• خانه
  • ولې مو په ټاکنو کې له اشرف غني څخه ملاتړ وکړ؟

ولې مو په ټاکنو کې له اشرف غني څخه ملاتړ وکړ؟

Image

درېیمه برخه

فردوس: په د ۲۰۱۴زیږدیز کال کې چې ستاسې په خبره، په اتنیکي سیاست د ولاړ سیاسي سیسټم ټول عیوبونه راښکاره شوي وو، تاسې بیا هم د محمد اشرف غني له ټاکنیز ټیم سره یو ځای شوئ. هغه وخت د سیسټم عیبونه را ښکاره شوي وو او اشرف غني هم د دې سیاسي سیسټم د سمولو ادعا نه کوله، بلکې د دې برعکس، هغه د اتنیکي سیاست د لا پياوړي کولو هڅه کوله. مثلاً، اشرف غني هغه خت په یوه ناسته او مرکه کې ویلي وو، غواړم چې د ولسمشرۍ د نوماندانو ټاکنیز ټیم مربع شکله وي. د اساسي قانون مطابق هغه وخت د ولسمشریزو ټاکنو نوماند باید دوه مرستیالان درلودلی و ټيم باید مثلث شکله وای، خو محمد اشرف غني په دې باور و چې قانون باید داسې اصلاح شي چې ټاکنیز ټیم یې په مربع باندې بدل شي. یو پښتون یې ولسمشر او درې نور غیرپښتانه یې د ولسمشرۍ مرستیالان واوسي. تاسې اوس هغه سیسټم نقد کړ، د ۲۰۱۴ په ټاکنو کې ولې له هغه چا سره یوځای شوئ چې غوښتل یې په خپل محور دا سیسټم نور هم پياوړی کړي؟

رویش: هغه څه چې تاسې یې اوس د ولسمشریزو ټاکنو د ټاکنیز ټیم د مربع‌کېدو په اړه وایاست، ما پخپله له اشرف غني احمدزي څخه په همدې شکل څه نه دې اورېدلي او حداقل له ما سره یې په همدې ډول نه ده مطرح کړې او نه موږ په دې موضوع هوکړې ته رسېدلي یو.

فردوس: اشرف غني دا موضوع په عام محضر کې د رسنیو په مخ کې کړې وه.

رویش: ډېر ښه، خو ما ته یې داسې څه نه دې ویلي. له اشرف غني سره زما خبره دا وه چې قومي سیاست افغانستان له یوه ډېر خطرناک کړکېچ سره مخ کړی او قومي درزونه نور هم د ژورېدو په حال کې دي. موږ په دې هوکړه کړې وه چې که موږ د خپل سیاست بستر له قومي سیاست څخه ولسي سیاست ته بدل نه کړو، دا څرخ به موږ نېست او نابود کړي؛ ځکه د قومي سیاست په څرخ کې له دې وضعیت څخه د وتلو لار نشو موندلای. قومي سیاست، قومي جګړه رامینځته کوي او قومي جګړه بیا ژر  نه ختمېږي. ما تل ویلي دي چې که قومی جګړې ان د افغانستان د نورو قومونو ترمینځ یوه حل‌لاره پیدا کړي، خو د هزاره او پښتون ترمنیځ هېڅ حل‌لاره نشي موندلای؛ ځکه چې هزاره‌ګان او پښتانه په خپل مینځ کې اوږده پولې لري او دا مرزونه په زور، ظلم او عام‌وژنې سره جوړ شوي دي. ما به ویل چې عبدالرحمن خان د هزاره‌ګانو په ځپلو، عام‌وژنې او غلامۍ سره داسې دښمني رامینځته کړې، چې په قومي سیاست په اساني سره د حل وړ نه ده.

ما ویل چې په اتنیکي سیاست او دښمنۍ کې دا پوښتنه مطرح کېږي چې څه ډول کولای شو د پښتنو لخوا د هزاره‌ګانو غصب شوې ځمکې بېرته ترلاسه کړو. که مثلاً، پښتانه دا ځمکې بېرته ور نه کړي او هزاره‌ګان هم ځمکې و نه لري، څه ډول کولای شي چې په تاسې باندې د یو پښتون ورور په توګه باور وکړي؟

که یو څوک فکر وکړي چې زما پلار دلته وژل شوی او نیکونه مې هم دلته دفن شوي، خو زما ځمکه یې را څخه نیولې ده؛ نو زه څه ډول کولای شم چې د خپل پلار او نیکونو له قاتلانو او زموږ د ځمکو له غاصبانو سره ارام ژوند وکړم؟  ګورئ، موږ هېڅکله هم دا دعوه نشو ختمولای. د دې په څېر موږ له هغو پښتنو سره هم همدا دعوا لرو چې د ناقلینو په توګه د عبدالرحمن خان په وخت کې په شمالي ولایتونو کې مېشت کړای شول. دوی یې له زور او زیاتي څخه په استفادې په هغو سیمو کې مېشت کړل. د هېواد په شمال کې د پښتنو د مېشتولو لپاره هېڅ اړتیا نه وه، خو د عبدالرحمن خان حکومت او د هغه ځایناستو د شمالي د خلکو د میل او غوښتنې خلاف، په زور او زیاتي سره دا کار وکړ. دا هغه څه وو چې زما او د اشرف غني احمدزي ترمنیځ به په ډېر تفصیل سره خبرې پرې کېدلي.

