• خانه
  • که اشرف غني نه وای تښتېدلی!

که اشرف غني نه وای تښتېدلی!

Image

دولسمه برخه

فردوس: ایا تاسې داسې تصور کاوه، لکه څرنګه چې اشرف غني د ۲۰۲۱کال د اګسټ پر ۱۵مه وتښتېد، یوه ورځ به د کړکېچ په اوج کې تښتي، یا تاسې بل ډول تصور درلود؟

رویش: لومړی باید دا خبره وکړم چې «روایت یک انتخاب» د اشرف غني په ټاکنیز ټیم کې له دانش سره زموږ د ملګرتیا او همکارۍ کېسه بیانوي. «روایت یک انتخاب» کتاب له اشرف غني سره زموږ د همکاري پر محور نه دی لیکل شوی. که مو په دې محور کتاب لیکلی، ښايي پینځه کتابونه به پرې لیکل شوي وو. هغه څه چې ما په دې خبرو کې څرګند کړي دي، ډېر یې په «روایت یک انتخاب» کتاب کې نه دې راوړل شوي؛ ځکه د هغه کتاب موضوع اشرف غني نه دی. هلته چې د اشرف غني په اړه کوم څه لولئ، هغه حاشیوي بحثونه دي.

زه په جدي توګه دا اړتیا حس کوم چې موږ باید په خپل سیاسي تاریخ کې اشرف غني وپېژنو او باوري یم چې د اشرف غني په بیا پېژندلو سره ډېر نور شیان هم پېژندلی شو، خو اصلي خبره څه ده؟ زه د اشرف غني احمدزي فردي کمزوریو ته متوجه وم او لیدل مې چې که یو سیسټم دا سړی کنټرول نه کړي، هغه به ډېر خطرناک شي. مثلاً، پوهېدم چې د دې سړي په شاوخوا کې نور کوم فشارونه دي. همدا لامل و چې کله به له خلیلي، دانش او له هزاره او غیر هزاره لوستو سره غږېدم، له اشرف غني څخه د خپل شناخت پر بنسټ مې دا مسایل ور ته توضیح کول. ورته ویل مې چې د دې سړي د دې ځانګړنې له امله باید پر هغه پام وشي او په یو اړخیز ډول باید پر اشرف غني احمدزي باور و نه کړئ؛ ځکه اشرف غني احمدزی نشي کولای چې په فردي ډول دا وزن پورته کړي، خو عملاً باید ووایم چې موږ نه د سرور دانش په طریقه وکړای شو چې په ټولنه کې د اشرف غني د کنټرول لپاره یو مېکانیزم مدیریت کړو او نه هم د اشرف غني په ټیم کې د سیما غني، سلام رحیمي، صالحي او نورو کسانو په واسطه په دې کار بریالي شوو.

موږ او دا ملګري دې تشې ته متوجه وو او پوهېدو چې که اشرف غني له یو کنټرولېدونکي جوړښت او مېکانیزم پرته حکومت ته ورسېږي، حکومت هغه بې‌لارې کوي. موږ په دې سړي کې دا ظرفیت لیدلی و چې داسې سړی په اساني سره ډېر ژر مطلق‌ګرا کېږي او په ډېرو خپلمنځي ناستو کې یې پخپله هم په دې خبره اعتراف کاوه. داسې نه وه چې موږ د اشرف غني احمدزي پر کمزورویو نپوهېدو، خو فکر مو کاوه چې دا کمزورۍ د اصلاح وړ دي.

له همدې امله موږ دا خبره کړې وه چې د بریا په صورت کې فردمحوره و نه اوسو. موږ دې پایلې ته رسېدلي وو چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د جوړښت پياوړي کولو له لارې اشرف غني کنټرول کړو. موږ په اشرف غني کې دا ظرفیت لید چې داسې یو جوړښت جوړ کړي، خو په حامد کرزي کې تاسې بدلون نشئ رامینځته کولای.

زه اوس هم په دې باور یم چې ډاکتر عبدالله نظام نشي جوړولای. په مجددي باندې نظام نه جوړېږي او د محقق او خلیلي په څېرو کسانو باندې هم نظام نشئ جوړولی، خو له اشرف غني سره یو نظام جوړولی شئ؛ ځکه هغه په دې اړه په ځينو شیانو پوهېږي. وروسته دې ته متوجه شوو چې زموږ دا برداشت هم ناسم و او کله چې مو عملاً ولیدل، موږ دې پایلې ته ورسېدو چې نه کېږي. موږ تصور کاوه چې په اشرف غني کې به دا ځانګړنې موجودې وي، خو داسې نه وه.

