تفسير او مفسرين

Image

ديني

د قران کريم ګڼ تفسيرونه په بېلابېلو زمانو کې د ګڼو کسانو له خوا ليکل شوي دي، چې زياتره يې ديني عالمان دي. زموږ په ټولنه کې له عام ولس او په خاص ډول ديني عالمانو سره داسې فکر پيدا شوی دی چې د قران کريم تفسير کول يوازې د ديني عالمانو دنده ده، بلکې د هغوی خصوصيت دی چې دې کار ته بايد نور څوک لاس ور نه وړي.

له دې امله چې کله ښاغلي ګلبدين حکمتيار د «قران پلوشې» په نوم تفسير وليکه، خلکو ورته ډول ډول غبرګونه وښودل. ما په خپله له ځينو ملايانو واورېدل چې د تفسير او انجنير يې سره څه؟

بيا چې هغه د «حکمة الباري» په نوم پر بخاري شرحه وليکله، بيا هم ملايانو دا وينا کوله چې پر حديثو د شرحې ليکلو دنده د ملايانو له غاړې ده؛ نو د يوه ليکوال يا انجنير يې له دې کار سره څه؟

تر دې وروسته چې ښاغلي عبد الباري جهاني صاحب پر حديثو، ځينې مذهبونه خوځښتونو او فکري مکتبونو ليکل وکړل، بيا هم عين غبرګون ورته وښودل شو.

زموږ په سيمه کې داسې يو دود جوړ شوی دی چې خلک مو انحصاري فکر لري. غالباً په هره طبقه کې همدا حال دی. ملايانو دين انحصار کړی دی، سياستوالو سياست انحصار کړی دی، سرمايه دارانو په خپل ميدان کې انحصار لګولی دی، پيروان طريقت انحصار کړی دی او داسې ګڼې برخې. دا چې ولې داسې يو؛ يو ځواب ښايي دا هم وي چې انسان د شخصي پانګې په لټه وي، ځان ته عزت او احترام غواړي؛ نو کله چې په ټولنه کې خلک په يوه برخه نه يوه برخه کې هغه ته اړ کېږي، دې سره يې هم پانګه زياتېږي، هم يې خلک مجبور دي عزت يې وکړي او هم دغه د انحصارګرايي فکر ورسره رُشد کوي. په دې ټولو طبقو کې ښايي ملايان، سياستوال او پانګه‌وال ډېر انحصارګر وي.

د ملا د ژوند هر څه پر همدې ديني تفسير او تعبير ولاړ دي. که له ملا پرته نور کسان هم په دين کې خبرې وکړي، تفسير او تعبير وکړي، مسايل حل و فصل کړي، خلکو ته لارښوونې وکړي، نکاح په محکمه کې قاضي وتړي، د طلاق مساله قاضي ته يو وړله شي، لمونځ په کلي او جومات کې هر کس ور کولای شي، د مړي د غسل او جنازې مسايل عام شي د هر کس زده وي؛ نو ملا به څه کوي؟

يوه ډېره مهمه خبره دلته دا ده چې زموږ ملايان تيار خواره دي. که ملا په خپل ژوند کې د يوه بل کمال و هنر د زده کړې هڅه وکړي؛ نو بيا به هيڅکله پر ديني تفسير د سوداګرۍ فکر ورسره پيدا نه شي. زموږ ملا اصلاً ځان اړ ويني، خپله اقتصادي اتکا پر همدې ديني تفسير کوي؛ نو له دې امله د انحصار ګرايي فکر وسره پيدا کېږي.

ملا بايد تر هر څه لومړی په ټولنه کې يو داسې کسب ځان ته غوره کړي، چې له ملايي ماسيوا د هغه د روزي وسيله شي. که ټول ملايان دا کار نشي کولای؛ نو ټولنه او دولت بايد ورسره همکاري وکړي چې يوه ځانګړې پېشه ځان ته پيدا کړي او له ديني سوداګري ځان وساتي.

په دين کې تر ټولو لوړ مقام د قران کريم دی. همدا شان يې تفسير هم تر بل هر شي لوړ ځای لري. که څه هم زموږ په ټولنه کې هغه څوک چې د حديثو دوره پر کېږي، تر هغه چا لوړ مقام لري چې د قران کريم تفسير خلکو ته کوي.

اوس له تفسير سره بايد څه وشي؟ څوک به تفسير کوي؟

زما په نظر تفسير يوازې د ديني عالمانو کار نه دی. يا خو به داسې کېږي چې هر وخت به يوه ګډه کمېټه چې د ټولو علومو کسانو ور کې را ټول وي او په ګډه به د قران کريم پر تفسير کار کوي، يا به هم داسې کېږي چې هر څوک به د خپل مسلک له مخې د قران کريم د هغې برخې پر تفسير ځانګړی کار کوي چې د هغه له فن سره اړخ لګوي.