له اشرف غني سره په بحثونو کې زما نظر دا و چې د دغو ستونزو له مینځه موږ حل‌لاره نشو پيدا کولای. موږ باید میدان بدل کړو او میدان هغه وخت بدلېږي چې سیاست ولسي کړو؛ څو د افغانستان خلک د قومیت پر ځای د ښاروند په توګه په خپل مینځ کې اړیکې ونیسي. کله چې موږ ښاروندان شو او ولسي سیاست ومنو، بیا موږ د خپلو پلرونو دعوې د مېز سر ته نه راوړو او بیا هغو ته نه ور ګرځو. که زه هزاره د يوه ښاروند په توګه ومنل شم، زه دا منم چې بیا به په ارزګان کې زما د د پلرونو د غصب شوې ځمکې موضوع نه مطرح کوم او په دې بسنه کوم چې په کابل کې د اوسېدو لپاره یو ځای ولرم.

کله چې سیاست ولسي شي، که تاسې د هېواد په شمال کې کور و نه لرئ، د دې فرصت پیدا کوئ چې مثلاً په جلال‌اباد کې کور ولرئ. هر فرد چې د ښاروند په توګه ومنل شي، هغه له خپلو فردي وړتیاوو استفاده کولای شي او پرته له دې چې د تېرې یوې یا دوو پېړیو پخوانۍ دعوې تعقیب کړي، د ښه ژوند لپاره خپلې هڅې کوي. دا مسایل مې په ډېر ساده مدني استدلال سره له اشرف غني سره شریک کړل او په دې ټولو برخو کې په ډېرې اساني هوکړې ته ورسېدو.

ټاکنې د «واقعیت» ټاکل دي نه د «ایډيال» ټاکل!

فردوس: د «روایت یک انتخاب» په کتاب کې مو لیکلي دي چې تاسې له خپلو ملګرو سره د «فکر خونه» کې داسې تشخیص کړې وه چې د سنتي پښتنو او په واک کې پښتنو ترمینځ ژورې فاصلې را پيدا شوې دي. کلیوال پښتانه، سنتي او مذهبي دي، خو تکنوکرات، عصري او له لویدیځ څخه راغلي پښتانه د پښتنو واک تمثیلوي. د ډېرو له نظره، دا کار د طالبانو د تقویت او بې‌ثباتیو د دوام یو لامل و.
تاسې د کومو معیارونو پر بنسټ دې پایلې ته ورسېدئ چې اشرف غني د عامو پښتنو او سیاستوالو یا په واک کې پښتنو ترمنیځ دا تشه ډکوي او کولای شي چې عام پښتانه د خپل فکر ملاتړ ته را بسیج کړي؟ ان د اشرف غني د کوچیتوب خبره هم له واقعیت څخه لرې وه. د اشرف غني پلار یو ډېر ستر خان و. څرنګه په دې وپوهېدئ چې اشرف غني پورته ذکر شوې ستونزه حلولی شي؟

رویش: ښه، ټاکنې یو کاملاً موردي امر دی. په ټاکنو کې یو څو مشخص کسان وي چې په ټاکنیزو سیالیو کې ګډون کوي او خپل ځانونه د ولسمشرۍ څوکۍ ته نوماندوي. تاسې بیا د همدغو نوماندانو په مینځ کې دا سنجوئ چې د کوم یو د بریا چانس ډېر دی او بیا له هغه وروسته دا پرېکړه کوئ چې د هغه کمپاین ته ورځئ که نه. په ټاکنو کې ایډیال نوماندان نه وي، بلکې واقعي نوماندان وي.

د ولسمشرۍ ټاکنو ته ټول نوماندان هغه کسان دي چې هېڅ یو یې هم ایډیال نه دی. هغه وخت چې ډاکتر عبدالله او اشرف غني د ولسمشرۍ دوه مطرح نوماندان وو، ما د ډاکتر عبدالله پر ځای د اشرف غني د ټاکلو لپاره ډېر زیات دلیلونه درلودل. ان که اوس هم د دې زمینه برابره شي او مجبور واوسم چې د ډاکتر عبدالله او اشرف غني ترمنیځ باید یو کس انتخاب کړم، زه اشرف غني ته ترجیح ورکوم. په هېڅ صورت او په هېڅ‌وخت کې ډاکتر عبدالله د یو ایډیال نوماند په توګه نشم منلای. دا نه ده چې ډاکتر عبدالله یو شیک‌پوش سړی دی، بلکې ډاکتر عبدالله داسې مفکوره نه لري چې سړی وکولای شي؛ څو د هغې مفکورې پر بنسټ خبرې ورسره وکړي او یوې حل‌لارې ته ورسېږي.

ما فکر کاوه چې اشرف غني هم د ستونزو جوړونکی او هم یې حلوونکی دی. زه به په ډېره راحتي له اشرف غني سره هوکړې ته رسېدم او خبرې به مې ورسره کولې. مثلاً، ما د کوچیانو او هزاره‌ګانو د ستونزې په اړه له اشرف غني سره په ډېره راحتي خبرې وکړای شوې او بالاخره یوې حل‌لارې ته ورسېدو. په کوچیانو کې تر اشرف غني بل ځواکمن او ژبور سړی نه و. زه په دې نظر وم چې که له کوچیانو سره د هزاره‌ګانو ستونزه له اشرف غني سره حل نکړو، له حامد کرزي او ډاکتر عبدالله سره یې نشو حلولای؛ ځکه ډاکتر عبدالله د کوچي، کوچیتوب او د کوچیانو او هزاره‌ګانو د ستونزې په اړه په هېڅ شي نپوهېدی او ګټه یې نه وه پکې، خو اشرف غني بیا په هر څه پوهېدی. هغه د کوچیتوب ډوډۍ خوړلې او موږ فکر کاوه چې هغه د دې صلاحیت لري چې دا ستونزه حل کړي.

