د نوې فقهې اړتیا او د هغې اړخونه!

Image

کله چې په اسلامي فقه بحث کوو، په حقیقت کې په یو لوی فکري ماشین بحث کوو چې هغه په ځان کې د ننه د ځان د ترمیم وړتیا لري او هر کله چې له کومې ستونزې سره مخ شي خپله کولی شي چې خپل ځان ترمیم کړي. له بده مرغه زموږ په جغرافیه کې دا ماشین دومره زوړ شوی چې نور ځان نشي ترمیم کولای، بلکې ورځ تر بلې نور هم ځان تخریبوي. په داسې شرایطو کې چې نړۍ په ډېره څټکتیا مخ ته روانه ده، حقوقي چوکاټونو او بنسټونو فقهي مراجع څنګ ته کړې، موږ دې ته اړتیا لرو چې حداقل له نړۍ سره د سیالۍ لپاره دا ماشین له ځان‌وژنې څخه وژغورو او بېرته یې د اوسني کوما حالت څخه نورمال ژوند ته راوګرځوو. که دا و نه کړو لرې نده چې نور فقاهت خپل اعتبار له لاسه ورکړي او خلک یې پر ځای نورو دروازو ته ودريږي.

د نوې فقهې لپاره په وروستۍ پېړۍ کې کار شوی، خو ځینې مباحث یې لا تر اوسه ډېر ابتدایي دي او په ځینو برخو کې یې علماو څه نا څه زیار اېستلی. کله چې د نوې فقهې په هکله بحث کېږي، زموږ په زمانه کې به د دکتور یوسف القرضاوي احسان تر بل هر چا ورباندې دېر وي. له همدې وجې که زه کوم څه لیکم پدې برخه کې تر ډېره به د شیخ قرضاوي تاثر پکې پروت وي. قرضاوي د اسلامي خوځښت روزل شوی کادر و چې له ډېر کوچنیوالي يې د حسن البناء د مفکورې سافتویر په مغز کې نصب شو او له هماغې نوې ځوانۍ يې له هغه څخه د تأثر له وجې ټوله هڅه په داسې مسیر روانه شوه چې هم یې د نړۍ واقعیتونه درک کولای شول او هم له نوي تمدن سره د اسلامي فقهې سیالۍ او د مسلمانو ټولنو سیال کولو ته امیدوار و.

شیخ قرضاوي د نوې فقهې عمده ستنې او بنسټونه، چې د هغې پر اساس به نوي اجتهادات درېږي، په لاندې ډول یادوي.

۱. فقه السنن: دا فقه په کایناتو، انساني ژوند، تمدن جوړونه.. کې د الله تعالی په قوانینو بحث کوي
۲. فقه المقاصد: پدې فقه کې د الله له لوري د پیغمبر، قرآن او احکامو د وضع کېدو په مقاصدو بحث کیږي.
۳. فقه المآلات: پدې فقه کې د جزئي احکامو پر اثارو او نتایجو بحث کیږي. فکر وکړئ چې که زموږ ملایان د خپلو فتواو په پایلو پوهېدی، بیا به یې هم دغسې سختې فتواوې ورکوې؟
۴. فقه الموازنات: پدې فقه کې د جزئي احکامو په هکله د هغې د ګټې او زیان موازنه ترسره کېږي چې که موږ یو نظر وړاندې کوو دا محاسبه وکړو چې د دې به ګټه څومره وي او تاوان به یې څومره وي. هغه څه چې نن افغانستان کې ورته اړتیا ده.
۵. فقه الاولویات: دا د لومړیتوبو د پېژندنې فقه ده، چې پوه شو چې په کومه زمانه کې کومې کړنې ته لومړیتوب ورکړو او کومه کړنه وځنډوو. لومړیتوب پېژنده په افغانستان کې یوازې زموږ د ملا ستونزه نده، موږ دا یوه پېړۍ د لومړیتوب نه پېژندلو له وجې دې ورځې ته رسېدلي یو.
۶. فقه الاختلاف: پدې فقه کې په دې بحث کېږي چې په خپلو کې څه ډول اختلاف وپالو، څه وکړو چې اختلاف د عداوت لور ته لاړ نشي. هغه څه چې سخته اړتیا ورته لرو، د اختلاف په نامه  خلک شخصیتي مدار ته ورداخلېږو او د هغوی د سپکولو، رټلو او حتی حذف کولو لپاره په هېڅ څه صرفه نکوو.
دا په معاصره فقه کې هغه شپږ ستر مباحث دي چې شیخ قرضاوي یې په هکله هڅې وکړې او کتابونه یې پرې ولیکل. که چېرې علما او دیني مدارس حداقل په همدې برخو کې څه نا څه مطالعه وکړي او پوهه ترلاسه کړي، داسې فکر وکړئ چې د اسلامي نړۍ یو ستره برخه ستونزې به حل شي بالخصوص په افغانستان کې به دا تورې خپرې شوې تیارې نور دوام ونکړي او د رڼا په لور به مزل پیلوو.
په فرصت سره زه تر خپله وسه پدې برخو کې لنډ لیکل کوم، د علماو مسئولیت دی چې دا مباحث لا ډېر مطرح کړي او د ژورو سره یې خلک او بالحصوص د اوسني زاړه او له کاره لویدلي فقهي ماشین متولیان آشنا کړي.