د اشرف غني تېښته!

فردوس: د اشرف غني تېښته هم یو ډېر جالب بحث دی. د ډېرو خلکو پر باور اشرف غني د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۱۵مه یو داسې فرصت موندلی و چې په یو اسطوره بدل شي. موږ او تاسې ټول د دې شاهدان یو چې د هماغې ورځې په لومړیو ساعتونو کې لا دا خبره واضح شوه چې د پلازمینې امنیتي رژیم له مینځه تللی، نظام سقوط کړی او خلاص! اشرف غني هم هېڅ کار نشي کولای، خو که اشرف غني په هماغه ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې پاتې شوی وای او د طالبانو په واسطه وژل شوی وای، یا د نجیب په څېر په دار ځړول شوی وای، یا د داود خان په څېر په ارګ کې غلبیل شوی وای او یا زنداني او تحقیر شوی وای، حداقل د پښتنو ناسیونالیسټانو په مینځ کې په یو اسطوره بدلېدی. که ډاکتر نجیب په پام کې ونیسئ، هغه یو ګوندي رهبر و چې د خپل قدرت په وخت کې د خلکو په مینځ کې محبوب نه و؛ شهرت یې نه درلود او عام خلک د هغه مخالف وو، خو کله چې همدا نجیب په دار وځړول شو، فزیکي ژوند یې ختم شو، خو بیاځلې یې سیاسي ژوند ترلاسه کړ. د کرزي او غني د حکومت په وخت کې په همدې کابل کې د احمد شاه مسعود او ښايي مزاري تر انځورونو وروسته د نجیب انځورونو ګرم بازار درلود او خرڅېدل.

که هغه ورځ غنې د تېښتې پر ځای مرګ انتخاب کړی وای، فکر نه کوئ چې ښايي هغه به د ناسیونالیسټانو پښتنو په مینځ کې پر یوې نوموتې څېرې بدل شوی و؟

رویش: برعکس، زه بیا فکر کوم چې که اشرف غني یوازې یو ښه او هوښيار کار کړی وي، هغه د نوموړي تېښته وه. اوس هم فکر کوم، اشرف غني چې کوم لار وهلې وه، دا یې تر ټولو هوښيار کار وکړ چې په وروستیو شېبو کې وتښتي. که دا سړی پاتې شوی وای، په خپل مرګ او مقاومت یې د خلکو رنځ او درد نور هم ډېراوه، خو د ارزښت په توګه یې د خلکو په خزانه کې څه نه ور زیاتېدل. تاسې اشرف غني له ډاکتر نجیب الله سره مه پرتله کوئ. ډاکتر نجیب الله یو لړ شخصي ظرفیتونه درلودل. تاسې د ډاکتر نجیب الله خبرې د اشرف غني له خبرو سره پرتله کړئ، تاسې د ډاکتر نجیب الله ټيپ، کرکټر او شخصیت له اشرف غني سره پرتله کړئ، دوی دواړه ډېر توپيرونه لري.

فردوس: ما یې د وژلو ډول بیان کړ، د مړینې ډول مې یې نه دی ښودلی.

رویش: په هر صورت. ګورئ، ډاکتر نجیب الله ته خلک د هغه د نورو ځانګړنو له امله هم په ارزښت قایل دي. ډاکتر نجیب الله د دې سربېره چې د خاد رییس و او د شوروي اتحاد ځواکونو ترڅنګ ولاړ و او د افغانستان له خلکو سره جنګېدلی دی، که دا شیان ترې هاخوا کړئ او ډاکتر نجیب الله ته د یو شخصیت په سترګه وګورئ، هغه د افغانستان د سیاست ډېره نادره څېره ده.

په ډاکتر نجیب الله کې ډېر څه موجود و. که تاسې له سیاسي کړکېچونو سره د ډاکتر نجیب الله چلن ګورئ او له اشرف غني سره یې پرتله کوئ؛ د کړکېچ په وخت کې د هغه مدیریتي وړتیاوې ګورئ او له اشرف غني سره یې پرتله کوئ؛ نو په ډېرو برخو کې دې ته متوجه کېږئ چې دا ډېر ناسمه پرتلنه ده.