په همدې ترتیب، که موږ له پښتنو سره جغرافيايي، سیاسي او د واک مشکل درلود؛ نو باید ورغلي وای او له پښتنو سره مو خپلې ستونزې حل کړې وای. د پښتنو مشکل له تاجکانو سره نشو حلولای. موږ هزاره‌ګان له تاجکانو سره په اصطلاح کومه ګډه پوله نه لرو، چې د هغو پر سر شخړه او دعوا وکړو او ووایو چې ګواکې هر وخت له تاجکانو سره زموږ ستونزه حل شوه، بیا هغه وخت له پښتنو سره هم زموږ ستونزه حلېږي. موږ باید ورشو او مخامخ له پښتنو سره خپله ستونزه حل کړو. ډاکتر عبدالله د پښتني ريښې سربېره، بیا هم د تاجکانو له بستره راغلی او زما په نظر هغه له پښتنو سره زموږ ستونزه شنوای را حل کولای. زما په نظر، د اشرف غني ټاکنه یوه ډېره واقعي او عملي ټاکنه وه.

ایا اشرف غني د پښتنو استازولي کولای شوه؟

فردوس: زما اصلي پوښتنه همدا د اشرف غني پښتونولي ده. اشرف غني له هغه کلیوال، سنتي او مذهبي پښتون سره څه اړیکه لرله چې په کلي کې یې طالبان وو او د دوی په مینځ او په واک کې د موجودو پښتنو ترمینځ هم هېڅ‌ډول اړیکه نه وه. دا ستونزه تاسې تشخیص کړې وه، اوس دا ووایاست چې اشرف غني څه ډول کولای شول چې د هغه پښتون استازولي وکړي او د هغه پښتون ستونزه ور حل کړي؟

رویش: زموږ تصور دا و چې موږ باید له پښتنو سره خپله ستونزه د هغه چا په واسطه حل کړو چې په پښتني ټولنه کې د تحول راوستلو فکر ولري. د پښتنو سیاستوالو ترمنیځ زموږ انتخاب ډېر محدود و. ما حامد کرزي ته د هغه چا په سترګه کتل چې تاسې کولای شئ هغه ته لوټه کېږدئ او تر اوبو تېر شئ، خو که له حامد کرزي سره سل کاله هم په یوه لار ولاړ شئ، د پښتني ټولنې قبیلوي او ټولنیز مناسبات نشو حلولای؛ ځکه هغه د پښتنو یو خان، ارباب او قومي مشر دی او د هغه همدا لید همداسې دوام مومي.

د حامد کرزي په څېر بل څوک هم دا غوټه نشي خلاصولی، خو د اشرف غني په اړه په دې نظر وم چې هغه یو روڼ‌اندی دی؛ د پښتني ټولنې په ټولنیزو مناسباتو پوهېږي؛ په یوه مدني او ډموکراټیک ټولنه کې د قدرت مناسبات هم پېژني او د همدي فکري ځواک او عملي وړتیاوو پر اساس کولای شي چې د انټلکټوئل پښتنو او د پښتني ټولنې ترمنیځ موجود واټن ختم کړي. دا تحول مو هم زموږ پر حل‌لاره ممکن باله او ویل مو چې ټولنه باید باسواده کړو.

اشرف غني له ما سره په کړیو ناستو کې له دې اصل او لیدلوري سره موافق و او دا یې هم منله چې د ټولنې له باسواده کېدو څخه هدف دا نه دی چې هغوی دې یوازې د ریاضي او فزیک په فورمولونو او انګلیسي او فرانسوي ژبه وپوهېږي. باسواده کېدل مانا دا چې د علمي فورمولونو د زده‌کړې تر څنګ، یو فرد باید د دې قابلیت ولري چې په یو ډموکراټیک نظام کې په یو فعال ښاروند بدل شي، د مدني ټولنې غړی شي او مدني فکر پیدا کړي. دا فکر د مدني زده‌کړو له لارې یو چا ته لېږدول کېږي او هغه له ذهني اړخه دې ته چمتو کوي چې د مدني ټولنې غړی شي. اشرف غني هم له همدې امله زما خبرو ته توجه کوله. اشرف غني له ما سره په خبرو کې دا منله چې مدني زده‌کړې حل‌لاره ده او دی غواړي چې د معرفت ښوونځي تجربه پښتون مېشتو سیمو ته هم ولېږدول شي.

ما به دا موضوع له خپلو تاجک ملګرو سره شریکوله. ما به تل هغوی ته ویل چې که د هزاره‌ګانو د ټولنې په څېر یوه سنتي، غریبه، تحقیر شوې، بې‌سواده او د نورو زرګونو ستونزو لرونکې ټولنه هم د مدني زده‌کړو له لارې تحول مومي؛ نو د پښتنو او تاجکانو ټولنه چې د هزاره‌ګانو د ټولنې پر پرتله ډېر ظرفیت لري او ستونزې یې کمې دي، هغوی په ډېرې راحتي سره کولای شي چې دا تحول وکړي. د سواد له اړخه د پښتنو او تاجکانو د ټولنې ظرفیت ډېر لوړ دی؛ ډېر باسواده او لوستي خلک لري او له قدرت سره بلد دي. ان د دغو ټولنو سوداګرو هم ټولنه نړۍ لیدلې ده. د هزاره‌ګانو د ټولنې اکثریت غړي په دې وروستیو شلو کلونو کې تازه له کلیو څخه ښار ته راغلي وو او تازه ښارمېشتي شوي وو. زما استدلال دا و چې که دوی د مدني زده‌کړو له لارې تحول کولای شي؛ نو د پښتنو او تاجکانو ټولنه هم ډېر ژر کولای شي چې دا تحول وکړي. که مدني زده‌کړي د هزاره‌ګانو په څېر ټولنه کې تحول رامینځته کولای شي، د پښتنو او تاجکانو په څېر په باسواده او پرمختللیو ټولنو کې په ډېره راحتي سره تحول رامینځته کولای شي.

