د کرکټ وروستۍ لاسته‌راوړنې او راتلونکې لوب‌لړۍ؛

Image

د کرکټ وروستۍ لاسته‌راوړنې او راتلونکې لوب‌لړۍ؛

له ښاغلي ډاکتر احمد فرهاد فدايي سره د شيشه ميډيا د اونيز اکس سپيس راپور!

د شيشه ميډيا د اونيزو اکس سپیسونو په دوام مو د لړم په ۲۷ مه، چې د اکتوبر ۱۷مه نېټه وه، د کرکټ افغان مبصر ډاکتر احمد فرهاد فدايي مېلمه وو. له ښاغلي فدايي سره مو د افغان کرکټ په تېرو په تېرو برياوو او راتلونکو لوب‌لړيو بحث وکړ. له نومړي مو د کرکټ د دريو کټګوريو، ملي لوبډلې، الف او نولس کلنو لوبډلو په اړه وپوښتل.

ښاغلي فدايي زياته کړه چې تر ۲۰۲۳ کال تر نړيوال جام وروسته د افغان لوبډلې د لوبو ډول بدل شوی دی. دوی په خپله لوبو کې ډېر هوښيار او حاکم شوي دي. د ده په خبره افغانستان په تېرو دوو کلونو کې دوه ځله بنګله‌ديش او سريکلانکا ته ما ته ورکړه، په وروستيو کې يې سويلي افريقا ما ته کړه او د ده په خبره اوس په نړۍ کې يوازې هند پاتې دی چې ما ته مو نه ده ورکړې.

د ده په خبره په افغان کرکټ کې اوس ټول سټيجونه په ښه وضعيت کې دي. الف لوبډلې اسيا ايمرجنګ کپ وګاټه. د دې لوبډلې لوبغاړي وروسته ملي ټيم ته جذبېږي چې دا د افغانستان د ملي کرکټ لپاره ډېره ګټه ده. نومومړي د پاکستان پر وړاندې د نولس کلنې لوبډلې د برياوو يادونه هم وکړه. له ښاغلي فدايي مو د افغان ملي لوبډلې د ترکيب او پکې د دريو نسلونو د يو ځای کېدو په اړه وپوښتل.

مېلمه په دې اړه وويل: دا ډېره د خوښۍ خبره ده چې زموږ په لوبډله کې اوس د ځوانانو ونډه پيياوړې دهږ د دوی تر څنګ موږ د نبي او راشد غوندې نړبواال او مجرب ستوري لرو چې د دوونسلونو او نړيوال کرکټ تجربې له دوی سره شريکوي. دا د ځوانو لوبغاړو مورال او پر ځان باور ډېر لوړوي او له  هغوی سره په ګډو لوبو کې ډېر څه زده کوي.

نوموړي د افغان ملي لوبډلې په برياوو کې د کرکټ د مشر روزونکي جنټن ټراټ رول ډېر مهم وبالهږ د ده په خبره چې مشر روزونکی ډېر پياوړی او مسلکي شخص دی او د ده تر روزنې لاندې افغان لوبډله ډېره ښه شوې ده. ښاغلي فدايي د افغان لوبغاړو تر منځ اتفاق او صميميت د هغوی د بريا کيلي ياده کړه او يادونه يې وکړه چې په افغان لوبډله کې هيڅ لوبغاړی د  ځان لپاره لوبه نه کړي، بلکې ټول لوبغاړي د افغانستان لپاره لوبېږي او ترمنځ يې د همغږي يوه ډېره ښه فضا حاکمه ده.

له ښاغلي فدايي څخه مو د پرانچايس يا سوداګريز کرکټ او په هغه کې د افغان لوبغاړو د اخيستلو په اړه هم وپوښتل.

ښاغلي فدايي په سوداګريزو ليګونو کې د افغان لوبغاړو ګډون مهم وباله، چې په خبره يې هم په اقتصادي لحاظ د لوبغاړو لپاره ګټور دی او هم په داسې ليګونو کې په ګډون سره د افغان لوبغاړو وړتيا، تجربه او پر ځان باور زياتېږي چې دا په ملي لوبو کې د دوی پر ځلېدو ډېر مثبت اغېز کوي.

نوموړي همدا شان يادونه وکړه چې په افغانستان کې د کرکټ پوهه ډېره شوې ده. د کرکټ مسلکي مبصرين او رسنۍ ډېر فعال او رغنده رول لري. دوی په خپلو مسلکي تبصرو، نيوکو او وړانديزونو کرکټ بورډ خپلو تېروتنو ته متوجه کوي او د کرکټ په وده او سمون کې ډېرر لوی رول لري. ښاغلي فدايي د داخلي کرکټ په اړه هم خبرې وکړې او زياته يې کړه چې په وروستيو کې داخلي کرکټ ته هم زمينه مساعده شوې ده او د لا غوړېدو په حال کې دی. د ده په خبره داخلي تورنمنټونه ډېر شوي دي او د کرکټ ميدانونه او خصوصي اکاډمۍ هم فعالې شوې دي چې داخلي کرکټ ورسره د لا مسلکي کېدو پر خوا روان دی.

ښاغلي فدايي د ۲۰۲۵ چمپيز ټرافي په اړه هم رڼا واچوله او زياته يې کړه چې لکه له نومه چې يې ښکاري دا د اتلاتو ټړافي ده او د افغانستان ښه استازيتوب او د لوبو ګټل پکې مهم دي. د ده په خبره چې په نړيوالو لوبو کې د افغان لوبغاړو ښه ځلېدل او د لوبو ګټل د ای سي سي لخوا د افغانستان له کرکټ سره په مرسته او ملاتړ مستقيمه اړيکه لري او اوس دا ملاتړ او مرسسته تر پخوا ډېره شوې ده. ده هيله ځرګنده کړه چې په راتلونکي کې زموږ ټولې لوبډلې لا وځلېږي او وطن ته نور وياړونه او خوښۍ هم راوړي.

Share via
Copy link