هغوی یوازې په دې کې سره شریکان دي چې احمدزیان دي؛ یو یې کوچی دی او مثلاً بل یې ښاري دي. ډاکتر نجیب‌الله په چپي ایډیالوژي خپل سیاسي خوځښت پيل کړ؛ مبارزه یې وکړله او هغه ایډيالوژي یې واک ته ورسوله، خو غني د پلار په پیسو را لوی شو، د پښتون په نوم یې امتیازات ترلاسه کړل او په دولتي بورس بهر ته د زده‌کړو لپاره ولاړ؛ دا هر څه موږ ته د اشرف غني او ډاکتر نجیب الله ترمینځ ډېر توپيرونه راښيي.

موږ ولې دا وایو چې د اشرف غني پاتې کېدل کړکېچ نور هم ډېراوه؟ ځکه اشرف غني چې کومه لار وهلې وه، هغه داسې یو ځای ته رسېدلې وه چې یوازې د نوموړي تېښتې دا کړکېچ را کماوه. د کړکېچ له ډېرېدو ورهاخوا، نور هغه په افغانستان کې هېڅ ارزښت نشوای رامینځته کولای. د پښتنو په مینځ کې یې هم کوم ارزښت نه رامینځته کاوه. اشرف غني په داسې موقف کې نه و څو پښتنو ته دا ووايي چې ما د خپلې وینې په تویولو سره تاسې ته ارزښت درکړ او یا مې ارزښت رامینځته کړو.

دا کار یو ځل له ډاکتر نجیب‌الله سره ترسره شو او ختم شو. هو، که اشرف غني اوس راشي او په افغانستان کې د رامینځته شویو ټولو ګډوډيو پړه پر خپله غاړه واخلي او ووايي چې زما مغز دا کارونه وکړل؛ نو په دې ټولنه کې اټنوسنټریسټي تفکر غځېدلې ريښې او د ځينې پښتنو په موجود ذهنیت سره کېدای شي د معاملې اعتبار زیات کړي. مثلاً، ووايي چې ما په دې مهارت هزاره‌ګان ووهل، ما پخپل مهارت تاجکان د قدرت له حلقې وایستل، ما پخپل مهارت د جګړه‌سالارو حساب ور ختم کړ؛ ما درانیان په شا کړل؛ ما په دې درایت ملایان چوپه خوله کړل؛ پخواني مجاهدین مې سره وپاشل؛ ما پخپل دې درایت امریکایانو ته دوکه ورکړه او پاکستان مې دوکه کړ. که دا ټول شیان په خپل ځان پورې منسوب کړي او د واحد قومي قدرت په انګېزه طالبانو ته د واک سپارل ومني، په دې صورت کې د پښتني اټونسنټریسټي تفکر لپاره اشرف غني په یوه افسانه بدلېدلی شي، خو له دې ګډوډي او شرموونکي فساد پرته، د اشرف غني مرګ په افغانستان کې هېڅ مدني ارزښت نه رامینځته کوي.

که ښې حکومتولۍ او د ثبات رامینځته کېدو ته په ارزښت قایل شئ او که د ټولنې سیاسي کلتور ته پر ارزښت قایل شئ؛ بیا نو اشرف غني احمدزی په دې برخو کې یوه نومره هم نشي ګټلی. دا هېڅ د حیرانتیا وړ خبره نه ده چې که اشرف غني سبا راپورته شي او د طالبانو تر څنګ ودرېږي.

د پښتنو قومي ناسیونالیزم په څه مانا دی؟

فردوس: ولې داسې فکر کوئ چې که دا سړی په هماغه ورځ وژل شوی هم وای، د پښتنو په قومي ناسیونالیزم کې پر محبوبې څېرې نه بدلېدلې، دلیل یې څه دی؟

رویش: تاسې چې کوم څه ته د پښتنو قومي ناسیونالیزم وایاست، طالبان اوس هماغسې دي. د پښتنو قومي ناسیونالیزم پرته له دې چې پښتنو ته مطلق او انحصاري واک په لاس کې ورکړي، له دې ورهاخوا څه شی دی؟ دا کار طالبانو بېخې په ټوله مانا ترسره کړی دی. ټول نظام له سره تر پایه د پښتنو په لاس کې دی، هغه هم ډېر سنتي پښتانه چې ږیرې لري او لونګۍ یې پر سر دي. له دې ورهاخوا، پښتني ناسیونالیزم څه شی کېدلی شي چې اشرف غني یې پر ور زیات کړي؟