ما په همدې تصور سره اشرف غني ته لاس ورکړ. هغه پخپل ټاکنیز منشور کې، چې ما یې هم په لیکلو کې له اشرف سره ونډه پکې اخیستې وه، د یوه مدني انسان په توګه ډېرې ښې ډموکراټیکۍ تیورۍ راوړې وې. دا چې دا سړی اوس په هغه منشور کې په لیکل شویو تیوریو باور لري یا نه، دا به هغه وخت توضیح کړم چې کله مې د اشرف غني د شخصیت په اړه خبرې کولې، خو اوس به یوازې دومره ووایم چې اشرف غني حداقل له ما سره د منشور په لیکلو کې دورغ و نه ویل.

ایا اشرف غني له عامو پښتنو سره اړیکه ټینګولای شوای؟

فردوس: په دې کې هېڅ شک نشته چې اشرف غنی یو علمي سړی و؛ له عصري نړۍ سره بلد و او حداقل د ۲۰۱۴کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې یې عصري تفکر ته ژمنتیا ښودله، خو دا چې تاسې ډېره تجربه لرله او له عبدالعلي مزاري سره مو کار کړی و او عملاً مو دا لیدلي وو چې له هزاره‌ګانو سره عاطفي تړون څومره ژور دی. مطلب مې دا دی چې په ټولنه کې د یو فرد د محبوب‌کېدو له میکانېزم سره بېخې بلد وئ. سره له دې چې اشرف غني له کلیوالو خلکو او کلیوالي سیمو سره بلدتیا نه لرله، څنګه دې نتیجې ته ورسېدئ چې هغه به وکولای شي څو کلیوال پښتانه مثلاً د مدني زده‌کړو ملاتړ ته را بسیج کړي؟

رویش: ګورئ، موږ دا غوښتل چې اشرف غني د یوه روڼ‌اندي او علمي څېرې په توګه پښتنون مېشتو سیمو ته بوځو. موږ نه غوښتل چې هغه د نړۍ د دویم، څلورم او یا دې ته ورته چا په توګه د کلي خلکو ته ور وپېژنو. موږ غوښتل چې هغه ولسمشر شي او د ولسمشر په توګه کلیو ته ولاړ شي. ولسمشر هغه څوک دی چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې کېني؛ د ښوونیز نظام په جوړولو کې مرسته کوي او بیا د هغه پلي کېدو ته زمینه برابروي او همدا ښوونیز نظام دی چې د خلکو کورونو ته سواد، قلم او کتاب ور وړي. موږ غوښتل چې دا سړی د ټولنې دننه ټولنیز مناسبات تنظیم او مدیریت کړي. ولسمشر بنسټونه فعال او کار ته چمتو کوي. زموږ تصور دا و چې کله اشرف غني ولسمشر شي، پښتانه کلي هغه ته در روڼ‌اندي په سترګه و نه ګوي، بلکې د هېواد د مشر په توګه ورته وګوري.

فردوس: څه ډول مو دا فکر وکړ چې د اشرف غني په ولسمشر کېدو سره به سمدستي هغه تصور ختم شي، چې د پښتنو په کلیو کې به هغه ته نور د بېګانه سړي په سترګه نه کتل کېږي؟

رویش: دا تصور په قطعي توګه ختمېدی؛ ځکه اشرف غني په ولسمشر کېدو سره نور د ورکړې مقام ته رسېدی. د ولسمشر له موقفه به کلیو ته تلی او خلکو ته به یې اسانتیاوې برابرولې او خدمتونه به یې ورته وړاندې کول او هغوی به هم هغه ته د یوه مشر په سترګه کتل. کله چې تاسې د ولسمشر له موقفه کليوالو ته کلنیک جوړ کړئ، سړک جوړ کړئ او نور خدماتي بنسټونه ورته جوړ کړئ، طبعاً په هغو کلیو کې هلته ستاسې مثبت تصویر جوړېږي.

له ولسمشر او ولسمشرۍ مقام څخه حداقل زه دې ته ورته تصور لرم. زه فکر کوم چې که زه ان د یو سوچه هزاره په توګه هم د ولسمشرۍ له اتوریتې او صلاحیتونو سره د پښتنو کلیو او سیمو ته ولاړ شم، پښتانه به زما هرکلی وکړي؛ یعنې که یو پښتون هم ما ته د خپل قومي په سترګه و نه ګوري، بیا به هم زما هرکلی وکړي. د دې کار دلیل دا دی چې زه له دې مقام څخه د هغوی د ژوند او برخلیک د ښه کولو لپاره هغوی ته ډالۍ ور وړم. زه پښتنو ته داسې یو شی ور وړم چې له هغوی سره د دښمنۍ لامل نه ګرځي. زه پښتنو ته ښوونځي ور وړم، کتاب او ښوونکی ور وړم او خدمتونه ور ته وړاندې کوم. زه له دې مقام څخه د پښتنو ټولنیزو دودونو ته درناوی کوم، خو په ټوله کې داسې شرایط ورته برابروم چې د وخت په تېرېدو سره ټولنه بدله شي.

