د نفوس کنټرول؛ د وخت يوه حياتي اړتيا

Image

د پریکونومیکس په نوم مشهور کتاب کې لیکې چې په ۱۹۹۰ کلونو کې په امریکا کې د جرم او جنایت ارقام کال په کال لوړېدل. غلاګاني، قتلونه، وژني ، اختطافونه او هر ډول جرمونه زیاتېدل؛ حتی کال په کال نوي جرمونه اختراع کېدل.  جرم‌پوهانو، احصایه پوهانو او د نورو علومو متخصصانو تیوري سازي کوله او ژورنالستانو هم په ميډيا همدا کیسې کولې. بلاخره همدا تیوریانې او تشریحات د هر چا زده وو.

ناڅاپه د جرمونو ارقام را کم شول. کال په کال ددې پرځای چې زیات شي کمېدل. دانشورانو بېرته خپل نظزونه ور واخيستل ،تغیرات یې پکې راوستل او اوس یې توجهات لټول چې ولې د دوی پیش‌بینۍ خطا وې.
دوی زیات فکټورونه بیان کړي وو، خو کوم څه چې وروستیو مطالعاتو ښکاره کړل، د هیچا هم ورته پام نه وو.

په ۱۹۷۰ کال د امریکا په دالالاس کې د نورما په نوم ۲۱ کلنه بې سواده، شرابي، پوډري، بې کاره او لوفره ښځه د دریم ځل لپاره په یو حرموني حامله وه. دا چې تر هغه وخته په تګزاس کې د جنین سقط غیر قانوني و؛ نو دې په پراخه کچه د دې قانون پر ضد اعتراضات وکړل. بلاخره په ۱۹۷۳ کال کې په ټوله امریکا کې د جنین سقط قانوني شو. که څه هم ورسته د نورما نظر بدل شو،خو دې قانون شل کاله بعد په امریکا کې د جرم او جنایتانو کچه په بې ساري توګه را ټیټه کړه.

د کتاب د لیکوال په حواله چې په امریکا کې تر ډېره په جرم او جنایت کې هغه کسان ښکېل وو چې بد ماشومتوب یې درلود. د ماشومتوب په جریان کې یې سالمه روزنه نه وه شوی او سالمې کورنۍ یې نه لرلې. همدارنګه هغه ماشومان چې قانوني پلرونه یې نه لرل. «حرامیانو» تر ډېره همداسې ژوند درلود؛ نو ځکه ددې قانونې تغییر شل کاله ورسته په جرم او جنایت منفي اغېز وکړ.

د لیکوال په حواله اوس نو تر پخوا کمو ماشومان په غیر ارادي، غیر قانوني او ناسالم محیط کې دنیا ته راتلل. کمو ماشومانو بد ماشومتوب درلود او کم ماشومان مجبوره کېدل چې د ځواني لپاره خپل مسلک غلا او جرم وټاکي.

په افغانستان کې مسله لږ متفاوته ده. ډېره کمه اندازه ماشومان داسې دنیا ته راځي چې پلار یې معلوم نه وي او معمولاً د نورو ماشومانو غوندي لوېږي. شریف خلک دي زه شخصاً ورته احترام لرم، خو په افغانانستان کې داسې حرامیان کم ندي چې مور پلار نیکه او نیا به یې د پیدا کولو په جریان کې سل کلیمې ورباندې ویلي وي. له پیدایښت وروسته به یې په غوږ کې یو سم ملا اذان هم ورکړی وي. اتلس سپارې ختم به یې هم ورباندې کړی وي، خو د مور او پلار د بې غوري او د وروڼو او خویندو د زیاتوالي له وجې به یې ټول عمر په کوڅو کې تېر شوی وي. له ښوونځي به یا تښتېدلي وي یا به یې ښونځي له دوی د مخکې نسل دوی ته ورته کسانو سوځولی او وران کړی، یا بند کړي وي. بیا د مور او پلار نه پاملرني، غربت نا سالم محیط او بدو شرایطو ورڅخه کوڅه‌ډب جوړ کړي وي.
وروسته بیا د سیاسي بې‌ثباتي په وخت کې ارزانه وسلوال شي او د لویو قدرتونو، د سیمي د استخباراتو، د وړو تروریستي شبکو، یا حد اقل د غلو او لوچکانو دبانډونو په خدمت کې راځي او یا هم اروپا ته قاچاقي ځي او هلته په عامو خلکو حملې کوي ( تیره یوه میاشت کې څلور تنه افغانانو په المان کې په خلک په چاقو وهلي)  او په دې شکل له خلکو ژوند او ارامش اخلي.

  په افغانستان کې د جنین د سقط موضوع شاید د ځینو نورو هېوادونو په شان جنجالي وي او زیاتره خلک به یې مخالف وي،  مګر یو څه چې هم اسانه او هم ممکن دي هغه له نورو لارو د حمل مخنیوی او د اولادونو کنټرول دی. که چېرته په دې اړوند لا ډېر خلک پوه کړل شي او د موسساتو په مرسته د حمل د مخنیوي وسایل توزیع شي، ممکن تر یوه حده موږ وتوانیزو په افغانستان کې د بې ثباتي جرم جنایت او تروریزم دا خبيثه کړۍ (vicious circle) ماته کړو. د افغانستان غوندي فقیر هېواد کې که څوک ټول د پرښتو غوندي ماشومان هم وزېږوي او یې روزي. د بنسټي اسانتیاوو د نشتون له امله یو اقتصادي تهدید بلل کېږي. که د مالتوس د نفوسو له تیوري سره مخالف یاست او فکر کوي په افغانستان کې د غذا ستونزه نشته، خیر تر دې به تېر شو، خو لس نورې اقتصادي تیوریانې دي چې دا وایي د زېږون د نرخ لوړوالی په فقیرو هېوادونو کې  د اقتصادي ستونزې په نظز کتل کېږي. دا پراخه موضوع ده په اړوند یې پلټنه کولای شي.

ليکوال: جانداد جهاني

Share via
Copy link