لیکواله: کورټنی جول- د مینهسوتا ایالتي پوهنتون، مانکاتو
ژباړن: نصیر احمد تره کی
ناروې، تر هغه وروسته چې بالاخره یې په ۱۹۰۵[۱] کال کې خپلواکي ترلاسه کړه، داسې یو هیواد و چې غوښتل یې خپل ملي هویت بیرته ورغوي او د ازادۍ له خوند څخه برخمن شي. د ناروې بادشاهۍ په بریا سره په ازادۍ کې ژوند کړی و. دغه هیواد د لومړۍ نړیوالې جګړې په ترڅ کې خپله بېطرفي ساتې وه او هیله یې درلوده چې په دوهمه نړیواله جګړه کې له جګړې څخه ځان ګوښه وساتي. په یوه درانه ټکان سره، دا هیلې هغه وخت د ۱۹۴۰ کا د اپریل نهمه نیټې، په لومړیو کې هغه مهال ورژیدې، چې الماني ځواکونو په ناروې برید وکړ. [۲] د نازیانو برید داسې څه نه و چې د ناروې ولس دې د هغو منلو او زغملو ته هیلهمن وي. له همدې کبله، دوی د المانیانو د نازي کولو د هر ډول پروسې پر وړاندې په شدت سره مقاومت وکړ. د اشغال له پيله یې، نارویژیان تر یوې ځواکمنې رهبرۍ لاندې سره یو موټی او د ګڼ شمیر مقاومتونو مهارتونه یې د انسجام د رامنځته کولو لپاره په خلکو کې ترلاس لاندې ونیول چې نازیانو ونشوای کولی په هغوی کې نفوذ وکړي. په پایله کې، د دوهمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې د نازیانو د اشغال پر وړاندې د نارویژیانو اتحاد او مقاومت، د هیواد په یووالي او د اشغال په تورو کلونو کې د ناروې د خلکو او ولس په یو ملي هویت باندې د ټینګار په درلودلو کې ارزښمتمن رول ترسره کړ.
د پيل شیبې
پر ناروې هیواد د المان برید، که څه هم د دوهمې نړیوالې جګړې په لویه طرحه کې کوم هیښوونکې پیښه نه وه، خو د برید د ترسره کولو لاره او چټکیتا د ناروې ولس لپاره هیڅ د باور وړ نه وه او دوی یې هیښ کړل. ناروې د المان او بریتانیا له فشارونو، د معاهدو له وړاندیزونو او مذاکراتو سره مخ وه، خو له دې کبله چې هغه مهال دغه هیواد د ایدزفول (Eidsvoll) له لوري په ۱۸۱۴کال کې د جوړ شوي اساسي قانون له وخته د رامنځته شوې سولې د له منځه وړلو نیت نه درلود،[۳] نو یې د بېپرې توب لپاره خپلې هڅې وکړې. هغه مهال ناویژیان ډیر ښه پوهیدل چې هم لویه بریتانیا او هم المان د خپل ځان لپاره په مقابل لوري باندې ناروې د برترۍ ټکی ګڼي او دواړو هیوادونو ځواکونو هڅه کوله چې د ناروي سیاسي او رسمي همکاري له ځانه سره ولري. په دې سربیره، ناورې غوښتل تر هغه چې شونې ده له جګړې څخه ځان لیرې وساتي. په ورته وخت کې، دې ټکي ته پاملرنه مهمه ده، په داسې حال کې چې یو شمیر خلکو د نازیزم له افکارو څخه ملاتړ کاوه- هماغسې لکه هغه مهال چې د ډیری هیوادونو په اړه همداسې رامنځته هم شول- غوڅ اکثریت ته نږدې ټول نارویژیان د نازیانو ډير سخت مخالفه وو. دا احساس د هالودان کوهت چې له ۱۹۳۵ تر ۱۹۴۱ پورې د بهرنیو چارو وزیر و، په لومړي لاس راپور کې له نورو سره شریک کړل شوی دی: ((ناویژیان په بشپړه توګه د نازیانو د ایډیالوژۍ چې د ولسواکۍ او ولسواکۍ له ټولو بڼو له شکنجو سره مله استبداد مخالف دي او د ملتپالنې په نوم چې کوم تاوتریخوالی او وحشتونه ترسره کیږي، د زړه له تله ورڅخه کرکه لري.)) [۴] دوی د المان د یرغلونو مالامال سیاستونه، د ټولو کوچنیو ملتونو او ولسونو د خپلواکۍ لپاره ګواښ ګڼل او غوښتل یې چې د نازي رژیم نه ملګري پاتې شي او نه هم دښمنان.
وروسته له هغه چې هیټلر ډاډه شو چې بریتانیا به د ناورې له موقعیت څخه پر دوی باندې د اصلي یرغل د مسیر په توګه کار واخلي، په چټکۍ یې تصمیم ونیو چې خپل ځواکونه شمال ته واستوي څو وکولی شي ناروې لاندې کړي. له سرتیرو ډکې کښتۍ د هیواد په ګڼو بندرونو کې راکښته او اسمان هم له الوتکو ډکو سرتیرو څخه ډک وو. مخکې تر دې چې ناروې د یو کار د ترسره کولو لپاره چانس ولري، نازیانو یې ټول هیواد سر تر پایه نیولی وو. له دې ناببره یرغل برسیره، المان هیله درلوده چې ناروې د المان اقدامات درک کړي او د اشغال پر وړاندې به مقاومت ترسره نه کړي. د المان استازي، کرت برائر د بهرنیو چارو وزیر هالودان کوهت ته ګواښ واستوه، چې هیواد باید په بشپړه توګه ورته وسپاري، کنه الماني ځواکونه به ټول مقاومتونه سخت وځپي چې یوازې به د ناروې د خلکو د غیرضروري وینو توییدلو لامل شي. کوهت په غوڅه توګه ځواب ورکړ چې نارویژیان به هیڅ کله تسلیم نه شي او په حقیقت کې، دوی مخکې د جګړې په حالت کې قرار درلود. [۵]
په ډاډمنه توګه سره نارویژي ځواکونو او د هغوی ګرځنده کښتیو چې هرڅه ورته ممکن وو ترسره یې کړل څو په اوسلو کې د الماني ځواکونو د کښته کیدلو مخه ونیسي یا لږترلږه د دوی کښته کیدلو کې ځنډ راولي. ناویژیانو هڅه وکړله چې په ټولو هغو ښارونو کې چې د هیواد په هره برخه کې تر یرغل لاندې راغلي وو، له نویو راغلو المانیانو سره مبارزه وکړي. په اسلوفجورد(Oslofjord) کې د راکټونو او مرمیو او توپونو یو باران په الماني بلوشیر(Bluecher چې الماني بیرغ پرې لګیدلی و، ټکر وکړ او د کښتۍ د چاودیدو او غرقیدو لامل شو. دا ځنډ هماغه څه وو چې پادشاه، شاهي کورنۍ، د کابینې غړو او استورتینګ (د ناورې ولسي جرګې) ورته اړتیا درلوده. دوی اوس دا موکه درلوده څو داسې لاره چاره وګوري څو د ناروې له بانک څخه طلا او دغه شان له بهرنیو چارو وزارت څخه مهم اسناد بل ځای ته ولیږدوي او له اوسلو څخه وتښتي او په حمار ښار، د هیواد په بله څنډه کې سره راټول شي. [۶]
له بدهمرغه، نارویژیانو د الماني غوره ځواکونو د یرغل د درولو لپاره لږ چانس درلود او ډیر لږ وخت تیر شو چې د ناورې ساحلي ښارونه د المانیانو له لوري ونیول شول. جلسویک په ۱۹۴۰- ۱۹۴۵ کلونو کې د نارويزیانو د مقاومت په کتاب کې ددغه شپې څخه یادونه کوي: (( یو فلج کوونکي خوب او تقریبا غیرواقعي. د څو شیبو په ترڅ کې زموږ پلازمینه او د هیواد اصلي ښارونه له هر مهم هوايي ډګر په شمول، ساحلي استحکامات او د وسلو د تامین پنډغالي اشغال شول. په جنوبي ناروې کې مقاومت ځواکمن شوی وو، خو ماته د منلو نه وه.)) د پلازمینې په له لاسه ورکولو او د لومړنیو مخالفانو په ماتې سربیره، نارویژي چارواکي، سرتیري او ولسي خلک لا هم ټینګار کوي چې د خپل ولس لپاره جګړه وکړي. له همدې کبله، دوی ټول لاس په کار شول، وسلې ته یې لاس کړ او د یرغل د ګواښ پر وړاندې وجنګیدل. [۷]
