• خانه
  • پنځم نسل
  • په هېواد کې دننه سياسي اصلاحاتو ته هيلې؛ امکان، اهميت او پر وړاندې يې خنډونه!

په هېواد کې دننه سياسي اصلاحاتو ته هيلې؛ امکان، اهميت او پر وړاندې يې خنډونه!

Image

په اکس سپیس کې د شيشه ميډيا د اونيزو بحثونو د لړۍ په ۱۴مه کړۍ کې مو د ټولنيزو علومو کار پوه مېلمه و. له نوموړي سره په هېواد کې له دننه سياسي اصلاح ته په هيله‌مندي، امکاناتو  او خنډونو يې بحث وکړ. نوموړی په دې باور دی چې د افغانستان په اوسني وضعيت کې موږ تر هر څه وړاندې د قانون حاکميت ته اړتيا لرو. د قانون تر حاکميت او نظم وروسته ورو ورو د اصلاحاتو لور ته حرکت ممکن دی. د احرار په اند تر ولسواکي، د بشر او ښځو تر حقونو او فردي ازاديو وړاندې افغانان د قانون حاکميت ته اړتيا لري. د قانون تر حاکميت وړاندې يوې داسې مرجع ته اړتيا ده چې پر ټولو يو شان قانون پلی کړي. د ده په خبره په هر نظام کې چې قانون پر ټولو يو ډول نه پلی کېږي، د قدرت جزيرې او ډلګۍ رامنځته شي، هغه نظام له دننه له منځه ځي.

د نوموړي په اند افغانستان د تاريخ په اوږدو کې د حکومتولي کوم داسې موډل نه درلود چې اصلاح شوی او د ټولو د خوښي وړ دې وګڼل شي. زموږ يوه دنده دا ده چې بايد د حکومتولي داسې موډل جوړ کړو چې ټول افغانان پرې را ټول شي او پکې د ژبې، قوم او مذهب پر بنسټ خلک و نه وېشل شي، بلکې د عدالت پر بنسټ پکې افغانان خپل برخليک وټاکي. د هغه په خبره اوس چې طالبان واکمن دي او قدرت او پوځ لري، خو له دې سره سره بايد داسې فکر و نه کړي چې د دوی پر راتګ سره د افغانستان ستونزه حل شوه بلکې د حکومتولي او نظام جوړولو لپاره د نړۍ له تجربو او د افغانانو له عرف څخه په استفادې د حکومت يو عادلانه موډل جوړ کړي او د هغه پر بنسټ حکومت وکړي.

د هغه په اند افغانان د سياسي اصلاحاتو په اړه ټولمنلی تعريف نه درلود او نه لري، بلکې هر شخص او ډلې هغه حالت ته اصلاح ويلې چې دوی پکې ونډه ولري. کله چې موږ د اصلاحاتو خبره کوو، بايد واضح طرحه او بديل ولرو. د احرار په اند يوازې د ښوونځيو پر خلاصېدو او د ښځو د حقونو په تر لاسه کولو زموږ دنده نه ختمېږي، بلکې اصلاحات يوه دوامداره دنده ده. احرار پر دې اند دی چې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې ډېر بدلون کړی دی، ځکه دوی عملاً له حکومتولي او مسالو سره مخ شوي دي او همدا تعامل له اصلاحاتو سره هم‌مهاله رامنځته کېږي. د هغه په خبره چې دوی چې په حکومتولي کې هر څومره له ستونزو سره مخ کېږي هغومره صيقل او اصلاح کېږي، بلکې اصلاح ته مجبورېږي. 

ستونزه دا ده چې پوه، مسلکي او مجرب کسان طالبانو ته د خپلو دندو او ګټو د ساتلو او يا وېرې لاو محافظه کاري له امله سمې مشورې نه ورکوي او د هغوی ستونزې نه ور په ګوته کوي. احرار پر دې باور دی چې طالبانو ته بايد مخامخ د هغوی ستونزې ور په ګوته شي، ورسره نږدې شي او ورته ووايي چې بايد دوی نورو افغانانو ته ونډه ورکړي.

