د مارچ ۱۴ نېټه ډېره ځانګړې ورځ ده!
د ۱۸۷۹ کال د مارچ په ۱۴ تاریخ د سترو ساینسپوهانو په ټاټوبي، المان کې البرت اینشټاین نړۍ ته راغی. دی ډېر ارام ماشوم و، کمې خبرې یې کولې. آن په ځینو ځایونو کې خو خلکو پرې د ګونګي ګمان کاوه. په لومړیو وختو کې یې یوازینۍ ملاتړې او تشویقوونکې خپله مور وه، هغې به ور ته ویل چې ته مهم کارونه کولای شې او ځانګړی استعداد لرې.
د ریاضیاتو او څه نا څه فزیک له لوستو وروسته بیا هم نومورکی او یوازې پاته شوو، خو له ځان سره یې د ساینس په هغو بنسټي او سختو مسایلو انفرادي کار کاوه چې په اکاډمیکو محیطونو کې چا پرې هغومره عمیق کار نه و کړی. همدغو خپلسرو څېړنو او ازاد فکر له اکاډمیکو مرکزونو هم لیرې او سرشاره ساتلی و. دی په دې وختونو کې د اختراعاتو د ثبت په یوه اداره کې عادي مامور و. بالاخره په ۱۹۰۵ کال یې، چې ۲۶ کاله عمر لاره، خپله خاصه نسبي نظریه وړاندې کړه چې هغه مهال یې د فزیک موجوده قوانین او بنسټونه ولړزول. ده د وخت، کتلې، انرژۍ او فضا اړوند داسې نوي نظریات وړاندې کړل چې مخکې یې خلکو ته آن تصور هم سخت و. د خاصې نسبي نظریې په وړاندې کولو سره اینشټاین صحنې ته را داخل شو او په ۱۹۱۳ کال د لوی فزیکپوه، ماکس پلانک په وساطت د برلین پوهنتون معلِم شو.
دا چې د ده په نوې وړاندې کړې تیوري کې د جاذبې قوې او فضا اړوند تشریحات داخل نه و، نو په ۱۹۱۵ کال یې عمومي نسبي نظریه هم وړاندې کړه چې د جاذبې قوې او وخت-فضا اړوند یې موجوده نظریات کراس کړل او وړاندیز یې وکړ چې د کیهاني اجرامو، لکه لمر او ستورو په شتون کې فضا کږېږي او همدا کوږوالی ېې د اړوند جسم جاذبه وبلله. دا چې د دغسې لویو اجرامو په شتون کې د فضا کوږوالی په هېڅ ډول لابراتوار کې تجربه کېدای نه شو، نو ډېرو قوي شواهدو ته یې اړتیا لرله چې د ده دغه نظریه سمه یا ناسمه وبولي. نو اینشټاین وویل چې که چېرې داسې قوي تندر (لمرنیونه) واقع شي چې لمر په رڼا ورځ تیاره شي، نو موږ به ووینو چې د نورو ستورو رڼا چې د لمر احاطې ته را رسېږي، نو کږېږي به.
خوشبختانه، په ۱۹۱۹ کال یو ډېر قوي تندر پېښ شو، داسې تندر چې په رڼا ورځ ځای ځای ستوري ښکاره شول. نو دا یوه ډېره ښه موقع وه چې د اینشټاین وړاندوینه پرې تلل شوې وای. دا قوي لمرنیونه د لوی برتانوي ستورپوه او فزیکپوه، سر ارتر اډینګټن په لارښوونه د څو ستورپوهانو د ټیم له لورې وڅارل شوه او د اینشټاین وړاندوینه یې سمه ثابته کړه. په دې سره اینشټاین په ټوله نړۍ کې د یو لوی نابغه په حیث وپېژندل شو. د خاص او عمومي نسبیت نظریو په راتګ سره په فزیک کې یو لوی انقلاب راغی چې د وخت، فضا، کتلې، انرژي او د کائناتو د نورو لویو زارونو له لوڅولو یې پرده پورته کړه. عمومي نسبیت نظریه په غټه کچه کائنات تشریح کوي، نو ځکه یې د اینشټاین د جاذبې تیوري هم بولي.