که څه هم نارویژیان پوهیدل چې د المانیانو له یرغل وروسته، د دوی د بې طرفۍ او اړونده سولې په اړه یې چانس کم دی، خو هیلهمن وو چې لږترلږه به وکولی شي پادشاه او خپل دولت وساتي. الماني چارواکي له کلیدي مشرانو استورټینګ، د بهرنیو چارو وزیر او حتی خپله له پادشاه هاکون سره وکتل او دواړو لوریو هڅه وکړه چې د یو بل همکارۍ او مرستې راجلب کړي. له دې سره سره، له دې کبله چې یو لوري هم سازش ته غاړه نه ایښودله – المانیانو ناروې غوښتله او نارویژیانو بیا ازادي- دغو خبرو اترو له دې پرته چې نارويژي مشران د ژوند تر ټولو بدو پيښو ته چمتو کړي، بله هیڅ پایله نه درلوده. په همدې حال کې، نارویژیانو خپل چریکي بریدونه او نظامي مقاومت ته دوام ورکړ او دولتي چارواکو ته یې اجازه ورکړه چې د ملاقانو د لزوم په وخت کې امن ځایونو ته ولیږدول شي. دغه چاره د ۱۹۴۰ کال د جون تر اوومې نیټې دوام درلود، کله چې د ناروې پادشاه هاکون نه منونکې چاره ومنله او له ناروې څخه ووتل او انګلستان ته یې پناه یووړله. پادشاه هاکون ناو استورټینګ لندن ته له ورتللو وروسته، یو خپلواک دولت ایجاد کړ، له همدې کبله دوی وکولی شوای چې د امکان تر بریده د ناروې د خلکو مشرۍ له لیرې ځایه څخه هم ترتیب او ژوندۍ کړي. [۸]
له دې سره سره، په ناروې کې، رسمي مشري چې د الماني نازیانو له لوري په رسمیت منل شوې وه، د هغو کسانو لاس ته ورغله، چې په نازي المان یې باور درلود او له دوی څخه یې ملاتړ کاوه. له همدې کبله، ویدکون کوئیسیلینګ، چې اوس یې نارويژیان د ملي خائن په توګه پيژني، ځان رامخته کړ او دغه تشه یې ډکه کړه. لوئیسلینګ یو عجیبه او مغلق سړی و. هغه د ځوانۍ پرمهال ډیر کارونه ترسره کړل: هغه په دولس کلنۍ کې د ریاضي یوه ننداره اختراع کړه چې د ناروې په ښوونځیو کې به تدریس کیدله، هغه له نظامي اکاډمۍ څخه په ۲۴کلنۍ په ډیرو لوړو نومرو فارغ التحصیل شو او د فریتیوف نانسن د منشي په توګه یې دنده ترسره کړه او په پنځه ویشت کلنۍ کې یې بهرنۍ مرستې چې په اوکراین کې یې زرګونه خلک وژغول، ترتیب او تنظیم کړلې. [۹] له دې ټولو لویو لاسته راوړنو سره سره، هغه یو منزوي کس و په خیانت ګرفتار او ویره یې درلوده. په ۱۹۳۳ کال کې کویسلینګ خپل سیاسي حزب د Nasjonal Samling (NS په نوم په انګلیسي باندې ملي اتحادیه تاسیس کړ او مخ په زیاتیدونکې بڼه یې د یو ښي اړخي افراطي سیاسي موقعیت لوري ته ولاړ. [۱۰] باالخره کوئیسلینګ له هیټلر سره ولیدل او د نازیانو له غورځنګ سره یو ځای شو.
دا به د تقدیر حکم و چې کویسلینګ او د هغه د ملي اتحادیې په نوم ګوند له هماغه د جګړې له پیله، د ناروې خلکو لپاره د شیطاني ځواک په بڼه پيژندل شوي وو. د هغه اړ او دوړ په ترڅ کې چې په ناروې باندې د المانیانو د برید له کبله رامنځته شوی و، کویسلینګ د یوې شیبې لپاره بریالی شو. هغه د نارویژیانو له لومړني شوک او منډو ترړو څخه د ځان په ګټه کار واخیست او واک یې ترلاسه کړ. د ۱۹۴۰کال د اپریل د نهمې په سهار، کویسلینګ یوه وینا خپره کړه چې په هغه کې یې ځان د ناروې د نوي دولت او بهرنیو چارو وزارت مسوولیت یې په کې اخیستی و. [۱۱] د دغو نویو پیښو د رامنځته کیدو له کبله هیواد سره وویشل شو. کوئیسلینګ د ملي اتحادیې په ګوند کې ډیر کم شمیر پلویان درلودل او د خپل تازه کشف او ترلاسه شوي واک په ترلاسه کولو سره یې نور ملاتړي هم جذب کړل، خو لوړ شمیر ولس لا هم ناراضه وو. په دې وخت کې به یو کس یا د یو (ښه) نارویژي په توګه پيژندل کیده یا د کوئیسلینګ د ملاتړي په نوم. که به کوم کس د کوئیسلینګ د ملاتړي په نوم وپيژندل شو، هغه کس به د ناروې د بیا راژوندي کیدو او د خپلواکۍ د بیرته راګرځیدو مخالف ګڼل کیده.
د پادشاه هاکون او استورټینګ په وتلو سره، د ملي اتحادیې ګوند په لنډمهاله توګه د واګو چارې په لاس کې واخیستې او د نازیانو د هیلو د پراختیا لپاره یې ګڼ شمیر طرحې تر کار لاندې ونیولې. په پیل کې، تګلاره دا وه چې ناروژیانو ته به قناعت ورکړي چې د المان اشغال د دوی په ګټه دی او د چاپلوسي او غوړو ژمنو له لارې د اروپا په شمال باندې بریالي شول. په دې سره، هماغسې لکه چې ریست (Riste) او نوکلیبي (Nökleby) دا خبره کړې ده، د ناروې د خلکو د قناعت ورکولو هڅې ښايي سرچپه پایله ولري:
… د (قناعت) ترلاسه کولو په اړه وطنپرسته نارويژیانو په وخت ورکولو سره، (المانیانو او د هغوی نارويژي ملګرو یې) په حقیقت کې دوی ته موکه په لاسه ورکړه چې له لومړنیو ضرباتو څخه وژغورل شي او د نازیانو پر ضد د یوې جبهې چمتووالی ونیسي. وروسته، کله چې په واقعي مانا باندې وحشت او تاوتریخوالی پیل شو، جبهه دومره ځواکمنه شوې وه چې د یو غبرګون په توګه، نه د یوې هلاک کوونکې ضربې په توګه، دوی ته غبرګون وښيي. [۱۲]
ډیره سخته وه چې نارویژیان به یوازې صفونه سره منظم کړي، له همدې کبله د اتحادېې ملي ګوند اړ شو چې خپل تکتیک ته بدلون ورکړي. هغوی پر خلکو باندې د نازیانو د تحمیل کولو لپاره د قوانینو او سیاستونو معرفي پیل کړه. په دې سره، دا مهال ډیره ناوخته وه. له دې کبله چې نارويژیانو مخکې له مخکې پوره وخت د مقاومت د راټولیدو لپاره درلوده، د ملي اتحادیې ګوند د هغه کنټرول د ترلاسه کولو لپاره چې په لټه کې یې وو، ډیر لږ چانس درلود: ((هغه پرلهپسې اقدام چې د کویسلینګ د دولت له لوري د نازي کولو لپاره طرحه کیده، له توقع خلاف پایله به یې جوړوله او د نارویژیانو لپاره به یې جګړه روښانه کوله. [۱۳] د مقاومت په ځواکمنیدو سره، د ملي اتحادیې د ګوند قوانین او سیاستونه په پرله پسې توګه له هغو سره د نارويژیانو د نه جوړښت او مطلق امنتاع له کبله، په کلي توګه متوقف شوي وو.
که څه هم کویسلینګ د المان په لاس د هیواد د اشغال پرمهال او تر هغه د مخه د ناورې د خلکو لپاره ګڼ شمیر ستونزې رامنځته کړې وې، خو هغه د ناروې د مقاومت په غورځنګ کې مهم نقش ترسره کړ؛ ځکه هغه د هغه ولس لپاره چې لاره ترې ورکه وه یو مشترک/ ګډ دښمن رامنځته کړ. هغه تګلاره چې د المان د یرغل پرمهال کوئیسلینګ واک ته د رسیدو لپاره ترې کار واخیست، د ناروې د خلکو قهر یې راوپاراوه. په پایله کې، ټولو نارویژیانو، هغه که د دندو مالکان، اجتماعي طبقو او د ګڼو عمرونو واله سره یو موټی شول څو د نازي کولو ګڼ شمیرې هڅې له منځه یوسي. کویسلینګ د المان د اشغال د داسې یو منفور سمبول په توګه بدل شو، چې هیټلر اړ شو هغه د نارويزیانو د همکاري او اعتماد د راجلبولو په پلمه، له واک څخه ګوښه کړي. له دې سره سره، که څه هم کوئیسلینګ خپل ځای یوې اداري شورا ته پریښود، خو هغه بیا هم د نازیانو د ځای په ځای کولو هڅو ته دوام ورکړ او د هغه ګوند لا هم په هغو سیاستونو باندې ډیر نفوذ درلود چې د اشغال د کلونو په ترڅ کې په ناروې باندې وتپل شول. نارويژیانو هیڅکله د نازیانو ایډیالوژي ونه منله. له همدې کبله، د ټولې ناروې د بشپړې نازي کیدو په ځای، د کویسلینګ اقدامات او امرونه چې د ملي اتحادیې له ګوند څخه صادر شوي وو، یوازې او یوازې یې د مقاومت تخم وکرلو.