د هغه په اند هيڅ نظام پخپله په ځان کې اصلاحات نه راولي، ځکه اصلاحات د دوی په ګټه نه دي، هغوی يوازې دا غواړي چې خپل واک لا ډېر کړي او لا يې وغزوي. لازمه ده چې د اصلاحاتو تقاضا رامنځته شي، یعنې خلک اصلاحات وغواړي او دا هغه وخت کېږي چې ټولنه روښانه شي. خلک بايد خپل حقوق وغواړي او د خپلو حقوقو د تر لاسه کولو لپاره مبارزه وکړي. څومره چې تقاضا  لوړه او پياوړې وي، په هماغه کچه ښه اصلاحات را منځته کېږي او ځان مسوول ګڼي. برعکس څومره چې د اصلاحاتو تقاضا ټيټه او کمزورې وي، په هماغه کچه به نظامونه ديکتاتور او خپل سری وي او خلک به ځپي.

په اوسني حکومت کې د اصلاحاتو د لومړيتوب په اړه ښاغلي احرار وويل چې تر ټولو لومړی بايد يو اساسي قانون رامنځته شي چې په هغه کې، که د طالبانو د حکومت همدا اوسنی موډل وي، د طالبانو د مشر، رييس الوزرا، وزيرانو او نورو چارواکو دندې او صلاحيتونه، د ټاکل کېدو او عزل کېدو شرايط، د خلکو ونډه او نور مهم مسايل تعريف شوي وي. که تر دې پراخ سيستم او پارلمان ولرو هم بايد په اساسي قانون کې د هغه سيستم ټولې مهمې برخې تعريف شوې وي، خو تر ټولو لومړی د اساسي قانون موجوديت حمتي او ضروري دي. د هر چا حقوق او وجايب بايد په قانون کې واضح شوي وي او ټول افغانان له هر ډول تفکيک پرته خپل ځان په نظام کې وويني او د خلکو د ګډون بنسټونه بايد رامنځته شي.

احرار زياته کړه چې يوازې له دننه پر اصلاح باور لري او له بهره فشارونه کومه مثبته پايله نه لري. د هغه په اند د طالبانو حکومت له بهرنيو فشارونو سره معکوسه سايکولوژي لري او له بهره چې هر څه ورته ديکته کېږي دوی يې پر وړاندې عکس العمل ښيي او له بهره ان هيڅ ښې خبرې او وړانديزونه هم نه مني، ځکه دوی فکر کوي چې له بهره چې هر څه ويل کېږي د توطيې له مخې دي. د هغه پر باور له دننه اصلاح هله شوني ده چې د اصلاح ژبه ولرو، خيرخواهانه او غير خصمانه ادبيات وکاروو، شونې ده چې طالبان مو خبرې، وړانديزونه او مشورې واورېدل شي.

ښاغلی احرار په دې اند دی چې طالبان شل کاله د نړۍ له لوري ځپل شوي؛ نو تر اوسه يې مفکوره استخبارات ځپلې ده او زموږ د ژوند په اړه هيڅ درک نه لري. هغه په دې باور دی چې تر يو وخته بايد طالبان درک کړو او معذور يې وګڼو؛ ځکه دوی داسې احساس کوي چې ټوله نړۍ د دوی دښمنان دي او افغانان هم له دوی سره مخالفت لري. د هغه په باور جګړه پايله نه لري؛ نو ځکه بايد هيڅ ډول وضعيت موږ دې ته مجبور نه کړي چې جکړې ته لاس واچوو.