د اللهي سُننو فقه!

کله چې د اللهي سنتونو په هکله خبرې کوو، دلته مو د سنتونو څخه مراد اللهي تګلارې او قوانین دي چې د الله له لوري د هغو پر اساس د کایناتو نظم روان شوی.
د اللهي سنتونو فقه پر اسبابو او مسبباتو باندې بحث کوي. پدې فقه کې هر څه له یو سبب سره تړل کېږي. دا چې نن موږ په نړۍ کې ذلیل یو، دا یو سبب لري، دا چې نن ځینې هېوادونه ځواکمن دي، دا هم یو سبب لري. هر چا چې دې اسبابو ته ځان ورسولو هغه به هم د ځواک او عزت خاوندان کېږي.
زموږ د دین یوه ښېګڼه دا وه چې له هماغه پیل نه په معجزاتو باندې مخکې نه لاړ، بلکې په تدبیر او د اللهي سننو او قوانینو په رڼا کې مخ ته لاړ. پیغمبر یې مکلف کړ چې له حکمته به کار اخلې، احکام یې په تدریجي توګه رانازل کړل تر څو خلکو ته سخت نشي. مومنان یې له ځانه څخه دفاع ته وهڅول، نه یې دښمنان د نیل په دریاب وخوړل نه یې غر ورباندې ور جګ کړ، نه له آسمانه پوځونه ورته راولېږل، بلکې ټول یې تدبیر ته وهڅول، کله چې په احد کې ځینو اصحابو عسکري تخلف ترسره کړ، نتیجه یې د مسلمانانو ماته او د ډېرو شهیدانو ورکړه وه. له دې ښکاري چې له پیله څخه زموږ د دین چارې د اسبابو او مسبباتو پر قانون مخ ته تللې. ډېر داسې روایات هم له نبي علیه السلام څخه راغلي چې په هغو کې د هر عمل پایلې بیانوي. لکه وایي چې که زنا چېرې عامه شوه نو طاعون به ورسره راځي، که زکاتونه مو ورنکړل، قحطي به راشي، که مو عدالت ونکړ، ظالم سلطان به دربانړې مسلط شي..
اوس د همدې فقه السنن په رڼا کې باید خپل ځان وګورو. د الله قانون دا دی چا چې علم تر لاسه کړ هغه به په بې‌علمه غالبوي. د الله قانون دا دی چې چا نسبي عدالت قایم کړلو، هغه ته به د ځمکې پر سر دوام ورکوي و لو که هغه مسلمان هم نه وي او چا چې ظلم وکړو د هغې سلطه به لنډه وي، دا زموږ خلافتونه چې ړنګ شوي، هر یو یې د خپلو ظلمونه له وجې ړنګ شوي. دې وروستي خلافت عربو ته د انسان په سترګه نه کتل، هماغه و چې عربي ملکونو کې له عربستانه تر سوریې پورې سلګونه پټې ډلې جوړې شوې او همدې پټو ډلو د انګلیسي او فرانسوي استعمار په مرسته د عثمانیانو سلطه په خپلو خاورو ختمه کړه.