مشري/ رهبري
د مقاومت غورځنګ، په لومړیو کې یووالی او سمه مشري او جوړښت نه درلوده چې ډیری برخه یې د بې لوريتوب له کبله وه. نارویژیانو داسې مشرانو ته اړتیا لرله چې هغوی د دغه هیاهو او اضطراب په ګرداب کې رهبري کړي څو وکولی شي د نازیانو د اشغال پر وړاندې په اغیزمنه توګه مقاومت راژوندی کړي. کله چې دغه شانته رهبران رامنځته شول، نارویژیانو وکولی شوای چې د نازیانو پر وړاندې د مقاومت لپاره سیستم رامنځته کړي.
د کوئیسلینګ برخلاف، یو له هغو شخصیتونو څخه چې نارویژیان یې سره راټول کړل او په ډیرو مثبتو لارو یې د مقاومت څپې راوخوټولې، پادشاه هاکون و. پادشاه هاکون له هغه وخته چې په ۱۹۰۵کال کې له ډنمارک څخه د پادشاهۍ د ترلاسه کولو لپاره ناروې ته راغی، په خپلو خلکو کې یې مینه او محبوبیت وموند، [۱۴] خو د هغه اصلي محبوبیت د هغه له سلطنت وروسته کلونو کې پراخه شو. ټولې هغه ناارامۍ چې د المان د اشغال پرمهال رامنځته شوې، پادشاه هاکون یو ثابت قدمه شخصیت پاته شو چې د ناروې د خپلواکۍ لپاره یې جګړه کوله او ټینګار یې کاوه چې نارویژیان باید مقاومت ته دوام ورکړي. هغه د مقاومت په یو غوره شخصت بدل شو او په داخل کې یې د ځواکونو د تشویق په توګه خدمت کاوه.
که څه هم پادشاه هاکون له ناروې څخه تښتیدلی و، خو بیا هم د الماني مشرانو له لوري د پام وړ فشار سره مخ و. هغه له فني اړخه لا هم د سلطنت پاچا و او په خپلو خلکو یې د پام وړ اغیز درلوده. المان هیواد د نارویژي اتباعو د همکارۍ د جلب لپاره باید د پادشا له شره بې غمه شوي وای. له همدې کبله، هغوی د هاکون پادشاه د ایسته کیدو غوښتنه کوله. ناروې هیواد داسې لار ورکی او غمجن و، چې د ولسي جرګې پاتې استازو خپل پاچا ته لیک واستاوه او ترې ویې غوښتل چې له خپل عنوان څخه دې تیر شي. [۱۵] د خپل تصمیم د اغیز او اثراتو په اړه له بحث وروسته، پادشا بالاخره له واکه څخه له ایسته کیدو څخه انکار وکړ او حتی خپل ځواب یې د بيبيسي راډیو له لوري خپور کړ. هغه زیاته کړه چې که د خپل هیواد له واکمنۍ څخه ملاتړ ونه کړي تر هغه چې هغوی وکولی شي خپل دولتي مسوولیتونه په عادي توګه پیل کړي، نو د خپلو خلکو او ناروې دولت په وړاندې به یې له خپلې دندې سره خیانت کړی وي. د پادشاه ځواب چاپ، تکثیر او کاپي او په ټول اشغال شوي ناروې هیواد کې خپور شو او ویلی شو چې هغه ددغه هیواد د مقاومت په تصمیم کې د عطف ټکی وګڼو. [۱۶] ریست او نوکلبي په مقاومت باندې د پادشاه د تصمیم په اړه رڼا اچوي:
د ۱۹۴۰ کال په اوړي کې د مقاومت روحیه او پراختیا د څو تنو با درایته مشرانو د میړانې میراث دی. تر هر څه مهم دا چې، پاچاه هاکون ولاړ وو او له واک څخه د ګوښه کیدو په اړه د هغه غوڅ رد ځواب، ډیر شمیر ګډوډۍ ورکې کړې او د نارويژیانو تصمیم یې اسانه کړ چې څنګه تصمیم ونیسي او څه وکړي. [۱۷]
کله چې د ناروې ډیری شمیر خلکو د مقاومت غږ پورته کړ، پاچا هاکون د ناروې د خپلواکۍ او مقاومت په سمبول باندې واوښت.
پاچا هاکون ثابته کړه چې یو متحد کوونکی شخصیت دی چې د مقاومت لپاره د نارويژي ولس عزم ځواکمنوي. د کوهت په خبره، پاچا هاکون د داسې ځواکمنو ځانګړنو درلودونکی و چې د ناروې خلکو هغه ته ځواب ورکړ.
(هغه) د خپل ولس اتل شو او ځان یې د هغه مینې او ستاینې وړ وګاڼه چې دده په لوري راماته شوې وه. دغه بحران په هغه کې د میړانې او مقاومت ځانګړتیاوې چې د هغه په روح کې نغښتې وې، زیاتې کړې. د دندې په اړه د هغه ژوند احساس، د خپل ولس د فداکارۍ لپاره د هغه مطلق میلان چې د وروستي ازمیښت سره مخ شوي وو او خپله ماته نه منل یې ثابته کړل. [۱۸]
پاچا هاکون د خپل ولس او هیواد اړتیاوې تر خپلو اړتیاوو لوړې وبللې او نارويژیان هغه ته له همدې کبله ډیر درناوی کوي، نارويژیانو غوښتل چې د یو ځواکمن مشر په لرلو سره چې باید هغه ته تکیه وکړي او له شا ورپسې یو موټی ودریږي، هغه سربلند کړي او د المان د نازیانو د کنټرول لپاره باید هر هغه کار ترسره کړي چې له وسه یې پوره وي.
له هاکون پاچا پرته، دوه ډیرو مهمو سازمانونو د ناروې په خاوره کې فعالیت درلوده چې د ملي مشرۍ د ډلو په څیر او عنوان یې عمل ترسره کاوه او د مقاومت په پنځولو کې یې مرسته کوله: ( Koordinasjonskomiteen – KK) او Kretsen – (د همغږۍ کمیټه) او (حلقه) KK دا یوه زیر زمیني کمیټه وه چې د مقاومت لپاره د عمومي اجرايي بنسټ په توګه ځانګړې شوې وه او ګڼ شمیر د مقاومت جوړښتونه چې تر هغه پخوا سره بیل بیل وو، یو موټی کړل. KK دغه شان په ټول هیواد کې د مخفي لارښوونو د ویش یا د مشروطې ازادۍ د امرونو د ویشلو چاره په غاړه درلوده [۱۹] دغه مشروطې خپلواکۍ د ناروژیانو په یو موټی کیدو کې ډیره اغیزمنه وه: مشروطې ازادۍ د مدني مبارزاتو لپاره همغږي رامنځته کړله. دغه تر ټولو مهمې وسلې د نازیانو ترورو، یعنې (د فرد انزوا او ( له یوازې توب څخه ویره) دوه برابره کړله. [۲۰] د هیواد سترې محکمې او اداري شورا هم متفاوته دنده درلوده، خو تر اوسه ډیر ګټور وو. د حلقې اصلي موخه په ناروې کې د داخلي رامنځته شوې جبهې د مقاومت او په لندن او سویډن کې د ناروې د تبعید شوي دولت ترمنځ اړیکه تنظیمول و. [۲۱] دغه دوه سازمانونه، په پایله کې د غیرنظامي مقاومت د غورځنګ مشري په غاړه واخیستله او د نازیانو پر وړاندې یې د نارویژیانو د مقاومت لپاره، یوه ډیره د اړتیا وړ یو موټی جبهه رامنځته کړله.
د مدني مقاومت تکتیکونه
کله چې نارويژیانو یو منسجم او واحد مقاومت رامنځته او په خپله رهبري باندې یې باور وکړ، مقاومت غورځنګ په چټکۍ سره پراختیا وکړه. که څه هم د نازي اشغالګرانو پر ضد باندې په نظامي او د فزیکي اقدماتو په برخه کې یو شمیر بیلګې وې، خو ډیری د استفادې وړ تکتیکونه یې د عدم تشدد و، له دې ډلې د زیرزمیني مطبوعاتو خپرول، د لاریونو اقدامات، له نازي ملاتړو او سرتیرو څخه لیرې ګرځیدل، د هغو پردیو المانیانو لپاره د طنزونو جوړول چې هیواد ته چا رابللي نه و او له مقاومت سره د وفادارۍ په موخه د سمبولونو څخه ګټه اخیستل پکې شامل وو.
