د نجونو پر زده کړو د بنديز عواقب!

Image

د شيشه ميډيا د اونيزو اکس سپیسونو په لړ کې مو دا ځل، وري په ۲۶مه د اپرېل په ۱۴مه، د پوهني وزارت مخکنی معين او سرپرست ښاغلی ډاکتر  محمد ابراهيم شينواری مېلمه وو. ښاغلي شينواري د نجونو د زره کړو د بنديز د عواقبو په اړه په څېړنو او حقايقو ولاړې ډېرې مهمې او په ورته وخت کې ټکان ورکوونکې خبرې وکړې. هغه زموږ د دې پوښتنې په ځواب کې چې که بیا هم د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنځیو دروازې خلاصې نه شوې. که په افغانستان کې د نجونو ښوونڅي او پوهنتنونونه همداسې تړلي پاتې شي، څه به وشي؟

ښاغلي شينواري زموږ د دې پوښتنې په ځواب کې وويل چې تر ټولو لومړۍ خبره دا ده چې  خپله علم او پوهه د اسنانانو طبعي حق او يو ‌ېر مهم ارزښت دی؛ نو که پر زده کړو بنديز دوام کوي، تر ټولو  لوی زيان يې دا دی چې، نجونې او ښځې   چې د ټولنې نیم قشر دی، به له خپل حق بې برخې شي او د ځان، خالق او کایناتو په باب له پوهې او معلوماتو به محرومې پاتې شي او یو مهم دیني امر او حق، چې د علم زده کړه ده، به ترې واخیستل شي. په نتیجه کې به یې فکري او دهني لیدلوری او شخصتي وده ټکني شي. د نوموړي په خبره له خپل داسې طبعي او انساني حق څخه د خلکو محرومول لوی ظلم دی او په هيڅ صورت بايد څوک ترې محروم نشي.

د نوموړي په خبره دوهم زيان يې اقتصادي دی او د دې بنديز په پايله کې به شخص، کورنۍ او هېواد ته لوی اقتصادي تاوان ورسېږي؛ ځکه یو کال زده کړه د يوه شخص د راتلونکي عاید د ۲۰٪ زیاتوالي سبب کېږي. ښاغلي شينواري همدا راز زياته کړه چې د دې محرومولو بل لوی زيان به دا وي چې د محرومې نجلۍ روغتیا به زیانمنه شي، چې د کورني او ټولنې پر روغتیا هم منفي اغېزې کوي. د هغه په خبره چې په بنګله ديش کې لومړی دا تجربوي پروګرام عملي شو چې په يوه سيمه کې يې د ميندو د روغتيا معياري خدمات وړاندې کړل او په بله سيمه کيې نجونې باسواده کړې. وروسته يې يوه سروې وکړه، د هغو سيمو په پرتله چې معياري روغتيايي خدمات پکې وړاندې شوي وو، په هغو سيمو کې د ميندو د مړينې کچه ډېره ټيټه شوې وه، چې نجونې پکې باسواده شوې وې. که له زده کړو د نجونو محروميت همداسې دوام وکړي؛ نو د میندو مړینې به زیاتې شي، رواني ناروغۍ به په دغو نجونو کې عامې شي چې له زده کړو را ګرځول شوې دي او د کورنۍ او اولادونو روغتیا به یې هم زیانمنه شي.

 د ډاکتر شينواري په اند د نجونو د زده کړو د بنديز بل زيان به دا وي چې نجونې به له وخته مخکې واده شي، چې هم یې روغتیا او هم یې علمي او شخصیتي پرمختیا ټکنۍ کېږي. په دې کار سره يې پر مخ د اوږدمهاله زده کړو دروازې هم بندېږي، ځکه د زده کړو ټاکلی سن یې تېرېږي. د جنسیتي عدالت پروسه به ټکنۍ شي. تر ۲۰۲۵ پورې به د ښخو برخه د نړۍ په عمومي عایداتو کې ۱۱۲ تریلیونه ‌ډالرو ته ورسېږي، خو افغان نجونې او مېرمنې به لا د جهالت تیارو ته ټیل وهل شي.

بله دا چې  د ښخو ټولنیز رول به لا کمزوری شي. په نړۍ کې د ښځو او نارینه وو عادلانه ټولنیز رول د معاصر وخت نه باورېدونکو پرمختګونو ته لار هواره کړه، خو افغانستان به له دغو پرمختیاو همداسې محروم پاتې شي.