ما همدا کار د هزاره‌ګانو په ټولنه کې هم کړی دی. ایا د هزاره‌ګانو ټولنه زما او یا زما په څېر نورو کسانو ته، چې په دې ټولنه کې یې مدني او کلتوري کارونه کول، په کوم ځانګړي اعتبار قایله وه؟ هغوی موږ ته په کوم ځانګړي اعتبار نه وو قایل، خو دا یې حس کوله چې موږ د دوی په تاوان کار نه کوو. مثلاً، موږ په ټولنه کې ښوونځي جوړ کړی و او خلکو دا حس کوله چې د دې ښوونځي په جوړېدو سره موږ له هغوی سره دښمني نه کوو. ان له کورنیو سره د هغوی د اولادونو اړیکې مو هم نه خرابولې.

ایا اشرف غني تولنیز مشروعیت نه درلود؟

فردوس: ستاسې مبارزاتي سابقې بیا وروسته د معرفت په ښوونځي ستاسې د کلتوري فعالیتونو لپاره ټولنیز مشروعیت رامینځته کړی و. اشرف غني ټول عمر په بهر کې و او ستاسې په څېر ټولنیز مشروعیت یې نه درلود؟

رویش: سمه ده، خو بیا هم دا شهرت او اعتبار په نسبي توګه په پام کې ونیسئ. ما په خلکو کې اوسنی هویت نه درلود. په ۲۰۰۱زیږدیز کال خلکو زه د اوس په څېر د معلم عزیز په توګه نه پېژندلم. ډېرو کمو هغو خلکو چې د وحدت ګوند غړیتوب یې درلود، هغوی پوهېدل چې زه د دې ګوند د فعالانو له ډلې وم؛ له مزاري سره مې ناسته پاسته وه؛ نشریه مو خپروله او «امروز ما» مو نشروله، خو د کابل په لوېدیځ کې ټولو مېشتو خلکو زه په دې ډول نه پېژندلم. ان ټولو هغو کسانو، چې زما د تېر په اړه یې مثبت فکر درلود، اوس یې زما په اړه مثبت نظر نه درلود؛ ځکه هغوی زما په اړه منفي خبرې اورېدلې وې. مثلاً، ښاغلي محمد محقق زما پر خلاف فتوا ورکړې وه. خلیلي هم زما پر ضد خبرې کړې وې. ملایانو هم زما پر ضد خبرې کړې وې. داسې نه وه چې ما مخالفان نه لرل یا ټولو خلکو زما په اړه مثبتې خبرې کولې او یا زما په اړه د خلکو ذهنیت ښه و، خو ما په ټولنه کې له داسې ځای څخه کار پیل کړ چې ښاغلی خلیلي، محقق او نور کسان ما خپل دښمن و نه ګڼي. یوازې اصف محسنی، زه او زما ښوونځی خپل دښمن ګاڼه. د هغوی قضیه توپير کوي او هغه خپل دلایل لري. ښايي هغه به هم وروسته دا هڅه کوله چې له دې دښمني تېر شي، خو له هغه څخه د وتلو لار یې نشوای پيدا کولای. ښايي موږ به د پردې تر شما له یو او بل څخه کرکه کوله، خو که احیاناً د دې فرصت پيدا شوی وای چې له یو او بل سره مو خبرې کړې وای، ښايي محسني به هم دا حس کړې وه چې زه له هغه سره مینه کولای شم او هغه هم له ما سره مینه کولای شي، خو ما پخپله هېڅکله داسې خبره یا کار و نه کړ چې په مستقیم ډول د ښاغلي خلیلي، ښاغلي محسني او هغه ته ورته خلکو ږیرو ته لاس وراچول او له هغوی سره لاس او ګرېوان کېدل وګڼل شي.

زما تصور دا و چې اشرف غني هم کولای شول چې همدا طریقه خپله کړي او د بدلون منشأ وګرځي. زما تصور دا و چې کله اشرف غني ولسمشر شي، د خپلو خلکو لپاره به یو بل انځور وړاندې کړي. بالاخره اشرف غني ته د پښتنو په مینځ کې د «بابا» د نوم تبلیغ کېدی. دا به نه وایو چې اشرف غني د پښتنو په منیځ کې محبوبیت نه درلود. د ۲۰۱۴ کال په لومړیو ټاکنو کې به یې ښايي یو څو  ټاکنیز سیالان لرل، خو په دویم پړاو ټاکنو کې ټولو پښتنو، کافر او مسلمانو، په اشرف غني اجماع کړې وه. د حامد کرزي په ګډون به تاسې د پښتنو یو داسې مهمه څېره هم نه وي لېدلې چې په دویم پړاو ټاکنو کې دې یې له اشرف غني سره مخالفت کړی وي. دویم پړاو ټاکنې له ډاکتر عبدالله سره د جوزا پر ۲۴مه ترسره شوې. انورالحق احدي یې ترڅنګ ودرېد، زلمی خلیلزاد یې ترڅنګ ودرېد، اتمر، مجددي، ګیلانیان، حزب اسلامي او حامد کرزي له خپلو ټولو وروڼو سره ولاړ او د اشرف په څنګ کې ودرېد. کوم داسې نوموتی پښتون پاتې و، چې له اشرف غني دې یې ملاتړ نه وي کړی؟

په همدې ترتیب، ټول پښتانه د دې کار لپاره سره راټول شوي وو؛ ځکه دوی فکر کاوه چې پښتون مشر او زعیم یې پيدا کړی دی. که په همدې تناسب مثلاً یو څوک ووايي چې شپېته سلنه، امکان لري چې د ولسمشرۍ د قدرت په ملاتړ د خلکو په مینځ کې ځانته لار پرانیېږي، پاتې نور څلوېښت سلنه یې په خپله هوښيارۍ تللی شي. دا ممکنه ده چې اشرف غني له ولسمشر کېدو وروسته د خلکو پلار او نیکونو ته ښکنځلې وکړي او بیا هم دا تمه ولري چې په پښتنو ګران واوسي. اشرف غني په همداسې یو موقعیت کې و. دا چې اشرف غني وروسته له خپل ځانه یو برعکس انځور وړاندې کړ، هغه بیا بله خبره ده.