تر ځمکه لاندې مطبوعات
د ناورې د مقاومت غورځنګ تر ځمکه لاندې مطبوعات ښايي یو له مهمو تکتیکونو څخه وو چې د المان د یرغل پر وړاندې ترې کار واخیستل شو. ریست او نوکلبي د مقاومت د غورځنګ په یووالي کې د ځمکه لاندې مطبوعاتو، اړخ مهم ګڼي:
(زیر زمیني مطبوعات) په دې سربیره چې د نازي د درنو تبلیغاتو پر وړاندې یو په زړه پورې ترخه زهر و، د وطنپرستانه همغږۍ د رشد په وړاندې د محدودیتونو د له منځه وړلو لپاره یې پیوندونه رامنځته کړل. ځکه نارويژیانو د یو فرد په توګه، تر بل هر ولس څخه سرسرخته او د نازیانو ضد ملت نه و؛ خو په میړانه او د ګوته په شمیر کسانو د مشرۍ له کبله، او د هغو وسایلو په وسیله چې کولی یې شوای چې ډیر شمیر کسانو ته لاسرسی ولري، داسې یووالی رامنځته شو چې ځواک یې له ازمیښت څخه بریالی راووت. [۲۲]
نارويژیانو اړتیا درلوده چې له بهرنیو سرچینو څخه د جګړې خبرونه ترلاسه کړي او ددغه کار د ترسره کولو لپاره تر ټولو غوره لاره، بیرونیو اطلاعاتو ته د لاسرسي لپاره له نورو نارويژیانو سره همکاري او له ډیر شمیر خلکو سره د هغو خبرونو شریکول وو. د نازیانو تر واک لاندې د خبري بنسټونو په تعطیل کولو سره، یوازنی خبر چې نارويژیانو به اوریده هغه د نازیانو له تبلیغاتو څخه به ډک و. که به نارويژیانو غوښتل چې له نازیزم سره مبارزه وکړي، نو ډاډمنو او معتبرو اطلاعاتي سرچینو ته یې اړتیا درلوده. د ترځمکه لاندې مطبوعاتو یو اړخ د پټو راډیوګانو شتون و. نارويژیانو په ټوله ناروې کې په پټه د بریټانیا بيبيسي ته غوږ نیول او د سویډني کانالونو د باور وړ خبرونو د ترلاسه کولو لپاره غوږ نیول پیل کړل. [۲۳] کله چې نازیان متوجه شول چې راډیویي دستګاوې په رښتیا هم د څه لپاره استفاده کیږي، تر ۴۷۰۰۰۰ ډیر شمیر دستګاوې یې ونیولې. [۲۴] که څه هم د دوی دغه کار هیڅکله هم ناروژیان له خپل کاره منصرف نه کړل. په بدل کې، هغوی له لندن څخه نوې اخیستل شوې راډیویي دستګاوې پټې کړلې او دغه شان هره هغه دستګاه چې ثبت شوې نه وه، هغه یې هم پټه کړله څو نازیان پوه نشي چې تراوسه څومره شمیر راډیویي دستګاوې شته دي. [۲۵] دغه راډیویي دستګاوې او هغو ته غوږ نیول ډیر له ارزښته ډک وو؛ ځکه نه یوازې دا چې د لندن له دولت سره د اړیکو نیولو لاره یې چمتو کوله، بلکې د خلکو لپاره یې یو ټولنیز کار او فعالیت هم شونی کاوه چې په پټه یو له بل سره وګوري څو خبرونه واوري.
د زیر زمیني مطبوعاتو له ډلې یې بل اړخ، د ناقانونه ورځپاڼو لیکل او چاپول و. لومړنۍ ناقانونه ورځپاڼه د ۱۹۴۰کال په اکتوبر کې خپره شوه او د اشغال په ټوله دوره کې، نارويژیانو تر ۳۰۰ هم زیات شمیر ورځپاڼې تاسیس کړلې چې ډيری یې په هغو هیلو باندې ټینګار کاوه چې د نازیانو تر ګواښ لاندې راغلې وې. [۲۶] دغه شان د مقاومت غورځنګ ډير شمیر کلیدي اصطلاحات لکه Frihet ازادي، Norge (ناروې)، Norsk نارویژني)، Folke خلک)، Demokraten ولسواکي، Konstitusjon اساسي قانون)، Kongen شاه)، په هره دغه مقاله کې تر سترګو کیدل. [۲۷] ددغو ناقانونه ورځپاڼو له ډلې یې دوه ډیرې مشهوره د Bulletinen (بولټن) او Vi vil oss et land ) موږ یو ولس غواړو) په نومونو وې. بولټن د داخلي خپرونې په توګه د مقاومت له مشرانو سره مرسته کوله څو له دې څخه له یو بل او له عامه ولس سره د اړیکو لپاره کار ترې واخلي. د مقاومت د مرکزي ډیری کسانو مقالو به، د بولټن د مقالو او لیکنو مطالب جوړول. دا ورځپاڼه له دې کبله چې د مقاومت لپاره د تایید او باور وړ وه، ډیره ارزښتمنه وه. دغه شان، دغې ورځپاڼې خپل لوستونکي تشویقول چې د مبارزې لاره ژوندۍ وساتي. په دې توګه، دغه ورځپاڼې د ولسي لاریونو او دستورالعملونو په پراختیا کې مرسته کوله. [۲۸] Vi vil oss et land ورځپاڼې هم ورته چاره ترسره کوله، که څه هم موخه یې تر ډیره په عامه توګه پوهاوی رامنځته کول و. Vi vil oss et land هغه څه چې په رښتیا به په ناروې کې رامنځته کیدل، توضیحات ورکول او لکه بولټن ورځپآڼه، موخه یې د جګړې د دوام پاره نارويژیانو ته الهام ورکول و. په حقیقت کې، د ۱۹۴۰کال په اکتوبر کې په لومړۍ ګڼه کې ددې ورځپاڼې دنده ډیره روښانه شوه:
تر هرڅه وړاندې، موږ غواړو ثابته کړو چې د خپلواکې ناروې لپاره زموږ مبارزه دوام لري، تر هغه پورې به دوام لري، چې بالاخره موږ خپلواک شو. دوهم، موږ غواړو چې د ناروې ولس له هغه څه څخه خبر وساتو چې په ناروې کې پیښیږي… د خپلواکې ناروې لپاره مبارزه، که په هره بیه وي، دا به دوام لري. زموږ مبارزه تر ژوندي پاتې کیدو پورې خلاصه کیږي. هیله من یو چې دا ورځپاڼه به ستاسو له باورونو سره مرسته وکړي او قناعت مو شوی وي چې په کرکې، بې عدالتۍ او وهلو ټکولو باندې ولاړ نظام نشي کولی تل پاتې شي. که شپې اوږدې وي یا لنډې، تر هرڅه به زیاته زموږ روحیه پیاوړې وي. هغه ناروې چې موږ مینه ورسره لرو او هغې ته درناوی لرو، یو ځل بیا به راپورته کیږي. [۲۹]
Bulletinen او Vi vil oss et land په ډاډمنه توګه یوازې هغه ورځپاڼې نه وې چې دا او دېته ورته موضوعات به یې خپرول؛ خو دا دواړې، ډاډمنو معلوماتو او خبرونو ته د نارويژیانو د لاسرسي په برخه کې، د ټینګ عزم لپاره ښې او غوره بیلګې وې.
په داسې حال کې چې د ناقانونه ورځپاڼو چاپول یو ارزښتناکه چاره وه، ددې ورځپاڼو او نورو اړونده اسنادو خپرول هغه څه و چې په ريښتوني توګه یې ولس د مقاومت لپاره، یو موټی کاوه. دغه شان، د افردو د ګډون لپاره هم په نسبي توګه اسانه لاره وه. ((وهر)) په دغه نظریاتو باندې ډیره رڼا اچوي: (( دا د عادي اتباعو لپاره یوه ایډیال مقاومتي چاره وه. یو ملګري ته د یو ناقانونه کاغذ استول یو فردي مقاومتي ګام و. د ملي خپلواکۍ او ریښتونو ارزښتونو ته د ژمنتیا په انګیزه سره د خبرونو خپرول، او د هغه څه په اړه پوهیدل چې پیښیږي، د لیږدوونکي او ترلاسه کوونکي د ملي اجتماع او ګډون لپاره یې د هغوی حس پیاوړی کاوه. [۳۰] نور خپاره شوي اسناد، د پاچا هاکون پيغامونو (لکه د هغه د ګوښه کیدو د رد لپاره د هغه وینا) د لاریونونو سره د مرستو لپاره د لارښوونو او لیکونو ته شامل پیغامونه و. ددغو لیکونو یو لیک هغه څه په بر کې لري چې کوهت له هغه څخه د نارويژیانو له لسګونه فرمانونو څخه یو ګڼي:
۱) ته باید له هاکون پاچا څخه چې په خپله دې ټاکلی دی، اطاعت وکړې.
۲) ته له هیټلر او له ټولو کړنو څخه یې کرکه وکړه او هیڅکله دا له یاده مه باسه چې هغه د جګړې له اعلان پرته، خپل انډیوالان په سوله غوښتونکي، ولس باندې واکمن کړل.
