلوچستان ایالت کې د مولانا فضل الرحمن په مشري د پاکستان جمعيت العلماء اسلام  دولتی امیر و. زما په یاد دي چې هغه هم کابل ته څو سفرونه کړي دي. د مولانا فضل الرحمن په ګډون نورو پاکستاني سیاستوالو کابل ته سفرونه کړي دي. که یې له شهید استاد رباني څخه یوه اندازه پیسې اخیستې وي شونې ده، خو زه فکر نه کوم چې استاد رباني یا د هغه وخت کوم بل دولتي چارواکي دې د هغه له لارې طالبانو ته پیسې استولې وي؛ ځکه له طالبانو سره د اړیکو او تماس چینل موجود و او اړینه نه وه چې مولوي شیراني طالبانو ته پیسې ورسوي. البته که د طالبانو د راڅرګندېدو په لومړیو پړاوونو کې، د سپین بولدک تر نیولو مخکې، مولوي شیراني ته د طالبانو د مرستې لپاره پیسې ورکړل شوې وي، زه په دې اړه معلومات نه لرم او په جریان کې نه یم.

ايا مولوي سخي‌داد فايز له طالبانو سره بيعت کړی و؟

کاوش: یوه بله ادعا دا ده چې مولوي صاحب فایز او ورسره پلاوی کندهار ته په سفر کې طالب مشرانو سره لیدلو، طالبانو ته لېوال او پر طالبانو بدل شول او ويل کېږي چې د دې بدلېدلو لامل دا و چې دوی او طالبان دواړه د يوه قشر خلک و. وحید مژده په خپله یوه مقاله کې ویلي چې مولوي سخۍداد فایز، د هغه وخت ولسمشر، استاد رباني ته ویلي و چې که د طالبانو ظاهر او باطن یو شان وي او توپیر یې نه وي، هیڅ ځواک یې پر وړاندې نشي درېدلای. ایا دا واقعیت وو؟ ایا دوی په دې حد کې بدل شوي وو؟

سلیم: دغه پلاوی کندهار ښار ته تللی و. کله چې ښار د طالبانو لاس ته ولوېد؛ نو مولوي صاحب فایز او ورسره پلاوی له هغوی سره د خبرو اترو په خاطر کندهار ښار ته ولاړ او لکه څنګه چې مې وویل دا د استاد رباني په مشرۍ د افغانستان د اسلامي دولت او طالبانو د مشرانو تر منځ لومړۍ رسمي خبرې وې. په هغه وخت کې طالبان یو نوی راڅرګندیدونکی ځواک و او فکر نه کېده چې په لنډه موده کې به ډېرې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي. داسې فکر نه کېده چې طالبان به هر ځای ونیسي او هیڅوک به د دوی پر وړاندې و نشې دریدلای.

زه له پلاوي سره کندهار ته نه وم تللی، خو کله چې دوی بېرته راغلل او د راپور ورکولو لپاره د استاد حضور ته لاړل؛ زه په غونډه کې حاضر وم. د دوی راپور ډېر خوشبینوونکی و. دوی وویل چې د دوی سفر او ماموریت بریالی و او طالبانو د دوی پیغام ته مثبت ځواب ورکړ. د مولوي صاحب فایز په ګډون د پلاوي غړيو وويل چې طالبانو دوی ته ډاډ ورکړی دی چې له اسلامي دولت سره به همکار او همغږي وي. دا راپور یوازې همدومره و؛ نور څه پکې نه وو، خو وروسته له هغه چې جګړه پراخه شوه، طالبانو ډېرې سیمې تر ولکې لاندې راوستې او د طالبانو تګلارې بدلې شوې، د دوی په اړه برداشتونه او نظرونه هم بدل شول.

د استاد رباني د واکمني په وروستیو کې مولوي صاحب فایز پاکستان ته سفر درلود؛ ځکه کورنۍ يې هغه مهال په پاکستان کې اوسېده. په دغه سفر کې یې د طالبانو له استازو سره هم لیدنه درلوده. په ورته وخت کې د پېښور پښتو ژبې وحدت ورځپاڼې یو خبر خپور کړ چې پکې راغلي وو: د استاد رباني د حکومت د کابینې غړي مولوي سخیداد فایز د طالبانو له مشرتابه سره بیعت وکړ، خو مولوي صاحب فایز کابل ته د راتګ پر مهال په وحدت ورځپاڼه کې خپور شوی خبر رد کړ. په هر حال، شکونه راپورته شوي وو.

کله چې طالبانو په ۱۳۷۵ کال کې کابل ونیو، د کابینې ټول غړي له پلازمینې ووتل؛ مګر یوازې مولوي صاحب سخۍداد فایز په کابل کې پاتې شو. دا چې هغه په ​​کابل کې پاتې شو، د ډېرو هغه شکونه پر یقین بدل شول چې د طالبانو له مشرتابه سره د هغه د بیعت په اړه را پورته شوي وو. وروسته مې واورېدل چې د کابل تر سقوط یوه ورځ وروسته مولوي صاحب فايز حج او اوقافو وزارت ته تللی و او دا مو هم واورېدل چې د طالبانو له خوا یو لیک هم ور سره و چې په هغه کې لیکل شوي و چې مولوي سخيداد فایز زموږ همکار او غړی دی. دا لیک يې ګومان  کېږي تر سقوط مخکې پاکستان ته د سفر پر مهال ترلاسه کړی و. داسې مو واورېدل چې مولوي صاحب له هماغه لیک سره د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته تللی وو او دغه لیک يې په هغه وزارت کې د طالبانو مسوول وزير ته سپارلی و، خو وزیر د دوی لیک نه و تحویل کړی. د هغه موټر یې سملاسي ضبط کړی و؛ له وزارته یې رخصت کړی و او په پښو کور ته ستون شوی و.

وروسته مولوي صاحب فایز ډېر کم وخت په کابل کې پاتې شو او ورپسې پېښور ته کډه شو. داسې ښکاري چې طالبانو ورسره هيڅ هغه ژمنه عملي نه کړه چې ور سره کړې يې وه، خو دا د څو کاله وروسته کيسه ده. په لومړۍ مذاکره کې چې له طالبانو سره وشوه او د پلاوي مشري يې کوله، هيڅ ډول بيعت او د طالبانو سره یو ځای کېدل مطرح نه وو. لکه څنګه چې مې وویل، پلاوی هغه مهال کندهار ته ورسېد چې طالبانو یوازې د ولایت مرکز نیولی و او بل یې هیڅ ځای يې نه و نیولی. په هغه پلاوي کې مولوي صاحب فایز یوازې نه و. محترم مدیر صاحب عبدالغفار صمیم، چې په هغه وخت کې د ترانسپورت وزارت سرپرست و او ښاغلی محمد صدیق چکري هم کندهار ته په سفر کې ورسره ملګري وو، خو هغه سفر چې د افغانستان د اسلامي دولت د واکمني په وروستیو میاشتو کې يې پاکستان ته درلود؛ یوازې تللی و او په دغه سفر کې له طالبانو سره د هغه ژمنه او احتمالي ملاقات هم شوی و. البته له پاکستانه د هغه له بېرته راستنېدو سره سم که یې استاد رباني ته هغه څه چې تاسو وویل، ویلي وي، زه یې نه ردوم.

کاوش: له طالبانو سره په لومړیو خبرو اترو کې چې تاسو وویل، د پلاوي مشري مولوي سخیداد فایز کوله او په کندهار کې یې له طالب مشرانو سره ولیدل، ایا په دغه لیدنه کې خپله ملا محمد عمر هم حضور درلود؟

سلیم: هو؛ ملا محمد عمر او ټولو هغو کسانو چې هغه مهال یې د طالبانو مشري کوله له پلاوي سره لیدنه کړې وه. تر هغه ځایه چې زه په جریان کې یم، د طالبانو له مشرانو سره جلا جلا ناسته نه وه شوې. طالب مشرانو یو ځای له پلاوي سره  ناسته کړې وه.

کاوش: ښه، کله چې دغه پلاوی کابل ته راستون شو او مثبت راپور یې ورکړ، راتلونکې خبرې اترې کله او چېرته ترسره شوې؟

سلیم: تر هغه وروسته یو دوه ځله بیا هم د بېلابېلو کچو پلاويو کندهار ته تګ راتک وکړ. جزيیات مې يې په یاد نه دي پاتې، خو کله چې طالبانو د امیر صاحب اسماعیل خان او سویل لویدیځو سیمو سره نښتې وکړې او د دوی تر واک لاندې سیمو یې برید وکړ، د اړیکو او خبرو اترو لړۍ په ټپه ودرېده، له کابل څخه د امیر صاحب اسماعیل خان تر واک لاندې سیمو د دفاع لپاره قطعات واستول شول، خو په وروستیو کې د طالبانو له خوا د هرات تر نیولو وروسته، خبرې اترې له سره پیل شوې او هغه وخت طالبانو میدان ښار او لوګر نیولي وو.

میدان ښار او لوګر ته د طالبانو د پرمختګ په لاره کې د انجنیر صاحب حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي له دوی سره جګړه کوله، خو د مولوي محمد نبي محمدي په مشرۍ د حرکت انقلاب اسلامي تنظیم اړوند قومندانان یو په بل پسې هغوی ته تسلیمېدل. کله چې طالبان میدان ښار ته ورسېدل، ملي اتل شهید احمد شاه مسعود له خپلو څو محدودو ساتونکو او مرستیالانو سره د وردګ ولایت مرکز، میدان ښار ته لاړ. هلته یې د طالبانو له مشرانو سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې او بېرته کابل ته راغی. له دې غونډې یوه نیمه میاشت وروسته ما، مولوي صاحب محمد ظاهر او مولوي صاحب عبدالرحمن ته دنده وسپارل شوه چې چهاراسياب ته لاړ شو او د طالبانو له مشرانو سره خبرې اترې وکړو. مولوی صاحب محمدظاهر د کاپیسا ولایت د تګاب والسوالی و او هغه وخت په کابل کی د وزیر محمد اکبر خان په جامع جومات کی خطیب و. مولوي صاحب عبدالرحمن چې په نهرین والسوالي کې زېږېدلی و، په ګوجر په قوم پورې اړه لري، د بغلان مشهور دیني عالم و.

کاوش: تاسو به حتماً د ۱۳۷۴ کال په پسرلي کې په چهاراسياب کې د طالبانو له مشرانو سره خبرې اترې کړې وي او په هغه وخت کې لا هرات سقوط شوی نه و؟

سلیم: هو؛ همداسې وو.

کاوش: مولوي عبدالرحمن، چې تاسو وويل د بغلان و، ایا په کابل کې يې رسمي دنده درلوده؟

سلیم: هغه په ​​کابل کې رسمي دنده نه درلوده. په ​​بغلان کې یې ژوند کاوه. کله چې د شپیتمې لسیزې په وروستیو کې نظار شورا جوړه شوه، نوموړی د شورا مهم غړی او د ملي اتل نږدې همکار و. هغه په بغلان کې له ډېر نفوذ او اغېزه برخمن وو.

کاوش: ښه؛ کله چې ته له دوو نورو کسانو سره چهاراسياب ته لاړئ، له کومو طالب مشرانو سره مو خبرې وکړې؟ هغه وخت ملا بورجان ډېر مطرح و. ‎هلته مو له هغه سره لیدنه وکړه؟

سلیم: هو؛ موږ درې واړه په یوه موټر کې د چهاراسياب لوري ته لاړو. وروسته له دې چې تر سنګ نوشته تېر شوو او د طالبانو لومړۍ پوستې ته ورسېدو، په هغه پوسته کې طالب وسله‌والو له موږ سره ډېر ناوړه چلند وکړ. موږ ولیدل چې په هغه پوسته کې مېشت وسله‌وال ملايان یا د مدرسو طالبان نه وو. بې ادبه او بد معاش خلک ښکارېدل. له موږ سره يې ډېر بد او ناوړه چلند وکړ. زما په یاد دي چې د روژې میاشت وه او هغه کسانو، د دیني مدرسو د طالبانو اخلاق نه درلودل. هغه څه چې د طالبانو په اړه ويل شوي وو په دوی کې نه لیدل کېدل.

بیا د چهاراسياب بازار ته د ننه شوو او د بازار په پای کې کیڼ اړخ ته يې د ښوونځي ودانۍ ته بدرګه کړو. د ښوونځي څو پوړیزه کانکریټي ودانۍ وه. ویل کېدل چې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې دا ښوونځی د انجنیر صاحب حکمتیار مرکز و. د همدې ښوونځي په لومړي پوړ کې مو له ملا بورجان او ريیس عبدالواحد باغران سره وکتل. ريیس باغران او ملا بورجان د طالبانو په استازیتوب له موږ سره خبرې وکړې. موږ درې او دوی دوه کسان وو.

په پیل کې چې زموږ خبرې پیل شوې، ما په پوسته کې د دوی د وسله‌والو کسانو د چلند په اړه خبر ورکړ او ورته مې وویل چې موږ او تاسو همغږي درلوده، دا ډول چلند سم نه دی. ښه مې په یاد دي چې ملا بورجان په ورته کيلمو سره وویل چې تاسو وبښئ چې «بې دینه ملېشو» له تاسو سره  ناوړه چلند کړی نه طالبانو. هغه په دوام سره وویل چې « د دغو ملېشو غم خورم.»

په رښتیا هم موږ ډېر حیران شوو چې ولې ملا بور جان خپلو وسله‌والو ته بې دینه ملېشې وویل او دا چې موږ خبرو اترو ته تللي وو، پر دې موضوع و نه غږېدلو. بيا مو واورېدل چې د ډاکټر نجيب الله د وخت ځينو ملېشو، چې په هغه وخت کې د جبار قهرمان په ملېشو مشهورې وې، د طالبانو په لیکو کې حضور درلود. دا موضوع موږ ته هم د درک وړ وه؛ ځکه دومره طالبان، قاريان، ملایان او مولويان له کومه کېدل چې د طالبانو په هره پوسته کې ځای پر ځای شي. موږ باوري شوو چې پخوانۍ ملیشې د ځینو دلایلو پر اساس، له دوی سره یو ځای شوې دي.

البته موږ د ریس عبدالواحد باغران په اعتبار چهاراسياب ته تللي وو او د هغه له ​​اړخه ډاډه وو. هغه د جهاد په دوره کې په هلمند ولایت کې د جمعیت اسلامي افغانستان يو ښه قوماندان و. هم استاد رباني او هم آمر صاحب هغه پېژاند. هغه په ​​چهاراسياب کې له ملا بورجان سره زموږ د خبرو اترو شرایط برابر کړي وو.  

باید هېر نه کړو چې ریس عبدالواحد باغران هغه وخت له طالبانو سره یو ځای شوی وو او د هغوی په استازیتوب یې له موږ سره خبرې کولې. قومي، با نفوذه او ځواکمن سړی و. نوموړی اوس هم په طالبانو کې ښه نفوذ لري او په کابل کې ژوند کوي. البته هغه د حامد کرزي د ولسمشرۍ پر مهال‎ کابل ته راغی او د سولې د عالي شورا د اجرایوي پلاوي غړی شو. هغه یو ډېر دروند او با ادبه سړی دی. لنډه دا چې له ملا بورجان او ریس عبدالواحد باغران سره مو وکتل او خبرې مو وکړې او په پای کې مو موافقه وکړه چې خپلو خبرو ته به دوام ورکوو.

کاوش: ښه؛ په دې خبرو اترو کې ملا بورجان ته ستاسو پیغام څه وو او د هغه پیغام تاسو ته څه وو؟

سلیم: زموږ پیغام د سولې او مذاکراتو و. طالبانو تر هغه وخته د افغانستان د اسلامي دولت له ځواکونو سره په جګړه کې نه وو ښکېل شوي. کله چې آمر صاحب میدان ښار ته تللی و د طالبانو مشرانو ته يې واضح ویلي و چې تاسو له کندهار څخه تر میدان ښار پورې له وېشل شوو او خپلسرو وسله‌والو ډلو سره مخ وئ؛ مګر اوس له یو نظام سره مخ یاست. هغه نظام چې تاسو د اهل حل اوعقد په شورا کې د هغه له زعیم سره بیعت کړی دی. اوس حل‌لاره جګړه نه؛ بلکې مذاکرات دي. آمر صاحب دا هم ورته ویلې وو چې که ستاسو هیله او ارمان د شریعت او اسلامي نظام پلي کول وي، موږ هم همدا غواړو او پر هماغه اساس د افغانستان اسلامي دولت رامنځته شوی دی. که تاسو امنیت غواړئ، موږ يې هم غواړو او که تاسو د عامو خلکو بې وسلې کول غواړئ، موږ هم په دې کې کومه ستونزه نه لرو. آمر صاحب همدارنګه ورته ويلي و چې هغه موخې چې تاسو يادوئ. زموږ له موخو سره یو شان دي او له موږ سره ستاسو جګړه ناروا ده او منطق نه لرې او موږ بايد د خبرو اترو له لارې دايمي سولې ته ورسېږو.

د هغه په ځواب کې طالب مشرانو ویلي و چې موږ ته فرصت راکړئ چې له خپل مشرتابه سره مشوره وکړو؛ د هغوی له لارښوونو سره سم به مو خبر کړو او د مذاکراتو دروازې به خلاصې وساتو. له نږدې یوه نیمې میاشتې وروسته موږ درې کسانو د افغانستان د اسلامي دولت په استازیتوب له طالبانو سره د هغوی پر غوښتنو د پوهېدو، سولې ته د رسېدو او د خبرو اترو د دوام لپاره لاړو. موږ دوه ځله چهاراسياب ته تګ او راتګ وکړ او پایله يې دا شوه چې طالبانو ومنله. د اسلامي دولت پر ځواکونو برید و نه کړي او دولت هم د دوی پر ځواکونو برید و نه کړي او په هېواد کې د سولې لپاره خبرو ته دوام ورکړو. پرېکړه وشوه چې ملا بورجان او رییس عبدالواحد باغران کابل ته راشي او له استاد رباني او آمر صاحب سره خبرې اتري وکړي؛ ځکه دا زموږ وړاندیز و چې دوی دې د اسلامي دولت له مشرتابه سره په مستقیمې خبرې وکړي او هغوی زموږ وړاندیز ومانه. طالبانو له موږ څخه وغوښتل چې د شپې له خوا د حکومت له مشرتابه سره ویني، نه د ورځې له خوا. د دوی بله غوښتنه دا وه چې د افغانستان د اسلامي دولت په استازیتوب باید درې کسان استاد رباني، آمر صاحب او استاد سیاف په خبرو کې حاضر شي؛ بل څوک بايد نه وي. د دوی درېیمه غوښتنه دا وه چې دا مذاکرات دې په کلکه پټ پاتې شي او رسنیز کېږي دي نه؛ دوی به د شپې په تیاره کې په پټه راشي او د شپې په تیاره کې به بېرته پټ لاړ شي.

د افغانستان د اسلامي دولت له مشرانو سره په تفاهم کې مو د هغوی ټولې غوښتنې ومنلې. وروسته د شپې په تیاره کې ملابور جان له ريیس عبدالواحد باغران سره ولسمشرۍ ماڼۍ ته راغی او له هماغو دریو شخصیتونو سره يې لیدنه او خبرې اترې وکړې. په دې خبرو کې پرېکړه وشوه چې دواړه لوري به هيڅکله د یو بل پر وړاندې وسله نه پورته کوي او نه به سره ښکېلېږي او خبرې اترې به دوام مومي.

کاوش: ملا بورجان هم له هماغې لارې چې تاسو چهاراسياب ته تللي وئ، ارګ ته لاړ؟

سلیم: هو؛ هغه د شپې په تیاره کې له همدې لارې راغی او په تیاره کې بیرته ستون شو.

کاوش: تاسو به خامخا هغه د لومړۍ کرښې له لومړۍ پوستې څخه تر ارګه بدرګه کړی وي؟

سلیم: نه؛ د دوی د راتګ وخت ټاکل شوی و. د شپې لس بجې زموږ سرتېري د لومړۍ کرښې په وروستۍ پوسته کې د دوی په تمه وو. د حکومت او طالبانو د لومړۍ کرښې ځواکونه په جریان کې وو. یو استازی لا له وړاندې له ولسمشرۍ مانۍ څخه د چهاراسياب لومړۍ کرښې ته تللی و او ملا بورجان ته یې انتظار کاوه. ملا بورجان د دولت ټاکل شوي استازي بدرګه کړ او ولسمشرۍ مانۍ ته راغی.

کاوش: دوه کسان وو، ملا بورجان او رییس عبدالواحد باغران؟  

سلیم: هو

کاوش: تاسو په هغه شپه په ارګ کې حضور درلود؟

سلیم: لکه څنګه چې دوی غوښتنه کړې وه، هلته یوازې شهید استاد رباني، شهید ملي اتل او استاد عبدرب الرسول سیاف حضور درلود.

کاوش: بیا، تاسو معلومه کړه چې دواړو خواوو یو بل ته څه وویل؟

سلیم: هو؛ دواړو لورو خبرې وکړې او هوکړه وشوه چې د دواړو لورو پوځي ځواکونه به پر یو بل بریدونه نه کوي او د حل د موندلو او په هېواد کې د سراسري سولې د راتلو لپاره به خبرې اترې دوام کوي. طالبانو ته وویل شول چې د افغانستان د اسلامي دولت پر وړاندې د دوی جګړه هیڅ مشروعیت نه لري. دوی ته وویل شول چې دا نظام مشروع دی او د طالبانو مشرانو د جوړجاړې په شورا کې له ور سره بیعت کړی دی. دوی ته وویل شول چې طالبان د استاد برهان الدین رباني په مشرۍ د افغانستان له اسلامي دولت سره د جګړې لپاره هیڅ شرعي او منطقي توجیه نه لري. ملا بورجان ژمنه وکړه چې پر کابل به برید نه کوي، د افغانستان د اسلامي دولت له ځواکونو سره به نه ښکېلېږې او د ملا محمد عمر د لارښوونې له تر لاسه کولو وروسته به د بیا خبرو اترو لپاره د شرایط برابروي. په همدې ژمنو سره بېرته چهاراسياب ته ستانه شول.

کاوش: ښه؛ مخکې له دې چې تاسو چهاراسياب ته لاړ شئ او ملا بورجان ارګ ته راشئ، د طالبانو مشران د ملا محمد رباني په مشرۍ له هرات څخه په الوتکه کې کابل ته راغلي وو؟ دغه پلاوی په انټرکانټیننټال کې مېشت شوي وو، دوی دوې اوونۍ په کابل کې پاتې شول او د استاد رباني او د هغه وخت له نورو لوړپوړو چارواکو سره یې خبرې اترې وکړې. د طالبانو تګ او راتګ ته هم د هرات ولایت د وخت چارواکو لاره هواره کړي وه. تاسو د هغو خبرو اترو په جریان کې وئ؟

سلیم: زه په خپله د دې خبرو اترو په جریان کې نه وم. په هغه وخت کې مې هغوی و نه لیدل. ما په لومړي ځل ملا محمد رباني او د هغه نور ملګري د اهل حل او عقد په شورا کې لیدلي وو. هغه مهال دوی په انټرکانټینینټل هوټل کې مېشت وو. دوی د اهل حل او عقد په شورا کې له استاد رباني سره بیعت وکړ، خو د طالبانو د ډلې تر را څرګندېدو وروسته د هرات له لارې د دوی له راتګه خبر نه یم او په جریان کې نه وم.

کاوش: ملا بورجان د راتلونکو خبرو اترو لپاره کومه ځانګړې نېټه ټاکلې وه؟

سلیم: نه؛ کومه ځانګړې نېټه و نه ټاکل شوه، خو هغه ژمنه وکړه چې ژر تر ژره به د مشرتابه له خوا لارښوونه ترلاسه کړي چې راتلونکې خبرې اترې ترسره شي، خو طالبانو خپله ژمنه پوره نه کړه. د دوی د ژمنې خلاف، د دوی ځواکونو پر کابل بريد وکړ او د ښار پر لور يې پرمختګ یې وکړ. هیچا باور نه کاوه چې طالبان به خپله ژمنه ماته کړي. طالبانو د چهار اسياب او خيراباد د غونډيو له لارې خپل ځواکونه د کابل پر لور را واستول. دا چې اسلامي دولت له دوی سره ژمنه کړې وه، دولتي سرتېرو د برید په پیل کې پر دوی ډزې و نه کړې.  

د هغه مهال د ملي امنيت د رييس محمد قسيم فهيم په مشرۍ ځواکونو هره شېبه په مخابره کې آمر صاحب ته راپور ورکاوه چې طالبان ښار ته ننوتل، چهلستون ماڼۍ ته ورسېدل، جنګلک سيمې ته ورسېدل، خو آمر صاحب په ځواب کې ورته ویل چې ډزې و نه کړئ، هغوی ژمنه کړې ده چې ښار ته نه ننوځي. خامخا تېروتنه شوي ده، خو وروسته څرګنده شوه چې تېروتنه نه ده شوې؛ بلکې دوی په پلان شوي ډول پلازمېنې ته را ننوتلي دي؛ نو وروسته د افغانستان د اسلامي دولت ځواکونه مجبور شول چې د کابل په اوومه ناحيه کې له هغوی سره نښته وکړه او په زور یې له پلازمېنې وشړي او تر پينځوس ډېر مشران او قوماندانان يې ونيسي، خو د دوی له بريد او ژمنې ماتولو سره سره يې همدا مشران او قوماندانان د دې پر ځای چې زندانونو ته واچول شي، د ملي امنيت په مېلمستونونو کې ځای پر ځای شولل او لکه د مېلمنو داسې درناوی يې وشو او څه موده وروسته د ښه نيت په خاطر له ډاليو، چپنو او لونګيو سره په درنښت خوشي شول.

کابل ته د مولانا فضل الرحمان سفر

کاوش: وروسته څه وشول؟

سلیم: د طالبانو له دې ښکاره سرغړونې او خیانت وروسته د افغانستان د اسلامي دولت او دې ډلې تر منځ زما له لارې رسمي خبرې اترې و نه شوې. که دوی له کوم بل چینل څخه اړیکه نيولې وي، زه په جریان کې نه یم. کله چې د افغانستان اسلامي دولت د طالبانو له ژمنې سرغړونه ولیده، پرېکړه یې وکړه چې د سولې خبرې دې د پاکستاني علماوو له لارې پرمخ ولاړې شي. له همدې امله پرېکړه وشوه چې دوی د خپلو استادانو له لارې معقولو خبرو اترو او هر اړخیزې سولې ته قانع کړي.

په همدې موخه مو یو ځل بیا یو پلاوی پاکستان ته واستاوه. دغه پلاوي د پاکستان له دیني عالمانو او د دغه هېواد د جمعيت العلماء اسلام  له مشرانو سره وکتل. له هغه وروسته پنځوس پاکستاني دیني عالمان کابل ته راغلل. اکثره دغه علماء د جمعیت العلماء اسلام غړي وو. دوی څو ورځې په کابل کې تېرې کړې او له استاد رباني، آمر صاحب او استاد سیاف او نورو سیاسي څېرو او دولتي چارواکو سره یې خبرې اترې وکړې. له دوی څخه وغوښتل شول چې د افغانستان د اسلامي دولت او طالبانو ترمنځ منځګړتوب وکړي او د طالبانو مشران قانع کړي چې د دوی شاګران له جګړې لاس واخلي او د خبرو او سولې لاره د غوره کړي.

د پاکستان د دیني عالمانو په لوړه کچه تود هرکلی وشو. موږ هغوی استالف ته بوتلل او آمر صاحب هلته د دوی لیدو ته راغی. په دغو پنځوسو دیني عالمانو کې د پاکستان د جمعيت العلماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن هم و. نوموړی د حاجي یعقوب څلورلارې په یوه دولتي مېلمستون کې مېشت و. مولانا فضل الرحمن څو اوونۍ هلته پاتې شو او د حکومت له مشرانو سره یې په دمه ناستې او مشورې وکړې. د پلاوې پاتې غړي پاکستان ته بېرته ستانه شول، خو مولانا فضل الرحمان څه موده پاتې شو او خبرو ته یې دوام ورکړ او ژمنه یې وکړه چې طالبان به اوربند او د خبرو اترو دوام ورکولو ته وهڅوي.

کاوش: مهرباني وکړئ د دې مواردو تفصیلي کیسه را ته وکړئ. کله چې طالبان د خپلې ژمنې خلاف خپل ځواکونه کابل ته د ننه کړل او نښته وشوه. له دوی سره د رسمي چینل له لارې مستقیمې خبرې ودرول شوې او تاسو یو پلاوی پاکستان ته واستاوه چې د مولانا فضل الرحمن په ګډون د پاکستان د جمعيت العلماء اسلام  له مشرانو سره وویني، چې د دوی په منځګړتوب د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو او مذاکرو لاره تعقیب شي. د دې پلاوي غړي څوک څوک وو؟

سلیم: د دې پلاوي په جوړښت کې کې هغه کسان وو چې اوس هم ژوندي دي، خو د دوی د نوم له یادولو ځکه بښنه غواړم چې دوی په خوندي ځای کې ندي او د دوی د خوندیتوب په اړه اندېښمن یم، خو ټول علماء د پاکستان د دیني مدرسو فارغان وو. دوی پاکستان ته لاړل او د پاکستان د جمعيت العلماء اسلام  له مشرانو سره یې خبرې وکړې او له هغوی یې وغوښتل چې خپل دیني رسالت سر ته ورسوي او له خپل نفوذ څخه په استفادې سره طالبان د خبرو مېز ته راولي، چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي او ستونزه د خبرو اترو له لارې حل شي.

دغه پلاوی له پاکستانه راستون شو او له هغه وروسته د پاکستان جمعيت العلماء اسلام  کابل ته خبر ورکړ چې د دواړو لورو ترمنځ خبرو ته چمتو دی او په همدې موخه به کابل ته یو پلاوی واستوي. موږ هم د دوی هرکلی وکړ او ښه راغلاست ته یې چمتو شو. لکه څنګه چې ما وویل، د مولانا فضل الرحمن او مولانا محمد خان شیراني په ګډون د پاکستان د پنځوسو مشهورو دیني عالمانو پلاوی کابل ته راغی.

کاوش: مولانا فضل الرحمن د دوی مشري کوله و او ټول د پاکستان د جمعيت العلماء اسلام  غړي وو؟

سلیم: هو؛ په دوی کې ډېر د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د پاکستان د جمعيت العلماء اسلام غړي وو. مولانا صاحب حسن جان او مولانا عبدالرحمن، مولانا جالندھری و او مولانا بزرجمهر هم د دوی په ډله کې وو.  

کاوش: د هغه پلاوي موخه چې تاسو پاکستان ته لېږلی و، کابل ته د پاکستاني علماوو د پلاوي د سفر شرایط برابرول وو او دغه پلاوي ته د کابل پیغام دا و چې طالبان پر کابل برید و نه کړي او هغوی وهڅوي چې له اوسني حکومت سره خبرو اترو ته کېني. دا رښتیا ده؟

سلیم: هو؛ د پاکستاني علماوو پلاوي ته وویل شول چې طالبان د افغانستان د اسلامي دولت پر وړاندې د جګړې لپاره هيڅ ډول شرعي توجیه نه لري. دوی ته وویل شول چې تاسو، چې د طالبانو استادان او د دې تحریک سرچینه یاست، د افغانستان د اسلامي دولت پر وړاندې د جګړې شرعي جواز نه لرئ؛ نو تمه مو دا ده چې خپل دیني او د ګاونډیتوب رسالت ادا کړئ. طالبان دې د جګړې او وینې تویولو د دوام مخه ونیسئ او د مذاکراتو مېز ته يې راولئ، چې په افغانستان کې سوله وشي او وينه تويول پای ته ورسېږي. هغوی هم زموږ په حضور کې ومنله چې د افغانستان د اسلامي دولت پر وړاندې د جګړې لپاره شرعي جواز نشته او هر ډول ستونزه باید د خبرو اترو له لارې حل شي او سوله وشي. دوی د سر په سترګو ولیدل چې د افغانستان د اسلامي دولت مشران د طالبانو تر مشرانو ډېر پوه دي. د پاکستان دیني عالمانو ژمنه وکړه چې طالبانو ته به ووایي چې جګړه هیڅ شرعي توجیه نه لري او باید د افغانستان له اسلامي دولت سره د سولې خبرو ته کېني. دوی ژمنه وکړه چې په دې برخه کې به هڅه کوي او طالبان به قانع کوي چې له جګړې لاس واخلي او د خبرو اترو مېز ته راشي. دغه دیني عالمان له همدې ژمنو سره له کابل څخه پاکستان ته ستانه شول.

