د شيشه ميډيا د اونيزو امس سپيسونو په لړ کې چې د لړم په ۶مه او د اکتوبر په ۲۷مه ترسره شو د سولې او شخړو د مطالعاتو څېړونکي ښاغلي وصيل پېرزو او سياسي شنونکي او ښوونکي عزيز رويش د پښتون ژغورنې غورځنګ په فعالتونو او پښتون قومي جرګې پر پرېکړو بحث وکړ. په پيل کې ښاغلي وصيل پېروز د پښتون ژغورنې د راټوکېدو په ځمکه او د راټوکېدو په عواملو رڼا واچوله.
نوموړي وويل چې په پاکستان کې د خیبرپښتونخوا قبایلي سیمې چې پخوا په پاکستان کې په فاټا مشهورې وې، له ۱۹۸۰ یمو کلونو راهیسې د ترهګرو ډلو پټنځایونه وو او په ۲۰۰۱ کال کې د سپټمبر د یوولسمې تر پېښې وروسته دا د هغو ترهګرو لپاره په پټنځای بدلې شوې چې په افغانستان کې یې د پخواني حکومت په وړاندې جګړه کوله. پاکستان په دې سیمه کې د ترهګرو د ځپنې په نوم اووه پوځي عملیات ترسره کړي او له کبله یې په زرګونو خلګ وژل شوي، بې ځایه شوي او ورک شوي دي.
همدا راز دې سیمو ته د پاکستاني ځواکونو تر ستنېدو وروسته په سیمه کې د هغوی له خوا ماینونه کرل شوي او همدا راز د سیمې له خلګو سره یې رویه ډېره خشنه ده. پر دې سیمو د پاکستان د حکومت او همدا راز د ترهګرو له لوري د تحمیل شوې جګړې تر فشار لاندې پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه غبرګون په توګه را پیل شو او لومړی پیل یې د ۲۰۱۴ کال پر مهال د یوه مسید ځوان د وژنې په وړاندې غبرګون و چې په کراچۍ کې وژل شوی و. په لومړي سر کې د دې غورځنګ غوښتنې دا وې: کمیسیون له لارې په پښتنی سیمو کې د بشري حقونو د سرغړونو پلټل، د ورکېدونکو خلګو د بهیر ختمول، د ورکو شویو خلګو محکمه کول او هغوی ته عدالت غوښتل، له قبایلي سیمو ماینونه پاکول او په جنوبي وزیرستان کې ګرځ بندیز ختمول، د غیر قضایی وژنو درول، پر چیک پواینټونو د خلګو د سپکاوي ختمول.
د ده په خبره چې دا یوازې د دې غورځنګ پیل و او تر دې وروسته یې اغېز په پښتني سیمو کې پراخ شو او موخو یې هم د وخت په تېرېدو سره یو څه تغییر وکړ.