۳) تل لپاره په یاد ولره چې څنګه د المان نازیان، له کوم نظامي لامل پرته، خپل ملاتړي اړ ویستل چې د ناروې کښتونه، کلي او ښارونه له منځه یوسي څو د دوی د وینو شهوت ارضا کړي او خپل وحشت لا پراخ کړي.
۴) له هر ډول جنایت څخه ځان لیرې ساته او یاد ولره چې سزا یې مرګ دی.
۵) هر هغه نارویژی چې د یو خصوصي فرد په توګه له کوئیسلینګیانو سره په کور، کوڅه یا کوم هوټل کې ګډ کیني، خاین یې وګڼه.
۶) په همدې ترتیب، د استورتینګ هر یو غړی چې زموږ د زړور پاچا او قانوني دولت چې یوازې هغه کسان دي کولی شي په ازادۍ او خپلواکۍ د ناروې لپاره کار وکړي، مثبته رایه ورکړي، خاین یې وګڼه.
۷) پام لره چې د المان له نوکرانو څخه جوړ شوی دولت چې ټوله نړۍ یې د یو شورشي دولت په توګه ورباندې قضاوت کوي، موږ به د نړۍ په کچه سپک کړي.
۸) هره ورځ خپلو اولادونو او ملګرو ته دا وریاده کړه چې دوی نارويژیان دي او باید همداسې پاتې شي.
۹) یاد ولره چې یوازې د المان ماته کولی شي موږ ته بیا خپلواکي راکړي.
۱۰) څښتن تعالی دې هېواد او پاچا وساتي. [۳۱]
دا د ناروې د ولس لپاره تشویقي لس فرمانونه وو، څو دوی ته وریاده کړي چې دوی څوک دي او دا چې دوی همیشه هغه ولس دی چې له ګډ دښمن سره جګړه کوي. د ناقانونه ورځپاڼو او نورو اسنادو په خپرولو سره، نارويژیانو ددغو اطلاعاتو په شریکولو سره یو د بل د روحیې د ځواکمنولو لپاره، ددې په یادولو سره چې دوی په یوه ګډه مبارزه کې ولاړ دي او باید یو موټی واوسي.
دا پاس هر یو له زیرزمیني مطبوعاتو څخه د نارويژیانو استفاده په ډاګه کوي چې یو ولس څومره مصمم چې له ریښتونو خبرونو څخه خبر شي او یو له بل سره اړیکه ټینګه کړي. نارویژیان پوهیدل چې غواړي خپل ښکلی وطن او کلتور وساتي، باید معلومات ترلاسه کړي او یو له بل سره همکاري وکړي څو په ټول هیواد کې هڅول پراخه او خواره کړي. هغوی د ناقانونه ورځپاڼو په انتشار او د راډیو له تاسیس څخه په استفاده، دقیقا همدغه کار ترسره کړ.
نافرمانۍ او لاریونونه
یوازې د ناقانونه مطبوعاتو د مقاومت ننداره نه وه. ډیری نارويژیان د نازیانو د یرغلګرو ځواکونو د کړنو او برنامو پر وړاندې د ښکاره بغاوت او لاریونونو په لاره اچولو لپاره هم سره یو لاس شول. ددې کار ښکاره بیلګه، هغه سرتاسري لاریونونه و چې د المان د یرغل د لومړي کال لمانځنې پرمهال ترسره شول. کله چې د ۱۹۴۱کال د اپریل ۹مه نیټه راورسیده، ماسپښین مهال د ښار ترافیک د ۳۰ دقیقو لپاره ودریدل. په پلورنځیو کې هیڅوک نه وو او له موټر، تلیفون څخه یې استفاده نه کوله او دغه ورځ له تفریح پرته د عزادارۍ ورځې په عنوان په پام کې ونیول شوه. [۳۲] دغه لاریونونه په ښکاره د اشغال پر وړاندې د نارويژیانو لید او په ټول هیواد کې د خلکو لپاره هغه لاره وه چې په اعتراض او مقاومت کې باید سره یو موټی شي.
بل مهم لاریون چې د مقاومت د نندارې لپاره ترسره شو، د NS د غوښتنو د بنډیز پر وړاندې د والدینو او ښوونکو لاریون و. د مور او پلار لپاره دا د نه منلو وه چې اولادونه یې د نازیفیکسیون په منځ کې غړتیوب ولري. د دوی په مخالفت سربیره، NS هوډ درلود چې د ځوانانو ملي سازمان (Nasjonal Samlings Ungdomsfylking – NSUF) په نارويژي ځوانانو باندې د نازیسم د تحمیل په موخه کار او ګټه واخلي. NSUF یو اجباري سازمان و چې په هغه کې ټول هغه نارويژي ماشومان چې عمر یې د لسو تر اتلسو کلونو پکې نازي مفکوره تلقین کیده [۳۳] د ماشومانو مور او پلرونو تر ۲۰۰۰۰۰ ډیر لیکونه له خپل نوم او ادرس سره نازیانو ته ور واستول او پکې ویلي یې وو چې دوی به اجازه ورنکړي اولادونه یې دې له NSUF یو ځای شي. [۳۴] په ښوونځیو کې ښوونکی اړویستل کیدل چې له NSUF سره مرسته وکړي او د نازیانو د ښوونکو د انجمن په اجباري غړیتوب باندې اړویستل کیدل. لکه د مور او پلرونو بیلګه، اعتراضي لیکونه راکوټه شول. د ۱۴۰۰۰ تنو ښوونکو له ډلې ۱۲۰۰۰ تنو یې له دغه انجمن سره له یو ځای کیدو ډډه وکړه. [۳۵] په ځواب کې، NS هوډ وکړ چې ښوونځي د (سون توکو کې د سپما له کبله) د یوې میاشتې لپاره رخصت کړي او په پایله کې ۱۳۰۰ ښوونکي یې ونیول او د اجباري کار کمپونو/ پنډغالو ته یې ولیږل او دغه شان پنځه سوه ښوونکې يې په سخت ساړه ژمي کي د ناروې شمال ته د کار لپاره واستول. [۳۶] په دې ستونزو او وحشتونو سربیره، ښوونکو مقاومت وکړ تر دې چې په پایله کې NS تسلیم شول او دا کار یې یو سوتفاهم وباله. [۳۷] نارويژیانو په جګړه کې په یو موټي کیدو او له شاته تګ څخه په انکار سره، کویسلینګ، NS، او نازي چارواکي شاته تګ ته اړویستل. نارویژي ځوانانو، ښوونکو او پلرونو په پایله کې یوه لویه بریا ترلاسه کړه- او د نازیانو ایډیالوژي په ښوونځیو کې نه پلې کیده. دا د نازي کیدنې د پروسې پر وړاندې د نارويژیانو د مقاومت غورځنګ د مبارزې یوه ښکاره بریا وه.
NS دغه شان د ناروې د کلیسا له لوري چې د ناروې عمومي کلیسا وه، هم له لاریونونو سره مخ شوه. د ۱۹۴۰ کال په اکتوبر کې، کله چې د ګڼو مذهبي سازمانونو مشرانو په ګډه د ګډ ایمان اعلامیه خپره کړه چې په هغه کې یې په مسیحي یووالي ټینګار کاوه او د ټولو کلیساګانو د همکارۍ ګډه جبهه یې رامنځته کړه، په دې کار سره کلیسا داسې بنسټ رامنځته کړ چې د هغه له مخې شونې وه مقاومت ته دې لوری او ګودر ورکړي. که څه هم تر هغه وړاندې دوی د یو بل پر وړاندې نښتې درلودې، [۳۸] وروسته د ۱۹۴۲کال کې، د NS چارواکو د هغو کشیشانو په ګومارنه لاس پورې کړ چې په نازي ایډیالوژۍ یا مفکوره یې باور درلود، که څه هم په الهیاتو کې به یې هیڅ رنګ زده کړې هم نه وې کړې. NS رسمي مذهبي لیکنې بدلې کړې څو خپل فاشیشتي ژبه پکې شامله کړي. کله چې NS په کلیسا کې لاسوهنه پیل کړه او هڅه یې وکړه چې له هغو څخه د نازیانو په ګټه کار واخلي، نارویژي روحانیون ستړي شول. په ټوله کې د ۶۹۹ اسقفانو له ډلې یې ۶۴۵ تنو د NS له لوري د کلیسا د حقونو د نقض په اړه اعتراضیه استعفا لیک ولیږه. اسقفانو د NS له لاسوهنې څخه خوښ نه و او احساسوله یې چې د خدای پر وړاندې دا دنده لري چې د دوی په استعفالیک کې هم جوته وه چې باید مقاومت وکړي:
د ناروې د کلیسا اسقف که څه هم له دولت سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي چې په دې صورت کې یې د کلیسا د مباني له هیڅ اغیز پرته، جماعت ماتوي او په تاوتریخوالي باندې نوره بې عدالتي هم ور زیاتوي، او د خپل دعوت او بلنې پر وړاندې به بې وفا وي. له همدې کبله، په دې توګه اعلانوو چې له خپلې دندې استعفا کوو. له هغه دولت سره چې د کلیسا پر وړاندې له تاوتریخوالي کار اخلي، د اداري همکارۍ دوام له مقدساتو سره خیانت دی. [۴۱]
له استعفا وروسته، مذهبي مشران د خپلي کلي د غړو له ملاتړ څخه برخمن شول او خپلو تبلیغاتو ته یې دوام ورکړ، په داسې حال کې چې کویسلینګ په پوره ناخوښۍ هڅه کوله چې د الماني روحانیونو او NS په مرسته د کلیسا په چارو کې لاسوهنه او په هغو کې نفوذ وکړي. حتی کله چې کویسلینګ (په کلیسا کې نفوذ) باندې بریالی شو، نازي ملایاناو به په خالي/ تشو کلیساوو کې خپلو تبلیغونو ته د پای ټکی کيښود. دا چې هر ډول کلیساوو تصمیم ونیو چې خپل داخلي اختلافات څنګ ته کړي او له یو بل سره د مقاومت لپاره د نازیانو د لاسوهنو پر وړاندې همکاري وکړي، کویسلینګ او NS په کلیسا باندې خپل واک او کنټرول له لاسه ورکړ. د کلیسا له پوره کنټرول پرته، نارويژیان وتوانیدل چې د نازي کیدو بله هڅه هم له منځه یوسي خنثي یې کړي.