علماو ته په کار ده چې اللهي سنتونه په کایناتو کې، په ټولنه کې، په سیاست کې، په تمدن جوړونه کې، په حکومتولۍ کې او د عدالت په قایمولو کې اول وپېژني او بیا یې تطبیق ته زمینه برابره کړي. له آسمانه پوځونه نه راځي، د سلیمان علیه السلام پریان هم موږ ته پرمختګ نه راکوي، هر څه به د اللهي سنتونو پر اساس جوړوو، که مو ظلم وکړو، پوه شئ چې زوال مو لنډ دی. که مو د علم مخه ډب کړه، پوه شئ چې د تمدن او ځواک وړتیا نلری، که مو قومي، سمتي، مذهبي او جنسیتي تعصبونه وپالل پوه شئ چې خپل ځان ته مو په خپلو لاسونه قبرونه کنودي.
کله نا کله حتی ما ته دا فکر ولویږي چې که دا د امریکې او غرب طاقت د یو مسلمان ملک سره وی، لکه د سعودي عربستان، ایران او یا هم اوسني افغانستان سره وی، چې دوی به د نورو سره څه کول؟ کوم تحلیل چې زموږ د مسلمانو ټولنو څخه لرم، دې پایلې ته رسېږم چې د اوس لپاره الله هماغه خلک د دومره طاقت وړ بللي، شاید که هغه طاقت زموږ په لاس کې وی، دومره ظلمونه به راڅخه شوي و چې په تاریخ کې له چا نوي شوي. زموږ عثمانیانو چې تازه توپونه پیدا کړل، په شرقي اروپا یې دومره ظلمونه وکړل چې هغه خلک تر ننه له اسلامه کرکه لري. ښځې یې د سلطان دربار ته راوړې، ماشومان یې یني چریانو ته سپارل او خاوره یې لوټوله، په دې دریو خ‌لافتونو کې تر ټولو عیاش خ‌لافت همدا و. نو که د ځمکې پر مخ تمدن غواړو، پرمختګ غواړو، اقتصاد غواړو اول باید ځان د هغې وړ وګرځوو کني پدې چارو کې نن سبا نور خلک تر موږ ډېره وړتیا لري او الله دا شیان هغه ته ورکوي چې وړتیا یې ولري. نا اهل ته یې نه ورکوي. دا نن چې موږ ذلیل یو دا ځکه چې موږ د عزت اهلیت ورک کړی.