د ښاغلي پېروز د بحث په دوام ښاغلي رويش خپل بحث پرانيست او زياته يې کړه چې دا تحریک خورا مهم دی او زیات پام ور اوښتی دی خو زما پوښتنه داده چې که د لر او بر پښتانه یو ځای کېږي نو په دې لړ کې زما د هزاره حیثیت چیرته دی؟ پر موږ یې اغېز څه دی؟ اوس هم په افغانستان کې د پښتنو حکومت دی او نوري قومي ډلې نه مني، که په دې صورت کې په میلیونونو نور پښتانه هم یو ځای شي او همدا دریځ خپل کړي نو جدي اندېښنه دا را پیدا کېږي چې دلته به د غیر پښتني قومونو حیثیت بیا څه وي؟
د ښاغلي رويش په خبره د پښتون ژغورنې غورځنګ او جنبش روشنايي تر منځ ورته والی شته دی. دوی هم لویي سیاسي غوښتنې له مدني لارو مطرح کوي، خو د دې لپاره چې کوم سياسي ظرفیت په کار دی هغه نه لري. په خپله د دې تحریک مشر منظور پښتون هغه سياسي پوهه نه لري چې د داسې یوه غورځنګ لپاره په کار ده. پښتون ژغورنې غورځنګ ډېرې لويي غوښتنې مطرح کړې دي چې واقعي نشي بلل کېدلای. د بېلګي په توګه له قبايلي سیمو د پاکستان د پوځ وتل، پوښتنه داده چې که دا پوځ ووزي او دا پوله له منځه ولاړه شي سياسي نظام به څه وي او دا ټول خلګ به څنګه سره کښېني؟ د یوې بلې شخړې مخنیوی په کوم قوت او کوم جوړښت سره کېږي؟
په خپله پښتون ژغورنې غورځنګ فرد محوره دی او یو قوي ساختار نه لري. بل اړخ ته چې په پښتني ټولنه کې په دودیزه توګه کوم جوړښتونه وو او دا ټولنه به یې منظمه او منسجمه ساتله، هغه هم د جهادي ډلو له لوري، د پاکستان د پوځ په عملیاتو کې او ګڼو نورو تحولونو کې له منځه تللي اوس په خپله پښتون ژغورنې غورځنګ سياسي ګوندونه له صحنې وباسي او په دې توګه لویه سياسي تشه را پیدا کوي چې دا هم خپله د دې غورځنګ او هم د ټولې سيمې لپاره د اندېښنې وړ مسأله ده.
ور پسې ښاغلي وصيل زياته کړه: په رښتيا هم په پښتون ژغورنې غورځنګ کې د ضعف یوه نقطه داده چې تر ډېره حده پر منظور پښتین راټول دی، خو د ده تر څنګ ځيني نور مشران هم موجود دي لکه علي وزیر او همدا راز دوه درې نور کسان، ښايي د ده په نشتون کې هغوی را مخ ته شي او غورځنګ مخته یوسي او هغوی هم د خلګو تر منځ پراخ محبوبیت لري. بله خبره داده چې د وخت په تېرېدو سره چې د دې تحریک غړي وژل شوي دي نو پر غورځنګ یې منفي اغېز نه دی کړی، بلکې مثبت تاثیر یې کړی دی.
د نوموړي په خبره دا اندېښنه چې د لر و بر د یو ځای والي په صورت کې به د غیر پښتني قومونو او پښتنو راتلونکی څه وي؟ نو ځواب يې ډیموکراسي ده. مګر تر دې وړاندې مهمه خبره داده چې اوس مهال پښتون ژغورنې غورځنګ د افراطیت په وړاندې مبارزه کوي.
ښاغلی رویش په ډېرو مواردو کې له ښاغلي پېروز سره موافق نه و. د هغه په اند دا غورځنګ او پکې راټول پښتانه یو تاريخي درد او نوستالژي لري او لویې هیلې یې پسې تړلې دي، مګر دوی باید دا درک کړي چې دوی ته کوم درد رسېدلی دی، هغه له سياسي اړخه او ډلو څخه دی او که له نورو اړخونو څخه؟ د دوی ضعف دادی چې لويي سیاسي غوښتنې یې پر کمزورو اووږو ایښې دي. د دې پایله دا وي چې اخیر هم غورځنګ کمزوری کېږي. دا غورځنګ ځکه پښتنو ته ښه زېری نه لري چې سياسي غوښتنې له غیر سیاسي سټېج څخه کوي. ماته اوس هم په پښتنو کې تر پښتون ژغورنې غورځنګ اې اين پي ګوند قوي ښکاري، ځکه چې سياسي درک او جوړښت لري.