له سترو لاریونونو پرته، کوچني لاریونونه، خو تر ډیره خطرناک لاریونونه، په ورځنۍ توګه د ټولو نارويژیانو له لوري هره ورځ نندارې ته وړاندې کیدل. د سینما اعتصابات او د ملي تیاتر تحریم دوه مهم دیته ورته لاریونونه وو. د فیلمونو په تبلیغاتي کیدو سره، د الماني او ایټالیايي فیلمونو سیمهییز تحریمونه پیل شول او د تیاتر څښتنانو د NS د تبلیغاتو له مشرانو سره همکاري او مرسته نه کوله. هغوی به د تبلیغاتي فیلمونو حتی د هغو د پوسټرونو له نندارې څخه مخنیوی کاوه. [۴۲] په اوسلو کې دیته ورته د ملي تیاتر د تحریم ورته بیلګې رامنځته شوې، ځکه الماني فیلمونه تر اجرا مخکې ننداره کیدل او د نازي ننداره لیکونکو اثار تر ډیره رایج کیدل. نارويژیان به تیاتر ته نه راتلل او له تیاتر سره بې علاقه ګي، د نارویژیانو له لوري د نازي فرهنګ ته نه ځواب ویل و. د ګډونوالو شمیر په پام وړ توګه کم شو او حتی کله چې د NS ډلو ټکټونه خوشي ترلاسه کول هم تحریم په هماغه قوت سره دوام درلود. [۴۳] دغه شان زیات شمیر داسې موارد هم و چې لوبغاړو او هنرمندانو به نازیانو او NS غړیو ته د نندارې له اجرا څخه ډډه کوله او ددوی دا کار ددې لامل کیده چې سالونونه خالي او بند شي. وروسته، کله به چې د مقاومو نارویژیانو ځای د نازي المان هنرمندانو ونیوه، ډیری سالونونه به خالي و، حتی ډیری مهال به ټولې څوکۍ خالي وې. [۴۴] په دې سربیره، کوچني خو په عین وخت کې د پام وړ ګامونه په ټول هیواد کې پورته کیدل. ددې کړنو یو شمیر یې د ساري په توګه، د تلګراف او ټلیفونونو د سیمونو غوڅول، الماني سرتیرو ته ډبرې ورویشتل، د المان بیرغونه راکوزول، د نازیانو پوسټرونه څیرول، په عمومي ناستو کې د نازیانو په ویناوو کې شپیلیک وهل، او د NS او نازیانو د عمومي ناستو تحریمول. [۴۵] [۴۶] د مقاومت دا ټولییزه کلتوري جبهه باید د نازیانو د کمپاین لپاره د شرمندهګۍ ریښه شوې وای. په دې سربیره، په نارويژیانو باندې د نازیانو لپاره د بریا هیڅ د منلو وړ لاره نه وه. نارويژیان ډیر مصمم وو چې هر هغه څه چې د نازیانو استازولي یې کوله، پر وړاندې یې مقاومت وکړي.
ډډه کول او سړه جبهه
یو له هغو تکتیکونو څخه چې نارويژیانو د اشغال پرمهال ترې کار اخیسته، د نازیزم د بیګانه کولو لپاره د نازي سرتیرو او هغوی له ملاتړو څخه اجتناب او ددې کار تداوم و. دا (سړه جبهه) له بنسټه هر نازي او الماني کوئیسلینګ او د هغوی نارويژي ملاتړي له (ښو) نارويژیانو څخه منزوي کړل او خلکو ته یې دا شونې کړله چې د نازي ځواکونو او NS پر وړاندې خپل ساړه او خصمانه احساساسات څرګند کړي او پرته له دې چې ځانونه له ګواښ سره مخ کړي. [۴۷] یو شمیر هغه کړنې چې نازیان او خاینان ورسره مخ شول، د نازیانو یا المانیانو ترڅنګ په موټر کې د څوکیو بدلول یا د دوی ترڅنګ دریدل، د نازیانو اړونده دندو تحریم او له المانیانو سره له خبرو ډډه کول وو، حتی که دغه ژبه په پراخه کچه پيژندل شوې هم وای. د ناسمو دستورالعملونو د ورکړې په صورت کې به یې المانیانو ته اشاره کوله او په پراخه کچه به یې له نازیانو سره له عمومي اړیکو څخه ډډه کوله. [۴۸] [۴۹] ددغه (ساړه اخراج) تر شا ټوله نظریه دوه څیزونه وو: لومړی، دا کار ددې لامل کیده چې المانیان حتی تر هغه زیات چې پخوا به یې احساسوله، د ناراحتي او بیګانهګۍ احساس ولري، دوهم دا چې مرسته یې کوله په مقاومت کې کمزوري کسان د زړه نازړهتوب ښکار نه شي. د یوې ځمکه ترلاندې ورځپاڼې مدیر مسموول له دغه ډول غبرګون څخه موخه داسې بیانوي: ((موږ باید دا کسان تحریک نه کړو، بلکې له دوی سره د هر ډول اړیکو څخه باید په پوره توګه ځان لیرې وساتو او هغوی ته اجازه ورکړو چې احساس کړي ځانونه یې په پوره مانا سره له خپلې ټولنې بهر راکښلي دي.)) [۵۰] سړه جبهه له نازیانو سره د ښکاره تضاد لامل کیدله چې په زور سره د ناروژیانو ټولنې ته راغلي دي، او له دې سره جوخت له نارویژي اتباعو سره یو ډول د همغږۍ ننداره وه چې د خپل هیواد لپاره د نازیانو پر وړاندې هیڅکله د خپل هیواد د خپلواکۍ لپاره له مبارزې لاس وانخلي.
د نازیانو ضد ټوکې ټکالی او طنز
لکه د سړې جبهې په څير، د نازیانو پر ضد طنز هم د مقاومت یو له هغو تکتیکونو څخه و چې نارویژیانو ته یې دا شونې کوله چې د نازي سرتیرو او ملاتړو پر وړاندې د خپلو ځانونو امنیت له لږ ګواښ سره مخ کړي. د نازیانو پر ضد باندې د نارويژیانو شوخۍ او طنزونو د نارويژي اتباعو په یو موټي کولو کې خورا ارزښتناکه رول درلوده. نه یوازې ددې په ښودلو سره چې نور نارويژیانو هم د یرغلګرانو او نازیانو پر وړاندې ورته برداشت ښکاره کړي، نافرمانۍ یې هڅولې، بلکې زموږ په ټولنه کې يې د (هغوی پر وړاندې) حس او ذهنیت هم له ځانه سره درلود. د یوازې پاتې کیدو حس د نازیانو یوه ځواکمنه وسله وه او شوخیو کولی شوای چې د همغږۍ په ایجاد سره ددغه ویرې په کمولو کې مرسته وکړي. په ناروې کې، چې د اشغالګرانو پر ضد د نارويژیانو له لوري تر ټولو ډېرې کومې باریکې ټوکې خوله په خوله کیدلې، هغه دا وي چې اشغالګران یې احمق ښودل او د هغوی د ظلم او وحشت لیدلوري نور هم افشا کړي. [۵۱] ددغه شان ورته تیز ژبو ټوکو یوه بیلګه لاندې لولئ:
( په برګن کې یو الماني له یوه ماشوم څخه پوښتي:
- «ایا له شادیانو ډک موټر دې ولید چې تیر شوی وي؟ »
- “ولې ؟ ولویدې؟»[۵۲]
کویسلینگ (د هیټلر دفتر ته د ننه کیږي چې د نازي سلام په ترسره کولو سره یې لاس هم اوږد کړی): زه کویسلینګ یم .
هیټلر: “بلې، نو ستا نوم څه دی؟”[۵۳]
د سر په کوپړۍ په هنګس اوپ او بیلد کې پرمختګ وکړئ.