اشرف غني که پاتې شوی وای او یا وژل شوی وای، دا سیسټم یې خراباوه او د کابلیانو په اصطلاح «در نشه‌اش خار می‌زد». پښتنو اټنوسنټریسټانو به ورته ویل چې طالب راغلی دی او دا ارزښتونه او واکونه یې پښتني ټولنې ته راوړي دي، خو ته اوس په دې وروستیو شېبو کې زموږ کار را خرابوېې. موږ یو ستر ویاړ ترلاسه کړی دی. طالب راځي او ناټو ماتوي، امریکا ماتوي، مجاهدینو ته ماتې ورکوي او ټول ختموي او له جګړې پرته کابل نیسي او حکومت ته رسېږي. هېڅ پښتون واکمن په داسې ډول واک ته نه دی رسېدلی. اشرف غني ولې باید دا جوړ کار خراب کړی وای؟

فردوس: ښه، د پښتني نشنلیزم او طالب ترمنیځ همغږي نشته. طالب یو اسلامي او جهادي ځواک دی او په همدې جهادي روایت یې ناټو ماته کړه، افغانستان یې ونیو او د اوس په څېر په زور او جبر شریعت پلي کوي، خو پښتون نشلنېزم یو عصري فکر دی چې له محمود طرزي را شروع شوی او داعیه او نور مسایل یې هم مشخص او څرګند دي. د طالبانو بهرني ملاتړي غواړي چې له طالبانو څخه د ملاتړ پروژې په پلي کېدو سره د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته پښتون نشنلېزم ختم کړي. که له دې زوایې ورته وګورو، طالبان د پښتني نشنلېزم پر ځای له جهادي تفکر څخه استازولي کوي، ایا داسې نه ده؟

رویش: ګورئ، زه غواړم ستاسې د تحلیل او لید ډول لږ اصلاح کړم. تاسې چې کله په هماغه دودیزو افغاني ادبیاتو سره طالب ګورئ، طالبان د اسلام‌ولي او پښتون‌ولي د دوو عنصرونو د پيوستون ممثلین دي. اسلام‌ولي دیني صبغه  لري، اسلامي صبغه لري او طالب خپل ځان د اسلام ممثل بولي، البته هغه اسلام چې مثلاً د مولوي هبت الله په خوله پلي کېږي او یا مثلاً ځينې وخت حقاني د هغه خبره کوي.

طالب چې د کومې پښتون‌ولي ممثل دی، هغه افغاني اړخ لري؛ یعنې داسې احساس کوي چې پښتون هم د رښتیني اسلام ممثل دی او هم باید واک د پښتنو په لاس کې وي. د پښتنو په عام دودیز ذهنیت کې د تاجکانو، ازبکانو او یا هزاره‌ګانو په نوم څه نشته. ښايي د پښتنو په مینځ  کې ډېر داسې کسان وي چې اصلاً په دې نپوهېږي چې په دې هېواد کې د هزاره‌ګانو په نوم قوم هم شته او دلته ژوند کوي. که خبر هم وي، ښايي داسې احساس به ولري چې هو، یو ډله خلک شته چې غلامان دي، جوالیان دي او زموږ نوکران دي. تاجکانو ته هم په همدې سترګه ګوري چې ګنې یو څو نفره دي؛ له غرونو څخه ښارونو ته راغلي دي او زموږ کلتور یې را خراب کړی دی. مثلاً، د دوي ښځې ډېرې ازادخیاله دي. د ازبکانو په اړه هم همداسې حس لري چې یو ډله خلک د هېواد په شمال کې دي؛ یو څو اسونه لري او د غرونو په غارونو کې غالۍ اوبي، خو په اصل کې دا هېواد او افغانستان د پښتنو دی.