کاوش: د پاکستان د دیني عالمانو پلاوی پنځلس ورځې په کابل کې پاتې شو. په دې وخت کې دوی په مشخص ډول له چا سره ولیدل؟ تاسو هم د هغه وخت د حکومت له مشرانو سره د هغوی په خبرو اترو کې حضور درلود؟

سلیم: پلاوی په ټوله کې پنځلس ورځې پاتې نشو. ټول پلاوی اووه ورځې په کابل کې و، خو مولانا فضل الرحمن تر پنځلسو ورځو وروسته هم په کابل کې پاتې شو. نور لاړل او دی په هماغه مېلمستون کې چې ورته چمتو شوی و، پاتې شو. زه به کله کله د هغه لیدلو ته ورتللم. زه یوه ورځ سهار وخت هغه ته ورغلم. په همدې وخت کې، مېلمستون ته زما له رسېدو سره سم، همدې مېلمستون ته څېرمه، په ښار کې د ننه په شهرنو کې د طالبانو یو راکټ ولګېد. مولانا فضل الرحمن پوښتنه وکړه:« مولانا، دا د څه شې د چاودنې غږ دی؟» داسې ښکارېده چې هغه وېرېدلی دی.هغه به ما ته مولانا ویل. په ځواب کې مې ورته وویل:«ستاسو شاګردان ښار په راکټونو ولې او راکټ د مېلمستون څنګ ته لګېدلی دی.»

مولانا وویل چې باور مې نشي چې طالبان به یو ګڼ مېشته ښار به په راکټونو وولي. ما ورته وویل چې که رښتیا هم باور نه کوې، لاړ شه او وګوره چې راکټ چېرته لګیدلی او له کوم لوري راغلی دی؛ سیمه ستاسو په خدمت کې ده؛ پلټنه وکړئ. بیا یې وویل چې شاید دا د طالبانو د بدنامولو لپاره له ښاره بهر له یوې سیمې څخه پر کابل را توغول شوی وي او ځینې لاسونه د طالبانو د بدنامولو لپاره کار کوي. هغه حیران و چې دا څنګه ممکنه ده چې د یوې دیني مدرسې طالب پر یوه ګڼ مېشته ښار راکټي برید وکړي. د هغه دا خبره داسې ښکارېده چې هغه باور نه درلود چې دا به د طالب کار وي.

مولانا فضل الرحمن له استاد رباني، ملي اتل او استاد سیاف او داسې نورو دولتي چارواکو سره په ګډه او انفرادي ډول څو ځله خبرې اترې وکړې. د هغوی په څو غونډو کې ما هم حضور درلود. برسېره پر دې، هغه له دغو شخصیتونو سره وخت په وخت بېلې بېلې خبرې اترې هم کولې، چې ما پکښې حضور نه درلود. دا چې مولانا فضل الرحمن په هغو ورځو کې له کومو نورو شخصیتونو سره دوه په دوه لیدنې کولې، زه پرې دقیق نه يم خبر. کله کله به د هغه وخت چارواکي په همدې مېلمستون کې د هغه لیدو ته راتلل او کله به يې خپلو استوګنځیو ته ور باله. په ۲۰۲۰ کال کې مو چې د ملي مصالحې د عالي شورا له ريیس ډاکټر صاحب عبدالله سره پاکستان ته سفر وکړ مولانا جلندري، چې هغه وخت د پاکستان د عربي وفاق المدارس ريیس او کابل ته د پينځوسو پاکستاني علماوو د پلاوي غړى و، وویل: د هغه د ژوند يو ستر وياړ د اسلام له شهيد احمد شاه مسعود (رح) سره خبرې اترې او لیده کاته وه. په هغه سفر کې څو تنه علما چې هغه وخت کابل ته راغلي وو. ډاکټر قبله ایاز په مشرۍ د علماوو پلاوي (اسلامي علمی شورا) له ‎ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله سره په کتنه کې له شهید استاد رباني او ملي اتل سره د هغه سفر او خبرو اترو یادونه وکړه. په دوی کې ډېرو وویل چې په هغه وخت کې يې ډېره هڅه وکړه چې طالبان له جګړې لاس واخلي او د هغه وخت له حکومت سره د خبرو مېز ته راشي، خو پایله یې ورنه کړه. دوی ويل ‎چې طالبانو زموږ خبره وا نه ورېدله.

کاوش: تاسو وویل چې د پاتې دیني عالمانو له بېرته ستنېدو وروسته مولانا فضل الرحمن پينځلس ورځې نور هم په کابل کې پاتې شو؛ په دې موده کې به يې هره ورځ له مهمو چارواکو سره ليده کاته او خبرې کولې، که ځینې ورځې په وزګار هم و؟

سلیم: نه؛ هره ورځ به يې غونډه نه درلوده. د فراغت وختونه یې ډېر وو. د پاکستان همدې پينځوسو دیني عالمانو پرېکړه وکړه او ژمنه یې وکړه چې پاکستان ته به ستنېږي او هلته به له طالب مشرانو سره خبرې اترې کوي. دا یې هم وویل چې څو تنه به کندهار ته ولاړ شي او له طالب مشرانو سره به وویني چې هغوی د جګړې بندولو او د افغانستان له اسلامي دولت سره د خبرو اترو پیلولو ته قانع کړي.

مولانا فضل الرحمن هم په کابل کې پاتې شو چې له دې ځایه د منځګړتوب پروسه تعقیب کړي، خو هلو ځلو یې نتېجه ورنه کړه او بهانه يې دا وه چې ما هڅه وکړه، خو تر اوسه یې پایله ورنه کړه؛ دا کار ډېر وخت ته اړتیا لري. بيا دوی بېرته پاکستان ته ستانه شول. وروسته موږ هم دې نتیجې ته ورسېدو چې پاکستان او جمعيت العلماء اسلام  د سولې او جګړې د پای ته رسولو لپاره جدي هڅې نه کوي.

دا نامناسبه نه ده چې دلته بله کیسه هم وکړم. په ۱۹۹۸ کال کې، که تیروتنه ونه کړم، ما د استاد رباني شهید په مشرۍ په یوه پلاوي کې د افغانستان له شمال څخه پاکستان ته سفر درلود. هغه مهال نواز شریف د پاکستان لومړی وزیر و. دا سفر د هغه په ​​بلنه وشو او د سفر موخه له طالبانو سره د خبرو اترو د پیل او په افغانستان کې د سولې د ټینګښت هڅه وه. موږ اسلام اباد ته ورسېدو او له نواز شریف او د پاکستان له نورو لوړپوړو چارواکو سره مو رسمي لیدنې وکړې. تر غونډو وروسته، جلالتماب استاد وویل چې دوی غواړي د پاکستان د جمعيت العلماء اسلام له مشر مولانا فضل الرحمان سره وګوري او خبرې اترې ورسره وکړي. له مولانا فضل الرحمن سره زما د پخوانۍ تجربې پر اساس، زما دا ليدنه خوښه نه وه او نظر مې منفي و. ورته مې وویل: قدرمن استاده ، تاسو اوس د افغانستان برحاله ولسمشر یاست، تاسو د ملګرو ملتونو او نړۍ له خوا په رسمیت پېژندل شوي یاست؛ نو سره له دې چې پاکستان طالبان په رسمیت پیژني او په اسلام اباد کې زموږ سفارت د دوی په اختیار کې دی، زه دا اړینه نه بولم چې تاسو شخصاً د مولانا فضل الرحمن لیدنې ته ورشئ؛ ځکه دا معلومه نه ده چې د هغه چلند به څنګه وي او د موضوعاتو په اړه به يې نظر څه وي. ما وويل: قدرمن استاده اجازه راکړئ چې لومړی زه سره له څو نورو دوستانو سره د مولانا فضل الرحمن ته ورشم او له هغه سره خبرې اترې وکړو چې د هغه نظر او چلند معلوم کړو، که مو ولیدل چې د هغه په نظر او چلند کې ستونزه نشته او شرایط برابروو، بيا به تاسو د هغه لیدو ته ورشئ. قدرمن استاد ومنله، زه او څو نور کسان د مولانا فضل الرحمن لیدو ته ورغلو. په هغو کسانو کې چې د مولانا فضل الرحمن لیدو ته یو ځای ورغلي وو، مولوي صاحب محمد شاه عادلي هم تشریف درلود. نوموړی د مزارشریف مشهور عالم و. موږ په اسلام آباد کې د جمعيت العلماء اسلام  دفتر ته لاړو او هلته مو له مولانا فضل الرحمن سره وکتل. د پاکستان د جمعيت العلماء اسلام مرستیال مولانا عبدالغفور حیدري او مولانا محمد خان شیراني او د دې تنظیم څو نور مشران، چې نومونه مې یې اوس په یاد نه دي، هم هلته وو. مولانا فضل الرحمن د معمول په څېر له موږ سره روغبړ وکړ او چای یې راوغوښت، چې چای یې زموږ مخې ته کېښود؛ نو مولانا فضل الرحمن د توقع خلاف وویل: کله چې تاسو په کابل واکمن وئ، زه درغلی وم او د منځګړتوب لپاره مې هڅه وکړه او څو اوونۍ پاتې شوم، له طالبانو مې وغوښتل چې خبرې اترې وکړي او مذاکراتو ته کېنې او ان ما له هغوی وغوښتل چې تاسو ته تسلیم شي. اوس چې طالبان پر کابل په واکمن دي، زه له تاسو غوښتنه کوم چې طالبانو ته تسلیم شئ چې جګړه پای ته ورسېږي.

د مولانا فضل الرحمن دې خبرې زه او زما ملګري سخت حیران کړو. په ځواب کې مې ورته وویل چې مولانا صاحب تاسو چې څه وایئ دا د جمعیت‌ علماء اسلام دریځ دی؟ په ټوله کې د پاکستان په نوم دولتي دریځ دی؟ که تاسو د یو دیني عالم په توګه فکر کوئ چې دا د شریعت حکم دی؟ ما ورته وویل: ته له کوم ادرسه دا دریځ اعلانوې؟ که دا ستاسو د ګوند له ادرس څخه یوازې یو سیاسي دریځ وي، مهرباني وکړئ موږ ته یې دلیل ووایئ؛ که د یو دیني عالم په توګه دا د شریعت حکم ګڼئ؛ نو مهرباني وکړئ منطق او اساس يې بیان کړئ. که دا د پاکستان د دولت د امر یا فرمایش دریځ وي، بیا هم موږ توضیحات غواړو چې دا هېواد ولې له کوم شرط او قید پرته طالبانو ته زموږ تسلیمېدل غواړي؟

ما ورته وویل چې د افغانستان مشروع حکومت موږ یو. ملګري ملتونه موږ په رسمیت پېژني، نړۍ موږ په رسمیت پېژني او د افغانستان اکثره خلک طالبان یو مشروع حکومت نه ګڼي. موږ د يو نظامي وضعیت له امله له کابل څخه شمال ته شاتګ وکړ او یوازې یو شاتګ او د مرکز بدلول د دې لامل نشي کېدای چې طالبانو ته، چې یوه ډله ده، تسلیم شو. یوازېنۍ منطقي حل‌لاره داده چې د خبرو اترو له لارې له طالبانو سره د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه یوې هوکړې ته ورسېږو.

مولانا ته مې وويل که فکر کوې هغه څه چې تاسې وايئ د شريعت حکم دی، مهرباني وکړئ اساس يې بيان کړئ؛ ځکه چې زه هم د یوې دیني مدرسې فارغ یم او د حدیث او تفسیر تخصصي دورې مې لوستي دي. زه به وګورم چې ستاسو امر او فرمایش څومره دقیق او مستدل دی. مولانا فضل الرحمن زما په ځواب کې وویل چې دا نه د جمعيت العلماء اسلام  دریځ دی، نه د شریعت حکم دی او نه د پاکستان د دولت استازیتوب کوي. په پښتو يې وویل: «هسې مې دا خبره وکړه.» هسې مې یو څه وویل او فکر مې وکړ چې ممکن دا د حل لاره وي. بیا مې له مولانا فضل الرحمن څخه وپوښتل چې په همدې غوښتنې سره مو، چې راشئ طالبانو ته تسلیم شئ! د طالبانو استازیتوب کولائ شئ؟ ما ورته وویل چې ایا موږ له تاسو سره د تسلیمېدو په اړه خبرې کولای شو او تاسو به په هغو خبرو اترو کې د طالبانو استازیتوب وکړئ؟ هغه وويل هو؛ طالبان چې زموږ اولادونه او زموږ د مدرسو شاګردان دي. شاګردان د اولاد په څېر دي او زه کولاى شم د هغوی استازيتوب وکړم. ما وویل چې دا په دې مانا ده چې له تاسو سره په دې برخه کې خبرې کول داسې دي لکه چې موږ پخپله له طالبانو سره خبرې کوو او کومه ستونزه نشته؟ ويې ويل: هو؛ کومه ستونزه نشته.

په همدې کوټه کې پر مېز څو پاڼې سپین کاغذ پروت و. ما له حاضرینو څخه یوه ته وویل، مهرباني وکړئ سپین کاغذونه راکړئ او هغه هم مهرباني وکړه. ما کاغذونه له یوه قلم سره د مولانا فضل الرحمن مخې ته کېښودل او مولانا صاحب ته مې وویل چې موږ به یوه اوونۍ په اسلام اباد کې یو، بیا به تهران ته لاړ شو، هلته به یوه اوونۍ ايو او بیا مزارشریف ته راستنېږو. فرض کړئ چې موږ تسلیمېږو، موږ لږ تر لږه پنځلس ورځو ته اړتیا لرو چې له آمر صاحب سره وګورو او په شپاړسمه ورځ د تسلیمۍ اعلان کوو. که له نن څخه شپاړس ورځې وروسته هم کابل د طالبانو په لاس کې پاتې شو، زه همدلته خط درکوم او لاسلیک کوم چې موږ طالبانو ته تسلیمېږو، خو که تر شپاړسمې ورځې مخکې موږ بېرته کابل ونیو، تاسو به خط راکوئ او لاسلیک به کړئ چې طالبان به موږ ته تسلیمېږې او په افغانستان کې به سوله راځي. کله چې ما خپله خبره پای ته ورسوله مولانا فضل الرحمان ټکان وخوړ او ویې ویل چې زه دا کار نه کوم. زما لومړۍ جملې، چې ورته ومې ویل چې ایا ته به زموږ د تسلیمي په احتمالي خبرو اترو کې د طالبانو استازیتوب وکړې، هغه ته خورا خوندور ورکړ؛ مګر کله چې ما د لیک او لاسلیک مساله راپورته کړه، هغه ټکان وخوړ. تاسو پوهېږئ چې په هغه وخت کې د متحدې جبهې کرښه د کوهدامن په پل صوفیان کې وه او له کابل ښار سره مو ډېره فاصله نه لرله؛ نو له همدې امله مولانا فضل الرحمن دا احتمال رد نه کړ چې موږ به په دې لنډه موده کې بېرته  کابل ونیسو.

تر دې وروسته موږ د مولانا فضل الرحمن له دفتره ووتلو او استاد ته راغلو. استاد ته مو کیسه وکړه او هغه وخندل. ورته  ومې ویل: قدرمن استاده ډېر ښه وشول چې تاسو نه لاړئ؛ مولانا فضل الرحمن یوازې زموږ تسلیمېدل غواړي. کله چې مې تر راستنېدو وروسته دا کیسه امر صاحب شهید ته وکړه، هغه ډېر حیران شو او ویې ویل: څومره ډاډه واست چې دا موضوع مو مطرح کړه؟ ما وویل: زه مولانا فضل الرحمن ښه پیژنم او پوهېدم چې تر دې مخکې نه ځي. د خبرو اصلي ټکی دا و چې مولانا فضل رحمن په اسلام آباد کې موږ ته وویل چې کابل ته د خپل سفر پر مهال مې پوره هڅه وکړه چې طالبان جګړه ودروي او د خبرو اترو مېز ته راشي او ان هغوی مې وهڅول چې تاسو ته تسلیم شي، خو موږ احساس کاوه چې په هغه وخت کې ښاغلی په افغانستان کې د خبرو اترو او سولې د ټینګښت لپاره کومه جدي هڅه نه کوله.

کاوش: په هماغه سفر کې چې مولانا فضل الرحمن له پينځوسو نورو پاکستاني علماوو سره کابل ته راغی او تر نورو دوې اوونۍ ډېر په کابل کې پاتې شو او په دې تمه و چې د خپل تنظیم نورعلماء یې کندهار ته ولاړ شي او د طالبانو له مشرانو سره خبرې اترې وکړي چې د طالبانو او د هغه وخت د حکومت تر منځ د خبرو اترو همغږي وشي؛ هغه علما په رښتیا هم کندهار ته لاړل او له طالبانو سره یې ولیدل؟

سلیم: هو؛ د دوی پلاوی کندهار ته ولاړ او له طالبانو سره یې وکتل، خو د جګړې ختمول او د مذاکراتو پیل نتېجه ورنه کړه او موږ هم پوه شوو چې دوی جدي هڅې نه کوي. دا ټکی را ته څرګند شو چې دا مساله د جمعیت علماء اسلام د ځینو دیني علماوو او نورو تر سویه ډېره لوړه ده، هغه کسان چې د پاکستان اصلي واک يې په لاس کې دی، په افغانستان کې سوله نه غواړي او هڅه کوي طالبان په زور پر ټول افغانستان واکمن کړي.

کاوش: په کومه ورځ چې مولانا فضل الرحمن تر دريو اوونیو وروسته له کابله پاکستان ته ولاړ؛ پر دې ټکې یې اعتراف وکړ چې هڅې یې ناکامې شوې او که یې ویل چې له پاکستانه به د طالبانو د منځګړتوب او د خبرو مېز ته د راوستلو هڅو ته دوام ورکړي؟

سلیم: هو؛ هغه له همدې ژمنې سره ولاړ چې د پاکستان له دننه څخه به خپلو هڅو ته دوام ورکوي، چې د جګړې د درولو او د خبرو اترو د پيل لپاره زمينه برابره شي. مولوي صاحب حسن جان، چې مخکې مې يې يادونه وکړه، هم له کابل څخه د وتلو پر مهال ژمنه کړې وه چې په دې برخه کې به هڅه کوي. د پاکستان ټولو علماوو او د جمعيت العلماء اسلام  ګوند غړو کلکه او ټینګه ژمنه وکړه چې طالبان به قانع کوي چې جګړه ودروي او د مزاکرې مېز ته راشي، چې دواړه لوري د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه د خبرو اترو له لارې یوې هوکړې ته ورسېږې او سوله تامین شي، خو عملاً هیڅ کار ونشو او د ۱۳۷۵ کال د تلې تر پينځم، د طالبانو لاس ته د کابل تر سقوط پورې، موږ له طالبانو سره نور مذاکرات و نه کړل.

کاوش: په هغه وخت کې د هرات والي امیر محمد اسماعیل خان له طالبانو سره د خبرو اترو یو چینل درلود او له هرات څخه یې یو شمېر علماء کندهار ته استولي وو چې له طالبانو سره خبرې اترې وکړي. البته د ۱۳۷۴ کال په مني کې د هرات تر سقوط ؛ ايا تاسو په کندهار کې له طالبانو سره، د مولوي خداداد په ګډون، د هرات د علماوو له خبرو خبر ياست؟ ايا تاسو په کندهار کې له طالبانو سره، د مولوي خداداد په ګډون، د هرات د علماوو د خبرو اترو په جریان کې وئ؟

سلیم: البته هغه خبرې اترې چې د هرات او مولوی صاحب خداداد له چینله ترسره کېدې، د پیغامونو د تبادلې تر حده وي او په افغانستان کې د خبرو او سولې د ټینګښت لپاره د جدي مذاکراتو پړاو ته نه وې رسېدلې. دواړو لورو د نظرونو او پیغامونو تبادله او بحث کړی و.

کاوش: جنرال محمد ظاهر عظيمي چې په هغه وخت کې د هرات پوځي کمیسار و، په همدې شفاهي تاریخ پاډکسټ کې وویل چې د هرات چارواکو په وروستیو کې خبر ترلاسه کړ چې د دغو خبرو اترو په جریان کې، چې ستاسو په وینا موخه يې د پیغامونو تبادله او بحث کول وو، مولوي خداداد، چې په هغه وخت کې د هرات د محاکمو ريیس و، د هغه ولايت له څو نورو علماوو سره يو ځاى له طالبانو سره يو ځاى شو او د هغوى له مشر ملا محمد عمر سره یې بيعت وکړ. ایا تاسو د دې موضوع په اړه خبر ترلاسه کړ که نه؟

سلیم: ما مخکې د مولوي صاحب سخيداد فایز کيسه وکړه. زه فکر نه کوم او دا امکان نه لري چې مولوي صاحب خدايداد دې هم په پټه بيعت کړي وي، خو زه په هغه وخت کې له دې موضوع خبر نه وم.

کاوش: د طالبانو کوم مشر، که يې د هغه وخت مشران وي او که اوسني مشران يې، څوک د پاکستان په دیني مدرسو کې د زده کړو پر مهال ستاسو ټولګیوال نه و چې له تاسو سره شخصي پېژندګلوي ولري؟

سلیم: هغو مدرسو چې ما پکې زده کړې کولې له هغو مدرسو سره چې طالبانو پکې زده کړې کولې، توپیر درلود. ما په هغو مدرسو کې زده کړې وکړې چې تر ډېره په هغه کې د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند نفوذ درلود او استادان يې د همدې ګوند غړي او مشران وو. د طالبانو مشران په هغو مدرسو کې چې په هغوی کې د پاکستان جمعیت‌علماء اسلام نفوذ لري او استادان یې د همدې ګوند غړي او مشران دي، زده کړې کړې دي. زما یوازې د حدیثو دوره، چې زما د زده کړو وروستی کال و، د استاد مولانا حسن جان په مدرسه کې، چې د پاکستان د جمعیت العلماء اسلام، يو مشر دی، و. هغه د ځینو طالبانو د مشرانو استاد هم و.

له مولانا صاحب حسن جان سره زموږ په حلقه کې شاوخوا دوه سوه کسانو حضور درلود، وروسته خبر شوم چې ځينې يې له طالبانو سره يو ځای شوي دي، خو هغوی د طالبانو د جوړښت د سلسله مراتبو په ډېره ټیټه کچه کې وو او کوم لوی واک یې نه درلود. د بېلګې په توګه، مولوي صاحب سورګل او مولوي صاحب سبز ګل، چې د طالبانو په مشرتابه کې نه وو او د هغوی په خورا ټیټو کچو کې یې رول درلود، خو زه له مولوي صاحب شهاب الدین دلاور سره، چې د طالبانو د اوسني حکومت د کانونو او صنایعو وزیر دی او د دوی د حج او اوقافو له وزیر، مولوي صاحب نور محمد ثاقب، سره له پخوا پېژنم. د پاکستان د پېښور ښار د سپین جماعت یا سپین جومات په سیمه کې، یوه مدرسه وه چې دغه دوه کسان پکې استادان وو. دغه مدرسه په همدې سپین جومات کې، چې نسبتاً لوی جومات، وه او مولوي صاحب دلاور او مولوي صاحب ثاقب پکې تدریس کاوه.

لکه څنګه چې مې په پیل کې وویل، زه هم د پېښور په بورډ کې د یوې دیني مدرسې مسوول او استاد وم. ما په هغه مدرسه کې شاوخوا دوه سوه شاګردان درلودل. هغه مدرسه چې ما پکې تدریس کاوه سپین جومات ته نږدې وه. له همدې امله ما دوی پېژندل او هغوی هم، چې مشهور استادان وو، زه یې پېژندلم. زه له امداد العلوم مدرسې او د مولانا حسن جان د حدیثو له دورې څخه په لومړۍ عمومې درجه فارغ شوی وم.

زموږ د دستاربندي په مراسمو کې د افغانستان ګڼو جهادي مشرانو، د پاکستان سیاسي او مذهبي مشرانو او د ایالتي حکومت چارواکو ګډون کړی و او موږ ته یې ډالۍ  او سوغاتونه راکړل او د دې غونډې خبرونه په رسنیو کې خپاره شول. له همدې امله زما نوم دوی ته اشنا و او د دوی نومونه ما ته. زما په یاد دي چې مولوي صاحب شهاب الدین دلاور او مولوي صاحب نور محمد ثاقب، د منطق، معاني او عقاید کتابونه تدریسول او په کومه مدرسه کې چې زه مسوول وم، د نورو مضامینو تر څنګ به مې د قرآن کریم تفسیر دوره تدریسوله.

په پېښور کې مو یو بل له نږدې ډېر نه لیدل، خو کله چې ما په قطر کې مولوي صاحب شهاب الدین دلاور ولید، د پیښور په مدرسه کې د تدریس د دوران یادونه مو وکړه. د طالبانو په اوسني حکومت کې داسې کسان هم شته چې په هماغه مدرسه کې، چې زه یې مسوول او استاد وم، زما شاګردان وو. د اسلامي دولت په دوره کې مو د ملي اتل په لارښوونه د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالي کې یوه لویه مدرسه جوړه کړه. موخه مو دا وه چې په هېواد کې دننه یوه داسې مدرسه جوړه شي چې د دیني علومو د زده کړو لپاره پاکستان ته د تللو اړتیا کمه کړي.

دا څرګنده وه چې د پاکستان په مدرسو کې طالبان د افغانستان د ګټو خلاف روزل کېدل او موږ حل‌لاره دا وګڼله چې په هېواد کې داسې مدرسه جوړه کړو چې د ديني زده کړو شاګردان په ښه ملي روحیه و روزل شي او د دیني علومو د زده کړې لپاره پاکستان ته د خلکو د تګ اړتیا کمه شي. ځينې طالبان، چې د دغې مدرسې شاګران وو، له طالبانو سره يو ځای شول او ځينې يې لا هم د دوی په ليکو کې دي.

کاوش: په عین حال کې چې تاسو د هغه وخت حکومت او بیا د مقاومت جبهې په استازیتوب له طالبانو سره پر مذاکره بوخت وئ، ایا له هماغې پېژندګلوي او شخصي اړیکو په استفادې، دوی په شخصي توګه تاسو ته مراجعه و نه کړه چې راشه او له موږ سره یوځای شه، موږ طالبان، ديني عالمان او ټولګيوال يو؛ نو له موږ سره بيعت وکړه؟

سلیم: په مستقیم ډول نه، خو په نا‌مستقیم ډول یې هڅه وکړه. کله چې د افغانستان اسلامي دولت له کابل څخه شاتګ وکړ، زما ځینې شاګران چې د طالبانو په لیکو کې وو او په هماغه مدرسه کې چې زه پکې په پېښور کې یې مسوول او استاد وم، زده کړې یې کړې وې، د طالبانو مشرانو ته مراجعه کړې وه زما نوم یې ورته اخیستی و او ویلې یې وو چې زموږ استاد و. وروسته د طالبانو مشرانو له هغوی غوښتي وو چې له استاد سره مو اړیکه ونیسئ او زموږ پیغام ورته ورسوئ. دوی هڅه وکړه چې ما ته د همدغو دریو علماوو له لارې پیغام ورسوي چې موږ لومړی ځل پاکستان ته د طالبانو له استادانو سره د لیدو لپاره لېږلي وو. هغه عالم ته یې ویلې و چې مولوي صاحب عطاالرحمن سلیم ته ورشه او زموږ له طرفه ورته ووایه چې هر پوست دی يې غواړي، موږ حاضر یو چې ور يې کړو، خو هماغه عالم چې اوس یې د نوم له اخيستلو بښنه غواړم، هغه ته یې ویلي و چې زه چې څومره هغه پېژنم، هغه داسې څه نه مني. هغه له طالبانو بښنه غوښتې وه او ورته ویلې يې و چې که زه ستاسو پیغام مولوی عطاالرحمن سلیم ته ورسوم، هغه به له ما څخه خپه شي او دا ډول بلنه په هیڅ صورت نه مني.

زما څو تنو شاګردانو، چې له طالبانو سره یو ځای شوي و، هم خپلو مشرانو ته ویلې و چې موږ دا پیغام خپل استاد ته نه رسوو؛ ځکه موږ پوهېږو چې هغه یې نه مني او له موږ څخه خپه  کېږي. د دغو شاګردانو له ډلې څخه یو، چې له طالبانو سره یو ځای شوی و او تر ډېره وخته د دوی په لیکو کې پاتې شوی و، تر بدلون وروسته نیول شوی و او د بګرام په زندان کې بندي و. له بنده تر خوشي کېدو وروسته هغه زما لیدو ته راغی او راته یې وویل چې په ۱۳۷۵ کال کې د کابل تر سقوط وروسته د طالبانو مشرانو له هغه غوښتي و چې ما ته خپل پیغام را ورسوي، خو هغه بښنه غوښتې وه؛ ځکه چې هغه زما له فکر او روحیې سره اشنا و او پوهېده چې زه به یې و نه منم او ان د دې موضوع په مطرح کولو سره به خپه شم.

کاوش: په ۱۳۷۵ کال کې د کابل تر سقوط مخکې شاوخوا دوه زره دیني عالمان، چې په هغو کې پاکستاني عالمان چې د پاکستان د جمعيت العلماء اسلام غړي هم حضور درلود، په کندهار کې سره راټول شول، ملا محمد عمر ته یې د امیرالمؤمنین لقب ورکړ او په همدې غونډه کې يې د استاد رباني د حکومت د نسکورولو فتوا هم ورکړه او اعلان يې وکړ چې تر دې وروسته د ملا محمد عمر زعامت دیني مشروعيت لري. تر دې پېښې وروسته، تاسو د پاکستان له جمعيت العلماء اسلام سره د خپلو چینلونو له لارې اړيکه ونيوله. تاسو له مولانا فضل الرحمن او د هغه د تنظیم له نورو غړو سره اړیکه ونیوله چې ترې دا وضاحت وغواړئ چې ولې يې د کندهار په مجلس کې یې ګډون کړی و او دوی په ښکاره د طالبانو د ګټو لپاره د افغانستان په شخړه کې مداخله وکړه، په داسې حال کې چې تر دې مخکې هم دوی کابل ته د منځګړي په توګه راغلي وو؟

سلیم: هو؛ له مولانا صاحب حسن جان سره مې اړیکه ونیوله، خو ځواب یې دا و چې د پاکستان ملي ګټې دا ايجابوي چې د طالبانو ملاتړ وکړو. د دوی دغه څرګند دریځ زموږ د وضاحت لپاره نور ځای  پرېنښود او څرګنده شوه چې پاکستاني عالمان او حکومت تقریباً د افغانستان د جګړې په طرف دي، نه منځګړي. البته مولانا حسن جان هم وروسته ترور شو او دا لا هم څرګنده نه ده چې د هغه په ​​وژنه کې چا لاس درلود.