لومړیتوب پېژنده!

لومړیتوب پېژنده نن سبا یو عصري بحث دی. کله چې په سترو بنسټونو او یا هم پرمختللو هېوادونو کې ستراتیژیکه پلان جوړونه کیږي، د پلان جوړونې په بهیر کې یو ستر بحث د لومړیتوبونه په هکله وي. امریکایان خو تقریباً هر ځای کې دا بحثونه لري، بالخصوص نظامي پلان جوړونه یې ټوله د لومړیتوبونه په اساس کیږي او دا لومړیتوب پېژنده یې دومره په ژوندۍ بڼه ترسره کیږي چې که نن د نړۍ سیاست کې څه بدلون راځي، دوی سبا ته ځان ورته د خپلو لومړیتوبونو پر اساس تیار کړی وي. د پلان او ستراتیژۍ پدې برخه کې یو بنسټ خپل اساسي لومړیتوبونه په ګوته کوي او بیا د هغې په رڼا کې خپل لنډمهاله او اوږدمهاله برنامې مخ ته وړي.
که چېرې موږ په قرآن کې د احکامو د وضع کولو بهیر ته پام وکړو، د علوم القرآن په پخوانیو او اوسنیو کتابونو کې د تدریجي تحریمونو یادونه شوې. په فقه کې هم د تدریجې فقهې پوهه یو بېل بحث دی. د شرابو تحریم په څو مرحلو کې راغی. علماء یې په هکله وایي چې د دې علت دا و چې ټولنه دومره په شرابو روږدې وه او دومره سرمایه ورباندې بنده شوې وه چې په یوه وار یې د تل لپاره ترې لاس نشو اخیستی، نو ځکه قرآنکریم د موضوع حساسیت ته په کتو په څو مرحلو کې دا تحریم وضع کړلو. خو له بل اړخه د دې بحث نه د لومړیتوبونو پېژندنه هم استنباط کیږي. په یوه مرحله کې لومړیتوب دعوت و، په یوه مرحله کې بیا لومړیتوب وسلواله مبارزه وه. په یوه مرحله کې لومړیتوب یوازې عقیده جوړول و، په بله مرحله کې عملي احکام راغلل. همدارنګه که قرآنکریم ته ځیر شو یو ځای کې الله تعالی فرمایي:أَجَعَلْتُمْ سِقَايَةَ الْحَاجِّ وَعِمَارَةَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ كَمَنْ آمَنَ بِاللَّهِ.. دلته الله تعالی فرمایي چې آیا تاسې فکر کوی چې د حاجیانو ساقیان او د بیت الله اعمار کونکي د الله په نزد د ایمان‌دارو سره برابري کوي؟ دلته د هغه مشرکینو رد کوي چې هغوی به افتخار کولو چې موږ حاجیانو ته اوبه ورکړې او بیت الله مو جوړه کړې.. ډاکتر یوسف القرضاوي د دې آیت څخه د الله په نزد د لومړیتوبونو د اهمیت استنباط کوي. هغه وایي چې ایمان الله ته تر هر څه لومړیتوب لري. حتی که تاسې حاجیانو ته اوبه ورکړی، حتی که تاسې د الله خونه جوړه کړی خو چې ایمام مو نه وي د الله په نزد به بې ارزښته وي.
دیني علم د دې ایجاب کوي چې هر څوک د دیني فقاهت ادعا کوي هغه به د هغه سیمې لومړیتوبونه پېژني په کوم کې چې ژوند کوي. لومړیتوب پېژندنه خپل ابزار لري. دیني لومړیتوبونه ملا ته معلوم دي، سیاسي لومړیتوبونه سیاستوال ته معلوم دي، ټولنیز لومړیتړبونه ټولنپوه ته معلوم دي، طبي لومړیتوبونه ډاکتر ته معلوم دي، اقتصادي لومړیتوبونه اقتصادپوه ته معلوم دي.. کله چې یو دیني عالم فتوا صادروي، نو هغه خپله یوازې د دیني لومړیتوبونو پوهه لري، د نورو لومړیتوبونو لپاره به د هغې برخې د متخصصینو مشورو او نظریاتو ته غوږ نیسي بیا به د هغې په رڼا کې خپله فتوا صادروي.
نن سبا چې موږ وطن کې څومره ستونزې لرو د هغې یوه لویه برخه همدا ده چې زموږ دیني عالم لومړیتوب پېژندنه نه لري، په تیارو کې فتوا صادروي او د هغې په پایلو پسې نه ګرځي.
دا بحث ډېر ژور دی، د مطالعې لپاره یې د قرضاوي صېب « فقه الأولویات»  کتاب وګورئ، همدارنګه نورو علماو هم په دې وروستیو کې پرې لیکل کړي، هر کتاب چې
په لاس درغی ویې ګورئ.

فردي اجتهاد او ډله‌ایز اجتهاد!

