• خانه
  • معلوماتي
  • د ښځو لپاره په کور کې د کوچنیو او متوسطو کاروباري فرصتونو ایجاد!

د ښځو لپاره په کور کې د کوچنیو او متوسطو کاروباري فرصتونو ایجاد!

Image

ښځینه وو لپاره د کوچنیو او متوسطو کاروباري فرصتونو ایجاد او څو بېلګې

په افغانستان کې ښځینه کولی شي، د خپلو کورونو څخه یو شمیر کوچني او متوسط کاروبارونه پیل کړي، چې د لږې پانګونې او کمو مهارتونو په مرسته ښه عاید تر لاسه کولی شي.

د هغه کوچنیو او متوسطو کاروبارونو بېلګې چې ښځینه یې له کور څخه هم کولی شي او په اسانۍ یې د پېلولو او پر مخ بیولو وړتیا پیدا کولی شي او همدارنګه لږې پانګونې او کمو کارمندانو ته ضرورت لري، په لاندې ډول دي

پدې کې دا کاروبارونه او شغلونه په کټګوریو ډول که وویشو نو لومړی یې مسلکي او فني مهارتونه دي او دویم یې Soft Skills  دي، چې هر یو یې د زده کړو، امکاناتو او لاس رسي له امله خپل مقام لري او خویندې پکې انتخاب کولی شي.

مخکې مو چې څومره موارد ذکر کړل په دې ټولو مواردو کې د اسلامي او کلتوري مسایلو په نظر کې نیولو سره د ښځينه وو لپاره کاروبار پیلیدلی شي او خپله ښځینه هم په ځینو برخو کې د کاروبار واګي په لاس کې اخیستلی شي او پر مخ وړلو وړتیا یې لري، دلته زموږ هدف له هغه کاروبارونو دی، چې ښځینه یې په کور کې هم ترسره کولی شي او پدې سره د خپلې کورنۍ لپاره د عاید یوه سرچینه پیدا کولی شي.

لومړی: لاسي صنعت، فزیکي کار او خرڅلاو

پدې کټګورۍ کې هغه کاروبارونه شاملیږي، چې په فزیکي ډول پکې ښځینه کار کوي او ډیر کله د هغه ښځینه وو لپاره دا غوره انتخاب دی، چې له زده کړو محرومې پاتې شوي وي او یا هم په کافي اندازه زده کړې ونه لري او یا هم مخکې په تخنیکي او مسلکي ډول په همدې مسلکونو کې پاتې شوي وي او د تجربې له مخې یې داسې کسبونه انتخابوي. لاسي صنعت په افغانستان کې د یو ښه او منل شوي صنعت په توګه پیژندل کیږي، چې د هیواد د صادراتو یوه غوښنه  برخه هم جوړو، لاسي صنعت ،خیاطي او ګلدوزي په افغانستان کې له پخوانیو کاروبارونو او کسبونو څخه ګڼل کیږي، چې نن سبا هم ښه مارکیټ لري او زموږ خویندې هم کولی شي، چې له کور څخه هم دا کاروبار تر

سره کړي، ځکه چې، قالین بافي، ګیلم اوبدل، خیاطۍ، ګلدوزۍ او خامک برخه کې زموږ خویندې ښه استعدا لري او د هیواد د لاسي صنایعو په برخه کې د ښه کیفیت او نوم درلودونکی دی، نو زموږ خویندې که زده کړې هم نلري دا چاره پیلولی شي او په مارکیټ کې د خرڅلاو پر مټ خپله کورنۍ چلولی شي.

بېلګې؛

1.د قالینو، ګیلم او فرش اوبدل!

د دودیزو غالیو، ګیلمو او تغر جوړولو صنعت د افغانستان یو مشهور هنر دی، چې په کور دننه او بهر ښه بازار لري او د افغانستان د صادراتي توکو یوه عمده برخه جوړوي نو پکې کار کول، هم اسان او هم د کور د غړو لپاره د ژر پوهیدنې او کارونې وړ دي.

2. د ګلدوزي او خامک دوزۍ کاروبار!

ګلدوزي او خامک دوزي بل هغه مشهور صنعت دی، چې ډیر ښه نوم او ښه مشتریان لري، په لاس د جوړو شویو ګلدوزي، جامو غاړو، دستمالونو او پردو کیفیت ډیر عالي او ښه مارکیټ لري، چې زموږ د کندهاري غاړو او د هزاره وطنوالو د ځانګړو لباسونو بیلګې د یادونې وړ دي.

3. د مریو اوبدلو کاروبار!