د اینشټاین د دې لویو کارونه په زمانه کې هممهال کوانټم فزیک یا د ذراتو علم هم ډېر په کش کې روان و. خو د ده له کوانټم تیوري سره چندان جوړه نه وه، مګر جالبه دا ده چې نوبل جایزه یې بیا په ۱۹۲۱ کال په کوانټم فزیک کې واخیسته.
د ده د ژوند په وروستیو کلو کې ساینسپوهانو د ده د عمومي نسبي تیوري د نورو اړخونو او کاري ساحو اړوند د وخت-فضا، ستورو او کاېناتو د برخلیک اړوند هغه پېچلي مسایل پسې را وسپړل چې اینشټاین یې هم د ریاضیکي پېچلتیا له وجهې یو څه وارخطا کړی و. دا لوی ساینسپوه د ۱۹۵۵ کال د اپریل په ۱۸ تاریخ وفات شو.
خلک یوه مقوله ډېره په خولو کې ګرځوي چې: «دنیا خدای خرابېدو ته نه پرېږدي.». د اینشټاین له مرګه لس کاله وروسته، یعنې په ۱۹۶۵ کال، ۲۳ کلن سټیفن هاکینګ، په خپل فوق العاده استعداد سره د اینشټاین د عمومي نسبیت د نظریې هغو پېچلو مسایلو ته ځان وقف کړ چې خلکو فکر کاوه د اینشټاین له مرګه بعد شاید تر ډېره ناحله پاته شوي وای. خو بدبختانه چې دا ښایسته ځوان ساينسپوه، سټیفن هاکینګ په ۲۰ کلنۍ کې یوې داسې بدې ناروغۍ لاندې کړ چې ۹۵ فیصده یې ځان فلج شو، خبرې یې له ستوني نه شوای را وتلای، ویلچیر ته مجبور شو او د ژوند تر پایه له داغې بدرنګې ناروغۍ روغ نه شو. خو دا چې سټیفن دغې برخې ته ځان وقف کړی و، نو مرضونو یې هم د کار مخه و نه نیوه. په تانده ځواني کې د کمبیرج پوهنتون د ریاضیاتو او فزیک معلِم شو.
په دې وختونو کې له سټیفن هاکینګ سره یو بل نامتو فزیکپوه، راجرپنرزو هم ملګری شو او دواړو د اینشټاین د عمومي نسبي نظریې په مټ د کائناتي پدېدو تشریحاتو ته لستوڼي ور ونغښتل.
دوی لومړني ساینسپوهان و چې د تور غار Black Hole نظریه یې د اینشټاین د جاذبې د نظریې په غېږ کې مطرح کړه. دوی په ریاضیکي ډول ثابته کړه چې کله لوی ستوري خپله هستوي ذخیره ختمه کړي، نو د خپلې مرکزي جاذبې پر وړاندې خپله مبارزه نه شي ساتلای چې د دې په نتیجه کې ستوری په داسې منفرده نقطه بدلېږي چې ابعاد یې صفر کېږي، خو کتله یې بې نهایت درنېږي. دا خبره ناممکنه او له عقله لیرې ځکه ښکاري چې کله یو شي ته مکان/فضا نه وي، نو هلته شی څنګه موجودېدای شي؟ یعنې په بې ابعاده صفر حجم لرونکې ساحه کې لایتناهي کتله څرنګه موجودېدای شي؟؟؟ خو دا خبره یو څه جالبه ځکه نه ده چې زموږ کائناتو له داسې ځایه ظهور کړی چې هغه هم دغسې منفرده نقطه وه، یعنې د همدې تعریف له مخې ویلای شو چې کائناتو له دغسې نېستي ابعاد لرونکې نقطې څخه سرچینه اخستې ده. نو ځکه اوس هم بېرته کائنات داسې نقطې تولیدوالای شي چې ابعاد یې صفر، خو کتله یې بې نهایت درنده شي.