له دې به تېر شو چې زموږ ملایانو د اجتهاد دروازه تړلې، دا خبره دومره بې اساسه ده چې اړتیا نه وینم حتی ورباندې بحث وشي. راځم دې ته چې نن ولې د فردي اجتهاد ټغر مخ په ټولېدو دی؟
پخوا دنیا ساده او چارې او معاملات یې هم ساده و. یو عالم به په یوه وخت کې د دین عالم، فیلسوف، تاریخپوه، طبیب، مهندس.. او هر څه و. دا کیسه زموږ په سیمو کې تر دې وروستیو پورې وه. نن نړۍ د تخصص خوا ته تللې او لا هم روانه ده. نن یوازې طبابت کې په لسګونو څانګې دي چې د یوې څانګې ډاکتر ځان ته دا جرأت نه ورکوي چې د بلې څانګې په کار کې کار ولري. همدارنګه انجنیري، اقتصاد، سیاست، ټولنپوهنه… یعنې دا امکانیت نور ختم شوی چې یو ملا دې طبیب هم شي، اقتصاد پوه دې هم شي.. دا دواړه نه سره جمع کیږي. که داسې کوم څوک مو ولیدل نو یا به یې خامخا ملایي ناقصه او یا به په هغه نورو څانګو کې نه پوهیږي. دا خو پرېږدئ چې په هره برخه کې دې متخصص وي. له همدې وجې نن د فردي اجتهاداتو پر ځای فقهې مجامع جوړبږي. ستر فقها هم که فردي کار کوي، په هغه مواردو کې چې فتوا صادروي، حداقل خپل سر ورباندې د هغې څانګې د متخصصینو په مشوره، سم ملا کوي. معاصر علماء اوس پدې باور دي چې په فقهي مجمع کې د دیني علماو تر څنګ باید د نورو ټولو څانګو اهل متخصصین هم غړیتوب ولري. ځکه چې نن سبا علمي موضوعات دومره پراخ شوي چې د دیني عالم سر پرې نه خلاصیږي، پکار ده چې د هغې څانګې متخصص یې یو ځل صورت مسئله دیني عالم ته روښانه کړي، بیا دیني عالم یې په هکله فتوا صادره کړي.
تاسې فکر وکړئ چې نن په افغانستان کې د ګردې ترانسپلنټ بند شوی. دلیل یې هم د شریعت نه ورته پیدا کړی. که چېرې د ملا تر څنګ یو متخصص ډاکتر ناست وی، بیا هغه ورته دا پروسه تشریح کړې وي، د ملا سر یې پرې خلاص کړی وي، نو ملا به دغسې فتوا ورکوله؟ د ط له حاکمیت سره حکومت لګیا دی چې اسلامي بانکداري ترویج کړي، خو دا دری کاله ملایان او بانکداران لګیا دي، ټکی پرمختګ پکې نه راځي. ملا بانکدار نشي درک کولی او بانکدار د ملا له کم علمۍ پزې ته رسېدلی.
همدا رنګه د نجونو د تعلیم مسئله هم په نظر کې ونیسئ، ملا د هر ډول مصلحت له پامه غورځولو سره، یوازۍ د غرب سره د کینې له وجې، د ښځو سره ظلم روان کړی او دلیل ورته له شریعته راوړي، که چېرې د ملا تر څنګ سیاستپوهان ناست وی، ټولنپوهان ناست وی او د ملا سر یې پدې خلاص کړی وی چې د دې فرمان سره ته اسلامي ټولنې ته څومره ضرر رسوې، بیا به هم ملا دغسې فرمان جاري کولو؟ دین خو د ټولنې د دنیا او آخرت د مصلحت تامینولو لپاره راغلی و، نه د دې لپاره چې ټولنې ته ضرر ورسوي، اوس څه وشول چې د دین ماشین د ټولنیز مصلحت خلاف چلیږي؟
دې ټولو ننګونو ته په کتو، اړتیا ده چې د فردي او شخصي اجتهادونو پر ځای فقهي مجمعې جوړې شي او پدې مجامعو کې د دیني مجتهدو علماو تر څنګ د نورو څانګو متخصصین هم غړيتوب ولري تر څو د هغوی د مشورو په رڼا کې دیني علماء خپلې فتواوې صادرې کړي. په غیر د هغې که په همدې شکل روان و د دې پر ځای چې دین ته مو خدمت کړی وي هم به مو د کافر زړه له دې دیانته تور کړی وي هم د
مسلمان.