کاوش: په کندهار کې د دیني عالمانو په هغه غونډه کې چې ملا محمد عمر ته د امیرالمومنین لقب ور کړل شو، ځينو هغو دیني عالمانو هم برخه اخیستې وه چې د اهل حل او عقد په شورا کې یې د استاد رباني زعامت منلی و او له هغه سره یې بیعت درلود. د بېلګې په توګه د مولوي نصرالله منصور د کورنۍ غړي، چې ځینې یې د طالبانو په اوسني حکومت کې وزیران هم دي. ایا تاسو له خپلو هغو دیني او وطني عالمانو سره اړیکه ونیوله او وضاحت مو ترې وغوښت چې ولې له دې سره سره چې د اهل حل او عقد په شورا کې یې ګډون کړی و او‎د استاد رباني زعامت يې تایید کړې و، د کندهار غونډی ته ولاړل او ملا محمد عمر ته یې د امیرالمومنین لقب ورکړ؟

سلیم: نه؛ نور موږ ته فرصت پاتې نشو چې د هغې غونډي له ګډونوالو سره اړیکه ونیسو. مانا یې دا وه هغه کسان چې په هغه غونډه کې یې ګډون کړی دی، د طالبانو د ډلې غړي دي. جګړو زور اخیستی و او د اړیکو نیولو او له دوی څخه د وضاحت غوښتلو لپاره نور فرصت نه و پاتې. بل ټکی د کندهار غوندې په لويو غونډو کې، چې ویل کېږي دوه زره دیني عالمانو له ملا محمد عمر سره بیعت وکړ، یوه فضا رامنځته کېږي. همدا فضا هم خپل رول لري. که مو پام کړی وي، دا ځل طالبانو په پولتخنیک پوهنتون کې د دیني عالمانو لویه غونډه جوړه کړې وه او داسې ښکاري چې په دغه غونډه کې دغو دیني عالمانوله خپل اوسني مشر سره یې بیعت وکړ. په دغه غونډه کې ځينې عالمان هم وو چې د جمهوریت پر مهال یې نظام مشروع ګاڼه. په دغه ډول غونډو کې پرېکړه کوونکي  د ګوتو په شمېر څو کسان وي، دوی فضا په داسې ډول جوړوي چې د ټولو پام را واړوي او هغوی د ګوتو په شمېر د څو تنو نظر تایید کړي. د طالبانو د بیا واک تر لاسه کولو یو کال وړاندې د همدې لویې جرګې په تالار کې د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه د دری زره دیني عالمانو یوه لویه غونډه رابلل شوې وه او د طالبانو د جګړې او  کړنو پر وړاندې یې ویناوې وکړې؛ د طالبانو جګړه یې بغاوت وباله او له طالبانو یې له دولت سره د مذاکراتو غوښتنه وکړه. یو شمېر همدغه دیني عالمان وروسته هغې غونډې ته هم ورغلل چې طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته د پولیتخنیک په تالار کې جوړه کړه او له دوی څخه د طالبانو مشر ته بیعت واخیستل شو. يعنې په دغو غونډو کې د يو څو د ګوتو په شمېر کسانو له خوا د رامنځته شوې فضا رول بايد له پامه و نه غورځوو. هغه غونډه چې په کندهار کې ملا محمد عمر جوړه کړې وه داسې علماء هم پکې وو چې له هغه سره په بیعت کې موافق نه وو، خو صحنه داسې ډيزاين شوې وه چې هغوی خپل نظر څرګند نه کړای شي. په دې ډول غونډو کې لکه پارلمانونه شنه او سره کارتونه نه پورته  کېږي او نه هم څوک پټه رایه اچوي چې د اشخاصو اصلي نظر روښانه شي.

کاوش: د کندهار تر غونډې او له ملا محمد عمر سره د دوو زره علماوو د بیعت تر اعلان وروسته، تاسو په کابل کې د حج او اوقافو وزارت او د علماوو د چارو ریاست له لوري څه غبرګون وښود؟

سلیم: هو؛ په کابل کې يوه ستره غونډه جوړه شوه، چې په کې ديني عالمانو د کندهار پرېکړه رد شوي اعلان کړه او ويې ويل چې د شريعت له مخې چې کله له يوه زعیم سره بيعت کېږي، تر څو چې د هغه زعیم د ګوښه کولو شرطونه ثابت نشي، له بل چا سره بیعت کول باطل دي. په دې اړه واضح احادیث شته او هغه کسان چې پر دې بحثونو مسلط دي پر دې پوهېږي. په دغه غونډه کې اعلان وشو چې د افغانستان د اسلامي دولت پروړاندې جګړه شرعي جواز نه لري او د شريعت حکم دا دی چې د افغانستان د ستونزې د حل لپاره بايد جګړه نه؛ بلکې مذاکره او خبرې اترې وشي. د کندهار دا پرېکړه د افغانستان ډېرو علماوو، په تېره بيا هغو علماوو ته چې خپلواک، غير سياسي او بې پرې وو او دې مسالې ته يې له خالص شرعي نظره کتل، د منلو وړ نه وه.

کاوش: ښه، تاسې ویل چې د طالبانو تر وعدې ماتولو وروسته له دغې ډلې سره د مذاکراتو بله هڅه ونشوه او کابل دغه مهال هڅه وکړه چې د پاکستان د جمعیت‌العلماء اسلام له لارې یو بل بهیر پيل کړي او له طالبانو سره تفاهم ته ورسېږي، خو په کابل کې د مولانا فضل الرحمان له درې اوونۍ پاتېدو سره سره یې پایله ور نه کړه. په ۱۳۷۵ کې کابل طالبانو ونیو، خو تر دې مخکې بل بدلون دا و چې د حزب اسلامي رهبر، ګلبدین حکمتیار، د وخت له ولسمشر سره کابل ته د راتلو او صدراعظم کېدو په اړه هوکړې ته ورېد. ښکاره ده چې د هغه له راتلو سره کابینه بدله شوه او حتماً به پر ځينو پاليسیو بیا کتنه شوې وي. دغه وخت، د ښاغلي حکمتیار له لوري هم له رسمي ادرسه له طالبانو سره د مذاکراتو هڅه وشوه کنه؟

سلیم: نه، نه. د هغه له خوا کومه هڅه ونشوه. ښاغلی حکمتیار، تر دې مخکې چې په رسمي ډول صدراعظم شي؛ د اسلامي دولت برعکس، چې له طالبانو سره د مذاکرې او خبرو په حال کې و، له طالبانو سره په نښته کې و. هغه مهال له طالبانو سره د حکمتیار اړیکې هیڅ ښې نه وې. بله دا چې حکمتیار په کندهار، غزني، میدان وردګ، لوګر او نورو سیمو کې له طالبانو سره جنګېدلی و. د ننګرهار او لغمان په ځینو برخو کې یې هم ځواکونو له طالبانو سره نښتې کړې وې. په همدې خاطر، کابل ته د حکمتیار له راتلو سره د طالبانو له خوا اغېزناکه او ګټوره اړیکه و نه نيول شوه. حکمتیار صاحب په دې برخه کې کوم چانس او فرصت نه درلود. له بلې خوا، په ۱۳۷۵ کې جګړه ډېره سخته او پراخه شوه، د مذاکراتو او اړیکو کوم چانس پاتې نشو.

کاوش: زموږ د خبرو په تېره برخه کې دې ټکي ته اشاره وشوه چې هغه مهال يو څو  نور عالمان هم طالبانو ته ور مات شوي وو. ځينو نورو عالمانو د وعظ له لارې يا له نورو لارو د طالبانو ملاتړ کاوه. تاسې چې هغه مهال د حج او اوقافو وزارت چارې سمبالولې، په کابل او د دولت تر کنترول لاندې نورو سیمو کې له داسې ستونزو سره مخ کیدئ، څه مو یاد دي؟

سلیم: نه، نه. موږ هغه مهال له داسې ستونزې سره نه وو مخامخ، زما نه یادېږي چې له کومې لويي ستونزې سره دې مخ شوي يو. داسې پېښه نه ده شوې چې د دولت له کنترول لاندې سیمو څخه کوم مشهور عالم طالبانو ته ورغلی وي، بیعت یې کړی وي او بیا راغلی وي چې دوی ته کار وکړي. موږ هغه مهال پر حج او اوقافو وزارت سربېره، د دولت له چوکاټه بهر، د علماوو لپاره د افغانستان د علماوو او روحانیونو شورا لرله. په دغه شورا کې د اهل سنت والجماعت پر علماوو سربېره د اهل تشیع علماوو هم برخه لرله. دغې شورا د هېواد په کچه د علماوو د انسجام لپاره کار کاوه. بله دا چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مسجدونو چارو ریاست له لارې مو په ټولو ولایتونو او د کابل ښار په ټولو ناحیو کې له علماوو سره منظمې غونډې او همغږۍ لرلې. موږ  داسې هيڅ پېښه نه ده ليدلې. ان د ۱۳۷۵ کال د مېزان په پينځمه، چې کابل د طالبانو په لاس سقوط شو، موږ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په مقر کې له دیني عالمانو سره غونډه لرله. په کابل کې دیني عالمان هغه مهال سره منسجم وو او طالبانو ته يې هیڅ لېوالتیا نه لرله. په همدې خاطر ویلای شم چې موږ په دې برخه کې هیڅ ستونزه نه لرله. د هراتي مولوي صاحب خداداد موضوع، چې تاسې یاده کړه، ممکن واقعيت به وي. د هغه بیعت پټ و او طبیعي ده چې پټ کارونه په پټه کېږي او څوک نه ترې خبرېږي. د مولوي صاحب سخي‌داد فایز په اړه هم د پېښور پښتو ژبې ورځپاڼې (وحدت) خبر خپور کړی و چې ګواکې د طالبانو له رهبر سره یې بیعت کړی دی. د مولوي صاحب فایز کورنۍ هغه مهال د پېښور په پبو کمپ کې ژوند کاوه. کله چې هغه بېرته کابل ته راغی، لکه مخکې مې چې وویل د وحدت ورځپاڼې خبر یې رد کړ، خو وروسته معلومه شوه چې دغه خبر رښتیا و. له دې پرته، موږ په کابل کې له طالبانو سره د دیني عالمانو د بیعت کومه مهمه بېلګه نه لرله.

کاوش: لکه مخکې مې چې وویل، لومړی جلال اباد او بیا کابل سقوط شو. تاسې هغه مهال د ننګرهار له مشهورو او اغېزناکو دیني عالمانو سره په اړیکه کې وئ؟ په دوی کې څوک د طالبانو پلوي شوي وو، که هغه مهال د جلال اباد عالمانو ته ستاسې لاسرسی لږ و؟

سلیم: نه. زما نه یادېږي چې د جلال اباد یا په ټوله کې د مشرقي کوم مشهور او پياوړي دیني عالم له طالبانو سره هغه مهال بیعت کړی وي. هغه مهال موږ د مشرقي د علماوو مجمع لرله، چې منظمې اړیکې مو ورسره لرلې. دوی د مشرقي ولایتونو د دیني عالمانو ټولې اړوندې چارې مدیریت کولې او له حج او اوقافو وزارت سره یې ښې کاري اړیکې وې. د دولت پر ضد يې په ښکاره د طالبانو هیڅ پلوي توب و نه کړ. د مشرقي شورا، چې د ختیځ څلور واړه ولایتونه یې مدیریت کول، د افغانستان د اسلامي دولت او د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي ترمنځ یې منځګړتوب کاوه. کله چې ښاغلي حکمتیار رسماً د صدارت دنده پر غاړه واخیسته، له افغانستان اسلامي دولت سره د مشرقي د علماوو د مجمع اړیکې نورې هم زیاتې شوې. په مشرقي ولایتونو کې، هغه مهال یوازېنی با نفوذه عالم، چې ویل کېدل طالبانو ته لېواله دی، مولوي صاحب محمد یونس خالص و. هغه د حزب اسلامي د خالص خاښ رهبر و. البته، هغه د مشرقي ولایتونو د دیني عالمانو د شورا غړی نه و. موږ خبر وو چې هغه له طالبانو سره راشه- درشه لري او ورسره په اړیکه کې دی. هغه مهال پیر صاحب په پاکستان کې ژوند کاوه. د مشرقي په پياوړو دیني عالمانو کې هیڅ داسې څوک نه و چې طالب کېدو ته لېوال وي. ان، پر جلال اباد د طالبانو له واکمنېدو سره، د مشرقي د علماوو مجمع د طالبانو حکومت و نه مانه، اکثره غړي یې پاکستان ته لاړل او هلته مېشت شول.

کاوش: مرحوم مولوي فضل‌الهادي شینواری، چې د سپټمبر د يوولسمې تر بدلونونو وروسته د افغانستان قاضي‌القضات شو، د مشرقي د علماوو د مجمع غړی و؟

سلیم: هغه د مشرقي د علماوو د مجمع رييس و. پر جلال اباد د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پاکستان کې ژوند کولو ته اړ شو.

کاوش: مولوي جلال‌الدین حقاني، چې هغه مهال له طالبانو سره ملګری شو، د کابل او طالبانو ترمنځ یې د منځګړتوب کومه هڅه وکړه؟ 

سلیم: نه. مولوي جلال‌الدین حقاني په یوه پړاو کې د وزیر په توګه کار کاوه. هغه د پېښور د ۱۳۷۱ کال له توافقاتو سره سم، د ډاکټر نجیب د حکومت تر سقوط وروسته، د هېواد د عدلیې وزیر و، خو وروسته، چې کابل کې جګړې پراخې شوې، خوست او بیا پاکستان ته لاړ او نوره یې دنده و نه کړه.  مولوي جلال‌الدین حقاني، زما د هغه مهال د معلوماتو له مخې، « د افغانستان اسلامي دولت» پر ضد د طالبانو له رامنځته کېدو مخکې، د دولت پر ضد کوم عملي ګام وا نه خیست. د طالبانو د رامنځته کېدو په لومړیو کې که یې له دوی سره اړیکې هم نیولې وې، ډېرې محسوسې او مشهودې اړیکې یې نه وې. د دوی اړیکې وروسته پراخې شوې؛ تر دې چې له طالبانو سره په بشپړ ډول یو شو او نور د منځګړتوب کوم ځای پاتې نه و.

د پنجشېر د دیني عالمانو فتوا

کاوش: ښه؛ وروسته تر دې چې کابل سقوط شو او شاتګ وشو، د طالبانو او مقاومت جبهې یا متحدې جبهې لومړني مذاکرات په کومه نېټه او چېرته وشول؟

سلیم: له کابل څخه تر شاتګ وروسته، لومړی مهم کار چې شهيد آمر صاحب وکړ، په پنجشېر کې د دیني عالمانو غونډه وه. دا پنجشېر ته د هغه له شاتګ وروسته لومړی مهم ګام و. البته هغه مهال یې ځينې قطعې دفاع ته ګومارلې وې، خو له منظم دفاعي او نظامي پلان مخکې یې د پنجشېر د دیني عالمانو ترمنځ غونډه وکړه. غونډه د پنجشېر د آمریت په دفتر کې، چې په بازارک سیمه کې و، وشوه. هغه کسان چې له پنجشېر سره بلد دي، دا ځای یې لیدلی دی. په دې غونډه کې د پنجشېر مشهورو او مطرحو دیني عالمانو ګډون کړی و. په پنجشېر کې د علماوو دغې غونډې څو ورځې پرله پسې دوام وکړ.

کاوش: په دې غونډه کې تاسې هم وئ؟ 

سلیم: هو؛ زه هم پکې وم. د دې غونډې په لومړۍ ورځ، آمر صاحب شهید دیني عالمانو ته وویل چې په دې شرایطو کې تاسې ووایئ د شریعت له نظره زموږ مسوولیت څه دی او باید څه وکړو؟ تاسې پوهېږئ چې په هغو ورځو کې هم د طالبانو شعار د نن په شان شریعت و. په یوه لاس کې یې ټوپک او بل کې قرآن نیولی و او ویل یې چې د شریعت د تطبیق لپاره جنګېږي. په همدې دلیل لازمه وه چې پر وړاندې يې شرعي چلند شوی وای. آمر صاحب په همدې دلیل د دیني عالمانو غونډه را وبلله او له دوی یې وپوښتل چې په اوسنیو شرایطو کې موږ ته د شریعت حکم څه دی؟

 لکه چې ومې ویل، دې غونډې درې ورځې پرله پسې دوام وکړ او په پای کې دیني عالمانو د طالبانو پر وړاندې د مقاومت شرعي فتوا صادره کړه. دا فتوا او پرېکړه د غونډې په وروستۍ ورځ بشپړه شوه. وروسته، دا متن آمر صاحب شهید ته ورکړل شو. آمر صاحب ټولو هغو پوځي قرارګاوو ته ولاړ چې د روسانو خلاف د جهاد په وخت په پنجشېر کې جوړ شوي وو. هلته یې د دیني عالمانو د فتوا متن ځایي خلکو او ځواکونوته واوروه او وویل شول چې اوس موږ د طالبانو پر وړاندې د مقاومت شرعي جواز لرو او حق مو دی چې د طالبانو د متجاوزې ډلې پر وړاندې د ځان او خپل مشروع نظام مشروع او په حقه دفاع وکړو. زه په اکثرو دغو غونډو کې، چې آمر صاحب خلک غوښتل او خبرې یې ورسره کولې، موجود وم. هغه پر همدغې فتوا استناد کاوه.

 په دې غونډو کې آمر صاحب د طالبانو د تېري پر وړاندې د خلکو پر مشروع او شرعي دفاع پر حق ټینګار کاوه، خلکو لبیک وایه او ویل یې چې د طالبانو د هر ډول پوځي تېري پر وړاندې دفاع ته بشپړ چمتووالی لري. وروسته پرېکړه وشوه چې د علماوو د فتوا پر متن لا ډېر کار وشي او محتوا یې غني شي. متن مو د پنجشېر یوه دیني عالم، مولوي صاحب محمد موسی، ته ورکړ چې ځينې ټکي یې پکې ور زیات کړل. همدا شان د ځینو نورو ولایتونو، په ځانګړي ‌ډول د پروان، کاپيسا او شمال ختیځو ولایتونو له دیني عالمانو سره شریک کړل شو چې تاییدي نظرونه یې پرې ورکړل.

 همدا شان له جناب استاد عبد رب الرسول سیاف سره مشوره پرې وشوه، چې د جناب تاییدي نظر پرې ترلاسه شو. وروسته مو د فتوا متن نورستان ته واستاوه، چې د دغه ولایت د یوه جید او لوی عالم مولوي صاحب عبدالرزاق په واک کې ورکړل شي او نظر یې پرې واخیستل شي. دغه دروند عالم، چې نظر یې اغېزناک هم و، د پنجشېر د دیني علماوو د فتوا متن تایید کړ. د نورستان د عالمانو له تایید وروسته مو یو عالم د فتوا له متن سره پاکستان ته واستاوه. متن په فارسي او پښتو ژبو تنظیم شوی او جناب موظف شوی و چې په پاکستان کې یې په اردو ژبه هم وژباړي او د افغانستان د عالمانو د دې فتوا متن  پاکستاني عالمانو ته ورکړي. تر  کومه ځایه چې زه خبر یم، د دې فتوا متن د مولانا حسن جان ، مفتي محمد فريد ، مولانا چراغ علي شاه، مولانا سمیع‌الحق او نورو مطرحو او اغېزناکو پاکستاني علماوو لاس ته ورسېد. په دوی کې ځینې د طالبانو جدي پلویان وو. دوی ظاهراً هیڅ کوم غبرګون و نه ښود او پر ضد یې کومه فتوا ور نه کړه. د افغانستان د علماوو د فتوا نسخې هماغه مهال په فارسي، پښتو، اردو او عربي ژبو د رسالو په بنه هم چاپ شوې.

 د مولانا سمیع‌الحق او جمعیت‌العلماء اسلام پاکستان د ځینو غړو په ګډون يو څو  پاکستاني عالمانو زموږ استازو ته وویل چې د دغې فتوا په اړه کوم نظر نه لرو، خو غوره بولو چې قضیه د جګړې پر ځای د مذاکرې او تفاهم له لارې حل شي. دوی پر دې ټکي هم ټینګار کاوو چې د پاکستان ملي ګټې ورته لومړیتوب لري او په همدې دلیل د طالبانو ملاتړي دي. دوی ظاهراً موږ ته د خبرو اترو او مذاکراتو سپارښتنه کوله. دوی زموږ استولو استازو ته وویل چې طالبان یې مذاکرې او خبرو اترو ته هڅولي دي. له پاکستاني عالمانو سره د افغانستان د عالمانو د فتوا له شریکولو سره، زموږ ټکنۍ شوې اړیکې، چې د کابل د سقوط له امله وې، یو ځل بیا تازه شوې.

زموږ استازو هم پاکساني دیني عالمانو ته وویل چې دا موضوع طالبانو ته ورسوي، چې د شریعت او علماوو د فتوا پر بنسټ، د اسلامي دولت خلاف جګړه او پر هغو سیمو پوځي تېری، چې تراوسه د اسلامي  دولت په کنترول کې دي، هیڅ ډول شرعي جواز نه لري او خبرې اترې یوازېنۍ حل لاره ده. د پاکستان دیني عالمانو هم ژمنه وکړه چې طالبان مذاکراتو ته هڅوي. هماغسې چې مې وویل، د پاکستان دیني عالمانو زموږ د فتوا د رد لپاره هیڅ ډول شرعي دلیل وړاندې نه کړ او یوازې همدومره یې وویل چې د پاکستان د ملي ګټو لپاره د طالبانو ملاتړ کوي.

 دوی دا هم ویلي وو چې طالبان د جګړې پر ځای خبرو ته هڅوي. هغه مهال زموږ شرعي موقف او دریځ دا و چې شهید استاد برهان‌الدین رباني، د هغه بیعت پر بنسټ، چې ورسره شوی و، تراوسه د هېواد زعیم او بر حال ولسمشر دی او د عزل کېدو هیڅ ډول شرعي اسباب یې نه لیدل کېږي. له همدې امله، د هغه خلاف د طالبانو جګړه، د هغه نظام پر وړاندې چې خپله د دوی ډېرو غړو بیعت ورسره کړی و، شرعي جواز نه لري. د افغانستان د دیني عالمانو فتوا هم همدغه دریځ پياوړی کړی و. موږ تل ویل چې د حل لاره په مذاکراتو کې ده، د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه باید مذاکرات او تفاهم وشي؛ ځکه جګړه ستونزه نه حلوي. په پاکستان کې زموږ استازو د طالبانو ملاتړو ته وویل چې موږ په هر زمان او مکان کې مذاکراتو ته چمتو يو. د افغانستان د دیني عالمانو د فتوا د متن ترڅنګ، استاد رباني شهید په خپل قلم یو لیک او متن د پاکستان د پنځوسو مشهورو مطرحو عالمانو په نومونو لیکونه ولیکل، چې پکې د طالبانو ورځ تربلې جنګ غوښتونکی منطق پکې تر پوښتنې لاندې راوستل شوی او د افغانستان د اسلامي دولت اصولي دریځ پکې په روښانه ډول وړاندې شوی و. د استاد رباني په قلم او لاسلیک د دغه پيغام نسخه اوس هم له موږ سره شته . د شهید استاد دغه پيغام او لیک د دیني عالمانو له فتوا وروسته، د پاکستان له دیني عالمانو سره شریک کړل شو. استاد رباني په دې متن کې د پاکستان د دیني مدرسو له مشایخو او رييسانو غوښتي وو چې خپل شاګردان د اسلامي دولت پر وړاندې جګړې ته پرې نه ږدي. هغه له پاکستاني دیني عالمانو دا هم غوښتي وو چې پر خپل دولت فشار راوړي چې طالبان جګړې ته و نه هڅوي؛ بلکې د مذاکراتو لارې ته دوام ورکړي. استاد رباني په دې متن کې لیکلي وو، چې د طالبانو جګړه مسلمانانو او د دواړو هېوادونو خلکو ته هیڅ ګټه نه لري؛ بلکې برعکس د افغانستان او پاکستان د ملتونو ترمنځ د دښمنۍ او نفرت سبب کېږي. په دغه متن کې دا هم ویل شوي وو چې د پاکستان دیني عالمان باید د دې خونړۍ جګړې مخنیوی وکړي او طالبان د مذاکراتو مېز ته راولي. زموږ دا هڅې او مراودات له پاکستاني عالمانو سره روانې وې، تر هغو چې په ۱۹۹۷ کې د ملګرو ملتونو سازمان د اسلام اباد د خبرو زمینه برابره کړه. 

البته ظاهراً د مولانا عبدالرشید په ګډون يو څو  پاکستاني عالمانو په کراچۍ کې د طالبانو د جګړې په ملاتړ فتواوې صادرې کړې وې. دوی په دې برخه کې د طالب جنګیالیو د هڅونې لپاره ځينې رسالې هم چاپ کړې وې، چې د پام وړ دي.

کاوش: ښه مخکې له دې، چې دې موضوع ته لاړ شوو، د پنجشېر د دیني عالمانو غونډه د  ۱۳۷۵ کال په لیندۍ که تلې میاشت کې وه؟

سلیم: د هماغه کال په لیندۍ میاشت کې وه. وروستۍ پرېکړه او وروستی متن په لیندۍ میاشت کې برابر شو.

کاوش: تاسې په هغه پلاوي کې وئ چې وروسته پېښور ته واستول شو او د پنجشېر د عالمانو فتوا یې ورسره وړې وه؟

سلیم: هو؛ زه خپله تللی وم او لنډه موده وروسته بېرته راغلم. د پلاوي نورو غړو له پاکستاني او افغان عالمانو سره لیدنو کتنو ته دوام ورکړ. دا چې هغوی اوس په خوندي ځای کې نه دي، نومونه یې نشم اخیستلای.

کاوش: تاسې ویل پاکستاني عالمانو هم ومنله، چې د افغانستان د ستونزې د حل لپاره بايد مذاکرات وشي او جګړه ونشي؟

سلیم: د دوی دریځ دا و چې د خپلو ملي ګټو د اړتیا له مخې د طالبانو ملاتړ کوي، خو د جګړې د دوام ملاتړي نه دي او غواړي دواړه لوري په افغانستان کې مذاکرات وکړي. هغوی د افغانستان د دیني عالمانو د فتوا پر وړاندې هم شرعي او مستدلل ځواب نه درلود. ژمنه یې دا وه چې طالبان د متحدې ملي جبهې او اسلامي دولت تر کنترول لاندې سیمو باندې، بریدونو نه کولو ته هڅوي او مذاکرې ته یې را بولي. البته له طالبانو سره د پاکستاني دیني عالمانو، په ځانګړي ډول جمعیت‌العلماء اسلام اړیکې ډېرې نږدې وې. زه نه پوهېږم چې دوی زموږ پيغام په کومه بڼه او ژبه طالبانو ته ولېږداوه.

کاوش: تاسو د کندهار، هلمند، زابل او روزګان له يو څو  دیني عالمانو سره، چې د طالبانو د ډلې غړي نه وو، خو په خپلو سیمو کې اغېزناک وو، اړیکې ونيوې کنه، چې په افغانستان کې د جګړې د دوام په اړه یې نظر څه دی او که له دوی سره د اړیکې امکان نه و؟

سلیم: د کابل د سقوط په لومړي پړاو کې موږ د دې اړیکې امکان او فرصت نه درلود. د وخت په تېرېدو سره، چې مقاومت پراخ او د طالبانو تهاجم دفع شو، له موږ سره د کندهار، هرات او هلمند عالمان وو. دوی د مقاومت داعیه مشروع ګڼله. په لومړي پړاو کې ممکنه نه وه چې د هغو ولایتونو له عالمانو سره اړیکې ونیسو او دوی د سولې په ټینګښت او د جګړې په ختمولو کې ونډه ولوبوي. هماغسې چې مخکې مې وویل، د کونړ، لغمان او دغه راز شمالي او شمال ختیځو ولایتونو له يو څو  عالمانو سره په اړیکه کې وو. له پاکستاني عالمانو سره په دې دلیل په اړیکه کې وو چې دوی د طالبانو استادان ګڼل کېدل او که یې اراده کړې وای، اغېز يې درلود. موږ له دوی سره په اړیکه وو او خپلې مرادوې مو ورسره ساتلې وې.

په اسلام اباد کې د ۱۹۹۸ کال د اپریل میاشتې خبرې اترې

کاوش: ښه که غلط نشم، نواز شریف د ۱۹۹۷ په ډسمبر میاشت کې مزار شریف ته یوه الوتکه ولېږله چې استاد رباني، تاسې او يو څو  نور پکې سپاره او د ښاغلي شریف په بلنه اسلام اباد ته لاړئ. وروسته د ۱۹۹۸ په اپریل میاشت کې د ملګرو ملتونو سازمان او شپږ جمع دوه هېوادونو د طالبانو او مقاومت جبهې د رسمي خبرو اسانتیا برابره کړه، د دې کیسه څه وه؟

سلیم: موږ د ۱۹۹۷ کال په پای کې اسلام اباد ته لاړو. دا سفر د نواز شریف په بلنه وشو، چې له هغه او نورو پاکستاني چارواکو سره پکې رسمي لیدنې وشوې. وروسته ما له مولانا فضل‌الرحمان سره هم ولیدل، چې کیسه مې مخکې وکړه. په لیدنو کې زموږ ټينګار دا و چې  د حل لاره په مذاکراتو کې ده.  په دې سفر کې له طالبانو استازو سره هیڅ ډول لیدنه ونشوه، خو د دواړو لوریو د دیني عالمانو د غونډې طرحه د نواز شریف او استاد رباني په لیدنه کې مطرح شوه. زه د استاد رباني او نواز شریف په لیدنه کې نه وم. پروتوکول داسې و چې یوازې جناب استاد له نواز شریف سره دوه په دوه وویني؛ نو ځکه نه پوهېږم چې د دواړو لوریو د دیني عالمانو د غونډې وړاندیز د نواز شریف که استاد رباني له لوري مطرح شو، خو دواړو لوریو پر دې هوکړه کړې وه چې د دواړو خواوو دیني عالمان مذاکرات سره وکړي او د جګړې د پای ته رسېدو یوه لاره ومومي. وروسته موږ د افغانستان شمال ته ستانه شوو او څو میاشتې وروسته د ملګرو ملتونو په منځګړتوب په پاکستان کې رسمي خبرې وشوې. تر هغه وروسته چې د ملګرو ملتونو سازمان او پاکستان له طالبانو سره د دغو مذاکراتو د چمتووالي خبر ورکړ، استاد رباني، آمر صاحب شهید او د متحدې جبهې او د افغانستان د اسلامي دولت نورو مشرانو پرېکړه وکړه چې د متحدې جبهې له ټولو ډلو او ګوندونو څخه یو ټول‌ګډونه پلاوی چمتو او خبرو ته واستوي. البته د اسلامي هېوادونو کنفرانس هم د دغو مذاکراتو په تسهیل کې د ملګرو ملتونو له سازمان سره ونډه لرله. د افغانستان شپږو ګاونډیانو جمع امریکا او روسیه هم د دغو خبرو مستقیم ملاتړ کاوه، له همدې امله یې شپږ جمع دوه هېوادونه بلل. دغو خبرو کورنی او بهرنی ملاتړ درلود او پاکستان یې کوربه و. له هېواده بهر هم دغې غونډې انعکاس درلود. د غونډې پر تنظيمېدو هم ډېر کار شوی و. د دغو خبرو هڅې، د نواز شریف په بلنه پاکستان ته له جناب استاد سره زموږ له سفره پيل شوې وې.