طالبان د خپل خوځښت لپاره همدا دوه د توجیو لپاره کاروي او یو ډېر پياوړی خوځښت یې جوړ کړی دی. که په پښتني ټولنه کې دننه په ترکیبي توګه اسلام‌ولي او پښتون‌ولي نه وای، طالبان به نه جوړېدل. طالبان له همدې ترکیب څخه را ټوکېدلي دي. لکه څرنګه چې تاسې وویل، که اشرف غني د تېښتې او مرګ تر منیځ، مرګ ټاکلی وای، دې خوځښت ته یې ډېره ضربه رسوله.

د تبسم پاڅون او روښنايي غورځنګ…

فردوس: د طالبانو او د هغوی د طالباني فکر په اړه به وروسته خبرې وکړو او و به ګورو چې اصلاً پخپله پښتون‌والي څه شی دی او ایا د پښتون‌ولي او شریعت ترمنیځ ټکر موجود دی که نه. ځينې مطالعې او څېړنې ښيي چې د پښتون‌ولي او شریعت تر منیځ په دوو دریو برخو کې ټکر موجود دی. د پښتني قبایلو د ټولنیز ژوند د تنظیم لپاره یو لړ کوډونه د پښتون‌ولي د تعریف په توګه ومنو، داسې ښکاري چې هماغه درې موارد هم طالبانو د شریعت په ګټه اصلاح کړي دي. د ډېرو په نظر طالب هغه ځواک دی چې شریعت یې یوازینی ارمان او هیله ده او له همدې دریځه له عصري نړۍ او بشري عقل سره مخالفت کوي. په دې موضوع باندې په بله ناسته کې هم بحث کولای شو، اوس به پر یوې بلې موضوع خبرې وکړو.

د اشرف غني د حکومتولي په وخت کې د هزاره‌ګانو له مینځته دوه ټولنیز خوځښتونه را پیل شول، چې یوې تبسم خوځښت او بل یې د روښنايي غورځنګ و. د تبسم خوځښت په زابل کې د هزاره‌ مسافرو د وژل کېدو په غبرګون کې رامینځته شوی و او غوښتل یې چې د هغوی قاتلای وپېژندل او ونیول شي، خو د روښنايي غورځنګ بیا د برق او ځينو نورو مسایلو په اړه بنسټي بحث کاوه. هغه وخت د روښنايي غورځنګ په اړه دا باور موجود و چې د هزاره‌ګانو په مینځ کې نوي سیاستوال راپورته شوي، چې ښايي د پخوانيو سیاستوالو ځایناستي شي او د اوسنیو او پخواني سیاستوالو ترمینځ یو ډول تقاطع رامینځته شوې ده. اشرف غني هغه وخت دا غوره ګڼلې وه چې د ځوانو او تازه راپورته شویو سیاستوالو پر ځای د هزاره‌ګانو له پخوانیو او سنتي سیاستوالو سره خبرې وکړي او همدا لامل و چې په هغه خوځښت کې ورو ورو اختلافات راپورته او له مینځه ولاړ. تاسې هم په همدې باور یاست او برداشت مو همداسې دی که نه؟

رویش: دغو دوو خوځښتونو د هزاره‌ګانو په مینځ کې دوه بېل نومونه خپل کړل. د مسافرو د قتل په غبرګون کې رامینځته شوی پاڅون د تبسم په نوم یاد شو. دا خوځښت او پاڅون په سمدستي ډول رامینځته شو او د دوو ورځو په لړ کې پای ته ورسېد. د روښنايي غورځنګ د تبسم له پاڅون شپږ میاشتې وروسته رامینځته شو او یوه اقتصادي غوښتنه یې لرله، خو وروسته چې کله دغې اقتصادي غوښتنې د افغانستان په سیاسي نظام کې ريښې غځولې وې، د تبعیض بحث یې هم مطرح کړ. دا بحث په داسې ډول مطرح شو چې هزاره‌ګان له سیسټامټيک تبعیض سره مخ دي او د برېښا د مزیو د مسیر بدلون هم د همدې سیسټماټیک او جوړښتي تبعیض له امله دی.

په هر حال، د تبسم پاڅون او روښنايي غورځنګ په لړ کې د هزاره‌ګانو په مینځ کې ډېر ستر بحثونه رامینځته شول، خو دا باید ووایو چې دې دوو خوځښتونو په خپل مینځ کې توپير سره درلود. لکه څرنګه چې تاسې ورته اشاره وکړله، د تبسم پاڅون تر ډېره د هزاره‌ګانو پر وړاندې د حکومت او سیاسي مشرانو د بې‌توجهي اړوند یو اعتراض و؛ ځکه دوی هره ورځ وژل کېدل، هره ورځ له فشار سره مخ وو او ځورول کېدل، خو هېچا د هغوی لپاره عدالت‌غوښتنه نه کوله او یا یې د هغوی وینو ته ارزښت نه ورکاوه.