دا چې زموږ په ټولنه کې د انحصارګرايي فکر زيات دی، نو لومړی اپشن عملي نه ښکاري، تر دې دا ښه ده چې هر څوک د خپلې برخې کار وکړي. په قران کريم کې يوازې هغه مسايل نه دي راغلي چې ملايان يې بيانوي او فکر کوي چې زموږ زده دي او هر بُعد يې را معلومېږي. قران د خپلې مدعا له پاره ګڼ علمي او تاريخي دلايل راوړي دي، چې نن يې تر ملا يو ساينس‌پوه يا تاريخ پوه ښه تشريح کولای شي؛ نو ولې بايد ملا دغه اياتونه هم تفسير کړي؟

قران کريم د عربي ادب له اړخه اوج ته رسېدلی دی؛ نو د ادب برخه به يې د ملا ښه زده وي که د هغه چا چې د ادبيانو په ميدان کې تخصص لري؟ کوم يو به د دې ميدان نوې نکتې را بهر کړي؟ له دغې زاويې که ور وکتل شي، ايا ملا به يې دغه اړخ ښه روښانه کړي او که يو غوره اديب؟

په قران کريم  کې له اقتصاد سره تړلي موضوعات ډېر شته. د اقتصاد موضوع دومره پراخه شوې ده چې پوهنتونونو کې تر دوکتورا پوري زده کړې پر کېږي، په لسګونو نه، بلکې زرګونه کتابونه پر ليکل شوي دي او په هره ژبه کې د دې له پاره ځانګړي خلک شته چې هر وخت له زمانې سره سم نوي څه پر اضافه کوي. که د دې برخې مسايل هغه ډول تشريح شي، لکه ملايانو چې زر کاله وړاندې تشريح کړي دي، بيا خو اقتصاد رُشد نه کوي، په ټپه درېږي او رکود به کوي، نو څوک به له اقتصاد سره تړلي اياتونه ښه تفسير کړي؟

په قران کريم کې له سياست او حکومتولۍ سره تړلي احکام هم شته. ملا چې نن د سياست په ميدان کې مطلق ناکام دی، سياسي علوم یې هم نه دي ويلي؛ نو چې نه يې عملي سياست يې زده وي او نه يې زده کړې په کې کړې وي، بيا به د سياست په اياتونو يو سياست‌پوه ښه پوهېږي که ملا؟ څوک د دې اياتونو تفسير حق لري؟

قران کريم کې له انساني نفسياتو او روان سره تړلي اياتونه هم شته. په دې برخه کې اوس بيخي ډېرې څېړنې شوې دي، نوي جزئيات يې مخې ته راغلي دي، په کتلو يې انسان حيرانېږي. ملا په دې برخه کې هيڅ نه پوهېږي، نصاب کې يې له دې نويو څېړنو څخه يو شی هم شامل نه دی، نو د دې اياتونو د ښه تفسير وړتيا به څوک لري؟

لنډه دا چې ساينس د هرې موضوع دومره بعدونه را وسپړل چې اوس يو انسان پر دې ټولو بعدونو برلاسي نشي تر لاسه کولای، دا خبره اوس ټولو ته مسخره ښکاري چې يوه کس ته وليکي: جامع المعقول و المنقول؟!

اوس که څوک له ځان او ټولنې سره ښه کوي، بايد د يوې برخې متخصص شي. د قران کريم تفسير له دې ټولو برخو سره تړلی دی، خورا زيات احکام يې له ټولنې سره تړلي دي. دغه احکام يې داسې دي چې تر ملا نن يو ټولنپوه ډېر ښه ور باندې پوهېږي؛ نو څوک به يې داسې تفسير کړي چې ټولنې ته يې خير ورسېږي او د خلکو ستونزې ور باندې حل کړي؟

زموږ او زموږ د ملايانو مشکل دا دی چې د ټولو ستونزو حل په دين کې وينو او د دين مفسر بيا ملا بولو. دا ستونزه ډېره ژوره ده. ملا دا نرګسيت له خپلو اسلافو څخه په ميراث وړ دی، هغه ته په مدرسه کې همدا ور زده کېږي، د هغه په نصاب کې همدا خبره تدرسېږي، زموږ د ټولنې بستر همدې فکر ته جوړ دی، نو د دې ستونزې حل اسانه نه دی. يوازېنی حل يې زموږ د هغو علماوو جرأت دی چې د نورو برخو عالمان دي او له خپلې برخې سره د تړلو ديني احکامو د تشريح جرأت وکړي.

ليکوال: زبير افغان

Share via
Copy link