کاوش: هغه مهال د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړی استازی څوک و؟

سلیم: د اسلام آباد په غونډه کې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړی استازی ګوبي نومېده، وروسته ښاغلی لخضر ابراهیمي د افغانستان په چارو کې ځانګړی استازی وګومارل شو. د ابراهیم بکر په نوم یوه بل کس د اسلام آباد په غونډه کې د اسلامي هېوادونو د کنفرانس استازیتوب کاوه، دواړو د دغو مذاکراتو اسانتیاوې برابرولې. ان‌گوبي او ابراهیم بکر په دغو مذاکراتو کې د منځګړو او مدیریت کوونکو په توګه حضور درلود. د افغانستان د اسلامي دولت او متحدې جبهې پلاوی اوه کسیز و. په دغو اوو کسانو کې، یو تن د جنرال عبدالرشید دوستم په رهبرۍ د افغانستان د ملي اسلامي جنبش استازی و، چې وکیل عبدالوهاب نومېده او اوس ارواښاد له دې نړۍ تللی دی. د استاد محمد کریم خلیلي په رهبرۍ د افغانستان د حزب وحدت اسلامي استازی ډاکټر طالب و. د استاد یاسر په  نوم یو کس د آیت الله محمد آصف محسني په رهبرۍ د حرکت اسلامي ګوند  استازیتوب کاوه. ارواښاد مولوي صاحب فضل‌الهادي شینواری د مشرقي د شورا استازی و. زه وم او دوه تنه نور. طالبانو د خپل وخت د بهرنیو چارو وزیر مولوي وکیل احمد متوکل په مشرۍ یو پینځه کسیز پلاوی استولی و. د طالبانو د پلاوي په ترکیب کې مولوي عبدالحکیم مجاهد، چې وروسته د حامد کرزي د جمهوري ریاست پر مهال یې د سولې عالي شورا د  مرستیال په توګه کار کاوه، هم حضور درلود. مولوي عبدالحکیم مجاهد هغه مهال په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر و. مولوي مخدوم عبدالسلام بغلانی او ملا نور الله نوري او یو بل کس د طالبانو د پلاوي غړي وو.

کاوش: د طالبانو د پلاوي ریاست د مولوي وکیل احمد متوکل پر غاړه و، د متحدې جبهې د پلاوي رييس څوک و؟

سلیم: د طالبانو د پلاوي ریاست د مولوي متوکل پر غاړه و. طالبان په دې دلیل، چې د یوې ډلې غړي وو، پينځو تنو یې استازیتوب کولای شو. خو د افغانستان د اسلامي دولت او متحدې جبهې لور ته کیسه بل ډول وه. کله، چې ملګرو ملتونو سازمان ډاډ ورکړ چې طالبان خبرو اترو او مذاکرې ته چمتو دي، د پلاوي د ترکیپ موضوع د افغانستان د اسلامي دولت او متحدې جبهې د مشرانو ترمنځ بحث او وڅېړل شوه. پرېکړه دا شوه چې باید په پلاوي کې د متحدې جبهې د ټولو اړوندو ګوندونو او ډلو استازي غړیتوب ولري، چې د ټولګډون‌والي اصل له هره پلوه تمثیل شي. هغه مهال زما دفتر په ګلبهار شرکت کې و او جناب استاد سیاف هم هملته مېشت و. آمر صاحب شهید دنده را وسپارله چې د پلاوي د ترکیب او د مذاکرې وړ موضوعاتو، زموږ د دریځونو او نورو مسایلو په اړه د جناب استاد خدمت ته ورشم او د مذاکرې پر مهال د افغانستان د اسلامي دولت د اصولي او اساسي دریځونو په اړه د هغه جناب لیدلوري او مشورې ترلاسه کړم. په همدې اساس د جناب خدمت ته ورغلم او له جناب سره مې اساسي مشورې وکړې. جناب استاد خپل لیدلوري او هغه اساسي ټکي، چې احتمالاً په غونډه کې مطرح کېدل، په دوو مخونو کې لیکلي وو، هغه یې له لازمو توضیحاتو وروسته را کړل. آمر صاحب هغه مهال په تخارکې تشریف درلود. هغوی وویل چې خنجان ولسوالي ته راځي او زه هم بايد د هغوی د مشورو ترلاسه کولو لپاره هلته ورشم. دا چې له جناب استاد سیاف سره مې مشورې بشپړې شوې وې، خنجان ولسوالي ته لاړم او له آمر صاحب سره مې د خنجان په کلوپ کې خبرې وکړې. ډاکټر صاحب عبدالحی الهي مرحوم، چې د شوروي پر ضد د جهاد له مشرانو او پياوړو فرهنګي شخصیتونو څخه و، هم هملته ناست و. آمر صاحب شهید وویل: له ډېر فکر وروسته، په دې دلیل چې لومړي مذاکرات دي او تراوسه اجنډا، د بحث موضوع او د طالبانو دریځ روښانه نه دي، کومه خاصه خبره مې ذهن ته رانغله، چې اوس یې تاسې ته ووایم. غوره به وي چې کله اسلام آباد ته ورسېدئ، له ما سره په اړیکه کې اوسئ، چې موضوعات ګام پر ګام وڅارو او له وضعیت سره سمې پرېکړې وکړو. آمر صاحب پر دې ټکي هم ټینګار وکړ چې کېدونکي مذاکرات یو فرصت دی او باید ګټه ورڅخه واخیستل شي، چې د نورو مذاکراتو زمینه برابره او بالاخره په هېواد کې د سولې او امنیت د ټینګښت زمینه برابره شي. آمر صاحب د دې خبرو په دوام راته وویل چې ستاسې پام وي، چې د دښمن کور ته ځئ او له دښمن سره مذاکرات کوئ، سخت ماموریت لرئ. هیڅ مې نه هېرېږي چې  آمر صاحب را ته په ټینګار سره وویل :« وروره جانه، چې ځواني خرابه نه کړې، نور نو توکل په خدای.» یعنې د جبهې موقف په صراحت او زړورتیا سره بیان کړې، توضیح ورکړې او زړه نا زړه نشې. وروسته له هغه ځایه مزار شریف ته لاړم او د شهید استاد رباني خدمت ته ورغلم. د پلاوي له نورو غړو سره هم په جلا- جلا او هم په ګډې لیدنې وشوې او لارښوونې او مشورې يې واخیستل شوې. بیا د شبرغان له هوایي ډګر څخه د ملګرو ملتونو سازمان په الوتکه کې د پاکستان پر لور لاړو. اووم کس، چې مولوي صاحب فضل‌الهادي شینواری و، په پاکستان کې یې تشریف درلود او خپله له خپل استوګنځي څخه، چې په آدم خېل دره کې و، اسلام اباد ته راغی . مخکې تر دې چې موږ د اسلام اباد پر لور روان شو، د افغانستان د اسلامي دولت او متحدې جبهې د مشرانو او له هغې ډلې د استاد سیاف، آمر صاحب شهید، استاد رباني او حاجي صاحب عبدالقدیر او… ترمنځ د پلاوي د ترکیب په اړه مشورې شوې وې. استاد سیاف ویلي وو، چې مولوي عطاالرحمان سلیم زما استازیتوب هم کوي، زه د بل استازي استولو اړتیا نه لرم. حاجي صاحب عبدالقدیر مولوي صاحب فضل‌الهادي شینواری خپل استازی ټاکلی و او د همدغو خبرو پر مهال  حاجي صاحب عبدالقدیر آمر صاحب او شهید استاد ته ویلي وو، دې ته په کتو سره، چې مولوي صاحب شینواری سپین ږیری او مشر دی، د پلاوي ریاست هم باید د هغه پر غاړه وي. د حاجي صاحب قدیر نظر دا و چې د مذاکراتي پلاوي په ریاست کې د مولوي صاحب فضل‌الهادي موجودیت مشرقي بسیجوي او دا احساس له منځه وړي چې مشرقي په مقاومت کې جدي ونډه نه لري. د حاجي صاحب عبدالقدیر دا وړاندیز د ټولو له خوا ومنل شو ، خو له شبرغان څخه د پلاوي له ډلې، چې پرواز مو وکړ، یوازې زه په دې موضوع خبر وم او واقعیت هم دا و چې د پلاوي نور غړي د لاسرسي وړ نه وو؛ ټول په بېلابېلو ولایتونو کې وو.په دې شرایطو کې ستونزمنه وه چې پر وخت اړیکې ټینګې شي. موږ یې له ډېرو غړو سره په مزارشریف ښار کې یو ځای شوو. وروسته چې کله د پلاوي ټول غړي په اسلام اباد کې سره کېناستو، ورته ومې ویل چې مولوي صاحب شینواری زموږ سپین ږیری دی، شیخ‌الحدیث دی، لوی عالم دی او دا ایجابويچې زموږ د پلاوي رييس وي. د پلاوي ځينې غړي د مولوي صاحب فضل‌الهادي شینواري له ریاست سره موافق نه وو، خو وروسته ټول قانع شول او ویې منله، ورسره زه یې د هغه مرستیال وټاکلم او په همدې دعا وشوه. تاسې پوهېږئ چې هغه مهال په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت د طالبانو په واک کې و او د پاکستان حکومت دوی په رسمیت پېژندل. په همدې  دلیل زموږ مستقیم طرف د ملګرو ملتونو سازمان و. دا مذاکرات هم، لکه چې وویل شول، د ملګرو ملتونو سازمان تسهیل کړي وو او د مذاکراتو مدیریت همدغه سازمان کاوه. زموږ تر تلو مخکې د افغانستان د اسلامي دولت له لوري انجنیر صاحب عبدالرحیم اسلام اباد ته تللی و او د ملګرو ملتونو سازمان په همغږۍ یې د سفر او غونډې اړوندې تخنیکي چارې برابرې کړې وې. انجنیر صاحب عبدالرحیم د سپټمبر د يوولسمې تر له بدلونونو وروسته، یوه دوره د مخابراتو وزیر او وروسته په تركيه هېواد کې د افغانستان سفیر و. «پنجاب‌هاوس» زموږ د استوګنې او د دواړو لوریو د غونډې ځای ټاکل شوی و. تر هغه وروسته چې موږ ټاکل شوي ځای ته ورسېدو او ځای پرځای شوو، له یوې ستونزې سره مخامخ شوو. پنجاب‌هاوس په بېلابېلو سطحو او امکاناتو، بېلابېلې خونې لرلې. وي‌آی‌پي خونې یې هم لرلې، عادي او د لږو امکاناتو خونې یې هم وې، خو زموږ د پلاوي یو تن په لومړۍ درجه خونو کې تنظیم شوی و، بل د دویمې درجې او ځينې نور په درېیمه درجه خونو کې. دا موضوع  د دې سبب شوه چې د پلاوي یو غړی، ډاکټر طالب، د مناسبې خوبې د نشتوالي له امله شکایت وکړي، چې دا موضوع د ستونزې سبب شوه. د پلاوي یوه غړي ته داسې خونه په واک کې ورکړل شوې وه، چې یو عادي چپرکټ او یو د څښاک اوبو ترموز پکې و او بس. چې ومو لیدل دا موضوع د ستونزې سبب کېږي، د ملګرو ملتونو سازمان له کارکوونکو مو هیله وکړه، چې رامنځته شوې ستونزه حل او موږ داسې ځای ته بوځي، چې د پلاوي د ټولو غړي خونې یا یو ډول وي او یا یې ترمنځ  توپير دومره ډېر نه وي. د ملګرو ملتونو سازمان په مشوره، کوربه هېواد په دویمه شپه موږ ټول ماریوټ هوټل ته ولېږدولو او خپلو خونو ته رهنمایي شوو. کله، چې خپلې خونې ته ننوتم، پام مې شو، چې د خونې فضا عادي نه ده. پوه نشوم چې څه شوي دي، لږ وروسته مې فکر شو چې د دې خونې ټلوېزيون یې بهر ایستلی دی. لېواله وم چې د پاکستان د کورني سیاست، نړۍ او سیمې خبرونه پر ټلویزون وڅارم، د هوټل ریسپشن ته مې زنگ وکړ او غوښتنه مې وکړه چې څوک را واستوي. کله چې د هوټل کارکوونکی راغی، ورته ومې ویل چې ولې مې په خونه کې ټلوېزيون نشته؟ د هوټل کارکوونکي په حیرانۍ را څخه وپوښتل، چې ته خپله مولوي صاحب عطاالرحمان سلیم نه یې؟ ما ویل ولې؟ هماغه یم. بیا یې پوښتل، چې مولوي یې؟ ما ویل: هو. وروسته یې وویل چې موږ د همدې لپاره ټلویزيون له خونې ایستلی دی چې تاسې مولوي یاست او موږ ته یې وویل، چې يو څو  مولویان راځي، ټلویزيونونه له خونو وباسئ؛ طالبان خو همداسې دي.  دا چې زما نوم سره یې «مولوي» اورېدلي، تصور یې کړی و چې حتماً ټلویزيون نه ګورم او ستونزه ورسره لرم. ما ورته ویل چې مولويان فرق سره لري، ټلویزيون را ته روښانه کړئ چې خبرونه څارم. د هوټل کارکوونکو ته هم جالبه وه چې یو مولوي ټلویزيون ورڅخه غواړي. بې اعتمادي تر دې حده وه چې نه مو غوښتل د سبانۍ غونډې د پيل تلاوت پاکستانی قاري وکړي، له همدې امله مجبور شول، چې د ملګرو ملتونو یو کارکوونکی، چې بنګله دېشی او قاري و، راولي.

کاوش: د طالبانو پلاوی هم په ماریوټ هوټل کې اوسېده؟

سلیم: نه؛ په ماریوټ کې نه وو. مولوي عبدالحکیم مجاهد، چې په اسلام آباد کې د طالبانو د سفارت سرپرست و، کور یې هلته و. د طالبانو د پلاوي نور غړي، چې د مذاکراتو لپاره اسلام اباد ته راغلي وو، نه پوهیږم چېرته اوسېدل. زموږ د مذاکراتو ځای «پنجاب‌هاوس» و. دا ځای په یوه لوړه غونډۍ کې دی. په پرانیست‌غونډه کې د دواړو لوریو استازو، د شپږ جمع دوه هېوادونو سفیرانو او ډیپلوماتانو، د ملګرو ملتونو سازمان او د اسلامي همکاریو کنفرانس ځانګړو استازو، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر گوهر ایوب خان او ډېرو ژورنالیستانو ګډون کړی و. د قرآنكريم تر تلاوت وروسته، د پاکستان د هغه مهال د بهرنیو چارو وزیر گوهر ایوب خان د کوربه هېواد په استازیتوب خبرې وکړې، له هغه وروسته د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي استازي د منځګړي او اسانچاري په توګه وینا وکړه.  دا لومړی ځل و، چې اسلامي دولت له طالبانو سره مخامخ کېده او مذاکرات یې کول. هغه څېرې، چې هیڅکله یې سره نه وو لیدلي، هلته يې سره ولیدل او سره اشنا شوې.

کاوش: د طالبانو د مذاکره چیانو په ډله کې له مولوي وکیل احمد متوکل، مولوي نورالله نوري، مولوي عبدالحکیم مجاهد، د بغلان د دهنه غوري له مخدوم عبدالسلام او نورو پرته د مولوي شهاب‌الدین دلاور په شان څېرې، چې له امریکا سره یې په قطر کې مذاکرات وکړل، موجود وو؟

سلیم: نه، له ملا نورالله نوري پرته د هماغې پخوانۍ ډلې څوک پکې نه و.

کاوش: ښه، د مذاکراتو د لومړۍ غونډې له پرانیستې وورسته خبرې اترې څنګه مخته لاړې؟

د اسلام آباد مذاکرات

سلیم: د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي استازي له وینا وروسته د طالبانو د استازي مولوي وکیل احمد متوکل نوبت و. له هغه وروسته، زموږ د پلاوي رييس مولوي فضل‌الهادي شینواري وینا وکړه. زموږ پلاوي مخکې تر دې، چې تالار ته راشو، غونډه سره وکړه او په مشوره یې ځينې ټکي مولوي صاحب فضل‌الهادي شینواري ته ور یاد او ټینګار یې وکړ چې خامخا یې د پرانیستې په وینا کې یادونه وکړي. ارواښاد مولوي صاحب فضل‌الهادي شینواری، عالم فاضل او مشر و، خو سیاسي سړی نه و او په سیاسي غونډو کې یې ډېر ګډون نه و کړی. د مولوي فضل‌الهادي د خبرو ژباړن انجنیر عبدالرحیم و. له انجنیر صاحب رحیم سره مو داسې همغږي وکړه چې که مولوي صاحب فضل‌الهادي شینواری په خپلو خبرو کې د پلاوي د غړو د ور یادو کړو خبرو کومه برخه هېروي، یا یې په روښانه نه منعکسوي، په ژباړه کې باید هماغه ټکي جبران شي. هغه ته مو وویل چې په ژباړه کې باید زموږ دریځ روښانه شي، ان که اصلي وینا وال مولوي صاحب فضل‌الهادي شینواری هغه و نه ويلای شي هم. موږ پوهېدو چې ډېر اورېدونکي او هغه کسان چې هلته حضور لري، انګلیسي ژبي دي او په پښتو او فارسي نه پوهېږي، خبریالان او دیپلوماتان هم د پلاوي د رييس انګلیسي خبرې یاداشتوي، نه اصلي خبرې چې په فارسي یا پښتو ویل کېږي. د مولوي صاحب شینواري لویه ستونزه دا وه چې د پاکستان په قبایلي سیمه آدم خېل دره کې یې دیني مدرسه لرله او هلته یې ژوند کاوه. هغه په همدې دلیل د کوربه هېواد پاکستان او طالبانو پر وړاندې توند دریځ نشو غوره کولای. طالبانو په آدم‌خیل دره کې ډېر پلویان لرل، هلته یې لاسرسی و او له بله پلوه دا دره د پاکستان د قلمرو یوه برخه وه، چې پاکستان پرې واک درلود. په همدې دلیل مولوي صاحب فضل‌الهادي شینواری اندیښمن و او داسې احساسېده چې هغه جناب د طالبانو او پاکستان پر وړاندې واضح دریځ نشي نیولای؛ ځکه په هغه صورت کې ممکن له ستونزو سره مخ شوی وای، خو ما او د پلاوي نورو غړو ته دا د منلو نه وه چې د پلاوي رييس داسې وغږېږي چې زموږ دریځ منعکس نه کړي او د آمر صاحب شهید خبره « زموږ ځواني را خرابه کړي.» په همدې دلیل، موږ په یوه سخته ازموینه کې ګير شوو، له یوه لوري زموږ د پلاوي رييس اندېښمن و او له بل لوري موږ خپل دریځ روښانه نشو بيانولای؛ ځکه موږ د مذاکراتو لپاره راغلي وو.

کاوش: ځواني خرابه کړي، یعنې بايد روښانه او قاطع دریځ ولرې؟

سلیم: هو؛ یعنې باید روښانه دریځ ولرې، چې زموږ داعیه، موقف او نظر واضح منعکس کړي. مولوي صاحب شینواري په خپلو خبرو کې وویل چې له طالبانو سره زموږ جګړه د صدر اسلام او حضرت علي او حضرت معاویه د جګړو په شان ده، چې باید د پاکستان په وساطت حل شي. دا خبره یې زموږ او د حزب وحدت اسلامي د استازي ډاکټر طالب د نارضایتي لامل شو. ډاکټر طالب راته وویل چې مولوي صاحب شینواری څه وایي؟ ما داسې وښوده چې ګواکې ډاکټر طالب وایي: د مولوي صاحب شینواري خبرې اوږدې شوې، باید را لنډې یې کړې. د مولوي صاحب شینواري بله تېروتنه دا وه چې د خپلو خبرو په پای کې یې وویل زه له فاتح ابن فاتح یانې د پاکستان د وخت د بهرنیو چارووزیر گوهر ایوب خان څخه، چې د پاکستان د لومړني پوځي واکدار جنرال ایوب خان زوی دی، غواړم چې زموږ هېواد له دې جنجال او جګړې څخه وژغوري. دا خبرې یې په ډېرې تضرع سره وکړې. جالبه دا وه چې د پاکستان د دولت د روایت له مخې، ایوب خان ګواکې د هند خلاف جګړه ګټلې ده. هغه مهال زموږ جبهې له هند سره ښې اړیکې لرلې او د مولوي صاحب دغو خبرو له دې اړخه هم یوحساسیت رامنځته کاوه، خو زموږ ژباړن انجنیر رحیم د مولوي صاحب خبرې سمې او داسې وژباړلې چې له پاکستان څخه غواړو څو د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه و نه کړي. موږ اړ وو چې وار له مخه همداسې تدابیر ولرو او عملي یې کړو. لکه چې ومو ویل، زموږ دریځ دا و چې پاکستان د جګړې اړخ دی او موږ ان و نه منله، چې پرانیستې غونډه د پاکستاني قاري په تلاوت پيل شي، په همدې دلیل د مولوي صاحب شینواري خبرو په هیڅ ډول د متحدې جبهې نظرونه نه منعکسول او اصلاً د منلو وړ نه وه چې زموږ د پلاوي رييس پاکستان ته د منځګړي او ژغورونکي خطاب وکړي. د مولوي صاحب شینواري د خبرو دا طرز او وروسته د انجنیر صاحب رحیم ژباړه سبب شوه، چې زموږ د پلاوي ټول غړي پریشانه او اندیښمن شي چې ګواکې په اصلي مذاکراتو کې هم له ستونزو سره مخ کېږو. په پام کې وه چې له پرانیستې غونډې څخه نېغ په نېغه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغې مېلمستیا ته لاړ شو چې زموږ او د طالبانو پلاويو ته یې برابره کړې ده، خو موږ نېغ په نېغه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته ورنغلو، موږ د ملګرو ملتونو د سازمان کارکوونکو ته وویل چې زموږ د پلاوي ټول غړي لومړی هوټل ته ځي، خپلې دوسیې ږدي او بیا مېلمستیا ته ځي. په غرمني ضیافت کې، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت برابره کړې وه، د شپږ جمع دوه هېوادونو سفیرانو هم ګډون کاوه. رښتیا هېر مې نشي چې کله انجنیر صاحب رحیم د مولوي صاحب شینواري خبرې ژباړلې، د طالبانو د ژباړن پام شو چې په دقیقه توګه د مولوي صاحب شینواري خبرې نه ژباړل کیږي. پام مې شو چې طالب ژباړن دا خبره مولوي وکیل احمد متوکل ته وکړه. متوکل دا موضوع د ملګرو ملتونو سازمان استازي او پاکستانیانو ته وویله، خو ډېر وخت یې ونیوه چې دا خبره د طالبانو له ژباړن څخه متوکل او د هغه له لارې د ملګرو ملتونو سازمان استازي ته ورسېده. تر څو چې د ملګرو ملتونو سازمان استازی خبرېده، د مولوي صاحب شینواري خبرې پای ته رسیدلې وې. یعنې کوم کار چې موږ غوښت، هغه وشو. په رسنیو کې زموږ د ژباړن خبرې د مولوي فضل‌الهادي شینواري په نوم خپرې شوې، خو د غونډې په پای کې زموږ د پلاوي غړي پریشان وو او ټول دې پایلې ته ورسېدو، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مېلمستیا ته له ورتلو مخکې لومړی هوټل ته لاړ شو او خپلمنځي غونډه وکړو.

کاوش: د طالبانو ژباړن مشهور سړی و؟ 

سلیم: هغه مهال نه، خو وروسته مشهور شو. 

کاوش: نوم یې طیب‌آغا نه و؟

سلیم: شاید. 

کاوش: ښه، مهرباني وکړئ دوام ورکړئ.

سلیم:  موږ ویل هوټل ته مو بوځئ چې خپلې دوسیې هلته کېږدو، بیا مېلمستیا ته لاړ شو. زموږ موخه دا وه چې هر څومره ژر باید هوټل ته لاړ شو، سره کېنو او خبره را ټوله کړو. زما اندېښنه دا وه چې هسې نه د مېلمستیا پر وخت بیا هم کوم جنجال یا سوءتفاهم وشي. د همدې لپاره هوټل ته لاړو او سره کیناستو. د پلاوي ځینو غړو ویل چې په هیڅ صورت نور د مولوي صاحب فضل‌الهادي شینواري ریاست نه مني. د پلاوي یوه بل غړي وویل چې نور د مولوي وکیل احمد متوکل او مولوي صاحب فضل‌الهادي شینواري تر منځ کوم توپير نشته. زما اندیښنه دا وه چې که مولوي صاحب فضل‌الهادي شینواری د پلاوي ریاست نه ایسته شي، یوه بله رسوایي جوړېږي؛ ځکه له رسنیو هغه د پلاوي رييس اعلان شوی او په دې اړه له وړاندې لا د متحدې جبهې د مشرانو ترمنځ تفاهم شوی دی. دا اندېښنه هم وه چې که هغه نور د پلاوي رييس نه وي، مانا به یې دا وي چې موږ خپل انسجام نشو ساتلای. دویمه اندېښنه دا وه چې که له طالبانو سره دا مذاکره پایله ورکړي که نه، د پلاوي د غړو جنجال به په هېواد کې دننه لوی تاوانونه ولري. لنډه دا چې په دې غونډه کې مو پر دې مسالو ډېر بحثونه وکړل او بالاخره پرېکړه دا شوه چې مولوي صاحب فضل‌الهادي شینواری په همدې توګه د پلاوي رييس پاتې شي، خو د دې لپاره چې مجبوریتونه یې د درک وړ دي، د مذاکراتو پر مهال دې نه غږېږي او کار دې خپل مرستیال ته پرېږدي. زموږ پرېکړه همدا وه چې مولوي صاحب دې په غونډو او مذاکراتو کې د بحثونو او د مقابل لوري د حساسیت او جدیت پر مهال خبرې نه کوي. خپله مولوي صاحب فضل‌الهادي شینواری هم پر دې پرېکړه راضي شو او قناعت یې وکړ. مولوي صاحب شینواری ډېر زبده عالم و، غوره اخلاق یې لرل او شریف سړی و؛ نزاکتونه او حساسیتونه یې ښه درک کول. هغه د پلاوي د غړو د نیوکو په ځواب کې همدومره وویل چې تاسې د مذاکراتو له پای ته رسېدو سره له پاکستانه ځئ، خو زه په همدغه هېواد کې ژوند کوم، ما درک کړئ. وروسته مو ورته وویل چې مولوي صاحب تاسې هم موږ درک کړئ، که موږ د متحدې جبهې او د افغانستان د اسلامي دولت له شان سره برابر دریځ و نه لرو، ټول تر پوښتنې لاندې راځو او کمزوري کېږو. که د مذاکراتو پر مهال زموږ دریځ واضح او روښانه نه وي، نه یوازې دا چې تاوان کوو؛ بلکې په بشپړه توګه کمزوري کئږو او د ملت مبارزې او قرباني ته بې احترامي کوو. زموږ په همدې خبرو هغه هم قانع شو. د پلاوي نور غړي مو هم په همدې خبره قانع کړل، په دې ډول پریشاني ختمه شوه او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مېلمستیا ته لاړو. مېلمستيا په کرارۍ پای ته ورسېده او د هغې ورځې په سبا له طالبانو سره د بندو دروازو تر شا مذاکرات پيل شول. موږ د مذاکرې په خونه کې له طالبانو سره مذاکرات کول. معمولاً له خونې د باندې، د شپږ جمع دوه هېوادونو سفیران او ډیپلوماتان او د ملګرو ملتونو سازمان او اسلامي همکاریو کنفرانس کارکوونکي  موجود وو او د وقفو پر وخت یې د دواړو پلاویو غړو سره خبرې کولې. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر گوهر ایوب خان هم کله کله د مذاکراتو د خونې شاته را ته او خبرې یې څارلې.

کاوش: خبرې اترې په پنجاب هاوس کې کېدې؟ 

سلیم: هو. په یوه نسبتا لوی سالون کې مو مذاکرات کول، چې دننه خوا او د سالون لور ته دیوال یې له ښیښو جوړ وو. له بهره د خونې منځ لیدل کېده، خو خبرې یې نه اورېدل کېدې. فکر کوم د خونې مساحت به لس په شپږ کې و. کله چې له خونې وتئ، یوه لوی سالون ته رسېدئ، چې ډېر کسان يې ځايول. ګومان کوم د مذاکرې خونه د ودانۍ په دویم یا درېیم پوړ کې وه. ودانۍ پر یوې غونډۍ جوړه شوې وه، له همدې امله لوړه ښکارېده. دیپلوماتان په همدې دهلیز کې کېناستل. د مذاکراتو په خونه کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازي ان ګوبي او د اسلامي همکاریو سازمان د استازي ابراهیم بکر په استثنا، د هیڅ هېواد ډیپلومات نه و.

کاوش: ښه، دوام ورکړئ. 

سلیم: له طالبانو سره زموږ خبرې د ان ګوبي او ابراهیم بکر په حضور کې کېدې او دغو مذاکراتو پینځه ورځې دوام وکړ. د بحث اساسي او اصلي موضوع دا وه چې څلوېښت تنه عالمان د طالبانو او څلوېښت تنه د متحدې جبهې له لوري معرفي شي، چې سره کېني، مذاکرات وکړي، وروستۍ پایلې ته ورسېږي، بیا دواړه لوري دا پرېکړه عملي کړي او په دې توګه افغانستان ته سوله راشي. دا وړاندیز په داسې توګه مطرح شوی و، چې همدا اتیا تنه دیني عالمان په ټولو برخو کې د پریکړې عام و تام صلاحیت ولري او په پای کې د دواړو لوریو جنګي امکانات او وسلې هم د همدوی په واک کې ورکړل شي. پر همدې وړاندیز مو خبرې سره لرلې، چې اتیا دیني عالمان سره کیني او مذاکرات وکړي. یو جدي بحث د دغې شورا د غړو عالمانو د ځانګړنو او معیارونو په اړه و. د طالبانو دریځ دا و، چې دا اتیا تنه دیني عالمان دې د پاکستان له دیني مدرسو فارغ شوي وي.

کاوش: د افغانستان د دیني مدرسو فارغان به نه وي، سل په سلو کې به پاکستاني مدرسو نه فارغ شوي وي؟

سلیم: هو. ویل یې حتماً دې د پاکستان له دیني مدرسو څخه فارغ وي. موږ په افغانستان کې د پاکستان په شان لویې دیني مدرسې نه لرلې. زموږ دریځ دا و چې فرق نه کوي که د سعودي عربستان، هندوستان، مصر، ایران یا بل هر ځای له مدرسو فارغ وي؛ ځکه د دیني عالم مصداق یوازې دا نه دی، چې د پاکستان له دیني مدرسې به فارغ وي. دا زموږ ترمنځ یو اختلافي ټکی و. بل اختلافي ټکی د عالم د تعریف په سر و. موږ ویل چې د عالم تعریف پراخ کړو څو ټول علما او پوهان پکې شامل شي؛ ځکه موږ ویل چې موږ په افغانستان کې جدي مذهبي ستونزه نه لرو، موږ سیاسي، اقتصادي، ټولنیزې او نورې ستونزې لرو، په دې ۸۰ تنو کې دې علما، د دیني،‌ سیاسي، اقتصادي، حقوقي او ټولنیزو چارو متخصصین غړیتوب ولري او یوازې دې دیني عالمان نه وي. زموږ پوښتنه دا وه چې ولې موږ یوازې دومره مولویان را ټول کړو؟ موږ خو کومه فتوا نه غواړو او کومه مذهبي ستونزه نه لرو. هغوی ویل چې د عالم له کلیمې یې هدف یوازې دا دی چې د پاکستان له دیني مدرسې به فارغ وي. په دې ورځو کې، چې د علم د فرض والي او نورو علومو د فرض والي په اړه د طالبانو د مشرانو بحثونه وینم او دا چې عصري علم مباح ګڼي، په اسلام آباد کې زموږ هماغه مذاکرات را ته یادېږي. د طالبانو دریځ له هماغه مهاله دا و چې ویل یې عالم یانې هغه څوک چې مدرسه یې ویلي وي او بس.  طالبانو ویل چې زموږ له نظره عالم هغه څوک دی چې په شرعي علومو کې متخصص وي او هغوی چې په سانیس، اقتصاد او … کې تخصص لري، زموږ له نظره عالم نه ورته ویل کېږي. وروسته زموږ وړاندیز دا شو، چې هماغه اتيا کسیزه ډله دې د افغانستان د علماوو «او» متخصصانو شورا ونومول شي. طالبانو ویل چې نوم دې د افغانستان د علماوو شورا وي او که تاسې د دانشمندانو د کلیمې پر زیاتولو ټینګار لرئ، بیا دې د «او» ټکی ورسره نه وي، د افغانستان د دانشمندو علماوو شورا به یې ونوموو. هغوی ویل چې د  «او» ټکی دې ورسره نه وي؛ ځکه که وي، په دې مانا ده چې په دغه شورا کې دې پر دیني متخصصینو سربېره د نورو علومو پوهان هم وي، چې دا موږ ته د منلو وړ نه ده. په همدې مساله زموږ خبرې له ځنډ سره مخ شوې. هر وخت به چې زموږ خبرې له ستونزې سره مخ کېدې، ملګرو ملګرو ملتونو د چایو وقفه اعلانوله، موږ د چای وقفې ته تلو او وروسته بېرته ستنېدو.