همدا لامل و چې د تبسم پاڅون وشو. دې حرکت دوې یا څه کم دوې ورځې دوام وکړ. په زابل کې د مسافرو د وژل کېدو د خبر په را رسېدو سره سملاسي دا حرکت پیل شو او په هغې پېښې کې د تر ټولو وړې قرباني شوې نجلې، شکریه تبسم په نوم ونومول شو. هغه شکریه نومېده، خو د هغې په خپرو شویو انځورنو کې د هغې پر شونډو خوږه خندا خوره وه، له همدې امله په شکریه تبسم باندې مشهوره شوه او همدا پاڅون هم د هغې په نوم ونومول شو. په واقعیت کې تبسم د شکریې د نوم برخه نه وه.

د تبسم په نوم د هزاره‌ګانو پاڅون وروسته په ډېر ښه عنوان باندې بدل شو. پاڅون وشو او خلک د خپلو غوښتنو د مطرح کولو لپاره د ارګ مخې ته ورغلل. پلان داسې نه و چې دا حرکت دې راډیکال شي او ارګ ته دې ورشي او د ارګ دروازې دې ور ماتې کړي. دا کار د اجنډا برخه نه و. د دې پاڅون موخه دا وه چې د افغانستان دولت او د افغانستان سیاسي مشرانو ته په خطاب کې وویل شي چې هزاره‌ګانو ته پاملرنه وکړي. د دولت لخوا د مثبت غبرګون تمه نه کېدله او نه هم دا تمه کېدله چې د هزاره‌ګانو مشران دې هوښیار شي او حرکت دې وکړي، خو دا ظرفیت نه په ارګ کې و او نه هم هزاره مشرانو دا ظرفیت درلود. وروسته ارګ او د هزاره‌ګانو سیاسي مشرانو دواړو دې پاڅون ته منفي او غیرمسوولانه غبرګون وښود، چې د مدني او ډموکراټيکو حرکوتونو په زیان تمام شو.

کله چې حکومت منفي غبرګون وښود، خلک یې د خپل ځان پر وړاندې بدګومانه کړل او په دې ډول غبرګون سره د قانوني غوښتنو د مطرح کولو لپاره دا ډول ټولنیزې راټولېدنې هم زیانمې شوې. که غوښتونو ته مثبت ځواب ویل شوی وای، هم به پر حکومت باندې د خلکو باور زیات شوی وای او هم به خلکو لیدلي وو چې مثلاً د مدني او ټولنیزو حرکتونو له لارې خپلو غوښتنو ته رسېدلی شي؛ نو به یې پر ولسواکۍ هم باور ډېر شوی وای، خو داسې ونشول. له همدې امله ویلای شو چې د تبسم پاڅون غوښتنو ته د رسېدو په برخه کې یو ناکام پاڅون و، خو دې پاڅون د هزاره‌ګانو په ټولنه کې یو نوی بهیر پيل کړ.

دې نوي بهیر دا څرګندوله چې موږ د یو ځای کېدو او د مدني حرکتونو د ترسره کولو ظرفیت لرو او اړتیا ده چې یو څه نور هم پیاوړي او منسجم شو او له دې ظرفیت څخه د خپلو خلکو په ګټه ښه استفاده وکړو. کله چې د ترکمنستان د برېښنا مسئله مطرح شوه، واټونو ته د راوتلو لپاره هزاره‌ګانو ته یوه نوې پلمه په لاس ورغله.

په ورته وخت کې هزاره‌ګانو دا ځل په سیاست او د دې ستر حرکت په مدیریت کې خپله کمزورتیا وښودله. په ټولنه کې د مدني حرکت د ترسره کېدو او راټولېدو ظرفیت موجود و، خو ولیدل شول چې مدیریتي وړتیا نه وه.

د عامو هزاره‌ګانو په کچه یو مثبت حرکت رامینځته شو، خو د ټولنې سیاسي نخبه‌ګانو دا ظرفیت نه درلود چې دا حرکت نور هم منظم او په سیسټامټیک ډول یې رهبري کړي. له بده‌مرغه هغو کسانو هم ډېر سترې تېروتنې وکړې چې د حرکت یې تمثیلاوه.