د سټیفن هاکینګ او پنروز د تور غار نظریې هم خورا مهمو شواهدو ته اړتیا لرله، خو د دوی ټول تشریحات ریاضيکي وو. دوی هغه وخت د تور غار یو شکل ترسیم کړی و او یل یې چې تور غار کې جاذبه دومره زیاته ده چې نور هم تر حرکت نه شي کولای، نو بنااً تور غار هېڅکله موږ نه شو لیدلای. خو هغه نوري ذرات (فوتونونه) چې د دې تور غار سرحداتو ته نزدې ساحه کې ګرد تاوېږي، یوه ګزده سور رنګې نوري دایره جوړوي. دا شکل دوی آن دوی په نظري ډول په ۱۹ سوه اویایمو کلونو کې ترسیم کړی و چې بالاخره په ۲۰۱۹ کال د لومړني تور غار عکس واخیستل شو چې خاص د دوی له خوا د تشریح شوي او ترسیم شوي تصویر په څېر و. دا چې سټیفن هاکینګ او پنروز د اینشټاین د نسبي تیوري اړوند تر ۶۰ کاله زیاتې څېړنې وکړې او په پای کې یې د تور غار نظریه سمه هم ثابته شوه، نو په ۲۰۲۰ کال پنروز ته نوبل جایزه ورکړل شوه، خو سټیفن هاکینګ بدبخته په ۲۰۱۸ کال وفات شوی و او جایزه یې و نه لیده. پنروس اوس هم زوندی دی. اینشتاین او سټیفن د ساینس دوه داسې راڼه ستوري وو چې ستوري، تور غارونه او د کائناتو رڼې و تیاره برخې یې را وپېژندل.
عجبه دا ده چې د اینشټاین د زوکړې ورځ، یعنې د مارچ ۱۴ تاریخ د سټیفن هاکینګ د مرګ د ورځې نېټه ده. نو نن که له یوې خوا د اینشټاین د زوکړې د ورځې خوشالي ده، خو له بلې خوا د سټیفن د مرګ تلین هم دی.
همداراز، د مارچ ۱۴ تاریخ د پی (Pi) نړیواله ورځ هم ده. د پی قیمت هم ۳.۱۴ دی. البته له عشارې وروسته یې قیمت دومره اوږد دی چې اعداد یې میلیاردونو هم اوړي.
پی جالب شی دی. پی د دایرې د محیط او قطر تر منځ نسبت دی چې همېشه یې قیمت همدا ۳.۱۴ دی. یعنې جالبوالی یې دا دی چې که دایره وړه وي او که غټه وي، خو که یې محیط په قطر ووېشل شي، قیمت به یې ۳.۱۴ وي.
اسانه یې تجربه کولای شئ: فرضا ۵۰ سانتي رسۍ را واخلئ او دایره ترې جوړه کړئ. بیا د همدې دایرې قطر اندازه کړئ. قطر هغه مستقیم خط دی چې د دایرې له مرکزه تېرېږي او د دایرې دوې برخې سره نښلوي. یا په نورو ټکو، دایره د یو مستقیم خط په وسیله په دوو مساوي برخو ووېشئ، همدا مستقیم خط د دایرې د قطر په نامه یادېږي. کله چې مو دا قطر اندازه کړ، اوس نو همدا پاسنی ۵۰ سانتي په همدې قطر ووېشئ، و به ګورئ چې همدا ثابت ۳.۱۴ قیمت په لاس درکوي. اوس که دا تجربه په یوه بله دایره، چې له ۸۰ سانتي رسۍ څخه جوړه شوې ده تر سره کړئ، همدا یوه نتیجه او ثابت قیمت ۳.۱۴ به په لاس درشي.
د پی همدا قیمت په ریاضیاتو او فزیک کې دومره زیات کارېږي، لکه د جامو په ګنډلو کې چې خیاطان تار کاروي.
لیکنه: وکیل احمد عزیزي