کاوش: د چای وقفه چې مو یاده کړه، ستاسې او طالب پلاوي د چای څښلو ځای سره جلا و، که یو ځای ؟

سلیم: نه، یو ځای وو. البته د چای په وقفه کې رسمي خبرې نه کېدې، انډیوالي وه. مثلاً سره ویل مو چې مولوي صاحب څنګه یې؟ پلانی څنګه دی؟ او ځينې شوخۍ مو هم سره کولې. یوه ورځ مې مولوي صاحب وکیل احمد متوکل ته وویل جناب مولوي صاحب، یو لوی ملي مسوولیت زموږ او ستاسې پر غاړه دی. موږ او تاسې باید له فرصته ګټه واخلو چې هېواد ته سوله راشي، د جګړې دوام نه زموږ، نه ستاسې او نه خلکو په ګټه دی. ورته مې وویل چې موږ مجاهدین وو، د روسانو خلاف وجنګېدو، له بریالیتوب وروسته مو مخ او سر لږ برابر کړ، ځينو ږیرې لنډې کړې او ځینو دریشي واغوسته او نیکټایي یې وتړله. د ډیموکراسۍ په زړه پورې شعارونه مو ورکړل، خو له دې ټولو سره نړۍ و نه منلو او مرستې ته رانغله، تاسې به په دې قیافو او لویو ږیرو او پګړیو هیڅکله و نه مني. ورته مې وویل راځئ چې سره جوړ شو، تخته چې له تختې سره جوړ راشي، د نجار اړتیا نشته. ما ویل خلک په تکلیف او عذاب دي، د جګړې قرباني کېږي، په لوږه او فقر کې ګیر دي، هره ورځ بې کوره کېږي، شهیدانېږي، معیوبېږي، راځئ چې یوه حل لاره پيدا کړو. د چای وقفه کې مو تل داسې خبرې او ټوکې سره کولې، ځينې ټکي مو ډېر دوستانه سره شریکول، خو کله به چې رسمي مذاکرات پيل شول، ډېر جدي او رسمي غږېدو. طالبانو به معمولاً د مذاکراتو له  پيل سره سم پوځي فشار ډېراوه. په هماغو ورځو کې چې اسلام آباد کې مو مذاکرات لرل، پوځي فشار یې زیات کړ او جګړه يې تېزه کړه. د مذاکراتو په لومړۍ ورځ یې د تخار پر اشکمش ولسوالي برید وکړ، هلته سخته جګړه وشوه او د متحدې جبهې ځواکونو له هغه ځایه شاتګ وکړ، خو وروسته یې ولسوالي بېرته ونیوله. لکه مخکې چې مې وویل زموږ بحث د «او» پر سر ډېر جدي شو. موږ ټینګار درلود چې هماغه مجموعه دې د افغانستان د علماوو او دانشنمدانو د شورا په نوم و يچې پر همدغه اساس پرېکړې ته ورسېږو، خو هغوی ویل چې نه، د مجموعې نوم دې د افغانستان د دانشمندو علماوو شورا وي. هغوی ویل چې یوازې دیني عالمان دې د مجموعې غړي وي، خو موږ ټینګار کاوه چې د دیني عالمانو په ګډون د بېلابېلو څانګو متخصصين دې پرېکړه وکړي. یو ځل طالبانو له موږ سره ګرامري او نحوي بحث ګرم کړ، بحث پر معطوف او معطوف علیه را څرخېده، دوی هم ویل، موږ هم ویل، لنډه دا چې بحث پر هماغه« او» ډېر اوږد شو. یو ځل د همدغه بحث پر مهال د طالبانو د پلاوي یوه غړي ډېرې توندې خبرې وکړې، استدلال یې هیڅ ځای نه درلود، خو په غوسه او احساساتو غږېده. زما څنګ ته د جنبش ګوند استازی وکیل عبدالوهاب خان، چې د عرب قوم اړوند و، ناست و. هغه خپل کارت پورته او د خبرو نوبت واخیست، د ټولو پام ور واوښت، هغه زه په اوږه ووهلم او ویې ویل: مولوي صاحب عطا الرحمن تر څو چې پر« قال الله و قال الرسول» بحث وي، خپله پوهېږې او دا ملایان، خو که هر کله خبره … ، لوچکۍ او بې ادبۍ ته ورسېده، بیا میدان ما ته پرېږده او وګوره چې په دې…. څه کوم. وکیل صاحب  عبدالوهاب، چې ډېر احساساتي شوی و، په غوسه او احساساتو کې یې ډېر څه وویل. د ملګرو ملتونو سازمان استازي ان ګوبي، د چای وقفه اعلان کړه. لکه مخکې مې چې وویل، هر کله به چې د مذاکرې یو لوری احساساتي کېده یا به خبره جنجالي کېده او غځېده، منځګړي پلاوي د چای وقفه اعلانوله.

کاوش: طالب استازی، چې غوسه شوی و، حتماً به یې پوځي ګواښ کړی وي چې په جګړه کې مو نابودوو؟

سلیم: زموږ بحث پر دې و چې له دواړو لوریو د علماوو جوړېدونکې شورا د افغانستان د علماوو او که د علماوو او دانشمندانو شورا ونومول شي. دغه طالب استازي په غوسه او احساساتو راته وویل چې لومړی نوم ومنئ، دا د «او» ټکی ولې پکې شاملوئ؟ دا خبره یې په ډېرو احساساتو او غوسه وکړه. ما په ټوکه ورته وویل چې دا « او» ډېر کارونه کوي او ځان پسې کلیمه معطوفوي، ضرور نه ده چې له مخکینۍ کلیمې سره معطوف او معطوف علیه دواړه یو وي، په داسې بحثونو کې را ګېر وو. زموږ موخه دا وه چې کله دانشمند وايو، هدف مو د نورو علمي څانګو د متخصصینو را شریکول دي. موږ غوښتل چې د دیني عالمانو ترڅنګ نور متخصصان هم دې شورا کې ولرو؛ ځکه دا ستونزه یوازې په ملایانو او دیني عالمانو نه حلېږي. البته پر دې مو هوکړه وه چې باید د افغانستان ستونزه د محمدي شریعت له لارې حل کړو او مخکې لاړ شو. طالبانو ویل چې دوی یوازې دیني عالمان معرفي کوي او ټینګار یې کاوه چې زموږ له خوا هم باید یوازې دیني عالمان وړاندیز شي. موږ ویل ستاسې له لوري دې ټول دیني عالمان راشي، مو ستونزه نه لرو، خو اجازه ورکړئ چې موږ د دیني عالمانو ترڅنګ لږ ترلږه د حقوقو، اقتصاد، سیاست او دیپلوماسۍ څو متخصصین هم راولو، چې د ټولنې د ټولو قشرونو استازیتوب وشي او یوه معقوله حل‌لاره وموندل شي. یو ځل مې ورته وویل چې که زموږ په ټيم کې يو څو  داسې کسان وي چې دیني عالمان نه وي او پر شریعت و نه پوهېږي او پرېکړې هم د شریعت پر بنسټ وشي او بحث هم پر شرعي حل لارو وي، بیا هم میدان تاسې ګټئ، خو طالبانو نه منله.

 وروسته طالبانو یوه بله جالبه موضوع هم وړاندې کړه او ویل یې چې د هغو څلوېښتو عالمانو لېست، چې ستاسې له لوري معرفي کېږي، بايد لومړی موږ ته وسپارل شي، چې وګورو چې دوی رښتیا د دین عالمان دي کنه. ویل یې تر هغه وخته چې ډاډمن نشو چې دغه کسان واقعاً دیني عالمان دي، ستاسې لیست نه منو. موږ ویل چې ستاسې خبره منطق نه لري. تاسې د خپلو عالمانو لیست معرفي کړئ، موږ د خپلو، خو که تاسې ټینګار کوئ، بیا موږ ته هم خپل لیست راکړئ چې په اړه يې څېړنه وکړو چې آیا دیني عالمان دي که نه دي. موږ ویل، تاسې زموږ د لیست د ویټو حق نه لرئ، تاسې پوهېږئ او لیست مو او موږ پوهېږو او لیست مو. موږ لږ دیني عالمان نه لرو. زموږ په ډله کې سلګونه دیني عالمان شته، له هغوی څخه به څلوېښت تنه معرفي کړو؛ دا اصلاً په تاسې پورې اړه نه لري چې موږ څوک معرفي کوو او څوک نه معرفي کوو. ویل مو که پرېکړه پر محمدي شریعت کېږي او موږ داسې کسان هم معرفي کړي وي چې دیني عالمان نه وي، موږ به خپله تاوان کړی وي او دا به ستاسې په ګټه وي، تاسې باید خوشاله اوسئ، خو دا هیڅ منطق نه لري چې موږ به خپل کسان تاسې ته معرفي کوو او تاسې به یې ځانته د ویټو حق ورکوئ. پر همدې مسالو مو بحث کاوه، طالبانو منطقي استدلال نه درلود، خبرې له ځنډ سره مخ شوې، وقفې ته لاړو او زه د مذاکراتو له خونې بهر شوم، له ودانۍ د باندې مې، د چمن شاته له آمر صاحب شهید سره اړیکه ونیوله.

د امریکا د سفیر منځګړتوب او په اسلام اباد کې لومړنۍ هوکړې

کاوش: د هوټل په انالوګ ټلیفونونو خو اړیکه نه کېده، حتماً سټلایټ ټلیفون مو درلود؟

سلیم: د اړیکې ډاډمنه وسیله مو لرله، له دې اړخه ستونزه نه وه. د ځینو ملحوظاتو له مخې، مې د پنجاب هوس د منځ پرځای د ودانۍ له منځه آمر صاحب سره اړیکه ونیوله او د مذاکرې د جریان پوره راپور مې ورسره شریک کړ. ورته مې وویل چې طالبان غواړي دواړه خواوې د دیني مدرسو، هغه هم له پاکستاني مدرسو فارغان معرفي کړي او د دې مجموعې نوم د افغانستان د دانشمندو عالمانو شورا وي چې د پاکستان د دیني مدرسو له فارغانو پرته نور څوک پکې غړیتوب و نه لري. آمر صاحب شهید لږ مکث وکړ او بیا یې په ټوکه وویل چې له ځان پرته ۳۹ تنه نور عالمان پيدا کولای شې چې د پاکستان په دیني مدرسو کې یې زده کړې کړې وي او سیاسي پوهه او تجربه ولري؟ ویل مې، هو پيدا کېږي، خو د طالبانو خبره منطق نه لري. آمر صاحب ویل، که د هغوی د قانع کولو بله لاره مو نه کړه پيدا، دا هم ورسره ومنئ او مخته لاړشئ. آمر صاحب د جګړې او وینې تويېدو د پای ته رسېدو ډېره هڅه وکړه. غوښتل یې چې یوه مناسبه سیاسي حل لاره پيدا او د سولې هیڅ فرصت ضایع نشي.  کله مې چې له آمر صاحب سره خبرې پای ته ورسېدې، غوښتل مې ودانۍ ته ننوځم، په دې وخت کې د اشویتد پریس یو خبریال، چې عبدالله نومېده او د چاریکار اوسیدونکی و، له لرې را غږ کړل او ویې پوښتل: په څو ورځنیو مذاکراتو کې مو کوم پرمختګ درلود؟ د څلور ورځنیو سختو او ستونزمنو مذاکراتو په جریان کې هیڅ ډول خبرې باندې و نه وتې. سره له دې چې د پاکستاني، امریکایي او اروپایي رسنیو سلګونه خبریالان هره ورځ له پنجاب هاوسه د باندې منتظر وو چې د مذاکراتو د جریان راپور چمتو کړي. دلیل دا و چې دا د طالبانو او متحدې جبهې ترمنځ لومړني رسمي مذاکرات وو. د نړۍ رسنۍ دې ته ډېرې لېواله وې چې وویني دواړې خواوې کومو پرېکړو او هوکړو ته سره رسئږي. ما عبدالله ته وکتل او غوښتل مې څه ووایم، خو چې لیدل مې یو بنز موټر د امریکا له بیرغ سره ودانۍ ته ننوت. پوه شوم چې د امریکا سفیر دی، عبدالله ته مې وویل چې تر اوسه هیڅ پرمختګ نه لرو او د امریکا د سفیر موټر ته په اشارې مې وویل چې که د دې موټر سپاره کومه حل‌لاره پيدا کړای شي، ښایي پرمختګ وشي، خو تر اوسه هیڅ کومه خبره نشته. دا خبره مې عبدالله ته په ټوکه وکړه، رسمي مرکه مې نه وه کړې، خو همدغې خبرې په بي بي سي، امریکا غږ او ټولو رسنیو کې پراخ انعکاس وموند.  په رسنیو کې زما خبره داسې تعبیر شوه چې مذاکرات له ستونزو سره مخ شوي او د متحدې جبهې پلاوی په اسلام آباد کې د امریکا د سفیر د منځګړتوب په تمه دی. همدا موضوع دوه ورځې په بشپړه توګه په رسنیو کې منعکس شوه. ان ګوبي دوه- درې سلاکاران لرل. یو سلاکار یې ضمیر کابلوف و، هماغه کس چې اوس د افغانستان په چارو کې د روسې د دولت ځانګړی استازی دی. هغه مهال یې د ملګرو ملتونو سازمان ته کار کاوه او د ان ګوبي سلاکار و. د ان ګوبي بل سلاکار اوکاشي نومېده چې اوږده ږیره یې لرله او وروسته په کابل کې د جاپان سفیر وټاکل شو. ودانۍ ته له ننوتو سره سم، ضمیر کابلوف را ته راغی او ویل یې د امریکا سفیر غواړي تاسې وویني. تاسې پخپلو کې مشوره وکړئ او خپله پریکړه را ته ووایئ چې ورسره وینئ کنه. هغه غواړي لومړی تاسې ووینئ او ستاسې پر دریځ پوه شي. متوجه شوم چې دوی فکر کوي موږ اړ يو د امریکا یا نورو هېوادونو له استازو سره تر لیدنې مخکې، له هغو څو هېوادونو مشوره اخلو چې له متحدې جبهې سره اړیکې لري او بیا له امریکایي سفیر سره وینو. واقعیت داسې نه و. کابلوف ته مې وویل چې موږ له چا سره مشورې ته اړتیا نه لرو، همدا شېبه کولای شم د امریکا سفیر ووینم. ویل چې داسې ده، لاړ به شوو او د امریکا له سفیر سره به ووینو. ما ویل، یا الله ورځو. وروسته یې موږ او د امریکا سفیر د پنجاب هاوس یوې خونې ته رهنمایي کړو. د امریکا سفیر وپوښتل چې ستونزه چېرته ده؟ موږ ویل، د طالبانو ټولې غوښتنې مو منلې، خو هغوی زموږ یو « او» نه مني، زموږ بحث د علماوو او دانشمندانو د شورا پر نوم ده، موږ یې ټولې خبرې منلئ دي.  که هغوی دا یوه خبره ومني قضیه حل ده. وروسته مو موضوع د امریکا سفیر ته تشریح کړه، ویل مو زموږ دریځ دا دی چې پر دیني عالمانو سربېره د نورو څانګو متخصصین هم باید وي؛ ځکه دا پر یوې فقهي مسالې د فتوا ورکولو بحث نه دی، چې ټول ورته دیني عالمان را ټول شي. بايد د نورو څانګو متخصصان هم د وي، چې د افغانستان اړوند ټولو قضیو او چارو ته یوه حل‌لاره پيدا شي. موږ د همدې لپاره پر« او» ټينګار کوو. د امریکا سفیر وویل چې د طالبانو خبره منطقي نه ده، ستاسې خبره معقوله ښکاري. هغه ویل چې له طالبانو سره وینم. هغه د طالبانو لیدو ته لاړ.  یو ساعت وروسته ضمیر کابلوف راغی او ویل یې چې بیا د مذاکراتو خونې ته لاړ شئ. موږ ویل په داسې حال کې چې طالبان پر خپل دریځ ټینګار لري، د مذاکرې خونې ته ورتګ څه ګټه لري؟ ضمیر کابلوف ویل چې د امریکا سفیر تر هغه څه چې تاسې غوښتل، لا ډېر پر طالبانو منلې ده او د پام وړ پرمختګ شوی دی. موږ د مذاکرې د خونې پر لور روان شوو. د طالبانو د پلاوي یو غړی، چې نوم یې نه اخلم، وویل د خپل تنظیم له رهبر سره اړیکه نیسي، ټینګار یې وکړ چې اړیکه نیسي چې رهبر يې څه لارښوونه ورته کوي. موږ ویل حساسې شېبې دي، باید فرصت له لاسه ور نه کړو، له ناچارۍ مو ټینګار وکړ چې موږ ځو د مذاکرې سالون ته. 

موږ ویل: ټولو پرېکړه کړې ده چې مذاکراتو ته ور ګرځو، ظاهراً تر هغه ډېر څه تر لاسه شوي وو چې تمه مو لرله، بالآخره یې ومنله او د مذاکراتو د سالون پر لور روان شوو.  د مذاکراتو دروازې ته نږدې وو چې له مولوي وکیل احمد متوکل سره مخامخ شوو. خونې ته تر ننوتو مخکې یې وویل: مولوي صاحب، تاسې له موږ سره ډېر ظلم وکړ، ما ویل ظلم؟ هدف مو څه دی مولوي صاحب؟ مولوي متوکل وویل، څه مو چې نه غوښتل ومنو، را باندې ومو منله، دا ظلم دی. ما ویل مولوي صاحب، موږ چې هر څومره استدلال وکړ، تاسې و نه منله. که مو زموږ خبره منلې وای، منندوی به مو وو، خو اوس مو د بل چا خبره منلې ده، موږ منندوی نه يو او که تاسې چا په مضیقه کې نیولي یئ او ګواکې ظلم یې درسره کړی، چې خبره مو ورته منلې، هماغه کس مو باید منندوی وي نه موږ. دا ستاسې او د هغوی ترمنځ معامله ده. مولوي وکیل احمد متوکل ډېر سنگین سړی دی. نور یې څه و نه ویل او دواړه د مذاکرې خونې ته ننوتو. په یاد مې دي چې پنجشنبه وه. غونډه شروع شوه. د ملګرو ملتونو سازمان استازي وویل غوره ده، چې بحث له سره بېرته پيل نشي. زموږ همکارانو د دواړو خواوو د دریځونو او هوکړو له مخې د وقفې په جریان کې یو متن چمتو کړی دی. دا متن لولو که د دواړو خواوو خوښ شو، ښه، کنه بحث ته به په بله بڼه دوام ورکړو. دواړو خواوو ومنله. ورپسې ښاغلي انګوبي چمتو شوی متن ولوست. په یاد شوي متن کې له ډېرو بحثونو وروسته دواړې خواوې پر دریو ټکیو هوکړې ته ورسېدل. لومړی دا چې ټولې پرېکړې د محمدي شریعت په رڼا کې وشي. دویم دا چې هر لوری څلوېښټ تنه عالمان، د عالم له کلیمې خپلې پوهې ته په پام سره معرفي کوي، هیڅ لوری د بل لوري د لیست د ویټو حق نه لري. درېیم د ورپسې غونډې ځای او نېټه وه. دویمې مادې ښودله، چې طالبان له خپل مخکیني دریځ څخه اوښتي دي. درې واړه ټکي زموږ لپاره ډېر مطلوب وو. د دريو واړو مادو له اورېدو سره، د ضمیر کابلوف له خبرو د هغه په هدف پوه شوم. د همدغه هوکړه لیک پر بنسټ، موږ کولای شول چې پر دیني عالمانو سربېره د نورو څانګو متخصصان هم په خپل څلوېښت کسیز نوملړ کې شامل کړو. انګوبي په لوړ غږ وویل: قبلوئ یې؟ مولوي متوکل وویل: دوی( اشاره یې موږ ته وه) دې ووایي! موږ خپل غږ پورته کړ او ومو ویل: موږ همدا غوښتل، سل په سلو کې یې تاییدو. کله چې د طالبانو پلاوي ته وار ورسېد، ښه مې به یاد دي، چې مولوي صاحب متوکل په پښتو وویل:« هو، منو یې، ټیک ده». د مولوي صاحب متوکل له دې خبرې سره ان ګوبي او ابراهیم بکر لاسونه وپړکول او بیا یې موږ دواړو پلاویو ته وویل، اجازه ورکوئ، چې د شپږ جمع دوه هېوادونو ډیپلوماتان هم خونې ته راننوځي او په دې خوښۍ کې له موږ سره یوځای شي؛ ځکه دا یوه تاریخي صحنه ده، په مذاکراتو کې لوی پرمختګ وشو. په دهلیز کې ناستو ډیپلوماتانو د دغه پرمختګ په زمینه برابرولو کې زحمت ایستلی دی او د هوکړې په خوښۍ کې باید شریک شي. هم موږ او هم طالبانو هوکړه وکړه، چې له خونې د باندې ناست ډیپلوماتان هم د مذاکراتو خونې ته راننوځي. ډیپلوماتان راننوتل، خو د دې لپاره چې د ناستې څوکۍ یې نه وې، ټول ودرېدل. د ملګرو ملتونو د سازمان استازي ان ګوبي د مذاکراتو په پایله کې تنظیم شوی متن یو ځل بیا په انګلیسي ژبه په لوړ غږ ولوست، ټولو د تایید په بڼه لاسونه ورته وپړکول. د دواړو پلاویو غړو د تایید په توګه خپل لاسونه پورته کړل او ډیپلوماتانو ورته لاسونه وپړکول.وروسته زموږ د پلاوي په استازیتوب مولوي صاحب فضل الهادي شینواری او د طالبانو د پلاوي په استازیتوب مولوي وکیل احمد متوکل له خپلو ځایونو پورته شول او د شپږ جمع دوه هېوادونو( امریکا او روسیې) د ډیپلوماتانو په حضور کې يې د توافق په دود لاسونه سره ورکړل او ستړې مشه یې سره وکړه.

کاوش: دا هوکړه په هماغه ورځ رسنیزه شوه؟

سلیم: هو؛ رسنیزه شوه. د ملګرو ملتونو سازمان رسنیو ته داسې خبر ورکړ چې دواړه لوري لومړنیو هوکړو ته رسېدلي دي او په پام کې ده چې په نږدې راتلونکي له دواړو لوريو ۴۰ ـ ۴۰ تنه عالمان، د عالم له کلیمې د دوی له پوهې او برداشت سره سم معرفي شي. د دواړو لوریو مشران به هغوی ته صلاحیت ورکړي چې د افغانستان د علماوو او دانشمدانو د شورا په نوم سره کیني او د افغانستان د منازعې د حل او جګړې د پای ته رسېدو لپاره پرېکړې وکړي او د دواړو لوریو مشران به یې مني او عملي کوي. وروسته زموږ، طالبانو او ملګرو ملتونو ترمنځ هوکړه وشوه چې منل شوی متن به په دري، پښتو او انګلیسي ژبو چمتو او د شنبې پر ورځ به رييسه پلاوی د دواړو پلاویو په موجودیت کې ترلاسه شوې هوکړې د رسنیو استازو ته اعلانوي. همدا شان له دې وروسته به دواړه لوري د راتلونکو مذاکراتو د لیستونو د چمتو کولو او د افغانستان  د عالمانو او دانشمندانو د شورا د لومړۍ غونډې د نېټې په اړه خبرې اترې وکړي. تر هغه وروسته، چې په دې اړه هوکړه وشوه، غېږې مو سره ورکړې، ټوکې – ټکالې شروع شوې او غیر رسمي بڼه مو غوره کړه. د طالبانو د پلاوي غړو وویل: سبا خو جمعه ده، د شنبې په ورځ سره وینو. د هماغې ورځې په ماښام د طاهر خان په ګډون له ۲۰ تر ۳۰ پورې پاکستاني ژورنالیستان زموږ په بلنه ماریوټ هوټل ته راغلل او ډوډۍ مو یو ځای وخوړه. د شپې له ډوډۍ وروسته موږ خپلو خونو ته ستانه شوو. د شپې له ۹ بجو اوښتې وې، چې د پاکستان مشهور خبريال طاهر خان را ته زنګ وواهه. طاهر خان د پاکستان مشهور ژورنالیست دی، چې له ما سره شخصي ملګرتیا لري. له هغه مهاله ور سره پېژنم چې د پاکستان د مردان په تفهیم القرآن مدرسه کې مې درس وایه. هغه دې مدرسې ته راشه- درشه لرله. نوموړی د افغانستان پر قضیو خبر، زړه سواند او ځواکمن سړی دی. طاهر خان راته پر ټلیفون وویل: عطاالرحمن صاحب! طالبان په الوتکه کې له اسلام اباد څخه کندهار ته تللي دي. ما ویل، څه خبره  نه ده، چې تللي، زموږ مذاکرات د شنبې پر ورځ له سره پيلېږي، حتماً به له خپل رهبر سره مشوره کوي او د شنبې پر ورځ به بېرته راځي. طاهر خان ویل،نه، زه خبر یم، چې لاړل او بېرته د مذاکرې مېز ته نه را ستنېږي. ستاسې دریځ څه شی دی؟ ما ویل، بېرته را ستنېږي. د ملګرو ملتونو د سازمان او اتو هېوادونو د ډیپلوماتانو مخکې مو هوکړه او پرېکړه کړې ده چې د شنبې پر ورځ خبرو ته دوام ورکوو او لومړنۍ هوکړې اعلانوو. طاهر خان راته ویل، چې دی کره معلومات لري چې هغوی تللي دي او بېرته نه راځي. ما ورته وويل چې موږ د شنبې پر ورځ لس بجې پنجاب هاوس کې د مذاکراتو خونې ته ځو، که هغوی رانغلل د ملګرو ملتونو له سازمان څخه توضیح غواړو او بیا خپل دریځ اعلانوو. تر هغه وخته هیڅ رسمي دریځ نه لرو، په تمه به یې يو. کله چې مې له طاهر خان سره خدای په اماني وکړه، پر ټلویزون مې ولیدل چې د پاکستان د بهرنیو چارو د هغه مهال وزیر گوهر ایوب خان له خپلې دندې څخه استعفا کړې او پر ځای يې سرتاج عزیز ټاکل شوی دی. وروسته خبر شوم چې هغه طالبان ډېر هڅولي و چې د عالم کلیمې په اړه زموږ دریځ ومني او د خبرو د دوام خنډونه له منځه یوسي. گوهر ایوب خان ظاهراً د امریکا د سفیر په هڅونه پر طالبانو دغه فشار اچولی و. د طاهر خان له زنګ، له اسلام اباد څخه د طالبانو د پلاوي له سفر او د گوهر ایوب خان له استعفا سره مې داسې احساس کړه، چې بده پېښه شوې او زموږ خبرې اترې یې ناکامې کړې دي. د جمعې پر ورځ د پلاوي له غړو سره له مشورې وروسته، زموږ پرېکړه دا شوه چې د شنبې پر ورځ لس بجې به ځانونه د مذاکرې خونې ته رسوو او که طالبان رانغلل، له ملګرو ملتونو سازمان څخه به وضاحت غواړو او بیا به خپل دریځ اعلانوو.

د امريکا غږ په ګردي مېز کې تصادفي ګډون

د جمعې ماښام مې پرېکړه وکړه، چې د مولوي صاحب فضل‌الهادي شینواري خونې ته لاړ شم او احوال یې واخلم. د خونې پر لور یې روان شوم، د مولوي صاحب خونه زما د خونې پر سر وه. ګومان کوم، چې زما خونه په درېیم او د هغوی په څلورم پوړ کې وه. د مولوي صاحب خونه مې پرانیسته، ومې لیدل چې د اسلام آباد پوهنتون یو استاد، چې د افغانستان و او زموږ د پلاوي له یوه غړي سره  يې خیښي درلوده، له درې تنو نورو سره مولوي صاحب فضل‌الهادي شینواري ته مخامخ ناست دی اومولوي صاحب ټلیفون غوږ ته نیولی دی. کله مې چې له ټولو سره ستړي مه شي وکړه، مولوي صاحب شینواري وویل، وبښه چې مرکه لرم، ما ویل: له چا سره، ویل د امریکا غږ له پښتو برخې سره په ژوندۍ بڼه. هغه مهال د امریکا غږ پښتو برخې یوه خپرونه لرله، چې د هرې جمعې ورځې په ماښام په ژوندۍ بڼه خپرېده. له مېلمنو څخه هم په ژوندۍ بڼه پوښتنې کېدې او اورېدونکو هم په ژوندۍ بڼه ګډون پکې کاوه. ما ویل: مولوي صاحب په خپرونه کې یوازې یې، که بل څوک هم درسره شته؟ ویل يې مولوي وکیل احمد متوکل هم راسره دی. کله یې چې د مولوي متوکل نوم واخیست، ما ویل: جناب مولوي صاحب زما خوښه نه ده چې تاسې له مولوي متوکل سره په یوه مرکه کې برخه واخلئ. ویل څه وکړم؟ ما ویل، غوږۍ ما ته راکړه. غوږۍ یې راکړه، زه ورته کېناستم. د خپرونې چلوونکی سعدالدین شپون نومېده. د خپرونې چلوونکي انانس ورکړ، چې په دې خپرونه کې به مولوي فضل‌الهادي شینواری او مولوي وکیل احمد متوکل د اوریدونکو پوښتنې ځوابوي. وروسته یې وویل، چې مولوي صاحب متوکل چمتو یاست، مولوي متوکل وویل هو؛ اورېدونکو ته سلام وړاندې کوم. بیا یې وویل، چې مولوي صاحب شینواری تاسې چمتو یاست، په پښتو مې وویل هو؛ زه مولوي عطاالرحمان سلیم، د مولوي صاحب فضل‌الهادي شینواري مرستیال ستاسې په خدمت کې یم او ستاسې ټولو اوریدونکو ته سلام او احترام وړاندې کوم. شپون مکث وکړ او ویې ویل مولوي صاحب فضل‌الهادي پر لیکه و، ما ویل مولوي صاحب شینواری د ستوني درد لري او له ما یې هیله وکړه چې ستاسې په خدمت کې اوسم. مولوي صاحب فضل‌الهادي شینواری د هماغه تفاهم له مخې، چې سره کړی مو و، د مذاکراتو پر مهال هم ډېر نه غږېده. یوځل د مذاکراتو پر مهال مولوي متوکل وویل چې ستاسې د پلاوي رييس ولې نه غږېږي. مولوي صاحب شینواري زما په غوښتنه خپل مایک روښانه کړ او ویې ویل، زما ستونی خوږېږي، هر څه چې مولوي عطاالرحمن سلیم وایي همدا زما خبره ده. شپون مولوي متوکل ته وویل تاسې چمتو یاست، چې له مولوي عطاالرحمن سلیم سره په خپرونه کې اوسئ، هغه ویل هو، د مذاکراتو په غونډه کې هم، مولوي فضل‌الهادي شینواری تل د ستوني ناروغ و او ورته د خبرو اجازه نه ورکول کېده. زه د دې لپاره چې کندهار ته د مولوي وکیل احمد متوکل او ورسره ملګري پلاوي په ستنئدو خبر وم، له همدې امله مې په دغه خپرونه کې ډېر محتاطانه او ډیپلوماتیک ځوابونه ورکول. ما درک کړې وه چې مولوي متوکل او ورسره ملګری پلاوی بېرته مذاکراتو ته نه راځي، خو د خپرونې پر مهال مې احتیاط کاوه چې داسې دریځ و نه نیسم چې زما خبرې پلمه وګرځوي او د مذاکراتو مېز ته د نه ستنېدو لامل یې وګڼي. د خپرونې په وروستۍ برخه کې یوه اورېدونکي پوښتنه وکړه چې د ډاکټر نجیب د حکومت تر سقوط وروسته جهادي تنظیمونه سره ونښتل، خلک یې ووژل، چور چپاول یې وکړ، د جګړې د دوام، پاټک سالارۍ او ګډوډۍ سبب شول، په دې اړه د خپرونې د مېلمنو نظر څه دی؟ دغې پوښتنې مولوي متوکل ته پر جهادي تظنیمونو د سختو لفظي بریدونو فرصت ورکړ. هغه وویل چې موږ په همدې وجه د دوی خلاف پاڅون وکړ. د متحدې جبهې په اړه روښانه وه، چې له جهادي تنظیمونو جوړه شوې جبهه وه. دوی د روسانو خلاف جهاد کړی و او ځانونه یې مجاهدین ګڼل. ما د مولوي متوکل د دغو لفظي بریدونو په ځواب کې په احتیاط ځواب ورکړ او ومې ویل، چې له جناب مولوي متوکل سره موافق نه یم، مجاهد هیڅکله وژل، چپاول او پاټک سالاري نه کوي. چا چې دا کار کړی، مجاهد نه دی، څوک په پکول، پګړۍ او ږیرې نه مجاهد کېږي. ما ویل غل، غل دی، قاتل، قاتل دی، که هغه د مجاهد، عالم، ولسي وګړي یا هر چا په لباس کې وي.دا مې هم وویل چې د مجاهدینو له بریالیتوب وروسته په کابل کې بې نظمي وشوه، غله،غلا وکړه، چپاول ګر، چور وکړ، بې بندوبارو قتل وکړ، خو  هیڅ یو یې مجاهد نه و؛ ځکه مجاهد په دې کارونو کې لاس نه درلود. د مولوي متوکل له دې دریځ څخه هم راته روښانه شوه چې هغوی نور له موږ سره د مخامخ کېدو په تکل کې نه دي. له دې سره بیا هم ما هڅه وکړه چې زما خبرې پلمه نه کړي . خپرونه پای ته ورسېده او زه بریالی شوم چې مولوي متوکل ته پلمه په لاس ور نه کړم. وروسته مې له مولوي صاحب فضل‌الهادي شینواري څخه بښنه وغوښته او ورته مې وویل، چې سبا، بل سبا به بېرته په آدم خان دره کې خپلې مدرسې ځې، که په پروګرام کې دې د مولوي متوکل پر وړاندې واضح خبره کړې وای او د متحدې جبهې دریځ دې ویلای وای، په پاکستان کې د طالبانو په جنجال اوښتې، که مو دفاع نه وای کړی، د متحدې جبهې له رهبرانو سره په جنجال کېدئ، خیر او مصلحت همدا و چې تاسې جناب په دې پروګرام کې ګډون و نه کړ. وروسته یې د خیر دعا را ته وکړه او ویې ویل، خدای دې برکت درکړي چې له دې جنجاله دې خلاص کړم. بیا یې ویل، همدغه کسان چې په خونه کې دي، د پوهنتون استاد او ملګرو ته یې اشاره وکړه، ویل هم دوی په دې خپرونه کې ګډون ته اړ کړی وم، خو ښه شو چې ته پر وخت راغلې او له دې جنجاله دې خلاص کړم.