دا د ښځینه وو لباسونه او نور سامان آلاتو لپاره د مریو اوبدل یو بل ښه او نسبت د غوره مارکیټ درلودونکی دی، چې د لاس صنعت په برخه کې یې زموږ خویندې په کور کې هم ترسره کولی شي او د خپلې کورنۍ د اړتیا پوره کولو لپاره یې بازار ته وړاندې کولی شي، د مریو اوبدل د باسلیقه میرمنو او پیغلوټو لپاره د خوښې وړ ګاڼې دي او په بازار ښه قیمتونه هم لري.

4. چرمه دوزي او افغاني ګنډ کالي!

د افغاني ګنډ جامو برانډ یو ډیر پیژندل شوې او منل شوی برانډ دی، چې په کور دننه او بهر یې ښه مشتریان ځانته پیدا کړیدي او د اصیل افغاني فرهنګ په ترویج او د کلتوري نښه په توګه یې خلک پیژني چې نه یوازې په

کور ددنه یې خلک خوښوي بلکې  په بهرنیو هیوادونو کې د میشت افغانانو لپاره هم د خوښې وړ جامه او له افغانستانه یې په حضوري او انلاین ډول غواړي او بیا یې د خوښیو او نورو مناسبتونو په ورځو کې اغوندي نو که چیرته  پدې برخه کې زموږ خویندې کار وکړي او د غوره ډیزاین په کولو سره د مشتریانو غوښتنې په نظر کې ونیسي نو لرې نه ده، چې د یو برانډ په توګه په کور ددنه او بهر ځانته ښه بازار پیدا او پر ځان به بسیا شي.

5. له چرم څخه د جوړو شویو توکو خرڅلاو!

د څرمن او چرم څخه د توکو جوړول یو بل ښه او مناسب کار دی، چې زموږ خویندې یې په کور کې ترسره کولی شي او لږې پانګونې ته ضرورت لري، چې پدې کې چرمي کڅوړې، بوټونه، زینتي توکو او داسې نور بازار ته د یو منل شوي برانډ په توګه ور پیژندلی شي.

6. د لرګیو نقاشي او توکي جوړولو کاروبار!

دې کې شک نشته چې ښځینه نظیفې او ظریفي دي نو د نقاشۍ او په ځانګړي ډول د لرګینو توکو څخه د سینګار، ډیکوریشن او کارونې وسایل جوړول ددې لامل ګرځي چې ځانته ښه مارکیټ پیدا او په ښه شکل سره مخته لاړه

شي، چې د کور واړه لوښي، دیوالي ساعتونه، تابلو ګانېو سینګار توکي، چوکۍ ، میزونه او داسې نور پکې شامل دي.

7. په لاس جوړې شوې ګاڼې پلورل!

د ښځینه وو د سینګار توکو او ګاڼو جوړول یو بل ښه او مناسب کاروبار دی، چې زموږ خویندې یې په کورونو کې پر مخ وړلی شي، پدې ډول کاروبار کې شاید یو کمه اندازه پانګونې ته اړتیا وي خو د هنر په درلودلو سره

او سپینو زرو کولی شي، چې ښه او مناسبه ګاڼه تیاره او په بازار کې مشتریان ځانته پیدا کړي، د غمیو، سرو زرو، سپینو زرو او نورو قیمتي مرغلرو پر مټ کولی شي، غاړکۍ، لاس بندونه ، ګوتمې، غوږوالۍ او داسې نور چمتو کړي.

8. د خټینو لوښو جوړول او بازار ته وړاندې کول!

د خټینو لوښو اړتیا اوس هم په ټولنه کې شته او پکې ډیره پانګونه نه ترسره کیږي او د کمې پانګونې سره زموږ خویندې کولی شي، چې کاروبار یې پیل کړي او د خلکو د ذوق او اړتیا مطابق تولیدات جوړ کړي او بیا یې بازار ته وړاندې کړي، چې د خټینو لوښو په ځانګړي ډول، ګلدانونو، خوراکي لوښي، د کور زینتي توکي او داسې نور ترې چمتو او بازار ته وړاندې کړي.

9. د مسو او نورو فلزاتو کاروبار!

د مسو لوښوکارول یو له پخوانیو صنعتونو څخه دی، چې اوس هم د هیواد په ځینو سیمو کې رواج دي او پکې د

کمې پانګونې سره کولی شي، چې د بازار د تقاضا مطابق خپل توکي جوړ او مشتریانو ته وړندې کړي پدې توګه د خپلې کورنۍ د سرپرستۍ دروند بار پورته کولی شي، چې پکې میسن لوښې، د کور زینتي توکي او دودیز وسایل

یې ښې بیلګې ګڼلی شو.

10. د وړیو اوبدل!