زموږ په بحث کې استاد عزيزالله رويش هم ګډون درلود. استاد رويش هم له ښاغلي احرار سره ځينې پوښتنې مطرح کړې. د هغه په اند په هره ټولنه کې تر ټولو مهمه اصلاح له فکر او ايډيولوژي څخه سرچينه اخلي. د طالبانو په ايډيولوژي کې له دوی پرته هيڅوک په سمه نه دي او هيڅ ايډيولوژي نه مني او له شريعت او د اهغه له احکامو يې تعبير هم ډېر سختګيرانه او محدود دی؛ نو په دې صورت کې د اصلاح امکان شته او که وي، څنګه دی؟ بله دا چې طالبانو يو توتاليتر او تماميت غوښتونکی نظام رامنځته کړی دی او د هيڅ قشر او ډلې ګډون نه مني او په تېرو دوه نيمو کلونو کې هم موږ د هيڅ ګډ،ن شاهدان نه يو؛ نو اصلاحات څنګه ممکن دي. درېيمه خبره  دا چې ايا طالبان د خدماتو د وړاندې کولو ظرفيت لري او د دې ظرفيت لري چې خلکو ته خدمات او د کار زمينه برابره کړي؟

د طالبانو د حکوکت کړنلاره دا ده چې تر دوه کالو وروسته هم قانون نه لري او هر څه يوازې د يوه شخص د فرمان پر اساس روان دي. فرمانونه هيڅکله  ا صلاحاتو ګنجايش نه لري. که طالبانو رښتيا هم غوښتلای چې اصلاحات راولي بايد يو قانون يې جوړ کړی وای چې په هغه کې د دوی او خلکو حقوق او وجايب تعريف شوي وای. اوس له ښاغلي احرار څخه پوښتنه دا ده چې په طالبانو کې دا ظرفيت شته چې په دغو پورته مواردو کې اصلاحات راولي او بله تر ټولو مهمه خبره دا چې دا به څومره وخت نيسي او موږ اصلاحاتو ته څومره وخت لرو؟

ښاغلي احرار د پورته پوښتنو په ځواب کې وويل چې طالبان د نورو اسلامي خوځښتونو، لکه اخوان المسلمين او حزب التحرير غوندې ليکل شوي افکار نه لري. کله چې موږ يوه فکري دستګاه مطالعه کوو د هغې ډېرې ژورې مطالعې ته اړتيا لرو. د طالبانو خپلمنځي اړيکې تر ډېره يو بل ته په عقيدت ولاړې دي. د ده په باور د طالبانو ستونزه دا ده چې دوی د ښه حکومت او ښې حکومتولي ايډيال په ذهن کې نه لري. دوی يا مطالعه نه ده کړې، يا يې سفر نه دی کړی او مطالعه نه لري؛ نو دوی د ښه حکومت الګو هيڅ په ذهن کې نه لري. تر څو چې زموږ لوستي او روښنفکران پر دې کار و نه کړي چ طالبانو ته ښه حکومتولي ور وپېژني او په اوس وخت کې ورته د ښه حکومت تعريف وړاندې نه کړي، تر هغو طالبان او افغانستان ښې حکومتولي ته نه رسېږو. موږ بايد د هغوی ايډيالونه ور بدل کړو. دوی بايد پوه کړو چې په اوس وخت کې ښه حکومتولي يوازې د ښو سيستونو په را منځته کولو سره کېږي. د هغه په اند موږ بايد يا جګړې ته لاړ شو او يا ورو اصلاحاتو ته په تمه شو.

ښاغلی احرار وايي چې که څه هم اوس په افغانستان کې د سياسي ګوندونو فعاليتونه بند دي، خو علمي او مدني فعاليتونه شته. بايد روښنفکران علمي او مدني فعاليتونه روان وساتي، له هغوی سره اعتماد جوړونه وکړي او د اصلاحاتو بهير و نه دروي. د ده په خبره څوک موږ ته له غوښتنې او مبارزې پرته خپل حقوق نه راکوي. بايد د اصلاح او روښنفکري مبارزه روانه وساتي او منظمه يې کړي.

احرار زياتوي چې بايد له طالبانو سره د ديني او فقهي برخې په ګډون په هره برخه کې ډيسکورسونه او بحثونه رامنځته شي او بلاخره به طالبان اصلاح ته مجبوروي. احرار پر دې باور دی چې موږ بايد د تخاصم او ټکر ژبه پرېږدو، د تفاهم ژبه پيدا کول اصلاحاتو ته لار پرانيزي او بلاخره به يې مثبته پايله لاسته راځي.

Share via
Copy link