د ۲۰۱۴ کال د ټاکنو په جریان کې زه له اشرف غني سره ټولټال لس میاشتې په یوه لار تللی یم. د دغو لسو میاشتو له جملې پینځه میاشتې یې ما او اشرف غني تر ډېره مفهمومي بحثونه کول. سهار او ماښام به د څو ساعتونو لپاره د هغه د کور تر چتر لاندې کېناستو او په منظم ډول به مو خبرې کولې او د تحول او تداوم د منشور بنسټونه به مو برابرول.

په دغو ناستو کې به مو تر ډېره هغو نکتو ته پام کاوه چې زموږ په فکر، افغانستان په مفهومي لحاظ هغو ته اړتیا لري او ښه ده چې همدې نکتو ته په پام سره مخکې ولاړ شو. له هغه وروسته، هغه وخت را ورسېد چې باید د نوم‌لیکنې په لور تللي وای. اتمر په حقیقت کې د نوم‌لیکنې په ورځ د اشرف غني له ټیم سره یو ځای شو. د هغه د ګوند غړیو تقریباً په ډېر فشار او زور هغه نوم‌لیکنې ته ودرواه. په هغه ورځ هغه تللی و او له نورو کسانو سره یې هوکړه کوله او غوښتل یې چې له هغوی سره یو ځای شي، خو د ګوند غړیو یې په زور او فشار هغه رواست څو د اشرف غني تر څنګ ودرېږي. د هغې ورځې انځور موجود دی، چې هغه پکې په درېیم یا څلورم کتار کې ښکارېږي. دلیل یې دا و چې هغه لا تر هغه وخته وروستۍ پرېکړه نه وه کړې چې له کوم ټیم سره به یو ځای کېږي.

له هغه وروسته اتمر، احدي او قطب‌الدین هلال یو پل بل پسې د اشرف غني له ټیم سره یوځای کېدل. بېخې هماغسې تمثیل و لکه څرنګه چې مولانا ویلي «چون ز تلی برجهد یک گوسفند / گله گله گوسفندان می‌جهند». په دې وخت کې یو یو پوهېدی چې ښايي اشرف غني هغه کس واوسي چې ولسمشر، مشر او ټول‌واکه کېږي او موږ هم باید د هغه په لور ولاړ شو…

ولې مو دا خبره جدي و نه نیوله چې اشرف غني یو بې‌ريښې سړی دی؟

فردوس: ښه دا چې مثلاً ګیلاني، احدي، خلیلي، مجددي او یا دوستم له اشرف غني سره یو ځای شول، دې کار یو بهرنی لامل هم درلود. کابو دې ټولو شخصیتونو شخصي تلویزیونونه درلودل او حداقل د هر هغه تلویزیون کلنی لګښت تر یو میلیون ډالرو پورې رسېدی، چې ۲۴ ساعته یې خپرونې کولې. دا پيسې به حتماً بهرنیو هېوادونو ورکولې او طبیعي خبره ده چې د دغو شخصیتونو دا سترې سیاسي پرېکړې به هم له همدغو بهرنیو عواملو اغېزمنې وې، خو واقعیت دا دی چې اشرف غني ونشو کولای چې خپل پلرني ټاټوبي او د خپل پلار قبر ته ولاړ شي. دا سمه ده چې ولسمشر بنسټونه جوړوي او بېلابېلو سیمو ته د ښوونځیو، کتاب او قلم د لېږلو زمینې برابروي او بنسټ‌جوړونه هم هماغه دولت‌جوړونه ده چې همدا د اشرف غني شعار هم و، خو دولت‌جوړونه یوازې د بنسټونو جوړول او د خدماتو برابرول نه دي، بلکې له دولت‌جوړونې، ښوونې او ستاسې له سیاسي برنامو څخه د ملاتړ لپاره د خلکو راټولول او بسیج‌کول هم د دولت‌جوړونې کار دی. هغه وخت دا څرګنده وه چې اشرف غني د عامو او کلیوالي پښتنو د راټولولو توان نه لري؛ نو ولې مو هغه وخت دا موضوع جدي و نه نیوله؟

رویش: نه. فکر کوم ښه ده چې داسې قضاوت ونشي. که تاسې وایاست چې اشرف غني دا وړتیا نه لرله، باید دا ومنو چې حامد کرزي هم په هېڅ صورت دا توان او وړتیا نه لرله او اصلاً یې دا په خوب کې هم ممکنه نه بلله. دا و نه وایاست چې زلمي رسول دا وړتیا لرله. زه داسې تصور کوم چې زلمی رسول ان له خپلې کوڅې هم نه و وتلی. تاسې د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندان له نوملړه د یوه داسې پښتنون نوم را ته په ګوته کړئ چې تر اشرف غني دې ښه وي او موږ له هغه سره کار نه وي کړی. هغه نفر را ته په ګوته کړئ چې تر اشرف غني ښه دی، چې زه هغه ته سلامي ووهم.