د طالبانو له خوا د مذاکراتو د مېز پریښودل

کاوش: ښه، د شنبې په ورځ لس بجې د مذاکراتو خونې ته ورغلئ، هلته څه وشول؟

سلیم: هو؛ شنبه شوه او موږ د ورځې په لس بجو د پنجاب هاوس د غونډو هماغه سالون ته ځانونه ورسول. لیدل مو، چې د مذاکراتو د دوام او لومړنیو هوکړو د اعلان لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی دی. څوکۍ او مېزونه ښه منظم ایښودل شوي، خو فضا ډېره سړه ده، د طالبانو پلاوی نشته او د ملګرو ملتونو د سازمان کارکوونکي هم په چورت کې دي. موږ هم ځانونه پوه نه کړل، چې طالبان نشته او نور نه راځي، ډېر عادي چلند مو کاوو او داسې مو ښوده چې په هیڅ نه يو خبر. لس بجې ان ګوبي او ضمیر کابلوف راغلل او ویې ویل، چې د طالبانو پلاوی له بده مرغه کندهار ته غوښتل شوی او ملا محمد عمر د پلاوي صلاحیتونه لغوه کړي او دوی یې ځانته غوښتي دي. اوس د مذاکراتو لپاره د طالبانو با صلاحیته پلاوی حضور نه لري. هغوی وویل چې په اسلام آباد کې د طالبانو سفیر مولوي عبدالحکیم مجاهد وایي چې پلاوی ملا محمد عمر ور غوښتی او د هغوی صلاحیت یې لغوه کړي دي. وایي که اړتیا وي هغه چمتو دی چې راشي او په غونډه کې برخه واخلي. موږ ویل که مولوي عبدالحکیم مجاهد ته د ملا محمد عمر له خوا صلاحیت تفویض شوی وي، موږ چمتو چې ورسره کینو، کنه غونډې ته د هغه راتګ نور څه منطق لري؟ د ملګرو ملتونو سازمان هم وویل چې مولوي عبدالحکیم مجاهد ته صلاحیت نه دی تفویض شوی او اړتیا نشته چې هغه غونډې ته راشي. وروسته موږ ویل چې اوس باید د ملګرو ملتونو سازمان یوه اعلامیه ورکړي، خپل دریځ څرګند او ووایي چې څوک ملامت او څوک سلامت دی. کیسه څه وه، باید قضیه ګونګه پاتې نشي. د ملګرو ملتونو سازمان هم ومنله او اعلامیه یې صادره کړه، چې پکې راغلي وو، دواړو لوریو مذاکرات وکړل او پر دریو ټکیو لومړنۍ هوکړې ته ورسېدل، خو وروسته د طالبانو پلاوی کندهار ته وغوښتل شو او بېرته رانغی. له همدې امله د  اسلام اباد مذاکرات بریالي نشول او بې پایلې پای ته ورسېدل. دا وه په ۱۹۹۸ کال کې د اسلام د مذاکراتو کیسه. 

کاوش: د ملګرو ملتونو سازمان له اعلامیې وروسته تاسې او د پلاوي نورو غړو مو له رسنیو سره مرکې هم وکړې؟ 

سلیم: هو. د پلاوي غړو له بي بي سي، امریکا غږ او نورو رسنیو سره مرکې وکړې. وروسته د طالبانو او متحدې جبهې ویاندویانو هم له رسنیو سره د دغو مذاکراتو په اړه مرکې وکړې او روښانه شوه چې طالبانو د خپلې ژمنې خلاف د مذاکراتو مېز پریښی او بیرته نه دي ورغلي.

کاوش: د افغانستان د اسلامي جمهوریت په دوره کې، تاسې له مولوي عبدالحکیم مجاهد او مولوي محمد قاسم حلیمي سره، چې دویم یې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د حج او اوقافو وورستی وزیر و، همکارشوئ. هغه په ۱۹۹۸ کال کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رييس و. له هغوی څخه مو هغه مهال، چې همکاران شوئ د ۱۹۹۸ کال د مذاکراتو په اړه څه واورېدل. هغوی څه ویل چې پلاوی ولې کندهار ته وغوښتل شو او بېرته را نغی؟

سلیم: هو؛ سره همکاران شوو. دوی راته کیسه وکړه چې شخصاً ملا محمد عمر د مذاکراتو له لارې د افغانستان د ناورین د حل پلوی نه و. د دوی پر وینا، ملا محمد عمر پر دې باور و چې د افغانستان ستونزه باید د مذاکراتو او خبرو پر ځای د جګړې له لارې حل شي. دوی ویل چې ملا محمد عمر ته سوله په دې مانا وه، چې متحده جبهه طالبانو ته تسلیمه شي. هغه د متحدې جبهې له تسلیمۍ پرته په بل څه راضي نه و. وروسته زموږ برداشت دا و چې طالبانو زموږ پلاوی نا متجانس باله او فکر یې کاوه چې پخپل منځ کې به سره ښکېل او وپاشل شي او یوه رسوایي به راته جوړه شي. موږ احساسوله چې دوی زموږ د پلاوي د پاشلو هڅې کوي. مولوي صاحب محمد قاسم حلیمي، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د حج او اوقافو وروستی وزیر و، هماغسې چې تاسې وویل، په  ۱۹۹۸ کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو ریاست دنده پر غاړه لرله. هغه په مذاکراتو کې د پلاوي غړی نه و، خو د پردې تر شا د طالبانو د پلاوي همکار و. وروسته یې راته کیسه وکړه چې د اسلام آباد په ناسته کې یې دنده د پلاوي غړو سره په اړیکه کېدل او لنډه دا چې دا وه چې په پلاوي کې اختلاف او تفرقه واچول شي. د پوهنتون هغه استاد، چې د مولوي صاحب فضل‌الهادي شینواري په خونه کې و او ما ویل زموږ د پلاوي له یوه غړي سره یې خیښي لرله، په همدې موخه د طالبانو له لوري وکارول شو. زموږ برداشت دا و چې د طالبانو اصلي هدف دا و چې پلاوی سره وپاشي او نړۍ ته ووایي چې دوی متفرق دي، یو نظر نه لري، انسجام نه لري، موږ یې له کوم اړخ سره مذاکرات وکړو. اوس هم که پام وکړئ، طالبان وایي چې اشرف غني وتښتېد او مخکینی حکومت له منځه لاړ، موږ اوس له کوم سیاستوال او کوم ګوند سره مذاکرات وکړو او هوکړې ته ورسېږو. هغه مهال یې هم هڅه کوله چې پلاوی سره وپاشي او بیا همداسې دریځ غوره کړي. طالبانو تمه لرله، چې زموږ په پلاوي کې ځای پيدا کړي او که ځای هم پيدا نه کړي، داسې وښيي چې پيدا کړی یې دی او بیا اعلان وکړي، چې متحده جبهه واحد مذاکراتي دریځ نه لري، بېلابېلې ډلې پکې را ټولې دي او موږ نشو کولای، چې له هر یوه مذاکرات وکړو، له دې امله ناچاره يو، چې  د جګړې له لارې یې کار تمام کړو، خو دغه پړاو ته د مذاکراتو رسېدل او زموږ د ټیم انسجام د وروستنیو دیپلوماتیکو فشارونو ترڅنګ، طالبانو ته د باور او تصور وړ نه و، له همدې امله زموږ برداشت دا و چې مذاکراتو ته دوام نه ورکوي.

 دوی دغه راز، ممکن د دې لپاره چې په ښکاره ځان سولې ته لېواله وښيي یا د بهرنیو فشارونو په ګډون په نورو دلايلو مذاکراتو ته چمتو شوي وو. دوی په هېواد کې دایمي سولې او ثبات ته د رسېدو لپاره مانا داره خبرې اترې او مذاکرات نه کول. په هرحال، هیله من یم چې یوه ورځ مولوي صاحب عبدالحکیم مجاهد او مولوي صاحب محمد قاسم حلیمي، د اسلام اباد د ۱۹۹۸ کال د مذاکراتو د پردې تر شا کیسې په صادقانه ډول د افغانستان خلکو ته وکړي.

کاوش: د ۱۹۹۸ د اپریل د مذاکراتو پوره کیسه مو وکړه. دا مذاکرات په شمال کې د طالبانو تر ماتې وروسته، هغه مهال وشول چې جنرال ملک له طالبانو سره پرېکون وکړ. د اسلام اباد د اپریل میاشتې تر ناکامو مذاکراتو وروسته، د همدغه کال په اوړي کې، متحدې جبهې ماته وخوړه. دغې جبهې بلخ او ورسره څنګ ته ولایتونه له لاسه ورکړل. په هغو پسې په ۱۹۹۹ کال کې د متحدې جبهې او طالبانو ترمنځ د ترکمنستان په عشق اباد کې مذاکرات وشول، چې د متحدې جبهې له لوري ښاغلي محمد یونس قانوني او انجینر رحیم او د طالبانو له لوري مولوي وکیل احمد متوکل د پلاوي مشري کوله، تاسې د عشق اباد په مذاکراتو کې وئ؟

سلیم: زه د عشق اباد په مذاکراتو کې ښکېل نه وم. هغه مهال ما، د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې یوه ضمني او حاشیوي بوختیا لرله. د عشق اباد مذاکرات، د اسلام اباد د مذاکراتو په شان، د ملګرو ملتونو، اسلامي همکاریو سازمان او او شپږ جمع دوه هېوادونو له لوري وشول. لکه څنګه چې تاسې وویل د متحدې جبهې له لوري د پلاوي مشري جناب قانوني صاحب کوله، انجنیر صاحب عبدالرحیم او نور همکاران هم ورسره ملګري وو. د طالبانو د ډلې له لوري د پلاوي ریاست له مولوي وکیل احمد متوکل سره و. له بده مرغه، د عشق اباد مذاکرات هم د اسلام اباد د مذاکراتو له برخلیک سره مخ شول. د دغو مذاکراتو په لومړي پړاو کې هم یو لړ، لومړنۍ هوکړې ترلاسه شوې او ښه هیله مندي پيدا شوه، خو د اسلام اباد د مذاکراتو په شان، طالبان له هماغه پيله بیرته له لومړنیو هوکړو شا ته لاړل او پر خپلو خبرو او ژمنو و نه درېدل. اجازه راکړئ د مخکینیو مذاکراتو په اړه دوې مهمې خبرې، چې تازه را په یاد شول، درسره شریکې کړم.

له شهید استاد، آمر صاحب او استاد سیاف سره د ملابورجان او ورسره ملګرو د لومړنیو خبرو اترو په اړه، چې د جمهوري ریاست په ارګ کې وشوې. ومې ویل چې دواړو لوریو د خبرو اترو له لارې د سیاسي ستونزې پر حل هوکړه کړې وه. دوی ویلي وو چې د دواړو خواوو پوځي ځواکونه به یو پر بل بریدونه نه کوي.

د دغو خبرو پر مهال یوه بله هوکړه هم شوې وه او هغه دا چې د دواړو لوریو دیني عالمان به سره کېني، خبرې اترې به کوي، د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه به هوکړې ته رسېږي او بیا به د دواړو خواوو مشران د ترلاسه شوې هوکړې له عملي کولو سره، په هېواد کې د دایمي سولې د ټیمګښت زمینه مساعدوي.

 لکه چې یادونه مې وکړه، ملابورجان او ملګرو ته یې ویل شوي وو چې نور د افغانستان له اسلامي دولت سره ستاسې جګړه هیڅ شرعي جواز نه لري؛ ځکه تاسې نور له یوې خپلسرې یا پاټک لرونکې ډلې سره نه؛ بلکې له یوه مشروع نظام او دولت سره مخامخ یاست. د دغه نظام زعیم د اهل و عقد شورا د تایید رایه ترلاسه کړې ده او ستاسې ځینو مشرانو هم هلته رایه ورکړې ده. ملا بورجان په دې اړه کوم استدلال نه درلود. هغه ومنله چې د دواړو خواوو د عالمانو غونډه دې وشي او د ډیالوګ او خبرو اترو له لارې دې د هېواد لپاره یوه سیاسي حل‌لاره وموندل شي.

 موږ د هغې هوکړې او توافق پر بنسټ چې د افغانستان د اسلامي دولت په استازیتوب شوی و، چهاراسیاب ته د ملابورجان له ستنېدو وروسته په کابل کې د دیني عالمانو د را ټولولو اقدام وکړ. د اسلامي دولت له خوا ژر تر ژره د دیني عالمانو نوملړ برابر شو. د هېواد جید عالمان مو له بېلابېلو ولایتونو کابل ته ولېږدول او په مېلمستونونو کې مو ځای پرځای کړل. په تمه وو، چې د طالبانو اړوند عالمان هم تشریف راوړي او د دوی پيغام له ځان سره راوړي. زموږ ترمنځ هوکړه دا وه چې د دواړو خواوو عالمان په کابل یا بل مناسب ځای کې سره کېني. زموږ له لوري کابل ته بلل شوي عالمان تقریباً یوه میاشت په تمه پاتې شول، خو د طالبانو او د دوی د دیني عالمانو څرک معلوم نشو. دوی لکه چې ومې ویل، نه یوازې یې عالمان رانغلل؛ بلکې د هوکړې او ژمنې خلاف یې د چهلستون له لارې پر کابل پوځي برید وکړ. د اسلامي دولت ځواکونو دومره حوصله وکړه چې ان کابل ښار ته یې د طالبانو راتګ وزغامه، خو وروسته اړ شول چې په متقابلو بریدونو یې له ښاره وباسي. دویم ټکی چې غواړم ووایم دا دی چې د اسلام اباد د مذاکراتو له ناکامي وروسته، چې دلیل مې وړاندې ووايه، د افغانستان د اسلامي دولت او متحدې جبهې د پلاوي غړي له پاکستان څخه په الوتکه کې شبرغان ته لاړو او د شبرغان په هوایي ډګر کې مو تود او پراخ هرکلی وشو. له مزار او بېلابېلو ولایتونو څخه لسګونه شخصیتونه په لسګونه موټرو کې زموږ هرکلي ته راغلي وو. دغو شخصیتونو او کاروانونو یې د مذاکراتو پلاوی له شبرغان څخه تر مزارشریف پورې بدرګه کړ. ما او د پلاوي څو غړو، په مزارشریف کې د هېواد د هغه مهال ولسمشر جناب استاد برهان الدین رباني(چې د ملګرو ملتونو سازمان او نورو هېوادونو له لوري په رسمیت پېژندل شوی و) خدمت ته وړاندې کړ. د هوا د خرابوالي له امله، یوه – دوې ورځې په مزارشریف کې پاتې شوم او وروسته په یوه هلیکوپټر کې له بلخ څخه پلخمري ته راغلم، غوښتل مې چې ګلبهار ته لاړ شم او آمر صاحب شهید او استاد سیاف ته د اسلام اباد د خبرو اترو راپور وړاندې کړم. پلخمري ته د تګ پر وخت مې د هوا د نا مساعد والي له امله و نه کړای شول چې په هلیکوپټر کې خپل سفر ته دوام ورکړم، په همدې دلیل په موټر کې د سالنګ پر لور روان شوم. په سالنګ کې هم هوا سخته واورینه او توپاني وه، يوه ــ دوې ورځې وړاندې د جبل السراج لاره ویجاړه شوې وه؛ نو کله په موټر او کله پلي تر سالنګ تېر شوو او ځانونه مو د تاجیکان نږدې سیمې ته ورسول. تاجیکان سیمه د جبل السراج اړونده ده او دا چې پول یې ویجاړ شوی و، یوه وسیله( وړه غرفه) یې جوړه کړې وه چې د سالنګ لارې مساپر پکې کېناستل او د رود بلې غاړې ته یې غرفه په پړو کشوله. زه هم په همدې ‌‌ډول پر رود واوښتم. د رود هغې غاړې ته مې د آمر صاحب شهید پر ساتونکو سترګې ولګیدې. موږ هغه وخت دغو ساتونکو ته « د آمر صاحب کومانډو قطعه» ویله. یوه ساتونکي راته وویل چې آمر صاحب درته په تمه دی. تصور مې دا و چې حتماً آمر صاحب په خپل مقر، د جبل السراج په کلوپ کې دی او موټر یې را استولی، چې ژر یې خدمت ته ورسېږم، خو همدا چې موټر ته وختم ومې لیدل چې جناب آمر صاحب( خدای دې مغفرت ورته وکړي) خپله هم په موټر کې حضور لري. روغبړ مې ورسره وکړ، له دې سره موټر د آمر صاحب په اشاره د جبل السراج ښار او بیا چاریکار پر لور روان شو. موټر چاریکار ته ورسېد. د چاریکار په څلورلارې کې بیا تاو شو. ما د ټولې لارې په اوږدو کې د اسلام اباد د مذاکراتو راپور د هغوی خدمت ته وړاندې کړ. هغه مهال موږ پرمختللي ارتباطي وسایل نه لرل، آمر صاحب په تاجیکان کې ډېر راته منتظر شوی و. دا انتظار یې څرګندوي چې هغه د مذاکراتو د موضوع، سولې او وینې تویېدو د ژر درېدو لېوال و. کله چې په تاجیکان کې موټر ته پورته شوو، آمر صاحب موټروان ته وویل چې ورو- ورو لاړ شي. فکر کوم له تاجیکان څخه د جبل السراج تر مرکز او بیا جبل السراج پورې د موټر په ټيټ سرعت سفر څه کم دوه ساعته وخت ونیو او ما په همدې وخت کې په اسلام اباد کې زموږ او طالبانو ترمنځ د مجلسونو حال آمر صاحب ته ووایه. وروسته له موټره ښکته او جبل السراج کلوپ ته، چې هغه مهال د آمر صاحب مرکز و، لاړو. آمر صاحب غوښتل پوه شي چې د مذاکراتو د پردې تر شا څه تېرېږي او د پردې مخته څه وو. دواړو خواوو څه ډول دریځونه لرل او بالأخره کیسه څنګه شوه. ما ټول معلومات د هغوی خدمت ته وړاندې کړل. بیا ګلبهار شرکت ته، د استاد سیاف خوا ته ورغلم او راپور مې ورکړ. د متحدې جبهې د رهبرانو عمومي ارزونه دا وه چې د اسلام اباد مذاکرات ظاهراً ناکام پاتې شول، خو زموږ لپاره یوه سیاسي لاسته راوړنه وه؛ ځکه موږ د ملګرو ملتونو سازمان، د اسلامي همکاریو د کنفرانس غړو، لېوالو هېوادونو او طالبانو ته خپل دریځ ډېر روښانه کړی و. موږ د سولې د ټینګښت او د جګړې د درولو لپاره ټولو نړیوالو لوریو او ګاونډیو دولتونو ته خپله اراده ښودلې وه. موږ د خپل دریځ منطقي‌والی ثابت کړی و او لنډه دا چې زموږ حقانیت په یوه بڼه ثابت شوی و او ټولو ته روښانه شوې وه چې طالبان د مذاکراتو له مېزه تښتېدلي او د خبرو اترو له لارې د  جګړې او وینې تويېدو د پای ته رسولو اراده نه لري.

د عشق‌آباد د خبرو اترو ناکامېدل

کاوش: د عشق اباد په خبرو اترو کې، لکه څنګه چې تاسې وویل؛ دواړې خواوې لومړنیو هوکړو ته رسېدلې وې او د دواړو خواوو د پلاویو ريیسانو ښاغلي قانوني او مولوي متوکل هغه مهال له بي بي سي فارسي سره مرکو کې ویلي وو چې په راتلونکي کې پر یوه موقت اوربند، د بندیانو پر تبادلې او یوې ګډې ادارې جوړولو د مذاکراتو لپاره هوکړه شوې ده چې په دې ډول یوې دایمي سولې، ټولنیز، سیاسي او حقوقي تړون ته ورسېږي چې ټولو ته د منلو وړ شي، خو ظاهراً طالبان د اسلام اباد د لومړنیو هوکړو په شان له دې هوکړو هم شاتګ وکړ. تاسې په اسلام اباد کې هم له طالبانو سره د اوربند او بندیانو د تبادلې په اړه خبرې وکړې؟

سلیم: د بندیانو تبادله او اوربند په اسلام اباد کې له طالبانو سره زموږ د خبرو اترو په اجنډا کې شامل موضوعات نه وو. په پام کې وه چې دا موضوع د دیني عالمانو هماغې غونډې ته راجع کړو چې د دواړو لوریو ترمنځ کېده. د بندیانو تبادله او اوربند د دواړو لوریو د دیني عالمانو په غونډه کې طرح کېدونکي مسایل وو، چې له بده مرغه خبره هغه ځای ته و نه رسېده او طالبانو شاتګ وکړ.

کاوش: مولوي وکیل احمد متوکل د حامد کرزي او اشرف غني د حکومت پر مهال په کابل کې ژوند کاوه او له تاسې سره یې هم اړیکه وه، کله مو د هغه له خولې د اسلام اباد او عشق اباد خبرو اترو د پردې تر شا کیسې اوریدلې دي؟

سلیم: زه له مولوي صاحب وکیل احمد متوکل سره د حامد کرزي او اشرف غني د حکومت پر مهال په اړیکه وم. هغه مهال د مولوي صاحب متوکل روغتیایي وضعیت داسې و چې پر داسې موضوعاتو په تفصيل او جزيیاتو خبرې ورسره لازمې نه وې، خو لکه چې ومې ویل، له مولوي صاحب عبدالحکیم مجاهد سره، چې د اسلام اباد د خبرو اترو پر مهال په پاکستان کې د افغانستان د سفارت سرپرست و او د ارشاد، حج او اوقافو له پخواني وزیر مولانا صاحب محمد قاسم حلیمي (چې په یادو مذاکراتو کې یې د طالبانو له اړخه د پردې تر شا فعال رول درلود) سره مې د جمهوريت د دورې د سولې عالي شورا پر مهال د هغه وخت کیسې او خبرې وکړې. د هغوی له خبرو په ښکاره معلومېدل چې د طالبانو مشران او شخصاً ملا محمد عمر هغه مهال د سولې خبرو په اړه جدي او رښتینی نه و. اوس د مولوي صاحب متوکل، مولوي صاحب عبدالحکیم مجاهد او حلیمي صاحب مسوولیت دی چې په دې اړه د پردې مخې او شا ته رامنځته شوې ټولې پېښې په صداقت سره تاریخ ته وړاندې او کیسې یې وکړي.

کاوش: د عشق اباد له خبرو اترو وروسته، که تېروتلی نه يم، د طالبانو او متحدې جبهې وروستي مذاکرات په سویس کې وشول. په دې اړه په اسلام اباد کې د طالبانو د هغه مهال سفیر مولوي عبدالسلام ضعیف د خپلو خاطرو کتاب کې ځينې مطالب راوړي، دغه خبرې اترې په ډېر ګومان د ۲۰۰۰ م کال په پيل یا د ۱۹۹۹ په وروستیو کې شوې وې؟ 

سلیم: متحدې جبهې په سویس کې دوه ځلې له طالبانو سره مذاکرات لرل. په یوه غونډه کې ما له جناب ډاکټر صاحب عصمت الله سره، چې هغه مهال په تاجکستان کې د یوه کلینک ريیس و او اصلاً د کندهار و، برخه لرله. له ډاکټر صاحب عصمت سره مو له تاجکستان څخه ازبیکستان او له ازبیکستان څخه جينوا ته سفر وکړ. د طالبانو له اړخه، شیر محمد عباس ستانکزی او ډاکټر صاحب وزیري راغلي وو. ډاکټر وزیري هغه مهال د وزیر اکبرخان روغتون یا اندراګاندي د ماشومانو روغتون ريیس و، دقیق مې نه دي په یاد. موږ په جينوا کې، د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو او روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو په اړه خبرې وکړې. هغه مهال په تخار کې، چې زموږ تر کنټرول لاندې و، ډېر خواږه وطنوال د یوې سختې زلزلې قرباني شوي وو او دې ته اړتیا وه چې د ملګرو ملتونو د دفترونو له لارې لازمې همغږۍ وشي او دوی ته بشري مرستې او روغتیایي خدمتونه ورسول شي. ما شخصاً په جينوا کې له مولوي عبدالسلام ضعیت سره مذاکرات نه دي کړي. بله ناسته په جينوا کې د متحدې جبهې او طالبانو ترمنځ وه، چې زموږ له اړخه پکې څارنوال صاحب عبدالمحمود دقیق ګډون کړی و. هغه وروسته د حامد کرزي د جمهوري ریاست پر مهال د هېواد لوی څارنوال شو. فکر کوم د طالبانو له لوري مولوي عبدالسلام ضعیت و، په دې اړه ډېر ډاډه نه یم. ما خپله په مذاکراتو کې ګډون نه درلود. ما له  ملا عبدالسلام سره، چې د طالبانو یو پوځي قومندان او د هلمند والي و، د کابل – بګرام  د سرک نو په اول خط کې د عشق اباد تر مذاکراتو مخکې او د اسلام اباد تر مذاکراتو وروسته خبرې اترې لرلې، چې هغو هم، د اسلام اباد د خبرو اترو غوندې، پایله نه لرله.