د ښاغلي رويش په خبره د راتلونکې په اړه د ښې رایې اظهار ډېر عملي نه دی او یوازې د افرادو ښه نیت کفایت نه کوي او نه هم باید د ځینو وړو جزییاتو له امله خوشبین واوسو. پوښتنه داده چې د دې څه تضمین موجود دی چې د دې غورځنګ د بريالي کېدو په صورت کې به د خلګو ډیموکراټیکې غوښتنې منل کېږي؟ که داسې ضمانت نه وي موجود باید خلګو ته حق ورکړل شي چې خپلې خبرې وکړي او خپلې اندیښنې مطرح کړي. د غورځنګ لپاره یوازې دا کفایت نه کوي چې بې تاوتريخوالي مبارزه وکړي او یا هم ځان د پاچاخان له مبارزې سره وتړي، بلکې د برياليتوب لپاره سياسي ملاتړ ته اړتیا ده.
ښاغلي وصيل د استاد رويش د دې اندېښنو په اړه زياته کړه چې زه له دې خبره سره موافق نه یم چې د پښتون ژغورنې اوسنی فعالیت سياست ونه بلل شي، بلکې د دوی اوسنی کار هم سیاست دی او سیاست یوازې د پارلمان له لارې نه کېږي. د دوی خبره داده چې د همدې سياسي غورځنګونو په شتون کې په تېرو شلو کلونو کې پر پښتنو دا بده ورځ راغلې ده، د دې ګوندونو لاسته راوړنه څه ده؟ بله خبره داده چې پښتون ژغورنې غورځنګ پر دې باور دی چې د سياسي ګوند په توګه چې دوی د پاکستان له دولت سره کومه ژمنه کوي، دوی له هغه سره اصلا جوړ نه دي او په پارلمان کې دننه مبارزه اغېزناکه نه بولي. له پارلمانه دباندې د دوی ملاتړ، د خلګو راټولولو او د هغوی د غوښتنو مطرح کولو ښودلې ده چې د دوی مبارزه اغېزناکه ده او تاثير لري. کله چې د خلګو غوښتنې مطرح کېږي، د هغوی پر ستونزو بحث کېږي او د مخالف له لوري یې غوښتنې او خبرې جدي اخیستل کېږي، نو خو همدا سیاست دی. دا چې پي ټي ایم له سیمې د پاکستان د پوځ د وتلو غوښتنه کوي، دا غوښتنه یوازې د دوی نه ده او په وروستي ځل ټولو سياسي ګوندونو دا غوښتنه کړې ده. همدا راز په سیمه کې مېشت پښتانه قومونه هم وايي چې د پاکستان د پوځ تر راتلو وړاندې په دې سیمه کې امن و او د دوی له راتګ سره ناامني راغلې ده.
ښاغلی پېروز په دې باور و چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې واقعي دي او په وروستي ځل یې د ۲۸ مادو په بڼه ولس او د پاکستان حکومت ته ایښې دي. دا چې خلګو له دې تحریک سره د لر او بر د یو ځای والي هیلې تړلې دي، دا جلا موضوع ده خو دا هم له پامه نشي غورځول کېدای ځکه چې دا د خلګو ډیموکراټیک حق دی او دا غوښتنه دواړو خواوو ته میلیونونه خلګ کوي.
پښتون ژغورنې غورځنګ د تېرې یوې لسیزې په اوږدو کې وده کړې او خپل جوړښتونه یې هم جوړ کړي دي او په دې دوره کې چې له څومره فشارونو سره مخ شوی دی، په وړاندې یې درېدلی دی. دا پېښې او پرمختګونه دا جوتوي چې په دې غورځنګ کې له ستونزو او ننګونو سره د مبارزې ظرفیت را پیدا شوی دی.
دا چې د لر او بر د یو ځای والي په صورت کې به د غیر پښتنو حیثیت څه وي؟ نو لومړۍ خبره داده چې اوس مهال د دواړو په وړاندې لوی خنډ وسلوال افراطیت دی او په دې برخه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ په کار دی. کله چې دا موخه تر لاسه شي، تر هغه وروسته له یوه ډیموکراټ پښتون سره پر سياسي برخلیک او راتلونکې خبرې کول ډېري اسانه دي.
