د طالبانو بهرنی سیاست او په دو ډلو ویش

Image

د طالبانو د بیا کمېدو مخکې، په ښکاره ډول په دوو ډلو وېشل شوي وو:
حقاني شبکه او کندهاري امارت.

په عین حال کې، کله چې دوی په دوحه کې د امریکایانو سره مذاکرات کول، نو له دوو آدرسونو به ورتلل. خو د امریکایانو اصلي لوری د معاملې په مېز کندهاري طالبان وو، او هغوی پوهېدل چې د طالبانو اصل دوی پورې تړلی.

حقاني شبکې سره یې هم ځینو مسایلو په اړه خبرې کولې، لکه د غټو چاودنو کمېدل یا بېخي ودرول، او د هوایي میدان شاوخوا امنیتي ګواښونو کې له امریکایانو سره همکاري کول، کله چې امریکایان له افغانستانه خپل عسکر او همکاران ویستل. همدا ډول، امریکایانو ته د ځینو استخباراتي معلوماتو په برابرولو هم ورسره خبرې وشوې. ښکاره ثبوت یې په وزیر اکبر خان کې د ایمن الظواهري وژنه ده.

امریکایانو هم ځینې ښېګڼې بیا په بدل کې د حقاني شبکې سره وکړې، سراج الدین حقاني او ځینې نور د حقاني شبکې غړي یې له تور لیسته وویستل. کندهاري امارت او امریکایان بیا د امارتي نظام پر سر هوکړې وکړې، او امریکا د امارتي نظام ټول واک او قدرت کندهاري امارت ته وسپارل.

په سیمه کې د بهرني سیاست پر سر هم د کندهاري امارت او شبکې تر منځ وېش شوی. کندهاریان د شبکې په نسبت پاکستان پر ځای ایران، روسیه، چین او هند ته ځانونه ډېر نژدې کړي او اړیکې یې یو څه ورسره غځولي، خو شبکه بیا د پاکستان تر ټولو ډېر کلک ملاتړ له ځانه سره لري. همدا ډول، عربي متحده امارات، سعودي، او کویت سره هم د کندهاري امارت په نسبت شبکه ښې اړیکې لري، او ځینې له دې ډلې، عین، بیا ورته د پیسو کڅوړې هم رالېږي یا دوی هلته ورغواړي. خو امریکایان یې بیا د دوحې د دفتر له طریقه کنټرول ساتي او زیات اختلاف ته یې نه پرېږدي.

اوس چې روسان نور هم کندهاري امارت ته ورنژدې شوي، شبکه به کوشش وکړي چې د امریکا لمن ښه ورکلکه کړي. که چېرې د روسانو او امریکایانو تر منځ د طالبانو په سر سیالي پیل شي، نو شبکه به زوروره شي او شاید په کابل کې د خپلو ترور شوو غړو په انتقام هم لاس پورې کړي. خو داسې ښکاري چې د طالبانو په سر د روسي او امریکا خبرې یوه ده.

د طالبانو راتلونکی:

اوس د نړۍ قدرتونو تر منځ د سیالیو بڼه په چټکۍ سره د بدلېدو په حال کې ده. انساني جګړې (د نیابتي ډلو جنګول یا مخامخ جګړې) له منځه تلو په حال کې دي، او ځای به یې سایبري او اقتصادي جګړې ونیسي، چې له دې جملې څخه طالبان یو هم نلري:
نه ښه اقتصاد لري، نه ښه ټکنالوژي لري، او نه هم په دې برخه کې وده لري چې خطر یې پېښ کړي.

دا بدلونونه او وروسته‌والی به د نړېوالو پام له طالبانو واړوي، او دا ځل به یې ورکه دائمي وي، ځکه د سیالیو بڼه په چټکۍ بدلېږي.

کله چې د سیالیو بڼه بدله شي، نو د سیالیو لپاره وسایل هم اړین دي چې نوي یا بدل شي.

افغانانو لپاره موقع او فرصتونه:

تر ټولو ښه فرصت به بهر مېشتو افغانانو ته برابر شوی وي، خو که په سم ډول ترې استفاده وشي.

تر ټولو ښه استفاده له دې فرصت څخه په بهر کې علم او کمال زده کول دي، ځکه که هر بدلون پېښېږي، نو د کار او کمال خلکو ته به اولیت ورکول کېږي.

همدا ډول، په کور دننه افغانان هم باید له دې فرصت څخه په استفادې سره راتلونکو بدلونونو لپاره خپل راتلونکی نسل ذهناً تیار کړي، او په تعلیمي او تحصیلي برخه کې په ځان او کورنۍ څه ناڅه سرمایه‌ګذاري وکړي.

همدا ډول د قومونو ترمنځ اړیکې رغول او یا نږدې ساتل هم د افغانستان راتلونکي لپاره ډېر ګټور تمامېدلی شي.

زنده باد افغانستان 
ژوندی دې وي افغانستان

ليکوال: عظیم عظیمي

Share via
Copy link