ښځینه کولی شي، چې وړۍ و اوبدي او همدارنګه د ماشومانو او ښځینه وو جامې، د کورنیو توکو او یا هم زینتي توکي جوړ کړي او بیا یې بازار ته وړندې کړي پدې ډول نه یوازې د وړیو اوبدل شامل دي، بلکې د کور د اړتیا وړ  توکي چې له وړیو او ټوکر څخه جوړیږي هم عرضه کولی شي او خپل کاروبار پرې مخته وړلی شي.

11. د روغتیایي او ارایشي توکو جوړول!

په کور کې ښځینه د روغتیایي توکو، چې د یوناني بوټو، جرړو څخه جوړیږي او د ځانګړو ناروغیو او درملنې لپاره کارول کیږي جوړولی شي، چې نه یوازې د کورني استعمال لپاره خرڅلاو ته وړاندې کولی شي، بلکې بازار ته یې هم عرضه کولی شي، لکه سپیرکۍ، بادیان، خوږه ولې او داسې نور بوټي

همدارنګه ښځینه په کور کې د ارایشي توکو په جوړولو کې هم کار کولی شي، چې د طبیعي صابون، شامپو، لوشن او کریمونه یې د بیلګې په ډول یادولی شو.

12. د ماشومانو لپاره د تعلیمي او ښوونیزو توکو جوړول!

زموږ ښځینه کولی شي، چې په کورونو کې د ماشومانو لپاره تعلیمي توکي او ښوونیز وسایل چمتو کړي او بیا یې د اړونده سرچینو له لارې بازار ته وړاندې کړي، چې نه یوازې عمومي بازار ته یې وړاندې کولی شي، بلکې د سفارش له مخې یې هم توکي ورته تیارولی شي، چې دا برخه کمې پانګونې او لږو کارمندانو ته ضرورت لري چې پکې کتابونو جوړول، د ښوونځینو سکیل لبونو ته ښوونیز لرګین توکي، کارتونه خطاطۍ او رسامۍ شاملیدلی

شي.

13. د بوټو او ګلانو د روزنې او خرڅلاو کاروبار!

زموږ خویندې کولی شي، چې د بیلا، بیلو بوټو، ګلانو او ونو روزنه په کور کې وکړي او یا هم په کور د بوزغلیو په  کرولو سره لدې سکتور څخه عاید تر لاسه کړي، چې دا چاره کمې پانګونې، لږو کارمندانو او یو څه اندازه

ځای ته ضرورت لري، پدې کې د بوټو او ګلانو روزنه په داسې شکل سره هم کیدای شي، چې روزانه ترې تازه ګلان او بوټي بیلا، بیلو ځایونو ته د قرارداد له مخې واستول شي او ښه عاید ترې تر لاسه کړي، چې د تازه ګلانو کرل او پالل، د بوټو کرل، د زینتي بوټو کرل او خرڅلاو، د بوزغلیو او تخمونو کرل او بیا خرڅول یې غوره بیلګي دي.

14. د خوراکي توکو جوړول او خرڅلاو!

خوراکي توکي د هر انسان او هر کور اړتیا ده او په بازار کې د کورنیو خوراکي توکو ښه تقاضا شته، چې خلک یې د نظافت او خوند له امله هم زیات خوښوي نو پدې برخه کې خویندې کولی شي، چې پانګونه وکړي او خوندور خوراکونه  برابر او بیا یې بازار ته وړاندې کړي چې ډیری وخت ددې برخې لپاره ښه بازار موندنه او ذایقه ډیره مرسته کوي، پدې کې دودیز خوراکي توکي هم پخیدلی شي او د ښادیو او مراسمو په جریان کې سفارش کوونکو ته استولی شي، د مربا، اچارو، چکنیو، وچو میوو، وچو سبزیو، آش، پیرکیو، بولانیو، کورنۍ کلچو او داسې نورو بېلګې د یادونې وړ دي.

15. د ښځینه او ماشومانو لپاره د پوښاک او فیشن ځانګړي توکي( کورنۍ خیاطي)!

ښځینه پوهیږي، چې کوم ډیزاین میندې او انجوني خوښوي او کوم ډیزاین روز مود دی، نو د همدې پوهې پر مټ کولی شي، چې د ښځینه لپاره ځانګړي توکي او عام لباسونه تیار کړي، په لاسي صنعت کې یو ښه والی دادی، چې بغیر له سترو وسیلو او ماشینونو هم کولی شو، چې یو کاروبار روان او ښه یې پر مخ یوسو نو ځکه یې د پیلیدو چارې نسبت اسانه او ډیرې پانګونې ته پکې اړتیا نه پیدا کیږي، ښځینه لباسونه، سکارف، حجابونه، چادریانې، جاکټونه، ټیکري او داسې نورې ښې بېلګي دي.

