د ملا او ملتپالنې پخلاینه د افغاني ټولنې جدي اړتیا

Image

له پیړۍ ډیره کیږي چې ملا/مدرسه او ملتپال/ملتپالنه خپلو کې سره ښکیل دي. دا شخړه او لانجه په یوې داسې ټولنې کې روانه ده چیرته چې ولس طبعیتاً مسلمان دی، ملا پکې په هر حال کې محترم او مخکښ دی. بله خوا ملتپال هم د دې ټولنې د ژغورنې، خیر او پرمختګ لپاره څه دپاسه پیړۍ کیږي چې هلې ځلې کوي. خو ملتپال او ملا ترمنځ شخړه د دې لامل شوې چې د باندنیو خطرونو په مقابل کې په یو لاس د ګډې مبارزې په ځای، د یو بل د را پرځولو له کبله باندني دښمن ته تل تش لاس، بلکې لاس تړلي‌ ولاړ یوو.

ملا کلاسیکه اسلامي حکومتولي غواړي، خو د قرضاوي په وینا د سیاسي فقې د نشتون له کبله ملا د دغه حکومتولۍ کوم ټولمنلی ماډل نلري. نړۍ د ملت – دولت په چوکاټ کې په هیوادونو ویشل شوې ده، او د واحد خلافت کوم کلاسیک تصور یا تخیل چې ملا ته ور حفظ کیږي، عملي کیدل یې کم تر کمه لنډ راتلونکي کې شونی نه ښکاري. بله خوا ملتپال په وار وار پرځیدو نه هم درس نه اخلي او د پخلاینې په ځای اوس هم کوتک په لاس د خپلې هر ناکامۍ پړه په ملا اچوي. ملا ته بد رد ویلو سره نه یوازې دا چې ناکامي نه جبرانیږي، ورسره ملا ته د تقدس تر کچې احترام قایل ولس د ملتپال په عقیده شکمن کیږي او د خپلو عقایدو په رڼا کې شکمنو عقیدو لرونکو سره په زغرده نه ودریږي.

زه فکر کوم حالات تر دې نور حساسه کیدی نه شي. اړینه ده چې ملا (فضل الرحمان، جمعیت او جماعت خیل نه یادوم) او ملتپال رغنده مباحثه کې ښکیل شي، او ګډ لید پیدا کولو لپاره تکل وکړي. ملا چې له کوم تعلیمي نظام را وځي هلته د تحقیق او تنقید ساحه ډیره محدوده ده، زمونږ ملا مرستې ته اړتیا لري‌ چې د اسلامي تاریخ تنقیدي مطالعه وکړي، او مغالطو باندې خبر شي، د عصري‌ نړۍ حساسیتونه او سیاستونه درک کړي.

زمونږ ملتپال اړ دی چې د توکمیږ، ملي او فرا ملي چوکاټونو کې همهاله اوسیدو لپاره تګلاره رامنځ ته کړي. که یو جرمن همهاله جرمن توکمی، د جرمني تبعه او د اروپا وګړی کیدی شي، افغان ولې پښتون/تاجک/هزاره، افغان او د اسلامي امت رکن نه شي کیدی؟ نه د ملا دا کار سم دی چې د نږدې وزیرستان درد او تکلیف کیسه کې نه دی خو په منځني ختیځ ژاړي (یعني سره یې ویشي) او نه هم د ملتپال دا نظر سم دی چې د منځني ختیځ غم څه کوم، ماته مې خپل کلی او کهول مهم دی. دا ویش هم د همدې ملا او ملتپال ترمنځ د شخړې زیږنده دی که نه هیڅ با احساسه انسان د ظلم ویش نه کوي، او هغه لپاره مظلوم هر ځای کې مظلوم دی او ظالم، ظالم. 

مونږ د شهید مولانا خانزیب په شان ملایانو ته اړتیا لرو چې دیني عالم وو خو د خپل کور او کلي د طبعي زیرمو او شتمنۍ په اړه یې کتابونه لیکل، خپل ولس یې خبرولو چې څنګه په نوم مسلمان پنجابی ریاست ورباندې په وار وار له شا ګوزار کوي. هغه صرف او نحوه هم لوستې وه او د پنجابي ریاست په حرامیتوب هم پوهیدو. که دغسې لس، شل او سل مولایانو پیدا کړو، باور وکړئ چې نور بیا په دې ولس څوک ظلم نه شي کولی، جبر نه شي کولی او د خپلو ګټو لپاره یې نه شي کارولی. دا ملا له دیوبندي نصاب او مدرسې نه شي پیدا کیدی، خو د ملتپال سره له مباحثې شي. بله خوا که ملا د ملتپال عقیده او نظریه وګوري، باوري‌ یم چې بې باوري به یې په یو وار په بل مخ واوړي. دا تړون بیا د دې وطن د ژغورنې په ادرس بدلیدی شي.

اړتیا ده چې د:

“که یو جنت ته هم ځو خو رښتیا خبره دا ده 

زما لاره جدا ده د ملا لاره جدا

په ځای، دواړه خواوې سره ووایو:

د ویشتلي زړه فریاد مې تاته دروړ

نور مې څوک و، ما به نور لا رابلل څوک”

(پسرلی)

شریکه لار جوړول، شریک لید رسمول غواړي که نه یو به د کفر ټاپې وهي او بل د جهل نعرې. دغه چارې خو یوه پیړۍ پایله نه درلوده، راتلونکي کې هم ترې تمه نه ده پکار.

لیکوال: مشتاق رحیم

Share via
Copy link