استاد عزيز رويش خپله اندېښنه بيا په ډاګه کړه او ويې ويل چې دا غورځنګ هم د جنبش روشنايي په څېر تشکیلات او جوړښتونه نه لري او یوازې د خلګو په هیلو سره مخته ځي او کوم سیاسي جوړښت چې ورته په کار دی، هغه ورسره نشته. همدا خبره په جنبش روشنایي کې هم مطرح وه او هغوی هم همدا منطق وړاندې کاوه چې که موږ سياسي غورځنګ شو د خلګو له هیلو وزو. پوښتنه داده چې که پښتون ژغورنې غورځنګ بریالی کېږي نو له غیرپښتنو سره به څه کېږي او د هغوی حیثیت به څه وي؟ د تحلیل پر مهال دې ته پام کول ضروري دي چې په دې لړ کې کومې پخوانۍ تجربې موجودې وي، هغو ته پاملرنه وشي.
د ښاغلي رويش د اندېښنو په ځواب کې ښاغلي پېروز وويل چې د بحث په تړاو د رویش صیب چلند د فرضیو پر اساس دی، مګر د دې پر ځای بحث پر دې په کار دی چې اوس مهال هغوی څه کوي او څه وايي؟ اوس مهال هغوی د افراطیت په وړاندې ولاړ دي او د دې مبارزې ګټل هم د پښتنو او غیر پښتنو لپاره مهم دي. اوسني علایم دا ښيي چې که دا غورځنګ بریالی کېږي نو هغو اندېښنو ته هم ځواب ویلای شي چې رویش صیب یې مطرح کوي. دا غورځنګ په دې سیمه کې د ټولو غورځنګونو په پرتله ځانګړی دی او په یوه داسې سیمه کې یې وده کړې چې هلته پر افراطیت په میلیاردونو ډالره پانګونه شوې خو دوی همالته له سندرې، اتڼ، ډول او مېرمنو سره د سياسي مبارزې میدان ته راوتلي دي. بل دا چې د وخت په تېرېدو سره جوته شوې چې دا غورځنګ پوخ شوی او اوس له کلي تر ولسوالۍ او بیا ولایتي کچې پورې کومیټې او جوړښتونه لري. که احیانا پي ټي ایم ختمېږي نو دا په سولییزه توګه له منځه نشي وړل کېدلای او که تشدد ورباندې کېږي نو تشدد بیرته تشدد راپیدا کوي چې دا د سیمې او هم د پښتنو لپاره ښه خبره نه ده او په دې سره که د سياسي مبارزې میدان تشېږي نو دا راټول ځوانان به یو ځل بیا د افراطي ډلو لاس ته لوېږي. که پښتون ژغورنې غورځنګ بریالی کېږي نو دا به په سیمه او دې خاوره کې د افراطیت پای وي چې دا د ټولو قومونو لپاره یوه بریا ده. د پښتون ژغورنې په اړه د ښاغلي رويش وروستۍ ارزونه دا وه چې پښتون ژغورنې غورځنګ د بریالیتوب هیڅ ظرفیت نه لري، د دې لپاره چې کومه سياسي او فکري وړتیا په کار ده، هغه له دوی سره نشته او که دوی له اوسنیو غوښتنو سره هم بریالي کېږي لکه له پښتني سیمو د پوځ وتل، نو دا کولای شي د ټولې سیمې جغرافیه بدله کړي. زما په نظر د دوی ماتې ډېر احتمال لري او په دې سره لا هم د دې امکان زیاتېږي چې په سیمه که افراطیت وده وکړي او انارشیزم خپور شي. دا غورځنګ باید په دې لړ کې خپل سياسي ظرفیت را جوړ کړي او له قضایاوو سره واقعي سیاسي چلند وکړي، نه شعاري او احساساتي.