د کایناتو ماته کښتۍ!

Image

کاينات داسې ډیزاین شوي چې ورانول پکې اسانه، خو جوړول سخت دي. دا یو طبیعي اصل دی او ساینسي میکانیزم یې هم دغسې دی. مثلاً پوخ سړک د دوه زره کلدارو په ماین له منځه تلای شي، مګر رغول یې بېخي ډېر وخت، مصرف او انرژي غواړي. سوال دا دی چې تخریب ولې اسانه دی؟

شاوخوا ۱۴ میلیارده کاله پخوا چې دا نړۍ پیدا شوه، هغه وخت انرژي په ماده واوښته، خو اوس موږ په غټه کچه هيڅ نه توانېږو چې انرژي په ماده واړوو، بلکې ماده په انرژي بدلولای شو. د کايناتو د پیل په لومړیو شېبو کې تودوخه ښه ډېره زیاته وه او دې ته یې زمینه برابروله چې انرژي په ماده بدله کړي، مګر د نړۍ او هستۍ له پیل سره سم کايناتو د مخ په سړېدو شول او څومره چې وخت تېرېږي هغومره یخېږي.
د کايناتو له پیله راهیسې د یخېدو هڅه ساده خبره نه ده، دا د جاذبې قوې د زیاتېدو او زورواکۍ مانا لري چې د ستورو د زړښت او د هستۍ د اساسي عنصر «هایدروجن» د له منځه تلو سبب کېږي.

له کومې لحظې چې هستۍ په ظهور پیل وکړ، هممهال یې زوال هم پیل شو. ټول کاينات کوښښ کوي چې زاړه او له منځه لاړ شي، د دې لپاره یې اول دا سرحد بند کړ چې انرژي په ماده نه شو بدلولای. بل کار یې دا وکړ چې د کايناتو د پیل له لومړۍ ثانیې چې جاذبې قوې په خپل تخریبي فعالیت پیل وکړ، هر څه په مرګ محکوم شول. د کايناتو په پیل کې اصل تعمیر و، خو تخریب ترې وزېږېده.

د دنیا د پیل په اولو ۴ میلیارد کلونو کې ښه ډېر لوی لوی ستوري وزېږېدل او د ستورو د تولید پروسه په تېزۍ روانه وه، خو دا چې جاذبه قوه تر وړوکو ستورو لوی ستوري اسانه له منځه وړلای شي؛ نو پخواني لوی ستوري ډېر ژر په فنا محکوم شول. اوس دا دی د کايناتو له پیل ۱۴ میلیارده کاله تېرېږي او د ستورو تر تولید د هغوی د مرګ پروسه چټکه روانه ده. یعنې اوس دومره نوي ستوري نه زېږي، لکه څومره چې له منځه ځي او د وخت په تېرېدو دا پروسه نوره هم چټکېږي او ورو ورو کاينات د فنا خوا ته ګامونه ګړندي کوي.

اصلي خبره دا ده، موږ په داسې کايناتو کې اوسو چې د تعمیر په ځای تخریب پکې لومړیتوب لري، همدا وجه ده چې تر جوړولو ورانول اسانه دي، ځکه په ورانولو کې یې کايناتي اصل هم مرسته راسره کوي، خو په جوړولو یې ځکه وخت لګېږي چې موږ د طبیعت خلاف کار کوو، یعنې د طبیعت تخریب خوښ دی، خو موږ تعمیر کوو؛ نو ځکه وایم چې د ودانولو په وخت کې انسان ډېر په تکلیفېږي، خو ورانول لوړ ظرفیت او ښو امکاناتو ته هم اړتیا نه لري.

دا هم د کايناتو د تخریبي اصل اغېز دی چې موږ وږي کېږو او که ډوډۍ و نه خورو، له منځه ځو. یا مثلاً که کور ته سمه توجو و نه کړو، ړنګېږي یا انسان ډېر په تکلیف پیدا کېږي، غټول یې مصرف او پاملرنه غواړي، خو ډېر اسانه له منځه تلای شي. دغه قانون ته په فزیک کې انټروپي وايي. د دې قانون له مخې، د وخت په تېرېدو سره په کايناتو کې بدلون پېښېږي، خو دا چې د تخریب کچه تر تعمیر زیاته ده دا بدلون د بې‌نظمي او فنا مفهوم خپلوي.

دا چې تخریب د اوسنیو کايناتو اصل دی؛ نو ممکن همدا وجه وي چې د انسان د زړه ازار ډېر اسانه اخیستل کېږي، خو خوشالول او پخواني حالت ته راتلل یې ناممکن ښکاري. موږ په یو لوی ازمایښتي ماشین «کايناتو» کې اوسو او هره لحظه فکر په کار دی چې دلته تخریب اسانه، خو ودانول سخت دي؛ نو دا هڅه اړینه ده چې له تخریبه ځان وساتو. موږ له ډېرو لحاظونو په سخته کې پیدا شوي مخلوقات یو او طبیعت هم داسې مېچنې ته برابر کړي یو چې په سخته به ځان له تخریب او بدیو ژغورو.  دورېش درانی وايي:
دا خو نو ځمکه او اسمان ما په شریکه وژني
چې سر مې ته کوټې او روح مې ملایکه اخلي

د رحمان بابا دا بیتونه هم تقریباً د همدې رغولو سخت کار ته اشاره لري:
زړونه مه ماتوه لال د بدخشان دي
مشکل کار دی رغول د شکسته‌وو
یا:
د خليل تر کعبې دا کعبه ده لویه
که اباد کا څوک ویران حرم د زړه

موږ ته په ساینسي ډول ثابته ده چې په یوه بدرنګه او ورانېدونکې نړۍ کې اوسو. د بدۍ او تخریب فیصدي ډېره پکې لوړه ده.
په پایله کې ویلای شو چې په کايناتو کې اصل هستي ده، خو دا هستي همېشه بدلون کوي. څه موده وړاندې مې په یوه بله لیکنه کې د عدم او هستي اړوند خبرې کړې وې چې اصل هستي ده، خو هستي تل په بدلون او فنا محکومه ده او له یوه حالته بل ته اوړي.

ليک: وکيل احمد عزيزي

Share via
Copy link