( ټاکل شوې وه چې په یوه دولتي دفتر کې د هیټلر تصویر وځړول شي. هغه کس چې تصویر یې ځوړند کاوه، له هغې چوپړاسي میرمنې څخه چې هلته دفتر کې یې کار کاوه پوښتنه کوي چې ایا دا تصویر سیخ لګیدلی دی کنه.
هغه ځواب ورکوي: ( زه یوازې د ځمکې په مخ په خاورو باندې کار کوم) [۵۴]
نارويژیانو د نازیانو پر ضد له ټوکو او طنز څخه په استفاده وکولی شوای چې الماني یرغلګران په شفاهي توګه وځپي او په هماغه طرزفکر سره په نارويژي ټولنه کې له دوی سره تعامل ترسره کړي. کومه کمزوري چې د نازیانو پر ضد ټوکو ټکالو رامنځته کوله، هغه د المان د حضور پر وړاندې، د نارويژیانو له لوري یوه د عدم تشدید بنسټیزه لاره وه.
سمبولیزم
له المانیانو څخه د کرکې او د نارويژیانو ترمنځ د همغږۍ ښودلو په موخه تر ټولو باریکه او غوره لاره د سبمولپالنې له لارې ترسره شوه. په اشغال شوې ناروې ګڼ شمیر سمبولونه رامنځته شول، خو یو شمیر مشهوره سمبولونه عبارت و له: د هاکون پاچا مونوګرام، د کاغذ کلیپونه او سور رنګ د وړیو خولۍ او نخود. د اووم هاکون لپاره سلطنتي مونوګرام، د مقاومت په مروجه سبمول باندې واوښت. خلکو به د مونوګرام په مخ باندې مډالونه یا سنجاقونه چسپول او حتی له هاکون پاچا سره د همغږۍ او وفادارۍ د ښودلو په موخه، په داسې توکیو لکه ساختمانونه، لویې لارې او دیوالونو باندې نقاشۍ کولې. [۵۵] یو بل هغه سمبولیک ژست (اکټ) چې ناروې اوس ورباندې ډیره مشهوره شوې ده، د کاغذي کلیپونو اغوستل یا په ګټ باندې د هغو وراغوستل. کله چې د هاکون پاچا د سمبول په مانا باندې نازیان وپوهیدل، په چټکۍ سره یې هغه منع کړ. له همدې کبله، نارويژيانو یو نوی سبمول ته چې تر هغه محتاطانه او باریکبینه وي. محصلین په دې فکر شول چې یو کاغذي کلیپ تر خپل جاکټ پورې وتړي او نارويژيان په سمبولیکه توګه د نازي ګواښ پر وړاندې سره یو موټی او وتړي. [۵۶] د مقاومت له نورو سبمولونو څخه کولی شو چې له پاچا سره د وفادارۍ په موخه د سرې پشمي خولۍ په سرول، د سینې په جیب کې د یو اورلګید ایښودل د کرکې د سبمول په توګه او د پاچا د پیدایښت لپاره د یخن په څنډه باندې د شرین نخود اغوستل. د نارويژني (erter) توری په انګلیسي کې د (( نخود)) (pea) په مانا دی او د ازار ورکولو په مانا هم استعمالیږي. [۵۷]، [۵۸] هغه سمبولیک حرکتونه چې نارويژیانو به ترسره کول، په نارويژیانو کې ملي احساس او د المانیانو او NS په وړاندې به یې انزجار او نفرت ښکاره کاوه او دا ټول د انځوریزو نندارو په توګه د مقاومت په ملاتړ کې کار ورکاوه. هر چا به چې دا یو سبمول اغوست، له ځنډ پرته به د مقاومت د نورو ګډونوالو له لوري پیژندل کیده او د یو انځوریزې نندارې په توګه به یې، ورته کار ترسره کاوه.
د مقاومت د غورځنګ میراث
ډاډه یو چې د نازي المان پر وړاندې جګړه کې د ناروې د عدم تشدد مقاومت بریالی نشو؛ خو ډیر تلپاتې میراث یې په ځای پریښود چې تراوسه په ناروې کې ورته درناوی شته او کارول کیږي. نارويژیان د نازیانو د غوښتنو تر فشار لاندې د فروپاشۍ او ماتې په ځای، د ژوند په ټولو جبهو کې مقاومت وکړ ترڅو د خپلې خوږې ناروې لپاره د نازي سازۍ پر وړاندې جګړه وکړي. د ناروې په خلکو کې دغه جنګي طرزفکر اوس هم مشهود دی. هغوی په ولسواکي، فردپالنه او د بیان په ازادۍ باندې ټینګ باور لري. د داسې یو ملت په توګه چې پوهیږي که دا شیان له دوی څخه اخیستل کیږي، نو ژوند څنګه کیږي، پوهیږي چې باید له دغو هیلو او ارمانونو څخه ساتنه وکړي.
د نارويژیانو د مقاومت میراث کولی شو چې د اوسلو په موزیم کې چې ددې پنځه کلنې مبارزې لپاره ځانګړی شوی، وګورو. په Hjemmefrontmusee کې د (ناروې د مقاومت موزیم) لیدونکی له دغه موزیم څخه د مقاومت د غورځنګ د پيښو په اړه ژور درک پيدا کوي:
پنځه کاله اشغال له یرغل څخه تر خپلواکۍ پورې د انځورونو، اسنادو، پوسټرونو، مصنوعاتو، مډلونو، او اصلي ورځپاڼو او غږونو د ضبط له لارې بیارغیدلی دی څو د نن ورځې ځوانانو او راتلونکو نسلونو ته د هغه شر ریښتونی انځور وړاندې کړل شي چې د اشغال له لارې یې د درست کیدو هڅه کیږي. بهرنۍ واکمني، له دې لارې زموږ د یووالي او ملي ازادیو څخه د دفاع حس په پیاوړي کولو کې مرسته کوي. [۵۹]
دا موزیم د هغو زړورو نارويژیانو کیسه روایت کوي چې د شدید فشار پرمهال، دوی د خپل کلتور او باورونو ساتلو ته هوډمن و او د موزیم مشتریانو او راتلونکو ته دا ور یادوي او زده کوي، چې د یو ملت وګړي سره یو موټی شي چې د ګډ دښمن پر وړاندې مقاومت وکړي باید څه ترسره کړي.
پایله
په داسې حال کې چې ناروې د نازي یرغلګرو په لاس له ترور، تاوتریخوالي او مرګ سره مخ وه، باید دې مهم ټکي ته پاملرنه ولرو چې د نورو اشغال شویو هیوادونو په پرتله، ناروې تر ټولو لږ زیان لیدلی دی. هیټلر او نازي رژیم د نوردیک خلکو په وړاندې ښه نظر درلود. له همدې کبله، د ناروې لپاره نقشې تر هغه کمې دښمنانه وي چې د المان تر یرغل لاندې نور هیوادونه ورسره مخ و. په دې سربیره، د نازیانو موخه د نارويژیانو د هیلو، دولت او ملي هویت بیارغونه وه چې نارويژیان ورته قایل وو. د ۱۹۴۰ کال د اپریل په ۹ د المانیانو ناڅاپه یرغل او ورسره جوخت د هغه هیواد اشغال تقریبا د ناروې ملت ټوټه ټوټه کړ. په دې سربیره، نارويژیانو یو مدني مقاومت رامنځته کړ چې نازیان یې په بشپړه توګه غافلګیره کړل او ددغه هیواد اتباع چې د نازیانو له ایډیالوژۍ سره د انطباق Nasjonal Samling لپاره یې ډیرې هڅې وکړې چې په ناروې کې یې پلې کړي، څخه یې مخنیوی وکړ.