ستونزه دا وه چې د هزاره‌ګانو دې نخبه او نویو ځوانانو هم د سیاست او رهبري په برخه کې هماغه سنتي سیاستوال د خپلو الګوګانو په توګه ټاکلي وو. محقق، خلیلي او صادق مدبر د دوی الګوګانې وې. دوی فکر وکړ چې که مثلاً موږ د هغوی ځای او موقف ترلاسه کړ او د هغوی چپنې مو پر تن کړې، نور نو کار ختم دی. لکه څرنګه چې هغوی رهبران شول، موږ هم رهبران کېږو. له بده‌مرغه، د هغوی په ذهنونو کې د مدني حرکت په اړه خاص څه نه و؛ څو د عامو خلکو دا ستر غورځنګ نور هم منظم او سیسټامټیک کړي. هېچا دا مهمې نکتې درک نه کړې.

د روښنايي غورځنګ په ټولنه کې ډېر زیات هیجان رامینځته کړ. د افغانستان دننه او بهر میلیونونه خلکو په دې حرکت کې ګډون وکړ. دې هیجان، حرکت او انګېزې د افغانستان د مدني حرکتونو په تاریخ کې مخینه نه لرله، خو ډېر ژر ولیدل شو چې دا بار د دې غورځنګ د ممثلانو، په ځانګړې توګه د روښنايي غورځنګ د ولسي عالي شورا غړیو، پر اوږو ډېر دروند و.

له بده‌مرغه دغه مدیریتي ناکامي د هزاره‌ګانو لپاره پر یوې خطرناکې ماتې بدله شوه. تر دې کچې خطرناک شوه چې هزاره‌ګان یې په روحي او رواني لحاظ ډېر زیات وځپل. بلخوا یې د افغانستان حکومت هم منحرف کړ او د دې پر ځای چې یو ولسواک دولت شي، خلکو ته ځواب‌ووايي او د خلکو غوښتنې ومني، تر ډېره نور هم توتالیتر، بې‌ځوابه او غیر ولسي شو. د حنیف اتمر، حمدالله محب، معصوم ستانکزي او پخپله د اشرف غني په څېر خلکو د روښنايي غورځنګ پر وړاندې خپل غیر مدني ظرفیتونه را څرګند کړل او د هغوی لپاره هم ګران پرېوتل. زه فکر کوم د افغانستان په تاریخ کې د روښنايي غورځنګ تر بل هر حرکت د ولسواکۍ او د قانون د حاکمیت د مدعیانو په توګه په کابل کې ارګ مېشتي رسوا کړل او اغېزمن تمام شو.

د روښنايي غورځنګ کمزورتیا په څه کې وه؟

فردوس: ایا دا نظر منئ چې اشرف غني د روښنايي غورځنګ د تنظیموونکیو پر ځای دې ته ترجیح ورکوله چې د سنتي سیاستوالو سره خبرې وکړي او دا مسئله د دې لامل شوه چې ستونزه نور هم غټه شي؟

رویش: ګورئ، په دې وخت کې تاسې د روښنايي په غورځنګ کې هم د ظرفیت کړکېچ وینئ. مثلاً، د روښنايي غورځنګ اداره‌کوونکیو ونشو کولای چې د دې حرکت په واسطه د ترلاسه شوي قدرت او اتوریتې څخه په استفادې دولت وننګوي او په ډېر مسوولانه ډول یې خبرو او ځواب‌ویلو ته اړ کړي.

دوی ټولنه انرژي په خپلمنځي جګړو کې ولګوله. مثلاً، دوی خپله انرژی د سنتي مشرانو د لرې کولو او یا د خلکو له توجه، تبلغیاتو او رهبري څخه د یو او بل پر لرې کولو ولګوله. که دقت وکړئ، روښنايي غورځنګ عملاً اتوریته نوي نسل ته ولېږدوله. د روښنايي غورځنګ دا تحول رامینځته کړ. اتوریته په څه مانا؟ یعنې نور نو خلیلي، محقق او یا صادق مدبر پرېکړې نه کولې. دوی ټول راغلل او د نوي نسل پر وړاندې په ګونډو شول. که ستاسې په یاد وي، دا ټول رهبران د بابه مزاري په مصلا کې د خاورو پر سر کېناستل. دوی چې هر نیت درلود، خو د خاورو پر سر کېناستل یې نوي نسل ته د پر ګونډو کېدو مانا لرله.