د بګرام د خبرو اترو ترخه پايله 

کاوش: که ممکنه وي د همدغو مذاکراتو کیسه وکړئ. دغو مذاکراتو پر مخابرې د ارواښاد احمد شاه مسعود او ملا محمد عمر خبرو اترو فرصت برابر کړ. د مخابرې دا خبرې اترې څنګه تنظیم شوې او د کابل – بګرام د سرک نو مذاکرات څنګه پيل شول؟

سلیم: بیا هم ټینګار کوم چې متحدې جبهې او د افغانستان د اسلامي دولت په هر ډول شرایطو کې له طالبانو سره د افغانستان د جګړې سیاسي حل ته چمتووالی درلود. موږ په هر ډول وضعیت کې که دا چمتووالی درلود، که مو په جګړه کې لاس بر و او که په پوځي لحاظ په ښه وضعیت کې نه وو، موږ هېواد ته د سولې راوستو لپاره تل د مذاکراتو چمتووالی څرګند کړی دی.  هڅه کېده چې سولې ته د رسېدو لپاره له هر فرصته ګټه واخیستل شي. د اسلام اباد په ناسته کې د دواړو خواوو دریځونه واضح وو. د متحدې جبهې اړخ، هم د مذاکراتو او سولې لپاره خپل جدیت او هم لازم صداقت ثابت کړی و. د ملا مجاهد په نوم یو طالب قومندان، په یوه جګړه کې له متحدې جبهې سره اسير شو. هغه، د متحدې جبهې له لوري، په غوربند دره کې له سلګونه طالب ځواکونو سره نيول شوی و. له جنګي اسيرانو سره د ملي اتل، آمر صاحب شهید د جبهې او په ټوله کې له طالب اسيرانو سره د افغانستان د اسلامي دولت او متحدې جبهې په چلند کې هیڅ شک نشته، چې ډېر حسنه، انساني او له شرعي او نړیوالو معیارونو سره برابر و. حتا ویلای شو چې په ځينو مواردو کې دغه چلند، تر هغو نړیوالو موازینو لا غوره و چې د جنګي اسيرانو لپاره تعریف شوي دي. زموږ اسيرانو له خپلو کورنیو سره د اړیکې اجازه لرله. ملا مجاهد ته ان د دې زمینه برابره شوې وه چې کله – کله د طالبانو له رهبرانو سره په مخابره کې وغږېږي، خپل احوال ورکړي او د نورو اسيرانو کیسه ورته وکړي. یو ځل ملي اتل غوره وګڼله چې له ملا مجاهد څخه وغواړي چې له ملا محمد عمر اخوند سره په مخابره کې د خبرو اترو زمینه ور ته برابره کړي. آمر صاحب غوښتل چې له ملا مجاهد څخه هم سولې او تفاهم ته د رسېدو لپاره د مانا دارو خبرو د یوه ظرفیت په توګه استفاده وشي. له همدې امله، یوه ورځ آمر صاحب ملا مجاهد ور وغوښت او ورته ویې ویل چې ملا محمد عمرته زنګ ووهي چې خبرې ورسره وشي او تفاهم او سولې ته د رسېدو لپاره هڅه وشي. ورته ویې ویل: جګړه ولې دوام وکړي او د افغانستان عام خلک یې ولې تاوان وزغمي؟ آمر صاحب ملا مجاهد ته وویل چې د دواړو خواوو هدفونه معلوم دي؛ شرایط هم روښانه دي او د جګړې د دوام دغه وضعیت نه یوازې د افغانستان عام خلک زیانمنوي؛ بلکې هېواد له اقتصادي پرمختګه لرې ساتي او دا وضعیت د طالبانو په ګټه هم نه دی. ملامجاهد د آمر صاحب هیله ومنله او د هغه له لوري له ملا محمد عمر سره پر مخابرې د خبرو اترو زمینه برابره شوه. په دې مخابره‌یي خبرو اترو کې ملي اتل له ملامحمد عمر سره له 40 تر 45 دقیقو خبرې وکړې. زه له آمر صاحب سر نږدې او حاضر نه وم، خو خبر شوم چې ملا محمد عمر د آمر صاحب شهید ستاینه کړې او ویلي و، چې خپله یو مجاهد یې، موږ دې ماضي ته درناوی لرو، اوس هم درته درناوی لرو، بیا آمر صاحب ملامحمد عمر ته ویلي وو چې تاسې د شریعت د تطبیق او د خپلسرۍ، بې نظمۍ او پاټک سالارۍ د ختمولو لپاره پاڅون کړی و. اوس هم د شریعت موضوع یادوئ، چې موږ یې هم پر ضد نه يو، زموږ او ستاسې ترمنځ مشترک ټکي موجود دي. لازمه ده چې د اختلافاتو د حل لپاره سره کېنو، مذاکرات وکړو چې افغانستان ته د سولې زمینه برابره شي. په دې خبرو اترو کې هوکړه شوې وه چې یو کس دې د ملا محمد عمر او یو د آمر صاحب له لوري موظف شي، چې له یو بل سره خبرې اترې او مذاکرات وکړي او تفاهم ته ورسېږي. یوه ورځ له غرمې مخکې يوولس بجو زما سټلایټ موبایل ته زنګ راغی. هغه وخت ما د اړیکو لپاره له سټلایټ څخه استفاده کوله. د آمر صاحب سکرتر جمشيد جان را ته وویل چې آمر صاحب غواړي درسره وغږېږي. آمر صاحب وویل، چېرته یې؟ ما ویل په ګلبهار شرکت کې په خپل دفتر کې یم. ویل یېژر تر ژره جبل السراج کلوپ ته راشه. هلته به آمر صاحب بسم الله خان او معین صاحب عظیمي هم حضور ولري. په جبل السراج کلوپ کې د جګ وار په نوم یو ډول نسبتاً پرمختللې مخابره موجوده وه چې محرم والی یې ثابت و او ټول یې په نه اورېدل کېدو ډاډه وو؛ سټلایټ موبایلونه زیات د ډاډ وړ نه وو. آمر صاحب په هغه ورځ خپله تخار کې و او باید د جګ وار له لارې یې خپل پيغام رسولی وای. هېر مې نشي چې ووایم جنرال صاحب فضل احمد عظیمي د سپټمبر د يوولسمې له پېښې وروسته د کورنیو چارو وزارت او بیا د کډوالو چارو وزارت مرستیال شو. هغه مهال د بګرام د جبهو او کاپېسا د اړوندو خطوطو عمومي قومندان و. د دوی قرارګاه په بګرام هوایي اډه کې وه، لومړي خطونه یې د کابل- بګرام سړک په هغه برخه کې وو چې د کریم قره باغ په پوستو مشهور وو. وزیر صاحب بسم الله خان، چې هغه وخت مو ورته آمر صاحب بسم الله خان ویل، د کابل د توتاخان د تپو په ګډون، چې د کریم قره باغ پوستې هم پکې راتلې، د لومړیو خطوطو عمومي قومندان و. لکه چې پوهېږئ، بسم الله خان محمدي د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام وروستنی دفاع وزیر و. جبل السراج کلوپ ته مې ځان ورساوه او له جناب عظیمي صاحب او آمر صاحب بسم الله خان سره مې روغبړ وکړ. درې واړه د جګ وار دستګاه لور ته لاړو. آمر صاحب په ډېره بېړه وویل چې تر غرمې وروسته ځان د سرک نو – بګرام خط ته ورسوه، چې د ملا محمد عمر استازي راځي؛ هملته مذاکرات وکړئ. د تخنیکي ستونزو له امله په مخابره کې د آمر صاحب غږ ډېر شفاف نه و، نور څه شیان یې هم وویل، چې راته واضح نشول. په آخر کې یې چې کله وپوښتل، زما په هدف پوه شوې؟ ما غوښتل ووایم، چې نه، غږ سم رانغی، خو آمر صاحب بسم الله خان وویل، چې بلې ما مطلب واخیست، وروسته مو له آمر صاحب سره خدای په اماني وکړه. لنډه دا چې د آمر صاحب لارښوونه دا وه چې له تخار څخه یو هلیکوپټر راځي، چې ما بګرام ته ولېږدوي او له هغه ځایه لومړي خطر ته لاړشم. آمر صاحب بسم الله خان او جنرال صاحب عظیمي باید زما په موټر کې خپلو قرارګاوو ته تللي وای او د احتیاط لپاره نیول يې لازم نظامي تدابیر نيولي وای. آمر صاحب را ته وویل چې تاسې باید یو شین بیرغ په لاس کې ولرئ او پورته یې کړئ. د ملا محمد عمر استازي یو سپین بیرغ په لاس ستاسې پر لور د بګرام- کابل د سرک نو پر لور راځي. تاسې د هغوی د خط پر لور له شین بیرغ سره ځئ، هغوی له سپين بیرغ سره ستاسې د خط پر لور راځي. بیا د لومړي خط په یوه منځنۍ برخه کې دواړې خواوې سره کېنئ او مذاکرات کوئ. امر دا و چې زه باید ژر چمتو او د چورلکې په تمه اوسم. آمر صاحب بسم الله خان او جنرال صاحب عظیمي د خپلو قرارګاوو پر لور لومړي خط ته حرکت وکړ. تاسې پوهېږئ چې هغه مهال پروان کې بازار او سوداګري ‌‌ډېره نورمال نه وه، چې رخت پلورنځي ته تللي وای او شنه ټوټه مو اخیستې وای. مجبور شوو چې د یوه جبل السراجي وطندار دروازه وټکوو او ترې وغواړو چې یوه شنه ټوټه را کړي. هغوی ته دې خدای خیر ورکړي، یو شین شال يې، چې د ناوې پر شال مشهور دی او معمولاً یې ناويانې د واده پر ورځ پر سر کوي، پر موږ پيرزو کړه. البته موږ څو دروازې وټکولې او پوښتنه مو وکړه، چې شنه ټوټه لرئ؟ وروسته یوې په عمر پخې مېرمنې، که ژوندۍ نه وي، الله دې مغفرت ورته وکړي، له مجبورۍ د ناوې شال راووړ او زموږ ستونزه یې حل کړه؛ ځکه په کور کې یې بله شنه ټوټه نه لرله. موږ هماغه شال په یوه مناسب لرګي پسې وځړاوه، بیرغ مو ترې جوړ کړ، وروسته هلیکوپټره راغله او له ملګرو سره پکې سپاره شوو. چورلکه د بګرام هوایي ډګر پر لور روانه شوه. نږدې دوه کاله کېدل چې بګرام هوایي ډګر شاړ شوی غوندې و او د الوتنو لپاره نه کارول کېده. طالبانو دا هوایي ډګر له کوه صافي څخه په توغندیو ویشته، له همدې امله هلته الوتنې نه کېدې. زموږ چورلکه په بګرام میدان کې کېناسته او ترې ښکته شوو. هلیکوپټر بېرته نه وه پورته شوې، چې هوایي ډګر د کوه صافي له لوري د درنو وسلو د برید هدف وګرځېد. طالبان حیران شوي وو چې څنګه په رڼا ورځ په بګرام هوایي ډګر کې هلیکوپتر کېني. طبیعي ده چې طالبانو د کوه صافي له لوړو په دوربین هلیکوپتر لیده او کله یې چې هوایي ډګر تر برید لاندې نیوه، موږ پوه شوو چې طالب قومندانان د ملا محمد عمر اخوند له استازي سره زموږ له مذاکرې خبر نه دي. زه او ملګري مې له هوایي ډګر څخه وواتو او په هغو دوو موټرو کې کېناستو چې د عظیمي صاحب همکارانو را ته برابر کړي وو؛ وروسته د اول خط د وروستۍ پوستې پر لور روان شوو.

 آمر صاحب را څخه غوښتي وو چې په بېړه ځانونه ورسوئ؛ ځکه د طالبانو له لوري پيغام راغلی و چې د دوی استازي ژر ځانونه رسوي. موږ هم باید بېړه کړې وای چې د هغوی استازي تر موږ مخکې نه واي رسیدلي. هغه مهال چې به تر باریک‌آب تېرېدې، دوه سړکه وو او دواړه هوار وو، اوس هلته ډېرې ابادۍ شوي او ډېر خلک پکې مېشت دي، هغه مهال تر باریک‌آب ور هاخوا نوره ابادي نه وه. له باریک‌آب څخه د دولت تر وروستیو پوستو پورې سیمه د کریم قره باغ د پوستو په نوم یادېده. دولتي ځواکونو معمولاً خپل اکمالات د شپې کول، چې له کوه صافي څخه یې طالبان د توغندیو  بريد پرې و نه کړي. د ورځې له خوا له دوو – دریو کلونو راهیسې هلته هیڅ موټر تګ راتګ نه کاوه. زموږ د موټرو کاروان، چې دوه ډاټسنه او څو تعقیبي موټر وو، د ورځې په یوه بجه د طالبانو د خط پر لور روان شو. د طالبانو د اول خط خلک زموږ د موټرو د کاروان په لیدو حیران شوي وو. طالب قومندانانو حتماً فکر کړی و، چې دا د متحدې جبهې کوم فدایي ګروپ دی چې د برید لپاره را روان شوی. موږ د کریم قره باغ پوستو ته نږدې شوي وو. دغو پوستو ته نږدې، ځینې غونډۍ دي، چې په طوطا خان غونډيو مشهورې دي. پر دغو غونډيو هم د دولت د ځواکونو سنګرونه وو. د طوطا خان غونډيو پوستو، د کریم قره باغ د پوستو ملاتړ کاوه. د کریم قره باغ پوستې د زیرزمینۍ په ډول جوړې شوې وې. موږ د ورځې دوه نیمې بجې هلته ورسېدو او لمونځ مو هلته ادا کړ. بايد تر پوستو مخکې باید پلي تللي وای. له موږ سره د جګ‌وار مخابرې یوه دستګاه هم وه. کله چې هلته ورسېدو، له همدې دستګاه څخه مو له آمر صاحب سره خبرې وکړې او ورته ومو ویل چې ټاکلي ځای ته رسېدلي يو. موږ د متحدې جبهې له آخرې پوستې، د طالبانو تر پوستو نږدې څلویښت دقیقې پلی مزل وکړ، همداسې نېغ په نېغه پلي لاړو. د لارې په اوږدو کې مو شین بیرغ لاس کې نیولی و او پر دوربین مو هم کتل. هر څومره مو چې دښتې او پاخه سړک ته کتل، د طالبانو له لوري څوک زموږ خوا ته نه راتلل. موږ شین بیرغ پورته نیولی و چې د هغوی استازي، چې باید زموږ خوا ته راغلي وای، لیدلي یې وای، خو ماشي هم رپ نه واهه. همداسې د طالبانو د پوستو پر لور روان وو، چې یو هاوان را ته نږدې ولګېد، چې لږ مخکې لاړو، د طالبانو بل هاوان راغی او موږ ته نږدې ولګېد، کله چې درېیم هاوان زموږ ولګېد، له آمر صاحب سره مو اړیکه ونیوله او ورته ومو ویل، چې زموږ پر لور ډزې کوي او د هغوی هیڅ تور یا سپین بیرغ نه معلومېږي. آمر صاحب ویل، حتماً یې اول خط نه دی خبر کړی؛ تاسې لږ نور هم مخکې لاړشئ. موږ لږ نور هم مخکې لاړو او دوه – درې نور هاوانونه مو هم خوا ته ولګېدل. د مازیګر درې نیمې یا څلور بجې به وې، دومره مخته تلي وو چې نور مخکې تګ مصلحت نه و. د هغوی له لوري څوک رانغی او څه را ښکاره نشو، څومره چې مخکې تلو، هومره د هغوی له مخامخ ډزو سره مخ کېدو. نوره یې نښه خطا نه لګېده؛ د دوی پوستې پر موږ حاکمې وې. مطمين یم چې طالبانو د یوې بریدګرې فدایي ډلې ګومان را باندې کړی و. څوک چې د سرک نو- کابل پر لاره تللی وي، پوهېږي چې ښي او چپ لاس ته یې، هم د کوه صافي او هم له مخامخ لوري لوړې غونډۍ دي. د طالبانو پوستې په لوړه وې او پر ټولې دښتې او سړک واکمن وو. په همدې خاطر، نور باید مخته نه وای تللي؛ نو بېرته وګرځېدو؛ البته له آمر صاحب شهید نه مو د ستنېدو اجازه واخیسته. هغه هم هوکړه وکړه چې بېرته را ستانه شئ؛ ځکه ناوخته و او ورو- ورو تورتم کېده. موږ ماښام بګرام هوایي ډګر ته ورسېدو او هلته د عظیمي صاحب مېلمانه شوو. د هماغه ورځې مازیګر، آمر صاحب شهید له تخار څخه پنجشېر ته ورسېد او وروسته یې په یوه اړیکه کې وویل چې سبا اول ګلبهار شرکت ته، د استاد سیاف لیدو ته ورشم او هلته ورسره ووینم. آمر صاحب غوښتل د موضوع جزیات را سره شریک کړي. شپه مو په بګرام هوایي ډګر کې، د عظیمي صاحب په قرارګاه کې وکړه او د سهار تر چای وروسته مو ګلبهار ته حرکت وکړ. زموږ موټر له پل صیاد څخه په تېرېدو و چې له شا مخابره وشوه او د اول خط ځواکونو خبر راکړ چې پروني کسان، چې په تمه یې وئ، نن ستاسې په تمه دي. بیا مې له آمر صاحب سره اړیکه وکړه او ورته مې وویل چې هغه کسان نن را رسېدلي دي، هغوی ته ورشم که ستاسې جناب خدمت ته درشم؟ آمر صاحب لارښوونه وکړه، چې هغوی ته ورشئ، چې درته په تمه دي. په همدې دلیل بېرته د بګرام پر لور وګرځېدو. له بګرامه یو شمېر ځواکونو سره، د کریم قره باغ د پویستو او د دولتي ځواکونو تر وروستي پوستې ورسېدو. له وروستۍ پوستې چې تېر شوو، هیڅ هاوان زموږ پر لور رانغی، داسې برداشت مو وکړ چې د وطني طالبانو پوستې پر موضوع خبرې شوې دي او په همدې دلیل نن ډزې نه را باندې کوي، خو ډاډه نه وو چې د پاکستاني او نورو بهرنیو طالبانو پوستې، خبرې دي کنه. د دولتي ځواکونو د وروستۍ پوستې قومندان یو کاغد را ته وښود او ویې ویل چې طالبانو دغه فریکوینسي را لېږلې او غوښتي يې دي چې په همدې فریکوینسي کې له مخابرې غږ ور باندې وکړو. هغه مهال طالبانو د کابل د سرک نو- بګرام لاره د مساپرو پر مخ تړلې وه؛ خلکو له اوږدو او ستونزمنو لارو څخه په پټه له کابل څخه د بګرام، پروان او کاپيسا پر لور تګ راتګ کاوه. یو سپین ږیری، چې غوښتل یې په ستونزمنه لاره بګرام ته لاړ شي، د طالبانو له لوري درول شوی و، طالبانو ورته ویلي وو چې پر پخه لار لاړ شي او دا فریکوینسي د متحدې جبهې اولې پوستې ته وسپاري، چې ورسره اړیکه ونیول شي. سپین ږیری هم خوښ شوی و چې څو ساعته لاره په یوه ساعت کې لنډولای شي. هغه فریکونیسي د دولت اړوندې پوستې ته سپارلې وه. کله چې زه او ملګري مې وروستۍ پوستې ته ورسېدو، هغې فریکوینسي ته مو مخابره وکړه. طالبانو ویل: هو موږ راغلي يو او ستاسې پر لور در روانېږو. هغوی بښنه وغوښته او ویې ویل چې له کندهاره، د ملا محمد عمر اخوند له ځایه را روان شوي وو، له همدې امله پرون ټاکلي ځای ته زا و نه رسېدو. دوی د هاوان د پرونیو بریدونو بښنه هم وغوښته. موږ وروسته خبر شوو چې د خط طالبانو ورته کیسه کړې وه او ویلي وو چې پرون د مقابل لوري پلاوی له شنه بیرغ سره راغلی و، خو دا چې موږ نه وو خبر، پر دوی مو د تعرضي فدایانو باور کړی و او د هاوان ډزې مو پرې وکړې. زموږ او طالبانو د خط ترمنځ تقریباً 6 کیلومتره واټن و. موږ له دوی سره په مخابره کې هوکړه وکړه چې سل تنه زموږ او سل تنه د دوی له لوري د احضاراتو په کچه، د یو بل پر لور حرکت کوو، بیا له دغو سلو تنو څخه پينځوس تنه په دوه کیلومترۍ کې درېږي، دېرش تنه، په یو نیم کیلومترۍ کې درېږي، پينځلس تنه په یو کیلو مترۍ کې دریږي او له دريو تر پینځو پورې کسان د ټاکلي ځای په سل مترۍ کې درېږي، بیا به پلاوي په سل مترۍ کې له پينځو- پينځو وسله والو کسانو سره یې خبرې کوي، ورپسې ځواکونه په همدې ډول منظم شول. زموږ له لوري یوازې زه مذاکره کوونکی وم، خو طالبانو ویل، چې دوی درې تنه دي، ما د دې لپاره چې شمېر مو برابر شي، د جنرال صاحب عظیمي سکرتر فهیم او قومندان حاجي صفي الله، چې د اول خط له قومندانانو و،  له ځان سره کړل او ور روان شوو. په مخابره کې مې بیا له طالبانو پوښتنه وکړه چې زموږ او ستاسې له خوا درې- دره مذاکره کوونکي به مسلح وي، که بې وسلې، طالبانو ویل، چې مذاکره کوونکي باید بې وسلې وي، موږ هم ومنله. کله چې روان شوو، موږ ژر ورسېدو؛ ځکه هم مو پوستې اوارې ته نږدې وې، هم مو خپله انرژي زیاته وه،طالبان له پورته لوري ورو- ورو راتلل، په همدې دلیل په ځنډ ورسېدل او راتګ یې وخت ونیو. د تګ پر وخت مو پام شو چې تر دې مخکې ورتګ مو مصلحت نه دی، په دې دلیل چې د هغوی پوستې را باندې حاکمې دي او چې څومره مخکې تللو، تاوان یې را اړولای شو. بله دا چې  زموږ ترمنځ اعتماد هم نه و او اندېښمن وو چې د ملا محمد عمر له استازي سره مذاکرات کوم دام نه وي. د مخابرې په اړیکه کې مې آمر صاحب بسم الله خان ته په ټوکه وویل، چې که دا ټول جریان یو دام وي او طالبان کوم نا مناسب حرکت وکړي، زموږ ځواکونه باید په درنو وسلو ټول له منځه یوسي؛ ځکه لږ ترلږه چې طالبان خو مو ژوندي اسیران نه کړي. موږ په همدې کچه چمتووالی درلود، خو پرېکړه مو وکړه چې تر څو د طالبانو د مذاکره چیانو نښې نښانې معلومې نشي، د اوارې له پای ته رسېدو سره نور مخکې نه ځو. وروسته مو ولیدل چې له لرې د طالبانو د مذاکره چیانو درک معلوم شو. موږ ډېر مخکې تللي وو، خو هغوی ډېر لرې وو. د لارې ملګرو ته مې وویل، چې که موږ مخکې لاړ شو، مصلحت نه دی او که ودرېږو، ښایي شک ور پيدا شي. دوی ته مې په ټوکه وویل، چې د ملا په چال، ملا پوهېږي. همدلته باید ودرېږو او د ودرېدو په حالت کې پښې ښکته او پورته کړو، چې د طالبانو استازي فکر وکړي چې موږ هم ور روان يو، وروسته چې د طالبانو استازي نږدې شول، ور روانېږو. د لارې ملګرو مې دا وړاندیز ومانه او موږ په ولاړه همداسې خپلې پښې ښکته- پورته کولې او تر هغ، مو دې کار ته دوام ورکړ، چې هغوی را نږدې شول. کله چې طالبان را نږدې شول، بیا هم شکي شوم، چې هسې نه دوی پر ژمنه نه وي درېدلي او مسلح وي. د لارې ملګرو ته مې وویل چې زه له طالبانو سره بلد یم؛ ځکه ډېر مذاکرات مې ورسره کړي او باور مې نشي چې دوی دې بې وسلې وي. دوی ته مې وړاندیز وکړ چې زه له طالب مذاکره چیانو سره ستړې مه شي کوم او ور غاړې وځم، خو که متوجه شوم چې مسلح دي، له شا نه په لاس اشاره درته کوم، تاسې ورسره مه غاړې وځئ، خو که مې ولیدل، چې رښتیا بې وسلې دي، اشاره نه کوم. د ورغاړې کېدو پر وخت مې پام شو، چې له طالبانو مذاکره چیانو سره تومانچې دي. خپلو ملګرو ته مې اشاره وکړه او ومې پوهول چې مقابل لوری مسلح دی او دوی دې نه غاړې وځي، یوازې لاس دې ورکړي. زموږ هدف دا و چې زموږ د درې واړو په بې وسلې والي پوه نشي. له ستړي مه شي وروسته، هلته په دښته کې مو خپل پټوان وغوړل، چې مذاکرات پيل کړو. په دې مذاکراتو کې د ملا محمد عمر ځانګړی استازی ملا عبدالسلام نومېده، چې هغه مهال په هلمند کې د طالبانو والي و. ما مخکې دا طالبان په مخکینیو مذاکراتو کې نه وو لیدلي. هغوی هم زه او زما د لارې ملګري مخکې نه وو لیدلي. په همدې دلیل، کله مو چې خپل پټوان وغوړول، غوښتل مو چې له یو بل سره معرفي شوو. لومړی هغوی ځانونه معرفي کړل. لکه چې ومې ویل، د دوی د پلاوي مشري ملا عبدالسلام کوله، له هغه سره د طالبانو د دفاع د وزیر ملا عبیدالله اخوند د دفتر ريیس مولوي دلاور او د طالبانو د ځانګړې نظامي محکمې ريیس مولوي سید عبدالرحمان آغا ملګري وو. مولوي دلاور کندهاري الاصله کندوزی و، مولوي سید عبدالرحمان آغا وويل چې د کندهار په ارغنداب کې زیږیدلی يم. د معلوماتو له مخې، هغه مهال د طالبانو اوسنی زعیم مولوي هبت الله اخندزاده د طالبانو په ځانګړې نظامي محکمه کې د مولوي سید عبدالرحمان آغا مرستیال و. وروسته ما ځان او ملګري معرفي کړل او مذاکرات پيل شول. ما له دې امله چې د استاد برهان الدین رباني په رهبرۍ، د  افغانستان د اسلامي دولت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسوولیت پر غاړه درلود، راسره ملګري هم د افغانستان د اسلامي دولت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت کارکوونکي ور وپېژندل. خبرې اترې د قرآنکریم په تلاوت پيل شوې او د طالبانو د پلاوي یو غړی، چې نه پوهېږم کوم یو و، وار ونیوه او تلاوت یې وکړ. د هغه تلاوت سم او معیاري نه و. ما په پيل کې عرض وکړ چې د قرآن حافظ یم او مخکې له دې چې د مدرسې درسونه پای ته ورسوم، د قرآن د حفظ دوره پای ته رسولې وه. د طالبانو پلاوی خبر نه و چې زه د قرآن حافظ یم. معمولاً هم‌مسلکان، چې کله یو بل ویني، متوجه کېږي چې بل هم مسلک یې څومره په هغه مسلک کې وارد دی. وروسته مو چې کله خبرې اترې پيل کړې، متوجه شوم چې طالبانو ته د جنګي بنديانو تبادله او له کندوره د محاصره طالبانو د خوندي وتو لار موندل مهم دي. هغه مهال مزار شریف لا هم د افغانستان د ملي اسلامي متحدې جبهې په لاس کې و او د طالبانو ځواکونه له متحدې جبهې سره، د جنرال عبدالملک له بیا یو ځای کېدو سره کندوز ته شاتګ کړی و او دوی په کندوز کې محاصره وو. د اسلام اباد د مذاکراتو پر مهال هم کندوز د متحدې جبهې د ځواکونو په محاصره کې و. زموږ په نننیو مذاکراتو کې طالبانو احساسوله چې په کندوز کې یې پر ځواکونو ډېر فشار دی. له بل لوري، هغه مهال له متحدې جبهې سره زرګونه طالبان بنديان وو. د طالبانو د پلاوي ټینګار دا و چې د بنديانو د تبادلې په اړه باید یوه هوکړه ترلاسه شي. ما ورته وویل چې راځئ لویه اجنډا جوړه کړو او د بنديانو له تبادلې او د محاصرې تر موضوع وړاندې لاړ شو. دوی ته مې وویل چې راځئ پر دې موضوع هوکړه وکړه، چې جګړه پای ته ورسېږي او نور هیڅوک په جنګ کې اسېر نشي. که تر سولې مخکې د بنديانو پر بدلون هوکړه وکړو، بیا هم د جګړې پر مهال نور جنګیالي نيول کېږي. د عقل او شريعت غوښتنه دا ده چې په افغانستان کې د سولې او ثبات پر رامنځته کولو هوکړې ته ورسېږو. د مذاکراتو په پای کې مو هوکړه وکړه چې سبا بیا په هماغه ساعت هماغې سیمې ته راځو او خبرو اترو ته به دوام ورکړو. پټوان مو وڅنډل، موږ د بګرام خوا ته ستانه شوو او هغوی د کابل پر لور لاړل. سبا، بیا په هماغه ساعت، هلته را ټول شوو. هغوی له کابله پاکستانۍ کیلې او موږ له شمالي انګور راوړي وو.تاسې پوهیږئ چې هغه مهال زموږ د قلمرو او د طالبانو تر واک لاندې سیمو ترمنځ سوداګریزه راکړه- ورکړه نه وه. تقریباً پينځه – شپږ ورځې مو همداسې خبرې اترې وکړې. هره ورځ، هماغه ځای ته له انګور او کېلو سره راتلو، پټوان مو غوړول، خبرې مو کولې او مازیګر به هغوی د کابل او موږ د بګرام پر لور ستنېدو. د مذاکراتو پر مهال هم داسې کېناستو چې زموږ مخ به کابل او د دوی به بګرام ته و. د یو بل سترګو ته به مو کتل. طالبان چې به هره ورځ راتلل د غږ ثبتولو یوه کوچنۍ دستګاه یې له ځان سره راوړله؛ د دواړو خواوو خبرې یې ریکارډولې او له ځان سره یې وړې. ځينې وخت په مذاکراتو کې پر ځینو موضوعاتو تقریباً هوکړې ته رسېدو، سبا چې راغلل، پر هوکړه شوې موضوع به یې بیا له سره خبرې پيلولې او ویل به یې چې خیر دی، بیا خبرې له دې ځایه پيلوو. زموږ برداشت دا و چې هغوی د غږ ثبتولو دستګاه خپلو رهبرانو ته وړي، هغوی خبرې اوري او لارښوونې ورته کوي. لکه چې ومې ویل، زموږ ټینګار پر دې و چې د جګړې ختمولو او سولې ته رسېدو په اړه بحث وکړو، خو طالبانو ټینګار کاوه چې د بنديانو د تبادلې او د کندوز د محاصرې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړو. موږ له آمر صاحب سره په اړیکه وو، عام و تام صلاحیت مو هم درلود، خو طالبانو ستونزه لرله. دوی باید د غږ ثبتولو دستګاه له ځان سره راوړې وای او ثبت شوې خبرې يې رهبرانو اورېدلې وای. جالبه کیسه دا وه چې د مذاکرې په هماغه لومړۍ ورځ، پر خبرو ګرم وو، چې د طالبانو دوه – درې هاوانه زموږ شاوخوا ته ولګېدل. ما په حیرانتیا وپوښتل، چې دا څه دي؟ مذاکره کوونکي طالبان هم حیران شول او ناخود آګاه یې له خولې یوه ډېره سخته کنځله ووته او ویې ویل: دا د پنجابیانو لعنتیانو کار دی. زموږ او ستاسو له ناستې نه دي خبر. پر هغو څوکو او لوړو پوستو ناست دي. وروسته ما په شوخۍ ورته وویل، بیا نو تاسې مېلمانه هم لرئ، چې درته جنګېږي او په همدې دلیل سولې ته لېوال نه یاست. وروسته یې ویل چې نه د مدرسو یو شمېر طالبان، چې زموږ پلویان دي،له خپل هېواده راغلي چې زموږ د حکومت دفاع وکړي. وروسته د مذاکراتو په نورو ورځو کې، کوم ډز ونشو. فکر کوم چې همغږي یې کړې وه. یوه ورځ مذاکرات ښه تاوده وو، چې د کابل له لوري ګولۍ ته ورته یو شی ډېر په چټکۍ راغی او د فهیم جان څنګ ته ولګېد. هغه مهال، مازیګر مهال هوا لږ سړېدله، موږ جمپر اغوسته، طالب لوري پټوان تر ځان تاو کړي وو. ما داسې احساس کړه، چې حتماً د طالبانو له پوستو څخه چا پر موږ ډز کړی دی. ټول ووېرېدو، په دې مو فکر وکړ، چې ممکن څو شېبې وروسته دغه مرمۍ وچوي، خو ثانیې تېرې شوې او چاودنه ونشوه. فهیم خپل جمپر پورته کړ، متوجه شوو چې یوه وړه مرغۍ یې څنګ ته ناسته ده او د فهیم تخرګ لاندې يې ځان ځای کړی او مړه – مړه ګوري. فهیم ویل، مړز دی. موږ پوه نشوو چې دغه مرغۍ وېریدلې، چې ځان یې د فهیم غېږې ته وغورځاوه، که بل کوم  حکمت و، خدای پرې ښه پوهیږي. مړز ظاهراً وېریدلی و، د فهیم څنګ ته یې ځان نیولی و، فهیم جان په کراره هغه لاس کې ونیوه او ویې ویل چې مړز جوړ تیار دی، ټپي هم نه دی. په داسې حال کې چې مړز ځان د فهیم لاس کې ځان کرار نیولی و، د طالبانو د پلاوي ريیس مولوي عبدالسلام وویل: په دې پېښه کې حکمت شته، دا څرګندوي چې ستاسې تر کنټرول لاندې سیمو کې خلک ټول لکه اسېران داسې دي. ما یې په ځواب کې وویل: مولوي صاحب! دریو ټکیو ته پام وکړئ. لومړی دا چې مړز د کابل او ستاسې د تر کنټرول لاندې سیمې له لوري راغی، نه زموږ؛ دویم دا چې له هغه لوري راغلی، حتماً یې د کابل مېشتو او ستاسې تر کنټرول لاندې خلکو کیسه راوړې ده او درېیم دا چې مړز تاسې ته پناه نه ده راوړې؛ موږ ته یې راوړې ده؛ نو له دې درې واړو نښو ښکاري چې ستاسې تر کنټرول لاندې سیمو کې خلک اسيران او له تاسې په تېښته دي، موږ ته پناه راوړي. په موسکا مې ورته وویل چې که دا پېښه حکمت وګڼو، ټولې نښې یې ستاسې په زیان دي. بیا مې د طالبانو د پلاوي یوه غړي ته قسم ورکړ چې د دې پېښې ټول جریان او د دواړو لوریو خبرې له ملا محمد عمر اخند سره شریکې کړې. هغوی هم ومنله موږ مړز له ځان سره، ګلبهار شرکت ته، آمر صاحب ته یووړ. د استاد سیاف په مرکز کې، هغې خونې ته چې آمر صاحب او استاد سره سیاف ناست وو، ننوتم. آمر صاحب مې په لاس کې د مړز په لیدو په حیرانۍ وپوښتل: مولوي صاحب! مړز دې څنګه راوړی، لکه چې بودنه باز شوې؟ ما ویل نه؛ دا مړز او کیسه یې د طالبانو په اصطلاح یو حکمت لري. بیا مې ټوله کیسه ورته وکړه، آمر صاحب د حیرانۍ او رضایت موسکا وکړه، مړز یې لاس کې ونیو، د خونې وړه کړکۍ یې پرانیسته او مړز یې ازاد کړ.