په داسې حال کې چې د مقاومت غورځنګ ډیرې چارې ترسره کړې، خو تر ټولو مهم اغیز یې د نارويژیانو ترمنځ یووالی و چې وحشت وهلي او ګیچ یې په خپل کلتور او د ژوند په شیوه باندې د نازي واکمنۍ د مخنیوي په موخه یې مبارزه کوله. کله چې ولسونه داسې مشران ولري چې هغوی له کویسلینګ څخه د متقابلې کرکې یا متقابلو هیلو ته سره راټول کړي، مقاومت ډیر ځواکمن شو. هماغه شان چې د پاچا کون د مشرۍ په اړه، KK او حلقه په اړه پيښ شول، د مقاومت غورځنګ د نارويژیانو د نارضایتۍ د ښودلو لپاره د عدم تشدد له ډول ډول تکتیکونو څخه د نازي اشغال او د هغو نویو سیاستونو په وړاندې اعتراض څخه استفاده وکړه چې د نارويژيانو د اعتماد وړ بنسټونه یې تهدیدول. زیرزمیني مطبوعاتو خلکو ته د ریښتوني اطلاعاتو په ارایه کې هم رول ترسره کړ. د اعتماد وړ اطلاعات او په ټول هیواد کې اړیکه. له ناقانوني راډیو او ورځپاڼو پرته، شونې وه چې یو ځواکمن مدني مقاومت دې شتون نه درلودی، یوازې له دې کبله چې د مقاومت ځواک د نارويژي اتباعو په ګډون او همغږۍ پورې تړلی دی. له مطبوعاتو پرته، ډیر شمیر د لاریونونو او سرکشیو بیلګې هم وې. دغه لاریونونه ډیری یې د تر ستم او فشار ګوندونو د جمعي اقدام او انسجام له کبله له بریا ډک و. که به پلرونو، ښوونکو او مذهبي مشرانو ټولو په یو ځای تهدید نه وای کړی چې نوي سیاستونه ردوي او یا یې په ریښتوني توګه د هغو له کبله استعفا نه وای کړې، NS اړ نه و چې خپله ماته ومني. په دې سربیره، د نازي ضد سړه او د ټوکو ټکالو جبهې په ټولنه کې (موږ د هغوی پر ضد) حس او ذهنیت رامنځته کړی و، او دغو دواړو په پایله کې، که به په کوڅه کې د یو یا دوه (بې ادب) نارويژیانو په وړاندې له برخود سره به ډیری شمیر خلکو، ورته او منظم رفتار باندې په جمعي توګه اقدام کاوه، نو د نازیانو لپاره به ډیر سپکوونکی و. له همدې کبله، له سمبولیزم څخه کار اخیستل د نازیزم پر وړاندې د کرکې او نفرت ښکاره ننداره وه او نورو نارويژیانو ته یې دا ښودله چې په دې مبارزه کې باید ګډون وکړي.
که څه هم د نازیزم پر وړاندې د ناروې مقاومت ښايي د دوهمې نړیوالې جګړې په پایله باندې ډیره لږه اغیز درلودې وي، خو د جګړې په جریان کې یې د نارويژیانو پر روحیه باندې ډیر زیات اغیز درلوده. نارويژیانو د المان د اشغال په تیاره دوره کې د ستړیا او یوازیتوب د احساس پر ځای، له یو بل څخه د ملاتړ او په خپلو باورونو کې د همبستګۍ په موخه له یو بل سره متحد شول. هغوی یو بل ته هیلې پیدا کړلې او د مبارزې لپاره یې یو او ګډ هدف درلوده: خپلواکي او د خپلې ښکلې ناروې بیرته لومړي حالت ته ستیندل.
کتاب پيژندنه:
فوگنر، ریچارډ. د ظالم تر بیرغ لاندې: د المان له لوري د ناروې د اشغال پرمهال د ناروژیانو مقاومت 1940-1945. Edina، MN: Beaver’s Pond Press، 2002.
گلسویک، توره. نارويژني مقاومت 1940-1945. لندن: سی. هرست او شرکت، 1979.
هاسینگ، آرن. په ناروې کې د نازیزم په وړاندې د کلیسا مقاومت 1940-1945. سیاتل: د واشنګټن پوهنتون انتشارات، 2013.
جویز، چارلز، گودموند ساندویک، یورگن وایبول، یان کریستنسن او هنریک اناندر.
«ناروی»، د بریتانیکا دایرهالمعارف. وروستی ایډیټ ۱ مارچ ۲۰۱۹. https://www.britannica.com/place/Norway.
کرسودی، فرانسوا. نروژ 1940. لویه بریټانیا: د دبلیو کالینز زامن، 1990.
کوهت، حلودان. ناروی: بې طرفه او تر یرغل لاندې. نیویورک: مک میلان، 1941.
ریسته، اولاو و بریت نوکلبی. نروژ 1940-45: د مقاومت غورځنګ. اوسلو، ناروی: Nor-Media A/S، 1970.
استوکر، کاتلین. فولکلور له نازیانو سره مبارزه کوي: په اشغال شوې ناروې کې طنز، 1940-1945. لندن: د Fairleigh Dickinson پوهنتون انتشارات، 1995.
له OSLO څخه بیا کتنه. د اوسلو لارښود 2018. اوسلو، ناروی: WISP Kreativt Studio AS، 2018.
وهر، پل.د نازیزم پر وړاندې له تاوتریخوالي پرته مقاومت : ناروی 1940-1945.” سوله او بدلون” 10، 3-4 (1984): 77-95.
سرچینې:
[1] Charles Joys, Gudmund Sandvik, Jörgen Weibull, Jan Christensen, and Henrik Enander, “Norway,” Encyclopædia Britannica, last modified March 1, 2019, https://www.britannica.com/place/Norway.
[2] Paul Wehr, “Nonviolent Resistance to Nazism: Norway, 1940-45.” Peace & Change 10, no. 3-4 (1984): 77.
[3] Charles Joys et al., “Norway.”
[4] Halvdan Koht, Norway: Neutral and Invaded (New York: Macmillan, 1941), 16.
[5] Richard Fuegner, Beneath the Tyrant’s Yoke: Norwegian Resistance to the German Occupation of Norway 1940-1945(Edina, MN: Beaver’s Pond Press, 2002), 18.
[6] Fuegner, Beneath the Tyrant’s Yoke, 18–19.
[7] Tore Gjelsvik, Norwegian Resistance 1940-1945 (London: C. Hurst & Co., 1979), 1.
[8] Olav Riste and Berit Nökleby, Norway 1940-45: The Resistance Movement (Oslo, Norway: Nor-Media A/S, 1970), 12.
[9] François Kersaudy, Norway 1940 (Great Britain: W. Collins Sons, 1990), 39.
[10] François Kersaudy, Norway 1940, 39.
[11] Koht, Norway: Neutral and Invaded, 97.
[12] Riste and Nökleby, Norway 1940-45, 38.
[13] Wehr, “Nonviolent Resistance to Nazism,” 78.
[14] Charles Joys et al., “Norway.”
[15] Riste and Nökleby, Norway 1940-45, 12.
[16] Riste and Nökleby, Norway 1940-45, 12–13.
[17] Riste and Nökleby, Norway 1940-45, 16.
[18] Koht, Norway: Neutral and Invaded, 188.
[19] Wehr, “Nonviolent Resistance to Nazism,” 83.
[20] Fuegner, Beneath the Tyrant’s Yoke, 66.
[21] Wehr, “Nonviolent Resistance to Nazism,” 83.
[22] Riste and Nökleby, Norway 1940-45, 36–37.
[23] Fuegner, Beneath the Tyrant’s Yoke, 88.
[24] Fuegner, Beneath the Tyrant’s Yoke, 93.
[25] Fuegner, Beneath the Tyrant’s Yoke, 93.
[26] Wehr, “Nonviolent Resistance to Nazism,” 90.
[27] Wehr, “Nonviolent Resistance to Nazism,” 91.
[28] Fuegner, Beneath the Tyrant’s Yoke, 92.
[29] Fuegner, Beneath the Tyrant’s Yoke, 91–92.
[30] Wehr, “Nonviolent Resistance to Nazism,” 91.
[31] Koht, Norway: Neutral and Invaded, 148.
[32] Wehr, “Nonviolent Resistance to Nazism,” 91.
[33] Riste and Nökleby, Norway 1940-45, 41.
[34] Wehr, “Nonviolent Resistance to Nazism,” 85.
[35] Riste and Nökleby, Norway 1940-45, 42.
[36] Wehr, “Nonviolent Resistance to Nazism,” 85.
[37] Wehr, “Nonviolent Resistance to Nazism,” 85.
[38] Riste and Nökleby, Norway 1940-45, 23.
[39] Wehr, “Nonviolent Resistance to Nazism,” 85.
[40] Wehr, “Nonviolent Resistance to Nazism,” 86.
[41] Arne Hassing, Church Resistance to Nazism in Norway, 1940-1945 (Seattle: University of Washington Press, 2013), 124.
[42] Wehr, “Nonviolent Resistance to Nazism,” 87.
[43] Wehr, “Nonviolent Resistance to Nazism,” 87.
[44] Koht, Norway: Neutral and Invaded, 177–78.
[45] Riste and Nökleby, Norway 1940-45, 16.
[46] Koht, Norway: Neutral and Invaded, 178.
[47] Wehr, “Nonviolent Resistance to Nazism,” 88.
[48] Wehr, “Nonviolent Resistance to Nazism,” 88.
[49] Riste and Nökleby, Norway 1940-45, 38
[50] Wehr, “Nonviolent Resistance to Nazism,” 91.
[51] Kathleen Stokker, Folklore Fights the Nazis: Humor in Occupied Norway, 1940-1945 (London: Fairleigh Dickinson University Press, 1995), 207–09.
[52] Stokker, Folklore Fights the Nazis, 100.
[53] Fuegner, Beneath the Tyrant’s Yoke, 56.
[54] Stokker, Folklore Fights the Nazis, 102.
[55] Gjelsvik, Norwegian Resistance 1940-1945, 33.
[56] Riste and Nökleby, Norway 1940-45, 17.
[57] Gjelsvik, Norwegian Resistance 1940-1945, 33.
[58] Wehr, “Nonviolent Resistance to Nazism,” 89.
[59] VisitOSLO, Oslo Guide 2018, (