فقه الواقع او فقه المآلات

د اسلامي شریعت د پایښت راز په اجتهاد کې دی. که چېرې په اسلام کې اجتهاد بند شو، معنا دا چې د شریعت ګیلم ټول شو. که چېرې وغواړو د اجتهاد لپاره اصول او اساسات وضع کړو، نو کولی شو لاندې څلور ستنې د اصولو په توګه ورته وټاکو:
۱. فقه الواقع: له دې څخه مراد دا دی چې مجتهد به د هغه ټولنې د واقعیتونو په هکله پوره پوهه لري، کومه کې چې دی اجتهاد کوي. هغه مجتهد چې د یوې ټولنې له وضعیت څخه خبر نه وي، سیاسي، ټولنیز او اقتصادي وضعیت یې ورته معلوم نه وي، د ممکنه ستونزو، ګواښونو او فرصتونو په هکله یې پوهه ونلري، هغه نشي کولی چې د هغې ټولنې لپاره اجتهاد وکړي. دا خو پرېږده چې خپله په انزوا کې له ټولنې پټ وې او بیا د پردو له شا ولس ته فتواوې صادروې.
۲: فقه النص الشرعي: دویم څه چې یو مجتهد باید د هغې په هکله پوره فقاهت ولري هغه د شریعت د نصوصو علم دی. ناسخ او منسوخ، محکم او متشابه، متواتر او احاد.. دا هر څه باید ورته معلوم وي. د علماو د اختلافاتو په هکله باید پوهه ولري او پدې برخه کې د پوره اشراف خاوند وي.
۳: پر واقعیتونو د نص د تطبیق فقاهت: کله چې یو کس د یوې ټولنې د شته واقعیتونو پوهه ولري او بیا د شرعي نصوصو فقاهت هم ولري، دریمه مهمه مسئله پکې دا ده چې دا کس باید په شته واقعیتونو د شرعي نصوصو د تطبیق او تنزیل درایت او درک هم ولري. هسې نه چې واقعیتونه د ۲۱ پېړۍ وي او دی ورباندې نصوص د ۵ پېړۍ په شان تطبیق کړي. افغان ملا د دې تر څنګ چې په فقه الواقع او فقه النص کې ستونزه لري، بله ستره ستونزه یې په دغه ځای کې ده. د فېسبوک او وټسپ په عصر کې ده شروع کړې چې ښځه به بې شرعي محرمه له کوره نه وځي.
۴: فقه المآلات: له دې څخه مراد دا دی چۍ فقیه باید د خپلې اجتهاد په پایلو باندې سم فکر وکړي. له پیله چې کله دی اجتهاد کوي، د واقعیتونو په رڼا کې باید دا وسنجوي چې زما دا اجتهاد کوم مصلحت تامینوي او د کومې مفسدې مخه نیسي. فساد یې ډېر دی که صلاح یې ډېر دی. ما مخکې هم دا پوښتنه کړې چې آیا امر بالمعروف ادارې دینداري ته ګټه رسولې که تاوان؟ زما له نظره دې ادارې دیندارۍ ته تر اوسه تاوان رسولی هم افغانستان کې هم ایران کې. که موږ د مآلاتو فقه درلودی نو له دې ادارې باید تېر شوي وی. همدارنګه که زموږ حاکمانو د خپلو فتواو پایلې کتلی یو ستر ملت یې د نړۍ ګروګان نه ګرځولو، دا اوس چې ټولې نړۍ موږ تحریم کړي یو دا په سترو خبرو نه دي، دا په ډېرو جزئي مسائلو باندې شوي چې زموږ ملا ورته نوم شریعت اېښی او ټول ولس یې د نړۍ محتاج ګرځولی. دا اوس که موږ لوږه تېروو، که بده ورځ تېروو، که خلک د فقر له وجې بدلمنۍ او فحشاء ته مخه کوي، که لوټ او تالان ته مخ کوي، که سختو مهاجرتونو او ذلتونو ته تن ورکوي د دې ټولو شرعي مسئولیت او ګناه د هغه ملا په غاړه ده چې د کوچنیو فروعاتو لپاره یې د خلکو د عزت او آبرو سره لوبې پیل کړې.
که چېرې یو مجتهد د دې څلورو ارکانو په رڼا کې اجتهاد وکړي نو زه ډاډه یم چې هغه اجتهاد به ټولنې او نړۍ ته مقبول وي، د هغې په وړاندې به حساسیت نه وي، هغه به په ټولنه کې د سوکالۍ او پرمختګ باعث ګرځي، هغه به له دین سره اُنس او الفت ډېر کړي او بالاخره هغه به باعث شي چې د شریعت تلپاتې والی معناداره او مضبوط وګرځي.
دا اوس چې څه موږ روان کړي دا په شریعت ملنډې وهل دي او دا د شریعت کاریکاتوري انځور دی چې موږ یې نړۍ ته ښکاره کوو.

ليکوال: احمد ارشاد احرار

Share via
Copy link