بیا هم تکراروم چې د هغوی ټینګار د بنديانو پر تبادلې او زموږ سولې ته د رسېدو لپاره پر مذاکراتو و. یوه ورځ د طالبانو د پلاوي یوه غړي زما د ټینګار په ځواب کې وویل: مولوي صاحب، ډېر سوله- سوله مه وایئ. په یوه حدیث شریف کې راغلي چې یو «خراسان» دی او بل «غراسان» او قیامت له غراسانه پيلېږي، چې همدا افغانستان دی. د قیامت نښې هم څرګندې شوي دي؛ نو ډېر سوله- سوله مه وایئ؛ ځکه قیامت نږدې دی. ماویل هغه حدیث چې تاسې ورته اشاره کوئ، نه پوهېږم په کوم کتاب کې راغلی دی، خو یو صحيح حدیث شته چې قیامت د جمعې په ورځ پيلېږي او یو بل حدیث هم شته، چې د اسلام پيغمبر صلی الله علیه وسلم له خپل امت څخه غواړي چې که له قیامت سره مو واټن د یوه نیالګي د کېنولو هومره وي، هم یو نیالګی کېنوئ. هغه ورځ شنبه وه، ما ویل، ستاسې د خبرې پر اساس قیامت د جمعې پر ورځ پيلېږي، موږ ورسره پينځه ورځې واټن لرو. که په دې پينځو ورځو کې سولې ته ورسېږو، د دین پر دې حکم به مو عمل کړی وي. ما ویل موږ اجازه نه لرو چې د قیامت ورځې د راتلو په پلمه سوله وځنډوو او وینې توییدو ته دوام ورکړو. ورته ومې ويل، کله چې قیامت ته په نږدې واټن کې د نیالګي کېنول دومره اړین دی، د سولې ټینګښت او د وینې تویېدو مخنيوی خامخا ضرور ګڼل کېږي، په داسې حال کې چې قیامت دومره نږدې وي، ولې باید سره وجنګېږو؟ هر څومره ژر چې کېږي، باید سوله وکړو، چې په دغه لږ واټن کې له هغو کورنیو او دوستانو سره، چې د یو بل تر کنټرول لاندې سیمو کې یې لرو، ووينو. سربېره پر دې دغه وضعیت د افغانستان پر خلکو پر دې دنیا قیامت راوستی دی. د افغانستان خلک اواره دي، در په دره دي، وژل کېږي، ټپي کېږي، په هېواد کې دننه له یوه ځای څخه بل ته تلای راتلای نشي؛ کرنه، اقتصاد او سوداګري یې په بد وضعیت کې دي؛ خلک د لوږې او مریضي قربانيان دي؛ نو راشئ چې د سولې پر راوستلو له خلکو دغه مجازي قیامت لرې کړو.ما ویل ان که له حقیقي قیامته واټن ولرو، په مجازي قیامت اخته يو چې بايد د سولې پر راوستو ځانونه ترې وژغورو. له بده مرغه، په هغو پينځو – شپږو ورځو مذاکراتو کې چې مو وکړل، دوی په نهیلوونکو دلایلو د جګړې ختمولو او سولې له خبرو اترو وتښتېدل او بحث یې د بنديانو پر تبادلې او په کندوز کې د محاصره شویو طالبانو پر خلاصون را ټولاوه. په نهایت کې له طالبانو سره هماغې هوکړې ته ورسېدو، چې په اسلام اباد کې ورسره رسېدلي وو، په دومره توپیر چې دلته پر درویشت کسیز پلاوي سره سلا شوو. پرېکړه وشوه چې درویشت تنه دیني عالمان زموږ او درویشت تنه نور د هغوی له اړخه سره کېني او په هېواد کې د جګړې د پای او د سولې د راتګ په اړه سره هوکړې ته ورسېږي. بیا به د دواړو لوریو رهبران دا هوکړې عملي کوي، چې سوله او استقرار تامین شي. موږ چې به هرکله له طالبانو سره مذاکرات کول او هوکړې ته به رسېدو، په پای کې به طالبان له ترلاسه شوې هوکړې په شا کېدل. په خبرو کې مو هوکړه وکړه چې دواړه لوري د خپلو دیني عالمانو لېستونه برابر کړي، وروسته لېستونه تبادله شي او د دیني عالمانو د خبرو اترو د ځای او وخت په اړه هوکړه وشي. موږ له خپله اړخه، د درویشتو دیني عالمانو لېست برابر کړ. په دې لېست کې د افغانستان د بېلابېلو سیمو د قومونو او څنډو دیني عالمان، چې ځينې یې له هېواده بهر او ځینې په هېواد کې دننه وو، شامل وو. هوکړه مو کړې وه چې د سهار لس بجې به سره وینو او لېستونه به تبادله کوو. موږ د ورځې لس بجې ټاکلي ځای ته ورسېدو، طالبان هم راغلل. له جوړ په خیر او تلاوت وروسته مو وویل چې زموږ لېست چمتو دی، طالبانو ویل چې والله موږ تر اوسه خپل لېست نه دی بشپړ کړی، سبا یې راوړو. موږ آمر صاحب ته راپور ورکړ چې طالبانو خپل لېست نه دی راوړی، وایي سبا یې یې راوړي. آمر صاحب وویل: تاسې د مخکینۍ ژمنې او هوکړې له مخې، خپل لېست ور وسپارئ. موږ خپل لېست ور وسپاره. هغوی یو ځل بیا ژمنه وکړه چې سبا لس بجې به خپل لېست راوړي او را ته سپاري به يې. له بده مرغه سبا لس بجې هماغه ټاکلي ځای ته ورسېدو، هر څومره چې په تمه پاتې شوو، د هغوی له اړخه څوک رانغی او کوم پيغام هم را و نه رسېد، ان په مخابره کې مو غږ پرې وکړ، خو د هغوی کومه نښه معلومه نشوه. د ورځې له لسو تر دوو بجو هلته منتظر وو، خو څوک رانغی. زموږ په لېست کې د یو شمېر داسې دیني عالمانو نومونه هم شامل وو چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې یې ژوند کاوه. موږ په ګلبهار کې خپل دفتر ته ستانه شوو. د شپې له مختلفو شبکو اطلاع را ورسېده چې طالبانو مولوي عبدالرحیم خنجاني نیولی دی. مولوي صاحب خنجاني په کابل کې ژوند کاوه او نوم یې موږ په خپل لېست کې لیکلی و. مولوي صاحب خنجاني پخوا د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ، د حزب اسلامي د دارالافتاء ريیس و. تر هغه وروسته احوال راغی چې طالبانو د پل خشتي جومات خطیب، چې په قاري سفید مشهور و، نیولی دی. موضوع مو له آمر صاحب سره شریکه کړه. جناب هدایت وکړ چې هر څومره ژر د خپل لېست دیني عالمان، چې یا پاکستان او یا په افغانستان کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې ژوند کوي، د ایران مشهد ته ولېږدوو، موږ هم په ډېرې بېړې په دې برخه کې اقدام وکړ. وروسته خبر شوو چې مولوي صاحب عبدالرحیم خنجاني او د پل خشتي جومات امام قاري سفید د طالبانو د شکنجو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، خدای دې مغفرت ورته وکړي. له بده مرغه دغو خبرو اترو ډېره ترخه پایله لرله او د څو پياوړو دیني عالمانو د شکنجې، نیولو او تېښتې سبب شول. اوس د امنیتي دلایلو له مخې د هغو عالمانو د نومونو له اخیستو بښنه غواړم، چې ژوندي دي او په افغانستان کې اوسي.

کاوش: ولې مو د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې مېشت عالمان په خپل لېست کې درج کړل؛ ځکه ښکاره وه چې طالبانو نیولای شول، ستاسې په دې کار کې څه حکمت و؟

سلیم: د متحدې جبهې رهبرانو فکر کاوه چې لږ ترلږه اعتماد مو ورسره رامنځته شوی، دلیل یې دا و چې ملا محمد عمر خپله له آمر صاحب شهید سره خبرې اترې کړې وې او هوکړه دا وه چې د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې به مخته ځي. زموږ د پينځو – شپږو ورځو خبرو اترو هم دغه اعتماد رامنځته کړی و چې طالبان زموږ د باور وړ علماوو سره خامخا کېني او خبرې اترې کوي. بله دا چې د افغانستان په فرهنګ کې دیني علماوو ته د ضرر نه رسولو موضوع د یوه باور په توګه موجوده وه. دا موضوعات د دې سبب شول چې د متحدې جبهې نورو رهبرانو او ملي اتل دا خطر ومانه او د هغوی پر ژمنو یې باور وکړ، خو له بده مرغه دغه باور ډېره ترخه او بده پایله لرله.

کاوش: د بنديانو د تبادلې په اړه هیڅ هوکړه ونشوه؟

سلیم: هو، هیڅ هوکړه ونشوه؛ ځکه دا موضوع او نور اړین موضوعات د دواړو خواوو د باور وړ دیني عالمانو غونډې ته پریښوول شول. په پام کې وه چې زموږ او هغوی د باور وړ عالمانو په هماغه غونډه کې، چې باید شوې وای، د جنګي بنديانو د تبادلې پر موضوع هم بحث او هوکړه کړې وای.

کاوش: په مخابره کې د ارواښاد احمد شاه مسعود او ملا محمد عمر اخند خبرې اترې ریکارډ شوې وې کنه؟

سلیم: له بده مرغه نه وې ریکارډ شوې.

کاوش: د مخابرې له دغو خبرو اترو پرته، د ارواښاد مسعود او ملا محمد عمر اخند ترمنځ نورې خبرې اترې هم وشوې که همدا د دوی دواړو لومړۍ او وورستۍ خبرې اترې وې؟

سلیم: څومره چې زه خبر یم، همدا یې لومړۍ او وروستۍ خبرې اترې وې.

کاوش: اوازه ده چې ملا محمد عمر په دې خبرو اترو کې له ارواښاد احمد شاه مسعود څخه غوښتي وو چې له ده سره بیعت وکړي او وروسته د خپلو او طالب ځواکونو ټولو قومنداني پر غاړه واخلي او د عباسي او اموي دورو په شان لاړ شي د منځنۍ اسیا سیمې لاندې کړي، چې وروسته د ارواښاد احمد شاه مسعود له لوري رد شوه، تاسې هم داسې څه اورېدلي وو؟

سلیم:  زه د آمر صاحب او ملا محمد عمر د مخابروي خبرو اترو پر وخت، هلته نه وم. خپله د خبرو اترو شاهد نه یم، خو هیڅکله مې نه د آمر صاحب او نه د نورو اشخاصو له خولې داسې څه اورېدلي دي. که څه هم ممکن د طالبانو له لوري نا معقولې غوښتنې شوې وي، خو ما داسې څه نه دي اورېدلي. دا مې اوریدلي چې ملا محمد عمر آمر صاحب ته ویلي وو چې خلک له طالبانو څخه خوښ دي او په امن کې دي. آمر صاحب یې په ځواب کې ویلي وو چې که خلک خوښ دي که نه، باید پرېږدو چې خپله رایه او اراده څرګنده کړي او پر داسې میکانیزم هوکړه وکړو، چې د خلکو اراده پکې تمثیل او روښانه شي.

کاوش: هغه مهال د متحدې جبهې اعلان شوی دریځ دا و چې که د سولې لپاره پر هر ډول میکانیزم هوکړه کېږي، باید د کابل غیر نظامي کېدل او یوه بې طرفه قوت ته سپارل هم پکې شامل وي، یعنې د طالبانو ځواکونه باید له کابل څخه شا ته لاړ شي. کومې کیسې چې تاسې کوئ، ظاهراً د متحدې جبهې په مذاکراتو کې پر دغو ټکیو ټینګار نه کېده، یَنې دا دریځ یې ډېر جدي نه و؟

سلیم: په دې اړه مو دریځ جدي و، خو موږ داسې موارد د هېواد د جیدو علماوو هماغې غونډې ته پرېیښي وو چې په پام کې وه. د کابل، اسلام اباد او بګرام په غونډو کې زموږ هوکړې دا وې چې باید د دواړو خواوو دیني عالمان سره کېني او پر دغو مواردو بحث او پرېکړې وکړي، خو هیڅکله دغه پړاو ته و نه رسېدو؛ ځکه طالبانو د خبرو اترو په هماغه لومړي پړاو کې، له لومړنیو ترلاسه شویو هوکړو شاتګ وکړ.

کاوش: اروښاد احمد شاه مسعود له ۱۹۹۸ کال څخه تر ۲۰۰۰ پورې په خپلو مرکو کې په ښکاره ویل چې د افغانستان حل‌لاره د رڼو، ازادو او رقابتي ټاکنو کول دي، خو طالبانو رقابتي، ازادې او رڼې ټاکنې غیر شرعي ګڼلې. هغه مهال طالبانو له تاسې سره په مذاکراتو کې تاسې ته هم د ټاکنو د غیر شرعي والي په اړه خپل لیدلوری ويلی و؟

سلیم: هو؛ د ملي اتل دریځ تل همدا و. طالبانو هم هغه مهال ځانونه د افغانستان د خلکو استازي اعلانول او هم یې اوس اعلانوي. وایي د افغانستان خلک ورڅخه خوښ دي، خو پوښتنه دا ده چې دوی چا د افغانستان د خلکو استازي ټاکلي دي؟  کوم ریفرینډم شوی دی؟ ټاکنې شوې دي؟ که د کوم بې پلوه بنسټ له لوري کره نظر پوښتنه شوې ده؟ د کوم مېکانیزم له مخې ثابته شوې ده چې طالبان د افغانستان د خلکو استازي دي. ملي اتل، ملا محمد عمر ته هم ویلي وو چې راشئ پر یوه داسې میکانیزم هوکړه وکړو چې له مخې یې د افغانستان د خلکو ازاده اراده روښانه او تمثیل شي. طالبانو، زما په مخکې هیڅکله په روښانه ډول د ټاکنو د غیر شرعي‌والي خبره نه ده کړې. که یې ویلي وای، حتماً مې ورته ویل چې اوس د لومړي، دویم، درېیم او څلورم خلیفه د ټاکلو ښه بديل کې عمومي او رقابتي ټاکنې دي. پخوا ټولنې کوچنۍ وې، په صدر اسلام کې اسلامي ټولنه هم د شمېر له پلوه ډېره کوچنۍ وه او ممکنه وه چې د یوې ټولنې ټول غړي او نخبه ګان په یوه ځای کې سره ټول شي او د خپل دولت د زعیم ټاکلو په اړه په ګډه پرېکړه وکړي، خو اوس په ټولو اسلامي هېوادونو کې هم د علماوو د عرف او اجماع له مخې او هم د نړۍ د معقولو میکانیزمونو له مخې، د خلکو د جمعي نظر د روښانه او صادقاته تثبیت کړنلاره د ټاکنو ترسره کول او د رای پاڼو کارول دي. مثلاً: اوس افغانستان څو څلوېښت میلیونه نفوس لري، په دې وضعیت کې د رای پاڼو له کارولو پرته بل هیڅ داسې مېکانیزم نشته چې د دولت د زعیم ټاکلو لپاره د څو څلوېښت میلیونه نفوس نظر ترلاسه کړئ. طالبانو زموږ په غیاب کې د خپلو خبرو او نشراتو پر مهال د ټاکنو مخالفت کړی او ویلي دي چې ټاکنې په شریعت کې ځای نه لري او په دې اړه یې استدلال د قرآن کریم پر دې آیت دی:« ولکن اکثرا الناس لا یعلمون» یعنې اکثریت خلک نه پوهېږي. دوی دغه راز باور لري چې د دولت په زعیم په ټاکلو کې بايد د یوه دیني عالم او فاسق سړي رایه سره برابره نه وي. د دوی استدلال معقول نه دی، د اکثریت خلکو د ناپوهي استدلال یې هم معقول نه دی؛ ځکه هغه په ډېرو خصوصي او نسبي چارو کې دی، نه په ټولو چارو او د ژوند په ټولو برخو کې.

کاوش: یو بل شی چې وایي دا دی چې د دولت د زعیم په ټاکلو کې بايد د یوه دیني عالم او یوه پوډري رایه سره برابره نه وي.

سلیم: هو. خو پوډريان د یوې ټولنې کوچنۍ برخه جوړوي، د افغانستان اکثریت خلک پوډریان نه دي؛ البته د پوډري انساني او شرعي حقونه هم د انکار وړ نه دي. په دې اړه د دوی ټول استدلال له عقلاني او شرعي پلوه بې بنسټه دی. شریعت له عمومي او رقابتي ټاکنو سره هیڅ ستونزه نه لري. بیا هم ټینګار کوم چې طالبانو زما په حضور کې هم هغه مهال او هم په وروسته دورو کې کله د ټاکنو د غیر شرعی والي په اړه کومه خبره نه ده کړې.

د جينوا مذاکرات

کاوش: د کابل سرک نو- بګرام له ناکامو خبرو اترو وروسته، متحدې جبهې مزارشریف او ځینې شمالي ولایتونه له لاسه ورکړل. وروسته په ۱۹۹۹ کال کې موږ د عشق اباد د مذاکراتو شاهد وو، چې تاسې هلته نه وئ، خو مذاکرات ناکام شول. وروسته په جينوا کې مذاکرات وشول، چې تاسې پکې ګډون درلود او له عباس ستانکزي سره مو خبرې اترې وکړې، د دې کیسه څنګه وه؟

سلیم: بلې، په جينوا کې د مذاکراتو په تسهیلولو کې د ملګرو ملتونو سازمان ونډه لرله. ملګرو ملتونو غوښتل چې د زده کړو، روغتیا او زلزله‌ځپلو ته د مرستو رسولو په برخو کې زموږ او طالبانو ترمنځ یو ډول همغږي او تفاهم رامنځته شي، چې نړیوال سازمانونه له ستونزو پرته د دواړو لوریو تر کنټرول لاندې سیمو ته تګ راتګ وکړي او خپلې مرستې ورسوي. دغه راز دواړه لوري په همغږي ډول له دغه سازمان سره همکاري وکړي او دا د دواړو لوریو ترمنځ د باور جوړونې او باورمندۍ د چاپېریال پيل شي.

کاوش: يعنې ستاسې مذاکرات يوازې د بشري مرستو د رسولو پر همغږۍ و، نه دا چې افغانستان ته سوله راشي؟

سلیم: ښاغلي ستانکزي د طالبانو د هغه مهال د ريیس الوزرا ملا محمد رباني یو پيغام ورسره راوړی و. ما هم د متحدې جبهې د رهبرانو پيغام ورته ورساوه چې ملامحمد رباني ته یې ورسوي. د ملا محمد رباني پيغام دا و چې د تفاهم او د بحران د حل لپاره باید خبرې اترې او مذاکرات پيل شي. له عباس ستانکزي سره زما تر خبرو اترو وروسته، ملا محمد رباني ظاهراً ناروغ او ډېر وخت و نه و وت، چې وفات شو او دغې لړۍ دوام و نه کړ. موږ هغه مهال داسې احساس کړې وه چې ملا محمد رباني د ډېرو طالب مشرانو برعکس، د قضیې د سیاسي حل و فصل پلوی دی او د مجاهدینو له دولت سره د جګړې پر دوام عقیده نه لري.

کاوش: ځينې نور خلک هم وایي چې ملا محمد رباني د وینې تویېدو پرځای له متحدې جبهې سره د تفاهم، مذاکرې او تعامل پلوی و. تاسې هغه مهال څه باور درلود، هغه له ملا محمد عمر سره همغږی و که يې موازي کار کاوه ؟

سلیم: زموږ باور او فهم هغه مهال دا و، چې ملا محمد رباني، د خپلو ډېرو ملګرو خلاف، د جګړې د ختمېدو او سولې پلوی و. دا چې په مشخص ډول یې په دې اړه کوم طالب مشر سره اختلاف درلود، څه نشم ویلای، خو موږ دومره پوهېدو چې هغه په ټوله کې د سولې، مذاکرې او تعامل پلوی و.

کاوش: ویل کیږي، چې ښاغلی قاضي محمد امین وقاد هم، هغه مهال د متحدې جبهې او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو پيلولو په هڅه کې و، هغه پخپل کار کې څومره پرمختګ درلود؟

سلیم: هو، مرحوم قاضي صاحب محمد امین وقاد ډېرې هڅې وکړې او پر منځګړتوب بوخت و. ښاغلی سید جلال کریم، چې په نابغه مشهور و او د حامد کرزي د جمهوري ریاست پر مهال په سعودي عربستان کې د افغانستان سفیر و، هغه هم د منځګړتوب لپاره څو ځلې راشه- درشه وکړه. د مولوي فضل الله په نوم یوه پاکستاني مولوي هم له یوې ډلې عالمانو سره هڅه وکړه چې د طالبانو او متحدې جبهې منځګړتوب وکړي. مولوي فضل‌الله په پېښور کې اوسېده او هلته د فقیر آباد سیمې د یوه جومات خطیب او د دیني مدرسې مدرس و. د هغه زوی له طالبانو سره یو ځای شوی و، چې وروسته د کابل په شمال کې د متحدې جبهې ځواکونونه ونيو او د پنجشېر په زندان کې ساتل کېده. هغه د یو کس په واسطه له ما سره اړیکه ونیوله؛ همکاري مو ورسره وکړه، پنجشېر ته راغی، آمر صاحب هم لطف وکړ، د زوی د خوشې کېدو امر یې ورته ورکړ او زوی یې خوشې شو. دغه مولوي په پنجشېر کې د څه مودې له تېرولو سره وویل، چې د متحدې جبهې د ځواکونو خلاف د طالبانو د جګړې په شرعي جواز نه لرلو قانع شوی دی؛ نو دواړه لوري باید خبرې اترې وکړي چې په افغانستان کې سوله راشي او د دواړو لوریو ستونزه د تفاهم له لارې حل شي. هغه له څو پاکستاني دیني عالمانو سره، څو ځله راشه- درشه وکړه. ملي اتل او د افغانستان د ملي اسلامي متحدې جبهې مشرانو تل دغو منځګړو ته ویل چې زموږ له لوري پوره صلاحیت لرئ. لاړشئ له طالبانو سره وغږېږئ، خو طالبانو هیڅکله دوی ته صلاحیت ور نه کړ. هغوی منځګړي او مذاکرات جدي نه ګڼل. طالبانو هیڅکله سولې او تفاهم ته د رسېدو لپاره د دغو منځګړو او نورو ملي او نړیوالو حکمي بنسټونو غوښتنو ته مثبت ځواب ور نه کړ؛ په همدې دلیل دغو هڅو پایله ور نه کړه.

طالبانو د «سولې» کلیمه لږه پر خوله راوړه

کاوش: له شېرمحمد عباس ستانکزي سره له خبرو اترو پرته، تاسې د سپټمبر د نهمې او یوولسمې له پېښو مخکې طالبانو سره نورې جدي خبرې اترې درلودې؟

سلیم: له شېرمحمد عباس ستانکزي سره زما تر خبرو اترو مخکې، په جينوا کې نورې خبرې اترې هم شوې وې، چې زموږ د پلاوي ریاست څارنوال محمود دقیق پر غاړه درلود او نه پوهېږم چې د طالبانو د پلاوي مشري چا کوله. خپله په هغو مذاکراتو کې ښکېل نه وم، خو خبر شوم چې هیڅ پرمختګ نه و شوی او طالبان مذاکراتو ته جدي نه وو.

د ۲۰۰۱ په لومړیو او د ۲۰۰۰ کال په وروستیو کې له ښاغلي ستانکزي سره زما له خبرو اترو وروسته، د دواړو لورو ترمنځ هیڅ رسمي او په لوړه کچه خبرې اترې ونشوې. په ټیټه کچه د قومندانانو په سطحه ځينې خبرې کېدې، چې موخه یې له متحدې جبهې او د افغانستان اسلامي دولت سره د هغوی یو ځای کېدل و. د داسې خبرو یو مهم پړاو مو له قومندان انجینر بشیر بغلاني سره و. بشیر بغلاني، په بغلان کې د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي عمومي قومندان و، چې وروسته له طالبانو سره یو ځای شو، خو له زړه ترې ناراضه و. هغه د متحدې جبهې د ځينو کسانو په وسیله، چې مخکې یې له حزب اسلامي سره تړاو درلود، پيغام را واستاوه چې غواړي له آمر صاحب شهید یا هغه ته له نږدې باوري کس سره خبرې اترې او تفاهم وکړي. په یاد مې دي چې زه له افغانستانه بهر وم، آمر صاحب ویل په بېړه تخار کې د دوی خدمت ته ورشم، همدا چې په تالقان کې د آمر صاحب حضور ته ورغلم، له انجینر بشیر بغلاني سره د خبرو اترو او تفاهم موضوع یې یاده کړه. زه هم ژر په هلیکوپټر کې نهرین ولسوالي ته روان شوم. په نهرین بازار کې د کورنیو چارو پخوانی وزیر ډاکټر تاج محمد جاهد، چې هغه مهال د بغلان او نهرین ترمنځ د طالبانو پر وړاندې د خطونو د یوه کنډک قومندان و، زموږ د سفر اسانتیاوې برابرې کړې. له هغه ځایه د شېخ جلال تر کوتله په موټر کې لاړو. وروسته له مایار صاحب، ارتباطي کس او د قومندان ظهور په ګډون د یاد شوي کنډک د دریو  قومندانانو په ملتیا، تر درې ساعته پلي مزله وروسته د طالبانو په اول خط کې، د انجینر بشیر بغلاني اړوندې پوستې ته ورسېدو. په نورو پوستو کې د طالبانو د نورو قومندانانو اړوند، غیر بغلاني کسان مېشت وو. بالاخره د انجینرصاحب بغلاني ځای ته ورسېدو. هغه له نقلیه وسایطو سره زموږ په تمه و، له ستړې مشي وروسته د شپې له تیارې په استفادې سره، په ډاډټسن موټرو کې کېناستو او د شېخ جلال کلي او بیا د نوي بغلان ښار د چوک له لارې روان او د شپې نهه نیمې بجې په زاړه بغلان ښار کې د انجینر صاحب بشیر بغلاني د خور کور ته ورسېدو. له ستړې مشي وروسته موسکی شو او پوښتنه یې وکړه، چې څنګه مو دلته د راتلو باور وکړ؟ ما هم په موسکا ورته وویل چې موږ د دوی د باور خپلولو لپاره، باور ورباندې وکړ. بیا مو د سهار تر څلورو بجو له وقفې پرته خبرې اترې وکړې او د یو کېدو او همکارۍ په اړه پرېکړو ته ورسېدو. وروسته پر بله او خامه لاره له حسن تال سیمې څخه بیا شېخ جلال کلي او له هغه ځایه شېخ جلال کوتل ته ورسېدو. آمر صاحب شهید په یوه اړیکه کې لارښوونه وکړه چې ځان نهرین ښار او هغه ځایه په هلیکوپټر کې پنجشېر ته ورسوم. هلته د افغانستان د اسلامي دولت عالي شورا ته، چې آمر صاحب هم پکې حضور درلود، د خپل سفر، خبرو اترو او پرېکړو راپور وړاندې کړم. په ټوله کې مو پروګرام، خبرې اترې او هوکړې ښې وې، خو ډېر وخت و نه و وت چې طالبانو انجینر صاحب بشیر بغلانی بندي کړ. جناب انجینیر صاحب د حامد کرزي د جمهوري ریاست پر مهال د فراه والي وګومارل شو.

کاوش: مخکې له دې چې د سپټمبر له یوولسمې وروسته د مذاکراتو کیسې ته لاړ شو، که یوه عمومي ارزونه وکړو. طالبانو په ۱۹۹۴  کال کې، په کندهار کې له مولوي سخي داد فایز سره د خبرو له پيل او له تاسې سره د جينوا تر مذاکراتو پورې ټول تکتیکي هدفونه تعقیبول، سوله یې نه غوښته؛ دریځ یې هیڅ نه بدلېده او تل یې یوه تګلاره لرله؟

سلیم: هو؛ طالبانو د دوی له رامنځته کېدو، د سپټمبر د یوولسې تر پېښې مخکې او تر نننیو پېښو، چې کابل ور تسلیم شو، په ټولو خبرو اترو کې واحد او ثابت دریځ درلود. پر دې باید اعتراف وکړو چې د دوی دریځ تل ثابت و. همداسې لکه تاسې چې وویل، مذاکره او خبرې اترې دوی ته یو تاکتیک و؛ نه ستراتېژي. دوی د سولې د ټینګښت او د مقابل لوري پر وړاندې د نرمښت هیڅ ډول اراده نه لرله، سره له دې چې د متحدې جبهې، اسلامي دولت او وروسته ان د افغانستان اسلامي جمهوري نظام د دوی پر وړاندې ډېر زیات او جدي نرمښت وکړ. طالبانو دغه نرمښت تل د مقابل لوري کمزوري ګڼله. بل ټکی دا چې د طالبانو مشرانو هیڅکله خپلو مذاکره چیانو ته د جدي بحث، خبرو اترو او پرېکړو صلاحیت نه دی ورکړی. د دوی مذاکره چیانو تل ویل چې مشرانو مو ویلي دا پيغام ورسوئ او بس. دوی خپلو مذاکره چیانو ته تر دې پورته صلاحیت نه ورکاوه. یو ځل مې یادیږي چې په قطر کې مې په ۲۰۲۰ کال کې د خبرو اترو پر وخت له شېرمحمد عباس ستانکزي سره جنجال وکړ. هغه په هغه غونډه کې چې باید اووه دقیقې غږیدلی وای، پینځلس دقیقې خبرې وکړې او بیا یې هم ټینګار کاوه چې ځینې مهم او اساسي بحثونه یې پاتې دي او پينځه دقیقې نور هم د خبرو اجازه غواړي. ما یې د خبرو په منځ کې مداخله وکړه او غږ مې کړ چې ستاسې جناب دغه ټکي موږ د شپږ ویشت کلونو په موده کې بیا- بیا ستاسې او نورو ملګرو له خولو مو اورېدلي دي. ستاسې له نننیو خبرو ښکاري چې ستاسې په دریځونو کې هیڅ بدلون نه دی راغلی او کومه نوې خبره هم نه لرئ. څه چې غواړئ وفرمایئ یا وړاندې کړئ، موږ ټول ورباندې خبر يو. ضرور نه ده چې تر دې ډېر زموږ وخت ضایع کړئ. نور مو کاغذونه یوې خوا ته کېږدئ چې زه مو خبرې پاتې خبرې یوه- یوه درته وکړم. هر څه چې وایئ له مکرر تکرار پرته نور څه نه دي. بل واقعیت چې غواړم یادونه یې وکړم دا دی چې په ټولو هغو خبرو کې چې زه ښکېل وم، طالبانو اصلاً د سولې اصطلاح نه کاروله او پر ژبه یې نه راتله. د دوی هڅه دا وه چې دا کلیمه ډېره کمه، هغه هم په تکتیکي ډول وکاروي. دوی ان د ښاغلي خلیلزاد په مشرۍ له امریکایانو سره په مذاکراتو کې هم په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره کوم جدي نرمښت څرګند نه کړ. دوی پرته له دې چې څه له لاسه ورکړي، هر څه لاسته راوړل. له بده مرغه تراوسه ټولو هغو خبرو اترو تریخ پای درلود چې له طالبانو سره شوې دي. دا پېښې او کیسې مې په همدې هیله له تاسې سره شریکې کړې چې راتلونکي خلک به یې خلک لولي او پوهېږي به چې په هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره کومې هڅې شوې دي، یو لوری څومره منعطف او تېریدونکی و او په بېلابېلو شرایطو کې موږ څومره له تنازله کار اخیست، خو بل لوري پر سولې عقیده نه لرله.