د چاپیریال ثبات او ښه والی به د تخریب پر لور لاړ شي. د کورنیو روغتیا، د ماشومانو تربیه او د ټولنو انکشاف به ټکنی شي او بې پلانه زیږونونه به د مور و ماشوم روغتیا، د کورنۍ اقصاد او د ټولنې ثبات ته تاوان ورسوي.

ښاغلي شينواري وويل چې په دې کار سره به سوله او ثبات به زیانمنیدونکی پاتې شي؛ ځکه په ۱۸۰ هیوادونو کې تر سره شوې څېړنې دا ثبوت کړه چې هغه هېوادونه سوله ایز او د اوږدمهاله ثبات لرونکي وي، چې ښځو او نجونو ته خپل حقوق ورکړل شوي وي. نوموړی په دې باور دی چې په دې کار سره به د راتلونکو نسلونو پرمختګ هم زیانمن شي؛ ځکه د یو نارینه په باسواده کېدو یو نسل، خو د یوې ښځې باسواده کېدو پنځه نسلونه نیکمرغه کېږي.

همدارنګه به افغانستان د نړۍ په دوه سوه هېوادونو، له هغې جملې ۵۶ اسلامي هېوادونو، کې د نجونو او ښځو د حقوقو په ځنډولو کې د دوامدار انتقاد لاندې (یوه توره نقطه‎) پاتې شي. اوس هغه وخت تللی دی چې ښخّه یا د کور او یا د ګور وګڼل شي. د نجونو او ښځو استعداد او د ټولنو په انکشاف کې مثبت رول په وروستیو سلو کلونو کې تر نارینه وو زیات وځلید.

ښاغلي شينواري د شيشه ميډيا د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ښوونځيو د بندېدو انګېزه او عوامل څه دي؟ وويل چې د طالبانو دا د ليل چې د نجونو زده کړو ته چاپېريال مساعد نه دی، بېځایه دی. د امنيت ستونره هم حل شوې ده. که دوی اقتصادي ستونزې بهانه کوي؛ نو بيا د هلکانو د ښوونځيو په برخه کې دا ستونزه نشته. د فرهنګي ستونزو يادول هم هسې بهانه ده؛ ځکه هيڅوک د نجونو د ښوونځيو خلاف نه دي. د ښاغلي شينواري په اند د نجونو پر زده کړو د بنديز تر شا دوه لاملونه ډېر مهم دي، چې يو يې سياسي دی او بل عقيدوي. د هغه په خبره چې داسې شک موجود دی چې پر طالبانو کوم پټ سياسي فشار دی او د هغه له امله ښوونځي نشي خلاصولای او دوی دا افشا کولای هم نشي.

 د هغه په خبره دوهمه او تر ټولو لويه او خطرناکه خبره له دين څخه د طالبانو برداشت دی. نوموړي وويل چې اسلام علم ته ډېر ارزښت ورکړی دی او ډېر ټينګار پرې شوی دی، خو د طالبانو د ستري محکمې رييس په خپل کتاب کې د نجونو د زده کړو ډېر سخت مخالفت کړی دی او ډېر ضعيف روايتونه يې را اخيستي دي. که داسې وي بايد د اسلامي نړۍ علما له دوی سره بحث وکړي او قناعت ورکړي. نوموړي وويل چې که دوی نصاب بهانه کوي، نو نصاب ټول د متخصصو ديني علماوو د کميټې لخوا کتل شوی او تاييد شوی دی.

د هغه په خبره که ښوونځي او پوهنتونونه همداسې تړل شوي پاتې شي؛ نو عواقب يې بيا د جبران وړ نه دي. مثلا د عمر په تېرېدو سره ډېرې نجونې د ښوونځي او پوهنتون د دورې وخت له لاسه ورکوي او د تل په مخه له زده کړو بې برخې پاتې کېږي او هغوی چې بېرته زده کړو ته هم راګرځي، شاوخوا لس فيصده مثمر ژوند يې ضايع کېږي.     ښاغلي شينواري په اند د ټولنې مخور، مشران، روښنفکران او ديني عالمان په طالبانو فشار راوړي. بهر مېشتي افغانان بايد په نړيوالو قدرتونو او ارګانونو ټينګار وکړي. له نړيوالو اسلامي بنسټونو سره بحث وکړو چې پر طالبانو فشار راوړي چې د نجونو ښوونځي پرانيزي.

Share via
Copy link