فردوس: ښه، تاسې کولای شول چې له یو نوماند سره هم کار و نه کړئ او اصلاً په ټاکنو کې ګډون و نه کړئ او په معرفت ښوونځي کې مو کار ته ادامه ورکړئ. ګورئ، تاسې په خپل کتاب «بګذار نفس بکشم» کې د پښتنو یو نقصان ذکر کړی او ویلي مو دي چې د پښتنو فرهنګي او ټولنیز نخبه‌ګان او له لویدیځ څخه را ګرځېدلي لوستي پښتانه د دې پرځای چې د عزیز رویش په څېر ولاړ شي او د پښتنو لپاره ښوونځي جوړ کړي او مدني زده‌کړې ور ورسوي، دوی د متحدې جبهې له مشرانو سره په جګړو مصروف شول او د پښتنو کلي یې هېر کړل. فکر نه کوئ چې اشرف غني هم د همدغو کسانو له ډلې و او ایا دا به ښه نه وه چې په ټاکنو د ګډون او ولسمشرۍ ته د رسېدو پر ځای یې د پښتنو کلیو ته ښوونځي او مدني زده‌کړې ور رسولې وای او د عامو پښتنو په مینځ کې یې پر خپل نفوذ تمرکز کړی وای؟

رویش: دا کوم بحث چې تاسې اوس مطرح کوئ، دا خبرې موږ په ۲۰۰۴ یا ۲۰۰۵ کال کې د پښتنو له نخبه‌ګانو سره کړې دي. د دوی په مینځ کې مې له حنیف اتمر سره په دې اړه ډېرې زیاتې خبرې وکړې. اتمر هغه وخت د پوهنې وزیر و. له بده‌مرغه د پښتنو نخبه‌ګان په دې لاړ نه ولاړل، یا یې نه غوښتل چې په دې لار ولاړ شي او یا یې هم نشوای کولای. یا یې د دې کار ظرفیت نه درلود، یا یې هغه اړین نه ګاڼه او واک ته د رسېدو په نشه کې دومره غرق وو چې زما په څېر کسانو باندې یې، چې ښوونځي مې جوړ کړی و او د مدني زده‌کړو له لارې مې د ټولنیز بدلون داعیه لرله، زړه سوځېدی.

د ښاغلي اتمر په اړه خو بېخې ډاډه یم. د هغه پر ما ډېر زړه سوځېد چې د لوړو دولتي چوکیو ته د رسېدو پر ځای مې د ټولنې د تحول لپاره ښوونځي جوړ کړی دی. هغه په دې نظر و، چې سړی باید وزیر شي، قرارداد واخلي، زیاتې پيسې ولري او کله چې یې دا شیان پيدا کړل، بیا هغه وخت هر کار کولای شي، خو ما به تل دا ویل چې پیسې، قدرت او حکومتي څوکۍ لکه پردی کټ تر نیمې شپې دي، خو په ټولنه کې د مدني تحول د رامینځته کېدو او مدني زده‌کړو لپاره هڅې بیا تلپاتې دي او له ولسواکۍ سره مرسته کوي. مدني زده‌کړې ټولنه ځواکمنه کوي. د ځواکمنې ټولنې له مینځه یو ځواکمن ولسواک حکومت رامینځته کوي، خو د کمزروې ټولنې له مینځه بیا هېڅ ځواکمن شی نه را ایستل کېږي او د مافیايي افرادو په واسطه هم مثبت بدلون نشو را مینځته کولای.

له بده‌مرغه د پښتنو نخبه‌ګانو په دې خبرو غوږ و نه ګراوه. په مقابل کې، زه هم د هغو کسانو له ډلې وم چې د هغوی تر خبرو تر بار لاندې رانغلم. که ما د قدرت ترلاسه کولو او دې مسایلو په اړه د اتمر وسوسو ته تمایل ښودلی وای، په معرفت ښوونځي کې له کار او مدني زده‌کړو پاتې کېدم. زه په هغه بحث کې موجود وم چې بالاخره اتمر او نورو ملګرو یې د حق او عدالت ګوند د جوړولو پرېکړه پکې وکړه. هغوی فکر کاوه چې د هغه ګوند په جوړېدو او سیاسي قدرت ته په رسېدو سره به د دوی ټولې ستونزې حل شي، خو زه بیا په دې باور نه وم او له هغوی سره نه ولاړم. هغوی ویل چې قدرت نیسو او بیا هغه قدرت د خپل سیاست ملاتړ ګرځو، خو ما بیا داسې فکر نه کاوه. زه په دې باور وم، هغه کسان چې له مدني ذهنیت سره له بهره راغلي دي، هغوی باید داسې کار کړی وای چې له مدني فکر سره ټولنې ته تللي وای او ټولنه یې هم د ځان په څېر ولسواکه کړې وای او له هغه طریقه یې کړکېچ مهار کړی وای. که پښتانه، تاجک او ازبک روڼ‌اندي دا کار و نه کړي، زه د یوه هزاره په توګه دا کار نشم کولای.