16. د تازه ، وچو میوو او سبزیو بسته بندي او پروسس!

پدې برخه کې د تازه او وچې میوو د بسته بندۍ او په ځانګړي ډول د پروس او تیارونې  خدمات شامل دي، چې ددې برخې اړونده فابریکې، افرادو او یا هم په خپله ددې مسؤلیت پر غاړه واخلي، چې  مېوې پروسس او بسته بندي کړي او بیا یې مارکیټ ته د خرڅلاو لپاره وړاندې کړي، د تازه میوو بسته بندي لکه د انارو، مڼو، انګورو، د وچو میوو بسته بندي لکه، د ممیزو، جلغوزیو، بادامو، پستو، د سبزۍ او نورو بسته بندۍ او پروسس برخې پکې شاملیږي.

17. شیدو حیوانات، کورني چرګان!

ساتل او محصولات یې بازار ته وړاندې کول

په کورنیو محصولاتو کې د چرګانو او حیواناتو ساتنې ډیره ښه نتیجه ورکوي او ښځینه له دې برخې سره زیاته مندي هم لري نو پدې اساس دا چاره دوی د علاقه مندۍ له مخې هم اسانه ده او په اسانۍ یې د پیلولو او پر مخ بیولو لپاره کار  کولی شي، د چرګانو غوښې، هګۍ او د مالونو غوښې او لبنیات هغه څه دي، چې پرې عاید تر لاسه کیدای شي او وخت په وخت لا ډیر عواید ورکولی شي، د چرګانو روزنه، د فارمونو او وړو کوډنیو په شکل او همدارنګه هګۍ یې خرڅول او د مالونو او رمو ساتنه د شیدو محصولات او سون توکي او داسې نور یې ښې بیلګې ګڼلی شو.

18. د ماشومانو د لوبو سامان او ساعت تیرۍ توکي جوړول!

که چیرته فکر وشي د ماشومانو د لوبو سامان جوړول ډیر کمو وسایلو ته ضرورت لري او په ډیره کمه اندازه پانګونه پرې کیږي نو د کاروبارونو ددې سکتور په برخه کې پانګونه کول او په ځانګړي ډول د ښځینه وو لپاره ډیر ښه او مناسب فرصت دی، چې کار ورباندې وکړي او د ښه عاید لرونکي بزنس په توګه یې معرفي کړي، د ماشومانو  دلوبو پلاستیکي سامان، د لوبو لرګین سامانونه له ټوکر او ټوټو څخه جوړ شوي توکي او داسې نور یې مثالونه دي.

19. د پلاستیکي محصولاتو جوړول او بازار ته وړاندې کول!

پلاستیکي محصولات یو له ډیرو کاریدونکو محصولاتو څخه دی ، چې په افغانستان کې نن سبا ښه بازار لري او د تقاضا د ډیرو والي له امله یې کاروبار ښه پرمختګ کولی شي او پدې توګه زموږ ښځینه وو د کاروبار د یو ښه او مهم  اپشن په توګه ورپیژندلی شو، ځکه چې د پلاستیکي محصولاتو ځینې بېلګې ډیرو کمو امکاناتو او کمې پانګونې ته اړتیا لري او ډیرو وسایلو ته ضرورت نه پیښیږي نو ځکه یې زموږ د خویندو لپاره پیلول نسبت اسانه دي.

کور پلاستیکي لوښي، د او د تقاضا د ډیروالي له امله یې ددې کاروبار د پرمختګ چانس هم نسبت زیات دی، د لوبو توکو، پلاستیکي کڅوړې، پلاستیکي ګلان او ګلدانونه او داسې نور یې غوره مثالونه دي.

20. د زعفرانو، زیتونو، اینجې او تیلي نباتاتو پروسس!

په افغانستان کې د زعفرانو، زیتونو، اینجې او تیلي نباتاتو پروسس اوس ښه بازار لري او دا برخه زموږ خویندې د کمې پانګونې  او وړو ماشینونو پر مټ کولی شي، چې ترسره کړي او پدې توګه یې د یو کوچني صنعتي او مسلکي ټیم پر مټ خپل کاروبار ته پرمختګ ورکړي دا هغه کاروبارونه دي، چې ډیر شاقه ندي او ښځینه یې په فزیکي لحاظ له عهدي څخه وتلی شي، د زعفرانو پروسس او بسته بندي، زیتونو اچار او بسته بندي، اینجې پروسس، د زیتونو تیل، د شړشمو تیل، د کنجدو تیل او د سیاه دانې تیل یې ښې بیلګې دي.

لیکنه: امين ستانکزی

Share via
Copy link