په خاورو کې د دوی کېناستو بله دا مانا هم لرله چې له نورو سره په یوه کچه او درجه کې دي. دا سمه ده چې سنتي مشرانو یوازې یو اکټ او نمایش کاوه، خو که د روښنايي غورځنګ تنظیموونکیو او جوړوونکیو لږ هوښیاري کړې وای، دا خوځښت یې پر جنجال او شخصیتي شخړو نه بدلاوه.

دوی باید په داسې ډول برنامه جوړه کړې او عملي کړې وای چې کله سنتي مشران له یو لوړ ځای او موقف څخه راټیټېږي او د نوي نسل رهبري تعریفوي، باید داسې جوړښت جوړ شوی وای چې له دې ظرفیت څخه د خلکو په ګټه استفاده وشي، نه دا چې ټوله انرژي پر شخصیتي شخړو مصرف شي. دا کار مثلاً مزاري د وحدت په ګوند کې وکړ، خو چې کله جګړه تېزه شوه، د نوموړي دا حرکت او نوښت یې له خپل مسیر څخه منحرف کړ.

مزاري د وحدت په ګوند کې ټول په دې قانع کړل چې مثلاً، قومندانان باید په یوه سطحه کې وي او سازماني یووالی ومني. هغه دا مهم کار وکړ چې دا مسئله پر شخصیتي جګړې بدله نشي. مزاري ټول هغه هزاره‌ انسانان د ټولنې د متنفذو شخصتونو په توګه په وحدت ګوند کې شامل کړل.

ټولو ته په مساوي اعتبار قایل شو. داسې نه وه چې یو څوک دې یې هوايي راوستلی وي، خو د روښنايي په غورځنګ کې دا کار ونشو. د روښنايي په غورځنګ کې دا فرصت په شخصیتي شخړو ضایع شو. مثلاً، له محقق سره جګړه یوه شخصي او شخصیتي جګړه وه.  د روښنايي غورځنګ تازه راپورته شويو رهبرانو داسې احساس کاوه چې که محقق په ناسته کې ګډون وکړي، هغه باید تحقیر او توهین کړو؛ ځکه له دې پرته هغه بیا پر موږ غالبېږي او خلک د هغه پر لور تمایل پيدا کوي.

ویل یې چې خلیلي هم باید برجسته نشي؛ ځکه که هغه برجسته شو، بیا دا کارونه کوي. خلیلي هم فکر کاوه چې د روښنايي غورځنګ له محقق یا دانش سره د شخصیتي شخړې لپاره ښه فرصت دی. دوی هر یوه یې د دې غورځنګ په منحرفولو کې لاس درلود.

له هغه وروسته اشرف غني خپل غیرډموکراټيک انتخاب وکړ. هغه په دې پوهېدی چې د خپل ځواک بنسټ یې پر سنتي سیاست ولاړ دی او دا سیاست په باج‌اخیستلو او باج‌ورکولو سره مخکې ځي. هغه هېڅکله د یو ډموکراټيک ظرفیت د رامینځته کولو لپاره حرکت و نه کړ. اشرف غني هم د کرزي په څېر هېڅکله نه غوښتل چې سنتي مشران څنډې ته کړي. سنتي مشرانو کومه خاصه غوښتنه نه لرله. مثلاً، محقق، دانش او یا خلیلي له اشرف غني څخه کوله ستره سیاسي غوښتنه نه لرله، هغوی په پيسو هم راضي کېدل او په یو دوو څوکیو هم راضي کېدل، خو په بل طرف کې بیا د روښنايي غورځنګ په دې شیانو نه راضي کېدی او د نظام په تفکر کې د ستر بدلون غوښتنکي وو. اشرف غني د خپل ډموکراټیک ذهنیت او اتمر د خپل فاسد ذهنیت په لرلو سره په هېڅ‌صورت دا خبره نشوای منلای. دا مسئله د دې لامل شوه چې هغوی یې د ځوان کهول پر ځای د سنتي رهبرانو پر لور ور کش کړل.

Share via
Copy link