د اشرف غني ټاکنه یوه عملي او معقوله ټاکنه وه

فردوس: که اشرف غني د ولسمشر کېدو پر ځای دا کار کړی وای چې عزیز رویش شوی وای، د مدني زده‌کړو په موخه یې د معرف په څېر ښوونځی جوړ کړی وای او د هېواد په بېلابېلو برخو کې یې د دې ښوونځې څانګې پرانیستې وای او د فرهنګي انسان‌پېژندنې یو څېړنیز مرکز یې جوړ کړی وای؛ څو د کلیوالو پښتنو د ذهنیت بدلولو پر څرنګوالي یې کار کړی وای، دا به ډېر اغېزناک او د هېواد په ګټه کار نه و؟

رویش: بالکل، ګټور واقع کېدی، خو هغه په ۲۰۱۴ کال کې ولسمشرۍ ته د نوماندېدو نیت درلود او نوماند هم شو. کله چې د اشرف غني په څېر سړی د ولسمشرۍ ټاکنو په غټ خره سپور شي، هغه بیا نشئ ترې را ښکته کولای. که مو هغه راښکته کړی وای، باید د زلمي رسول په څېر یو بل سړی مو په هغه خره سپور کړی وای. ما دا کار نشو کولای.

ما اشرف غني نشوای منع کولای. ما ولیدل چې اشرف غني د یو پښتون په توګه راغلی او د ولسمشرۍ په ټاکنو کې یې ګډون کړی دی. زه په دې باور وم چې هغه بریالی کېږي. هغه وخت زه په دې نظر وم چې که ډاکتر عبدالله هر څه وکړي، نه د افغانستان شرایط او نه هم نړۍ هغه ته دا اجازه ورکوي چې راشي او د ولسمشرۍ پر څوکې کېني. له همدې امله مې پرېکړه وکړه چې کله دا سړی نشي بریالی کېدای؛ نو خپل عصاب باید ولې له هغه سره ستومانه کړم.

د ولسمشرۍ نورو نوماندانو هم همداسې وضعیت درلود. دا ناممکنه وه چې قطب‌الدین هلال یا عبداالرب رسول سیاف او نور پښتانه نوماندن، چې سیاسي سابقه یې لرله، دې زما سلام ته علیک ووایي او بل له هغوی سره مثلاً د هزاره او پښتون د ستونزې پر سره هوکړه هم ممکنه نه وه. په داسې حال کې چې ما له اشرف غني سره په یوه لار ګډ تګ کولای شو. اشرف غني له ما سره پینځه میاشتې خبرې کړې وې او تقریباً په ټولو مسایلو هوکړې ته سره رسېدلي وو. دا واضیح خبره ده چې که د ولسمشرۍ د نوماندانو په مینځ کې د داسې معیارونو درلودنکی نوماند موجود وي، تاسې له هغه سره یوځای کېږئ او هڅه کوئ چې د هزاره او پښتون ستونزه له هغه سره حل کړئ، په ځانګړې توګه، کله چې هغه بیا د مدني سیاست داعیه هم ولري.

دې سړي ما ته دا اجازه راکړله چې د هغه ټاکنیز منشور ولیکم. په همدې خاطر، زه وایم چې د اشرف غني ټاکنه او د هغه له لارې د هزاره‌ګانو او پښتنو د ستونزې د حل لپاره هڅې زما لپاره یو عملي او عقلاني ټاکنه وه. ما هغه وخت دا نه حس کوله چې اشرف غني دې په قومي برترۍ او دې ته ورته افکارو باور ولري.

یوه بله په زړه‌پورې نکته هب درته ووایم چې ښايي وکولای شي دا بحث نور هم واضح کړي. ما هېڅکله له اشرف غني څخه د یو فرد په توګه د وېرې او خطر احساس نه کاوه. ان دا مې هم نه حس کوله چې دا سړی دې مثلاً زما، یا هزاره‌ګانو او یا نورو غیر پښتنو قومونو پر وړاندې بد نیت ولري. د هغه په کور کې به مې چای ورسره څښلی. حداقل هره ورځ به درې ساعته له هغه سره کېناستم او د ټولو مسایلو په اړه به مو خبرې کولې. ما به سهار وختي په معرفت ښوونځي کې له خپل دفتر څخه  د اشرف غني د کور پر خوا حرکت کاوه. ډېر وخت به زه چهارقلعه ته رسېدم، چې ملا به د سهار اذان وکړ. یعنې کله چې به زه د هغه کور ته ور رسېدم، دورازه به پرانیستې وه او زه به کور ته ور دننه کېدم. څو څو ځله د شپې پر ۱۲بجو په ډېر ډاډه زړه او له هر ډول وېرې پرته د اشرف غني له کوره وتلی یم. هېڅکله مې دا ډول نه احساسوله چې اشرف غني دې ما د یوه ټونس موټر د ډرېور په واسط ووژني او جنازه مې دې په کومه څاه کې واچوي. زه به تر خپل دفتر یو ټونس موټر اجاره کاوه.  بهانه یې تیاره جوړه وه چې ویلي یې وای، د لارې په اوږدو کې مثلاً، په چهارقلعه کې ورک شوی دی. ما داسې احساس نه درلود او اشرف غني هم هېڅکله زما په اړه داسې حس نه دی څرګند کړی چې په رښتیا هم ما هغه خپل دښمن حس کړي او یا داسې تصور کړي چې زموږ ترمنیځ فاصله موجوده ده.

یوه بله بېلګه یې دا ده چې زموږ د لومړۍ ورځې هوکړې پر اساس، اشرف غني ما ته دا اجازه راکړې وه چې زموږ تر منیځ ټولې کېدونکې خبرې یاداښت کړم او یا د امکان په صورت کې هغې ثبتې کړم؛ ځکه موږ دا احساسوله چې موږ په ټولنه کې د بنیادي بدلون لپاره ستر کار ترسره کوو او په راتلونکې کې د دې کار کېسه یو روایت او اورېدو ته ضرورت لري.

Share via
Copy link